د پښتون حال
ارواښادګل باچا الفت
باغ او بڼ يې بې بلبل بې عندليبه
رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه
څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه
که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دے
کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه
لاس يې يو ځاے، پښه يې بل ځاے، سر يې بل ځاے
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه
نه ډوډۍ لري ، نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه
چې يې ريښتينے خادم وينم بېنوا دے
پښتو ژبه ده په ژبو کښې غريبه
که غمخور، همدرد ، خواخوږے او دردمند يې
ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت
5:38 |

