ښاغلي باراک اوباما ته د ښاغلي ډاکټر احمدي نژاد د
مبارکۍ پېغام

بسم الله الرحمن الرحيم
جناب ښاغلي باراک اوباما د امريکې ولسمشره!
په دې خاطر چې په انتخاباتو کښې د ګډون کوونکو خلقو اکثر ووټونه دې تر لاسه کړل مبارکي درته وايم. تاسو په دې پوهېږئ چې هغه فرصتونه چې د خداے پاک لخوا بندګانو ته ډالۍ کيږي ډېر زر تېرېدونکي دي او بندګان دغه فرصتونه د انسان د کمال او د ولسونو د ګټې په لاره کښې او يا خداے مۀ کړه د ولسونو په خلاف د تباهۍ او زوال په لاره کښې استعمالولې شي. اميد لرم چې تاسوجنابعالي به د يو خود پرست او ناصالح اقليت په نۀ مړېدونکو تقاضو باندې د عام ولس حقيقي ګټو، عدل او انصاف ته په ترجيح ورکولو سره له دغو فرصتونه څخه له زياتې نه زياته استفاده وکړئ او خپل نېک نوم به د تاريخ په پاڼو کښې باقي پرېږدئ.
له تاسونه عامه توقع دا ده چې د امريکې د حکومت په کورنيو او بهرنيو سياستونو کښې د صحيح او بنيادي بدلون مطالبې ته زر تر زره او روښانه ځواب ورکول چې د دنيا د ټولو ولسونو او د امريکې د ولس غوښتنه ده د خپل راتلونکي حکومت د پروګرامونو او اقداماتو په سر سر کښې او د هغو محور ورګرځوئ.
له يوې خوا د امريکې خلق چې معنوي ګروهنې او مېلانات لري دا اميد او هيله لري چې د حکومت ټول توان او طاقت دې په امريکه کښې د خلقو په خدمت، د اقتصادو د کړکېچي حالت په سمولو، د عوامو د حېثيت، روحيې او اميدونو په بيا موندلو ، د فقر او نسلي فرق په ختمولو، د بشر د کرامت، امنيت او حقوقو په احترام او عزت او د کورنيو د بنيادونو په تقويت باندې چې د الهي انبياؤ عليهم السلام له تعليماتو څخه دي خرچ شي.
له بلې خوا د دنيا ولسونه دا اميد او هيله لري چې په جنګ غوښتنې، نيواکګرۍ، زور وينې، فرېب ورکونې، د ملتونو په سپکاوي او بې عزتۍ او په هغوي او د نړۍ په تعلقاتو باندې د نسلي فرق نه د ډکو او ناعادلانه روابطو په تپلو ولاړ سياستونه چې د امريکې له اکثرو واکمنانو څخه د ټولو ولسونو او اکثرو حکومتونو د کرکې او د امريکې د خلقو د حېثيت د داغدارېدو سبب شوي دي په عدل او انصاف او د انسانانو او ملتونو د حقوقو په احترام، دوستۍ او د نورو په چارو کښې په نه مداخلت ولاړ کردارونو باندې بدل شي او د امريکې د حکومت د مداخلتونو دائره د دغه هېواد تر جغرافيائي پولو پورې محدوده شي.
په تېره بيا د مېنځني ختيځ په حساسه سيمه کښې دا هيله کېږي چې د شپېتو کلونو د نا انصافۍ د چلند لاره د ولسونو په خاصه توګه د فلسطين، عراق او افغانستان د مظلومو ولسونو د روا حقوقو په کامله توګه د پوره کېدو په لور بدله شي.د ايران ستر، تمدن جوړوونکے او انصاف لټوونکے ولس په خاصه توګه په دې سيمه کښې په سياستونو او چلندونو کښې د بنيادي، عادلانه او حقيقي بدلونونو هرکلے کوي.
که په الهي لاره کښې او د الهي پېغمبرانو د تعليماتو د جاري کولو په لاره قدم واخېستے شي نو اميد دے چې لوے خداے به مرسته وکړي او تر څه حده پورې به د تېرو درنو تاوانونو او نقصانونو تلافي وشي.
له پاک ربه د ټول انسانيت او ټولو ولسونو لپاره د نېکمرغۍ، سلامتيا، سرلوړۍ او سوکالۍ او د واکمنانو او د ټولنو د چلوونکو لپاره له تېرو خلقو نه د عبرت اخېستو، د خلقو د خدمت او له هغوي سره د مهربانۍ د سلوک کونې، د ظلم ختمونې، د عدل او انصاف د قائمونې او د الهي احکامو د خيال ساتنې د فرصت غنيمت ګڼلو دعا کوم



