دريابونه

د مينې په دې برخه کښې په کتابونو تبصرې ستاسو مينه والو په خدمت کښې وړاندې کيږي. کوم د قلم خاوندان چې په خپلو کتابونو باندې تبصره په دې برخه کښي خپرول غواړي نو پکار دي چې له تبصرې سره د خپل دغه کتاب دوه ټوکه د مجلې دفتر ته راولېږي
حمزه پېژندنه کتاب چاپ شو
رپوټ : مجيب لحاظ
ښكليه كه دا غواړې چې حمزه څه دے
- حمزه پېژندنه کتاب د سالنګ كتاب خپرونكې ادارې لخوا له چاپه راووت.
حمزه پېژندنه کتاب كښې د غزل بابا په ژبه د دۀ د ژوند په بېلا بېلو اړخونو هر اړخيز مالومات وركړل شوي دي.
ځوان ليكوال صالح محمد صالح په كتاب باندې د خپلې ليكنې په يوه برخه كښې ليكلي: ((په دې كتاب كښې چې د ارواښاد حمزه بابا د يوې مفصلې مركې ژباړه ده، تاسوپه خپله د دۀ له خولې د نوموړي د ژوند په نورو اړخونو خبرېږئ، په ډېره ساده ژبه يې د خپل ژوند ځينې ترخې او خوږې تجربې، دغه راز نورې پېښې يادې كړي چې په ځينو برخو كښې يې په څرګندونو كښې يو خوږ طنز هم شته، په ځانګړې توګه كله چې د خپل ماشومتوب د وخت ځينې كيسې كوي حمزه پېژندنه د غزل بابا حمزه شينواري سره په اردو ژبه د خاطر غزنوي مركه وه، چې د ((داستان امير حمزه)) په نوم د كتاب په بڼه له نن نه دولس كاله پخوا چاپ شوې وه.
دغه مركه ځوان ليكوال ذبيح الله احساس پښتو كړه او(( ښكليه كه دا غواړې چې حمزه څه دى- حمزه پېژندنه)) په نوم د كتاب په بڼه په سپين كاغذ او رنګه پښتيو د سالنګ كتاب خپرونكي لخوا خپره شوه.
حمزه پېژندنه دوه برخې لري، په وړومبۍ برخه كښې يې له بابا سره شوې مركه او په دويمه برخه كښې يې د ژباړن لخوا د بابا ۱۲۰ غوره كړې شوي بيتونه راغلي، چې د كتاب ارزښت يې يو په دوه كړى دے.
د كتاب وړومبۍ برخه د بابا په پيغام پاى ته رسېږي:
(( په عامه توګه ټول انسانيت او په ځانګړې توګه پښتون ملت ته وړانديز كوم چې خپلې حيواني غوښتنې دې له پامه وغورځوي او د انسانيت ساتنه دې وكړي. كله چې انسانيت ازاد او خپلواك وي او د حيوانيت له كړۍ ووځي نو په نړۍ كې امن راځي.امن د انسان د حقيقي پرمختګ ضامن دے او بس))حمزه پېژندنه-۱۶۶مخ
سالنګ كتاب خپرونكي له تېرو دوه كلونو را په دې خوا هڅه كوي چې ګټور پښتو كتابونه چاپ كړي. تاسو حمزه پېژندنه او د خپرونكي نور چاپ شوي كتابونه د هېواد له بېلا بېلو كتابپلورنځيو څخه تر لاسه كولى شئ.

