جامعه الازهر هم بهائي فرقه بې دينه او ګمراه اعلان کړه
(يو خبر)
د ايران د اسلامي جمهوريت نه پس د مصر جامعه الازهر هم د دنيا په مختلفو سيمو کښې فعاليت کوونکې (( بهائي )) فرقه ګمراه او لا دينه اعلان کړه
د تابناک نړيوال خبري سايت د القدس العربي د يو رپوټ په حوالې سره د يو خبر له مخې د بهائيانو يوې ډلې تېر کال په مصر کښې د شناختي کارډ حاصلولو لپاره درخواست ورکړے ؤ او د قاهرې له حکومت نه غوښتي وو چې د دوي دين (( بهايت )) دې په رسميت باندې وپېژني. او په شناختي کارډ کښې دې دا قېد ولګي چې د مصر حکومت يوازې د شناختي کارډ له جاري کولو سره موافقه کړې ده او په دغه کارډ کښې دې د هغوي د مذهب ذکر ونکړې شي. په دې وروستيو کښې د خودساخته مذهب بهائيت په حقله د يوې پېړۍ له خاموشۍ نه پس بالاخره د مصر د مذهبي مطالعاتو مرکز په رسمي توګه اعلان وکړ چې بهائيت مذهب د اسلام له مبين دين او يا نورو الهي دينونو سره هيڅ تعلق نه لري او دا فرقه په کامله توګه له نړيوال صهيونېز م سره وابستګي لري.
د دغه رپوټ له مخې د مصر د جامعه الازهر مشر شېخ سيد محمد الطنطاوي هم وويل د دې خودساخته دين پېروکار ګمراهان دي او په هيڅ يو دين باندې ايمان نۀ لري او د دنيا په مختلفو هيوادونو په خاصه توګه په اسلامي هېوادونو کښې د فساد، تخريب کارۍ او رذالت سرچينه او سبب دے.
د يادونې وړ ده چې د بهائيت مرکز د اسرائيلو په حيفا سيمه کښې دے او د دې خودساخته دين لويه قبله هم د اسرائيلو په عکا کښې ده. او د دې فرقې پېروکار د نړۍ په مختلفو ملکونو منجمله پاکستان کښې په خپلو تبليغاتو باندې بوخت دي.
