امريکايي ځواکونه د افغانانو د عيسائي کولو
کوشش کوي

له الجزيرې تلوېزيون څخه په خپاره شوي يو رپوټ کښې راغلي چې په افغانستان کښې مېشت امريکايې ځواکونه اوس هڅې کوي چې د انجيل پښتو او دري چاپ شوي کتابونه په افغانستان کښې ووېشي کړي.
امريکائي جنرل ګېري هينسلي Gary Hensley په ثبت شوې يوه موعظه کښې خپلو پوځيانو ته وائې چې دوي د حضرت عيسی (ع) پيروکار دي، نو دوي مسوليت لري، چې د هغه لپاره شاهدي ورکړي . په فلم کې سرتېري په دې بحث کوي چې څه ډول په خلقو کښې په محلي ژبو انجيلونه وويشي
امريکايي قومندان په دې ويډيو کښې وايي:
"The special forces guys - they hunt men basically. We do the same things as Christians, we hunt people for Jesus. We do, we hunt them down. Get the hound of heaven after them, so we get them into the kingdom. That's what we do, that's our business." .
(( ځانګړي ځواکونه د خلقو په نيولو او تعقيبولو پسې دي. موږ هم د عيسايانو په توګه همدا کار کوو، موږ د عيسی مسيح (ع) لپاره خلق تعقيبوو او ښکار کوو. په دوی پسې د خداے تازی خوشي کړئ ترڅو دوي د خداے قانون ته راشي. دا هغه څه دي چې موږ يې کوو، او همدا زموږ کار دے ))
که څه هم د امريکائي ځواکونو مشر قومندان مايک مولن له الجزيرې سره په مرکه کښې ويلي چې دې د خپلو سرتېرو لخوا د عيسايت د تبليغ له هڅو نه دے خبر، خو په ويډيو کښې امريکائي سرتېري له خپل محلي مشر سره په دې اړه جدي خبرې کوي.
د امريکې د پوځي قوانينو له مخې، په دنده برحاله سرتېري نه شي کولې د نورو خلقو د دين د اړولو لپاره هڅې وکړي.
دا ويديو د امريکې د پوځ د يو پخواني غړي او اوس د مستندو فلمونو جوړوونکي بريان هيوز Brian Huges
لخوا يو کال مخکې ثبت شوې، او له هغه څخه الجزيرې ترلاسه کړې ده. بريان هيوز په بګرام کښې څو ورخې له امريکائي سرتېرو سره تېرې کړې وې په بګرام اډه کې پښتو او دري انجيلونه ليدلي وو
د ويديو په يوه بله برخه کښې يو بل منځپوړی پوځي چارواکی جان وټ Jon Watt ښکارېږي چې د انجيل د درس په صنف کې وايي:

"I also want to praise God because my church collected some money to get bibles for Afghanistan. They came and sent the money out."
(( زه د خداے شکر ادا کوم چې زما کليسا په افغانستان کښې د انجيلونو لپاره يو څه پيسې راټولې کړې وې. دوی راغلل او پيسې يې هم راولېږلې))
د فلم ثبتوونکی بريان هيوز وائي دې نه پوهېږي چې دا انجيلونه به تقسيم شوي وي او که نه، خو دې باوري دے چې د پښتو او دري انجيلونه امريکايي سرتېرو په افغانانو کښې د وېشلو لپاره راټول کړي وو.جان وټ وائي دوی بايبلونه يا انجيلونه د تحفې لپاره خلقو ته ورکوي.
په فلم کښې داسې اشارې هم شته چې امريکائي سرتېرو تر دې مخکښې په عراق کښې هم انجيلونه کښې خلقو وېشلي وو.
په يو ځاے کښې، جان وټ وائي: ما يوه غالۍ واخيسته او بيا مې هغه سړي (غالۍ خرڅوونکي) ته يو انجيل ورکړ. ما ته په عراق کښې داسې معلومه شوه چې خلق د خداے د کتاب (انجيل لپاره) تږي دي.
:

