نيمګړې هيلې
سميع الدين افغانے
د ژونــــد بهـــير پــــه بيــــړه بـــيړه درومي
تل خوشــحالـــي او د زړه سر دې نه وي
کلــــــه نا کلــــــه داســـــي ډېــــــر پيښېږي
چي څـــــه کـرې حاصل او بر دې نـــــه وي
داسي هستي زمينداري بـــه څـــــه کــړې
ځمکه دي ډېــــره وي بـزګـــــردي نــــه وي
او يا د ځـمکي د حــــاصل نـــــه ورســـــته
فصل دي پوخ وي او لوګــــر دې نــــه وي
هــــغه تنــــها د بـــېوسۍ موقــــــعه کــښي
مشکل دي ډېر وي کمک ګــر دې نه وي
ملياره !تــــه بــــه هم خوشحالـــه نــــه وي
چي نيـــــالګي کېنـــــوې ثـــمر دي نـه وي
ژمے بـه څنګه پــــه خوښۍ کښې تېر شي؟
چــي بام څڅيږي او خټګـــــر دې نـــــه وي
دا تنــــــهائې بــــــه څــــــه لــــذت ولـــــــري
په کور کښې ناست يې او دلبر دې نــــه وي
د داســــي وصلـــــــــه نا اميـــده يــــــې تل
وادۀ دې کــــــړے و ي پســـر دې نــــــه وي
چي د اشـــــنا پــــــــه تـــمه تمـه ناست يې
ورځ دي اوږده شي مازيګر دي نــــــه وي
يا پـــــــــه چرتونـــــــو او فکـــرونــــــو د يار
شـــــپه دي اوږده شي او سحر دې نـه وي
د شــــوګــــيرو د خپل جانــان نـــــه ورسته
خـــــوب دې راغلے وي بستر دې نــــه وي
چي غــــــريبي او بـــې وسي وي مــــــــدام
پـــــــه تبه پروت يې او ډاکتر دې نـــــه وي
چي کلــه کلـــــــه خـــــوشحالي پېښه شي
پرواز دي زړه غـــواړي وزر دې نــــــه وي
د بــــې انــــصاف درزي د ظلـــــمه روستـه
کالي دي جــــوړ وي خو ټــټر دې نــــه وي
داســي وخــــــتونـــــه د نيمګــــړو هيلـــــو
کلـــــه پېښيږي چـــــي هنـــــر دې نـــــه وي
يا کــــه پــــه هر څــــه بانــدي پوه يې مګر
پـــــه لاس کي زور نلـــــرې زر دې نـــه وي
داسي تنـــــدی هـــــم پـــــه داغلــــــو ارزي
چــــــي خوښۍ نلــــري اختــر دې نــــه وي
يــو خـــــوږ ارمان لرو پـــــه زړو کښې ربــه
چي نور جنګ نــه وي ستمګر دې نه وي
خاونــــده بــــــيا هـــغه وختونـــــــه غــواړو
پښتانـــــــــه يو کړه لـر او بـر دې نــــــه وي

