نفسونه شول غالب
ارواښادملنګ جان
نفسونه شول غالب ددې غمه ژړيږم
بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو
پښتون غريب برباد شو
نسونه مخالف شول خيالونه مختلف شول
د کور بغض او حسد مونږ لره نه دی مناسب
نفسونه شول غالب
هر څوک ګټه د ځان کړي، وطن به څوک اباد کړي
د قوم مينه د زړونو نه بهر شوه ښه پوهېږم
ددې غمه ژړېږم
ملک صاحب دې جوړوي، په ګېډه دې دے موړ وي
د خوار او د غريب پوښتنه نشته څه فساد شو
پښتون غريب برباد شو
سيد پخپل سيادت، د ځان غواړي عزت
قسم دې ما ونه ليد د وطن د خير طالب
نفسونه شول غالب
څوک ميا او څوک ملا شول، د کسب نه ټپرا شول
وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم
له دې غمه ژړېږم
نه ننګ شته نه غيرت، نه خاورې ته خدمت
نن وګوره دنيا ته هر ملت سر په مراد شو
پښتون غريب برباد شو
ګوندي او عداوت، په مونږ کښې شو عادت
دوستي او شفقت په پښتنو کښې شو غايب
نفسونه شول غالب
څوک وائي چې زۀ خان يم، معروف په کل جهان يم
هستي دولت مې ډير دي په خدمت باندې شرميږم
له دې غمه ژړيږم
دا خان نه دے خاين دے، پخپل ځان چې مئين دے
هيڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو
پښتون غريب برباد شو
که حق وايم ويريږم، که نه وايم پړسيږم
د ځينو کارکنانو کار وي وړ د تعجب
نفسونه شول غالب
په ځاے د عدالت ، ما وه ليد تجارت
له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبريږم
له دې غمه ژړيږم
خاونده مونږ اصلاح کړې، دنيا کښې سربالا کړې
ډېر غلۀ د خپل کاله دي هر سړی مل د فساد شو
پښتون غريب برباد شو
پښتونه وروره واوره، نيکونو نه دا خاوره
ده مونږ ته سپارل شوې يې غافل په څه سبب
نفسونه شول غالب
ددې خاورې خدمت، کوې په صداقت
د کور په ځانځانۍ له باندنو خلقو شرمېږم
له دې غمه ژړيږم
رښتيا رښتيا به وايم، چې څو په دې دنيا يم
مجبور دی "ملنګ جان" له ډيره غمه په فرياد شو
پښتون غريب برباد شو

