تبليغاتX
مينــــــــــــــــه

                       

ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه

 

 

  په نامه د هغه خداے چې همسر نۀ لري

 

ګرانه انور شاهين خانخېل صېبه!١ او د مينې مجلې همنوا  ملګرو ! له مينې ډک سلامونه قبول او منظور کړئ.

ستاسو له مينې ډکه (( مينه )) مجله مې ولوسته او ډېره مې خوښه او زړۀ ته رانزدې شوه او زۀ د پښتون قوم لپاره حق او حقيقت پېغام رسونکې بولم. د دې مجلې ليکنو مې په زړۀ کښې يو نوې چذبه او ولوله رابېداره کړه او دومره اثر يې راباندې وکړ چې بې اختياره مې قلم له نثر نه نظم ليکل شروع کړل او داسې شعرونه يې وليکل:

((مينه)) ده مينه سره مينه لرم

ښۀ په اخلاص يې تکه سپينه لرم

خلقه! پښتون يم ده نوا مې د زړۀ

ځکه يې لرم چې زړۀ کښې وينه لرم

کۀ په پښتو کښې څوک تحريف ونکړي

دا دے اسلام وېنا رنګينه لرم

مينه د خداے او پېغمبر امر دے

دا وېنا عسل نه شيرينه لرم

(( مينه )) شي جوړه پېغمبره زما

ځکه يې زړۀ کښې زۀ نيازبينه لرم

(( مينه )) کښې مينه د قرباؤ ښکاره کړم

چې آئينه د زړۀ حسينه لرم

(( مينه )) پښتون د بېدارۍ سبب شه

دعا له رب العالمينه لرم

محسن به هر قدم په مينه اخلم

د خداے په در کښې يې تخت نشينه لرم

 

                                                                                په مينه

                                                                سيد نور حسن ګل محسن

                                                         کلے خاديزۍ، تحصيل او ضلع کوهاټ

 

 

 

 

 

 

ګرانو او خوږو ملګرو! سلامونه

 

ستاسو مينه مجله مې د وېبلاګ له لارې وليده په ليدو سره ډېر خوشحاله شوم، ډېر په زړه پورې معلومات او ليكنې پكې راوړل شوي دي، ستاسو مجله داسې يوه مجله ده، چې د هر ادب مينه وال تنده خړوبوي.
ګرانو وروڼو! له تاسو په درنښت سره يوه هيله كوم، چې هغه ليكنې چې تاسو يې خپروئ پکار دي دا ليکنې خپرېدل دوام ومومي ځكه چې ډېرې په زړه پورې ليكنې دي.په ژوند، ژبه، قلم او سوكالۍ مو بركت شه.


                                                                            ستاسې ورور
                                                                             مجيب اميري
                                                                           كابل_ افغانستان

 

 

 

 

د مينې مجلې زړۀ ته رانزدې کارکوونکو زمونږ له مينې ډک سلامونه قبول کړئ

ستاسو مينه مجله په متواتره توګه لولم او خوند او مزه ترې اخلم واقعي چې دا مجله لکه چې له نوم نه يې څرګنده ده له مينې او خلوص نه ډکه ده او داسې ليکنې پکښې خپريږي چې په نورو مجلو کښې يې نه وينو او دغه ليکنې د نن د يو پښتون مسلمان ضرورت دے.

زۀ له تاسو څخه ډېره مننه کوم چې زما ليکنو ته په خپله مجله کښې ځاے ورکوئ زۀ به درسره خپله قلمي رابطه ټينګه ساتم

له پاک ربه ستاسو د دې مجلې او ستاسو د لا کاميابۍ او پرمختګ لپاره لاس په دعا يم

                                                                                   مظفر خان

                                                                                                                                                                         نوښار

 

 

 

عزتمنه وروره انور شاهين خانخېل صېبه او د مينې مجلې نورو چلوونکو د سلامونو غنچې مې قبولې کړئ

 

په يو داسې وخت کښې چې د لر او بر پښتانۀ له فتنو او فسادونو سره مخامخ دي ستاسو د مجلې په زړۀ پورې ليکنې د پښتنو د زخمي زړونو د مرهم کار ورکوي او دردېدلو زړونو ته دا تسلي او اطمينان ورکوي چې په پښتنو کښې داسې روښان فکره او په اسلام مئين خلق هم شته چې اسلام او پښتو په خپل اصلي بڼه پښتنو ته وړاندې کوي. او په دې دور کښې چې په نړيواله سطح د اسلام او پښتو د بدنامولو او غلط شکل کښې د وړاندې کولو سازشونه روان دي  په ښکلي او زړۀ راښکونکي شکل کښې د اسلام او پښتو وړاندې کولو باندې ستاسو د کوششونو ډېره قدرونه او احترام کوو او پښتنو ته پکار دي چې په دې مشن کښې له تاسو سره د هر ډول قلمي، اخلاقي او مالي ملاتړ وکړي چې په کومې جذبې سره تاسو قلم اوچت کړې دے هغه جذبه قائمه پاتې شي.

زما له خوا ستاسو او ستاسو د ملګرو په روغ صحت ، خوشحالۍ او سوکالۍ دعا کوم

                                                                                زړۀ ور خان

                                                                                ټوپۍ بازار

                                                                                ضلع صوابۍ           

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:15 |

 

ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه

 

 

دميني ښاغلوچلونکو!

سلامونه اوښې پيرزويني مي ومنئ ، هيله ده روغ به ياست اوپرخپلوفرهنګي اومذهبي کارونوبه برلاسي ياست.

له پيښوره دميني مجلي نوم مي ډيراوريدلي و خودا دي اوس مي انلان ولوسته،داګڼه يې چې عاشورا‌ء ته ځانګړې سوي وه ،مطالب يې که څه  زماله نظره ځينې نيمګړتياوي لرې ، خوبيايې هم غنيمت ګڼم او دچلونکوڅخه يې هيله کوم چې دغه شان دخپل قلم ، ژبي اواند ټول ځواک او واک په ټولنه کښې د خرافاتو، ټولنيزو او مذهبي انحرافاتوڅخه دمخينوي په لاره کي صرف کړي.

زۀ فکرکوم چې اوس مهال تربل هروخته زيات داسلامي امت يووالي ته اړتيا ده ، ترڅواسلامي نړۍ له دي څپڅپانده اوبحراني حالت نه وژغورل شي

اوس مهال چې اسلامي نړۍ دسياسي ، اقتصادي ، فرهنګي اونظامي پلوه ترسختت فشارلاندي ده اوپه يادو ټولوخواو کښې د خپلواک ترپوښتني لاندي ده ، مسلمان امت ته په کار دي چې ټول ژبني ، نژادي ، منطقوي ، مذهبي اوسياسي اختلاف شاته وغورځوي او ديو واحد اسلامي ملت په توګه له اسلامي اساساتو اومعتقداتوڅخه دفاع وکړي.

ترهغوچې اسلامي نړۍ دمتحده ايالاتو، شمالي اتلانتيک او اروپايي ټولني غوندي سره نه وي يواځاے شوې، واحد رياست اوهمږغې تګلاره يې نه وي غوره کړې فکرنه کوم سالم دي له دې نړيوال بشروژونکي اوانسانيت دښمنه بحران څخه ځانونه خوندي وباسي.

که مسلمانان په خپلوکښې په کوچنيوکوچنيومذهبي او.نورو موضوعاتو سره بيل بيل وي نودسياسي ، فرهنګي اواقتصادي استعماراواستثمارلړۍ به همداسي وکړي څنګه چې نن ورسره اسلامي هيوادونه مخ دي.

که دامريکا دري سترې  تيلي کمپنۍ پرعراق باندي دامريکا ديرغل په پايله کي د عراق هغه ۱۵زره مليارډه ټنه تېل  باسي ، په منځني ختيځ کي چي دنړۍ څلويښت په سلوکي تېل  لري دتاوتريخوالي په زياتولوسره يوازي په ۲۰۰۸کال کي د۱۵۰مليارډوډالرووسله پلورلې شي اوايران ته يي چي د نړۍ څلورم تېل  توليدونکے  هيوادګڼل کيږي سترګي سرې کړي دي نومسلمانې  نړۍ ته څه کول په کاردي؟؟

ايا داسلامي نړۍ مسئوليت نه دے  چې خپل اقتصادپه خپل لاس کي واخلي اودخپلواقتصادي زېرمودفاع وکړي؟؟؟

خبره نه اوږدوم خودميني له چلونکو او د دوي غوندي نورو ځوانومسلمانوفرهنګيانوڅخه په مينه هيله کوم چې داسلامي نړۍ د ترقۍ او د مسلمانومذهبونو د يووالي لپاره لا ډيرکاروکړي

                                                                                  احمد فرزان

                                                                             قندهار (افغانستان)

                                                                                                                                                             

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/01/01 او وخت 5:0 |

                        ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه

 

 

 

ګرانه وروره انور شاهين خانخېل صېبه !

 

زما لخوا له مېنې او خلوص نه ډک سلامونه قبول کړه. کله مې چې ستاسو تر مديريت لاندې مينه مجله وليده او ولوسته نو يقين وکړئ چې ډېر خوشحاله شوم او راته هغه د سکول د دوران وختونه راياد شول چې کله دې په هغو وختونو کښې د ماشومانو لپاره د (( شاهين )) په نوم د يوې مجلې شروع کولو اراده کړې وه په دې نيت سره چې د ماشومانو په صحيح توګه تربيت وکړې شو د دې کار لپاره مونږ او تاسو په خلوص سره هلې ځلې شروع کړې وې او حتي پمفلټونه او اشتهارونه مو هم چاپ کړي وو خو ځينو خنډونو د رامنځته کېدو په وجه مو مجله خپرول شروع نکړې شول. چې کېدې شي په دې کښې به يې بهتري وه او هغه د پښتو متل چې توتان په خپل وخت پخيږي خو د ماشومانو ورته بيړه وي.

     حقيقت دے چې اوس له هغه وخت نه تقريبا ٢٨ کاله پس يو داسې وخت ته راورسېدو چې له ماشومانو نه زيات لوے کسانو ته د تربيت ضرورت دے او نن چې زمونږ معاشره له کومو ګډوډيو سره مخامخه ده دا هر څه زمونږ د لوے کسانو او مشرانو له لاسه دي نو ځکه ويلې شم چې د مينې په نوم مجله عېن د وحت ضرورت دے ځکه چې نن زمونږ په معاشره کښې نفرتونو، کينې، دښمنۍ او تربګنۍ دومره زياتې شوي دي چې دا به يوازې او يوازې په مينې سره ختمول غواړي نو له پاک ربه دا دعا کوم چې تاسو په دې نېک او له خلوص نه په ډک کار کښې کامياب کړي.

زۀ درته له خپل طرف نه د هر قسم ملاتړ  ډاډګيرنه درکوم.

                                                                                  ستاسو ورور

                                                                                  نديم اختر خان

                                                                        تحصيل پبي – ضلع نوښار

 

 

 

خوږه او ګرانه انور شاهين خانخېل صېبه! ژوندے اوسې

له مينې ډک سلامونه مې قبول کړئ

ستاسو د ((مينې)) تحفه مې ترلاسه شوه د يادګيرنې او پيرزونې مو ډيره ډيره مننه تاسو يقيناً چې د پښتو ژبې او ادب ته ملا تړلې ده خصوصاً له اهل بيتو (ع) سره ستاسو پښتنه مينه د قدر وړ ده زۀ که هر څومره ستاسو د هلو ځلو ستائېنه وکړم دا به کمه وي.

                بهر حال له خداے  پاک نه ستاسو روغ صحت غواړم چې د وخت په تيارو کښې د مينې ډيوې بلې اوساتئ.

                مينه د خوږوالي نوم دے د خوشحالۍ پېغام دے د نفرت په ازغن او خزان وهلي ماحول کښې د سپرلي ګلونه او خوږے وږمې دي په دې حواله خپله يوه قطعه پېش کوم:

 

رور هم د رور د سر قاتل جوړ شي

نيمګړې پاتې شي د وينې رشته

چې تل پاللې شي تر مرګه پورې

ډېره مضبوطه وي د مينې رشته     

                           (( آتش))

په اۤخر کښې يو وار بيا ستاسو مننه او شکريه د زړۀ له تله کوم فى الحال يو نظم درليږم انشاء الله ادبى مرستې به درسره جارى ساتم. والسلام

                                                                                ستاسو ملګرے

                                                                               ماصل خان ٫٫اۤتش،، 

                      دفتر اسټيټ لائف انشورنس کينټ پلازه نوښار صدر ضلع نوښار.

 

 

 

 

ګرانه انور شاهين خانخېل صېبه!

 سلامونه مې قبول کړئ

ما له دې نه مخکښې هم ٣ ايمېلونه او يو خط درلېږلے دے خو ستاسو لخوا راته نۀ د خط په ذريعه او نۀ د ايېمل په ذريعه ځواب تر لاسه شو. هيله ده چې د دې خط ځواب به راته ضرور راکړئ. مينه مجله يوه ډېره معلوماتي او د وخت د ضرورياتو مطابق مجله ده او تاسو ته پته ده چې زۀ د مينې مجلې پخوانے مينه وال يم. زما له مينې مجلې سره د هغې د ښکليو او معلوماتي ادبي، کلتوري او اجتماعي ليکنو په وجه ډېره زياته مينه ده او زۀ ترې ډېر متاثره يم. زۀ د دې ښکلې مجلې لپاره په خپلې سيمې ژوب کښې د هر ډول مرستې او ملګرتيا لپاره چمتو يم.

انشاء الله خپله قلمي رابطه به درسره ټينګه ساتم. په مينه

                                                                     ستاسو اسلامي ورور

                                                                         رفيع الله مندوخېل

                                                                      النور- قندهاري بازار- ژوب

                                                                             (  بلوچستان )

 

 

 

 

 

 

 

ګرانو او عزتمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې مې قبولې کړئ

 

له پېښور نه د مياشتنۍ مينې مجلې په شروع کېدو ډېر خوشحاله شوم ستاسو واقعي چې تاسو د پښتو ادب او کلتور په زمينه کښې يو ډېر ارزښتناک ګام اوچت کړے دے په تېره بيا ستاسو د مجلې دا پاليسي چې بايد يو پښتون دې په خپل ژوندکښې  په مذهب او پښتو دواړو باندې منګولې ښخې کړي يوه ډېره صحيح او د وخت مطابق پاليسي ده.

همدارنګ تاسو چې د هغو پښتنو لپاره چې د نړۍ په مختلفو سيمو کښې پراتۀ دي د مينې مجلې کومه وېبپاڼه شروع کړې ده دا مو هم يو ډېر ګټور قدم اوچت کړې دے. او حقيقت دا دے چې څنګه مينه نوم ښکلے دے دغه شان ستاسو مجله او وېبپاڼه هم ډېره ښکې ده.دا چې تاسو چې زما ليکنو ته په کوم اخلاص سره د مينې په ګڼو کښې ځاے ورکوې له تاسو څخه ډېره ډېره مننه کوم او نشاء الله چې خپل قلمي رابطه به درسره ټينګه ساتم او له پاک ربه دعا کوم چې تاسو ته د مذهب او پښتو د خدمت کولو ستر اجر عطا کړي.

                                                                                        په درناوي

                                                                            عبدالرحيم درانے - مردان

 

  

زۀ د مينې مجلې ټولو ګرانو چلوونکو او لوستونکو ته د زړۀ له کومي سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم.او د پښتو او پښتنو لپاره د دې مجلې د خدمتونو ستائېنه او قدرونه کوم او د لا کاميابۍ دعا يې له پاک ربه غواړم. زۀ به هم د ليکنو له لارې له تاسو سره خپله رابطه ټينګه ساتم.

                                                                                                                                       جابر احمد مخلص منګل

                                                                       څمکنو ولسوالي پکتيا ولايت

                                                                                   افغانستان

 

 

 

د مينې مجلې قدرمنو کارکوونکو ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم

خداے پاک دې وکړي چې په خپلو کارونو کښې لا غښتلي اوسئ او لا دغه خپرونه لوړه او په هر ډول مطالبو يې بډايا کړئ چې د خلقو هنري او ادبي تنده پرې خړوبه شي. لکه څنګه چې د مينې نوم لري همدا شان په مينه کښې پاتې شي.

يو وړانديز به دا عرض وکړم چې تاسو په هر ځاے کښې نمائندګي ولرئ چې خلک په اسانۍ سره دغه ښکلې مجله تر لاسه کولې شي.

                                                                                              په درنښت

                                                                                               نسيم لېوال

                                                                                            مياخېلو کلے

                                                                                          خوست ولايت

                                                                                                  فغانستان

 

ګران او قدرمن انور شاهين خانخېل صېبه او د مينې مجلې نورو انډيوالانو !

 

د تاودو سلامونو  ډالۍ مې قبوله کړئ.

مينه مجله واقعاً په پښتو ادب کښې د يو نوي او ځانګړي باب اضافه ده او انشاء الله اميد لرم چې دا مجله به د پښتنو په يووالي او بېدارۍ کښې خپل بشپړه رول ولوبوي.

ما د پښتو  ډېرې مجلې لوستي دي خو چې کومې د کاڼي کرښې او حقيقت ليکنې په دې مجله کښې تر سترګو کيږي نو دا يواځې د همدې مجلې  ځانګړتيا ده. له پاک ربه د دې مجلې د چلوونکو د  روغ جوړ او خوشحاله ژوند هيله کوم

                                                                           مِظفر  خان     نوښار

                                                                           ( پښتونخوا)

                                                        

 

 

د مينې مجلې او وېبپاڼې ټولو کارکوونکو ته د زړۀ له کومي او د مينې ډک سلامونه او احترامات وايم

     دا چی سهار دفتر ته راغلم او ايمېل مې چېک کوۀ نو را ته د د مينې په نامه لېنک راغلے ؤ نو دا ښائسته اوښکلے نوم راته ډېر په زړۀ پورې ولګېد ډېر خوشحال شوم او لېنک مې خلاص کړ په مينه مينه مې مطالب ولوستل. چې د ليکنو محتوا ډېره له معلوماتو نه ډکه وه او داسې ليکنې مې پکښې ولوستې چې نن يې پښتنې ټولنې ته اړتيا ده نو  د دې مجلې او وېبپاڼې د چلونکو د زړۀ له کومي مننه کوم چی دوی هم دزړۀ  له تله ډېره خواري کړې ده او د مينی د مجلې وېبپاڼې ته يې پوره مينه ورکړې ده. هيله لرم چی مونږ هم په دې مينه کښې شريک وګڼئ ستاسو د لا کاميابۍ او برياليتوب په هيله په لوے او مهربان خداے مو سپارم

                                                                                          په مينه

                                                                                 نېک محمد نېکمل

                                                                             مزارشريف (افغانستان)

 

د مينې مجلې قدرمنو همکارانو ! السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته

 

تاسو ټولو ته د نېکو هيلو په وړاندې کولو سره له تاسو ډېره زياته مننه کوم چې دې لوے خدمت ته مو ملا تړلې ده. زۀ ستاسو صفت په دې مختصر ايمېل کښې نۀ شم کولې خو له لوے خداے نه تاسو ټولو ته د ژوند په ټولو چارو کښې کاميابي او پرمختګ غواړم. دا حقيقت بايد ومنو چې اکثره پښتانۀ بې سواده او بې تعليمه دي او پښتو ته هيڅ کار نۀ شي کولې چې دا ستاسو غوندې پوهه ځوانان پښتانۀ دي چې خپلې توانمنۍ د پښتو او پښتنو د خدمت لپاره په کار راوړلې شي.چې د مينې مجله د دې خدمتونو يو غټ مثال دے. خداے پاک دې درته نور هم توفيق درکړي.

      زۀ به له تاسو سره د هر ډول قلمي همکاري کوم او خپله رابطه به درسره ټينګه ساتم

                                                                                                                                           په ډېره پښتنه مينه

                                                                                                                                               وزير احمد همت

                                                                                                                                           خوست افغانستان

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت 0:2 |

 

 

ما ته ليکونه په پښتو کښې ليکه

 

د لوے مهربان او بخښونکي خداے په نامه

 

د مياشتنۍ مينې مجلې چيف ايډيټر انور شاهين خانخېل او نورو خپروونکو ګرانو دوستانو ته له مينې او خلوص نه ډک سلامونه وړاندې کوم او هيله لرم چې ټول به روغ جوړ او خوشحاله وي.

عرض به دا وکړم چې کله راته د مياشتنۍ مينې مجله ملاؤ شوه او و مې لوسته نو زړۀ مې ډېر خوشحاله شو او د خپل ژوند هغه وختونه راته را په ياد شول چې کله شل کاله وړاندې مې خداے پاک په مشهد مقدس کښې د حضرت امام  رضا (ع) د زيارت په وسيله سترګې خلاصې کړې او لوستل ليکل مې د خداے په پاکې نامې سره شروع کړل. په داسې حال کښې چې ليک لوست مې نۀ وو زده او بې تعليمه وم. نو له ليک لوست  له زدکړې وروسته مې چاپېره نظر وکړو چې راته په پښتو ژبه داسې کتابونه ملاو شي چې هغه څه ترې زده کړم چې يو مسلمان پښتون ورته اړتيا لري او د هغو په لوستلو سره انسان د ژوند په لاره په صحيح توګه  يون وکړي، خو څه دا ډول کتابونه مې و نۀ موندل نو بيا مې له يو بل نه پوښتنه وکړه نو راته وويل شول چې په پښتو کښې زياتره کتابونه د شعرونو دي او په نثر کښې هم زياتره د لېلې مجنون، يوسف خان شېربانو، شيرين فرهاد او داسې نورو نومونو باندې مشتملې قيصۍ دي او که د ارواښاد حمزه بابا په شان مشرانو په نثر کښې څه ګټور کتابونه ليکلي هم دي نو هغه ملاوېدل ګران دي. نو مجبور شوم چې د فارسۍ کتابونو په لوستلو شروع وکړم چې په ښکليو ښکليو او ګټورو موضوع ګانو باندې پکښې په لکونو عنوان ګټور او د کار کتابونه موجود وو نو ډېر افسوس مې وکړو چې کاش په پښتنو کښې هم داسې څوک پېدا شي چې که په خپله نه وي نو لږ تر لږه له فارسۍ او نور ژبو نه ارزښتناک کتابونه په پښتو کښې ترجمه کړي چې پښتانۀ ترې ګټه اوچته کړي. نو خداے پاک زما دا آرزو پوره کړه او راته د ښاغلي انور شاهين خانخېل يو کتاب (( د اهلبېتو د مذهب عقائد )) ملاؤ شوچې ومې لوستو نو ډېر خوشحاله شوم او د خداے پاک شکر مې ادا کړو چې دغه ښاغلي داسې ګټور کتاب يې پښتنو ته ډالۍ کړو، بيا څه موده پس راته د دغه ښاغلي يو بل کتاب (( حمزه بابا او اهلبېت )) تر لاسه شو چې دغه کتاب زما په روح او فکر باندې يو ژور اثر وکړو او پکښې له ډېرو حقائقو نه خبر شوم او همدا رنګ ورپسې راته (( د امام علي (ع) ژوند )) نومې بل کتاب چې د حضرت علي (ع) په حقله له حقائقو نه ډک ؤ ملاؤ شو چې له زړۀ نه مې ښاغلي انور شاهين خانخېل ته دعا ووته او ورسره مې مينه نوره هم زياته شوه او دغسې ورپسې چې  مې (( خوندور بحثونه )) نومې کتاب وکتو نو هغه مې د پښتنو لپاره دومره ګټور محسوس کړ چې مې وويل چې که شاهين صېب سره نور څه نېک عمل نۀ وي  نو دا کتاب يې هم  بس دے او بيا په مختلفو موضوع ګانو راته د هغۀ لخوا وخت په وخت کتابونه ملاوېدل او بالاخره اوسنۍ مينه مجلې چې د دغه ښاغلي په سرپرستۍ کښې له پېښور څخه خپريږي ډېر خوشحاله کړم او زما د عمر ارمان يې پوره کړ ځکه چې په دې مجله کښې هغه څه دي چې يو پښتون ورته نن سبا ضرورت لري او زۀ دا خبره په ډاګه کولې شم چې له حضرت حمزه بابا (رح) نه پس که چا د پښتو د خدمت په ترڅ کښې د حق او حقيقت د څرګندولو لپاره څه تحريري کار کړے دے نو هغه انور شاهين خانخېل دے. نو  خداے  پاک دې د خپل ګران رسول (ص) او د هغوي د پاکو اهلبېتو (ع) په خاطر د انور شاهين خانخېل او د هغۀ د انډيوالانو په قلمونو کښې نور هم  برکت واچوي او اوږد ژوند، روغ صحت او د دواړو دارېنو نېکرغي دې يې په برخه کړي.او مينه مجله دې د پښتنو د يووالي او بېدارۍ سبب وګرځوي.

                                                                                             

                                                                                                         دعا ګو

                                                                                              سيد وهاب حسېن وهاب

                                                                                                     مشهد مقدس

                                                                                           د ايران اسلامي جمهوريت 

 

 

ډېر ګران او زړۀ کښې مېشت ليکوال، شاعر ورور ښاغلي انور شاهين خانخېل صاحبه! سلامونه او ښې چارې

وروره! ډېر زيات خوشحال شوم چې مينه مجله مې د انټرنټ په مخ وکته، خداےشته دومره خوند يې راکړ چې هډو پوښتنه يې مۀ کوه. دومره مې پرې زړۀ اوبۀ اوڅښلې او دومره مې زړۀ باغ باغ شو چې لکه يو ورک شوے څيز مې راپېدا کړے وي. په هر حال ډېره ښائسته علمي، ادبي او په زړۀ پورې مجله او وېبپاڼه ده خداے دې يې درته مبارکه او ښه کړي او په استعدادونو باندې دې نور هم برکت شه. خوشحال خو په دې يم چې له پېښور غوندې ځاے څخه ( چې پکښې پښتو ته خاص پاملرنه نۀ کيږي ) تاسو داسې يو ښائسته او په زړۀ پورې پښتو مجله او د هغې وېبپاڼه خپروئ.

                                                                                                                  په مينه

                                                                                                         سيد نظيم سيدي

                                                                                               www.sayedy.blogfa.com 

 

 

   

 د مينې مجلې چلوونکو خوږو دوستانو ! سلامونه مې قبول کړئ

مينه مجله مې د وېبپاڼې له لارې وکته ډېره مې خوښه شوه او زړۀ مې يې په لوستو خوشحاله شو. په تېره بيا د ارواښاد حمزه بابا (( نوې څپې )) ناول ډېر خوندور او ګڼور ناول دے. خداے پاک دې هر پښتون ته د دې نېکې جذبې توفيق ورکړي چې هغه د حمزه بابا په شان د پښتو پتنګ شي.

                                                                                                           مننه

                                                                                                   ظهور احمد ظهور   

 

 

                                                                                  

                                   

 

ګرانو او قدرمنو دوستانو! له مېنې او محبت نه ډک سلامونه مې ومنئ

مېنه مجله مې په وېبلاګ کښې وکته ډېره زياته مې خوښه شوه او چې څنګه يې بلاګ ښکلے دے داسې به مينه مجله هم ښکلې وي. خداے پاک دې تاسو ته نور هم توفيقات درکړي چې د قلم په ذريعه د پښتو او پښتنو خدمت وکړئ. زۀ درسره د هر ډول قلمي همکارۍ ته چمتو يم.

                                                                                                            په درنښت

                                                                                               راز محـد نورزے پکتيا وال

                                                                                                        پکتيا افغانستان

                                                                                  http://www.noorzay.blogfa.com

                                                                                        http://www.razm.co.cc

 

 

 د پښتون قام ښاغليو روشنفکرانو وروڼو ! سلامونه

 د انټرنټ له لارې مې مينې مجلې وېبپاڼه وکته ډېره مې خوښه شوه او په دې ډېر خوشحال شوم چې تاسو غواړئ چې په پښتنو کښې مينه ، محبت او خلوص پېدا کړئ نو زۀ هم غواړم چې له دې مجلې له لارې د پښتنو روشنفکرانو، پوهانو او حق پرستو عالمانو ته پېغام ورکړم.

تشدد، تعصب، ځان خوښونه، جنګ،جګړې او تنازعه داسې اوصاف دي چې نن ورسره د زمکې په سر د نړۍ خلق مخامخ دي او په تېره بيا د پاکستان او افغانستان په پولو کښې يعنې د لر او بر پښتنو په سيمو کښې د دا ډول تاوتريخوالي او جنګونه ،تعصب، ترهه ګري ، ځان وژنه ، بل وژنه او په يو بل باندې ظلمونه خپلې انتها ته رسېدلي دي او ډېره د مصيبت او افسوس خبره دا ده چې دغو کارونو ته د اسلام غوندې پاک او پاکيزه دين نوم ورکړې کيږي او د بې ګناه خلقو د وژلو لپاره په ځان پورې چاودېدونکي مواد تړل او ځان الوزول د جنت ضمانت ګڼل کيږي. ايا داسې خو نه ده چې په حديث مبارک کښې لولو چې رسول کريم (ص) فرمائي: «العلماء خيار الناس ان عملوا بعلمهم و شرار الناس ان لم‌يعلموا بعلمهم» يعنې علماء تر ټول بهترين کسان دي که په خپل علم باندې عمل وکړي او تر ټول بدترين کسان دي که په خپل علم باندې عمل و نه کړي. يا دا چې فرمائي «اذا فسد العالم فسد العالم» يعنې دا چې کله عالِم فاسد شي نو ټول عالَم فاسد شي.

    نو که پښتانۀ نن له دغه ډول مليانو او علماے سوء په نرغه کښې ګرفتار وي نو مونږ حق لرو چې د پښتنو له روشنفکرانو او پوهانو او حق پرستو عالمانو نه تپوس وکړو چې ولې دغه کسان مخې ته نۀ راځي او د پښتنو لارښوونه نه کوي؟ ايا خداے پاک به له دوي نه پوښتنه نه کوي چې ستاسو په موجودګۍ کښې پښتانۀ ولې له جهالت او تباهۍ سره مخامخ وو.

نو بس زۀ په ډېرې عاجزۍ سره د پښتنو روشنفکرانو، پوهانو او حق پرستو عالمانو نه غوښتنه کوم چې د عمل مېدان ته راشي او پښتنو ته له دې تباهۍ نه نجات ورکړي او چې هر کله پښتانۀ په لاره شو نو مونږ ټول افغان قومونه به هم په سکون او امن کښې شو او چې هر کله ټول افغان ملت په امن کښې شو نو د مرحوم علامه اقبال په قول په ټوله اېشيا کښې به امن او قراري راشي.

 

                                                                                                            محمد نعيم اكبري

                                                                                                            غزنے افغانستان

 

 

  

ښاغلي انور شاهين خانخېل وروره! د تودو سلامونو ډالۍ قبوله کړه

 

مينه مجله مې ولوسته يقين وکړه دومره خوند يې راکړ چې په الفاظو کښې يې نه شم بيانولې ځکه چې په دې مجله کښې هغه هر څه په هغه ډول موجود وو چې د نن ورځې ضرورت دے او دا خبره ستاسو بالکل حقيقت دے چې پکار دي پښتانۀ ژبه او قوميت د اسلام په چوکاټ کښې خپل کړي او که داسې وي نو واقعي چې بيا د خپل قوم او ژبې خدمت هم عبادت کښې شمېرل کيږي او که له اسلام نه بهر وي نو بيا زحمت دے او د فائدې په ځاے نقصان کوي او همدغه رنګ د اوچ کړس مذهب حال هم دے چې د ژبې او قوم خيال پکښې نه وي ساتل شوے نو هغې ته هم مونږ يوه اوچه مذهبي نظريه ويلې شو او د اسلام نوم ورته نه شو ورکولې ځکه چې اسلام د مثبت قوميت مخالف نه دے د منفي قوميت مخالف دے. جې مونږ په ماضي کښې د دغه افراط او تفريط د نقصاناتو کتونکي وو او اوس هم يو.

مينه مجله چې د دې نظريې چې زمونږ د پښتنو مشرانو نظريه ده کوم خدمت ته ملا تړلې ده هغه د ستائېنې او قدرونې وړ ده او پکار دي پښتانۀ د دې نظريې په خپرولو کښې له دې مجلې سره له زيات نه زيات تعاون وکړي. چې همدا له موجوده هلاکت نه د پښتنو د نجات لاره ده.

                                                                                                                                                                                                                                   په مينه او خلوص

                                                                                                     ستاسو ورور

                                                                                            محمد جان آفريدے پېښور

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/01 او وخت 5:0 |

 

ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه

 

 

 

ګرانه وروره انور شاهين خانخېل صېبه !

 

زما لخوا له مېنې او خلوص نه ډک سلامونه قبول کړه.

 کله مې چې ستاسو تر مديريت لاندې مينه مجله وليده او ولوسته نو يقين وکړئ چې ډېر خوشحاله شوم او راته هغه د سکول د دوران وختونه راياد شول چې کله دې په هغو وختونو کښې د ماشومانو لپاره د يوې مجلې خپرولو لپاره هلې ځلې شروع کړې وې او مونږ هم درسره ملا تړلې وه خو بيا د يو لړ خنډونو په وجه هغه مجله چاپ نۀ شوه او ان تر دې چې يوې اوږدې مودې پس نن زمونږ هغه ارمان پوره شو د مينې په نامه يوه ښکلې مجله د ادب او کلتور په دنيا کښې راڅرګنده شوه. او دلته ما ته د پښتو هغه متل راياد شو چې وائي. (( توتان په خپل وخت پخيږي خو  ماشومانو ورته بيړه وي )) او واقعي چې همدا يې صحيح وخت دے او يو داسې وخت کښې د مينې مجله راڅرګنده شو ه چې واقعي نن پښتنو ته د مينې او ورورولۍ ضرورت دے او مينه مجله په خپل قلم سره کولې شي چې د لر او بر پښتنو تر مېنځ هغه مينه او ورورولي راژوندۍ کړي چې پښتنو هيره کړې دي.

  خداے پاک دې تاسو او ستاسو انډيوالانو ته توفيق درکړي چې کوم ارزښتناک کار مو شروع کړے دے په صحيح توګه يې انجام کړئ.

زۀ له تاسو سره د هر ډول ملګرتيا او تعاون ته اماده يم.

                                                                                                                                                                                      په درنښت

                                                                                                                                                                        نديم اختر خان

                                                                              پبي ضلع نوښار

 

ګرانو او عزتمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې مې قبولې کړئ

له پېښور نه د مياشتنۍ مينې مجلې په شروع کېدو ډېر خوشحاله شوم ستاسو واقعي چې تاسو د پښتو ادب او کلتور په زمينه کښې يو ډېر ارزښتناک ګام اوچت کړے دے په تېره بيا ستاسو د مجلې دا پاليسي چې بايد يو پښتون دې په خپل ژوندکښې  په مذهب او پښتو دواړو باندې منګولې ښخې کړي يوه ډېره صحيح او د وخت مطابق پاليسي ده.

همدارنګ تاسو چې د هغو پښتنو لپاره چې د نړۍ په مختلفو سيمو کښې پراتۀ دي د مينې مجلې کومه وېبپاڼه شروع کړې ده دا مو هم يو ډېر ګټور قدم اوچت کړې دے. او حقيقت دا دے چې څنګه مينه نوم ښکلے دے دغه شان ستاسو مجله او وېبپاڼه هم ډېره ښکې ده. نو زما لخوا د مجلې او د وېبپاڼې په شروع کولو مبارکي قبوله کړئ او له پاک ربه دعا کوم چې تاسو ته د مذهب او پښتو د خدمت کولو ستر اجر عطا کړي. له تاسو سره د خپل هر ډول قلمي او اخلاقي همکاري اعلانوم.

                                                                                            په درناوي

                                                                             عبدالرحيم درانے - مردان

 

 

 

 

زۀ د مينې مجلې ټولو ګرانو چلوونکو او لوستونکو ته د زړۀ له کومي سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم.او د پښتو او پښتنو لپاره د دې مجلې د خدمتونو ستائېنه او قدرونه کوم او د لا کاميابۍ دعا يې له پاک ربه غواړم. زۀ به هم د ليکنو له لارې له تاسو سره خپله رابطه ټينګه ساتم.

                                                                     جابر احمد مخلص منګل

                                                                   څمکنو ولسوالي پکتيا ولايت

                                                                             بره پښتونخوا

 

  

 

ګران او قدرمن انور شاهين خانخېل صېبه او د مينې مجلې نورو انډيوالانو !

د تاودو سلامونو  ډالۍ مې قبوله کړئ.

مينه مجله واقعاً په پښتو ادب کښې د يو نوي او ځانګړي باب اضافه ده او انشاء الله اميد لرم چې دا مجله به د پښتنو په يووالي او بېدارۍ کښې خپل بشپړه رول ولوبوي.

ما د پښتو  ډېرې مجلې لوستي دي خو چې کومې د کاڼي کرښې او حقيقت ليکنې په دې مجله کښې تر سترګو کيږي نو دا يواځې د همدې مجلې  ځانګړتيا ده. له پاک ربه د دې مجلې د چلوونکو د  روغ جوړ او خوشحاله ژوند هيله کوم

                                                                           مِظفر خان

                                                                              نوښار

ځواب

مونږ د دغو ټولو قدرمنو مينه والو ډېره ډېره مننه کوو چې په خپلو له مينې په ډکو خطونو سره يې ياد کړو. او د مينې مجلې په خپريدو يې دومره زياته خوشحالي څرګنده کړې ده.

خداے پاک دې مونږ ته هم توفيق راکړي چې دا مجله د پښتنو په معيار پوره وګرځوو. له ټولو عزتمنو لوستونکو څخه غواړوو چې له ستائېنې نه علاوه د مجلې لپاره خپل تنقيدونه او وړانديزونه هم راليږي چې د هغو په بنياد مجله لا زياته ښکلې کړو. اداره

                                                                         

 

                                                                                                      

           

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/01 او وخت 5:0 |

 

 

د مينې مجلې په شروع کېدو مبارکي

 

ګرانو او عزتمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې مې قبولې کړئ

له پېښور نه د مياشتنۍ مينې مجلې په شروع کېدو ډېر خوشحاله شوم ستاسو واقعي چې تاسو د پښتو ادب او کلتور په زمينه کښې يو ډېر ارزښتناک ګام اوچت کړے دے په تېره بيا ستاسو د مجلې دا پاليسي چې بايد يو پښتون دې په خپل ژوندکښې  په مذهب او پښتو دواړو باندې منګولې ښخې کړي يوه ډېره صحيح او د وخت مطابق پاليسي ده.

همدارنګ تاسو چې د هغو پښتنو لپاره چې د نړۍ په مختلفو سيمو کښې پراتۀ دي د مينې مجلې کومه وېبپاڼه شروع کړې ده دا مو هم يو ډېر ګټور قدم اوچت کړې دے. او حقيقت دا دے چې څنګه مينه نوم ښکلے دے دغه شان ستاسو مجله او وېبپاڼه هم ډېره ښکې ده. نو زما لخوا د مجلې او د وېبپاڼې په شروع کولو مبارکي قبوله کړئ او له پاک ربه دعا کوم چې تاسو ته د مذهب او پښتو د خدمت کولو ستر اجر عطا کړي. له تاسو سره د خپل هر ډول قلمي او اخلاقي همکاري اعلانوم.

                                                                                                                                                              

                                                                              په درناوي

                                                                    عبدالرحيم درانے - مردان

 

 

سلامونه

 

محترم قدردان ,زړه ته رانزدې ورور انورشاهين ناتخيل ته د لكه د (مينې) په  شان له ميني ډک سلامونه او نېكې هيلې او ښۀ وحت او روغ صحت عواړم.

اول زه بايد دا خبره واضحه كړم ﭼ زۀ  نه شاعر يم او نه ليكول يم خو د محترم ورور (انورشاهين ناتخيل ) ميني زۀ  دي ته مجبور كړم  چې  زۀ په دي كمې تجربې سره محترم ورور  (انورشاهين ناتخيل ) ته حط وليكم.دا زما  لپاره  د افتحار او سرلوړۍ حبر ده.

محترم ورور انورشاهين ناتخيل چې دا كوششونه او زحمتونه د پښتو لپاره ﭘﺎره يي كړي او کوي يې.د ستايني او قدرداني وړ دي.محترم ورور چې كوم احساسات او جذبات د ﭙشتو او پښتنو لپاره لري. هعه د ستاينې او يادوني وړدي.او له خداے پاک نه دعا غواړچې ورته دې  نور هم قدرت او توان وركړي.چې پتښو او پښتنو ته لا زيات خدمتونه وکړي.

 

                                                                                 په مينه او درنښت

                                                                            محمد سليم "احمدزي"   

                                                                                                                           كابل              

 

 

د مينې مجلې قدرمنو چلوونکو

 

سلامونه

 

له پېښور څخه د مينې مجلې په شروع کېدو زما لخوا مبارکي قبوله کړئ . د پښتو

 

لپاره ستاسو خدمتونو او هلو ځلو ته پېرزوينې وړاندې کوم. او درسره د هر ډول

 

مرستې او همکارۍ کولو ډاډ درکوم.

                                                                                                                          د کاميابۍ په هيله

                                                                                   

                                                                                     اشرف علي

                                                                         

                                                                           بي بي سي پېښور دفتر 

 

 

 

دمينې مجلې ډېروقدرمنوکارکونکو!

نېکې هيلې اوسلامونه مو ومنۍ.

څه موده وړاندې له پېښور څخه  د مينې په نوم دېوې مجلې له خپرېدو خبر شوم خداے شته سخت ورباندې خوشحاله شوم او دا ځکه چې د مينې تخم بايد هرځاے وکرل شي او د پښتو نعره بايد له هرځاے نه اوچته شي.

خداے تعالي دې وکړي چې د مينې مجله په هرځاے کښې او د هرچاپه زړونوکښې ځاے پېداکړي .

زه  ددغې مجلې ټولوکارکوونکو ته د زړۀ  له کومې مبارکي وايم او هغوي ته د ژوند په ټولوچاروکې برے غواړم.

                                       مينــــــــه لــــه مينـــــــــې پېــــداکيــــږي

                                    په مينه مينه دې کتل مئين دې کړمه

 

                                       فضل غني حقمل /کابل

 

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت 5:0 |

 

ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه

 

 

 

د لوے څښتن په نامه

مينه، مينه- مينه ده

څه مودې وړاندې مي د ګران ورور انورشاهين خانخېل له خوا برېښناليک تر لاسه کړ، چي د يوې نوې مجلې په خپرېدو پيل کوي او نوم به يې (مينه) وي، ډېر خوشاله شوم چي شکر اوس زموږ ځوانان ورځ په ورځ را ويښېږي او له خپلې مورنۍ ژبې سره د مينې پر بنسټ تر خپله وسه خواري کاږي او په هر ډول چي وي د خپلې ژبې خدمت ته يې ملا تړلې ده.

که څه  هم (مينه) په پښتو ادبياتو کې لومړۍ مينه نه ده، تر دۀ وړاندې له همدې پېښوره ښاغلي عزت الله ځواب هم له خپلې ژبې سره مينه وکړه او يوه تلپاتې (مينه) يې پرې ولوروله او وروسته يې هغه مينه د ښامار (ډيورنډ) پر سر ننګرهار ته تېره کړه او خداے مي دې غاړه نه بندوي، هغه مينه اوس هم ژوندۍ ده، خو په هر حال خداے دي وکړي چي د ښاغلي انورشاهين خانخېل (مينه)- چي دا هم په پېښور کښې را ټوکېږي، وغوړېږي او خداے دې يې په لرو او برو پښتنو کښې زرغونه او سمسوره کړي. زۀ د انورشاهين خانخېل غوندې د هر ځوان او سپين ږيري، خور او ورور- چي د خپلې ژبې، هېواد او ملت لپاره خدمت کوي، د پښو خاورې يم او هر يو مې د سترګو تور او د زړه سر دے. خداے پاک دي ژوند ورکړي.

په درنښت

                                                                                                   ستاسو پښتون ورور

                                                                                                      بارکوال مياخېل

                                                                                            په کوئټه کښې د مينې مينه وال

 

 

 

  بخښونکي او مهربان خداے په نامه

 

مبارکي

 

ګرانه انور شاهين خان خېل صېب

 

ښۀ چارې

 

 

زما او  د پښتو ادبی ملګرو له اړخه د مينه نومې پښتو مجلې په خپرولو د زړۀ له کومې امبارکی قبوله کړه اصل خبره د پښتو ژبی ترقی او خدمت ده

زه هيله کوم چه ستاسو مجله به پښتنو ته راپېښې شخړې په ګوته کولو او د هغې حل راوېستلو د پاره په کار راوستلې شی۔

په پښتنه مينه

                                                                                                                                               فيروز افريدے

                                                                                                                                                                                                 دوحه قطر

 

 

 

د لوے او متعال خداے په نامه

 

د خوشحالۍ څرګندونه

 

قدرمنه انور شاهين خانخېل صېبه!

 

په دې خبره ډېر زيات خوشحال شوم چې له پېښور څخه د (( مينه )) په نامه پښتو مياشتنۍ مجله شروع کول غواړې دا زمونږ لپاره ډېره د وياړ او فخر خبره ده او انشاء الله چې دا مجله به د پښتو ادب او ثقافت د خدمت په ترڅ کښې د پښتنو د بېدارۍ او اتحاد لپاره هم خپل کردار ادا کړي.

کاميابي مو له پاک ربه غواړ د هر ډول همکارۍ ته درسره اماده يم

                                                                                     

                                                                                                     ستاسو ورور

                                                                                                     رياض احمد

 

                                                                                                                                                                                    

                                                                           

د ستر واکمن په نامه

 

مينې ته په مينه د مينې پيغام

 

  له نېکه مرغه موږ پښتانه اوس په هر ډګر کښې د سيالۍ جوګه شوي يو او غواړو چې په هېڅ ډګر کښې له چا وروسته پاتې نه شو، د دغو هلو ځلو يو روښانه دليل، د بېلابېلو پښتو مجلو، ورځپاڼو، ډايجسټونو او نورو راوېستل دي. د برېښنائي جال يا انټرنټ مزل مو هم ښه ګړندے روان دے چې پښتو ګڼ شمېر وېبپاڼې او وېبلاګونه په دې خبره ګواه دي، يوه ورځ مې بېلابېلې ګورتپاڼې (ويبپاڼې) کتلې، چې په کښې مې د مينې د مجلې زېرے ولوست، په ډېره مينه مې هغه خبرتيا ولوستله، خوند يې راکړ، خبرتيا مې تر پايه ولوستله، انور شاهين خانخېل صاحب راباندې د نوې مينې زېرے کړے ؤ او باور وکړ، له ډېرې خوښۍ مې دوه درې ځلې دا خبرتيا ولوستله، خو بېا وروسته مې بېرته زړۀ ارام شو، هغه داسې، چې د ډېرو داسې نويو مجلو زيري مې تر غوږه شوي، خو وروسته له يوې دوو ګڼو به يې بېرته ساه ورکړې وه، زۀ د نوې (مينې) مجلې د مسؤل چلونکي او نورو دوستانو څخه هيله لرم، تر څو په ډېره مينه دې کار ته سمه په منظمه توګه ملا وتړي او همداسې دې مينې ته په مينه ډېر عمر ورکړي، چې دا نورې مجلې هم د دې څخه په عبرت او پند اخيستو د ډېر عمر جوګه شي.

زما په اند به دا مينه مونږ پښتنو او نړيوالو ته د مينې په لېږدولو کښې د مينې لوے عظمت ښکاره کړي او له تربګنۍ، دښمنيو او جنګ جګړو څخه به مو مينې او ورورولۍ ته وهڅوي.

  زه مينې ته خپله مينه په مينه مينه وړاندې کوم او د بنسټګرو هلې ځلې يې د ستاينې وړ بولم او د لوے خداے دربار ته يې د برياليتوبونو لپاره لاسونه لپه کوم.

                                                                                                    مينې چلونکو ته مينه

                                                                                           د روهي ادبي او علمي ټولنې مشر

                                                                                                   رفيع الله ستانکزے

                                                                                               نوی ښار / کابل/ افغانستان

rafiullah.stanikzai@gmail.com                                                                                                                                            

 

 

                   

 

د مينې مجلې په شروع کېدو د خوشحالۍ څرګندونه

 

سلامونه

 

خداے پاک دې وکړي چې ټول ملګري روغ او جوړ يئ. د سلګۍ په نامه وېپاڼې په وزرو کښې مې ولوستل چې د (( مينه )) په نوم يوه مياشتنۍ خپرونه به د نوي هجري نمريز کال له شروع کېدو سره د کوزې پښتونخوا له زړۀ پېښور نه خپره شي چې ډېر ورته خوشحاله شوم. خداے دې وکړي چې دا نوے غوړېدلے ګل به د تل لپاره د پښتو او پښتنو په کور پېښور کښې تازه او د نورو ګلونو تر څنګه په نوي رنګونو سره وغوړيږي.

له يوې مودې راهسې په سويډن کښې د مسافرۍ شپې سبا کوم نو چې کله هم د پښتو په ادب کښې نوي خبرونه اورم نو ډېر خوشحالېږم، ځکه چې د لوے څښتن په فضل سره په دې وروستيو کلونو کښې د پښتتو ادب ته ډېر خدمت شوے دے او نو هم مخکې روان دے. زمونږ همدا هيله ده چې يوه ورځ به چې هغه به ډېره لرې نۀ وي پښتو ژبه له نورو ژبو سره سياله او په نړيوال ډګر کښې به تر ټولو ښائسته او سرلوړې وي. انشاء الله

 

                                                                                      ولايت خان اميد ځدران

                                                                                                  سويډن

 

 

 

 

 په (( مينه )) د خوشحالۍ څرګندونه

 

سلامونه او نېکې هيلې

 

شاهين خانخېل وروره! ډېر خوشحاله شوم چې تاسو مينه په مينه چلوئ او دا د خوشحالۍ ځاے دے چې د پښتو خپرونې څومره زياتې وي ښه ده چې پښتانۀ ليکوال او شاعران پکښې کم نه کم ليکنې وکړي او پښتنو ته يې وړاندې کړي. دا هم يو نېک کار دے کوم چې تاسو کوئ. زۀ خپله ستاسو ليکنې ډېرې په خوند سره ګورم. ډېر څه پکښې پراتۀ وي. ما ته سيد رقيب روحاني صېب ويلي ؤ چې له تاسو سره ضرور رابطه وکړم. وروره له تاسو څخه ډېره ډېره مننه

                                                                                                           په پښتنه مينه

                                                                                                           نسيم ستورے

                                                                                                               جرمني

 

ځواب

____________________________________________________________________________

له دغو ټولو قدرمنو او زړۀ ته رانزدې ګلونو پښتنو د دومره خلوص او مينې ډېره ډېره مننه کوو او له پاک ربه يې د ژوند په هر ډګر کښې کامياب ، کامران او سرهسکي غواړو او هيله ترې کوو چې له مينې سره به خپله د مينې رابطه ټينګه ساتي او مونږ به وخت په وخت له خپلو نېکو رايو او مشورو نه خبروي چې دا مجله لا نوره ښائسته شي.

                                                                                                      په مينه او درناوي

                                                                                                                اداره

                                                                                              

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |