تبليغاتX
مينــــــــــــــــه

 

د ١٣٨٨ هجري نمريز کال د (( ليندۍ )) او (( مرغومي ))

د مياشتو خاص نمانځنې

 

ليندۍ ٤ د امام محمد باقر (ع) شهادت (٧ لوے اختر)

                 ٦ د عرفې ورځ د دعا او راز او نياز ورځ (٩ لوے اختر)

                 ٧  لوے مبارک اختر (١٠ لوے اختر)

                ١٢د امام على نقى (ع) ولادت  (١٥ لوے اختر)

                ١٥د غدير خم اختر يا دامام على د ولايت د اعلان ورځ (١٨ لوے اختر)   

            ٢١ د خداے د ګران رسول (ص) د مباهلې ورځ (٢٤ لوے اختر)

 

مرغومے  ٥ د تاسوعې ورځ (٩ امامان)

                ٦ د امام حسېن (ع) شهادت، عاشوره او د كربلا انقلاب (١٠ امامان)

               ٨ د امام زېن العابدين (ع) شهادت (١٢ امامان)

  ١٤  له بېت المقدس نه بېت الله شريف ته د مسلمانانو د قبلې بدلېدل ( ١٨ امامان )

                ٢٩  د امام محمد باقر (ع) ولادت (٣ صفره)  

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/01 او وخت 6:0 |

 

ميوې او د هغو د خوړو طريقه

 

 

 

ليکواله : جميله همت

 

ميوه له هغو مهمو خوارکونو څخه ده چې زمونږ بدن ورته ډېر ضرورت لري او کوم خلق چې د غوښو او لحمياتو په ځاے د ميوو خوراک کوي هغوي هيڅکله نه بيماريږي يا ډېر لږ بيماريږي.

د مېوې ارزښتناکه برخه د هغې پوستکے دے. څنګه چي د مېوو پر پوست باندي د نمر وړانګي لويږي. له دې امله د هغو په پوست کښې ډېر ويټامين وي. سبزۍ هم دغه ډول دي  ځکه چي د هغو پر سر بېرنه بر خه د نمر وړانګي ډېري لويږي. دغه رنګ د ټولو غلو دانو سربېرني برخي ډېرغذايي مواد لري.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/01 او وخت 5:40 |

 

دلته دم او قدم دواړه په حساب دي

پـــل د لارې غلط مۀ ږده بې حسابـه

   

                                    (رحمان بابا)                                       

له قدم اوچتولو نه مخکښې لږ  فکر وکړه چې:

 

ستا هر عمل له پنځو حالتو نه بهر نۀ دے

 

١ يا فرض دے. ٢- يا حرام دے. ٣- يا مستحب دے. ٤- يا مکروه دے.٥- يا مباح دے.

 

١- که فرض وي وې کړه.

٢- که حرام وي مۀ يې کوه.

٣- که مستحب وي ښه ده چې يې وکړې.

٤- که مکروه وي ښه ده چې يې ونکړې.

٥- که مباح وي خوښه دې ده چې يې کوې يا نه.

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت 17:30 |

 

په صوبه کښې د مياشتې لانجه او د صوبائي حکومت کردار

 

 (اداريه)

 

 

پاکستان او په تېره بيا د پښتنو سيمه د نورو ډېرو مذهبي اختلافاتو نه علاوه د روژې او اختر د مياشتو د ليدو يا نۀ ليدو  له لحاظه هم هر کال له يو لړ اختلافاتو سره مخامخ کيږي  او سږ کال د وړوکي اختر د مياشتې له راختونه مخکښې زمونږ د صوبې واکمنانو شايد په دې نيت چې د مياشتې د ليدو په سر به اختلافات ختم يا کم  شي يو عجيبه اعلان وکړاو هغه دا  چې له دې نه پس به روژه او اخترونه د سعودي عرب له حکومت سره په يو وخت کولې شي.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت 5:59 |

 

افضل خان لاله او قامي وحدت

 

 زۀ دپښتون قام دوحدت فکر کووم ما خپل سياست قامى وحدت ته وقف کړے دے

     


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت 5:52 |

 

ماشومان او د هغوي ستونزې

 

( د اکتوبر ٨ نېټه د ماشومانو نړيواله ورځ )

 

احمد فرزان

نارسمي شمېرې ښئ چې  په افغانستان کښې شاوخوا ۱۳مليونه ماشومان ژوندکوي چې دټول نفوس دريمه برخه جوړوي اوډېر يې د بی وزلۍ ، وروسته پاته فرهنګ اوجنګ جګړو له امله له خپلوحقونوڅخه بی برخي دي. افغانستان يو له هغو بې وزله هېوادونو څخه دے چې د بيلابيلو لاملونو له کبله يې گڼ  ماشومان له داسې ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې د ناوړه گټې اخستنې معنا لري. په کوچنيو عمرونو کښې د نجونو او هلکانو ودول، جنسي تېري، بې سرپرستي،تعليم اوتربيت ته يې نه لاسرسی ، درانۀ کارونه  او د امنيت له پلوه نه خونديتوب هغه څه دي چې زرګونه  ماشومان ورڅخه زوريږي


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت 5:51 |

 

ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه

  

                                                                                                               

       د مينې مجلې محترمو چلوونکو! السلام عليکم

اميد دے چې ټول به روغ جوړ يئ.  

مينه مجله هره مياشت باقاعدګۍ سره لولم او هغه څه چې ترې زده کوم چې تر اوسه مې په نورو مجلو کښې نۀ وو لوستي. تاسو په حقيقت کښې هغه څه پښتنو نه وړاندې کوي چې نن يې پښتنو ته ضرورت دے خداے پاک دې تاسو د مجلې ټولو چلوونکو ته روغ صحت او ډېر ژوند او اجرونه او ثوابونه درکړي چې دغه شان د پښتو او پښتنو خدمت  په ښۀ ډول وکړئ.

 


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت 5:29 |

 

مظلومه ډاکټره مروه په کوم جرم شيهده کړې شوه؟

 مېرمن ډاکټر مروه شربيني هغه مصرۍ سترناکه او پاکلمنه مسلمانه  مېرمن وه چې په ٢٠٠٥ کال کښې د درمل جوړونې (مېډيسن ) د اعلی زدکړو لپاره له خپل خاوند سره جرمني ته لاړه. او هلته په خپل تعليم حاصلولو بوخته شوه او هيڅکله د مغرب د بې مهاره ازادۍ ، بداخلاقۍ او بې راهروۍ تر تاثير لاندې رانغله او د قران د احکامو مطابق يې خپل ستر او پرده برقراره وساتله. په تېرو ورځو کښې هغه له خاوند سره په يو پارک کښې له اسلامي ستر او پردې سره ناسته وه چې يو جرمن نسل پرست سړي د هغې د اسلامي ستر او پردې توهين او سپکاوے وکړ او هغه مجبوره شوه چې د دغه ملک عدالت او محکمې ته مراجعه وکړي. يوه ورځ  هغه د خپلې مقدمې د کارروائۍ د اورېدو په لړ کښې د عدالت په کمره کښې حاضره وه چې هغه نسل پرست جرمن سړي د دې جملې په ويلو سره چې (( تۀ د ژوند هيڅ حق نۀ لرې )) په هغې باندې په داسې حال کښې چې حامله ( اميدواره ) هم وه د چاقو اتلس ګوزارونه وکړل او شهيده يې کړه.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:53 |

 

د مرغۍ نصيحت        

 

محمد شفيق

 

يو سړي د مرغيو د نيولو لپاره جال خور كړے ؤ په جال كښې يې يوه مرغۍ راګېره شوه سړي مرغۍ ونيوله.

مرغۍ دې سړي ته وويل اے نېک انسانه تا به ډيرې هوسۍ بزې او چرګې خوړلې وي د دې څيزونو په مقابل كښې به زما څه حيثيت وي زما په دې لږه غوښه ستا خېټه نه ډکيږي كه تۀ ما ازاده کړې نو زۀ به تا ته درې داسې نصيحتونه وكړم چې که عمل پرې وكړې نو ډېره ګټه به در ورسوي

 


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:47 |

 

د غلو سردار

مظفر خان - نوښار

 

ويل کيږي چې سلطان محمود غزنوي به د خلقو ډېر خيال ساتۀ د هغۀ دا عادت ؤ چې د شپې به يې نورې جامې واغوستې او په ښار کښې به ګرځېدۀ د خلقو حالات به يې معلومول چې په څه  حال کښې دي.

يوه شپه محمود غزنوي د شپې په زړو جاموكښې ګرځېدۀ يو ځاے يې يو څو کسان وليدل چي په يو ځاے يوې خوا ته روان وو محمود غزنوي هم ګامونه تند کړل ورنزدے شو فكر يې شو چي دا خلق غلۀ دي او يو ځاے ته د غلا لپاره ځي.

غلو محمود غزنوي وليدى چي د دوى پر خوا را روان دى وارخطا شول چي دا څوک په نيمه شپه زمونږ خوا ته را روان دے غلو خو محمود غزنوي نه پېژندۀ ځکه  يې پوښتنه ترې وکړه چې تۀ څوک يې ؟

سلطان محمود غزنوي وويل زۀ هم ستاسو په شان يو سړے يم.

د غلو فكر شو چي دې هم غل دے او د غلا په نيت راوتلے دے اوس نو غله بې غمه شول وروسته محمود غزنوي پوښتنه وكړه تاسو په دا نيمه شپه په كوم نيت ګرځئ؟

غلو ورته وويل د غلا په نيت.

محمود غزنوي وويل كه غلا كوئ نو داسې ځاے نه يې وكړئ چي ښۀ ډېر دولت مو لاس ته راشي او د ټول ژوند د پاره مو بس شي او بيا د غلا كولو ضرورت درته پېښ نه شي زما مشوره خو دا ده چي شاهي ماڼۍ ته به ورواوړو د هغه ځاے څخه مونږ لويه خزانه تر لاسه كولې شو.

غلو چي دا واورېدل ډېر خوشحاله شول د محمود غزنوي په زړۀورتيا يې اّفرين ووايۀ ورته يې وويل تۀ خو ډېر بهادر سړے يې ځکه چې له شاهي ماڼۍ نه غلا كول ډېر د همت او زړۀ ورتيا كار دے مونږ پر دغه خبره تا خپل سردار منو او ستا هر امر به په ځاے كوو مګر تا چې د شاهي خزانې د غلا كولو خبره وكړه دا ډېر ګران كار دے.

محمود غزنوي ورته وويل زۀ چي درسره يم له هيڅ شي نه مه ويريږئ هر مُشكل به مو اّسانه شي اوس ځانونه تيار كړئ شاهي خزانه به نن غلا كوو د دې مقصد د پاره به يو پلان جوړ کړو اوس دې هر يو خپل خپل كمال ووائي چي كوم خاص خاص صفت لري.

هر غل خپل يو يو كمال يادوۀ يو غل وويل زۀ دا كمال لرم چي په كوم ځاے کښې چي خزانه پرته وي ما ته د هغه ځای د خاورو نه د خزانې خوشبوي راځي په زمکه کښې پټه خزانه معلومولې شم.

دويم غل وويل زما كمال دا دے چي په تكه توره شپه كښي چي هر څوک يو وار ووينم بيا د هغه شكل راڅخه نۀ هېريږي د ورځې په رڼا كښې يې پېژنم.

دريم غل وويل زۀ دا خاص كمال لرم چي د سپيو په خبرو پوهېږم سپي چې غاپي زۀ پرې پوهېږم چي دوي څه سره وائي.

څلورم غل وويل زۀ دا كمال لرم چي د ماڼيو دېوالونه چې هر څومره پورته وي كه زۀ رسۍ وروغورځوم هغه به د ماڼۍ په دېوال كښې بنده شي بيا نو ماڼۍ ته ختل هيڅ ګران كار نه دے.

څلورو واړو غلو خپل خپل كمالونه وويل او چُپ شول وروسته يې محمود غزنوي ته وويل سرداره مونږ ټولو خو خپل كمالونه درته وويل اوس ته راته ووايه چي ته څه كمال لرې؟

محمود غزنوي وويل زۀ چې كوم كمال لرم هغه تر ټولو لوے كمال دے زۀ دا خاصيت لرم چې كوم وخت يو مجرم ونيول شي او په هغه باندې د مرګ سزا وخېژي جلاد هغه په دار خېژوي عين پر دغه موقعه كه زه خپله ږيره وښوزوم مجرم به له سزاڅخه خلاص شي او پرېږ به يې دي.

غلۀ ډېر حېران شول محمود غزنوي ته يې وويل رښتيا چي دا ډېر لوے كمال دے مونږ بايد هيڅ و نۀ ويرېږو.

بيا دوي ټول د شاهي ماڼۍ په خوا روان شول يو څه چې مخې ته لاړل يو سپے په مخه ورغے سپي پرې وغپل په دې غلو كښې كوم يو چي ويلى وو چې زۀ د سپيو په خبرو هېږم نورو غلو ورته وويل چي ته خو د سپيو په خبرو پوهېږې اوس راته ووايه دا سپى څه وايي؟

هغه غل وويل انډيوالانو سپي چې څه وويل زۀ هغه ته ډېر حېران يم كه تاسو ته يې ووايم نو زړۀ ته به مو و نه لويږي او فكر به كوئ چي دا سپے اوس رښتيا وائي كه دروغ زۀ خو خپله د سپي په ټوله خبره پوه شوم.

 نورو غلو ورته وويل زر راته ووايه  چې سپي څه وويل؟

دۀ ورته وويل سپے وائي په دې پنځو كسو كښې يو سړے باچا دے.

غلو او محمود غزنوي وخندل چي دا څنګه كېدې شي چي په موږ كښې يو باچا وي هغه غل ويل تاسو خاندئ مګر زۀ رښتيا درته وايم سپي دغه خبره وكړه چي په دغو کښې يو باچا دے.

غلو د خپل زړۀ د تسلۍ لپاره دا معنا وركړه چې شايد د سپي د وېنا مقصد دا وي چي دا پنځۀ غلۀ د شاهي خزانې د غلا كولو د پاره روان دي صبا به مونږ يو نه بلکې پنځۀ واړه باچهان يو. دوي دغه خبرې سره كولې چې شاهي ماڼۍ ته ورسېدل د دېوال څنګ ته ودرېدل دې غلو خپل ملګري ته كوم چې دا كمال درلود چي رسۍ په اول وار به د دېوال په سر ټينګوي وويل راشه كمال دې ښکاره کړه.

هغه د ملا څخه  رسۍ راخلاصه كړه د ماڼۍ دېوال ته يې وروغورځوله رسۍ په اول وار د دېوال په سر باندې په كنګره كښې بنده شوه دوي يو يو په رسۍ وختل او شاهي ماڼۍ ته ښکته شول اوس نو د دې بل غل د كمال ښکاره كولو وار دے كوم چي په زمکه كښې خزانه په بوي سره پېدا كوي هغه غل دستي په زمکه پرېوت په كومو كومو ځايو كښې چې شاهي خزانه پټه وه هغه يې ټول وشنل خزانه يې راووېستله په شا يې كړه او بېرته په هغه لار چې راغلي وو لاړل.

سهار لا نۀ ؤ چي دوي  له  ښار څخه ووتل او يو ځنګل  ته ورغلل هلته كښېناستېدل اوس هر يو غوښتل چې خزانه ووېشل شي او خپله برخه يوسي.

محمود غزنوي غلو ته وويل زۀ ستاسو سردار يم زما امر منل په  تاسو لازم دے زما مشوره دا ده چي اوس خزانه و نه وېشو كه مونږ خزانه ووېشو خپلې خپلې برخې كورونو ته يوسو نو دا غلا خو مونږ د باچا په ماڼۍ كښې كړې ده باچا چې په غلا خبر شي نوكوشش به كوي چې غل ونيسي كېدې شي سپاهيانو ته ووايي چې كور په كور تلاشي واخلئ كه مونږ خزانه كورونو ته يوړه نو د تلاشۍ په دوران كښې به له کورونو څخه راووزي سپاهيان به مو ونيسي نواوس پکار دي چې خزانه دلته په ځنګل كښې پټه کړو سپاهيان چې د خزانې په تلاش كښې ناكامه شي بيا به مونږدا خزانه راوباسو او تقسيم به يې کړو.

غلو د محمود غزنوي خبره ومنله وې ويل ته صحيح وائې مونږ د خپل مشر حكم خامخا په ځاے كوو.

ټولو اتفاق وکړو او هلته يې  زمکه وکنله او خزانه يې پټه كړه اوس هر يو په خپله لار روان شو په دې وخت كښې محمود غزنوي ورته وويل انډيوالانو زۀ په تاسو کښې ستاسو نوے ملګرے يم او يو هم نه پېژنم چې څوک  يئ او په كوم ځاے کښې اوسېږئ زۀ ستاسو سردار هم يم پکار دي تاسو ټول ما ته خپل خپل ځايونه راووښيئ چي په كومو كومو علاقو كښې اوسېږئ.

غلو هم خپل خپل ځايونه محمود غزنوي ته وروښودل وروسته يې رخصت ځينې واخېست دوي كورونو ته لاړل محمود غزنوي شاهي ماڼۍ ته راغے يو ګړۍ پس په ماڼۍ کښې شورماشور شو چي شاهي خزانه غلا شوې ده سپاهيانو د غلو د نيولو د پاره د ښار په لور روانېدل غوښتل چې محمود غزنوي هغوي ته د هغو څلورو غلو ځايونه وروښودل چې ورشئ دا خلق  ونيسئ غلا دغو خلقو کړې ده.

هغوي هم د باچا امر په ځاے كړ ورغلل او هغه غلۀ يې له كورونو څخه راووېستل لاس تړلي يې راوستل غلۀ حېران وو چې مونږ څه رنګه زر ونېول شو دا څه چل دے سوچونه فکرونه يې شروع کړل چې چا زمونږ چُغلي وخوړه؟  مونږ خو يې ونيولو خو زمونږ سردار و نه نيولې شو.

غله يې قاضي صېب ته وړادې کړل قاضي د شاهي خزانې د غلا په جُرم د غلو د وژلو امر وكړ غلۀ وار خطا شول يو او بل ته يې ويل كه زمونږ سردار اوس وې خپل كمال به يې ښکاره كړے وې ارمان چې له زمونږ سره نيول شوے وې اوس خزانه يوازې د دۀ شوه.

غلۀ يې د دار په لور روان کړل په دې وخت كښې د سلطان محمود غزنوي له خوا امر وشو چې د شاهي خزانې غلۀ دربار ته راولئ دوي كه كوم اخري ارمان لري هغه دې ووايي چي زۀ يې ور پوره كړم.

غله د محمود غزنوي دربار ته بوتللې شول  محمود غزنوي په تخت باندې ناست ؤ غلو سرونه ځوړند نيولي وو په دې وخت كښې يو غل محمود غزنوي ته تر سترګو لاندې وكتل دستي يې وپېژندو چې دا خو هغه زمونږ پنځم ملګرے دے. يو غل ته يې په غوږ كښې وويل انډيواله! بېګا چې سپي كومه خبره كړې وه هغه رښتيا وه چي په دې پنځو کسانو كښې يو باچا دے دغه سړے چې اوس په تخت باندې ناست دے دا هغه زمونږ د بېګانۍ شپې انډيوال دے.

دغه غله دا كمال درلود چې څوک په توره شپه كښې وويني هغه بيا په ټول ژوند د دۀ په ياد وي نه يې هېريږي.

دويم غل ورته وويل بې عقله څه وائې د شپې دې د سپي په خبره يقين وكړ له غل څخه دې باچا جوړ كړ اوس باچا ته غل وائې داسې معلومېږي لكه چې د مرګ له ويرې دې عقل كار پرېښود.

د محمود غزنوي دوي ته پام ؤ اخر يې غږ پرې وكړ تاسو دوه كسه يو د بل په غوږ وكښې څه سره وائئ؟

كوم غل چې محمود غزنوي پېژندلے ؤ هغه زر څو ګامه ورمخکښې  شو لاس په نامه يې محمود غزنوي ته وويل اے زمونږ سرداره مونږ ټولو خو خپل خپل كمال ښكاره كړ اوس به ته خپله ږيره كله ښوزوې هغۀ وخت به يې ښوزوې چې مونږ ټول په دار شو.

محمود غزنوي چې د غل خبره واورېده خندا ورغله او وې ويل تا خپل كمال ښكار كړ زۀ دې وپېژندم اوس ګوره زه هم خپل كمال ښكاره كوم ږيره درته ښوزوم ځئ تاسو ټول اّزاد يئ.

غلو چې دا واورېدل د محمود غزنوي په پښووروغورزېدل معافي يې ترې نه وغوښنله چې بيا به مونږ غلا و نه كړو او ښۀ ښۀ كارونه به كوو.

غلو له باچا سره دا قول وکړ او په خوشحالۍ خوشحالۍ له دربار نه خپلو خپلو ځايونو ته رخصت شول.

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:42 |

 

ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه

 

 

دميني ښاغلوچلونکو!

سلامونه اوښې پيرزويني مي ومنئ ، هيله ده روغ به ياست اوپرخپلوفرهنګي اومذهبي کارونوبه برلاسي ياست.

له پيښوره دميني مجلي نوم مي ډيراوريدلي و خودا دي اوس مي انلان ولوسته،داګڼه يې چې عاشورا‌ء ته ځانګړې سوي وه ،مطالب يې که څه  زماله نظره ځينې نيمګړتياوي لرې ، خوبيايې هم غنيمت ګڼم او دچلونکوڅخه يې هيله کوم چې دغه شان دخپل قلم ، ژبي اواند ټول ځواک او واک په ټولنه کښې د خرافاتو، ټولنيزو او مذهبي انحرافاتوڅخه دمخينوي په لاره کي صرف کړي.

زۀ فکرکوم چې اوس مهال تربل هروخته زيات داسلامي امت يووالي ته اړتيا ده ، ترڅواسلامي نړۍ له دي څپڅپانده اوبحراني حالت نه وژغورل شي

اوس مهال چې اسلامي نړۍ دسياسي ، اقتصادي ، فرهنګي اونظامي پلوه ترسختت فشارلاندي ده اوپه يادو ټولوخواو کښې د خپلواک ترپوښتني لاندي ده ، مسلمان امت ته په کار دي چې ټول ژبني ، نژادي ، منطقوي ، مذهبي اوسياسي اختلاف شاته وغورځوي او ديو واحد اسلامي ملت په توګه له اسلامي اساساتو اومعتقداتوڅخه دفاع وکړي.

ترهغوچې اسلامي نړۍ دمتحده ايالاتو، شمالي اتلانتيک او اروپايي ټولني غوندي سره نه وي يواځاے شوې، واحد رياست اوهمږغې تګلاره يې نه وي غوره کړې فکرنه کوم سالم دي له دې نړيوال بشروژونکي اوانسانيت دښمنه بحران څخه ځانونه خوندي وباسي.

که مسلمانان په خپلوکښې په کوچنيوکوچنيومذهبي او.نورو موضوعاتو سره بيل بيل وي نودسياسي ، فرهنګي اواقتصادي استعماراواستثمارلړۍ به همداسي وکړي څنګه چې نن ورسره اسلامي هيوادونه مخ دي.

که دامريکا دري سترې  تيلي کمپنۍ پرعراق باندي دامريکا ديرغل په پايله کي د عراق هغه ۱۵زره مليارډه ټنه تېل  باسي ، په منځني ختيځ کي چي دنړۍ څلويښت په سلوکي تېل  لري دتاوتريخوالي په زياتولوسره يوازي په ۲۰۰۸کال کي د۱۵۰مليارډوډالرووسله پلورلې شي اوايران ته يي چي د نړۍ څلورم تېل  توليدونکے  هيوادګڼل کيږي سترګي سرې کړي دي نومسلمانې  نړۍ ته څه کول په کاردي؟؟

ايا داسلامي نړۍ مسئوليت نه دے  چې خپل اقتصادپه خپل لاس کي واخلي اودخپلواقتصادي زېرمودفاع وکړي؟؟؟

خبره نه اوږدوم خودميني له چلونکو او د دوي غوندي نورو ځوانومسلمانوفرهنګيانوڅخه په مينه هيله کوم چې داسلامي نړۍ د ترقۍ او د مسلمانومذهبونو د يووالي لپاره لا ډيرکاروکړي

                                                                                  احمد فرزان

                                                                             قندهار (افغانستان)

                                                                                                                                                             

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/01/01 او وخت 5:0 |

 

د امامانو مياشت او هنګامي حالت؟

(اداريه)

 

 

شاه است حسېن بادشاه است حسېن

دين است حسېن دين پناه است حسېن

سر داد، نـــه داد دست در دست يـــزيد

حقــــا کـــــه بنــــای لا الــــه است حسېن

                                                               ( خواجه غريب نواز)

*****

شـاه حسېن دے او بــادشاه حسېن دے

ديـن حسېن دے، ديـــن پنــــــاه حسېن دے

سر يې ورته ورکړو لاس يې ورنکړو يزيد ته

بـــــې شکـــــه بنـا د لا الــــه حسېن دے

                                                                          ( ترجمه شاهين)

 

په پاکستان کښې له يوې مودې راهسې په خاصه توګه د پخواني فوځي ډکټېټرفقيد ضياء الحق له دور نه هر کال چې د امامانو مياشت  يا د محرم مياشت لا نه وي راختلې نو له ټولې دنيا نه بل شان زمونږ په ملک کښې دننه د رسنيو او مېډيا له لارې دا اوازې خوريږي چې د محرم په دوران کښې د امن او امان د قائمولو لپاره په مختلفو سيمو کښې د امن کمېټۍ جوړيږي، په هر ځاے کښې امنيتي ځواکونه او پوليس ځاے په ځاے کيږي، د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد او اتفاق کوششونه روان دي. او چې کله د امامانو مياشت راوخېژي په خاصه توګه چې د مياشتې نهمه او لسمه راورسيږي نو نه يوازې دغه هلې ځلې لا زياتې شي بلکې دا خبرونه هم خپرېږي چې د امام حسېن (ع) او د کربلا د شهيدانو په مظلوميت باندې د وير او ماتم د جلوسونو په لارو کښې سخت بندېزونه لګېدلي دي او دغو جلوسونو ته د عامه خلقو په نزدې کېدو باندې مکمله پابندي لګېدلې ده، ټولې لارې تړلې شوي دي او پوليس ځواکونه په جديدو او درنو وسلو سره سنبال شوي دي او په نهمه او لسمه ورځ باندې هغه سيمې چې پکښې د خداے د ګران رسول (ص)د کورنۍ او د هغوي د دوستانو په مظلومانه شهادت باندې د ماتم کوونکو د جلوسونو په لارو او سيمو کښې داسې ښکاري چې يا خو يو ډېر زورور دښمن په دغو سيمو باندې د حملې په حال کښې دے او يا د کربلا پېښه يو ځل بيا د رامنځته کېدو په حال کښې ده.   که څه هم دا اوازې او حفاظتي انتظامات په ظاهر کښې ښۀ او په زړۀ پورې ښکاري او هر څوک يې ملاتړ او تعريف کوي او هيڅ هغه کس چې پکښې لږ غوندې هم انسانيت وي او په زړۀ کښې يې لږ غوندې هم د انسانيت لپاره درد وي نو هيڅکله به د دې کارونو مخالفت ونکړي.خو څوپوښتې چې د هر چا په ذهنونو کښې پېدا کيږي هغه دا چې اخېر ولې په يو داسې ملک کښې چې بنياد يې په لا اله الا الله محمد رسول الله او د اسلام او مسلمانۍ په نامه اېښودل شوے دے د دا ډول هلو ځلو او سختو اقداماتو ضرورت پېښېږي.؟ ايا په دې ملک کښې داسې هم يوه فرقه يا څوک شته چې د خداے د ګران رسول (ص) د کورنۍ په غم باندې خوشحال وي؟ او په هغومظلومانو باندې د ژړا او خفګان مخالف وي؟ په داسې حال کښې چې امام عاليمقام په يو داسې وخت کښې په خپلو وينو سره د اسلام ونه خړوب کړه چې بني اميه ؤ هغه ونه تر جرړو پورې وچه کړې وه او دغه مقدسه ونه داسې زوال ته رسېدلې وه چې په اوبو سره نه بلکې په وېنې سره بيا شنه کېدې شوه. او هغه هم په معمولي وينې سره نه بلکې په يوې مقدسې وينې سره. نو بس د خداے د ګران رسول (ص) پاکې کورنۍ او د هغوي مينه والو د وخت د امام حضرت امام حسېن (ع) په مشرۍ کښې دغه ستره قربانۍ ورکړه او په دې لاره کښې يې داسې مصيبتونه او تکليفونه د خپل نيکۀ د امت د دعوا لرونکو له لاسه وزغمل چې حتی شېطان او کافران ترې هم امان غواړي. او کۀ دغه قرباني نۀ وې نو د اسلام يو يو مذهب، يوه فرقه او يوه ډله به هم نۀ وه بلکې د اسلام نوم به له دنيا نه ختم شوے ؤ. 

نو اوس ايا داسې هم د اسلام يومذهب، فرقه ، مسلک او ډله کېدې شي چې د اسلام د دغو سترو محسنانو په مصيبتونو او تکليفونو باندې خوشحالي وکړي؟ او که شته نو دا ډله ناڅاپه د فقيد ضياء الحق صېب له دور نه څنګه رامنځته شوه؟ او يا ايا په دغې سترې غمېزې باندې د بندېز لګولو لپاره قران مجيد کښې څه نوے ايت نازل شو يا څه نوې حديث جوړ کړے شو؟ حال دا چې هم زمونږ په هېواد کښې مونږ د فقيد ضياء الحق له دور نه مخکښې له پخوا راهسې د محرم په شپو ورځو کښې کلي په کلي ، کور په کور او حجره په حجره د جنګنامو د ويلو او ورته د خلقو د ژړلو، د خېر خېراتونو کولو او په ماتمي جلوسونو کښې د مختلفو فرقو د خلقو د ګډون يا لږ تر لږه د جلوس ګډون کوونکو ته د شربتونو او چاې ګانو ورکولو کتونکي وو. نو دا ناګهانه څه بلا راوغورزېده چې نۀ يوازې دغه کارونه کم شول بلکې ځينې ډلې يې په مخالفت کښې راپېدا شوې.

نو بس د دغو ټولو پوښتنو په ځواب کښې همدا شک ذهن ته راځي چېايا داسې خو نۀ ده چې يزيد صفته ډکټېټر واکمنانود خپلو بهرنيو استکباري بادارانو په اشاره داسې څه ډلې جوړې کړي وي چې د حسېنيت په حق کښې او د يزيديت په خلاف د دې احتجاجي لاريونونو او جلوسونو مخنيوے وکړي له دې ويرې چې هسې نه د يزيدد اعمال او کردار په څرګندېدو سره د موجوده دور يزيد صفته واکمنانو اعمال او کردار هم په ډاګه شي او په مقابل کښې يې د امام عاليقمام پېروکار پاڅون او قيام وکړي.

په هر حال په دې خبره کښې هيڅ شک نشته چې دا هر څه ناګهانه او په غېر ارادي توګه نۀ دي رامنځته شوي بکلې د دې شا ته يو سنجول شوے پلان او منصوبه ښکاري چې له يوې خوا د حسېنيت په ملاتړ او د يزيديت په خلاف د دغو احتجاجي جلوسونو په مخالفتونو سره دغه حسېني غورځنګ دباؤ کړي چې  د هغه وخت د يزيد او د دې زمانې د يزيديانو کردار پټ پاتې شي او له بلې خوا په دې کارونو سره او دغو جلوسونو ته د خلقو په ورتلو باندې د پابنديو په لګولو سره هم عام او بې خبره خلق له حقائقو نه بې خبره وساتي او بل د مسلمانو ترمنېځ د اختلافاتو او تفرقې خليج نور هم پراخه کړي. ځکه چې که غرض، سازش، او منصوبه ترمنيځ نۀ وې او مسئله د چا د ذاتي خوښې نا خوښې وې نو هغو کسانو چې د امام حسېن (ع)  او د کربلا د نورو شهيدانو په مظلوميت او مصيبتونو باندې خوشحالي کول غواړي کولې شول چې په هغو لارو نۀ ځي او هغو ځايونو ته نزدې کيږي چرته چې په هغوي باندې غم، وير او ماتم کيږي. نو اوس دا د اسلام د ټولو رسمي مذهبونو او مسلکونو د مشرانو او روشنفکرانو ذمه واري ده چې دغه يزيدي قوتونه او د هغوي په  ملاتړ جوړې شوې ډلې وپېژني هغه عامو خلقو ته په ډاګه کړي او له هغوي څخه د برات او بېزارۍ اعلان وکړي. او ټولو مسلمانانو ته دا خبره په ګوته کړي چې مونږ ټول د خپل ګران رسول (ص) د کورنۍ په غم کښې شريک يو.

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت 7:17 |

 

د غزې کربلا

 

انور شاهين خانخېل

نن په غزه کښې يوه بله کربلا جوړه ده

د يزيديانو په لاس هر خوا واوېلا جوړه ده

کورونه وران او اوسېدونکي يې ټوټې ټوټې دي

هر لور ته کريکې ، ماتمونه، وير ژړا جوړه ده

ټول ماشومان، ښځې، ځوانان او بوډاګان قتليږي

په فلسطين باندې د ظلم انتها جوړه ده

دا مسلمان او عربان حکمرانان چرته دي؟

د ايمانونو يې امريکې سره سودا جوړه ده

نن امريکه، غرب، اروپا او اسرائيل يو شوي

اسلام خلاف يې دسيسه ښۀ برملا جوړه ده

صد آفرين په حزب الله او په حماس دې وي تل

د اسرائيلو نابودۍ لره بنا جوړه ده

بالاخره به  حسېني غورځنګ دنيا کښې جوړ شي

شاهينه کفر او نفاق لره فنا جوړه ده

 

د محرم په مقدسه مياشت کښې چې خداے پاک پکښې جنګ حرام کړے دے  د همدې مياشت په شروع کېدو سره يو ځل بيا د يزيد پېروکارو د صهيونېسټو غېر قانوني، غاصب او جعلي رژيم فوځيانو د امريکې ، انګرېزانو او نورو کفري قوتونو په ملاتړ سره د غزې د ښار  په مظلومو، بې وزلو، بې دفاع او بې اسرې فلسطينيانو باندې د هوا، زمکې او سمندر له لارې وحشيانه حملې پېل کړې او ماشومان، ښځې، بوډاګان او ځوانان يې په وينو او خاورو کښې ولوغړول. په داسې حال کښې چې د نړۍ يو قانون هم په جنګونو کښې د غېر فوځي په خاصه توګه د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو د وژلې اجازت نه ورکوي خو له بده مرغه  په دې وحشيانه يرغل کښې زياتره ماشومان او ښځې قتل عام شول.

او له تر ټولو د افسوس خبره دا ده چې د اکثرو عربو او مسلمانو هېوادونو استبدادي  واکمنان چې د عوامو په څټونو باندې د وسلې او سرمايې په زرو ناست دي او له صهيونېسټو يزيديانو سره يې پټې او ښکاره رابطې لري او نن د کوفيانو کردار ادا کوي  هم د غزې د کربلا تماشه کوي بلکې په واضحه توګه به دا ووايو چې په دې انتظار کښې ناست دي چې کله به د فلسطين حماس غورځنګ له منځه لاړ شي بالکل هم هغه شان لکه چې په لبنان باندې د اسرائيلو د حـملې په وخت په دې انتظار کښې وو چې کله به حزب الله غورځنګ له منځه لاړ شي خو دا خداے پاک وعده ده چې ان حزب الله هم الغالبون. او د لبنان په ٣٣ ورځني جنګ کښې د اسرائيلو غوندې ستر فوځي قوت له ذلت او خوارۍ او شرمناکې ماتې سره مخامخ شو او حزب الله ته خداے پاک غلبه ورکړه او د دغو استبدادي تش په نامه مسلمانو واکمنانو ارمان پوره نه شو نو په دې جنګ کښې به هم انشاء الله چې حق غالب وي او باطل به ماتې خوري ځکه چې د نړۍ ټول حق پرسته عام انسانان چې هغه د هر مذهب ، مسلک، هر قوم او هر هېواد دي د مظلومو فلسطينيانو ملاتړ کوي

مونږ هم د نړۍ د ټولو مظلومو او مستضعفو خلقو سره په يو اواز د فلسطين د مظلومو مسلمانانو ملاتړ او د وخت د يزيد صفته ظالمانو او د هغوي د ملاتړو استکباري قوتونو او د هغوي د ظلمونو تماشه کوونکو تش په نامه مسلمانانو استبدادي واکمنانو او همدا رنګ د قاضي شرېح د پېروکارو هغو عربو او غېر عربو وهابي مفتيانو چې د فلسطينيانو په حق احتجاج کوونکي د دنيا په مېلينونو انسانان يې فاسدان بللي دي په سختۍ سره غندنه کوو. او د استکبار او استبداد تر تسلط لاندې عوامو ته بلنه وروکوو چې نن د حسېني کردار په ادا کولو سره د ظلم ، جبر، استکبار، استعمار او استبداد په خلاف په پاڅون سره د مظلومو ملاتړ ته راپاڅي. او د اسرائيلو، امريکې، انګرېزانو او نورو کفري او منافقو واکمنانو په خلاف د خپل قهر له څرګندونو سره سره دې خپل واکمنان په دې مجبوره کړي چې يوازې په يو مذمتي بيان دې بسنه ونکړي بلکې د ظالم اسرائيل په خلاف او د مظلومو فلسطينيانو په ملاتړ کښې دې عملي ګامونه اوچت کړي.

د هغې ورځې په اميدچې زمونږ مسلمانانو وړومبۍ قبله بېت المقدس او د فلسطين سپېڅلې خاوره د د حزب الله او حماس په لاسو د غاصبو صهيونېسټانو له تسلط نه ازاده شي او اسرائيلي رژيم د زمکې له سر نه نابود او تش په نامه هغه مسلمان واکمنان چې له صهيونېسټانو سره پټ او ښکاره تړونونه لري رسوا او د خپلو عوامو په لاسو نسکور شي.

                                                                                                              

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت 7:1 |

 

ښاغلے باراک اوباما په دوه لاري کښې

 (اداريه)

 

 

  بالاخره په امريکه کښې د ولسمشرۍ انتخابات تر سره شول او د ډېموکرېټانو لخوا ښاغلے باراک اوباما چې د مور لخوا سپين پوستکے او د پلار لخوا تور پوستکے دے د امريکې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. او دا هم ويل کيږي چې پلار يې مسلمان ؤ او په دۀ  يې نوم هم (( حسېن )) اېښودے ؤ او ځينې خلق وائي چې هغۀ خپل نوم د حسېن په ځاے باراک اوباما اېښودے دے، ځينې وائي چې نه باراک حسېن اوباما دے، ځينې وائي چې مسلمان دے او ځينې وائي چې يهودي دے او ځينې وائي چې نه مسيحي دے. خېر چې څومره خولې نو دومره خبرې. په حقيقت کښې په امريکه کښې چې کله هم انتخابات کيږي نو له دې امله چې د نړۍ د مېډياپه زياتره برخه باندې د امريکې او صهيونېسټانو کنټرول دے په نړيواله سطح دومره زياتې پروپېګنډې کيږي چې د هر هېواد د خلقو ورته سترګې وي چې په انتخاباتو کښې به څوک کاميابيږي او څوک نه.او امريکه هم په خپلو دغو بېخرته پروپېګنډو سره د نړۍ خلقو ته دا خبره القاء کوي چې ګني د امريکې انتخابات د ټولې دنيا لپاره اهميت لري او د ټولې دنيا په سياست باندې اثر کوونکي دي او هلته به د څېرې په بدلېدو سره له امريکې سره سره په ټوله دنيا کښې بدلون راشي، خو حقيقت داسې نۀ دے. ځکه چې مونږ که د امريکې جمهوري او انتخاباتي نظام ته په غور سره وګورو نو هلته هغه شان جمهوريت هم نۀ دے څنګه چې يې د دنيا خلق تصور کوي ځکه چې هلته کښې يوازې دوه ګوندونه په انتخاباتو کښې ګډون کولې شي چې يو ريپبلېکن ګوند دے او بل ډېموکرېټک ګوند دے.او کله له يو ګوند او کله له بل ګوند څخه ولسمشر جوړيږي او هغه هم د امريکې په رياستونو کښې د پاليمان او سېنټ د محدودو الېکټرولو ووټونو په شرط سره.که دا هم ورسره ومنو چې په کامله توګه جمهوري طريقې سره ولسمشر جوړيږي نو بيا هم له دې نه انکار نۀ شو کولې  چې د امريکې سياست د هر ولسمشر په دور کښې هم هغه استکباري او استعماري سياست وي او په هغۀ کښې هيڅ بدلون نۀ راځي او نۀ ترې د مثبت بدلون توقع لرلې شو ځکه چې په امريکه کښې د امريکې د داخل او خارج لپاره پاليسي يو قوت برابروي او هغه قوت ((صهيونېسټي لابي)) ده چې د امريکې په نظام باندې مسلطه ده.دا هغه لابي ده چې نه يوازې پکښې ظاهراً يهوديان شامل دي چې (( يهودي صهيونېسټان )) ورته وائي بلکې ظاهراً مسيحيان هم پکې شامل دي چې (( مسيحي صهيونېسټان )) ورته وائي او دې ډلې ته يهودي لابي نه دي ويل پکار ځکه چې دا هم د دښمن القا ده چې په دې سره دا ښودنه وکړي چې مسلمانان د يهودو له الهي دين سره دښمني او مخالفت کوي او ديني تنګ نظري لري.حال دا چې د دې ډلې له يهود يا عيسائي مروجو الهي دينونو سره هيڅ تعلق نشته بلکې يوه نړيواله دهشت ګرده او سرمايه داره ډله ده او د دې لابۍ کار د اسرائيلو ملاتړ،د لوے اسرائيلو منصوبه عملي کول او دنيا ته دا القاء کول دي چې د هغوي مسائل بې له امريکې او اسرائيلو نه څوک نه شي حل کولې نو پکار دي چې په ټولې دنيا باندې د دوي تسلط ومنلې شي. نو ځکه مونږ ته په امريکه کښې د تور او سپين يا مسلمان، مسيحي او يا يهودي له نومونو نه ډېر توقعات نه دي ساتل پکار ولې چې اسلام له دې څيزونو نه بالاتر د انسانيت خبره کوي. اسلام د يو تش په نامه مسلمان ظالم په مقابل کښې عادل کافر خوښوي. لکه حضرت امام علي (ع) فرمائي چې حکومت په کفر چلېدې شي خو په ظلم نه شي چلېدې.

      مونږ که د امريکې تاريخ وګورو نو د دغه هېواد مشرانو تل د ظلم،زياتي ، استکباريت، استعماريت او نړيوالې دهشت ګردۍ پاليسي په مخکښې نيولې ده چې ښاغلي جارج ډبليو بوش دغه ناروا چارې انتها ته ورسولې او نه يوازې يې د نړۍ اکثر ولسونه په خاصه توګه مسلمانان له ډول ډول مشکلاتو او مصيبتونو سره مخامخ کړي دي بلکې خپله يې دامريکې ولس او خپل ځينې اروپائي او لويديځوال انډيوالان هم د تباهۍ کندې ته نزدې کړي دي چې نن سبا په دغو هېوادونو کښې ستر اقتصادي کړکېچ يې يو غټ مثال دے.

     په حقيقت کښې خداے پاک د انسانانو خالق دے او فقط هغه ذات کولې شي د خپل مخلوق لپاره نظام وضع کړي له دې امله چې د انسان پوهه محدوده ده نو نه شي کولې چې په خپل سر د انسانانو لپاره نظام جوړ کړي همدا وجه ده چې په تاريخ کښې د انسان جوړ کړې شوي مادي نظامونه وخت په وخت د خپلو نيمګړتياو په وجه د زمکې له سر نه ختم شول او لا ورپسې  ختميږي چې وروستے مثال يې د پخواني شوروي کميونېسټ نظام ؤ چې د نړۍ د انسانانو مشکلات يې نه يوازې حل نه کړې شول بلکې نور يې هم زيات کړل او بالاخره د تاريخ د ميوزيمونو زينت شو. دغه شان د لويديځ لېبرل ازم حال هم دے چې لکه د کميونزم په شان د خپلې تباهۍ په لور خپل فطري سفر ترسره کوي چې کېدې شي ښاغلے باراک اوباما هم د کميونزم د وروستي مشر ښاغلي ګورباچوف په شان د لېبرل ازم د وروستي مشر په توګه ثابت شي.

     په اوس حال کښې ښاغلي باراک اوباما ته د امريکې پخوانيو مشرانو او په خاصه توګه ښاغلي جارج بوش دومره زيات مسائل، کړکېچونه او لانجې په وراثت کښې پرېښې دي چې ختمول يې د باراک اوباما د وس کار نۀ دے. خو بيا هم چې ښاغلي باراک اوباما په انتخاباتي پروپېګنډو کښې خلقو ته د (( بدلون )) خبره کړې ده او په دې خبره يې له خلقو نه ووټونه اخېستي دي او ځان يې کاميابه کړے دي نو پکار دي چې خپله وعده پوره کړي ځکه چې د امريکې د خلقو رايو او ووټونو دا خبره ثابته کړه چې خلق د ښاغلي جارج بوش له استکباري، استعماري او منافقانه سياستونو څخه پوزې ته راغلي وو ځکه يې د هغۀ ګوند ته تاريخي ماته ورکړه. نو اوس  ښاغلي باراک اوباما ته پکار دي چې له عوامو سره د بدلون کړې شوې وعده پوره کړي او په امريکه کښې صهيونېسټي لابي هم په دې قائله کړي چې نن سبا ټول قامونه بېدار دي او هيڅلکه د چا تسلط په ځان نه زغمي چې غټ مثالونه يې د لبنان په جنګ کښې اسرائيلو ته د حزب الله تاريخي ماتې ورکول، په فلسطين کښې د اسرائيلو په وړاندې د مظلومو فلسطينيانو مقاومت او په عراق او افغانستان کښې د امريکې او د هغې د انډيوالانو په وړاندې د مسلمانانو مبارزه ده.نو پکار دي په ټوله دنيا باندې د حکومت کولو خوبونه هېر کړي.

      همدا رنګ ښاغلي اوباما ته  پکار دي چې  کومو کومو هېوادونو ته هم امريکې په مختلفو چلولونو او بانو سره خپل فوځونه لېږلي دي هغه راستانۀ کړي، د نوې سوله ايزې اېټمي ټېکنالوجې د حاصلولو او د خپل قوم او ملت د سوکالۍ لپاره ترې د کار اخېستلو لپاره د يو هېواد د هلو ځلو په لارکښې دې خنډونه نه جوړي.او د ايران د اسلامي جمهوريت دا تجويز دې ومني چې پکار دي اټيم بمونه او اېټمي وسلې لرونکي ټول هېوادونه په رضاکارانه توګه د دنيا له مخ نه دغه د انسانيت د تباهۍ وسلې چې د ايران د اسلامي انقلاب د مشرانو په عقيده په دغه اېټمي وسلې د اسلام له نظره حرامې دي ورکې کړي او اېټـمي توانائي چې د خداےپاک يو نعمت دے د سوله ايزو چارو او د قومونو د ودې او ترقۍ لپاره استعمال شي

     هر ملک او ملت سره دې د برابرۍ په بنياد تعلقات جوړولو کوشش وکړي نه د آقا او غلام په حېث،د اسلام په شمول د ټولوالهي دينونو او مقدساتو د سپکاوي او له دينونو او مذهبونو نه په خلقو کښې د کرکې پېدا کولو لپاره دې له سازشونو نه لاس واخلي،

     په نړۍ کښې په خاصه توګه په مسلمانو سيمو کښې چې امريکې نېغ په نېغه يا د بل په لاس د اسلام د بدنامولو لپاره د مذهب په نوم کومې دهشت ګردې ډلې جوړې کړي د هغوي ملاتړ دې پرېږدي.

     له دې امله چې اسرائيلي رژيم يو غېر قانوني او جعلي رژيم دے او د مظلومو فلسطينيانو په وطن يې قبضه کړې ده او هره ورځ د هغوي قتل عام کوي نود دغه رژيم له ملاتړ نه دې لاس په سر شي.

     د ښاغلي جارج بوش په شان د امريکې مشرانو چې په خپلو عملونو سره د نړۍ د خلقو په زړونو کښې د امريکې په خلاف کومه کرکه او نفرت پېدا کړے دے هغه دې په مخلصانه اقداماتو سره په مينه بدل کړي. نو بيا کېدې شي چې په امريکه کښې په يوه مثبته توګه بدلون راشي او لېبرل ازم په ارامه توګه له منځه لاړ شي او د الهي او حق دين لپاره لاره صفا شي او که نه ښاغلي اوباما د ښاغلي جارج بوش له سياستونو نه جدا يوه بله ډرامه جوړه کړي وي او په بل رنګ کښې خپلو استکباري سياستونو ته دوام ورکول غواړي نو بيا قوي احتمال دے چې امريکه په ډېر بې شرمۍ سره دړې وړې  شي او د نړۍ مظلوم خلق يې له شر نه خلاص شي. ځکه چې د قرآن مجيد له رويه خداے پاک د هر قوم لپاره يو مهلت مقرر کړے دے او چې کله په هغه مهلت کښې هغه قوم صحيح چلند ونکړ نو خداے پاک يې د هستۍ له مخ څخه ختموي

     اوس دا د ښاغلي باراک اوباما خوښه ده چې په دې دوه لاري کښې کومه لاره اختياروي مثبته که منفي؟

                                                                                                                                             و مينې مجلې اداره

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت 0:29 |

نوې چپې

(ناول)

ليک: ارواښاد حمزه بابا

  

سريزه

 

پښتانۀ په دې حقله ډېر خوش نصيبه دی چې خداے پاک ورته په مختلفو وختونو کې ښکلی ښکلی او پوهه مشران ورکړی دی او بدنصيبه په دې دی چې اکثرو پښتنو هغوی و نه پېژندل او د هغوی له لارښوونو نه   يې فائده اوچته نه کړه او هغو مشرانو د پښتنو د يو والی، بېدارۍ او ترقۍ ارمانونه له ځان سره ګور ته  يوړل خو په دغو کې ځينو مشرانو بيا هم د خپلې غاړې خلاصولو لپاره هغه خپل تعليمات په ليکلی توګه دې قام ته په دې نيت پرېښودل چې کېدې شی داسې يو وخت راشی چې د دې قام شعور بېدار شی او ځان وپېژنی او په دې تعليماتو باندې پوه شی او په هغو باندې په عمل کولو سره د ترقۍ، نېکرغۍ او د عظمت په لور ګامونه واخلی. چې په دغو مشرانو کې يو حمزه بابا (رح) دے چې د تعريف محتاج نه دے او که تعليمات يې چا نه وی کتلی نو نوم يې هر پښتون اورېدلے دے.

     د حمزه بابا (رح) ځانګړتيا په دې کې ده چې هغۀ په خپلو ليکنو کې د پښتنو د ټولو پرګنو خيال ساتلے دے او دا په دې خيال چې د هر ډول طبيعت پښتون ترې نه فائده اوچته کړی لکه يو طرف ته ارواښاد بابا د شعر په ژبه پښتنو ته خپل حق پېغام رسولے دے نو بل طرف ته يې د نثر په دنيا کې داسې له ادب نه واخلې تر مذهبه پورې او له فلسفې نه واخلې تر عرفانه پورې ليکل کړی دی، همدا رنګ يې د افسانې، ډرامې، ناول او حتی د فېلم مېدان هم نه دے پرېښے چې د پښتو وړومبنے فيلم ليلی مجنون يې په بمبۍ کې جوړ کړے ؤ او له افغانستان نه ريليز شوے هم ؤ دا بيله خبره ده چې پته نيشته چې  هغه فيلم اوس چرته دے خو مشران دومره وائی چې دغه فيلم يې  له مجازی پاکې مينې نه حقيقی پاکې مينې ته رسولې دے.

     د بابا بله ځانګړتيا دا ده چې په هر مېدان کې يې چې ليکل کړی دی نو هسې يې کاغذدنه نه دی تور کړی بلکې خپل کمال يې پکې څرګند کړے دے يعنې په هره موضوع کې کامليت لری  او بله دا چې هغۀ په خپلو ليکنو کې حق او حقيقت هيڅکله له لاسه نه دے ورکړے او ټول اثار يې يوه انسان سازه او روزنيزه  بڼه لری.

     د بابا دنياوی، تحصيلی او تعليمی زدکړو ته په پام سره چې د نيشت برابر دی د پښتنو ليکوالانو دا خبره سل په سلو کې صحيح ده چې هغه د زمانې نابغه ؤ ځکه چې دا هر ځه د انسان د خپل وس کار نه دے تر څو چې ورسره يو غېبی امداد نه وی چې په بله معنا کې ورته الهام يا لدنی علم  ويلې شو.

     بل عرض به دا وکړم چې د حمزه بابا (رح) چاپ او ناچاپ اثار ډېر زيات دی خو د افسوس خبره دا ده چې پخوا يې کوم کتابونه او اثار چاپ  شوی دی او خلکو ډېر خوښ کړی هم دی خو بيا يې د چاپ کولو چا تکليف نه دے کړے که څه هم د پښتنو د صوبې پخوانی ګورنر ښاغلی سيد افتخار حسېن شاه يې د ناچاپو اثارو د چاپ کولو حکم کړے ؤ چې څه پکې چاپ شوی هم دی دا بيله خبره ده چې کوم کتاب په سرکاری پېسو چاپ شی نو څه ضمانت شته چې به په خپل اصلی حالت کې پاتے شوے وی چې دا يوه بيله موضوع ده چې دا وخت پرې زۀ څه نشم ليکلې.

      په هر حال د بابا يو ناول چې (( نوې چپې )) نوميږی او په اول ځل  ١٩٥٧ کې او په دويم ځل په ١٩٩٣ کې چاپ شوے ؤ راته لاس ته راغے چې په لوستو مې ډېر زيات خوښ شو خو ليکل يې ډېر کړکېچن وو نو په دې ويره چې هسې نه بيا له منظر عام نه غېب شی نو زړۀ مې وغوښتل چې دا کتاب په کمپيوټر باندې په خپله  کمپوز کړم او يو د پښتو په دې مجله کې خپور شی چې زيات نه زيات پښتانۀ وروڼه خوېندې ترې نه استفاده وکړی.

     د دې ناول د مرکزی خيال په هکله به دومره ووايم چې حمزه بابا (رح) په دې کې د يوې مسلمانې پښتنې ټولنې نمونه ورکړې ده لکه چې څنګه د بابا له تعليماتو نه څرګنده ده چې هغه د اسلام باده او شراب د پښتو په پياله او جام کې پښتون قام ته ورکول غواړی. او اسلام هم هغسې غواړی چې په حقيقت کې څنګه دے او له هر ډول افراط او تفريط نه پاک او پښتو هم هغسې غواړی چې څنګه په حققت کې ده. بابا د دې خبرې قائل نه دے چې د پښتو او قوميت په نامه او بانه دې اسلام ته شا کړې شی او يا دې د اسلام په نامه او بانه باندې ژبې او قوميت ته کفر وويل شی، د هغۀ له نظره د يو پښتون لپاره اسلام او پښتو لازم او ملزوم دی او که په دې کې يې يو څيز هم پرېښودو نو هغه يو څيز به يې خا مخا نيګړے او غېر معياری وی او د داسې کس ګمراهی يقينی ده.

      بابا په دې ناول کې که يو طرف ته د يوې پښتنې معاشرې هغه مثبت اړخونه ښودلی دی او د يو صحيح مسلمان پښتون کېدو د تقليد وړ مختلف کردارونه يې ورکړی دی لکه د يوې پښتنې کورنۍ د يو پښتون او ايماندار مشر، يوې پښتنې مېرمنې، مور، لور، خور، ورور، ځلمی، پېغلې، دوست، يار، استاذ، سياستدان، پاکلمن مينه وال او حتی يو نوکر وغېره. او د هغوی مړانه، خلوص، صداقت ، شرافت او پاکه مينه يې څرګنده کړې ده او د ژوند په ټولو څانګو کې د هر يو خپل هغه رول يې چې فطرت ورته ورکړے دے  ښودلے دے نو بل طرف ته يې د منحرف شويو او جاهلو او نه تربيت شويو يا غلط تربيت شويو پښتنو او د پښتو او غېرت په نامه او بانه باندې د جاهلانه  رسمونو نمونې هم ورکړی دی او همدا رنګ يې د هغو په ترڅ کې د مغربی منځ تشی تهذيب  له ظاهری پړق پړوق او يا د ځينو پرديو، مفاد پرستو او ناپوهو سياستمدارانو په جذباتی نعرو د دوکه شويو او تېروتيو پښتنو د بيا هدايت کېدو نمونې هم په ډاګه کړی دی چې زۀ به ووايم چې دا ناول نه بلکې د هرې طبقې د وګړو او د هر دور د پښتنو لپاره يو سدا بهار لارښود دے او هغه مشهوره خبره چې سمندر يې په کوزه کې بند کړے دے او چې کله يې زما پښنانۀ وروڼه خوېندې ولولی نو خپله به يې له اهميت نه خبرشی. خداے پاک دې دا کتاب د ټولې پښتونخوا د خلکو لپاره د بېدارۍ يو والی، خپلواکۍ، ترقۍ او خوشحالۍ سبب وګرځوی. په درناوی

                                                                                                                                      د مينې مجله اداره

 

 

په تېر پسې ………..

 

 

سليم ګلرخ ته تسلي ورکوله او اکبر خان له دې نوو پېدا شويو تاثراتو نه د بهر وتو لاره کوله چې مېنځګړيو قېديان روان کړل، اکبر خان ته يې غږ وکړ او اکبر خان په دوه ګامه کښې له سليم سره ملګرے شو. ګلرخ د عظيم خان له مور نه رخصته  شوه. د بړوان صاحبزاده په اس سوره کړه، د سليم اس هم ورپسې روان شو. هغوي د عظيم خان له کلي نه راووتل خو له عظيم خان سره يې ليدل اونۀ شول. بهر چې سليم يو خوا بل خوا وکتل نو هرې پولې او سر بوټي ته يې افريدي زلمي ټوپک په لاس وليدل، د خواو شا علاقه د اکبر خان له سړو نه ډکه وه. د څوارلسمې سپوږمۍ لا د اسمان منېځ ته نه وه رسېدلې او د هغې پلوشې د سليم او اکبرخان په مخ نېغې پرېوتې. ګلرخ به کله کله په دواړو دوستانو نظر واچوۀ او بيا به يې سر ښکته کړ. لږ ساعت پس دا ټول خلق د اکبرخان ګهړۍ ته ورسېدل، هلته ترې د بړوان صاحبزاده له ډېرو دعاګانو سره رخصت شو. د کلي خلق مخې ته راوتلي وو اوله اکبرخان او سليم نه ګېر چاپېره ملاتړلي سړي هم د مچو مېږو په شان ورسره وو، د قېديانو په راخلاصولو يې له ډېرې خوشحالۍ نه باړونه اچول، په بې واره ډزو او د خوشحالۍ په رنګا رنګ چغو سورو هسې يو قيامت جوړ شو. ګلرخ شېر احمد کور ته بوتله او سليم له اکبر خان سره په حجره کښې ورننه وت. په حجره کښې د پښو اېښودو ځاے نۀ ؤ، پسونه حلال شول او د کلي مستو زلمو په مجلس ګوتې پورې کړې. سليم له دې نه پخوا هم د تيراه والا سندره اورېدلې وه خو دا ځل يې پرې دومره اثر وکړ چې اندازه يې نه وه ځکه چې هغه تيراه والا سندره  په تېراه کښې نه وه اورېدلې نن يې ايله په خپل مقام واورېده بيا تېراه والے طرز دومره خوږ او له سوز نه ډک ؤ چې په دردمنو زړونو مرهم او په خوشحالو زړونو داغونه ږدي. د سليم په زړۀ باندې درد ډېر تېر شوے ؤ. تيراه والې پرې مرهم کېښود. چې د جذباتو وار تېر شو د ادب او سخن مذاق سر راپورته کړ. په دې کښې افريدي ربابي دا لنډۍ وويله:

يــــــو ځلـــې بيـا پــــه دې لار راشــــــه

په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه

 

سليم بې اختياره داد  ورکړ او مخ يې اکبر خان ته اوګرځوۀ.

سليم: (( اکبرخانه! تا دا لنډۍ واورېده؟ ))

اکبرخان: (( هو وامې ورېده خو زما خيال دے چې تا په وړومبي ځل واورېده. ))

سليم: (( هو کنه ، ځکه خو يې دومره خوند پېدا کړ، ډېره ښه لنډۍ ده. ))

اکبر خان: (( ما خو به درته پخوا هم ويل چې د پښتو شاعرۍ روح په لنډيو ټپو کښې دے خو تۀ دومره فنا في الغزل وې چې زما خبره دې نۀ منله.))

سليم: (( زۀ اوس هم فنافي الغزل يم او دا مصرعه مې چې خوښه شوه نو هم په دې چې له تغزل نه ډکه ده. واه واه څه مصرعه ده! ))

اکبرخان: (( په دې لنډۍ کښې دې کوم تغزل وموند؟ چرته لنډۍ او چرته غزل !! ))

سليم د غزل يو خاص رنګ دے هغه په هر ډول شعرونو کښې ځاے موندې شي. په رباعۍ، لوبه، نيمکۍ، بدله او ټپه په هر څيز کښې. په دې لنډۍ کښې هم شته. ))

اکبر خان: (( په دې لنډۍ کښې دې څه څيز خوښ شو؟ ))

سليم: (( په دې کښې يو اوږد خيال په لږو الفاظو کښې بند شوے دے. خيال ورته وکړه. د يو کس محبوب په دې لار تېر شوے دے. د هغۀ د قدم نښانې جوړې شوي دي، مئين هغو ته ګوري او د بېلتانۀ غم پرې غلطوي. څه موده پس په هغو نښانو باندې ګردونه پرېوتل شروع شي او هغه نښانې ورو ورو په  تتېدو شي. له مئين سره ويره پېدا شي چې که هم داسې حال وي او محبوب مې بيا پېښه ونۀ کړه نو د هغۀ د قدم دا نښانې به زما د ارمانونو قبرونه شي. بې اختياره وائي چې:

 

يــــــو ځلـــې بيـا پــــه دې لار راشــــــه

په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه

خيال وکړه څومره اوږد خيال  يې په يوه ټپه کښې بند کړے دے. هغه په کوزه کښې درياب بندول هم دې ته وائي.

اکبرخان: (( خېر دا خبرې به بيا کوو خو دا ووايه چې تۀ تيراه ته راتلې نو ما ته دې ايله خبر هم و نۀ کړ. ))

سليم: (( زما خيال ؤ چې له عظيم خان سره يوه شپه  وکړم نو خبر به درکوم. خو ډېر اميد مې نۀ ؤ چې تۀ به د پېښور له بې خوده او رنګين پسرلي نه د تيراه دې واورجن پسرلي ته راغلے يې. خو د يوې شپې نه پس هغه ظالم عظيم خان ما ته د دې خبرې موقع را نۀ کړه. ))

اکبر خان: (( عظيم خان ډېر بد کړي دي او د دې کار ورله داسې سزا پکار ده چې تر عمره په تيراه کښې د خلقو ياده وي خو افسوس دے چې سيدانو او ملايانو ورته پرې نښودم.))

سليم: (( زما په خيال خو هم داسې ښه وشوه. له قتل او وينو توئيولو نه په هر حال کښې روغه ښه وي. ))

اکبر خان: (( روغه ښه وي خو له هغه چا سره چې د روغې په اهميت پوه وي. د عظيم خان غوندې ډنګر سره کوتک ښائي. هغه دومره خر دماغ سړے دے چې په دنيا کښې هيچا ته يې نيت په خېر نۀ دے. او نن زما خيال ؤ چې پوره پوره فېصله يې وکړم خو .......))

سليم: (( بيا هم ستا عزيز دے او زمونږ يې ډېر خدمت کړے دے. اکبرخانه! رښتيا وايم چې زما اوس هم ورته قهر نۀ راځي. ))

اکبر خان: (( دا ستا کمزوري ده. دومره د نرم زړۀ څښتن په دنيا کښې د امن او عزت ژوند نۀ شي تېرولې. ))

سليم: (( بې شکه له حد نه زياته نرمي خو نقصاني ده، خو زما دا نرمي د نامړدۍ او بزدلۍ له کبله مۀ ګڼه بلکې دا د هغه محبت اثر دے چې زما له نوم پښتون سره دے. ))

اکبر خان: (( يعنې تۀ ډېر لوے قام پرست يې. )) سليم وخندل او د اکبر خان په سترګو کښې يې سترګې واچولې.

سليم: هو، ته خو بالکل نۀ يې کنه ؟ ))

اکبر خان: (( زۀ خو اوس د خاکسارو سالار يم، خبر يې که نه ؟ ))

سليم: (( ښه ؟ دا يې لا بله، له دې نه دې اوس خبر کړم. ))

اکبر خان: (( مطلب دا دے سليمه چې زۀ اکثر په پېښور ښار کښې يم او هلته د پارټيو زور دے، سړے خوا مخوا يو طرف ته کيږي. ما ته د علامه مشرقي دا تحريک ښۀ ښکاره شو. زۀ خو به راې درکړم چې تۀ هم په دې کښې شامل شې. بالکل يو اسلامي عسکري تحريک دے او مسلمانانو ته خپل پخوانے اسلامي دور وريادوي. ))

سليم: ستا په خيال کښې کانګرس څه رنګه جماعت دے؟ ))

اکبر خان: (( ډېر منظم او طاقتور. ))

سليم: (( نو بيا په هغۀ کښې ولې سړے شامل نۀ شي چې له خاکسار تحريک نه پخوانے هم دے. ))

اکبر خان: (( په کانګرس کښې د مسلمان لپاره هيڅ خېر نشته، هغه د هندو اکثريت ټولے دے او خالص د هندوانو حفاظت کوي. ))

 

سليم: (( ولې په هغۀ کښې د هندوستان جمعيت العلماء، د ديوبند علماء او مولانا آزدا امام الهند غوندې هستۍ شاملې نۀ دي؟ چې زما او ستا نه ډېر ښۀ مسلمانان او د مسلمانانو په مفاد پوه دي. ))

اکبر خان: (( په اول ځل چې کانګرس جوړ شوے ؤ نو د هندوستان هر يو قام ته په هغۀ کښې د ازادۍ او مساوات رڼا ښکارېده. قېدي ته چې د ازادۍ کوم سبب په لاس ورشي نو هغه دې ته خيال نۀ کوي چې اے دا سبب خو به ما په دويم قېد کښې نه مبتلا کوي؟ خو بس عمل پرې کوي او ځان خلاصول غنيمت ګڼي. د هندوستان مسلمان اول هم د دې جذبې د اثر لاندې په کانګرس کښې شامل شوے ؤ خو چې څه  موده پس يې عقل سر ته راغے نو پوه شو چې که د انګرېز د غلامۍ نه خلاص شي نو د هندو اکثريت په جال کښې به ګېر شي. د هغۀ لپاره په دواړو صورتو کښې غلامي ده. په دې وجه د کانګرس نه جدا شو. پاتے شو مولانا ازاد او نور د علماؤ جمعيتونه، نو د هغوي په حقله به دا درته ووايم چې څه خو هغوي په خپل بې ځايه ضدټينګ شوي دي او څه د کانګرس سرو سپينو د هغوي د ضمير سترګې برېښولې دي. او بيا دا چې لوے لوے خلق دي چې هغوي يو ځل دا وويل چې قام پرست او حقيقي نمائنده جماعت کانګرس او صرف کانګرس دے نو وس خو په دې وېنا د خپل جهالت ثبوت نه شي پېش کولې چې کانګرس حقيقي قامي جماعت نه دے. څه رنګه؟....)). سليم لا څه جواب نۀ ؤ ورکړے چې غوښه وريته شوه او ورسره ډوډۍ هم راغله.

سليم: (( اکبر خانه! ډوډۍ خو مونږ خوړلې ده او وس شپه هم له نيمې تېره ده. ))

اکبر خان: (( سليمه! مونږ د فتح او بري په موقع ضرور پسونه حلالوو. زمونږ خلق چې خپل دښمن مړ کړي نو هم له راواپس کېدو سره پسۀ حلالوي. دا ستا مېلمستيا نۀ ده زمونږ د بري خوشحالي ده. ))

سليم: نو تۀ هم د نورو په شان په دغو چپو کښې بهېږې؟ ))

اکبر خان: (( له قام سره ناکام دے. سليمه دا څه دومره بد رسم نۀ دے د يو بې ګناه په قتل که مونږ په خوشحالۍ کښې پسونه حلال کړو خو بد سهي ولې په دغه موقع چې تۀ مو له يو الجې نه راخلاص کړے يې پسونه حلالول بد کار خو نۀ شي کېدې. ))

سليم:  زۀ خو دا نۀ وايم چې هر رسم له هر اړخ نه بد وي خو دومره اسراف ته هم خيال پکار دے. ))

اکبر خان: (( خېر وس به غوښه اوخورو. )) دواړو دوستانو په خوراک ګوتې پورې کړې. سليم يوه نمړۍ تېره کړه اوبۀ يې اوڅښلې او سر يې راپورته کړ.

سليم: (( د ګلرخ خبر هم اخېستل پکار دي. ))

اکبر خان: بې غمه اوسه مور مې کور کښې ده.خو که صفيه په پېښور کښې نۀ وې نو د ګلرخ وخت به ډېر ښۀ تېرېدو؟ ))

سليم: (( صفيه څوک ده ؟ ))

اکبر خان: (( زما خور تر مېټرکه تعليم يې هم شته. ))

سليم: (( ستا والد صاحب د جينکو له انګريزي تعليم نه خلاف نۀ دے؟ ))

اکبر خان: (( مخالف ولې نۀ دے خودا هر څه ما کړي دي او وس پښېمان يم. ))

سليم: (( وس ولې پښېمان يې؟ ))

اکبر خان: (( ځکه چې هغه وخت زۀ د مغربي تهذيب چپو اخېتے ؤ، خو علامه مشرقي زما سترګې پرانېستې. ))

سليم: (( څه رنګه؟ ))

اکبر خان: (( ستا به ياد وي چې کوم وخت مونږ په اسلاميه کالج کښې وو نو هغه وخت علامه صاحب په خپله د انګرېزي فېشن دلداده ؤ. ))

سليم: (( زما دا خبره په زړۀ کښې وه، هغوي به د کوټ پتلون استعمال کاوۀ او د ښځو د پردې هم څه دومره قائل نۀ ؤ. ))

اکبر خان: (( اوس وګوره هغوي به په مغربي تهذيب کښې نقصان ليدلے ؤ چکه خو يې پرېښود. ))

سليم: (( له دې نه معلوميږ چې ستا خپل اصول هيڅ نشته د علامه صاحب په اشاره روان يې. ))

اکبر خان: (( تر څو چې د امير اطاعت ونکړې شي د ملت د يو والي او اتفاق مقصد نه حاصلېږي. ))

سليم: (( دا خبره درسته ده. خو علامه صاحب خو يو تاسو امير منلے دے، د ټولو مسلمانانو خو دا خيال نۀ دے. ځکه چې د کانګرسي مسلمانانو امام مولانا ابوالکلام ازاد دے. ))

اکبر خان: (( نه ووره مولانا ازاد نه بلکې ګاندهي جې. ))

سليم: (( ګاندهي خو بيا هم هندو دے او چرته چې د مذهب سوال راشي نو يو کانګرسي مسلمان ابولکلام ازاد د خپل اصول د ثابتولو او د دې کار د جواز لپاره پېش کولې شي او جمعيت العلماء هند يا د ديوبند د علماؤ جمعيت درته وړاندې کولې شي.

اکبرخان: (( سليمه! زۀ حېران يم چې آخر ستا خپل اصول څه دي؟ ))

سليم: په داسې ماحول کښې  چې مسلمانان له دريو اويا فرقو نه هم وړاندې تېر شوي دي، کۀ زۀ خپل جدا اصول درته بيان کړم نو دا به په ملت کښې د يوې نوې فرقې پېدا کولو تکل وي. هوسۍ په خپله لږه ګړندۍ ده چې لا ګونګرو هم ورته واچوو.))

اکبر خان: (( نورو اصولو ته څه حاجت دے. دا به ښه وي چې تۀ خاکسار شې څه حرج شته؟ ))

سليم: (( که ما ته ستا په شان يو کانګرسي دوست ووائي چې که کانګرس کښې شامل شې نو څه حرج شته؟ نو زما ځواب به څه وي؟  ))

اکبر خان: (( هغه به غلط ووائي. په کانګرس کښې د مسلمانانو څۀ فائده؟ ))

سليم: (( که مسلم ليګ ووائي؟ ))

اکبر خان: (( هغه به هم غلط ووائي ))

سليم: (( خېر احرار واخله ))

اکبر خان: (( هغه هم درست نۀ وائي. احرار د کانګرس د تصوير دويم اړخ دے. ))

سليم: (( نو رښتني يوازې تاسو خاکساران يئ، نور ټول په بلو بلو سر دي.)) له دې سره سليم په خندا شو.

اکبر خان: (( شابسې اشنا تۀ خو د ټولو وکيل شوې. ))

سليم: (( که ما سره وس يو کانګرسي يا احرار خبرې کولې او هغه په خاکسار تحريک اعتراض کړے وې نو هغۀ ته به مې هم دغه ځواب ورکړے ؤ. ))

اکبرخان: (( سليمه خوږه وروره! چې چرته هغه د ښاپېرک کانه درباندې و نۀ شي چې مارغانو به په جنګ کښې ګټه وکړه نو ويل به يې چې زۀ مارغۀ يم، واخلئ وګورئ دا مې وزرې. او چې ځناورو به برے وکړو نو نعرې به يې کړې چې زۀ ځناور يم که يقين مو نۀ کيږي نو راشئ  وګورئ دا مې غاښونه او دا مې سينه کښې شودۀ ))

سليم: (( او چې کوم وخت د مرغانو او ډنګرو صلح وشوه نو ښاپېرک يو ټولي هم په ځان کښې نه پرېښودۀ ))

اکبر خان : (( هو! ))

سليم: (( دا خو به هله رښتيا وو چې ما له يوې ډلې سره خو د ملګرتيا اتفاق ظاهر کړے وې چې زما له يو سره هم اتفاق نشته نو د ښاپېرک مثال به په ما ولې رښتينے کيږي. هو دومره وايم چې په دې پرو جنبو زمونږ پښتونخوا ته نقصان رسېدلے دے.))

اکبر خان: (( څرنګه ؟ ))

سليم: (( پښتانۀ په دې ډلو کښې شامل شوي دي او د هندوستان د ازادۍ فکر د خپل کور له تعمير نه غافل کړي دي. ... )) په دې کښې شېر احمد غږ وکړو: ويړکو دعا وکړئ چې خداے خېر کړي او د ملک خېرات قبول کړي او سليم خان خداے هر کله راولي .. )) دې غږ د اکبر خان او سليم د بحث سلسله غوڅه کړه. ټولو لاس اوچت کړ او دعا يې وکړه. سليم او اکبر خان هم په خبرو خبرو کښې ډېره غوښه خوړلې وه. کوم خلق چې له لريو کليو نه راغلي وو هغوي رخصت شول. او څوک چې دنزدې کليو او يا د اکبر خان دخپل کلي وو هغوي څه لاړل او څه پاتې شول. يو ساعت پس قهوه راغله. اکبر خان سليم ته پياله ډکه کړه او وې ويل (( ترخې خو به نۀ غواړې؟ ))

سليم: (( نه زۀ ترخې نۀ خوښوم. ابا مې ترخې ډېرې څښي. خو اکبر خانه! هغه به مونږ ته منتظر وي د تګ انتظام پکار دے. ))

اکبرخان: (( نن شپه خو ستا په شپه حساب نۀ ده. له عظيم خان نه مو په زور راوستلے يې. )) او له دې سره په خندا شو.

سليم: (( دا څه خبره شوه؟ ))

اکبر خان: (( تۀ نن شپه په يو حقله د عظيم خان مېلمه يې سبا شپې ته به زما مېلمه يې، بيا به د تګ خبرې کوو. ))

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت 0:21 |

 

يَا مَنِ اسْمُهُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ

(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده ))

                                                           امام علي (ع)

 قرآنی روغتيا

تحقيق: استاذ جمشيد خدادادی

پښتو ژباړه: ( مينه اداره ) 

منعې کړې شوي خوراکونه

په قراني روغتيا ( طب قرآني ) کښې ښاغلي استاذ جمشيد خدادادي له کلونو کلونو تحقيقاتو او څېړنو نه پس ځينې هغه خوراکونه چې نقصانات يې ډېر زيات دي او هيڅ فائده نه لري يا يې فائدې د نقصانانو په مقابله کښې ډېر کم دي او اکثرو بيماريو سبب کيږي په داډول دي:

چاے،چيني، قند، د حلوائي او بېکرۍ سامانونه، هر هغه خوراک چې په چينو او قندو سره خوږول کيږي او جوړيږي، ټول هغه خوراکونه چې په غوړو يا تېلو کښې تلولې او سرۀ کولې شی، په فريزر کښې اېښودل شوي خوراکونه،په پرېشر کوکر کښې پاخۀ شوي ټول خوراکونه، په مائېکرو فر سره پاخۀ شوي خوراکونه، د ټـماټرو روب، کچ اپ،د هر ډول اچارونه، تېزې مصالې ،مصنوعي تراوۀ څيزونه،سرکه (البته له مڼې نه جوړه سرکه فائده کوي)،زياته مالګه،له پيو او شودو نه جوړ شوي ټول څيزونه، فارمي چرګان او فارمي هګۍ، له وازدې او چربۍ نه ډک او درانۀ خوراکونه،زياته غوښه، مکاراني،سېنډوېچي او برګري خوراکونه، شوملې، يخې بوتلې، زر زر  او په چټکه توګه خوراک خوړل، د خوراک په وخت د مائع څيزونو څښل،د فرېج يا د واورې اوبۀ څښل، ګرمې اوبۀ څښل،ګولۍ او ټافيانې وغېره، کافي يا نسکافي.د هوټلونو خوراکونه،هر ډول نشه ايز څيزنه، لوګجن څيزونه (لکه سګرېټ )

له بيماريو نه د بچ کېدو لپاره شپږ اصول

(١) چې اوږے شوے نۀ يې څه مۀ خوره.

(٢) له پوره مړېدو نه مخکښې له خوراک نه لاس واخله.

(٣) د شپې د خوب په وخت د مزاج اجابت ( لېټرين ) ته تلل پکار دي.

(٤)د بدن د ناروغۍ او لوږې نۀ لګېدو په وخت هيڅ مۀ خوره.

(٥) د بدن د ناروغۍ او لوږې نۀ لګېدو په وخت چې دې کوم خوراک ته زړۀ کيږي هغه مۀ خوره

(٦) د بدن د ناروغۍ او لوږې نۀ لګېدو په وخت چې دې کوم خوراک ته زړۀ کيږي د هغه خوراک اپوټه (برعکس) خوراک خوره.( لکه که يخ ته دې زړۀ کيږي نو ګرم وخوره)

 

 

په طبېعي توګه د بدن او روح د پاکولو نسخه:

١- په ورځ کښې لږ تر لږه له شپږو نه تر اتو ګلاسو پورې مائعات استعمالول، له ټولو نه غوره اوبۀ د چينو (چشمو) اوبۀ دي.

٢- ښه ده چې سهار په نهره خاشير او نور خېټه نرموونکي تخمونه لږ لږ استعمال شي.

٣- کم او ساده خوراک خپل عادت جوړول پکار دي.

٤- له ډوډۍ نه مخکښې، د ډوډۍ په وخت او له ډوډۍ نه پس اوبۀ او نور مائعات نه دي استعمالول پکار. پکار دي له ډوډۍ نه نيمه ګېنټه مخکښې او دوه نيمې ګېنټې له ډوډۍ نه پس اوبۀ يا نور مائعات استعمال شي.

٥- په روزمره ژوند کښې له خټو يا تور کاڼي نه جوړ شوي يا لعاب لرونکي يا چيني لوښي د خوراک لپاره استعمالول پکار دي.

٦- ماډرن انګريزي لېټرين (چې ورباندې انسان پوره کښيني) او د ولاړې لېټرين نۀ دي استعمالول پکار.

٧-د منعې کړې شويو څيزونو نۀ استعمالول.

٨- په هفته کښې يوه ورځ روژه نيول.

٩- د سبزيانو د وېنځلو لپاره د کېميائي څيزونو استعمال نۀ دے پکار.

١٠- تر خپل وسه پورې غوښه کمه استعمالو پکار دي.

١١- هره ورځ لږ ورزش او په هفته کښې يوه ورځ په غرۀ غونډو باندې ختل پکار دي.

١٢- د پېستې ، بادام ، غوځانو او فندق  يو وخت د ډوډۍ په ځاے (٥٠ ګرامه) استعمالول

١٣- تر مناسبې اندازې پورې له سبزيجاتو او ميوو څخه استفاده کول.

١٤- د امکان تر حده له پاکې او صفا هوا نه استفاده کول.

١٥- د شګې او بجرۍ له کور نه استفاده نه کول.

١٦-د جامو لاندې په خاصه توګه د ماشومانو لپاره او د څرمنې د حساسيت لرونکو لپاره  د جوټه تارونو بنېن استعمال پکار دے.

١٧-د مصنوعي خوشبويانو، سپرې ګانو او حشراتو وژونکو سپرې ګانو له استعمال نه ډډه کول پکار دي.

١٨- په کورونو کښې د موذي حېواناتو د وژلو لپاره له زهرو نه استفاده نۀ ده پکار.

١٩- له پلاسټکي لوښو نه تر وسه پورې استفاده نۀ ده پکار.

٢٠- په پاکه زمکه ، شګه يا د باجرۍ په زمکه په هفته کښې يو يا دوه ځل پښې ابله پښې ګرځېدل پکار دي.

٢١- په کال کښې يو څو ځل وحشي بوټي په اوبو کښې دمول او استعمالول پکار دي.

٢٢- د خوب په وخت د خوب له چراغ يا زيرو واټ بلب نه استفاده نه ده پکار بلکې دخوب ځاے پکار دي تياره وي.

٢٣- سهار وختې پاڅېدل عادت پکار دے او له نرمو چپلو او کېړيو نه استفاده پکار ده.

٢٤- د خپل طبيعت پېژندل او د طبيعت په مناسبت له مناسبو خوراکونو نه استفاده کول پکار دي.

٢٥- د شپې زر اودۀ کېدل او د سحر له بانګ نه مخکښې وېښېدل خپل عادت جوړول پکار دي .

٢٦- هره ورځ دوه يا درې قاشغې اصلي شات خوړل پکار دي.

٢٧- له شرابو او الکحل نه ډډه پکار ده.

٢٨- په هفته کښې يو ځل ډوډۍ په غريزه سيمه يا مېره کښې خوړل پکار دي.

٢٩- تر وسه پورې له اېکسرې ، سي ټي سکېن، الټراساؤنډ او اېم آر آئي نه ډډه پکار ده.

٣٠- له يو بل سره ناساز خوراکونه نۀ دي خوړل پکارږ

٣١- پکار دي د کور ټول کسان په يو دسترخوان باندې ډوډۍ ته کښېني او د ډوډۍ له شروع کولو نه مخکښې دعا پکار ده.

٣٢- نوړۍ وړه وړه په دريو ګوټو اخېستل پکار دي او په غاښونو کښې يې ښۀ ژيول پکار دي.

٣٣- د ډوډۍ خوړلو په وخت خبرې نۀ دي پکار.

٣٤- هر کس دې د خپل حال او عمر مطابق ډوډۍ او خوراک وخوري.

٣٥- د هره ورځ خوراک کښې پکار دي پروټين، خواږۀ ، چربي او وېټامن په مناسبه اندازه شامل پکار دي.

٣٦- د خوراک په وخت موسيقي نۀ دي اورېدل پکار او نۀ مطالعه کول پکار دي.

٣٧- د ډوډۍ خوړلو په وخت پکار دي خداے پاک ته توجه وي او له ډوډۍ نه پس د خداے پاک شکر پکار دے.

٣٨- له ډوډۍ خوړلو نه پس نېغ سملاستېدل، لاسونه د څټ ترلاندې او ښۍ پښه په کيڼه پښه باندې اېښودل، سترګې پټول، ذهن له سوچونو فکرونو نه پاک او په ارامه ارامه لوے لوے ساګانې اخېستل پکار دي.

٣٩- د ډوډۍ خوړلو تر ټولو غوره وختونه سحر او ماښام دے.

٤٠- په هفته کښې لږ تر لږه يو ځل د اوربشو له سوپ او کشک نه استفاده پکار ده.

٤١- تر وسه پورې مېوې له پوستکي او زړو سره خوړل پکار دي.

٤٢- تر وسه پورې د سرسڼې او سينګار لپاره له کېميائي څيزونه استفاده نۀ ده پکار.

٤٣- د وېښتو لپاره له کېميائي رنګ نه هيڅکل استفاده نه ده پکار.

٤٤- د ډوډۍ او خوراک د تيارولو او پخولو په وخت دستانې نۀ دي استعمالو پکار.

٤٥- د ډوډۍ د پخولو په وخت پخوونکے پکار دي په اودس کښې وي او د پخولو په وخت د خداے ذکر پکار دے نو ډوډۍ په ډېره خوندوره وي.

٤٦- له ډوډۍ نه مخکښې او وروسته لږه مالګه څکل پکار دي

٤٧- د ډوډۍ په وخت پکار دي ذهن ارام او خوشحاله وي. او د ډوډۍ په وخت د دسترخوان، لوښو وغېره رنګونه طبيعي پکار ديږ

٤٨- د چا غېبت نۀ دے پکار او نۀ د چا د عېبونو لټولو لپاره جاسوسي پکار ده چې ژوند دې په ارامه وي.

٤٩- پکار دي د نن ورځې پوهه او آګاهي دې له تېرې ورځې نه زياته وي.

٥١- وخت بالکل په فضولياتو کښې نۀ دي تېرول پکار او له يوې يوې شېبې نه ښه استفاده پکار دي.

٥٢- په هفته کښې يو ځل صله رحـمي او له خپلو خپلوانو او دوستانو سره ليدنې کتنې ته تلل پکار دي.

٥٣- د نور خلقو د ملګرتيا حاصلولو او زړۀ ګټلو لپاره يو بل ته ډالۍ ورکول او هم اخېستل پکار دي.

٥٤- تل د خداے پاک له دوستانو سره دوست او د هغۀ له دښمنانو نه لرې والے پکار دے.

٥٥- د خداے پاک پرستش او عبادت خپله دنده ګرځول پکار دي.

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت 0:18 |

 

حق او حقيقت ته ستنېدل

( اداريه )

 

نن چې په نړۍ کښې په مجموعي توګه ټول انسانيت او په خاصه توګه مسلمانان او په تېره بيا پښتانۀ له کوم تنزل او تباهۍ  سره مخامخ دي او هرې خوا ته په مختلفو بانو د بې ګناه انسانانو په بمونو، ميزائلو، بمباريو او ګوليو سره په خاورو او وينو کښې لوغړونه، سرونه او لاسونه پښې پرې کونه د هرې ورځې معمول جوړ شوے دے،د نړۍ په هر ګوټ کښې مسلمانان او په خاصه توګه پښتانۀ د دهشت ګردو په نوم سره پېژندل کيږي. مذهب، پګړۍ او ږيره چې د مسلمان او په خاصه توګه د پښتون قام شان او پهچان ؤ نن ورته د شک په سترګو نظر کيږي. زمونږ ځوانان چې په يوه ټولنه کښې د بدلون سبب ګرځېدې شي نن سبا په ډشونو، کمپيوټرونو، انټرنټونو او موبائلونو کښې د مثبتو چارو په ځاے د فحاشۍ، عريانۍ او بې لارې توب له سامانونو سره مشغول دي.

له بلې خوا ګرانۍ، لوډشېډنګونو او د حکومتي ادارو بدحالۍ زمونږ خلق پوزې ته راوستي دي.

اخېر دا هر څه ولې او څنګه په مونږ کښې داخل شول؟ که څه هم دا خبره صحيح ده چې نړيوال استکباري قوتونه په مونږ باندې د تسلط پېدا کولو او زمونږ د مغلوب کولو لپاره په خپلو نقشو باندې لګيا دي عمل کوي او د دې کار لپاره په مختلفو زاويو سره زمونږ د تباهۍ پروګرامونه جوړوي او عملي کوي يې او په دې حقيقت نن ټول خلق رسېدلي دي چې زمونږ اکثر مذهبي ليډران چې پکار دي زمونږ لارښوونه وکړي او مونږ د استکباري قوتونو له دې شېطاني سازشونو څخه خلاص کړي اکثر دغو استکباري قوتونو په بيه اخېستي دي او د هغوي په اشارو سره د مذهب په نامه د دهشت ګردو ډلو سرپرستي کوي او همدا رنګ اکثر سياسي ليډران چې پکار دي زمونږ د بدبختۍ د ختمولو لپاره په مونږ باندې مسلط غلط او ماده پرست او سرمايه دارانه نظام چې مونږ يې له بدبختۍ سره مخامخ کړي يو بدل کړي د خپلې کرسۍ ساتلو په چکرو کښې دي او بې د دغو استکباري قوتونو له خوښې نه نۀ شي کولې کرسۍ ته ورسي او يا کرسۍ وساتي همدا رنګ هغه سرکاري خفيه ادارې چې پکار دي مونږ د کورنيو او بهرنيو دښمنانو له دسيسو او شر نه نه خبر او وساتي د نړيوال استکبار چې په سر کښې يې امريکه ده د لاسو ګوډاګي جوړ شوي دي او د هغوي د نقشو عملي کولو لپاره زمونږ د تباه کولو کښې بوختې دي  مونږ له دغو مذهبي او سياسي مشرانونه او خفيه ادارو څخه اوس د هيڅ ډول اصلاح او بدلون راوستو طمه او اميد نه شو لرلې.

 نو په داسې حالاتو کښې مونږ ته نۀ دي پکار چې د خداے له رحم و کرم او مرستو څخه بالکل نااميده او مايوس شو بلکې په انفرادي توګه زمونږ هم د يو انسان، يو مسلمان او يو پښتون په توګه څۀ ذمه واريانې جوړيږي، پکار دي مونږ هر يو په انفرادي توګه هم لږ خپل ګرېوان کښې وګورو او له ځانه تپوس وکړو چې ايا داسې خو نه ده چې مونږ له خپل حقيقت او اصل نه لرې شوي يو؟ هغه حق او حقيقت چې د ټولو کائناتو، د ټولو مخلوقاتو او د ټولو چارو خالق دے، هغه ذات چې په خپلو بندګانو باندې ډېر زيات مهربان دے او له خپلو مخلوقاتو سره ډېره مينه لري، هغه ذات چې کن فيکون ذات دے او زمونږ دا بدبختي او بدمرغي د سترګو له رپ نه هم زر په خوشبختۍ او نېکمرغۍ بدلولې شي.

 خواوس دا سوال پېدا کيږي چې ولې يې نه بدلوي. نو صفا ځواب يې دا دے چې خداے پاک د هغه قام حالت نه بدلوي تر څو چې قام په خپله د خپل حالت د بدلولو غوښتونکے نۀ شي نو په داسې حالاتو کښې چې په اجتماعي توګه مونږ مشرتابۀ او رهبري نه لرو نو راځئ چې په انفرادي توګه د خپلې اصلاح په لټه کښې شو او دا حقيقت ومنو چې مونږ په انفرادي توګه له هغه خقيقي محبوب او پاک ذات نه ډېر لرې شوي يو، زمونږ او د هغه ښکلي او جميل ذات ترمېنځ ډېر غټ غټ حجابونه او پردې راغلي دي. او هر يو تر خپل وسه پورې  په ذاتي خواهشاتو، مېلاناتو او کثراتو کښې ورک  يو او هغه ذات مو هېر کړے  نو ځکه هغۀ هم مونږ هېر کړي او په خپل حال باندې پرېښودي يو. ځکه چې هغۀ مونږ ته په صفا ټکو کښې فرمائيلي دي:

فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ ( سورۀ بقره ١٥٢ ايت ) دلته له ذکر نه مراد يوازې په تسپو باندې د جنت او حورو غلمانو په لالچ کښې الله الله کول نۀ دي بلکې په ټول وجود سره هغه ذات ته متوجه کېدل دي، هغه له خپل خالق او مالک سره سره خپل حقيقي دوست ، جانان او محبوب ګڼل دي او هغه هر وخت په خپلو چارو پاندې څارونکے منل دي نو پکار دي چې هغه ذات ته متوجه شو له هغۀ نه د خپلو ټولو تېرو کوتاهېو، خطاګانو او نا فرمانيو بخښنه وغواړو او د آئنده لپاره  د دغو کوتاهيو خطاګانو او نافرمانيو نه کولو ژمنه ورسره وکړو او بيا ورته په ډېرې عاجزۍ او د زړۀ له اخلاصه سوال وکړو چې مونږ د تباهۍ له دې موجوده جبې نه چې مونږ پکښې په خپله ځان ښخ کړے دے وباسي. او مونږ چې څه د خپلې ناپوهۍ او خپلو ذاتي  اعمالو او کردارو په وجه او څه د خپلو مذهبي او سياسي مشرانو د غلطو لارښوونو په وجه له کوم بې لاري توب سره مخامخ شوي يو هغه بې لاري توب مو په صراط مستقيم سره بدل کړي او د هغو پاکو هستيو په لاره مو سم کړې  چې تا پرې انعام کړے دے چې بې له شکه حقيقي اسلام دے او د هغوي له لارې نه مو وساتې چې تار پرې غضب کړے دے او ياخپله ګمراهان دي او مونږ يې د اسلام په نامه دوکه کړي يو او په بلو بلو يې سر کړي يو.

نو په داسې حال کښې بې له شکه دا اميد لرلې شو چې هغه پاک او غېرتي ذات زمونږ دعاګانې قبولې کړي او مونږ له دې ځينو ګمراهانو او ناپوهو مشرانو نه خلاص کړي او داسې حقيقي او مخلص مشران مو په برخه کړي چې راته له دې موجوده تباهۍ نه نجات راکړي او سمې لار ې او صراط مستقيم ته مو هدايت کړي.     د هغې ورځې په اميد.

                                                                       د مينې مجلې اداره            

                                                                                                                                        

                                                                                          

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/06 او وخت 5:0 |

اسلامي وحدت د علامه اقبال (رح) له نظره

ليک: عبدالرحيم درانے مردان

ایک ہوں مسلم حرم کی پاسبانی کیلئے

نیل کے ساحل سے لے کر تا بخاک کاشغر

  

 ارواښاد علامه اقبال  عقيده لرله چې  مسلمانان په خپلو مېنځو کښې هيڅ جدي اختلاف او ستونزه نه لري په حقيقت کښې د هغوي اصلي ادعا يو څيز يعنی حق دے  نو کله چې په اصل  کښې اختلاف نه وي په ظواهرو او سطحي مسئلو کښې اختلاف اصلي نه دے  او مسلمانا ن بايد د اسلام اعتقادي جوهر يعنې وحدت ته پام وکړي  او په الهي رسۍ منګولې ښخې کړي  علامه اقبال (رح) هڅه کوله چې مسلمانان د وطن دوستۍ او خپل هېواد ته دوفادارۍ ترڅنګ له يو بل سره هم متحد وي  او هر مسلمان د ټولو مسلمانانو په وړاندې  عاطفه ولري  او درست  د توحيد په چورليز متحد شي  د ارواښاد علامه اقبال داندېښنې  وړ موضوع د اسلامي نړۍ وحدت  ؤ خو د هغۀ د نظر وړ د وحدت اساس قران او سنت دے  ځکه چې توحيد نه شلېدونکے  وحدت رامنځته کوي  او د مسلمانانو د عمل او نظر وحدت له همدې ځايه سرچينه اخلي . اقبال په دې خبرې باوري ؤ چې يو ه ورځ به  د اسلامي نړۍ وحدت په سياسي او جغرافيايي زمينوکښې تحقق پېدا کړي  ځکه خوېې د مسلمانانو ترمنځ وحدت ته جدي پام کوۀ  .

 هغه د اسلامي وحدت ځوړتيا په دوو څيزونو کښې ګوري وړومبې دا چې يو مسلمان هېواد په خپلو مذهبي اصولو باندې په سترګو پټولو سره ځېنو سياسي اواقتصادي قوانينوته غاړه کيږدي  دويمه دا چې يومسلمان هېواد په بل اسلامي هېواد  باندې حمله وکړي له همدې امله باوري دے  چې په اسلامي هېوادونو کښې د اختلاف په پېدا کېدو سره بايد هڅه وشي دغه اختلافات اوار شي  د اقبال سپارښتنه دا ده چې د توکم ،ژبې ،هېواد په شان دمولفوپه ځاے دې د رسول اکرم (ص) د مبارکواحکامو په اساس چې په ايمان او وحدت باندې تکيه ده له يوبل سره متحد شي  .

دا د هند د مسلمانانو هغه تصوير دے چې د علامه اقبال په غوښتنه راغونډ شوي وو او هغۀ پکښې هم ګډون کړے ؤ

 د ډاکټراقبال (رح) له نظره قران احتمالاً  مذهبي کتاب دے  چې بشر ېې يو ژوندے ارګانيزم بللے دے او دغه کتاب په ټولنيزو اخلاقو په  پابندۍ باندې او په بله وېناپه ټولنيز ډګر کښې داخلاقو په شتو ن ټينګار کوي . ارواښاد اقبال  د اسلامي امت ملاک او معېار د هغوي ايما ن بولي  او اسلامي امت شاتو ته ورته بولي چې دبيلابيلو بوټو له شيرې  نوے او واحد شے جوړيږي او باوري دے چې نور ملاکونه  لکه د رنګ توکم ، ژبه او داسې نور  د اسلام له نظره دهېواد او ملت  د بڼه خپلو لو لپاره ملاک نه شي کېدې .

علامه اقبال (رح)  د خپل وخت نړيوالو او سيمه ايزو شرائطو ته په پام سره داسلامي نړۍ داتحاد لپار ه درې رودې مطرح کړي دي  چې په ېوې باندې ېې ډېر پخلے کوۀ په دغو رودو کښې وړومينۍ روده  دا ده چې ټول اسلامي هېوادونه د يوې واحدې مشرۍ  له لوري اداره شي  چې دومره ممکنه چاره نه ده  دويمه دا چې اسلامي نړۍ دې  د يو فيډرېشن په بڼه اداره شي  چې دا هم دومره آسان کار نه دے  دريمه لاره چې ارواښاد ډارکټرهم پرې ډېر پخلے کوۀ دا وه چې اسلامي هېوادونه دې دکولتوري ،اقتصادي ، سياسي  ، او پوځي تړونونو په چوکاټ  کښې له يو بل سره نزدې اړيکې ولري  اقبال باوري ؤ چې داسلامي نړۍ د ستونزو داواري او پياوړتيا لپاره بايد اسلامي هېوادونه  د نبوي تعاليمو په بنياد  له يو بل سره متحد شي تر څو وژغورل شي .

اقبال د پنځو ن د نظام له وحدت څخه  د مسلمانانو د وحدت  دتفکرنتيجه واخېستله  او د مسلمانانو په ټولنو کښې  د موجودو حقائقوله  درک کولو څخه يې  د قران مجيد او ر سول اکرم  مبارک (ص) پرچورليز او محور دوحدت نظريه وړاندې کړه . اقبال تل اسلامي ملت ته خطاب کړےدے  او له اسلامي ملته د هغه هدف اسلامي امت دے  که څه هم هغه هېواد او قام  پالنه ستايي  خو له منفي نېشنلزم سر ه په کلکه مخالف دے. (او ورته يې يو ډول جديده بت پرستي ويلې ده ) علامه اقبال ژبني  ، توکميز او نشنلېسټي  تعصبات  خطرناک بولي او باوري ؤ چې مسلمانان بايدځانونه په جغرافيائي محدودې پورې  محدود نه کړي .

 

علامه  اقبال تل دسيمې څلورو  ملتونو يعنې افغاني  ، ايراني  ،  ترک او عرب ته توجه کړې ده  او د هغوي د قوت او کمزورتيا  ټکي په ګوته کوي  عربانو ته په خطاب کښې وائي چې د هغوي دين  د جهاد ، هڅو او جدوجهد دين دے  او له هغوي غواړي چې خپلې کمزورتيا او انحطاط ته توجه وکړي هغوي له ويرې منع کوي او  د عربي ملت له دوه ګوني والي څخه خواښني څرګندوي . د اسلامي نړۍ په وحدت او هويت باندې د اقبال تاکيد هيڅکله  د تعصب او  توکم پالنې  رنګ او بوي نه لري  او  هدف ېې  اسلامي نېشنلسټي او تنګ نظري  او د غېر مسلمانانو رټل نه دي اقبال د اسلامي نړۍ  دکړاونو او ناخوالو له امله اندېښمن دے  او دغه مسئلې هغه کړوي  هغه د اسلامي نړۍ  کمزورتيا او  وروسته پاتې والے له دې امله بولي  چې مسلمانان له اسلامي فکر او معنوياتو  لرےوالے بولي او تاکيد کوي چې که مسلمان خپل اسلامي هويت او شخصيت  بېرته ترلاسه کړي  خپل له لاسه تللے وحدت به هم ترلاسه کړي  هغه د مسلمانانو  د ځوړتيا او انحطاط عوامل په دې توګه بيانوي :

۱ ـ  له نويو اړتياؤ سره د مسلمانانو  دکولتو ر نا غږملتيا .

 ۲ـ  د ملي ګټو نه پېژندل او هغو ته بې پامي  .

 ۳ ـ په تعليمي او روزنيزو برخوکښې. جدي نيمګړتياوې

 ۴ـ په اسلامي ټولنو کښې تفرقه او تيت پرتوالے.

 ۵ ـ  د مسلمانانو ترمنځ د منفي صوفيګرۍ دوديدل .

 ۶ ـ تقليد .

 ۷ـ د توکل له مفهوم څخه  ناسم مطلب اخېستنه

 ۸ ـ  د پوهو او  صالحو مشرانو نه شتون .

 ۹ ـ په اسلامي کولتور کښې د وارداتي (درامد شويو)  غلطو ذهنيتونو  موجوديت .

اقبال خپل عظمت او لوړاوي ته د اسلامي نړۍ دستنېدو لپاره  يوطرحه وړاندې کوي  چې  څلور اصلونه لري  :

 

وړومبنے اصل  په قران مجيد باندې عمل او  ټولو وګړنيزو  او ټولنيزو برخو ته هغه داخلول دي   دويم اصل اسلامي روايتونو او درسول الله مبارک (ص) د سنت په شمول  اسلامي  دودونو ته ستنېدل دي   او په دې باوري دے چې پخواني دودونه   دنسکورېدو په حال کښې ملتونه ژغورلې شي . د اقبال په طرحه کې دريم ا صل له اسلامي شريعت څخه پېروي او د هغه اجرا  ده  او بالاخره څلورم اصل  د مسلمانانو لپاره د يو ملي او  ډ‌له ايز مرکز شتون دے  چې دغه مرکز حاضر دمه هماغه کعبه ده او داسلامي ملت لپاره اساسي مرکز ګڼل کيږي چی فنا نه لري  .

اقبال ډېر  د اسلامي نړۍ ستونزو ته پام کړی دے  او هغه  د اسلامي نړۍ دوحدت مهم نظريه ورکونکے بللے شو چې په ډېر درايت سره يې مناسبي لارې چارې وړاندې کړي دي

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/02 او وخت 5:0 |

يَا مَنِ اسْمُهُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ

(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده ))

                                                           امام علي (ع)

 قرآنی روغتيا( څلورمه برخه )

(موخې او هدفونه)

تحقيق: استاذ جمشيد خدادادی

پښتو ژباړه: ( مينه اداره ) 

١- د قرآنی روغتيا تر ټولو مهم او بنيادی هدفونه له بدنی او روحی بيماريو څخه مخنيوے دے.

٢- مخنيوے له علاج نه زياته مهمه چاره ده.

٣- په دې روغتيا کښې په حقيقی مخنيوی سره قرآنی کلتور او ثقافت رامنځته کيږی او جوړيږی.

٤- په اصل کښې د قرآنی کلتور او ثقافت خپرول د سلامتيا په ترلاسه کولو کښې هم هغه قرآنی روعتيا ده.

٥- په قرآنی روغتيا کښې د انسان اصلی خوراک چې په قرآن مجيد کښې بيان شوے دے خپرول کيږی.

٦- انسان په قرآن مجيد کښې د بيان کړې شويو خوراکونو په خوړلو سره له بيماريو څخه مخنيوے کوی.

٧- د قرآنی روغتيا په خپرولو سره روغ ټولنيز تعلقات رامنځته کيږی.

٨- د قرآنی روغتيا په خپرولو سره د خوراک د خوړلو صحيح اداب زده کولې شو.

٩- د خوراک د خوړلو د ادابو په زده کولو سره په بيماريو له اخته کېدو څخه مخنيوے کولې شو.

١٠- د قرآنی کلتور په خيال ساتلو سره به په دوامداره توګه روغ او خوشحاله ژوند ولرو

١١- د قرآنی کلتور په خيال ساتلو سره به خوشحاله روح او ارامه افکار ولرو.

١٢- په قرآنی روغتيا سره به په روغ  او سالم بدن سره  ژوند وکړو.

١٣- د بيمارۍ او ناجوړتيا په وخت د قرآنی روغتيا د کلتور په خيال ساتلو سره ډېر زر روغه سټه حاصلولې شو.

١٤- د قرآنی کلتور په خيال ساتلو سره لاعلاجه او مشکل علاجه بيمارۍ له منځه وړلې شو.

١٥- سلامتيا او روغه سټه له سترو الهی نعمتونو څخه يو نعمت دے چې د قرآن مجيد په ذريعه انسان ته ډالۍ کړے شوے دے.

١٦- د قرآن مجيد او په هغۀ باندې د عمل په کولو سره د بدنی او روحی غم او درد څخه خلاصېدې شو.

١٧- قرآنی روغتيا په نړۍ کښې له موجودو روغتياګانو څخه يوه داسې روغتيا ده چې حېرانوونکې او عجيبه چارې رامنځته کوی.

١٨- د دې روغتيا اصلی موخې او هدفونه د نړۍ د ټولو انسانانو د سلامتيا هيله ده.

١٩- زيات داسې کسان شته چې د قرآنی روغتيا په خيال ساتنې سره يې سلامتيا او روغه سټه حاصله کړې ده په هغوی کښې يو شمېر ډاکټران دوستان هم شامل دی.

٢٠- د قرآنی روغتيا له برکتونو څخه دا برکت هم بس دے چې يو شمېر شنډې او بې اولاده مېرمنې د اولاد مېرمنې شوې (د انډومتريوز  بيماری علاج د روزانه خوراک څښاک په ذريعې سره )

٢١- د دې روغتيا دارو او درمل هم هغه د روزمره خوراکی څيزونه دی.

٢٢- د دې روغتيا دارو او درمل هيڅ ډول جانبی عوارض او منفی اثرات نه لری ( شات، سبزۍ، مېوې، بوزغلی او نور خوراکی څيزونه )

٢٣- د دې روغتيا دارو او درمل ډېر خوندور، مزېدار دی او له لږ نه په لږ وخت کښې خپل اثرات ښئ او له دې درملو څخه په استفادې سره  بيمارۍ ډېرې زر په سلامتيا او روغه سټه باندې بدليږی.

٢٤- د بيمارۍ ښه کېدل او د کمزوريو ختمېدل هيڅ بيه او خرچ  نۀ لری.

٢٥- د قرآنی روغتيا د کلتور په خپرولو سره له ډېرو بې مقصده لګښتونو څخه مخنيوے کولې شو.

٢٦- په قرآنی ورغتيا کښې هغه داروګان ( خوراکی څيزونه ) موجود دی چې په نورو ډولو روغتياګانو کښې ورته اشاره نه ده شوې.

٢٧- په قرآنی روغتيا کښې د LDH او CPK آنزيمونو په اسانه مخنيوے کېدې او کنټرولېدې شی.

٢٨- په دې روغتيا کښې په زياتو چارو کښې اپرېشنونو او جراختونو ته اړتيا نه پېښيږی او په يو خوراکی پرهېز سره بيمارۍ ښې کېدې شی.

٢٩- په پرهېز او د خوراک په خيال ساتلو سره د رغانده او لوړ خيالات لرونکی يو بل ډول انسانان جوړېدې شو.

٣٠- د دې روغتيا په خيال ساتلو سره له ډېرو بې مقصده وابستګېو او پېېلتياؤ څخه ژغورل کېدې شو.

*****

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/01 او وخت 5:0 |

پښتانۀ او شېطاني حربې

 

 

 

اداريه

ځينو څرګندو او پټو لاسونو له يوې مودې راهسې ټوله اسلامي نړۍ او په خاصه توګه د پښتونخوا لر او بر سيمې له سختو نا امنيو او مختلفو کړکېچونو او مشکلاتو سره مخامخ کړي دي او مسلمانان او په تېره بيا پښتانۀ په مختلفو نومونو سره يا نېغ په نېغه قتل عام کوي او يا يې په ځينو نومونو له  يو بل سره لاس او ګرېوان کړي دي او يو بل وژني. او اوس تقريباً دا خبر هر چا ته په ډاګه شوې ده چې د دې ټولو پټو او څرګنددو لاسونو او ناخواليو کنټرول د هغه قوت په لاس کښې دے چې ارواښاد امام خميني ورته د سترې شېطانې خطاب ورکړے ؤ. او دا ځل دغې سترې شېطانې په نړيواله سطح د اسلام او مسلمانانو په خلاف او په سيمه ايزه سطح د پښتنو په خلاف يوه عجيبه نقشه او پلان جوړ کړے دے چې په لنډو ټکو کښې ورته د هغه متل نوم ورکولې شو چې وائي: (( غل ته وائي غله کوه او مل ته وائي نيسه يې ))  هسې هم دا منلې شوې خبره  ده چې هر استکباري قوت چې هر کله هم په يو ملت او قام باندې تسلط پېدا کول غواړي نو وړومبې له خپلو ځينو شېطاني حربو څخه کار اخلي چې په دغو کښې يوه حربه له يو ملت نه د هغوي عقائد اخېستل دي چې دغه کار دغه شېطاني قوت هم له اسلام سره د پښتنو بې کچې مينې ته په پام سره اول د پښتونخوا په پاس برخه باندې د قبضې لپاره استعال کړه او اوس يې د پښتونخوا په کوزه برخه کښې هم استعمالوي او د دې کار لپاره يې د مذهب  په نوم باندې داسې يوه ډله جوړه کړه چې د اسلام غوندې هر اړخيز ، ماډرن او د زمانې له تقاضو سره هم آهنګ دين پرې بدنام کړي او د يو فرسوده، متحجر، وروستو پاتې او يو دهشت ګرد  مذهب په توګه يې وړاندې کړي او په دې طريقې سره د اسلام له مبين دين څخه پښتانۀ او په تېره بيا روشنفکره کسان متنفره کړي. او بيا دغه استکباري او شېطاني قوتونه د هغه قام د وګړو د ايمانونو د تللو او ازمېښت کولو لپاره د ديني مقدساتو او ديني مشرانو په سپکاويو کولو ګوتې پورې کړي او دا کار په دومره تکرار سره وکړي چې دغه سپکاوي يو معمول جوړ شي او حتي له هغو ظاهري احتجاجونو څخه هم خلق زړۀ ستړي کړي.

يوه بله حربه چې اکثر يې استکباري او شېطاني قوتونه استعمالوي هغه له يو قام او ملت نه د هغوي ژبه، تهذيب او ملي ارزښتونه اخېستل دي او دهغو په ځاے خپله ژبه او تهذيب رائجول دي چې په پښتنو کښې د دې حربې استعمال هم مونږ له ډېرې مودې راهسې مشاهده کوو چې له مونږ څخه يې پښتو ژبه،  پښتونولي او پښتون تهذيب او کلتور اخېستے او د هغو په ځاے يې راباندې خپله انګرېزي ژبه او مغربي تهذيب مسلط کړے دے او د خلقو حتي د تعليميافته کسانو ذهنونه يې داسې جوړ کړي وي چې دا ګمان کوي چې د ترقۍ او پرمختګ ژبه انګرېزي ژبه او مغربي تهذيب او تمدن دے. او له دغو نه نااشنا کس جاهل او وروستو پاتې دے.

يوه بله حربه چې په يو ملت او قام باندې د تسلط لپاره يې دغه شېطاني قوتونه استعمالوي د هغه ملت مختلفې پرګنې او ډلې د مذهب، ژبې، قوم او قبيلې په نوم له يو بل سره لاس او ګرېوان کول او د هغوي دفاعي او جهادي قوت په خپلو کښې په جنګ جګړو او د يو بل په قتل عام کولو باندې ختمول دي چې نن يې مونږ په لره او بره پښتونخوا کښې په خپلو سترګو وينو.

يوه بله شېطاني حربه چې په دې وروستيو وختونو کښې د پښتونخوا په بره او کوزه سيمه کښې په ډېر زور او شور ازمائل کيږي د دهشت ګردې ډلې په لاسو چې خپله همدغه  شېطاني قوت ورته په مستقيمه او يا په غېر مستقيمه توګه وسلې او  ټېکنالوجي او افرادي قوت ورکوي  په مختلفو بانو او مختلفو نومونو سره  د هرې طبقې، هر مذهب او هرې ډلې د عامو خلقو او د امن د قائمولو لپاره هلې ځلې کوونکو مشرانو له قتلولو نه علاوه د يو ملت پوليس او امنيتي ځواکونه چې هم د دغه ملت بچي او وروڼه دي وژل دي او د نورو حربو په ترڅ کښې يې دا نوې حربه هم ډېره کاميابه ده ځکه چې په دې کار سره عوام  په کامله توګه له خپل امنيت څخه مايوسه او نااميده کيږي او دا فکر کوي چې هغه امينتي ځواکونه چې بايد زمونږ امنيت وساتي خپله هم د ځان امنيت نه شي ساتلې نو بس همدغه وخت دے چې د ملت وګړي دې ته مجبور کړي چې هغوي د خپل امنيت د ساتلو لپاره د دغو شېطاني او استکباري قوتونو فوځ او امنيتي ځواکونو راتلو ته سترګې په لاره شي. او هغوي د ځان لپاره نجات ورکوونکي وګڼي.

نو بس په داسې حالاتو کښې هغه استکباري قوت په هغه ملت باندې د خپل تسلط د مضبوطولو لپاره  په دې بانه چې د دې ملت حکومت او امنيتي ځواکونه نه شي کولې چې د خلقو امنيت وساتي نېغ په نېغه او په  جرات سره فوځي قوتونه سيمې  ته راولېږي او بيا په دغه سيمه کښې په دائمي توګه د پاتې کېدو لپاره د خپلې جوړې کړې شوې دهشت ګردې ډلې په ذريعه د خلقو امنيت ګډوډ کړي او کله کله د دې لپاره چې د خلقو شک پېدا نه شي د دغې دهشت ګردې ډلې په ذريعه په خپلو ځواکونو باندې هم يوه نيمه حمله ترسره کوي يا د هغې ډلې لخوا په تيري ګرو ځواکونو باندې د حملو په  حقله د دروغو خبرونه خپروي  جې خلقو ته دا باور ورکړي  چې سيمه کښې لا امنيت نشته او زمونږ فوځي شتون لازمي دے. او دغسې نورې مختلفې حربې دي چې  زمونږ په لر او بر پښتونخوا کښې په ډېرې پراختيا سره عملي کيږي.

نو په داسې حساسو او نازکو حالاتو کښې پښتانۀ پکار دي له نور کله نه زيات خپلې دندې او ذمه واريانې وپېژني. له هر څه مخکښې خو پکار دي چې په خپلو مېنځ کښې د هر ډول مذهبي، قبيله اي، علاقه اي او حتی ذاتي  دښمنۍ ، تربګنۍ او اختلافات ختم کړي او د يو پښتون په نوم باندې ټول په يو مرکز باندې په مينه او خلوص سره راغونډ شي. او  له هر هغه مذهبي، سياسي او قامي مشر نه دې د بېزارۍ اعلان وکړي چې پښتانۀ په مختلفو نومونو په خپلو کښې سره وراچوي ځکه چې د دا ډول  تش په نامه مشران د هغو استکباري او شېطاني قوتونو د لاس ګوډاګي او اېجنټان دي چې خپلې پاس بيان شوې حربې عملي کول غواړي.

بله ضروري دنده او ذمه واري چې بايد پښتانۀ ورته پاملرنه وکړي په مذهبي، سياسي او کلتوري توګه بېداري او پوهه ده ځکه چې اکثره وختونه شېطاني قوتونه او د هغو اېجنټان د پښتنو له دغې ناپوهۍ، جهالت او غفلت څخه په استفادې سره خپلې شېطاني حربې عملي کوي. او اکثر دا ليدل شوي دي چې په کومو سيمو کښې زيات جهالت او ناپوهي وي هلته د شېطاني او استکباري قوتونو او د هغوي د ګوډاګيو حربې کاميابې وي.

او همدا رنګ د پښتنو بله دنده چې بايد پاملرنه ورته وشي هغه خپله ژبه ، کلتور او تهذيب دے چې په مجموعي توګه ورته پښتونولي ويلې شي پکار دي پښتانۀ د خپلو پخوانيو مشرانو چې په هر مېدان کښې به کامياب او سرلوړي وو د ژوند مطالعه وکړي او د هغوي روش او روده خپله کړي.

همدا ځينې مهم ټکي دي چې پښتون قام ته پرې عمل پکار دے او که نۀ وي نو هغه شېطاني قوت چې له ټولې دنيا نه پښې راچاپېرول غواړي په پښتون ولس پسې هم راخېستې ده او کوشش کوي چې يا له خپل اسلام ، پښتو او پښتونولۍ نه لاس په سر کړي او خپل تسلط او واکمني پرې ومني او يا يې په خپل نېغ په نېغه يا په خپلو کښې سره په جنګ جګړو او دښمنيو سره ختم کړي. چې په داسې حالت کښې به بيا له لاسو مروړلو نه بغېر هيڅ نه وي.

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/02 او وخت 5:7 |

مرغلرې

 

(د يو ملت د تمدن لپاره له دېن او قوميت نه پس) دريم څيز د يو ملت ژبه ده چې د يو ملت د تهذيب او معاشرت لپاره بنيادي حېثيت لري.

بايد چې هر قام له هر څه نه آګاهو د خپلې ژبې حفاظت او روزنه وکړي ځکه چې د ملت د تهذيب، تمدن او هر څه لپاره دا څيز محوري حېثيت لري

د قام د محوکولو(ختمولو)   لپاره د دې نه لوے او اهم بل اقدام نۀ شي کېدې چې له هغۀ نه خپله ژبه واخېستې شي.

کوم وخت چې د يو قام د افرادو په ذهن پردۍ ژبه مسلط شي د هغه قام د ذهن هنداره تته شي او د هغۀ قامي نفسيات بحراني چپې په مخه واخلي.

ترقي يافته او فاتح قامونه هم په دې طريقه د نورو د کمزورو قامونو استحصال کوي او کۀ مونږ غور وکړو نو فېرنګيانو هم له مونږ سره کټ مټ دغه پاليسي اختيار کړې وه او نن چې زمونږ کوم حال دے هغه څه پټ نۀ دے.

چې کوم وخت له يو قام نه خپله ژبه واخېستې شي او د هغۀ د تعليم ذريعه پردۍ ژبه شي نو د پردۍ ژبې د پرله پسې اثر او نفوذ له کبله له خپلې ژبې نه نفرت او خپلو قامي رواياتو نه کرکه پېدا شي او په تهذيب او معاشرت کښې د فاتح قام اخلاق اختيارول شروع کړي. دلته نو د هغوي د سړيتوب کامله خاتمه وشي او هغه د ډنګرو په څېر د فاتح قام د باربردارۍ پکار راشي او دا د قدرت انتقام وي چې د داسې قام له افرادو نه يې اخلي کوم چې د خپل فطرت او محيط د مقتضياتو په خلاف د پردي قام تهذيب او تمدن خپل کړي. ( ارواښاد حمزه بابا )

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/01 او وخت 5:0 |

يَا مَنِ اسْمُهُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ

(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده ))

قرآنی روغتيا (دريمه برخه)

(دليلونه)

ليک: استاذ جمشېد خدادادی (پښتو ژباړه)

١- وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ( سورۀ انعام ٥٩ ايت )

٢- وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (سورۀ نحل ٨٩ ايت ).

٣- په قرآن مجيد کښې د خوراک څښاک په حقله د ١٦٠ ايتونو شتون.

٤- په قرآن مجيد کښې د (( فَلْيَنظُرْ )) کلمې څلور ځل بيان.

٥- د (( فَلْيَنظُرْ )) کلمې دوه ځل ذکر د انسان له خوراک سره مخصوص کېدنه.

٦- په قرآن مجيد کښې د (( شفاء )) د کلمې څلور ځل بيان.

٧- شِفا يعنې علاج، ښۀ کېدل او سلامتيا.

٨- شَفا يعنې بيماری، ناجوړتيا او له لاسه د سلامتيا ورکول.

٩- له يو خوراکی څيز (شاتو) سره د شفا ځانګړتيا.

١٠- په دريو چارو کښې له قرآن مجيد سره د شفا اختصاص

١١- بې له خوراک څښاک نه د ژوند دوام هيڅ معنا نه لری = مرګ

١٢- خوراک د انسان درمل دی او  د هغۀ درمل پکار دی خوراک وی.

١٣- خوراکونه د انسان په اعمالو او چلند کښې زيات تاثير لری.

١٤- د خوراک اهميت له دې نه هم څرګند دے چې په اخېرت کښې به انسان ته د اجر په توګه ورکول کيږی.

اوس هم د پاس بيان شويوځينو ټکو تفصيل

١- ((هيڅ لوند او اوچ داسې نشته چې په قرآن کښې نه وی)) دا مبارک ايت د دې الهی کتاب د بشپړتيا او پوره والی ښودنه کوی د ژوند ټولې چارې او هر هغه څيز چې انسان ورته په ژوند کښې اړتيا لری بيانوونکے دے دا مبارک ايت په قرآن مجيد کښې د يوې سترې معجزې حيثيت لری ( لږ غور او فکر پکار دے)

٢- خداے پاک مونږ انسانانو ته يو داسې کتاب راولېږۀ چې په ټولو اړخونو کښې د ټولو چارو بيانونکے دے، په دې سربېره د ټولو مسلمانانو لپاره د هدايت، رحمت او زېری سبب دے او د دې کتاب د درکولو او ورباندې د پوهېدلو او ورنه د کار اخېستلو په صورت کښې به نېکمرغۍ، سلامتيا او سترې کاميابۍ ته ورسيږی.

٣-  د خوراک څښاک په حقله  د  يو سل او شپېتو مبارکو ايتونو شتون د خوراک څښاک د اهميت ښودنه کوی چې خداے د انسان لپاره د څومره ارزښت قائل دے او څومره د هغۀ سلامتيا او نېکمرغی خوښوی.؟

٤- په قرآن مجيد کښې څلور ځل د (( فَلْيَنْظُر )) کلمه د دې موضوع د اهميت ښودنه کوی چې په عامه توګه مونږ مسلمانان له دې خبرداروونکو لوړو ټکو نه بې خبره يو ځکه چې په قرآن مجيد کښې غور او فکر نه کوو.

پاملرنه: فلينظر له دستوری نظره د امر فعل دے او په انسان باندې دا خبره لازمی کوی چې په دې حقله څېړنه ، تحقيق ، غور او فکر وکړی له دغو څلورو فلينظرونو څخه دوه فلينظرونه خداے د انسان له خوراک سره مخصوص کړی دی ( لږ غور پکار دے )

الف: يو فلينظر د انسان د خوراک ډول  ته مخصوص کړے شوے دے ( سورۀ عبس ٢٤ ايت )

ب: بل فلينظر د انسان د خوراک کېفيت ته مخصوص کړے شوے دے ( سورۀ کهف ١٩ ايت )

ج: دريم فلينظر د انسان خلقت ته مخصوص کړے شوے دے سورۀ طارق ٥ ايت )

د:  څلورم فلينظر د انسان اعمالو ته مخصوص کړے شوے دے ( سورۀ حج ١٥ ايت )

له دې څلورو کلمو څخه د رياضۍ يوه فارمولا تر لاسه کيږی:

( د انسان خلقت + د انسان اعمال = د انسان خوراک )
 
نتيجه:

 

الف: د فلينظر کلمه دوه ځل خوراک ته مخصوصول د خوراک د ډېر زيات اهميت ښودنه کوی.

ب: د خوراک  د نيشتوالی په صورت کښې  د خلقت مفهوم له منځه ځی.

ج:  د انسان خوراک د هغۀ د خلقت او اعمالو برابر دے

٥- په قرآن مجيد کښې د شفا کلمه څلور ځل بيان شوې ده.

الف: د سورۀ آل عمران ١٠٣ ايت

ب: د سورۀ توبه ١٠٩ ايت

ج: د سورۀ اسراء ٨٢ ايت

د: د سورۀ نحل ٦٩ ايت

نتيجه:

د شاتو په شان خوراک ته د شفا اختصاص ورکول يوه د غور او فکر او څېړنې خبره ده.

د د قران د درې نورو موردو اختصاص چې په حقيقت کښې د دغو څلورو موردو اختصاص دے (( خوراک او الهی کلام دے))

په اصل کښې د هيڅ يو موجود لپاره بې له خوراک نه ژوند تېرول ممکن نۀ دی يعنې لله خوراک خوړلو نه بغېر ژوند ته دوام ورکول هيڅ امکان نه لری.

٦- په حقيقت کښې د انسان خوراک د هغۀ درمل دی او د هغۀ درمل پکار دی خوراک وی.

پاملرنه:

په دنيا کښې هر يو جاندار د خپل فطرت او غريزې په مطابق خوراک خوری بې له انسانه چې د خپل فطرت او غريزې خلاف ورزی او ترې نه بغاوت کوی او ګډوډی رامنځته کوی ( د سورۀ روم ٣٠ ايت ته پاملرنه وکړئ )

٧- د خوراک څښاک ډول او څه رنګوالے د د انسان په کردار او کړچار کښې دومره اثر لری چې کولې شی هغه يا صالح او سخی کړی او يا يې شقی، په ګناه ککړ کړی. خداے پاک په دې حقله خپلو پېغمبرانو ته فرمائی:

يَا اَيّهَا الرّسُلِ كُلُوا مِنَ الطّيّبَاتِ وَاعْمَلوا صَالِحاً اني بِمَا تَعْمَلونَ عَليمٌ. (سورۀ مومنون ٥١ ايت )

(( اے زما رسولانو! پاک او پاکيزه خوراکونه خورئ او نېک کارونه کوئ چې بې له شکه زۀ ستاسو له اعمالو نه خبر يم ))

يا په يو بل ځاے کښې فرمائی:


مَيْتَهً اَوْ دَمَاً مَسْفوحاً اَو لَحْمِ خِنزير فَانّه رِجْسٌ. (سورۀ انعام ١٤٥ ايت )

(( مردار يا بهېدلې وينه او يا د خنزير غوښه چې  دا ټول پليت دی ))

نتيجه:

له دغو دوو پاسنو مبارکو ايتونو څخه دا نتيجه اخلو چې پکار دی پام وکړو چې خوراک څښاک د انسان په روزمره ژوند کښې څومره زياته اغېزه لری؟

الف: خوراک څښاک کولې شی يو انسان نېکمرغه کړی او د نور د سرچينې په لور يې بوځی. ( د خداے ګران پېغبر (ص) )

ب: همدا رنګ کولې شی له يو انسان څخه يو شقی ، پليت او بدمرغه انسان جوړ کړی ( د خوراک څښاک ډول )

٨- خداے پاک انسانانو ته په اخېرت کښې د هغوی د کړيو اعمالو په بنياد اجرونه او جزاګانې ورکوی چې نېکوکارانو ته يې دا ډول اجرونه په نظر کښې لرلی دی:

وَ فَاكِهَةٌ مِمّا يَتَخَيّرُونَ . وَ لَحْمِ طَيْرٍ مِمَّا يَشْتَهونَ . وَ حُورٌ عين . كَاَمْثَالِ الّلُولُوِ المَكْنُون . جَزَاٌ بِمَا كَانُوا يَعْمَلونَ . ( سورۀ واقعه له ٢٠ تر ٢٤ ايتونه )

((  او مېوې به د هغو ی د خوښې وی او د هغوی د خواهش مطابق د مارغانو غوښې به وی او حورې به وی غټو غټو سترګو والا لکه چې په سيپو کښې چې مرغلرې وی دا په حقيقت کښې د دوی د اعمالو او اجر او انعام دے ))

نتيجه:

په دې مبارکو ايتونو کښې وينو چې عظيم الشان خداے پاک نېک عمله انسانانو ته په انعام او اجر کښې وړومبے خوراک ورکوی او بيا ورته نور نعمتونه عطا کوی ( لږ غور پکار دے )

البته خداے پاک بدعملو ته بيا داسې سزا ورکوی:

لَآكِلُونَ مِنْ شَجَرٍ مِنْ زُقّوم. ( سورۀ واقعه ٥٢ ايت )

(( تاسو به د زقوم له ونې څخه خوړونکی يئ))

نتيجه:

بياهم په دې مبارک ايت کښې وينو چې خداے پاک بدعملو ته سزا او بدله د زقوم له ونې څخه خوراک ورکوی او له دې نه د خوراک څښاک په اهميت لا زيات پوهېږو چې که په جنت کښې وی که په دوزخ وی او که په دې دنيا کښې وی وړومبۍ خبره د خوراک ده او بې له خوراک نه ( که هغه هر ډول وی ) په هيڅ يوه دنيا کښې ژوند کول ناممکن دی.( که  هغه خوراک په هر شکل کښې وي) البته په دې حقله قرآنی دلائل ډېر زيات دی که وغواړو نو چې ټول بيان کړو نو ځانته يو غټ کتاب ته اړتيا لری. چې په راتلونکو نزديو وختونو کښې به داسې يو کتاب د قرآنی روغتيا مينه والو ته وړاندې کړم.

بايد دلته د دې خبرې يادونه وکړم چې کېدې شی ځينې ناخبره او غرضی کسان دا اعتراض وکړی چې ولې د اهلبېتو د پاکو امامانو ذکر نه کوې او په دغې خبرې پورې ونښلی او ناوړه استفاده ترې وکړی نو د داسې کسانو په ځواب کښې به ووايم چې هر کله د قرآن خبره کيږی نو اهلبېت عليهم السلام خو له قرآن مجيد نه جدا نه دی هغوی خو د قرآن په زړۀ کښې ځاے لری ځکه چې د خداے ګران رسول (ص)  په دې حقله فرمائی:

((اِنّي تَاركٌ فيكُمُ الثَّقَلَينِ كِتَابَ اللهِ وَ عِتْرَتي اَهْلَ بَيتي لَنْ يَفْتَرِقَا....................))

(( زۀ تاسو ته دوه درانۀ او ارزښتناک څيزونه پرېږدم يو د خداے قران او بل زما عترت اهلبېت دی چې دوی به کله هم له يو بل نه جدا نه شی ...............................تر اخېره ))

( صحيح ترمذی، مسند احمد بن حنبل، کنزالعمال، تفسير ابن کثير،نيابيع الموده، ارجح المطالب، الدرالمنثور، سيوطی وغېره )

په حقيقت کښې په دې مبارک حديث کښې د (( لن )) کلمه تر ابده نفی ده يعنې قرآن مجيد او اهلبېت (ع) تر ابده هيڅکله له يو بله نه شی جدا کېدې ( لږ غور پکار دے )

په زړۀ پورې خبره دا ده چې اهلبېتوامامانو عليهم السلام د خوراک او سلامتيا په باره کښې ډېرې سپارښتنې کړې دی او مونږ انسانان يې د هغو خيال ساتلو ته هڅولی يو. لکه حضرت امام علی (ع) په دې حقله يوه ارزښتناکه سپارښتنه خپلو فررزندانو ته کوی چې په اصل کښې ټولو انسانانو ته نصيحت دے چې په خيال ساتلو سره به انسان د ډاکټر او طبيب له نسخې نه بې نيازه شی

له بيماريو څخه د مخنيوی لپاره د حضرت امام علی (ع) نسخه:

·         ترڅو چې اوږی شوی نه يئ نو په دسترخوان مه کښېنئ.

·         له مړېدو نه لږ وخت مخکښې لاس له خواړۀ څخه اوچت کړئ.

·         د اودۀ کېدو په وخت د مزاج اجابت وکړئ ( بېت الخلاء ته لاړ شئ )

د پاسنو درې واړو وېناؤ په خيال ساتلو سره انسان په عملی توګه ليدلې شی چې  له بيماريو څخه مخنيوے څومره په اسان کيږی؟

پاملرنه:

مونږ دا خبره په عملی توګه کتې شو چې اهلبېتو امامانو ( عليهم السلام ) له بيماريو څخه د مخنيوی او د بيماريو د علاج لپاره د خوراکونو د استعمال سپارښتنه کړې ده. او دا خبره له قران مجيد سره په کامله توګه سمون خوری. (( ځکه چې د خداے د ګران رسول (ص) او د هغوی د اهلبېتو ( عليهم السلام وېناګانې د قرآن مجيد تفسير دے ))

دا لږې خبرې د قرآنی روغتيا په هکله قرآنی دلائلو ته يوه لنډه شان کتنه وه حال دا چې په دې الهی کتاب کښې په دې حقله ډېرې حېرانوونکې خبرې شته چې هيڅ يوې بل ډول روغتيا او طب کښې وجود نه لری.

*****

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/01 او وخت 5:0 |

يَا مَنِ اسْمُهُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ

(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده ))

 

 

 

قرآني روغتيا  (دويمه برخه)

ليک: استاد جمشېد خدادادي (پښتو ژباړه)

ټول ثنا صفتونه هغه پاک رب لره دي چې زمونږ انسانانو د هدايت لپاره يې زمونږ په شکل کښې پېغبران عليهم السلام راولېږل. الهي پېغمبران د انسانانو د هدايت او د افکارو د ودې لپاره  مبعوث کړې شوي دي. د هر انسان ارزښت او مقام د هغۀ د فکر او سوچ د طرز په مطابق دے. د خداے پاک ذاب د لايزال او بې انتها قدرت خاوند دے. هغۀ په مونږ باندې خپل بې شمېره نعتونه پېرزو کړي دي او په مونږ يې ډېر لوے احسان کړے  دے او دغه ستر احسان د پېغمبراکرم ( صلي الله عليه و آله وسلم ) نعمت دے چې په دې حقله قرآن مجيد داسې فرمائي:

لَقَدْ مَنَّ الله عَلَي المُومِنينَ اِذْ بَعَثَ فِيهمْ رَسُولاً مِنْ اَنفُسِهمْ يَتْلوا عَلَيْهمْ آياتِهِ وَ يُزَكّيهمْ وَ يُعَلّمُهُمْ الكِتَابَ وَ الحِكْمَةَ وَ اِنْ كَانُوا مِنْ قَبْل لَفِي ضَلَالٍ مُبين (سوره آل عمران آيه ۱۶۴).

(( يقيناً چې خداے پاک په مومنانو باندې احسان کړے دے چې د هغوي ترمېنځ يې له هغوي څخه يو رسول ولېږۀ چې هغه په هغوي باندې د خداے ايتونه تلاوتوي او هغوي پاکوي او ورته د کتاب او حکت تعليم ورکوي که څه هم له دې مخکښې دغه خلق په ښکاره ګمراهۍ کښې وو ))

پېغمبري يو هغه لوے نعمت دے چې خداے پاک زمونږ انسانانو د عقلي ودې او فکري بشپړتيا لپاره په مونږ پېرزو کړے دے چې په هغو پېغبرانو عليهم السلام کښې تر ټولو اخيري د خداے ګران رسول حضرت محمد مصطفي ( صلي الله عليه و آله وسلم )  دے. هر پېغمبر د خپل حقانيت د ثابتولو لپاره مجزه لرلې ده او د خداے ګران رسول ( صلي الله عليه و آله وسلم ) هم له دې قائدې نه مستثني نه دے او د هغۀ معجزه قرآن مجيد دے چې په حقيقت کښې يو ابدي او همېشنۍ معجزه ده. په حقيقت کښې د هر انسان سلامتيا او نېکمرغي د قرآن مجيد له پوهې او په خپل روزمره ژوند کښې د هغۀ له کارولو سره تړاؤ لري.

     نن په مونږ مسلمانانو کښې دوه مورده مظلوم ګرځېدلي دي او همدا چاره د مسلمانانو د شا ته پاتې والي سبب ګرځېدلې ده. او دغه دواړه موردونه د ذوالجلال والاکرام خداے پاک ذات  او اخيري سپېڅلے اسماني کتاب قرآن مجيد دے. خداے پاک په دې لړ کښې په قرآن مجيد کښې داسې فرمائي:

 اَفَلَا يَتَدَّبَرُونَ القُرْآنَ ( سورۀ نساء ٨٢ ايت )

(( ايا دوي په قرآن مجيد کښې فکر نۀ کوي؟ ))

نو اے قدرمنو لوستونکو! اے ګلالو! ايا تر اوسه مو په دې لړ کښې څه فکر او تدبر کړے دے يا نه؟ ايا داسې يوه پرېکړه او فېصله مو په ذهن کښې راغلې ده يا نه؟ البته انسان يو داسې حقيقت دے چې خداے پاک د ټولو موجوداتو له خلقت نه پس پېدا کړ، په حقيقت کښې انسان د نورو مخلوقاتو په پرتله يو جديدالخلقت ( ماډرن ) مخلوق دے او خداے پاک د انسان په پېدا کولو باندې ډېر خوشحال شو چې په قرآن مجيد کښې يې په دې حقله د دې خوشحالۍ څرګندونه په دا ډول کړې ده:

فَتَبَارَكَ الله اَحْسَنُ الخَالِقِينَ (سورۀ مومنون ١٤ ايت )

(( نو څومره برکت والا دے هغه خداے چې دومره ښه ( د انسان ) پېدا کوونکے دے ))

نو له دې رويه انسان څومره عجيبه مخلوق دے چې خداے پاک هم يې په پېدا کولو باندې د خپلې خوښۍ او خوشحالۍ څرګندونه کوي؟ له نورو موجوداتو سره د انسان ترټولو مهم او غوره تفاوت او فرق په دې برتريو کښې دے چې دې يې پکښې ځانګړے او ممتاز ګرځولے دے:

*(( تکلم )) يعنې د خبرو کولو توان

* (( تفکر )) يعنې د فکر او غور کولو توان

* (( خلاقيت، ابداعات او اختراعات )) يعنې د تخليقاتو، ايجاداتو او نوښتونو توان لرل

په دې دريو چارو کښې په لږ غور کولو سره په دې پوهېږو چې انسان په حقيقت کښې يو عجيبه او خارق العادت مخلوق دے. دې کولې شي حېرانوونکي کارونه ترسره کړي او په نړۍ کښې ستر ستر بدلونونه راولي، د فطرت او طبيعت قوانين کشف کړي، په ادب، کلتور او هنر کښې اغېزمن وګرځي او په فکر او غور سره مجهولاتو او پټو رازونو ته ځان ورسوي.

 

نو اوس انسان د فکر او خلاقيت  په دومره زيات توان او طاقت لرلو سره ايا کولې شي چې ځان د حالاتو په بهير کښې په خپل حال پرېږدي؟!، د حيات او ژوند د دوام لپاره څه پروګرام و نۀ لري؟ په لږ غور او فکر سره په دې پوهېدې شو چې خداے پاک انسان په خپل حال نه دے پرېښودے او د هغۀ د ودې ترقۍ او د ژوند د ښۀ کېدو لپاره يې يو لړ پېغبران عليهم السلام رالېږلي دي. هر پېغبر د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره  معجزه لرلې ده او په دغو پېغمبرانو عليمهم السلام کښې تر ټولو اخيري د خداے پاک ګران رسول ( صلي الله عليه و آله وسلم ) دے او خداے پاک هغه په (( رحمت للعالمين )) باندې ونومولو او هغه يې د قرآن مجيد په نوم په يوې ابدي او تل پاتې کېدونکې معجزې سره سنبال کړ.

دا کتاب په حقيقت کښې د پنځون په نړۍ د موجودو ټولو انسانانو لپاره کافي دے او کولې شي د هغوي د نېکمرغۍ او سلامتيا ضمانت ورکړي او د عقل او نېکۍ سرچينې ته يې ورسوي. د دې کتاب يوه حېرانوونکې چاره د دۀ بشپړوالے او د هر انسان د اړتياؤ پوره کول دي چې د سورۀ لقمان په ٢٧ او د سورۀ کهف په ١٠٩ ايت کښې بيان شوي دي. د دې کتاب په درکولو او ورباندې په پوهېدلو يو انسان کولې شي د ژوند په ټول اړخونو کښې ژوره او منظمه پروګرام سنجونه ولري او يو لړ په زړۀ پورې برياليتونه ترلاسه کړي او په نړۍ کښې د وړومبي ټکي اعلان وکړي.

د خداے ګران رسول ( صلي الله عليه و آله وسلم ) علم دوه ډوله بيانوي او فرمائي:

العِلمُ عِلمَانِ: عِلمُ الاديَان و عِلمُ الابْدَان

(( يعنې علم دوه ډوله دے يو د دين علم دے او بل د روغتيا او طب علم دے ))

په حقيقت کښې هغه کسان چې د طب او روغتيا له علم سره څه تعلق نه لري نو په اسانتيا سره ځان پېژندنه نه شي لرلې. په حقيقت کښې ځان پېژندنه د دين باورۍ بنياد او ستنه ده. حضرت  علي (ع) د خداے له ګران پېغبر ( صلي الله عليه و آله وسلم ) څخه  په دې اړه داسې نقلوي:

مَن عَرَفَ نَفسَهُ فَقَد عَرَفَ رَبّهُ
(( يعنې چا چې خپل ځان وپېژندو نو بس هغۀ رب وپېژندو ))

په زړۀ پورې خبره دا چې دا دواړه علمونه په قرآن مجيد کښې په واضحه توګه بيان شوي دي چې له دې نه په ښه او غوره توګه استفاده کېدې شي او انسان خپل ژوند ورځ په ورځ لا زيات خوږولې او  له ژوند نه خوند اخېستې شي او ارامښت، راحت او امنيت ته رسېدے شي.

تر ټولو وړومبني دوه مبارک ايتونه چې د خداے په ګران رسول ( صلي الله عليه و آله وسلم ) باندې نازل شول د طب او روغتيا په حقله ايتونه دي چې فرمائي:

اِقرَا باسْمِ رَبّكَ الذي خَلَقَ ، خَلَقَ الانسَانَ مِن عَلَقَ ( سورۀ علق ا او ٢ ايتونه )

(( د هغه خداے په نامې سره ولوله چې پېدا يې کړ، پېدا يې  کړ انسان له علق  نه))

علق څه ته وائي؟

علق هماغه (( سپرمېټوزوئيډ spermatozoide  له اوول  ovule سره )) دے، نو ايا دا د طب او روغتيا علم نه دے؟

په زړه پورې خبره دا چې په قرآن مجيد کښې حتي د بدن بنيادي سېلولونه هم بيان شوي دي چې زۀ عاجز بنده په دې اړه د يوې څېړنې د تدوين په حال کښې يم او که خداے کول په راتلونکو نزديو وختونو کښې به يې خوږو او قدرمنو وروڼو او خوېندو ته وړاندې کړم

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت 5:0 |

 

غوره وېناوې

 

 

غزا نور غزا - تهران

 

 

افغان او افغانستان

 

 

دافغانستان خاوره     ROUND ABOUTيعنې د کلتورونودانشعاب ټکے ،دځلا مرکز اوڅلورلارې دے دڅو زرو کلونوپه تېرېدو کښې يې څه پخپله لرل اوڅه له بهر څخه ورته رسېدلي وو او له دۀ څخه خپل شاوخوا (هند،ماوراءالنهر او مرکزي اېشيا) ته خپاره شوي دي  ځکه  خو ښائي  دجغرافيائي اقليم او وضعې له مخې  يې پخوانيوپېړيوکښې د ګډو شويوکلتورونو   دپېداېښت ځاے وبولو

(( دتاريخ انګرېز فېلوسوف تاينبي   ، (داکسوس اوجمنا ترمنځ) کتاب ))

 

 

کوم کسان چې غواړي ديرغلګرۍ لوے لقب وګټي هرومرو افغانستان ته لاړدي او د دې هېواد له مهم جغرافيائي او سوق الجېشي موقعيت  څخه يې  د هند دافسانوي ثروت په لاسته راوړلو او د دې طلائي خاورې په نيولو کښې  ور څخه ګټه اخېستې ده

(( Tone B Meiher   امريکائي تاريخپوه اوجغرفيا پوه

 

افغانان     پر    دښمن    له     شا  ګوزار    نه     کوي

(( د افغانستان پخوانے ارواښاد باچا ظاهر خان))

 

 

روسان دافغانستان په سټرا ټيجک اهميت خبر وواو په دې پوهېدل چې دغه هېواد منځني ختيځ ته دتللو لپاره د ور حېثيت لري روسانو به  دا  لار له چنګېز اوګوډتېمور نه د پېروۍ په اساس غوره کړې وه ځکه هغوی دواړو هم  د افغانستان  له لارې نه په بغداد سترګې ښخې کړې وې

(( دپاکستان دآئي اېس آئي  پخوانے مشر جنرال حميدګل ))

 

افغانستان د نړۍ زړۀ  دے څوک چې دا زړه ازاروي هغه به پخپله ازار شي

(( دافغانستان پخوانی  ارواښاد اولسمشر ډاکټر نجيب ))

 

افغانستان يولاس ناخوړلے موزيم دے

استاد حبيب الله رفيع

 

افغانستان هرڅه لري خو څښتن نلري  (پښتومتل)

افغانستان د پېغلې په شان دے   (ايرانے متل)

افغان نر دے    (تاجکي متل)

  افغانان تېر اېستلې شې خو غلام کولې يې نشې (بهرنے متل)

 

د  افغان   په  ننګ   مې وتړله  توره

ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

(( ارواښاد خوشحال بابا ))

 

 

آسيا يک پېکر از آب و ګل  است

ملت افغان  در ان پېکر  دل  ا ست

ګشـــــاد  او  ګشاد   آ سيا  است

فساد   او   فساد   آسيا      است

(( ارواښاد علامه اقبال ))

 

ما کوز ورته  لېمۀ   کړل  زما  سر  نه   ټيټېدۀ

شايد چې په الفت کښې هم افغان پاتې کېدم

(( ارواښاد حمزه بابا ))

 

 

 

پښتون اوپښتونخوا

 

دپښتون يو زوے لښکر دے

دپښتون جګړه لاپه پټي ده لا په ټيکري

پښتون ژمنه نه ماتوي

د پښتون  يوه کيسه ده

د پښتون يوه خبره وي

پښتانۀ کيسې ګټي ...پېسې ګټي

(( پښتو متلونه ))

 

زمونږ بېچاره پښتون هلک يو وار پردۍ ژبه زدکوي بيا تعليم کوي دا ځکه چې پخپله ژبه له زدکړې څخه بې برخې شوے دے

(( ارواښاد علامه رشاد بابا ))

پښتون په خوښه دوزخ ته بوولی شې خو په زور جنت ته هم درسره نه ځي

(( اروا ښاد خان عبدالغفار خان ))

 

د پښتون  درې دښمنان دي وړومبے اورنګ دويم فرنګ دريم فرنګ په بل رنګ  که کله پښتون قام سره يو شو بيا به له زورور سره حساب وکړي خو مسئله داده چې کله پښتون کښې يو مخکښ پېداشي نو د بالادستې طبقې يو څو تا لي څټي  ملايان په هغه دکفر فتوا ولګوي دښمن هر وخت داسې کسان سا تي چې د پښتون  ديووالي ،ودې او ازادۍ لاره نيسي بايزيد روښان ته يې اخوند درویزه پېدا کړ  خان عبدالصمدخان او خان عبدالغفار خان ته يې يو څو ملايا ن پېدا کړل او دپښتنو ټول مشران ېې له خپل قام نه پردي او مېرني کړل

(( کمال خان شيراني        انګرېزي استعمار او افغانستان کتاب ))

 

ژړا په دې راځي چې پښتون د القاعده،طالب ،مجاهداو کشميري په نوم جنګيږي خو دقام هېواد او ژبې لپاره نه بلکه دا دکفر کاربولي ځکه خو کله په يوه او کله په بله شهله کښې مړ وي

(( ليکوال او خبريال نورالبشر نويد ))

 

درقيب د ژوند متاع  به تار په تار کړم

کۀ  پــــه   تورو  پښتنو کا  ګذار ونه

د  ډهلي  تخت هېرومه چې را ياد شي

زما د ښکلي پښتونخوا دغرو سرونه

(( ارواښاد احمد شاه بابا ))

 

تر   مغلو    پښتانۀ    په   توره      ښه      دي

که  په  پوهه   پښتانۀ   څه  لږ  هوښياروې

 

درست    پښتون  له   کندهاره    تر    اټکه

چې د ننګ په کار شريک پټ او ښکاره دي

 

که    توفيق د   اتفاق       پښتانۀ    مومي

زوړ خوشحال  به  دوباره شي پۀ  دا ځوان

(( ارواښاد خوشحال خان بابا ))

 

زنځير چې د نړۍ  د هريوقام  جوړېدۀ

ما غږکړ دپښتون پکې کړۍ کومه ده

 

کۀ  اسلام مې دے باده پښتو مې ظرف دے

مزه کاندي پــــــه خپل جـــــام کښې مشروبات

 

وائي اغيـــــار چـــــې د دوزخ  ژبـــــه ده

زۀ بــــــه جنت تــــه لـــــه پښتو ســـــره ځم

څو  چې  را ټول پر يو مرکز يې  نۀ  کړم

هــــرې   تپې   تــــه  له  جرګـــو  سره  ځم

(( ارواښاد حمزه بابا))

 

 

والله زۀ بـــــه لــــه جنت نه شمه ستون

چې کنځل پکې وا نه ورم د پښتون

((  ارواښاد غني خان ))

 

په کوم ځاے چې له زمرو نه  لکۍ رپي

پښتانه   هلته   په څوکو   د بڼو  ځي

(( ارواښاد کاکا جي صنوبر حسېن ))

 

خوښ د  پښتونخوا په مېږتون يمه ،پښتون يمه

خاورې  به مې  وائي چې پښتون يمه، پښتون يمه

 

ژبه    او   خيال   سترګې    نظـــر   پښتانۀ

چې    سره   يــو    شي   دا   د سر  پښتا نۀ

چې  سره  يو ځاے  شي  دا ستوري  ستوري

و به  کړ ي   ستورو   تـــه   سفــــــر   پښتانه

(( رحمت شا ه سائل ))

 

پښتـــــانۀ   د پښتـونخوا   درانۀ    ښاغلي

د مغلو  سېلاب   يوړل        لکـــــه    خلي

زمانه      راپسې   توره    په لاس    ګر ځي

لکه  موږ  ېې  چې  وي پلار نيکۀ وژلي

(            )

 

څه  ساده  دے  د ا  پښتون چې  تربګني کا

زه  د زړه  وينې  پې  څښم  دې  دښمني  کا

خلقولاندې کړه ترپښوځمکــــه،سپوږمۍ

دی لا دوو مېږو ته ناست دے او شپني کا

 

خبريې چې په  دې وطن کښې  سر لرې  سرداريې

دا سيمه پښتونخوا ده دلته هرڅوک قدرمن دی

((  صاحب شا ه صابر ))

پېښور او کابل

پېښورد مولفينو(کتاب کښوليکونکو) ښاردے

(( چيني سېلانے ايوان سينګ ))

 

پېښور  او  کابل  دواړه  دوه  ياران     دي

لکه  دوه ستر ګې  په  يو مخ  د جانان  دي

د نـــــړۍ   د ابـــادۍ   دعــــــوې   دروغ   دي

چې تر څو  د پښتنو  کورونه   وران     دي

(( رحمت شاه ساېل ))

 

دره     خېبر    خو  لار   د   تلوار تلـــو   ده

پېښور او  په  کابل کښې افغان يو دی

(( ارواښاد حمزه بابا ))

 

د کابل  مڼې   خوراک    وې   د   توطيا  نــــو

اوس  له  هنده  پرې خوارۀ  شول تور زاغان

(( ارواښاد خوشحال بابا ))

 

پېښور   دے  او که   کوېټه     زمــــا   کور دی

که  کابــــل  که  کندهـــــار   دی زمــــا ورور دی

هــــر خائن  چـــــې دې کښې خنډ اچول غواړي

که  د لر دے که  د بر دے  مخ  ېــــې  تور دے

(( اجمل خټک ))

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت 5:0 |

 

د مينې، محبت، حسن او ښکلا د لوے څښتن په نامه

 

 

 

د سپرلي پېغام

 

( اداريه )

 

سپرلے راغے،نوروز راغے ،د فطرت او طبيعت کال نوے شو په زمکه کښې ژوند راغے، ټول ماحول تک شين شو، په سمه، په غر، په باغونو ، چمنونو دشتونو او مېرو په هر ځاے کښې شين څادر وغوړېد، چارچاپېره رنګ په رنګ ګلونه راڅرګند شول فضاء له خوشبويو ډکه شوه او ښکلا خپل جوبن ته ورسېده. د سپرلي دې ماحول له ځان سره له مينې ډک پېغام راوړۀ او په دې خوشحالۍ کښې د ګډون لپاره يې عامه بلنه اعلان کړه او په دې بلنې سره له هرې خوا نه د حسن او ښکلا مئين بلبلان، بوراګان، طوطيان، لولکې او نور مارغان او حېوانات او حتی انسانان د باغونو، چمنونو، مېرو او دشتو په لور ورمات شول او د طبيعت او فطرت په دنيا کښې هرې خوا ته د مېنې،محبت، خوشحالۍ، سوکالۍ او ازادۍ نغمو انګازې جوړې کړې.

خو په دې ماحول کښې د هر چا په زړونو کښې يوه پوښتنه راپېدا شوه او هغه دا چې دا ماحول څنګه يکدم بدل شو؟ ايا دا د مينې خوشحالۍ، سوکالۍ او ازادۍ ماحول له څه زحمت، کوشش او جدوجهد نه بغېر په خپله له غېبه راغے؟ له فطرت نه پرې اواز وشو چې نه، دا ماحول د خزان له تاودو، رژوونکو او ژړوونکو بادونو سره د يوې مودې له منظمې مبارزې، مقاومت، صبر، زغم، هيلې او اميد نه پس رامنځته شو. خو له دې هر څه سره سره د دوو څيزونو موجودګي او شتون لازل او ملزوم دے چې يو د زمکې ظرفيت او بل د فطرت او طبيعت قانون او چوکاټ. که په دې دواړو کښې يو هم نه وي نو دا ماحول نه شي جوړېدې دا نه پاس په فضاء کښې او نه په اسمان کښې او نه په بل يو ځاے کښې بلکې د زمکې د ظرفيت په شتون سره جوړېدې شي  او دغه ظرفيت بيا د فطرت او طبيعت منظم قانون او چوکاټ ته اړتيا لري او کۀ دغه قانون او چوکاټ نۀ وي نو زمکه په يواځې ځان هيڅکله خپل د جمال او جلال تکامل ته نۀ شي رسېدې.

هو، نن سپرلي د لر او بر پښتنو ته همدا پېغام راوړے دے چې بايد د ظلم، استحصال، بې انصافۍ، بې عدالتۍ، تحجر، بې علمۍ، ناپوهۍ او جهالت د تاودو او سپېرو بادونو په وړاندې له مينې، محبت، ورورولۍ، يووالي، علم، پوهې، هوښيارتيا، بېدارۍ، صبر، زغم، هيلې او اميد سره مل په منظمه، او مرتبه توګه مقاومت، مبارزه او جدوجهد وشي.

     خو پښتون ولس ته د دې کار لپاره هم د دوو څيزونو شتون لازم او ملزوم دے چې يو د پښتو ظرفيت دے او بل د اسلام چې فطرتي دين دے قانون او چوکاټ. يا په بله معنا پکار دي چې پياله او جام پښتو وي او باده او شراب يې اسلام وي نو بيا هله له مينې، محبت، خوشحالۍ، سوکالۍ، ازادۍ او خپلواکۍ نه د ډک سپرلي اميد لرلے شو چې حمزه بابا (رح) يې د شعر په ژبه داسې وائي:

 

که باده مې دے اسلام پښتو مې ظرف دے

مـــزه کاندي په خپــل جــــام کښې مشروبات

 

نن (( مينه )) د سپرلي په همدې پېغام سره د طبيعت او فطرت له نوي کال نه د لر او بر ګلونو پښتنو په ملاتړ سره د خپل له مينې ډک سفر اغاز کوي او د مينې او ښکلا په دې سفر کښې د ګډون لپاره ټولو ته  عامه بلنه ورکوي.

      د پښتونخوا په لر او بر باندې د يو نوي سپرلي د راتلو په هيله.

                                                                                                                                                        اداره

                                                                                                                               مياشتنۍ ((مينه)) پېښور

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/21 او وخت 7:30 |

 

 

يَا مَنِ اسْمُهُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ

(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده ))

 

 

 

قرآنی روغتيا

 

(يوه لنډه پېژندګلی)

 

ليک: انور شاهين خانخېل

 

برېښناليک: shaheenkhankhel@yahoo.com

 

په تېرو ورځو کښې خپل يو دوست د مردان سيمې ښاغلی عبدالرحيم درانی چې د پښتو د يو شمېر کتابونو ليکوال او ژباړونکے دے راته د يوې سی ډی د اورېدو لارښوونه وکړه چې پکښې د ښاغلی استاذ جمشېد خدادادی وېناګانې وې. يقين وکړئ چې هغه سی ډی چې پکښې د قرآن او انسانی سلامتيا او روغتيا په موضوع لس لېکچرونه وو داسې خوندور،  په نه انکارېدونکو عقلی او نقلی دلائلو مشتمل  او د انسان د فطرت عېن مطابق وو چې مې بيا بيا هغه لېکچرونه وارېدل او خوند به يې راکوۀ او نوې نوې خبرې به مخې ته راتلې. بيا مې په تکل سره د دغه قدرمن استاذ څه ليکنې او يو دوه کتابونه هم تر لاسه کړل او له لوستلو نه پس مې غوښتل چې څه پرې وليکم او د خداےپاک مخلوقاتو ته ترې څه ګټه ورسی

     ښاغلے استاذ جمشيد خدادادی د ايران د اسلامی جمهوريت له اصفهان ښار سره تعلق لری. که څه هم په بنيادی توګه د هوائی ځواک ستر افسر او د پرمختلليو ماډرن  هوائی جهازونو (الوتکو) لوے ماهر دے خو څه موده اګاهو ورته داسې حالات رامنځته شول چې د قرآن او سلامتيا په موضوع يې تحقيقات شروع کړل. لکه هغه د خپل ځان په باره کښې وائی چې کله زۀ په ښه بده پوه شوم نو يو سوال به زما په ذهن کښې راتۀ او هغه دا چې زۀ ولې مسلمان يم ايا چې زۀ په مسلمانه کورنۍ کښې پېدا شوم نو خا مخا به مسلمان يم او همدا مسلمانی عقيده صحيح ده ځکه چې زۀ پکښې پېدا شوے يم؟ نو بس په دې موضوع مې ريسرچ او څېړنه شروع کړه او تقرپباً د دنيا د ټولو مشهورو دينونو او مذهبونو مطالعه او تحقيق مې شروع کړ او اخير کار دې نتيجې ته ورسېدم چې اسلامی عقائد او اسلامی تعليمات د انسان د فطرت عېن مطابق دی. وائی بيا په هغو وختونو کښې چې په ايران باندې د عراق لخوا په مسلط شوی جنګ کښې په اخير کښې کله د د ملګرو ملتو د ٥٩٨ قرارداد له مخې جنګ بند شو نو د ملګرو ملتو (يو اين ) لخوا د افسرانو يو ماموريتی پلاوے (وفد) راغلے ؤ نو زۀ د يو رابطه افسر په توګه له هغوی سره په تماس کښې وم په دغه پلاوی کښې د يوګوسلاويې يو افسر ؤ چې  (( ډېوېډ اويچ )) نومېدۀ هغۀ سره يو ډول دارو وو چې (( پراپوليز )) نوميدل خو عجيبه دا چې چا ته به چې هر څه بيماری ولګېده نو هم هغه درمل به يې ورکوۀ چې هغه کله لاړ نو زما په غوښتنه يې ما ته هغه دارو راولېږل نو ما په هغۀ باندې تحقيقات شروع کړل او په اخېر کښې ډېر حېران شوم چې د دغه دارو پوره فارمولا بو علی سينا د خپل کتاب (( قانون )) په دويم ټوک کښې په تفصيل سره ليکلے ده نو بس له هغې ورځې نه د قرآن مجيد په دې دعوا چې   فرمائی چې وَلَا رَطْبٍ وَ لَا يَابِسٍ اِلّا فِي كِتَابٍ مُبينٍ . ( انعام ۵۹ ) يعنې هيڅ لوند او تر داسې نشته چې په دې مبين کتاب کښې موجود نه وی تحقيق شروع کړ چې قرآن مجيد هر کله دا دعوا کوی نو بې ځايه نه ده او دا چې قرآن مجيد يو معجزه او شفاء ده نو پکار دی چې په دې کتاب کښې د انسان د ټولو بيماريو په خاصه توګه د هغو بيماريو چې ډاکټران او طبيبان يې له علاج څخه عاجز دی موجود وی او چې څومره د قرآن مجيد د مبارکو ايتونو ژورتيا ته تلم دومره به راته د علم او حکمت نوی يوی بانونه او کړکۍ خلاصېدې او بالاخره مې له دغه معجزاتی کتاب څخه د انسان د ټولو بيماريو علاج کشف کړ. او د خداے پاک دا فرمان بالکل په ځاے دے چې فرمائی: وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا (سورۀ عنکبوت ٦٩ ايت) يعنې (( چې څوک زما په لار کښې کوشش او هڅه کوی نو زۀ يې خپلو لارو ته هدايت کوم )) هغه وائی چې په قرآن مجيد کښې ١٦٠ ايتونه د انسان د خوراک څښاک په حقله راغلی دی چې دا چاره د انسان خوراکونو ته د قرآن مجيد د اهميت ورکولو ښودنه کوی.

                                                          

 

      اوس دغه محترم استاذ د قرآنی طب په څانګه کښې په دنيا کښې يواځېنے محقق او متخصص دے او تر اوسه په دې موضوع چا هم څېړنه نه ده کړے او د ايران په لوے طبی سائنسدانانو او موجدانو کښې شامل دے او په دې څانګه کښې يې اعزازی ډيګري اخېستې ده. دغه محترم تر اوسه پورې په ډېرو زياتو هغو بيماريو چې جديد مېډيکل سائنس يې تر اوسه علت نه دے معلوم کړے علت يې له قرآن مجيد څخه کشف کړے او هغه بيمارۍ يې معالجه کړی دی او بيمارانو يې شفا موندې ده چې پکښې يو تر ټولو وروستۍ او مشهوره بيماری ايم ايس هم ده. هغه وائی چې  په قرآن مجيد کښې د ټولو ناروغېو علاج موجود دے خو که انسان ورته غور او فکر وکړی په دې کتاب کښې که يو طرف ته د انسان لپاره روحی او معنوی شفا ده نو بل طرف ته پکښې بدنی شفاء هم ده ځکه چې انسان د دوو څيزونو مجموعه ده يو روح دے او يو بدن نو قرآن مجيد د انسان د دې دواړو اړخونو خيال ساتلے دے.. هغه دا هم وائی چې د انسان علاج خداے پاک خپله د انسان په خوراکونو کښې اېښودے دے او که انسان خوراکونه هغسې وخوری چې څنګه قرآن او اسلام يې مونږ ته سپارښتنه کړې ده نو يوه بيماری به هم انسان ته نزدې نه راځی او که د خپلو بې احتياطيو په وجه بيمار هم شی نو په هم دغو خوراکونو کښې يې علاج موجود دے چې کوم بې شمېره خوراکونه مونږ ته خداے پاک د نعمتونو په توګه عطا کړی دی. او که انسان د خوراک دغه روشونه او رودې عملی کړی نو هيڅکله به بيمار نه شی او چې نه بيماريږی نو عمر به يې هم ډېر زيات وی.

     د ښاغلی خدادادی د نظريې له مخې خداے پاک حېوانات په خپل يو فطرت باندې پېدا کړی دی او هر يو حېوان د خپل خپل فطرت مطابق خوراکونه خوری لکه که ګډې او بزې وغېره ته غوښه واچوې نو که ډېر هم اوږی وی نو و به يې نه خوری خو که واښۀ ورته واچوې نو خوری يې دغه شان که پيشو او سپی وغېره  ته واښۀ مخې ته کېږدې نو که ډېر هم اوږی وی نو څکه به ترې و نه کړی او که غوښه ورته واچوې نو خوری يې. خو بل طرف ته خداے پاک انسان اشرف المخلوقات ګرځولېے دے او ورته يې په خوراک څښاک او اعمالو کښې ازادی ورکړې ده چې هغه له دې ازادۍ نه په ناوړې استفادې سره د هر ډول بدو عملونو په ترڅ  کښې په خوراکونو کښې هم هره الا بلا وراچوی او چې بيمار شی نو ډاکټرانو ته مراجعه وکړی چې هغوی يې په رائجو کېميائی داروګانو هغه درد او تکيلف په وختی توګه اودۀ کړی او د بيمارۍ هغه علت هم هغه شان پاتې شی او بل طرف ته چې هغه داروګان په بدن کښې کوم خپل منفی اثرات پرېږدی له هغو څخه نورې بيمارۍ په وجود کښې راشی او انسان زر د کټ شی او بالاخره داسې بيمارۍ ورته ولګی چې ډاکټران ورته ځواب ورکړی او اخېر مړ شی.

     د ښاغلی د نظريې مطابق د انسان دا بدن د خداے پاک يو امانت دے نو پکار دی چې دا امانت په ډېر احتياط سره استعمال شی ځکه چې خداے پاک به څنګه په اخېرت کښې له انسان نه د اعمالو تپوس کوی نو دغه شان به ترې د بدن تپوس هم کوی چې څه يې ورسره کړی دی؟ بلکې استاذ خدادادی په قرآنی دلائلو سره دا هم ثابتوی چې د انسان خوراک څښاک د هغۀ له ښو او بدو اعمالو سره نېغ په نېغه تعلق لری يعنې يو خوراک کولې شی انسان بدعملۍ، فحاشۍ، وحشت او ډول ډول ګناهونو ته وهڅوی او دغه شان يو خوراک کولې شی چې په انسان کښې مينه، صبر، استقامت او روحانيت پېدا کړی. لکه په قرآن مجيد کښې د خنځير غوښه حرامه کړې شوې ده نو ځکه چې په خنځير کښې داسې عادتونه دی چې د هغۀ د غوښې په خوړلو سره  په انسان کښې هغه عادتونه راځی چې بالاخره هغه بد عادتونه د انسان د دواړو جهانو د بدبختۍ او هلاکت سبب ګرځی. خداے پاک د خنځير غوښه يو مثال راوړے او اشاره يې ورته کړې ده په نورو غوښو خوړلو کښې خپله انسان ته پکار دی څېړنه وکړی.

 

 

     محترم استاذ ادعا کوی چې انسان خداے پاک غوښه خور نه بلکې سبزی خور، مېوې خور ، دالونه خور او غَلې  خور پېدا کړې دے او که په سائنسی توګه د يو غوښه خور ځناور د بدن د اندامونو، لاسونو پښو، پنجو، غاښونو، د معدې د جوړښت معائنه وشی او په مقابل کښې يې د انسان د دغو ټولو اندامونو معائنه وشی نو د دواړو ترمېنځ به د زمکې او اسمان فرق وی او دا به په سائنسی توګه ثابته شی چې د انسان اندامونه د مېوې او سبزۍ لپاره جوړ کړې شوی دی. هغه وائی چې له دې نه انکار نه شی کېدې چې کوم حېوانات خداے پاک حلال کړی دی نو غوښه يې خوړل پکار دی خو مطلب دا نه شو چې شپه او ورځ دې غوښين څيزونه خوری  بلکې زيات نه زيات په هفته کښې يو ځل غوښه خوړل پکار دی او هغه هم کوشش پکار دے چې د اوبو د حېواناتو لکه کب غوښه خوړل پکار ده او که د زمکنی حېواناتو غوښه خورې نو تر ټولو ښه غوښه د ګډو بزو غوښه ده او بيا احتياط پکار دے چې که هغه حېوانات په غرونو کښې څرېدلی وی او قدرتی ګياګانې يې خوړلې وی نو غوښه او پۍ (شودۀ) استعمالول يې د انسان لپاره ښۀ دی او که نه په مصنوعی طريقه رالوې شويو ګياګانو باندې غټ شوے وی نو غوښه او پۍ وغېره يې د فائدې په ځاے نقصان کوی. دغه شان مصنوعی او فارمی چرګان او هګۍ هم دغه حال دے چې هغوی ته کلورومفينکول په شان خطرناک داروګان او نور خطرناکې بيمارۍ جوړوونکی خوراکونه ورته ورکيږی او ستنې ورته لګول کيږی چې په دغو باندې وده موندونکو چرګانو غوښه خوړلو سره په انسان کښې رنګ رنګ خطرناکې بيمارۍ راپېداکيږی. او تر ټولو خطرناکه او د ظلم خبره دا چې دغه چرګان له ٤٥ نه تر ٥٠ ورځو پورې نه پرېږدی چې اودۀ شی چې له دې کبله يې بدن له تيزابيت نه ډک وی. دغه شان په کور کښې پالل شوی هغه چرګان چې چرمخکۍ، کرړی، چينجی، ګونګټان او منږکان خوری د هغو غوښه خوړل هم د انسان لپاره خطرناک او د ډول ډول بيماريو سبب ګرځی له دې نه علاوه په حېواناتو کښې هغه حېوانات چې نجاستونه خوری له هغو څخه چرګان هم دی او د خداے د ګران رسول (ص) په احاديثو کښې راغلی دی چې (( چرګ د مارغانو خنځير دے )). البته که چرګان په داسې ماحول کښې وساتل شی چې دغه څيزونه و نه خوری او پاک خوراکونه ورته ورکړې شی نو خېر دے که غوښه او هګۍ يې وخوړې شی.دغه شان استاذ جمشېد خدادادی د خوراک د هغو څيزونو د خوړلو چې په مصنوعی توګه په کارخانو کښې تياريږی په خاصه توګه چې په ټيلی ويژن او اخبارانو رسالو کښې يې تبليغات کيږی مخالفت کوی او  د انسان لپاره يې ډېر خطرناک او د بيماريو سبب ګڼی او په ډېرو نويو سائنسی دلائلو  سره يې خپلې ادعاګانې ثابتې کړې دی او وائی که انسان د دغو څيزونو کارخانو ته لاړ شی او وګوری چې دا څنګه جوړيږی او کوم زهرجن او خطرناک څيزونه پکښې ګډوی او د هغو کېميائی څيزونو څېړنه وشی نو ټول عمر به دغو خوراکونو ته نزدې ورنشی. دغه شان د چايو ، ماستو او کوکوکاکولا، فانټا ، پيپسی او د دا ډول مصنوعی شربتونو، او د بېکرۍ د څيزونو، سېنډ وېچونو، پيزاګانو وغېره له استعمال نه هم خلق په سختۍ سره منعې کړی دی.

     بله خبره چې محترم استاذ ترې نه خلق منعې کوی خوراکونه او پخکړی په پرېشرکوکر، مائېکرو فېر او د دا ډول څيزونو کښې پخول دی او په سائنسی دلائلو سره يې ثابتوی چې په دغه ډول څيزونو کښې په پخ شوی خوراکونو کښې د هغوی د سېلولونو ترتيب تباه کيږی او پکښې شامل وېټامنونه او نورې انرجۍ له منځه ځی او فقط د بوسو په څېر يو څيز پاتې کيږی چې فقط خېټه پرې ډکه شی او د فائدې په ځاے نقصان کوی. هدا رنګ هغه له ډوډۍ نه لږ مخکښې، د ډوډۍ په دوران کښې يا له ډوډۍ نه فوراً پس اوبو څښل ډېر ضرر ورکوونکې ګڼی او سپارښتنه کوی چې له ډوډۍ نه نيمه ګېنټه مخکښې او له ډوډۍ نه دوه نيمې ګېنټې پس اوبو څښل پکار دی.

       په هر حال هغۀ قدرمن چې د کومو څيزونو له خوړلو نه خلق منعې کړی دی نو ډېر عمر يې په هغو باندې تحقيقات کړی دی او چې کوم نقصانات يې په ګوته کړی دی له هغو څخه تر اوسه يو روعتيائی سائنسدان او ډاکټر انکار نه دے کړے.او نه کولې شی.

 

                                                                                                                                                                                             

 

     او تر ټولو په زړۀ پورې خبره دا چې محترم استاذ چې له کومو څيزونو له خوړلو نه خلق منعې کړی دی نو خلق يې همداسې بې برخليکه نه دی پرېښودی بلکې د هر منعې کړی شوی څيز په مقابل کښې يې څو چنده خوراکونه ښودلی دی چې ټول هغه انرجۍ چې په منعې کړې شويو خوراکونو کښې  پکار دی موجودې وی خو انسان د هغو په تيارولو کښې هغه له منځه وړی وی.د استاذ په ښودل شويو خوراکونو کښې هغه انرجۍ په څو چنده موجودې دی او بله ښه خبره دا چې هغه مصنوعی خوراکونه چې کوم منفی اغېزې لری هغه د استاذ په ښودل شويو قدرتی او طبيعی خوراکونو کښې وجود نه لری او لا عجيبه خبره دا چې خوند او رنګ به يې هم له مصنوعی يا په غلطه طريقه پخکړې شويوخوراکونو څخه زيات وی. البته که څه هم هغه د سبزېو او دالونو په پخليو باندې ډېر زور ورکوی خو بيا هم د کټوۍ پخولو موجوده رائجو طريقو مخالف دے او د دغو څيزونو د پخولو لپاره يو ډول مخصوصې او دوديزې طريقې ښئ چې په هغو باندې په عمل کولو سره د دغو پخکړيو څيزونو خوند، رنګ او مزه هم زياته وی او انرجی او طاقت يې هم په خپل ځاے برقرار پاتې وی په خاصه توګه هغه د چکه غوړو سخت مخالف دے او د تېلو استعمالو په تېره بيا د زېتون د تېلو او که زېتون نه وی نو د نمرپرست ګل د تېلو د خوړلو سپارښتنه کوی همدا رنګ د تېلو سرۀ کول يې هم په سختۍ سره منعې کړی دی. او د اخلی پخلی ډېر خوندورې او جالبې طريقې يې ښودلې دی لکه په يو  کتاب کښې يې د څو سوو پخکړيو او خوراکونو د اخلی پخلی طريقې ښودلې دی او هم دا رنګ يې په يو بل کتاب کښې تر سلو پورې شربتونه او جوسونه جوړول ښودلی دی خو په دغو ټولو پخکړيو ، خوراکونو او شربتونو او جوسونو کښې يې يو هم مصنوعی څيز نه دے استعمال کړے ټول څيزونه يې طبيعی او عام خوراکی څيزونه دی.

     ښاغلے استاذ جمشيد خدادادی د ايران يو پېژندل شوے شخصيت د روغتيا او خوراکونو په موضوع ګانو يې مختلف کتابونه ليکلی او په پوهنتونو کښې يې باقاعده کېلاسونه لګی په هغو کېلاسونو کښې چې د ډاکټرانو په شمول د ژوند د مختلفو شعبو خلق موجود وی ګډون کوونکو ته لېکچرونه ورکوی چې د هغو لېکچرونو سی ډی ګانې هم جوړې شوی دی او خلق ترې استفاده کوی . هغۀ ته نن سبا داسې بيماران مراجعه کوی چې ډاکټرانو ورته ځوابونه ورکړی وی. يا ځينې ډاکټران هم ورته د خپلو بيمارانو لپاره مراجعه کوی بله عجيبه دا چې هغۀ ته کوم مريضان مراجعه کوی نو ورته داروګان نه ورکوی بلکې ورته وائی چې دا دا خوراکونه بند کړه او دا دا خوراکونه خوره او په دې طريقه يې خوره او هغه بيماران د خداے پاک په فضل سره جوړ شوی دی چې ډاکټران ورته حېران شوی چې دا څنګه جوړ شوی دی؟ او په زړۀ پورې خبره دا چې هغۀ ته څوک بيمار د علاج يا مشورې لپاره مراجعه کوی نو   هغه ترې څه فيسونه او پېسې نه اخلی بلکې بس فيس يې دا دے چې ورته ووائی چې د خداے پاک شکر ادا کړه چې دومره نعمتونه يې درته عطا کړی دی او په حضرت محمد (ص) او د هغوی په آل باندې درود وليږئ.چې د هغوی له مخه يې درباندې دومره مهربانۍ کړی دی. او بله جالبه خبره دا چې هغه وائی چې له دې قرانی او طبيعی خوراکونو له استعمالو نه مخکښې زۀ او زما کورنۍ به هر وخت په بيماريو اخته وو او په روغتونونو کښې به داخل وو خو چې له کله نه مو دغه منعې کړې  شوی خوراکونو خوړل پرېښودل او فطری او طبيعی خوراکونو ته مو مخه کړې ده نو کلونه وشول چې حتی زکام او سرخوږے هم راته نه دے لګېدلے او نه مو چرته يوه ډسپرين ګولۍ استعمال کړې ده.

 

      د بيماريو د تشخيص په حقله د دې سوال په ځواب کښې چې تۀ د بيماريو تشخيص څنګه کوې وائی: زۀ د ژبې او مخ  او لاسونو په کتو سره د بيماريو تشخيص کوم حتی د هغو بيماريو چې په لېبارټريو کښې يې تشخيص نه کيږی د خداے په فضل سره د ژبې او مخ او لاسونو په کتو سره يې تشخيص ممکن دے.

     د استاذ خدادادی اصل مقصد دا دے چې د انسان خالق، مالک او جوړوونکے خداے پاک دے او چې په عام ژوند کښې هم چې يوه مشينری چا سائنسدان جوړه کړی وی نو هغه پرې ښه پوهيږی چې دا مشين په څه چليږی، څه ورته ښه دی او څه ورته نه دی ښۀ او په څه سره خرابيږی؟ نو دغه شان انسان ته هم پکار دی چې د خپل بدن د مشينرۍ په باره کښې د دې جوړوونکی يعنې خداے پاک ته رجوع وکړی چې هغه پاک ذات د خپل پاک قرآن، پاک نبی او پاکو بزرګانو په ذريعه د دغې پېچيده مشينرۍ د استعمالولو له څه رنګوالی نه خبر کړی يو،  نو پکار دی چې د خالق په هغو هداياتو باندې عمل وشی. د هغۀ په قول هر هغه علم چې هغه په ژوند کښې د ځان او نورو مخلوقاتو د فائدې لپاره استعمال نه شی هغه علم نه يواځې دا چې څه فائده نه کوی بلکې اکثر وختونه د فائدې په ځاے نقصان کوی.

 په اصل کښې محترام استاذ غواړی چې انسان د خپل فطرت په مطابق ژوند وکړی او له مصنوعی ژوند څخه  راوځی  او خپل خداے ته نزدې شی ځکه چې هغه کله د فطری او طبيعی نعمتونو بې شمېره او معجزانه ښېګړې په عملی توګه ووينی نو د خپل خالق او مالک به لا زيات موحد، شکرګزاره او منونکے بنده جوړ شی.دلته دې مسئلې ته هم پکار دی پاملرنه وشی چې اکثر خلق ليدل شوی دی چې کله بيمار شی نو وائی چې خدايه پاکه تا راباندې دا درانۀ اېښودی دی يا وائی بس دا د خداے کارونه دی چې په داسې مصيبت کښې يې راګېر کړے يم حال دا  چې خداے پاک په خپلو بندګانو باندې ډېر زيات مهربان دے او د هغوی خېر غواړی بِيَدِكَ الْخَيْرُ  د هغۀ په لاس کښې خېر دے بد نشته او هيڅکله دا نه غواړی چې يو بنده دې بدبخته او بدمرغه يا بيمار شی. دا هر څه انسان په خپله په خپل ځان کوی او که يو کس خا مخا ځان د ذلت، خوارۍ او بدبختۍ په لور راکاږی نو بيا يې خداے پاک هم په خپل هغه حالت کښې پرېږدی. البته که د خپلې تېروتنې او اشتباه په وجه انسان په څه مصيبت يا بيمارۍ کښې مبتلا شی نو بيا غفور او رحيم ذات پرې مهربانی کوی او هغه مصيبت او  بيمارۍ ترې لرې کوی او يو لړ داسې اسباب يې ورته په دنيا کښې رامنځته کړی دی چې د هغو په ذريعې سره شفاء بيا مومی لکه په قران کښې په يو ځاے کښې حضرت ابراهيم (ع) د ټولو انسانانو په نمائندګۍ سره وائی:وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ((يعنې ه چې کله زۀ بيمار شم نو هغه ذات ( خداے پاک ) راته شفاء راکوی )) يعنې په دې ايت مبارک کښې داسې نه وائی چې  خداے پاک مې بيماروی. بلکې وائی چې زۀ خپله بيمارېږم يعنې انسان خپله ځان بيمار کړی نو بيا شفاء ورته خداے پاک ورکوی. يعنې انسان خو له خپله لاسه ځان تباه کړے وی خو دا د خداے پاک مهربانی ده چې د هغۀ د شفاء لپاره يې په دنيا کښې يو لړ داسې شفاء ورکوونکی خوراکونه پېدا کړی دی چې د هغو په استعمالولو سره رغيږی. خداے پاک هيڅله په چا ظلم نه کوی چې بې ګناه بې خطا چا ته بيماری او بدبختی ورپغاړه کړی. دلته به ډېر په افسوس سره ووايم چې ځينو ملايانو هم د قضاء او قدر په مسئله کښې له خداے پاک نه يو ډکټيټر او جابر باچا جوړ کړے دے او بس بې ګناه بې خطا خپل هغه مخلوق چې په ډېرې مينې يې جوړ کړے دے زوروی. ارواښاد غنی خان به ډېرې ښکلې خبرې کولې لکه د هغۀ د نظريې مطابق: (( ځينو ملايانو له خداے پاک نه يو باؤ بلا جوړ کړې ده حال دا چې خداے پاک زما جانان دے هغه ما سره مينه کوی زۀ به هغۀ سره مينه کوم او دا ښکلے انسان چې يې په ډېره مينه جوړ کړے دے امکان نه لری چې بې ګناه بې خطا يې و ډبوی او وې  زوروی  ))

   

 

     نو بس انسان ته پکار دی چې د خپل خالق لور ته رجوع وکړی او کومه فطری لاره چې خداے پاک ورته ټاکلې ده په هغه لار يون وکړی او د ژوند په هر ډګر او هره مرحله کښې له هغه مهربان ذات څخه لارښوونه او هدايت واخلی نو په داسې حالت کښې به يې ټولې نېکمرغۍ او خوشحالۍ پښو ته راشی.او په دا ډول به د مالک او بنده په مېنځ کښې د مينې او محبت او عشق هغه رشته لا مضبوطه او خوږه شی . بده به نه وی چې په اخېر کښې د خداے پاک د دغه عظيم الشان کتاب قران مجيد په باره کښې د اميرالمومنين حضرت علی (ع) يوه وېنا وړاندې کړم چې فرمائی:

(( قرآن هغه نور دے چې تيارۀ پکښې نه موندل کيږی او هغه څراغ دے چې رڼا لره يې زوال نشته، هغه رسۍ ده چې رشته يې پياوړې ده، هغه پناهځاے دے چې څوکه يې اوچته ده، هغه سمندر دے چې تږی يې په اوبۀ راوېستلو نه شی ختمولې،هغه شفاء ورکوونکے دے چې له ويرې او وحشت نه ډکې بيمارۍ له منځه وړی. قرآن د علم د چينو د زړۀ سپرلے، د عدل او انصاف سرچينه او د حقيقت صفا جاری نهر دے. نو بس خپل علاج له قرآن نه وغواړئ او مصيبتونو کښې له قرآن نه مرسته واخلئ او خپلې غوښتنې د قرآن په وسيله وغواړئ او له قرآن سره په دوستۍ سره د خداے لور ته مخه کړئ، ځکه چې له خداے پاک سره د بندګانو د نزديکت لپاره له قرآن نه بله ښه وسيله نشته )) (نهج البلاغه، د امام علی (ع) له ١٧٦ او ١٩٨ خطبو څخه )

      په هر حال ما بنده هم د خداے پاک د مخلوقاتو په تېره بيا د خپلو پښتنو وروڼو خوېندو د استفادې لپاره ځنې غټې غټې خبرې قلم ته وسپارلې او انشاء الله که خداے پاک وغواړی نو په راتلونکو وختونوکښې به د دغه قدرمن محقق او څېړونکی استاذ له ليکنو او لېکچرونو څخه څه نا څه نور مطالب هم خپلو ګرانو پښتنو ته ډالۍ کړم.

                                                                                                                                                              ستاسو د دعاګانو محتاج

                                                                                                                                                                   انور شاهين خانخېل

                       

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

د   ملګرو ملتو لخوا  2008    عيسوي کال ته  د مورنۍ ژبې کال نوم ورکول يو د ستائينې وړ قدم دے

 

 

2008 عيسوي کال دې د مورنۍ ژبې کال په توګه ټولو پښتتنو ته مبارک شي

 

پښتانۀ چې د نړۍ په هره سيمه کښې اوسيږي خپلو بچو سره پکار دي په پښتو خبرې کوي

 

په پښتو او اسلام مئينو ته پېغام

پښتووائئ پښتو لولئ -  پښتو ليکئ پښتو خپروئ پښتو کوئ

 

د  خپل قام او ژبې خدمت کۀ د نورو قامونو او ژبود درناوي، احترام او د اسلام په چوکاټ کښې وي نو عبادت دے ګنې هسې زحمت دے

 

هر څه چې د ځان لپاره خوښوو پکار دي د بل لپاره يې هم خوښ کړو

 

 

 

استازيو ته اړتيا

د نړۍ په مختلفو سيمو کښې د مينې مجلې لپاره د اعزازي استازيو ضرورت دے په رضاکارانه توګه استازيتوب خوښونکي ملګري دې د مجلې له دفتر سره په خپله يا د پوسټ او يا د برېښنا ليک په ذريعې سره تماس ونيسي. مننه

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |