پښتانۀ څوک دي؟

 

څيړنه او تحقيق:  حشمت علي

په داسې وخت کښې چې صهيونېسټ طاقتونه کوشش کوي چې د پښتون په شان د مړني او ننګيالي قام د ملګرتيا او ملاتړ حاصلولو لپاره د ځينو قلم خاوندانو په ذريعه له يهودو سره د پښتنو د نسل د نښلولو يوې مشهورې بې بنياده نظريې ته تقويت ورکړي د ښاغلي حشمت علي صېب يوه په زړۀ پورې څېړنه وړاندې کوو او په دې اړه د نورو حقيقت خوښوونکو قلم خاوندانودتحقيقاتو او څېړنو هيله کوو

د پښتنو د اصل نسل په لړ کښې له يوې نه زياتې نظرېې شتون لري - خو په عمومي توګه د پښتنو نسلي اساس د بني اسرائيلو سره تړل کيږي - هسې خو انسانان ټول د يو آدم اولاد ګڼل کيږي او په حقوقي ډول دوي ټول يو برابر دي - ولې د جوړښت ، يعني د ونې ، رنګ او جوسې په لحاظ يو انسان د بل انسان يا د انسانانو يوه  ټولنه د بلې ټولنې سره يو څه فرق او بيلتون لري - يو ډول صفات لکه ونه ، رنګ او جوسه لرونکې ټولنه په عمومي ډول يو نسل بلل کيږي - د انساني تاريخ پوهانو او عالمانو د دې په بشپړه ډول بيلتون او درجه بندي کړې ده - په نړۍ کښې سپين پوستکي ، تور پوستکي ، زيړ پوستکي او دغه ډول نور ډېر نسلونه وجود لري - د پښتنو شمير په سپين پوستکو نسلونو کښې راځي - بشري عالمانو سپين پوستکي په آريايي او سامي دوه نسلي څانګو کښې ويشلي دي - دا ويش د رنګ ، ونې او جوسې له بيلتون سره سره د خوېې  بوېې ، صفتونو ، طبيعي حالاتو  او ژبو د فرق په بنياد شوي دي -

د پښتنو د اصل په لړ کښې د يو څو مخايي نظريو يادول به بې ځايه نه وي - د پوهانو يوه وړه ډله پښتانه په يونانيانو پورې غوټه کوي - د پښتو ژبې  نامتو ليکوال ارواښاد غني خان هم د دغه فکر پلوي ؤ - خو دا نظريه د پښتنو او يونانيانو د شکل او صورت په څه لږ ډير يووالي ، په څو قيصو او رواياتو ولاړه ده  - او د څه ډول د تاريخي او ثقافتي شهادت کوټلې بدرګه نه لري -        

د يوې بلې ډلې خيال دے چې د تاريخ په اوږدو کښې د پښتنو سيمه په بيلا بيلو وختونو کې د يو شمير يرغلګرود چپاوونو ټاټوبے پاتے شوے دے - لکه ميډی ، اشيمند (600ق م ) ، سکندر اعظم ( 326- 327 ق م ) ، موريا ( دريمه پيړۍ ق م ) ، باختري ( دويمه پيړۍ ق م ) ، سيتهين (90 ق م ) پارتين ، کيدار کوشانا ، بفتيليا ( هياطله ) ، تورکان او دغه ډول نور - ددی ټولګي باور دی  چې د پښتنو تعلق له دغه بهرنو قامونو او د ځايي استوګنو  د وينې د ګډون په نتيجه کښې له رامينځ ته شوي نسل سره دے ، ولې لوے سوال دا ولاړيږي چې يرغلګر خو تل د ځايي خلقو په مقابل کښې په شمير کښې لږ وي ، نو  دا څه رنګ ممکنه ده چې هغوي دې په ځايي خلقو  دومره لوے اغيز وکړي چې يو نسل دې بدل کړي؟ او بياپه دغه لړ کښې درې نور اساسي ټکي هم  په پام کښې لرل ضروري دي چې د بهرنو ځواکونو يو قسم هغه دے چې  د مالي ګټو په خاطر ېې په يوه سيمه چپاو کړے دے ، الغاؤ تلغاؤ ېې جوړ کړے دے ، مرګ ژوبله ېې اړولې ده ، د زولې او چور تالان نه پس خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي - لکه چنګيز خان ، هلاکو خان ، محمود غزنوي ، نادر شاه ، ګوډ تيمور او دغه ډول نور - دا ځواکونه په يوه سيمه د سيلۍ ګلۍ په شان راغلي دي او د خپل غرض نه پس هم دغه شان ستانۀ شوي دي - نو دا ممکنه نه ده چې په دومره لنډه موده کښې هغوي په ځائي خلقو څه ثقافتي اغيز پريباسلے وي - دويم هغه نو آباد کار ځواکونه وو چې په پردۍ خاوره ېې نو ابادياتي حکومتو نه  جوړ کړي وو ، خو تړون ېې مدام له خپل ټاټوبي سره ؤ – د دوي غرض هم مادي ګټې او شوکې وې - دغو ځواکونو هم په ځايي خلقو څه ژور ثفافتي اغيزاو اثر نۀ دے غورزولے  ، د يو نسل پېدا کول او بدلول خو د امکانه لرې خبره ده - ولې چې د نو ابادکار ځواکونو او ځايي خلقو تر مينځ مدام يو لرې والے او د بيلتون يوه کرښه شتون لري - ډېر په اسانه سره د هند يا د انډونيشيا مثال د بيلګې په توګه وړاندې کيدلی شي - انډونيشيا تر پېړيو پېړيو د ولنديزيانو او د پرتګاليانو نو ابادي پاتې شوې ده - خو انډونيشي وګړي هم هغه دي لکه چې وو - په رنګ ، ونه ، جوسه ، په دود دستور يا په ژبه کښې ېې هيڅ بدلون نه ليدل کيږي - د بهرني ځواکونو دريم قسم هغه دے چې يوه سيمه ېې د تورې په زور نيولې ده - محلي حکومتونه ېې جوړ کړي دي - او د خپل پلرني ټاټوبي سره ېې تړون شليدلے دے - زمانې دغه قسم ځواکونه او قامونه مدام په ځائي خلقو کښې ګډوډ کړي او ورک کړي دي - د وخت په تېرېدو سره دغه ډول قامونو د ځايي خلکو دود دستور ، ناسته ولاړه ، ژبه او روايات قبول کړي او خپل کړيدي - د عرب لښکرو مثالونه ځموږ تر مخې دي - دغه رنګ مغلان کم و  بيش درې سوه کاله په هند د واک  او قدرت خاوندان وو - ولي نن په هند کښې څومره مغل ليدل کيږي ؟ لرې چيرته ځو ، پخپله د پښتنو مثال به واخلو - چې د فاتح په حيث هند ته ننوتل – او پښتون هغه وړومبے فاتح ؤ چې په هند کښې ېې د باقاعده حکومت تيګه کيښوه - خو د وخت په تيريدو سره د هند دغه فاتح پخپله هندوستانی شو - په روهيلکنډهـ ، رام پور او خور  اور هندوستان کښې د پښتنو زرګونه کلي آباد وو ، خو نن څوک  هغوۍ پښتانۀ بالي؟  د وخت په تېرېدو سره هغوي خپل دود دستور ، او ژبه له لاسه ورکړه او په هندوستاني تهذيب کښې ولړلې شول - د يادولو وړ ده چې د تحريک پاکستان نامتو لارښود نواب بهادريار جنګ په خټه سدوزے پښتون ؤ - او د اردو ژبې نوموړے شاعر جوش مليح آبادي په خټه افريدے ؤ -

د پښتنو د  نسلي اساس په لړ کښې د بني اسرائيليت نظريه تر ټولو زړه او وړومبۍ نظريه ده - دا په وړومبي ځل د مغل پاچا جهانګير (1612 ء ) د يو سپه سالار خان جهان لودهي په لار ښوونه د مغل دربار يو منشي نعمت الله هروي د هيبت خان کاکړ په مرسته په مخزن افغاني نومې کتاب کښې وړاندې کړله – د دې نظرېې په ځائي پلويانو کې قاضي عطاء الله ، حافظ رحمت خان ، زرداد  خان ، افضل خان خټک او  روشن خان او په مستشريقينو کښې سر ويليم جونز ، اليکزينډر برنس او راورټي د يادونې وړ دي - د بني اسرايئليت د نظرېې تنستې په دې ډول بڼل شوي دي -

١- ساول (طالوت ) چې د حضرت يعقوب ء په دولسو زامنو کښې د بن يامين له اولاد څخه ؤ  د پښتنو ور نيکۀ ؤ- روايت کيږي چې د طالوت له اړخه د يو شرط يا ازميښت  له پوره  کولو نه پس طالوت خپله لور ميکل حضرت داؤد(ع)  ته نکاح کړه - خو داؤد(ع)  ته ېې زړه ښۀ نۀ ؤ ، او سترګې ېې ورته خړې وې - دغه رنګ حضرت داؤد خپل کور کلے پرېښود او چيرته بل ځاے ېې پناه واخېسته - خو څه موده پس طالوت له بني اسرائيلوسره په خپل کړي ظلم پښيمانه شو او په خپله خوښه او رضا ېې باچاهي حضرت داؤد(ع)   ته وسپارله ، خپلې دوه اوميدوارې ښځې ېې د داؤد(ع)   په پناه کښې پريښودې او پخپله د کفارو په ضد غزا له لاړو او له لسو زامنو سره اوژل شو -

2- د طالوت د دواړو اوميدوارو ښځو يو يو هلک ؛ ارميا او برخيا ؛ اوزيږول - داؤد د دواړو ماشومانو ښه پالنه ، روزنه او خصمانه اوکړه ، برخيا ېې خپل مشر وزير او ارمياء ېې د لښکرو سپه سالار اوټاکل  - د برخيا  او ارمياء يو يو زوے اصف او افغانا پېدا شول چې بيا وروستو يو د حضرت سليمان ء وزير اعظم او بل ېې د فوځ قوماندان شو - د بېت المقد س  وداني د دغه افغانا په څارنه کې جوړه شوه -

3- د حضرت سليمان ء د مرګ نه پس بني اسرائيل بې لارې او نافرمانه شول - او د عذاب په صورت  کښې پرې الله پاک بخت نصر مسلط کړو - بخت نصر په بني اسرائيلو ډېر ظلم او زياتے وکړ - او دوي ېې بې دريغه اوژل - په نتيجه کښې بني اسرائيل په کډه کولو او وطن پريښودلو مجبور خوارۀ وارۀ شول - له دغه بني اسرائيلو يوې قبيلې د غور غرونو ته کډه يوړله او په دغه غرونو کې ميشتۀ شول -

4- حضرت خالد بن وليد يو لوړ رتبه صحابي او د بنی اسرائيلو د يوې قبيلې سردار ؤ - د هجرت په اتم کال هغوۍ د غور په غرونو کښې ميشت بني اسرائيلو ته د نبي اکرم ص د نبوت زيرے او د ايمان راوړلو بلنه ورکړه - په جواب کښې قېس عبدالرشيد د يو پلاوي په بدرګه مدينې منورې ته راغے او د نبي کريم (ص) سره ېې اوليدل او ايمان ېې راوړۀ - د قېس عبراني نوم  په عبدالرشيد واوخت - دغه قېس عبدالرشيد د پښتنو نيکۀ ؤ - قېس د خالد بن وليد له لور ساره بي بي  سره نکاح وکړه - د مکې مکرمې د واک او قبضې اخېستلو په تاريخي مرکه کښې ېې ګډون وکړ او بېرته غور ته ستون شو - د اسلام د دين تبليغ ېې شروع کړ - په کال 41 هـ کښې د 87 (اووه اتيا)  کاله په عمر کښې په يو جنګ کښې شهيد شو - سړبڼ ،  غورغشت او  بيټن د هغۀ درې زامن وو - او د پښتنو شجره له دغه ځايه شورو کيږي -

په دې ورچاڼ کښې د بني اسرائيليت د نظرېې غوره او اساسي ټکي راخستلې شوي دي - چې له دې نظرېې کوچ ګڼل کيږي - او دا نظريه په هم دې اساسي ټکو او  ستنو ولاړه ده - ښاغلي بهادر شاه کاکاخيل په خپل کتاب (پښتانۀ د تاريخ په رڼا کښې ) په دې نظرېې  په زړۀ پورې او دقيق بحث کړے دے - هغوي د تورات او د تاريخ په حوالو سره دا حقيقت ډاګيزه کړے دے چې د بني اسرائيليت نظريه څه تاريخي او ثقافتي بېلګه او بنياد نۀ لري او دا چې دا نظريه محض يو تصور دے او افسانه ده -

راځۍ چې د تاريخ په تلۀ دا قيصه او دعوا اوتلو- او د تاريخ د خلې نه برغولے پورته کړو چې څۀ وايي ؟

1- تاريخ د طالوت د لور ميکل او د داؤد ء د وادۀ ، د داؤد د خپل کور کلي پريښودلو او په بل ځاے کښې د پناه اخستلو او د بني اسرئيلو د نافرمانۍ ، خود سرۍ او د بې لارې کيدلو تصديق کوي -

2- تاريخ دا نه مني چې طالوت په خپله خوښه او رضا پاچاهي او قدرت داؤد ته پريښے وي ، خپلې دوه اوميدوارې ښځې ېې د هغۀ په پناه کښې ورکړې وې  او په خپله له لسو زامنو سره په جنګ کښې وژلے شوے وي- تاريخ وائي چې د مايوسۍ په حال کښې هغه ځان پخپله وژلی ؤ - او له مرګ نه پس ېې زوے اشبوست د بني اسرائيلو باچا شو -

3- چې طالوت ځان پخپله اوواژه ، او په ځاے ېې زوے باچا شو نو بيا خو بې له څه شکه د دۀ  د دوو اوميدوارو ښځو د داؤد ء په پناه کښې د پريښودلو قيصه دروغ کيږي -  او په دغه صورت کښې د ارمياء او برخيا وجود پخپله يوه لويه سواليه نښه جوړه شي - تاريخ د داؤد د مشر وزير او د لښکرو د سپه سالار په حيث د ارمياء او برخيا تصديق نه کوي -

4- تاريخ د ارمياء او برخيا د زامنو آصف او افغانا د حضرت سلېمان (ع) د حکومت د وزير اعظم او قوماندان په حيث د تقرر تصديق هم نه کوي - البته تاريخ د بني اسرائيلو د (لاوې) قبيلې د يو وګړي اصف بن برکيا (برخيا) يادونه کوي خو هغه  د سپه سالار په حيث نه بلکې د يو منلي شوي موسيقار په حيث ياد شوے دے – ( او له ځينو روايتونو څخه څرګنديږي چې هغه  انسان ؤ چې د خداے پاک د ورکړے شوي علم په زور يې د ټولو پېريانو دېوانو په مقابل کښې د بلقيس ملکې تخت  د سترګو له رپ نه مخکښې حاضر کړو.چې په قران مجيد کښې هم ذکر راغلے دے ))

5- بيت المقدس يو تاريخي او مذهبي حيثيت لري - تاريخ د بيت المقدس د ودانۍ  ټول لوے واړۀ تفصيلات په خپله ځولۍ کښې سنبال کړي دي - خو د څارنوال په حيث د افغانا په شتون غلے دے -

6- د بني اسرائيليت د نظرېې منونکي چې په څه ډول د حضرت سليمانء د مرګ نه پس د بني اسرائيلو د بې لارې کيدلو او د بخت نصر قيصه بيانوي ، د هغې نه داسې بريښي چې د بخت نصر يرغل او چپاوؤنه د سليمان ء د مرګ نه سمدستي پس شوي وو- خو تاريخ وائي چې د سليمان (ع) دور د بني اسرائيلو د څوکالۍ ، خوشالۍ او عروج دور ؤ ، د هغوي له مرګ نه وروستو د هغوۍ زوے رحجام په تخت کيښناست - د حضرت سلېمان د مرګ او د بخت نصر د چپاؤن تر مينځ څلور سوه کاله موده تېره ده - بله دا چې د بخت نصر له چپاؤ نه هم شپږ شلې کاله پخوا سليمان سار د بني اسرائيلو حکومت تس نس کړے ؤ - بل اړخ ته د بخت نصر د ظلم او زياتي قيصې چې په څه ډول کيږي ، په دغه حال کښې د بني اسرائيلو وطن پريښودل او اجتماعي کډه کول ممکن نۀ بريښي -

7- د بني اسرائيليت د دعوې د پلويانو دا وينا هم دروغ ده چې خالد بن وليد د بني اسرائيلو سردار ؤ - تاريخ وائي چې خالد په خټه عرب ؤ - او د قرېشو په بني مخزوم قبيله کښې زيږيدلے ؤ -

8- د دې نظرېې د پلويانو په ګومان که خالد بن وليد د بني اسرائيلو ملک ؤ نو بيا خو پکار دا وه چې د خپل لوړ شخصيت سيوری ېې د مدينې په يهوديانو هم پرېستے وې - چا چې به شپه او ورځ د اسلامي حکومت په خلاف دسيسې جوړولې او وراني به ېې کول - د غور غرونه خو د مدينې نه ډېر په لرې واټن کښې پراتۀ وو!

9- د خالد بن وليد د لور ساره بي بي او د قيس عبدالرشيد په وادۀ تاريخ بيخي غلے دے - دغه ډول له رسول اکرم (ص)  سره د قېس ليدل هم څه معمولي خبره نۀ وه - ( که چرته په رښتيا سره  دغه ليدل شوي وې نو تاريخ به راخېستي وو ) خو تاريخ او دسيرت کتابونه ددغې پېښې هيڅ يادونه نه کوي -

10- د مکې د واک او قدرت جنګ يعني فتح مکه يوه داسې پېښه وه چې د تاريخ مخ ېې په بل اړخ واړولو - اسلامي تاريخ د دغې پيښې ټول لوے او واړه جزيات په خپلو پاڼو کښې خوندي کړي دي -  که چرته د غور نه راغلي قيس عبدالرشيد او د هغۀ  ملګري پلاوي په دغه جنګ کښې برخه اخېستې وي نو د اسلامي تاريخ په کتابونو کښې به ېې خامخا ځاے موندلے ؤ - ولې قېس او د هغۀ پلاوے ، نه په اسلامي تاريخ او نه د سيرت په کتابونو کښې چرته شتون لري -

11- که چرته دا قيصه رښتيا او قېس د پښتنو نيکۀ اومنلے شي  او د پښتون ملت ټولې شجرې په قېس عبدالرشيد او د هغۀ  په درې زامنو پورې غوټه کړې شي  نو پښتانۀ به فقط د دوه درې قبيلو پورې راټول شي - داسې کول او منل به د تاريخ سپکاوے  او د حقيقت نفي کول وي - ولې چې قامونه د يو کس د شجرې په اساس چرته  وجود نه مومي - ملتونه د پيړيو پيړيو د ارتقايي عمل په نتيجه کښې جوړيږي - او په شا ېې نور ګڼ شمير سياسي ، اقتصادي ، سماجي اوکلتوري عوامل شتون لري –

تاريخ د پښتو په اړه د بني اسرائيلو د نظرېې ټول مهم او اساسي ټکي يو په يو رد کړل - د بني اسرائيليت نظريه د خپلې يوې دعوې لپاره هم څه تاريخي شهادت او بېلګه نه لري - په حقيقت کښې دا نظريه د شګو يو داسې ماڼۍ ده چې يو معمولي شان پوکے هم نشي زغملې - د بني اسرائيليت نظريه د تاريخ د محصلينو تنده نه ماتوي - دا په اصل کښې يوه سياسي نظريه ده - په 1612 ء کښې په وړومبي ځل د سياسي ضرورتونو په اساس وړاندې شوې وه - وخت په وخت د دې روزنه او پالنه هم د دغو سياسي ضرورتونو له مخې وشوه - او نن که هم دا نظريه ژوندۍ ساتل کيږي نو په شا ېې سياسي مقاصد او غرضونه شتون لري - پښتانۀ چرته هم بني اسرائيل يا يهوديان نۀ وو - له امو نه تر بولانه او تر چتراله د پختونخوا وطن ، پټي او څرګندې نخې هم د بني اسرائيليت د نظرېې ملاتړ نه کوي بلکه د باميان ، قندهار ، سوات ، چکدرې ، تخت بائي ، شهباز ګړې او ټېکسيلې څرګندې نښې او په کنستون کښې برسېره شوې لرغوني اثار په يوه خلۀ د څه بل دين ، مذهب ، نسل او حقيقتونو قيصې سپړي -

د تاريخ پوهانو يوه بله لويه ډله په دې باوري او يقين لرونکې ده چې پښتانۀ ؛آريه ( آريا)؛ دي - دا پوهان د پښتنو نسلي تعلق له هغو ارياؤ سره تړي چې په تاريخ کښې د انډو اروپايي Indo European Aryan  ارين په نامه ياديږي - دا نظريه خالص په تاريخي او علمي بحثونو، حالاتو واقعاتو ، په تاريخي حوالو او په کلتوري بيلګو ولاړه ده - د نولسمې پيړۍ په سر کښې اروپائي تاريخ پوهان ، عالمان او ژب پوهان د انډو اروپايي قامونو او د هغوۍ د ژبو د علمي څيړنو او پلټنو وروستو په دې نتيجه اورسيدل چې ددې ژبو د ويونکو قامونو نيکونه يو نسل لرونکي خلق وو او د هغوۍ ژبه هم په يو وخت کښې يوه وه  - فرانسيسي محقق موسيو ليبان دغه ژبه د (اريک ) په نامه ياده کړې ده - چې اوس شتون نۀ لري – د دغو محقيقينوخيال دے چې پښتانۀ په نسل اريا دي - د انسائيکلو پېډيا امريکانا په وړومبي ټوک کښې د افغانستان د تاريخ په حواله ليکلي شوي دي چې د افغانستان لرغونے او وړومبے نوم اريانا ؤ - او د عرب لښکرو تر راتګ پورې دا سيمه هم په دغه نامه ياديدله - پوهان د خپل تحقيق او لټون په رڼا کښې وائي چې د پامير غونډۍ او د امود سين خواوشا سيمې د ارياؤ وړومبنے استوګن ځاے ؤ - او د وخت په تېرېدو سره دوي د اباسين تر ختيزو غاړو اوغزيدل - ارين چې د هندوکش په سويلي او قطبي غاړو ميشت شو نو د هغوي د نوم په مناسبت سره د سيمې نوم هم اريانا يعني د ارياؤ وطن پريوت - د دريمې پېړۍ قبل مسيح يوناني مؤرخ ښاغلي اراتوس تنس هم د پښتنو سميې د اريانا په نامه يادې کړې دي – له دۀ سره سره ښاغلو استرابو ، بطيموس ، پليني او اپولو دوروس هم په خپلو ليکنو کښې د اريانا نوم راوړے دے - په دويمه هجرۍ پېړۍ کښې حمزه اصفهاني د هند او ايران تر مينځ د ؛ الاريان ؛ په نوم د يو وطن د شته والي ذکر کړېدے چې واضح مطلب ترې د پښتنو سيمه کيدلی شي -

په رګ ويد کښې چې د ارياؤ مذهبي او د دنيا په زړو کتابونو کښې شمېرل کيږي ، د پښتنو د قبيلو ، غرونو او سيندونو د اريايي نومونو شتون هم پښتانۀ اريا ثابتوي – د نا متو تاريخ پوه او محقق   ښا غلی حبيب ا لله ر فيع په اند د رګ ويد  ټول سرودونه  (اشلوک) د لر غو نی ار يا نا يا د اوسني افغا نستا ن په سيمه کښی وويل شو ل  چی د ار يا و د خد ايګو ټو او د هغوی د عقايدو ترڅنګ يې داريانا ښکلاوې ،غرونه ، سيندونه،اوسيدونکي او شتمنېې ېې هم پکښی نوم په نوم خوندی او ستاېلي دی-    په رګ ويد کښې د (سندو ) په نوم د يو سين د مرکزي سين او د (کوبها)  ، ( ګوماټي) ، (سواستو او کرومو) په نوم سيندونه د مرستيال سيندونو په حيث ياد شوي دي - لرغون پوهان  د سندو نه  اباسين مطلب اخلي او کوبها چې يونانيانو د کوڼ په نوم هم ياد کړی دی ، د کابل سين ګڼل کيږي - کرومو او ګوماټي د کرم او ګومل سيندونه قياس کيږي - رګ ويد د سوات سين د سواستو په نوم ، يونانيانو د سواستن او چيني سيلاني ښاغلي هيون سانګ د سو-پو-فا-سو-تو په نوم ياد کړی دی - دغه ډول د تريشتا مااواني بها په نوم ياد شوی يو بل سين د چاپير چل په اعتبار سره د پنجګوړې سين ګڼل کيږي -

په اتهرويد کې د ارياؤ د خوښې د يو سکاک يا مشروب (سوما) په لړ کښې د موجاوان غر او د موجاوات او منجوات په نوم د قبيلو ذکر شوے دے - په پختونخوا وطن کې نن هم ددغه نومونو سره په سمون لرونکې نامو دوه ځايونه په ګوته کيدلی شي - د بدخشان او نورستان په مينځ کښې د يو غرۀ نوم منجان دے - او په ضلع دير کښې د پنجګوړې د سين په غاړه د منجايي په نامه يو لوے کلے شتون لري - دا يادول به هم بې ځايه نۀ  وي چې له دې منجايي  کلي سره جوخت د پنجګوړې د سين په يوه او بله غاړه يو بل ته مخامخ د شهزادګۍ او رانۍ په نوم دوه پخواني کلي آباد دي - چې د وخت په تيريدو سره شهزادګۍ کلې اوس په شجادۍ اوختے دے - د  يادولو وړ ده چې د رانۍ په کلي کښې د لوےلارې په غاړه په يوه غونډۍ  د محکمه اثار قديمه تختۍ زوړنده ده خو لا تر اوسه کنستون نۀ دے شوے -

يوناني مؤرخينو د سکندر اعظم د فتوحاتو په تفصيل کښې د مساګاء ، بازيرا ، اورا ، اورنوس ، او ديرتا په نوم د څه سيمو ذکر کړے دے - د تاريخ عالمانو د محل وقوع په اعتبار سره مساګا د سوات منګلور قياس کړےخو د سر اولف کېرو په ګومان مساګا د ضلع دير د لوې لارې په غاړه د تالاش نه په اته ميله واټن کې د مجاور بابا د خواوشا سيمه ده - ښاغلې اسټن او يوناني مؤرخ ښاغلې ارين د بازيرا نه بريکوټ مراد اخلي - د ورکړل شوو تفصيلاتو تر مخه دا صحيح بريښي ولې چې د فوځي اهميت تر مخه له دغه ځايه د کوز سوات او بر سوات سره د کړاکړ او د مردان د لوې لارې څارنه او ساتنه په اسانه کيدلې شي - اورا د سوات يو کلے اوډيګرام او اورنوس د کانا غوربند نه په لږ واټن کې پروت ( پير سر)  ګڼل کيږي - په دغه ځاے کښې د ارنا په نوم نن هم يو ځاے شتون لري - د مهابڼ په سويل کښې څه ځاے په ديرتا قياس شوے دے - خو په ضلع دير کښې د خاص دير په نوم ډير لوے کلے اباد دے چې د پخواني رياست دير پلازمينه وه - او له دير تا سره ېې نوم سمون خوري -

د پاسنو يادو شوو ځايونو نومونه که د تاريخ په اوږدو کښې هر څه پاتې شوي وي خو که جغرافيايي محل وقوع په پام کښې اونيولے شي او تاريخ هم دا ښايي چې هر يرغلګر چې د افغانستان موجوده صوبې کنړ ته راننوتے دے نو د هغه لپاره د هند پلو ته د تګ يواځېنۍ او اسانه لار هم دغه وه - چې د باجوړ په لار دې بلامبټ تيمرګرې يا د دير ميدان په لار منجايي ته راشي - منجايي د پنجګوړې په سين د لښکرو او ساز و سامان پورې ايستلو بهترين ګودر دے - يا د بلامبټ سره جوښت زړلم نوم ځاے چرته چې سين په ډېر تنګ ځاے کښې بهيدلے دے - او د بشونو د عارضي پل په تړلو سره د لښکرو او د فوځي ساز و سامان پورې ويستل ممکن دي -

هيرو ډوټس ، چې د تاريخ بابا ګڼل کيږي ،  پکتيکا ( د پښتنو وطن ) د خلقو د ناستې ولاړې ، خوېې بوېې په لړ کې د هغوۍ د څرمنې د پوشاک ، د غشي ليندو او د پيش قبضو سره سره د څلورو قبيلو ګندهاري ، اپاريتي ، ستاګيدي او د اديکې يادونه کړې ده - د ښاغلي بيلو په ګومان د سپين غر په لمنو کښې مېشت اپاريتي بې له څه شکه اپريدي دي - ستاګيدي نه خټک مراد اخستل کيږي - او د داديکي په لړ کښې ګومان کيږي چې دا د کاکړ قبيلې څانګه داوي ده -

په جون 2001ء کښې د کراچۍ يوې انګريزي ژبې مياشتنۍ مجلې کې په خپرې شوې مقاله کښې په مستندو تاريخي حوالو سره ثابته شويده چې د سکندر اعظم لښکرې د بلامبټ دير په خواوشا سيمو اوختې وې - يوناني مؤرخين دې ځاے کښې  د درې سرتيرو قبيلو ( اسپاسې  ، ګوري او اساکيني ) سره د سکندر اعظم د لښکرو د انښتو يادونه کړې ده - اسپاسي خو په يقين سره چې يوسفزي دي - چې يونانيانو ورته په خپله مخصوصه لهجه کې اسپاسي وئيلي دي - او هسې هم پښتانۀ په خپله عامه ويناوه کښې د يوسفزۍ په ځاېې ايسپزۍ وائي - يوسفزۍ د دير نه تر سوات ، بونير ، مردان ، صوابۍ او تر هزاره ډويژن  په ډيره خوره وره او پراخه سيمه پراتۀ دي - په ضلع دير کښې پائينده خيل او سلطان خيل د يوسفزو دوه لوې لوې څانګې دي - پخپله د دير نواب شاه جهان خان اخون خيل ؤ چې د پائينده خيلو يوۀ پښه ده -

په شپږمه پېړۍ کښې چې هياطله سلطنت مخ په ښکته روان شو نو ترکان قبيله د هغوي د سيال او حريف په توګه وټوکيده- د هياطله سلطنت نه د خلاصون نه وروسته ترکانيانو په يو لوے او خونړي جنګ کښې اواريانو ته هم ماتې ورکړه او د خپل سلطنت پولې ېې د  آمو تر غاړو وغزولې - ترکاني قبيله نن هم په دير کښې د براول نه د ميدان د حاجي آباد او بلامبټ نه تر باجوړه پورې په يو لوے پراخه سيمه پرته ده - بهادر شاه  خيل ، اکاخيل ، ماموند ، شعيب زۍ او حرم زۍ د دی قبيلې څانګې دي - بهادر شاه خيلو په دير حکومت هم کړے دے - او نن سبا په براول بانډې او ميدان بانډې کښې آباد دي - او د مخايي حيث خاوندان دي -

که د تاريخ پوهانو او لرغون پوهانو څيړنې او پلټنې په پام کښې اونيولې شي نو هر چا په څه نه څه شکل کښې د پختونخوا وطن د زمکو د سمسورتيا ، د څارؤو د سوربوالي ، د ګورو ګورو غرونو او د اوبو د بيسيارتيا ذکر او ستائينه کړې ده - او چا ېې جنګي پوهه او سربازي ستائيلې ده –  له دې نه په ډاګه کيږي چې پښتانۀ په هغو وختونو کښې هم له تهذيب او تمدن سره اشنا وو - او يو خوشاله قام ؤ - او ترقي ، خوشالي او سمسورتيا مدام د ځائي خلقو د لاسو برکت وي - هر يرغلګر که د تاريخ په اوږدو کښې دې سيمې ته راغلے نو د مالي ګټو او ښيګړو په غرض راغلی دے -

د پختونخوا وطن تهذيب او تمدن ، د کلو بانډو او سيندونو اريايي نومونه ، په رګ ويد کښې د دې وطن د سيمو ، غرونو ، درو او سيندونو شتون په لره او بره پختونخوا کښې ظاهري تاريخي او ثقافتي بيلګې ، رابرسيره شوي لرغوني اثار ، د ژب پوهانو متفقه رائې چې پښتو د اريايي ژبو خور ده ( يا ځينو يې مور بللې ده ) ، دا ټولې بيلګې دا يو حقيقت په ګوته کوي چې پښتانۀ نۀ خو يونانيان وو ، او نه چرته بني اسرائيل او يهوديان وو - پښتانۀ صرف او صرف ارين دي -

د يادونې وړ ده چې د ايراني وزارت خارجه له اړخه په خپرې شوې يوې تعارفي کتابچه کې وئيلی شوي دي چې ميډي او پارتين اريا وو - او انګريز مؤرخ ښاغلے ټېلر په يقين سره وائي چې ميډي او پارتين پښتانۀ وو.