کمپيوټر

محمد نذير ذبيح
د کمپيوټر له مشهور مشين نه مخکښې به کمپيوټر هغه کس ته ويل کېدل چې حسابي علميات به يې په آلاتو يا بغير له آلاتو نه کولې د Barnhart Concise ډکشنري مطابق د Computer لفظ په انګريزي ژبه کې په 1646 ميلادي کال کې استعمال شوے دے او هغه چاته به ويل کيدل چې هغه به حساب کتاب کولو. په وروسته وختونو کښې يعنې له ١٨٩٧ نه را په ديخوا هغه تخنيکي ماشينونو ته ويل کيږي چې د هغه په وسيله خلق حسابې کارونه کوي.
د دې مفهوم (کمپيوټر) لپاره نورو ژبو کښې که څه د همدې نوم متبادل نوم نيشته خو هر چا کوشش کړے او د خپلې خوښې يو نوم يې ورباندې ايښے دے او استعالوي يې.
لکه عرب ترينه تعبير په الحاسب الآلي (اټومېټک حساب کوونکي) سره کوي او په کتابونو او ليکنو کښې کله کله ورته د حاسوب (ډېر حساب کونکي ) نوم هم استعمالوي او ايرانيانو به په اول کښې ورته مغز الکتروني (برقي مغز ويل) چې بيا په ١٣٤٠ هجري کې يې کامپيوتر لفظ ورته استعمال کړو چې د وخت په تيرېدو سره ( او له اسلامي انقلاب نه پس د خپلې ژبې ترويج او پرمختګ ته په پام لرنې سره ) رايانه لفظ پکښې مروج شو چې د هغوي په قول دا لفظ له فارسي فعل راياندن نه را اخېستل شوے دے چې په معنی د مرتب کولو سره راځي. او اوس کۀ څه هم لا اکثر خلق ورته کامپيوتر وايي خو اکثر ليکوالان يې تعبير په رايانه سره ترينه کوي.
په فرانسوي ژبه کښې په Ordinataur (ترتيب ورکونکي ماشين تعبير ترې کوي په اسپانيائې ژبه کښې په ordenador (ترتيب کونکي) سره تعبير ترينه کوي په بعض اسپانيايي ژبو کښې په computadora سره تعبير ترينه کوي چې په خپله ورته معنا نلري بلکه د انګرېزۍ ژبې همشکل لفظ يې ورته جوړ کړے دے په ايټاليايي ژبه کښې په calcolatore ( د حساب ماشين) سره تعبير ترينه کوي او دا لفظ هم د دوي خپل دے. دا هغه لفظ نه دے کوم چې مونږ په انګرېزۍ کښې د حساب مشين ته وايو په ځينو ملکونو کښې ورته Dator لفظ استعمالوي چې د Data ( معلوماتو) نه يې ورته جوړ کړے دے په فنلينډ کښې ورته Tietokone (ماشين اطلاعات) لفظ استعماليږي، چينيان ورته Dain nao (برقي مغز) لفظ استعمالوي او داسې نور. ...
کمپيوټر څه شے دے؟ / هارډوئير
کمپيوټر يو برقي مشين دے چې له کار کونکي نه د خاصو آلاتو په مرسته لکه ماوس، کيبورډ وغيره هدايات اخلي او په هغه هداياتو باندې کار کوي د هغه کار په نتيجه کښې چې هر څه حاصل شي د نورو آلاتو په مرسته هغه کار کونکي ته ورکوي او يا يې ذخيره کوي.
کمپيوټر د هغه هداياتو ( Instructions) مطابق کار کوي چې ده ته ورکړل شوي وي، هغه هداياتو ته پروګرام وائي. نو د کمپيوټر هر پروګرام نور څۀ نه وي صرف د هداياتو لېسټ وي چې کمپيوټر ته ورکړل شوی وي او په خاص ترتيب کمپيوټر ته ښوول شوی وي چې په دې ترتيب دا هدايات عملي کړه.
او کمپيوټر ته چې څوک دا هدايات ورکوي هغوی ته Programmers (پروګرام جوړونکي) وائي.
Programmers کمپيوټر ته دا هدايات د يو بل پروګرام له لارې ورکوي چې هغې ته Program Language ( د پروګرام ژبه) وايي په دې پروګرام کې چې Programmer هر څه هدايات ورکوي د خاصو پروګرامون په مرسته چې Interpreters (ترجمان) ورته وايي د ماشين ژبې ته اوړي چې بيا کمپيوټر په هغه باندي عمل کولی شي.
بعض داسې Programming language (د پروګرام ژبه) هم شته چې دهغې ژبه Machine Language (مشين ژبه) ته ډيره نزدې وي هغې ته بيا Low level Language وايي لکه Assembly Language
خو د Programmers (پروګرام جوړونکو) کوششونه او د ذهنونو محصولات چې وائي کمپيوټر به صرف د پلاسټک او وسپنې نه جوړ شوے يو مشين ؤ او کوم کارونه چې اوس کولی شي دا به يې نه شو کولی خو د دوی د کوششونو په نتيجه کښې کمپيوټر اوس صرف يو مشين نه بلکې د تعليم بهترينه ذريعه، په بي کاره فارغ وخت که بهترين ملګرے، د لوبې په وخت کښې ستا رقيب، په مشکلو مسئلو او سختو څيړنو کښې ستا استاد او د ژوند په هره شعبه کښې ستا هوښيار او زيرک خدمتګار او معاون دے.
مخکې له دېنه چې د کمپيوټر په څېړنه شروع وکړو ستاسو پام دېخوا ته را اړوم چې کمپيوټر دوه لوې او مهمې برخې لري:
١. هارډ وئېر Hardware

٢. سافټ وئېر Software


دا دواړه برخې دکمپيوټر په مکمل کولو کې يو او بل ته اړتيا لري او دا چې دا څنګه برخې دي او څنګه يو او بل ته اړتيا لري؟ جواب يې په لاندي کرښو کې واضع کول غواړم.
کمپيوټر ټولو هغو برخو او پرزو نه ويل کيږي چې مونږ هغه مس کولې شو او لاس ورسره لګولے شو او هغه جسم لري چې په دې کښې د کمپيوټر ټولې برخې او پرزې شاملې دي په ساده مثال کښې د کمپيوټر پرزې داسې حيثيت لري لکه د انسان په بدن کې د انسان اندامونه او اجزا يعنې لاس، پښې وغيره د انسان دا ټول اجزاء په انسان کې روح ته محتاج دي تر څو چې په ټول بدن کې روح نه وي دا اجزاء هيڅ کار هم نشي کولی په همدې طور باندې د کمپيوټر اجزاء دي چې ټول سره راټول شي کمپيوټر ترينه تشکيل شي خو ترڅو پورې چې په کمپيوټر کښې Software نه وي اچول شوی نو دا پرزي او کمپيوټر هيڅ کار هم نشي کولې نو Software يې لکه د روح په شان دے.
د کمپيوټر قسمونه
د کار او جوړښت په ترتيب کمپيوټرونه په دری قسمه دي.
Analog کمپيوټر

هغه کمپيوټر دے چې د هغې په مرسته مونږ د يو شي مقياس (اندازه) معلومولې شو لکه په پټرول پمپ کښې هغه مشين چې نمبر اړوي، ترماميټر چې تبه معلوموي، دستنو واله ګړۍ او ساعت چې وخت معلوموي دا ټول د Analog Computer د پيژندلو لپاره ښه مثالونه دي.
٢. Hybrid کمپيوټر

هغه کمپيوټر دے چې د Analog Computer او د Digital Computer دواړو خصوصيات او د کار صلاحيتونه پکې وي.ځينې کارونه لکه د مخکني کمپيوټر (Analog) په شان کوي او ځينې کارونه لکه د وروستني (Digital) په شان کولې شي.او مونږ او تاسو چې عام کوم کمپيوټر په کورونو، دفترونو او ادارو کښې استعمالوو هغه د Digital کمپيوټر دے.
٣. Digital کمپيوټر

دا هغه کمپيوټر دے چې د برقي سرکټ په واسطه کار کوي او په دوه شيانو پوهيږي ٠ او ١ په ډيجيټل کمپيوټر کې رنګونه، حروف، اوازونه، اعداد او هر څه په ٠ او ١ ذخيره کېږي.
د Digital آلاتو کار او نتيجه ورکول له Analog نه واضح تيز او يقيني وي د دې وجې نه اوس کوشش کيږي چې اکثر Analog آلات ډيجيټل ته واوړي او ډير واوښتل.
لکه موټر ته د پټرولو د اچولو ماشين، ساعتونه، تله وغيره داسې نور آلات او د Digital کمپيوټر مثال اوسنی هر هغه کمپيوټر دے چې مونږ يې وينو او کار پرې کوو.
د Digital کمپيوټر دری قسمه دي
١. Mainframe کمپيوټر

دا کمپيوټر په اندازه کار او قيمت کښې تر ټولو نه لوی او ګران بيه کمپيوټر دے د قيمت د لوړ والې له امله د عام خلق يې نۀ شي اخېستې صرف حکومتي ادارې يې په هغه ځايونو کښې استعمالوي چرته چې د ډيرو معلوماتو ذخيره کول او په هغې کښې په سرعت او چټکتيا سره يو امر اجراء کول وي لکه نفوس شماري، بېنکي حسابونه، ايټمي تحقيقات و غيره او په دې کمپيوټر باندې په يو وخت کښې په سلګونو کسان کار کولی شي او په دې کمپيوټر کې چې کوم لوی کمپيوټر وي لکه وروسته به د سرعت په حساب تاسو ته ښکاره شي نو هغه ته بيا Super کمپيوټر وايي.
لويه د فايدې خبره يې دا ده چې دا کمپيوټر کله کار شروع کړي په کلونو کلونو بغير د رابطې پرې کولونه هغې ته دوام ورکولی شي.
بله غټه خبره يې د چټکتيا ده چې په دومره سرعت سره کار کوي چې د دۀ د سرعت نه تعبير په MIPS سره کيږي يعنی( Million Instructions Per Second- ميليون امرونه په يوه شېبه کې) يعني MIPS يې د سرعت او چټکتيا د ښکاره کولو لپاره د واحد او اکائي په ځاے استعماليږي په اوس وخت کښې کښې چې وړوکي Mainframe کمپيوټر دے هغه د Z9 IBM Model A01 کمپيوټر دی او هغه 26 MIPS دے او Z9 EC Model S54 په اوس وخت کښې 18,000 MIPS دے.
٢. Mini کمپيوټر
چې په مروجه اصطلاح کښې ورته (Mini) وايي دا له Mainframe نه وړوکے وي سرعت يې هم کم وي او دا کمپيوټر په يو وخت کښې کم کسان استعمالولی شي.
دا کمپيوټر په دنيا کې د لوے کمپيوټر (Mainframe Computer) او د وړوکي کمپيوټر (Microcomputer) په منيځ کې واسطه ده او له ميکرو کمپيوټر نه ډير کار کولی شي او له مين فريم کمپيوټر نه کم.
دا قسم کمپيوټر په ١٩٦٠ لسيزه کښې جوړ شوی دی د کمپيوټرونو د بازار يو ماهر ليکي چې په ١٩٦٤ کال کښې چې Mini کمپيوټر بازار ته را ووت قيمت يې 16,000$ وو او بيا هم مخ په زياتيدو ؤ او بازار يې هم ښه تيز ؤ.
خو په ١٩٨٠ لسيزه کې چې کله Micro کمپيوټر ترقي وکړه او قيمتونه يې مخ په راښکته کيدو شول د خلقو مخه ور واوښته Mini کمپيوټر د ترقي لاره ورته پريښوده.
٣. Micro کمپيوټر.

دا کمپيوټر په اندازه کښې وړوکے اوپه کار کښې ښه او په قيمت کې قابل برداشت دے په کورونو، هر قسم دفترونو او کاروباروي ادارو کښې همدا کمپيوټر استعماليږي او دا کمپيوټر په 80286, 80386, 80486, Pentium او داسې نورو قسمونو باندې راغلی خو په دوی کښې Pentium کمپيوټر ته ډيره توجه شوې او په زړه پورې ترقې پکې شوېده.
چې په اوس وخت کې يې Pentium D نوی کمپيوټر دے او په عامه اصطلاح کې ديته شخصي (ذاتې) کمپيوټر (Personal Computer) هم وايې چې اکثر وخت يې PC مخفف استعماليږي.
د Micro کمپيوټر قيمت، سايز وغيره سهولتونو دا کمپيوټر ديته برابر کړو چې ذاتي کمپيوټر شي د ذاتي استعمال لپاره دا کمپيوټر د وړومبي ځل لپاره په ١٩٧٠ لسيزه کښې Apple کمپنۍ د Apple-II په نوم بازار ته وړاندی کړ لدېنه وروسته د ١٩٨٠ لسيزې په اولو کلونو کښې IBM امريکايي کمپنۍ يو Personal د IBM PC په نوم بازار ته وړاندې کړ چې په دې وخت کښې به ځينو خلکو ورته Home Computer يعنی د کور کمپيوټر لفظ هم استعمالولو.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ
87/03/01 او وخت
5:0 |