تبليغاتX
مينــــــــــــــــه

 

نوې چپې

 

(ناول)

 ليک: ارواښاد حمزه بابا

 

.......... په تېر پسې

 

سليم: ((صبا ته اکبرخان بللي يو. هغۀ ويل چې صفيه د ګلرخ ليدو ته ډېره بې قراره ده. ))

ګلرخ: (( نو تا ورته څه ويل؟))

سليم: (( ما به ورته څه ويل؟ دعوت مې منظور کړ، نور دوستان يې هم بللي دي. ))

ګلرخ: (( له حليمې ترور سره خو به دې ليدل کتل نۀ وي شوي؟ څرنګه وه جوړه خو به وه؟ ))

سليم: (( بالکل روغه جوړه وه. او واخله دا خط يې ستا لپاره راکړے دے. ))

ګلرخ: (( خط؟ ))

 


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت 5:54 |

 

صحرائي عرب

 

محمد شفيق

يو عرب په يو لرے رېګستان کښې  اوسېدۀ ډېر مفلس او غريب ؤ د يو وخت ډوډۍ پېدا کولو وس يې نه لرۀ يوه ورځ ورته ښځې وويل: سړيه د كور ګزاره مو ډېره ګرانه ده په يوه نوړۍ ډوډۍ پورې حېران يو ته يو داسې كار ته لاس واچوه چي د مسکينۍ ورځې او شپې مو لرې شي ما اورېدلي دي چې د بغداد خليفه په سخاوت او مېلمه پالني كښې ډېر مشهور دے زۀ  باور لرم كه تۀ د هغۀ دربار ته ورشې او خپله مسکيني ورته بيان كړې نو به ضرور مرسته درسره وكړي.صحرائي عرب وويل رښتيا وائي زۀ به خامخا د بغداد خليفه ته ورځم مګر خليفه ته خالي لاس ورتګ خوند نه راكوي داسې به وكړم يوه د اوبو ډكه كوزه به د بغداد خليفه ته په تحفه كښې وروړم خليفه چيې د اوبو ډكه كوزه وويني ډېر به خوشحال شي.عرب د رېګستان اوسېدونكے وْ هلته يو ګوټ اوبۀ پېدا كول تر ټولو لوے نعمت ؤ ځکه يې د اوبو ډكه كوزه ډېره  لويه تحفه وګڼله.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت 5:41 |

 

زبده الفصحاء ابو محمد هاشم ابن زېد السرواني البستي (رح)

 

په لرغوني پښتانۀ کښې له شېخ کټه (رح) نه حکايت شوے دے چې ابو محمد هاشم (رح) د هلمند په سروان (ساروان ) کښې په ٢٢٣ هجري قدسي کښې زېږېدلے ؤ او په پست سيمه کښې له علماؤ او فصحاؤ څخه لوسته وکړه او بيا وروسته عراق ته لاړ او هلته يې په کلونو کلونو له لويو لويو ائمه ؤ او علماؤ څخه زدکړه وکړه او له ابن خلاد چې په ابي العينا باندې مشهور ؤ په عراق کښې عمرونه تېر کړل


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت 5:40 |

 

نوې چپې

 (ناول)

(پنځمه برخه)

 

 

ليک: ارواښاد حمزه بابا

 

.......... په تېر پسې

سليم: (( خېر هر څه چې وي زمونږ د وړاندې به وي. ))

اکبرخان: (( ښه نو مونږ کالۀ ته ځو او شېراحـمدماما تۀ ورشه راې وله. )) شېراحـمد خپل کور ته لاړ او اکبرخان له سليم سره خپل کور ته روان شو. ګلرخ او حليمه ناستې وې له يو بل سره يې خبرې کولې. چې اکبرخان او سليم راغلل ګلرخ ځان په پړوني کښې تاؤ کړ.

حليمه: (( بچو راځئ څرنګه بې وخته راغلئ؟ ))

اکبرخان: (( د عظيم خان مور راغلې ده معلوميږي چې د وړې بي بي لپاره يې څه راوړي دي.))

حليمه: (( ګلبدنه راغلې ده؟ تا ورته څه وويل؟ ))

اکبرخان: (( زما خو خوښه نۀ وه چې له وړې بي بي سره وويني خو سليم وائي چې خېر دے، ګورو چې څه يې راوړي دي؟))


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:51 |

 

ښکارندوے عليه الرحمه

 

ښکارندوے (رح) د غور د سيمې ؤ.شېخ کټه متي زي (رح) په لرغوني پښتانۀ نومې کتاب کښې د تاريخ سوري په نقل سره ليکلي دي چې ښکارندوے په غور کښې اوسېدۀ  او کله کله به غزني او بست کښې هم اوسېدۀ.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:45 |

 

د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير د غونډې رپوټ

خاطره اسحق زۍ

 

 

       د ميرمن کلتوري  ـ ټولنيز بهير نه دیرشمه اونيزه غونډۀ د ديارلس سوه اته اتياوم لمريز کال د وري د مياشتې په پنځلسمه نيټه د يو شمير خويندو په ګډون سره د استقلال ليسې په وړوکي تالار کې د راحلې نوري په وياندويې جوړه شوه په سر کې د  د ميرمن کلتوري  ـ ټولنيز بهير فعالې غړې ګرانې خوراغلې طوبا ندا د خداے بخښلي پلار اروا ته د دعا لاسونه پورته شول او ارواښاد ته له پاک خداے نه دجنت فردوس او تکړه ليکوالې او شاعرې ندا ساپۍ او د دوی درنې کورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه وسوه.

       ورپسې خاطرې اسحق زۍ د تيرې اونۍ رپوټ ولوست او د بهير غړو په رپوټ باندې خپل نظرونه بيان کړل د تل په شانې بيا د بهير د فعاليتونو او يا کاري برخې په اړه خبرې وشوې چې راحلې نوري د بهير د ويب پاڼـې  ته د خويندو له خوا د مطالبو د برابرولوپه اړه خبرې وکړې او وي ويل که څه هم چې څه موده مخکې پاڼه مخ پر پياوړتيا وه خو په دې ورستيو کې يو څه کمزورې ښکاري ورپسې خاطرې اسحاق زۍ هم د راحلې نوري د خبرو په پخلي سره وويل په ريښتيا هم پاڼه د نوي کال راهيسي ډيره کمزورې ده او هيڅ ډول معلوماتي توکي ندي پکې ډير شوي سولې نيازۍ د خبرو مزۍ وغځاوه او زياته يې کړه چې پاڼه ځکه کمزورې ده ځکه چې د نوې کال پر له پسې رخصتيو زمونږ په کاري برخې يو څه اغيز ه کړې وه  خو له دې ورسته به پاڼه بيرته په ښکلو توکو رنګينه شي .

     دويمه برخه چې کره کتني ته ځانګړې شوې وه دخاطرې اسحق زۍ يو نظم کره کتنې ته وړاندي شو.او د بهير حاضرو غړو د خاطرې اسحق زۍ نظم وستايه او وي ويل چې ډير ښه نظم ؤ او مونږ کومه نيمګړتيا نه پکي وينو.

     دريمه برخه چې د مشاعرې وه راحلې نوري د رحمان بابا د يو شعر په ويلو سره پيل کړه ورپسې خاطرې اسحق زۍ ، سولې نيازۍ ، نظيفې نيازۍ ، تورپيکۍ او سپوږمۍ  په خپل وار سره شعرونه ، غزلونه ، او نورې ليکنې ولوستلې او د غونډې په ورستيو شيبو کې  د غونډې ميلمه نظير احمد نظير د ښځو په اړه يو ډير ښکلی شعر ولوست چې د بهير د غړو له خوا ډېر وستايل شو  او له هغه نه غوښتنه وشوه چې خپل شعر د بهير د کاري ډلي ته ورسوي څو په پاڼې کې خپور شي او غونډه د ماسپښين پر څلورو بجو پايته ورسيده

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:45 |

 

په ژوب کښې د سيمينار او مشاعرې رپوټ

رپوټ رفيع الله مندوخېل د مينې نمائنده


په جنوبی پښتونخوا ژوب کښې د خراسان ادبی ټولنې له لوري ځخه پوپه زړه پورې سيمينار او مشاعره وشوه د نورو کلونو په څېر سږکال هم دخراسان ادبی ټولنې له لوری چی يوه فعاله پښتو ټولنه ده په زړه پورې سيمينار او مشاعره  چمتو شوې وه د دغې ټولنې د مشر  تکړه شاعر محمدطاهر هوتک دلومړۍ شعری مجموعی   ؛  دازما دزړه درزا ده ؛ دمخکتنې دستوره او ورپسې آزاده مشاعره ترسره شوه دغې په زړه پورې مشاعرې ته له بنو او درزاندې سيمې ځخه په زيات شمېر شاعران راغلي وو او همدا رنګه د ژوب سيمې په سلګونو شاعرانو په دغې مشاعره کښې ګډون درلودو دغه سيمينار پر دوو برخو وېشلے شوے ؤ چې وړمبۍ برخه يې د مقالو او دويمه برخه يې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه

دسيمينار صدر تکړه ليکوال او شاعر برملا خان برمول  او مشر مېلمه يې دروند استاد ښاغلے غازی سيال ؤ محمدطاهر خوږمن  هوتک بيا دکوربه په حېث له دروند اديب همايون مندوخېل او ښاغلی غلام محمد محمدی ؛ ښاغلی اطلس خان مطلوم مل ؛ ښاغلی ډاکټر اورنګزېب احساس ؛ ښاغلی مقبول احمد ناصر ؛ ښاغلی بخت مندوخېل ؛ ښاغلی ګوهر وزير ؛ ښاغلی  ايوب ؛ او ښاغلی شېخ محمد يار خان مندوخېل سره پر دريځ يا سټېج باندي ناست وو دسټېج چاري مسرور موسی خېل او نسيم ګل نسيم په مخ بيولي سيمينار سهار په لس بجې  د ژوب د ډګری کالج په تالار کښې د ښاغلی عنايت الله صاحب له لوری د قرآن کريم په سپېڅلو آيتونو سره پېل شو له دې وروسته  د مقالو لړۍ پېل شوه 

لومړۍ مقاله د ښاغلی نسيم ګل نسيم وه او بيا تکړه شاعر داود بخت مندوخېل خپله مقاله وويله او همدارنګه په خپل وارنورو درنو ليکوالانو لکه ډاکټر اورنګزېب احساس ؛ ښاغلی اطلس خان مظلوم مل خپلې مقالي وويلې ادبی  آر   ايس   پی   غلام محمدمحمدی او د راديو پاکستان ژوب پروډيوسر ښاغلی همايون مندوخېل ښاغلی محمد طاهر هوتک ته په کتاب چاپولو او سيمينار جوړولو مبارکي وويله همايون مندوخېل د محمد طاهر هوتک کتاب اودروند استاد ښاغلی غازی سيال ته ډالۍ کړو او ټولو مېلمنو شاعرانو ته يې د راډيو پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړه چې دغه شاعران خپل شعرونه  همدارنګه په عامه توګه د پښتو ژبی اهميت د راډيو له لارې  داورېدونکو غوږو ته  ورسوي له همدې ډالۍ وروسته دسيمينار لومړۍ برخه هم پاې ته ورسېده او له دې وروسته د  مشاعری برخه پېل شوه د يادولو وړ ده چي په دغه مشاعره کښې  په سلګونو شاعرانو او عامو وګړو ګډون کړے ؤ او پکښی اکثره شعرونه دپښتون قوم په مېنځ کښې اتفاق او وحدت را وستلو په اړوند وويل شول او د ناستو خلقو له لوری ځخه په ډېره منظمه توګه سره بدرګه کېدو د مشاعرې په پاې کښې ښاغلی نسيم ګل نسيم  د راډيو پاکستان ژوب ؛ ډی پی او زاهد افضل ؛ د بی  ار اېس  پی او خبريالانو رفيع الله مندوخېل ؛ خداے نور ناصر ؛ شاه بران کاکړ ؛ او رفيق مندوخېل ځخه د زړه له تله مننه وکړه
دغه مشاره ماښام په ۷  بجو پاې ته ورسېده

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:40 |

 

پښتو ژبه

 

ارواښاد حمزه بابا

 

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا

بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا

څو د خپل ادب باران باندې ونۀ شي

بل باران به د قام فصل زرغون نه کا

غېرو ژبو کړې لاهو پۀ خپل تهذيب کښې

بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا

خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا

ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا

اول خپله ژبه، پس ته نورې ژبې

بې بنياده عمارت خو سمون نه کا

فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي

خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا

بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې

بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا

پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه

يو ملت هم ترقي په افسون نه کا

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:39 |

 

د پښتون حال

ارواښادګل باچا الفت

 

باغ او بڼ يې بې بلبل بې عندليبه
رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه
څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه
که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دے
کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه
لاس يې يو ځاے، پښه يې بل ځاے، سر يې بل ځاے
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه
نه ډوډۍ لري ، نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه
چې يې ريښتينے خادم وينم بېنوا دے
پښتو ژبه ده په ژبو کښې غريبه
که غمخور، همدرد ، خواخوږے او دردمند يې
ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:38 |

 

نفسونه شول غالب

ارواښادملنګ جان

 

نفسونه شول غالب ددې غمه ژړيږم

بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو

پښتون غريب برباد شو

نسونه مخالف شول خيالونه مختلف شول

د کور بغض او حسد مونږ لره نه دی مناسب

نفسونه شول غالب

هر څوک ګټه د ځان کړي، وطن به څوک اباد کړي

د قوم مينه د زړونو نه بهر شوه ښه پوهېږم

ددې غمه ژړېږم

ملک صاحب دې جوړوي، په ګېډه دې دے موړ وي

د خوار او د غريب پوښتنه نشته څه فساد شو

پښتون غريب برباد شو

سيد پخپل سيادت، د ځان غواړي عزت

قسم دې ما ونه ليد د وطن د خير طالب

نفسونه شول غالب

څوک ميا او څوک ملا شول، د کسب نه ټپرا شول

وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم

له دې غمه ژړېږم

نه ننګ شته نه غيرت، نه خاورې ته خدمت

نن وګوره دنيا ته هر ملت سر په مراد شو

پښتون غريب برباد شو

ګوندي او عداوت، په مونږ کښې شو عادت

دوستي او شفقت په پښتنو کښې شو غايب

نفسونه شول غالب

څوک وائي چې زۀ خان يم، معروف په کل جهان يم

هستي دولت مې ډير دي په خدمت باندې شرميږم

له دې غمه ژړيږم

دا خان نه دے خاين دے، پخپل ځان چې مئين دے

هيڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو

پښتون غريب برباد شو

که حق وايم ويريږم، که نه وايم پړسيږم

د ځينو کارکنانو کار وي وړ د تعجب

نفسونه شول غالب

په ځاے د عدالت ، ما وه ليد تجارت

له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبريږم

له دې غمه ژړيږم

خاونده مونږ اصلاح کړې، دنيا کښې سربالا کړې

ډېر غلۀ د خپل کاله دي هر سړی مل د فساد شو

پښتون غريب برباد شو

پښتونه وروره واوره، نيکونو نه دا خاوره

ده مونږ ته سپارل شوې يې غافل په څه سبب

نفسونه شول غالب

ددې خاورې خدمت، کوې په صداقت

د کور په ځانځانۍ له باندنو خلقو شرمېږم

له دې غمه ژړيږم

رښتيا رښتيا به وايم، چې څو په دې دنيا يم

مجبور دی "ملنګ جان" له ډيره غمه په فرياد شو

پښتون غريب برباد شو

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:37 |

 

خپلواکه افغان حکومت

جمعه خان اواره

 

نه قبلوو شرق او غرب غواړو د قران حکومت   

   خپلواکه افغان حکومت، خپلواکه افغان حکومت    

  د روس ګواډاګيان نه يو امريکې غلامان نه يو        

    لرو ازادی خپله د چا نوکران نه يو                   

       جوړوو اتفاق سره يو د ځان حکومت                       

         خپلواکه افغان حکومت، خپلواکه افغان حکومت 

ځغلوو امريکايان، شرموو به انګرېزان            

              روسان مو کړل څنګه مختورن په جهان           

             رامنځته به کړو د ايمان حکومت                      

             خپلواکه افغان حکومت، خپلواکه افغان حکومت 

وطنه قربان مو نيکان ستا په سر                  

                        وباسو يې سترګی چې  کړی بد نظر              

                  يو موټے چې ټول شو اسان حکومت                                

              خپلواکه افغان حکومت، خپلواکه افغان حکومت 

پښتون اوتاجېک، شيعه، ازبک، هزاره                 

             بلوڅ، نورستانی وروڼه دی د اواره           

                           ټول غواړو د امن و امان حکومت                       

         خپلـواکـه افغان حکـومت، خپلواکه افغان حکومت

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:36 |

 

پښتو ادب

(پنځمه برخه)

 

عزتمنو مېنه والو! د پښتو ادب تر سرخط لاندې مو له ابتداء نه يوه ستره لړۍ د پښتنو لوستونکو د استفادې په هدف شروع کړې ده او په دې کښې ليکل شوي مواد مو له پښتو نه علاوه د نورو ژبو د مختلفو ژبپوهانو، محققانو، ماهرانو او ادبي او کلتوري شخصيتونو له ليکنو نه راغونډ کړي دي او يو په زړۀ پورې ترتيب مو ورته ورکړے نو ځکه ورته د يو کس ليکوال نوم نه شو ورکولې نو که د کوم يو قدرمن ليکوال له ليکنې څخه اقتباس يا مضمون  پکښې ترسترګو شي نو مننه ترې کوو چې له ليکنو څخه به يې ګران مينه وال استفاده وکړي همدا رنګ که له موضوع سره اړوند ليکنې نور وروڼه خوېندې هم پکښې شاملول غواړي نو مونږ ته دې راولېږي نو په مينې سره به په دې برخه کښې خپروو. (اداره)

 

د خط ليکلو ابتداء

 

له هغه وخته چې معلومه نه ده خط ليکنه څنګه شروع او ايجاد شوه ادبيات او د انساني کلتورو نو ميراثونه د نابودۍ له خطر نه بچ پاتې شول. البته اوس هم داسې قبيلې شته چې ځانونه خط ليکنې ته اړ نه ويني او د خپلې حافظې په مرستې سره د قبيلې اداب ، دود، دستور او تاريخ سينه په سينه منتقلوي خو دا خبره چې ليکل يا خط څنګه ايجاد شو دوه نظريې زياتره توجه ځانته جلبوي. يوه دا چې کېدې شي له هغو وختونو څخه، خط يا ليکنه رامنځته شوې وي کله به چې د خاورې په لوښو باندې نقشونه او علامتونه راښکل کېدل او يا دا چې د سوداګرۍ د ورکړې راکړې په ذريعه به خط چې البته په ابتداء کښې عدد ؤ په وجود کښې راغلے وي، خو له دغه خط څخه د هخامنشيانو د سنګبشتو نوم اخېستې شو. په دغه خط کښې هر اواز به يو خاص علامت لرۀ چې ټول اوزارونه ٢١ حرفه وو. او پهلوي خط چې له آرامي خط څخه اخېستے شوے ؤ ډېر مشکل ؤ چې يو يو حرف به څو څو اوازونه لرل او ٢٥ نه زيات حرفونه يې نۀ لرل او دوه ډوله وو، اشکاني او ساساني.

اوستائي خط که څه هم له پهلوي نه اخېستے شوے او اقتباس شوے ؤ خو ډېر زيات بدلونونه پکښې راغلي وو، منجمله دا چې د حرفونو دننه اعراب وګرځېدل او له کيڼ اړخ نه ښي اړخ ته لوستل او ليکل کېدل او ٤٤ حرفونه يې لرل او اوۀ قسمه وو چې په دا ډول وو:

١- خط آدم دبيره  چې د باچايانو خط ؤ

٢- ګشته دبيره چې له تړونونو او لوظنامو سره مخصوص ؤ

٣- نيمه ګشته دبيره چې له علومو سره مخصوص ؤ.

٤- فرورده دبيره چې هر څه به پرې ليکل کېدل.

٥- دين دبيره چې د ديني کتابونو او سرودونو د کتابت لپاره ؤ.

٦-ديسب دبيره چې هر ډول ليکونه به پرې ليکل کېدل

٧- راز دبيره چې د راز ليکونه به يې پرې ليکل.

آرامي خط: دا خط د مېخي خط هغه ډول دے چې هخا منشي ځينې ليکنې پرې ليکلې شوې دي.

سغدي خط: دا خط له آرامي خط نه اقتباس وګرځېد

ماني خط: دا خط له آرامي او عربي خط نه اقتباس شو.

عربي خط: د دا ډول خط د بني سام قبيلې د خط يو ډول ؤ چې له سامي خط نه اقتباس وګرځېد.

سرياني خط: له دې خط نه کوفي او نسخ خط راپېدا شو. کوفي خط به په کوفه ښار کښې رواج لرلو ان تردې چې د هغۀ له مخې نسخ او تعليق خطونه او څه موده پس د مير علي تبريزي په ذريعه د تعليق له مخې نستعليق خط رامنځته شو او دا خط د مير عماد حسېني قزويني په لاس د کمال حد ته ورسېد او بيا شکسته خط په وجود کښې راغے.

د کران او لالان لپاره خطي او برجسته الفبا په وجود کښې راغلل چې له دغې ډلې سره مخصوص وو او ٢٥ حرفونه يې لرل.

خط کوران:  دا خط د لوي بربل په وسيله په برجسته الفبا سره د ړندو خلقو لپاره جوړ کړے شو، حتي له دې لارې به يې موسيقي او رياضي هم زده کوله.

د نطق لپاره چټک ليکونکې الفبا:  داسې ډول الفبا ايجاد شوي دي چې يو حرف د څو حرفونو لپاره استعماليږي او موازي او نيم دائره خطونه رامنځته کيږي.

دومره به ووايو چې خط په ابتداء کښې تصوير نګاري وه او اوس هم د چيني او جاپاني ژبو ځينې حروف او کلمات همدا ډول د تصويرونو په شکل کښې دي. او همدا رنګ مثلاً د پنځۀ عدد په انګرېزۍ کښې five  يعنې فايو په جرمني کښې ّfunf په يوناني کښې pente چې ټول د لاس معنا ورکوي . له دې نه علاوه په لرغوني روم کښې د پنځۀ عدد چې په V شکل کښې دے د لاس د خلاصو ګوتو په شکل او لس د X  يا کراس په شکل مشخص شوے ؤ. دغه شان د فارسۍ پنج هم کېدې شي له پنجې څخه وي. په هر حال خط په ابتداء کښې تصويرې ؤ. پکار دي دې ته پام لرنه وشي چې کله خط ليکنه ايجاد شوه نو کاهنانو او مذهبي مشرانو به په سختۍ سره له ليکنې سره مبارزه کوله او دا کار به يې د فساد او ضرر سبب بالۀ، په همدې حال سره کاهنانو هم د خط په زدکړه پېل وکړ ان تردې چې هغه له سره منحصر وبالۀ او بيا له مودو پس د خطيبانو او تاريخ ليکونکو طبقه پېدا شوه او خط د کاهنانو له انحصار نه خارج شو، ځکه چې خطيبانو په دې ذريعه د باچايانو مدحې او د تېرو کسانو مړانې بيانولې او تاريخ ليکونکو به د خپلې زمانې حالات او په تېره بيا د باچايانو دجنګونو حال ثبتولو.

تصويري خط چې مصريانو به استعمالولو او څيزونه به يې نقشول (( هيرو ګلېف )) نوم لرۀ او مېخي خط به ايرانيانو استعمالوۀ او دا استعمال يې له ګلدانيانو او اراميانو څخه زده کړ او يو لړ بدلونونه يې پکښې راوستل او له دې امله چې حروف به يې د مېخ په شکل وو نو ځکه په دې نوم ياد شو. مېخي خط به له کيڼ يا ګس اړخ نه ښي اړخ ته ليکل کېدۀ او ٤٢ حرفونه يې لرل چې په افقي يا عمودي توګه به دغه حروف راښکل يا ليکل کېدل.

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت 0:20 |

حضرت شېخ متي بابا (رح)

  شېخ متي غوريا خېل سړبنے (رح) له پښتنو مشرانو څخه يو مشر ؤ. دې د شېخ عباس زوے چې عباس د عمر او عمر د خليل زوے او خليل د غوريا او غوريا د کند ابن خرښبون زوے ؤ چې د حضرت سړ بني (رح) له زامنو څخه ؤ. ويل کيږي چې د خرښبون عليه الرحمه وفات په مرغه سيمه کښې وشو او اولاد يې هم په ارغستان کښې چې د قندهار په جنوب ختيځ کښې د پښتنو سيمه وه او دغه شان په مرغه او پښين کښې خوارۀ وارۀ شول. او په هغوي کښې ځينې ژوب او ځينې د کوږک غرونو ته لاړل. او د شېخ متي وروڼه امران او حسن په هغو غرو کښې اوسېدل چې وروسته يې دغه سيمه د مشر ورور په نامه  يعنې د خواجه امران غر باندې مشهوره شوه. د دوي يوه خور (( بي بي خالا يا بي بي خالو )) په پښين کښې اوسېده او هم هلته يې زيارت دے يو بل ورور يې په ګرمام کښې ښخ دے.

نقل کيږي چې حضرت شېخ متي (رح) په ٦٢٣ هجري کال کښې زېږېدلے ؤ او د٦٥ کالو په عمر کښې د ترنک په غاړه وفات شو او په هغه لوړه غونډۍ باندې ښخ شو چې کلات بللې شي. ويل کيږي چې په هغه غونډۍ باندې هيڅ اوبۀ نه وې خو بيا به هم زيات پښتانۀ مشران او د هغوي اولادونه د اوړي په ګرمۍ کښې د هغۀ زيارت ته تلل او د ترنک له رود څخه به يې له ځان سره اوبۀ اوړلې. يوه ورځ د دۀ له نهو زامنو څخه مشر زوے شېخ محمد زهر چې هغه هم يو لوے عارف سړے ؤ د پلار د زيارت لپاره لاړ ؤ چې هلته ډېر زيات تږے شو. څه ګوري چې د متي بابا (رح) له قبر سره نزدے اوبۀ څرګندې شوې او اوبو يوه چينه روانه شوه. دا اوبۀ تر اوسه بهيږي او زيارت کوونکي يې څښي.

نقل کيږي چې حضرت شېخ متي بابا (رح) يو لوے زاهد، عابد او د خداے پاک له اولياؤ څخه ؤ. د دۀ اولاد لاړل په پېښور او بډنۍ کښې مېشته شو او هلته کښې له دوي څخه د استانو لوے لوے خاوندان راووتل. شېخ زهر له شېخ امران څخه روايت کوي چې شېخ متي بابا يو لوے عالم او د دين مرشد ؤ، په غونډان کښې يې يو کتاب وليکۀ چې (( د خداے مينه )) نوميدۀ. په دغه کتاب کښې متي بابا خپل شعرونه هم وليکل او د خداے پاک په درګاه کښې يې داسې مناجات وويل چې زړونه يې ويلې کول چې دلته يې څو شعرونه نقل کووچې د الهي معرفت يوه لويه خزانه ده او پکښې

د خداوند متعال ثنا صفت او د جمال جلوې په ښکلي او زړۀ راښکونکي انداز کښې بيان شوي دي اوله خپل اصل يعنې خپل حقيقي محبوب نه د انسان د جدائۍ ژړا او فريادپکښې ذکر شوے دے. چې د الهي عارفانو زړونه ارې ارې کوي.

په لويو غرو هم په دښتو کښې

په لوے سحر په نيمو شپو کښې

په غاړه  غږ او په شپېلکو کښې

يا د ويرژلو په شپېلو کښې

ټول ستا د ياد نعرې سورې دي

دا ستا د مينې نندارې دي

جُنډے زرغون که په بېديا دے

د بربڼ خوا ته په خندا دے

ترنک چې خړ دے په ژړا دے

دا ټول اغېز د مينې ستا دے

ټول ښکلل دی ستا له لاسه

اے د پاسوالو پاسه پاسه

که نمر روښانه مخ يې سپين دے

يا د سپوږميه تندے ورين دے

که غر دے ښکلے پرتمين دے

لکه هنداره مخ د سين دے

ستا د ښکلا دا پلوشه ده

دا يې يو سپکه ننداره ده

دلته لوے غرونه زرغونيږي

د ژوند وږمې پکښې چليږي

بوراوې شاو خوا کښې کړيږي

سترګې ليدو ته يې هېښېږي

لويه خاونده! ټول تۀ يې

تل د نړۍ په ښکلېدۀ يې

خاونده ښکلے ستا جمال دے

ښکاره يې لور په لور کمال دے

که ورځ، که شپه، که پېړۍ ، کال دے

ستا د قدرت کمکے مثال دے

ستا د لورنو يو رڼا ده

دلته چې جوړه تماشا ده

زړۀ مې دا ستا د مينې کور دے

سوے د عشق په سوزند اور دے

رپ يې و تا ته ستا په لور دے

بې له دې هيڅ دے ورک يې پلور دے

ستا د جمال په ليدو ښاد دے

که نه وي دغه نور برباد دے

په غرو کښې ستا د عشق سپېلکےدے

د دې نړۍ په عشق سمے دے

که غټ که ووړ که پنډ، نرے دے

ستا د جمال زېرے هر شے دے

چې په دنيا مې سترګې پرې شوې

ستا د جمال په نندارې شوې

نۀ هسک ، نه زمکه وه ، تورتم ؤ

تيارۀ خپره وه ټول عدم ؤ

نۀ دا ابليس ، نۀ يې آدم ؤ

ستا د جمال سوچه پرتم ؤ

چې شو ښکاره ښکلې دنيا شوه

پنځ په لوري يې رڼا شوه

زۀ چې څرګند په دې دينا شوم

د ښکلي مخ په تماشا شوم

ستا په جمال باندې شېدا شوم

له خپلې سټې را جلا شوم

په ژړا ژاړم چې بېلتون دے

يمه پرديسي بل مې تون دے

وګړو ولې متي ژاړي

سورې يې اوري غاړي غاړي

څه غواړي، څه وائي، څه باړي؟

خپل تو او کور د کلي غواړي

چوڼے چې بيل شي نيمه خوا شي

تل يې د بڼ په لور ژړا شي

نقل کيږي چې د ستر پښتون عارف حضرت شېخ متي (رح) (( د خداے مينه )) نومې کتاب به تل د دۀ په مزار پروت ؤ او خلقو به په خوند خوند سره لوستۀ او د هغۀ شعرونه به يې په نغمو سره غږول او هر چا چې به دغه کتاب لوستۀ يا اورېدۀ نو به يې ژړل او په زړونو کښې به يې الهي مينه زياتيده خو چې کله مغل راغلل او په دغو سيمو يې تيري وکړل نو دغه کتاب يې هم له ځان سره يوړۀ او بيا يې پته و نۀ لګېده چې څه شو.

د خداے پاک رحمتونه دې وي په هغه ستر پښتون عارف او ولې د خداے باندې    ( نقل له پټې خزانې کتاب څخه )

*****

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت 0:17 |

 

مينه

(يوه قيصه)

 

 

ژباړه: رفيع الله ستانکزے - کابل

 

 

يوه ښځه، چې خپل مېړه يې په کور کښې نه ؤ له کوره بهر راووتله او ويې ليدل، چې د دې د کور مخې ته درې سپين ږيري ناست وو. ښځې ورباندې غږ وکړ: که څه هم زۀ تاسونه پېژنم، خو ښکاري چې وږي شوي يئ، مهرباني وکړﺉ، زموږ کور ته راشئ او لږ څه شے وخورﺉ.

 

دوی وپوښتل: آيا د کور څښتن يا سړے په کور کښې شته؟

ښځې (نه) ځواب ورکړاو ورته يې وويل: هغه بهر وتلے دے.

دوی وويل:  ښه نو چې نشته، بيا نو مونږ کور ته نه شو ننوتلې.

په همدې ورځ ماښام، چې د ښځې خاوند کور ته راغے او له ښځې يې وپوښتل، چې ورځ څنګه تېره شوه….؟

ښځې يې همدا قيصه ورته وکړه او خاوند يې په ځواب کښې ورته وويل: لاړه شه او هغوی بيا را وبله، ښځې هماغسې وکړل او هغوی يې کور ته راوبلل.

درې واړو سپين ږيرو په ځواب کښې وويل: موږ درې واړه يو ځاے يو کور ته نه ځو.

ښځې ورنه وپوښتل: ولې؟

يو سپين ږيري ورته خبره تشريح کړه: هغه خپل يو ملګري ته اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم شتمني ده او بل ته يې هم  اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم برياليتوب دے او زه مينه يم يعنې زما نوم مينه دے. نو اوس لاړه شه او په خپلو منځونو کې پرېکړه وکړﺉ، چې کوم يو ستاسو کور ته درشو.

ښځه خپل کور ته دننه شوه او خپل مېړۀ  ته يې قيصه بيان کړه، خاوند يې ډېر خوشاله شو او وې ويل: څومره ښه، چې قيصه داسې ده؛ نو راځئ چې شتمني راوبلو، هغې ته به اجازه ورکړو، چې راشي او زموږ کور له شتمنيو ډک کړي.

د هغۀ ښځې رد کړه او وې ويل: چې زما ګرانه، ولې کور ته برياليتوب نه رابلو.

د دوی وړه لور، چې د کور په يوکونج کښې ناسته وه او د دوی خبرې يې اورېدې، له لرې يې راټوپ کړل او وړانديز يې وکړ: آيا دا به ښه نه وي، چې مينه راوبلو؟ بيا به زموږ کور له مينې ډک وي.

ښځې او ميړه يې وويل: راځئ چې د خپلې لور وړانديز ومنو، لاړه شه او د هغو له ډلې څخه مينه راوبله.

ښځې همداسې وکړل او له هغه دريو سپين ږيرو څخه يې وپوښتل، په تاسو کښې کوم يو سپين ږيرے مينه ده؟ مهرباني دې وکړي چې راشی او زموږ مېلمه شی او موږ ته د کوربه توب وياړ راوبښی.

 

مينه نومې سپين ږيرے راولاړ شو او د کور خواته يې قدم وهل پيل کړل، چې دغه دوه نور هم په مينې پسې روان شول. ښځه حيرانه شوه. له شتمني او برياليتوب نه يې وپوښتل: ما يوازې مينه بللې ده، نو تاسو ولې راځی؟

سپين ږيرو ځواب وکړ: که تاسو شتمنۍ يا برياليتوب ته بلنه ورکړې وې؛ نو هغه نور دوه به بهر پاتې وو، خو تاسې مينه وبلله، موږ هم له مينې سره تړلي يو، چرته چې مينه ده هلته شتمني او برياليتوب هم شته!!!!!.

 

 

 

ستاسو لپاره زما هيله.................

 

هر چرته چې درد شته، زۀ  تاسو ته د سولې او بښنې هيله کوم.

هر چرې چې په ځان اعتماد نه وي، زۀ تاسو ته د نوي اعتماد يعنې بشپړ اعتماد هيله کوم، چې د ټينګ هوډ او په ځان اعتماد درلودلو له لارې خپل کارونه پرمخ بوځی.

هرچرې چې ستړيا وي، زۀ تاسو ته د پوهې، حوصلې، زغم او ځواک هيله کوم.

هرچرې چې ډار او ويره وي، زۀ تاسو ته د هڅونې او مينې هيله کوم.

 

اوس نو تاسو دوه انتخابه لرﺉ:

 

١-  چې دا ليک لرې کړﺉ او وې تړﺉ.

 

٢- او يا دا چې مينه راوبلئ، له انسانانو سره مينه پيل کړﺉ او دا ليک له ټولو کسانو سره شريک کړﺉ.

 

زه هيله لرم، چې تاسو به يې دويم انتخاب غوره کړﺉ.

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت 0:14 |

 

د حيات د غزل تجزيه

مفلس درانے

دواوه د ضلع چارسدې يوه داسې علاقه ده چې که په ختيځ اړخ ترې اشنغر سيمه په سياسي، علمي، ثقافتي او ادبي توګه روښانه پرته ده نو په لويديځ طرف يې د زيږو او رواياتو او دود دستور پابندو او ننګيالو پښتنو د مومندو علاقه خوره پرته ده او دغه وجه ده چې د دواوې د پښتنو په خوي بوي، دود دستور، رواجونو او رواياتو کښې د دواړو علاقو رنګ او روغن ځليږى.

                دواوه څومره چې زرخېزه ده دومره مردم خېزه هم ده او په هر دور کښې يې ستر عالمان، شاعران، سياسي او مذهبى مجاهد وګړي پېدا کړي دي خو مونږ دلته دموجوده دور د ادبى هلو ځلو ذکر کول غواړو په دواوه شبقدر کښې هسې خو مخکښې هم د عادت په توګه په پوره ډول کوششونه شوي دي او دا د دغو کوششونو نتيجه ده چې د سليم راز، ارواښاد شيرشاه ترخوي، حکيم شوقدري او رحمت شوقدرى غوندې (چې د دواوې ادبى دنيا ځلنده ستورى دى) ښاغليو نومونه په ادبى دنيا کښې موجود دي او د ځلمي کهول ليکوال او شاعران د هغوي د فن په رڼا باندې خپل ادبى منزل ته روان دي چې پکښې نېمروز قېس، مصطفى کمال، حيات اقبال حيات او د دوي نور ملګري شامل دي نو ځکه نن زۀ هم د دغه ځلمى کهول د قافلې د يو ځلمى شاعر او صحافي د يو غزل تجزيه په دې غرض کوم چې د پښتو ادب دې ځلمى کهول ځانله چې کومه لار ټاکلې ده هغه تر کومه صحي ده د اځلمے شاعر حيات اقبال حيات دے چې هم د دواوې د خاورې يو ګل او د يو متحرک شخصيت خاوند دے. دې د دواوې ادبي ټولنې شوقدر پرېس سيکتر هم پاتے شوے دے او د ادبى ټولنې قلم کورنۍ دواوې سيمې شوقدر باني او موجوده صدر هم دے. له دې نه علاوه د درې مياشتنۍ مجلې ٫٫دوران،، پېښور او د ٫٫ايمل،، مجلې افغانستان سب ايډيټر هم دے دغسې له رېډيو پاکستان نه په ادبى کاروان پروګرام کښې يې درې څلور کاله ادبى خبرنامه هم وړاندې کړې ده.

                حيات ته په ريډيو کښې نور هم پروګرامونه ميلاويدل خو هغۀ په خپله خوښه د ادبي خبرنامه په دې سبب واخېسته چې د دې لارې په ذريعه هغه د پښتو ژبې شاعران او اديبانو حوصله افزائي او د ادبى ټولنو څه خدمت وکړى بايد چې پښتانۀ ليکوال د نوموړى دې اخلاص ته په درنه سترګه هم وګورى.

                له داسې متحرکو او په پښتو ژبې مئين زلمو نه په راتلونکي وخت کښې پښتو ژبه او ادب د ډير څۀ طمع لري. حيات يو د ترقي پسند سوچ او روښانه فکر خاوند دے نو د دۀ دغه غزل د دغې فکر عکاسى کوى.

د غزل مطلع يې څه داسې ده:

چې ستا سينګار سره په مرسته پړۀ يو

ښکلى روزګار سره په مرسته پړۀ يو

                نوموړے لکه څنګه چې مخکښې وئيل شوي دي په پښتو ژبه او قام مئين شاعر دے نو د دۀ معشوقه بې له پښتو مورنۍ ژبې نه بل څوک کيدې نشى.

                نو په مطلع کښې خپلې پښتو ژبې ته دا پيغام لري چې مونږ ټول به ستا سينګار نورهم ښائسته کوو او ستا په اوربل کښې به نوي نوي او تازه تازه ګلونه قطاروو.

                چونکه ښاغلي د جمع صيغه په شعر کښې استعمال کړې ده نو ځکه د دۀ معشوقه رواجي نشي کيدې. او که داسې نه وې نو د واحد صيغه به ئې استعمال کړې وه. نو د پښتو ژبې او ادب د روزنې د پاره چې څوک او چرته هم کار کيږى هغه به ئې مرسته کوي.

بل شعر:

اوس خو هغه پکښې استوګنه کوى

اوس خو دې ښار سره په مرسته پړۀ يو

                پښتو چونکه په دې علاقه کښې مېشته ده نو ځکه مونږ دلته په دې علاقه کښې د دې ژبې د ترقۍ لپاره په هلو ځلو باندې پړۀ يو.

دا بل شعر ئې وګورئ:

لا خو يو بل ته رسيدلى نه يو

او لا طلبګار سره په مرسته پړۀ يو

                حيات اقبال حيات وائى لا تر اوسه پورې په پښتون قام کښې اتحاد او اتفاق نۀ دے راغلے نو ځکه مونږ د دغه ورورولۍ او يو والى لپاره هر چا سره د دغې هدف حاصلولو لپاره کوشش کوو چې د خوشحال بابا دغه ګيله ورکه کړو چې:

چا ئې پَلو د مخه پورته نکړو

پښتو لا هغسې بکره پرته ده

بل شعر:

دومره د خپل زړۀ نه مجبوره يو چې

بې ننګه يار سره په مرسته پړۀ يو

                سره د دې چې پښتون يو بې حسه قوم دے او د قامولۍ او قام جذبه پکښې کمه ده خو بيا هم د دې بې ننګه قام سره په مرسته کولو مجبوره يو مخکښې وائي:

حق راسره که د خوارانو مني

نو هر زردار سره په مرسته پړۀ يو

شاعر وائى: مونږ د مالدارو سرمايه دار جاګيردارانو او خانانو دښمنان نه يو هغه زمونږ د زړۀ سرونه دى خو پکار دى چه هغوى هم د غريبانانو حق ته غاړه کيږدى په هغو د ظلم او زياتي نه لاس په سر شي.

                خو چونکه دغه سرمايه داره طبقه غريب او مزدور له خپل حق په رضا او اسانه طريقه نه ورکوي نو غريب اۤخر ٫٫تنګ اۤمد بجنګ اۤمد،، بيا جنګ ته بډې ووهي. نو ځکه چې د نوموړي حيات کار په صبر ونشى نو او وائى:

بل شعر:

چرته چې کار په خاموشۍ ونشى

هلته ګفتار سره په مرسته پړۀ يو

                نو بيا د خپل حق حاصلولو لپاره مزدور او غريب په بغاوت کولو مجبور شى او بيا که د دغه بغاوت په نتيجه کښې که سرمايه دار، جاګيردار يا خانان بې ازاره غريب او مزدور ته د سزا ورکولو د پاره د هغۀ د بال بچ د رزق ختمولو کوشش وکړي نو بياه مونږ هم د دغه غريب مزدور سره په اۤواز اوچتولو مجبور يو او دا خپل اخلاقي فرض ګنړو.

                د حيات اقبال د غزل مقطع څه داسې ده:

پېغام حياته چې د مينې لرى

هغه اظهار سره په مرسته پړۀ يو

                دا ښه ده چې په حيات د ننى زلمى کول د شاعرانو پشان د رومانيت سيورے لا نۀ دے شوے او په خپل قام او معاشره ئې ژور نظر دے چې پښتو ژبه او ادب له کومو مشکلاتو سره مخ ده او دے .څوک چې د پښتو او پښتون په نوم سياست کوي کله چې د اقتدار کرسو ته اورسيږى نو بيا ورته نۀ پښتون ياديږى او نه پښتو. پکار ده چې پښتانۀ ليډران نن راپاڅى او د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره عملى ګامونه واخلى او خپل د پښتو ژبې شاعران، اديبان او نازوى.

                د حيات غزل د بعضو وړو کمزوريو سره د نوي کول نمائنده غزل دے ستائينه ئې پکار ده.

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت 0:14 |

مينه

غزانور غزا- تهران

 

اقوال

 

مينه داسې پېرے دےچې ټول دهغۀ په اړه غږيږي خوچا لا نۀ دے ليدلے                

دمينې وړومبنے خواړه ځور یا ربړ دے                                                                               

                                                                                                    (موريس مېټرلېنګ)

ژوندخوب دے اومينه په ژوند کښې خوب ليدل دي                                               

                                                                                                                     ( موسه )

دانسان ترټولولويه قرباني د خپلې مينې له لاسه ورکول دي    

                                                                                                                  ( شوپنهاور)

انسان کله دومره ډېره مينه وکړي چې ان خپله مينه هم قرباني کړي                   ( پل اډم )

ښځه تل د نر عواطف احساسوي ځکه خوکه نر مينه ورڅرګنده کړي نونوی څيز ورته نه ښکاري

                                                                                                                                              ( اندره پونيه  )

د قضا او قدر په پاڼه کښې راغلي چې لوے خلق بايد د ښځې له مينې او وفا څخه بې برخې وي ځکه چې سترسړے ريښتونې مينه او وفا غواړي اوښځه په ريښتونې مينه او وفا نه پوهيږي              

                                                                                                                                                  (اناتول فرانس)                   

مينه هغه وسيله ده چې ټول واړۀ سرخوږي په يولوے سرخوږي بدلوي                                              

مينه له وادۀ نه زياته  خوږه وي ځکه چې ناول هم له تاريخ څخه خوږ وي   

                                                                                                                                                       ( يولټر)

هرې ښځې چې راسره مينه لرله زماخوښه نه شوه اوکومه ښځه به چې زماخوښه وه دهغې زۀ خوښ نه وم په ريښتيا چې زما زړه دخ لکودزړونو په شان نه دے.

                                                                                                                                                          ( ناپليون )

د ښځې مينه هغه پانګه ده چې سل په سله ګټه نه کوي نو چاته يې نه سپاري .

  

سوچونه ،خيالونه ،اسوېلي،هيلې،اواوښکې له مينې څخه نه بيلېدونکي ملازمان دي. 

                                                                                                                                                               ( شکسپئير )

په مينه کښې دباو اچول زموږکمزورتياښئ ،نه غښتلتيا

                                                                                                                                                   ( لاروشفوکلډ)

مينه او يخني وهنه څوک نه شې پټولې                                                                

                                                                                                                                             ( بنيامن پرانکلن )

مينه هغه پاچا دے چې د زړۀ له مرکزڅخه د بدن په ټولوغړيو باندې يرغل کوي په مخ کې زيړوالے ،په ژبه  کښې بندښت ياګچ ګول والے او عقل کښې کمزورتيا په يا د پرږدي او د معشوق نيمګړتيا،عېبونه او خطاګانې د مينې نظرته ښې او بې عېبه ځلوي

                                                                                                                                                           (ارسطو)

متلونه

مينه ړنده ده او کڼه ده       ( پښتو متل )

که له معشوق سره مينه لرې له افکاروسره يې هم مينه ولره           (  عبري متل )

که له ځان سره بې مېنې شوې نوربه هم درنه ډډه وکړي                                        (  روسي متل )

څه چې ګرانبيه دي ډالۍ نه ده بلکې مينه ده                                                             (  روسي متل )

که مئين کېږې پر سپوږمۍ مئين شه که غلاکوې اوښ په بډه ووهه               (  مصري  متل )

مئين ته بغداد لرې نه دے                                                                                                       ( اذربايجاني متل )

دمئين لپاره کوم کار سخت دی ؟                                                                                          ( لاتيني متل )

د زړې مينې درمل نشته                                                                                                        (  لاتيني متل )

دمينې اجرت مينه ده                                                                                                                     ( جرمني متل )

دمئينانوغوسه د غڼې د تار په شان ده                                                                                ( ايټالوي متل )

مينه اوعشق پسې لاړم ځان مې ورک کړ                                                                  ( هندي متل )

بې مينې ژوند بې اوړي کال دے                                                                          ( سوېډني متل )

که ښځه له دووکسانوسره مينه کوي نو دواړو ته دوکه ورکوي                          ( پرتګالي متل )

دمينې د وادۀ خاتمه بدمرغي او پښېماني ده                                                                ( اسپانوي متل )

شپه ،مينه او ښځه انسان ته غلط فکرورکوي                                                          ( سوئزرلېنډي متل )

په ښکاراومينه کښې سړے پوهېږي چې له کوم ځاے يې پېل کړي خونه پوهېږي چې چېرته ېې پای ته ورسوي    

                                                                                                                                       ( جرمني متل )

 

ټپې

ځان به داستاپه مينه ځارکړم

لکه پتنګ چې د ډېوې په مينه مرينه 

 

زماپه برخه مئينتوب شو

ځکه بېلتون ته دوه لاسي سلام کوومه

نه به دا نمر،سپوږمۍ يوځاے شي

نه به يوځاے  چا دوه  مئين  ليدلي  وينه

 

چې دوه مئين سره يوځاے شي

په نوروخلقودړندوګمان کوينه

 

ما يارانه کله کوله

حېران ،حېران دې راکتل مئين دې کړمه   

 

مينه له مينې پېدا کيږي

په مينه ،مينه دې کتل مئين دې کړمه

 

مينه په تلوراتلو زياتيږي

کله راځه کله به زۀ درځم مئينه

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/01 او وخت 5:0 |

 

شېخ خرښبون سربڼے بابا (رح)

 

 

د کسي غر (سليمان غر) د سيمې د پښتون عبدالرشيد بابا نمسے ؤ. د خپل وخت عارف او د خداے پاک په مينه کښې مست بزرګ ؤ، خداے پاک ورته ښکاره کمالات او کرامات ورکړي وو او زيات وختونه به د خداے پاک په عبادت بوخت ؤ. نقل کيږي چې دې د پلار په ژوند کښې رخصت شو او له خپل اولاد سره له کسي سيمې (سليمان غر) نه مرغې (غوړه مرغه) سيمې ته راغے او کله کله به د غنډان غرۀ ته چې دکلات په جنوب ختيځ کښې د کلات او شاه جوي ترمنځ له ترنک سره نزدې واقع دے  تلو او هلته به يې د خداے پاک عبادت، ذکر او ستائېنه کوله. او کال کښې به يو ځل د خپل ترۀ بيټني نيکۀ ليدو ته تلو او د هغۀ له وفات نه پس به هم د هغۀ د زيارت لپاره تلو. نقل کيږي چې د خرښبون بابا له شېخ اسماعيل سره چې بيټني نيکۀ په زوے ولۍ نيولے ؤ سره لوے شو. او هغه وخت چې خرښبون بابا د کسي له غرۀ نه غنډان غرۀ ته تلو نو اسماعيل بابا به ورپسې ډېر ژړل.

وائي چې يو وخت خرښبون بابا او اسماعيل د سړبن او بيټني نيکۀ په مخکښې ناست ؤ چې کور يې د کسي په غرۀ کښې ؤ او د پلار او ترۀ لخوا په رخصتېدو کښې ؤ نو اسماعيل نيکۀ يې په جدائۍ کښې داسې شعرونه وويل:

که يون دے يون دے مخکښې بېلتون دے

له کسي غرۀ څخه ځې خرښيون دے

که وروره، وروره خرښبون وروره

ته چې بېلتون کړې زما وير ته ګوره

چې ځې مرغې له تورې کرغې له

همځولي پاتې، ځې څه برغې له

د خداے لپاره خرښبون ياره

چې هېر مو نکړې زمونږ کهول واړه

زړۀ مې رپېږي يار مې بيليږي

بېلتون يې اور دے ځان په سوزيږي

 

همدا رنګ نقل کيږي چې د اسماعيل بابا د شعرونو په ځواب کښې خرښبون بابا په خپلو شعرونو کښې داسې غبرګون وښود:

 

بېلتانۀ نعره مې وشوه په کور باندې

نه پوهېږم چې به څه وي پېښ په وړاندې

له خپلوانو به بيليږم په سرو سترګو

دواړه سترګې مې په وينو دي ژړاندې

 

اسماعيله! ستا نعرې مې زړۀ سورے کي

بېلتانۀ خرښيون بيا له تا پردے کي

نه هېريږي که مې بيا نه ستا يادي کي

په چړو د وير به پرې شي د زړۀ مراندې

 

ځمه ځمه اوږد يون مې دے و مخ ته

د يانه څورے به واچومه ترخ ته

ستاسو ياد به مې وي بس د زړۀ و سخ ته

که دا ځمکه غرونه ټول شي لاندې باندې

 

نقل شوي دي چې خرښبون بابا (رح) لاړو او په مرغه سيمه کښې مېشت شو او هم هلته کښې وفات شو چې دغه وخت ٣١١ هجري کال ؤ او وروسته يې زامن هم په غوړه مرغه کښې اوسېدل او د کاسي اولاد يې کسي او پښين سيمو ته ستانۀ شول او هلته کښې مېشته شول او کند او زمند اولادونه خوارۀ وارۀ شول او ننګرهار، خېبر او پېښور کښې مېشته شول.

 

( له پټې خزانې تاريخ کتاب څخه په نقل سره )

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/01 او وخت 5:0 |

 

پښتو ادب

 

څلورمه برخه

 

د کابل د ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګرېزۍ د څانګې پوهنيار عبدالکريم وصل وردګ د ژبې په موضوع د خپلې مقالې په بله برخه کښې ليکي:

(٢) دويمه موضوع: ژبه د عادتونو له نمونو څخه جوړه شوې ده

د يوې ژبې د ليک او لوست زدکړه د يو لړ عادتونو زدکړه ده. يو پښتو ژبے ماشوم اړ دے چې د ((ش)) ، د معروفې ((يې)) او مجهولې ((يې)) د غږونو د ويلو عادت او د هغو ترکيب سره د شېدو د غوښتنې په وخت کښې زده کړي، او يو انګرېز ماشوم د دغې اړتيا لپاره اړ دے چې د M,I,L,K  يعنې ملک د غږونو ويل او د هغو ترکيب په ترتيب سره زده کړي.

د A,R,M  غږونه په درې واړو ژبو يعنې انګرېزۍ، پښتو او درۍ کښې استعماليږي، داسې چې د هغوي ترتيب توپير کوي. د نمونې په توګه په انګرېزۍ او پښتو ژبو کښې د دوې نمونې په ترتيب سره په ARM, MAR څار، بار او نورو کښې کاروي. په هندي ژبه کښې د غږ دا نمونه په دې ترتيب سره لکه MAR (مار) د وهلو په منعې سره کاروي په دري ژبه کښې د دغو غږونو ترتيب په داسې بڼه راځي لکه د RAM (رام) او MAR (مار) په کليمو کښې.

د ليک په سېسټمونو کښې ډېره هم دا طريقه کاريږي. د ليکونو زدکړه هم د ځينو ټاکلو عادتونو زدکړې ته اړتيا لري. دغه ډېر عادتونه مونږ د مکتب له تګ نه مخکښې په ماشومتوب کښې زده کوو. نو که وروستو مونږ کومه بله ژبه زده کول غواړو نو هرو مرو يو لړ نور عادتونه هم زده کوو. د دويمې ژبې د عادتونو زده کړه آسان کار نۀ دے، ځکه چې اکثراً د مورنۍ ژبې عادتونه د هغوي د زدکړې په لاره کښې خنډونه پېدا کوي.

دا يوازې انسان دے نه نور حېوانات چې د يوې ژبې د زدکړې او د هغې د استعمال توان  لري. يو طوطي کولې شي يو لړ کليمې ان جملې زده کړي او هغه په دويم ځل تکرار هم کړي. د بېلګې په توګه طوطي کولې شي لکه راغے، ماشوم خندا کوي، هلک وږے دے، په شان جملې يادې کړي خو دا طوطي بيا له يادو د دې توان نۀ لري چې په هغه ځاے کښې چې يوې نوې جملې ته لکه احمد وږے دے ضرورت پېدا شي له ځانه يې جوړه کړي، حال دا چې په انسانانو کښې يو درې کلن ماشوم کولې شي دا کار وکړي. د ژبې د زدکړې توان په انسانانو کښې فطري دے. يعنې انسان دا توان د زېږېدو له وخته له ځان سره لري. خو د بلې ژبې د زدکړې لپاره خاصوعادتونو ته اړتيا لري. دا حالت زياتره د يو ماشوم د تګ له زدکړې سره يو شان والے لري، خو بيا هم مجبور دے چجې د تګ په عمليه کښې بيلا بيل ګام اخېستنه زده کړي.

(٣) دريمه موضوع: د ژبې وړومبۍ وسيله وېنا يعنې ګړېدل دي.

 د نړۍ ټولې ژوندۍ ژبې ويل کيږي او ډېرې يې ليکل کيړي. د ژبې وړومبۍ وسيله وېنا او دويمه يې ليکل دي. دا خبره چې ولې ژبپوهان په دې عقيده دي جچې وېنا وړومبنۍ وسيله ده ډېر دلائل لري.

وړومبے: کوم څيز چې ماشوم وړومبې زده کوي وېنا ده نه ليکل. په حقيقت کښې ماشوم د خپلې مورنۍ ژبې ډېر جوړښتونه او کليمې د مکتب له تګ څخه مخکښې د اتلسو مياشتو په عمر کښې پېل کوي او هغه زده کوي او ليکل يې په ښوونځي (سکول) کښې د شپږو او اوو کالو په عمر کښې زده کوي.

دويم:د نړۍ ډېر وګړي چې نالوستي پاتې کيږي هيڅکله د ليکلو سېسټم ان د خپلې مورنۍ ژبې هم نه زده کوي، نو مونږ نه شو کولې چې ووايو د دوي خپله مورنۍ ژبه نه ده زده.

دريم: د ليکلو سېسټمونه  د وېنا له سېسټمونو نه ډېر وروسته منځنته  راغلي دي. ډېرې ژبې تر اوسه پورې ويل کيږي او اوس اوس ځانونو ته د ليکلو سېسټمونه پېدا کوي. نو مونږ نه شو کولې چې د ليکلو د سېسټم له مخې هغه ژبه ونه ګڼو.

څلورم: د هغو ژبو لپاره چې ليکل کيږي وېنا ضروري ده، کله چې تاسو په پښتو کښې اوبۀ ليکئ نو د غږونو لپاره سمبول ليکئ نه دا چې د اوبو ګېلاس به رسموئ. همدا رنګ په هندي يا اردو ژبه کښې پاني کليمه د پ، الف، ن، ي يا پي اے اين آئي د تورو د مرتبو هيجاؤ په وسيله ښودل کيږي. د اوبو ليکل شوې څېره غږونه ښئ نه څيزونه، دا ځکه چې د اوبو ليکل شوي شکلونه په دواړو ژبو کښې چې د هيجا ډېر بد سېسټم لري لک په انګرېزۍ کښې د Nighbour   کليمه په N   سره شروع کيږي نه دا چې د هغې کليمې په ځاے دخپل ګاونډي څېره انځوره کړي.

د ليکلو سېسټم د وېنا او تلفظ په پرتله ډېر ورو تغير کوي. په انګرېزۍ کښې د knight    او  knife  د کليمو تلفظ د شېکسپئر په وخت کښې او اوس يو شان نه ؤ. د دغو او نورو ډېرو کليمو تلفظ تغير کړے دے خو هيجا يې په خپل ځاے پاتې ده او دا هغه دليل دے چې ولې انګريزي هيجا نن د څلورو پخونيو پېړيو په پرتله ډېره بده ده؟

(٤) څلورمه موضوع: ژبه له سمبولونو څخه جوړه ده

په وېنا او ليکلو دواړو کښې ژبه له سمبولونو څخه کار اخلي نه له نښو څخه. هيڅ يو سمبول يا نښه له هغه شي سره چې دوي يې ښئ ورته والے نه لري خو نښې څه نا څه د هغه شي په څېر ښکاري کوم چې دوي نه استعمالوي. د ټېلفون له بوت يا غرفې نه بهر تاسو د ټېلفون انځور وينئ دغه تصوير د ټېلفون په څېر څيز نه دے خو د ټېلفون په څېر ښکاري چې دغه څېره د نښې په توګه ګڼل کيږي. له بلې خوا د ټېلفون د غږونو سلسله هم د ټېلفون په څېر نه ښکاري. هم دا رنګ په ليک کښې د ټېلفون) ( telephone د کليمې د تورو سلسله هم د ټېلفون غوندې نه ښکاري. دغه غږونه او توري چې له څيز سره کوم يوشان والے نه لري سمبولونه دي.نښې عموماً عامې خو سمبولونه عام نه دي. د سپې د پښتو نښې په ټوله نړۍ کښې يو ډول دي نو ځکه نښې دي خو د Dog,s Feet  عبارت يوځې په انګلش کښې استعماليږي نه پو نورو ژبو کښې. نو ځکه دا عبارت له سمبولونو څخه جوړ شوے دے. د يو بس تمځاے کښې يو علامت خو  بس د تم ځاے يعنې Bus Stop  د سمبولونو يو ترکيب دے کوم ته چې مونږ ټرېفک سائن وايو. نښې خو ټرېفکي چراغونه نه سمبولونه دي، ځکه چې سور چراغ او شينه چراغ په ترتيب سره د اودرېدو او مخ ته د تلو په څېر نه ښکاري.

ژبې تل سمبولونه کاروي نه نښې. دا سمېولونه کېدې شي وېنا يا ليک وي. په عمومي توګه د وېنا سمبولونه د ليک د سمبولونو په واسطه ښودل کيږي. که ژبو د سمبولونو په ځاے له نښو څخه کار اخېستې نو ټولو ژبو به د سپې د انځورولو په واسطه ښودۀ . يعنې ويلې شو چې يوه ژبه به وې او بس. خو څه رنګه چې مونږ پوهېږو دغه حېوان په پښتو کښې د سپي ، په دري کښې د سګ، په عربۍ کښې  د کلب، په جرمني کښې د Hunt او هندۍ او اردو کښې د کتا د تورو په ترکيب سره ښودل کيږي. نو بيان شوې بېلګې دا ثابتوي چې ژبه سمبوليکه ده. يعنې دا چې ژبه تل له سمبولونو څچه کار اخلي نه له علاموتونو څخه.

(٥) پنځمه موضوع: ژبه د اختياري سمبولونو سېسټم دے

مخکښې مو وويل چې ژبه سمبولونه کاروي نه نښې. کوم سمبولونه چې په ژبو کښې په ليک او وينا کښې کاريږي اختياري دي. يعنې د کوم ځانګړي دليل بنسټ نه لري. وړومبې په وېنا کښې د سي اے ټي (cat)  د غږونو ترکيب په طبيعي توګه هغه حېوان چګې پيشو نوميږ نه ښئ. که چرې د غږونو د دغې سلسلې او حېوان ترمېنځ کومه طبيعي اړيکه موجوده وي نو پښتو، دري يا فارسي، اردو، هندي او نورو ټولو ژبو به دغه حېوان د يو شان غږونو په سلسله باندې ښودۀ. خو داسې نه کوي. پښتو هغه د پيشو او هندي او اردو يې د بلي د غږونو په ترکيب سره ښئ. نو د غږونو دغه ټولې سلسلې په اختياري توګه د يو حېوان د ښودلو لپاره ټاکل شوي دي.

د ګرامر په برخه کښې دې انګريزي جملو ته وګورئ:

Hussain killed flies  (1) د کليمو د ترتيب په لږ بدلون سره کولې شو داسې جمله جوړه کړو: Flies Hussain killed (2) د دويمې جملې معنا د وړومبۍ جملې له معنې سره پوره توپير لري اوس دريمه او څلورمه جمله په پښتو کښې وګورئ:

(٣) ما ټولې مڼې وخوړې. (٤) ټولې مڼې ما وخوړې. د څلورمې او دريمې جملې د کليمو ترتيب يو له بل سره فرق لري په داسې حال کښې چې د دوي په معنا کښې نزدې والے شته. که چرې سمبولونه په ژبه کښې د طبيعي دلائلو په اساس جوړ شوي وې نو دوو مختلفو ژبو ګرامر به هم د يو بل په شان ؤ، چې داسې نه ده.

دا خبره دغه حقيقت ثابتوي چې ژبه د اختياري سمبولونو يو سېسټم دے. د هغو سمبلونو چې په هيڅ منطقي دليل سره نه دي ټاکل شوي.

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/01 او وخت 5:0 |

 

نوې چپې

 

 

 

(ناول)

(څلورمه برخه)

 

ليک: ارواښاد حمزه بابا

سريزه

 

(( نوې چپې )) هغه يواځېنے ناول دے چې ارواښاد حمزه بابا په خپل ژوند کښې ليکلے دے. د دې ناول د مرکزي خيال په هکله به دومره ووايو چې بابا په دې  ناول کښې د يوې مسلمانې پښتنې ټولنې نمونه ورکړې ده لکه چې څنګه د بابا له تعليماتو نه څرګنده ده چې هغه د اسلام باده او شراب د پښتو په پياله او جام کښې پښتون قام ته ورکول غواړي. او اسلام هم هغسې غواړي چې په حقيقت کښې څنګه دے او د مذهبونو په نامه له هر له ډول افراط او تفريط نه يې پاک غواړي او پښتو د پښتو په نامه له هر ډول غلطو رسمونو، رواجونو نه پاکه غواړي او دا دواړه هم هغسې غواړي چې څنګه په حققت کښې دي. بابا د دې خبرې قائل نه دے چې د پښتو او قوميت په نامه او بانه دې اسلام ته شا کړې شي او يا دې د اسلام په نامه او بانه باندې ژبې او قوميت ته کفر وويل شي، د هغۀ له نظره د يو پښتون لپاره اسلام او پښتو لازم او ملزوم دي او که په دې کښې يې يو څيز هم پرېښودو نو هغه يو څيز به يې خا مخا نيګړے او غېر معياري وي او د داسې کس ګمراهي يقيني ده.

      بابا په دې ناول کښې که يو طرف ته د يوې پښتنې معاشرې هغه مثبت اړخونه ښودلي دي او د يو صحيح مسلمان پښتون کېدو د تقليد وړ مختلف کردارونه يې ورکړي دي لکه د يوې پښتنې کورنۍ د يو پښتون او ايماندار مشر، يوې پښتنې مېرمنې، مور، لور، خور، ورور، ځلمي، پېغلې، دوست، يار، استاذ، سياستدان، پاکلمن مينه وال او حتي يو نوکر وغېره. او د هغوي مړانه، خلوص، صداقت ، شرافت او پاکه مينه يې څرګنده کړې ده او د ژوند په ټولو څانګو کښې د هر يو خپل هغه رول يې چې فطرت ورته ورکړے دے  ښودلے دے نو بل طرف ته يې د منحرف شويو او جاهلو او نه تربيت شويو يا غلط تربيت شويو پښتنو او د پښتو او غېرت په نامه او بانه باندې د جاهلانه  رسمونو نمونې هم ورکړي دي او همدا رنګ يې د هغو په ترڅ کښې د مغربي منځ تشي تهذيب او تمدن له ظاهري پړق پړوق او يا د ځينو پرديو، مفاد پرستو او ناپوهو سياستوالو په جذباتي نعرو د دوکه شويو او تېروتيو پښتنو د بيا هدايت کېدو نمونې هم په ډاګه کړي دي چې ويلې شو چې دا ناول نه بلکښې د هرې طبقې د وګړو او د هر دور د پښتنو لپاره يو تل پاتې کښېدونکے لارښود دے او هغه مشهوره خبره چې سمندر يې په کوزه کښې بند کړے دے او چې کله يې زمونږ پښنانۀ وروڼه خوېندې ولولي نو خپله به يې له اهميت نه خبرشي. خداے پاک دې دا کتاب د لرې او برې ټولې پښتونخوا د خلکو لپاره د بېدارۍ يو والي، خپلواکۍ، ترقۍ او خوشحالۍ سبب وګرځوي. په درناوي ( اداره)

.په تېر پسې......

 

سليم کوزه واخېسته اودس يې وکړږ چې ساعت تېرېدۀ د کلي سړي يو يو جومات ته راتلل. نمونځ ختم شو ، سليم بهر ته راووت، چې هجرې ته راغ نو عزيز خان چاې اېښې وېږ په قبائلو کښې اکثر چاې د وخته څښکلې کيږي. چې سليم کښېناست عزيز خان ورته پياله ډکه کړه او نور کليم ورته په تالي کښې يو لويه پراټۀ کېښوده.

سليم: (( زما زړۀ ته نۀ کيږي، واخلئ تاسو يې وخورئ ))

نور کليم د څه ويلو اراده کړې وه چې په دې کښې حجرې ته سيد خان راننوت، سليم د تپوس نظر پرې واچاوۀ. د سيد خان له تندي نه معلومېدله چې د سليم کار يې ترسره کړ ے دے. د سليم په زړۀ کښې د اميد ډيوه بله شوه.

سليم: (( اے ورځه زما د برخې پراټه دې سيد خان وخوري، بېګا راسره بولو ته وتلے ؤ ))

يار بادشاه: (( دا خوله او پراټه ؟ چرته غوشايه دې وخوري ))

 

 

سيد خان: (( رښتيا وائې، دا پراتۀ هم د يار باچا لپاره ښه ده، بېګا غريب ټوله شپه غوشايۀ خوړلي دي )) خبره څه وه چې ټولو بړق وهل، له خنده نه د سليم په حلق کښې چاې ونښتې او په ټوخي يې ګوتې پورې کړې، په جامو يې د چايو څاڅکي پرېوتل. نور کليم د نغري په غاړه ګېډه په دواړو لاسو ونيوه او يار باچا چې کچه شونو بې واره يې پراټه اوچته کړه او ځان ته بيل ورته کښېناست، عظيم خان هم په دې وخت کښې راغلے ؤ، هغه هم له نورو سره څه داړچيګي غوندې وکړل او بيا يې تپوس وکړ: (( ويړکيو څه خاندو ؟ خېر خو دے؟ ))

سليم: هسې بېګا مو په ياردبادشاه قصه کړې وه. ))

عظيم خان: (( ښه نو ځکه ورته سيدخان ووې چې ټوله شپه يې غوشايۀ خوړلي دي ، يره پوره دوړه يې ورپورې وويشته. سيد خان ډېر بد دے )) د يار بادشاه خوله د پراټې په غړۍ ډکه وه، په زور يې غړۍ اونغړده او سر يې پورته کړ...

يار بادشاه: (( هو! ډېر بد دےکه خداے ته بد شي. ))

سليم مسکے شو خو د نورکليم ورته فکر شو.

نور کليم : ((پوهو، دا خو يې سمه پراټه له ستوني تېره کړه، بس کړه خوار شې، ځان ته خو به ټوله نۀ خورې .))

سيد خان: (( يره خان دې خداے ژوندے لري د دۀ له برکته مونږ هم دا دوه ورځې څه وخوړل. ))

يار بادشاه: (( ګنې خشکۍ په مخه اخېستې وې، او په نن صبا کښې د منی د خراړې په څېر سر کاوته کېدونکے ؤ. ))

سيد خان: (( وشوه، مخوکه دې بنده کړه ګوره.....))

نور کليم : ويړکو چې څوک يې سره خلالص نه کړو، شابسې ګورم به مو.))

يار بادشاه: مړه څله يې راباندې له مرۍ نه نيسې ))

سيد خان: ويړکيه خبرې به د خولې ښې وي، لاسونه له پراټې سره ښۀ ښکاري. )) په دې خبره بيا ټولو وخندل.

عظيم خان: (( سليمه که هغه چيټۍ ليکې چې زۀ پېښور ته يو سړے تيار کړم.))

سيد خان په ځېر ځېر سليم ته وکتل،سليم د سيد خان په مطلب پوه ؤ، هغه هډو له سيد خان سره سترګے برابرې نۀ کړې.

سليم: (( په دواړو سترګو، قلم دوات به زما په بکس کښې وي راوې غواړه .))

عظيم خان: (( عزيز خانه! منډه کړه او قلم او دوات راوړه.))

عزيز خان: ((قلم او ..... او هغه بل دې څه ياد کړو دا دا؟ ))

عظيم خان: (( قلم ، مشواڼۍ ))

عزيز خان: (( دغسې وايه کنه زۀ دووت څه پېژنم! ))

عظيم خان: ((ځه ورشه د سليم خور ته ووايه هغې ته معلوم دي. واخله دا کنجي.))

عزيز خان کنجۍ ته لاس ورتېر کړ، سليم هم د خپل صندوق کنجۍ ته اوکتل، د هغۀ په زړۀ بيا د خفګان طوفان راغے، فکر يې کاوۀ چې عظيم خان به څه په غصه د ګلرخ نه د صندوقنو کنجيانې غوښتي وي، هغه وخت به د ګلرخ په زړۀ څه تېرېدل. عزيز خو کنجي واخېسته کور ته روان شو ، خو د سليم په زړۀ کښې د غمونو يوه اوږده سلسله روانه شوه. له دې نه پس چې په حجره کښې څومره خبرې اترې شوې دي سليم نه دي اورېدلې. نن يې عظيم خان ته بې اختياره قهر هم راتۀ خو دهغۀ مثال د يو دروېش يا فقير ؤ چې غصه ورشي په خپل ځان يې سړوي. عزيز خان راغے او سليم ته يې  قلم او مشواڼۍ په سټول کېښودل. سليم يو ستړے اسويلے وکړ قلم يې واخېست خو چې د سرنامې ليکل يې شروع کړل سترګې يې ډکې شوې د پلار يادونه يې په زړۀ راوورېدل، اوښکې يې په سترګو سترګو کښې اوڅښلې او په خط يې ګوتې پورې کړې، سليم لا خط نه ؤ پوره کړے چې حجرې ته يو سپين ږيرے راننوت.

سپين ږيرے: (( السلام عليکم. ))

عظيم خان: (( وعليکم سلام شېر احمده ستړے مۀ شے، ويړکيو ټوپک يې اونيسو )) له شېر احمد سره دوه ملاتړلي زلمي هم وو. سليم له کاغذ نه قلم پورته کړو او هغوي ته متوجه شو. سيد خان سليم ته د مطلب په نظر وکتل او بهر ته ووت.

عظيم خان: (( نورکليمه! منډې کړه چاے پخې کړه ))

شېراحمد: بس خوار مۀ شې د چايو وخت تېر دے، يوه ټوټه کار مې ؤ درسره . ))

عظيم خان: (( خېر دے ؟ ))

شېر احمد: (( خېر دے )) دا يې وويل او سليم ته يې لاندې باندې وکتل. سليم په حقيقت پوه شوے ؤ، خپله توجه يې بيا خط ته وګرځولهږ

عظيم خان: (( بيا هم ؟ ))

شېراحمد: (( زۀ اکبر خان رالېږلے يم . ))

د دې وېنا په اورېدو سره د ويرې او خوشحالۍ ګډو جذباتو د سليم زړۀ په درزا کړ، خو سر يې له کاغذ نه پورته نۀ کړ.

عظيم خان: (( د څه لپاره يې رالېږلے يې؟ ))

شېراحمد سليم ته په ګوته اشاره وکړه.

شېراحمد: (( د دغه ويړکي په حق کښې ))د عظيم خان په برېتونو کښې حرکت پېدا شو، يوه وروځه يې له بلې نه اوچته شوه.

عظيم خان: (( د دغه ويړکي په حق کښې؟ مطلب يې څه دے؟ ))

شېراحمد: (( مطلب؟ مطلب دا دے کنه چې دا ويړکے خو تا ولجه کړے دے کنه؟ ))

عظيم خان: (( هو، ما ولجه کړے خو په دې کښې د اکبر خان څه کار دے ؟ ))

شېراحمد: (( دا د اکبر خان دوست دے او زمونږ د ټول کوکې (کوکي خېلو) مېلمه ))... عظيم په قهرېدو سترګو سليم ته وکتل، د هغۀ يقين وشو چې هر شان چې ده خو سليم اکبر خان ته په خبر ورکولو کښې کامياب شوے دے.

عظيم خان: (( اېما له دې ويړکي سره شل کاله تېر شوي دي. د اکبر خان نامه يې هم نۀ ده اخېستې، نن يې اکبر خان څه رنګ اشنا شو؟ او دا ويړکے د ټولې کوکې مېلمه څنګه شو؟ ))

شېراحمد: عظيم خانه! اورېدلي دې دي چې غر په غر نه ورځي خو سړے په سړي ورځي، اکبر خان او دا ويړکے د سبق ملګري او د وړوکوالي اشنايان دي که ستا په مخکښې دغه ويړکے کله اکبر خان نۀ وي ياد کړے نو دا خو نۀ ده چې ګوندې اشنايان نۀ شول، او د ټولې کوکې مېلمه ځکه دے چې وطن ته مو راغلے دے او پښتانۀ خپل دښمن هم په کور کښې نه ويژني، ولجه خو لويه خبره ده. ))

عظيم خان: (( ښه نو اوس تۀ ويائې څه ؟ ))

شېراحمد: (( عظيم خانه ! سمې خبرې کوه د ټول اپريدي پوزه دې لږه پرې کړ چې اوس په کوکي خېلو کښې هم پائيلات جوړوې، داسې ولجې څوک نه شي کولې، هر سړے يار اشنا لري، خو خلق سترګې غړوي. ))

عظيم خان: (( پرويځي (غلبېل ) خپل سوري نۀ ويني او د کوزې دوه سوري ويني، شېراحمده! اېما په کار کښې دې کار نشته، خپل غونډ ورې لغړوه او اکبر خان ته ويايه چې که پهِِ خفه يې نو لس زره روپۍ بونګه يې تۀ راکړه.))

شېراحمد: (( عظيم خان دويواو مونږ  سره عزيزان يو او عزيز نوم د خداے دے. زور مټې درته نه ويايو خو خواست کوو دا ويړکے راکړه ))

عظيم خان: (( دا نۀ شي کېدې ))

شېراحمد: (( ښه پکر وکړه عظيمه خانه! ))

عظيم خان: (( يو ځل خو مې درته وويل چې که اکبر خان پهِ خفه وي نو بونګه دې راوړي. ))

شېراحمد: (( ښه نو تۀ اوس دومره سړے شوې چې له خپل عزيز نه بونګا غواړې؟ ډېره ښه شوه او مبارک دې شه بيا که مونږ د خپل سړي پوښتنه کوله نو له بونګې سره به راشو )) دا يې وويل او په غصه کښې له کټ نه پورته شو، ټوپک يې واخېست او په غصه کښې سلام واچوۀ، عظيم خان ښکته کتل په بې پروائۍ يې ورته په مخه ښه وويل او شېراحمد سره د خپلو ملګرو له حجرې نه ووت، په حجره کښې داسې چپه چپيا شوه چې د سترګو ځمب هم د اورېدو وړ ښکارېدۀ. له داسې حالاتو نه پېدا شوې چپيا د قيامت شور لري او اوس چې د سليم په حقله په عظيم خان د دې کوم رد عمل کېدونکے ؤ هغه سليم محسوس کړے ؤ. او د هغۀ د مقابلې لپاره يې خپل حواس راجمع کړي وو. عظيم خان يو ساعت پس سر راپورته کړ، د هغۀ له سترګو نه سپرغۍ توئيدې، سليم ته يې مخ راستون کړ.

عظيم خان: (( سليمه! دا خو ويايه چې د چا په خوله دې اکبر خان ته خبرې کړي دي؟ ))

سليم خان: (( زما خبرې ته څه ضرور دے، تا خو څه پټ کار نۀ دے کړے په سپينه ورځ دې د ټول ولس په مخکښې ولجه کړے يم، نمر په ګوتۀ نۀ شي پټېدې ))

عظيم خان: (( نورکليمه! منډه کړه حسن خان ته ورشه او ورته ووايه چې مونږ ته د لسو ټوپکو غم وکړي او شيرخان ته هم ويايه چې يو کس راولېږي، تاسو هم تيار اوسئ چې اکبر خان مو په ګړئ راوانۀ وړي هسې هم زوراوريئ. ))

نور کليم: (( زۀ به لاړ شم خو دادا څه تالا خو نۀ ده، اکبر خان ګولۍ نه غوڅوي څه؟ د کوټو بنګارونه خو به نۀ وي جوړ. ))

عظيم خان: (( خېر هر څه چې وي خو د هر کار بندوبست مخکښې پکار دے، په جنګ کښې اسپان ( اسونه ) نه سربيږي. عزيز خانه تۀ سليم بوځه او د بوسو په کوټه کښې يې اوساته. ))

سليم: (( د بوسو په کوټه کښې؟ دا ولې؟ ))

عظيم خان: (( د دغه  فائده به دا وي چې دويم ځل به چا ته خبرې نۀ شې کولې او ايما د لاس نه به هم درته امن وي. ))

سليم: (( ښه ده عظيم خانه! چې څه وس دې وي هغه وکړه زۀ يې هم زغملو ته تيار يم. ))

دا يې وويل او هغه نيګړے خط يې ټوټې ټوټې کړ او دعظيم خان په مخکښې يې ګوزار کړ.

عظيم خان: (( د دې مطلب؟ ))

 

سليم: (( مطلب دا چې زۀ اوس پلار د روپو لپاره تکليف نۀ ورکوم. ))

عظيم خان: (( خداے په راستي چې زۀ دې روپۍ له پېستکي (پوستکي) نه هم جوړې کړم. ))

سليم: (( خېر هغه ستا خوښه، او دا زما خوښه ده. څه چې دې له وسه کيږي ايله مه کوه. ))

عظيم خان: (( عزيز خانه! يو کار بل وکړه، مورته دې ووايه چې د سليم په خور پۍ او غوړي بند کړي او په سليم خو خود. ))

عزيز خان: (( ډېره ښه ده، مخکښې شه سليمه! ))

سليم روان شو او لږ ساعت پس عزيز خان يوې تنګې بدبودارې کوټې ته ورننه وېست، کوټه نيمه له بوسو نه ډکه وه او يو شلېدلے کټ پکښې پروت ؤ، عزيز خان ورپسې دروازه پورې کړه او کلف يې ورواچوۀ. سليم د دې نوې تنګسې د مقابلې لپاره طبيعت ته د حوصلې جوهر ورکول شروع کړل، په کوټه کښې ماشو اتڼ اچولې ؤ او ځينې ځينې ماشي به د سليم په غوږ کښې د تنازعه لليقا د سندرې يوه کړۍ وئيله او بلې ډډې ته به يې هپه وکړه. دې زېمجنې کوټې ته د سليم راتګ د هغوي لپاره له اختر نه کم نه ؤ.... د سترګو په رپ کښې يې په سليم بلندره جوړه کړه، ولې څومره چې د تکليف احساس زياتېدۀ هومره د سليم د زغم قوت غزېدۀ. هغه د انساني طبيعت په فلسفه پوه ؤ او هغۀ په شعر کښې دا خيال څرګند کړے هم ؤ چې فطرتاً سړے نۀ نرم دے او نۀ سخت:

هر سړے له خپل ماحول سره اشنا شي

د فطرت له لوري نرم دے نۀ سخت

دغه وجه وه چې نوې تنګسه به که هر څو سخته وه خو هغۀ به خپل زړۀ ته په دې تسلي ورکوله چې لږ ساعت پس به طبيعت ورسره اشنا شي. د هغۀ په خيال کښې د کامياب ژوند جوړولو راز هم دغه ؤ.

سليم تر ډېره وخته د خپلو پارېدلوجذباتو او احساساتو دا ناڅاپي طوفان اعتدال ته د راوستو په کوشش کښې ؤ. ان تردې چې د مازيګر د بانګ تت غږ يې تر غوږو شو. په دومره وخت کښې يې سترګې هم له تيرې سره اموخته شوې وې، او هغۀ چې يو خوا بل خوا وکتل نو کټ سره نزدې يې د اوبو يو منګوټے د خاورو کوزه او يو کنډول پراتۀ وليدل. خداے زده چې عظيم خان له مخکښې نه دا انتظام کړے ؤ که عزيز خان او نور کليم له سليم سره د بوسو کوټې ته راوړي وو او په هغه پرېشانۍ کښې سليم نۀ وو ليدلي. د کوټې لهاړي زاړۀ او لوګي وهلي وو او کنج کښې يو زړه غوندې ايوه ولاړه وه چې د پاسه پرې په موږې کښې  غاښوره رازوړنده وه. د ماښام له نمونځ نه پس دروازه بېرته شوه او عزيز خان دننه راغے، په يو لاس کښې يې ډيوه او په بل لاس کښې يې شکور ؤ.

سليم: (( خېر خو به وي. بهر څه خبرې اترې وې؟ ))

عزيز خان: (( خبر به شې ))

سليم: (( اخير څه خو ووايه ))

عزيز خان: (( خپله مړۍ دې اوخوره ستا د نور له خبرو سره څه کار دے؟ ورچينې چې څه وي هغه به وي ))

د عزيز خان لهجه دومره ستغه وه چې سليم ورسره نوې خبرې مناسب ونه ګڼلې. سر يې ښکته کړ او چې شکور ته يې وکتل سکړک پکښې پروت ؤ. يو ساعت يې سکړک ته کتل او هيڅ حرکت يې نه کړ.

عزيز خان: (( شکور ته ولې ګورې خو پياڅه ( سکړک ) دے کنه. عظيم خان ويل چې سليم له اصله کوچې دے او هم دغه يې خوراک دے ايله نن صبا يې په دنيا کښې نغن ( ډوډۍ ) نصيب شوې ده )) سليم د غصې لمبه په زړۀ تېره کړه. د غصې او بې وسۍ ګډ تاثرات يې په مخ ښکاره شول.

سليم: (( هغۀ رښتيا ويلي دي ))

عزيز خان: (( زۀ به درته د نمازخفتن نمانځۀ ته راشم که ورچنې دې د وتو نيت وي نو.... ګورو به ))

سليم:  (( ډېره ښه ده ))

د عزيز خان له وتو نه پس په خپله د سليم نظر شکور ته ورټيټ شو. د هغۀ طبيعت د سکړک خوراک ته غاړه نه اېښوده. خو سليم د داسې حالاتو په رو ګودر پوه ؤ. خپل زړۀ ته يې وويل چې په هر حال کښې د خداے پاک شکر پکار دے. د صبر پانګه هم په داسې موقعوپکاريږي. او بيا يې يو ټوک سکړک رامات کړ او په خوراک يې شروع وکړه.هغۀ ته معلومه وه چې هم د غه عبيعت چې اوس د سکړک نه تښتي د سختې لوږې په وخت به يې يو لوے نعمت ګڼي. عادت ماتول که هر څو سخت وي خو چې د مرګ ژوند سوال پېدا شي نو عادت څه چې فطرت هم د موقعې د نزاکت د احساس کولو په وجه د مرکزي خيال سره ملګرے شي. د چې د نمړۍ تېرول به ورته سخت شول نو د اوبو ګوټ به يې واخېست. د هغۀ په خيال کښې دا ټول حؤادث د انسانيت د تکميل مختلفې کړۍ دی تر څو چې انسانيت په هر څيز غالب نۀ شي او د هر څيز لپاره په طبيعت کښې ځاے پېدا نه کړي، او بيا له دې سره سره د خپلو حؤاسو نظام هم قائم اونۀ ساتي تر هغې د حېوانيت د تېروتو نه د انسانيت رڼا ته نۀ شي رسېدې. کامل انسان هغه دے چې ټول واردات په خپل ځان کښې فنا کړي.دا نه چې واردات يې په مخه واخلي او د خپل انسانيت پنګه هم ترې ورکه کړي..... سليم هم په دې فکر کښې ؤ چې بهر ډزې او چغې سورې شوې. په اول کښې خو ډزې کمې وې خو چې څومره وخت تېرېدۀ په ډزو او چغو سورو کښې زياتې کېدۀ. او بيا خو داسې حال شو لکه چې د بټ نينې. يوه ګېنټه هم دا حال ؤ بيا ورو ورو لږې کمې شوې. او بيا بالکل بندې شوې.شور او زوږ ورک شو. او کامله يوه ګېنټه چپه چپيا وه. آخېر تېر نمازخفتن سليم د چا د راتګ ښکالو واورېد. چې غوږ يې اونيوۀ ښکالو د يو نه بلکې د ډېرو کسانو د راتګ ؤ. هغوي ورو ورو په خپلو کښې خبرې هم کولې خو سليم د هغوي په مطلب نه پوهېدۀ ځکه چې پوره پوره نۀ شوې اورېدې خو د خبرو غږ داسې ؤ چې ويره پکښې نۀ معلومېده. هغۀ ته خپل وجدان وويل چې دا خلق څه په بد نيت دې خوا ته نۀ دي را روان. دا خيالات د سترګو په رپ کښې پېدا شول او تېر شول. د کوټې په کلف کښې کنجي تاؤ شوه، دروازه بېرته شوه او خوږ غږ د سليم د زړۀ په فضاء کښې د خوشحالۍ ګنګوسۍ پېدا کړې (( سليمه! ګرانه وروره! )) او له دې سره يو دستي لالټېن په دروازه کښې اوچت کړې شو. سليم چې ورته اوکتل اکبر خان ورته غېږ پرانېستے ولاړ ؤ، وردو يې کړل او دواړه دوستان تر غاړه شول.

دريم باب

(په تيره کښې)

 

 

چې تنګسه تېره شي او د حواسو لښکر وسله کيږدي نو له طبيعت نه بار لرے شي. د مدافعت غم پاتے نه شي. طبيعت ته ارام  اورسي او بيا ورو ورو خپل پخواني حالت ته روان شي. په داسې حال کښې زړۀ دومره نرم شي چې خواه مخواه ژړا کول غواړي، او بيا چې يو خوا خوږے دوست هم ورسره ترغاړه وي نو غريو يې د زلزلې صورت اختيار کړي. دغه حال د سليم هم ؤ. د هغۀ سترګو ته يو څو ګرمې ګرمې بې قراره اوښکې راورسېدې او سر يې د اکبر خان په ټټر باندې زوړند شو.

اکبر خان: (( سليمه خوږه وروره! تۀ او دومره کمزوري؟ ))

سليم: (( اکبر خانه! ګرانه وروره! دا زما په ژوند کښې يو نوې او ډېره ترخه تجربه وه. ))

اکبر خان: (( په داسې حال کښې هم خپلې فلسفيانه خبرې نه پرېږدې. )) او له دې سره يې وخاندل. راځه خوږه وروره وس تۀ ازاد يې ..... بالکل ازاد. ))

سليم: (( دا ډزې څنګه وې؟ څوک خو به...... ))

اکبر خان: (( نه نه، خداے خېر کړ، عظيم خان راسره روغه وکړه او تۀ يې بې له څه شرطه پرېښودې. وس راځه خور به دې په کوڅه کښې انتظار کوي. ))

سليم : (( د هغې څه حال دے ؟ )) افسوس ما د هغې لپاره هيڅ نۀ شول کولې.. ښه ده، ځئ چې ځو، خو عظيم خان څه شو. ))

نور کليم: (( هغه له مليانو سره په حجره کښې ناست دے . ))

سليم: (( مليان د څه لپاره راغلي دي؟ ))

اکبرخان: (( هغوي زمونږ زمونږ او عظيم خان په مېنځ کښې خېر اوغوښت څه مليان دي او څه سېدان دي. ))

سليم: (( الحمدلله )) چې پښتون له خپل فطري جوهر نه خالي کيږي نه. تر اوسه د خپلو مشرانو ادب کوي. ځئ چې ځو. ))

 

سليم او اکبر خان روان شول نور کليم ورنه وړاندے شو او شېر احمد سره د دوو دريو مېنځګړيو ورپسې روان شول،چې د حجرې کوڅې ته راورسېدل ګلرخ يې د عظيم خان له مور سره ولاړه وليده. باري قچر او اسونه هم ټول ولاړ وو. ګلرخ چې سليم وليد ور دوو يې کړل او خواږۀ ورور په ټټر يې سر کېښود، بې اختياره يې اوښکې روانې شوې او داسې غريو اونيوه چې له خولې نه يې خبره هم نه شوه وتې.د عظيم خان مور هم بې اختياره په ژړا شوه. د هغې له ګلرخ سره ډېره مينه وه ځکه چې هغه پخوا دوه ځل له عظيم خان سره د محمد امين خان کلي ته تلې وه او د هغۀ شرافت او سخاوت يې په زړۀ کښې ځاے نيولے ؤ. هم دغه وجه وه چې کوم وخت عظيم خان سليم ولجه کړ نو هغې يې مخالفت کړے ؤ او په دې خبره يې عظيم خان ډېر ملامته کړے ؤ. او په هم دې وجه عظيم خان بده بده وهلې وه. نور کليم په خپله هم د دې ولجې ډېر مخالف ؤ خو پښتانۀ کشران ډېر کم د مشرانو مخالفت کوي، هغوي د مشر حکم د کاڼي کرښه ګڼي. په لاس کښې يې لالټېن ؤ او په رڼا کښې يې په مخ د خوشحالۍ تاثرات ښکارېدل. يو د بړوان صاحبزاده صاحب چې د دې صلحې باني مباني ؤ مخامخ تسپې په لاس ولاړ ؤ. دا خاندان د حسني (ع) سېدانو دے. د هغوي شرافت ، سخاوت او مېلمه دوستي مشهوره ده. د اورکزو نه دلته راپېښ شوے ؤ. چې خور ورور يې دواړه تر غاړه اوليدل نو په کړۀ وړۀ کښې يې د خوشحالۍ رڼا ښکاره شوه. سليم د ګلرخ سر راپورته کړ، د هغې نقاب يې اوچت کړ او د هغې ښکلے تندے يې ښکل کړ. د لالټين رڼا د ګلرخ له مخ نه تاؤ راتاؤ شوه، د هغې په اننګو پورې نښتې اوښکې د ستوريو په څېر اوبرېښېدې. دا داسې وخت ؤ چې ټولو خلقو خور او ورور ته کتل. د اکبر خان نظر هم د ګلرخ په مخ پرېوت او له کتو سره يې محسوس کړل چې د هغۀ زړۀ د څه داسې څيز تقاضا شروع کړه چې د هغۀ لپاره څه نوے غوندے ؤ. داسې معلومېدل چې د هغۀ د ژوند په کتاب کښې يو نوے باب شروع کېدونکے وي. د هغۀ ځوانۍ يو نوے اړخ بدل کړ. جذبات يې سندريز شول. د ګلرخ ساده ښائست او برېښېدونکو اوښکو يې په زړۀ کښې د يو نوي طوفان تخليق اونښلوۀ. هغۀ پوره پوره د خپل دې نوي احساس اندازه نۀ شوه کولې خو خپل نظر يې د ګلرخ د وېښتو په يو ښکلي لړ کښې ځوړند محسوس کړ کوم چې د هغې په اننګي رازنګېدۀ. ........

دوام لري نور بيا........

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/01 او وخت 5:0 |

 

شېخ ملکيار بابا(رح)

 

شېخ ملکيار بابا (رح) د هوتک بابا (رح) مشر زوے ؤ او د پلار له وفاته وروسته يې د قام د مشرتابۀ پګړۍ په سر کړه. نقل شوي دي چې ملکيار بابا (رح) يو ډېر مړنے، غښتلے او قوتمن سړے ؤ. او د لسو تنوتنو جنګياليو سره به په يوازې ځان جنګېدې شو. هغه وخت چې هوتک بابا(رح) وفات شو ملکيار بابا د پنځويشتو کالو زلمے ؤ. وائي چې بابا د سيوري سيمې په لتو کښې خپل ډېر خپلوان راغونډ کړل او هلته يې کاريزونه وکښنل او خپل زلمي يې په کر کرنو وګمارل. مغل چې له دغو ودانيو او باديو څخه خبر شول نو په دغې سيمې باندې يې ډېر يرغلونه وکړل او له بابا سره يې ډېر جنګونه وشول. په دغو جنګونه کښې د پښتنو ډېر کورنه وران ويجاړ شول او ځينې له هغه ځاے څخه د مرغې، ژوب او ځينې هم د وازه خولې سيمې ته کډه په سر شول او هلته يې خپل ځوانان راغونډ کړل او بېرته يې له مغلو سره جنګ وکړ او مغل يې له خپلې سيمې څخه وشړل او سيورے سيمه يې بيا اباده او ودانه کړه. داسې نقل شوي دي چې په په ٧٤٩ هجري کال کښې د سپرلي په موسم کښې د ترنک سيند ډېر ډک شو او سختو سيلابونو تر يوې مياشتې پورې دوام وموند نو ملک يار چې د ترنک غاړې ته راغے نو داسې سندرې يې ويلې:

د ملکيار بابا سندره

ترنک بهيږي                  ترنک بهيږي             غاړې تر غاړې

زما زړګے خو                                                      خپل لالے غواړي

*****

که روده روده                  د ترنک روده            خاوند دې وچ کا

چې زړګے مومي                                                   زما خپله سوده

*****

که نيز دے نيز دے     نيز دے د بېلتون دے   زړۀ نيزه وړے

په وير ژړلے                                                        په غم زبون دے

*****

که اور دے اور دے       په زړۀ مې اور دے  دا اور به وچ کا

د وير نيزونه                                                  بل ډېر په زور دے

*****

نمځنه يوسه                    سپينې سپوږميه     ورته ووايه

چې ترنک ټال کړم                                            ستا له خولګيه

*****

که خړو خړو               اوبو سوان کړے           بيل ملکيار دے

پاتے له يار دے                                        سوب يې جانان کړے

*****

نقل کيږي چې ملکيار بابا کله دا سندرې وويلې د خداے پاک په قدرت ترنک يو اوږد لرګے راوړو او د سيند د يوې څنډې او بلې څنډې په نلو او غزو کښې  بند شو او په ترنک يو پل جوړ شو. ملکيار بابا په دغه پل تېر شو او خپل مقصد ته ورسېد.

نقل شوي دي چې يوه ورځ بابا د خپل ترۀ توخي کور ته لاړ او د خپل ترۀ زوے نور بابا  يې وليد چې غشي تېرۀ کوي. ملکيار ترې نه پوښتنه وکړه چې تربوره دا څه کړې. هغۀ ورته وويل د مغلو په جګړو کښې ستا ملاتړ کوم. ملکيار بابا دعا وکړه چې تربوره تل سوب من وسې. وائي چې له دغه دعا نه پس به نور بابا هر وخت په جګړو کښې برے موندو او چا ته ياد نه دي چې يې چرې ماتې خوړلې وي.

نقل کيږي چې يوه ورځ د مغلو تاړاک په سيوري راغے او هغه وخت د ملکيار بابا په قلعه کله کښې څوک نه ووبې له ښځو نه. نور بابا چې خبر شوزر يې ځان کوټ ته ورسوۀ او په يوۀ تن يې مغل وشړل او ډېر يې مړۀ کړل. چې دا ټول د ملکيار بابا د دعا برکت ؤ

(له پټې خزانې څخه په نقل سره)

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/02 او وخت 5:0 |

پښتو ادب

( دريمه برخه )

عزتمنو مېنه والو! د پښتو ادب تر سرخط لاندې مو له ابتداء نه يوه ستره لړۍ د پښتنو لوستونکو د استفادې په هدف شروع کړې ده او په دې کښې ليکل شوي مواد مو له پښتو نه علاوه د نورو ژبو د مختلفو ژبپوهانو، محققانو، ماهرانو او ادبي او کلتوري شخصيتونو له ليکنو نه راغونډ کړي دي او يو په زړۀ پورې ترتيب مو ورته ورکړے نو ځکه ورته د يو کس ليکوال نوم نه شو ورکولې نو که د کوم يو قدرمن ليکوال له ليکنې څخه اقتباس يا مضمون  پکښې ترسترګو شي نو مننه ترې کوو چې له ليکنو څخه به يې ګران مينه وال استفاده وکړي همدا رنګ که له موضوع سره اړوند ليکنې نور وروڼه خوېندې هم پکښې شاملول غواړي نو مونږ ته دې راولېږي نو په مينې سره به په دې برخه کښې خپروو. (اداره)

 

د ژبو وېش

ځينو څيړونکو او ژبپوهانو اصلي ژبې په دا ډول وېشلي دي:

١- سامي، عبري، آرامي او سرياني ژبې

٢- سنسکرت، فارسي قديم، اوستائي چې ځينو څېړونکو د پښتو زوړ شکل بللے دے، يوناني، اېټاليائي، جرمني، اسلاوي، آلباني او ارمني ژبې

٣- آفريقائي، سوډاني، کپتي، بانتوئيؤ بربري او کوشيني ژبې

٤-جاپاني ژبې

 ٥- هندو چيني، تائي، تبتي، برمه اي او اېشيائي ژبې

٦- اورالي، مجاري، فنلېنډي، استونيائي، ترکي، اويقوري، ازبکي، مغلي او قرقيزي ژبې

٧- سرۀ پوستکي، سيواني، ازبکي، ازتکي، اراوګاني، کاريبي، توپيائي، او لګونيائي ژبې

٨- سټرونزي، مالايائي، جاوه اي، تاګالائي، هاوائي او مائوري ژبې.

د يوناني ژبې تاريخ او منظوم اثر د هومر له دور څخه چې د عيسي (ع) له ميلاد نه ٨٠٠ کال مخکښې دے پاتے دے.

لاطيني ژبه له لاطين قوم سره اړوند ده چې له ميلاد نه پنځۀ سوه کاله مخکښې يې رواج موندلے دے.

بيچ دمر ژبه د اوقيانوسيې د تور پوستکو، د وحشيانو او بوميانو ژبه ده چې  مسافرانو د تګ راتګ په وجه پکښې د اروپايانو ټکي هم ګډ شوي دي.

له نور ژبو څخه يوه ژبه انډونېشيائي ژبه ده چې اصل يې ملېشيائي ژبه ده خونن سبا د انډونېشيا د خلقو رسمي ژبه ده چې جاوه اي او مادوري لهجه لريږ

بله ژبه اردو ده چې له هندي، فارسي، عربي ، پښتو وغېره ژبو څخه په وجود کښې راغلې ده او د پاکستان له رسمي ژبې نه علاوه په هندوستان او ګېر چاپېرو سيمو کښې ويل کيږي او د ارواښاد حمزه بابا په شان څيړونکو د دې ژبې په حقله دا هم ليکلي دي چې د اردو ژبې اصلي بانيان هم پښتانۀ وو او وائي چې اردو د هيڅ يو قوم ژبه نه ده خو د هر چا ژبه ده يعنې د هر چا پرې حق شته.

د دائرة المعارف کتاب ليکوال ليکي: فارسي ژبه په ايران، افغانستان او تاجېکستان کښې او همدا رنګ د هندوستان، ترکستان او بېن النهرېن په ځينو سيمو کښې وېل کيږي. د عيسي (ع) له ميلاد نه اوۀ سوه کاله مخکښې تاريخ لري. فارسي ژبه په څلورو اهمو برخو وېشل شوې ده:

(١) زړه فارسي

(٢) پهلوي

(٣) ساساني

(٤) اوسنۍ فارسي

د افغانستان د علومو د اکېډيمۍ د ژبو د ادبياتو د انسټي ټيوټ سر محقق علي محمد منګل د ژبو د وېش په حقله په خپله څېړنه کښې ليکي: د ژبو په وېش کښې ترکومه ځايه چې د پوهانو لخوا څېړنې شوې دي ويل کيږي چې دوه قسمه ژبې شته (الف) ښکته ژبې (ب)  لوړې ژبې

(الف) ښکته ژبې هغه ژبې دي چې لغات يې د بيان له مخې ښکته او الفاظ يې ډېر لنډ او يوه هيجائي دي، د اسم، فعل او حرف توپير او فرق يې نه کيږي. له يو لفظ نه يې د نورو مستقلو الفاظو په نښلولو سره فعل حرف جوړيږي. د جنوبي افريقې د زنګيانو او د امريکې د هنديانو او دشمال د شرقي اېشيا او د چين څبې له دغې ډلې څخه دي.

(ب) لوړې ژبې هغه ژبې دي چې لمنې يې ډېرې پراخې اوارتې دي. او هر رنګ تعبيرونه چې انسان ورته اړوي لري يې او د الفاظو هيجاوې يې هم ډېرې دي. د متمدن عالم ژبې له دې ډلې څخه دي او دا هم په دوه ډوله وېشل کيږي: (١) اوښتونکې (متصرفه) ژبې او (٢) نااوښتونکې (غېر متصرفه) ژبې

(١) وړومبۍ څانګه يې يعنې اوښتونکې يا متصرفه ژبې اريائي ژبې دي چې زمونږ د وطن اريا نسل پرې خبرې کوي. هر ځاے ته چې زمونږ له خاورې او وطن نه اريايان تلي د دوي ژبېو ته اريائي ويل کيږي. چې د يورپ خلق بيا دغو ژبو ته هندي اروپائي وائي. دا ژبې شمالي او جنوبي څانګې لري. شمالي يې د اروپا اريائي ژبې دي لکه لاطيني، يوناني، سلتي، سلاوي، تيوتونيکي. او جنوبي يې د اېشيا ارايائي ژبې دي لکه سنسکرت، ژند، پښتو او فارسي.

دويمه څانګه يې يعنې نا اوښتونکې يا غېر متصرفه ژبې سامي دي چې پخوانيو متمدنو قومونو لکه بابل، آشور او فنيقه قومونو به ويلې. د سامي ژبو دا ډولونه دي:

عبراني ژبه: په دې ژبه کښې تورات نازل شوے دے چې اسرائيليانو ارامي او کلداني سره ګډه کړه.

عربي ژبه: په سامي ژبو کښې عربي ډېره ښه مشهوره ژبه ده چې عرب ملتونه يې وائي او د قران مجيد په وجه سپېڅلې ژبه بلل کيږي. حبشي ژبه هم د عربۍ ژبې يوه څانګه ده.

(٢) د اريائي ژبو وړومبۍ ځانګو چې اريائي قومونه پکښې اوسېدل له عيسي (ع) نه ډېر مخکښې اريانا ويجه وه.هغه وخت د دوي په ډېرېدو سره دوي د اوسني افغانستان سيمو ته راغلل او ځينې لويديځ لور ته يعنې يورپ ته لاړل. هغه اريايان چې اروپا ته لاړل ژبې ته  يې اروپائي وويل شول، او هغه چې افغانستان او بيا د هند لوے اوچې او ايران ته لاړل ژبې يې اېشيائي يا هندي ونومولې شوې چې په يورپ کښې په هندي اروپائي ژبو مشهورې شوې دي. دا هغه ژبې دي چې اريايانو به ويلې. اريايانو په پېل کښې يوه ژبه ويله چې د هغې کومه بېلګه او نښه نه ده پاتې او پوهان يې اريک بولي يعنې هغه ژبه چې اريائي قومونو به وئېله.

اروپائي ژبې درې څانګې لري:

(الف) په وړومبۍ څانګه کښې يې فرانسوي، هسپانوي او اېټاليائي ژبې شاملې دي چې لاطيني شاخ يې بولي.

(ب) په دويمه څانګه کښې يې جرمني، انګرېزي، ناروېژي او نورې ژبې راځي چې دا ښاخ جرمنېک بولي.

(ج) په دريمه څانګه کښې يې روسي، پولېنډي، چېکي او داسې نورې ژبې داخليږي چې دا ښاخ د سلاوي په نامه ياديږي.  

د ژبې په حقله يوه مقاله

د کابل د ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګرېزۍ د څانګې پوهنيار عبدالکريم وصل وردګ په خپله مقاله کښې ليکي مونږ تل پرته له دې چې وپوهېږو ژبه ده خبرې کو او په هغه څه پوهېږو چې وايو يې. فرضاً وايو: (( دې پښتو خبرې کوي )) يا (( دې په کومه بهرنۍ ژبه نۀ پوهېږي ))

ځينې وختونه د الوتونکيو او څارويو د ژبې په اړه هم خبرې کيږي، شاعران هم د غرونو، سيندونو او درو د ژبې اصطلاح ګانې کاروي، کله  هم ښائي (( د سکوت ژبه )) وکارولې شي. د ژبې د کلمې معنا څه رنګه چې په پورتنيو اصلاح ګانو کښې کارول شوې ده، توپير لري. په دغو اصطلاح ګانو کښې د ژبې کلمه کټ مټ لکه د زمري کليمه په دې جمله استعمال شوې ده چې وائي: (( دې د افغانستان زمرے دے ))

مونږ په خپله ژبنۍ مطالعه کښې د ژبې کلمه  د استعارې په توګه نه کاروو، د هغې په ځاے مونږه څبه په هغې معنا چې په وړومبي پېراګراف کښې ورکړلې شوې ده کاروو. يعنې د هغو کلمو، عبارتونو او جملو په معنا چې د انسانانو په واسطه کارول کيږي او عموماً د يو پېغام بيانوونکي وي.

کله چې ژبه په دغه معنا کښې استعماليږي ليک او لوست دواړه پکښې شامليږي. دا چې يو نالوستے نۀ شي کولې خپله مورنۍ ژبه وليکي، هغه دا معنا نۀ لري چې ګني هغه په دې ژبه نه پوهيږي. د هغۀ دغه ژبه زده ده ځکه چې هغه کولې شي په هغې وګړيږي، ان تردې چې د يو نارمل دوه کلن ماشوم هم خپله ژبه زده وي حال دا چې هغه نشي کولې هغه وليکي په نړۍ کښې داسې ډېرې ژبې شته چې هيڅکله نه ليکل کيږي يواځې ويل کيږي خو بيا هم مونږ هغه د ژبو په توګه منو.

(١) د نړۍ ټولې ژبې يو ډول script يا ليکدود نه کاروي. ډېرې اروپائي ژبې د انګرېزۍ په ګډون رومي ليکدود، دري، پښتو، اردو اساساً عربي ليکدود او سنسکرېت، هندي او مراتي يوناګري ليکدود کاروي. همدا رنګ  د نړۍ ټولې ژبې يو ډول غږونه يا sound  هم نه لري. ډېر غږونه ښائي د دوو يا څو ژبو په مېنځ کښې مشترک خو ځينې مشترک نه وي. د مثال په توګه د think د کلمې وړومبے غږ په پښتو او اردو کښې نشته. ځينې وخت ان که دوه ژبې معين او مشترک غږونه هم ولري، ښائي هغه د دواړوه ژبو په ترکيبونو کښې يو ډو ل رانشي، د بېلګې په توګه د go او do د کلمووړومبي غږونه په دواړو انګرېزي او پولېنډي ژبو کښې راځي. په پولېنډي ژبه د g   او d د غږونو کارول يو په بل پسې لکه د gdansh چې د پولېنډ د يو ښار نوم دے په کلمه کښې کارېدې شي چې په انګرېزۍ کښې د دغو دواړو غږونو کارېدل يو ځاے ناشوني برېښي. همدا رنګ د say   او to وړومبي غږونه په انګرېزۍ ، پښتو، او دري کښې پېدا کيږي. په درې واړو ژبو کښې د s او t د غږونو ترکيب په يو ترتيب سره راځې. په انګرېزۍ او پښتو کښې دا ترکيب د کلمو په دواړو وړومبي او وروستي موقعيت کښې لکه  student best_ stop nast او sat خو په دري کښې يواځې د کلمو په پاې کښې لکه د ast په کلمه کښې راځي او کلمو په پېل کښې نه راځي.

(0)        سربېره په دې توپيرونو ښائي مختلفې ژبې د روغبړ لپاره بيلا بيل نومونه وکاروي. د بېلګې په توګه کله چې دوه پښتانۀ سره مخامخيږي دوي زياتره د يو بل د روغتيا او د کورنيو د روغتيا په اړه پوښتنې کوي او ښائي که دوي يوتربله نزدې تعلقات ولري نو د يوبل د ښځو، مور او پلار او اولادونو پوښتنه هم کوي. خو کله چې دوه انګرېزان له يو بل سره مخامخ شي نو دوي په ډېرې سادګۍ سره د how are you  په ويلو سره پوښتنه کوي نه د کورنيو د روغتيا. د ژبې دا اړخ اکثراً د هغه ژبې د ويونکيو د کلتور  په واسطه ټاکل کيږي. په ځينو کلتورونو کښې که له يو سړي نه د هغۀ د مياشتې د معاش او تنخوا په اړه پوښتنه وشي نو بده خبره ګڼل کيږي خو په بل کلتور کښې دغه پوښتنه د دوستۍ او هکارۍ د احساس نښه ګڼل کيږي.

له دغو توپيرونو سره سره چې د بيلا بيلو ژبو په منځ کښې شته ډېر نور پراخ صورتونه هم شه چې په دوي کښې عام دي. ټولې ژبې يو ډول انساني غږيز سټ کاروي. ټول غږيز سسټمونه واول او کانسوننټ لري . ټولې ژبې د intonation په نامه يو صورت د معينو حالاتو د بيانولو لپاره لري.

(١) د ژبې ځينې څرګندې بڼې

١- ژبه په بنسټيز ډول يو ټولنيز سلوک دے. ځېنې وخت ښائي د سوچ کول په وخت کښې هم مونږ په اوچت غږ غږيږو ځينې وګړي له خپلو څارويو سره هم غږيږي. زياتره وخت ژبه د انسانانو د پوهولو او پوهېدو لپاره د دوي په موجوديت او لريوالي کښې کاريږي، د ليک ، ټيلفون، بې سيم، او داسې نور سسټمونه زمونږ لپاره دا امکانات برابروي چې په ډېر لرې واټن کښې له وګريو سره افهام او تفهيم وکړو. ايا کولې شئ دا کار بې له ژبې څخه وشي؟ ايا مونږ کولې شو چې خپلې اړتياوې د نښانو او اشارو په ذريعه بيان کړو؟ هو کولې شو. مونږ د اوبو د غوښتنې لپاره کولې شو خپله خوشحالي د موسکا او خپګان په تريو تندي سره وښئيو. خو د انسانانو د ځينو بنسټيزو غوښتنو ترڅنګ ډېرې داسې مفکورې او نظريې شته چې مونږ هيڅکله نه شو کولې هغه د ژبې له کارولو نه بغېر واضحه توګه بيان کړو. لکه:

(١) که ته په ښه درجه بريالے شوې ښه کار به پېدا کړې.

(٢) ټول مذهبونه د بشر دوستۍ ښودنه کوي

(٣) مشين به څومره وخت دوام وکړي؟

(٤) زۀ به په څور راتلونکو ورځو کښې خپل پور ادا کړم.

نو اسانه ده چې وپوهېږو چې يو لړ ډېرې ورځنۍ چارې د ژبې له کارولو پرته نۀ شي ترسره کېدې. البته داسې نشو ويلې چې مونږ له ژبې پرته ژوند نۀ شو کولې. يقيناً يو انسان کولې شي يواځې په يو ځنګل کښې په ډېرې سادګۍ سره ژوند وکړي، او ښائي د يوې اوږدې مودې لپاره ژوند وکړي خو انسان چې په ټولنه کښې ژوند کوي نۀ شي کولې پرته له ژبې ژوند وکړي. يو سړے چې په ټولنه کښې ژوند کوي هغه له څښلو او خوړلو نه علاوه نورو څيزونو ته هم اړتيا لري. هغه غواړي چې د دې توان ولري چې د ځينو شيانو لکه مينې ، کرکې، دين ، فلسفې او ژبې په اړه خبرې وکړي نو ټولنيز ژوند له ژبې پرته ناشونے دے. په حقيقت کښې له ژبې پرته ان ټولنې نه شي رامنځته کېدې او هېوادونه نۀ شي کولې له يو بل سره اړيکې ټينګې کړي. ان د سړو او ښځو يو وړوکے ګروپ نۀ شي کولې بې له ژبې څخه رامنځته شي. کله چې ژبه ريښتيا دومره مهمه ده نو راځئ چې له ځانه دا پوښتنه وکړو چې ژبه چا اختراع کړه؟ مونږ نه شو کولې دې پوښتنې ته داسې په اسانۍ سره ځواب ورکړو څومره چې د بړاس د مشين وغېره اختراع په اړه يې ورکوو. د نمونې په توګه ژبه د يو چا او ان د يو ګروپ د وګړيو په وسيله نه ده اختراع شوې. ژبه په تصادفي توګه هم نه ده زېږېدلې. کوم وخت چې انسانانو د يو بل په ګاونډيتوب کښې د شيانو او نظرياتو د بيانولو لپاره ټاکلي غږونه وکارول نو هر څبه په تدريجي توګه منځته راغله.

بحث دوام لري نور بيا ...........

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/01 او وخت 5:0 |

     

       په اخلاقي فلسفه کې د ښکلا پېژندنې نظريه

 

                                ليکوال : شهيدمرتضى مطهري

 

                               ژباړن : مجيب الرحمن اميري

 

مخکې له دې،چې په موضوع بحث وکړو ؛يو ټکي ته مو بايد پام وي؛هغه دا، چې ممکنه ده ځينې خلق په دې نظريه باندې دپوهېدلو فکر وکړي،چې ايا اخلاق له مينې او عاطفې څخه عبارت دے ؟ ،له علم او پوهې څخه عبارت دے ؟ له ارادې څخه عبارت دے؟ له وجدان څخه عبارت دے ؟ له ښکلا څخه عبارت دے ؟ او دټولنې د روزنې په برخه کښې څۀ ګټه لري؟

 

      دا چې که مونږ ووايو او که ونه وايو،چې اخلاق له څۀ شے څخه عبارت دے؛خلک عملاً د ناوړو اخلاقو پنځوونکي دي او دا پرته له يو لړ هغو علمي بحثونو څخه، چې عملي نتيجه نه لري؛بل څۀ نه دي.دا داسې مثال لري، چې که يو چا ته وويل شي، چې قورمه په (غ) سره سمه ده ،که په (ق) سره؟ خو هغه ووايي، چې نه  په (غ) او نه په (ق) سره ؛بلکې په غوړيو او غوښې سره.

 

       نواوس دا چې اخلاق له څۀ شے څخه عبارت دے؛ممکنه ده ځينې خلق فکر وکړي، چې اخلاق يوازې يو نظري او غير علمي بحث دے؛ خو داسمه نه ده،وړومبې په دې ټکي پوهېدل ضروري دي، چې اخلاق له کومې مقولې څخه عبارت دے؛ بيا له يوې مقولې او که له څو مقولو څخه عبارت دے؛ سترې اغېزې لري؛په دې شرط که مونږ پوه شو . که مونږ وغواړو، چې اخلاق په ټولنه کښې پلي کړو؛ په پيل کښې به له ډېرو ستونزو سره مخ شو. هغه کسان،چې طرز او تفکر يې هندي طرز تفکر ته ورته دے ؛وائي چې اخلاق يعنې مينه کول ، دښمن نه لرل، کينه نه کول او وائي، چې که غواړئ اخلاق په ټولنه کښې پلي او پياوړي کړئ ؛ نو په ټولنه کښې د مينې کولو حس پياوړے کړئ او دا سې کار وکړئ، چې کرکې ، کينې او دښمنۍ له منځه لاړې شي؛په ټولنه کښې دښمنۍ له منځه يوسئ او د خلکو په زړونو کښې مينه پيدا کړئ؛ د دوى په نظر همدا اخلاق دي.

 

      خو له د سقراط په شان کسان چې اخلاقو ته د علمي مقولې په توګه قائل دي؛بيا بل ډول نظر لري . دوى وائي:خلقو ته زده کړه ورکړئ، ښوونه ورکړئ او پوه يې کړئ؛کله چې خلق پوه شي ؛همدغه پوهه د دوى لپاره اخلاق دي ؛ نو د دې نظريې پر بنسټ هر سړى د فاسدو اخلاقو درلودونکے (فاسدالاخلاق) دے؛ په دې دليل ، چې ناپوهه دے، داخلاقي فساد سرچينه ناپوهي ده ؛نو لازمه ده ،چې علم او پوهې ته پاملرنه وشي  (علمهم وکفى ) زده کړه وکړئ  او زده کړه تربيت او روزنه هم ده،ښوونه له روزنې او روزنه له ښوونې سره تړلې ده ؛ دوى نه وائي، چې کينې او دښمنۍ له منځه يوسئ؛بلکې وائي علم او پوهې ته پراختيا ورکړئ ؛ نو ايا موږ بايد د ټولنې د روزنې لپاره د پوهې کچه لوړه کړو ، يادا چې له پوهې څخه څۀ نه جوړېږي؛ ترڅو کرکې  او دښمنۍ له منځه يو نه سو؟

 

      خو ارسطو بيا وائي، چې په يوازې توګه له پوهې څخه څۀ نه جوړېږي؛ بايد اراده پياوړې شي . دى يوه بله لاره هم راښيي: چې په اخلاقو کښې  بايد د هرچا تکيه په انساني فطري وجدان باندې وي ؛ دى وائي د انسان په د باطن کښې داخلاقو يوه سپېڅلې سرچينه شته، چې انسان نېکوکارونو ته هڅوي او له بدو يې منعې کوي . دا چې رښتيا وايه-دروغ مه وايه،امانت ساته- خيانت مه کوه، قرباني ورکوه ، انصاف کوه؛دا ټول د هر انسان په دننه کښې شته.

 

      انسان هغه وخت دخپل وجدان غږ نۀ شي اورېدلې ،چې هلته نور غږونه او غوغاګانې موجودې وي . د مثال په توګه:که چېرې په يوه فضا کښې چې پکښې آرامه  آرامي وي يو څوک خبرې کوي نو موږ د هغه غږ ښۀ تره اورېدلے شو؛ خو که په هغه فضا کښې غالمغال او شور ماشور جوړ وي يا زموږ تر څنګ ناست کسان ګنګوسې او خبرې کوي؛ نو بيا دويناوال غږ سم نه شو اورېدلې؛ تر څو مخالف غږونه غلي نه شي. د ليدلو په برخه کښې هم داسې دي . مونږ په دې شرط يو شے ښۀ تره ليدلې شو، چې گرد او دوړې  تر منځ نه وي؛ که هم څومره زموږ سترګې ځواکمنې او طاقتمنې وي؛خو چې ګرد او دوړې زياتې شي نو څيزونه سم نشو ليدې؛ په حقيقت کښې موږ ليدل کولې شو؛خو دوړې او ګردونه زموږ مخه نيسي؛ ترڅو چې هغه له منځه لرې نه شي  هغه شے نشو ليدلې .

 

      نو که له هغه چا څخه ، چې اخلاق د وجدان غږ بولي، وپوښتل شي، چې که وغواړو ټولنه د اخلاقو په لور هدايت کړو  بايد څۀ وکړو؟ نو

      دوي وائي داسې کار وکړئ ، چې هر سړے دخپل وجدان غږ واوري

 

    هغه څنګه کار دے؟

داسې چې نور شور ماشور کم کړئ ؛هغه غږ (دوجدان غږ ) تل شته او غلے کېدونکے نه دے خومخالف شور ماشور مه پرېږدئ  چې د وجدان غږ ستاسو تر غوږونو در ورسېږي . په دې ترتيب دوي وايي ((اخلاق؛يعنې دخپل زړۀ د غږ اورېدل دي.))

 

   هغه څوک، چې اخلاق د ښکلا له مقولې څخه بولي؛وائي په خلقو کښې د ښکلا پېژندنې  حس پياوړے کړئ؛که خلق ښۀ  د غوره او نېکو اخلاق حس  اوپېژني نو له ناوړه کارونو څخه ژغورل کېږي او ځان ترې ساتي .

 

 هغه څوک، چې دروغ وائي، وجه يې دا ده چې  درښتينولۍ ښکلا يې نه ده درک کړې، يا څوک  چې خيانت کوي ، دامانت ښکلا يې نه ده درک کړې؛نو بايد د سړي ذوق پياوړے شي؛ او ذوق له ښکلا سره تړلے دے . داسې کار وکړئ، چې هغه يوازې له مادي او محسوسو ښکلاګانو سره تعلق ونه لري بلکې معقول ښائېست ته هم پاملرنه وشي. نو بس دا بحث يوازې فلسفي او نظري بحث نه دے  چې هېڅ عملي بڼه نه لري؛بلکې داسې بحث دے ، چې فوق العاده عملي اثر او بڼه لري چې له مونږ نه علاوه  ټول خلق يې په پوره ځيرکۍ سره طرح نه کړي؛نشو کولې چې خپل اسلامي_ اخلاقي مکتب وپېژنو.

 

د ښائېست نظريه _ ايا ښائست  او ښکلا د تعريف وړ ده؟

 

      مخکې مو وويل ، چې داخلاقو په اړه يوه نظريه داسې هم ده  چې اخلاق  د ښکلا له مقولې څخه عبارت دے ؛دلته پوښتنې پيدا کېږي.او بايد دا پوښتنې ځواب کړو او وروسته خپل مطلب ته راشو  چې وائي اخلاق دښکلا له مقولې څخه عبارت دے))

 

      وړومبۍ پوښتنه داسې ده ،چې ښکلا څۀ څيز دے؟ يعنې ښکلا څۀ ډول تعريفېدې شي؟

دمنطق پوهانو له نظره د ښکلا جنس او فعل څۀ دے؟ داخلي ښکلا په کومه وېنا کښې ده؟ ايا ښکلا په کميت کښې ده ؛ که په کېفيت کښې؟ ايا د کيفيتونو جز ده؟ ايا په اضافي مقوله کښې ده او يا د هغې برخه ده ؟ ايا يو کار يا فعل دے؟ ايا جوهر دے ؟ ‌او يا له دې نه بغېر ښکلا له څۀ څيزڅخه جوړېږي؟ ايا کېدې شي، چې د ښکلا پېژندنې لپاره يوه فارموله وضع شي ؟ ايا دکيميا په څېر ،چې پکښې د مادي څيزونو لپاره فارمولې وضع کېږي ؛ همداسې وکړو؛لکه چې وائي:H2O داوبو مرکب فارموله ده؛ ايا ښکلا هم په طبيعت کې همداسې فارموله لري ؟ او بالاخره دا چې ښکلا څۀ څيز دے؟

دا هغه پو ښتنه ده، چې لا تر اوسه هم ورته کره ځواب نه دے موندل شوے، چې ښلا يعنې څۀ؟

 

      د ځينو خلقو په عقيده دې پوښتنې ته ځواب نشته او ځواب هم نه لر ي. په دې اعتبار چې دحقيقتونو په نړۍ کښې لوړ حقائق هغه دي،چې د هغو په اړه ويل سم نه وي ؛نو  ايا کولې شو ، ښکلا تعريف کړو؟ ((ځواب؛  يې (( نه )) دے

 

      فصاحت د ښکلا پېژندنې له مقولې څخه عبارت دے؛ په دې برخه کښې پوهان وائي:فصاحت په حقيقت کې هېڅ تعريف نه لري ( مما يدرک ولا يوصف )يعنې درک کېدې شي ؛خو تعريفېدې نۀ شي. مونږ په نړۍ کښې هم  ډېر داسې څيزونه وينو ، چې درک کېدې شي؛ خو تعريفېدې نۀ شي؛ ښکلا هم همداسې ده .

 

      افلاطون هم ښکلا تعريف کړې؛خو د دۀ تعريف له يوې خوا سم نه برېښي او له بلې خوا بشپړ او پوره نه دے. افلاطون وائي:((ښکلا)) د کُل او اجزاو ترمنځ هماهنګۍ ته وائي؛ معنا يې داچې که مونږ لکه يوه ودانۍ يو کُل ولرو چې اجزا يې دېوال، چت، ور او داسې نور وي ؛ په يو ښکلي تناسب وکارول شي؛ همدا کُل ښکلا ده . د دې ودانۍ د ښکلا وجه يې داجزاؤ تر منځ تناسب دے . اوس ويل کېږي ،چې ايا دا سمه ده،چې(( ښکلا)) ؛يعنې تناسب؟ او ايا ويلې شو، چې  د ښکلا په برخه کښې تناسب څۀ شے دے ؟ايا دلته هم داسې ويلې شو ؛ لکه په اوبو کښې  چې وائي(د Hاندازه څومره ده او دO   اندازه څومره ده؟)؛دا بيا هم ځواب نه دے . ايا مونږ کولې شو ښکلا تعريف کړو: بياهم ځواب نه دے . لازمه نه ده ددې لپاره چې په حقيقت  باندې اعترف وکړو؛هېڅ اړتيا نه لري ، چې لومړى هغه تعر يف کړو؛ که يې تعريف هم کړو؛ تعريفولې يې نۀ شو؛ نو وېلې شو چې ښکلا د ماهيت ( څۀ والي ) له پلوه مجهوله ده؛ خو په حقيقت کښې وجود لري او بشر هغه نۀ شي تعريفولې. ان تر دې چې بشر نۀ شي کولې د برېښنا (بجلۍ) قوت وپېژني ؛ خو په دې کښې شک نه کوي  چې برېښنا او بجلي وجود لري ؛يعنې په وجود يې شکي نه دے.

 

           ښکلا مطلقه ده که نسبي؟  

 

      دويمه پوښتنه ، چې دلته مطرح کېږي؛ دا ده چې ښکلا مطلقه ده؛که نسبي؛يعنې هغه څۀ  چې ښکلي دي هغه په خپل ذات کې ښکلي دي بې  له دې ، چې انسان د هغه ښکلا درک يا درک نه کړي . ايا ښکلا په رښتيا سره يو حقيقت دے،چې وجود لري ، يا د درک کوونکي او درک شوي تر منځ  يوه مرموزه رابطه ده ؟. ستاسې په نظر به يو انسان ښکلے وي خو دنورو په نظر به ښکلے نه وي ؛ نو د دې قول په بنياد ښکلا مطلق حقيقت نه دے ؛ يعنې ممکنه ده چې يو سړے د يو چا په نزد ښکلے وي  خو د نورو په نزد تر هغه بل بدرنګه نه وي . د ليلی مجنون مشهوره قيصه هم دې د دې په شان ده يعنې مجنون به  چې کله دخپلې ليلی په ستائېنه کښې کوم غزلونه او شعرونه ويل؛ هارون رشيد به سوچ کاوۀ، چې ليلا به داسې يوه څوک وي ،چې نظير او مثال  به يې په ټوله نړۍ کښې نه وي ؛ خو کله ، چې هارون رشيد هغه کوچۍ او وحشي ليلا وليدله؛نو تر هغې توره ، سوې او بدرنګه ښځه بله نه وه او حتی بېخي دليدلو وړ نه وه.

 

      دا په خپله د هغې مسئلې برعکس ده ، چې وائي: ځينې خلق فکر کوي  چې ښکلا مينه زيږوي ؛ سمه دا ده چې مينه ښکلا زيږوي؛ يعنې وړومبې مينه پيدا کېږي او بيا له مينې ښکلا پيدا کېږي؛ خو هر څومره دا يوه افراطي نظريه ده؛ خو دا نۀ شي کېدې، چې په بهر کښې ترې په کُلي توګه انکار وکړو

 

      دا سمه نه ده ،چې ښکلا سل په سلو کښې د مينې زېږوونکې ده  او مينه يو ګذاف حقيقت دے، چې دواړه يو ځاے پيدا کېږي ؛بلکې ښکلا يو حقيقت دے؛ که نسبي حقيقت هم وي خو بيا هم په خپله حقيقت دے.

 

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/01 او وخت 5:0 |

 

پښتو ادب

 

( دويمه برخه )

 

عزتمنو مېنه والو! د پښتو ادب تر سرخط لاندې مو له ابتداء نه يوه ستره لړۍ د پښتنو لوستونکو د استفادې په هدف شروع کړې ده او په دې کښې ليکل شوي مواد مو له پښتو نه علاوه د نورو ژبو د مختلفو ژبپوهانو، محققانو، ماهرانو او ادبي او کلتوري شخصيتونو له ليکنو نه راغونډ کړي دي او يو په زړۀ پورې ترتيب مو ورته ورکړے نو ځکه ورته د يو کس ليکوال نوم نه شو ورکولې نو که د کوم يو قدرمن ليکوال له ليکنې څخه اقتباس يا مضمون  پکښې ترسترګو شي نو مننه ترې کوو چې له ليکنو څخه به يې ګران مينه وال استفاده وکړي همدا رنګ که له موضوع سره اړوند ليکنې نور وروڼه خوېندې هم پکښې شاملول غواړي نو مونږ ته دې راولېږي نو په مينې سره به په دې برخه کښې خپروو. (اداره)

 

د ژبې مفهوم

په انساسيکلوپېډيابريټانيکاکښې يې د ژبې په تعريف کښې ليکلي دي چي ژبه غږيزو سيمبولونودخپلې خوښې سېسټم دے چي د هغۀ په واسطه انسانان ديوې ټولنيزې ډلې اود يو کلتوردبرخه والوپه توګه  متقابله پوهونه او راپوهونه (مفاهمه) سرته رسوي . په دې تعريف کښې ځاے شوي مفاهيم که جدا جدا وشنل شي ، نو به :

غږيز(vocal) معنادا چې د ژبي په تعريف کښې مونږ د مفاهمې په برخه کښې يوازې د(وينا) په اړخ زوراچوو. د مفاهمې نورسيسټمونه هم شته لکه د يو ټاکلي مفهوم دافادې له پاره دسراولاس خوزول ، داوږو پورته کول ، دسترګو اخوا ديخوا وړل ، پوزه بوچه نيول او داسې نور، چي دا هريو د يو مشخص مفهوم په ښوونه کښې مرسته کوي خومونږ په ژبه کښي يوازې غږيز سېسټم په پام کښې نيولے دے..

له خپلې خوښې مطلق (arbitrary) سيسټم څخه مومراد دا دے چې د ژبني سمبول اود هغۀ د اصلي مادې ترمېنځ هيڅ ډول لازمي رابطه نه وي . د مثال په توګه په پښتوکښې يو حېوان  ته اَس وائي . د دغې نامې له پاره په فارسۍ کښې اسپ ، په عربۍ کښې فرس ، په هندۍ کښې ګهوړا، په انګرېزۍ کښي هورس ، په فرانسوۍ کښې شاوال اوپه روسۍ کښې لوښاد؟ نومونه ټاکل شوي دي. له دغولغتونوڅخه هيڅ يو لغت د نوموړي حېوان له واقعي حالت سره مناسبت نه لري ، بلکې صرف يوه نوم اېښودنه ده چې د(ولې ؟) له پاره يې نۀ جواب شته او نه ژبپوهان له دې بابته په ځان باندې دڅېړنې تکليف اېږدي . داخبره حتی په تقليدي لغتونو(imitative words) کښې ، چې د يو غږ د تمثيلولو له پاره وضع شوے وي ،لاهم تريوې اندازې صدق کوي . په انګرېزۍ کي د پيشود خرهاري اواز (غوراري) ته (purr) وائي او په فرانسوۍ کښې ورته (ronronner) وائي . دواړه لغتونه د پيشو د خرکي ( غور غور ) غږونه تمثيلوي خوتاسو وينئ چي د هغو په شکل او جوړښت کښې څومره توپيراو فرق شته.

سيمبولونه دڅيزونو څرګندوونکي دي خوپخپله څيزونه نۀ دي. د کتاب لغت پخپله کتاب نه دے بلکې د هغۀ څرګندوے دے .

کله چي مونږ د ژبې لغت په خوله راوړو، ترزياتې اندازې پورې مومراد دويلوژبه (spoken language) ده . ليکلې ژبه بيا يوبل سيسټم دے چي له ويناسره سيده اړيکي لري .

ارواښادپوهاندډاکټرمحمد رحيم الهام ليکي : ٌ ژبه دانساني غږونو يو رمزی سيسټم دے چې د يوې ژبنۍ ټولنې غړی يې د مفاهمې له پاره په کاروی . مونږ د ژبې دغه غږيز سېسټم ته ويناوايو. انسانانود خپلو وينائي ژبو د ثبتولواوساتلوله پاره ګرافېک سېسټمونه اختراع کړي دي چې مونږ يې ليک بولو . وينا او ليک په ماهيت کښې دوه بيل بيل سېسټمونه دي . د وينا اساسي جوړونکي عناصرغږونه دي او د ليک اساسی جوړوونکي عناصرتوري دي . غږونه داسې فزيکی ښکارندې دي چې احساس يې د غوږونو په واسطه کيږي اوتوري بياداسي بل ډول فزيکي ښکارندې دي چی احساس يې دسترګوپه واسطه کيږي .... ٌ

ډاکټرعبدالرازق پالوال د ژبي يو ډېرخوندورتعريف کړے دے اوهغه داچي ٌ ژبه د پوهوني اوپوهېدني هغه صوتي سيمبوليک وسيله ده چې ودي او تکامل يې بشردانسانيت وتکاملي پړاو ته،او د ليک ايجاد يې انسان د مدنيت تکاملي پړاوته رسولے دے . ٌ

 

د ژبې تاريخ

د ادب د تاريخ په حقيقت باندې د لا زيات پوهېدو لپاره  راځئ چې د ژبې چې د ادب د تاريخ يوه ځلانده او ځانګړې ذريعه ده په حقله د تاريخ جاجونه وکړو:

ژبې څنګه منځته راغلې؟

پدې اړه چې ژبې څنګه منځته راغلې اوانسان په وړومبي ځل څنګه خبرې پيل کړې، څونظرونه موجود دي. خولاتراوسه يو هم په کره توګه دمنلووړندے.د ژبوځينې زده کوونکي په دې اند دي، چې په وړومبيو وختونو کښې انسان د چوغکو او حيواناتو په څېر غږونه وېستل.خو د ژبو ځينې نورپوهان بيا په دې باوري دي، چې په وړومبيو وختونو کښې انسان د هغو غږونو، چې خپل چاپېريال کښې يې اورېدل پيروي کوله. د پيروۍ په نتيجه کښې له غږونو نه کلمې جوړې شوې.غالبآ د Buzz کلمه چې د مچ د بنګهاري معنا وركوي، به له همدې لارې رامنځته شوې وي. خودډېرونوروکلموجوړښت له دې نظرسره، سمون نه خوري.

پدې اړه نورو پوهانوهم ډېرنظرونه وړاندې كړي دي، خو يوهم سل په سلو کې دډاډ وړ نه ښکاري.البته په هرنظركښې دڅه ناڅه ريښتينولۍ څرك لګېږي. په غالب ګومان ژبه د تړون او پلان له مخې رامنځته شوې نه ده. بلکې دانسان له اړتيا سره جوخته منځته راغلې ده. او اوس هم همداسې پرمختګ کوي...دنن زمان ژوندۍ ژبې له هراړخه پوره ندي.ځينې خيالات پکښې په سختۍاو ځينې پکښې په اسانۍ ويل كېدې شي او ځينې پكښې د اظهار او بيان څو،څو لارې او ګودرې لري.

 

د ژبې د پېدائش او تاريخ په حقله د افغانستان د علومو د اکېډيمۍ د ژبې او ادبياتو د انسټي ټيوټ سر محقق علي محمد منګل ليکي: (( د رب العالمين له لويو لويو قدرتونو، نښو نښانو، موجوداتو او کائناتو له مظاهرو څخه يوه بې څارې نښه د ژبې پېدائښت دے. خداے پاک دا لويه پېرزوينه په خپلو بندګانو چې اشرف المخلوقات دي کړې ده چې نور مخلوقات ورڅخه بې برخې دي. د خداے پاک دغه لوے نعمت ته چې د انسان په برخه دے د علم او پوهې خاوندان، پوهان او لوے لوے دانشوران هک حېران پاتې دي او په دغه اړه رنګ رنګ څېړنې شوي دي، کيږي او لا روانې دي. د ژبې د پېدائش، سرچېنې، منشاء او وېش په اړه له ډېرې زمانې راهسې ډول ډول څېړنې او مطالعې جاري دي. په اوسنۍ پرمختللې پېړۍ کښې چې انسان هسک اسمان ته پورته شو او لا پورته کيږي نو د ژبې د پېژندنې او پېدائش په اړه څېړنې په عصري سېسټم په مخ روانې دي. په هر حال د ژبې په اړه د پوهانو ترمېنځ دوه نظريې وجود لري:

وړومبۍ نظريه: هغه نظريه چې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو سره بنا ده او لازمه ده چې هر مسلمان يې د کلکې عقيدې او ايمان له مخې مني.

دويمه نظريه: هغه علمي او څيږنيزه نظريه ده  چې د پوهانو او ژبپوهانو د ژبې د څېړنې په بنياد ده او له اوږد وخت څخه پرې  د نړۍ ژبپوهان د خپلو اسنادو او لاس ته راغليو لرغونو موادو له مخې څېړنې کوي د ژبې د تاريخ، ژب پېژندنې مقائسوي ژبپوهنې او نورو رنګ رنګ موضوعاتو په سپړنې لګيا دي چې په دې اړه زياتې مقالې، کتابونه او رسالې ليکلې شوې دي او لا ليکل کيږي.))

دغه سر محقق په خپل مضمون کښې له لويو لويو استاذانو او ژبپوهانو څخه غوښتي دي چې په دې اړه د قرآن عظيم الشان په بيناد ژورې تحقيقي او څيړنيزې ليکنې وکړي ځکه چې د قران پاک په رڼا کښې د ژبې څېړنه تقدس او سپېڅلتيا لري. ښاغلے علي محمد منګل مخکښې ليکي:

(( کله چې حضرت آدم (ع) او بي بي حوا شېطان په جنت کښې تېروېستل نو د خداے پاک لخوا ورته د څه وخت لپاره دا سزا ورکړې شوه چې له جنت څخه راووتل او ورته يې وفرمايل: (ژباړه) (( او شته تاسو ته په زمکه کښې ځاے د استوګنې او اسباب او د ګټې اخېستلو تر وخته پورې ))

همدا رنګ خداے پاک هغوي ته د توبې د قبلېدو لپاره څه کليمات ورزده کړل لکه چې فرمائي:

( ژباړه) (( پس زده کړل آدم (ع) له خپل رب څخه څو کلمې نو الله يې توبه قبوله کړه بې شکه دا الله ښۀ توبه قبلوونکے او ښه مهرباني کوونکے دے )) يعنې حق تعالي ورته په خپل فضل او مرحمت سره څو کلمې القاء او ورزده کړې چې  د هغو په ويلو او وسيلې سره يې توبه قبوله شوه. او هغوي وويل:

رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ( سورۀ اعراف ٢٣ ايت ) ))

دلته به د دې خبرې وضاحت وکړو چې کومې کلمې خداے پاک حضرت آدم (ع) او بي بي حوا (ع) ته ورزده کړې وې د هغو په حقله مختلفو مفسرانو مختلفې شننې کړې دي. يعنې هغه کلمې څه وې چې د هغو په وسيله يې دغه پاس بيان شوې دعا خداے پاک قبوله کړه او بخښنه يې ورته وکړه چې دا يو بيل بحث دے چې پکار دي د قران، حديث عالمان يې څېړنه وکړي. د علم او معرفت د ځينو خاوندانو په اند خو حضرت  آدم (ع) له پاک ربه د خاتم الانبيا حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه و آله وسلم ) د حضرت علي (ع) او نور اهلبېتو (ع) په وسيله دعا وغوښته. له دې امله چې زمونږ موضوع ادبي ده نو ځکه په دې حقله زياته شننه نۀ شو کولې البته د يوې اشارې په توګه به د شعر او ادب او عرفان استاذ ارواښاد حمزه بابا يو دوه شعرونه په دې حقله بيان کړو لکه چې وائي:

په دعــــا کښـــې د آدم اثر علــــي دے

په ليمۀ کښې د يعقوب اثر علي دے

د اذا تلهی نــــــور څـــه يې تفسير شته

نمــــــر د علـــم محمـــد قمر علـــي دے

او بله موضوع چې زمونږ له دې بحث سره سمون خوري دا ده چې دغه کلمې يا دعا په کومه ژبه کښې وه؟ يا په بله معنا د حضرت ادم (ع) ژبه کومه وه؟ نو دا هم د څېړنې وړ موضوع ده، ځکه چې په قران مجيد کښې چې دغه دعا د عربۍ په کومو الفاظو سره راغلې ده هغه په دې خاطر چې قران مجيد خداے پاک په خپل پاک حبيب حضرت محمد مصطمفی (صلی الله عليه و آله وسلم)باندې په عربۍ ژبه نازل کړے دے. چې په دې موضوع هم ځينو پښتنو څيړونکو څېړنې کړي دي او دا يې ثابته کړې ده چې د سائېنسی څېړنو له مخې د دنيا دا کره پخوا يوه د اور سکروټه وه او اول چې د دنيا کومه ټوټه سړه شوې او د ژوند کولو قابله شوې وه هغه د پامېر د غرونو سيمه وه چې دا د پښتونخوا سيمه ده او حضرت ادم او بي بي حوا عليهم السلام دغې سيمې ته راکوز کړې شوي وو او ضروري خبره ده چې ژبه به يې د پښتونخوا د سيمې ژبه وه چې هغه پښتو ده. خېردا جدا بحث دے چې څېړنې پرې شوي دي کيږي او لا نورو ته اړتيا لري. او هغه خپل بحث ته راګرځوچې د کابل پوهنتون د سر محقق په قول د قران مجيد د مبارکو ايتونو له مخې جوته شوه چې په مجموعي توګه ژبه د آدم (ع) له وخت نه تردې وخت پورې د بنيادمو ترمېنځ د يو بل د پوهولو او پوهېدلو لپاره جاري ده او جاري به وي او تر څو چې ژوند وي ژبه به ورسره مله وي.

له همدې امله دي چې پوهان، عالمان او د پوهې څښتنان وائي چې ژبه د نړۍ په مخ د خداے پاک يوه ژوندۍ او نۀ فناکېدونکې ډالۍ ده چې خداے پاک زمونږ نيکۀ ادم (ع) ته ورکړه چې د انسان او حېوان ترمېنځ فرق يو هم د همدې ژبې په ذريعې سره کيږي.

ځينې څيړونکي په دې باوري دي چې په ابتدائي وختونو کښې به انسان هم د نورو حېواناتو په شان د کومي، مرۍ او غاړې له لارې داسې اوازونه وېستل چې څه کامله معنا او مفهوم به يې نه لرۀ خو چې کله په دې وتوانېدو چې خبرې کول او بل پوهول د نطق له لارې ادا کړي نو په دې فکر کښې شو چې د يو څيز اسم عام او نور مفاهيم وضع کړي. مثلاً که د يوې ونې يا اَس يا بل څه څيز لپاره به يې اسم عام او نوم پېدا نکړو نو تکامل به يې نيګړے ؤ. يعنې انسان مجبور ؤ چې د ځان او بل د پوهولو لپاره يو څيز ته نوم ورکړي او د دغه اسم عام او د دې د نظائرو له وضع کولو نه پس د انسان په حالت کښې يو محسوس پرمختګ  او وده پېدا شوه او د انسان لپاره د ترقۍ لارې خلاصې شوې. همدغه څېړونکے ليکي چې انسان د نطق له لارې خبرې کول دومره په اسانه نۀ دي زده کړي بلکې په ډېر کوشش او ټولنيز ژوند د دې سبب ګرځېدلے دے او کېدې شي هماغه ډول چې وويل شول انسان به د حېواناتو په شان اوازونه وېستل او دا اوازونه به زياتره له اشارو يا د طبيعي صوتونو له تقليد سره مل وو. همدا رنګ خش خش ، تق تق او خر خر ټول د طبيعي صوتونو له تقليد څخه دي. او ليکي چې د امريکې د آراپاهو قبيلې خلق په تياره کښې يو بل په خپل مطلب نه شي پوهولې. د جرمني يو پوه کانټ وائي د يو سپي بچے چې کله پېدا شي نو په هغۀ کښې له هم هغه ابتداء نه د غټ سپي ټول صفتونه او خويونه موجود وي يعنې يو کامل سپے وي خو د انسان يو بچے چې کله پېدا شي نو پوره نۀ وي او تعليم، تربيت، روزنې او زدکړې ته اړتيا لري، او په دې تربيت باندې کېدې شي شل کاله ولګي خو بيا هم دا زدکړه او روزنه په مختلفو قومونو او قبيلو کښې فرق کوي په ځينو قبيلو کښې چې ماشوم دومره شي چې خپلې اړتياوې پوره کولې شي له مور پلاره بيليږي، لکه د آلئوټ قبيلې يو ماشوم چې د لسو کالو شي نو له مور پلاره بيل ځانته کور جوړوي او ښکار او ماهي نيونې سره خپل ژوند ته دوام ورکوي، د نائجېريا په قبائلو کښې شپږ کلن يا اوۀ کلن ماشوم د خپل مور پلار کور پرېږدي او ځانته خپله د استوګن ځاے او خوراک څښاک بندوبست کوي.

څيړونکي په خپلو تحقيقاتو سره دا خبره ثابتوي چې انسان ژبه هم په ډېر کوشش او تکل سره زده کړې ده او دې زدکړې هم په مختلفو اقوامو او قبيلو کښې فرق کړے دے.

ژبه د انسان له ژوند سره ژور تعلق لري ځکه چې انسان په دې مجبور دے چې د ژوند تېرولو لپاره له يو بل سره خبرې وکړي او يو  بل په خپل مطلب پوه کړي،ان تردې چې په انسان کښې د پېدائش له شروع نه دا احتياج څرګند او په يو بل ډول ساده او شکل نۀ موندونکو اوازونو په صورت کښې ظاهريږي چې د ماشوم ضرورتونه پوره کوي. انسان په دې هم قادر دے چې هره ژبه زده کړي او ياده يې کړي ځکه چې د ژبې زدکړه د بدن له يو مخصوص جوړښت سره تعلق نۀ لري او هر ډول انسان يې زده کولې شي.

ژبه له دې نه علاوه چې د يو قوم ، ملت او هېواد د جوړېدو سبب ګرځي نو کله کله د سياسي وجوهاتو په بنا يوه ژبه په مختلفو لهجو سره بيله بيلې ژبې اعلانيږي لکه سکانډنياوي يوه ژبه وه خو د سوئزر لېنډ، ناروے او ډنمارک د خپلواکۍ په حاصلولو سره په دريو ژبو ووېشلې شوه او دغه هېوادونه ارادتاً کوشش کوي چې د ژبو دا فرق نور هم پراخه، زيات او ژور کړي. د ځينو سيمو تقسيم بندي خو خالصتاً د ژبې په بنياد شوې ده لکه د مثال په توګه هندوستان، پاکستان او روسيه چې پکښې د سيمه ايزو يا مذهبي اختلافاتو په ځاے د ژبو په بنياد وېش شوے دے.

کله کله يوه ژبه له يو خاص دين او مذهب سره تعلق او پېېلتيا پېدا کوي لکه لاطيني ژبه چې د کېتولکو عيسائيانو په مذهب کښې ترې د خپل مقدس کتاب، د دعاګانو د لوستلو او د مذهبي رسوماتو او دستورو د ترسره کولو لپاره استفاده کيږي. ځينو ماهرانو او ژبپوهانو د ژبو شمېر څلور زره (٤٠٠٠) ښودلے دے او  ژبپوهانو ژبې  په دريو برخو وېشلي دي:

وړومبۍ برخه يو هيجائي يا يو سېلابي ژبې دي لکه چينی ، آنامي ، سيامي چې د ټکو شمېر يې محمدود دے او همدغه ټکي د خپل مطلب د بيانولو لپاره اخوا دېخوا او وړاندې وروستو کوي.

بله برخه ملتصق ژبې نوميږي چې رېشه يې څه بدلون او تغير نۀ حاصلوي بلکې ورسره په اول کښې يا اخېر کښې اضافه کيږي چې د اورال، آلتائي، جاپاني، کوريائي خلقو او امريکائي بوميانو، د مصر د جنوب او افريقې د تور پوستکوخلقو ژبې دي. دريمه برخه پېوندي ژبې نوميږي چې د ځينو په نظر د يو سېلابي او التصاقي تکابل موندونکې ژبې دي يعنې سېلابي او التصاقي مرحلې يې تېرې کړي دي او د کمال مرحلې ته رسېدلې دي. دغه پېوندي ژبې بيا په څو اهمو برخو وېشل شوي دي.

ژبه څنګه وده کوي؟

د ژبې په پرمختګ او ودې کښې ډېر څيزونه اثر کولې شي.جګړې، سوداګري او د وګړيوله يوځاے نه بل ځاے ته لېږدېدنه ژبې ته وده ورکوي او يايې د مرګ کندې ته غورزوي.يو مهال لاطيني ژبه د جنوبي اولويديځې اروپا په يوې غټې برخې واكمنه وه.رومي فوځ له ځان سره هغو سيموته چې د روم امپراتورۍ لپاره يې نيولې وې ، وړې وه.خو کله چې رومي امپراتورۍ د شمال ختيځ له لوري د يرغلګرو په لاسوکښېوته او واکمني يې پاې ته ورسېده، نو تقريبا لاطيني هم ورسره مړه شوه. اواوس يواځې په رومن کاتوليکوکليساؤ ، د درملولپاره د نسخو په ليکنې، د بوټواوحېواناتو په نومونې کښې استعمالېږي.

په شمالي امريکه کښې وړومبي مېشت شوي استعمارچيان انګرېزان وو،نو له دې امله د هغوی ژبه (انګرېزي) د متحدوايالاتو( امريکې ) ژبه وګرځېده.همدغسې په لاطيني امريکه کښې هسپانويان وړومبني مېشتېدونكي يرغلګر وو، نو د هغوۍ ژبه (هسپانوي) هم له دې لارې د جنوبي امريکې په ډېروهېوادونو کښې حاکمه شوه.

امريکائي ، برطانوي او کېنېډائي سوداګران د نړيوالې سوداګرۍ ډېره برخه په لاس کښې لري ، نوهمدا وجه ده چې د نړۍ په ډېرو سيمو کښې انګريزي پرمختګ کوي او د ډېرو هېوادونو دوهمه ژبه ګرځېدلې ده.... همداشان دبېلابېلو وګړيو ترمنځ اړيكي هم ژبه شتمنولې  شي.د مثال په توګه په ١٠٦٦م کال کښې، په انګلستان باندې د (نارمن فرانسويانو) له يرغل نه مخكې انګرېزي د(انګلوساکسون) يوه لهجه وه. (نارميان)پر فرانسوۍ ژبه غږېدل.ورو په ورو(نارمن فرانسوي) او(انګلوساکسون) سره ګډې شوې او د انګرېزۍ غټه برخه ترې جوړه شوه.په ( انګلوساکسون)کې دغوئي او غوښې لپاره يوه کلمه کاو=Cow موجوده وه.خو فرانسوۍ د`غوا` او `غوښې` لپاره ځانته، ځانته کلمې درلودې. غوښې ته يې بوف= boeuf وايه، همدغه کلمه انګرېزۍ ترې واخيسته او خپله تشه يې پرې ډکه کړه. همدغسې ژبه د نويوکلمو جوړولو، دسلنګ يا نا ادبي ژبې په ځاے او سم استعمال له لارې هم پرمختګ او وده کولې شي...

يعنې دلته مونږ دا خبره کولې شو چې لکه نن سبا په خلقو کښې دا يوه غلط فهمي عامه ده په تېره بيا زمونږ په پښتنو کښې چې انګريزي او پرمختګ او ترقي لازم او ملزوم دي او که انګريزي نه وي نو ترقي ناممکنه ده نو دا صحيح ده چې انګريزي د استعماريت، د نورو قومونو د شتمنيو د لوټلو او د دنيا سرۀ او سپين په خپل اختيار کښې د لرلو له لارې عامه شوې ده خو ترقي او پرمختګ فقط او فقط په خپله ژبه کښې امکان لري او پردۍ ژبه کښې زدکړې بې له غلامۍ او د بل لاس ته ناستي نه بغېر بل هيڅ څيز په ډالۍ کښې نه راوړي. همدا اوس که امريکه او انګرېزان په نړۍ کښې ماتې وخوري او ديواليه شي او يو بل قوم راوړاندې شي نو بيا به د هغه بل قوم ژبه په دنيا کښې عامه شي او انګريزي به لکه د لاطيني د تاريخ په ډېران کښې پرته وي نو بيا به څه جواز وړاندې کيږي؟

ننه که مونږ د نړۍ د ټولو هېوادونو په خاصه توګه د پرمختلليو هېوادونو يوه لنډه جاجونه وکړو نو دا حقيقت په ډاګه کيږي چې د هغوي د ترقۍ راز په خپله مورنۍ ژبه کښې دے او هيڅ کله بلې ژبې ته يې احتياج نۀ دے پېدا کړے.

دوام لري....... نور انشاءالله بيا

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت 5:0 |

 

نوې چپې

 

 

 

 (ناول)

(دويمه برخه)

 

ليک: ارواښاد حمزه بابا

 

                                                                   سريزه

 

(( نوې چپې )) هغه يواځېنے ناول دے چې ارواښاد حمزه بابا په خپل ژوند کښې ليکلے دے. د دې ناول د مرکزي خيال په هکله به دومره ووايو چې بابا په دې  ناول کښې د يوې مسلمانې پښتنې ټولنې نمونه ورکړې ده لکه چې څنګه د بابا له تعليماتو نه څرګنده ده چې هغه د اسلام باده او شراب د پښتو په پياله او جام کښې پښتون قام ته ورکول غواړي. او اسلام هم هغسې غواړي چې په حقيقت کښې څنګه دے او د مذهبونو په نامه له هر له ډول افراط او تفريط نه يې پاک غواړي او پښتو د پښتو په نامه له هر ډول غلطو رسمونو، رواجونو نه پاکه غواړي او دا دواړه هم هغسې غواړي چې څنګه په حققت کښې دي. بابا د دې خبرې قائل نه دے چې د پښتو او قوميت په نامه او بانه دې اسلام ته شا کړې شي او يا دې د اسلام په نامه او بانه باندې ژبې او قوميت ته کفر وويل شي، د هغۀ له نظره د يو پښتون لپاره اسلام او پښتو لازم او ملزوم دي او که په دې کښې يې يو څيز هم پرېښودو نو هغه يو څيز به يې خا مخا نيګړے او غېر معياري وي او د داسې کس ګمراهي يقيني ده.

 

      بابا په دې ناول کښې که يو طرف ته د يوې پښتنې معاشرې هغه مثبت اړخونه ښودلي دي او د يو صحيح مسلمان پښتون کېدو د تقليد وړ مختلف کردارونه يې ورکړي دي لکه د يوې پښتنې کورنۍ د يو پښتون او ايماندار مشر، يوې پښتنې مېرمنې، مور، لور، خور، ورور، ځلمي، پېغلې، دوست، يار، استاذ، سياستدان، پاکلمن مينه وال او حتي يو نوکر وغېره. او د هغوي مړانه، خلوص، صداقت ، شرافت او پاکه مينه يې څرګنده کړې ده او د ژوند په ټولو څانګو کښې د هر يو خپل هغه رول يې چې فطرت ورته ورکړے دے  ښودلے دے نو بل طرف ته يې د منحرف شويو او جاهلو او نه تربيت شويو يا غلط تربيت شويو پښتنو او د پښتو او غېرت په نامه او بانه باندې د جاهلانه  رسمونو نمونې هم ورکړي دي او همدا رنګ يې د هغو په ترڅ کښې د مغربي منځ تشي تهذيب او تمدن له ظاهري پړق پړوق او يا د ځينو پرديو، مفاد پرستو او ناپوهو سياستمدارانو په جذباتي نعرو د دوکه شويو او تېروتيو پښتنو د بيا هدايت کېدو نمونې هم په ډاګه کړي دي چې ويلې شو چې دا ناول نه بلکښې د هرې طبقې د وګړو او د هر دور د پښتنو لپاره يو تل پاتې کښېدونکے لارښود دے او هغه مشهوره خبره چې سمندر يې په کوزه کښې بند کړے دے او چې کله يې زمونږ پښنانۀ وروڼه خوېندې ولولي نو خپله به يې له اهميت نه خبرشي. خداے پاک دې دا کتاب د ټولې پښتونخوا د خلکو لپاره د بېدارۍ يو والي، خپلواکۍ، ترقۍ او خوشحالۍ سبب وګرځوي. په درناوي ( اداره)

 

نوې چپې ناول دويمه برخه په تېر پسې..........

 

عظيم خان: (( عزيز خان به خلق خبر کړي وي کنه، دا د کلي خلق سړي زمونږ ستړي مشي ته را روان ښکاري. )) د عظيم خان دا خبره رښتيا وه په لږ ساعت کښې هغه تور تور داغونه د سړو په صورت کښې څرګند شول او دوي لا ډېر وړاندې نه وو تلي چې مخې ته ورته راورسېدل او ډېر کلک ستړي مشي او بړه ګړ يې وکړل.

چې کلي ته ورسېدل عزيز خان تيار ولاړ ؤ. ګلرخ يې هغه شان په اس سوره کور ته ننوېسته، يو کس ورسره باري قچر هم روان کړل. سليم د کلي سړو لاس په لاس له اس نه راکوز کړ او حجرې ته يې بوتۀ. د حجرې شيرازۍ د ګټو يو دېوال ؤ يو طرف ته د حجرې کوټه او ورسره يو وړوکے جومات ؤ

د جومات په مخکښې لوئے لوئے تيګې د اودس لپاره اېښې شوې وې او ورسره د غز يوه ونه ولاړه وه. سليم لا په کټ کښې ملاست نه ؤ چې دوه کسه ځلمي يې چاپۍ ته کښېناستېدل، يو ځلمي زر زر

چيلم تازه کړ او ډک يې کړ او له ټولو نه اول يې سليم ته ونيوۀ. په پښتو کښې د چيلم په حقله وئېلي شوي دي چې که ژرنده د پلار ده خو په وار ده، خو د مېلمه لپاره هغوي د دې اصولو پابندي نه کوي، اول مېلمانۀ پس ته کوربانۀ، سليم ورته په نفي کښې سر وخوزوۀ  ځلمي چيلم په نورو ناستوخلقو وګرځوۀ. عظيم خان رارسېدو سره کور ته تلے ؤ يو ساعت نه ؤ تېر چې هلک بالښتونه راوړل د سليم سر او ډډو ته يې واچول، د کلي واړۀ واړۀ هلکان د سليم له کټ نه چاپېره شول او په مشتاقو نظرونو يې ورته کتل

شروع کړل. د هغوي لپاره سليم بالکل نوے او د بلې دنيا سړے ؤ، سليم زر زر له بټوې نه پېسې رااوېستې او په هلکانو يې وېش شروع کړ يو سپين ږيري ورته هم وويل چې مۀ ورکوه خو سليم ټولو هلکانو ته پېسې ورکړې، ډېر هلکان په دو دو کورونو ته روان شول په خپلو ورغو کښې يې پېسو ته کتل او په منډه خلاص وو. دلته خو دا حال ؤاو په کور کښې دننه د کلي ښځې او ماشومان ګلرخ ته راغونډ شوي وو، ځينو ځينو چې به د ګلرخ ښائست ته اوکتل په اننګو به يې ګوتې راښکودې، يوې زړې ښځې خو دومره ښکل کړه چې د عظيم خان مور په زور ترې نه خلاصه کړه او زر يې ورته سپېلني دود کړل چې د نظره نه شي. د عزيز خان او عظيم خان ښځو يې له سر نه روپۍ تاؤ کړ او ماشومانوته يې په انګڼ کښې وشيندلې  او په انګڼ کښې هسې

دربلۍ جوړه شوه، د چا مخ خړ د چا غاښ وينې، د چا لمن شلېدلې. اخېر چې شور ختم شو او ماشومان بيا په خپلو ځايونو کښېناستل نو ګلرخ يو خورجين پرانېست او په ټولو ووړو يې شنه مېوه او پېسته وېش کړه.

     لا د نمازخفتن (ماسخوتن) تياري نه وه شوې چې د سليم لپاره عظيم خان چائې راوړې او د هغۀ لا وړومبۍ پياله په لاس کښې وه چې عزيز خان يو ګډ راووېست او حلال يې کړو او افريدو ځلمو د سترګو په رپ کښې پوستکے ترې ووېست او چې يو کس اور بلولو دوي بيا ګډ تيکښې تيکښې کړے ؤ، يو کس وريتې ته کښېناست او نورو په سيخونو لم او پټې تيکښې پئېلې او چې تر ځو له کور نه ډوډۍ راوته د لم او پټو تيکو سيخونه وراتۀ شوي وو. سليم ته يې ډوډۍ په مخکښې کښېښوه يو دوه نور سپين ږيري هم سره د عظيم خان ورسره کښېناستل، عظيم خان عزيز خان راوبللو او په غوږ کښې يې ورته څه وويل، عزيز خان لاړ د پټو دانو او لم دوه سيخونه يې کور ته يوړل ګلرخ ايله ډوډۍ ته ناسته وه چې عزيز خان ورته سيخونه په تالي کښې تش کړل

ګلرخ: (( دا څه دي؟ ))

 

 

عزيز خان: (( خورې دې ته پټې دانې وائي ))

ګلرخ: (( پټې دانې ورته ولې وائي؟ ))

عزيز خان: (( ځکه چې د اينې ټوټې په وازده کښې نغښتې وريتې شوي وي...... خوره خورې! دا ډېرې خوږې وي، مورې! دا لم ورنسګېر کړه )) مور يې د لم دانې ګلرخ ته ورڅېرمه کړې خو پټو دانو او لم يې زړۀ بد بد کړ، د عظيم خان مور ورته وويل چې نورې وخوره خو ګلرخ ورته زړۀ و نه نيوۀ، د پټو دانو په تعريف کښې يې دوه درې خبرې وکړې او ډوډۍ يې ختمه کړه، افريدۍ ښځې ورته حېرانې وې چې ګلرخ ولې دومره کم خوراک وکړ

 چې ګلرخ لاس ووينځۀ نو د عظيم خان مور د کور کلي بچو ته وويــــل چې (( راشئ وخـــورئ )) واړه د مچـــــو مېږو غــــوندې پــــه

دسترخوان ورپرېوتل او چې ګلرخ له اودس نه فارغېده په دسترخوان بغېر له څو شپېلکيوهډوکو نور هيڅ نه وو پاتې. په افريدو کښې دا قاعده ده چې کوربانۀ کشران له مېلمه نه پس په دسترخوان کيني.

     سهار وختي چې سليم له ضرورياتو نه فارغ شو عظيم خان ورته چاے کښېښودې خو چې سليم ورته وکتل نو کړۀ وړۀ يې نور وو، سليم ته دا يوه معمولي خبره ښکاره شوه خو چې له چايو نه فارغ شو او عظيم خان سامان پورته کولو سليم ورته وويل:

سليم: (( عظيم خانه! د تګ تياري وکړه مونږ زيات نه شو پاتې کښېدې سره له دې چې دوه درې  ورځې نور هم د تيراه سېل پکار ؤ خو بيا سهي .... بابا به انتظار کوي )) عظيم خان چانک په شکور کښې د يوې نيمګړې پراټې د پاسه کښېښود، مخ يې ستون کړ او په خوله کښې يې څه بړ بړ وکړل، سليم پرې هيڅ پوه نه شو.

سليم: (( عظيم خانه ! زما خبره دې واورېده؟ )) غطيم خان د تلو په نيت ورته شا ګرځولې وه، په تلو تلو کښې يې وويل:

عظيم خان: (( ايو اورېدلې مې ده خو تاسو نه شئ تلې )) د سليم په تندي يوه ګونجه پېدا شوه، په حېرانۍ سره يې وويل:

سليم: (( نه شو تلې؟ دا ولې؟ )) عظيم خان په زروه وخندل خو په خندا کښې دومره هېبت ؤ چې د سليم په زړۀ کښې  ويرو او ترهو غزونې وکړې  بيا يې ورته مخ راستون کړ او سليم ته يې ګوته ونيوه:

عظيم خان: (( ځکه نه شئ تلې چې تاسو ما ولجه کړئ ))

دويم باب

(( اکبر خان ))

د سليم زړۀ چې په زوره زوره ودرېزېدۀ او عظيم خان ته يې په کتو کتو سترګې وازې پاتې شوې، سليم خان دې ناڅاپي ګوزار ته تيار نه ؤ (( ما ولجه کړئ )) يو د تندر غږ ؤ چې د سليم د هوش دنيا يې ولړزوله، د هواسو سترګې يې د يو ساعت لپاره وبرېښېدې خو د دې ګوزار ردّ عمل يې يو بل اړخ بدل کړ، د عظيم خان د شلو کالو تعلقات ورته مخکښې شول. د هغۀ د پلار ښيګړې کومې چې هغۀ وخت په وخت له عظيم خان او د هغۀ له وروڼوسره کړې وې. د دې ټولو خبرو نتيجه د هغۀ په خيال دا خو هيچرې نه شوه کښېدې، هغۀ ته د عظيم خان خبره يوه ټوقه ښکاره شوه، په سترګو کښې يې د اميد رڼا پېدا شوه خو رڼا دا ډېر لږ ساعت لپاره وه ځکه چې عظيم خان (( ما ولجه کړئ )) له ويلو نه پس د پوزې په بريد کورته روان شو او د سليم د ځواب يې هډو انتظار و نه کړ. د سليم د زړۀ په فضاء بيا د نا اميدۍ وريځې راخورې شوې ، هغه پوهه شو چې عظيم خان بې وفائي وکړه، ځان ورته په صحيح معنو کښې قيدي ښکاره شو او چې له خپلې بې وسۍ سره د ګلرخ خيال هم ورغے نو بې قراري يې لا زياته شوه، هغه نيازبينه ګلرخ که له دې واقعې نه خبره شي نو څه حال به يې شي. کوم وخت چې سړے ګېر شي نو د هغۀ سترګې ضرور د خلاصي درک لټوي. د سليم بې نوا سترګې هم د شيرازۍ دروازې ته کږې شوې خو هلته يې عزيز خان او نور کليم دواړه ټوپک په لاس وليدل، د هغوي سترګو د ښکارزن په څېر سليم ته کتل، د سليم نظر د شيرازۍ د کټونو دوره شروع کړه، ټولو خلقو هم دۀ ته کتل او په داسې وخت کښې ضرور د مظلوم د کتنو خواهش پېدا کيږي خو چې دۀ به چا ته وکتل نو هغۀ به ښکته وکتل. د حرکاتو او سکناتو په ژبه خبرې اترې جاري وې او د خولې ژبې ګونګې شوې وې. سليم يو رحم غوښتونکے نظر په هغو دوو سپين ږيرو هم واچوۀ کوم چې ورسره پرون د ډوډۍ ملګري وو خو د هغوي نظرونو هم د سليم له نظرونو سره هرکلے و نه کړ، دواړو سرونه ښکته کړل او په هغوي کښې يو بابا د خپلو احساساتو د پټولو لپاره له جېب نه د نسوارو ډبلے راووېست، نسوار يې واچول، څادر يې څنډ واهۀ  په اوږه يې واچوۀ يو ارغشے يې وکړ او کورته روان شو

     د سليم سترګو په رپ کښې د ټولې شيرازۍ دوره وکړه، هغۀ ته معلومه شوه چې هيڅوک يې خواخوږي نيشته، په داسې حال کښې

کوم يو بنيادم دے چې د فکر په سيند به لاهو نه شي. سليم هم د فکر وسلې راواخېستې او د دې نوي جنګ تياري يې شروع کړه خو  د فکر په دوران کښې به د عظيم خان د شلو کالو تعلقات ورته يو د خوب حالت ښکاره شو خو چې ګېر چاپېره به يې نظر وکړ نو پوهه به شوچې خوب نه دے ويښه ده او اوس هغه او د هغۀ پېغله خور د خپل نمکحرام نوکر په رحم دي. هغه حېران ؤ چې اخېر عظيم خان ولې دومره بد ورسره وکړل؟ په خپله سليم او د سليم پلار خو همېشه له عظيم خان سره د مهربانۍ سلوک کړے ؤ، د شلو کالو د مهربانيو دا بدل ؤ چې عظيم خان ورکړ؟ نو دا خبره چا رښتيا کړې ده چې (( ښۀ کړې نو بد به ګټې )) اخېر له ډېر فکر نه پس سليم دې نتيجې ته ورسېد چې د عظيم خان تربيت په اول کښې په ښه طريقه نه ؤ شوے او چې مونږ سره نوکر شو نو هلته يې هډو چا د تربيت خيال و نه ساتۀ ځکه چې د پښتنو خانان او ملکان دومره دوراندېش نه وي چې هغوي د نوکرانو تربيت هم ضرروي وګڼي

د هغوي د نوکر له کار او خدمت سره غرض وي او هغه ورته نوکران کوي نور د نوکرانو ګور ګردن خپل وي خو د پښتنو خانواداؤ دا بې پروائي يوه خوفناکه غلطي ده او اخېر هم هغه خپل نوکر ورته بلا شي او داسې نقصان ورته ورسوي چې دښمنانو به ورته يوه صدۍ کښې هم نه وي رسولے.

د تنګسې په داسې وخت کښې چې سړي سره بغېر له خپل خلاصي نه بل فکر نه وي سليم ته د داسې خيالاتو راتلل له انساني فطرت نه او بيا د سليم غوندې سړي له فطرت نه خلاف نه دي، په سليم باندې هم د نورو بنيادمو په شان د جذباتو اثر کښېدۀ. ويره، ترهه، غم، خوشحالي، وهم او د دې قسمه ټولې خبرې هغه محسوس کولې، خو د عامو بنيادمو په شان هغه د جذباتو په چپو کښې نه بهيدۀ. هغۀ جذباتو او فوري اشتعال ته دا موقع نه ورکوله چې د هغۀ انسانيت د حېوانيت تابع کړي، هغۀ به له احساس سره د هرخيال تجزيه کوله، هغۀ ته معلومه وه چې حواس د انسان صرف جاسوسان دي، حاکمان نه دي او د خپل سړي چې خپل حواس حاکمان شي له هغۀ نه لوے محکوم هډو وي نه.

دغه وجه وه چې هغۀ د عظيم خان د دې غدارۍ تجزيه هم وکړه او له نوکرانو نه د دې قسمه واقعات هره ورځ دومره ډېر کيږي چې د بيان محتاج نه دي او د چا تربيت چې مور پلار په ښه طريقه نه وي کړے او بيا يې خپل بادار هم د تربيت خيال نه وي ساتلے نو هغه تر هغه وخته ديانتدار وي چې په لويه پنګه يې لاس نه وي بر شوے، هر کله چې ډېر مال په لاس ورشي نو د هغۀ ديانتداري نفساني خواهش ته وسله وغورزوي او بيا هم هغه نوکر چې يوه ورځ اګاهو ډېر تابعدار او ديانتدار ښکارېدۀ نن دومره سرکش او خيانت کوونکے شي چې د سړي عقل فکر ورته حېران شي، دغه وجه وه چې سليم هم په اول کښې د عظيم خان دې خبرې ته حېران شوے ؤ خو چې فکر يې وکړ نو پوهه شوچې انسان د قدرت يوه ښکلې نظريه ده او بيا دا نظريه د يو څو خيالاتو مجموعې له شکل سره اشنا کړې ده. کوم خيالات يې چې غالب وي توجه يې هغه خوا ته وي او اندامونه يې هم د خيالاتو په اشاره کار کوي او که دا خيالات پرېشانه او د يو خاص نظام د لاندې نه وي نو د بني آدم هم هغه نظريه پاتې شي نور هيڅ نه وي هم د دغو خيالاتو له تنظيم نه د نېکۍ او بدۍ معيار قائم شي او هم په دې معيار د  نظام دارومدار وي. د عظيم خان د فطرت پوره پوره اندازه نن سليم وکړه او د هغۀ په خيال کښې خپل يو پخوانے شعر وګرځېد:

هر يو څيز د امتحان په وخت څرګند شي

معلـــــوميــــږي پـــــــه آتش زر و زرنيــــــخ

سليم به له خپلو فکرونو سره ډېر مشغول وې خو دننه په کور کښې داسې شور جوړ شو چې توجه يې هغې خوا ته وګرځېده دا چغې سورې زياتې د ښځو وې خو په شور کښې د سړي دبکښې هم اورېدې شوې او له هغو سره به سمې ماشومانو کريکښې جوړې کړې، داسې معلوميدل چې څوک سړے ښځې وهي او ماشومان ورسره سم ژاړي. په حجره کښې هم د ځينو ځينو سړو غوږونه لک څک شول، عزيز خان نور کليم ته وکتل او په سترګو سترګو کښې يې ورته څه وويل. نور کليم پاڅېد او کور ته لاړ او يو ساعت پس يې عظيم خان له ځان سره بهر راوست، د عظيم خان سترګو د غصې بڅري لوستل، لاسونه يې رپندي اخيستي وو او برېتونه يې نېغ نېغ ولاړ وو. سليم پوه شو چې عظيم خان په کور کښې جنګ کړے دے نو دې خيال يې په زړۀ يوه چپه راوسته چې هسې نه ګلرخ له اصل حال نه خبر شوي وي او چرته له خولې نه يې عظيم خان ته بد رد وتلي وي او عظيم خان وهلې وي، خو بيا يې زړۀ ته تسلي ورکړه چې ګلرخ دومره د پوچ خوي جينۍ نه ده، سليم هم په دې فکر کښې ؤ او په کور کښې هغه شان چغې سورې او ژړا وه. عظيم خان په غصه کښې له کټ نه پورته شو او:

عظيم خان: (( چې وژلې مې نه وي نو منعې به نه شي )) نور کليم ورټوپ کړل او له ملا نه يې ونيوۀ.

نورکليم: وشوه دادا! د خداے لپاره ادې خو دې مړه کړه، په کلي ولس پورې شرم دے ))

عظيم خان: (( ته مې ورته پرېږده چې خلاصے يې وکړم د بې شرمې د سړو په کار کښې څه کار؟ ))

نور کليم: (( وشوه ښځې خو د ښځو ننګه کوي کنه )) سليم پوه شو چې عظيم خان به خپلې مور زمونږ په ولجه کولو ټوکلے وي او هغۀ به وهلې وي. سليم په دې خبره حېران ځکه نه شو چې هغۀ ته د پښتون جهالت معلوم ؤ، که پښتانۀ د مور له لوے درجې نه واقف وې نو له نورو ضروري خبرو به ولې بې خبره وو، يو ستړے اسوېلے يې په زړۀ راپورته شو چې دوه درې بې قرارې اوښکې يې تر سترګو راورسېدې، هغۀ په ارمان ارمان عظيم خان ته وکتل:

سليم: (( عظيم خانه! )) عظيم خان چې نور کليم په ډېر زور په يو کټ کښې نيولے ؤ په قهر يې زمکښې ته کتل د سليم په غږ يې سر هسک کړ.

عظيم خان: ((څه وائې؟ ))

سليم: (( مونږ دې په څه ولجه کړو؟ )

عظيم خان: (( زما خوښه ! ))

سليم:  (( وړه بي بي خبره شوه؟ ))  له دې وېنا سره د سليم غږ دروند غوندے شو، عظيم خان د غوز ونې ته په کتو ؤ.

عظيم خان: (( هو، خبره مې کړه ))

سليم: (( نور څه خو به دې ورته نه وي وئيلي؟ تا ته خو معلومه ده چې زما خور ډېره په نياز لويه شوې ده، خوښه دې نه ده چې د يو ساعت لپاره ورسره ووينم او دلاسه ورکړم، جينۍ ده چې زړۀ يې و نه لويږي ))

عظيم خان: (( ستا دلاسې ته هيڅ حاجت نيشته، چې په خور  دومره زهيرېږې نو  لس زره روپۍ بونګه راوړه.

سليم: (( د څلورو پينځو زرو روپو مال خو اوس هم لاس ته درغے دا دې بس نه دے؟ )) عظيم خان يوه مکروهه خنده وکړه

عظيم خان: (( نه خانه! ما تاسو سره شل کاله تېر کړي دي، زما حرص هم ستاسو د دماغ غوندې غټ شوے دے )) دې خبرو د سليم په زړۀ داغونه کښېښودل.   (ناول دوام لري نور بيا

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت 5:0 |

 

 

شېخ المشائخ قطب العارفين هوتک بابا (رح)

 

 

  

 

له نېکه مرغه د پښتنو چې څومره مشران تېر شوي دي نه يواځې د تورې او قلم خاوندان وو بلکې د علم او عرفان خاوندان هم وو يعنې د هغوي پښتو له مذهب نه جدا نه وه او همدغه په هر مېدان کښې د هغوي د برياليتوب راز ؤ. او له کله نه چې ځينو پښتنو پښتو او قوميت خپل کړ او دين ته يې شا کړه او يا ځينو مذهب په اوچ کړس شکل کښې د ځان لپاره تشريح کړ او ژبې او قوميت ته يې شا کړه نو دغه دغه دواړه چارې د پښتون قام د ذلت ، خوارۍ او ناکامۍ سبب وګرځېدې. د (( مينه )) مجلې په دې ګڼه کښې هم د يو بل پښتون مشر شېخ المشائخ قطب العارفين هوتک بابا (رح) د ژوند مختصر حال ليکو کوم چې له تاريخ څخه تر مونږ رارسېدلے دے.

 

هوتک بابا (رح) لوے  شېخ، او يو پرهېز ګار پښتون  شخصيت  ؤ. ويل كېږي چې دې د معرفت خاوند ؤ او  كرمات يې هم درلودل او كرامات يې ډېر مشهور وو. پلار يې (( بارو )) (رح)  او نيكۀ يې (( تولر )) (رح) او غور نيكۀ يې غلجے (رح)  نومېدۀ. چې د خپل وخت د پښتنو مشران وو.

بابا هوتک په دې سربېره چې د كراماتو خاوند او پرهېزګارکس ؤ، د قلم او تورې خاوند هم ؤ.او له قلمي جهاد نه علاوه يې له  مغولو سره ډېرې جګړې هم كړي دي. په پښتتنو ياندې د مغلو حملې ، د هغوي ، ظلمونه ستمونه او په پښتنو سيمو کښې يې لوټـمار په تاريخونو کښې درج دے او مغل په هغه وخت کښې داسې وو لکه نن سبا چې امريکه ده چې غواړي له ټولې دنيا نه پښې راچاپېره کړي او نور ټول ملتونه د ځان غلامان کړي او خپل قوم وپالي چې دا د حېوانيت او وحشت لوړ مقام دے بلکې له هغو نه هم پرېوتې مقام دے او داسې ابر قدرتونه په هر وخت کښې وي.

هوتک بابا په  ٦٦١  هجري قمري كال د زابل په اتغر سيمه  كښې زېږېدلے ؤ، او چې كله بيا ستر او لوے شو نو د الله پاک  د عبادت او رياضت سره سره يې د پښتنو مشري او باداري هم کوله.

پټه خزانه د هوتک بابا (رح) په حقله ليكي: هغه وخت به هر ځل مغولو د ارغنداو په خواو شا غاړو لوټ  ماركاوۀ او اتغر او اولان او كلات سيمې  به يې تالا ترغه کولې. هوتک بابا خپل قومونه راټول كړل او د سرۀ غره سره يې په مغلو حمله وکړه. په دې جګړه كښې کۀ څه هم پښتانۀ لږ او بې سر و سامان وو خو مغولو ته يې ماتې ورکړه او پښتنو جنګياليو ډېر مغل  ووژل. سور غر په دغه ورځ د مغولو په وينو داسې رنګ شو چې د نمر پلوشو به پرې برېښنا كوله.  په دغه جنګ کښې د بابا څو غښتلي خپلوان هم ووژل شول.

هوتک بابا (رح) له مغولو سره ډېر جنګونه وكړل او د ارغنداو پورې خوا ته يې وشړل.وائي چې بابا به په دغو جنګونو کښې په لوړ اواز سره دا سندره ويله چې شعرونه يې په دا ډول دي

 

په سور غر بـل راته نـن اور دے

 

وګـــړيــه جــــوړ راته پېغــور دے

 

په كلـــــي کور بـانـدې مغل راغے

 

هم پــــه غزني هم په كابـــل راغـے

 

غښتليو تګ كـړئ دا مو وار دے

 

مغل راغلـــــــے پــــــــه تلـــــوار دے

 

په پښتونخوا كښې يې ناتار دے

 

په كلي كــــور بانـــــدې مغـــل راغـے

 

آ، د مــــَرغـــــــي غښتلــــــو راشـــئ

 

په ننګ ولاړ د پښتونخـــــــوا شئ

 

تُــورې تېرې غشي تــــر مـــلا کړئ

 

په کلـــــي کـــــور باندې مغل راغے

 

زلمــــو پــــه غشـو کـــــړئ وارونـه

 

د تېـــــرو تـــــــورو ګــــــــوزارونـــــه

 

وروړاندې کــــــــړئ خپـل ټټرونـه

 

په کلي کــــــور باندې مغل راغے

 

زمــــــا د زلمـــــــو وينـــــې بهيږي

 

مځکــــه او غرونه په ســرۀ کيږي

 

مېرڅــي زغلـــــــي او تـــرهېــــږي

 

په کلي کور بانـــدې مغــــــل راغے

 

پښتنـو هلــــئ په غـــــرۀ جنګ دے

 

سُور غر په وينو د دوي رنګ دے

 

مهـــال د تـــــورې دے د ننګ دے

 

په کلـي کــــور باندې مغـــــل راغے

 

زلمـــــو په ننـــګ ځانونه مړۀ کړئ

 

دښنۀ پــــه غشيو مــــو پېيـــــه کړئ

 

د پښتونخـــوا مخکښې ساته کړئ

 

په کلي کـــــور بانـــدې مغـــــل راغے

 

دغه توريالي او مېړني هوتک بابا (رح) له خپل قام څخه په دفاع کښې له مغلو سره له يو لړ جنګونو او مغل استعمار ته له ماتو او شکستونو ورکولو او د قام له روحاني تربيت نه پس د نهۀ اويا كلونو په عمر په ٧٤٠هجري قمري كال کښې له دې دنيا نه سترګې پټې كړې.

 

 

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت 5:0 |

 

مېنه

 

 

ليکونکے: اوشو    

  ژباړونکے: محمد بصير سلېمانخېل 

 

مېنه دړدونکې ده

ځکه چې د سوکالۍ په لور ګام اخلي. مېنه دړدونکې ده، ځکه چې بدلون راولي؛ مېنه بدلون دے او هر بدلون دړدناک وي، ځکه چې د زاړۀ ځاے نوے نيسي. زوړ پېژندل شوی وي، بې خطره او اسانه وي؛ نوے په بشپړه توګه نا پېژندل شوے وي. ناپېژندل شوے څيز تاسو ته د يوه بې جهته سفر په څير وي. له نوي شي سره تاسو نه شئ کولای خپل ذهن په کار واچوئ؛ خو له زاړه شي سره ذهن بېخې بلد وي. ذهن يوازې له زاړۀ شي سره کولای شي کار وکړي؛ خو له نوي شي سره ذهن يو مخ نوی وي. 

نو له همدې کبله، ويره پيدا کېږي؛ او د زړې نړۍ په پرېښودلو سره، سوکالي او ډاډ له منځه ځي او دړد رامنځته کېږي. دغه دړد هغه دړد دے چې ماشوم يې د خپلې زېږېدنې په وخت احساسوي. دغه دړد هغه دړد دے چې يو الوتونکے مارغۀ يې له هګۍ څخه د وتلو په وخت احساسوي. دغه دړد هغه دړد دے چې الوتونکے مارغۀ يې د وړومبي ځل پرواز پر مهال احساسوي.

له نوي شي څخه ويره او د زاړۀ ډاډمن څيز پرېښودل  د نوي څيز له نا ډاډمنتيا او نه اټکلتيا څخه ستره وېره رامنځته کوي.

له همدې کبله، کله چې بدلون له (نفس) څخه د (نه- نفس) وضعيت ته روانيږي، نو دړد ډېر ژور وي. خو تاسو د دړد له منځ څخه له تيريدو نه بغېر نه شئ کولې چې خوشال او سرمست اوسئ. که چيري تاسو غواړئ چې يوه ښه تېره توره ولرئ، نو بايد اول يې اوسپنه ښه ګرمه کړئ او بيا توره ترې جوړه کړئ.

مېنه اور دے

دغه د مېني د دړد له کبله دي چې په ميلونونو وګړي بې له مېنې ژوند کوي. هغوئ هم رنځ وړي، خو دهغوئ رنځ بې ګټې دے. په مېنه کې رنځ وړل، بې ګټې هم نه دے. په مېنه کې رنځ وړل نوښت او نوے توب دے؛ چې تاسو د خوداګاهۍ د لوړو کچو په  لور بوځي. بې له مېني رنځ وړل يو مخ نا سم کار دے، ځکه تاسې به تل په هغه حالت کښې ساتي په کوم کښې چې همدا اوس يئ .

هغه انسان چې مېنه نه لري هغه په خپل ځان کې ډوب او تړلے وي. هغه يوازې خپل ځان پېژني. که چيرې هغه بل څوک نه وي پېژندلی نو به څنګه خپل ځان وپېژني. ځکه يوازې بل کس کولې شي د يوې هېندارې او آئينې په څير عمل وکړي. تاسې به هېڅکله خپل ځان ونۀ پېژنئ، ترڅو بل څوک ونۀ پېژنئ. مېنه د خپل ځان پېژندنې لپاره هم ډېر بنيادي څيز دے. هغه څوک چې بل کس په يوه ژوره مېنه، په کلک احساس او په يوه بشپړه سرمستۍ کښې ونه پېژني، نو به هېڅکله په دې پوه نشي چې په خپله څوک دے؛ ځکه هغه به د خپل ځان د انځور او عکس د ليدلو لپاره هېنداره او آئينه نه لري.

عاشقانه رابطه د ېوې هېندارې په څيرده او هر څومره چې مېنه پاکه وي، هرڅومره چې مېنه متعالي وي، نو هېنداره هم ښه وي، پاکيزه وي. خو لوړه او سپيڅلې مېنه دې ته اړتيا لري ترڅو تاسو پرانيستي او پراخ اوسئ. متعالي مېنه دې ته اړتيا لري چې تاسو زور زغمونکي اوسئ. په مينه کښې تاسو ته  پکار دي چې خپل زوړ حالت پرېږدئ؛ بيا نو دا ډېر دړدناک وي. تاسو بيا نشئ کولې چې تل د ځان ساتنه وکړئ. تاسو ته پکار دي چې خپل اټکلوونکے ذهن پرېږدئ. تاسو بايد له خطر سره مخامخ شئ. تاسو ته پکار دي چې له خطرې نه ډک ژوند وکړئ. خلق کولې شي تاسو ته تاوان ورسوي؛ دغه ده ويره چې د زور زغمل يې له ځان سره لري! خلق به تاسو نۀ مني او تاسوبه رټي او درته به بد وائي؛ دغه ده وپره چې په مئينتوب کښې ده!

هغه انځور او تصوير چې تاسو به يې د خپل ځان په اړه له نورو سره پيدا کړئ، ښايي چې ډېر بد وي؛ دغه اندېښنه ده. چې له هېندارې څخه پرهيز وکړئ. خو له هېندارې څخه په پرهيز کولو سره به تاسو ښايسته نه شئ. له وضعيت څخه په پرهيز کولو سره به تاسو وده هم ونۀ کړې شئ دغه مشکل بايد په ځان ومنئ.

انسان ته پکار دي چې د مېنې منځ ته ورسي. د خداے پاک په لور دغه وړومبنے ګام دے، چې نه شو کولې له څنګ څخه يې تير شو. هغه خلق چې هڅه کوي چې د مېنې له ګام څخه تېر شي، نو هېڅکله به خداے پاک ته ونه رسيږي. دغه ګام ضروري دے ضروري!!! ځکه تاسو يوازې هلته له خپل بشپړتوب څخه خبريږئ، چې خپل حضور مو د بل حضور له خوا مسحور شوے وي، دا هغه وخت دے کله چې په خپل ځان کښې له ډوبېدو او تر اسمان لاندې له تړلې نړۍ څخه راوتلې اوسئ.

مېنه يو پرانيستے اسمان دے.

مئينتوب په الوتو کښې  دے. خو لامتناهي اسمان بيا ويره  رامنځته کوي.  او د نفس پرېښودل ډېر دړدناک وي، ځکه چې موږ ته يې نفس لويول را ښودلی دی. موږ فکر کوو چې يوازې نفس زموږ خزانه ده. موږ هغه ساتلې ده، موږ هغه جوړه کړې ده، موږ په دوامداره توګه هغه روښانه ساتلې ده، خو کله چې مېنه ور وټکوي، ټول هغه شيان چې د مئينتوب کېدو لپاره ضروري دي د نفس پرېښودل دي؛ دا نو بيا يوه دړدناکه چاره ده. نفس ستاسو د ټول ژوند محصول دے؛ دا هغه شے دے چې تاسو رامنځته کړے دے. دغه ناوړه نفس، دغه تصور او نظريه

 چې ( زه له هستي څخه بېل يم) يو ناوړه تصور دے  ځکه چې غير منطقي خبره ده دا نظريه وهم  دے ، خو زموږ ټولنه بهرنے  شتون لري، زموږ ټولنه په  دې نظريه  باندې ولاړه ده چې هر کس يو شخص دے ، نه يو حضور.

حقيقت دادے چې په ټوليزه توګه هېڅ کس په نړۍ کې شتون نه لري؛ يوازې حضور شتون لري. تاسو نه يئ د يوه نفس په څير چې له کل څخه بېل وي. تاسو د ټول يوه برخه يئ. ټول(کل) تاسو ته لاره پيدا کوي،  ټول په تاسو کې نفس يئ، په تاسې کې تپيږي، ټول ستاسې هستي ده.

مېنه تاسو ته د وړومبي ځل لپاره له داسې يوۀ شي سره د همغږي کېدو او هم آهنګۍ تجربه درکوي چې هغه ستاسو نفس نه دے. مېنه تاسو ته دغه وړومبنے درس درکوي چې کولای شئ  له يو داسې کس سره همغږي اوسئ چې هغه هېڅکله ستاسو د نفس يوه برخه نه وه. که تاسو وکړې شئ چې له ښځې سره همغږي او هم آهنګ اوسئ، که تاسو وکړې شئ چې له يو ملګري سره همغږي اوسئ، له يو سړي سره، که تاسې وکړې شئ چې له خپل ماشوم سره يا له خپلې مور سره همغږي شئ، نو ولي نه شئ کولې چې له ټولو انسانانو سره همغږي اوسئ؟ هغه وخت، يو پل بل پله ته لاره جوړوي.

مېنه يوه زېنه ده

 له يو کس سره شروع کيږي او په بشپړتوب باندې پای ته رسيږي. مېنه شروع ده او خداے پاک خاتمه ده. له مېنې څخه ويرېدل، د مېنې له دړدونو او زورونو څخه ويرېدل په يو تياره غار کې بند پاتې کېدل دي.

د نن ورځې انسان په يوه تياره غار کښې ژوند کوي؛ په هغه غار کښې چې ټول په خپلو ځانونو مئينان دي. په خپل ځان مئينتوب د نوي ذهن تر ټولو ستر د زړه بوختيا ده.

نو له دې کبله داسې مسايل شته چې بې معنی دي. داسې مسايل شته چې جوړونکي دي، ځکه چې تاسو ډېرې لوړې پوهېدنې او هوښيارۍ ته وربولي. داسې مسايل هم شته چې تاسو هېڅ يو ځاے ته نه وربولي. هغه يوازې تاسو په خپل بند کې ايسار ساتي.

مېنه مسئلې پېدا کوي.

 تاسې له مېنې څخه په پرهيز کولو سره، کولې شئ له هغو مسايلو څخه پرهيز وکړئ، خو هغه ډېرې ضروري مسئلې دي! هغه له مخامخ کېدو نه بغېر بله لاره نه لري، هغه مسائل بايد رامنځته شي او بايد له هغو څخه تيرشو او خپل ځانونه هغه خوا ته ورسوو. چې لوړو پوړيوته ځان رسول يوازې د همدې له منځه تيريدل دي. مېنه يوازېنے يو ريښتينے څيز دے، چې د عملي کولو ارزښت لري. نور ټول څيزونه د دويم لاس دي. که چيري دغه له مېنې سره مرسته وکړي، نو به ښه وي. نور ټول څيزونه هسې يوه وسيله ده، خو مېنه هدف دے.  نو له دې کبله، که دړد هر څومره وي، خود مېنې منځ ته ورننوځئ.

که چيري تاسو دمېنې منځ ته ورنه شئ نو بيا به تاسو له خپل ځان سره په ټکر کښې شئ، لکه څنګه چې زياترو خلقو همداسې فېصله کړې ده هلته بيا ستاسو ژوند يو سيند نه دے چې سمندر ته به ورلوېږي؛ ستاسو ژوند به د ولاړو اوبو يو ډنډ وي، چټل او مرداړي بل هېڅ څه نه.

د پاک پاتې کېدو لپاره انسان جاري پاتې کېدو ته اړتيا لري؛ ددې لپاره چې يوه وياله پاکه اوسي، نو بايد د هغې اوبه روانې اوسي. جاري پاتي کېدل د سپيڅلي پاتې کېدو لپاره يو نښتے بهير دے.  يو مئين سپيڅلے پاتے کېږي. ټول مئينان سپيڅلي دي. هغه خلق چې مېنه نه کړي، سپيڅلي هم نه پاتې کېږي؛  هغوئ خاموشه او ولاړ پاتې کېږي. هغوئ ژر يا په ځنډ سره چڼاشکې وهي. ځکه هغوي د تلو ځاے نه لري، د هغوئ ژوند مړ وي.

همدلته ده چې يو ماډرن انسان خپل ځان پيدا کوي اوله همدې کبله ټول نفسياتي خپګانونه او ليونتوبونه عام حالت ته راګرځي. نفسياتي ناروغۍ عمومي اړخونه نيسي. نور بيا نو داسې نه ده چې يو کم شمېر کسان دې نفسياتي بيماران اوسي؛  بلکې واقعيت دادے چې ټوله ځمکه به ليونتون او پاګل خانه شي. ټول انسانان له يو ډول نفسياتي خپګان رنځوران دي. او دغه نفسياتي خپګان ستاسو له خپل ځان خوښونې څخه رامنځته کېږي. هر څوک د يوه بېل شوي نزدے کس د ويرې په درلودو سره اخته دے؛ له همدې کبله خلق ليوني کېږي. چې همدا ليونتوب بې معنې او بې ګټې دے او يا هم خلق د ځان په وژلو لاس پوري کوي، چې دا ځان وژنې هم بې ګټې وي.

ښايي تاسو د زهرو په خوړلو يا له يوه هسک ځاے څخه په ځان غرزولو او يا هم په ځان د مرمۍ او ګولۍ د فائرکولو په صورت کښې مړۀ نه شئ، خو کولې شئ، چې د يو ډول ځان وژنې مرتکب شئ چې ډېر ورو بهير لري او دا هغه شے دے چې رامنځته کېږي. ډېر کم شمېر کسان په ناګهانې ډول سره ځان وژني.  خو نورو بيا د يوې ورو ځان وژنې فېصله کړې وي؛ هغوئ په تدريج سره سوکه سوکه مړۀ کېږي. خولکه څنګه چې ليدل کېږي،نزدې په ټوله نړۍ کښې انتحاري کېدو ته تمايل په ټولو کې خور شوی دے.

دغه د ژوند لاره نه ده؛ او له همدې ستونزې سره د مخامخ کېدويوازينی سبب داده چې موږ د مېنې ژبه هيره کړې ده. نور موږ د هغې ماجرا جويۍ چې مېنه نوميږي منځ ته نشو ورتلې، ځکه چې نور موږ شجاعت له لاسه ورکړی وي.

له همدې کبله ده، خلق سېکس ته لېواله دي، ځکه چې سېکس ويرونکے نه دے؛ هغه تيريږي او اغيز يې تر کمه وخته پورې وي، په هغه کښې تاسو نشئ ښکېلېدې.

مېنه ښکېلېدل توب دے؛ ژمنه او لوظ دے، تيريدونکې نه ده، يو ځل چې جرړه وکړي بيا د تل لپاره پاتې کېږي. مېنه کېدې شي تل تر تله ژمنه او لوظ اوسي. مېنه صميميت او کلکې ارادې ته اړتيا لري او همدا چې تاسو صميمي او عزم لرونکي يئ بل کس به په خپله د هېندارې حيثيت ځانته پيداکوي. کله چې تاسو له ېوې ښځې ېا سړي سره جنسي اړيکې غواړئ ولرئ  هلته تاسو په اصل کښې هېڅ له يوه بل سره نه دي کتلي؛ په حقيقت کښې تاسو د بل له  روح څخه ډډه کړې ده. تاسو يوازې له بدن څخه ګټه اخيستې او تښتيدلي يئ او مقابل کس هم ستاسو له وجود څخه ګټه اخيستي اوتښتيدلے دے. تاسو هېڅکله په پوره اندازه سره صميمي شوي نه يئ، تر څو د يو بل له اصيلو څيرو څخه پرده پورته کړئ.

مېنه دړدناکه ده

 خو له هغې څخه ډډه هم مۀ کوئ. که چيرې له مېنې څخه ډډه وکړئ، نو د ودې او وېاړونو له لوے چانس څخه به مو مخ ګرځولے وي. د هغې منځ ته ورسئ، د مېنې دړد تېر کړئ، ځکه چې تر ټولو ستره خوشالي له رنځ سره وي. سمه ده، دړد وي، خو د دړد په خاطر سرمستي زېږول کېږي، سمه ده چې تاسو اړ يئ چې د يو نفس په توګه ومرئ، خو که چيرې د يو نفس په توګه ومرئ، نو د يوې الهې هستۍ په څير به بيرته پيدا شئ. مېنه به تاسې ته دا سند در په ګوته کړي چې خداے پاک شته او ژوند يو پوچ او بې معنی شے دے.

هغه خلق چې وايي ژوند بې معنی دے، دا بيا هغه خلق دي، چې مېنه يې نه ده پېژندلې. هغوئ چې هر څه وايي هغه دادي چې د هغوئ ژوند مېنه له لاسه ورکړې ده.

پرېږدئ چې دړد او رنځ وړل وي. تاسې د تورې شپې منځ ته ورشئ، ترڅو د ښايسته سهار نمر ته ورسيږئ. نمر يوازې د همدې تورې شپې له برکته دے چې را پورته کېږي او دا يوازې دغه توره شپه ده چې سهار راځي.

دلته زما ټول کړۀ وړۀ  له مېنې څخه دي. زۀ دلته يوازې مېنه زده کوم، يوازې مېنه. بل شے نه. تاسو د يوې مېنې له مخې زېږېدلي يئ. مېنه ريښتينے خداے دے- نه د کارپوهو الهياتو خداے، بلکې دحضرت مسيح (عليه السلام) خداے، د حضرت محمد(صلی الله عليه و آله وسلم) خداے، د عارفانو او صوفيانو خداے، د بودا (مهاتما بدهـ ) خداے.

 مېنه يوه لاره ده، يو روش دے د يو بيل فرديت په توګه ستاسو د وژلو او له تاسو سره د مرستې کولو لپاره تر څو تاسو ابدي اوسئ؛ د يوې ورکې شوې پرخې په څير تر څو يو سمندر شئ، خو تاسو به ضرور وي ترڅو د مېنې له لارې تير شئ.

په رښتيا هم کله چې انسان د پرخې د يو څاڅکي په څير په ورکېدو پيلوي او لکه څنګه چې انسان ډېر وخت د يوې پرخې په څير ژوند کړے دے، نو دا به ډېر دړدونکی وي؛ ځکه چې انسان به فکر کړی چې زۀ دغه يم،( او اوس دا هم له منځه ځي، زۀ د مړ کېدو په حال کښې يم). تاسو د مړ کېدو په حال کښې نه يئ، بلکې يوازې يوه ويره مړه کېږي. تاسو له ويرې سره همذات ګڼلي شوي يئ، سمه ده، خو ويره  لا اوس هم ويره ده. خو يوازې کله چې ويره نه وي، بيا به تاسو په دې پوه شئ، چې څوک يئ. او دغه د راز پرانېستنه به تاسو د خوند، سوکالۍ او خوشالۍ لوړو څوکو ته ورسوي. 

*****

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت 5:0 |

مينه له چا سره ؟

حسيب الله شينوارے کابل

 

همځولو به مې هره ورځ راته د خپلې مينې او محبت قيصې کولې ، خوزما په زړه يې هيڅ اثر او اغېزه نه کوله.

دا هرڅه به راته جعلي او لباسي ښکارېدل.

ډېرو به راته وېل چې ته پدې ځوانې کښې يوه معشوقه نۀ لرې ، د پوهنتون (يونيورسټۍ) محصل (سټوډنټ ) او معشوقه نه لرل ؟ د نه منلو خبره ده .

خو زما د زړۀ  د مينې دروازه دې يوې خبرې هم خلاصه نه کړې شوه .

دا نه چې زۀ  په مينه باور نه لرم خو زۀ  د اوسنۍ زمانې په مئينانو باوري نه يم.

پخوا به خلقو ويل چې مينه کيږي نه ، پېداکيږي ، خو اوس مينه کيږي ، پيدا کيږي نه .

البته داهم نه وايم چې زه ډېر بې مېنې يم او د نفرت ګوډے يم، خو کېدې شي چې زما په زړۀ باندې لا د مينې هغه باد نۀ وي رالوتی کوم چې به زما د زړۀ  د مينې د دروازې زنځيرونه وشلوي.

د مينې په نړيواله ورځ مې يو ملګري چې په هندوستان کښې زده کړې کوي په چټ کښې راته وويل :

(( هلکه! پوهېږې چې نن دمينې ورځ ده ؟))

ځواب مې ورکړ چې ، په ما ېې څه ؟  مينه پوه شه او مئينان .

د پېغام په لېږلو سره مې ملګري څو پېغامونه ډير په بيړه سر په سر راواستول:

ـ او هو ! ولې ته معشوقه نه لرې؟

ـ نن خو هغه ورځ ده چې يو عاشق خپلې معشوقې ته سوغات ورکوي.

ـ نن ورځ عاشق خپلې معشوقې ته د زړۀ  اظهارکوي  .

ـ په هندوستان کښې نن ټول پوهنتونونه  رخصت دي،

ـ ښه دوسته! زۀ ځم په ما نا وخته دے.

ـ نن زمونږ په پوهنتون کښې د مينې د ورځ په مناسبت جشن جوړشوے دے.

ـ دخداے په امان.

سمدستي راسره يو بل دزړګي سر ملګری (رـ س) په چټ کښې مخامخ شو ما هم چې معشوقه نه درلوده همده ته مې دمينې د ورځې مبارکي وويله .

دۀ په خندا راته ځواب راکړ ولی انډيواله زه خودې معشوقه نه يم

دا مبارکي خلق خپلې معشوقې ته ورکوي.

په خندا مو سره يو څو شېبې خبرې تېرې راتېرې کړې

لږ وروسته مې دده د خبرې په اړوند فکر وکړ .

خو نه د دۀ  خبره زما زړۀ  ونه منله مينه يواځې له معشوق يا معشوقې سره نه وي بلکې مينه له هر چا سره کېدې شي مينه له مور او پلار سره ،مينه له دوست سره ، مينه له ورور خور سره ( او له هر څه وراخوا له خپل حقيقي محبوب سره ) ..... او داسې نور.

ځينې خلق  مئين يواځې هغه چا ته وائي چې معشوقه يا معشوق ولري خو نه داسې نه ده هر انسان مئين ے بې له مينې انسان ژوند نه شي کولې، همدا مينه ده چې انسان يې ټولنيز مخلوق ګرځولے، همدا مينه ده چې انسان يې پرمختګ ته هڅولی ، همدا مينه ده چې انسان ته يې تل پاتې ژوند ورکړی.....

دنړۍ هيڅ داسې قانون لا نه دے جوړ شوے چې په هغې کښې په مينه بندېز وي او همدا مينه ده چې لا تر اوسه کوم ټاکلے تعريف هم نه لري ځکه هر څوک ورته له بيلې بيلې زاويې ګوري .نو د مينې په ورځ يواځې معشوق يامعشوقې ته سوغات او اظهار نه بلکی هر چا سره چې مينه کو  مبارکي ورکول پکار دي .

                                                                                        ټول ژوند مو له مينې ډک

                                                                                             ستاسې مينه وال

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

امير کروړ

 

 

 

 

 

امير کروړ د امير پولاد زوے مشهور په «جهان پهلوان» د ملک شنسپ له اولاد د غور د سوري کهاله يو نوميالی امير او د پښتو ژبې ډېر پخوانے شاعر ؤ.

د پټې خزانې مؤلف محمد هوتک د دۀ په باب کښې داسې ليکي:

« نقل کا؛ زبدة الواصلين، شېخ کټه متی زی غورياخېل په خپل کتاب «لرغوني پښتانه» کښې چې دې له «تاريخ سوري» څخه چې په بالشتان کښې يې کتلے او موندلے ؤ، شېخ کټه عليه الرحمة هسې وايي چې په تاريخ سوري کښې راوړي:

چې امير کروړ د امير پولاد سوري زوے ؤ، چې په  ۱۳۹ هجري کال کښې د غور په مندېش کښې امير شو، او «جهان پهلوان» يې بالۀ.

وئي چې د غور کوټو نه، او د بالشتان او خيسار او تمران ماڼی او برکوشک يې ټول ونيول، او د رسالت له کهوله يې په خلافت کښې ډېرې مرستې وکړې.

نقل کا: چې امير کروړ ډېر غښتلی او پهلوان و، په يوه تن له سلو جنګياليو سره جنګېدۀ ځکه يې نو «کروړ» باله چې معنی يې ده کلک او سخت.

وايي چې امير کروړ به په اوړي «زمينداور» کښې ؤ او هلته به يې ماڼۍ درلوده چې کټ مټ د منديش په شان وه او په دغه ځاے کښې يې ښکار کاوۀ او عشرت. په تاريخ سوري کښې راوړي چې دا اميران له پېړيو په غور او بالشتان او بست کښې وو، او د هغه «سور» نومی له اولاده دی چې د سهاک له پښته و. امير پولاد په هغه دعوت کې شريک و، چې ابوالعباس سفاح د بني اميه سره جګړه کړله، او ابومسلم يې هم مرستی و.

په تاريخ سوري کې محمد ابن علي البستي داسې ليکلي دي چې: د عباس د دعوت په جنګو کښې چې امير کروړ، ډېرې سوبې وکړلې نو يې دا بيتونه وويل، چې «وياړنه» يې بولي - هغه دا دي چې شېخ کټه عليه الرحمة له تاريخ سوري رانقل کړي دي:

د امير کروړ جهان پهلوان وياړنه

زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشتـــــه

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته

بل په زابل نشته

له ما اتل نشته

غشی د من مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو باندې

په ژوبله يونم يرغــــالم پر تښتېدونـــــو باندې

پر ماتېدلو باندې

له ما اتل نشته

زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ

د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لټاړ

کړم ايوادونه اوجاړ

له مـــا اتــــل نشته

زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جروم

غرج و باميان و تحار بولي نوم زما په اودوم

زه پېژندو يم په روم

لــه مــــا اتــــل نشته

پر مرو زما غشی لونی ډاری دښن راڅخه

د هر يوالرو د پرڅنډو ځم تښتي پلن راڅخه

رپي زړن راڅخه

له ما اتل نشته

د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه

په بادارۍ مې لوړ اوی د کول د سور وکړه

ستر مې تربور وکړه

لــــه ما اتــــل نشته

خپلـــــو وګړو لـــــره لور پېرزوينـــــه کـــــوم

دوی په ډاډينه ښه باسم ښه يې روزنه کوم

تل يې ودنه کوم

له ما اتل نشته

پر لويو غرو مې وينا درومي نه په څنډو په ټال

نړۍ زما ده نوم مې بولي پــــر دريځ ستايـــــوال

په ورځو، شپو، مياشتو و کال

له ما اتل نشته

 

 

سمادګرشېخ کټه عليه الرحمة له «تاريخ سوري» نقل کا چې:

 

«امير کروړ عادل او ظابط او د ښې وينا خاوند و، ده به هر کله شعرونه ويل، په کال ۱۵۴ هجري د پوشنج په جنګو کښې شهيد شو، او تر دۀ وروسته يې زوے امير ناصر ايوادونه (هېوادونه) ضبط کړل، او د غور او سور او بست او زمينداور پر مځکو خاوند شو»

 

 نقل ((د افغانستان نوميالي )) کتاب ليکوال ارواښاد بېنوا

 

( دلته به دا وضاحت وکړو چې د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو (ع) سره د مينې په نامه چې د بنو عباس کوم غورځنګ د بني اميه ؤ په خلاف راوچت شوے ؤ کۀ څه هم د وخت د اهلبېتو د امام يعنې امام محمد باقر (ع) تائيد ورته نۀ ؤ حاصل  خو بيا هم د دغه غورځنګ نعره (( الرضا لآل محمد )) وه ( کامل ابن اثير) نو امير پولاد او اميرکروړ د خداے د ګران رسول (ص)  له اهلبېتو سره د مينې او د بني اميه ؤ له ظلم او ستم نه د نفرت په وجه دغه دعوت قبول کړ او د پښتنو د لښکر په مشرۍ کښې اموي خاندان سره په مړانې سره وجنګېدل او دغه جنګونه له اهلبتو څخه ځکه تائيد نۀ وو چې هغوي پوهېدل چې د دې ګټه به بني عباس خاندان ته رسيږي او هم هغه شان وشول چې بني عباسو چې د اهل بېتو د حقوقو د حاصلولو او له هغوي سره د مينې په نوم کله حکومت ترلاسه کړ نو له بني اميه ؤ نه زيات ظلمونه د رسول اکرم (ص) په اهلبېتو (ع) باندې شروع کړل خو بهر حال په جنګ د بني اميه ؤ په خلاف د مسلمانانو پاڅون او پکښې د  د پښتنو ګډون د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو (ع) سره د مينې په وجه ؤ- اداره )

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

دوويشت کلن طالب علم پنځه دېرش(٣٥) ژبې زده کړې دي

 

 

ليک: مارټين کوخ

 

  ژباړن: سراج الحق ببرک زۍ  

 

( د جرمني له شپيګل آنلائن  څخه)

 

 

څوک چې د يو پوه ځوان په حېث په دريو څلورو ژبو حاکم وي، هغه يو استثنائي سړے بلل کيږي.

 د بن ښار سبستيان هينه بيا هر کال درې څلور ژبي زده کړي دي. په دې ترڅ کښې يې پنځه دېرش بهرنۍ ژبې زده کړي دي له ارمنۍ څخه تر اوزبکۍ او په تيره بيا خوږه پښتو ژبه زده کړې ده

سبستيان هينه د بن پوهنتون (يونيورسټۍ) په کتابتون کښې په مېز باندې اېښودل شويو کتابونو ته په اشاره سره وائي:

(( نه زۀ نابغه نۀ يم، دا يواځې زما د زيار، هڅو او کوششونو نتېجه او پايله ده. زۀ هره ورځ د بلي ژبې  سپڼ (لغات ) زده کوم. ورسره هره ورځ ژبښود يا ګرامر تکراروم.

البته چې دغه  د ځان ارزونه د دغې دوويشت کلن ځوان د نسواري، کارکوټي وېښتو لرلو  سره ډېره حيا ناکي او بې کبري ورښيي.

ځکه هيڅ يو سړے نۀ شي کولې بې له فوقوالعاده وړتوب او پوهې څخه څه د پاسه دېرش  پردۍ ژبې چې زياتره يې د منځنې او نزدے ختز ژبې وي  زده کړي.

هغه ژبې چې دۀ  زده کړي دي به لاندي ډول دي:

 

زړه فارسي ، اوستائي ، پهلوي ، باختري، سغدي ، ساکي ، پښتو،پراچي ، ارموري ، واخي ،  يغنوبي، سنګليچي ، اشکامي ،  اوستائي ( آسی ) ،يدغا ، منجي،اردو ، هندي ، فارسي، پنجابي ، سندي، کورمانچي ــ کردي ، بلوچي ، سنسکرېت ، پالي ، ګندهاري ، لاتيني ، يوناني بوناني ، لرغوني، ايرلنډي ، منځني کيمري ، ګوټي ، اوزبکي ،ارمينائي ، عربي ، فرانسوي  او انګرېزي  .

 

د ژبې د  زده کړې شروع يې کابو دوه کاله  مخکښې کله  چې دې  د هسن ايالت  د فرانکن برګ  ښار  د ايدرتال په ښوونځې ( کالج ) کښې په زده کړه بوخت ؤ، هغه مهال دې د پنځلسو کالو ؤ.  د هومر اصلي متن  د لوستلو په  وخت يې دا خبره وموندله  چې يوناني او سنسکرېت  له يو بل سره  نزدېوالے او تړاؤ لري . دغې تړاؤ دې نورو پلټنو او څېړنو ته راويښ کړ او هڅه يې وکړه چې د سنسکرېټ ژبه زده کړي .

 

دی چې د يو تاريخ پوه زوے دے، هر کال ورسته يې درې څلور ژبې زده کولې. او دې ډېر خوشحاله ؤ چې دې له همځولواو ملګرو سره ډېسکوټيک ته د تلو په ځاے په دغه چاره بوخت وي.

کله چې سبستيان هينه په اعلی درجه خپله بکلوريا تر لاسه کړه، د بن په پوهنتون کښې شامل شو او زده کړې يې د ٬٬ انډو جرمانيسټيک  [ د هندو جرمن  د ژبو ادبياتو ] په څانګه کښې  او فرعي څانګه يې  انډو لوژي  [ هند پوهنه ] ، سلتو يا کيلتو لوژي  چې  په پخوانيو او لرغونو عصرونو کښې د ښکلا او زړنونکې څانګې وې په زده کړو پېل وکړو.

همدا اوس يو خپل ډېپلوم وکړ چې په هغه کښې د پښتو ژبې فعل يا  کړ  پلټلې دي.،  له دغې ژبې سره دې د زړۀ له تله مينه لري .

دې د پښتو ژبې داسې تعريف کوي،  پښتو د ټول انسانې ژوند يو موزائېک دے. پښتو په يو وخت خوږه او هم ډېره زيګه ده .

پښتو بېحده په زړۀ کښې ښکلے احساس پېدا کوي. له بله پلوه ډېره ټينګه او مېړانۍ ژبه ده. پښتو د ژوند هنداره او ژوندۍ ده. چغه ګډوي ، ژاړي ، خوشحالي کوي ، زبېرګي او  وير او ماتم کوي او د مرګ تمثيل کوي.

 

پښتو د ژوند يو احساس دے

کله چې سبستيان هينه له ګرانې ژبې پښتو سره بې شانه مينه څرګنده وي ا و د  پښتو ژبې شعرونه وائي نو سترګې يې پړقه او ځلا  کوي. دغه وخت دې  بالکل په يوه بله دنيا  کښې ډوب شي.

ښائي دغه جزباتي لېوالتيا د هغۀ د  پوهنتون (يونيورسټۍ ) ملګرو ته عجيبه ښکاره شي. دی بيا له دوي سره غرض نه لري.

دې د دې پروا نۀ لري  چې  د دۀ نورملګري د ده په حقله  څه فکر کوي؟

دغه د ژبو متخصص چې تل د په پتلون او ښکلي قميص سره په خلقو کښې راڅرګنديږي د محصلي بدلون موندونکې ژوند ېې مخې ته کړے دے . دې هره ورځ  په جرمني کښې له اقغانانو سره مخامخ کيږي يا ناسته لري.  دې له هغوي سره دلته په جرمني کښې ملګرتيا او پېژندګلوي لري. په جشنونو او غونډو کښې برخه اخلي [ د ليکنې ژباړن  هم دۀ يو وار ليدلي دے ] د خداے پاک او نړۍ په برخه کښې بحثونه کوي. البته دا بحثونه هم په پښتو ژبه کوي، نۀ په جرمنۍ ژبه.

له دوي څخه يې هم زده کړي  دي چې پښتو نه يواځې يوه ژبه ده بلکې د ژوند يو درک او يو احساس دے.

د پښتنو د عزت کودکس ] د ژباړن شرحه،  نه ليکلي شوي حقوقي نورمونه ، قانون او د پښتنو دودونو خورا مهم اړخونه دي [

يعنې ريښتينولي ، عزتمن  اوسرلوړي ژوند اختيار کړه،  د مېلمه پالنه وکړه،  دښمن ته بښنه او زړۀ سوی وکړه، ورسره پښتو وکړه،

کله چې تاسو د دوي  سره  د دوي په ژبه  خبرې  کوي، نو هڅه کوي چې د دوي د ژوند اړيکو باندي ځان پوه کوئ او وې منئ.

ډېرو نويو ملګرو ته [ افغانان]  ګرانه وه چې باور وکړي، هغه څوک چې پښتون نه دے کولې شي په  روانه توګه په خپله ژبه له هغه  سره غږېدلې شي.

همدا وجه وه چې دی نور هم د زړۀ له کومي د دوي په  ډېرو کښې ځاے ومومي.

سبستيان هينه يوه وړه د پام وړ ښکلې دوديزه  ږيره  پرېښودلې چې  ډېر  حياناک  ورسره ښکاري.

په يوه موسکا يې پام خپلي عجيبې ږيرې ته  په لاس نيولو راوګرځوه.