تبليغاتX
مينــــــــــــــــه - غزل

 

 

غزل

 

ظهور احمد ظهور- دبۍ

 

مينې دې خيالونو سره مل کړمه

وګوره تا څۀ رنګه  بد ل کړمه

ډېره موده پس دې بيا ګويانه کړم

څنګ دې خمارو سترګو غزل کړمه

خاندمه چي نه نو نور به څۀ کوم

زۀ مي خپل جانان ځان سره ټل کړمه

دې ته رحم ستا کۀ د خداے ووايم؟

ګله زۀ دې يو دوه کښې اټل کړمه

اوښکې به شبنم دې غېږ کښې اوروم

تا کۀ زۀ اودۀ پۀ خپل څنګل کړمه

څومره به مزه وکړي ستا سترګو کښې

وايم چي خپل ځان درته کجل کړمه

شپې د انتظار ظهوره نۀ درومي

ډېري بانې جوړې  کۀ چل ول کړمه

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:26 |