تبليغاتX
مينــــــــــــــــه - غزل

 

غزل

           ډاکټر علي کمېل قزلباش 

 

ستا و کوڅې ته چې درځمه او تر پايه رسم

رقص د زړګي شي چې به اوس تر يوه ځايه رسم

اوس لا د ځان په معرفت کښې هم نيمګړے يمه

زۀ چې تر ځانه ورسېږمه، تر خدايه رسم

ته لکه چېغې د ملا، سماعتونه وهې

زۀ لکه نعره د دروېش د زړۀ تر پايه رسم

تۀ د ازغي غوندې لمن نيسې، سوالګرصفته

زۀ د بهار د خوشبوي غوندې تر ورايه رسم

که دې د شونډو رنګ کړم خور د خپل وجود په ګلبڼ

تل ته به زۀ د بهارونو تر سرايه رسم

کمېله ډېر چې رانه لرې، دا نزدې دښمن دے

څنګه به زۀ تر خپله نفسه پورې وايه رسم

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:20 |