د امام خمېنی (رح) شخصيت
دلدار حسېن مجروح - پېښور
په تاريخ کښې به ياديږی شخصيت د خمېنی
څوک انکار ترې کوې نه شی حقيقت د خمېنی
هر پېغام يې د اسلام دے او هر چا ته خاص و عام دے
هر پېغام يې دے هر چا ته وصيت د خمېنی
تفرقې دلاسه ورک يـوپه هر ځاے کښې ځکه سپک يو
د يووالی دے هر چا ته وصيت د خمېنی
تفرقه يو بيماری ده دا زمونږ کمزوری ده
اتفاق سره راغونډ شئ په وحدت د خمنېی
اناالحق کلمه ووايه مۀ ويريږه بې له خدايه
بس په زړۀ کښې راپېدا کړه يو جرات د خمېنی
نن د هر مظلوم په زړۀ بس يو دغه ارزو ده
دے ظالم د زمانې ته ضرورت د خمېنی
په اسلام باندې قربان ؤ ښه منونکے د قرآن ؤ
مسلمان ځکه ژړيږی په رحلت د خمېنی
د هر چا دغه دعا ده اخوت يې تمنا ده
کاش چې مونږه وې منلے نصيحت د خمېنی
د مجروح په نوم يادېږم خمېنی نه قربانېږم
لـرم زړۀ کښې عقيـدت او مـحبت د خمـېنـی

