تبليغاتX
مينــــــــــــــــه - د حضرت محمد (ص) ژوند

 

د حضرت محمد (ص) ژوند

(يوه لنډه کتنه)

 

څلورمه برخه

ليک: عبدالرحيم درانے - مردان

 

د پيغمبر اکرم (ص) جنګونه

د بدر جنګ

له بعثته وروسته ديارلس کاله په مکه کښې قرېشو په ګران رسول (ص) او د هغۀ په ملګرو باندې ظلمونه وکړل او بالاخره پېغمبر اکرم (ص) له مکې معظمې نه مدينې منورې  ته هجرت وکړ خو د مکې کفارو بيا هم په ارام پرې نه ښودل او د مکې د بې دفاع مسلمانانو له ازارولو سره سره(١) دوي مدينه هم  سخته اقتصادي محاصره کښې راوسته او د خوراک هيڅ قافله به يې مدينې ته نه پريښوده. دا محاصره اوږده شوه ان تردې چې د مدينې خلق تنګ شول او په دې مجبور شول چې د خوراک د راوړلو لپاره د سرۀ سمندرګي (بحيرۀ احمر) ساحلو ته لاړ شي.(٢)ابوجهل هم د پېغمبر اکرم ص) له هجرته وروسته هغوي ته په يو خبرداري ليک کښې وليکل چې جنګ او د قرېشو حملې ته تيار شئ.(٣)

په همدې ځاے کښې الله پاک وفرمايل: "او هغه کسان چې تېري پرې شوي دي د خپلې دفاع لپاره جنګ کولی شي. خداے پاک دا قدرت لري چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د يو خداے مننې په جرم له خپل کور اوره ويستل شوي دي (٤)

د اسلام  ګران پېغمبر(ص) د هجرت په دويم کال د اسلام د ساتلو، د مسلمانانو د ژوند د حقوقو د دفاع او د قرېشو د سپېرو مقصدونو د شنډولو لپاره پاڅيد او د قرېشو د لښکر په وړاندې په "بدر" کښې ودريد او سره له دې چې د مسلمانانو شمېره تر کفارو درې برخې کمه وه خو د ايمان په طاقت او د خداے پاک په مرسته يې کافرانو ته ماتې ورکړه.

د احد جنګ:

د بدر په جنګ کښې ځينې کافران وژل شوي وو. قرېشو د جنګ تيارۍ وکړې او د انتقام لپاره د هجرت په دريم کال مدينې ته روان شول او د احد په سيمه کښې له مسلمانانو سره مخامخ شول په دې جنګ کښې ځينو مسلمانانو د پېغمبراکرم(ص) خبرې ته غوږ کينښود او دا جنګ د کفارو په ګټه ختم شو.

د احزاب جنګ :

د هجرت په پنځم کال د "بني النصير" د قبيلې ځنې يهوديان مکې ته لاړل او قرېش يې د اسلام او مسلمانانو په خلاف وهڅول. قرېشو له فرصته ګټه واخېسته او د بيلا بيلو ډلو له يو غټ لښکر سره د مدينې په لور روان شول.

مسلمانانو د اسلام د مرکز (مدينې) د ساتلو لپاره له ښاره ګېرچاپېره خندق وکنستو او د لسو زرو دښمنانو په مقابلې کښې ودرېدل. حضرت علي (ع) د دښمنانو مشر ووژۀ او بالاخره دا جنګ هم د مسلمانانو په ګټه تمام شو.

د بني قرېضه جنګ:

بني قريظه له ګران رسول (ص) سره معاهده کړې وه خو په جنګ خندق کښې يې تړون مات کړو او له قريشو سره يې ملګرتيا وکړه. د پيغمبر(ص) له نظره خطرناک وبلل شول نو له جنګه پرته بله چاره نۀ وه.

د احزاب له جنګه  وروسته پيغمبراکرم (ص) حکم ورکړ چې د اسلام لښکر د بني قرېظه په لور روان شي. دوي 25 ورځې د مسلمانانو په کلابندۍ کښې وو او بالاخره تسليم شول. اوس قبيلې له پيغمبراکرم (ص) نه وغوښتل چې له وينې يې تېر شي. پېغمبراکرم (ص) ورته وفرمايل "ستاسو خوښه ده چې سعد معاذ چې ستاسو د قبيلې له مشرانو څخه دے ستاسو په حقله فېصله وکړي. ټولو په دې اميد ومنله چې سعد به د هغوي پلوي توب وکړي خو سعد وويل چې جنګي سړي بايد ووژل شي، مالونه يې تقسيم شي او ښځې يې اسيرې شي. پېغمبراکرم (ص) وفرمايل د سعد حکم هماغه حکم دے چې خداے پاک د دغو کسانو په باره کښې کړے دے، په دې طريقه د هغوي ټول جنګيالي ووژل شول(٥)

د بني المصطلق جنګ:

بني المصطلق د خزاعي قبيلې يوه ډله وه چې د مسلمانانو په خلاف به يې کارونه کول. پېغمبراکرم (ص) د دوي په سازشونو خبر شو او له يو لښکر سره د دوي په لور روان شو چې د دوي د خطر مخه ونيسي په "مريسيع" سيمه کښې مسلمانان له هغوي سره وجنګيدل او بريالي شول دا جنګ د هجرت په شپږم کال وشو.

د خېبر جنګ:

د خيبر په کلاګانو کښې ډېرو يهوديانو ژوند کوۀ چې له مشرکانو سره يې فوځي او اقتصادي تعلقات لرل او د مسلمانانو لپاره خطرناک وو. د هجرت په اوم کال مسلمانان د دوي د فوځ مرکز خيبر په لور روان شول او له محاصرې او جنګه وروسته يهوديان اسلامي حکومت ته تسليم شول. (٦)

د موته جنګ:

د هجرت په اتم کال د خداے ګران رسول(ص) د بصرې بادشاه ته د خپل استازي حارث بن عمېر په لاس يو ليک واستوۀ خو کله چې د پېغمبراکرم (ص) استازےموته ته ورسيد نو هغوي ووژۀ. مسلمانانو د خداے د رسول ص) په حکم د دښمن په لور حرکت وکړ او بالاخره په موته کښې د روم د باچا هرقل له لښکر سره چې يو لک روميان او غير روميان پکښې شامل وو مخامخ شول، سخت جنګ وشو او پکښې زيد بن حارث، جعفر ابن ابي طالب او عبدالله ابن رواحه چې درې واړه د اسلام د لښکر سرداران وو شهيدان شول. مسلمانانو د کفارو مقابله ونۀ کړی شوه او مدينې ته ستانۀ شول.

د مکې فتح:

قرېشو د حديبې د سولې په تړون کښې له پېغمبراکرم (ص) سره معاهده کړې وه چې په مسلمانانو باندې به تېرے او زياتے ونۀ کړي خو خپل لوظ او معاهده  يې ماته کړه او له بني بکر قبيلې سره يې ملګرتيا وکړه چې خزاعه قبيله چې د مسلمانانو هم تړونې وه ختمه کړي. پېغمبراکرم (ص) د هغوي د تېريو د مخنيوي په غرض پاڅېد او له مسلمانانو سره د مکې په لور روان شو. په ډېر صحيح تدبير سره مکې ته ننوت او مکه يې فتح کړه د خداے د کور زيارت ته لاړ او خپله تاريخي خطبه يې ولوسته او وې فرمايل: (( خبر شئ تاسو د پېغمبر(ص) لپاره بدګاونډيان وئ هغه مو دروغ وبالۀ، ومو زوروۀ او له خپل وطنه مو بهر کړ، په دې مو هم زړۀ سوړ نه شو او ان تر دې چې په مدينې او نورو ځايونو کښې مو هم مونږ په ارام پرې نۀ ښودو او جنګ مو راسره وکړو. لاړ شئ تاسو ټول ازاد يئ.))

د دې دومره لوي سرښنيدنې او معافۍ په وجه د مکې خلقو اسلام ته مخه کړه. په دې فتح کښې پيغمبراکرم (ص) مسلمانانو ته حکم ورکړ چې صرف د خپلې دفاع او د مشرکانو د تيري د مخنيوي لپاره جنګ وکړئ د دې نه علاوه جنګ جائز نه دے. خو د اتو سړو او څلورو ښځو مرګ يې روا کړو چې له هغوي څخه څلور تنه ووژل شول او يوازې د خالد د سپايانو او ځينو مشرکانو تر مينځ ټک ټوک وشو چې د عکرمه بن ابي جهل په مشرۍ وجنګيدل.(٧)

 د حنېن او طائف جنګونه:

هوازاه قبيلې د اسلام په خلاف يو لښکر تيار کړو. پېغمبراکرم (ص) په دې قيصې خبر شو او له 12 زرو ملګرو سره د هغوي مقابلې ته ووت. د حنېن په وادۍ کښې جنګ جوړ شو. کفارو ماتې وخوړه او تسليم شول. له دغه جنګ نه وروسته پېغمبراکرم (ص) طائف ته مخه کړه چې ثقيف قبيله چې د هوازان ملګرې وه اوځپي او د څه مودې له محاصرې وروسته يې طائف پريښود او مکې ته ستون شو. (٨)

په دغو جنګونو سربېره د اسلام دګران  پېغمبر(ص) په زمانه کښې څو نور واړۀ واړۀ جنګونه او تبليغي سفرونه شوي دي. نو اوس به راشو د مسلمانانو او کافرانو هغه شمېر ته چې د پېغمبر(ص) د زمانې په ټولو جنګونو کښې مړۀ شول. د تاريخ د مشهورو مدرکونو او دلائلو له مخې د دغو مړو شمېر دا دے:

د پېغمبر(ص)اکرم د وخت په جنګونو کښې د مهمو مدارکو له مخې د مړو شمېر:

د جنګونو نومونه

تاريخ الخميس

سيره ابن هشام

تايخ يعقوبي

طبقات

بحار الانوار

تاريخ طبری

بدر

84

84

86

84

84

84

احد

93

92

90

109

109

70

خندق

9

9

14

11

9

9

بني قريظه

800

850

750

800

900

850

بني المصطلق

12

-

-

10

10

-

خېبر

32

32

-

98

-

3

موته

21

13

-

13

-

3

فتح مکه

39

20

-

33

-

21

حنېن او طائف

96

101

-

87

112

85

نور جنګونه

250

122

-

119

333

310

دا لږ غوندې شمېر چې تاسو وليد د مسيحيانو او عيسايانو د مذهبي او صليبي جنګونو له وژل شوو کسانو او قربانيانو سره هيڅکله د مقايسې او پرتلې قابل نه دے. بلکې د عيسايانو په مذهبي او صليبي جنګونو کښې په لکونو کسان وژل شوي دي.

نو تاسو وليدل چې پېغمبراکرم (ص) هيڅ يو جنګ د ملک د نيولو، انتقام او ظلم لپاره نه ؤ بلکې زياتره يې دفاعي جنګونه کړي دي او يا يې  د تړون او لوظنامو له ماتوونکو سره او يا  د مسلمانانو د عزت او د حفاظت، او د حق د لوړاوي لپاره وو. ډاکټر "کوسټاولوبون" د "ميشود" له خلې ليکي: "اسلام چې جهاد يې واجب کړے دے خپلو منونکو ته يې حکم کړے دے چې د نورو مذهبونو له پېروکارو سره په انصاف عدل او سرښيندنې سره سلوک وکړي او هغوي ته مذهبي ازادي ورکړي".(٩)

د حضرت محمد(ص) نړيوال رسالت

اسلام له هم هغې وړومبۍ ورځۍ نه د روڼې او ځلاندې چينې په شان راښکاره شو، ورو ورو يې پراختيا او ژورتيا زياته شوه او بالاخره يو لوے سمندر شو چې په بيلا بيلو سيمو کښې بشريت خړوبوي او اوس هم چې څومره مخکښې ځي، لا ژور او پراخيږي. په حقيقت کښې اسلام يو داسې کامل دين او د ژوند کامله ضابطه ده چې ټول غلط دودونه ، رسمونه او رواجونه وينځلې شي او په هر وخت او ځاے کښې د خلقو هدايت کولے شي.

اسلام د نړۍ د استعماري سياستونو او سازشونو باوجود مخ په ترقۍ دے او د اسلام دبنيادونو د راغورزولو لپاره د دښمنانو پروپيګنډې شنډې شوې دي . اسلام د کاميابۍ او عام کېدو راز لري او هغه ستر راز د انسانانو له فطرت سره مطابقت دے چې ټول انسانان يې لري او د ژوند اساس په همدې فطرت باندې ولاړ دے. نو هغه کسان چې وائي ختيځ، ختيځ دےاو لويديځ، لويديځ. او د ختيځ يا مشرق پېغمبر د لويديځ او مغرب رهبري نه شي کولی، په غلطۍ دي. ځکه چې لويديځ او ختيځ د فطرت له نظره يو شان دي. او څنګه چې لويدځ او ختيځ د فطرت له نظره يو شان دي. او څنګه چې د ختيځ خلق فطري دين ته ضرورت لري د لويديځ خلق هم دې ته اړتيا لري.د خداے ګران رسول (ص) د خداے پاک لخوا د اسلام مبين دين راوړۀ چې دا دين د نړۍ ټولو انسانانو لپاره دے. اسلام چې انسان ته د کومو څيزونو او کارونو د کولو حکم کړے دے نو هغه څيزونه او کارونه خپله د انسان په ګټه دي او له کومو څيزونو او کارونو نه يې چې انسان منعې کړے دے نو خپله هغه د انسان په تاوان دي دا بيله خبره ده چې انسان د يو څيز يا يو کار په اړه په خپله ګټه تاوان پوهيږي يا نه. نو که يو څيز يا يو کار انسان ته فائده يا نقصان ورکوي نو په دې کښې د شرق او غرب او شمال او جنوب په انسان کښې فرق نشته هغه د ټولو لپاره د فائدې او نقصان ورکوونکي دي.

کله چې د مکې په تورتم کښې د پېغمبراکرم (ص) لخوا توحيد ته د بلنې اواز انګازه وکړه نو دا اواز يوازې د حجاز د سيمې او د عربو لپاره نه ؤ بلکې د ټولې نړۍ لپاره ؤ ځکه چې پېغمبراکرم (ص) خپلو خپلوانو ته په بلنه کښې وفرمايل: "اني رسول اليکم خاصة و الي الناس عامة"

په تحقيق سره زۀ خداے پاک خاص تاسو ته او په عامه توګه نورو خلقو ته راستولے يم يعنی که څه هم اوس ستاسو په منځ کښې يم خو خداے پاک د ټولو انسانانو لپاره راستولے يم( ١٠)

د قران ځينې ايتونه هم زمونږ خبره تائيدوي چې فرمايي:  قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا.

( اے رسوله! ) ووايه چې اے انسانانو! په تحقيق سره زۀ ستاسو د ټولو لپاره د خداے رسول او استازے يم.(١١)

يا فرمائي:  وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ

او ته مو د ټولو نړيوالو او عالمينو لپاره رحمت وليږلې.(١٢)

 همدا رنګ  فرمائي:  وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ

او دا قران ما ته وحي شوے دے چې تاسو او هر هغه څوک چې دا ورته ورسي، وويروم.(١٣)

له دغو او داسې نورو مبارکو ايتونو نه په څرګنده معلوميږي چې د پېغمبراکرم (ص) نړيوال رسالت له هم هغې وړومبۍ ورځې څخه د هر وخت او هر ځاے د خلقو لپاره ؤ نه چې صرف د حجاز لپاره.

له امام جعفر صادق (ع) څخه يو سړي پوښتنه وکړه قران چې هر څومره لوستے او ښودلے شي بيا هم تازه او نوے دے، دا ولې؟ امام صادق(ع) وفرمايل: خداے پاک قران د يو خاص وخت او خاصې ډلې لپاره نه دے نازل کړے ځکه خو تر قيامته پورې د هر چا لپاره نوے او تازه دے.(١٤)

د اسلام ګران پېغمبر(ص) د هجرت په اتم کال د نړۍ واکمنانو او باچاهانو ته ليکونه او خطونه واستول او هغوي يې يو خداے مننې او اسلام ته راوبلل او له دې امله چې د د رسول الله (ص) بلنه د خداے پاک په حکم سره او د خلقو د خبردارولو لپاره وه  نو ډېر اغيز يې درلود او ځکه خو د نجاشي، مقوس او داسې نورو په شان ډيرو حق غوښتوکواو انصاف لرونکو خلقو ومنۀ.(١٥)

د پيغمبراکرم (ص) د تبليغي ليکونو او خطونو په حقله شوي معلومات دا ښئ چې هغه مبارک پېغمبر، باچاهانو او د قبيلو مشرانو ته ټول ټال 62 ليکونه استولي وو. چې اسلام ته د بلنې لپاره وو خو تراوسه يوازې د 29 ليکونو متن پيدا شوے دے(١٦) د نمونې لپاره د څو ليکونو متن وړاندې کوو.

( نور مطلب د پيغمبراکرم(ص) په ليکونو کښې وګورئ.)

د پېغمبر(ص) ليکونه

د ايران باچا کسری ته

بسم الله الرحمن الرحيم

د خداے  د رسول محمد(ص) لخوا، د فارس لوے کسری ته.

سلام دې وي په هغه چا چې د هدايت په لاره تلونکي او د خداے او رسول ليواله دي. هغه کس چې د خداے پاک  د يووالي او د هغۀ د بنده محمد (ص) د پيغمبرۍ شهادت ورکړي.

په تحقيق سره زۀ تا د خداے په حکم اسلام ته رابولم. او زۀ ټولو خلقو ته د خداے پاک استازے يم چې ژوندي زړونه وويروم او کافرانو ته هم عذر پاتې نۀ شي. اسلام ومنه چې د سولې او سلامتۍ په قله کښې داخل شې او که مخ دې وګرځوۀ نو د مجوسيت ګناه ستا په غاړه ده (١٧)

د روم باچا هرقل ته

بسم الله الرحمن الرحيم

زۀ تا ته د اسلام بلنه درکوم که په اسلام کښې داخل شوې، له مسلمانانو سره په ګټه او تاوان کښې شريک يې او ګني خلق ازاد پريږده چې يا اسلام ومني يا جزيه ورکړي او په هغوي پابندۍ مۀ لګوه.(١٨)

 

د پېغمبراکرم(ص) ليکونه يوازې باچاهانو ته نه وو بلکې د قبيلو مشرانو ته يې هم بلن ليکونه استولي وو. مثلاً

د يمامه مشر ته.         

بسم الله الرحمن الرحيم

د خداے د رسول محمد(ص) لخوا، هوذا  ته.

سلام دې وي په هغه چا چې د دين د لارښوونکو په لاره لاړ شي.

اے د يمامه مشره! پوه شه چې زما دين به د نړۍ تر کونجه کونجه ترقي کوي نو اسلام ومنه چې سلامت پاتې شې.(١٩)

يهوديانو ته

بسم الله الرحمن الرحيم

د خداے د رسول او د موسی بن عمران (ع) د ورور او ملګري محمد(ص) لخوا

خداے پاک زۀ هماغه شان چې موسی(عليه السلام) يې راستولے ؤ، راستولے يم. تاسو ته خداے او په هغو پاکو لوحونو قسم درکوم چې په طور غرۀ کښې په موسی(عليه السلام)  نازل شوي وو، ايا په خپل اسماني کتاب کښې مو نه دي موندلي چې زۀ د يهودو ټولنې او د ټولو خلقو لپاره رسول يم؟ که موندلي مو وي نو له خدايه وويريږئ او اسلام ومنئ او که نه مو وي موندلي نو معذوره  يئ(٢٠)

ماخذونه

(١)  . بحارالانوار ج19 ص143.

(٢)  محمد(ص) ستاره ای که در مکه درخشيد ص92.

(٣)  . بحارالانوار ج19 ص166، 165.

(٤). د سوره حج د 39 او 40 ايت مضمون.

(٥)  . طبری ج3 ص1493.

(٦). کامل ابن اثير ج2 ص216.

(٧)  . کامل ابن اثير ج2 ص247، 250.

(٨)  . سيره ابن هشام جز493 ص482.

(٩) . تمدن اسلام و غرب ص148.

(١٠)  . کامل التواريخ ج ص61 چاپ بيروت سال1385.

(١١)  . سوره اعراف ايه158.

(١٢)  . سوره انبيا ايه107.

(١٣)  . سوره انعام ايه19.

(١٤) . سفينة البحار ج2 ص413.

(١٥)  . کامل ابن اثير چاپ 1385 ج2 ص210 مکاتيب الرسول ج1 ص30، 31.

(١٦). مکاتيب الرسول ج1 ص35، 41 او ص90، 182.

(١٧)  . مکاتيب الرسول ج1 ص91، سيره حلبيه ج3 ص277.

(١٨) . محمد و زمامداران ص162.

(١٩)  . سيره حلبي ج3 ص285.

(٢٠)  . مکاتيب الرسول ج1 ص172.

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:57 |