تبليغاتX
مينــــــــــــــــه - رڼا

 

رڼا

 ( د قران مجيد تفسير )

 

 

ګرانو او قدرمنو مينه والو! لکه چې  پوهېږئ قران مجيد د خداے پاک له لوري نازل شوے هغه ستر او اخيري کتاب دے چې د اسلام د ټولو مسلکونو، فرقو، مذهبونو او فکري مکتبونو پرې اتفاق دے چې دا سپېڅلے کتاب له هر ډول تحريف او کمي زياتي نه پاک دے او له سورۀ فاتحې نه واخلې تر سورۀ ناس پورې يو کامل کتاب دے او کۀ څوک يې په يو ټکي کښې هم فرق راولي يا پکښې شک  وکړي هغه مسلمان نۀ شي کېدې نو غواړو چې د (( مينه )) مجلې په هره ګڼه کښې د (( رڼا )) سرليک لاندې ستاسو په خدمت کښې د قران عظيم الشان د يوې برخې د ترجمې او تفسيروړاندې کولو سعادت حاصل کړو. دا خبره د يادونې ده چې دا تفسير د ادارې له خوا څه خپل تفسير نۀ دے او نۀ له يو تفسير څخه اخېستل کيږي بلکې له مختلفو تفسيرونو څخه اخېستل کيږي دې لپاره چې د دې عظيم الشان اسماني کتاب په حقله خلق له لا زياتو معلوماتو نه خبر شي او د مختلفو فکري مکتبونو پېروکار له خپلو مکتبي افکارو سره سره د  مختلفو مکاتبو له نظرياتو او افکارو څخه هم خبر شي او  ترمېنځ يې  غږملتيا او همفکري او د يو بل د زغملو جذبه  پېدا شي ګنې هسې د دې عظيم الشان اسماني کتاب تفسير په هغه ډول چې يې حق دے ناممکن دے بلکې که د نړۍ ټول تفسيرونه را يوځاے کړې شي نو د قران مجيد د تفسير يوه برخه حق هم نۀ شي ادا کېدې (اداره)

 

د سورۀ فاتحې تفسير په تېر پسې

 

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ

( دويمه برخه )

(( مونږ يوازې ستا پرستش او عبادت کوو او يوازې له تا نه مرسته او مدد  غواړو ))

د قران مجيد د سورۀ فاتحې د نوموړي ايت مبارک د يوې برخې إِيَّاكَ نَعْبُدُ يعنې(( مونږ يوازې ستا پرستش او عبادت کوو))  په باره کښې مو مختلف تفسيرونه بيان کړل دلته هم د دغه ايت د دويمې برخې إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ يعنې ((مونږ يوازې له تا نه مرسته او مدد غواړو))په حقله د ځينو مفسرينو تفسيرونه وړاندې کووخو غواړو چې په مقدماتي توګه د إِيَّاكَ نَعْبُدُ تفسير ته يوه لنډه کتنه وکړو.

لکه څنګه چې  د دې ايت مبارک د وړومبۍ برخې په تفسيرونو کښې راغلي دي چې انسان د سورۀ فاتحې شروع د خداے پاک له حمد ، ثناء ، صفت او تعريف او بيا د هغۀ شان بيانول په انفرادي توګه کوي او په دې ايت سره د وېنا طرز بدل شي او نه يوازې دا چې انسان د جمعې صيغې ته داخل شي بلکې د خداے پاک د حمد، ثناء، صفت ، تعريف او لوړ شان د بيانولو نه پس په ډله ايزه توګه د هغه پاک ذات د بندګۍ، عبوديت او بيا له هغۀ نه د مرستې او مدد غوښتلو اقرار کوي. چې له دې نه دا درس انسان ته حاصليږي چې له هر څه مخکښې بايد انسان خپله اصلاح وکړي او د خداے پاک په وحدانيت او د هغۀ د شان او مقام په بې پايانۍ باندې خپل ايمان پياوړے کړي نو بيا دې د اجتماع ، ټولنې او معاشرې د اصلاح لپاره ملا تړي او د ټولنې له نورو افرادو سره دې په يو اواز او يوې عقيدې سره دا اقرار وکړي چې بې له خداے پاک نه د عبادت او پرستش بل څوک لائق نشته او مونږ ټول يوازې د هغه پاک ذات عبادت او پرستش کوو او که مونږ د اسبابو په دې دنيا کښې د چا د عزت، احترام او تقدس اظهار کوو هم نو فقط د هغه ذات په خاطر چې هغه ذات ورته د قدر، عزت ، احترام او تقدس مقام ورکړې دے او د عقل ، منطق او نص دا تقاضا ده چې يو انسان له چا سره دلچسپي تعلق، مينه او عشق لري نو پکار دي چې له هغۀ سره نسبت لرونکي د هر چا او هر څيز قدر، عزت او احترام وکړي. اوس دا د عاشق او د عشق د دعوې لرونکي انسان د خپل عشق او مينې خپل خپل معيار دے نو چې څومره يې له هغه يکتا ذات او معشوق سره د تعلق، مينې او عشق اندازه وي هومره به يې له هغه ذات او معشوق سره له نسبت لرونکي سره د مينې ، تعلق، احترام او عزت اندازه وي او د دغو نسبت لرونکو سره د هغۀ د مينې ، احترام او عزت دا مقصد نه شو چې ګنې له هغه اصل ذات او معشوق سره يې تعلق پرې شو يا يې د هغۀ په مقابله کښې يو بل څوک غوره کړ. بلکې په دې کار سره يې له اصل محور سره تعلق لا زياتيږي لکه ارواښاد حمزه بابا په يو عرفاني شعر کښې وائي:

چــــې قاصد د يــــــار لـــــــه دره بېرتــــــــه راغــــے

ما يې پښې پخوا له سوال او جواب ښکل کړې

نو دلته د قاصد يا رېبار پښې ښکلول په دې معنا نه دي چې له اصل يار څخه يې تعلق پرې کيږي يا يې د هغه اصل يار په مقابل کښې يو بل يار پېدا کړے وي بلکې دا له خپل يار سره د مينې او عشق د انتها ښودنه کوي. او د نيت له لحاظه د يار د پښو په ښکلولو او د قاصد يا رېبار د پښو په ښکلولو کښې د زمکې او اسمان فرق دے. البته د قاصد يا رېبار پښې هله ښکلول صحيح دي چې هر کله قاصد يا رېبار غدار ، خيانتکاراو فرېبکار نه وي او د يار د اعتماد وړ او د قاصدۍ او رېبارۍ اهل  وي او په صحيح معنو کښې عاشق خپل يار ته رسوي او د يار د ځاے د نيولو نيت يې هم نه وي او همدا رنګ ستا هم هغۀ ته د خپل اصلي يار د مقام ورکولو نيت نه وي بلکې له هغۀ سره تعلق او مينه دې د يار په خاطر وي نو بيا په داسې حالت کښې له قاصد يا رېبار سره مينه کول له يار سره مينه کول دي او د هغۀ پښې ښکلول د يار پښې ښکلول دي .نو ځکه د الهي عارفانو د تفسيرونو له مخې هغه کسان کوتاه فکره او يا غرضي دي چې له هغه پاک او حق ذات سره د نسبت لرونکو کسانو يا څيزونو ، قدر، عزت او احترام د  إِيَّاكَ نَعْبُدُ ايت نه په ناوړه استفادې سره دغه قدر، عزت او احترام د غېرالله له عبادت او شرک سره تعبير کوي حال دا چې دغه مقدسې هستۍ چې قدر، عزت او احترام يې کيږي اهل الله دي نه غېرالله او ورسره نسبت لرونکي څيزونه شعائرالله دي نه غېرالله  او د هغوي قدر، عزت او احترام په اصل کښې د الله پاک عبادت او پرستش دے او له هغه ذات سره د لا زيات عشق او مينې ښودنه کوي.

مفسرين د إِيَّاكَ نَعْبُدُ په تفسير کښې مخکښې ليکي چې د دې ايت په ويلو سره په انسانانو کښې د يوې خپلواکۍ او انانيت احساس پېدا کيږي يعنې دا احساس کوي چې زۀ يا مونږ د خداے پاک دا عبادت او بندګي په خپل سرکوو نو ځکه ورپسې په بله جمله کښې د انسان دغه احساس ماتيږي او اعلان کوي چې: وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ يعنې يوازې له تا نه مرسته او مدد  غواړو. مطلب دا چې مونږ ستا دا کومه بندګي، عبادت او پرستش کوو دا هم ستا په مرسته کوو او د هغو اسبابو په ذريعې سره يې کوو چې د هغو اسبابو تۀ مسبب الاسباب يې. په قران مجيد کښې د خداے د ګران رسول (ص) دا وېنا ذکرشوې ده چې د خداے پاک په درګاه کښې عرض کوي چې إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ يعنې زما نمونځ، عبادت، ژوند او مرګ خداے پاک لره يا له خداے پاک څخه دي (سورۀ انعام ١٦٢) نو هر کله چې اشرف الخلائق او اشرف الانبياء (ص) غوندې ذات د ژوند په ټولو مرحلو کښې د خپلواکۍ او خپل سرۍ دعوا نه کوي نو هيڅ کس ته دا حق نه دے حاصل چې په خپل عبادت، عمل او کردار باندې ونازيږي يا په خداےپاک باندې د احسان کولو کوشش وکړي بلکې دا اقرار وکړي چې خدايه پاکه زۀ چې دا ستا کومه بندګي، عبادت او پرستش کوم دا هم ستا په مهربانۍ او قوت سره کوم.لکه ځينې خلق چې کله په نمونځ کښې له دواړو سجدو يا منځني تشهد نه پس بيا د قيام حالت ته پاڅيږي نو دا ورد کوي چې بِحُوًلِ اللهِ وُقُوُّتِهِ اَقوًمْ وُ اَقْعْد يعنې زۀ د خداے پاک په راکړې شوي قوت او توان سره پاڅېږم او کښېنم. او يا په عام حالت کښې کښېني او پاڅي يا څه کار کوي نو داسې وائي: لا حول و لا قوه الا بالله العلي العظيم.

نو بس په وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ويلو سره  انسان دا عقيده پخه کړي چې مونږ د خداے پاک ټول مخلوقات يوازې او يوازې خپل خالق ته په هر کار او هره چاره کښې محتاجه يو او په کائناتو او مخلوقاتو کښې هيڅ يو کس او هيڅ يو څيز په خپلو يا د نورو په کارونو کښې د مرستې او مدد د خپلواکۍ دعوي نه شي کولې. او حتۍ د ونې يوه پاڼه هم بې د خداے پاک له مرستې او امر نه نۀ شي خوزېدې، خو بيا هم مونږ د يوې ونې د پاڼې د خوزېدو له اسبابو نه انکار نۀ شو کولې او د دغې يوې وړې پاڼې په خوزېدو کښې د هوا په شمول ډېر اسباب په کارول کيږي، همدا رنګ هوا هم د سائنس او علم له نظره د دنيا په سسټم کښې د ګڼ شمېر حالتونو په بدلونونو سره رامنځته کيږي خو بيا يې د رابطې مزے مقرر شويو فرښتو ته او په اخېر کښې د خداے ذات ته رسيږي چې هم هغه يې اصل سرچينه دے. خو له دې امله چې دا نړۍ د اسبابو نړۍ ده نو ځکه د نړۍ په چارو کښې د اسبابو له کردار نه انکار نۀ شي کېدې مثلاً د ونې د پاڼو د خوزېدو په حقله  که مونږ ووايو چې باد او هوا د ونې پاڼې وخوزولې نو دا مو شرک نۀ دے کړے بلکې عېن توحيد مو بيان کړے دے په شرط د دې چې دغه باد او هوا د ونې د پاڼې په خوزولو کښې خپلواکه او خودسره ونۀ ګڼو. يا لکه د يوې نوړۍ ډوډۍ په تيارېدو کښې که مونږ اسبابو ته پام وکړو نو هيڅ شمېر يې نه شو کولې ځکه چې حضرت امام جعفر صادق (ع) فرمائي چې (( د ډوډۍ قدر او احترام وکړئ ځکه چې د دې په تيارولو کښې د عرش او زمکې ترمېنځ ټول مخلوقات او موجودات په کارولې شوي دي.))  يعنې که د يوې نوړۍ ډوډۍ خوړلو نه مخکښې د هغې د تيارېدو سرکل ته يو ځغلنده کتنه وکړو نود مېکائېل (ع) فرښتې او له نورو فرښتو نه راواخلې تر نمر، هوا، خاورې، اوبو، څرې، انسان،حېوان، اوزار او داسې نور ډېر پټ او څرګند اسباب د غنمو په ټوکېدو، زرغونېدو، غوړېدو او تيارېدو کښې او بيا په اوړۀ کولو ډوډۍ جوړولو له هغې نه د نوړۍ په جوړولو خولې ته  په اچولو،خېټې ته په کوزولو او بيا د هاضمې سسټم ته په رسولو کښې په کار راځي. چې له دغو بې شمېره اسبابو نه انکار نه شو کولې خو بيا هم که له يوې خوا دغه اسباب په خپل عمل کښې د خداے پاک له امر نه جدا خپلواکه وګڼو نو له شرک يا دهريت سره مخامخ  کيږو او له بلې خوا که د خداے پاک د دغو جوړ کړې شويو اسبابو له مدد نه انکار وکړو نو دا مو په اصل کښې د خداے پاک له مدد نه انکار وکړو او له کفر سره مخامخ کيږو.

همدا رنګ که څه هم زمونږ عقيده ده چې خداے پاک کن فيکون ذات دے او مرګ او ژوند د خداے په اختيار کښې دي خو بيا هم خداے پاک د انسان د پېدا کولو او ورته د ژوند بخښلو لپاره دومره زيات اسباب پېدا کړي دي چې انسان يې له شمېرلو نه عاجز دے. دغه شان د انسان د مرګ لپاره يې هم له عزرائيل (ع) نه واخلې تر بيماريو، جنګونو، جګړو،.قتل و غارت او نورو چارو پورې اسباب پېدا کړي دي. نو که  مونږ د دې عقيدې باوجود چې خلق خداے پاک وژني خو بيا هم د عزرائيل (ع) له وسيلې نه واخلې تر بيماريو او قتل و مقاتلې پورې اسبابو نه انکار نه شو کولې او که مونږ ووايو چې فلانے سړے عزرائيل وواژۀ، يا فلانۍ بيمارۍ يا فلاني سړي وواژۀ يا فلانۍ حادثې  وواژۀ نو په دې باندې نه مشرکان کيږو او همدا وجه ده چې په اسلام کښې د قاتل لپاره د قصاص او اعدامولو قانون دے. او د توحيد په بانه دغه قتل د خداے پاک په کاته کښې نه شو اچولې. خو بيا هم د دغو وژلو نسبت خداے پاک ځان ته ورکوي او فرمائي:  اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا يعنې خداے پاک هغه ذات دے چې د مرګ په وخت کښې روحونه قبضوي. ( سورۀ زمر ٤٢ ايت )

 دغه شان انبياء کرام خداے پاک ته تر ټولو نزدے کسان وي او په خاصه توګه د خداے د ګران رسول (ص) مقام خو په نزدېکت کښې قاب قوسين او ادني ته رسېږي خو بيا هم خداے پاک ورته وحي د جبرائيل (ع) په ذريعې سره کوي او نسبت يې بيا ځان ته ورکوي په قران مجيد کښې په ګڼ شمېر ځايونو کښې خداے پاک فرمائيلي دي چې ما ورته وحي وکړه.

دغه شان خداے پاک هر انسان ته د مرۍ له شه رګ نه هم نزدے دے خو بيا هم يې د انسان د هدايت لپاره د يو لک څلوريشت زرو انبياء کرامو، ائمه ؤ، اولياؤ ،بزرګانو ، عالمانو، فرښتو او نورو ناڅرګندو وسيلو بندوبست  کړے دے. نو که مونږ دا ووايو چې فلانے کس نبي، امام، ولي، عالم يا فرښتې هدايت کړ يا ووايو چې خداے پاک هدايت کړ نو هيڅ فرق يې نشته او نه پکښې سړے له کفر او شرک سره مخامخ کيږي. نو چې هر کله خداے پاک د دغو وسيلو په ذريعې سره مونږ ته هدايت او لارښوونه کوي نو پکار دي چې مونږ هم د دغو وسيلو په ذريعې سره له پاک رب سره تعلق پېدا کړو لکه خداے پاک په قران مجيد کښې فرمائي: وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ يعنې د هغه ذات په لور وسيله ولټوئ ( سورۀ مائده ٣٥ ايت ) ارواښاد شاه ولي الله محدث دهلوي  په دې مبارک ايت کښې له وسيلې نه مراد کامل مرشد اخېستے دے ( تجليات محديه ٢٤١ مخ )

همدغه شان هر انسان په دنيا کښې د ژوند تېرولو لپاره د بې شمېره مادي څيزونو مدد، مرستې او وسيلې ته اړتيا لري او حتي د ضرورت په وخت بل هغه انسان نه چې خداے پاک ورته له چا سره د مدد او مرستې توفيق ورکړے وي  مدد هم غواړي لکه د مفلسۍ په وخت کښې له خپلو خپلوانو، يار دوست حکومت او چارواکي نه د مالي مدد غوښتنه کوو، د بيمارۍ په حال کښې له طبيب، ډاکټر او حکيم نه مدد غواړو او داسې په نورو چارو کښې د خداے پاک نه علاوه د هغۀ د جوړ کړې شويو اسبابو او وسيلو نه مدد غوښتلو ته اړمن يو خو بيا هم دغه چاره د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په ضد کښې نه ګڼو او نه پرې مشرکان کيږو. ځکه چې دغه ټول اسباب مسب الاسباب ذات زمونږ لپاره د مدد او مرستې وسيلې ګرځولې دي او په اسلام کښې له دغو وسيلو نه مدد نه اخېستل او په دې بانه چې خداے به راته په تياره  پېسې ، ډوډۍ، او نور څيزونه  راکوي او جوړوي به مې مذموم ګڼل شوي دي.ځکه چې دلته مونږ ټول د يو بل مرستو ته اړمن يو همدا وجه ده چې خداے پاک مونږ ته حکم کوي چې َتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ يعنې د نېکۍ او تقوا په کارونو کښې له يو بل سره مدد او مرسته وکړئ او د  ګناه او سرکشۍ په کارونو کښې له يو بل سره مرسته او مدد مه کوئ  (سورۀ مائده ٢ ايت ) نو اوس که مونږ په عام ژوند کښې هغه چا ته د مدد او مرستې لپاره فرياد وکړو چې خداے پاک ورته زمونږ په يو کار کښې د مرستې او مدد توان ورکړے وي چې فلانيه راشه او ما سره په دې فلاني کار کښې مرسته او مدد وکړه نو دا کار به هيڅکله د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په خلاف عمل نه وي او نه به خداے پاک مونږ په دې کار سره مشرکان او کافران کوي. خو دلته به هم مونږ دا نيت او عقيده لرو چې دا مدد کوونکے کس ما سره په مدد کولو کښې خپلواکه نۀ دے بلکې خداے پاک ورته له مونږ سره د مدد کولو توان او قوت ورکړے دے. همدا رنګ په يو بل ځاے کښې خداے پاک مونږ ته حکم راکوي چې  وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ يعنې مدد او مرسته وغواړئ په صبر او نمونځ سره يا له صبر او نمونځ نه (سورۀ بقره ٤٥ ايت ) ځينو مفسرينو په دې مبارک ايت کښې د صبر معنا روژه بيان کړې ده او ځينو مفسرينو يې ترجمه کړې ده چې د روژې او نمونځ په وسيلې سره له خداے پاک نه مرسته او مدد وغواړئ او ځينو يې داسې کړې چې له روژې او نمونځ نه مرسته او مدد وغواړئ. خو په هر حال په دواړو صورتو کښې زمونږ مرسته او مدد غوښتل له خداے پاک سره د شريک پېدا کولو په معنا نه دي او نۀ دا کار د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په خلاف کار دے.

همدا رنګ مونږ د انبياؤ په تاريخ کښې لولو چې مثلاً حضرت عيسی (ع) به له خټو نه مارغۀ جوړ کړ او پکښې به يې روح وپوکۀ او هغه به په رښتيا مارغۀ شو، مړي به يې ژوندي کول او پېدائشي لا علاجه ړوند به يې بينا کولو او د برص لا علاجه بيمار ته به يې شفاء ورکوله. خو دغه کارونه به يې د خداے پاک په اذن سره کول يعنې د خداے پاک په اجازې سره به يې کول. او د مارغانو د تخليقولو، مړو ژوندي کولو ، د پېدائشي ړندو بينا کولو او د برص د لا علاجه بيمار جوړولو توان او طاقت ورته خداے پاک ورکړے ؤ. لکه په قران مجيد کښې لولو چې:وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِىءُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي  (( يعنې (اے عيسي هغه وخت ياد کړه ) چې کله به دې زما په حکم له خټو نه مارغۀ جوړوۀ او پکښې به دې پوکۀ نو زما په حکم به هغه مارغۀ کېدۀ او زما په حکم به پېدائشي ړوند او د برص بيمار ته شفا ورکوله او زما په حکم به دې مړي ژوندي کول.)) (سورۀ مائده ١١٠ ايت )

 اوس که د حضرت عيسي (ع) په دور کښې يو کس ته چې پلار يې مړ شوے وي او ورته ووائي چې لاړ شه حضرت عيسی (ع) ته چې پلار درته ژوندے کړي او هغه په ځاے د دې چې لاړ شي د خداے پاک عبادت وکړي او خداے پاک ته زاري منت وکړي چې خدايه پاکه زما پلار ژوندے کړې  حضرت عيسي (ع) ته لاړ شي چې زما پلار ژوندے کړه. نو دغه کس له خداے پاک سره شريک پېدا نکړ. او همدغه شان د ړوند او د برص د مريض  په باب هم. يا يو سړي ته خپل ماشوم زوے ژاړي چې له خټو نه دا جوړ مارغۀ دې ورته په رښتيا مارغۀ کړي او پلار يې په ځاے د دې چې لاړ شي عبادت وکړي او خداے پاک ته سوالونه وکړي چې خدايه پاکه د خټې په دې مارغۀ کښې ژوند راولې لاړ شي حضرت عيسي (ع) چې پکښې روح اوپوکي او په رښتيا مارغۀ ترې جوړ کړي نو دا کار به يې شرک نه وي کړے.

دغه شان د حضرت سليمان (ع) په باره کښې فرمائي: وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ (( يعنې او د سليمان لپاره مو تندې او تېزې هواګانې مسخرې کړې چې هغه به د هغۀ (سليمان) په حکم د هغې زمکې په لور چلېدې چې پکښې مو برکتونه اېښودي وو او مونږ په هر څه باندې پوهېږو. )) دلته هم دا خبره څرګنديږي چې خداے پاک طوفاني هواګانې هم د حضرت سليمان (ع) لپاره مسخرې کړې وې او حضرت سليمان (ع) به هغو هواګانو ته د رخ د بدلولو حکم ورکوۀ. همدا رنګ له نورو ځينو مبارکو ايتونو څخه دا هم څرګنديږي چې پېريانو او مارغانو به هم د حضرت سليمان (ع) په حکم کارونه کول. چې دلته هم د حضرت سليمان (ع) په حقله دا عقيده لرونکے نه مشرک کيږي بلکې د حضرت سليمان (ع) له دې مقام نه انکار کوونکے د کفر مرتکب کيږي. خو بيا په يوه واقعه کښې  له يو بل ملک نه د بلقيس ملکې د تخت د راوړلو لپاره حضرت سليمان (ع) په خپل دربار کښې ناستو پېريانو او انسانانو ته مخاطب کيږي او ورنه مرسته او مدد غواړي چې ډېر زر  ورته د بلقيس ملکې تخت تر دې ځاے راورسوي نو د پېريانو يو مشر پېري وويل چې زۀ به دغه تخت ستا له خپل ځاے نه له اوچتېدو نه مخکښې مخکښې راورسوم خو په دربار کښې ناست آصف بن برخيا نومې يو انسان ورته وائي چې زۀ به يې د سترګو له رپ نه هم مخکښې راورسوم. لکه چې په قران مجيد کښې خداے پاک فرمائي:

قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُ عِندَهُ قَالَ هَذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ  (( يعنې هغه کس چې له کتاب نه ورته يوه برخه علم ورکړے شوے ؤ وويل زۀ ستا لپاره ( د بلقيس تخت) د سترګو له رپ نه مخکښې راوړم او بيا سليمان تخت خپلې مخې ته وليد نو وې ويل چې دا زما د رب فضل دے او زما امتحان اخېستل غواړي چې  زۀ د دې نعمت شکر ادا کوم که کفران نعمت کوم او چې چا شکر ادا کړ نو د خپلې فائدې لپاره کوي او چې چا د نعمت کفران وکړ نو زما رب بې نيازه او کريم دے)) ( سورۀ نمل40 .ايت) له دې واقعې نه څو خبرې ثابتيږي يوه دا چې حضرت سليمان (ع) د بلقيس د تخت د راوړو لپاره له خداے پاک نه دعا و نۀ غوښته چې تخت ورته راوړي او نۀ يې د خپل نبوت په زور راوړۀ بلکې په خپل دربار کښې له ناستو کسانو څخه يې مرسته او مدد وغوښت او بله دا چې پېريانو ديوانو هم ډېر زر نۀ شو رارسولے او يو هغه انسان چې خداے پاک ورته له کتاب نه يوه برخه علم ( سائېنس ) ورکړے ؤ هغۀ ورته د سترګو له رپ نه هم مخکښې راورسوۀ. نو دلته خداے پاک خپل جليل القدر پېغمبر حضرت سليمان (ع) ملامته نۀ کړ چې ولې دې زما له مخلوقاتو نه مرسته او مدد وغوښت؟  بلکې حضرت سليمان (ع) د آصف بن برخيا د سائېنس او علم دغه زور د خداے پاک يو فضل وبالۀ او د ځان لپاره يې د خداے پاک لخوا يو امتحان وبالۀ چې ايا خداے پاک چې د هغۀ په دربارکښې يو انسان ته د علم يوه برخه ورکړې ده له هغۀ نه استفاده کوي او په دې سره د خداے پاک د علم د دغه نعمت شکر ګزار جوړيږي او که نه دا کار د خپل نبوت د مقام د سپکاوي په ګڼلو سره د نعمت د کفران مرتکب کيږي. چې حضرت سليمان (ع) وړومبۍ لاره خوښه کړه او د خداے پاک د نعمت شکر ګزار بنده جوړ شو. يعنې چې چا ته خداے پاک له چا سره د مرستې او مدد کولو قوت ورکړے وي نو له هغۀ نه مرسته او مدد غوښتل د هغه نعمت شکر ادا کول دي او د غرور او تکبر له مخې د هغۀ له مرستې او مدد نه انکار کول او استفاده نه کول د نعمت کفران دے.

په قران مجيد کښې په يو بل ځاے کښې خداے پاک فرمائي:وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ (( يعنې دغه کافران وائي چې تۀ رسول نۀ يې نو ورته ووايه چې زما او ستاسو ترمېنځ د رسالت د ګواهۍ لپاره خداے کافي دے او هغه کس کافي دے چې هغۀ سره د کتاب پوره علم دے. (سورۀ رعد ٤٣ ايت) په دې مبارک ايت کښې اکثرو مفسرينو هغه کس چې خداے پاک ورته د کتاب پوره علم ورکړے دے حضرت امام علي (ع) ذکر کړے دے چې د ځينو سني کتابونو نومونه په دا ډول دي ينابيع الموده، مناقب امام احمد بن حنبل، مناقب نسائي، نزول القران حافظ ابو نعيم، فرائدالسمطين، مسند فاطمه دارقطني، فضائل اهلبېت ابوالمويد بن احمد حنفي، مناقب ابن الغازلي، فصوص المهمه، جواهر العقدين،  ذخائرالعقبي،  جمع الفوائد ابن اثير، مجمع الزوائد، کنوز الدقائق، الاتقان، سيوطي وغېره.

 په يو روايت کښې د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو څخه له حضرت امام جعفر صادق (ع) نه يو اصحابي پوښتنه وکړه چې په قران مجيد کښې د آصف بن برخيا د علم چې ورته له کتاب نه يوه برخه علم ورکړے شوے ؤ او ستاسو د نيکۀ حضرت علي (ع) د علم چې ورته د کتاب ټول علم ورکړے شوے ؤ څومره فرق دے نو حضرت امام جعفر صادق (ع) ورته په ځواب کښې وويل چې د مچ د وزر د لوندوالي او د سمندر هومره فرق دے. (بحار الانوار ٧ ټوک ٤٣٩ مخ) نو اوس لږ غور او فکر پکار دے چې د آصف بن برخيا د علم چې له کتاب نه يوه برخه ورته ورکړے شوے ؤ دومره زور دے چې له بل ملک نه د بلقيس تخت د سترګو له رپ نه مخکښې راوړي نو بيا به د هغه کس يعنې حضرت علي (ع) چې خداے د ګران رسول (ص) د علم د ښار دروازه دے د علم څومره زرو وي چې ورته د کتاب ټول علم ورکړے شوے وي. او له هغۀ نه به څومره زيات د خداے د ګران رسول (ص) د علم زور وي چې خپله د علم ښار دے. نو که اوس څوک له رسول الله (ص) نه مرسته ، مدد او سفارښت وغواړي يا د هغۀ د علم د ښار له دروازې نه مدد ، مرسته او سفارښت وغواړي نو په دې باندې نۀ مشرک کيږي او نۀ دا چاره د  إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په خلاف ده. لکه ارواښاد حمزه بابا وائي چې د خداے پاک د علم ښار يعنې حضرت محمد مصطفی (ص) ته رسېدل هم ناممکن دي او پکار دي چې دغه ښار ته د داخلېدو لپاره د علم د ښار دروازې يعنې د امام علي (ع) ذات ته ځان ورسوې او د هغې دروازې کنجي (( يا علي )) ويل دي: لکه په يو شعر کښې خداے پاک ته مخاطب دے او ورته عرض کوي:

 

ښار ته دې د علم داخله بې له دې چرته شي

يا علي چې وايم دروازه يې راته بېرته شي

 

همدا رنګ د ټولو انبياؤ سردار حضرت محمد (ص) ته به د بيماريو او مشکلاتو په وخت صحابه کرام (رض) راتلل چې يا رسول الله (ص) زمونږ دا مشکلات حل کړئ يا دا بېمارۍ مو رفع کړئ او هغه حضرت به هغوي دم کړل او يا به يې د هغوي لپاره دعا وکړه يا به يې ورته د خولې لاړې مبارکې ورکړې او هغه به جوړ شو. خو هغه حضرت هغو صحابه کرامو ته دا نه دي وئيلي چې تاسو چې ما ته راغلئ دا شرک دے او لاړ شئ يو دوه رکعته نفل وکړئ او بيا خداے پاک ته سوال وکړئ چې ستاسو مشکلات او بيمارۍ ختمې کړي. ځکه چې صحابه کرام پوهېدل چې دا د خداے نيازبين او د خداے پاک لخوا د کائناتو د اختيار خاوند دے او څه چې غواړي هغه کولې شي. نو ځکه نه صحابه کرامو دا کار شرک او د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ خلاف ګڼلو او نه د خداے ګران رسول (ص). خو ټول په دې هم پوهېدل چې د خداے ګران رسول (ص) چې دا د خلقو مشکل کشائي کوي دا د خداے پاک په اذن او اجازت  سره کوي يعنې د دې مددونو او مرستو کولو اختيار ورته خداے پاک ورکړے دے..دغه  شان د قران او حديث په رڼا کښې مونږ هم په دې دنيا او هم په هغه دنيا کښې د شفاعت قائل يو او شفاعت هم يو مدد او مرسته ده. د شفاعت مطلب دا دے چې خداے پاک په دې دنيا يا په هغه دنيا کښې يو کس په يوې ګناه يا خطا باندې نيولے وي خو هغه کس د خداے ګران رسول (ص) يا د خداے پاک ته نزدې يوې بلې هستۍ ته رجوع وکړي چې هغه د خداے پاک په درګاه کښې د هغۀ شفاعت وکړي نو خداے پاک هغه کس د هغې خپلې نيازبينې او نزدې هستۍ په خاطر وبخښي. يا د هغۀ يو مشکل اسان کړي. خو دغه شفاعت هم هر کس په خپل سر او خپلواکه توګه نۀ شي کولې بلکې هغه هستۍ يې کولې شي چې د خداے پاک لخوا د شفاعت کولو اجازه او مجوز ولري لکه په قران مجيد کښې خداے پاک فرمائي:

مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ  يعنې څوک دي چې بې د هغۀ له اجازې نه شفاعت وکړي؟ (سوره بقره ٢٥٥ ايت ) همدا رنګ فرمائي:

وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى (( يعنې او( فرښتې هم) د چا شفاعت نه شي کولې مګر دا چې خداے يې وغواړي.)) (سورۀ انبياء ٢٨ ايت )

په يو بل ځاے کښې فرمائي: مَا مِن شَفِيعٍ إِلاَّ مِن بَعْدِ إِذْنِهِ (( يعنې څوک د هغۀ له اجازت نه بغېر شفاعت کوونکے نشته )) ( سورۀ يونس ٣ ايت )

همدا رنګ فرمائي: يَوْمَئِذٍ لَّا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا (سورۀ طه ١٠٩ ايت ) يعنې  په هغه ورځ به د هيڅ چا شفاعت او سفارښت په کار نۀ راځي بې له هغه چا نه چې ورته د خداے اجازت حاصل وي او خداے يې له خبرې نه راضي وي ))

له پاس بيان شويو او داسې نورو ايتونو څخه دا ثابتيږي چې شفاعت چې له يو حاجتمن سره د مرستې او د هغۀ لپاره د خداے پاک په درګاه کښې د دعا او سفارښت په معنا دے او د خداے پاک له انبياؤ،اولياؤ،شهداؤ، صالحينو ، نېکو کسانو او فرښتو وغېره څخه هغه څوک د چا په حقله هم په دې دنيا هم په هغې دنيا کښې کولې شي چې د خداے پاک لخوا د چا د شفاعت، سفارښت، مرستې او مدد کولو اجازه ولري. او که هغوي ته څوک حاجتمن او اړمن کس د دعا، سفارښت، مرستې ، مدد او شفاعت لپاره رجوع وکړي نو هغه کس هيڅکله د شرک نه مرتکب کيږي. او د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ  په خلاف يې عمل نۀ دے کړے  البته که يو حاجتمن کس دا عقيده ولري چې ما سره دا مرسته کوونکے کس له ماسره په مرسته کولو کښې خپلواکه دے يا خداے پاک سره په دې کارونو کښې شريک دے او خداے پاک ورته د ملګرتيا ضرورت لري نو په داسې عقيدې سره هغه مدد، مرسته، دعا، سفارښت او شفاعت غوښتونکے کس بې له شکه مشرک کيږي او عمل يې د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په خلاف دے.

بيا ځينې مفسرين دا عقيده لري چې صحيح ده له ژوندي کس نه مرسته او مدد اخېستل کېدې شي خو له مړي نه نۀ شي اخېستل کېدې. خو ځينو مفسرينو د دوي دا خبره رد کړې ده او په دې دليل کښې وائي چې انسان يو بدن لري او بل روح او روح په بدنې مادي ډانچې باندې فوقيت لري او له بدن څخه د روح په وتلو سره روح نه فنا کيږي بلکې له مادي ډانچې څخه په ازادېدو سره يې فعاليت لا زياتيږي. همدا رنګ د قران او حديث په رڼا کښې دا دليل هم وړاندې کوي چې انبياء ، اولياء، شهداء، نېکان او صالحان کسان او کامل انسانان نه مري. لکه د خداے ګران رسول (ع) د معراج په واقعه کښې راځي چې وړومبې  په مسجد اقصي کښې ټولو انبياؤ عليهم السلام د خداے د ګران رسول (ص) په امامت کښې نمونځ ادا کړ يا رسول الله (ص) د معراج د واقعې په ترڅ کښې فرمائيلي دي چې له حضرت موسي (ع) سره تېر شوم په داسې حال کښې چې هغه په خپل قبر کښې په نمونځ کولو مشغول ؤ.

همدا رنګ مونږ چې کله په نمونځ کښې په تشهد باندې کښېنو نو په سلامونو کښې وايو (( السلام عليک ايها النبي )) او په عربي ګرائمر کښې (( ايها )) د هغه څه يا چا لپاره راځي چې انسان ته دومره نزدې وي چي لاس ورسره لګولې شي. نو په نمونځ کښې مونږ ته د خداے ګران رسول (ص) دومره زيات نزدے وي. او په يو وخت په مېلينونو کسان چې نمونځ کښې دا الفاظ وائي نو هر چا ته هومره نزدے وي. چې له دې نه د هغو هستيو د اعلي ژوند اندازه لګي. او دا خبره څه د حېرانۍ هم نۀ ده ځکه چې عزرائيل (ع) په يو وخت کښې هغو ټولو سوونو يا زرګونو کسانو ته چې د مرګ وخت يې راغلې وي په يو وخت ځان رسوي او روح ترې قبض کوي. خو مونږ يې نه وينو. يا د يو منفي کار لپاره شېطان چې همېشنے ژوند لري په يو وخت مېلينونو کسانو ته ځان رسوي او د هغوي د ګمراه کولو کوشش کوي او حتی هغوي ته په زړونو کښې وسوسې اچوي. خو مونږ يې نه وينو نو چې هر کله خداے پاک فرښتو يا شېطان ته دا قوت ورکړې دے نو ايا انسان چې مقام يې له ټولو مخلوقاتو نه اوچت او اشرف المخلوقات دے که خداے پاک چا ته په تېره بيا انبياؤ، اولياؤ او صلحاؤ ته وغواړي په همدې دنيا يا په د برزخ په عالم کښې ورته دغه قوت نه شي ورکولې؟ لکه مونږ په کله طيبه کښې وايو: (( لا اله الا الله محمد رسول الله )) يعنې څوک معبود نشته مګر الله دے او محمد(ص) د الله رسول دے. نو په دې کښې چې څنګه مونږ خداے پاک په حال زمانې او فعل سره يادوو نو دغه شان د هغۀ ګران رسول (ص) هم  يعنې هغو وختونو کښې به صحابه کرامو (رض) هم دا کلمه ويله چې د الله رسول دے او مونږ يې هم وايو. او داسې نۀ وايو چې د الله رسول ؤ ځکه چې د مړو لپاره د (( ؤ )) کلمه استعاليږي.

 او همدا رنګ د شهيدانو په باره کښې په قران مجيد کښې خداے پاک په وضاحت سره د هغوي د ژوند اعلان کړے دے بلکې د هغوي په حقله يې خلق حتی له دې ګمان کولو څخه هم په سختۍ سره منعې کړي دي چې ګمان وکړي چې هغوي مړۀ دي. لکه فرمائي:

وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ   (( يعنې د هغو کسانو په حقله چې د خداے په لاره کښې وژل شوي دي دا ګمان هم مۀ کوئ چې مړۀ دي بلکې هغوي ژوندي دي او له خداے پاک څخه ورته رزق ورکړې کيږي )) ( سورۀ آل عمران 169 ايت)

په دې مبارک ايت کښې د شهيد له ژوند نه مراد د روح ژوند نۀ دے بلکې داسې ژوند دے چې د خداے پاک لخوا ورته  رزق هم ورکړې کيږي، ځکه چې د برزخ په عالم کښې خو د هر چا روحونه ژوندي وي. لکه قبرستان ته د داخلېدو په وخت سلام په مخاطبه توګه ويل کيږي ( السلام عليکم يا اهل القبور) او هغوي د سلام ځواب هم ورکوي خو چې څوک د زړۀ سترګې او د زړۀ غوږونه ولري. نو ځکه که څوک يو پېغمبر، ولي ، امام، نېک او کامل انسان يا شهيد  ته چې په اصل کښې اهل الله دي نه غېرالله او  په ظاهره زمونږ له سترګو نه پناه دي اواز وکړي او مدد او مرسته ترې وغواړي نو دا چاره هيڅ کله شرک او کفر نه شي کېدې بلکې عېن توحيد دے او هسې هم دا خبره د عقل او عدل و انصاف په خلاف ده چې مثلا د يو نبي، امام، ولي ، نېک او کامل انسان په دنيوي ژوند کښې خلق هغۀ ته رچوع کوي او له هغۀ څخه د هر ډول مادي او روحاني استفاده کوي او مرسته او مدد ترې غواړي خو په ظاهره د خلقو له سترګو نه د پناه کېدو په صورت کښې دې ورنه خلق په خاصه توګه آئنده نسلونه بې برخې وي.

د انبياؤ ، ائمه ؤ او اولياؤ خو ډېر لوړ مقام دے ارواښاد رحمان بابا چې کلام يې پښتانۀ د قران مجيد د ايتونو تفسير ګڼي حتي د هغو پاکانو د در د دروېشانو قبرونو ته تلل او له هغوي نه دنيوي او اخروي مدد غوښتل روا او د اسلام مطابق ګڼي. لکه چې وائي:

هومره خلق يې زيارت کړه پس له مرګه

چـــې بازار وي پــــه مـــزار د دروېشانو

کــه مراد ترې دنيوي ، اخروي غواړې

هــــرګز مۀ پرېـــږده جــــوار د دروېشانو

 

خو دلته به دا خبره په ډېر افسوس سره وکړو چې زمونږ په وختونو کښې داسې بد عقيده خلق په مسلمانانو کښې پېدا کړې شول چې د توحيد په پرده کښې او د إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ  په سطحي او د خپلې خوښې په تفسيرونو سره يې د اکثرو ناپوهو کسانو له زړونو نه روحانيت، معنويت او معرفت ووېستۀ او د خداے پاک له دوستانو سره د مينې پېدا کولو په ځاے يې له هغوي سره د بغض او کينې تخم د خلقو په زړونو کښې وکرلو او  هغه پاکې هستۍ او حتی اشرف الخلائق، اشرف الانبياء، سرور کائنات ، سردار دوجهان  يې هم د ځان غوندې يو عام انسان معرفي کړ. په داسې حال کښې چې په کائناتو کښې هيڅ مخلوق حتی يو جليل القدر پېغمبر ځان د خداے د ګران رسول (ص) په شان نۀ دے ګڼلے. دغو بد عقيده عناصرو له هغو پاکو هستيو سره د خلقو په زړونو کښې حقيقي او مخلصانه مينه په شک او شبو باندې بدله کړه. او د يو خداے پاک عبادت او پرستش کوونکو موحدو خلقو باندې يې د خداے پاک په خاطر د هغۀ له نيازبينو او نزديو دوستانو سره د مينې په جرم د شرک او کفر فتوې ولګولې د هغوي مال او سر او ناموس يې مباح وبالۀ او په مسلمانانو کښې يې فرقه پرستي او د مسلک په بنياد له يو بل سره بغض، کينه او حتی جنګونه او قتل و مقاتله رامنځته کړه او د انبياؤ، ائمه و او اولياؤ او صالحينو په معنوي او روحاني تعليماتو باندې يې اوبۀ توې کړې. بيا همدغه بد عقيده کسان د ژوند په نورو مواردو کښې د امريکې په شان خپلو بادارانو نه مدد او مرسته غوښتل، د خپلو يارانو او معشوقو ښکلول او د هغوي په متابعت کښې ټيټ پاس کېدل او د نفس ، شهوت او دنيا پرستۍ نورې چارې شرک نۀ ګڼي.

 پکار دي خلقو ته د توحيد په حقله له افراط او تفريط نه پاکه عقيده بيان کړې شي او هغه دا چې په اسلام کښې په نيت باندې ډېر تاکيد شوے دے او فرمايل شوي دي چې: (( انماالاعمال باالنيات )) د عملونو دار و مدار په نيتونو باندې دے. نو ځکه په داسې حالاتو کښې انسان هغه وخت د شرک خوا ته ښويږي چې کله د خداے په مخلوقاتو کښې يا له نا اهلو او غېرالله  نه مدد او مرسته وغواړي او يا له اهل او اهل الله  نه په دې نيت مرسته او مدد وغواړي چې هغه  په دې مرسته او مدد کولو کښې خپلواکه وګڼي يا د خداے درجه ورته ورکړي خو که يو اړمن انسان له اهل او اهل الله نه په دې نيت مرسته او مدد وغواړي چې خداے پاک هغۀ ته له اړمن انسان سره د مرستې او مدد کولو قوت او توان ورکړے دے او په اصل کښې د دغو ټولو مرستو او مددونو سرچينه د خداے پاک ذات دے نو دغه غوښتنه يې عېن له خداے پاک نه غوښتنه ده او د توحيد له عقيدې سره هيڅ ټکر نه خوري. او هم دا عقيده ارواښاد رحمان بابا په ډېر ښکلي شکل کښې وړاندې کړې ده چې وائي:

هر زيارت لره چې ځم مراد مې تۀ يې

زۀ  زائر د بتخــــانې د حـــرم نـــۀ يــــم

 

 

 

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:58 |