ا
د امام حسېن (ع) په وير کښې
ارواښاد سيد احمد شاه بابا
بيا پيـدا د غـم هلال شو له ګردونه
له هر ځائے حسېن حسېـن راغلل غږونه
ده شفق لمنې سرې د شاه په خون شوې
په بـاران يې نشانه ده شنه زرغونه
الف ذکر مې تل کړے په ژړا وې
له دوو سترګو مې خو ناب تلے په موجونه
شهـزاده چې تا ذبيـح په سجـــده کړو
د تا دواړه ستـرګې ولوېږه ملـعونه
مودت اجر دې هيڅ په ځائے رانه وړو
په محـشر به څه ځواب کوې قـــــارونه
داستاظـلم د دوستـانو په هېر نه دے
که څـرګند ېې خپل بادشاه شی په فوجونه
دوستان واړه دې ديدن تا انتـظار دی
ظـهور وکړه په جهان شاه مکنونه
احمد شاه دې د قنبر د در غلام دے
په محـشر يې ښکاره نه کړې پټ عيـــبونه
مرثيه
ارواښاد سيد مير انور شاه
مصطفی په کربلا درېغه حضور وې
مرتضی، مجتبی نورٌُ علی نور وې
مرسلانو به کمک کړے اکثر ؤ
که خبره فاطمه د حضرت لور وې
تسلي د اهلبېتو به يې کړله
که موسی کليم حاضر له کوهِ طور وې
ميرحمزه به په خدمت ؤ رسېدلے
که خبر دې له دې هسې شان فتور وې
څه پروا به د حسېن وه له يزيده
جبرائيل که ورغلے په عاشور وې
سکينې به تنده کله تېروله
که کوثر پياله شراب انطهور وې
ما به څه لره ساړۀ کول آهونه
که څه صبر مې کېدې زړۀ مې صبور وې
کوفيانو به بدي له امام نۀ کړه
که اسلام د دوي رسول څخه منظور وې
په شاميانو به مرض وې لګېدلے
يا يې تبه، يا يې رنځ، يا يې ناسور وې
اسرافيل سرخروئي ولې حاصل نه کړه
حق ؤ دۀ ته غږولے به يې صور وې
تتبع د مير غزل ځواب انور کا
که په آل د عبا دا کلام منظور وې
حضرت جابر انصاري (رض) ته د امام حسېن (ع) نوحه
ارواښاد قنبرعلي خان
کاکا جابره د بنديانو کاروانونه راغلل
په غوږو اورې سوي سوي فريادونه راغلل
کوکې نعرې شوې په اسمان کښې ملکوت په عالم
په لړزېدو واړه دا زمکه اسمانونه راغلل
حورانې واړه په ماتم شوې د جنت الماوا
بي بي زهرا په مخ د اوښکو سېلابونه راغلل
له بنده راغے عابدين د بنديوانو سردار
په لاسو پښو کښې يې د ظلم نښانونه راغلل
د کربلا شهيدان واړه ورته پارتلۀ
واړه سلام ته د امام په قدمونو راغلل
نازدان اصغر دې ځکه مخ ته په څپلو در دورمي
که په بغل مې سکينه واړۀ لاسونه راغلل
بي بي لېلی کوکې وهي چې اکبر جانه زويه
پاڅه دا ستا د خيال دستار زرين شالونه راغلل
قاسم له سره ظالمانو په ولجې وړے ؤ
په تورو پرې يې د وادۀ سېرو هارونه راغلل
زېنب په لاس کښې دا قميص دے ما د ښکلي بدن
سورے سورے دے په خدنګ پرې يې څاکونه راغلل
جابره ښه يې چې تۀ نۀ ګورې بنديانو کاروان
ګېسو پرېشان له غمه څيرې ګرېوانونه راغلل
مولا حسېن وېل جابر ته دا نوحه مذکوره
جابر انصار په مخ د اوښکو بارانونه راغلل
قنبرعلي غفلت ونه کړې د دنيا په زينت
په دنيا څومره نوي نوي نوبتونه راغلل
انقلاب د حسېن (ع)
باباے ملاکنډ عبدالحکيم قادری
د دين وجود کښې لکه روح دے انقلاب د حسېن
د قربانۍ لپاره شوے انتخاب د حسېن
دې د خليل او اسماعيل د قربانۍ منشاء ؤ
د شهادت په وينو رنګ دے هر ګلاب د حسېن
صبر جميل ترجمانی تصوير شبير حسېن دے
باغ د اسلام شو معطر په پاک خوناب د حسېن
آدم نه واخله تر دې دمه تر محشره پورې
په دې دنيا د قربانۍ نشته ځواب د حسېن
عشق خليل، صبر ايوب ګوته په غاښ پاتے شو
وه حېرانی د قربانۍ په هر يو باب د حسېن
ستم ستم ؤ پل په پل چې ستمګر کوۀ
هر يو ستم شولو د سيند په سر حباب د حسېن
حسېن تصوير دے د قران قران تصوير د حسېن
په عظيم شان باندې ګواه د خداے کتاب د حسېن
حسېن سوار ؤ خو په دوش رسالت د نبی
اذا سجی زلفې په لاسو کښې طناب د حسېن
حُسين د حُسن نوم دے حسېن دے نام د عشق
چې نه پريوځی نېزه وار مخ دے افتاب د حسېن
زۀ قادری غواړمه خدايا د حسېن په خاطر
ما بې نـوا پــه غلامــانــو کـړې حـاب د حســېن
حضرت امام حسېن (ع)
دلخرم خرم- اشنغر
پرې کړې ښه ده هـــغه ژبه په چاړۀ د قصــاب
چې د ظالم مخښکې د حق وينا كولې نه شي
د شهادت په مرګ شهيد شه چې ژوندے يې مدام
داسې ژوندے شه چې مرګے دې هم وژلے نه شي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حسېن حسېن دے داسلام پت او غېرت دے حسېن
حسېن حسېن دے شرافت دے صداقت دے حسېن
حسېن حسېن دے ســور په مهر نـــــبوت دے حسېن
تل برخلاف د لادينی بربريت دے حسېن
حسېن ايمان دےحسېن ننګ اوکل اسلام دے حسېن
د نيكۀ دين کښې پېژندلے خپل مقام دے حسېن
د نيكهْ دين باندې له مال او سره تېر دے حسېن
دي دوه اويا كلی شهداء چې پكښې شمېر دے حسېن
د شپېتو زرو يزيديانو مينځ كښې ګېر دے حسېن
نوم د الله په خوله په زړۀ باندې دلېر دےحسېن
اسمان منی زمكې منلے دے جهاد حسېن
سرونه ځار د خداے په لار كړل آل اولاد د حسېن
سرونه ځار د خداے په لار كړل خاندان د حسېن
تر اوسه چا قربانی ورنه كړه په شان د حسېن
خېمې يې وسوې كونډې رنډې وهی ځان د حسېن
ښکاره سبق دے هر مومن وته دا شان د حسېن
نشته حسېن نه به پېدا شی څوک ثانی د حسېن
يزيدی نسل هيروی به قربانی د حسېن
يزيدي نسل هېروی به محرم د حسېن
ژاړي عالم چې كله اوينی عَلَم د حسېن
ټول كائنات كښې شی ماتم چې وی ماتم د حسېن
فرښتې ژاړي كړي ويرونه چم په چم د حسېن
هغه بې غم شی چې شريک شی څوك په غم د حسېن
هغه مومن دے چې قدم ږدي په قدم د حسېن
هغه مومن دے چې په لاره وي روان د حسېن
نام او نشان دے د اسلام نام او نشان د حسېن
نوم د ماشوم اصغر په وينو هر عنوان د حسېن
په مرګ كښې ژوند ليدۀ حسېن دا دے ايمان د حسېن
د وخت له سره ښه په ښه بد باندې پوې دے حسېن
اخېر نمسے د چا حسېن دے د چا زوي دے حسېن؟
اخېر نمسې د محمد رسول الله دے حسېن
وركړے سر په لا اِالهِ الاَّ الله دے حسېن
د ظلم زور خلاف راوتے برملا دے حسېن
جلال ښودلے په مېدان د كربلا دے حسېن
اے دلخرمه څومره لوے دے فضيلت د حسېن
مـرګ د يــزيد دے حـقيقت كښې شهـادت د حـسېن
په امام حسېن(ع) ژړا د قرآن په رڼا
ميراعظم خان پښتونزاده
څه کم څوارلس سوه کاله د دې کيږي
په دنيا کښې محرم چې مناويږي
تور نشان، سينه زني او ژړا ګانې
نۀ حسېن شته نۀ يزيد دا ولې کيږي؟
ډېر زاړۀ شول دا رسمونه رواجونه
دغه آه و بکا کله به بس کيږي؟
د هر چا د عقل فکر خپل پرواز دے
بې مقصده څوک کوم کار ته نزدې کيږي
څوک د دې په برکت کسب روزګار ته
د وسعت د ډېر د دولت په طمه کيږي
څوک لا وائي پلار نيکۀ مې وراثت دے
آل اولاد کښې به مې دغه شان چليږي
څوک عاصي او ګناهګار لا داسې وائي
په ژړا به ګناهونه مې رژيږي
چا پېسه چې په حرامه وي ګټلې
لږ که خرچ کړم وائي مال پرې حلاليږي
کفارې لفظ د چا په ژبه هم شته
دې نجات لره د بل په طمه کيږي
غرض دا چې څومره خولې هومره خبرې
په دې باندې به د چا تسلي کيږي
د انصاف دا تقاضا ده چې وګورو
د قرآن سنت رڼا کښې به حل کيږي
فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا
په فطرت کښې ژړا ليک انسان ژړيږي
لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ
د ظالم ظلم ښکاره کړه چې شرميږي
که مومن يې د رسول عمل ته پام کړه
ترۀ حمزه او ورور جعفر پسې ژړيږي
د خداے کور مسجد نبي په دې ګواه دے
رسول وائي مرثيې اصحاب ژړيږي
په خپلوانو صحابه دي ژړېدلي
حقيقت ټول په تاريخ کښې څرګنديږي
د امام جعفر فرمان فضېل راوي دے
مجلس ښۀ دے کوم کښې حق چې څرګنديږي
خود دعبل خزاعي ته امام وائي
د حسېن په مرثيو مې زړۀ خوښيږي
تۀ زمونږه مدح خوان او ثناګر يې
د دې اجر و ثواب تا ته به درکيږي
نۀ قياس دے، نۀ دا ظن او نۀ بدعت دے
دا عمل د معصومينو په قول کيږي
له رسول سره د مينې تقاضا ده
د آل غم باندې بايد امت ژړيږي
أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ
ښۀ واضحه دے ايت که څوک پوهيږي
د (( امر )) معنا لغت کښې حکومت دے
له نور ډېرو ايتونو معلوميږي
د رسول مقصد حکومتِ الهي ؤ
بې قوته يو نظام نه کاميابيږي
کوم اعلان چې پېغبر غدير کښې وکړ
يو لک شل زره کسانو نه هېريږي
د زبرګۍ څادر تاريخ دې پرې خور کړے
ګنې خدائېګو چې پوه خلق پرې پوهېږي
له پنځويشت کالو پس چې اجماع وشوه
له بيعت نه خلق ولې شا ته کيږي؟
چا حسن صلحنامه باندې مجبور کړو؟
د جابر په مقابل چې نۀ اودريږي
د حسېن په شهادت که غور وشي
د اعلي سر به ادني ته نۀ ټيټيږي
هغه نور وو چې (( غدير)) يې فراموش کړ
مونږ وعده ده کربلا به نه هېريږي
هره زمکه کربلا ورځ عاشوره ده
تر هغې چې حق حقدار ته نۀ رسيږي
د محرم ژړا
ارواښاد علی حېدر جوشی
زما په زړۀ باندې راغلےچې زيات غم دے
وخت د محرم دے پرېږده چې ژړېږم
يزيده اور درباندې بـل شه
تا په حسېن كړې ناپسندې
د پاک نبی له امت بيـل شه
تا په حسېن كړې ناپسندې
همراه دې ټول خاورې خجل شه
تاپه حسېن کړې ناپسندې
د پېغمبر په نمسو تا كړے ستم دے
وخت د محرم دے پرېږده چې ژړېږم
چې دغه ظلم مـې رايـاد شی
په زمكه پريوزمه بې هوشه
زړۀ مې پـه چغو پـه فريد شی
په زمكه پريوزمه بې هوشه
رنګ مې تک تورسوے برباد شی
په زمكه پريوزمه بې هوشه
سلګۍ وهم جاری زما له سترګو نم دے
وخت د مـحرم دے پرېږده چې ژړېږم
په كربلا ګېرمعصومان شول
دوی پرې چړې اوچلولې
شمر عــمر جوړ قصابان شول
دوی پرې چړې اوچلولې
په وينو رنګ لكه الوان شول
دوی پرې چړې اوچلولې
په پنجتن پاک باندې مې زړۀ قلم قلم دے
وخت د محرم دے پرېږده چې ژړېږم
داسې ظالم به پېدا نه شی
ظلم دې ډېر وکړو يزيده
زما په خوله بـه خندا نه شی
ظلم دې ډېر وكړو يزيده
هيڅوک به تانه رضا نه شی
ظلم دې ډېر وکړو يزيده
د دنيا ټول ظلم په دغه ظلم كم دے
وخت د محرم دے پرږده چې ژړېږم
نـــم مې لـــه سترګو نه بهيږی
څوک به مې خوا ته رانزدې كړی
سلګۍوهم رنګ مې زيړيږی
څوک به مې ځان ته رانزدې کړی
غـــمونه كـــم نـه شول زياتېږی
څوک به مې خوا ته رانزدےكړی
علی حېدر وائی خفه پرې ټول عالم دے
وخـت د مـحرم دے پـرېږده چې ژړېږم
د کربلا زمکه
ارواښاد محمد دين مقيد
آه و بکا ده زمکه اسمان ژاړی
ژړا ژړا ده واړه جهان ژاړی
جور و جفا ده ټول مسلمان ژاړی
شور و غوغا ده کون او مکان ژاړی
اسمان ماتم کړی په واوېلا زمکه
په وينو سره شوه د کربلا زمکه
يزيد په تېغ د جفا واړه جهان تنګ کړو
په اهلبېتو باندې يې خپل مکان تنګ کړو
په بلبلانو يې خپل ګلستان تنګ کړو
وطن يې اور کړو هم يې مېدان تنګ کړو
په وير ده ګډه د دې دنيا زمکه
په وينو سره شوه د کربلا زمکه
يزيد شمر دے د ظلم کار کوی
د پېغمبر په نمسو باندې ګوزار کوی
داسې ظلمونه چې په بار بار کوی
ملامت ځکه پرې خلک هزار کوی
لاف د انصاف دې نۀ کوی بيا زمکه
په وينو سره شوه د کربلا زمکه
د تندې زور دے اوبۀ عباس راوړی
چې لاس يې پرې کړی بيا يې په بل لاس راوړی
چې بل يې پرې کړی په خوله يې پاس راوړی
دا څه داستان دې درد بې قياس رواړی
په بله څنګه نۀ اوړی دا زمکه
په وينو سره شوه د کربلا زمکه
يا دنيا واړه يا ستمګار ورک شه
که داسې سخت وی لېل و نهار ورک شه
د ظالمانو هر پېروکار ورک شه
يزيدانو ټول کاروبار ورک شه
له هر ظالم نه دې وی صفازمکه
پـه ويـنو سره شـوه د کربلا زمـکـه
امام حسېن (ع) ته د عقيدت ګلونه
جمعه خان اواره
سالار د شهيدانو دے حسېن ابن علي
سردار د امامانو دے حسېن ابن علي
چې لوے شو په اوږو د پېغمبر دا نازولے
حسن حسېن په غېږ کې پاک سرور دی ګرځولي
دا دواړه ملائکو په ځانګو کې ځنګولي
رويدار د جنتيانو دے حسېن ابن علي
سالار د شهيدانو دے حسېن ابن علي
سردار د ےد جنت د شهادت مقام يې وړے
څراغ د امامت د ولايت مقام يې وړے
خاوند د کرامت د شجاعت مقام يې وړے
دلدار د بيمارانو دے حسېن ابن علي
سالار د شهيدانو دے حسېن ابن علي
په ورځ د اختر راغلل امامان تر خپله کوره
دوی نوی کالي غواړي، ژړا کوی پر موره
دستی جبرائيل راوړۀ له جنته کرم ګوره
بادار د مومنانو دے حسېن ابن علي
سالار د شهيدانو دے حسېن ابن علي
که سرومال قربان کړی اواره تر حسنېنو
يا ننګ و ناموس پرېږدی شی ملنګ د حرمېنو
د پښو خاورې به يې مږم ترقيامته په عېنېنو
مزار د عاشقانو دے حسېن ابن علي
سـالار د شـهيدانو دے حسېن ابن علـي
امامان
عبدالوهاب دستی
قتل امامن شول ورځ ده د محشر
باده مدينې ته يوسته دا خبر
باده مدينې ته ورشه په تلوار
وکړه پاک نبی ته دا رنګې ګفتار
لوبې په نمسو دې وکړلې شمر
باده مدينې ته يوسه دا خبر
غاړې پرې يزيد چې وکړلې د جنګ
راشه د حسېن دے بيل له تنې سر
باده مدينې ته يوسه دا خبر
راشه د حسېن دے سره بره نېزو کښې
بل علی اکبر دے رنګ په وينو سرو کښې
تږی له ارمانه لاړل په سفر
باده مدينې ته يوسه دا خبر
تږی له ارمانه لاړل په دا شان
شول عبدالوهابه واړه شهيدان
اور پرې کربلا شوه تاؤ شو ترې لښکر
بـاده مـدينې ته يـوسه دا خبر
امام حسېن (ع) د کربلا په مېدان
حاجې خان آغا
ربه راوړے ستا درګاه ته قربانۍ ته مې سر
يواځې نۀ يم شاه قاسم شته هم عباس هم اکبر
په لار کښې ستا اے ذوالجلاله له خپل سر شومه تېر
له ځوان اکبر او له کمکی علی اصغر شومه تېر
له وفادار عباس له عون او له جعفر شومه تېر
ما قبول کړے له ازله دے خنجر د شمر
ربه راوړے ستا درګاه ته قربانۍ ته مې سر
يواځې نه يم شاه قاسم شته هم عباس هم اکبر
د زړۀ هندارې ته چې ګورم خدايه تا وينمه
هر چرته تا وينم هم ښکته هم بالا وينمه
ځان او جهان راڅخه هېر دی کربلا وينمه
راضی يم ستا په رضا زۀ اے بې مثاله داور
ربه راوړے ستا درګاه ته قربانۍ ته مې سر
يواځې نه يم شاه قاسم شته هم عباس هم اکبر
دې شهادت ته خدايه زۀ زما ياران دی تيار
دی فرمايلی خدايه تا زۀ د شهيد خريدار
دا په ژړا ژړا ويل د شهيدانو سردار
ټول راسره دی ستا نيازبين يوۀ له بله بهتر
ربه راوړے ستا درګاه ته قربانۍ ته مې سر
يـواځې نـه يم شاه قـاسم شتـه هم عباس هم اکبر
خدايه راغلے ستا درګاه ته په ژړا يمه زۀ
نن په مېدان د کربلا خليل الله يمه زۀ
اکبر وئيل هم د منا ذبيح الله يمه زۀ
ما راوستلی دی مېدان ته خدايه دوه اويا سر
ربه راوړے ستا درګاه ته قربانۍ ته مې سر
يواځې نه يم شاه قاسم شته هم عباس هم اکبر
ګل د ګلزار د محمد رسول الله دے حسېن
زوے د زهرا د زړۀ ارام د مرتضی دے حسېن
دے مقتدا زمونږ او شاه شهداء دے حسېن
نيشته بې مينې د حسېن بل په دنيا څه هنر
ربه راوړے ستا درګاه ته قربانۍ ته مې سر
يواځې نه يم شاه قاسم شته هم عباس هم اکبر
له تا قربان زۀ دې مريې يم بادار مې تۀ يې
ما نامراده ناقراره زړۀ قرار مې تۀ يې
زۀ دې مفتون يم يا حسېنه خاورې ستا يم د در
ربه راوړے ستا درګاه ته قربانۍ ته مې سر
يـواځې نه يم شاه قاسم شته هم عباس هـم اکـبر
د حضرت عباس (ع) مرثيه
مشتاق حسېن جعفری
په دنيا کښې چا مړۀ مۀ شه خواږو وروڼه
د ورور غم خو پرې کوی د زړۀ رګونه
د ورور مرګ غږ سره ملا د ورو ماتيږی
ما قسم دے ورورولۍ مينه کښې خوند شته
د ورو مرګ خو جوړوی زړۀ کښې زخمونه
خدايه! څه حال به د هغه مظلوم ورو وی
چې په غاړه د فرات کوی غږونه
مېړانی وروه لږ غږ خو راته وکړه
درتلې نه شم مات مې دی د ملا بندونه
اے قادره! هغه څومره ستړے وخت ؤ
چې حسېن ليدل عباس پرې مړوندونه
جوخت سينې سره يې لاسونه د عباس کړل
جنازې باندې يې وکړل ډېر ويرونه
په يو ځاے کښې نشان خاورو باندې پروت ؤ
حسېن وکړل سوی سوی فريادونه
ځنکدن سلګۍ قرار کوه عباسه
درته ايښی مې په خاورو زنګنونه
مېړنيه وروره! زۀ خو دې تالا کړم
نور مې ګران شولو دنيا کښې ګزرانونه
شهادت ته د عباس مشتاقه ژاړه
څو ژوندے يې بيوه اوښکو رودونـه
پښتون حُسېن (ع)
انور شاهين خانخېل
ا ے غـــېرتــــــــــي! ای ننګيــــــــاليــــــــــه! ای پښتــــــــون حُسېنه
اے د انســــــــــــــان انســـــــــانيت، روح او ژونــــــــــــدون حُسېنه
تــــــــــۀ سفينــــــــه يې د نجــــــات د هــــــــــــدايت مشـــــــال يــــې
يـــــــــې نمــــــونـــــــه د انقـــــــــلاب او د بــــــــدلــــــــون، حُسېنه
پــــــــــه کـــــــــربـــلا کښې دې پــــــــه پـــاکــــو او سپېڅلو وينو
انســـــــــان تـــــــه وښودو د ژونــــد پـــــه لاره يـــــــــون، حُسېنه
راز د بقـــــــــا دې پـــــــــه فنــــا کښې کـــــړو څرګنـــد هـــر چا ته
انسـانيــــت بــــــــــــــه همېشـــــــه وی ستـــــــــا ممنون، حُسېنه
پــــــــه قــــربانۍ بــــــانـــدې د سر دې حـــق باطـــل کـــړل جــــدا
تــــــا بـــــــې نقـــــابـــــه کـــــړو يـــزيد غــوندې ملعون، حسېنه
زمـــکــــــه دې هــــــره کــــــربلا، ورځ عــــــاشوره جــــــــوړه کړه
فــــــــــرق دې کــــــــړو ختـــــم دا د نـــــن او د پــــــرون، حُسېنه
تــــــر څـــو انسان چــې وی انسان نــــو هېر به نــه کـــړي چـرې
چـــــې دې پـــــه وينو کــــــوم تحــــرير کړلـو مضمون، حُسېنه
د دنيـــــا ټــــــول غمـــــونـــــه ستـــا يـــو غـــــم تــــه نــــه رسېږي
په غم کښې ستا شته زړۀ چاودون هم زړۀ راښکون، حُسېنه
شــاهين کـــه هــــر څـــــو نـــــاقـــــراره پــــــه غـمونو کښې دے
ستــــا پــــــه نــــامــــه کښې دے حـــاصل ورته سکون، حُسېنه
امام حسېن (ع) ته د عقيدت پېرزوينې
پروفيسر ډاکټر راج ولي شاه خټک
د انسان تاريخ کښې بې له تيرو څهْ دي
د حرص او د هوس په لاره تلهْ دي
دې تورتم کښې يو څو څاڅكي د رڼا دي
د هغو په اسرا ژوند دے اوليدهْ دي
د دې ظلم او زياتۍ په تور جهان کښې
چې ورک فرق شي په شيطان او په انسان کښې
هره لاره كربلا د ژوندانۀ ده
يو حسين بويه چې وي دې بيابان کښې
اے حُسېنه!
د انسان د حريت علمبرداره
يو نجات له غلامۍ دے دې تا لاره
دلته بله اسره نشته بې له تا نه
اے ځوانمرده اې حسينه اے سرداره
چې مفلوج د استبداد په زولنو وو
غلامي يو ړوند قسمت د زمانو وو
تا غلام فكر ته لارې کړې روښانې
تا د ژوند د مقصد نخښې کړې اّسانې
تا پخپله پاكه وينه تاريخ ساز كړو
د جرات يو عجيبه رنګ دې اّغاز كړو
تا سړي د مرديت په معنې پويې کړۀ
چې دې حق د بغاوت په معنې پويې کړۀ
تا اودۀ د زمانو ذهن بيدار كړو
تا مظلوم ټكر د ظلم ته تيار کړو
تا نسلونو ته رده د رښتيا كيښوه
د تيرو غر کښې دې لار د رڼا پريښوه
د باطل غرور دې خاورې كړو ايرې كړو
چې د حق تندے دې روڼ په وينې سرې کړو
تا د وينې له جماله نقاب لر کړو
د ژوندون د ښايست رنګ دې منور کړو
شهادت د پاکې وينې دې اّمين دے
د ژوندون د دوام دغه يو يقين دے
د ښكلا د بد رنګي تضاد بل نه دے
چې په مرسته د حسين دے نو حسين دے
حضرت امام حسېن (ع)
ډاکټر امير سلطان شاهد- شيرين كوټې
چې په لاره د علی كا څوك رفتن
هسې پوه شه دے مرام پله ګامزن
اننګو كښې يې ډيوې د سړيتوب دی
قربان ګاه ته د علی ورځی زامن
قربانۍ كښې د حسېن ثانی څوک نشته
نه پېدا به شی هم سيال څوک د حَسن
د مظلوم په سر ګوزار يې نه كولو
ډېر د صبر ؤ حسېن صاحب ښتن
پروادار هيڅ د يزيد او شمر نه ؤ
د حسېن د حق په شمع ؤسوختن
د زهرا د سترګو تور چې حسنيان وو
هم ګلان د مرتضی وو د چمن
دا صحرا د كربلا پرې ګلستان شوه
شګو ويړه كړه ګلونو ته لمن
مسلط يې كړو سكوت په كائناتو
چې حسېن كله شروع كړلو ګفتن
له اسرار نه پرده لرې نمايان شول
اشرار سر شول د امام په ځنكدن
لكه نمر په استقلال او جمعيت ؤ
په وقار او په شوكت په تمكنت ؤ
خپل نيكۀ چې ؤ په غېږ كښې لوبولے
د جنت حورو غلمانو دے ستائيلے
جبرائيل چې به زانګو يې زنګوله
دا نمسے د هغه چا د واوره ګله
له علی يم زۀ علی ګوره له ما دے
دا بيان ښۀ حقيقت د مصطفی دے
د علی په فرزندانو ستم كيږی
په خېمو كښې د خوارانو ماتم كيږی
ايا شته څوک چې علی په دې خبر كړی
خبردار يې په نمسو د پېغمبر كړی
اهلبېت د چا له لاسه در په در شول
لوے واړه د چا له لاسه كور او كر شول
كونډې رنډې يتيمانې په ژړا دی
په خېمو كښې په ژړا په انګولا دی
اے شاهده يزيديان دی چې خواريږی
تــرقيامته بــه لــعنـت په دوی وريــږی
د امام حسېن (ع) صفت
محمد غنی احمدزے – ازاد کشمير
دين د اسلام لوړ افتخار دے حسېن
مطيع د پاک پرورګار دے حسېن
يو بل يې وياړ دے چې به يې تل يادوو
نمسے د پاک نبی روئيدار دے حسېن
ځکه يې سر باطل ته ټيټ نه کړلو
فرزند د حېدر کرار دے حسېن
چې ورپسې زمکه اسمان ژړيږی
د فاطمې د زړۀ قرار دے حسېن
دغه چې نن يې ټول پېشوا ګڼی خپل
د شهيدانو ستر سالار دے حسېن
د ظالم مخکښې حق ګفتار به کوی
د چا د ژوند لارې سردار دے حسېن
زۀ احمدزے به يې تل صفت ليکمه
د صفتونـو چې حقدار دے حسـېن
امام عالی مقام ته پېرزوينه
ميا فاروق فراق
دا بعضې وينې چې توئيږی لکه زر ټوکيږی
د حسېن سر په توره ځی د خودۍ سر ټوکيږی
د کربلا تږی ګوګل يې وينې جذبې نه کړې
اوس به په هر قدم حسېن په هر اصغر ټوکيږی
يزيده تا چې د فرات په غاړه نه پرېښودل
هغه ګلان به اوس په غاړه د کوثر ټوکيږی
زۀ چې ډک جام د اوبو ووينم زما په زړۀ کښې
د تنده غرې سکينې د زړۀ پرهر ټوکيږی
دا يزيدی تيارې د وخت چې رانه تېښته کوی
دا مې په ذهن کښې يو سپين حسېنی نمر ټوکيږی
سر د يزيد چې سلامت ؤ سلامت ورک شولو
سر د حسېن چې شولو غوڅ نو لر او بر ټوکيږی
فراقه عکس د کربلا مې په نظر کښې پروت دے
زما نظر خـتميږی نـه، زمـا نظر ټوکيږی
د لا اله الا الله نګهبان
سيد محمد رسول فريادی
د لا اله الا الله شوې نګهبان حسېنه
د حق لپاره دې سر وركړ په مېدان حسېنه
سر خو دې وركړ لاس دې ورنه كړ يزيد ته په لاس
تا د الله په نامه سر کړو خپل قربان حسېنه
د استعمار ديو ته تا هيڅكله سر نکړلو ټيټ
بې شكه غر د استقلال وې پهلوان حسېنه
تا د اسلام د مساوات ډيوه روښانه كړله
نوم د اسلام دې سربلند كړو په جهان حسېنه
د كربلا زمكه به فخر كوی ستا په وينو
بې شكه ته يې د نبی د خاندان حسېنه
تا به په دوش د مصطفی باندې بازۍ كولې
شمر دې څۀ رنګ سر وړی په نبی ګران حسېنه
تۀ شهيد شوے اے حسېنه د فرات په غاړه
تا ترقيامته يادوى مسلمانان حسېنه
تر شجاعت دې زۀ قربان شم اے حسېنه سلام
زۀ فريادی يم زما لاس ستا دې دامان حسېنه
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ
87/10/01 او وخت
6:33 |