پښتو ژبه
ارواښاد حمزه بابا
په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا
څو د خپل ادب باران باندې ونۀ شي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا
غېرو ژبو کړې لاهو پۀ خپل تهذيب کښې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا
خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا
اول خپله ژبه، پس ته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا
فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا
بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت
5:39 |

