د غلو سردار
مظفر خان - نوښار
ويل کيږي چې سلطان محمود غزنوي به د خلقو ډېر خيال ساتۀ د هغۀ دا عادت ؤ چې د شپې به يې نورې جامې واغوستې او په ښار کښې به ګرځېدۀ د خلقو حالات به يې معلومول چې په څه حال کښې دي.
يوه شپه محمود غزنوي د شپې په زړو جاموكښې ګرځېدۀ يو ځاے يې يو څو کسان وليدل چي په يو ځاے يوې خوا ته روان وو محمود غزنوي هم ګامونه تند کړل ورنزدے شو فكر يې شو چي دا خلق غلۀ دي او يو ځاے ته د غلا لپاره ځي.
غلو محمود غزنوي وليدى چي د دوى پر خوا را روان دى وارخطا شول چي دا څوک په نيمه شپه زمونږ خوا ته را روان دے غلو خو محمود غزنوي نه پېژندۀ ځکه يې پوښتنه ترې وکړه چې تۀ څوک يې ؟
سلطان محمود غزنوي وويل زۀ هم ستاسو په شان يو سړے يم.
د غلو فكر شو چي دې هم غل دے او د غلا په نيت راوتلے دے اوس نو غله بې غمه شول وروسته محمود غزنوي پوښتنه وكړه تاسو په دا نيمه شپه په كوم نيت ګرځئ؟
غلو ورته وويل د غلا په نيت.
محمود غزنوي وويل كه غلا كوئ نو داسې ځاے نه يې وكړئ چي ښۀ ډېر دولت مو لاس ته راشي او د ټول ژوند د پاره مو بس شي او بيا د غلا كولو ضرورت درته پېښ نه شي زما مشوره خو دا ده چي شاهي ماڼۍ ته به ورواوړو د هغه ځاے څخه مونږ لويه خزانه تر لاسه كولې شو.
غلو چي دا واورېدل ډېر خوشحاله شول د محمود غزنوي په زړۀورتيا يې اّفرين ووايۀ ورته يې وويل تۀ خو ډېر بهادر سړے يې ځکه چې له شاهي ماڼۍ نه غلا كول ډېر د همت او زړۀ ورتيا كار دے مونږ پر دغه خبره تا خپل سردار منو او ستا هر امر به په ځاے كوو مګر تا چې د شاهي خزانې د غلا كولو خبره وكړه دا ډېر ګران كار دے.
محمود غزنوي ورته وويل زۀ چي درسره يم له هيڅ شي نه مه ويريږئ هر مُشكل به مو اّسانه شي اوس ځانونه تيار كړئ شاهي خزانه به نن غلا كوو د دې مقصد د پاره به يو پلان جوړ کړو اوس دې هر يو خپل خپل كمال ووائي چي كوم خاص خاص صفت لري.
هر غل خپل يو يو كمال يادوۀ يو غل وويل زۀ دا كمال لرم چي په كوم ځاے کښې چي خزانه پرته وي ما ته د هغه ځای د خاورو نه د خزانې خوشبوي راځي په زمکه کښې پټه خزانه معلومولې شم.
دويم غل وويل زما كمال دا دے چي په تكه توره شپه كښي چي هر څوک يو وار ووينم بيا د هغه شكل راڅخه نۀ هېريږي د ورځې په رڼا كښې يې پېژنم.
دريم غل وويل زۀ دا خاص كمال لرم چي د سپيو په خبرو پوهېږم سپي چې غاپي زۀ پرې پوهېږم چي دوي څه سره وائي.
څلورم غل وويل زۀ دا كمال لرم چي د ماڼيو دېوالونه چې هر څومره پورته وي كه زۀ رسۍ وروغورځوم هغه به د ماڼۍ په دېوال كښې بنده شي بيا نو ماڼۍ ته ختل هيڅ ګران كار نه دے.
څلورو واړو غلو خپل خپل كمالونه وويل او چُپ شول وروسته يې محمود غزنوي ته وويل سرداره مونږ ټولو خو خپل كمالونه درته وويل اوس ته راته ووايه چي ته څه كمال لرې؟
محمود غزنوي وويل زۀ چې كوم كمال لرم هغه تر ټولو لوے كمال دے زۀ دا خاصيت لرم چې كوم وخت يو مجرم ونيول شي او په هغه باندې د مرګ سزا وخېژي جلاد هغه په دار خېژوي عين پر دغه موقعه كه زه خپله ږيره وښوزوم مجرم به له سزاڅخه خلاص شي او پرېږ به يې دي.
غلۀ ډېر حېران شول محمود غزنوي ته يې وويل رښتيا چي دا ډېر لوے كمال دے مونږ بايد هيڅ و نۀ ويرېږو.
بيا دوي ټول د شاهي ماڼۍ په خوا روان شول يو څه چې مخې ته لاړل يو سپے په مخه ورغے سپي پرې وغپل په دې غلو كښې كوم يو چي ويلى وو چې زۀ د سپيو په خبرو هېږم نورو غلو ورته وويل چي ته خو د سپيو په خبرو پوهېږې اوس راته ووايه دا سپى څه وايي؟
هغه غل وويل انډيوالانو سپي چې څه وويل زۀ هغه ته ډېر حېران يم كه تاسو ته يې ووايم نو زړۀ ته به مو و نه لويږي او فكر به كوئ چي دا سپے اوس رښتيا وائي كه دروغ زۀ خو خپله د سپي په ټوله خبره پوه شوم.
نورو غلو ورته وويل زر راته ووايه چې سپي څه وويل؟
دۀ ورته وويل سپے وائي په دې پنځو كسو كښې يو سړے باچا دے.
غلو او محمود غزنوي وخندل چي دا څنګه كېدې شي چي په موږ كښې يو باچا وي هغه غل ويل تاسو خاندئ مګر زۀ رښتيا درته وايم سپي دغه خبره وكړه چي په دغو کښې يو باچا دے.
غلو د خپل زړۀ د تسلۍ لپاره دا معنا وركړه چې شايد د سپي د وېنا مقصد دا وي چي دا پنځۀ غلۀ د شاهي خزانې د غلا كولو د پاره روان دي صبا به مونږ يو نه بلکې پنځۀ واړه باچهان يو. دوي دغه خبرې سره كولې چې شاهي ماڼۍ ته ورسېدل د دېوال څنګ ته ودرېدل دې غلو خپل ملګري ته كوم چې دا كمال درلود چي رسۍ په اول وار به د دېوال په سر ټينګوي وويل راشه كمال دې ښکاره کړه.
هغه د ملا څخه رسۍ راخلاصه كړه د ماڼۍ دېوال ته يې وروغورځوله رسۍ په اول وار د دېوال په سر باندې په كنګره كښې بنده شوه دوي يو يو په رسۍ وختل او شاهي ماڼۍ ته ښکته شول اوس نو د دې بل غل د كمال ښکاره كولو وار دے كوم چي په زمکه كښې خزانه په بوي سره پېدا كوي هغه غل دستي په زمکه پرېوت په كومو كومو ځايو كښې چې شاهي خزانه پټه وه هغه يې ټول وشنل خزانه يې راووېستله په شا يې كړه او بېرته په هغه لار چې راغلي وو لاړل.
سهار لا نۀ ؤ چي دوي له ښار څخه ووتل او يو ځنګل ته ورغلل هلته كښېناستېدل اوس هر يو غوښتل چې خزانه ووېشل شي او خپله برخه يوسي.
محمود غزنوي غلو ته وويل زۀ ستاسو سردار يم زما امر منل په تاسو لازم دے زما مشوره دا ده چي اوس خزانه و نه وېشو كه مونږ خزانه ووېشو خپلې خپلې برخې كورونو ته يوسو نو دا غلا خو مونږ د باچا په ماڼۍ كښې كړې ده باچا چې په غلا خبر شي نوكوشش به كوي چې غل ونيسي كېدې شي سپاهيانو ته ووايي چې كور په كور تلاشي واخلئ كه مونږ خزانه كورونو ته يوړه نو د تلاشۍ په دوران كښې به له کورونو څخه راووزي سپاهيان به مو ونيسي نواوس پکار دي چې خزانه دلته په ځنګل كښې پټه کړو سپاهيان چې د خزانې په تلاش كښې ناكامه شي بيا به مونږدا خزانه راوباسو او تقسيم به يې کړو.
غلو د محمود غزنوي خبره ومنله وې ويل ته صحيح وائې مونږ د خپل مشر حكم خامخا په ځاے كوو.
ټولو اتفاق وکړو او هلته يې زمکه وکنله او خزانه يې پټه كړه اوس هر يو په خپله لار روان شو په دې وخت كښې محمود غزنوي ورته وويل انډيوالانو زۀ په تاسو کښې ستاسو نوے ملګرے يم او يو هم نه پېژنم چې څوک يئ او په كوم ځاے کښې اوسېږئ زۀ ستاسو سردار هم يم پکار دي تاسو ټول ما ته خپل خپل ځايونه راووښيئ چي په كومو كومو علاقو كښې اوسېږئ.
غلو هم خپل خپل ځايونه محمود غزنوي ته وروښودل وروسته يې رخصت ځينې واخېست دوي كورونو ته لاړل محمود غزنوي شاهي ماڼۍ ته راغے يو ګړۍ پس په ماڼۍ کښې شورماشور شو چي شاهي خزانه غلا شوې ده سپاهيانو د غلو د نيولو د پاره د ښار په لور روانېدل غوښتل چې محمود غزنوي هغوي ته د هغو څلورو غلو ځايونه وروښودل چې ورشئ دا خلق ونيسئ غلا دغو خلقو کړې ده.
هغوي هم د باچا امر په ځاے كړ ورغلل او هغه غلۀ يې له كورونو څخه راووېستل لاس تړلي يې راوستل غلۀ حېران وو چې مونږ څه رنګه زر ونېول شو دا څه چل دے سوچونه فکرونه يې شروع کړل چې چا زمونږ چُغلي وخوړه؟ مونږ خو يې ونيولو خو زمونږ سردار و نه نيولې شو.
غله يې قاضي صېب ته وړادې کړل قاضي د شاهي خزانې د غلا په جُرم د غلو د وژلو امر وكړ غلۀ وار خطا شول يو او بل ته يې ويل كه زمونږ سردار اوس وې خپل كمال به يې ښکاره كړے وې ارمان چې له زمونږ سره نيول شوے وې اوس خزانه يوازې د دۀ شوه.
غلۀ يې د دار په لور روان کړل په دې وخت كښې د سلطان محمود غزنوي له خوا امر وشو چې د شاهي خزانې غلۀ دربار ته راولئ دوي كه كوم اخري ارمان لري هغه دې ووايي چي زۀ يې ور پوره كړم.
غله د محمود غزنوي دربار ته بوتللې شول محمود غزنوي په تخت باندې ناست ؤ غلو سرونه ځوړند نيولي وو په دې وخت كښې يو غل محمود غزنوي ته تر سترګو لاندې وكتل دستي يې وپېژندو چې دا خو هغه زمونږ پنځم ملګرے دے. يو غل ته يې په غوږ كښې وويل انډيواله! بېګا چې سپي كومه خبره كړې وه هغه رښتيا وه چي په دې پنځو کسانو كښې يو باچا دے دغه سړے چې اوس په تخت باندې ناست دے دا هغه زمونږ د بېګانۍ شپې انډيوال دے.
دغه غله دا كمال درلود چې څوک په توره شپه كښې وويني هغه بيا په ټول ژوند د دۀ په ياد وي نه يې هېريږي.
دويم غل ورته وويل بې عقله څه وائې د شپې دې د سپي په خبره يقين وكړ له غل څخه دې باچا جوړ كړ اوس باچا ته غل وائې داسې معلومېږي لكه چې د مرګ له ويرې دې عقل كار پرېښود.
د محمود غزنوي دوي ته پام ؤ اخر يې غږ پرې وكړ تاسو دوه كسه يو د بل په غوږ وكښې څه سره وائئ؟
كوم غل چې محمود غزنوي پېژندلے ؤ هغه زر څو ګامه ورمخکښې شو لاس په نامه يې محمود غزنوي ته وويل اے زمونږ سرداره مونږ ټولو خو خپل خپل كمال ښكاره كړ اوس به ته خپله ږيره كله ښوزوې هغۀ وخت به يې ښوزوې چې مونږ ټول په دار شو.
محمود غزنوي چې د غل خبره واورېده خندا ورغله او وې ويل تا خپل كمال ښكار كړ زۀ دې وپېژندم اوس ګوره زه هم خپل كمال ښكاره كوم ږيره درته ښوزوم ځئ تاسو ټول اّزاد يئ.
غلو چې دا واورېدل د محمود غزنوي په پښووروغورزېدل معافي يې ترې نه وغوښنله چې بيا به مونږ غلا و نه كړو او ښۀ ښۀ كارونه به كوو.
غلو له باچا سره دا قول وکړ او په خوشحالۍ خوشحالۍ له دربار نه خپلو خپلو ځايونو ته رخصت شول.

