تبليغاتX
مينــــــــــــــــه - غزل

 

غزل

 

مراد علي مراد- دره آدم خېل

 

شيندم ګلونه د جانان پۀ لار کښې

اميد لرمه د هجران پۀ لار کښې

بهار راغلے ؤ زۀ نۀ پوهېدم

ځکه ژړېږم د خزان پۀ لار کښې

ژوند مې تېريږي د اوبو پۀ شانې

درياب بهيږي د دوران پۀ لار کښې

روان پۀ زمکه يم خو خداے خبر چې

چرته رسېږم د اسمان پۀ لار کښې

زما منزل زما د زړۀ مقصد دے

مزل کومه د ارمان پۀ لار کښې

اميد لرمه چې را وبه رسي

نصيب لرمه د جهان پۀ لار کښې

مراده لاړ کۀ شمه ډېر هم لرې

تا له راځمه د کاروان پۀ لار کښې

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:27 |