تبليغاتX
مينــــــــــــــــه - د انټرنټ (نړيوال جال) لنډه تاريخچه

 

د انټرنټ (نړيوال جال) لنډه تاريخچه

 

 

 

انجن‍ئير رياض احمد عابد (ناروے )      

 

د انټرنټ تاريخچه د امريکې د دفاع په وزارت کې د١٩٦٠ په لسيزه کښې پيل شوه، دا هغه وخت و چې سوړ جنګ د اوج په لور روان و او نړۍ په دوو قطبونو ويشل شوي وه. لويديز چې د هغو په ســر کښې امريکا وه ډير کوښښ کوۀ چې د ختيځ بلاک نه ډير پرمختګ وکړي هغوې هغه څه وکړل چې ختيځ بلاک يې فکــر هم نه شـــو کولې.

د امريکې د دفاع وزارت ډېر څيړونکي په دې ګمارلي وو چې څيړنه وکړي داسې يو اړيکېز سيستم (Communication system)  جوړ کړي چې د اېټم بم د بريد په دفاع کښې ترې کار واخستل شي. ډېرو وتلو څيړونکو انسټيټوټونو او پوهــنتونوته چې په ســر کښې يې راند (RAND) او ميل (MIL)و دا کار ورکړل شو تر څو داسې يو د ډيټا جال (Datanet) جوړ کړي چې د دفاع وزارت يې غوښتنه کړې وه.

په ١٩٦٤ ع کال کښې پاول بيرن چې په راند کښې يې کار کوۀ په دې بريالےشو داسې يوه قاعده (Method) جوړه کړي چې ډيټا په هماغه موجود ټيلې نټ کښې له يوه ځايه بل ځاےته وليږي او خپل دې نظر ته يې د پيکټ سويچنګ Packet switching نوم ورکړ. دې عمليې به تل د ليږلو له پاره هماغه يوه لاره نه غوره کوله بلکه هغه لاره باندې چې به دا معلومات (data)لېږل کــيده چې له اوله يې چا وړاندويــنه نه شــوه کولای. داسې په لسګونو لارې وې چې دا معلومات ليږل کيدی شي يعنې له الف څخه تر بې پورې په څو لسګونو لارو تللے شی.

ارپانټ ARPANet:

د انټرنټ د پر مختګ جال يا شبکه. د دې نويو معلوماتو د شته والی په نظر کې نيولو سره په ١٩٦٩ ع کال کې ارپانټ جوړ شــو. دې نټ کوم مرکزيت نه درلود ځکه کيدې شو چې د بل لوري د اېټم بم هدف ګرځيدلې وی. د دې جال هرې برخې يو شان ړومبيتوب درلود، او بايد داسې جوړ شوې وې چې که يوه برخه يې له کاره وغورځي نو، نور جال خپل کار په سمه توګه تر سره کړي. دا يو ازمايښتي جال ؤ چې له دې لارې دولت غوښتل هغه څيړونکي چې د دفاع د وزارت له پاره کار کوي يو د بل سره ونښلوي او هغه څيړونکي مرکزونه چې د دې هدف له پاره کار کوي يو د بل سره معلوماتو ليږلي او واخستلی شی، خو دا جال ډير زر د يو بريښنائي (الکټرونيکی) پوسټ په لور وڅرخــيد، او د خپل اصلي هدف څخه بلې خوا ته ولاړ. له دې سره ســم نورو پکاروونکو ډلو لکه پوهــنتونونواو ملکي څيړونکو اسټيټيوټونو ته هم دې جال ته د ننوتلو او کارولو اجازه ورکړل شــوه. له دی څخه وروســته ځينو اروپايي هيوادونو ته هم چې د امريکې حکومت ته نزدې وو دې جال ته د ننوتلو اجازه ورکړلې شـــوه.

انټرنټ او د هغه پراخيدل:

 

د ١٩٧٠ ع په لســـيزې کې ارپانټ ډير په چـټکۍ سـره وده وکړه.ډير داسې خدماتي کارونه لکه په جال کې کانفرانسونه د ځـــينو ذکي او پوهـــو زده کونکو د زيار او هلو ځلو په پايله کې جــوړ شـــو. هغه پوځي برخه چې د دې جال چې دا ټول کار ورته پيل شــوی و د نورو له پاره ډير لږ په زړه پورې وګرځيد. په ١٩٨٣ ع کال کې دا برخه د دې بلې (اين اس ايف نټ NSFNET ) څخه جلا شــوه او د ميل MIL نټ په نامــه و نومول شــوه. د امريکې ملکي څيړونکو د دې جال (اين اس ايف نټ NSFNET ) د پرمختګ او پراخوالی کار په غاړه واخېست.

د ١٩٨٠ ع په لسيزه کې د ارپانټ ARPANet د ماډل دکارولو د پايلې څخه نوي ډيټاجالونه جوړ شول. په ١٩٨٩ ع کې دا ټول د ارپانټ سره يو ځاے شول  او يو نوی نوم انټرنټ (Internet) جوړ شو. دوه کاله وروسته په ١٩٩١ع کال کې دا جال (انټرنټ) د عامو خلقو د کارولو له پاره پرانستل شـــو. د اين اس ايف نټ هغه برخو څخه پرته چی د عامو خلقو پر مخ اوس هم تړلي دي يوازې او يوازې د پوځی کړو وړو لــه پاره کارول کيږي.

د انټرنټ تجارتی کول:

اين اس ايف نټ NSFNET او نورو سيمه ايزو انټرنټ برابرونکو ټولو يو شمير قوانين درلودل چې ډير سخت وو يعنې يو سړي کولې شو يو څيز په دې مزو کې وليږي او په ځــينو وخــتونو کې دا هم بايد معلوم شوې وې چې څوک يې چاته څه ليږدوي. په وړومبيو وخــتونو کې يوازې د هغو ټرافيکو په هکله خبرې وې چې غير تجارتي وی. د وخت د تيريد سره انټرنټ کې د عامو خلقو د کارولو له پاره هم په کار پيل وشو چې دوئ ته هم بايد دا حق ورکړې شي چې د دې نوې ټکنالوجی څخه کار واخلي، نو همدا وه چې انټرنټ د تجارتي کارولو له پاره هم ازاد کړی شو او دوې هم د انټرنټ پورې ځان ونښلو.

 

نن ورځ تقـــريباً تجارتي څانګې د FoU برخه په انټرنټ کې نيولئ ده، وده يې له اندازې ډيره ده او خوښونکي يې هم د نړۍ په کچه شميرل کيدې نه شی. د CIX اورګانيزيشن (Commercial Internet Exchange) تقريباً د نــړی ټول هغه د انټرنټ برابرونکي چی نن ورځ موجود دي سره نښلوي.

اداره او ملکيت:

ډير خلک به ښايي دا پوښتنه وکړي چې د انټرنټ خاوند څوک دے؟ او څوک به يې د چلولو دنده په غاړه لـــري؟ په حقيقت کی هيڅوک هم د ټول انټرنټ خاوند نه دے او نه داسې څوک شـــته چې ټول مسـوليت يې په غاړه ولــري.  هـــو: داسې کسان او يا ادارې شــــته چې د انټرنټ د يوې کوچنۍ برخـې خاوندان دي او مســؤليت يې په غاړه لـــري او نورو ته انټرنټ برابروي چې ورڅخه کار واخلي، او ځينې فايلونه او نور شيان په خاصو کمپيوټرونو کې کيـږدي تر څو په نورو ځايونو کې يې خلق و کتلې او وکارولې شي.

د انټرنټ برابرونکی يا Internet Service provider اکثره وخت خپل infrastructure لري او يا يې د نورو څخه کرايه کوي ، نو له همدې کبله ده چې ووايي انټرنټ برابرونکي د انټرنټ د يوې برخې خاوندان دي او د همدې کوچنۍ برخې مسـؤليت په غاړه لري.

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:44 |