تبليغاتX
مينــــــــــــــــه

پاکستان، اسلام او جموريت

    (اداريه)   

                                              

ويل کيږي چې زمونږ د صوبې واکمن ګوند اے اېن پي لخوا وړانديز شوے دے چې د پاکستان نوم دې د (( اسلامي جمهوريه پاکستان  )) په ځاے (( عوامي جمهوريه پاکستان )) کېښودے شي. د دې خبر په اورېدو سره د ډېرو مسلمانانو په تېره بيا د اسلام په نامه جوړ شويو پارټيو، جماعتونو او ډلو د مشرانو قهر او غصه راپارېدلې ده. او د اے اېن پي په مشرانو باندې يې لکه د تېر وختونو په شان ډول ډول فتوې او تورونه لګولي دي.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/01 او وخت 5:59 |

 

نمانځنې

د تلې ( ) او لړم ( ) د مياشتو ځينې نمانځنې

  

تله      ٥ د سعودي حکومت په لاسو په جنت البقيع کښې د اهلبېتو (ع) او اصحابو (رض) د قبرونو ويجاړول     (٨ وړوکے اختر)

               ١٢  له فلسطيني ماشومانو او زلميو سره د ملاتړ نړيواله ورځ ( ١ اکتوبر)

               ١٦ د ماشومانو نړيواله ورځ (٨ اکتوبر)  

              ٢٢  د امام جعفر صادق (ع) شهادت (٢٥ وړوکے اختر)

              ٢٤ د خوراک نړيواله ورځ (١٦ اکتوبر)

              ٢٨ د بي بي معصومې (ع) ولادت  (١ ميانه)

 

لړم     ٨  د امام على رضا (ع) ولادت (١١ ميانه)

              ٢٧ د امام محمد تقى (ع) شهادت (٢٩ يا ٣٠ ميانه)

              ٢٨ د امام علي (ع) او بي بي زهرا (ع) د وادۀ ورځ ( ١ لوے اختر)

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/20 او وخت 13:16 |

 

مختلفې ليکنې

 

ورزش

ورزش د بدن د سستۍ او کاهلۍ دښمن دے. هغه کسان چې ورزش کوي هغوي هر وخت مطئن او خوشحاله وي ، ښکلي اخلاق لري او ستره سينه لري خو هغه کسان چې ورزش نۀ کوي سست او بد اخلاقه وي. نو که غواړو چې روغ ، جوړ، خوشحال، مطئن او خوش اخلاق اوسو نو پکار دي هر ورځ ورزش کوو  (١٨ اکتوبر د ورزش او بدني تربيت نړيواله ورځ )

 

اوږي

په دنيا کښې ډېر خلق شته چې د يو وخت ډوډۍ نۀ لري او اکثر ماشومان په تشه خېټه اودۀ کيږي. ايا دا د خداے له طرفه او د هغوي قسمت دے؟ نه داسې نۀ ده خداے پاک عادل باچا دے او چا سره بې انصافي نه کوي. او د هر چا برخه رزق دنيا ته رالېږي دا مونږ يو چې د نورو خلقو رزق  غصب کوو، دا په خوارک څښاک کښې  زمونږ  د اکثرو خلقو  زياتے، اسراف او بې نظمي ده چې په نړۍ کښې بې شمېره خلق په خېټه اوږي دي. راځئ مونږ ټول خپل خواو شا نظر واچوو چې څوک خو اوږي نۀ دي که وي چې هغوي هم ماړۀ کړو ( ١٦ اکتوبر د خوراک د نړيوالې ورځ په مناسبت )

 

سوغات

 

 

د خداے ګران رسول (ص) فرمائي: (( په تاسو کښې چې څوک په سفر لاړ د ستنېدو په وخت د خپلو خپلوانو لپاره سوغات او ډالۍ راوړئ. ))

له سفر نه د راستنېدو په وخت د هغو کسانو لپاره چې ستا په انتظار کښې وي له ځان سره څه ډالۍ او سوغات راوړل د دې خبرې ښودنه کوي چې په سفر کښې د هغوي ياد درسره ؤ چې دې کار سره په خپلو کښې مينه او خلوص نور هم زياتيږي. ( ٢٧ ستمبر د ټورېزم يا سياحت د نړيوالې ورځ په مناسبت )

 

  د خداے تشريح

له امام علي رضا (ع) نه پوښتنه وشوه  ممکنه ده چې خداے مونږ ته توصيف او تشريح کړې؟

      امام وفرمايل: چا چې خداے پاک په قياس سره توصيف او بيان کړ تل په ګمراهۍ او تيارو کښې دے او غلطه خبره کوي. زۀ خداے پاک هماغه شان چې ځان يې توصيف کړے او بيان کړے دے بيانوم بې له دې چې په ذهن کښې مې د هغۀ څۀ تصوير يا شکل وي "لا يدرک بالخواص" خداے پاک د مخلوقاتو په حواسو سره نۀ درک کيږي. "ولا يقاس باالناس" په خلقو نۀ قياس کيږي. "معروف بغير تشبيه" بې لا شباهته او ورته والي پيژندلې شي. سره له دې چې ذات او مقام يې ډير لوړ دے،ټولو ته نزدې دی. خو د هغۀ مثال نۀ پېدا کيږي يعنې نۀ شو ويلې چې مثلاً نعوذ باالله خداے پاک د فلاني په شان دے "ولايجوز في قضيه" په خپل حکم او فيصله کښې په چا ظلم او زياتے نۀ کوي او په خپلو نخښو او نښانو سره پېژندل کيږي.

 

پټ نصيحت

 

: څوک چې خپل مومن ورور ته په پټه نصيحت  وکړي په

 

اصل کښې ېې هغه ښکلے او سينګار کړ  او څوک چې ورته د نورو په مخکښې نصيحت کوي نو د هغۀ اجتماعی څيره يې بدرنګه کړه.

                                                                                                                                       (( امام محمد تقي (ع) ))

 

لطيفه

يو ماشوم خپلې مور ته وويل مورې  زۀ څنګه پېدا شوم مور يې ورته وويل بچيه ما په يو لوښي کښې خاوره واچوله بيا مې  هغه لوښے په كوټه  کېښودو پنځلس ورځې پس چې مې وكتل ته پكښې پروت وې  ماشوم هم په لوښي کښې خاوره واچوله او د کوټې په يوۀ ګوټ کښې کېښوده او پنځلس ورځې پس چې يې وكتل يوه چيندښه پكښې پرته وه دۀ چې لاس وروړو چيندښې ټوپونه ووهل او ځان يې غورځوۀ ماشوم ورته ډېر  په قهر شو او ورته وويل زړۀ مې غواړي چې په زمکه دې راوبغوم او مړه دې کړم خو څه وکړم اولاد مې يې.

  

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت 5:39 |

 

د زمري او وږي د مياشتې مهمې نمانځنې

زمرے

 

                  ٤   د امام حسېن (ع) ولادت (٣ شوقدر)

                  ٥   د حضرت عباس علمدار (ع) ولادت (٤ شوقدر)

                  ٦   د امام زېن العابدين (ع) ولادت (٥ شوقدر)

                  ١٥  په هيرو شيما باندې د امريکې اېټمي حمله (٦ جون)

                 ١٦    د امام مهدى(ع) ولادت د شيعه روايتونو او د ځينو سني روايتونو له مخې (١٥ شوقدر)

                ١٧     د خبريالانو نړيواله ورځ

             ٢٣    له انګرېز استعمار نه د پاکستان ازادي )١٤ اګست )  او د اسلامي مقاومت ورځ

 

وږے

               ٩    د بىبى خديجې (ع) رحلت (١٠ روژه)

              ١٤   د امام حسن مجتبى (ع) ولادت (١٥ روژه)

              ١٧   د خداے د ګران رسول (ص) معراج (شيعه روايت) (١٧ روژه)

             ٣٠    په يوې دهشت ګردانه حمله کښې د اميرالمومنين امام على (ع) زخمي کېدنه (١٩ روژه)

              ٢٠   د اميرالمومنين امام على (ع) شهادت (٢١ روژه)

               ٢٧   د بېت المقدس نړيواله ورځ اوجمعه الوداع (٢٣ روژه)

               ٢٩   وړوكے مبارك اختر (١ وړوکے اختر)

               ٣٠    د تمدنونو د خبرو اترو نړيواله ورځ (٢١ستمبر)

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/26 او وخت 5:59 |

 

مختلفې ليکنې

تعذيت

د روژې ٢١ نېټه د مذهبي دهشتګردو په لاس د مسلمانانو د يو  راشد خليفه او اميرالمومنين د شهادت د کليزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او  مظلومو، پتياليو، ننګياليو او ازادي، خپلواکي، عدل، انصاف او امن و امان غوښتونکو انسانانو ته تعذيت او تسليت وړاندې کوو. ( د مينې اداره )

 

د مور پۍ

د مور پۍ (شودۀ ) د ماشوم لپاره  غوره او مکمل خوراک دے. او په مور باندې د ماشوم يو حق دے. مائېندو ته پکار دي چې خپلو بچو ته خپل پۍ ورکړي او يو غوره او صحتمن بچے معاشرې او ټولنې ته حواله کړي. ( ١ اګست د مور د پيو د نړيوالې ورځې په مناسبت )

 

 

اېټم بم او اېټمي انرجي

په اېټمي انرجي او اېټم بم کښې د زمکې او اسمان فرق دے. اېټم بم د دښمن په مقابل کښې يو دفاعي وسله نه بلکې د زمکې په سر د ټولو جاندارو او ذي روحو څيزونو د تباهۍ سامان دے. اسلام د صلحې او امن دين دے او له خپلې دفاع نه علاوه په هيڅ دښمن باندې  حملې او د بې ګناه انسانانو د تباهۍ اجازت نه ورکوي. د نړۍ ټول هغه هېوادونه چې اېټم بمونه او اېټمي وسلې لري پکار دي راغونډ شي او د هر ذي روح د تباهۍله دې سامان څخه د نړۍ د پاکولو او اېټمي انرجي د سوله ايزو چارو لپاره او د خپلو ولسونو د ترقۍ او خېر ښيګړې لپاره د استعمالولو لوظ او ژمنه وکړي.

( د ګست ٦ نېټه په هېروشيما باندې د امريکې د اېټمي حملې د کليزې په مناسبت چې پکښې لکونه انسانان، حېوانات او بباتات تباه شول )

 

د تمدنونو خبرې اترې

د پښتو متل دے چې (( خبرې په خبرو ختميږي )) جنګونه، جګړې او مرګ ژوبلې د انسانانو کار نۀ دے او نۀ په دې سره مسئلې اواريږي. ټولوهېوادونو، قامونو ، ملتونو، مذهبونو، ګوندونو، حزبونو او ډلو ته پکار دي چې په خپلو مېنځو کښې اختلافات په جنګونو او جګړو نه بلکې په خپلو کښې د خبرو اترو او تعميري بحث او مباحثو په ذريعې سره ختم کړي. او نړۍ د مينې، ارامښت او اطمينان يوه ځانګو جوړه کړي.

(٢١ ستمبر د تمدنونو د خبرو اترو نړيواله ورځ )

 

 

روغه جوړه له چا سره؟

د صلحې او روغې جوړې خبرې د برابرۍ په خپلو مېنځو کښې د اختلافاتو په بنياد کيږي. له صهيونېسټي  اسرائيلي غاصب رژيم سره  د روغې جوړې خبرې  له ظالم سره د مظلوم، له لېوۀ سره د ګډو، له غلو سره د کور د خاوندانو او د جائېداد له قبضه کوونکي سره د مالک د خبرو اترو په شان دي. صهيونېسټانو د امريکې او د هغې د استکباري انډيوالانو په ملاتړ د فلسطينيانو په هېواد باندې قبضه کړې ده او هر ورځ د هغوي قتل عام کوي، د هغوي ښځې ماشومان، بوډاګان، زلميان او ځوانان په خاورو او وينو کښې لوغړوي او يا يې نيسي او په جېلونو کښې يې اچوي د هغوي له ناموسونو سره لوبې کوي، د هغوي پټي ويجاړوي او دغه غاصب او ظالم رژيم  هره ورځ ټول نړيوال او بشري قوانين تر پښتو لاندې کوي نو پکار دي چې له داسې ظالم او غاصب سره د هغۀ په ژبه خبرې اترې وشي او هغه د ظلم ، زور غصب  په وړاندې مقاومت دے نه د هغۀ په وړاندې سر اېښودل دي. ( د روژې وروستۍ جمعه د بېت القمدس د نړيوالې ورځې په مناسبت )

 

 

هولو کاسټ؟

 ( باران په تيراه وشو او خرۀ يې د اکبرپورې يوړۀ )

د يهودو هولو کاسټ يوه مشکوکه موضوع  ده او د دې د څېړلو لپاره پکار دي له دې مسئلې سره د اړوندو غېر جانېدارو ماهرينو يوه نړيواله کمېټي جوړه شي که دا موضوع  د نړۍ د خلقو د غولولو او د خپلو ګټو د حاصلولو لپاره د اسرائيلو يوه په دروغه ډرامه وي نو پکار دي چې په ډاګه شي او لاس ترې واخېستې شي او کۀ څه حقيقت ولري نو د دغه هولو کاسټ ذمه واران او عاملان يورپيان دي  او پکار دي هغوي يې قيمت ادا کړي او په خپلو سيمو کښې يهود و  ته  ځاے  ورکړي  نه چې د هولو کاسټ د قيمت وصولولو لپاره د فلسطين  خاوره او او د فلسطين مظلوم ولس قرباني وګرځي. ( د ښاغلي ډاکټر احمدي نژاد له وېناؤ څخه ))

  

فُزْتُ بِرَبِّ الْکَعْبه

(( د کعبې په رب مې دې قسم وي چې زۀ کامياب شوم ))

     (د ګوزار خوړو په وخت د امام علي (ع) غږ )

 

وائي مرتضی چې محافظ دې خپل اجل دے

ما ته راز د ژوند ښۀ معلوم شوے مکمل دے

واخله دا ثبوت ابن ملجم چې پرې حمله کړه

څه په جوش او مينه مرتضی داسې نعره کړه

وې چې د کعبې په رب قسم چې زۀ کامياب شوم

سيند کښې د انوارو سر تر پايه زۀ غرقاب شوم

جار شم له يقينه چې د ژوند راز ورته حل کا

دا د مرګ په خونه کښې چراغ د سکون بل کا

                                                                                      ( حمزه بابا )

 

 

د روژې سپېڅلې مياشت ټولو مسلمانانو ته مبارک شه

(( روژه ونيسئ او صحتمن شئ )) ( رسول اکرم (ص)

 

 

 

          وړوکے نېکمرغه اختر مو مبارک شه

 

(( د مومن لپاره هره هغه ورځ اختر دے چې په کومه ورځ دې ګناه ونۀ کړي . )) ( امام علي (ع)

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:40 |

 

پښتونخوا د اور په لمبو کښې

(اداريه)

 

 

لره او بره پښتونخوا له يوې مودې راهسې د اور په لمبو کښې سوزيږي او پښتانۀ په وينو او خاورو کښې لوغړول کيږي، هر پښتون په خپل وطن کښې در په در خاورې په سر دے، د پښتنو ښکلې او د جنت په شان سيمې په کنډوالو بدلې شوې، حجرې ورانې، جوماتونه ړنګ،مکتبونه ويجاړ، ناموسونه لوټ او پګړۍ ريښې ريښې شوې، د جرګو او مرکو تقدس پامال شو، د پښتنو ټول سپيڅلي روايات تر پښتو لاندې او له خاورو سره خاورې شول ، پښتانۀ ځوانان، زلميان، بوډاګان، ښځې او ماشومان په بمونو سره ټوټې کېدل د هرې ورځې معمول جوړ شوے دے، هره ورځ بې سرونو تنې او بې تنو سرونه د پښتونخوا په لارو کوڅو کښې موندل کيږي  د بې ګناه او بې اسرې خلقو تښتول د هغوي په سرونو پېسې اخېستل او يا يې ټوټې ټوټې کول يوه عامه خبره شوې ده. هرې خوا ته د اسلام په مقدس نامه د دهشت ګردۍ بازار ګرم دے په نړۍ کښې يو منلے شوے فوځي قوت، پوليس او امنيتي ځواکونه د دغو ناخوالو په مخنيوي کښې ظاهرا د خپلې ناکامۍ ښودنه کوي.  خلق حېران، پرېشان او په بد حال له يو بل نه پوښتنې او تپوسونه کوي چې دا هر څه له کومې خوا راپېدا شول؟ د دې ټولو ناخوالو عاملان څوک دي؟ د دوي شا ته څوک دي ؟ دوي ته پرمختللې او جديدې او خطرناکې وسلې څوک ورکوي؟ دوي ته تنخواګانې څوک ورکوي؟  ايا دوي په رښتيا اسلام او شريعت راولي؟  ايا اسلام او شريعت حتی په کافرانوباندې د دې ظلمونو، ستمونو ، تباهيو او برباديو اجازت ورکوي؟  او  که واقعي دا مسلمانان وي او دا هر څه د اسلام او شريعت لپاره وي نو بيا د دوي د ځپلو په بانه ورسره ښکېل فوځونه، پوليس او امنيتي ځواکونه څوک دي ايا دا مسلمانان نۀ دي؟ حق له چا سره دے او په ناحقه څوک دي؟ دواړه خواوې په حقه دي او که دواړه باطلې دي؟ د فوځي قوت له لحاظه په دنيا کښې د يو منلې شوي ملک فوځ ، پوليس او امنيتي ځواکونه ولې د دهشتګردو په ځپلو کښې ناکام دي؟ د نن سبا د پرمختللې ټېکنالوجۍ او جديد آلاتو د شتون باوجود د دهشتګردو ډلو مشران ولې نۀ نيول کيږي ؟ ايا داسې خو نه ده چې د دوي په نيولو سره بيا فېلم  ختميږي ځکه يې نۀ نيسي او يا به يې د صدام حسېن په شان هغه وخت نيسي چې کله ترې ټول کارونه واخلي؟ ايا د دواړو خواو ترمېنځ جنګ په رښتيا دے او که نورا کشتي ده؟ ايا په نړۍ کښې د اسلام او پښتو بدنامولو ، د مسلمانانو او پښتنو د قوت او زور ختمولو او د عراق او افغانستان په شان په مستقيمه توګه د لرې پښتونخوا د نيولو او په مستقله توګه د فوځي اډو جوړولو امريکائي، اسرائيلي او برطانوي نقشه خو نه ده؟ ايا د عامو خلقو دا خبرې او اوازې خو رښتيا نۀ دي چې د ځينو دهشتګردو مړو په جېبونو کښې فوځي کارډونه موندل شوي دي يا دا چې ځينې مړي پکښې نا سنته موندل کيږي يا دا چې د وسلو او خوراکونو هيلي کاپټرې د جنګ سيمو ته راځي او نيم جنګي او خوراکي مواد فوځ ته او نيم دهشتګردو ته ورکړې کيږي؟

دا او د دې په شان بې شمېره پوښتنې دي چې عام او معصوم خلق يې له يو بل نه کوي او هغه خبرې دي چې عام خلق يې په محفلونو کښې له يو بل سره کوي او بحثونه پرې کيږي. خېر چې څومره خولې هومره خبرې. اوس حقيقت څه دے؟ دا به يو خداے ته معلوم وي او د وخت له تېرېدو سره سره به حق او حقيقت په خپله په ډاګه شي. او که واقعي دا د امريکې، صهيونېسټ رژيم ، برطانيې او نورو استکباري قوتونو سپېره او شېطاني نقشه او سازش وي نو لکه څنګه چې يې د ايران د اسلامي انقلاب، په لبنان کښې د حزب الله په خلاف او په فلسطين کښې د حماس په خلاف نقشې ، دسيسې او سازشونه ناکام شول او په عراق او افغانستان باندې قبضه يې له ماتې، شکست او ناکامۍ سره مخامخ شوې ده دغه شان به انشاء الله په پښتونخوا کښې هم په خپلو شېطاني منصوبو، پلانونو، دسيسو او شازشونو کښې ناکاميږي. او  هغه حق او حقيت او رښتينے محمدي (ص) اسلام چې نۀ د امريکائي او درباري اسلام او نۀ د دهشتګردانه، متحجرانه او جعلي  اسلام حامي دے نه يوازې به  په لرې او برې  پښتونخوا باندې بلکې په ټوله نړۍ باندې غالب وګرځي.  د هغې ورځې په هيله                                                                                

                                                                                                                                      د (( مينه )) مجلې اداره

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:59 |
 

امريکايي ځواکونه د افغانانو د عيسائي کولو

کوشش کوي

 

 

 له الجزيرې تلوېزيون څخه په خپاره شوي يو رپوټ کښې راغلي چې  په افغانستان کښې مېشت امريکايې ځواکونه اوس هڅې کوي چې د انجيل پښتو او دري چاپ شوي  کتابونه په افغانستان کښې ووېشي کړي.

امريکائي جنرل  ګېري هينسلي Gary Hensley په ثبت شوې يوه موعظه کښې خپلو پوځيانو ته وائې چې دوي د حضرت عيسی (ع) پيروکار دي، نو دوي مسوليت لري، چې د هغه لپاره شاهدي ورکړي . په فلم کې سرتېري په دې بحث کوي چې څه ډول په خلقو کښې په  محلي ژبو انجيلونه وويشي

امريکايي قومندان په دې ويډيو کښې وايي:

"The special forces guys - they hunt men basically. We do the same things as Christians, we hunt people for Jesus. We do, we hunt them down. Get the hound of heaven after them, so we get them into the kingdom. That's what we do, that's our business." .

(( ځانګړي ځواکونه د خلقو په نيولو او تعقيبولو پسې دي. موږ هم د عيسايانو په توګه همدا کار کوو، موږ د عيسی مسيح (ع) لپاره خلق تعقيبوو او ښکار کوو.  په دوی پسې د خداے تازی خوشي کړئ ترڅو دوي د خداے قانون ته راشي. دا هغه څه دي چې موږ يې کوو، او همدا زموږ کار دے ))

که څه هم د امريکائي ځواکونو مشر قومندان مايک مولن له الجزيرې سره په مرکه کښې ويلي چې دې د خپلو سرتېرو لخوا د عيسايت د تبليغ له هڅو نه دے خبر، خو په ويډيو کښې امريکائي سرتېري له خپل محلي مشر سره په دې اړه جدي خبرې کوي.

د امريکې د پوځي قوانينو له مخې، په دنده برحاله سرتېري نه شي کولې د نورو خلقو د دين د اړولو لپاره هڅې وکړي.

دا ويديو د امريکې د پوځ د يو پخواني غړي او اوس د مستندو فلمونو جوړوونکي بريان هيوز Brian Huges

لخوا يو کال مخکې ثبت شوې، او له هغه څخه الجزيرې ترلاسه کړې ده.‌ بريان هيوز په بګرام کښې څو ورخې له امريکائي سرتېرو سره تېرې کړې وې په بګرام اډه کې پښتو او دري انجيلونه ليدلي وو

د ويديو په يوه بله برخه کښې يو بل منځپوړی پوځي چارواکی جان وټ Jon Watt ښکارېږي چې د انجيل د درس په صنف کې وايي:

 

 

"I also want to praise God because my church collected some money to get bibles for Afghanistan. They came and sent the money out."

(( زه د خداے شکر ادا کوم چې زما کليسا په افغانستان کښې د انجيلونو لپاره يو څه پيسې راټولې کړې وې. دوی راغلل او پيسې يې هم راولېږلې))

د فلم ثبتوونکی بريان هيوز وائي دې نه پوهېږي چې دا انجيلونه به تقسيم شوي وي او که نه، خو دې باوري دے چې د پښتو او دري انجيلونه امريکايي سرتېرو په افغانانو کښې د وېشلو لپاره راټول کړي وو.جان وټ وائي دوی بايبلونه يا انجيلونه د تحفې لپاره خلقو ته ورکوي.

په فلم کښې داسې اشارې هم شته چې امريکائي سرتېرو تر دې مخکښې په عراق کښې هم انجيلونه کښې خلقو وېشلي وو.

په يو ځاے کښې، جان وټ وائي: ما يوه غالۍ واخيسته او بيا مې هغه سړي (غالۍ خرڅوونکي) ته يو انجيل ورکړ. ما ته په عراق کښې داسې معلومه شوه چې خلق د خداے د کتاب (انجيل لپاره) تږي دي.‌

:

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:43 |

 

پښتو کليز

 

١٣٨٨ هجري نمريزکال

 

مطابق ( ١٤٣١/١٤٣٠ هجري قمري او 2009 -10 عيسوي )

 

وړومبۍ خور/  دويمه خور ١٤٣٠ هـ ق        ورے ١٣٨٨ هـ ن                          March/April 2009

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

٢٣  ١ 21

24  ٢22

25 ٣    23

26 ٤   24

27 ٥    25

28 ٦   26

29 ٧   27

1 ٨   28

2 ٩    29

١٠٣ 30

١١٤  31

٥  ١٢  1

٦ ١٣   2

٧  ١٤   3

٨ ١٥   4

٩   ١٦  5

١٠ ١٧ 6

١١ ١٨ 7

١٢ ١٩  8

١٣ ٢٠    9

١٤ ٢١ 10

١٥ ٢٢  11

16  ٢٣ 12

17 ٢٤ 13

18 ٢٥  14

19   ٦   15

20 ٢٧  16

21 ٢٨   17

٢٢ ٢٩ 18

٢٣ ٣٠ 19

24 ٣١20

 

 

 

 

دويمه خور / دريمه خور  1430 هـ ق    غوئے 1388 هـ ن                    April/May 2009              

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

 

 

 

 ٢٥ ١21    

 26 2 22 

27 3     23

٢٨4   24

٢٩ ٥   ٢٥

١ ٦      ٢٦

٢ ٧      27

3  8  28

4  9   29

5 10  30

٦   ١١   ١

٧  ١٢   ٢

٨  ١٣   ٣

٩  ١٤   ٤

١٠ ١٥  ٥

١١ ١٦   ٦

١٢ ١٧  ٧

١٣ ١٨  ٨

١٤ ١٩   ٩

١٥ ٢٠  ١٠

١٦ ٢١  ١١

١٧ ٢٢   ١٢

١٨ ٢٣   ١٣

١٩ ٢٤   ١٤

٢٠ ٢٥ ١٥

٢١ ٢٦  ١٦

٢٢ ٢٧  ١٧

٢٣ ٢٨  ١٨

٢٤ ٢٩ ١٩

٢٥ ٣٠  20

٢٦ ٣١  21

 

دريمه خور / څلورمه خور ١٤٣٠ هـ ق      غبرګولے ١٣٨٨ هـ ن             ٢٠٠٩ May/June

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

٣٠٢٦ ٢٠

٣١٢٧ ٢١

 

 

 

 

27 ١    22

٢٨ ٢   ٢٣

٢٩ ٣  ٢٤

٣٠ ٤ ٢٥

١  ٥   26

2  6   27

3  7  28

4   8  29

5  9  30

6 10  31

7  ١١  ١

٨  ١٢   ٢

٩  ١٣ ٣

١٠ ١٤ ٤

١١  ١٥  ٥

١٢ ١٦  ٦

١٣ ١٧  ٧

١٤ ١٨  ٨

١٥ ١٩  9

16 20  10

١٧ ٢١  ١١

١٨ ٢٢  ١٢

١٩ ٢٣  ١٣

٢٠ ٢٤ ١٤

٢١ ٢٥  ١٥

٢٢ ٢٦  ١٦

٢٣ ٢٧  ١٧

٢٤ ٢٨  ١٨

٢٥ ٢٩ ١٩

څلورمه خور/ زبرګه١٤٣٠ هـ ق                چنګاښ ١٣٨٨ هـ ن                      ٢٠٠٩ June/July

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

 

 

٢٨ ١  ٢٢

٢٩ ٢  ٢٣

١  ٣   ٢٤

٢  ٤  ٢٥

٣   ٥  ٢٦

٤   ٦ ٢٧

٥  ٧  ٢٨

٦  ٨  ٢٩

٧  ٩  ٣٠

٨  ١٠  ١

٩  ١١  ٢

١٠ ١٢ ٣

١١ ١٣  ٤

١٢ ١٤ ٥

١٣ ١٥  ٦

١٤ ١٦  ٧

١٥ ١٧  ٨

١٦ ١٨  ٩

١٧ ١٩  ١٠

١٨ ٢٠  ١١

١٩ ٢١  12 

٢٠ 22  13

 ٢١ 23  14

٢٢ ٢٤  ١٥

٢٣  ٢٥ 16

٢٤ ٢٦  ١٧

٢٥ ٢٧  18

26 28 19  

27 ٢٩  ٢٠

٣٠٢٨ ٢١

٣١٢٩ ٢٢

 

 

 

 زبرګه / شوقدر/ روژه 1430  هـ ق        زمرے 1388 هـ ن                2009 July/August

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

٣١١ ٢٢

 

 

 

 

٣٠ ١  ٢٣

١   ٢ ٢٤

٢  ٣   ٢٥

٣  ٤  26

٤  ٥  ٢٧

٥  ٦   ٢٨

٦  ٧  ٢٩

٧  ٨  ٣٠

٨   ٩  ٣١

٩  ١٠  ١

١٠ ١١  ٢

١١ ١٢  ٣

١٢ ١٣  ٤

١٣ ١٤  ٥

١٤ ١٥  ٦

١٥ ١٦  ٧

١٦ ١٧  ٨

١٧ ١٨  ٩

١٨ ١٩  ١٠

١٩ ٢٠  ١١

٢٠ ٢١  ١٢

٢١ ٢٢  ١٣

٢٢ ٢٣  ١٤

٢٣ ٢٤  ١٥

٢٤ ٢٥  ١٦

٢٥ ٢٦ ١٧

٢٦ ٢٧  ١٨

٢٧ ٢٨  ١٩

٢٨ ٢٩  ٢٠

٣٠٢٩ ٢١

 

روژه / وړوکے اختر  ١٤٣٠ هـ ق       وږے 1388 هـ ن            2009   August/September

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

 

٢  ١  ٢٣

٣  ٢  ٢٤

٤  ٣   ٢٥

٥  ٤   ٢٦

٦  ٥   ٢٧

٧   ٦  ٢٨

٨  ٧   ٢٩

٩   ٨ ٣٠

١٠ ٩ ٣١

١١ ١٠  1

١٢ ١١  2

13 12  3

14 13  4

١٥ ١٤  ٥

١٦ ١٥  ٦

١٧ ١٦  ٧

١٨ ١٧  ٨

١٩ ١٨ ٩

٢٠ ١٩  10

٢١ ٢٠ ١١

٢٢ ٢١  ١٢

٢٣ ٢٢  ١٣

٢٤ ٢٣  ١٤

٢٥ ٢٤  ١٥

٢٦ ٢٥  ١٦

٢٧ ٢٦  17

28 27 18

29 ٢٨   19

١ ٢٩  ٢٠

٢ ٣٠21

3 31   22 

 

    

 

 

وړوکے اختر/ ميانه ١٤٢٩ هـ ق          تله ١٣٨٧ هـ ن         2008  September/october

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

 

 

 

 

٤  ١  ٢٣

٥  ٢   ٢٤

٦  ٣   ٢٥

٧  ٤   ٢٦

٨  ٥   ٢٧

٩  ٦   ٢٨

١٠ ٧  ٢٩

١١ ٨  ٣٠

١٢  ٩  ١

١٣ ١٠  ٢

١٤ ١١  ٣

١٥ ١٢  ٤

١٦ ١٣  ٥

١٧ ١٤  ٦

١٨ ١٥  ٧

١٩ ١٦  ٨

 ٢٠ ١٧  ٩

٢١ ١٨  ١٠

٢٢ ١٩  11

٢٣ ٢٠ ١٢

٢٤ ٢١  ١٣

٢٥ ٢٢ ١٤

٢٦ ٢٣  ١٥

٢٧ ٢٤  ١٦

٢٨ ٢٥  ١٧

٢٩ ٢٦  ١٨

٣٠ ٢٧  ١٩

١  ٢٨ ٢٠

٢  ٢٩   ٢١

٣  ٣٠  ٢٢

 

 

ميانه/ لوے اختر    ١٤٣٠ هـ ق           لړم ١٣٨٨ هـ ن         ٢٠٠٩ October/November

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

٣ ٣٠   ٢١

 

 

 

 

 

٤   ١ ٢٣

٥  ٢  ٢٤

٦  ٣  25

٧  ٤  ٢٦

٨  ٥  ٢٧

٩  ٦  ٢٨

١٠ ٧   ٢٩

١١ ٨  ٣٠

١٢ ٩  ٣١

١٣ ١٠  ١

١٤ ١١  ٢

١٥ ١٢  ٣

١٦ ١٣  ٤

١٧ ١٤  ٥

١٨ ١٥  ٦

١٩ ١٦  ٧

٢٠ ١٧  ٨

٢١ ١٨  ٩

٢٢ ١٩  ١٠

٢٣ ٢٠  11

٢٤ ٢١  ١٢

٢٥ ٢٢ ١٣

٢٦ ٢٣  ١٤

٢٧ ٢٤  ١٥

٢٨ ٢٥  ١٦

٢٩ ٢٦  ١٧

٣٠ ٢٧  ١٨

١ ٢٨  ١٩

٢ ٢٩  ٢٠

 

لوے اختر / امامان ٣١ - ١٤٣٠ هـ ق ليندۍ ١٣٨٨ هـ ن  ٢٠٠٩ November/December

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

 

٤ ١ 22

٥ ٢ ٢٣

٦ ٣ ٢٤

٧ ٤ ٢٥

٨ ٥ ٢٦

٩  ٦   ٢٧

١٠ ٧  ٢٨

١١ ٨   ٢٩

١٢ ٩   ٣٠

١٣ ١٠   ١

١٤ ١١   ٢

١٥ ١٢   ٣

١٦ ١٣   ٤

١٧ ١٤   ٥

١٨ ١٥  ٦

١٩ ١٦  ٧

٢٠ ١٧  ٨

٢١ ١٨  ٩

٢٢ ١٩ ١٠

٢٣ ٢٠  ١١

٢٤ ٢١ ١٢

٢٥ ٢٢  ١٣

٢٦ ٢٣  ١٤

٢٧ ٢٤  ١٥

٢٨ ٢٥  ١٦

٢٩ ٢٦  ١٧

١  ٢٧  ١٨

٢ ٢٨  ١٩

٣ ٢٩  ٢٠

٤ ٣٠  ٢١

 

 

 

 

 

امامان / صفره ١٤٣١  هـ ق            مرغومے ١٣٨٨ هـ ن     ٢٠٠٩    December/Junuary

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

 

 

 

٥  ١  ٢٢

٦  ٢  ٢٣

٧  ٣  ٢٤

٨   ٤  ٢٥

٩  ٥  ٢٦

١٠ ٦  27

11 7  28

12 ٨  ٢٩

١٣ ٩  ٣٠

١٤ ١٠  ٣١

١٥ ١١  ١

١٦ ١٢  ٢

١٧ ١٣  ٣

١٨ ١٤  ٤

١٩ ١٥ ٥

٢٠ ١٦  ٦

٢١ ١٧  ٧

٢٢ ١٨  ٨

٢٣ ١٩  ٩

٢٤ ٢٠  ١٠

٢٥ ٢١  ١١

٢٦ ٢٢  ١٢

٢٧ ٢٣  ١٣

٢٨ ٢٤  ١٤

٢٩ ٢٥ ١٥

٣٠ ٢٦  ١٦

١ ٢٧  ١٧

٢ ٢٨  18

3 ٢٩  ١٩

  4٣٠  ٢٠

 

 

 

صفره / وړومبۍ خور ١٤٣١ هـ ق      سلواغه ١٣٨٨ هـ ن    Junuary/February 2010            

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

 

 

 

 

 

٥  ١  ٢١

٦   ٢  ٢٢

٧  ٣  ٢٣

٨   ٤ ٢٤

٩  ٥  ٢٥

١٠ ٦  ٢٦

١١ ٧  ٢٧

١٢ ٨  ٢٨

١٣ ٩  ٢٩

١٤ ١٠ ٣٠

١٥ ١١  ٣١

١٦ ١٢  ١

١٧ ١٣ ٢

١٨ ١٤ ٣

١٩ ١٥  ٤

٢٠ ١٦  ٥

٢١ ١٧  ٦

٢٢ ١٨  ٧

٢٣ ١٩  ٨

٢٤ ٢٠  ٩

٢٥ ٢١   ١٠

٢٦ ٢٢  ١١

٢٧ ٢٣ ١٢

٢٨ ٢٤ ١٣

٢٩ ٢٥  ١٤

٣٠ ٢٦  ١٥

١ ٢٧  ١٦

٢  ٢٨ ١٧

٣ ٢٩ ١٨

٤ ٣٠ ١٩

 

وړومبۍ خور/ دويمه خور  ١٤٣١هـ ق      کب ١٣٨٧ هـ ن    February/March 2010         

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

٥ ١ ٢٠

٦ ٢ ٢١

٧ ٣ ٢٢

٨ ٤ ٢٣

٩ ٥ ٢٤

١٠ ٦  ٢٥

١١ ٧  ٢٦

١٢ ٨  ٢٧

١٣ ٩  ٢٨

١٤ ١٠  ١

١٥ ١١  ٢

١٦ ١٢ ٣

١٧ ١٣  ٤

١٨ ١٤  ٥

١٩ ١٥ ٦

٢٠ ١٦  ٧

٢١ ١٧  ٨

٢٢ ١٨ ٩

٢٣ ١٩  ١٠

٢٤ ٢٠ ١١

٢٥ ٢١  ١٢

٢٦ ٢٢  ١٣

٢٧ ٢٣  ١٤

٢٨ ٢٤ ١٥

٢٩ ٢٥  ١٦

١ ٢٦  ١٧

٢  ٢٧ ١٨

٣  ٢٨  ١٩

٤ ٢٩  ٢٠

 

 

 

 

 

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/01/01 او وخت 5:11 |

                                               د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه

 

د مينې د يوې ګڼې بيه: 25 روپۍ يا 20 افغانۍ     په بهرنيو هېوادونو کښې:5 يورو يا د هغو معادل                                           د کلني ګډون بيه: ٢٥٠ روپۍ يا ١٨٠ افغانۍ    په بهرنيو هېوادونو کښې ٦٠ يورو يا دهغو معادل                                         د مجلې د پوسټ خرچه به د ادارې په غاړه وي

فارم

 

د فارم ډکولو او پېسې ادا کولو نېټه:------------------------------------------------------

نوم:-----------------------پلار نوم:-------------------- عمر---------- شغل----------------                                                      

د ډاک پته:--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

برېښناليک:---------------------------  ټېلفون:----------------ګرځنده:--------------------

 

ژمنه

زۀ غواړم چې د مينې مجلې د کال/  شپږومياشتو لپاره د دې مجلې ګډون کوونکے جوړ شم چې د دې لپاره د دغې مودې چنده------------------------- روپۍ/ افغانۍ/  يورو وغېره

په نغده /  مني آرډر/  بېنک چېک په توګه ادا کوم. مهرباني وکړئ او ما ته د دغې مودې لپاره مجله جاري کړئ.--- د مني آرډر يا بېنک د رسيد يوه فوټو کاپي د ډاک په ذريعه يا يې نمبر د برېښناليک په ذريعه درلېږم  لاس ليک:

 (د برېښناليک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې لاس ليک لازم نۀ دے ) 

د مجلې د لا ښکلا او ودې لپاره خپل وړانديزونه، انتقادونه، مشورې او تبصرې دلته وليکئ:

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

 پته: دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي حبيب مارکيټ شعبه بازار  پېښور ( پښتونخوا)       برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com 

ټېلفون:7114546     ګرځنده:3459047584

اکاؤنټ نمبر: 809--5  الائيډ بېنک ميونسپل بس سټينډ برانچ پېښور

يادونه: د ډاک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې د دې فارم فوټو کاپي هم قبوله ده

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت 0:1 |

 

زېرے

 

ارواښاد حمزه بابا وائي: (( اردو هيڅ چا ژبه نه ده او د ټولو ژبه ده )) نو د مينې مجلې ادارې هم د زياتو اردو ژبې لوستونکو د زياتو غوښتنو په بنياد له دې موجوده ګڼې څخه په مجله کښې د څو اردو مخونو اضافه کړې ده نو له ټولو اردو ژبې لوستونکو په تېره بيا د اردو ژبې ليکولانو څخه غواړوچې د دې مخونو د لا ښکلا لپاره خپل قلمي زيارونه راولېږي همدا رنګ دې مونږ په دې حقله له خپلو قيمتي رايو، وړانديزونو او انتقادونو څخه خبر کړي.

                                                                                                 په مينه او درناوي

                                                                             د (( مينه )) مجلې اداره

 

 

 

د خداے د ګران رسول (ص) سپکاوے

 

د يو خبر له مخې د جامعه الازهر د رسمي شمېرنې مطابق لږ تر لږه له لسو زرو نه زيات وېبپاڼې (websites) نېغ په نېغه توګه د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفي  صلي الله عليه و آله وسلم په سپکاوي لګيا دي چې لږ تر لږه يو ميليارډ ډالره په دغو وېبپاڼو باندې خرچ کيږي.

دا وېبپاڼې له هغو وېبپاڼو نه علاوه دي چې د اسلام او د اسلام د ګران پېغمبر (ص) دښمنان پکښې د قاديانيت، بهايت او وهابيت غوندې مذهبونو په جامه کښې په غېر مستقيمه توګه د خداے د ګران رسول (ص) سپکاوي کوي.

 

 

د پښتنو اتفاق

 

« پښتانه ډېر بې اتفاقه قام  دے خو په ېوه خبره يې کلک اتفاق کړے دے چې مونږ به چرې هم نه متفق کــــېـــږو».

                                                                      (ارواښاد باچا خان )

 

 

 

سړيتوب 

چې سړے مـــــې ځــــان ګڼلو سړے نـــــۀ وم

چې په دې پوه شوم سړے نه يم سړے شوم

ما حمزه تـــه چـــې خـــداے حب د علي راکړ

د خېبر د شنډو غـــــرونــــــو ازمــرے شــــوم

                                     (ارواښاد حمزه بابا)

 

 

 

 

د وطن مينه

 

عُمِّرَتِ الْبِلادُ بِحُبِّ الأَوْطانِ
ښارونه له وطن سره په مينه اباد دي.

                                             ( امام علي عليه السلام)

 

 

له چا څخه سوال پکار دے؟

يوه ورځ يو سوالګري له حضرت امام حسېن (ع) نه سوال وکړ يعنې خېر يې ترې وغوښت نو امام ورته د څه ورکولو په ترڅ کښې نصيحت وکړ چې انسان ته خداے پاک ډېر کرامت ورکړے دے نو پکار نه دي چې بل انسان ته لاس وغزوې خو د ډېر مجبورۍ په حالت کښې که بل ته لاس غزوې نو بيا دريو کسو ته غزوه او وې فرمايل:

«لا تَرْفَعْ حاجَتَكَ إِلاّ إِلى أَحَد ثَلاثَة: إِلى ذى دين، أَوْ مُرُوَّة، أَوْ حَسَب.»

له دريو کسو پرته بل چاته خپل حاجت مه وړه: ديندار کس ته، زړۀ سواندي کس ته او يا هغې چاته چې ښه کورنۍ او خاندان لري .

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/01 او وخت 5:0 |

    د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه

      ګډون فارم

د مينې د يوې ګڼې بيه: 25 روپۍ يا 20 افغانۍ     په بهرنيو هېوادونو کښې:5 يورو يا د هغو معادل                                           د کلني ګډون بيه: ٢٥٠ روپۍ يا ١٨٠ افغانۍ    په بهرنيو هېوادونو کښې ٦٠ يورو يا دهغو معادل                                         د مجلې د پوسټ خرچه به د ادارې په غاړه وي

فارم

 

د فارم ډکولو او پېسې ادا کولو نېټه:------------------------------------------------------

نوم:-----------------------پلار نوم:-------------------- عمر---------- شغل----------------                                                      

د ډاک پته:--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

برېښناليک:---------------------------  ټېلفون:----------------ګرځنده:------------------ 

ژمنه

زۀ غواړم چې د مينې مجلې د کال/  شپږومياشتو لپاره د دې مجلې ګډون کوونکے

جوړ شم چې د دې لپاره د دغې مودې چنده------------------------- روپۍ/ افغانۍ/ 

 يورو وغېره

په نغده /  مني آرډر/  بېنک چېک په توګه ادا کوم. مهرباني وکړئ او ما ته د دغې مودې لپاره مجله جاري کړئ.--- د مني آرډر يا بېنک د رسيد يوه فوټو کاپي د ډاک په ذريعه يا يې نمبر د برېښناليک په ذريعه درلېږم  لاس ليک: (د برېښناليک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې لاس ليک لازم نۀ دے ) 

د مجلې د لا ښکلا او ودې لپاره خپل وړانديزونه، انتقادونه، مشورې او تبصرې دلته وليکئ:

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

 پته: دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي کوڅه نمبر ٢ ډاکخانه تهکال بالا غريب اباد روډ شاهين ټاؤن پېښور ( پښتونخوا)      

 برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com 

ټېلفون:7114546     ګرځنده:3459047584

اکاؤنټ نمبر: 809--5  الائيډ بېنک ميونسپل بس سټينډ برانچ پېښور

يادونه: د ډاک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې د دې فارم فوټو کاپي هم قبوله ده

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/06/30 او وخت 5:0 |

مياشتنۍ  مينه پېښور

وړومبے کال دويمه ګڼه غوئے ١٣٨٧ هـ  ن (مطابق اپريل- مۍ  ٢٠٠٨ عيسوي ، دويمه خور- دريمه خور ١٤٢٩ هـ ق )

چيف ايډيټر: انور شاهين خانخېل

ايډيټر: مفتي شيراز

 

ادارتي ډله

سيد طاهر بخاري

ميراعظم پښتونزاده

ډاکټر ميا سهېل انشاء    

لياقت امين

پروفېسر حنيف خليل

احمد شاه پوپلزے

                           

 

قانوني مشير: محمد ارشد اقبال اېډوکېټ                         

تشهيري منېجر: حکيم سهېل اقبال                         

پانګه وال: سعدالله خان بليغ                                   

                                                                             

                                                                                                                  

 

کورني او بهرني اَستازي

نوښار: مولانا وصال محمد وصال

کوئټه: ډاکټر علي کمېل

کابل: عابد جان رزړوال

جلال اباد: محمد آصف شينوارے

مشهد: سيد وهاب حسېن وهاب

تهران: غزا نور غزا

مالمو: (سويډن) ولايت خان اميد ځدران

يونان: محمد الله تبسم

پته: دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي کوڅه نمبر ٢ غريب اباد روډ ډاکخانه تهکال بالا شاهين ټاؤن پېښور-

  برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com  

  وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com

ټېلفون:7114546     ګرځنده:3459047584

اکاؤنټ نمبر: 809-5  الائيډ بېنک ميونسپل بس سټينډ برانچ پېښور

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت 5:0 |