تبليغاتX
مينــــــــــــــــه - لويه خدايه

 

لويه خدايه

 

فېروز افريدے - قطر

 

په صفت د څوک مکين د پاس اسمان کړو

څوک په نفس دې  را بهر د خلد مکان کړو

 چې انا او ضد دې مل زما افغان کړو

خدايه پاکه ژوند دې ډير راته اوس ګران کړو

 دا زما د خپله لاسه په ما کيږي

چي زما غلام دې نن زما سلطان کړو

 دا د خپلو خطاګانو سزا مو مي

پښتنو چې خپل وطن د جنګ ميدان کړو

 نور د صبرد زغملو توان مو نيشته

ډير دې اوږد دا د صبر امتحان کړو

 پاکه خدايه ستا په لوے کرم به کيږي

په دا خپل تدبير کښي پاتې دې انسان کړو

 لويه خدايه بس د امن دعا غواړم

د فيروز دې که پوره دغه ارمان کړو

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:34 |