تبليغاتX
مينــــــــــــــــه
 

نوې چپې

 

(ناول)

(پنځمه برخه)

 

 

ليک: ارواښاد حمزه بابا

 

.........  په تېر پسې

 

حليمه: (( ما ځواب درلېږلے ؤ، چاې د وخته تيارې وې خو تاسو راويښېدئ نه نو.))

اکبر خان: (( ادې بېګا ډېر زيات خوب راتۀ ، وس به چاې وڅښو.))

حليمه: (( ګل اندامې ورشه د دواړو وروڼو لپاره چاې راوړه )) ګل اندامه ښکته لاړه او حليمې د خپلو خبرو سلسله جاري وساتله (( نو بچے شکر دے چې خداے زما له بچي سره روغ جوړ له عظيم خان نه راوستے، اوس مې ستا خور سره د صفيې خبرې کولې، که هغه دلته وې نو ګلرخ به ورسره خوشحاله وه.))

سليم: (( هو ترورې ما ته اکبرخان ويلي دي چې په پېښور کښې ده. ))

حليمه: ((  ما دې خور ته ويل چې صفيې د کاپيرانو سبق ويلے دے. )) په دې خبره ټولو اوخندل. اکبر خان په دې موقع د ګلرخ مخ ته اوکتل هغې هم ده ته کتل، د دواړو سترګې مخامخ شوې او د هر يو په سترګو کښې د بل لپاره نوے پېغام او څه پاريدلي غوندې تاثرات وو. اکبر خان محسوس کول چې د ګلرخ هغو کږو کږو بڼو چې له مستۍ نه يې اسمان ته کتل د هغۀ د زړۀ سم سم اويشت. په يوه لمحه کښې د هغې دويو معصومو سترګو د پاکې مينې يو ښکلے عنوان څرګند کړ. د هغې په تندي يوه داسې رڼا وګرځېده چې د اکبر خان په زړۀ کښې څه نوې غوندې روښنائي پېدا شوه. سر يې زنګون په خوا کښې ښکته کړ او د وېښتو يوې ښکلې لړۍ له پلو نه سر راووېست او د هغې د اننګې بلا يې واخېسته.

سليم: (( دا ټول د اکبر خان قصور دے. ))

حليمه: (( هو کنه بچيه، خو ستا په خور کښې هم د صفيې ځينې خويونه شته. ))

سليم: (( رښتيا! ! هغه کوم دي. ))

حليمه: (( وس يې يوه ورګه ونيوه، ما ورته وويل چې په خاوند به ګرانه يې نو وې ويل چې دا دغه دي، څه دې ورته ويل بچې! )) ګلرخ مسکۍ شوه، د شرم سرخي يې په اننګو وګرځېده او سر يې ښکته کړ.

ګلرخ: (( توهمات )) په دې خبره سليم بيا په خندا شو، اکبر خان هم ورسره په خندا کښې ملګرتيا وکړه.

سليم: (( ګلرخ هسې کم عقله ده، هغه په څه پوهېږي، تا بالکل رښتيا ويلي دي. په ټولو قامونو کښې څه نه څه توهمات وي او د هر يو څه نه څه بنياد هم وي. په هغه کښې ځينې ځينې خو بالکل وهم وي او ځينې ځينې د رښتياؤ اړه هم لري.))

اکبرخان: (( چې نوم يې توهم وي نو د رښتياؤ اړخ يې لا کوم پاتې کېدې شي؟ ))

ګلرخ: (( لا له هسې د ترور بي بي ملګرتيا کوي اوس به د دې لپاره هم ارو مرو څه فلسفيانه ځواب ځواب پېدا کوي.))

حليمه: (( تۀ کسه چې اکبر خان هم ورسره ملګرے شو. دغه شان د صفيې ملګرتيا هم کوي.))

سليم: (( ورسره ملګرے دې شي کنه زۀ وايم چې دا ټولې خبرې کومو ته چې مونږ د ښځو مسئلې وايو کټ مټ غلطې نۀ دي.))

ګلرح: (( په څه غلطې نۀ دي؟ ))

سليم: (( نورې خبرې خو پرېږدئ دا يوه د ورګې قصه به واخلو )) اکبرخان په زوره اوخندل.

حليمه: (( ولې بچيه په څه پورې دې اوخندل.؟ کسه کنه چې سليم ته کسي او خاندي )) سليم هم مسکے مسکے کېدو.

سليم: (( اکبر خان ځکه خاندي چې زۀ بيګا لږ غوندې ورګو تنګ کړے وم.))

اکبرخان: (( د عظيم خان د بوسو له کوټې نه ورسره يو څو اوږې ورګې راغلې وې.)) ګلرخ سر ښکته کړ اويوه لطيفه سندريزه خندا يې وکړه. په دې کښې ګل اندامې چاې او سامان راوړ او په سټول يې کېښود. اکبر خان ورته خپله کرسۍ نزدې کړه اوس هغه ګلرخ ته مخامخ کښېناست. ګلرخ له شرم نه نيم ډډې غوندې شوه خو مخ يې پوره پوره ونۀ ګرزوۀ. اکبر خان اګۍ او پراټې سليم ته ورمخکښې کړې او بيا يې پيالۍ ډکې کړې.

اکبرخان: (( ښه نو د ورګې خبره دې کوه کنه. ))

حليمه: (( پرېږده وس بچيه، ورګه دې ورکه شي خپلې چاے وڅښئ.))

سليم: (( خېر دے ترورې مونږ په سبا نهرې خبرې اترې کوو.))   

حليمه: (( رښتيا دې وويل، صفيې به هم ډېرې خبرې کولې چې ما به ورته وويل چې د خوراک په وخت خبرې ښې نه وي نو ويل به يې چې د هضم لپاره ډېرې ښې وي او د نن پرون دغه هم دے... ګل اندامې څه ورته وائي هغه ميرات مې بيا هېر شو.)) ګل اندامې د سليم په مخکښې له شرمه هيڅ او نه ويل شول سر يې ښکته شو.

اکبر خان: (( فېشن ))

حليمه: (( هو بچيه پېشن پېشن )) سليم او اکبر دواړه په خندا شول.

سليم: (( خېر ډېر کم خلق به داسې وي چې هغوي ورګه نيوې شي. د ورګې حس له ښاپېرک نه څه کم نۀ دے نو کوم خلق چې د ورګې غوندې چالاک او محس شےنيوے شي نو پوه شه چې د هغوي حس به له ورګې نه هم تېز وي.))

ګلرخ: (( نو لاله تا بېګا ورګې اونيوې شوې؟ ))

سليم: (( يوه هم نه ))

اکبر خان: (( نو بس تۀ هم محس او چالاک نه يې، او نۀ دې دا نظريه صحيح ده او نۀ په خپلې ناوې ګران يې. ))

حليمه: (( نه بچيه! دا خبره خو د ښځو لپاره ده، د سړيو لپاره نۀ ده. که کټمل وې نو سليم به نيولے ؤ. هغه خو ورګې وې او ورګې هم ښځې وي. )) دا خبره حليمې څه په داسې ساده انداز کښې وکړه چې ګل اندامې ته هم خندا ورغله. هغې خپل پړونې مخ ته ونيوۀ. د اکبر خان له خولې نه په خندا خندا کښې د چايو يو څاڅکے هم پرېوتۀ. ګلرخ هم په خندا خندا کښې اکبر خان ته وکتل، د هغۀ له وښکي نه چاې په زنه رابهېدلې وې او اوس لګيا ؤ هغه يې پاکولې.

اکبرخان: (( ښه ادې نو کوم سړے په ښځه ګران وي )) سليم مسکے مسکے کېدۀ او د حليمې د خبرې د رد عمل د ختم کېدو په انتظار ؤ.

سليم: (( تاسو زما خبره ولې تالا کړه؟ غوږ خو راته کېږدئ ))

اکبرخان: (( ښه ده وايه خو دا چاې به درته سړې شي.))

حليمه: (( صفيه هم چاې سړوي او بيا يې څښي. ))

سليم: (( هو ډېرې تاودې نقصاني دي.... ښه نو ما درته ويل چې د ورګې حس د ښاپېرک په شان قوي وي او کوم خلق چې ورګه نيوې شي د هغوي حس به له ورګې نه هم زيات قوي وي. ))

اکبرخان: (( اے ورځه ومې منله چې حس به يې له ورګې نه زيات قوي وي خو تۀ له دې نه ثابتوې څه؟ ))

سليم: (( له دې نه دا ثابتوم چې د کومې ښځې خس تېز وي نو له هغې سره د هرې خبرې پوره پوره احساس وي او هم دغه وجه ده چې هغه د خپل خاوندپه احساساتو باندې ډېره ښه پوهېږي. په داسې حال کښې به هغه د خپل خاوندد جذباتو پوره پوره  لحاظ ساتلے شي او په دې وجه به هغه په خپل خاوند باندې ګرانه وي. نو د ترور بي بي خبره ثابته شوه چې د ورګو ښکارزنه په خاوند ګرانه وي. څنګه؟ )) اکبر خان مسکے شو د ګلرخ د دې احساس په وجه چې وس به اکبر خان هغې ته وګوري  سر يې ښکته کړ.

ګلرخ: (( ومو ليدل چې د فلسفې له ګوډي نه يې درته روغه جوړه نظريه راووېسته؟))

اکبرخان: (( سليم سره د فلسفې ټکسال دے چې په ناروا پورې ونښلي روا ترې جوړ کړي. ))

ګلرخ: (( ښه دا مې ومنله خو دا ووايه چې کارغۀ غږ وکړي نو دا ښځې ولې وائي چې د ښو زېرے وکړه.)) کارغۀ په څه پوهېږي؟ ))

اکبرخان: (( وس جوړه کړه د دې لپاره هم څه فلسفيانه نظريه چې واورو.... )) سليم له پيالۍ نه د چايو يو ګوټ وکړ او بيا په فکر کښې لاړ. اکبر خان د تپوس په نظر ګلرخ ته وکتل. دا ځل يې د ګلرخ نظر د يوې ښې شېبې لپاره استقبال وکړ او بيا يې سر ښکته کړ. دواړه زړونه لحظه په لحظه يو بل ته نزدې کېدل، غېريت او تکلف کډه په سر وو.

ګلرخ: (( لاله لګيا دے د فلسفې په ګوډي کښې د کارغۀ د اواز نظريه لټوي.))

اکبر خان: (( ما ورته د ځواب لومه تياره کړې ده، شابه کنه ولې چپ شوې. ))

سليم: (( هن؟ ځه؟  خېر صبر وکړه زۀ د کارغۀ د اواز د توهم په حقله د دې مقدمات لټوم چې بنياد يې معلوم شي. ځواب به په خپله اوشي.))

ګلرخ: (( بنياد يې بې علمي ده نور څه دي؟ ))

سليم: (( د بې علمۍ هم څۀ نه څۀ بنياد وي. ))

اکبرخان: ((زمونږ ورته حاجت نشته )) او له دې سره په خندا شو.             

سليم: (( تاسو ما پرېږدئ چې زۀ .......))

حليمه: (( اوشوه بچيه! دومره پکر مۀ کوه د کارغه بې شرمه دې رنګ ورک شي چاې دې سړې شوې خو صفيه بچۍ مې سړې چاې څښي ځکه چې دا د نن پرون دغه دے ..... يره خو بيا مې له پکره اوت.))

ګلرخ: (( فېشن ))

حليمه: (( هو، پېشن ))

سليم: (( خېر نور بيا سهي چې دا چاې وڅښو. ))

اکبرخان: (( پړ شوې که نه؟ ))

سليم: (( نه پړ نۀ يم فی الحال که دا نظريه زما فکر ته رانغله نو د دې دا مطلب نه شو چې د دې توهم به څه بنياد نه وي. صبر وکړه را به شي.)) دا يې وويل او پياله يې نسکوره کړه.

حليمه: (( وئ بچيه! نورې اوڅښه، تا خو هيڅ و نه خوړل.))

اکبر خان: (( کارغه ترې وتښتول. ))

سليم: (( راځه چې ځو بهر ته. ))

حليمه: (( بچيه! بس؟ ))

سليم: (( هو ترور بي بي . ګلرخ خورکې! تۀ ناسته اوسه. ))

اکبر خان: (( ادې وړه بي بي درنه خفه نه شي.))

حليمه: (( ولې به خفه کيږي، دا ټوله خونه خو به ورلوګے کړم، خو چې تا نه سليم خفه نۀ شي.))

اکبر خان: (( عظيم خان خفه کړې وه خو شکر دے چې هغه خفګان د ډېر لږ ساعت لپاره وه )) حليمې په اننګي ګوته کېښوده

حليمه: (( وئ عظيمه! د ږيرې هډ دې په خوله شه داسې هم څوک کوي؟ بچيه اکبر خانه ولې درنه ژوندے پاتے شو؟

اکبر خان: (( د بړوان صاحبزاده مې نۀ شو خفه کولې.))

حليمه: (( دا دې هم ښۀ وکړل بچيه! هغه ګل نظيم ته يې چې ښېرې کړې وې تر اوسه يې سر تندے نۀ لګي. ښه ده ورځئ بلا مو واخلم.)) دا ځل سليم مخکښې شو او اکبرخان ورپسې شو. د ګلرخ نظر له اکبر خان سره سم جلب اونښلوۀ، د ګل اندامې ورته فکر شو. ګل اندامې د دنيا ډېرې تودې سړې ليدلې وې، خاوند يې د شيعه ؤ په جنګ کښې مړ شوے ؤ او اوس يې له يو زوے سره کنډتون کوۀ. هغې د ګلرخ په سترګو کښې د پاکې مينې رڼا اوليده، مسکۍ شوه او له ځان سره يې سر اوخوزوۀ. د ګلرخ نظر تر هغه له اکبرخان سره وۀ چې سر يې په پوړو کښې په ښکته پنا شو. خولې ته يې رومال ونيوۀ او اسوېلې ښکالو يې په رومال راحصاره کړه. اکبر خان او سليم چې حجرې ته اورسېدل هلته ورته د نازيان يو ملاتړلي سړي انتظار کوۀ.

شېراحمد: (( ملکه دا سړے له نازيان نه راغلے دے، ارمګ ملک رالېږلے دے، نامه يې سنجاب ده.))

اکبرخان: (( هر کله راشه. ))

سنجاب: (( خوار مۀ شے هر کله اوسې. ))

اکبر خان: (( شېراحمد ماما مېلمه لپاره خو چاې.......))

سنجاب: (( نه ملکه شېر احمد ماما خو د چايو ډېر ټينګ ست راته وکړ خو ما چاے د عظيم خان په ځاے کښې څښلي دي. ))

اکبر خان: (( خېر خو وۀ څۀ رنګه دې پېښه راوکړه؟))

سنجاب: (( مګ ملک له سليم خان نه خبر شوے ؤ چې عظيم خان ولجه کړے دے. تا ته به معلومه وي چې له مونږ غلجي سره لوخے دے. ( لوخے د پښتنو يو رواج دے چې د يو قام سړي د بل د يو سړي په کلي کښې پسۀ يا ګډ حلال کړي. نو بس هغه يې د حفاظت ضمانت ګڼلے کيږي. بيا په هغه قام کښې بې خطرې تګ راتګ کولې شي.)  او له مورګې پورې ورسره مونږ دوه کسه بدلګه هم راغلي وو. زۀ يې عظيم خان ته راولېږلم چې زمونږ د غلجو دا خان دې په څه ولجه کړ. خو هلته خبر شوم چې سليم بېګا اکبر خان په زور ترې خلاص کړے دے. په زړۀ مې رڼا شوه.))

سليم: (( ملک ته زما سلام ووايه او پس له سلامه دا چې عظيم خان سره مونږ روغه وکړه، فکر دې نۀ کوي.))

سنجاب: (( هغه به روغه کله ومني، تاسو ته مګ نۀ دے معلوم؟

سليم: (( ما ته معلوم دے خو د بړوان صاحبزاده او نور ملايان په مېنځ کښې دي، له داسې بزرګانو نه به مخ ګرزول ښۀ نه وي. ))

سنجاب: (( ښه شوه زۀ به ورته ووايم. خو هغه چرته سړېدۀ په ډاګه ډاګه يې ځان واهۀ. )) سليم مسکے شو.

سليم: (( د هغۀ هم دغسې خوي دے. اکبر خانه څه به درته وايم ډېر مېړنې سړے دے. ))

اکبرخان: (( ما يې هم نوم اورېدلے دے. خېر تۀ ورته دا ځواب وکړه که بيا څه ويل نو سره خبر به شو. ))

سنجاب:  (( زۀ به ځم هغه به زما لار ګوري. ))

اکبرخان: (( شنواريه نن خو زمونږ مېلمه يې صبا به يو سړے هم درسره کړم.))

سنجاب: (( ډېره ښه ده حصار به شم.......)) هغه ورځ سليم له اکبر خان سره بهر تېره کړه. د خپلې ګوندې په نورو کلېو وګرځېدۀ، سليم موقع په موقع يو څو رباعيانې هم وليکلې. د هغۀ شاعرانه تخيل په تيراه کښې نوې نوې نظريې پېدا کړې. چې ماښام ته واپس راغلل شېراحمد ورته مخې ته راغے.

شېراحمد: (( د غظيم خان مور راغلې وه )) سليم حېران غوندې شو

اکبرخان: (( د څه لپاره راغلې وه؟ ))

شېراحمد: (( وائي چې له وړې بي بي سره وينم، ))

اکبرخان: (( په وړه بي بي يې کوم مخ پرې اېښے دے، په کومو سترګو به ورسره ګوري؟

سليم: (( په دې حرج څه دے؟ او بيا هغې غريبې خو زمونږ په سر وهل هم خوړلي دي.))

اکبرخان: (( د مار مور هم ماره وي ))

سليم: (( دا مثال د بني آدمو په نسبت اکثر غلط ثابتيږي، هغه ډېره نېکه ښځه ده، ضرور دې زما خور ورسره وويني.))

شېراحمد: (( ما تر اوسه په خپل کالۀ کښې حصاره کړې ده بس تاسو ته مې کتل. ))

اکبرخان: (( له وړې بي بي سره يې د ليدو مطلب څه دے؟))

شېراحمد: (( يو پنډوکے غوندې ورسره دے وائي چې وړې بي بي لپاره مې څه راوړي دي.))

اکبر خان: (( خداے خبر چې څه يې راوړي دي؟ ))

دوام لري نور بيا.........................

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت 5:46 |

نوې چپې

 

(ناول)

 

ريمه برخه)

ليک: ارواښاد حمزه بابا

                                                                   سريزه

 

(( نوې چپې )) هغه يواځېنے ناول دے چې ارواښاد حمزه بابا په خپل ژوند کښې ليکلے دے. د دې ناول د مرکزي خيال په هکله به دومره ووايو چې بابا په دې  ناول کښې د يوې مسلمانې پښتنې ټولنې نمونه ورکړې ده لکه چې څنګه د بابا له تعليماتو نه څرګنده ده چې هغه د اسلام باده او شراب د پښتو په پياله او جام کښې پښتون قام ته ورکول غواړي. او اسلام هم هغسې غواړي چې په حقيقت کښې څنګه دے او د مذهبونو په نامه له هر له ډول افراط او تفريط نه يې پاک غواړي او پښتو د پښتو په نامه له هر ډول غلطو رسمونو، رواجونو نه پاکه غواړي او دا دواړه هم هغسې غواړي چې څنګه په حققت کښې دي. بابا د دې خبرې قائل نه دے چې د پښتو او قوميت په نامه او بانه دې اسلام ته شا کړې شي او يا دې د اسلام په نامه او بانه باندې ژبې او قوميت ته کفر وويل شي، د هغۀ له نظره د يو پښتون لپاره اسلام او پښتو لازم او ملزوم دي او که په دې کښې يې يو څيز هم پرېښودو نو هغه يو څيز به يې خا مخا نيګړے او غېر معياري وي او د داسې کس ګمراهي يقيني ده.

      بابا په دې ناول کښې که يو طرف ته د يوې پښتنې معاشرې هغه مثبت اړخونه ښودلي دي او د يو صحيح مسلمان پښتون کېدو د تقليد وړ مختلف کردارونه يې ورکړي دي لکه د يوې پښتنې کورنۍ د يو پښتون او ايماندار مشر، يوې پښتنې مېرمنې، مور، لور، خور، ورور، ځلمي، پېغلې، دوست، يار، استاذ، سياستدان، پاکلمن مينه وال او حتي يو نوکر وغېره. او د هغوي مړانه، خلوص، صداقت ، شرافت او پاکه مينه يې څرګنده کړې ده او د ژوند په ټولو څانګو کښې د هر يو خپل هغه رول يې چې فطرت ورته ورکړے دے  ښودلے دے نو بل طرف ته يې د منحرف شويو او جاهلو او نه تربيت شويو يا غلط تربيت شويو پښتنو او د پښتو او غېرت په نامه او بانه باندې د جاهلانه  رسمونو نمونې هم ورکړي دي او همدا رنګ يې د هغو په ترڅ کښې د مغربي منځ تشي تهذيب او تمدن له ظاهري پړق پړوق او يا د ځينو پرديو، مفاد پرستو او ناپوهو سياستوالو په جذباتي نعرو د دوکه شويو او تېروتيو پښتنو د بيا هدايت کېدو نمونې هم په ډاګه کړي دي چې ويلې شو چې دا ناول نه بلکښې د هرې طبقې د وګړو او د هر دور د پښتنو لپاره يو تل پاتې کښېدونکے لارښود دے او هغه مشهوره خبره چې سمندر يې په کوزه کښې بند کړے دے او چې کله يې زمونږ پښنانۀ وروڼه خوېندې ولولي نو خپله به يې له اهميت نه خبرشي. خداے پاک دې دا کتاب د لرې او برې ټولې پښتونخوا د خلکو لپاره د بېدارۍ يو والي، خپلواکۍ، ترقۍ او خوشحالۍ سبب وګرځوي. په درناوي ( اداره)

........په تېر پسې

سليم: (( ډېره ښه ده سبا ته به زۀ خط درکړم هغه مې بابا ته ولېږه روپۍ به درته راشي خو ستا دې قسم وي خورته مې تکليف و نه رسوې )) هغه دويم سپين ږيرې چې تر اوسه چپ ناست ؤ، سليم ته يې مخ راستون کړ.

سپين ږيرے: ويړکيه مونږ پښتانۀ يو مونږ چې هر چرته ځو نو خداے او قران په مېنځ کښې کوو چې هر څه هر څه به کوو خو په تور سرو به نه بلوسو چې هيڅ فکر و نه کړے خور به دې مونږ د خپل اولا په څېر ګڼو ))

عظيم خان: زما کار له روپو سره دے خور ته به دې ولې ضرر پېښووم؟ ))

په دې خبره د سليم څه تسلي وشوه او هغۀ ته دومره معلومه شوه چې پښتون که هر شان وي خو له خپلو بنيادي صفتونو نه خالي نه وي او بيا افريدي چې هغوي همېشه راسې د پښتون په ننګه جنګېدلي دي. د سليم په ذهن کې د پير روښان د جنګونو واقعات رابرڅېره شول هغه پير روښان چې د مغل بادشاه اکبر په خلاف يې توره له تيکي نه وېستلې وه او د اکبر باچا د دين الهي په خلاف يې د جهاد اعلان کړے ؤ، له پير روښان سره اکثر مجاهدان افريدي وو، د پير روښان له وفات نه پس هم  ننګيالو افريدو د هغۀ د زوے جلال الدين په قيادت کې له مغلو سره ډغرې ووهلې او بيا د هغۀ له شهادت  نه پس د هغۀ زوے او د د پير روښان نمسے حسام الدين راپورته شو او په مغلو يې دنيا تنګه کړه. جهانګير په خپل توزک کښې هم د حسام الدين په حقله ليکلي دي چې هغۀ په ما خوب حرام کړے دے. بيا هم دغه افريدي وو چې پېرنګيان يې له تيراه نه په ډېر ذلت سره راووېستل، خو چې د عظيم خان دا بده چاره به يې په زړۀ شوه نو افسوس  به يې وکړو چې پښتون خو خپل دښمن ته هم په خپل کور کښې نقصان نه رسوي مېلمه ته خو لويه خبره ده...... بيا به هغۀ ته فکر ورغلو چې په هر قام او تپه کښې ځينې ځينې داسې افراد پېدا کيږي دا صرف د افريدي قام خاصيت نه دے.

    سليم ته له ډېر وخت نه د بول (تشو متيازو) ضرورت ؤ خو دې خبرو کښې داسې مشغول ؤ چې هډو فکر يې پاتے نه شو، را اوچت شو او يو طرف ته روان شو، د عظيم خان سړيو په محاصره کښې واخېست. سليم نور کليم ته وويل: (( د څوکۍ حاجت نيشته، ما سره چې خور نه وي نو د تېښتې اراده نه شم کولې.

نورکليم: (( ته رښتيا وائې خو اوس د اعتبار زمانه نه ده.)) سليم

مسکے شو:

سليم: (( نورکليمه! خدائېګو رښتيا دې وويل اوس د اعتبار زمانه نه ده. ))

خو نور کليم د سليم په دې برجسته ځواب هيڅ پوه نه شو او سليم چې له بولو نه فارغ شو واپس حجرې ته راغے.

      عظيم خان ډوډۍ راوړې وه خو په داسې حال کې به سليم څه خوړې شول؟ چې نمړۍ به يې واخېسته نو د ګلرخ خيال به يې په مرۍ کښې ونښلوله، په زور سره يې څو نمړۍ واخېستې او لاړ په خپل کټ کې کښېناست. نن هم ټوله ورځ د کلي ماشومان له سليم نه ګېر چاپېره ناست وو خو نن ورته ماشومانو په پرونو سترګو نه کتل.

     دا ورځ په سليم دومره اوږده شوې وه چې په کټ کښې يې په ناسته ملاسته اړخونه خوږ شوي وو. اخېر نمر په غر غره شو، د رڼا څادر په نغښتېدو شو، د تيارې زلفې په خورېدو شوې او لږ ساعت پس قدرت د مغرب په تندي د يو روڼ ستوري خال وواهۀ، سليم په يو اوږد فکر کښې پرېوت د هغۀ اکر بکر به ساعت په ساعت بدلېدل، اخېر د خواؤ شا د کلو پرله پسې بانګونو هغه د فکر له سيند نه راووېست.

      د هغۀ په مخ د تسلۍ علامې ښکاره شوې، داسې ښکارېدل چې هغۀ له دې جال نه د وتو څه پخه غوندې تياري کړې ده، خلق نمونځونو ته پورته شول او سليم چې د هغوي دا شوق وليد نو حېران پاتے شو، له دومره جرائمو سره سره د عبادت کولو دا شوق ؟ څه عجيبه غوندې ورته ښکاره شو. هم په دې فکرونو کې ډوډۍ هم وخوړې شوه او ماسخوتن د اودۀ کېدو لپاره ننه وېستو شو، نور کليم سره د دوو نورو سړو د هغۀ د څوکۍ لپاره ورسره شول. سليم چې په کټ کښې کېناست نو د ډيوې په رڼا يې يو خط وليکۀ او په جېب کې يې واچوۀ

نور کليم ورته کتل او خيال يې کاوۀ چې ګوندې د ځان خلاصولو لپاره پلار ته د روپود رالېږلو  کاغذ ليکي.

سليم: (( نور کليمه! يوه قيصه خو راته ووايه ))

نور کليم: (( زما خو بالکل قيصه نه ده ياده خو يار بادشاه به له خپل ګوډي نه يوه قيصه را وباسي )) سليم په خنده شو

سليم: (( ښه ده چې ګوډے ورسره ډک دے نو راوباسه ياربادشاه يوه رنګېدلې قيصه ))

يار بادشاه خو تش ست غوښتۀ د هغۀ د قيصې وئېلو مرض ؤ، د ګيدړ او چرګ قيصه يې شروع کړه، سليم او نور کليم به ورته وار په وار ښه ښه کول چې په دې کښې سليم د بولو لپاره پاڅېد.

نور کليم: (( څه کوې؟ ))

سليم: (( بولو ته ځم ))

نور کليم: (( سيد خانه! ته ورسره اوزه، دروازه خو کلف ته کنه؟))

سيد خان: (( هو، کلف ده دا ده کنجي يې ما سره ده ))

نور کليم: (( خېر ورسره اوزه، خان تښتي نه ))

سليم: (( نور کليمه! خدائېګو چې تاسو که هسې له ما نه دا لس زره روپۍ غوښتې وې نو ما به له بابا نه پټې هم درکړې وې خو افسوس چې ......))

نور کليم: ((خان رښتيا خبره خو دا ده چې وشوه دادا مو چې څه کوي مونږ يې مخې ته نه شو ورتلې، مشر دے نو.))

سيد خان: (( د مُلا په نيت مو نيت وي نو ))

سليم: (( هلکه! يار بادشاه قيصه دې ياده لره ډېره د مزې ده ))

يار بادشاه: (( ښه ده زۀ به ستاسو تر راتلو چيلم وڅکوم، څنګه نور کليمه! ))

نور کليم: (( يره خو زما په زړۀ کښې ناست يې نو، بس خو درته ويل مې ))

سليم چې بهر ته ووت نو د سيدخان په اوږه يې لاس کېښود، سيد خان پوه شو چې سليم څه ويل غواړي ودرېد او د استفهام په نظر يې سليم ته وکتل، سليم د سيد خان غوږ ته خوله نزدې کړه.

سليم: (( وادۀ دې کړے دے؟ ))

سيد خان: (( نه ))

سليم: (( ولې؟ ))

سيدخان: (( روپۍ چرته دي ؟ ))

سليم: (( څومره روپۍ دې بس دي؟ )) سيد خان سليم ته ښکته پورته وکتل

سليم: (( ولې راته ګورې ځواب راکړه؟ ))

سيد خان: (( خسر راباندې شپږ سوه کابلۍ روپۍ د لور ايښي دي  او يو څلور سوه کابلۍ به نورې هم ولګي ))

سليم: (( لکه زر کابلۍ روپۍ به بس وي؟ ))

سيد خان: (( ما خو ځکه لاندې باندې درته کتل هم چې زر روپۍ به چرته وي؟ ))

سليم: (( دا روپۍ به زۀ درکړم ...))

سيد خان: زر روپۍ؟ ، ماته؟ ))

سليم: (( هو، تا ته، او هن واخله دا نوټونه سمدستي، عظيم خان زما د جيبونو تلاشي نه ده کړې، له دې نه پوره شپږ سوه کابلۍ جوړيږي دا اوس واخله او نورې چې زما کار وکړې هاله ))

سيد خان: (( نه ياره! ته به اوس ووائې چې ما له دې کلي نه وباسه نو دا اخېر کېدې نه شي ))

سليم: (( دا درته څوک وائي سړيه؟ بس نور هيڅ مکوه زما دا چيټۍ يو سړي ته ورسوه ))

سيد خان: (( چا ته؟ ))

سليم: (( اکبر خان ته ؟ ))

سيد خان: (( کوم اکبر خان ته؟ ))

سليم: (( هغه د صوبېدار مېجر ملک اسلم خان زوئے نه دے؟  د بونګې د روپو مې پکې هم ليکلي دي ، خو که نور کليم يا بل چا ته دې حال ښکاره کړ، نو بيا به هغه نورې روپۍ......))

سيد خان: (( مړه! بې غمه وسېږه په خداے چې پرښتې به رانه خبرې نه شي، خو کسه هغه نورې څلور سوه به هم راکوې هسې نه چې کار دې وشي او.......))

سليم: (( بې غمه وسه د پښتون لوظ کچه نه وي ))

سيد خان: (( ښه نو اودس مات کړه کنه ))

سليم: (( وشو بس هم دغه مې اودس ؤ )) دا يې وويل او يو ټوخې يې وکړو او حجرې ته ورننه وت، نور کليم او يار بادشاه لګيا وو چيلم يې څکوۀ.

نور کليم: ((خان راغلے؟ ))

سليم: (( هو، راغلو، خو شپه ډېره يخه ده ))

نور کليم: (( بړستن واغونده کنه ))

سليم: (( خېر له يخنۍ سره به ګورو خو يار بادشاه تۀ دې خپله

قيصه شروع کړه ))

سيد خان: ويړکيه يار بادشاه صبر وکړه چې زۀ چيلم وڅکم او ښۀ په برستن کې ځان ونغاړم نو ايله به بيا ستا قيصه اورېدې شم))

يار بادشاه: (( هو کنه د اوخاتۀ او پرېواتۀ باچا يې ))

سيد خان زر زر چيلم وڅکلو کټ ته اوخت، د سليم د روپو يې په زړۀ کښې رنګا رنګ  باغونه جوړول، دوه درې ظنزيه ټوخي يې وکړل او له ځان سره يې وويل خو په لوړ اواز: اوس پريوزه په قرار د سيد خان صورته جنتونه دې نصيب شه يار خان به دې اودۀ کړي. نورکليم او سليم بې اختياره وخندل او يار بادشاه ته په دې قهر ورغے په کټ کې نېغ کښېناست.

يار بادشاه: (( هو کنه! يار باچا به دې اودۀ کړي، د شاه جهان باچا زوے دے، دا هغه خبره شوه چې چا کور ته نه پرېښتود او هغۀ ويل اس مې باچا کره وتړئ، زۀ له سره قيصه وايم نه)) سيد خان بيا دوه طنزيه ټوخي وکړل او سر يې په برستن کې ننوېست نور کليم او سليم له خنده نه شنۀ وو.

سليم: (( يار بادشاه! تا قيصه مونږ ته کوله که سيد خان ته؟ مسلمانه سيد خان په څه پوهيږي اوس به اودۀ شوے وي وايه وايه ))

يار بادشاه: (( نه بيا يې سيد خان اوري ))

نور کليم: (( د قيصه مار تل تر تله هم دغسې خوي وي چې لږه بانه يې جوړه شي نو بيا جګجګۍ او خوشامندې غواړي. سړيه د سيد خان په ځاے دې زۀ زنه نيسم، وايه قيصه دې.))

سيد خان: (( يار باچا! وشوه بد مې وکړل سړيه خو پوې نه شوم نو اوس))

يار بادشاه: (( سمه توبه  به وباسې ))

سيد خان: (( سمه توبه، سمه توبه، وشوه ))

يار بادشاه: (( نه داسې نه هغه د وړکيو توبه ))

سيد خان: (( اے ښه ورځه، توبه توبه، د سپي دغه مې خوړلي په توبره )) سليم او نور کليم بيا بړق وهل.

نور بادشاه: (( دا نه منم، سم سم به وائې، د سپې دغه څه وي ))

سيد خان: (( ښه سړيه توبه توبه د سپي غُل مې خوړلي په توبره، بس؟))

     يار بادشاه بيا قيصه شروع کړه، يو ساعت پس يې غږ وکړۀ ((سيد خانيه! اودۀ خو به نه يې؟))  سيد خان ځواب ورنه کړ، د هغوي خيال ؤ چې اودۀ شو، خو هغه جامو کښې څه چې په کټ کې نه ځائېدۀ.

يار بادشاه: (( او کنه خان! سيد خان دې بيا په لنډي مرګ مړ شو.))

سليم: (( بې ښې سړے دے، چې مړ شو ډېر ښه شو خو تۀ دې خپله قيصه کوه )) يار بادشاه بيا په قيصه  ګوتې پورې کړې او چې تر څو يې خلاصه کړې نه وه سليم ورته ويښ ؤ، خو ساعت پس يې په فکر فکر کې سترګې خوږې شوې او په ستړي خوب اودۀ شو. چا ريښتيا وئيلي دي چې خوب د دار د پاسه هم راځي. هر څو که نن سليم په يو سخت ذهني تکليف کې مبتلا ؤ خو د خوب نشې د دنيا له ټولو غمونو نه د يو څو ګېنټو لپاره ازاد کړ. نور کليم ساعت په ساعت پس اړخ بدلوۀ، کوشيش يې کوۀ چې خوب ورنه شي، کله کله به يې يار بادشاه هم وخوزوۀ خو يار بادشاه به يو اږرمې وکړ او په بله ډډه به واړېد.نور کليم پوه شوچې ملګري ټول اودۀ  دي د ننۍ شپې شوګيره در په غاړې ده پاڅېد چيلم يې را واخېست ډک يې کړ او وې څکوۀ او خپل کټ ته نزدې يې اودروۀ ، کله ناست کله ملاست خو اخېر تر کومه د ځوان وينه د پسرلي نشه کوونکے وخت. هيڅ له ځانه خبر نه شو او په خواږۀ خوب اودۀ شو، سليم د ملا په اذان راوېښ شو پاڅېد د حجرې دروازه يې بېرته کړه، يوه په تيارۀ لړلې رڼا حجرې ته راننوته چې د سيد خان کټ يې وکتۀ تش پروت ؤ نو پوه شو چې سيد خان  په اکبر خان پسې تلے دے، په زړۀ يې د اطمينان باد ولګېد، او چې جومات ته ورغے نو عظيم خان کوزه په لاس ولاړ ؤ.

عظيم خان: (( اودس به ماتوې؟ ))

سليم: (( نه ))

عظيم خان: (( نو واخله دا کوزه ))

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/01 او وخت 5:0 |

سپوږمۍ

 

 

(  لنډه قيصه دماشومانو لپاره )

نورشاه نوراني - خوست

 

هغه مهال پيوستون ډېر وړوکے ؤ ، د دوي او عرفان کورونه دسيند له غاړې سره نزدې وو ، هر مازديګر به کليوال او د کلي واړۀ ماشومان د سيندغاړې ته د وخت سېل او تفريح لپاره تلل ،پيوستون چې لا پلار او مور په ښوونځي (سکول) کښې نه ؤشامل کړے عرفان هم د دۀ همزولے ؤ ،دوی به اکثره وخت سره يو ځاے مشغولېدل ، هر سهار به عرفان د پيوستون د کور په دروازه کښې نعرې وهلې پيوستون چې ډېر خوب جن ؤ،مور به يې په وچ زور له خوبه پاڅوۀ اوورته ويل به يې هله زويه ! پاڅه عرفان بيا نعرې وهي چې پيوستونه ! راووځه مشغوله کوو پاڅه پاڅه پيوستون جانه ! هله چاې وڅښه بيا به د بهر ووځې زۀ به عرفان ته ووايم چې يو څو شيبې انتظار وکړي. پېوستون د مور ډېر نازولے زوے ؤ او ډېر زړۀ  به يې پرې سوزېدۀ  ځکه چې له پنځو لوڼو نه پس ورته خداے پاک دا يو زوے ورکړے ؤ. کله به چې د پيوستون پلا ر په ښار کښې خپل دوکان ته تلۀ نو هر وخت به د پيوستون مور ورته ويل: چې بيرته راځې بيا خو لږ څه ميوه پيوستون ګل ته درسره راوړه ، پلا ر به يې هر وخت د واسکټ په جيبونو کښې انار، مڼه ،کيله او يا ژولې اچولې وې هر مازديګر به پېوستون هم د خپل پلارجان د راتګ لاره څارله ،د عرفان پلار هم په يوه مطبوعاتي اداره کښې کار کوۀ ، عرفان او پيوستون دواړو داسې مينه سره درلوده ، چې هر وخت به د کلي د ځينو دنګو کلا ګانو د يوالونو په غارونو کښې چڼچڼو (مرغزيو) په بچو پسې سر وو هروخت به يې د مرغيو بچيان په لاسونو کښې نيولي وو او لوبې به يې ورسره کولې او يا به يې د خان لالا په باغ کښې د شنو مڼو په شکولو لاس پورې کاؤ، خو کله به چې دوی دواړه د کلي کومي زړې بوډۍ او يا کوم بل کليوال وليدل بيا به يې د دوی ميندو اوپلارانو ته ويل ګورئ ستاسو زامن مونږ هره ورځ وينو چې د دنګو کلاګانو له غارونو څخه د مرغۍ بچي راوباسي خداے مه کړه ماران به ورته ټک ورکړي د مرغيو په بچيانو پسې خو ماران ډېر ګرځي او ډېر ماشومان يې ټک وهلي او وژلي دي .ګوره ستاسو بچيان يو بل کارهم کوي هغه دخ ان لالا په باغ کښې له ونو شنې مڼې شوکوي چې دا له يوې خوا ډېر ظلم دے او له بلې خوا د شنو مڼوخوړل روغتيا ته ډېر تاوان رسوي . هغه خان لالا ډېر غصه ناک سړے دے، هسې نه چې د مڼو شوکولو په وخت کښې يې لاس په لاس ونيسي ډېر بد به يې ووهي او بيا به تا سو پرې خوابدي شئ خبره به د لويو کسانو ترلانجې ورسيږي. کله به چې پيوستون اوعرفان خپل کورونو ته له لوبو وروسته لاړل ،عرفان خو ډېر وران  ؤ پلا ر به کله کله واهۀ ،خو پيوستون ته به چې کله پلار غصه شو نو مور ته به ورنږدے شو او مور به يې ورته وويل: سړيه ! ولې دومره پرې غصه کېږې .يو زوے راته خداے پاک په څه خواريو په زيارتونو او تعويذونو راکړے دے ، داخو (د ورکې مېلې ګل دے  نوکله چې  به دا خبرې د پيوستون مور خپل خاوند ته وکړې نو د هغۀ غصه به سړه شوه خو عرفان او پيوستون د خپلوپلارانو او مېندو په نصحيتونو او وهلو باندې دومره چورت نه خرابوۀ خپلو لوبو ته به يې د معمول په شان دوام ورکوۀ. عرفان يو ماسپيښين ناوخته د پيوستون د کور په دروازه کښې نعرې وهي راووځه پيوستونه ! چې د سيند غاړې ته لاړ شو ، نن ډېره ښکلې ورځ ده زمونږ د کلي لارې کوڅي د باران په ورېدو سره ښکلي شوي دي پيوستون راووت او د عرفان سره يې ترلمنې ونيول ،د سيندغاړې ته په ډيرې چټکۍ سره لاړل هلته ډېرو کليوالو د دوی په شان همزولي ماشومان د سيندغاړی ته د وخت تېرولو لپاره راوستي وو د سيند يوه نيمه څپه به د سيند غاړې ته راووښته عرفان او پيوستون ورته په هوس کښې شول وې ويل : دا زمونږ سيند هم عجيبه غوندې دے کله کله داسي شور وکړي لکه د خان لالا اس چې (وششنيږي ) او شور وکړي دوی دواړو سره وويل راځه لږ کوزې خوا ته لاړشو دلته ټول سپينږيري او ځوانان راغلي بيا به موميندو اوپلارانو ته ووائي چې دوی يوازې دسيندغاړې ته تللي وو ، دوی همداسې وکړل له کليوالو نه ډيرې کوزې خوا ته  لاړل هلته د سيند په غاړه کښېناستل دوي د سيند اوبو ته ډېر په ځېر ځېر کتل ګورې چې ډول ډول کبان پکښې اوړي را اوړي دوي په خندا خندا ترې خوند اخلي او ماشومه مينه پرې ماتوي ، عرفان چې ډېر چالاک ماشوم ؤ ګور ي چې د سپوږمۍ روڼ تصوير د سيند په سينه پورته دے، عرفان پيوستون ته وويل: وګوره کنه دلته فکر وکړه ! ته رانږدې شه هغه سپوږمۍ ګوره چې هغه بله ورځ موسره يادوله، چې هر ماسختن زما اوستا په سر ولاړه وي خو په رانيولو يې برلاسي شوي نه يو. نن ګوره سيند ته راکوزه شوې ده پيوستون ورته وويل :هو والله ومې ليده، دا دلته څه کوي څنګه راکوزه شوې ده دا خو عجيبه کار وشو، ما د شپې ورپسې ډيره هڅه کړې وه خو رانيوې مې نه شوه ،عرفان ورته وخندل ښه ! چې داسې ده اوس څنګه کوو دا خو چې ونيسو والله ډېرلوے کار به مو کړے وي او ډېره نزدې ده دلاس کاڼے هم پرې لګيږي. د سيند ژۍ ته نزدې ده څنګه کوو چل راښايه هله زرکوه! پېوستون ورته وويل: په دې کښې چل نور څه وي زۀ ورپسې ورځم رانيسم يې عرفان ورته وويل: سيندبه دې ډوب کړي تاته مور او پلار نه دي ويلي: چې ويالو ،سيندونو اوڅاه ګانوڅخه ځان ساته هسې نه ډوب دې کړې مړ به شې. پيوستون ورته وويل :نه دغه خو ډيره نزدې ده زما لاس هم ورسيږي زۀ يې رانيسم ته ويرېدونکے  يې عرفان ورته وويل: چې داسې وي نو ته يې راونيسه زۀ خو داکار نه شم کولې، پيوستون ورته وويل :ته يې ګوره زۀ غلے غلے ورځم ،پيوستون همداسې وکړل ورو ورود سپوږمۍ په تصوير پسې په اوبو کښې ور روان شو، اوبو يې قدم په قدم ترسينې ورختې دسپوږمۍ تصوير ترې په سيندکښې په منډه ؤ هغه ؤچې يوه ناڅاپه يې پښه په سيند کښې په ژور ځاے وربرابره شوه ، اوبه يې په سر واوښتي  عرفان په چغو چغو د خپلې ماشومتوب د مينې له کبله د پيوستون د ډوبېدو نعرې دکليوالو ترغوږونو ورورسولې.

*****

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/01 او وخت 5:0 |

 

نوې چپې

 

(ناول)

 

(وړومبۍ برخه)

 

ليک: ارواښاد حمزه بابا

                                                        سريزه

 

(( نوې چپې )) هغه يواځېنے ناول دے چې ارواښاد حمزه بابا په خپل ژوند کښې ليکلے دے. د دې ناول د مرکزي خيال په هکله به دومره ووايم چې بابا په دې  ناول کښې د يوې مسلمانې پښتنې ټولنې نمونه ورکړې ده لکه چې څنګه د بابا له تعليماتو نه څرګنده ده چې هغه د اسلام باده او شراب د پښتو په پياله او جام کښې پښتون قام ته ورکول غواړي. او اسلام هم هغسې غواړي چې په حقيقت کښې څنګه دے او د مذهبونو په نامه له هر له ډول افراط او تفريط نه يې پاک غواړي او پښتو د پښتو په نامه له هر ډول غلطو رسمونو، رواجونو نه پاکه غواړي او دا دواړه هم هغسې غواړي چې څنګه په حققت کښې دي. بابا د دې خبرې قائل نه دے چې د پښتو او قوميت په نامه او بانه دې اسلام ته شا کړې شي او يا دې د اسلام په نامه او بانه باندې ژبې او قوميت ته کفر وويل شي، د هغۀ له نظره د يو پښتون لپاره اسلام او پښتو لازم او ملزوم دي او که په دې کښې يې يو څيز هم پرېښودو نو هغه يو څيز به يې خا مخا نيګړے او غېر معياري وي او د داسې کس ګمراهي يقيني ده.

      بابا په دې ناول کښې که يو طرف ته د يوې پښتنې معاشرې هغه مثبت اړخونه ښودلي دي او د يو صحيح مسلمان پښتون کېدو د تقليد وړ مختلف کردارونه يې ورکړي دي لکه د يوې پښتنې کورنۍ د يو پښتون او ايماندار مشر، يوې پښتنې مېرمنې، مور، لور، خور، ورور، ځلمي، پېغلې، دوست، يار، استاذ، سياستدان، پاکلمن مينه وال او حتي يو نوکر وغېره. او د هغوي مړانه، خلوص، صداقت ، شرافت او پاکه مينه يې څرګنده کړې ده او د ژوند په ټولو څانګو کښې د هر يو خپل هغه رول يې چې فطرت ورته ورکړے دے  ښودلے دے نو بل طرف ته يې د منحرف شويو او جاهلو او نه تربيت شويو يا غلط تربيت شويو پښتنو او د پښتو او غېرت په نامه او بانه باندې د جاهلانه  رسمونو نمونې هم ورکړي دي او همدا رنګ يې د هغو په ترڅ کښې د مغربي منځ تشي تهذيب او تمدن له ظاهري پړق پړوق او يا د ځينو پرديو، مفاد پرستو او ناپوهو سياستمدارانو په جذباتي نعرو د دوکه شويو او تېروتيو پښتنو د بيا هدايت کېدو نمونې هم په ډاګه کړي دي چې ويلې شو چې دا ناول نه بلکې د هرې طبقې د وګړو او د هر دور د پښتنو لپاره يو تل پاتې کېدونکے لارښود دے او هغه مشهوره خبره چې سمندر يې په کوزه کښې بند کړے دے او چې کله يې زمونږ پښنانۀ وروڼه خوېندې ولولي نو خپله به يې له اهميت نه خبرشي. خداے پاک دې دا کتاب د ټولې پښتونخوا د خلکو لپاره د بېدارۍ يو والي، خپلواکۍ، ترقۍ او خوشحالۍ سبب وګرځوي. په درناوي ( اداره)

 

وړومبے باب

 

نمر د زوال  ځنکدن په مخه اخېستے ؤ، زيړو زيړو رپېدونکو پلوشو د دنګو دنګو غونډيو دړۍ اېښې وې، ستړې ورځ د تيارې لښکر په مخه اخېستې وه، سوري ساعت په ساعت وږدېدل او د نماښام د ستړي مشي لپاره د سيند په شان مشرق ته روان وو، له ځينو غونډيو نه د سپرلي ګرمۍ د واورو لوپټې نه وې وړې ولې د غرونو سخت زړونه يې نرم کړي وو، د اړخېو د پاسه د اوبو واړۀ واړۀ رودونه د نمر پرېواتۀ په وخت د سرو زرو لښتي ښکارېدل، د سپرلي په مسته هوا کې د ونو تازه پاڼو تاړۍ وهلې، او په پورته کارغانو اتڼ اچولے ؤ، د نماښام راتږ په هر څيز کې د ارام لپاره بې قراري پېدا کړې وه، د تيره دا شنه دره له شور و شر نه ډکه شوه، کرړو د نماښام د لېلي په ثنا خولې پرانېستې او په خاموش او هېبتناک ځنګل کې د بازار خبر لوڅي پېدا شوه، فضا سندريزه شوه، کله کله به د بانډڅيانو سندرې هم د هوا په اوږه سورې تېرې شوې او له مخامخ اړخ نه به بيا بېرته راستنې شوې، شپون به يوه شېبه له شېپلۍ سره پام غلط کړ او بيا به يې څاروو ته شپېلے وکړ. هر ژوندے څيز د شپې له مخه کور ته روان ؤ.

د سپرلي په دې رنګين نماښام کې يوه وړه غوندې جوپه له لرې نه راروانه ښکاره شوه، څومره چې رانزدې کېده نو له رفتار نه يې معلومېدل چې د ټولې ورځې مزل ستړې کړې ده. په دې جوپه کې دوه باري قچر او دوه اسونه ښکارېدل او دوه کسه پرې سوارۀ وو، په يو اس يو ځلمے او په دويم يوه پېغله جينۍ وه، له جوپې نه مخکې دوه ملاتړي ځوانان ټوپک په لاس روان وو، دا د جوپي هراول يا وړومبۍ څوکۍ وه، له هغوي نه وروستو د يو څو کسانو يوه بله ډله وسله په لاس روانه وه. په هغوي کې دوو کسانو د اوبو ژن (مشکونه) څنګ ته اچولي وو او خپل دچخولي (د سفر تېلۍ) يې نورو ملګرو ته ورکړي وو، د مزرو څپلۍ د تيره له مزکې سره ښه ګزاره کولې شي. که د قچرو اسونو د سُمونو ښکالو نه وې نو د دې افرېدو له تګ نه به هيڅوک نه وو خبر شوي. له دې څلورو کسانو نه پس يو څو ګامه پس هغه دواړه سوارۀ وو چې پينځۀ شپږ کسان وسله په لاس ورسره يو خوا بل خوا روان وو او په سامان بار شوي قچر له دغودوو کسانو سره وروستو راروان وو. د ځلمي سور عمر به له څلورېشتو کالو نه زيات نه ؤ په سور سپين ګرد مخ يې واړۀ واړۀ برېتونه ډېر ډولي ښکارېدل، لاسونه يې واړۀ او نازک وو، سينه يې پلنه او تندے يې لوے او روڼ ښکارېدۀ، سترګې يې له افکارو او تصوراتو سره اشنا ښکارېدې، د هغۀ نظر د وريځې له ښکلې ټوټې سره جلب کوۀ، د سپرلي مسته وريځ پرېوتونکو پلوشو شرابي کړے وه.

     د ځلمي سور سترګې په وريځ کې وې او په مخ يې نوي نوي تاثرات پېدا کېدل، داسې معلومېدل چې د هغۀ وجدان د قدرت معصوم نظام ته حېران او د هغۀ ذهن د قدرت د هرې نندارې نه يو نوې نظريه پېدا کوله، تا به ويل چې دا ځلمے د قدرت له هر فعل سره شامل او د وخت له هر ګام سره ملګرے دے. له رکاب سره يې يو سړے لګېدلے روان دے. دا سړے له خپل کړۀ وړۀ او لباس نه له دې نورو سړيو نه مشر معلوميږي، د هغۀ قدمونه د ځلمي سور له اس سره سم پورته کيږي خو نظر يې د ځلمي سور په مخ دے او په حېرانتيا سره د ځلمي حالت ته ګوري بيا يو الوتکے نظر په سوره پېغله واچوي او بيا خپل قدم له اس سره برابر کړي، معلوميږي چې له ډېره وخته راهسې په دوي کې خبرې نۀ دي شوي او دا سړے له ځلمي سور سره څه خبرې کول غواړي خو د هغۀ په محويت کې فرق راوستل نه خوښوي، اخېر يې د صبر واګې له لاس نه خلاصې شوې، خپل لاس يې د ځلمي سور په پتون کېښود او وې ويل:

سليم خانه! اوس کخېر وي کلي ته رانزدې شو، دې غږ د ځلمي توجه د قدرت له ښکلو نندارو نه د يو ساعت لپاره رواګرځېده، په جلب کې روان ملګري ته يې مخ واړوۀ او وې ويل:

سليم: (( ولې عظيم خانه! څه دې ويل؟ ))

عظيم خان: ((ما درته ويل چې اوس به مونږ ډېر زر کلي ته اورسيږو خو تا زما خبره وانه ورېده)).

سليم خان: ((رښتيا دې وويل خو زما لپاره ستاسو د تېراه دا جنتي غرونه او عدني مېدانونه دومره دلچسپ ثابت شوي دي چې زما نظر سره سره زما توجه هم تلې وه، چرته چې زړۀ خوښ شي هلته د بنيادم نظر هم خوښ شي، زۀ ګويا دلته نۀ وم))

     عظيم خان د سليم په دې خبرو څه پوهېدو خو دومره پوه شو چې سليم د تيراه نندارې ډېر خوشحاله کړے دے. بل طرف ته سليم هم د خپل شاعرانه مذاق چپې داسې په مخه اخېستے ؤ چې هغۀ د دې خبرې هډو احساس نه شو کولې چې د يو شډل او بې عمله افريدي په مخکې په ادبي ژبه خبرې کوي. عظيم خان له ځان سره مسکے شو، سر يې وخوزوۀ، د ځلمي سليم په مخ يې يو غلچکے غوندې نظر واچوۀ او بيا په څه فکر کې ډوب شو.

     عظيم خان د تيراه کوکي خېل ؤ، په وړوکوالي کې چرته يو ځل پلار سره افغانستان ته تلے ؤ، هلته د سليم له پلار محمد امين خان سره ليدل کتل شوي وو او څه موده پس چې د عظيم خان پلار مړ شو نو د هغۀ په سر د غم او غريبۍ وريځې راخورې شوې، عزيزان تربوران هم ورته ګورمېدل، وروڼه يې واړۀ وو، پولې پټي يې هم لرل خو له ميراتې نه ويرېدۀ نو له يوې جوپې سره د غلجيو وطن ته روان شو. رښتيا خبره ده چې يار اشنا په تنګسه کې ياديږي. محمد امين خان په غلجي قبيله کې يو لوئے ملک ؤ او د عظيم خان اميد ؤ چې هغه به يې په دې تنګ وخت کې پکار شي، هلته چې اورسېد نو محمد امين خان ورسره ډېر په خور تندي بړه ګړه وکړل او له ځان سره يې نوکر اوساتۀ. په ډېره لږه موده کې اعتباري سړے شو

      د عظيم خان عمر به اوس له څلوېښتو نه تېر ؤ، غټې غټې شنې سترګې سرۀ سرۀ وېستۀ چې چرته چرته سپين هم پکې ښکاره شوي وو، کونډۍ ږيره، اوږدۀ اوږدۀ ګڼ برېتونه، وښکي يې دومره ارت وو چې د خنده په وخت به ترې ويره کېده، پوزه يې د دوو وروځو ترمېنځ ورناسته وه او وروځې يې د بروځو په شان د سترګو په خزو ورپرتې وې، له لرې نه لوړ ګړنګ سړے ښکارېدۀ خو له نزدې نه سم ميانه قدے ښکارېدۀ، له کارتوسو نه ډک ملابند يې تړلے ؤ او د يو ځلېدونکي موټي پېشقبضه يې پکې ټومبلې وه، دې له شلو کالو نه محمد امين خان سره ؤ

د عظيم خان له کبله به محمد امين خان د هغۀ له کشرانو وروڼو عزيز خان او نورکليم سره هم ډېر لاس کاوۀ، او عزيز خان ورسره وس څنګ په څنګ روان ؤ.

     محمد امين خان له اوړي راهسې په پېښور کې ؤ، د مېوې له کار نه دومره هم  نه اوزګارېدۀ چې د يو څو ورځو لپاره خپل وطن ته تلے وې (١) سليم يې په خپلې خور پسې وطن ته لېږلے ؤ. سليم به همېشه په خپل موټر کې سفر کاوۀ خو دا ځل ورته عظيم خان خره پښه شو چې ارو مرو به ما سره ځې او د تېراه سېل به کوې. سليم يو فطرت نګار شاعر ؤ، د هغۀ له قدرتي مناظرو سره فطري مينه وه او سره له دې چې د هغۀ خور ګلرخ ته د دې قسمه سفر تکليف هم ؤ خو هغې د سليم راې غوره وګڼله، يو خو په دې چې د ورور په ملګرتيا کې به خوشحاله وي او بله دا چې عظيم خان دومره ډېر اصرار کاوۀ چې که دوي ورسره تيراه ته نۀ وې تلي نو هغه به ترې مرور شوے ؤ.

ګلرخ به د شپاړسو کالو وه، هغې د عظيم خان په غېږ کې لوبې کړې وې عظيم خان په اوږو ګرځولې وه او هغۀ به ورته کله کله ځان اس کړ او خپل پټکے به يې واګې، په ملا به يې کښېنوله او په شنو شنو پټو کې به يې ځغلوله کله کله به د عظيم خان  زنګونونه په اغزو سره  ککړ اوخوږ شول خو هغۀ به هيڅ پروا نه کوله، ګلرخ ته به يې ((وړه بي بي)) ويل او ګلرخ به ورته ((خان کاکا)) ويل.

 عظيم خان د يو اوږد خيال په ټال زنګل او مزل لنډېدۀ. سليم هغه شان د غرونو، وريځو، پناه کېدونکو پلوشو، د دنګو دنګو ونو، د هېبتناکو ناوونو او د درو په ننداره کې غرق ؤ، د تماچې قاش يې له څنګ نه مخې ته را اوړېدلے ؤ او تماچه ورته په زين پرته وه. ناڅاپه عظيم خان پښه نيولے غوندې شو او شا ته يې مخ واړوۀ، د هغۀ ورور عزيز خان د ګلرخ له اس نه مخکې په هغۀ پسې را روان ؤ، عظيم خان ورته غږ کړ: ((عزيز خانه!))

عزيز خان: ((هن دادا!))

عظيم خان:  ((ترپ کړه کنه وروره کلي ته مخکې ځان ورسوه، مورته دې ووايه چې خان راغے چې څه للو تپو خو وکړي)) بيا يې په خندا وويل : (( نن مو بخت ويښ شوے دے چې بادار مو مېلمه دے ))

سليم: (( تاسو زما وروڼه يئ، زما په خيال خو ټول پښتون برابر دے که نوکري وي او که باداري وي نو ستا او د بابا ترميځه به وي زۀ خو دې مشر ورور ګڼم ))

عظيم خان د سليم د خبرو هيڅ ځواب ونکړ او عزيز خان ته يې وويل:  (( مورته دې ووايه چې وړه بي بي هم ورسره ده چې خپله در غريبي پوره پوره وکړي اورې که نه؟ ))

عزيز خان: (( بېغمه وسه دادا )) دا يې وويل او قدم يې تېز کړو، په يو ساعت کې له وړاندېنو ملګرو نه تېر شو.

سليم: (( عزيز خان خو نامې خدا الوځي ))

عظيم خان: (( خان دا په مونږ ټولو وروڼو کې چابک او د تورې سړے دے، چې رښتيا درته ووايم نو مونږ لاس په دۀ پورې تاودوو، وړې بي بي خفه خو به نه يې ؟ ))

ګلرخ: (( ولې به خفه کېږم خان کاکا! زۀ خو ډېره خوشحاله يم ))

سليم: (( عظيم خانه! کلے به وس څومره لرے وي؟ ))

عظيم خان: (( بس دوه ميله به وي ))

سليم: دوه ميله؟! خېر وس خو نمر هم پرېوت او لار سخته کړپه

ده چې ناوخته نه شي. ))

عظيم خان: (( دومره نۀ ناوخته کيږي لا وخت شته . ))

ګلرخ: (( خان کاکا! د نماښام د نمونځ به څه چل کوو؟ ))

عظيم خان: (( وړې بي بي چرته چې نماښام هم هلته به نمونځ کوو. ))

سليم: (( يره نو راځئ چې هم دلته اودسونه وکړو، هغه مخامخ ځاے مې خوښ دے مېدان غوندې هم دے او اوبه هم ډېرې دي))

عظيم خان: (( ډېره ښه ده، ويړکو قچره اودروئ او سر څوکۍ ته غږ وکړئ چې اودريږي چې نمونځ وکړو بيا به ځو. )) دويمې څوکۍ وړومبۍ څوکۍ ته غږ وکړو، څوک چې چرته وو هم هلته کښېناستل، ګلرخ او سليم هم هغه طرف ته روان شول، سليم د يوې نښتر د ونې لاندې جاے نماز وغوړاوۀ، او چې خور ورور دواړه له نمونځ نه فارغ شول نو خپلو ملګرو ته ورغلل، عظيم خان او د هغۀ ملګري هم له نمونځ نه فارغ شوي وو، سرڼے يې څکاؤ، سليم په حېرانتيا سره سرڼي ته وکتل، عظيم خان يې په مطلب پوه شو، شونډې يې سره کلکې کړې او چې مسکے شو نو برېتونه يې نېغ نېغ ودرېدل.

عظيم خان: (( خان دې ته مونږ سُرڼے وايو، ګوره کنه کټ مټ د سُرنا په څېر دے، دا مونږ له مېزري نه جوړوو، په سفر کې چې له ځان سره چيلم ګرځول ګران وي نو په دې کې تماکو څکوو. ))

سليم: (په خنده شو) (( تۀ راکړه ما ته! يره ډېر عجيبه يې جوړ کړے دے، کمال يې کړے دے. ))

عظيم خان: (( خان تۀ هم عجب سړے يې چې هر نوے شے ووينې نو ورته حېرانېږے، دا خو معمولي شے دے، زمونږ خلق له ميزري نه کچکولونه او ښکلي ښکلي د لوبو اوښان هم جوړولې شي. ))

 

ګلرخ: (( د لوبو اوښان ؟!! بيا خو به تاسو د ګوډۍ پېټار هم جوړولے شئ؟ )) په دې خبره ټولو بې اختياره وخاندل، د ګلرخ له خولې نه دا خبره بې اختياره وتلې وه خو چې ملګرو وخاندل نو هغې له شرم نه سر ښکته کړو، هغې محسوس کړل چې ګوندې زۀ به ورته يوه لوبغاړې ماشومه جينۍ ښکاره شوې يم، عظيم خان يې د نقاب له يوۀ پيڅکي نه په اننګي د حيا ردِ عمل ښه اوليد.

عظيم خان: (( وړه بي بي لا هغسې وړه بي بې ده. ))

سليم: (( زۀ خو وايم چې جينکۍ زړې کاړساوې شي نو هم به ترې د ګوډا ګوډۍ وادۀ هېر نه شي ځکه چې د ماشومتوب د وخت لوبې د ماشومانو په فطرت کې ځاے نيسي. زۀ خو وايم چې پښنانۀ دې خپل بچي د ګوډا ګوډۍ په لوبو نه روږدي کوي. ))

عظيم خان: (( زۀ خو نور نۀ پوهېږم ستاسو په مخکې ړوند يم خو چې څومره ملکونه ما ليدلي دي دا د لېنځکو (ګوډا ګوډۍ)  دستور پکې شته، داسې برېښي چې مشرانو به په دې کې د ويړکو لپاره څه فائده سهي کړې وه، وړې بي بې تۀ خو هم څه وايه کنه!

     ګلرخ چې د ملګرو په خندا کچه شوې وه تر اوسه يې ځان سنبال کړے ؤ، وې ويل:

ګلرخ: (( خان کاکا! ستا خبره صحيح ده خو لاله  که هر څو د هر څيز په فلسفه ځان پوهول غواړي خو وهمي هم ډېر زيات دے. ))

سليم: (( ولې په څه وهمي يم ؟ ))

ګلرخ: (( خان کاکا چې له مېزرو نه د کومو څيزونو د جوړولو خبره وکړه نو هغه ټول څيزونه د لوبو وو او په داسې وخت کې راته د ګوډا ګوډۍ پېټار رايادېدل د دې خبرې د زنځېر يوه کړۍ وه، دا خبره نه وه چې زما په طبېعت کې وس هم د ماشمتوب شوق پاتے دے. ))

سليم: (( ما ته وهمي وائي او دې ته وګوره په بلو بلو سر شوه، ما خو دا ويل چې د وړکوالي لوبې په فطرت کې ځاے نيسي، ځکه درته پېټار راياد شو، د ګوډا ګوډۍ لوبې فضول دي. ))

ګلرخ: (( فضول ولې دي؟ ! د ګوډا ګوډۍ وادۀ کول د بچو په ذهن کې د راتلونکو ازدواجي فرائضو کرونده کوي او دغسې د هغوئ له ځوانېدو سره سره د هغوي دا احساس ښه زرغون شي. ))

عظيم خان: (( سورېږئ تياره شوه زمونږ خو هر څه له فکر نه وتلي وو. )) دا يې وويل او ګلرخ ته يې خپل زنګون مات کړ، په اس يې سوره کړه او د کلي په لور روان شول، عظيم خان د ګلرخ د اس واګې ونيوې او د سليم له اس سره يې برابر کړ او وې ويل:

عظيم خان: ((خان! افريدي وائي چې خبرې به ګُو خو تنګيږو به نه تاسو چې واړۀ وئ کومه ورځ مو له جنګ نه بغېر تېره کړې ده چې وس به سره خولۀ په خولۀ نه شئ خو خېر کوئ وس خبرې ))

سليم: (( زۀ نه کوم هغه ما ته وهمي وائي.....وګوره عظيم خانه! دا مخامخ برج غوندې ښکاري که څه څيز دے؟ ))

عظيم خان: (( ايو، دا زمونږ  د ګندۍ برج دے چې تيګه ماتوي نو زمونږ دوه درې سړي ضرور په دې کې وي.))

سليم: (( د دې څه فاېده وي؟ ))

عظيم خان: (( فائده يې دا ده چې تيګه ماتوي او زمونږ سړي په دې برج کې ناست وي نو د دې برج نه لاندې په يو اړخ کې زمونږ د دښنو کلے دے هغوي  رانه د باندې نه شي وتې. ))

ګلرخ: (( خان کاکا! دا تيګه ماته لا څه وي؟ )) سليم وخاندل او وې ويل:

سليم: (( چې د دوو پرو له مېنځه صلح وځي نو دې ته تيګه ماته يا کاڼے مات وائي، يره عظيم خانه! دا تيګه ماته يا کاڼے مات يوه عجيبه غوندې اصطلاح ده د دې بنياد به څه وي؟ ))

عظيم خان: (( خان خدائېګو چې هيڅ پکر مې نه رسي خو چې په ښۀ بد پوے شوے يم نو دا ټکے اورم، هغه ده زمونږ ګړۍ ښکاره شوه. ))

سليم: (( له کلي نه بهر هغه تور تور څه ښکاري؟ ))......................... دوام لري نور بيا

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |