د حضرت محمد (ص) ژوند

(يوه لنډه کتنه)

دريمه برخه

ليک: عبدالرحيم درانے - مردان

 

د پيغمبر اکرم (ص) هجرت، د تاريخ پيل او بدلون

د خداے ګران رسول (ص) د مکې د خلقو مخالفتونه او خنډ اچونې د هغوي په تنديو او د مخونو په کرښو کښې لوستلې او په دې ښۀ پوهيدۀ چې هغه خلق چې په غلطو تعصبونو او جهالتونو کښې ډوب دي دومره په اسانۍ سره خپلې غلطې عقيدې نه پريږدي او د هغوي د نجات او ژغورنې لپاره  د ډيرو او پرله پسې سر ښيندنو، مصيبتونو زغملو او مقابلو ضرورت دے. پيغمبراکرم (ص) په خپل بصيرت سره دا تور او پيچلی پس منظر ليدلو او په ډېر صبر او زغم سره يې د اسلام بېرغ اوچت کړ او ديارلس کاله يې د دښمنانو په وړاندې مبارزه وکړه (١)  خو د اسلام دښمنانو له خپلو شېطاني کارونو لاس وانۀ خېست. په داسې حالاتو کښې د پېغمبراکرم (ص) نړيوال رسالت دا تقاضا کوله چې د خپل تبليغ ځاے بدل کړي او يو ارام او د دعوت قبلولو زمينه لرونکي مناسب ځاي ته لاړ شي.

د خزرج د قبيلې ځينې مشران د حج په موسم کښې مکې معظمې ته راغلل او په مسجد الحرام کښې يې د خداے له ګران رسول (ص) سره کتنه وکړه. پېغمبر اکرم (ص) هغوي اسلام ته راوبلل او هغوي چې له "اوس" قبيلې سره د پرله پسې اختلافاتو په وجه پوزې ته راغلي وو، په سر سترګود اسلام غوندې له امن او ورورولۍ نه ډک دين ومانۀ. خزرجيانو له مکې څخه د ستنيدو په وخت له پېغمبر(ص) څخه مبلغ او لارښود وغوښت. پېغمبر اکرم(ص) حضرت مصعب بن عمېر له هغوي سره ملګرے کړ او په دا ډول د يثرب د ښار خلق د اسلام له نمره خبر شول او د نوي دين تحقيق يې شروع کړ هغه څۀ چې خلق به يې اسلام ته زيات ليواله کول د قران نوراني او زړۀ راکښونکي ايتونه وو. مصعب د اوس او خزرج قبيلې د اسلام راوړلو رپورټ پېغمبر اکرم (ص) ته واستوۀ. او بيا د يثرب ډيرو خلقو چې مکې ته د حج لپاره راغلي وو په نيمه شپه له پېغمبراکرم (ص) سره پټ وليدل. د يثرب مسلمانانو د اسلام د ونې د زرغونولو لپاره د د خداے د ګران رسول (ص) بيعت وکړ او ژمنه يې وکړه چې لکه څرنګه د خپلو ښځو او بچو ملاتړ کوي هماغه راز به د ګران رسول (ص) ملګرتيا وکړي.(2)

د پيغمبراکرم (ص) د شهيدولو سازش

لا د سهار رڼا څرک نه ؤ وهلے چې قرېش د يثرب د مسلمانانو له ژمنې خبر شول او د دې ژمنې د ناکامولو او د هغۀ مبارک د پرمختګ د مخنيوي لپاره اور واخېستل. په دې خاطر په دارلندوه کښې چې د قرېشو د غونډو ځای ؤ، يوه شورا جوړه شوه او له ډېرو مشورو وروسته وټاکل شوه چې له هرې قبيلې يو تن غوره شي چې د شپې د پېغمبراکرم (ص) په کور حمله وکړي هغوي شهيد کړي او د اسلام د بلنې بنياد دړې وړې کړي.(٣) خداے پاک خپل ګران رسول (ص) د دښمنانو له سازشه خبر کړ او ورته يې حکم وکړ چې د شپې له مکې اوځي.(٤)

حضرت محمد(ص) د هجرت د حکم له  راتللو وروسته اراده وکړه چې خپل زيږن ځاے او وطن پريږدي او يثرب (مدينې) ته لاړ شي. د هجرت له حکمه وروسته پېغمبراکرم (ص) حضرت علي(ع) راؤغوښت، هغه يې له خپل رازه خبر کړو او امانتونه يې ورته وسپارل چې مالکانو ته يې ستانۀ کړي او ورته يې فرمايل: (( زۀ هجرت کوم او تۀ زما په بسترې کښې څمله )).حضرت علي(ع) ومنله د رسول الله (ص) په بسترې کښې څملاست او هغه خطرې چې د خداے ګران پيغمبر(ص) ته پېښې وې، هغه حضرت علي(ع) په خپل سر واخستې(٥) د حضرت علي(ع) سرښيندنه دومره له خلوصه ډکه او مهمه وه چې خداے پاک په قران مجيد کښې ستايلې ده.(٦)

پېغمبر اکرم (ص) غار ثور ته ځي

د شپې څو ګېنټې تېرې شوې وې چې دښمنانو د پېغمبراکرم (ص) کور محاصره کړو چې په خپل شېطاني پلان عمل وکړي خو پته ورته نه وه چې خداے پاک د خپل ګران  رسول(ص) ملاتړے دے او هغه به له دې مصيبته وساتي.پېغمبر اکرم (ص) د سورۀ ياسين ايتونه لوستل، له کوره ووت او په يوې بلې لارې له مکې معظمې نه بهر د ثور غار ته لاړ.حضرت ابوبکر( رض) هم له دې قيصې خبر شو او له پېغمبر(ص) سره په هجرت کښې ملګرے شو.(٧) کفارو په وېستلو تورو سره د هغه مبارک په بسترې حمله وکړه خو په ډېرې حېرانتيا سره يې حضرت علي شېر خدا(ع) د هغوي په ځاے وليد نو له هغۀ نه يې پوښتنه وکړه محمد(ص) چرته لاړ؟ علي(ع) ځواب ورکړو ولې زۀ تاسو په هغۀ باندې د څارنې لپاره کېښنولے وم څه چې درته ووايم چې چرته لاړ، تاسو غوښتل چې هغه له دې سيمې وځي او هغه هم ووت.(٨) قرېشو چې ټول سازشونه يې ناکام شوي وو، ډېرې سر پښې وټکولې او کوششونه يې وکړل خو بې نتيجې. پيغمبراکرم (ص) په ثور غار کښې له دريو ورځو پاتې کېدو وروسته يثرب ته روان شو(٩). د سراقه بن مالک په نامه د مکې يو کس د پيغمبر(ص) تعاقب وکړ خو چې کله يې د اس پښه درې ځلې په زمکه کې ښخه شوه او هغه يې په زمکه وغورزولو نو توبه يې وکړه او راستون شو.(١٠)

د خداے ګران پېغمبر(ص) د ربيع الاول په دولسمه "قبا" ته ورسيد(١١) او څو ورځې يې هلته تېرې کړې(١٢).حضرت ابوبکر(رض)  ډېر تاکيد وکړ چې هغه مبارک يثرب ته روان شي خو پېغمبراکرم (ص) ونۀ منله او وې فرمايل: حضرت علي(ع) په خپل سر سره زما حفاظت کړے دے او زما تر ټولو ښه اهلبيت(ع) او زما د ترۀ زوے او ورور دے له دې ځايه به ونه خوزو  تر څو چې حضرت علي(ع) له مونږ سره يو ځاے نۀ شي.(١٣) حضرت علي(ع) خلقو د امانتونو له رسولو وروسته "قبا" ته راغے او له پېغمبراکرم (ص) سره يو ځاے شو. په داسې حال کښې چې پښه يې ډيره  زخمي شوې وه. پيغمبراکرم (ص) هغه په خپل غيږ کښې ونيوۀ او د خپلې خولې  لاړې مبارکې يې د امام علي(ع) په پښې ومږلې له هغو سره د هغۀ پښه بالکل ښه شوه او له پېغمبر(ص) سره د يثرب په لور روان شو. د يثرب حالت ډېر بدل شوے ؤ. خلقو په ډېر جوش، جذبې او برم سره په لارو کوڅو کښې د ګران رسول (ص) انتظار کوۀ. پېغمبراکرم(ص) د جمعې په ورځ د يثرب ښار ته ورسيد(١٤). خلق د خوشحالۍ نه په جامو کښې نه ځائېدل او ټولو د پيغمبراکرم (ص) په نوراني مخ سترګې ښخې کړې وې.رسول الله مبارک (ص) په يثرب کښې ديره شو او د عدالت او ايمان په بنياد يې د يو لوے تمدن او د اسلام د مبين دين بنياد کېښود. د يثرب نوم د پېغمبراکرم (ص) له ورتګه ورسته بدل شو او "مدينة النبي" (د پيغمبر(ص) ښار) نوم پرې کيښودے شو او دا کال د  لوے واقعې يعنې د حق او عدالت د کاميابۍ په خاطر د اسلام د تاريخ پيلامه او مبدا وګرځيدۀ او خلق د اسلام د نمر په رڼا کښې لکه بيا وزيږيدل.

نن چې د هجرت د عظيمې قيصې 14 پيړۍ وشوې نو  راځئ چې د تاريخ پاڼې واړوو او د هجرت او د اسلام د بنياد کيښودنې لپاره د مسلمانانو سختيو او کوششونو ته يو ځغلنده نظر وکړو.مسلمانان چې د قرېشو له ازارونو او شکنجو خلاص شوي او يو ارام ځاے ته تللي وو، په سستۍ او عېش و عشرت اخته نه شول بلکې شپه او ورځ يې د اسلامي تمدن د پراختيا لپاره هلې ځلې وکړې. او د مسلمانانو همدا پرله پسې کوششونه او زحمتونه وو چې هغوي يې له ګډوډۍ او بندونونو راووېستل او خوشبخته او نېکمرغه يې کړل. پکار ده چې دا ورځ هر کال د هجرت  د کليزې په توګه ونمانځل شي چې ټولو مسلمانانو په تېره بيا ځوانانو ته پته ولګي چې اسلام په دومره اسانۍ سره نۀ دے خپور شوے بلکې د دې لپاره ډېر زحمتونه او کوششونه شوي دي او له کوششونو سره سره د هغه وخت د مسلمانانو کلک ايمان او د پېغمبراکرم(ص) د خبرو او فرمانونو منل د دې دين د کاميابۍ له مهمو عواملو څخه وو.

په مدينه کښې د اسلامي ورورولۍ جوړول

د همفکرۍ غږملتيا او مينې په سيوري کښې يوه ژوندۍ ټولنه رامنځته کيږي او په همداسې ټولنه کښې ټول انسانان نېکمرغه او خوشبخته کيدې شي او له يو بل سره له مينې ډک ژوند تېرولے شي. اسلام د داسې ټولنې د جوړولو لپاره که څه هم د قومونواو ژبو احترام ساتي خو سيمه، قوميت، ژبه، رنګ او نسل د برترۍ معيار نۀ ګرځوي او ټولو ته په يو نظر او د مسلمان په سترګه ګوري او معيار او پارسنګ يې په خداے پاک باندې ايمان، په اسلامي تعليماتو باندې عمل او په خاصه توګه تقوا ده د اسلام ګران رسول (ص) مدينې ته له راتګه او د جومات يعنې د مسلمانانو د انتظام د مرکز تر جوړولو وروسته يو لوے او  ښۀ نوښت وکړو چې هغه د اسلامي اخوت او ورورولۍ بنياد ؤ. د دې لپاره چې په مسلمانانو کښې مينه او يووالے نور هم زيات شي او په دې پوه شي چې که خپل وطن، خپلوان او ملګري يې پريښي دي نو په بدله کښې ورته لا مينه ناک او زړۀ سواندي وروڼه او دوستان په لاس ورغلي دي نو له هغې عامې ورورولۍ او اخوت نه علاوه چې ټول مسلمانان يې په خپلو کښې لري او ټول مومنان وروڼه وروڼه دي د خپلو پيروکارو تر مېنځ يې د ورورولۍ صيغه وتړله او دوه دوه کسان يې په خپلو کښې وروڼه کړل. خو حضر علي(ع) يې خپل ورور کړو او وې فرمايل چې علي (ع) زما ورور دے (ځکه چې بل څوک د هغۀ برابري نۀ شي کولې ).(١٥)

قران مجيد هم دې اسلامي ورورولۍ ته په عزت او احترام سره اشاره کوي او فرماېي: "او د خداے هغه نعمت ياد کړئ چې تاسو په خپلو کښې دښمنان وئ او خداے په خپل فضل او کرم سره ستاسو په زړونو کښې مينه واچوله او په خپلو کښې ديني او ايماني وروڼه شوئ. په داسې حال کښې چې تر دې مخکې د اور د ګړنګ (جنګو او اختلافاتو) په غاړه ولاړ وئ او خداے ترې خلاص کړئ.)) (١٦)

اسلامي اخوت يوه تشريفاتي او بې مقصده خبره نه ده بلکې  يو داسې حقيقت دے چې د ايمان له روح سره اخښلی دے او اثار يې پرله پسې ښکاره کيږي. امام جعفر صادق(ع) د دغو اثارو ځينو برخو ته اشاره کوي او فرمائي: (( مومن د بل مؤمن ورور او لارښوونکی دی او په هغه ظلم يا ورسره خيانت نه کوي، دوکه نه ورکوي او هيڅکله وعده خلافي هم ورسره نه کوي. ))

د اسلامي ورورولۍ له اثارو څخه يو دا هم دے چې هغه څه چې مسلمان يې د ځان لپاره خوښوي پکار دي چې د خپل مسلمان ورور لپاره هم هغه څيز خوښ کړي او په خپل مال لاسونو او ژبې سره د هغۀ مرسته وکړي. دا له اسلامي ورورولۍ لرې خبره ده چې ته دې په خېټه موړ او په تن پټ يې  خو ستا مسلمان ورور وږے تږے او بې جامو وي. اسلامي ورورولۍ سلمان فارسي(رض) او بلال حبشي وروڼه او د پيغمبر(ص) نزدې ياران وګرځول. د دې په رڼا کښې ډيرې زړې دښمنۍ ختمې شوې او تيت و پرک کسان دوستان شول او د همدغه اتحاد په رڼا کښې مسلمانان د يوې لوي کورنۍ په شان د يو بل په غم او ښادۍ کښې شريک دي. اسلامي ورورولي د ټولو مسلمانانو تر مينځ په يو بل باندې ځنې ذمه وارۍ او فرضونه اچوي. په دا ډول چې هغوي ځان له مشکلاتو ازاد او نور په مشکلانو کې ښکيل نۀ شي ليدې بلکې هر يو د خپل وس مطابق د نورو د ستونزو د اوارولو او مشکلاتو د ختمولو کوشش کوي. دا ذمه واري په دوه قسمه ده.

1 . اقتصادي ملګرتيا: يعنې د يو بل اقصادي اړتياوې او ضرورتونه پوره کول مثلاً خوراک، پوشاک، علاج،   د کور برابرول او د روزګار پيدا کول. د دغو اقتصادي ضرورتونو د پوره کولو لپاره د خداےپاک،  د هغۀ ګران رسول (ص) او مذهبي لارښوونکو لخوا هم ډېر حکمونه او اوامر راغلي دي او اسلام ورته د زکات، خمس، صدقې او انفاق وغيره په څير ښه ښه پروګرامونه جوړ کړي دي.چې که په صحيح معنو کښې عملي شي نو په ټولنه کښې به له اقتصادي نظره يو بې وزله، غريب او حاجتمن پاتے نۀ شي. خو هر کله چې مسلمانانو د اسلامي په دغو اقتصادي قوانينو باندې عمل پرېښود يا يې د خداے پاک د نظام په مقابل کښې نور نور خودساخته نظامونه غوره کړل چې په دغو نظامونو کښې د يو بل حق خوړل او په هره لاره او هره طريقه مال راتروړل رواج وګرځېدل نو معاشره کښې طبقاتي نظام پېدا شو او د حضرت آدم (ع) په يو شان اولاد کښې له اقتصادي نظره اعلی ، ادنی، اوچت او پست، سپک او دروند پېدا شول.

2 . علمي او تربيتي ملګرتيا: اسلام مسلمان ته دا دنده ورکړې ده چې څۀ يې په خپله زده وي هغه نورو مسلمانانو ته هم وښئ او د يو بل په امر و نهي او روزنه کښې سستي ونۀ کړي، اسلام د علم ( چې پکښې له شرعي زدکړو نه واخلې تر سائېنس او ټېکنالوجۍ پورې علمونه شامل دي) زدکړه او بل ته ښودنه عبادت وګرځوۀ. خو مسلمانانو نن سبا د وهمي ويرو او خيالي ګټو يا خود پرستۍ  په خاطر دا لوے سنت پريښے دے يا خو داسې کسان دي چې نۀ د خپل تعليم او تربيت خيال ساتي او نۀ د بل او يا ځينې په خپل تعليم او تربيت بوخت دي او بل يې هېر کړے دے، همدا رنګ په داسې حال کښې چې اسلام د امر بالمعروف او نهي عن المنکر حکم کړے دے يو بل له ګناهونو نه منع کوي او ښو کارونو ته يې نه رابولي. نتيجه يې دا ده چې د اسلامي ورورولۍ روح په ختميدو دے او چې دا ختم شي نو د يوې ژوندۍ ټولنې ټول خصوصيات او فائدې به هم له منځه لاړې شي.

په اوس مهال کښې اسلامي ورورولي:

په دې زمانه کښې مسلمانان له بل هر وخته زيات اسلامي ورورولۍ او اخوت ته اړتيا لري ځکه چې خداے پاک اسلامي هيوادونو ته قيمتي ذخائر او زيرمې ورکړي دي چې د نورو پرې سترګې دي او په همدې خاطر کوشش کوي چې مسلمانان له يو بله لرې او بې خبره وساتي، او د مسلمانانو په دغو قيمتي ذخېرو او زېرمو باندې يا په مستقيمه توګه قبضه وکړي يا يې په خپلو کښې په مذهبي ، قومي او لساني اختلافاتو او جنګونو دهشتګردۍ او ناامنۍ لګيا کړي او بيا د هغوي د امنيت د ساتلو په بانه د مسلمانانو سيمو ته داخل شي او په دغو ذخېرو او زېرمو باندې قبضه وکړي. چې نن يې مونږ په افغانستان، عراق، د پاکستان په ځينو سيمو او دغه شان د نړۍ په نورو سيمو کښې کتونکي يو.

پکار دي چې مونږ بيدار او خبردار يو او د اسلامي اخوت د راوستلو لپاره چې پيغمبر(ص) يې بنياد ايښے ؤ د اسلامي احکامو پيروي وکړو. مسلمانان که هر څومره قوي او پياوړي وي بيا هم يووالي ته ضرورت لري نو د وحدت او اسلامي ورورولۍ سبقونه بايد په منظمه توګه په سکولونو کې وښودل شي او د تعليم په وروستيو دورو کښې په علمي او روزنيزو پروګرامونو سره غښتلي کړی شي. او په مدرسو، سکولونو، کالجونو او يونيورسټيو کښې دې بچو، زلميو او ځوانانو ته دا خبره په ذهنونو کښې واچوي چې د اسلام دښمنان هيڅکله د مسلمانانو دوستان، همدرد او د مسلمانانو له غمه مړۀ نۀ شي کېدې چې له لريو لريو سيمو نه دې د مسلمانانو په سيمو کښې د امن راوستلو او د مسلمانانو د سيمو د ابادولو لپاره راشي بلکې هغوي تل خپلې ګټې په نظر کښې نيسي نو پکار دي چې مسلمانان خپلو کښې سره لاسونه ورکړي او خپل هېوادونه او سيمې ابادې او له اسلامي ورورولۍ او امن نه دې يې ډکې کړي  او د مائېندو او پلارانو هم دا فرض دي چې خپل بچي مسلمان وروڼه او د يو بل غمخور وروزي.

په اسلام کښې جهاد

د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کښې په  مېليونونو مسلمانان هر کال د پېغمبر اکرم (ص)  د ولادت او بعثت جشنونه نمانځي دا د هغو ورځو د درنښت لپاره دي  چې کله د کائناتو دغې عظيمې هستۍ په دنيا کښې سترګې وغړولې او يا د بعثت په موقع يې د سولې او ورورولۍ بېرغ په اوږه کړ او د "وما ارسلنک الا رحمة للعالمين" په اواز سره يې د نړيوالې سولې او سوله ايز ژوند بنيادونه کېښودل. اسلام طبقاتي  او نسلي اختلافات چې د ډير ناوړو جنګونو او پېښو سبب دي په ډيرې ښې طريقې سره اوار کړل. خو اوسنۍ متمدنه نړۍ لا تر اوسه په دې کښې ښکيله ده اوهره ورځ په څه نا څه بانې د جنګ اور بلوي. د اسلام سوله غوښتنه او عدالت غوښتنه دومره زياته ده چې په ډاګه اهل کتاب يووالي او غږملتيا ته رابولي او په زړۀ  راښکونکي ايت سره فرمايي: قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْاْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ (( اے پېغمبره! ووايه چې اے د کتاب خاوندانو راشئ چې زمونږ او ستاسو ترمېنځ په دې ګډه کليمه اتفاق وکړو چې له خداے پاک نه علاوه د بل چا عبادت ونکړو او په خپلو کښې يو بل ته د خدائۍ درجه ورنکړو. )) (١٧) کله چې مسلمانانو مدينې ته هجرت وکړو او د برياليتوب بيرغ يې ورپاوۀ نو د مخالفانو لخوا پيغمبر(ص) ته د سولې وړانديزونه راغلل. او هغۀ مبارک يې هم هر کلے وکړ. چې څرګند شاهد او بېلګه يې د هجرت په لومړي کال د يهودو له څو قبيلو سره سوله ده. اسلام عامه سوله او ګډ ژوند غواړي او ډير ښه پروګرامونه هم ورته لري.  

اسلام يو ژوندے او نړيوال مکتب دے چې د اجتماعي او اقتصادي نظام لپاره خاص پلانونه او طريقې لري. اسلام د پخوانيو روميانو يهوديانو او نازيانو په شان په يوې ټولنې او نسل کښې محصور نه دے بلکې د ټولو نړيوالو لپاره دے. او د اسلامي ښودنو په رڼا کښې په مسلمانانو فرض دي چې د محرومو او غم ځپلو خلقو د ژغورنې، د سولې او عدالت د راوستنې او د ژوند د پروګرامونو سره د نړيوالو خلقو د بلديدا لپاره کوشش وکړي. د اسلام مجاهدين په دې لټه کښې نه دي چې يوه ټوټه زمکه ونيسي يا يو حکومت نسکور کړي او د هم هغۀ په شان يا تر هغۀ لا ظالم حکومت يې په ځاے راولي، بلکې جهاد هغه انسان دوسته او بې داغه کوشش دے چې د خداے پاک په لار کښې د انسانانو د تکامل او کمزورو او ضعيفو خلقو د ژغورنې لپاره دے چې فتنې ختمې شي او عامه سوله راشي. دا لوے اهداف او ژوندي تعليمات ډير خلق له ذلت او خوبه رابيداروي او د هغو ظالمانو او خپل سرو خلقو ظلم ختموي چې د غريبانو په وينو يې خپلې ماڼۍ او افسانوي ژوند جوړ کړے دے. اسلام هيڅکله  د بل دين ، بل مذهب د منلو په بنياد له چا سره جهاد نه کوي بلکې د اسلام جهاد د ظالمانو، ستمګرانو، فتنه اچوونکو، د بې وزلو وېنې څښونکو په خلاف دے. د انسان فطرت هم دا حکم کوي چې له پټي څخه بيکاره او د فصل خرابوونکي واښۀ او له ټولنې فاسد غړی او عضو غوڅ شي چې د محرومو کسانو د نيکمرغۍ او ژغورنې فضا برابره شي. د انسانيت او عدالت ليوال او پتيالي دې مقابلې ته غاړه ږدي او هغه ستائي. خداے تعالی فرمائي وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ يعنې "که خداے د ځينو کسانو په ذريعه د ځينو نورو مخه نه نيوله نو زمکه به تباه او فاسده شوې وه"(١٨)

د اسلام او  قران په تيورۍ کښې جنګ پخپله اصلي مقصد او وروستے هدف نۀ دے بلکې د تېريو ، ظلمونو، ستمونو او غصبونو د مخنيوي او د ښو انسانانو لپاره د نيکمرغۍ د لارې د پرانېستلو په غرض يوه وسيله ده .د مسلمانانو استاذي ايراني سردار رستم فرح زاد ته وويل خداے مونږ وهڅولو چې خلق له بت پرستۍ څخه خداے پرستۍ له غلامۍ څخه ازادۍ او د باطلو دينونو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته راوبولو. څوک هم چې زمونږ بلنه و نه مني مونږ ورسره غرض نه لرو خپله زمکه روته پريږدو او ستنيږو...."

 

ايا اسلام د تورې په زور خور شوے دے؟

له جنګه څخه د مسلمانانو اصلي مقصد دا ؤ چې له محرومو پرګنو سره رابطه ټينګه کړي چې هغوي د اسلام له اصولو خبر او د اسلام عظمت له نزدې څخه وګوري. مسلمانانو له کفارو سره په جنګونو کښې څوک په زوره نه مجبورول چې اسلام راوړي بلکې هغوي د سولې د شرايطو په منلو سره په خپل دين باقي پاتې کيدې شول او د سولې د شرائطو په ځواب کښې به اسلامي حکومت د هغوي ملاتړ کولو. ګران رسول (ص) د حديبيې په سوله کښې ژمنه وکړه چې که د مکې د کفارو کوم کس مسلمان شي او مدينې ته مسلمانانو ته راشي نو مسلمانان به يې نه مني او هغه به ستنوي (١٩) او څنګه يې چې ژمنه کړې وه هماغه شان يې وکړل که څه هم پيغمبراکرم (ص) کولې شول کفارو ته يې ويلې وې چې که له اسلامه کوم کس ووت او د مکې کفارو ته يې پناه يوړه نو کافرانو ته پکار دي چې هغه راستو ن کړي خو پيغمبراکرم(ص) داسې ونه کړل.

ګران رسول (ص) د مکې په فتحې کښې قرېش ازاد پرېښودل چې دوي پخپله اسلام وپيژني. او له مسلمانانو سره يې وعده او ژمنه وکړه چې په مکې کښې د څو فاسدانو او تخريبکارانو نه علاوه څوک ونه وژني. او کله به چې کفارو امان غوښتۀ، امان به يې ورکوۀ، چې پخپله اسلام قبول کړي. مثلاً صفوان بن اميه د مکې له فتحې وروستۀ جدې ته وتخښتيدۀ خو کله يې چې له پيغمبراکرم (ص) څخه امان وغوښت نو پيغمبر(ص) ورته خپله پګړۍ ولېږله چې د امان نښه وي، صفوان له جدې راستون شو او پېغمبر(ص) ته يې وويل "ما ته دوه مياشتې مهلت راکړئ" پېغمبر(ص) ورته د دوو په ځاے څلور مياشتې مهلت ورکړو تر دې چې له هغه مبارک سره حنين او طائف ته لاړ او بالاخره په خپل اختيار مسلمان شو. نو په دا ډول معلوميږي چې د تورې استعمال يوازې د هغو کسانو لپاره دے چې حق يې پيژندلے وي او بيا هم له حقو سره مقابله کوي او د نورو د نيکمرغۍ خنډيږي. توره يوازې د فتنو د ختمولو، د محرومو کسانو د ژغورلو او د انسان د ترقې او کمال د فضا د برابرولو لپاره ده.د اسلام د وړومبيو وختونو د مسلمانانو ايمان او ټينګتيا په دې باندې ښۀ دليل دے چې اسلام په توره نه دے خور شوے بلکې په مينه خور شوے دے، د حضرت بلال حبشي، عمار ياسر او هجرت قيصې ټولو ته يادې دي ايا بيا هم مونږ ويلې شو چې اسلام په توره خور شوے دے؟ د فرانس ډاکټر ګوسټاولوبون ليکي: (( اسلام په داسې اسانۍ او ساده طريقې سره وده کوي چې ډيره حيرانوونکې ده او پکار ده چې دا د اسلام له ځانګړتياؤ څخه وبولو. هر ځاے کښې چې مسلمانانو قدم ايښے دے اسلام د تل لپاره هلته باقي پاتے شوے دے)) يو بل عيسائي ليکوال ليکي (( مسلمانانو چې له اسلامي پولو بهر د تجارت او کلتور په ذريعه اسلام خپور کړو هغه له هغې اندازې ډېر زيات ؤ چې د فوځي فتوحاتو له لارې يې خپور کړے ؤ))

د پيغمبراکرم (ص) د زمانې د جنګونو محرک او مړو شمېرد اسلام ګران پيغمبر(ص) د نړۍ د خپل سرو واکمنانو برعکس چې د زمکو د نيولو او د انسانانو د زبيښلو او د نورو ملتونو د مال د حاصلولو لپاره به يې جنګ کوۀ، تورې ته لاس نه کړ او يوازې په ضروري موقعو د ظلم او زياتي د مخنيوي د لارې د خنډونو د ختمولو او د حق او عدالت د بېرغ د هسکولو لپاره به يې په دفاعي توګه له تورې کار اخستو. نو ايا داسې جنګونو ته ناجائزه ويلې شو؟ څرګنده خبره ده چې دا مبارزې د هر پېغمبر لپاره ضروري او لازمي دي او هر عقلمند يې ستائېنه کوي.

د حضرت عيسي (ع) د رسالت موده کمه وه او شرائط هم ورته برابر نه وو نو توره يې هسکه نه کړه ګني هغه به هم د ټولنې ناسورونه له منځه وړي وې. د عيسائي نړۍ رسندويې د دې لپاره چې د اسلامي ملتونو روحيه کمزورې کړي له استعمار او فساد سره د مبارزې روح په هغوي کښې مړ کړي او د اسلام د پراختيا مخه ونيسي د اسلام د پيغمبر(ص) جنګونه اپوټه ښئ. چې په دې طريقې سره د کليسا د پاپانو او پلارانو جنايتونه او جرمونه چې په صليبي جنګونو او د عقائدو په محاکمو او فېصلو کښې يې په لکونو کسان وژلي دي، پټ کړي او بې اهميته يې وښئ. همدا رنګ نن نړيوال استکبار چې په سر کښې يې امريکا ده په خپلو تبليغاتو او پروپېګنډو او د اسلامي مقدساتو په سپکاويو سره د نړۍ د خلقو په ذهنونو کښې دا خبره اچوي چې اسلام د تورې په زور خور شوے او يو دهشتګرد دين دے او د دې مقصد لپاره يې په مسلمانانو کښې له تند لاريو، جاهلو او متعصبو مذهبي کسانو څخه يو لړ دهشتګردې ډلې جوړې کړي او پټ په پټه يې ملاتړونه کوي چې هغه مذهبي دهشتګردې ډلې په خپلو غېر اسلامي، غېر اخلاقي او غېر قانوني او دهشتګردانه اقداماتو او اعمالو سره د اسلام څېره بدرنګه وښئ او د اسلام مقدس او له مينې او ورورولۍ نه ډک دين يو دهشتګرد دين ثابت کړي او بيا د هغوي د دې دهشتګردانه عملياتو فېلمونه او سي ډي ګانې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کښې خپرې کړي چې په دې کار سره په خاصه توګه په غېر مسلمه نړۍ کښې اسلام ته د غېر مسلمو د راتلو د سېلاب ته بندونه او خنډونه جوړ کړي او هغوي له اسلام نه متنفره کړي............. دوام لري .... نور بيا.....

ماخذونه

(١) کامل ابن اثير طبع بيروت 1375 قمري ج2 ص108.

(٢) اعلام الوری طبع نجف 1390قمري ص55 61.

(٣)  تاريخ طبری ج3 ص1229 او اعلام الوری ص61 -62.
(٤) تاريخ طبری ج 3 ص1231
(٥) . سيرۀ ابن هشام ج1 ص481 او تاريخ طبری ج3 ص1232.
(٦)  بحارالانوار ج19 ص78.
(٧)  تاريخ طبری ج3 ص1234.
(٨) اعلام الوری ص63.
(٩)  سيرۀ ابن هشام ج1 ص486 او بحارالانوار ج19 ص69.
(١٠) سيرۀ ابن هشام ج1 ص489 او بحارالانوار ج19 ص88.
(١١)  کامل التواريخ جز دوم طبع بيروت 1375 قمري ص106 قبا له مدينې سره نزدې ځاے دے.
(١٢) تاريخ طبری ج3 ص1245.
(١٣)  بحارالانوار ج19 ص116.
(١٤) سيرۀ ابن هشام ج1 ص494 او بحارالانوار ج9 ص122.
(١٥)  . سيرۀ ابن هشام ج2 ص505 ، 504.
(١٦) سوره مجادله ايه 22.
(١٧)  . سوره ال عمران ايه٦4.
(١٨)  . سوره بقره ايه251
(١٩)  . بحارالانوار ج20 ص350.