

هغه وخت يزيد ؤ يو اوس خو په زرګونو دي
هغه يو كوترے شمر اوس په قطارونو دي
ځكه وائى ذره ذره تا ته په ژړا ژړا
هر قدم شو كربلا اے حسُېنه! راشه
(غني خان بابا)
(رهبر اخبار كليز نمبر 1959 كال)
|
هغه وخت يزيد ؤ يو اوس خو په زرګونو دي هغه يو كوترے شمر اوس په قطارونو دي ځكه وائى ذره ذره تا ته په ژړا ژړا هر قدم شو كربلا اے حسُېنه! راشه (غني خان بابا) (رهبر اخبار كليز نمبر 1959 كال)
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/29 او وخت
15:0 |
فضائل د اهلبېتو ( وړومبۍ برخه )
ليک: علامه معين الدين ابوالفضل- افغانستان
اهلبېت څوک دي؟ قدرمنو! زۀ د اهل بيتو په باره کښې تاسو ته په هغه ډول توضيحات عرضه وم کوم چې په واقعي ډول د أهل بيتو له شان سره موافق دي او هم د أهل السنت والجماعت أصلي موقِف دے . مراد زما له اهل بېتو څخه دلته د خاندان نبوت دغه څلور عظيم الشانه او په الهي دربار کښي عالي رتبه او د لوړو مقاماتو خاوندان دي چي حضرت فاطمة الزهرا (رض ) او د إسلام څلورم خليفه حضرت علي (کرمَ الله وجهه) او حضرت إمام حسن (رض) او حسېن (رض) دي . د دوي د فضيلت بيان په دوه ډوله تاسو محترمو ته ذکرکوم : اول: په إجتماعي ډول دويم: په إنفرادي شکل کښې ځکه چې په إسلام کښې د دوي د فضيلت په باره کښې په دغو دواړو شکلو کښې دلائل موجود دي . د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/01 او وخت
5:56 |
د امام علي (ع) ژوند ( يوه لنډه کتنه ) وړومبۍ برخه
له ولادت نه د پيغمبر اکرم(ص) تر رحلته
١- له ولادت نه د پيغمبر(ص) تر بعثته: ولادت: حضرت علي(ع) د جمعې په ورځ د ديرشم ((عام الفيل)) (١) کال د رجب په ديارلسمه نيټه (له بعثت نه لس کاله مخکښې) د خدائے په کور (کعبې شريفې) کښې سترګې وغړولې. د دغه نوزيږي د پلار نامه ((عمران وه)) (٢) چې د مکې بزرګ شخصيت او د بني هاشمو سردار ؤ. د هغه د مور بي بي نوم فاطمه بنت اسد بن هاشم بن عبدمناف(رض) ؤ. هغه وخت چې د طواف په حال کښې يې د زيږون د درد احساس وکړو نو د حضور پاک (ص) په حکم د يوې معجزې په صورت خانه کعبې ته ننوتله او په هغه ځائے کښې يې حضرت علي(ع) وزيږلو. د اميرالمومنين حضرت علي(ع) په خانه کعبه کښې ولادت د مختلفو مکاتب فکر محدثينو، مورخينو او د علم انصاب پوهانه په خپلو کتابونو کښې ليکلے دے او تر اوسه بل چاته دا فضلت نه دے تر لاسه شوے(٣)
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/01 او وخت
5:55 |
د بي بي زېنب (ع) وېنا د يزيد په دربار کښې
( وړومبۍ برخه )
د کربلا له غمېزې نه پس نورو غمېزو ته يوه ځغلنده کتنهکاش چې په کربلا کښې د حضرت امام حسېن (ع) او د پېغبراکرم (ص) د خاندان د نورو کسانو او د هغوي د ملګرو له قتل عام سره د رسول الله (ص) په خاندان باندې د يزيدي لښکر ظلم ختم شوے وې خو نه تاريخونه ليکي چې د اهلبېتو (ع) او د هغوي د ملګرو له شهيدولو ،د اسونو په ځغلولو سره د هغوي د پاکو بدنونو له پائمالولو او د خېمو له لوټلو او سېزلو نه پس د يزيدي لښکر ستر قوماندان عمر سعد حکم ورکړ چې نورو ټولو بدنونو نه هم سرونه پرې کړئ. بيا يې سرونه په نېزو و خېژول او له شمر بن ذي الجوشن، قېس بن اشعث او عمرو بن حجاج سره يې کوفې ته ولېږل چې د کوفې له حاکم عبېدالله بن زياد نه انعامونه تر لاسه کړي نو په دې وجه په يزيدي لښکر کښې ګډون کوونکو قبيلو هغه سرونه په خپلو کښې ووېشل او تاريخونه ليکي چې کوم سرونه کوفې ته ورسېدل د هغو شمېر اويا ؤ او ځينې ليکي چې اتۀ اتيا وو. دلته د يزيدي لښکر ستر قوماندان عمر سعد له دې کاره وروسته د امامانو د مياشتې (محرم) د يولسمې ورځې تر نيمائۍ پورې په کربلا کښې پاتے شو او په جنګ کښې يې د خپلو وژل شويو کسانو د جنازې نمونځ وکړ و هغوي يې ښخ کړل او د پاکو اهلبېتو او د هغوي د اصحابو تنې او لاشونه يې همداسې په ځمکه پرېښودل او بيا يې خپل لښکر ته د کوچ حکم ورکړ او دا قافله په داسې حال کښې د کوفې په لور روانه شوه چې پکښې د پېغمبر اکرم (ص) د کور سترمنې بيبيانې، ماشومان او د حضرت امام حسېن (ع) زوے امام زېن العابدين (ع) هم ؤ چې د خداے پاک په مصلحت سره بيمار شوے ؤ او د امام حسېن (ع) په حکم د بيبيانو او ماشومانو د څارنې، د امامت د چارو او د خداے د ګران رسول (ص) د نسل د جاري ساتلو لپاره پاتې ؤ، دغه ټولو اسيران چې په پړيو او زنځيرونو تړل شوي وو له کربلا نه د کوفې په لور روان کړې شول. بل طرف ته د عمر سعد د لښکر له تلو نه وروسته د بني اسد قبيلې يوې ډلې خلقو چې د بني عامر له څانګې څخه وه کربلا ته راغلل او د حضرت امام حسېن (ع) او د نورو شهيدانو بې سره تنې يې راغونډې کړې او د جنازې له نمونځ کولو نه پس يې ټول شهيدان ښخ کړل او د هغوي په مظلوميت يې ژړاګانې وکړې او . او د دغې قبيلې خلقو به بيا هر کال د امامانو په مياشت کښې په دې نيت چې دغه کسان د تندې په حال کښې شهيدان کړې شوي دي د دغو شهيدانو په قبرونو اوبۀ اچولې او حتي چې دا رواج بيا په نورو سيمو کښې هم خور شو او چې څوک به کربلا ته نه شول تلې نو د کربلا د شهيدانو په ياد کښې به يې د خپلو خپلوانو په قبرونو اوبۀ اچولې چې همدا طريقه بيا ورو ورو زمونږ پښتنو کښې هم رائج شوه او د کربلا له شهيدانو او اهلبېتو سره د مينې په وجه به يې د امامانو په مياشت کښې د خپلو خپلوانو په قبرونو باندې اوبۀ اچولې چې بيا د پښتنو په سيمو کښې د وهابيت له خورېدو نه پس دغه رسمونه او له اهلبېتو (ع) سره مينه په لږه کمه شوه.د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/01 او وخت
5:53 |
غدير خم
ليک: سيد وهاب حسېن وهاب
غدير خم د مکې معظمې او مدينې منورې په منځ کښې يوه علاقه ده او دا د پنځو ﻻرو سر دے يعنې له دغه ځاے نه مکې معظمې ، مدينې منورې او نورو سيمو ته لارې بيليږي – د غدير خم پېښه شيعه اوسنی کتابونو روايت کړې ده او رواړي يې دي چې د ذی الحجې په اتلسمه نېټه پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له تقريباً يو لک شل زره صحابه کرام (رض) سره له وروستي حج نه فارغ شواو د مدينې په لور روان شو چې کله دغه قافله د غدير خم مقام ته ورسېده نو د خدائے له طرف رسول اکرم (ص) ته جبرائيل (ع) دا حکم راوړۀ:: يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (سورۀ مائده ٦٧ ايت ) (( يعنې اے رسوله هغه ( حکم ) چې ستا د خداے لخوا په تا نازل شو خلقو ته ورسوه او دا کار دې ونکړو نو هډو رسالت دې نۀ دې رسولې او خداے پاک به تا خلقو نه په امان کښې وساتي بې شکه چې خداے د کافرانو قوم ته هدايت نه کوي. )) چی کتابونو رواړي دي چې دغه حکم حضرت علی ابن ابی طالب له ځان نه ورسته امام ، ولي امر او جانشين مقررول وو ځکه چې دا د پېغمبر اکرم (ص) وړومبے او اخيري حج ؤ ويل کيږي چې مخکښے هم دا امر پيغمبر اسلام (ص) ته ورکړے شوے ؤ . خو پکښې څه مخصوص وخت نۀ ؤ ټاکل شوے او دومره سخت تاکيد هم پکښې نۀ ؤ شوے . نو ځکه رسول الله (ص) له دې ويرې چې هسې نه د حضرت علي (ع) په سر زما د امت په منځ کښے اختلاف پيدا شی . او ځنې له دين نه واوړی . د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/01 او وخت
5:51 |
د حج پېغام
پښتو ژباړه: عبدالرحيم درانے - مردان
دا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ايت الله العظمي خامنه اي هغه برخليک ټاکونکے پېغام دے چې سږکال د حج په موقع د نړۍ له ګوټ ګوټ نه راغليو د مېلينونو حاجيانو په نړيواله غونډه کښې ولوستل شو د حج د دغه پېغام د مکمل متن پښتو ژباړه په دا ډول ده: د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/01 او وخت
5:50 |
مباهله ( د لوے اختر ٢٤ نېټه د اسلام د حقانيت او کاميابۍ ورځ )
ليک: انور شاهين خانخېل – پېښور (کوزه پښتونخوا)
anwarshaheenkhankhel@yahoo.com
مباهله څه ته وائي؟
په اسلامی تاريخ کښې د لوے اختر (ذی الحجې) د مياشتې څلورېشتمه (٢٤ ) نېټه د مباهلې له ورځې سره سمون خوری خو له دې مخکښې چې په دې هکله څه ووايم له هر څه مخکښې غواړم دا خبره په ګوته کړم چې اسلام يو وسېع او پراخه دين دے او يوزاې د يو څو عبادتونو نوم نه دے بلکې د ژوند د ټولو مسائلو حل په کښې موجود دے. تر څو چې د اسلام د تاريخی واقعاتو تعلق دے نو په هغو کښې ځينې هغه واقعات دی چې د اسلام د سرلوړۍ او کاميابۍ سبب ګرځېدلی دی او ځينې نور اسلام او مسلمانانو ته د نقصان او تاوان رسېدو يا د اسلام د مقدس نوم د بدنامېدو سبب ګرځېدلی دی چې پکار دی په هغو واقعاتو چې د اسلام او مسلمانانو د سرلوړۍ او کاميابۍ سبب ګرځېدلی دی وياړ او خوشحالی وکړو او چې کومو واقعاتو اسلام ته ضرر رسولے دے په هغو باندې غم او افسوس وکړو او خوا ښينی پرې څرګنده کړو. د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/09/01 او وخت
5:49 |
رڼا
( د قران مجيد تفسير )
سورۀ بقره
سورۀ بقره د قرآن مجيد د ترتيب له لحاظه دويم او د اوږدوالي له لحاظه تر ټولو لوے سورت دے چې د خداے په ګران رسول (ص) باندې په مدينه منوره کښې نازل شوے دے او په مدني سورتونو کښې وړومبنے سورت دے. د دې مبارک سورت په حقله دا هم راغلي دي چې په مسلمه توګه دا سورت په يو وخت نۀ دے نازل شوے بلکې په مختلفو وختونو کښې د وخت، حالاتو او د ټولنې د اړتياو او ضرورتونو په مناسبت په تدريج سره نازل شوے دے. د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:58 |
د حضرت محمد (ص) ژوند (يوه لنډه کتنه) ليک: عبدالرحيم درانے - مردان ورورستۍ برخهد پېغمبر اکرم(ص) د خلافت او جانشينې مسئلهټولې بشري او انساني ټولنې ښې پوهيږي چې ټولنه يو مشر او چارواکي ته ضرورت لري چې ټولنه وچلوي. او په همدې وجه کله چې يو مشر او چارواک له دنيا لاړ شي نو لازمه ګڼي چې د هغۀ په ځاے بل کس کښيني او چارې په لاس کښې واخلي ځکه چې که يو مشر ونۀ ټاکل شي د ټولنې وجود خرابيږي، له کړکېچ او هلو ګلو سره مخامخ کيږي او بالاخره دړې وړې شي. د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:57 |
د امام مهدي (ع) عقيده
رياض احمد- پېښور
له ډيره وخته مي زړه غوښتل چې په امام مهدي (ع) باندې څه وليکم خو چې کله مې د مينې مجلې په تېره ګڼه کښې د ښاغلي انور شاهين خانخېل ليکنه په دې موضوع وکته چې ډېره په زړۀ پورې ليکنه وه نو بالاخره مې فېصله وکړه چې د ثواب په نيت په دې موضوع باندې څه نه څه وليکم. هسي خو په دې موضوع باندې کتابونه کم نه دې او بيشمېره علماؤ او دانشمندانو په دې حقله داسې ليکل کړي دي چې د هغې لوستلو نه پس دوباره په دې قلم اوچتولو ته ضرورت نشته خو لکه چې عرض مې وکړو د ثواب په نيت به په دې مهم موضوع باندې څو جملې وليکم _
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:55 |
د قران پاک له نظره د يهودو د قوم څرګندېدل او څېړنه
ليکوال: حجتالاسلام سيدابوالفتح دعوتی
ژباړه: محمدرحيم درانے
قران کريم د بني اسرائيلو او يهودو د قوم په حقله چې د حضرت موسی(ع) په لاس وژغورل شول، ځينې کمزورۍ او هغه کارونه چې هغوي پکښې د خداے نافرماني کړې وه بيانوي، لکه د غوا د بچي (سخي) عبادت يې شورو کړ او د خداے له ايتونو يې مخ واړاوۀ. او همدارنګ سخت زړۀ شول او ډېر پيغمبران يې ووژل، خداے ورته په قهر شو او ذليل او خوار يې کړل. د پېغمبر(ص) په زمانه کښې يهوديان د مسلمانانو له ډيرو سختو دښمنانو څخه وو او دې ته تيار شول چې د قرېشوله مشرکانو سره يوځاے شي او له اسلام سره جنګ وکړي. هغوي د احزاب جنګ جوړ کړ او څو څو ځله له مسلمانانو سره وجنګيدل.
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:50 |
مونږ له نورو قومو نه زيات د اهلبېتو (ع) د حريم مدافعان يو (قذافي)
تابناک وېپاڼې د الجزائر چاپ د (( د الاخبار )) ورځپاڼې د رپوټ له مخې وليکل د لېبيا مشر کرنل معمر قذافي د ليله القدر په يو محفل کښې په خپله وېنا کښې وويل: مونږ د خداے د ګران رسول (ص) ، د امام علي (ع)، امام حسن (ع)، امام حسېن (ع) او حضرت فاطمه زهرا (ع) شيعه ( پېروکار ) يو. کربلا، زمونږ ده، عاشوره زمونږ ده، د امام علي بن ابي طالب (ع) تاريخ زمونږ دے مونږ د اهلبېتو (ع) زيات مينه وال او احترام کوونکي يو. پکار دي د افريقا په شمال کښې يو ځل بيا فاطمي حکومت برپا شي او عربو ته پکار دي چې د دې حکومت بېرغوال جوړ شي.
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:40 |
د روژې دعا
يا عَلِىُّ يا عَظيمُ، يا غَفُورُ يا رَحيمُ، اَنْتَ الرَّبُّ الْعَظيمُ، الَّذى لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَىءٌ وَهُوَ السَّميعُ الْبَصيرُ، وَهذا شَهْرٌ عَظَّمْتَهُ وَكَرَّمْتَهُ، وَشَرَّفْتَهُ وَفَضَّلْتَهُ عَلَى الشُّهُورِ، د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت
5:59 |
فلسطين (اداريه)
فلسطين د فلسطينيانو هغه سپېڅلے وطن دے چې مودې وشوې صهيونېسټانو پرې د امريکې، برطانيې او د هغوي د نورو انډيوالانو او د ځينومسلمانو واکمنانو او چارواکو په ملاتړ او ساز باز سره قبضه کړې ده. او غواړي چې د (( فلسطين )) په ځاے د (( اسرائيل )) په نوم يو صهيونېسټي ملک جوړ کړي او فلسطينيان يا له منځه لرې کړي او يا يې تر خپل کامل تسلط لاندې راولي او د فلسطين نوم ترې هېر کړي. او په بله مرحله کښې بيا په نورو اسلامي او عربي هېوادونو باندې د وسلې او پېسو په زور قبضه وکړي او د اسرائيلو لمن نوره هم ارته کړي. د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت
5:58 |
رڼا
( د قران مجيد تفسير )
اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ
(( مونږ نېغې لارې ته هدايت کړې، د هغه چا لار چې انعام دې ورباندې کړے دے نه د هغه چا لار چې غضب پرې کړے شوے دے او نه د هغه چا چې ګمراهان دي )) په سورۀ فاتحه کښې په ابتداء کښې که څه هم حق ذات خپله د خپل ځان حمد بيانوي ځکه چې مخلوق يې د حمد بيانولو هغه حق نه شي ادا کولې د کوم چې هغه حق ذات لائق دے خو بيا هم انسان له بسم ا...........نه پس د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت
5:57 |
د امام مهدي (ع) انتظار (د شوقدر د مياشتې د پنځلسمې نېټې په مناسبت) ليک: انور شاهين خانخېل برېښناليک: anwarshaheenkhankhel@hotmail.com
د پښتو متل دے (( دنيا په اميد خوړې شي )) واقعي چې اميد، هيله او انتظار د انسان په ژوند کښې يو ډېر مهم رول لوبوي او د اميد، هيلې او انتظار نظريه له نفسياتي لحاظه انسان ته په هر ډول مشکلو حالاتو کښې تقويت، ډاډګيرنه او ټينګتيا ورکوي. د فرانس ستر دانشور او ليکوال ګوسټاو لوبون وائي: (( د عالمو تر ټولو ستر خدمتګزاران هغه کسان دي چې وکړې شي بشر په هيله او اميد کښې وساتي )) د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت
5:54 |
د يهودو له ستروعالمانوسره د پيغمبراكرم (ص) مناظره
ليک: علامه محمد محمدي اشتهاردي
د خداے پاک د ګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له هجرت نه مخكښې به د يهودو په مذهبى محفلونوكښې د هغۀ پېغمبرۍ د علامو او نښونښانو په باب خبرې كېدې، او د يهودو عالمانو به د تورات د ايتونوله مخې د اسلام د پيغمبر(ص) د هجرت په باب خبرې كولې او رسماً به يې په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه د يوداسې پېغمبر(ص) د راتلو په حقله خبرې کولې چې هوبهو دغه نښې نښانې د اسلام په ګران پېغمبر(ص) باندې تطبيقېدې. د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت
5:52 |
د مينې سيورے
رياض احمد- پېښور بي بي خديجې د خويلد لور (س)، يو ښکلے کور لرۀ چې غلامانو او کنيزانو به ورله ساتۀ.د مکې په ښار کښې له دې نه بله مالداره، عزتمنه او پاکلمنه ښڅه نه وه ټولو خلقو خديجه (س) پيژندله او د هغې درناوے به يې کولو. د ښو صفتونو له وجے د خلقو مينه هغې سره ورځ په ورځ ډيرېده .هغه يوه پاکه ، پرهيزګاره ، مهربانه ، مالداره ، بخښونکې ، عقلمنده او يو خدائے منونکې بي بي وه . د عربو ډېرو مالدارو او لويو لويو خلقو له هغې سره د وادۀ خواهش لرلو خو هغې چا ته ښه نۀ وو کړي.
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت
5:49 |
يو خبر
د سعودي حکومت په مکه معظمه کښې د (( غار حرا )) په مقدس ځاے کښې يو شمېرتربيت شوي بيزوګان پرېښي دي د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت
5:48 |
رڼا ( د قران مجيد تفسير )
ګرانو او قدرمنو مينه والو! لکه چې پوهېږئ قران مجيد د خداے پاک له لوري نازل شوے هغه ستر او اخيري کتاب دے چې د اسلام د ټولو مسلکونو، فرقو، مذهبونو او فکري مکتبونو پرې اتفاق دے چې دا سپېڅلے کتاب له هر ډول تحريف او کمي زياتي نه پاک دے او له سورۀ فاتحې نه واخلې تر سورۀ ناس پورې يو کامل کتاب دے او کۀ څوک يې په يو ټکي کښې هم فرق راولي يا پکښې شک وکړي هغه مسلمان نۀ شي کېدې نو غواړو چې د (( مينه )) مجلې په هره ګڼه کښې د (( رڼا )) سرليک لاندې ستاسو په خدمت کښې د قران عظيم الشان د يوې برخې د ترجمې او تفسيروړاندې کولو سعادت حاصل کړو. دا خبره د يادونې ده چې دا تفسير د ادارې له خوا څه خپل تفسير نۀ دے او نۀ له يو تفسير څخه اخېستل کيږي بلکې له مختلفو تفسيرونو څخه اخېستل کيږي دې لپاره چې د دې عظيم الشان اسماني کتاب په حقله خلق له لا زياتو معلوماتو نه خبر شي او د مختلفو فکري مکتبونو پېروکار له خپلو مکتبي افکارو سره سره د مختلفو مکاتبو له نظرياتو او افکارو څخه هم خبر شي او ترمېنځ يې غږملتيا او همفکري او د يو بل د زغملو جذبه پېدا شي ګنې هسې د دې عظيم الشان اسماني کتاب تفسير په هغه ډول چې يې حق دے ناممکن دے بلکې که د نړۍ ټول تفسيرونه را يوځاے کړې شي نو د قران مجيد د تفسير يوه برخه حق هم نۀ شي ادا کېدې (اداره)
د سورۀ فاتحې تفسير په تېر پسې
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ( دويمه برخه ) (( مونږ يوازې ستا پرستش او عبادت کوو او يوازې له تا نه مرسته او مدد غواړو )) د قران مجيد د سورۀ فاتحې د نوموړي ايت مبارک د يوې برخې إِيَّاكَ نَعْبُدُ يعنې(( مونږ يوازې ستا پرستش او عبادت کوو)) په باره کښې مو مختلف تفسيرونه بيان کړل دلته هم د دغه ايت د دويمې برخې إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ يعنې ((مونږ يوازې له تا نه مرسته او مدد غواړو))په حقله د ځينو مفسرينو تفسيرونه وړاندې کووخو غواړو چې په مقدماتي توګه د إِيَّاكَ نَعْبُدُ تفسير ته يوه لنډه کتنه وکړو. لکه څنګه چې د دې ايت مبارک د وړومبۍ برخې په تفسيرونو کښې راغلي دي چې انسان د سورۀ فاتحې شروع د خداے پاک له حمد ، ثناء ، صفت او تعريف او بيا د هغۀ شان بيانول په انفرادي توګه کوي او په دې ايت سره د وېنا طرز بدل شي او نه يوازې دا چې انسان د جمعې صيغې ته داخل شي بلکې د خداے پاک د حمد، ثناء، صفت ، تعريف او لوړ شان د بيانولو نه پس په ډله ايزه توګه د هغه پاک ذات د بندګۍ، عبوديت او بيا له هغۀ نه د مرستې او مدد غوښتلو اقرار کوي. چې له دې نه دا درس انسان ته حاصليږي چې له هر څه مخکښې بايد انسان خپله اصلاح وکړي او د خداے پاک په وحدانيت او د هغۀ د شان او مقام په بې پايانۍ باندې خپل ايمان پياوړے کړي نو بيا دې د اجتماع ، ټولنې او معاشرې د اصلاح لپاره ملا تړي او د ټولنې له نورو افرادو سره دې په يو اواز او يوې عقيدې سره دا اقرار وکړي چې بې له خداے پاک نه د عبادت او پرستش بل څوک لائق نشته او مونږ ټول يوازې د هغه پاک ذات عبادت او پرستش کوو او که مونږ د اسبابو په دې دنيا کښې د چا د عزت، احترام او تقدس اظهار کوو هم نو فقط د هغه ذات په خاطر چې هغه ذات ورته د قدر، عزت ، احترام او تقدس مقام ورکړې دے او د عقل ، منطق او نص دا تقاضا ده چې يو انسان له چا سره دلچسپي تعلق، مينه او عشق لري نو پکار دي چې له هغۀ سره نسبت لرونکي د هر چا او هر څيز قدر، عزت او احترام وکړي. اوس دا د عاشق او د عشق د دعوې لرونکي انسان د خپل عشق او مينې خپل خپل معيار دے نو چې څومره يې له هغه يکتا ذات او معشوق سره د تعلق، مينې او عشق اندازه وي هومره به يې له هغه ذات او معشوق سره له نسبت لرونکي سره د مينې ، تعلق، احترام او عزت اندازه وي او د دغو نسبت لرونکو سره د هغۀ د مينې ، احترام او عزت دا مقصد نه شو چې ګنې له هغه اصل ذات او معشوق سره يې تعلق پرې شو يا يې د هغۀ په مقابله کښې يو بل څوک غوره کړ. بلکې په دې کار سره يې له اصل محور سره تعلق لا زياتيږي لکه ارواښاد حمزه بابا په يو عرفاني شعر کښې وائي: چــــې قاصد د يــــــار لـــــــه دره بېرتــــــــه راغــــے ما يې پښې پخوا له سوال او جواب ښکل کړې نو دلته د قاصد يا رېبار پښې ښکلول په دې معنا نه دي چې له اصل يار څخه يې تعلق پرې کيږي يا يې د هغه اصل يار په مقابل کښې يو بل يار پېدا کړے وي بلکې دا له خپل يار سره د مينې او عشق د انتها ښودنه کوي. او د نيت له لحاظه د يار د پښو په ښکلولو او د قاصد يا رېبار د پښو په ښکلولو کښې د زمکې او اسمان فرق دے. البته د قاصد يا رېبار پښې هله ښکلول صحيح دي چې هر کله قاصد يا رېبار غدار ، خيانتکاراو فرېبکار نه وي او د يار د اعتماد وړ او د قاصدۍ او رېبارۍ اهل وي او په صحيح معنو کښې عاشق خپل يار ته رسوي او د يار د ځاے د نيولو نيت يې هم نه وي او همدا رنګ ستا هم هغۀ ته د خپل اصلي يار د مقام ورکولو نيت نه وي بلکې له هغۀ سره تعلق او مينه دې د يار په خاطر وي نو بيا په داسې حالت کښې له قاصد يا رېبار سره مينه کول له يار سره مينه کول دي او د هغۀ پښې ښکلول د يار پښې ښکلول دي .نو ځکه د الهي عارفانو د تفسيرونو له مخې هغه کسان کوتاه فکره او يا غرضي دي چې له هغه پاک او حق ذات سره د نسبت لرونکو کسانو يا څيزونو ، قدر، عزت او احترام د إِيَّاكَ نَعْبُدُ ايت نه په ناوړه استفادې سره دغه قدر، عزت او احترام د غېرالله له عبادت او شرک سره تعبير کوي حال دا چې دغه مقدسې هستۍ چې قدر، عزت او احترام يې کيږي اهل الله دي نه غېرالله او ورسره نسبت لرونکي څيزونه شعائرالله دي نه غېرالله او د هغوي قدر، عزت او احترام په اصل کښې د الله پاک عبادت او پرستش دے او له هغه ذات سره د لا زيات عشق او مينې ښودنه کوي. مفسرين د إِيَّاكَ نَعْبُدُ په تفسير کښې مخکښې ليکي چې د دې ايت په ويلو سره په انسانانو کښې د يوې خپلواکۍ او انانيت احساس پېدا کيږي يعنې دا احساس کوي چې زۀ يا مونږ د خداے پاک دا عبادت او بندګي په خپل سرکوو نو ځکه ورپسې په بله جمله کښې د انسان دغه احساس ماتيږي او اعلان کوي چې: وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ يعنې يوازې له تا نه مرسته او مدد غواړو. مطلب دا چې مونږ ستا دا کومه بندګي، عبادت او پرستش کوو دا هم ستا په مرسته کوو او د هغو اسبابو په ذريعې سره يې کوو چې د هغو اسبابو تۀ مسبب الاسباب يې. په قران مجيد کښې د خداے د ګران رسول (ص) دا وېنا ذکرشوې ده چې د خداے پاک په درګاه کښې عرض کوي چې إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ يعنې زما نمونځ، عبادت، ژوند او مرګ خداے پاک لره يا له خداے پاک څخه دي (سورۀ انعام ١٦٢) نو هر کله چې اشرف الخلائق او اشرف الانبياء (ص) غوندې ذات د ژوند په ټولو مرحلو کښې د خپلواکۍ او خپل سرۍ دعوا نه کوي نو هيڅ کس ته دا حق نه دے حاصل چې په خپل عبادت، عمل او کردار باندې ونازيږي يا په خداےپاک باندې د احسان کولو کوشش وکړي بلکې دا اقرار وکړي چې خدايه پاکه زۀ چې دا ستا کومه بندګي، عبادت او پرستش کوم دا هم ستا په مهربانۍ او قوت سره کوم.لکه ځينې خلق چې کله په نمونځ کښې له دواړو سجدو يا منځني تشهد نه پس بيا د قيام حالت ته پاڅيږي نو دا ورد کوي چې بِحُوًلِ اللهِ وُقُوُّتِهِ اَقوًمْ وُ اَقْعْد يعنې زۀ د خداے پاک په راکړې شوي قوت او توان سره پاڅېږم او کښېنم. او يا په عام حالت کښې کښېني او پاڅي يا څه کار کوي نو داسې وائي: لا حول و لا قوه الا بالله العلي العظيم. نو بس په وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ويلو سره انسان دا عقيده پخه کړي چې مونږ د خداے پاک ټول مخلوقات يوازې او يوازې خپل خالق ته په هر کار او هره چاره کښې محتاجه يو او په کائناتو او مخلوقاتو کښې هيڅ يو کس او هيڅ يو څيز په خپلو يا د نورو په کارونو کښې د مرستې او مدد د خپلواکۍ دعوي نه شي کولې. او حتۍ د ونې يوه پاڼه هم بې د خداے پاک له مرستې او امر نه نۀ شي خوزېدې، خو بيا هم مونږ د يوې ونې د پاڼې د خوزېدو له اسبابو نه انکار نۀ شو کولې او د دغې يوې وړې پاڼې په خوزېدو کښې د هوا په شمول ډېر اسباب په کارول کيږي، همدا رنګ هوا هم د سائنس او علم له نظره د دنيا په سسټم کښې د ګڼ شمېر حالتونو په بدلونونو سره رامنځته کيږي خو بيا يې د رابطې مزے مقرر شويو فرښتو ته او په اخېر کښې د خداے ذات ته رسيږي چې هم هغه يې اصل سرچينه دے. خو له دې امله چې دا نړۍ د اسبابو نړۍ ده نو ځکه د نړۍ په چارو کښې د اسبابو له کردار نه انکار نۀ شي کېدې مثلاً د ونې د پاڼو د خوزېدو په حقله که مونږ ووايو چې باد او هوا د ونې پاڼې وخوزولې نو دا مو شرک نۀ دے کړے بلکې عېن توحيد مو بيان کړے دے په شرط د دې چې دغه باد او هوا د ونې د پاڼې په خوزولو کښې خپلواکه او خودسره ونۀ ګڼو. يا لکه د يوې نوړۍ ډوډۍ په تيارېدو کښې که مونږ اسبابو ته پام وکړو نو هيڅ شمېر يې نه شو کولې ځکه چې حضرت امام جعفر صادق (ع) فرمائي چې (( د ډوډۍ قدر او احترام وکړئ ځکه چې د دې په تيارولو کښې د عرش او زمکې ترمېنځ ټول مخلوقات او موجودات په کارولې شوي دي.)) يعنې که د يوې نوړۍ ډوډۍ خوړلو نه مخکښې د هغې د تيارېدو سرکل ته يو ځغلنده کتنه وکړو نود مېکائېل (ع) فرښتې او له نورو فرښتو نه راواخلې تر نمر، هوا، خاورې، اوبو، څرې، انسان،حېوان، اوزار او داسې نور ډېر پټ او څرګند اسباب د غنمو په ټوکېدو، زرغونېدو، غوړېدو او تيارېدو کښې او بيا په اوړۀ کولو ډوډۍ جوړولو له هغې نه د نوړۍ په جوړولو خولې ته په اچولو،خېټې ته په کوزولو او بيا د هاضمې سسټم ته په رسولو کښې په کار راځي. چې له دغو بې شمېره اسبابو نه انکار نه شو کولې خو بيا هم که له يوې خوا دغه اسباب په خپل عمل کښې د خداے پاک له امر نه جدا خپلواکه وګڼو نو له شرک يا دهريت سره مخامخ کيږو او له بلې خوا که د خداے پاک د دغو جوړ کړې شويو اسبابو له مدد نه انکار وکړو نو دا مو په اصل کښې د خداے پاک له مدد نه انکار وکړو او له کفر سره مخامخ کيږو. همدا رنګ که څه هم زمونږ عقيده ده چې خداے پاک کن فيکون ذات دے او مرګ او ژوند د خداے په اختيار کښې دي خو بيا هم خداے پاک د انسان د پېدا کولو او ورته د ژوند بخښلو لپاره دومره زيات اسباب پېدا کړي دي چې انسان يې له شمېرلو نه عاجز دے. دغه شان د انسان د مرګ لپاره يې هم له عزرائيل (ع) نه واخلې تر بيماريو، جنګونو، جګړو،.قتل و غارت او نورو چارو پورې اسباب پېدا کړي دي. نو که مونږ د دې عقيدې باوجود چې خلق خداے پاک وژني خو بيا هم د عزرائيل (ع) له وسيلې نه واخلې تر بيماريو او قتل و مقاتلې پورې اسبابو نه انکار نه شو کولې او که مونږ ووايو چې فلانے سړے عزرائيل وواژۀ، يا فلانۍ بيمارۍ يا فلاني سړي وواژۀ يا فلانۍ حادثې وواژۀ نو په دې باندې نه مشرکان کيږو او همدا وجه ده چې په اسلام کښې د قاتل لپاره د قصاص او اعدامولو قانون دے. او د توحيد په بانه دغه قتل د خداے پاک په کاته کښې نه شو اچولې. خو بيا هم د دغو وژلو نسبت خداے پاک ځان ته ورکوي او فرمائي: اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا يعنې خداے پاک هغه ذات دے چې د مرګ په وخت کښې روحونه قبضوي. ( سورۀ زمر ٤٢ ايت ) دغه شان انبياء کرام خداے پاک ته تر ټولو نزدے کسان وي او په خاصه توګه د خداے د ګران رسول (ص) مقام خو په نزدېکت کښې قاب قوسين او ادني ته رسېږي خو بيا هم خداے پاک ورته وحي د جبرائيل (ع) په ذريعې سره کوي او نسبت يې بيا ځان ته ورکوي په قران مجيد کښې په ګڼ شمېر ځايونو کښې خداے پاک فرمائيلي دي چې ما ورته وحي وکړه. دغه شان خداے پاک هر انسان ته د مرۍ له شه رګ نه هم نزدے دے خو بيا هم يې د انسان د هدايت لپاره د يو لک څلوريشت زرو انبياء کرامو، ائمه ؤ، اولياؤ ،بزرګانو ، عالمانو، فرښتو او نورو ناڅرګندو وسيلو بندوبست کړے دے. نو که مونږ دا ووايو چې فلانے کس نبي، امام، ولي، عالم يا فرښتې هدايت کړ يا ووايو چې خداے پاک هدايت کړ نو هيڅ فرق يې نشته او نه پکښې سړے له کفر او شرک سره مخامخ کيږي. نو چې هر کله خداے پاک د دغو وسيلو په ذريعې سره مونږ ته هدايت او لارښوونه کوي نو پکار دي چې مونږ هم د دغو وسيلو په ذريعې سره له پاک رب سره تعلق پېدا کړو لکه خداے پاک په قران مجيد کښې فرمائي: وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ يعنې د هغه ذات په لور وسيله ولټوئ ( سورۀ مائده ٣٥ ايت ) ارواښاد شاه ولي الله محدث دهلوي په دې مبارک ايت کښې له وسيلې نه مراد کامل مرشد اخېستے دے ( تجليات محديه ٢٤١ مخ ) همدغه شان هر انسان په دنيا کښې د ژوند تېرولو لپاره د بې شمېره مادي څيزونو مدد، مرستې او وسيلې ته اړتيا لري او حتي د ضرورت په وخت بل هغه انسان نه چې خداے پاک ورته له چا سره د مدد او مرستې توفيق ورکړے وي مدد هم غواړي لکه د مفلسۍ په وخت کښې له خپلو خپلوانو، يار دوست حکومت او چارواکي نه د مالي مدد غوښتنه کوو، د بيمارۍ په حال کښې له طبيب، ډاکټر او حکيم نه مدد غواړو او داسې په نورو چارو کښې د خداے پاک نه علاوه د هغۀ د جوړ کړې شويو اسبابو او وسيلو نه مدد غوښتلو ته اړمن يو خو بيا هم دغه چاره د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په ضد کښې نه ګڼو او نه پرې مشرکان کيږو. ځکه چې دغه ټول اسباب مسب الاسباب ذات زمونږ لپاره د مدد او مرستې وسيلې ګرځولې دي او په اسلام کښې له دغو وسيلو نه مدد نه اخېستل او په دې بانه چې خداے به راته په تياره پېسې ، ډوډۍ، او نور څيزونه راکوي او جوړوي به مې مذموم ګڼل شوي دي.ځکه چې دلته مونږ ټول د يو بل مرستو ته اړمن يو همدا وجه ده چې خداے پاک مونږ ته حکم کوي چې َتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ يعنې د نېکۍ او تقوا په کارونو کښې له يو بل سره مدد او مرسته وکړئ او د ګناه او سرکشۍ په کارونو کښې له يو بل سره مرسته او مدد مه کوئ (سورۀ مائده ٢ ايت ) نو اوس که مونږ په عام ژوند کښې هغه چا ته د مدد او مرستې لپاره فرياد وکړو چې خداے پاک ورته زمونږ په يو کار کښې د مرستې او مدد توان ورکړے وي چې فلانيه راشه او ما سره په دې فلاني کار کښې مرسته او مدد وکړه نو دا کار به هيڅکله د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په خلاف عمل نه وي او نه به خداے پاک مونږ په دې کار سره مشرکان او کافران کوي. خو دلته به هم مونږ دا نيت او عقيده لرو چې دا مدد کوونکے کس ما سره په مدد کولو کښې خپلواکه نۀ دے بلکې خداے پاک ورته له مونږ سره د مدد کولو توان او قوت ورکړے دے. همدا رنګ په يو بل ځاے کښې خداے پاک مونږ ته حکم راکوي چې وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ يعنې مدد او مرسته وغواړئ په صبر او نمونځ سره يا له صبر او نمونځ نه (سورۀ بقره ٤٥ ايت ) ځينو مفسرينو په دې مبارک ايت کښې د صبر معنا روژه بيان کړې ده او ځينو مفسرينو يې ترجمه کړې ده چې د روژې او نمونځ په وسيلې سره له خداے پاک نه مرسته او مدد وغواړئ او ځينو يې داسې کړې چې له روژې او نمونځ نه مرسته او مدد وغواړئ. خو په هر حال په دواړو صورتو کښې زمونږ مرسته او مدد غوښتل له خداے پاک سره د شريک پېدا کولو په معنا نه دي او نۀ دا کار د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په خلاف کار دے. همدا رنګ مونږ د انبياؤ په تاريخ کښې لولو چې مثلاً حضرت عيسی (ع) به له خټو نه مارغۀ جوړ کړ او پکښې به يې روح وپوکۀ او هغه به په رښتيا مارغۀ شو، مړي به يې ژوندي کول او پېدائشي لا علاجه ړوند به يې بينا کولو او د برص لا علاجه بيمار ته به يې شفاء ورکوله. خو دغه کارونه به يې د خداے پاک په اذن سره کول يعنې د خداے پاک په اجازې سره به يې کول. او د مارغانو د تخليقولو، مړو ژوندي کولو ، د پېدائشي ړندو بينا کولو او د برص د لا علاجه بيمار جوړولو توان او طاقت ورته خداے پاک ورکړے ؤ. لکه په قران مجيد کښې لولو چې:وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِىءُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي (( يعنې (اے عيسي هغه وخت ياد کړه ) چې کله به دې زما په حکم له خټو نه مارغۀ جوړوۀ او پکښې به دې پوکۀ نو زما په حکم به هغه مارغۀ کېدۀ او زما په حکم به پېدائشي ړوند او د برص بيمار ته شفا ورکوله او زما په حکم به دې مړي ژوندي کول.)) (سورۀ مائده ١١٠ ايت ) اوس که د حضرت عيسي (ع) په دور کښې يو کس ته چې پلار يې مړ شوے وي او ورته ووائي چې لاړ شه حضرت عيسی (ع) ته چې پلار درته ژوندے کړي او هغه په ځاے د دې چې لاړ شي د خداے پاک عبادت وکړي او خداے پاک ته زاري منت وکړي چې خدايه پاکه زما پلار ژوندے کړې حضرت عيسي (ع) ته لاړ شي چې زما پلار ژوندے کړه. نو دغه کس له خداے پاک سره شريک پېدا نکړ. او همدغه شان د ړوند او د برص د مريض په باب هم. يا يو سړي ته خپل ماشوم زوے ژاړي چې له خټو نه دا جوړ مارغۀ دې ورته په رښتيا مارغۀ کړي او پلار يې په ځاے د دې چې لاړ شي عبادت وکړي او خداے پاک ته سوالونه وکړي چې خدايه پاکه د خټې په دې مارغۀ کښې ژوند راولې لاړ شي حضرت عيسي (ع) چې پکښې روح اوپوکي او په رښتيا مارغۀ ترې جوړ کړي نو دا کار به يې شرک نه وي کړے. دغه شان د حضرت سليمان (ع) په باره کښې فرمائي: وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ (( يعنې او د سليمان لپاره مو تندې او تېزې هواګانې مسخرې کړې چې هغه به د هغۀ (سليمان) په حکم د هغې زمکې په لور چلېدې چې پکښې مو برکتونه اېښودي وو او مونږ په هر څه باندې پوهېږو. )) دلته هم دا خبره څرګنديږي چې خداے پاک طوفاني هواګانې هم د حضرت سليمان (ع) لپاره مسخرې کړې وې او حضرت سليمان (ع) به هغو هواګانو ته د رخ د بدلولو حکم ورکوۀ. همدا رنګ له نورو ځينو مبارکو ايتونو څخه دا هم څرګنديږي چې پېريانو او مارغانو به هم د حضرت سليمان (ع) په حکم کارونه کول. چې دلته هم د حضرت سليمان (ع) په حقله دا عقيده لرونکے نه مشرک کيږي بلکې د حضرت سليمان (ع) له دې مقام نه انکار کوونکے د کفر مرتکب کيږي. خو بيا په يوه واقعه کښې له يو بل ملک نه د بلقيس ملکې د تخت د راوړلو لپاره حضرت سليمان (ع) په خپل دربار کښې ناستو پېريانو او انسانانو ته مخاطب کيږي او ورنه مرسته او مدد غواړي چې ډېر زر ورته د بلقيس ملکې تخت تر دې ځاے راورسوي نو د پېريانو يو مشر پېري وويل چې زۀ به دغه تخت ستا له خپل ځاے نه له اوچتېدو نه مخکښې مخکښې راورسوم خو په دربار کښې ناست آصف بن برخيا نومې يو انسان ورته وائي چې زۀ به يې د سترګو له رپ نه هم مخکښې راورسوم. لکه چې په قران مجيد کښې خداے پاک فرمائي: قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُ عِندَهُ قَالَ هَذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ (( يعنې هغه کس چې له کتاب نه ورته يوه برخه علم ورکړے شوے ؤ وويل زۀ ستا لپاره ( د بلقيس تخت) د سترګو له رپ نه مخکښې راوړم او بيا سليمان تخت خپلې مخې ته وليد نو وې ويل چې دا زما د رب فضل دے او زما امتحان اخېستل غواړي چې زۀ د دې نعمت شکر ادا کوم که کفران نعمت کوم او چې چا شکر ادا کړ نو د خپلې فائدې لپاره کوي او چې چا د نعمت کفران وکړ نو زما رب بې نيازه او کريم دے)) ( سورۀ نمل40 .ايت) له دې واقعې نه څو خبرې ثابتيږي يوه دا چې حضرت سليمان (ع) د بلقيس د تخت د راوړو لپاره له خداے پاک نه دعا و نۀ غوښته چې تخت ورته راوړي او نۀ يې د خپل نبوت په زور راوړۀ بلکې په خپل دربار کښې له ناستو کسانو څخه يې مرسته او مدد وغوښت او بله دا چې پېريانو ديوانو هم ډېر زر نۀ شو رارسولے او يو هغه انسان چې خداے پاک ورته له کتاب نه يوه برخه علم ( سائېنس ) ورکړے ؤ هغۀ ورته د سترګو له رپ نه هم مخکښې راورسوۀ. نو دلته خداے پاک خپل جليل القدر پېغمبر حضرت سليمان (ع) ملامته نۀ کړ چې ولې دې زما له مخلوقاتو نه مرسته او مدد وغوښت؟ بلکې حضرت سليمان (ع) د آصف بن برخيا د سائېنس او علم دغه زور د خداے پاک يو فضل وبالۀ او د ځان لپاره يې د خداے پاک لخوا يو امتحان وبالۀ چې ايا خداے پاک چې د هغۀ په دربارکښې يو انسان ته د علم يوه برخه ورکړې ده له هغۀ نه استفاده کوي او په دې سره د خداے پاک د علم د دغه نعمت شکر ګزار جوړيږي او که نه دا کار د خپل نبوت د مقام د سپکاوي په ګڼلو سره د نعمت د کفران مرتکب کيږي. چې حضرت سليمان (ع) وړومبۍ لاره خوښه کړه او د خداے پاک د نعمت شکر ګزار بنده جوړ شو. يعنې چې چا ته خداے پاک له چا سره د مرستې او مدد کولو قوت ورکړے وي نو له هغۀ نه مرسته او مدد غوښتل د هغه نعمت شکر ادا کول دي او د غرور او تکبر له مخې د هغۀ له مرستې او مدد نه انکار کول او استفاده نه کول د نعمت کفران دے. په قران مجيد کښې په يو بل ځاے کښې خداے پاک فرمائي:وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ (( يعنې دغه کافران وائي چې تۀ رسول نۀ يې نو ورته ووايه چې زما او ستاسو ترمېنځ د رسالت د ګواهۍ لپاره خداے کافي دے او هغه کس کافي دے چې هغۀ سره د کتاب پوره علم دے. (سورۀ رعد ٤٣ ايت) په دې مبارک ايت کښې اکثرو مفسرينو هغه کس چې خداے پاک ورته د کتاب پوره علم ورکړے دے حضرت امام علي (ع) ذکر کړے دے چې د ځينو سني کتابونو نومونه په دا ډول دي ينابيع الموده، مناقب امام احمد بن حنبل، مناقب نسائي، نزول القران حافظ ابو نعيم، فرائدالسمطين، مسند فاطمه دارقطني، فضائل اهلبېت ابوالمويد بن احمد حنفي، مناقب ابن الغازلي، فصوص المهمه، جواهر العقدين، ذخائرالعقبي، جمع الفوائد ابن اثير، مجمع الزوائد، کنوز الدقائق، الاتقان، سيوطي وغېره. په يو روايت کښې د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو څخه له حضرت امام جعفر صادق (ع) نه يو اصحابي پوښتنه وکړه چې په قران مجيد کښې د آصف بن برخيا د علم چې ورته له کتاب نه يوه برخه علم ورکړے شوے ؤ او ستاسو د نيکۀ حضرت علي (ع) د علم چې ورته د کتاب ټول علم ورکړے شوے ؤ څومره فرق دے نو حضرت امام جعفر صادق (ع) ورته په ځواب کښې وويل چې د مچ د وزر د لوندوالي او د سمندر هومره فرق دے. (بحار الانوار ٧ ټوک ٤٣٩ مخ) نو اوس لږ غور او فکر پکار دے چې د آصف بن برخيا د علم چې له کتاب نه يوه برخه ورته ورکړے شوے ؤ دومره زور دے چې له بل ملک نه د بلقيس تخت د سترګو له رپ نه مخکښې راوړي نو بيا به د هغه کس يعنې حضرت علي (ع) چې خداے د ګران رسول (ص) د علم د ښار دروازه دے د علم څومره زرو وي چې ورته د کتاب ټول علم ورکړے شوے وي. او له هغۀ نه به څومره زيات د خداے د ګران رسول (ص) د علم زور وي چې خپله د علم ښار دے. نو که اوس څوک له رسول الله (ص) نه مرسته ، مدد او سفارښت وغواړي يا د هغۀ د علم د ښار له دروازې نه مدد ، مرسته او سفارښت وغواړي نو په دې باندې نۀ مشرک کيږي او نۀ دا چاره د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په خلاف ده. لکه ارواښاد حمزه بابا وائي چې د خداے پاک د علم ښار يعنې حضرت محمد مصطفی (ص) ته رسېدل هم ناممکن دي او پکار دي چې دغه ښار ته د داخلېدو لپاره د علم د ښار دروازې يعنې د امام علي (ع) ذات ته ځان ورسوې او د هغې دروازې کنجي (( يا علي )) ويل دي: لکه په يو شعر کښې خداے پاک ته مخاطب دے او ورته عرض کوي:
ښار ته دې د علم داخله بې له دې چرته شي يا علي چې وايم دروازه يې راته بېرته شي
همدا رنګ د ټولو انبياؤ سردار حضرت محمد (ص) ته به د بيماريو او مشکلاتو په وخت صحابه کرام (رض) راتلل چې يا رسول الله (ص) زمونږ دا مشکلات حل کړئ يا دا بېمارۍ مو رفع کړئ او هغه حضرت به هغوي دم کړل او يا به يې د هغوي لپاره دعا وکړه يا به يې ورته د خولې لاړې مبارکې ورکړې او هغه به جوړ شو. خو هغه حضرت هغو صحابه کرامو ته دا نه دي وئيلي چې تاسو چې ما ته راغلئ دا شرک دے او لاړ شئ يو دوه رکعته نفل وکړئ او بيا خداے پاک ته سوال وکړئ چې ستاسو مشکلات او بيمارۍ ختمې کړي. ځکه چې صحابه کرام پوهېدل چې دا د خداے نيازبين او د خداے پاک لخوا د کائناتو د اختيار خاوند دے او څه چې غواړي هغه کولې شي. نو ځکه نه صحابه کرامو دا کار شرک او د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ خلاف ګڼلو او نه د خداے ګران رسول (ص). خو ټول په دې هم پوهېدل چې د خداے ګران رسول (ص) چې دا د خلقو مشکل کشائي کوي دا د خداے پاک په اذن او اجازت سره کوي يعنې د دې مددونو او مرستو کولو اختيار ورته خداے پاک ورکړے دے..دغه شان د قران او حديث په رڼا کښې مونږ هم په دې دنيا او هم په هغه دنيا کښې د شفاعت قائل يو او شفاعت هم يو مدد او مرسته ده. د شفاعت مطلب دا دے چې خداے پاک په دې دنيا يا په هغه دنيا کښې يو کس په يوې ګناه يا خطا باندې نيولے وي خو هغه کس د خداے ګران رسول (ص) يا د خداے پاک ته نزدې يوې بلې هستۍ ته رجوع وکړي چې هغه د خداے پاک په درګاه کښې د هغۀ شفاعت وکړي نو خداے پاک هغه کس د هغې خپلې نيازبينې او نزدې هستۍ په خاطر وبخښي. يا د هغۀ يو مشکل اسان کړي. خو دغه شفاعت هم هر کس په خپل سر او خپلواکه توګه نۀ شي کولې بلکې هغه هستۍ يې کولې شي چې د خداے پاک لخوا د شفاعت کولو اجازه او مجوز ولري لکه په قران مجيد کښې خداے پاک فرمائي: مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يعنې څوک دي چې بې د هغۀ له اجازې نه شفاعت وکړي؟ (سوره بقره ٢٥٥ ايت ) همدا رنګ فرمائي: وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى (( يعنې او( فرښتې هم) د چا شفاعت نه شي کولې مګر دا چې خداے يې وغواړي.)) (سورۀ انبياء ٢٨ ايت ) په يو بل ځاے کښې فرمائي: مَا مِن شَفِيعٍ إِلاَّ مِن بَعْدِ إِذْنِهِ (( يعنې څوک د هغۀ له اجازت نه بغېر شفاعت کوونکے نشته )) ( سورۀ يونس ٣ ايت ) همدا رنګ فرمائي: يَوْمَئِذٍ لَّا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا (سورۀ طه ١٠٩ ايت ) يعنې په هغه ورځ به د هيڅ چا شفاعت او سفارښت په کار نۀ راځي بې له هغه چا نه چې ورته د خداے اجازت حاصل وي او خداے يې له خبرې نه راضي وي )) له پاس بيان شويو او داسې نورو ايتونو څخه دا ثابتيږي چې شفاعت چې له يو حاجتمن سره د مرستې او د هغۀ لپاره د خداے پاک په درګاه کښې د دعا او سفارښت په معنا دے او د خداے پاک له انبياؤ،اولياؤ،شهداؤ، صالحينو ، نېکو کسانو او فرښتو وغېره څخه هغه څوک د چا په حقله هم په دې دنيا هم په هغې دنيا کښې کولې شي چې د خداے پاک لخوا د چا د شفاعت، سفارښت، مرستې او مدد کولو اجازه ولري. او که هغوي ته څوک حاجتمن او اړمن کس د دعا، سفارښت، مرستې ، مدد او شفاعت لپاره رجوع وکړي نو هغه کس هيڅکله د شرک نه مرتکب کيږي. او د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په خلاف يې عمل نۀ دے کړے البته که يو حاجتمن کس دا عقيده ولري چې ما سره دا مرسته کوونکے کس له ماسره په مرسته کولو کښې خپلواکه دے يا خداے پاک سره په دې کارونو کښې شريک دے او خداے پاک ورته د ملګرتيا ضرورت لري نو په داسې عقيدې سره هغه مدد، مرسته، دعا، سفارښت او شفاعت غوښتونکے کس بې له شکه مشرک کيږي او عمل يې د إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په خلاف دے. بيا ځينې مفسرين دا عقيده لري چې صحيح ده له ژوندي کس نه مرسته او مدد اخېستل کېدې شي خو له مړي نه نۀ شي اخېستل کېدې. خو ځينو مفسرينو د دوي دا خبره رد کړې ده او په دې دليل کښې وائي چې انسان يو بدن لري او بل روح او روح په بدنې مادي ډانچې باندې فوقيت لري او له بدن څخه د روح په وتلو سره روح نه فنا کيږي بلکې له مادي ډانچې څخه په ازادېدو سره يې فعاليت لا زياتيږي. همدا رنګ د قران او حديث په رڼا کښې دا دليل هم وړاندې کوي چې انبياء ، اولياء، شهداء، نېکان او صالحان کسان او کامل انسانان نه مري. لکه د خداے ګران رسول (ع) د معراج په واقعه کښې راځي چې وړومبې په مسجد اقصي کښې ټولو انبياؤ عليهم السلام د خداے د ګران رسول (ص) په امامت کښې نمونځ ادا کړ يا رسول الله (ص) د معراج د واقعې په ترڅ کښې فرمائيلي دي چې له حضرت موسي (ع) سره تېر شوم په داسې حال کښې چې هغه په خپل قبر کښې په نمونځ کولو مشغول ؤ. همدا رنګ مونږ چې کله په نمونځ کښې په تشهد باندې کښېنو نو په سلامونو کښې وايو (( السلام عليک ايها النبي )) او په عربي ګرائمر کښې (( ايها )) د هغه څه يا چا لپاره راځي چې انسان ته دومره نزدې وي چي لاس ورسره لګولې شي. نو په نمونځ کښې مونږ ته د خداے ګران رسول (ص) دومره زيات نزدے وي. او په يو وخت په مېلينونو کسان چې نمونځ کښې دا الفاظ وائي نو هر چا ته هومره نزدے وي. چې له دې نه د هغو هستيو د اعلي ژوند اندازه لګي. او دا خبره څه د حېرانۍ هم نۀ ده ځکه چې عزرائيل (ع) په يو وخت کښې هغو ټولو سوونو يا زرګونو کسانو ته چې د مرګ وخت يې راغلې وي په يو وخت ځان رسوي او روح ترې قبض کوي. خو مونږ يې نه وينو. يا د يو منفي کار لپاره شېطان چې همېشنے ژوند لري په يو وخت مېلينونو کسانو ته ځان رسوي او د هغوي د ګمراه کولو کوشش کوي او حتی هغوي ته په زړونو کښې وسوسې اچوي. خو مونږ يې نه وينو نو چې هر کله خداے پاک فرښتو يا شېطان ته دا قوت ورکړې دے نو ايا انسان چې مقام يې له ټولو مخلوقاتو نه اوچت او اشرف المخلوقات دے که خداے پاک چا ته په تېره بيا انبياؤ، اولياؤ او صلحاؤ ته وغواړي په همدې دنيا يا په د برزخ په عالم کښې ورته دغه قوت نه شي ورکولې؟ لکه مونږ په کله طيبه کښې وايو: (( لا اله الا الله محمد رسول الله )) يعنې څوک معبود نشته مګر الله دے او محمد(ص) د الله رسول دے. نو په دې کښې چې څنګه مونږ خداے پاک په حال زمانې او فعل سره يادوو نو دغه شان د هغۀ ګران رسول (ص) هم يعنې هغو وختونو کښې به صحابه کرامو (رض) هم دا کلمه ويله چې د الله رسول دے او مونږ يې هم وايو. او داسې نۀ وايو چې د الله رسول ؤ ځکه چې د مړو لپاره د (( ؤ )) کلمه استعاليږي. او همدا رنګ د شهيدانو په باره کښې په قران مجيد کښې خداے پاک په وضاحت سره د هغوي د ژوند اعلان کړے دے بلکې د هغوي په حقله يې خلق حتی له دې ګمان کولو څخه هم په سختۍ سره منعې کړي دي چې ګمان وکړي چې هغوي مړۀ دي. لکه فرمائي: وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (( يعنې د هغو کسانو په حقله چې د خداے په لاره کښې وژل شوي دي دا ګمان هم مۀ کوئ چې مړۀ دي بلکې هغوي ژوندي دي او له خداے پاک څخه ورته رزق ورکړې کيږي )) ( سورۀ آل عمران 169 ايت) په دې مبارک ايت کښې د شهيد له ژوند نه مراد د روح ژوند نۀ دے بلکې داسې ژوند دے چې د خداے پاک لخوا ورته رزق هم ورکړې کيږي، ځکه چې د برزخ په عالم کښې خو د هر چا روحونه ژوندي وي. لکه قبرستان ته د داخلېدو په وخت سلام په مخاطبه توګه ويل کيږي ( السلام عليکم يا اهل القبور) او هغوي د سلام ځواب هم ورکوي خو چې څوک د زړۀ سترګې او د زړۀ غوږونه ولري. نو ځکه که څوک يو پېغمبر، ولي ، امام، نېک او کامل انسان يا شهيد ته چې په اصل کښې اهل الله دي نه غېرالله او په ظاهره زمونږ له سترګو نه پناه دي اواز وکړي او مدد او مرسته ترې وغواړي نو دا چاره هيڅ کله شرک او کفر نه شي کېدې بلکې عېن توحيد دے او هسې هم دا خبره د عقل او عدل و انصاف په خلاف ده چې مثلا د يو نبي، امام، ولي ، نېک او کامل انسان په دنيوي ژوند کښې خلق هغۀ ته رچوع کوي او له هغۀ څخه د هر ډول مادي او روحاني استفاده کوي او مرسته او مدد ترې غواړي خو په ظاهره د خلقو له سترګو نه د پناه کېدو په صورت کښې دې ورنه خلق په خاصه توګه آئنده نسلونه بې برخې وي. د انبياؤ ، ائمه ؤ او اولياؤ خو ډېر لوړ مقام دے ارواښاد رحمان بابا چې کلام يې پښتانۀ د قران مجيد د ايتونو تفسير ګڼي حتي د هغو پاکانو د در د دروېشانو قبرونو ته تلل او له هغوي نه دنيوي او اخروي مدد غوښتل روا او د اسلام مطابق ګڼي. لکه چې وائي: هومره خلق يې زيارت کړه پس له مرګه چـــې بازار وي پــــه مـــزار د دروېشانو کــه مراد ترې دنيوي ، اخروي غواړې هــــرګز مۀ پرېـــږده جــــوار د دروېشانو
خو دلته به دا خبره په ډېر افسوس سره وکړو چې زمونږ په وختونو کښې داسې بد عقيده خلق په مسلمانانو کښې پېدا کړې شول چې د توحيد په پرده کښې او د إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ په سطحي او د خپلې خوښې په تفسيرونو سره يې د اکثرو ناپوهو کسانو له زړونو نه روحانيت، معنويت او معرفت ووېستۀ او د خداے پاک له دوستانو سره د مينې پېدا کولو په ځاے يې له هغوي سره د بغض او کينې تخم د خلقو په زړونو کښې وکرلو او هغه پاکې هستۍ او حتی اشرف الخلائق، اشرف الانبياء، سرور کائنات ، سردار دوجهان يې هم د ځان غوندې يو عام انسان معرفي کړ. په داسې حال کښې چې په کائناتو کښې هيڅ مخلوق حتی يو جليل القدر پېغمبر ځان د خداے د ګران رسول (ص) په شان نۀ دے ګڼلے. دغو بد عقيده عناصرو له هغو پاکو هستيو سره د خلقو په زړونو کښې حقيقي او مخلصانه مينه په شک او شبو باندې بدله کړه. او د يو خداے پاک عبادت او پرستش کوونکو موحدو خلقو باندې يې د خداے پاک په خاطر د هغۀ له نيازبينو او نزديو دوستانو سره د مينې په جرم د شرک او کفر فتوې ولګولې د هغوي مال او سر او ناموس يې مباح وبالۀ او په مسلمانانو کښې يې فرقه پرستي او د مسلک په بنياد له يو بل سره بغض، کينه او حتی جنګونه او قتل و مقاتله رامنځته کړه او د انبياؤ، ائمه و او اولياؤ او صالحينو په معنوي او روحاني تعليماتو باندې يې اوبۀ توې کړې. بيا همدغه بد عقيده کسان د ژوند په نورو مواردو کښې د امريکې په شان خپلو بادارانو نه مدد او مرسته غوښتل، د خپلو يارانو او معشوقو ښکلول او د هغوي په متابعت کښې ټيټ پاس کېدل او د نفس ، شهوت او دنيا پرستۍ نورې چارې شرک نۀ ګڼي. پکار دي خلقو ته د توحيد په حقله له افراط او تفريط نه پاکه عقيده بيان کړې شي او هغه دا چې په اسلام کښې په نيت باندې ډېر تاکيد شوے دے او فرمايل شوي دي چې: (( انماالاعمال باالنيات )) د عملونو دار و مدار په نيتونو باندې دے. نو ځکه په داسې حالاتو کښې انسان هغه وخت د شرک خوا ته ښويږي چې کله د خداے په مخلوقاتو کښې يا له نا اهلو او غېرالله نه مدد او مرسته وغواړي او يا له اهل او اهل الله نه په دې نيت مرسته او مدد وغواړي چې هغه په دې مرسته او مدد کولو کښې خپلواکه وګڼي يا د خداے درجه ورته ورکړي خو که يو اړمن انسان له اهل او اهل الله نه په دې نيت مرسته او مدد وغواړي چې خداے پاک هغۀ ته له اړمن انسان سره د مرستې او مدد کولو قوت او توان ورکړے دے او په اصل کښې د دغو ټولو مرستو او مددونو سرچينه د خداے پاک ذات دے نو دغه غوښتنه يې عېن له خداے پاک نه غوښتنه ده او د توحيد له عقيدې سره هيڅ ټکر نه خوري. او هم دا عقيده ارواښاد رحمان بابا په ډېر ښکلي شکل کښې وړاندې کړې ده چې وائي: هر زيارت لره چې ځم مراد مې تۀ يې زۀ زائر د بتخــــانې د حـــرم نـــۀ يــــم
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت
5:58 |
د حضرت محمد (ص) ژوند (يوه لنډه کتنه)
څلورمه برخه ليک: عبدالرحيم درانے - مردان د پيغمبر اکرم (ص) جنګونهد بدر جنګله بعثته وروسته ديارلس کاله په مکه کښې قرېشو په ګران رسول (ص) او د هغۀ په ملګرو باندې ظلمونه وکړل او بالاخره پېغمبر اکرم (ص) له مکې معظمې نه مدينې منورې ته هجرت وکړ خو د مکې کفارو بيا هم په ارام پرې نه ښودل او د مکې د بې دفاع مسلمانانو له ازارولو سره سره(١) دوي مدينه هم سخته اقتصادي محاصره کښې راوسته او د خوراک هيڅ قافله به يې مدينې ته نه پريښوده. دا محاصره اوږده شوه ان تردې چې د مدينې خلق تنګ شول او په دې مجبور شول چې د خوراک د راوړلو لپاره د سرۀ سمندرګي (بحيرۀ احمر) ساحلو ته لاړ شي.(٢)ابوجهل هم د پېغمبر اکرم ص) له هجرته وروسته هغوي ته په يو خبرداري ليک کښې وليکل چې جنګ او د قرېشو حملې ته تيار شئ.(٣) په همدې ځاے کښې الله پاک وفرمايل: "او هغه کسان چې تېري پرې شوي دي د خپلې دفاع لپاره جنګ کولی شي. خداے پاک دا قدرت لري چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د يو خداے مننې په جرم له خپل کور اوره ويستل شوي دي (٤) د اسلام ګران پېغمبر(ص) د هجرت په دويم کال د اسلام د ساتلو، د مسلمانانو د ژوند د حقوقو د دفاع او د قرېشو د سپېرو مقصدونو د شنډولو لپاره پاڅيد او د قرېشو د لښکر په وړاندې په "بدر" کښې ودريد او سره له دې چې د مسلمانانو شمېره تر کفارو درې برخې کمه وه خو د ايمان په طاقت او د خداے پاک په مرسته يې کافرانو ته ماتې ورکړه. د احد جنګ:د بدر په جنګ کښې ځينې کافران وژل شوي وو. قرېشو د جنګ تيارۍ وکړې او د انتقام لپاره د هجرت په دريم کال مدينې ته روان شول او د احد په سيمه کښې له مسلمانانو سره مخامخ شول په دې جنګ کښې ځينو مسلمانانو د پېغمبراکرم(ص) خبرې ته غوږ کينښود او دا جنګ د کفارو په ګټه ختم شو. د احزاب جنګ :د هجرت په پنځم کال د "بني النصير" د قبيلې ځنې يهوديان مکې ته لاړل او قرېش يې د اسلام او مسلمانانو په خلاف وهڅول. قرېشو له فرصته ګټه واخېسته او د بيلا بيلو ډلو له يو غټ لښکر سره د مدينې په لور روان شول. مسلمانانو د اسلام د مرکز (مدينې) د ساتلو لپاره له ښاره ګېرچاپېره خندق وکنستو او د لسو زرو دښمنانو په مقابلې کښې ودرېدل. حضرت علي (ع) د دښمنانو مشر ووژۀ او بالاخره دا جنګ هم د مسلمانانو په ګټه تمام شو. د بني قرېضه جنګ:بني قريظه له ګران رسول (ص) سره معاهده کړې وه خو په جنګ خندق کښې يې تړون مات کړو او له قريشو سره يې ملګرتيا وکړه. د پيغمبر(ص) له نظره خطرناک وبلل شول نو له جنګه پرته بله چاره نۀ وه. د احزاب له جنګه وروسته پيغمبراکرم (ص) حکم ورکړ چې د اسلام لښکر د بني قرېظه په لور روان شي. دوي 25 ورځې د مسلمانانو په کلابندۍ کښې وو او بالاخره تسليم شول. اوس قبيلې له پيغمبراکرم (ص) نه وغوښتل چې له وينې يې تېر شي. پېغمبراکرم (ص) ورته وفرمايل "ستاسو خوښه ده چې سعد معاذ چې ستاسو د قبيلې له مشرانو څخه دے ستاسو په حقله فېصله وکړي. ټولو په دې اميد ومنله چې سعد به د هغوي پلوي توب وکړي خو سعد وويل چې جنګي سړي بايد ووژل شي، مالونه يې تقسيم شي او ښځې يې اسيرې شي. پېغمبراکرم (ص) وفرمايل د سعد حکم هماغه حکم دے چې خداے پاک د دغو کسانو په باره کښې کړے دے، په دې طريقه د هغوي ټول جنګيالي ووژل شول(٥) د بني المصطلق جنګ:بني المصطلق د خزاعي قبيلې يوه ډله وه چې د مسلمانانو په خلاف به يې کارونه کول. پېغمبراکرم (ص) د دوي په سازشونو خبر شو او له يو لښکر سره د دوي په لور روان شو چې د دوي د خطر مخه ونيسي په "مريسيع" سيمه کښې مسلمانان له هغوي سره وجنګيدل او بريالي شول دا جنګ د هجرت په شپږم کال وشو. د خېبر جنګ:د خيبر په کلاګانو کښې ډېرو يهوديانو ژوند کوۀ چې له مشرکانو سره يې فوځي او اقتصادي تعلقات لرل او د مسلمانانو لپاره خطرناک وو. د هجرت په اوم کال مسلمانان د دوي د فوځ مرکز خيبر په لور روان شول او له محاصرې او جنګه وروسته يهوديان اسلامي حکومت ته تسليم شول. (٦) د موته جنګ:د هجرت په اتم کال د خداے ګران رسول(ص) د بصرې بادشاه ته د خپل استازي حارث بن عمېر په لاس يو ليک واستوۀ خو کله چې د پېغمبراکرم (ص) استازےموته ته ورسيد نو هغوي ووژۀ. مسلمانانو د خداے د رسول ص) په حکم د دښمن په لور حرکت وکړ او بالاخره په موته کښې د روم د باچا هرقل له لښکر سره چې يو لک روميان او غير روميان پکښې شامل وو مخامخ شول، سخت جنګ وشو او پکښې زيد بن حارث، جعفر ابن ابي طالب او عبدالله ابن رواحه چې درې واړه د اسلام د لښکر سرداران وو شهيدان شول. مسلمانانو د کفارو مقابله ونۀ کړی شوه او مدينې ته ستانۀ شول. د مکې فتح:قرېشو د حديبې د سولې په تړون کښې له پېغمبراکرم (ص) سره معاهده کړې وه چې په مسلمانانو باندې به تېرے او زياتے ونۀ کړي خو خپل لوظ او معاهده يې ماته کړه او له بني بکر قبيلې سره يې ملګرتيا وکړه چې خزاعه قبيله چې د مسلمانانو هم تړونې وه ختمه کړي. پېغمبراکرم (ص) د هغوي د تېريو د مخنيوي په غرض پاڅېد او له مسلمانانو سره د مکې په لور روان شو. په ډېر صحيح تدبير سره مکې ته ننوت او مکه يې فتح کړه د خداے د کور زيارت ته لاړ او خپله تاريخي خطبه يې ولوسته او وې فرمايل: (( خبر شئ تاسو د پېغمبر(ص) لپاره بدګاونډيان وئ هغه مو دروغ وبالۀ، ومو زوروۀ او له خپل وطنه مو بهر کړ، په دې مو هم زړۀ سوړ نه شو او ان تر دې چې په مدينې او نورو ځايونو کښې مو هم مونږ په ارام پرې نۀ ښودو او جنګ مو راسره وکړو. لاړ شئ تاسو ټول ازاد يئ.)) د دې دومره لوي سرښنيدنې او معافۍ په وجه د مکې خلقو اسلام ته مخه کړه. په دې فتح کښې پيغمبراکرم (ص) مسلمانانو ته حکم ورکړ چې صرف د خپلې دفاع او د مشرکانو د تيري د مخنيوي لپاره جنګ وکړئ د دې نه علاوه جنګ جائز نه دے. خو د اتو سړو او څلورو ښځو مرګ يې روا کړو چې له هغوي څخه څلور تنه ووژل شول او يوازې د خالد د سپايانو او ځينو مشرکانو تر مينځ ټک ټوک وشو چې د عکرمه بن ابي جهل په مشرۍ وجنګيدل.(٧) د حنېن او طائف جنګونه:هوازاه قبيلې د اسلام په خلاف يو لښکر تيار کړو. پېغمبراکرم (ص) په دې قيصې خبر شو او له 12 زرو ملګرو سره د هغوي مقابلې ته ووت. د حنېن په وادۍ کښې جنګ جوړ شو. کفارو ماتې وخوړه او تسليم شول. له دغه جنګ نه وروسته پېغمبراکرم (ص) طائف ته مخه کړه چې ثقيف قبيله چې د هوازان ملګرې وه اوځپي او د څه مودې له محاصرې وروسته يې طائف پريښود او مکې ته ستون شو. (٨) په دغو جنګونو سربېره د اسلام دګران پېغمبر(ص) په زمانه کښې څو نور واړۀ واړۀ جنګونه او تبليغي سفرونه شوي دي. نو اوس به راشو د مسلمانانو او کافرانو هغه شمېر ته چې د پېغمبر(ص) د زمانې په ټولو جنګونو کښې مړۀ شول. د تاريخ د مشهورو مدرکونو او دلائلو له مخې د دغو مړو شمېر دا دے: د پېغمبر(ص)اکرم د وخت په جنګونو کښې د مهمو مدارکو له مخې د مړو شمېر:
دا لږ غوندې شمېر چې تاسو وليد د مسيحيانو او عيسايانو د مذهبي او صليبي جنګونو له وژل شوو کسانو او قربانيانو سره هيڅکله د مقايسې او پرتلې قابل نه دے. بلکې د عيسايانو په مذهبي او صليبي جنګونو کښې په لکونو کسان وژل شوي دي. نو تاسو وليدل چې پېغمبراکرم (ص) هيڅ يو جنګ د ملک د نيولو، انتقام او ظلم لپاره نه ؤ بلکې زياتره يې دفاعي جنګونه کړي دي او يا يې د تړون او لوظنامو له ماتوونکو سره او يا د مسلمانانو د عزت او د حفاظت، او د حق د لوړاوي لپاره وو. ډاکټر "کوسټاولوبون" د "ميشود" له خلې ليکي: "اسلام چې جهاد يې واجب کړے دے خپلو منونکو ته يې حکم کړے دے چې د نورو مذهبونو له پېروکارو سره په انصاف عدل او سرښيندنې سره سلوک وکړي او هغوي ته مذهبي ازادي ورکړي".(٩) د حضرت محمد(ص) نړيوال رسالتاسلام له هم هغې وړومبۍ ورځۍ نه د روڼې او ځلاندې چينې په شان راښکاره شو، ورو ورو يې پراختيا او ژورتيا زياته شوه او بالاخره يو لوے سمندر شو چې په بيلا بيلو سيمو کښې بشريت خړوبوي او اوس هم چې څومره مخکښې ځي، لا ژور او پراخيږي. په حقيقت کښې اسلام يو داسې کامل دين او د ژوند کامله ضابطه ده چې ټول غلط دودونه ، رسمونه او رواجونه وينځلې شي او په هر وخت او ځاے کښې د خلقو هدايت کولے شي. اسلام د نړۍ د استعماري سياستونو او سازشونو باوجود مخ په ترقۍ دے او د اسلام دبنيادونو د راغورزولو لپاره د دښمنانو پروپيګنډې شنډې شوې دي . اسلام د کاميابۍ او عام کېدو راز لري او هغه ستر راز د انسانانو له فطرت سره مطابقت دے چې ټول انسانان يې لري او د ژوند اساس په همدې فطرت باندې ولاړ دے. نو هغه کسان چې وائي ختيځ، ختيځ دےاو لويديځ، لويديځ. او د ختيځ يا مشرق پېغمبر د لويديځ او مغرب رهبري نه شي کولی، په غلطۍ دي. ځکه چې لويديځ او ختيځ د فطرت له نظره يو شان دي. او څنګه چې لويدځ او ختيځ د فطرت له نظره يو شان دي. او څنګه چې د ختيځ خلق فطري دين ته ضرورت لري د لويديځ خلق هم دې ته اړتيا لري.د خداے ګران رسول (ص) د خداے پاک لخوا د اسلام مبين دين راوړۀ چې دا دين د نړۍ ټولو انسانانو لپاره دے. اسلام چې انسان ته د کومو څيزونو او کارونو د کولو حکم کړے دے نو هغه څيزونه او کارونه خپله د انسان په ګټه دي او له کومو څيزونو او کارونو نه يې چې انسان منعې کړے دے نو خپله هغه د انسان په تاوان دي دا بيله خبره ده چې انسان د يو څيز يا يو کار په اړه په خپله ګټه تاوان پوهيږي يا نه. نو که يو څيز يا يو کار انسان ته فائده يا نقصان ورکوي نو په دې کښې د شرق او غرب او شمال او جنوب په انسان کښې فرق نشته هغه د ټولو لپاره د فائدې او نقصان ورکوونکي دي. کله چې د مکې په تورتم کښې د پېغمبراکرم (ص) لخوا توحيد ته د بلنې اواز انګازه وکړه نو دا اواز يوازې د حجاز د سيمې او د عربو لپاره نه ؤ بلکې د ټولې نړۍ لپاره ؤ ځکه چې پېغمبراکرم (ص) خپلو خپلوانو ته په بلنه کښې وفرمايل: "اني رسول اليکم خاصة و الي الناس عامة" په تحقيق سره زۀ خداے پاک خاص تاسو ته او په عامه توګه نورو خلقو ته راستولے يم يعنی که څه هم اوس ستاسو په منځ کښې يم خو خداے پاک د ټولو انسانانو لپاره راستولے يم( ١٠) د قران ځينې ايتونه هم زمونږ خبره تائيدوي چې فرمايي: قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا. ( اے رسوله! ) ووايه چې اے انسانانو! په تحقيق سره زۀ ستاسو د ټولو لپاره د خداے رسول او استازے يم.(١١) يا فرمائي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ او ته مو د ټولو نړيوالو او عالمينو لپاره رحمت وليږلې.(١٢) همدا رنګ فرمائي: وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ او دا قران ما ته وحي شوے دے چې تاسو او هر هغه څوک چې دا ورته ورسي، وويروم.(١٣) له دغو او داسې نورو مبارکو ايتونو نه په څرګنده معلوميږي چې د پېغمبراکرم (ص) نړيوال رسالت له هم هغې وړومبۍ ورځې څخه د هر وخت او هر ځاے د خلقو لپاره ؤ نه چې صرف د حجاز لپاره. له امام جعفر صادق (ع) څخه يو سړي پوښتنه وکړه قران چې هر څومره لوستے او ښودلے شي بيا هم تازه او نوے دے، دا ولې؟ امام صادق(ع) وفرمايل: خداے پاک قران د يو خاص وخت او خاصې ډلې لپاره نه دے نازل کړے ځکه خو تر قيامته پورې د هر چا لپاره نوے او تازه دے.(١٤) د اسلام ګران پېغمبر(ص) د هجرت په اتم کال د نړۍ واکمنانو او باچاهانو ته ليکونه او خطونه واستول او هغوي يې يو خداے مننې او اسلام ته راوبلل او له دې امله چې د د رسول الله (ص) بلنه د خداے پاک په حکم سره او د خلقو د خبردارولو لپاره وه نو ډېر اغيز يې درلود او ځکه خو د نجاشي، مقوس او داسې نورو په شان ډيرو حق غوښتوکواو انصاف لرونکو خلقو ومنۀ.(١٥) د پيغمبراکرم (ص) د تبليغي ليکونو او خطونو په حقله شوي معلومات دا ښئ چې هغه مبارک پېغمبر، باچاهانو او د قبيلو مشرانو ته ټول ټال 62 ليکونه استولي وو. چې اسلام ته د بلنې لپاره وو خو تراوسه يوازې د 29 ليکونو متن پيدا شوے دے(١٦) د نمونې لپاره د څو ليکونو متن وړاندې کوو. ( نور مطلب د پيغمبراکرم(ص) په ليکونو کښې وګورئ.) د پېغمبر(ص) ليکونهد ايران باچا کسری تهبسم الله الرحمن الرحيمد خداے د رسول محمد(ص) لخوا، د فارس لوے کسری ته. سلام دې وي په هغه چا چې د هدايت په لاره تلونکي او د خداے او رسول ليواله دي. هغه کس چې د خداے پاک د يووالي او د هغۀ د بنده محمد (ص) د پيغمبرۍ شهادت ورکړي. په تحقيق سره زۀ تا د خداے په حکم اسلام ته رابولم. او زۀ ټولو خلقو ته د خداے پاک استازے يم چې ژوندي زړونه وويروم او کافرانو ته هم عذر پاتې نۀ شي. اسلام ومنه چې د سولې او سلامتۍ په قله کښې داخل شې او که مخ دې وګرځوۀ نو د مجوسيت ګناه ستا په غاړه ده (١٧) د روم باچا هرقل تهبسم الله الرحمن الرحيمزۀ تا ته د اسلام بلنه درکوم که په اسلام کښې داخل شوې، له مسلمانانو سره په ګټه او تاوان کښې شريک يې او ګني خلق ازاد پريږده چې يا اسلام ومني يا جزيه ورکړي او په هغوي پابندۍ مۀ لګوه.(١٨)
د پېغمبراکرم(ص) ليکونه يوازې باچاهانو ته نه وو بلکې د قبيلو مشرانو ته يې هم بلن ليکونه استولي وو. مثلاً د يمامه مشر ته. بسم الله الرحمن الرحيمد خداے د رسول محمد(ص) لخوا، هوذا ته. سلام دې وي په هغه چا چې د دين د لارښوونکو په لاره لاړ شي. اے د يمامه مشره! پوه شه چې زما دين به د نړۍ تر کونجه کونجه ترقي کوي نو اسلام ومنه چې سلامت پاتې شې.(١٩) يهوديانو تهبسم الله الرحمن الرحيم د خداے د رسول او د موسی بن عمران (ع) د ورور او ملګري محمد(ص) لخوا خداے پاک زۀ هماغه شان چې موسی(عليه السلام) يې راستولے ؤ، راستولے يم. تاسو ته خداے او په هغو پاکو لوحونو قسم درکوم چې په طور غرۀ کښې په موسی(عليه السلام) نازل شوي وو، ايا په خپل اسماني کتاب کښې مو نه دي موندلي چې زۀ د يهودو ټولنې او د ټولو خلقو لپاره رسول يم؟ که موندلي مو وي نو له خدايه وويريږئ او اسلام ومنئ او که نه مو وي موندلي نو معذوره يئ(٢٠) ماخذونه (١) . بحارالانوار ج19 ص143. (٢) محمد(ص) ستاره ای که در مکه درخشيد ص92. (٣) . بحارالانوار ج19 ص166، 165. (٤). د سوره حج د 39 او 40 ايت مضمون. (٥) . طبری ج3 ص1493. (٦). کامل ابن اثير ج2 ص216. (٧) . کامل ابن اثير ج2 ص247، 250. (٨) . سيره ابن هشام جز493 ص482. (٩) . تمدن اسلام و غرب ص148. (١٠) . کامل التواريخ ج ص61 چاپ بيروت سال1385. (١١) . سوره اعراف ايه158. (١٢) . سوره انبيا ايه107. (١٣) . سوره انعام ايه19. (١٤) . سفينة البحار ج2 ص413. (١٥) . کامل ابن اثير چاپ 1385 ج2 ص210 مکاتيب الرسول ج1 ص30، 31. (١٦). مکاتيب الرسول ج1 ص35، 41 او ص90، 182. (١٧) . مکاتيب الرسول ج1 ص91، سيره حلبيه ج3 ص277. (١٨) . محمد و زمامداران ص162. (١٩) . سيره حلبي ج3 ص285. (٢٠) . مکاتيب الرسول ج1 ص172.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت
5:57 |
د قرېشو له مشرانو سره د پېغمبراكرم (ص) مناظره
يوه ورځ د خداےګران رسول (ص) له يو شمېر مسلمانانو سره د كعبى شريفى په څنګ کښې ناست ؤ اود قران مجيد د ايتونو په بيان، د احكامو په ښودلو او د خلقو په روزنې بوخت ؤ د قرېشو يوشمېر مشران چې ټول مشركان اوبت پرست وو ( لكه وليد بن مغيره ، ابوالبخترى ، ابوجهل، عاص بن وائـل، عبـدالله بن خذيفـه، عبدالله مخزومى، ابوسفيان، عتبه اوشيبه….) په خپلوكښې سلا مشوره وكړه او وې ويل:د محمد (ص) كار ورځ په ورځ په مخ روان دے نو پكار دي، چې ورشو او له رټنې وروسته ورسره مباحثه وکړو او د هغه د خبرو په ردولو سره به د هغۀ بې بنياده خبرې د هغۀ ملګرو او اصحابانو ته ثابتې شي؛ نو كه پوه شول او له كږې لارې نه يې لاس واخېست نو مقصد به مو حاصل شي اوكه نه نو په تورې سره به يې کار ختم کړو. ابوجهل وويل:څوک به په تاسو کښې زمونږ لخوا استاذے شي چې له محمد (ص) سره مناظره وكړي؟ عبدالله مخزومي وويل: زهْ حاضر يم. ابوجهل هم رضا شو او ټول رسول الله (ص) ته ورغلل . (١) عبدالله مخزومي خبرې په اعتراضونو او نيوکوسره شروع كړې اوعيبونه يې لټول، چې يوه خبره به يې خلاصه شوه نوبيا به ورته پېغمبراكرم(ص) ويل نورې خبرې هم لرې؟ هغۀ به ويل: هو، او دغـه شـان يـې خپلوخبرو ته دوام وركړ، اخېر چې ستړے شو نو وې ويل: بـس هم دومره خبرې دي كه څه ځواب يې لرې نو مونږ ورته غوږ يو هغه لس اعتراضونه چې هغۀ په خپلو خبرو کښې وکړل دا دي: ١- تۀ د نورو خلقو په شان، خوراک څښاک لرې پېغمبرته پكار نۀ دي چې د نورو په شان څيزونه وخوري. ٢- ته ولې مال او دولت نلرې ځکه، چې د خداے نمائنده د يو لوے باچا د نمائنده په شان بايد مال او دولت ولري. ٣- پکار دي له تاسره يوه فرښته وې اوستا تصديق يې كړې وې، چې مونږ هم هغه فرښته ليدلې وې بلكې ښه خوداوه چې پېغمبر هم د فرښتو له جنسه وې . ٤- په تا باندې سحر او جادو شوے دے ځکه چې تۀ د هغه چا په شان يې چې جادو ورباندې شوے وي . ٥- قران ولې په وليد بن مغيره مکي او يا د عروه طائفى په شان مشهورو شخصيتونو باندې نازل نه شو؟ ٦- مونږ به په تا هله ايمان راوړو چې پدې سخته او د کاڼو په زمکه باندې د اوبو چينه راوباسې او د كجورو او انګورو باغ جوړ کړې او له هغې چينې نه اوبه وڅښو او له باغه يې مېوې وخورو. ٧ - يا اسمان د تورو دريځو په شان په مونږ راوغورزوې. ٨- يا خداے او فرښتې راته ښکاره كړې چې وې وينو. ٩- يا له سرو زرو نه ډک كور ولرې. ١٠- او يا پاس اسمان ته لاړ شې او له خدايه مونږ ته يو خط راوړې چې وې لولو (يعنى خداے پاک مشركانو ته يو ليک وليكي چې حضرت محمد (ص) زما پېغمبردے او پېروي يي وكړئ) عبدالله مخزومي له دې نيوکو، اعتراضونو او غوښتنو نه پس په دوام کښې وويل. خود دغوكارونو ترسره كولو ورورسته هم درسره (د منلو) لوظ او قول نه كوو حتى چى راته د زړۀ اطمينان هم حاصل شى، چې ته د خداے پېغمبر يې، ځکه چې كېدې شي دا كارونه د سحر، جادواو نظر بندۍ له مخې وي . حضور پاک (ص) په اطمينان سره د دغو خبرو له اوريدو نه وروسته عبدالله مخزومى ته په ځواب کښې وفرمايل: ١- د خوراک څښاک په باب بايد پوه شئ چې د هر څه صلاح اواختيار د خداپاک په لاس كښې دے او هرډول چې وغواړي حكومت كوي او چا ته جائز نۀ دي چې په هغه ذات باندې څه اعتراض وكړى هغه څوک فقير كوي څوک غني كوي، ځينې محترم او درانۀ ګرځوي او ځينې خوار او سپک ، چاته روغه سټه وركوي او ځينې په ناروغۍ اخته كوي (البته دا هرڅه د انسان د خپلو لياقتونو په بنياد دي او خداے پاک چا سره زياتې او بې انصافي نه کوي) پدې توګه په دغو كښې هيڅوک په خداے پاک باندې اعتراض او له هغه نه ګيله نۀ شى كولې. نو دغه شان د نبوت او رسالت په باره کښې هم د خداے پاک حكم ته غاړه کېږدئ او پلمې او باني مۀ جوړوئ. ٢- بله دا خبره چې وايئ " ولې مال او دولت نۀ لرم؛ ځکه، چې بايد د خداے پاک استازے هم د روم او ايران د باچايانو د استازيو په شان مقام، مال او دولت ولري بلكې خداے پاک ته خو په كار دي، چې له باچايانو نه زيات دې موضوع ته پاملرنه ولري. نو پوه شئ چې تاسو په خداے تعالى باندې داسي اعتراض كـوئ چې بى ځايه او بې بنياده اعتراض دے؛ ځکه چې خداے پاک عـالم او باخبره دے او په خپلو كارونو او تدبيرونو کښې چې څنګه مصلحت وګڼي هماغه شان عمل كوي، بې له دې چې د چا خـوښه وي؛ نو لازم نۀ دي، چې خداے پاک د خلقو له چارو سره پرتله کوئ، او د پېغمبرد رالېږلو مقصد دا دے چې خلق د خـداے پاک منلو او نمانځلو ته راوبولي، پېغمبر ته لازم دي چـى شپه او ورځ د خلـقو په هدايت کولو بوخت وي كـه چرې پېغمبر (د مستكبرانود مقام، مال او دولت په شان) مقام او دولت لرلې نو عامو او غـريبو خلقو به په اسانى سره له هغه سره تعلقات نه شو پېدا كولې؛ چې سرمـايه دار سړے چې په لوړو دنګو بنګلواوماڼيوكښې اوسېږي؛ نو دا د هغۀ او د غريبو او خواري كښوترمنځ فاصـله او جدائي جوړوي او د عامو خلقو ورتګ ورته ګران وي، نو په دې توګه د بعثت مقصد نه حاصليږي او د پيغمبر ښوونه او روزنه په ځاے په ټپه ودرېږي او د نـبوت معنوى مقام د ظاهرى مقام دككړتيا له وجې برباديږي اوچـې كـله يو بـاچا او مشرځان له عوامو نه لـرې وساتى نو د هېواد او سيمې نظم ونسق ټول ګډ وډ شى او په ناپوهه او بېچـاره عوامـوکښې فتنه او فساد پېدا کيږي. او بله دا چې ما ته خداے پاك مال، دولت او مادي مقام نۀ دے راكړے چې تاسو په خپل توان او طاقت پوه كړي ، خو په عين حال كښې خداے پاک دخپل پېغمبر مرسته كوي او په خپلو ټولو دښمنانو يې فتح او برې په برخه کوي او دا پخپله د پېغمبر د پيغمبرۍ د ريښتينوالي دليل دے، چې د خداے پاک د قدرت او ستاسو د ناتوانۍ ښودنـه كوې ( چې خپل پېغمبر له مال، دولت او فوځ نه بغېر په تاسو برلاسے كوي) ډېر زر به ما خدای پاک په تاسو باندې برلاسے كړي تاسو زما د نفوذ، اثر او رسوخ مخنيوے نۀ شئ كولې او نۀ مې وژلى شئ او زۀ په نزدې راتلونکې كښې په تاسو غالبېدونکے يم، ستاسو ټول ښارونه به زما په اختياراوكنټرول كښې شى او ټول مخالفين به مومنانو ته تسليم شي ٣- او تاسوچې دا وائئ " لازم دي چى له ماسره يوه فرښته وې او تاسو ليدلې وې او زما تصديق يې كـړې وې، بلكې پكار دي، چې پېغمبر پخپله له فرښتوڅخه وي" نوپوه شئ چې فرښته د هوا پـه شان يو لطيف او نازک بدن لري او ليدل كېدې نۀ شى او كه فرضاً ستاسو د ليدو توان زيات شي او فرښته ووينئ نو وبه وائيئ چې دا خو انسان دے نه فرښته (يعنى د بشر په شکل به وي)، چې له تاسو سره يې رابطه پېدا شي، خبرې وكړي او تاسود هغې پـه خـبرو او مقصد باندې پوه شئ . بې له دې لارې به تاسو څنګه پوه شئ چې دا فرښته ده، نه انسان او څه چې وائي حق دي.. خداے پاک خپل پېغمبر له يو لړ معجزو سره لېږي چې نورخلق له هغو څخه عاجز وى او همدا د پېغمبر د ريښتينوالي نښه ده خوكه له فرښتې نه يو لړمعجزې څرګندې شى نو څنګه به پرې پوه شئ چې هغې فرښتې داسې معجزې وكړې چـې نور يې نه شى كـولې؟ نو ځکه به خپل نبوت باندې لـه خپلومعجـزو سره د فرښتې دعوا د هغې د دعوې په ريښتينولۍ دلالت نه كـوي؛ ځکه، چـې د فرښتو معجزه د مارغانود الوت په شان ده چې انسان ترې عاجزدے خو په عين حال كښې د فرښتو په خپل منځ کښې بيا معجزه نۀ ده؛خوكه يو انسان د مارغۀ په شان والوزي نو معجزه ده. او له دې مطلبه هم سترګې پټې نۀ كړئ چې له انسانانو نه د پېغمبرټاکل په تاسو باندې د اسانۍ لپاره دي ، چې بې له څه زحمته له هغۀ سره رابطه وكـړې شئ او هغه هم خپل حجت اوبرهان تاسو ته در ورسولې شي . په داسې حال كښې چـې تاسو په خپلو اعتراضونو سره ځان ته سختي پېدا كوئ، په دې طريقې څه حجت او برهان نه پوره كيږي. ٤- او بله دا، چې وايئ " په ما كوډې او جادو شوے دے" نو زما په اړه دا ويل څنګه صحيح کېدې شى ، چې زۀ هم دا اوس په عقل او پوهې کښې له تاسونه ښه يم ما ډېره موده ستاسو په منځ کښې تېره كړه ، له شروع نه تر اوسه پورې مې څلوېښت كاله په تاسو کښې تېر كړل ، چې پدې موده كښې تاسو په ما كښې لږه غوندې خطا، تيروتنه ، دروغ ، خيانت او زما په خبرو او نظرياتو کښې څه لږه شانتې كمزوري ليدلې ده ؟ نو ايا يو کس چې په تاسو كښې يې دومره موده په خپل وس او طاقت يا د خداے پاک په توان او طاقت سره د رپښتينولۍ او امانت په لاره كښې قدم اخېستے وى، د هغه په اړه داسې ويل ښۀ كاردے؟ له همدې وجې خداے پاک ستاسو په ځواب کښې فرمائي: انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُواْ لَكَ الأَمْثَالَ فَضَلُّواْ فَلاَ يَسْتَطِيعْونَ سَبِيلاً (( اے رسوله) پام وكړه، چې مشركان ستا په باره کښې څه ډول خبرې او مثالونه راوړي؟ دوي په کږه لاره روان دي او د سمې لارې د موندلو توان نۀ لرى)) (سوره اسراء ٤٨ ايت ) ٥- او دا چې مو وويل:"قران مجيد ولې د وليد بن مغيره مكى او يا د عروه بن مسعود طائفى په شان په مشهورو شخصيتونو باندې نازل نه شو"؟ نو ضرور دې ټکي ته پام وكړئ،ْ چې دخداے پاک په نزد مقام اومشهورتيا لږ غوندې ارزښت او اعتبار هم نۀ لري او كه چرې د دنيا مزو چرچو او (مادى) نعمتونود خداے پاک په نزد د مچ د وزر هومره ارزښت لرلې؛ نو له هغو څخه به يې يوه ذره هم كافرانو او مخالفانوته نۀ وې ورکړې داچې ټول وېش د هغه (پاک خداے ) لخوا دے نو بيا هيڅوک پدې لړ كښې د ګيلې او اعتراض حق نۀ لري، خداے پـاک خپل نعمتونه او بخششونه په خپـله خوښه او لـه مصلحت سره سم په خپلو بندګانو وېشي بې له دې چې له چا ويره ولري. دا خـو تاسو يئ چـې په خپلواقداماتو اوكړوكښې د مختلفو اړخونو خيال ساتئ او كارونه د هوا او هوس او د وګړيو د مقامونو مطابق ترسره كوئ او د حقيقت او انصاف په خـلاف د خاصـو كسانو بې دليله احترام او درناوے كوئ، چې په غلطو لارو سر يئ، خو د پروردګار كارونه د حقيقت او انصاف په بنياد دي او د هغۀ په اراده او خوښه كښې د دنيوى رتبې، مقام او نوم لږ غوندې اثر او اغيزه هم نشته. دا تاسو يئ چې د سطحي او ظاهرى نظرله مـخى سرمايه دار، ماړۀ او مشهور كسان د پېغمبرۍ د مقام لپاره له نورو نه زيات لائق او ښه ګڼئ؛ خو پروردګار رسالت د اخـلاقي فضائلو، روحى او معنوى وړتياؤ، حقيقت، اطاعت او د خلـقود خدمت په بنياد را منځ ته کړے دے.. له دې مخكښې، مې وويل چې خداے پاک په خپلو كارونو كښې خپلواكه دے، داسې نۀ ده چې چا ته يې د دنيا له مـالونو څخه څه نعمت او ظاهرى شخصيت ورکړے وي نو مجبوردے چې د نبوت رتبه هم وركړي. لكه خـداے پاک چـې يو ته مـال او دولت وركړ؛ خو ښائېست او ښکلا يې نه ده ورکړې او د دې په اپوټه (برعكس) يې يو چا ته ښائېست او ښلا وركړې وي خو مـال اودولت يـې نـه وي وركړې،ايا په دوي كښې څوک په خـداے پـاک باندې اعتـراض كولې شى؟ (٢) ٦- اوتاسو بله خبره دا كوئ چې "تاسو به ايمان رانهْ وړئ مګر دا چې پدې سخته او له كاڼواوكانكرو نه په ډكه زمكه كښې د اوبو يوه چينه جارى كړم. . ستاسو دا غوښتنه د ناپوهۍ او بې خبرۍ له مخې ده؛ ځکه چې د مكى په زمکه كښې د اوبو د چينې جارى كول او د باغ جـوړول د پېغمبرۍ له مقام سره هيڅ تعلق او اړه نۀ لري لكه څنګه چې تاسو په طائف كښې اوبه او باغونه لرئ خوله دې سره سره د پېغمبرۍ دعوى نه كوئ او همدارنګ داسې نورخلق پېژنئ چيگ په ډېر زيار او محنت سره يې چينې،باغونه او پټي جوړكړي دي خوبيا هم د نبوت دعوى نه كوي نو له همدې امله دا ډول كارونه يوه عامه چاره ده اوكـه مـا هم داسې وكړل؛ نو هغه به زما د رسالت په مقـام باندې څه دليل او حجت نه وي.ستاسو دا غوښتنه داسې ده لكه، چې ووايئ:"مونږ به په تا ايمان رانه وړو مګردا چې د خلكو په مخكښې وګرځې او ډوډۍ وخورې او كه چرې زۀ د خپلې پيغمبرۍ د ثابتولو لپاره په دې چارو تكيه وكړم نو خلق به تير باسم او د هغوي له ناپوهۍ او بې خبرۍ نه به ګټه واخلم او د نبوت مقام به مې په چل ول بنا كړے وي حال دا، چې د نبوت مقام له دوکې، تېرايستنې او چل وله پاک دے. ٧- او تاسو چې وايئ "اسمان رابانـدې د تورو وريـځو په شان راوغورزوې"نـو پوه شئ چې د اسمان راغورزېدل د هلاكت سبب دے، پداسې حال كښې چې د پېغمبرۍ او بعثت مقصد د سعادت او نېکمرغۍ په لور د خلقو لارښوونه ده او همدارنګ هدف يې خلقو ته د پروردګار د عظمت د نښونښانو ښودل دي او څرګنده ده چې د حجت او برهان ټاكل د خداےپاک په اختيار كښې دي او پۀ دې باره كښې چا ته حق نـۀ دے وركړ شوے ځکه كېدې شي چې خلق د خپل فكرى نيمګړتياؤ په بنياد داسې غوښتنې وكړي چې پوره كول يې د ټولنې د نظم او مصلحت په خلاف وي؛ ځکه هرڅوک چې د خپلې هوا او هوس له مخې د يو څيز غوښتنه كوي؛ نو معلومه ده چې د ټولو خلقو د غوښتنو پوره كول د نظم د ګډوډۍ باعث ګرځي.. ايا تاسو داسې طبيب ليدلے دے چې د بيمار د علاج په وخت داسې نسخه وليكي چې د بيمار په خـوښه وي او يـا څوک چې دعوا لري؛ خو د خپلي دعوې د ثابتولولپاره داسې دليـل راوړي چـې د دعوې منكر يې خوښوي؛ نو سمه ده كـه يو معالج طبيب د بيمار په خـوښه نسخه وليـكى نو بيمار به شفا ونه مومي او همدا رنګ كه يومدعىمجبور شي چې د خپل مخالف مطابق دليل راوړي؛ نو په دې صورت كښې هيڅوک په يوبل باندې حق ثابتولې نـه شي او مظلوم او ريښتوني وګړي به د ظـالمواو دروغجنو په وړاندې د خپلودعوو په ثابتولو كښې پاتې راشي. ٨-او تاسو، دا وايئ" چې خداے پاک او فرښتې تاسو ته حاضرې كړم چې وې وينئ" دا خبره خو با لكل بى بنياده ده او اصلاً ممكنه نۀ ده ځکه چى خداے پاک له هغه صفته چې د ليدل كيـدو باعث يې شى او هم د مخـلوقاتو له هـر ډول صفتونوځينې پـاک او منزه دے.تاسوخداے پاک له دغو بتانوسره (چې عبادت يې كوئ) تشبيه كوئ نوځکه خوداسي غوښتنې كوئ دغه بتان خو ډېرې نيمګړتياوې لري او د دې ډول غوښتنو لپاره وړ دي، نه خداے پاک.. بيا پيغمبر اكرم (ص) عبدالله مخزومى ته يو مثال وړاندې كړ: ايا ته په طائف او مكه کښې باغونه، زمكې اوملكيت لرې؟ او د چارو د سمون او څارنې لپاره دې ورته نمائنده او ناظر ټاکلے دے ؟ عبدالله مخزومى: هو پېغمبراكرم (ص): ايا باغ او ملكيت ته خپله ورځې كه د نمائنده له لارې يې په چارو څارنه كوې؟ عبدالله مخزومى: د خپل ناظر او نمائنده په ذريعه. پېغمبر اكرم (ص): كه چرې نمائنده زمـكه اجـاره وركړي يا يوڅيز ترې خرڅ كـړي نو ايا د نورو لپاره دا روا ده چې په هغه اعتراض وكړي او ووائى چې بايد پخپله له مالک سره نېغ په نېغه رابطه ونيسى او مونږ به هغه وخت ستا نمائندګي ومنو چې مالک په خپله راشي او ستا د خبرو تصديق وكړي.؟ عبدالله مخزومى: نور كسان داسې اعتراض نه شي كولې. پېغمبر اكرم (ص): البته لازم دي چى ستا لـه نمائنده سره داسې يوه څۀ نښه وي چې دا ترې ثابتيږي چې په رښتيا هغه ستا نمائنده دے. اوس مې پوه كړه هغه نښه به څه وي چې د هغۀ د نمائندګۍ تصديق وكړي دي ته په پام سره چې هغوي نمائندګي بې له څۀ نښې نه مني.؟ عبدالله مخزومى: حتماً لازم دي، چې يوه نښه ولري. پېغمبراكرم (ص):كه چرې خلق د هغۀ ريښتينې نښه ونه مني نو ايا نمائنده حق لري، چې مالک ورته حاضركړي او د مالک په غاړه دا ذمه واري او مسئوليت واچوي چې حتماً بايد پخپله حاضر شي؟ ايا په رښتيا به يو هوښيار او عاقل نمائنده دخپل مالک لپاره دا مسئوليت لازمي كړي ؟ . عبدالله مخزومى:نه، هغه ته په كاردي چې د خپل ماموريت او نمايندګۍ مطابق كار وكړى او خپل مالک ته د څه حكم ورکولوحق نۀ لري. (٢) . پېغمبراكرم (ص): اوس چې زۀ وايم نو تاسو ولې د خداے پاک د نمائنده (رسول) په باره كښې دا ډول ذمه واري او مسئوليت تجويزكوئ چې خپل مولا او مالک درته حاضركړي؟ زۀ له رسول او نمائنده نه زيات څه نه يم، زۀ څنګه كولې شم چې خپل مالک (الله پاک) ته حكم وكړم او هغه ته مسئوليت په نښه كړم په داسې حال كښې چې خپل مالک ته حكم كول د رسالت د دندو په خلاف کار دے. په همدې بنياد (د فرښتو د حاضرولو په شمول) ستاسو د ټولو پوښتنو ځوابونه روښانه شول. (٩) او بله دا خبره كوئ چې د سرو زرو يوكور ولرم نو دا خبره مو هم بى بنياده ده ؛ ځکه چې مال او سرۀ زر د رسالت له مقام سره هيڅ اړه او تعلق نه لري ايا (مثلاً) د مصر باچا چې له سرو زرو نه ډک كورونه لري نو د نبوت دعوا كولې شى؟ عبدالله مخزومى: نه پېغمبراكرم (ص) : نو بيا زما سرۀ زر لرل هم زمـا د پېغمبرۍ په ريښتينوالي څه دلالت نۀ لـري، او زۀ نۀ شم كـولې چې له دې لارې د خلقو له ناپوهۍ نه ګټه واخلم او د خپلې معجزې د ثابتولو لپاره د خداے پاک د حجتونو په ځاے له بې ځايه دلائلو كار واخلم. ١٠- او دا چې دې وويل: "لازم دي چې پاس اسمان ته لاړ شم او له خداے پاک نه تاسو ته يو ليک او خط راوړم" نوستاسوله دغې خبرې معلوميږي چې د حق منلو ته تيار نه يئ ولې چې وايئ يوازې اسمان ته په تلوصبرنه كوو بلكې لازم دي چې د خداے پاک لخوا يو ليک هم درته راوړم، خودا منلې شوې خبره ده چې كه ليک مې هم راوړو نو بيا به مې هم نه منئ او تاسو په څرګنده وويل چې كه دغه ټول كارونه ترسره كړې نو بيا هم ايمان نۀ راوړو. نو ښه ده بيا پوه شئ چې د دې ضـديت او دښمنۍ نتيجه به د عذاب او مصببت نازلېدل وي او تاسو به په دې پروګرام سره د الهى عذاب حقدار او مستحق.وګرځئ ستاسو د ټولو پوښتنوځواب د خداے پاک په دې وېنا كښې رالنډوم چې فرمائي: قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ " ووايه چې زۀ هم ستاسو په شان بشر يم او د خداے پاک لخوا ماموريت لرم چې د خداے پاک احكام بيان كړم"(كهف ١١٠ ايت)؛فصلت ٦ ايت ) زما نښه هم هغه څه (قران او معجزې) دي چې خداے پاک راته راكړي دي او زۀ خداے پاک ته حكم نۀ شم كولې او نۀ ستاسو د (بې ځايه) غوښتنو د پوره كېدو لپاره هغه مسؤليت ته اړ كولې شم.(٣) د ابوجهل غوښتنه ابوجهل وويل: مګر داسې نه ده چې څنګه ته خيال كوې، د موسى قوم وغوښتل چې موسی دې هغوي ته خداے وښئ؛ نو خداے په هغوى عذاب نازل كړ او په تندر يې وسوځول؟ پيغمبر اكرم (ص): ولې نه، همداسې ده. ابوجهل: مونږ د موسى تر قومه اوچته غوښتنه لرو مونږ وايو هيڅ كله به درباندې ايمان رانه وړو خو دا چې خداے او فرښتې حاضرې كړې؛ نو پدې خداے ته ووايه چې مونږ وسيځي او ختم مو كړي . پيغمبراكرم (ص):ايا د حضرت ابـراهيم (ع) داستان مـو نۀ دے اورېدلے چې د ملكوت مقام ته لاړ او خداے پاک د هغه د سترګو نظر دومره تيز كړ چې په زمکه يې د خلقو پټ او ښكاره كارونه ليدل په دې ترڅ كښې يې يوه ښځه او سړے وليدل چې زنا يې كوله هغه ورته ښېرې وكړې او هلاک شول . دغه شان يو بل سړے او ښځه يي هم په دې حال وليدل او هغوي ته يې هم ښېرې وكړې او هلاک شول خداے پاک ورته وحي وكړه، چې ښېرې مۀ كوه د دنيا اختيار زما دے نه ستا، ګناهګار بندګان درې حالته لري: الف_ توبه وباسى او زۀ يې بخښم. ب_ د هغه په راتلونكي نسل كښې يو شمېر مومنان وي چې هغۀ ته د هغۀ د مومن نسل په خاطر موقع وركوم او بيا پرې عذاب رالېږم او له دې دوو بڼو نه بغېر؛ ج_ د هغوى لپاره مې ستا له تصوره اوچت ډېر لوے عذاب ساتلے دے. اے ابوجهله!له همدې امله خداے پاک تا ته هم موقع دركړې ده چې ستا په نسل كښې به د"عكرمه" په نوم يو مومن پېدا كيږي. (٤) د قرېشو مشرکانو د خداے د ګران رسول (ص) د دغو روښانه، مدللو او منطقي خبرو هيڅ ځواب و نه لرۀ او په ځاے د دې چې ايمان يې راوړے وې د تورونو، بهتانونو او ستغو سپورو ويلو سره له هغه ځايه لاړل. * * * * * ومو ليدل چې په مناظره كښې د پېغمبراكرم (ص) د بحث مقابل لورے سخت او ضدى دښمنان وو، رسول اكرم (ص) په زغم د هغوي خبرو ته غوږ ونيوۀ او په پوره وقار يې ځوابونه ورکړل، او په اّزاد بحث كښې يې په سمو دلائلو او غوره طريقې سره په هغوي حجت تمام كړ، چې همدا د اسلام اخلاقى او منطقى دود دے يادښتونه ١- د قران مجيد په سوره فرقان (٧ ايت) سوره اسراء(٩٠ -٩٥ ايتونه) او سورهْ زخرف (٣١ ايت) كښې دې قيصې ته اشاره شوې ده. ٢- دلته حضرت امام حسن عسكرى (ع) وفرمايل، چې د رسول الله (ص) دا وېنا د سورۀ زخرف د ٣٢ ايت مضمون ته اشاره ده. ٣- اوس زمونږ په دور كښې هم دا خبره ډېره نامعقوله ده چې خلق دې له يو افسر، وزير، والى (ګورنر) او داسې نورو چارواكو نه دا وغواړي چې مونږ به دې هله منو، چې د ملک ولسمشر يا وزيراعظم راولي چې ستا تصديق وكړي.(ژباړن) ٤- په دې باب (طبرسى احتجاج ١/٢٦-٣٦) ليكى: عكرمه بن ابوجهل د رسول اكرم (ص) يوسخت دښمن ؤ د مكې له فتحې وروسته وتښتېد او بالاخره په مدينه منوره كښې د حضوراکرم (ص) په خدمت كښې حاضر شو او اسلام يې ومنۀ او دومره مقام يې پېدا كړ، چې رسول الله د "هوازن" قبيلې د صدقو د راټولولو مامور كړ او بالاّخره په "اجنادين" يا "يرموک" جنګ كښې شهيد شو (سفينه البحار ٢ ټوک، ٢١٦ مخ) + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت
5:47 |
جامعه الازهر هم بهائي فرقه بې دينه او ګمراه اعلان کړه (يو خبر)
د ايران د اسلامي جمهوريت نه پس د مصر جامعه الازهر هم د دنيا په مختلفو سيمو کښې فعاليت کوونکې (( بهائي )) فرقه ګمراه او لا دينه اعلان کړه د تابناک نړيوال خبري سايت د القدس العربي د يو رپوټ په حوالې سره د يو خبر له مخې د بهائيانو يوې ډلې تېر کال په مصر کښې د شناختي کارډ حاصلولو لپاره درخواست ورکړے ؤ او د قاهرې له حکومت نه غوښتي وو چې د دوي دين (( بهايت )) دې په رسميت باندې وپېژني. او په شناختي کارډ کښې دې دا قېد ولګي چې د مصر حکومت يوازې د شناختي کارډ له جاري کولو سره موافقه کړې ده او په دغه کارډ کښې دې د هغوي د مذهب ذکر ونکړې شي. په دې وروستيو کښې د خودساخته مذهب بهائيت په حقله د يوې پېړۍ له خاموشۍ نه پس بالاخره د مصر د مذهبي مطالعاتو مرکز په رسمي توګه اعلان وکړ چې بهائيت مذهب د اسلام له مبين دين او يا نورو الهي دينونو سره هيڅ تعلق نه لري او دا فرقه په کامله توګه له نړيوال صهيونېز م سره وابستګي لري. د دغه رپوټ له مخې د مصر د جامعه الازهر مشر شېخ سيد محمد الطنطاوي هم وويل د دې خودساخته دين پېروکار ګمراهان دي او په هيڅ يو دين باندې ايمان نۀ لري او د دنيا په مختلفو هيوادونو په خاصه توګه په اسلامي هېوادونو کښې د فساد، تخريب کارۍ او رذالت سرچينه او سبب دے. د يادونې وړ ده چې د بهائيت مرکز د اسرائيلو په حيفا سيمه کښې دے او د دې خودساخته دين لويه قبله هم د اسرائيلو په عکا کښې ده. او د دې فرقې پېروکار د نړۍ په مختلفو ملکونو منجمله پاکستان کښې په خپلو تبليغاتو باندې بوخت دي.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/03/01 او وخت
5:16 |
د محرم او صفر خصوصي ګڼه
دا محرم او صفر دے چې اسلام يې ژوندے ساتلے دے (ارواښاد امام خمېني)
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/02 او وخت
20:41 |
د اهلبېتو (ع) په حقله ځينې قراني ايتونه
إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ((خداے بس دا غواړی چې اے د رسول (ص) اهلبېتو له تاسو نه د هر ډول پليدی لرې وساتی او تاسو داسې پاک او پاکيزه ولری لکه څنګه چې د پاکۍ حق دے)) ( سورۀ احزاب ٣٣ ايت )
حضرت صفيې (رض) له حضرت عائشې (رض) نه روايت نقل کړے دے چې يوه ورځ وختی د خداے ګران رسول (ص) چې نقشه دار تور څادر يې په اوږو اچولے ؤ کور ته تشريف راوړۀ نو حضرت حسن (ع) يې راوبالۀ بيا يې حضرت حسېن (ع) راوبالۀ بيا يې حضرت فاطمه (ع) راوبلله او په اخېر کښې يې حضرت علی (ع) راوبالۀ او دغه ټول يې د هغه څادر لاندې کړل نو دا ايت مبارک يې تلاوت کړ: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ........... ( صحيح مسلم کتاب فضائل الصحابه باب فضائل اهل بېت ، مسندرک الصحيحين حاکم ٣ ټوک ١٤٧ مخ ، سنن بېهقی ٢ ټوک ١٤٩ مخ، تفسير ابن جرير طبری ٢٢ ټوک ٥ مخ، تفسير درمنثور سيوطی د تطهير ايت په ترڅ کښې، زمخشری او فخر رازی په خپلو تفسيرونو کښې او داسې له ځينو نورو صحابه کرامو سړيو او ښځو نه په همدې تعبير سره نقل شوي دي ځينې کتابونه په دا ډول دي: صحيح ترمذی ٢ ټوک ٢٠٩ مخ، مشکل الاثار ١ ټوک ٣٣٥ مخ، اسدالغابه ٢ ټوک ١٢ مخ، تفسير ابن جرېر طبری ٢٢ ټوک ٦ او ٧ مخونه، او نور ګڼ شمېر د حديثونو کتابونه او تفسيرونه، شواهد التنزيل، مسند احمد بن حنبل ١ ټوک ٣٣٠ مخ، خصائص ٨ مخ ، رياض النضره ٢ ټوک ٢٠٣ مخ مجمع هيثمی ٩ ټوک ١١٩ مخ مستدرک وغېره
قُل لَّا أَسْألكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (( (اے رسوله امت ته دې) ووايه زهْ له تاسو نه (د رسالت) په دې كار هيڅ اجرت نه غواړم مګر(بس دا درنه غواړم چې) زما له خپلوانو سره مينه او مودت كوئ)) ( سورۀ شوری ٢٣ ايت )
عثمان بن ابی يقضان(رض) له سعيد بن جبېر (رض) او هغه له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت نقل کوی چې وې ويل: په مدينه منوره کښې د رسول اکرم (ص) صحابه ؤ يوه خصوصی جرګه جوړه کړه او فېصله يې وکړه چې مالونه راټول کړو او د رسول اکرم (ص) په خدمت کښې يې وړاندې کړو چې لاس يې خلاص شی، توانمن شی او د چا محتاجه نۀ شی، بيا د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شول او ورته يې عرض وکړ چې يا رسول الله (ص) مونږ فېصله کړې ده چې له خپلو مالونو نه ستاسو لپاره مال جمع کړو چې چا ته مو حاجت نه وی. چې کله يې دا فېصلــه د خــــداے د ګــــران رسول (ص) پـــه خدمت کښې وړاندې کړه نو دا مبارک ايت قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى په پاک نبی (ص) نازل شو. (شواهد التنزيل حديث ٨٢٩) ځيني نور کتابونه چې د دې مبارک ايت يې دا ډول تفسير کړے دے دا دي: تفسير ابن جرېر طبری ٢٥ ټوک ١٦ او ١٧ مخونه، ذخائر العقبی، حليه الاولياء ٣ ټوک ٢٠١ مخ، سيوطی په تفسير درالمنثور کښې د ايت مبارک په ترڅ کښې له ابن منذر،ابن ابی حاتم او طبرانی او ابن مردويه د سعيد بن جبېر له لارې له ابن عباس نه نقل کړے دے، همدا رنګ په ذخائرالعقبی ٢٥ مخ کښې، محب طبری له مناقب احمد نه، هيثمی په خپله مجمع کښې د ٧ ټوک په ١٠٣ مخ کښې او د ٩ ټوک په ١٦٨ مخ کښې، ابن حجر مکی په صواعق محرقه کښې په ١٠١ مخ کښې له احمد نه او طبرانی او ابن ابی حاتم او حاکم له ابن عباس نه او شېخ شبلنجی د نورالابصار په ١٠١ مخ کښې له تفسير بغوی نه نقل کړے دے.
فَاسْئَلواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ که نه پوهېږئ نو د ذکر له خاوندانو نه پوښتنه وکړئ ( سورۀ نحل ٤٣ ايت ) جابر بن عبدالله انصاری (رض) وائی :حضرت علی بن ابی طالب (ع) وفرمايل : مونږ اهلبېت (ع) د ذکر خاوندان يو (اخرج الثعلبی عن جابر بن عبدالله قال: قال علی بن ابی طالب (ع) نحن اهل الذکر. (ينابيع الموده ١١٩ مخ) همدا رنګ جعفر جعفی (رض) وائی چې کله د فَاسْئَلواْ أَهْلَ الذِّكْرِ ايت مبارک نازل شو حضرت علی (ع) وفرمايل: مونږ (اهلبېت) د ذکر خاوندان يو. ( تفسير ابن جرير طبری ١٧ ټوک ٥ مخ ) همدا رنګ شواهد التنزيل ١ ټوک ٣٣٤ مخ هم په بله طريقه نقل کړے دے. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ ((اے مومنانو د خداے لپاره تقوی خپله کړئ او له رښتينو سره شئ)) ( سورۀ توبه ١١٩ ايت ) مالک بن انس (رض) له نافع (رض) نه نقلوی چې عبدالله بن عمر (رض) د دې ايت مبارک چې يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ پـــــه شــــرح کښې وويــــل: اتَّقُواْ اللّهَ يعنې خداے پاک د رسول الله (ص) ټولو اصحابو (رض) ته حکم وکړ چې تقوا اختيار کړئ او كُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ يعنې تل له محمد (ص) او د هغوی له اهلبېتو (ع) سره اوسئ او له هغوی نه چرې بيل نه شئ. ( شواهد التنزيل حديث ٣٥٧ علامه حاکم حسکانی همدا رنګ شواهد التنزيل حديث ٣٥٣ علامه حاکم حسکانی او تفسير ابن عساکر په همدې تفسير سره په بله طريقه نقل کړے دے)
فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ............... ((ادم (ع) له خپل رب نه څه کلمات ياد کړل او په هغو کلماتو يې له خداے پاک نه بخښنه وغوښته...)) او دغه شان خداے پاک حضرت ادم (ع) ته بيا مخه کړه او د هغۀ توبه يې قبول کړه)) (سورۀ بقره ٣٧ ايت) له سعيد بن جبير نه روايت دے چې له حضرت عبدالله بن عباس نه داسې رارسېدلی دی چي وې ويل : د خداے له ګران رسول (ص) نه د دې ايت مبارک په باره کښې پوښتنه وشوه نو هغه حضرت (ص) وفرمايل: حضرت ادم (ع) له خداے پاک نه د حضرت محمد (ص)، حضرت علی (ع)، حضرت فاطمې (ع)،حضرت حسن (ع) او حضرت حسېن (ع) په وسيله دعا وغوښته چې خداے ورته په توجه سره مخه کړه (او خپل رحمت يې پرې وکړ) ( مناقب علی بن ابی طالب لابن المغازلی، ٦٣ مخ، ينابيع الموده ٩٧ مخ ، تفسير درمنثور، کنزالعمال او مسندالفردوس ديلمی وغېره دی )
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
8:26 |
د اهلبېتو (ع) په حقله ځيني نبوي (ص) حديثونه
انى تارک فيكم الثقلين كتاب الله و عترتى اهل بيتى لن يفترقا حتى يردا علىُّ الحوض من توسل (تمسك) بهما فقد نجى و من تخلف عنهما فقد هلك، ما ان تمسكتم بهما لن تضلوا ابداً
(( په تحقيق سره زۀ ستاسو ترمېنځ دوه درانۀ څيزونه پرېږدم چې د خداے پاک كتاب (قران مجيد) او خبل عترت او اهلبېت (ع) دي او دا دواړه به هيڅله له يو بل نه بيل نه شي ان تردې چې د کوثر د حوض په غاړه به ما ته راشي. او هر چا چې له دغو دواړو سره تمسک پېدا كړ نو په تحقيق سره يې نجات بيا وموند او هر څوک چې له دغو دواړو نه لرې شول نو په تحقيق سره هلاک شول او چا چې له دغو دواړو سره تمسک پېدا کړو نو هيڅکله به بې لارې او ګمراه نۀ شي.))
( صحيح مسلم د اوم ټوک په 122 مخ كښې، ابودا ؤد په خپل صحيح کښې، ترمذى د خپل سنن د دويم ټوک په 207 مخ کښې. نسائى د خپل خصائص په 30 مخ كښې، امام احمد بن حنبل د خپل مسند د درنم ټوک په 14 او 17 مخونو او د څلورم ټوک په 26 او 59 مخونو او د پېنځم ټوک په 182 او 189 مخونو كښې، حاكم د خپل مستدرک د دريم ټوک په 109 او 148 مخ كښې، حافظ ابونعيم، د حليـة الاولياء د وړومبي ټوک په 355 مخ كښې، سبط ابن جوزى د تذكرې په 182 مخ کښې، ابن اثير جزرى د اسد الغابه د دويم ټوک په 12 مخ او د دريم ټوک په 147 مخ كښې،حميدى په بين جمع صحيحين كښې، رزين په جمع بين الصاح السته كښې، طبرانى په كبير كښې، ذهبى په تلخيص مستدرك كښې ، محمد بن طلحه شافعى په مطالب السئول کښې، خطيب خوارزمى په مناقب كښې، مير سيد على همدانى له مودت القربى څخه په دويم مودت كښې، شبلنجي د نورالابصار به 99 مخ كښې، نورالدين بن صباع مالكي د فصول المهمه په 25 مخ كښې، حمويني په فرائد السمطين کښې، امام ثعلبي په تفسير كشف البيان كښې، سمعانى او ابن معازلي شافعى په خپلو مناقبو كښې، محمد بن يوسف ګنجي شافعى د كفايت الطالب په اول باب كښې د غدير خم د واقعې د صحت په بيان كښې او د 62 باب په 130 مخ كښې، محمد بن سعد د طبقات د څلورم ټوک په 8 مخ كښې، فخرالدين رازي د دريم ټوک په 18 مخ كښې د اعتصام د مبارک ايت په تفسير کښې، ابن كثير د خپل تفسير د څلورم ټوک په 113 مخ كښې د مودت د ايت مبارک په تفسير كښې، ابن عبد ربه د عقدالفريد د دويم ټوک په 158 او346 مخونو كښې، ابن ابى الحديد د نهج البلاغه د شرحې د شپږم جز په 130 مخ كښې، شېخ سليمان بلخى حنفى د ينابيع المودت په 18، 25، 29، 30، 31، 32، 34، 95، 115، 126،199 او 230 مخونو كښې په مختلفو عبارتونو سره، ابن حجر مكي د صواعق محرقه په 75، 87، 90، 99 او 136 مخونو كښې په مختلفو طريقو سره او دغه شان نورو ډېرو سترو سترو او اوچتو اوچتو سني عالمانو نقل كړے دے)
انما مثل اهل بيتى فيكم كمثل سفينـه نوح من ركبها نجا و من تخلف عنها هلك (( بې شكه چې په تاسو كښې زما د اهلبېتو (ع) مثال د نوح (ع) دكشتۍ دے چې څوک پکښې سور شو نجات يې بيامونه او څوک چې ترې پاتې شو هلاك شو.)) مسلم بن حجاج په خپل صحيح كښې, امام احمد بن حنبل په خپل مسند,حافظ ابونعيم په حليه , ابن عبدالبر په استيعاب, ابوبكر خطيب بغدادى په تاريخ بغداد, محمد بن طلحه شافعى په مطالب السئول ، ابن اثير په نهايه , سبط ابن جوزى په تذكره , ابن صباغ مالكى په فصول المهمه, علامه نورالدين سمهودى په تاريخ المدينه, سيد مومن شبلنجى په نورالابصار, امام فخرالدين رازى په مفاتيح الغېب تفسير , جلال الدين سيوطى په در المنثور , امام ثعلبى په تفسير كشف البيان ، طبرانى په اوسط , حاكم د مستدرک په دريم ټوک , سليمان بلخى په موده القربى , ابن حجر مكى په صواعق محرقه کښې د اتم ايت په ترڅ کښې, طبرى په خپل تفسير او تاريخ ، محمد بن يوسف ګنجى په كفايت الطالب كښې او دغسې نورو ډېرو سترو سني محديثينو او عالمانو په خپلو کتابونو کښې په مختلفو طريقو راوړے دے.))
امام احمد ثعلبى چې د حديثونو د خاوندانو په امام مشهور دے او ستر سنى عالم دے په خپل تفسير کبير کښې د مودت د ايت مبارک په تفسير كښې ليكي: د خداے د ګران رسول (ص) له پاكو اهلبېتو (ع) سره مينه او مودت د دين له اصولو او د اسلام له اركانو ځخه دي او هرچا چې د دې په خلاف عقيده ولرله كافر او د اسلام له دين نه خارج او ناصبى دے او په دې مطلب باندې دليل هغه روايت دے چې عبدالله بن حامد په خپلو اسنادو سره له جرير بن عبدالله بجلى نه نقل كړے دے چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:
من مات على حب آل محمد مات شهيداً الا ومن مات على حب آل محمد مات مغفوراً له الا و من مات على حب آل محمد مات تائباً الا و من مات على حب آل محمد مات مومناً مستكمل الايمان الا ومن مـات على حب آل محمد بشره ملك الموت بالجنـﺓ ثمه منكر و نكير الا و من مـات على حـب آل مـحمد يزف الى الـجنـﺓ كـما تـزف العروس الى بيـت زوجـها الا و مـن مـات على حب آل محمد فتح له فى قـبره بـابان الـى الـجنـﺓ الا و مـن مات عـلى حب آل محمد مات على السنـﺓ والجماعـﺓ الا و من مات على بغض آل مـحمد جـاء يـوم القيمـﺓ مكتوباً بين عينيـه آيس مـن رحمـﺓ الله الا ومـات عـلى بـغض آل محمــد مـات كــافرا الا ومن مات مـن على بغض آل محمد لم يثم راحـﺓ الجنـﺓ
(( څوک چې د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو شهيد مړ شو, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو بخښل شوے مړ شو, او چې څوک چې د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو توبه كونكے مړ شو, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو مكمل ايمان لرونكے مومن مړ شو, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو عزرائيل (ع) او منكر او نكير (ع) به ورته د جنت زيرے وركونكي وي, او څوک چې د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو د جنت په لور به داسې راون وي لكه چې ناوې د مېړۀ كور ته بوتلې شي, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو په قبر كښې به يې د جنت په لور دوه ورونه خلاص شي, او چې څوک د آل محمد په مينه کښې مړ شو نو خداے پاک به يې قبر د رحمت د فرښتو لپاره زيارت وګرځوي, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو د سنت او جماعت خاوند مړ شو, او خبردار چې څوک د آل محمد په بغض کښې مړ شو نو د قيامت په ورځ به يې د دوو سترګو تر مېنځ ليكلي وي چې دا كس د خداے له رحمت نه مايوسه دے, او څوک چې د آل محمد په بغض كښې مړ شو نو كافر مړ شو, او چې څوک د آل محمد په بغض كښې مړ شو نو د جنت بوي پرې حرام دے.)) ( دا حديث له ډېرو سني عالمانو نه علاوه علامه زمخشري هم د مسلماتو په توګه په خپل تفسير کښې نقل کړے دے )
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
8:6 |
ووايه فطـــــرت ته چــــــې د ژوند حقيقتونه
څرنګــــه نــــــن واړه په طرف د کربــــــلا ځي
شوې په اننګو د سړيتوب کښې ډيوې بلې
ځاے د قربانۍ ته چې زامن د مرتضي ځي
( ارواښاد حمزه بابا )
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
7:28 |
د حضرت امام حسېن (ع) ژوند(يوه لنډه کتنه)
ليک: عبدالرحيم درانے
لنډه پيژندګلو
د هجرت په څلورم کال د شعبان د مياشتې په دريمه نيټه د حضرت امام علی (ع) او بي بي فاطمې (ع) دويم بچے امام حسېن (ع) د وحي او ولايت په کور کښې وزيږد. کله چې پېغمبراکرم (ص) د دۀ له زوکړې خبر شو نو د امام علی (ع) او بي بي فاطمې (ع) کور ته ورغے او اسماء (رض) ته يې وفرمايل چې دغه بچے ورته راولي.(١)اسماء (رض) امام حسېن (ع) په سپينې کپړې کښې ونغښتۀ او د خداے د ګران رسول (ص) خدمت ته يې يوړو ګران رسول (ص) د هغۀ په ښي غوږ کښې بانګ او ګس غوږ کښې اقامت وويلو(2).د زوکړې په وړومبيو ورځو يا اوومه ورځ جبرائيل (ع) نازل شو (3) او وې ويل اے رسوله (ص) په تا باندې دې د خداے پاک سلام وي. په دې ماشوم باندې د هارون (ع) د وړوکي زوے (( شبير)) نوم کېږده چې په عربۍ کښې ورته ((حسېن)) وائي (٤) ځکه چې علی (ع) تا ته داسي دے لکه موسی بن عمران (ع) ته چې هارون ؤ خو فرق يوازې دا دے چې تۀ وروستے پېغمبر(ص) يې. او په دې ډول د بي بي فاطمې (ع) په دويم زوے باندې خداے پاک حسېن (ع) نوم کيښود. د زوکړې په اوومه ورځ بي بي فاطمې (ع) د هغۀ د عقيقې په توګه ګډه حلاله کړه . د امام حسېن (ع) سر يې وخرئيۀ او د هغۀ د ويښتو په وزن يې سپين زر صدقه کړل.(٥) امام حسېن (ع) او پېغمبر اکرم (ص)د هجرت په څلورم کال د امام حسېن (ع) د زوکړې له وخت څخه د خداے رسول (ص) تر رحلته پورې چې دا ټوله موده شپږ کاله او څو مياستې کيږي خلق د هغې مينې او محبت له امله چې پېغمبر(ص) له هغۀ سره لرله د هغه په لوے مقام او عظمت باندې پوه شول. سلمان فارسی (رض) وائي : يوه ورځ مي وليدل چې د خداے ګران رسول (ص) امام حسېن (ع) په زنګون کښينولے ؤ او ښکلوي يې او فرمائي : تۀ پخپله لوے يې ، د لوے پلار زوے يې، او د لويو زامنو پلار يې، تۀ په خپله امام، د امام زوے او د امامانو پلار يې، تۀ د خداے حجت، د خداے د حجت زوے او د خداے د نهو حجتونو پلار يې چې ورستی يې د زمانې امام مهدي (ع) دی.(٦) د انس بن مالک (رض) نه روايت ے: يوه ورځ له پېغمبراکرم (ص) پوښتنه وشوه چې په خپلو اهلبېتو کښې درباندې څوک ډېر ګران دے؟ وې فرمايل چې حسن (ع) او حسېن (ع) (٧) د خداے ګران رسول (ع) به اکثره حسنيان خپلې سينې ته جختول، بويول او ښکلول به يې.(٨) ابو هريره (رض) وائي: د خداے ګران رسول (ص) امام حسن (ع) او امام حسېن (ع) په اوږو کيښنولي وو او زمونږ په لور راروان ؤ کله چې مونږ ته راورسيد نو وې فرمايل څوک چې زما د دغو دوو بچو سره مينه وکړي له ما سره يې مينه کړې او څوک چې ورسره دښمني وکړي له ما سره يې دښمني کړې ده (٩) له امام حسېن (ع) سره د پېغمبراکرم (ص) د مينې انتها د خداے د ګران رسول (ص) له دې حديثه معلومولې شو چې فرمائي: (( حسېن منی و انا من حسېن)) يعنې حسېن (ع) له ما څخه دی او زۀ له حسېن (ع) څخه يم(١٠) امام حسېن (ع) د خپل عمر شپږ کاله له پېغمبر(ص) سره تير کړل او چې کله هغه مبارک له دنيا سترګې پټې کړې نو پاتې ديرش کاله يې له پلار سره ژوند وکړو. داسي پلار چې بې له انصافه يې کوم حکم نۀ ؤ کړے او عمر يې د خداے په عبادت او پاکۍ کښې تېر شوے ؤ هر څه يې د خداے لپاره کول او تل يې د خداے رضا غوښتله. د حضرت علی (ع) د خلافت په وخت امام حسېن (ع) د اسلامي مقصدونو د کاميابۍ لپاره د خپل ورور امام حسن (ع) په شان په بهادرۍ او فداکارۍ سره کوشش کوۀ او د صفېن ، جمل او نهروان په جنګونو کې يې ګډون درلود.(١١) د حضرت امام علی (ع) له شهادته وروسته د خداے د رسول (ص) له حکم او د اميرالمؤ منين حضرت امام علی (ع) له وصيت سره سم امامت او مشري د حضرت امام حسن (ع) په اوږو راغله. امام حسېن (ع) له خپل ورور سره په ټوله موده کښې همفکره او غږملے ؤ. او چې کله د اسلام او د مسلمانانو د ټولنې د مصلحتونو په وجه امام حسن (ع) له معاويه سره سولې ته مجبور شو نو امام حسېن (ع) ورسره په ټولو سختيو او کړاوونو کې شريک ؤ او په دې پوهيدو چې دا سوله د اسلام او مسلمانانو په ګټه او مصلحت ده نو هيڅ کله يې په خپل ورور امام حسن (ع) اعتراض ونۀ کړو او حتی يوه ورځ چې د شام حاکم د امام حسن (ع) او امام حسېن (ع) په وړاندې په امام حسن (ع) او حضرت امام علي (ع) پسې بد رد شروع کړل نو امام حسېن (ع) دفاع ته پاڅېد چې د معاويه خبره غوڅه کړي او د بدو ردو ځواب ورته ووايي. خو امام حسن (ع) ورته وويل چې چپ شه ، امام حسېن (ع) له دې امله چې د وخت د امام حکم ؤ هم ومنله او امام حسن (ع) پخپله د معاويه ځواب ته پاڅيد او په مدللو او ځپونکو خبرو سره يې هغه خاموش کړو.(١٢) چې کله امام حسن (ع) له دنيا مخ پناه کړو نو د مسلمانانو مشري او امامت امام حسېن (ع) ته پاتے شو او د خداے لخوا د ټولنې په مشرۍ او امامت باندې مامور شو امام حسېن (ع) ليدل چې د شام واکمن د اسلامي حکومت په ګدۍ ناحقه ناست دے او د خداے د احکامو، د دين د بنيادونو اواسلامي ټولنو د اصولو په خرابولو مشغول دے.امام د دې خرابوونکي حکومت په کړو ډېر خفه ؤ خود دې وس يې نه لرلو چې کسان برابر کړي او هغه د اسلامي حکومت له ګدۍ راکوز کړي لکه څنګه چې د امام حسن (ع) حالت هم دا شان ؤ.امام حسېن (ع) پوهېدو چې که خپل نيت ښکاره کړي او د کسانو په برابروولو لګيا شي نو د شام حاکم به يې د يو ګټه ور طاقت او فوځ تر جوړولو مخکښې شهيد کړي. مجبورا غلے کښېناست او له صبره يې کار واخست ځکه چې که پاڅيدلے وې نو له هر اقدامه مخکښې به بې ځايه شهيد کړے شوے ؤ او نتيجه به يې هم هيڅ نۀ وه نو تر څو چې د شام حاکم ژوندے ؤ امام د خپل ورور امام حسن (ع) په شان ژوند تېر کړو او کوم لوے مخالفت يې ونۀ کړو.صرف کله کله به يې د حاکم په غلطو کارنو نيوکه او ټکونه کول اود خلقو د ذهنونو له اماته کولو سره به يې هغوي ته د راتلونکي هيله ورکوله چې انشاءالله موثره ګام به پورته کړي. په هغه ټوله موده چې و شام واکمن د يزيد د ولي عهدۍ لپاره له خلقو بيعت اخېستو امام حسېن (ع) په کلکه هغه سره مخالفت وکړو، هيڅ کله يې بيعت ونۀ کړو او هغه ولي عهدي يې ونۀ منله. او کله کله به يې د شام حاکم ته سختې خبرې کولې او سخت ليکونه به يې ورته ليکل.(١٣) د شام حاکم هم د يزيد د بيعت لپاره په هغۀ ټينګار او اصرار ونۀ کړو او دا حالت همداسې پاتے شو ان تر دې چې د شام واکمن له دنيا سترګې پټې کړې. حسېني پاڅونيزيدله معاويه وروسته د اسلامي حکومت په تخت کښېناست او ځان ته يې اميرالمؤمنين ويل پيل کړل او د دې لپاره چې خپل ناحقه او ظالمانه حکومت کلک کړي فېصله يې وکړه چې اسلامي شخصيتونو او مخورو کسانو ته ليک واستوي او بيعت ترې واخلي نو د مدينې حاکم ته يې ليک واستوۀ او وې ليکل چې له حسېنه زما بيعت واخله او که مخالفت يې وکړو نو قتل يې کړه .حاکم دا خبره امام حسېن (ع) ته ورسوله او ځواب يې ترې نه وغوښت. امام حسېن (ع) په ځواب کښې وفرمايل " انا لله و انا اليه راجعون و علی الاسلام السلام، اذا بليت الامة براع مثل يزيد"(١٤) (کله چې د يزيد په شان (مکار، شراب خور، بې ايمانه او ناپاکه کس چې د اسلام د ظاهرو خيال هم نۀ ساتي) د اسلامي حکومت په ګدۍ کښېني نو د اسلام فاتحه دې ولوستل شي ځکه چې داسي چارواکي د اسلام په نامه او د اسلام په طاقت، اسلام له منځه وړي). امام حسېن (ع) پوهيدۀ چې د يزيد حکومت يې په رسميت نۀ دے پيژندلے او کۀ په مدينې منورې کښې پاتې شي نو دوي به يې پټ په پټه او بې مقصده شهيد کړي. نو د شپې او په پټه له مدينې څخه مکې ته روان شو د مکې معظمې او مدينې منورې په خلقو کښې د هغوي د تللو او د بيعت نۀ کولو قيصه خپره شوه او دا خبر کوفې ته هم ورسېده. او امام حسېن (ع) هم دا غوښتل چې خلق د بېعت د انکار له واقعې نه خبر شي او په هغو خلقو باندې چې په مختلفو وجوهاتو يې د يزيد بيعت کړے دے او يا يې کوي حجت اتمام وکړي امام حسېن (ع) لا په مکې کښې ؤ چې کوفيانو ورته بلنه وکړه چې کوفې ته ورشي، د هغوي مشر شي او د کوفې چارې په ﻻس کښې واخلي. امام حسېن (ع) خپل د ترۀ زوے مسلم بن عقيل کوفې ته وليږۀ چې په کوفې کښې د خلقو خوځښت او غبرګون له نزدې وګوري او بيا امام حسېن (ع) ته ټول حالات وليکي. په کوفې کښې خلقو د مسلم تود هر کلے وکړو او په زرګونو خلقو د امام حسېن (ع) د استازي په توګه د امام لپاره د هغۀ بيعت وکړو حضرت مسلم امام حسېن (ع) ته ليک واستوۀ او وې ويل چې ټول خلق تيار دي بس تۀ روان شه. کۀ څه هم امام حسېن (ع) کوفيان ښۀ پيژندل او د خپل پلار او ورور د حکومت په وخت يې د هغوي بې وفائي او بې ديني ليدلې وه او پوهيدۀ چې د دوي په خبرو او له مسلم سره په بيعت اعتماد نۀ شي کيدې خو د حجت د تمامولو، د غاړې خلاصولو او د خداے د حکم د پوره کولو لپاره کوفې ته روان شو. سره له دې د ذي الحجې تر اتمې نېټې پورې په مکه کښې پاتې شو يعني هغه ورځ چې د مکې ټول خلق منی ته روان وو او څوک هم چې د مکې په لار کې پاتې وؤ. زر تر زره يې غوښتل چې مکې ته ځان ورسوي. امام په مکه کې پاتې شو او هغه ورځ له خپلو اهلبيتو او يارانو سره له مکې څخه عراق ته روان شو. په دې کار سره يې هم خپل فرض پوره کړو او هم يې خلقو ته وښودل چې د پېغمبر(ص) زوے، يزيد په رسميت نۀ دے منلے او د هغۀ بيعت يې نۀ دے کړے بلکې د هغه په خلاف يې قيام او پاڅون کړے دے. يزيد چې کله کوفې ته د مسلم له رسېدو او د کوفيانو له بيعته خبر شو نو ابن زياد يې چې د يزيد ډېر پليت او ظالم ملګرے او د بني اميه ؤ ناحقه پلوي ؤ ، کوفې ته وليږلو ابن زياد د خلقو له شک منافقت او ويرې استفاده وکړه او په زور، ويرې او دړکو يې هغوي له مسلمه جدا کړل او حضرت مسلم په يوازې سر د ابن زياد له تالي څټو سره په جنګ شو او له يو فداکاره او سر ښيندونکي جنګه وروسته شهيد شو. ابن زياد د کوفې منافق، بې ايمانه او خائن خلق د امام حسېن (ع) سره جنګ ته وهڅول او حتی ځينې هغو کسانو هم چې امام حسېن (ع) ته يې ليکونه استولي وؤ، له امام حسېن (ع) سره جنګ ته ملا وتړله او دې ته سترګې په لاره وو چې امام حسېن (ع) راشي او دوي يې شهيد کړي. امام حسېن (ع) له مدينې څخه د تللو په شپه، په مکه کې له مکې څخه تر کربلا اوحتی د کربلا تر پيښې پورې په اشارو سره او کله کله په څرګنده ويل چې کربلا ته زما د تللو مقصد د يزيد د اسلام مخالفه حکومت رسوا کول ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کول او د ظلم او زياتي په وړاندې ودريدل دي او د قران او اسلام له ژوندي ساتلو پرته کوم هدف نۀ لرم. دا داسي دنده او فرض ؤ چې خداے هغه ته سپارلي وو حتی که څه هم په دې لاره کښې يې بچي کورنۍ او ملګري شهيدان او کورنۍ يې بندي شوه. د خداے ګران رسول (ص)، حضرت امام علی (ع)، او امام حسن (ع) څو څو ځله د امام حسېن (ع) د شهيديدو واقعې ته اشاره کړې وه حتی د امام حسېن (ع) د زوکړې په وخت هم ګران رسول (ص) د هغۀ د شهادت يادونه کړې وه. په کربلا کې د امام حسېن (ع) د شهادت په موضوع په اسلامي ټولنه کې دومره زياتې خبرې شوې وې چې عام خلق د دې سفر له انجامه خبر وو ځکه چې ډېر ځله يې د ګران رسول (ص) او حضرت امام علی (ع) دا خبره اوريدلې وه. په دا ډول د امام حسېن (ع) سفر د هغوي د شهادت احتمال په ذهنونو کې زيات کړو په تيره بيا دا چې امام حسېن (ع) به په ټوله لاره فرمايل :" من کان باذلا فينا محجته و موطنا علی لقاء الله نفسه فليرحل معنا(١٤)؛ يعنې څوک چې دې ته تيار وي چې زمونږ په لاره کښې له سره تېر شي او د خداے پاک ملاقات ته لاړ شي نو له مونږ سره دې راځي" په همدې وجه د دوي ځينو ملګرو وغوښتل چې له دې سفره يې منع کړي. خو د امام علی (ع) زوے او د پېغمبر(ص) جانشين له خپلې دندې او فرض ښۀ خبر ؤ او خداے پاک چې څۀ د هغۀ په غاړه اچولي وؤ له هغې يې ډډه نۀ کوله امام حسېن (ع) خپله ﻻره جاري وساتله او په فېصله کښې يې څۀ خنډ رانغے. بالاخره لاړ او د شهادت درجې ته ورسيد او هغه هم يوازې نه ، بلکه له داسي يارانو او بچيو سره چې هر يو د اسلام يو ځلانده ستورے ؤ. ټول شهيدان شول او وينو يې د کربلا دشته خړوبه کړه د دې لپاره چې اسلامي ټولنه پوهه شي چې د بني اميه پليد بچے د پېغمبر(ص) جانشين نۀ دے او د بني اميه ؤ له اسلام سره لرې هم تعلق نشته بلکې د اسلام ختمولو او د رسول الله (ص) له آل او اولاد څخه د خپلو پلار نيکونو د انتقام اخېستلو ته يې ملا تړلې ده تاسو چرته دا سوچ کړے دے چې که د امام حسېن (ع) سرښيندونکے او مظلومانه شهادت نۀ ؤ او خلقو يزيد د پېغمبر(ص) جانشين او ځاے ناستے ګڼلے ؤ او د اسلام د خليفه په توګه د يزيد او د هغۀ د مزدورانو او ملګرو شهوتونه، ظلمونه، ستمونه او رنګ رنګ غلط کارونه يې ليدل او د هغو خبرونه يې اوريدل نو له اسلامه به يې څومره کرکه پېدا کيدله . ځکه چې داسې اسلام چې د پېغمبر(ص) ځاے ناستے يې د يزيد غوندې واکمن وي په حقيقت کښې د کرکې اونفرت لائق دے. په هر حال امام حسېن (ع) او د هغۀ د کورنۍ کسانو او ملګرو د کربلا په دشته کښې په خپلو سرونو ورکولو سره دنيا ته دا ثابته کړه چې د پېغمبر اکرم (ص) اهلبېت (ع) او د هغوي حقيقي پېروکار هيڅکله د يزيد غوندې حمکران نۀ شي منلې او په خپل بيعت ، ووټ او دستخط سره د اسلام په نامه د هغۀ غېر اسلامي، غېر شرعي ، غېر اخلاقي او غېر انساني کردار نۀ شي تائيدولې. او همدا رنګ د امام حسېن (ع) او د هغوي د خپلوانو او دوستانو له شهادت نه پس د هغوي د پاکې کورنۍ پاک لمنې بيبانې، بيمار امام حضرت زېن العابدين او ماشومان هم اسيران شول او تاسو به اوريدلي وي چې د امام د کورنۍ کسان يزيديانو په ښارونو، بازارونو، جوماتونو او حتی د يزيداو ابن زياد په سا ډبوونکو دربارونو کښې د دې لپاره وګرزول چې د رسول الله (ص) اهلېبت (ع) او د هغوي پېروکار په لارو کوڅو کښې وشرموي او د نورو خلقو لپاره د عبرت سبب وګرځي خو د يزيد او يزيديانو دغه ناوړه کار هم خپله د يزيد او يزيديانو په زيان تمام شو او دغو اسيرانو په خاصه توګه د امام علي (ع) پاکلمنې لور حضرت بي بي زېنب (ع) او د وخت امام حضرت امام زېن العابدين (ع) د خلقو غوږونو ته د امام حسېن (ع) د شهادت او د کربلا د انقلاب د پېغام د رسولو لپاره خوله خلاصه کړه، فرياد يې وکړو او د بني اميو د پليتې څيرې او د دغو سړي خورو او وينه زبيښونکو له مخونو يې پرده هسکه کړه او ثابته يې کړه چې هغه يزيد چې زنا کار، شراب خور، سپي لوبوونکے او په عوامو باندې ظلم ستم کوونکے په هيڅ طريقه د خلافت لياقت او وړتيا نۀ لري او د اسلام دا ګدۍ د هغۀ ځاے نۀ دے او د تورې په زور باندې د عوامو په څټونو ناست دے د دوي خبرو او ويناؤ د امام حسېن (ع) د شهادت پيغام او مقصد پوره کړو او د خلقو په روحونو کښې يې طوفان رااوچت کړ ځکه چې د يزيد نوم تر ابده د پستۍ،ذلت، رذالت او پليتۍ سمبل وګرځېد او ټولی شيطاني ارزوګانې يې شنډې شوې او هغه يزيد چې ويل به يې (( نۀ وحي راغلې ده او نۀ قران نازل شوے دے دا هر څه بني هاشمو او محمد(ص) د اقتدار لپاره له ځانه جوړ کړي دي چې خلق وغولوي)) د تل لپاره په خپل ناپاکو موخو کې ناکامه شو. د هغوي د هماغه شهادت د وخت راهسې تر اوسه هر کال د امام حسېن (ع) ملګري او منوونکي د محرم په لومړيو ورځو کښې د هغوي غم نمانځي او د هغوي په مصيبتونو وير، ماتم او ژړاګانې کوي چې په دې طريقه ثابته کړي چې د امام حسېن (ع) مشن او مقصد چې هماغه د پېغمبر(ص) مقصد او مشن دے، ژوندے دے. او خبره د هم هغه يزيد په تلو سره ختمه شوې نه ده بلکې مونږ په هره زمانه کښې د هر ډوله يزيد او ظالم مقابلې ته تيار يو. امام احمد بن حنبل په فضائل صحابه کښې روايت نقلوي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: (( چې چا د حسېن (ع) په قتل باندې ژړا وکړه يا يې له سترګو يوه اوښکه توې شوه نو خداے پاک به يې جنت په برخه کوي. (١٥) امام جعفر صادق (ع) فرمائي چې ژړا او بې تابي په هيڅ موقعه ښه نۀ ده. يوازې د امام حسېن (ع) د شهادت په مناسبت چې ثواب يې هم ډېر دے. کۀ څه هم د امام حسېن (ع) په مصائبو او کړاوونو ژړل ډير ښۀ کار دے خو مقصد يوازې ژړا نۀ ده بلکې دا ټولې خبرې بايد د دې لپاره وي چې مونږ د امام حسېن (ع) له دره څۀ زده کړو او د هغۀ په مقصد ځان پوه کړو او په هغه لاره ﻻړ شو که نۀ وي نو يوازې په ژړا سره به د هغوي پاک هدف ته و نۀ رسېږو د امام حسېن (ع) اخلاق او کردارد امام حسېن (ع) په ټول ژوندچې يو نظر واچوؤ نو وينو چې د هغوي ټول ژوند په پاک لمنۍ، بندګۍ، د پېغمبر(ص) د دين په تبليغ او د لوړو مفاهيمو په خپرولو کې تېر شوے دے. هغه حضرت له مانځه دعا او له خداے سره له راز و نياز سره ډيره مينه لرله. کله کله به يې په شواروز کښې په سلګونو رکعتونه مونځونه کول (١٦) او حتی د ژوند په وروستۍ شپې کښې يې هم مونځ او دعا پری نۀ ښوده او له دښمنانو يې دومره مهلت وغوښتو چې له خداے پاک سره راز و نياز او مونځونه وکړي او وی فرمايل خداے خبر دے چې زۀ له مانځۀ د قران مجيد له تلاوت او دعا او استغفار سره څومره مينه لرم (١٧) او حتي چې د شهادت په وخت يې هم تر ټولو وروستے کار د خداےپاک په درګاه کښې سجده کول وو. ابن اثير په اسدالغابه کتاب کې ليکي: کان الحسېن فاضلاً کثير الصوم والصلوة والحج والصدقة و افعال الخير جميعاً.(١٨) امام حسېن (ع) به ډيرې زياتې روژې نيولې، مونځ به يې کوۀ، حج ته به تلۀ، صدقه به يې ورکوله او ټول ښه کارونه به يې کول، د امام حسېن (ع) شخصيت دومره لوړ او پرتمين ؤ چې د اسلام سترو سترو شخصيتونو به يې ډېر قدر او احترام کوۀ او د هغه وخت ټولنې به ځکه د امام حسېن (ع) ډير قدر کوۀ چې امام به له خلقو سره ګډ او شريک ژوند کوۀ. له هغو به يې څنګ نه کوۀ او ځان به يې له عامو خلقو نه اوچت نۀ ګڼۀ، له ولس او معاشرې سره عږ ملے ؤ او تر ټولو لويه دا چې په خداے باندې د هغوي بې کچه ايمان هغه د خلقو او ولس غمخور ګرځولے ؤ که نه نوله هغه سره نه ماڼۍ وې، نه محلونه وو و نه سپايان او غلامان او نه مالونه دولتونه وو او هيڅ کله يې د لويو خلقو او جبارانو غوندې ژوند نه کوۀ او حتي چې کله به د خپل نيکۀ د حضرت محمد مصطفی (ص) د روضې مبارکې زيارت ته تلۀ نو له خلقو به يې نه غوښتل چې د زيارت په وخت هغه ته زيارت خالي کړي. شعيب بن عبدالرحمان خزاعي وائي: کله چې امام حسېن (ع) شهيد شو نو د هغوي په ملا د يو زوړ زخم داغ وليدل شو چې کله يې له امام زين العابدين (ع) څخه د هغه داغ پوښتنه وکړه نو هغوي وفرمايل دا داغ د ډوډۍ او اوړو د هغو بوجونو داغ دے چې پلار به مې د شپې په شا کولې او کونډو يتيمانو او فقيرانو کره به يې وړې. علائلي په "سموالمعنی" کتاب کې ليکې: (( د انسانانو په تاريخ کې لوے لوے کسان شته چې هر يو په يو خاص ډګر او خاص صفت کښې ډېر زيات مشهور شوي دي. مثلا څوک په ميړانه کښې مشهور دي څوک په سخاوت کښې او څوک په داسې نورو صفتونو کښې، خو د امام حسېن (ع) عظمت او لوے والے ډېر زيات دے چې هر يو اړخ يې د هغوي د تاريخي عظمت ښودنه کوي ګوندې په هغه کښې ټولې خوبۍ او ښه صفتونه جمع دي )) چې بې شکه دا صفات د پېغمبرانو، معصومو امامانو او کاملو انسانانو ځانګړتيا ده چې بايد ټول صفتونه پکښې موجود وي امام حسېن (ع) د هغه د ژوند او مرګ قيصه د هغوي وينا او کردار نه يوازې د تاريخ د يو لوے شخصيت نمونه ده بلکې هغه په خپل ټول وجود سره د فضيلتونو، لوي والي، سرښيندنو، فداکاريو او خداے غوښتنو صفا هنداره هم ده. د عرفې د ورځ دعادوي ډېرځله پياده حج کړی ؤ(١٩) د غالب اسدي زامن وائي د عرفې د ورځ په مازيګر د عرفات په دشته کښې له امام حسېن(ع) سره وو، هغه حضرت ډېر په عاجزۍ او خشوع سره له خېمې راووت او له يو شمېر اصحابو سره د غرۀ په ګس اړخ ودريد، مخ يې د کعبې په لور واړۀ او د يو کمزوري حاجتمن او سوالګري په شان يې اسمان ته لاسونه اوچت کړل او دا دعا يې وکړه: (د دعا د ځينې برخو ترجمه) (( حمد او ثنا د هغه خداے ده چې هيڅ يو څيز د هغۀ قضا او غوښتنه نه شي اودرولی او د هغۀ د بخښنې مخه نشي نيولې. په سخاوت او کرامت کښې د هغه لاس خلاص دے او هر يو څيز يې په خپل حکمت سره نېک او مناسب جوړ کړے دے څوک چې پټ کارونه او عملونه کوي له خداے پاک نه پټ نۀ دي او څه چې هغه ته وسپارل شي نه ضايع کيږي. اے لويه خدايه! تا ته ولاړ يم، تا ته مې پناه راوړې ده او ستا په خدائي توب ګواهي ورکوم اعتراف او اقرار کوم چې ته زما پنځوونکی يې او هم تاته به درګرځم تر دې مخکښې چې زۀ څه جوړ شم. په ما دې نعمت وورولو او زۀ دې له خاورې پيدا کړم، بيا دې زۀ صحيح او سالم دنيا ته راوستم. په وړوکوالي کښې دې په زانګو کښې له هرې بلا وساتلم او د خوږو خوراکونو پۍ دې زما روزي کړل، د روزونکو زړۀ دې په ما مهربان کړو او زړۀ سواندې مور دې زما روزنې ته وبلله، زۀ دې له پټو شرونو او پيريانو وساتلم او له کمۍ زياتۍ دې په حفاظت کښې کړم، نو اے لويه خدايه! اے رحيمه او رحمانه! نو کله چې زۀ په خبرو شوم په ما دې خپل نعمتونه وورول او په کلونو کلونو دې زۀ لوے کړم تر دې چې خلقت مې بشپړ شو. خدايه! زۀ ستا کوم کوم نعمت ياد کړم يا ستا د کومو لورونو او پيرزوينو شکر وکړم ځکه چې ستا نعمتونه او بخښنې تر دې زياتې دي چې شمېرونکي يې وشمېري، يا پرې حساب کوونکي خبر شي، هغه بلاګانې او مصيبتونه چې زۀ دې ترې ساتلے يم له هغې سلامتۍ، روغتيا او اسانيو زياتې دي چې ماته دې راکړي دي، خدايه! زۀ تا د خپل ايمان په حقيقت ګواه نيسم او که فرضاً ټول عمر ژوندے پاتے شم او وغواړم چې ستا نعمتونه وشمارم بيا هم د دې توان نه لرم، خدايه! ما داسې کړه چې له تا داسې وويريږم لکه تا چې وينم او ما د پرهيزګارۍ او تقوا په نعمت نېکمرغه کړه او د ګناه او نافرمانۍ په وجه مې مۀ بدبختوه. اے لويه خدايه! ما ته په روح او بدن کښې بې نيازي، په زړۀ کښې يقين، په عمل کښې اخلاص، په سترګو کښې رڼا او په دين کښې بصيرت او سترګې عطا کړه. خدايه! که ستا نعمتونه شمېرل غواړم نو نه يې شم شمېرلې. اے پروردګاره! ستا کرم او سخا ډيره زياته ده او ټوله ثنا ستا ده. خدايه! زه په خپلو ګناهانو داده کيږم، ما وبخښې او له ګناهونو مې تېر شې )) دا دعا ډيره اوږده ده او ډيره زړۀ راښکونکې ده خو ما د اختصار لپاره دا لږه غوندې ذکر کړه. (دا ټوله دعا شېخ عباس قمي (رح) په خپل کتاب "مفاتيح الجنان" کې نقل کړې ده) او نقل شوي دي چې په هغه ورځ امام حسېن د دې دعا په ويلو سره زړونه داسې خداے ته راکاږل چې ټولو کسانو وژړل او دې دعا ته يې امين ووايۀ.
د امام حسېن (ع) ځينې ويناوې
* امام حسېن (ع) خپل زوے امام زېن العابدين ته په وصيت کښې فرمائي: اے زويه! له ظلمه ځان وساته، په تېره بيا په داسې کسانو له ظلمه چې له خدايه پرته بل څوک نه لري (ځکه چې خداے د داسې مظلوم بدله ډېر زر اخلي) *يو سړي له امام حسېنه وغوښتل چې د دنيا او اخرت د ښيګړې په حقله ورته څۀ وليکي، امام حسېن (ع) ورته وليکل: بسم الله الرحمن الرحيم. څوک چې د خداے پاک رضا غواړي او د خداے پاک خوشحالي د خلقو په غصې خرڅه نه کړي، نو خداے به يې په هره چاره او د خلقو په چارو کښې بې نيازه کړي او څوک چې د خلقو رضا غواړي او د خلقو خوشحالي او رضا د خداے په غصه واخلي نو خداے يې خلقو ته پريږدي (يعنې خداے ورځنې خپل کرم او رحمت واخلي) *امام حسېن (ع) ته يو سړے راغے او ورته يې وويل چې زۀ په ګناهونو کښې پټ يم او له خپلو ګناهونو نۀ شم تښتيدلی. ما ته نصيحت وکړه. امام حسېن (ع) ورته وفرمايل چې پنځۀ کارونه کوه نور چې دې زړه کومه ګناه غوښتله کولې يې شې: 1. د خداے له نعمتونو استفاده مه کوه، هله ګناه ته مخ اړوه. 2. که د خداے له دنيا، حکومته او سرپرستۍ وتلی شې نو ګناه کوه. 3. داسې ځاے ته لاړ شه چې خداے دې نه وينی، بيا چې دې څه زړۀ غوښتل کوه يې. 4. که د مرګ په وخت خپل روح د خداے له فرښتې ساتلې شې نو کومه ګناه چې دې خوښه وي کوه يې. 5. او که دا طاقت لرې چې کله دې د دوزخ په اور کښې اچوي نو ته ترې ځان بچ کړې (او اوتښتې) نو بيا هم ګناه کولی شې. (نو ته دا پينځه کارونه نه شې کولې پکار ده چې ګناه ونه کړې) *امام حسېن (ع) وفرمايل: اے انسانه! ستا هستي او پانګه (سرمايه) ستا عمر دے. ستا د ژوند هره ورځ چې تيريږي، ستا د وجود يوه ټوټه کميږي (نو پام وکړه چې ايا له عمره دې سمه استفاده کوې او که نه هغه فضول او بې ځايه تېروې؟) * له امام حسېن (ع) څخه وپوښتل شول چې په څنګه حال کښې دې صبح کړۀ يعنې سهار په څنګه حال کښې راپاڅيدې؟ امام وفرمايل: په داسې حال کښې راپاڅيدم چې زما خداے او پروردګار ما ويني، د جهنم اور زما په وړاندې دے او مرګ راپسې دے چې راومې نيسي، په دنيا او اخرت کښې مې هر څه په حساب کتاب دي او زۀ په خپلو اعمالو پړ يم. داسې نه ده چې څه غواړم هغه وشي او ورته ورسيږم او څه چې مو نه دي خوښ او نه يې غواړم. له ځانه لرې کړې شم ځکه چې ټولې چارې د بل چا(خداے) په لاس کښې دي که وغواړي عذاب راکوي او که خوښه يې وي بخښي مې. نو کوم يو فقير تر ما ډېر فقير دے؟. * امام حسېن (ع) فرمائي: ځينې کسان د جنت او بهشت په اميد د خداے بندګي کوي چې دا بندګي او عبادت د تاجرانو او سوداګرانو عبادت دے، ځينې خلق د جهنم له ويرې د خداے عبادت کوي چې دا د غلامانو او مريانو عبادت دے،(يعنې که د مالک له سزا ونه ويريږي خبره نه مني) او ځينې کسان د خداے عبادت د شکر او د نعمتونو د مننې او شکريه لپاره کوي چې دا د ازادو او پتمنو او ننګياليو عبادت دے او دا د عبادتونو تر ټولو لوے او ښۀ ډول دے. *خداے تعالي د هيچا طاقت تر هغه وخته نه کموي چې فرائض او واجبات يې کم نه کړي او د چا وس تر هغه وخته نه کموي چې ذمه وارۍ او دندې يې کمې کړي (يعنې هر چاته د هغۀ د طاقت او وس مطابق ذمه واري او فرض سپاري). * ستاسو بدله له جنته علاوه بل څۀ نه ده نو ځان په نورو مۀ خرڅوئ ځکه څوک چې په دنيا راضي شي (يعنې مقصد يې يوازې د دنيا ګټل وي) نو په يو ډېر سپک او پست شي باندې راضي شوے دے. * د حقو له مننې او پيروۍ نه علاوه عقل په بل څه نه کامليږي. *د تيرو نعمتونو شکر د دې سبب کيږي چې خداے پاک تا ته نور نعمتونه درکړي. * يوازې هغه کس امانت دار بوله چې له خدايه ويريږي. * له امام حسېنه پوښتنه وشوه فضيلت او لوړاوے په څه کښې دے؟ وې فرمايل: د ژبې مالک کېدل (يعنې په خپلې ژبې کنټرول کول) او نيکي او ښيګړه کول. شهادتلکه څنګه چې مخکښې هم اشاره وشوه امام حسېن (ع) له خپلو اهلبيتو او ملګرو سره د کربلا په دشته کښې د يزيد ملعون په حکم د هغۀ د پوځيانو او د شمر ملعون په لاس د هجرت په يوشپېتم کال د امامانو يا محرم د مياشتې په لسمه نېټه د دريو ورځو تږې په ډير ظلم سره شهيد شو. خداے پاک دې يې اروا ښاده لري. ماخذونه: (١) کيدی شي له اسما نه مراد دلته د يزيد بن سکن لور وي. ر.ک: اعيان جز11 ص168 ذخائر العقبی کتاب په 120 مخ باندې د اسماء بنت عميس نه روايت کړې دے)(٢) ( ذخائر العقبی ١٢٠ مخ )(٣) (٤) معاني الاخبار 57 مخ ذخائر العقبی 120 مخ مستدرک الصحيحين 4 ټوک 277. مخ مسند احمد بن حنبل 1ټوک 159 مخ).(٥) . په اسلامي سرچينو کښې د عقيقې په حقله ډيره سپارښتنه شوې ده او د بچي د سلامتيا لپاره يې ډيره اغيزمنه بللې ده. صحيح نسايي ج2 ص189 تاريخ بغداد ج10 ص157، مستدرک الصحيحين ج4 ص237. سنن بيهقي ج9 ص299.(٦) مقتل خوارزمي ج1 ص146 کمال الدين صدوق ص152(٧) سنن ترمذي ج5 ص323 فيض القدير ج1 ص148.(٨) ذخائر العقبی ص122.(٩) ابن ماجه فضائل حسن و حسېن عليهما سلام، کنوز الحقائق ص134، مسند ابو داؤد طيالسي ج10 ص332. الاصابه ج11 ص330.(١٠) . سنن ترمذي ج5 ص324 ابن ماجه باب فضائل اصحاب رسول الله (ص) کنز العمال ج6 ص221.(١١) . الاصابه ج1 ص333.(١٢) اسدالغابه ج2 ص13 ارشاد ص173.(١٣). رجال کشي ص94 کشف الغمه ج2 ص206.(١٤) . مقتل خوارزمي ج1 ص 184، لهوف ص20.(15) (فضائل صحابه ٢ ټوک، احقاق الحق )(١٦) . عقدة الفريد ج2 ص143.(١٧) . ارشاد مفيد ص214(١٨) . اسد الغابه ج2 ص20.(١٩) . مناقب ابن شهر اشوب ج3 ص224. اسد الغابه ج2 ص20.+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
7:10 |
امام حسېن (ع) د خپل تحرير او تقرير په رڼا کښې
په دې برخه کښې د امام حسېن (ع) د ځينو ليکونو او وېناو پوره متن يا ځينې برخې نقلوو چې له هغو څخه تر يوۀ حده د امام حسېن (ع) د شخصيت او مقصد اندازه لګېدې شي
له مدينې منورې څخه د روانېدو په وخت د امام حسېن (ع) وصيتنامه
کله چې امام له مدينې منورې نه د مکې معظمې په لور روان شو نو دا وصيت يې وليکۀ ، خپل مهر يې ورباندې ولګوۀ او خپل مېرني ورور حضرت محمد حنفيه (رض) ته يې ورکړ: بسم الله الرحمن الرحيم دا وصيت د حسېن بن علي لخو خپل ورور محمد حنفيه ته دے. (( حسېن ګواهي ورکوي په توحيد او د خداے پاک په يووالي باندې، او ګواهي ورکوي چې له خداے پاک سره شريک نشته، او شهادت ورکوي چې حضرت محمد (ص) د خداے پاک بنده او د هغۀ رسول دے او حق دين (اسلام) يې د خداے پاک لخوا د نړۍ د خلقو لپاره راوړے دے او شهادت ورکوي چې جنت او دوزخ حق دي اود قيامت ورځ به بې له شکه رامنځته کيږي او خداے پاک به ټول انسانان په دغه ورځ باندې راژوندي کوي. او زۀ نۀ د ځان خوښونې له مخې ، نۀ د سېل او سياحت لپاره او نۀ د فساد او ظلم لپاره له مدينې څخه وځم بلکې له دې سفر څخه زما مقصد امر باالمعروف او نهي عن المنکر دے ائ له دې خوزښت څخه زما هدف د خپل نيکۀ د امت اصلاح کول او د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفی (ص) د سنتو او قانون او د خپل پلار حضرت علي بن ابي طالب (ع) د طور طريقو ژوندي کول دي. نو بس هر چا چې له ما څخه دا حقيقت قبول کړ او زما پېروي يې وکړه نو دا يې د خداے لاره قبوله کړې ده او هر چا چې دا حقيقت رد کړ ( او زما پېروي يې ونکړه ) نو زۀ به په صبر او استقامت سره خپلې لارې ته دوام ورکړم ان تردې چې خداے پاک زما اود دې قوم ترمېنځ فېصله وکړي هغه تر ټولو غوره فېصله کوونکے دے. او اے وروره! دا دے زما وصيت ستا لپاره او توفيق يې د خداے پاک لخوا دے. په هغه ذات باندې توکل کوم او زما ستنېدل د هغۀ په لور دي. ))
د کوفې خلقو ته د امام حسېن (ع) ليک
د خداے پاک له ثنا صفت او د خداے په ګران رسول (ص) او د هغوي په اهلبېتو باندې له درود او سلام نه پس:(( هاني او سعيد ستاسو ليکونه راته رواړل او دوي ستا تر ټولو وروستي استازي وو او ستا له مقصد نه خبر شوم چې وائئ مونږ مشر او رهبر نۀ لرو او له ما نه غو اړئ چې ستاسو لور ته درشم چې زما په وسيلې سره حق او هدايت باندې قائم شئ. زۀ خپل ورور او د ترۀ زوے چې زمونږ د خاندان د اطمينا وړ دے يعنې مسلم بن عقيل ستاسو لور ته درلېږم، نو هغۀ ما ته ليک وليکۀ چې ستاسو مشران او شرافمند کسان په ما باندې د نظر اتفاق لري په هم هغه ډول چې ستاسو استازيو وويل نو زۀ به ډېر زر ستاسو لور ته درشم.زما دې په خپل ځان باندې قسم وي هيڅ څوک د امامت او مشرتابۀ عهدېدار نۀ شي کېدې مګر دا حکومت يې د الهي کتاب په بنياد وي، عدل او انصاف جاري کړي، په حٍق دين باندې متدين وي، ځان د شريعت په حدود کښې وګڼي او له الهي حدودو څخه بهر نۀ شي. والسلام ))
د کوفې خلقو ته د امام حسېن (ع) دويم ليک
امام حسېن (ع) د حاجر له پړاؤ څخه د کوفې خلقو ته دا ليک ولېږۀ. د ليک وړونکے قېس بن مسهر صېداوي ؤ. کله چې دا ليک وليکلے شو دغه وخت امام ته د مسلم بن عقيل د شهادت خبر لا نۀ ؤ رسېدلے. سيدالشهداء (ع)په دې ليک کښې د خداے پاک له حمد او ثنا او په محمد و آل محمد باندې له درود نه پس وفرمايل: (( د مسلم ليک چې د خلقو د اتفاق او اتحاد او زما د حق د اخېستلو په اړه ؤ راورسېد او له پاک ربه غواړم چې زما کارونه دې په خېر سره ترسره شي او تاسو ته دې هم زيات اجر او جزا عنايت کړي. زۀ د نهې په ورځ د ذی الحجې په اتمه نېټه چې د ترويې له ورځ سره سمون خوري له مکې معظمې څخه راووتم او چې کله زما استازے تاسو ته در ورسېږي او د خپلو کارونو په ترسره کولو کښې کوشش وکړئ چې په هم دغو ورځو کښې له تاسو سره يو ځاے شم. والسلام ))
حبيب بن مظاهر(رض) ته د امام حسېن (ع) ليک
د حسېن بن علي لخوا فقيه کس حبيب بن مظاهر ته: (( اے حبيبه! تۀ له پېغمبراکرم (ص) سره زمونږ له نزدېکت نه خبريې او تۀ له نورو نه زيات مونږ پېژنې او غېرتي او ننګيالے کس يې. په مونږ باندې له خپل ځان څخه ډډه ونکړې. د خداے ګران رسول (ص) به درته د قيامت په ورځ اجر درکړي. والسلام))
د امام حسېن (ع) ليک د بصرې د خلقو په نوم
(( دخداے پاک له حمد و ثنا او د خداے په ګران رسول (ص) او د هغۀ په آل باندې له درود او سلام نه پس: بې له شکه چې خداے پاک حضرت محمد مصطفی (ص) په خپلو مخلوقاتو باندې غوره کړ او د هغۀ د پېغمبر په جوړولو سره مکرم وفرمايلو او د خپل رسالت په لوړې چاره يې فائز کړ. بيا يې هغه دخپل رحمت خوا ته وبالۀ په داسې حال کښې چې هغه حضرت د هغۀ بندګانو ته نصيحت او هدايت کړے ؤ او د هغه ذات پېغام يې خلقو ته رسولے ؤ. مونږ اهلبېت (ع) د هغۀ وارثان او ځاے ناستي يو او مونږ د هغه د خلافت لپاره له نورو نه زيات حقدار يو خو زمونږ د قوم خلق د پېغمبر اکرم (ص) د دې منصب په لړ کښې له مونږ څخه مخکې شول او مونږ په خلقو کښې د تفرقې او اختلاف له ويرې هغوي ومنل او خاموشي مو اختيار کړه، البته مونږه ښۀ پوهېږي چې دا منصب زمونږ د ولايت او سرپرستۍ مستحق دے. له دې نه مخکې هم خپل استازي د داسې يو مضمون لرونکي ليک سره ستاسو لور ته درلېږلے ؤ او اوس هم زۀ تاسو ته د خداے پاک د کتاب او د هغۀ د ګران رسول (ص) د سنتو په لور بلنه درکوم، ځکه چې سنت ختم شوے او بدعت يې ځاے نيولے دے. که تاسو زما خبرو ته پاملرنه وکړه نو زۀ به مو د نېغې لارې لور ته هدايت کړم. والسلام ))
هغه حضرت د كوفې په لور د تلو په مهال په بطن الرمه كښې خپلو اصحابو او ملګرو ته وينا وكړه چې يوه برخه يې داسى ده :
(( اے خلقو! ژوند يوازې د چينجي په څېر له ځانه د غوزې تاوول او يا يوازې خوړل او څښل نه دي، د يوه كس د شتون هدف يوازې د شهوت او هوس په لاس كښې بنديتوب نه دے. زما نيكۀ رسول الله مبارك راغے چې تاسو د ژوند په حقيقت پوهه كړي ، راغے چې تاسو له ذلت او بندونه وژغوري ، راغے چيگ تاسو ته ستاسو خپل ارزښت دروښيي چې حق وپيژنئ . اے خلقو ! تاسو دې غفلت او ګمراهۍ چرته بوتلئ ؟ دا چې تاسو يې لرئ ژوند نه دے بلكې فساد دے تاسو د يو بل هډوكي خورئ ، د يو بل وينه څښئ او د يو بل هستي او شتمنۍ ته په حسد او كينه ګورئ ، دغو درستو بدبختيو په تاسو باندې د ظلم لاس تپلے دے ، زۀ ځم چې د ظلم دا لاس مات كړم ، زۀ ځم چې ظلم نابود كړم ، تاسى ما ويروئ او وايئ چې زما وينه به توې شي ، تاسو ته دا پته نشته چې د يو مظلوم وينه به توې شى او يو داسې جوش به ومومى اويوه داسې څپه به پورته كړي چې ظالمان به له مېنځه يوسى ، دا زما لاره ده دا زما هدف دے څوک چې له ما سره دي را دې شى او څوک چې بله سودا لري لاړ دې شي خپل ژوند دې وكړي ))
په يو بل ځاے کښې يې داسې وفرمايل:
(( اّيا نه ګورئ چې په حق عمل نه كيږي ، له باطل څخه لاس نه اخېستل کيږي ، اوس بايد هر موْمن انسان چې د حق په لاره روان دے د خداے پاک په لاره تللو ته تيار وي زۀ له عزت سره مرګ سعادت او له ظالمانو سره ژوند ذلت ګڼم . ))
د زبالې په مقام خپلو خپلوانو او ورسره ملګروشويو بې شمېره کسانو ته د امام حسېن (ع) وېنا
داقافله روان وه او په مختلفو ځايونو کښې ورسره بې شمېره خلق په مختلفو نيتونو ملګري کېدل چې زياتره د غنيمت د مال حال او عهدو په لالچ کښې وو نو چې کله ځاے په ځاے امام حسېن (ع) ته د کوفې په لور لېږل شويو د خپلو استازيو لکه مسلم بن عقيل ، هانى بن عروه ، عبدالله بن يقطر او قيس بن مسهر د يو يو د شهادت خپر رارسېدۀ نو پوه شوچې اوس د قربانۍ وخت رارسېدونکے دے نو نۀ يې غوښتل چې ورسره په لارو کښې ملګري شوي کسان په دوکه او ناخبرۍ کښې وساتي او د هغي له ناخبرۍ نه ناوړه استفاده وکړي نو د زبالې په مقام يې ټول د قافلې خلق جمع کړل او ورته يې وفرمايل: (( اما بعد : پوهه شئ چې ډېر بد خبر مونږ ته رارسيدلے دے چې مسلم بن عقيل ، هانى بن عروه ، عبدالله بن يقطر او قيس بن مسهر شهيدان شوي دي ، كوفيانو له مونږ سره بى وفايى وكړه ، مونږ يې پرېښودلو ، نو له تاسو چې هر څوک واپس ګرځېدل غواړي نو لاړ دې شي هيڅ باک نشته ، له چا سره هيڅ تړون نلرم .))
له دغې وينا وروسته هغه ډېر شمېر خلق پا څېدل او ولاړل چې له حضرت امام حسين (ع) سره د شتمنيو او مال او يا عهدې لپاره ملګري شوي وو او هغه لږ كسان ورسره پاتې شول چې هغه حضرت يې ډېر ښۀ پيژندو او له دغو خبرو وروسته بيا قافله وخوځېده
د ذوالحشم غرۀ سره په نزدې سيمه کښې حر بن يزيد رياحي له يو زر فوځيانو سره د امام حسېن (ع) د قافلې لاره ونيوه چې دغلته امام د حر لښکريانو ته داسې وېنا وکړه:
(( اے خلقو تر څو چې ستاسو ليكونه ما ته نه وو رسيدلي او استازي مو نه وو راغلي ستاسو په لور را ونه خوزيدم ، په هغو ليكونو كښې تاسو په خپله ماته وليكل چې تاسو امام او پيشوا نه لرئ او له ما مو وغوښتل چې ستاسو په لور راشم ، تاسو سمې لارې ته هدايت كړم او كه په خپلو ژمنو او ليكونو ولاړ يئ نو اوس زۀ ستاسو په لور راغلے يم نو له دې اّمله ژمنه وکړئ چې ډاډمن شم ،كه مو داسې ونه كړل او زما له راتلو بيزاره شوي يئ نو هماغه ځاے ته به بيرته لاړ شم چې ترې راغلے يم .)) خو لښکريانو هيڅ ځواب ورنکړ. او حر ورته اجازه ورنکړه چې بېرته لاړشي او ورته وويل چې زۀ له ليکونو نۀ يم خبر او دا قافله د حر له لښکر سره سره مخ په وړاندې روانه شوه په لاره امام حسېن (ع) حر ته د پېغمبر اکرم (ص) حديثونه بيانول په خپرو خبرو کښې حر ورته وويل چې ما ته حکم شوے دے چې بيعت درنه واخلم نو زۀ درته خواست کوم چې بېعت وکړه او ځان له مرګ نه وساته. امام حسېن ورته په ځواب کښې وويل ايا ستا چاره به دې حد ته رسيږي چې له ما سره جنګ وکړې؟ او ايا تۀ ما له مرګ نه ويروې او څو شعرونه وويل چې ترجمه يې داسې ده: (( زه به د جنګ په لور ځم ، او مرګ چې له عزت سره وى او د اسلام په لاره كښې وى هيڅ شرم دے ، زۀ خپل ځان قربانوم ، زه ځم چې د دين د بقا لپاره وجنګېږم كه ژوندے پاتے شوم نو پښېمانه نه يم او كه ووژل شوم نو ما ته به بد رد نه ويل كيږي . )) حر چې د امام خبرې واورېدې نو له پاک خدايه يې دعا وغوښته چې د امام حسېن (ع) سره له جنګه يې وساتي
د کربلا په مېدان کښې له کوزېدو نه پس د امام حسېن (ع) دعا
(( خدايه پاکه! مونږ ستا د ګران پېغمبر كورنۍ يو ، مونږ يې مجبور كړي يو ، په مونږ يې لاره بنده کړې ده ، بنى اميه ؤ په مونږ ظلم وکړ ته مونږ په ظالمانو باندې كامياب كړې او زمونږ حق له هغو واخلې . )) د عاشورې په شپه يې ټول خپل خپلوان او ملګري راغونډ کړل او ورته يې داسې وفرمايل: (( تر ټولو غوره ثنا صفت د خداے پاک درګاه ه ته ليږم او په خوشحالۍ او سختۍ كښې د هغۀ شكر ګزار يم ، خدايه زۀ ستا شكر ادا كوم چې د رسالت په كور کښې دې ستر كړم او په دين كښې دې دانا او پوهه کړم او ماته دې د روښانه زړونو د ليدلو او اوريدلو قدرت راكړ بس مونږ له خپلو شكر كوونكو وګرځوه. اما بعد : ما له خپلو يارانو او ملګرو نه ښۀ او وفادار بل څوک نه دي ليدلي ، زۀ له خداوند متعاله غواړم چې تاسو ته اجر دركړي ، خو خوږو ملګرو بايد پوه شئ چې ګمان كوم زۀ به له دغه قوم سره ډېره سخته ورځ ولرم ، نو ځکه زۀ تاسو ته دا اجازه دركوم چې لاړ شئ ، تاسو ټول ازاد يئ او زما په اړه انديښمن مه كيږئ ما له تاسو خپل بيعت بيرته واخېست له دغې تورې شپې څخه په استفادې سره ځئ او خوارۀ وارۀ شئ او ما له دغې غړيدلې ډلې سره پرېږدئ ځکه چې دوي يوازې له ما سره كار لري . )) حضرت امام حسين عليه السلام له دغو خبرو وروسته ډيوه مړه كړه . ځکه هغه كسان چې غواړي خپل وطن او خپلو خپلوانو ته لاړ شي ، كوم شرم محسوس نه كړي او بل څوک يې ونه پېژني . دا دويم ځل ؤ چې حضرت امام حسېن د وفادارو مللګرو د موندلو لپاره هغوي كښېنول او د خپل برخليک فېصله يې هغوي ته پخپل لاس كښې وركړه . په وړومبي ځل يې هم په زباله نومې ځاے کښې داسې كړي وو چې هغه زيات شمېر كسان ترې بيل شول د مادي ګټو لپاره ورسره ملګري شوي وو او پاتې كسان ورسره كربلا ته راغلل. خو دلته د امام حسېن (ع) له وېنا نه وروسته وړومبې له اهلبېتو (ع) څخه يو يوکس پاڅېد او له امام سره يې تر اخېر وخته پورې د پاتې کېدو او وفادارۍ اعلان وکړ او بيا ورپسې يې اصحاب او ملګري يو يو پاڅېد او د خپلې وفادارۍ ژمنه يې ورسره وکړه او دغسې کربلا له راغليو کسانو څخه يو هم د تلو اراده ونکړه.
د عاشورې په شپه امام حسېن (ع) خور حضرت بي بي زېنب (ع) ته چې ژړېده داسې تسلي ورکړه
(( اے خورې ! تل خداے پاک په نظر كښې ساته ، خپل زړۀ ته د هغه په ذكر سره تسلي ورکړه او په دې پوه شه چې په ځکه هر ژوندے شے مري ، په اسمانونو كښې هم څوک ژوندي نه پاتې كيږي او بايد پوهه شي چې له رب العالمين نه بغېر چې په كائناتو کښې د هر څيز پيدا كوونکے دے ټول مري او كه هغه وغواړي څوک ژوندي كړي نو ژوندي كولې او كه مړ يې كړي نو مړ کولې يې شى ، زما مور پلار او ورور ټول له ما غوره وو خو اوس په مونږ کښې نشته بايد زۀ او هر مسلمان مړينه د ځان لپاره يوه لاره وګرځوو.))
د عاشورې په ورځ له جنګ نه مخکښې د دښمن لښکر ته د امام حسېن (ع) وېنا
حضرت امام حسين (ع) سپورشواو د ابن سعد د لښکريانو په مقابل كښې اودريد او په لوړ اواز سره يې وفرمايل : (( اے د عراق خلقو! اے د كوفې خلقو ! زما خبرې واورئ او په خپل كار كښې چې له ما سره مو جنګ دے بيړه مه كوئ كه مو د انصاف له لارې له ما سره چلند وكړ نو د سعادت او نېكمرغۍ لاره مو نيولې ده ، كه مو د انصاف لاره مخ ته ونه نيوله نو بيا هره هغه فېصله وكړئ چې له ماسره يې كول غواړئ ، زما نسب ووينئ چي زه څوک يم او د چا زوے يم ، آيا زما نيكۀ حضرت محمد( ص) زما او زما د ورور امام حسن (ع) په خقله نه وو فرمايلي چې مونږ د جنت د ځوانانو سرداران يو ، تاسو د دې ټولو خبرو تصديق د پيغمبر اكرم (ص) له اصحابو كولې شئ.))
چنګ ته د خپل زوے علي اکبر (ع) د لېږلو په وخت له خداے پاک سره د امام حسېن (ع) راز و نياز
حضرت امام حسين (ع) اّسمان ته مخ كړ او د خداے پاک په درګاه کښې يې عرض وکړ: (( خدايه ! ته ګواه اوسه په دې قوم باندې چې نن مو داسې ځوان مبارزې ته ورولېږۀ چې كله به ستا د رسول (ص) ليدلو ته تږے كېدم نو هغه ته به مې كتل . خدايه ! د زمكې بركتونه له دغو خلقو څخه واخلې په هغو كښې نفاق راولې ))
د خپلو اهلبېتو او اصحابو له شهادت نه پس او د حضرت علي اصغر له شهادت نه مخکښې د دښمن لښکر ته د امام حسېن (ع) وېنا
په اس سپور شو ، په سر يې قراّن كېښوده او د عمر بن سعد لښکر ته ورغے او داسې يې وفرمايل : (( اے خلقو ! زما او ستاسو په مېنځ كښې د خداے كتاب قراّن او زما نيكۀ شاهد دے . اے كوفيانو! د څه لپاره تاسو زما وينه حلاله كړه ، ايا زۀ د پېغمبر د لور زوے نه يم ؟ اّيا حضرت محمد (ص) نه وو فرمايلي چي حسن او حسين د جنت د ځوانانو سرداران دى ؟ ايا څوک شته چې د رسول اکرم (ص) د حرم دفاع وكړي ؟ ايا څوک شته چې د خدای د رضا په خاطر زما په ننګه راشى ؟ ))
د ماشوم حضرت علي اصغر (ع) له شهادت نه وروسته د امام حسېن (ع) فرياد
(( اے خدايه ! ته قضاوت وكړه زما او د هغه قوم په مېنځ كښې چې زۀ يې راوبللم او اوس يې مونږ ټول ووژلو . حضرت امام حسين (ع) له ذوالجناح كوز شو په ذوالفقار سره يې د شپږو مياشتو شهيد ته وړوکے قبر وكنستو او دغه ماشوم يې ښخ کړو. ))
په اخېر کښې جنګ ته له تلو نه مخکښې خپلې خور بي بي زېنب (ع) ته چې ژړېده د امام حسېن (ع) نصيحت
خپلې مشرې خور زېنب ته يې وفرمايل : (( خورې غم او مصيبت ډېر زر تېريږي ، له هرې تيارې وروسته رڼا ضرور راځي ، صبر وكړه، خداے پاک صابران خوښوي ،تاته وصيت كوم چې په مشكلاتو كښې صابره اوسه.))
د دښمن له لښکر سره په خپله له جنګېدو نه مخکښې د اتمام حجت په توګه هغوي ته يو ځل بيا د امام حسېن (ع) وېنا
(( اے خلقو! ايا ما پېژنئ ؟ ځواب يې ورکړ: هو تا پېژنو . حضرت امام حسېن (ع) وفرمايل اّيا تاسو پوهېږئ چې زما مور فاطمه الزهرا د رسول الله (ص) لور ده ؟؟ په ځواب کښې ورته وويل شول هو پوهېږو. حضرت امام حسېن (ع) وفرمايل : اّيا تاسو ته پته ده چې على (ع) زما پلار دے ؟؟ هغوي ورته ځواب وركړ چې هو . حضرت امام حسين (ع) بيا پوښتنه وكړه چې ايا تاسو ته پته ده چې دا توره چې له ماسره ده د رسول الله توره ده او دا عمامه هم د هغه حضرت ده ؟ )) په ځواب كښې ورته وويل شول هو پوهيږو خو له تا لاس اخېستونكي نه يو تر څو د يزيد او ابن زياد بيعت دې نۀ وې کړے. هغه حضرت په هغوي ته په بيا بيا وېنا کولو سره غوښتل چې په هغوي باندې ښۀ اتمام حجت وكړي چې راتلونكے نسل او تاريخ په خپله قضاوت وكړى چيگ هيڅ ابهام او شک پكښې پاتې نه شى .
د شهادت په وخت د امام حسېن (ع) مناجات
)) اے خدايه! چې مقام دې ډېر لوړ، غضب دې سخت، طاقت دې له هر طاقت نه اوچت دے تۀ له خپلو مخلوفاتو څخه مستغني يې او په کبرباتوب او عظمت کښې هر اړخيزه يې. په هغه څه چې وغواړې توانمن يې، رحمت دې بندګانو ته نزدې ، وعده دې رښتونې، نعمت دې د هر چا په برخه، او امتحان دې ښکلے دے او هغو بندګانو ته چې دې نمانځي نزدې يې او په هغه څه باندې چې دې پېدا کړي دي احاطه لرې او هر څوک چې د توبې له وره راشي قبلوې يې، د هر هغه څيز چې اراده وکړې ورباندې توانمن يې، هغه څوک چې غواړې توانائي يې درک کړه، د هغه چا چې ستا شکر ګزاري کوي شکر ګزار يې، چې تا يادوي د هغو يادوونکے يې. زۀ تا نمانځم چې تا ته اړتيا لرم، او تا ته مخه کوم چې ستا په مخکښې بې وسه يم، په وېرې سره ستاپه درګاه کښې زاري کوم ، په غم سره دې په درګاه کښې ژاړم، له تا څخه مدد غواړم چې ناتوان يم، خپل ځان تا ته سپارم چې تۀ راته بس يې. اے خدايه! زمونږ او زمونږ د قوم ترمېنځ فېصله وکړې چې دوي د مکر او فرېب لاره غوره کړه او زمونږ له ملګرتيا نه يې لاس واخېست او مونږ چې ستا د ګران پېغمبر او حبيب حضرت محمد مصطفي (ص) اولاد يو قتل کړو هغه پېغمبر چې خپل رسالت ته دې غواره کړ او د خپلې وحي امين دې کړو. اے خدايه ! اے له ټولو نه زيات مهربانه! په حوادثو کښې راباندې پراختيا او راته په راپېښو چارو کښې ژغورنه نصيب کړې. ستا د قضا او قدر په وړاندې زغم او صبر لرونکے يم، تۀ هغه پالونکے يې چې بې له تا نه بل خداے نشته، اے د فرياد کوونکو فرياد اورېدونکيه چې زما لپاره بل پالونکے او د عبادت لائق ذات نشته، ستا په حکم او تقدير باندې صابر او زغمجن يم . اے د هغه چا فرياد اورېدونکيه چې فرياد اورېدونکے نۀ لري تۀ تل ژوندے يې او هيڅ کله پايان نه لرې، اے د مړو راژوندي کوونکيه، اے هغه خدايه چې هر کس په خپلو اعمالو سره تلې زما او د دې خلقو ترمېنځ فېصله وکړه چې تۀ تر ټولو غوره فېصله کوونکے يې.(( او دلته امام مخ په خاورو کېښود او د خداے په درګاه کښې يې عرض وکړ: ))بِسْمِ ا للّه وَبِاللّه وَفِى سَبيلِ اللّه وَعَلى مِلَّةِ رَسُولِ اللّه(( او شهيد شو
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
7:7 |
دحضرت امام حسېن (ع) شهادت او انبياء کرام (ع)
سيد وهاب حسېن وهاب – مشهد مقدس
په امام حسېن (ع) باندې د حضرت آدم (ع) ژړا په بحارالانوار کتاب کښې د سورۀ بقره د ٣٥ ايت مبارک ((فتلقی آدم من ربه کلمات فتاب عليه أنه هو التواب الرحيم.)) په تفسير کښې راغلي دي چې کله خداے پاک وغوښتل چې دحضرت آدم توبه قبوله کړي نو حضرت جبرائيل (ع) حضرت آدم (ع) ته وويل خداے ته په هغوپاکو پنځو نومونو چې عرش بناندې ليکلې شوي دي قسم ورکړه چې خداے مهربان ستا توبه قبوله کړي نو حضرت آدم (ع) وويل يا حميد و بحق محمد يا عالیُ بحق علی يافاطرُ بحق فاطمه يا محسن بحق الحسن ولحسين ومنکۀ الاحسان . چې کله حضرت آدم عليه السلام په پنځم نوم راغے چې دحضرت امام حسين عليه السلام نوم دے نو زړۀ يې غمجن شو او له سترګويې اوښکې جاری شوې ، له حضرت جبرائيل عليه السلام نه يې تپوس وکړو ، دا څه وجه ده چې کله په پنځم نوم يعنې د امام حسين عليه السلام په نوم راغلم نو زړۀ مې غمجن شو او له سترګو مې اوښکې جاری شوې؟ جبرئيل (ع) ورته وويل امام حسين (ع) به ستا په اولاد کښې راځی چې په ډېر مصيبت او مظلومۍ کښې به مبتلا شی . چه له الست نه تر قيامته پورې به ټول مصيبتونه د دۀ د مصيبت په مقابل کښې هيڅ نه وي . حضرت آدم عليه السلام وويل دا څه مصيبت دے؟ جبرئيل وويل چې امام حسين (ع) به په داسې حال کښې شهيد شی چې اوږے او تږے او مسافر بی کسه يک تنها او بې ياره او بې مددګاره به وي . اے آدمه! کاش که تا حسېن (ع) په داسې حال کښې ليدلے وے ، په هغه حال چې وائي اعطشاه !و اقله ناصراه ! د هغه حضرت حال دې حد ته رسيږي چې د مصيبتونو اُور د ده او د آسمان په منځ کښې وي او يو ګرد يو غبار ليدئے شی نور هيڅ نه وی . سر مبارک به د دغه بزرګوار د څټ طرف نه جدا کيږي او دښمنان به د هغه مال او اموال لوټ کړي ،د هغۀ او د هغۀ د يارانو سرونه به په ښار ښار کښې وګرځوي او خپله پاکه کورنۍ به هم ورسره وي . په امام حسېن (ع) باندې د حضرت نوح (ع) ژړا په بحارالانوار کښې روايت راغلے دے چې کله حضرت نوح عليه السلام په کشتۍ ً کښې سپور شو او په دنيا کښې ګرځېدو نو کله چې د کربلا په زمکې راغے نو کشتۍ ولړزېده او اودرېده نو حضرت نوح عليه السلام ته د غرق کېدو ويره پېدا شوه نو وې ويل:يا پرودګاره زۀ په ټوله دنيا کښې وګرځېدم په هيڅ ځاےکښې په ما باندې داسې حال ندے راغلے او داسې بل ځاے مې و نۀ ليدو لکه په دې ځاے کښې ځې وويرېدم. په همدغه وخت کښې جبرئيل (ع) نازل شو او ورته يې وويل: دا هغه ځاے دے چې د خاتم الانبياء (ص) فرزند به پکښې شهيد کيږي ، حضرت نوح (ع) وويل قاتل به يې څوک وي؟ جبرئيل (ع) وويل قاتل به د دغه بزرګوار داسې سے کس وي چې د اوۀ اسمانونو او زمکو مخلوقات ټول به پرې لعنت کوي. بيا ورته حضرت جبرائيل (ع) د کربلا ټوله غميزه بيان کړه او حضرت نوح (ع) ښه وژړل. په امام حسېن (ع) باندې د حضرت ابراهيم (ع) ژړا او په قاتل باندې يې لعنت په همدی بحارالانوار کښې روايت کوی ، حضرت ابراهيم عليه السلام چې کله د کربلا په زمکه راغے او د امام حسېن (ع) قتلګاه ته ورسېد نو د حضرت ابراهيم اس په لړزاشو او حضرت ابرهيم له آس نه په زمکه پرېوت او سر يې زخمی شو او وينی ترې نه جاري شوې او په استغفار يې شروع وکړه او وې ويل يا پروردګارا آيا ما نه څه ګناه شوې ده؟ په همدې وخت کښې جبرئيل (ع) نازل شو او وې ويل له تا نه ګناه نۀ ده شوې بلکې د انبياؤ د خاتم (ص) بچے به په دې ځاے کښې شهيد کيږي له هم دې سببه ستا وينه جاری شوه حضرت ابراهيم عليه السلام وويل: د هغۀ قاتل څوک دے؟ جبرئيل (ع) وويل قاتل د هغۀ هغه کس دے چې د آسمان و زمکې مخلوقات به په هغۀ لعنت کوی. په امام حسېن (ع) باندې د حضرت زکريا (ع) ژړا په کتاب احتجاج کښې له سعد بن عبد الله نه روايت نقل شوے دے چې وائي په هغه وخت کښې چې حضرت امام مهدي (ع) لاوړوکے ؤ ما ترې د قران مجيد د ((کهيعص)) ايت د تفسير په باره کښې تپوس وکړ نوهغه حضرت وفرمايل چې دا حرفونه غائب دي چې خدائے تعالی يې حضرت زکريا عليه السلام ته خبر ورکړے ؤ او له هغه بزرګوار نه ورسته يې د اسلام پېغمبر عظيم الشأن صلی الله عليه وآله وسلم ته خبر ورکړ . او اعلان دا ؤ چې حضرت زکريا عليه السلام خدائے نه و غوښتل او تقاضا يې وکړه چې د آل عبا ( اهلبېتو ) عليهم السلام مقدس نومونو تعليم راته راکړه چې کله په ما باندې مصيبت او پرېشانی راشي نو زۀ به دوي ته پناه يوسم او د دوي له خاطره به زۀ په امان کښې شم _ نو جبرئيل (ع) نازل شو او د آل عبا (اهلبېتو) مبارک نومونه يې حضرت زکريا (ع) ته تعليم کړل کله چې حضرت زکريا د دغو مقدسو نومونو ذکر شروع کړ او چې کله يې د حضرت محمد(ص) حضرت امام علی (ع) حضرت فاطمې (ع) او امام حسن ذکر کړل غم و پريشانی يې برطرف شوه نو خوشحال شو ولې چې کله يې د امام حسين عليه السلام نوم ذکر کړو غمجن، ژړا غونے شو او بی طاقته شو د خپل ځان کنټرول يې له ﻻس ورکړو اوتوان يې نۀ ؤ چې ژاړا له ځان نه لرې کړي. يوه ورځ يې له خداے پاک سره مناجات کول نو عرض يې وکړ اے پاکه خدايه! دا څه راز دے چې دا څلور نومونه په ژبه واخلم نو خوشحال شم او غم و خفګان مې برطرف شی ولې پنځم نوم يعنی د امام حسين عليه السلام نوم چې ياد کړم نو غم و مصيبت راباندې نازل شي ژړا را شي او نشم کولې چې ځان له ژړا نه وساتم نو خداے پاک ورته د امام حسېن (ع) شهادت او مظلوميت بيان کړ او حضرت زکريا (ع) به يې د((کهــــــــــيـــــعــــــــص )) راز په دا ډول وښود ک: اشاره ده د (( کربلا )) نوم ته هــ: اشاره ده هلاکت ( قتلېدل ) د پاکو اهلبېتو ياء : اشاره ده يزيد ته چې د دوي قاتل دے ع: اشاره ده د دغو پاکانو (( عطش )) يعنې تندې ته ص: اشاره ده په مصيبتونو باندې د دوي صبر ته کله چې حضرت زکريا(ع) ته د دې واقعې علم حاصل شو نو درې ورځې له خپل جومات نه اونه وتۀ او څوک يې ځان ته نزدې نۀ پرېښودل او د امام حسين عليه السلام په غم کښې يې مرثيې ، عزاداری و ژړا شروع کړه – نو په دغه وخت کښې زکريا (ع) دعا وکړه چې اے پروردګارا ! په د ې وخت زړبوډۍ کښې ما ته يو زوئےعطا کړه چې زما سترګې په هغۀ باندې روښانه شي _چې کله دې ما ته داسې زوے راکړ نو زما په زړه کښې له دغه زوے سره زما دومره زياد محبت واچوه چې زما زړۀ د دۀ په مصيبت کښې داسې وسوزي لکه څنګه چې ستا د حبيب حضرت محمد (ص) زړۀ د خپل زوے حسين (ع) په مصيبت کښې سوزی نو خداے پاک حضرت يحيی (ع) حضرت زکريا(ع) ته عطا کړ او حضرت يحيی (ع) هم د امام حسين (ع) په شان په شهادت ورسيد _ حضرت يحيی شپيږ مياشتې د مور په رحم کښې ؤ _ او حضرت امام حسين عليه السلام هم شپيږ مياشتے د مور په رحم کښې ؤ. په يزيد باندې د حضرت موسي (ع) لعنت د بحاراﻻنوار په ٤٤ ټوک کښې روايت راغلے دے چې څه حضرت موسی عليه السلام سره د حضرت يوشع بن نون (ع) د کربلا په زمکه تېرېدل نود حضرت موسی د څپلۍ بند وشليد او ازغيو سره يې پښې زخمې شوې او وينه ترې جاری شوه نو حضرت موسی (ع) عرض وکړ اے پروردګارا! مګر ما نه څه ګناه شوې ده چې په دې مصيبت ګرفتار شوم خطاب ورته وشوچې اے موسی! په دې ځاے کښې به د حضرت امام حسين عليه السلام وينه تويږي ځکه ستا وينه د هغه حضرت د وينې له خاطره جاری شوه موسی(ع) وويل حسېن (ع) څوک دے؟ جواب ورته ورکړې شو حسين (ع) د حضرت محمد مصطفی(ص) او د حضرت علی مرتضی (ع) فرزند دے _ موسی وويل د دۀ قاتل څوک دے _ وحی نازله شوه قاتل د ده هغه کس دے چې په دريابونو کښې ورباندې ماهيان صحراګانو کښې ورباندې حېوانات او په هوا کښې ورباندې مارغان لعنت وائي نو حضرت موسی عليه السلام هم په يزيد باندے لعنت وکړو په حسنېنو عليهم السلام باندې د پېغمبراکرم (ص) او جبرائيل (ع) ژړا په منتهی اﻻمال کښې راغلي دي چي يو ځل چې د اختر ورځ وه حسنين عليهم السلام پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم ته راغلل او د اختر لپاره يې ترې نه نوې جامې وغوښتې جبرائيل (ع)دواړو ته دوه جوړې سپينې جامې راوړې حسنينو(ع) چې دا جامې وليدې نو نيکۀ نه يې د رنګينو جامو خواهش وکړو پېغمبرد خداے طشت (د اوبو لوښې) وغوښت جبرئيل (ع) پکښې اوبۀ واچولې او جامې يې په هغو اوبو کښې واچولې د يوې جوړې رنګ شين او د بلې رنګ سور شو او له حسنينو (ع) يې پوښتنه وکړه چې کوم رنګونه يې خوښ دي نو حضرت امام حسن (ع) شين رنګ خوښ کړ او حضرت امام حسين (ع) سور رنګ خوښ کړو همدا وخت ؤ چې حضرت جبرئيل (ع) وژړېدو او رسول اکرم(ص) ته يې د دواړو د شهادت حال ووايۀ چې امام حسن (ع) به په زهرو سره شهيد شی او بدن به يې شين شي او امام حسين (ع) به په تورو، نېزو او غشو سره په خپلو وينو کښې ډوب شي. او رسول الله (ص) هم ډېر وژړل.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:59 |
د حضرت امام حسين عليه السلام شهادت اوحكومت ا لهيه
ليک :مولانا عبدالقادر ګدوند زمكې په مخ چې بنى نوع انسان د ډير كشمكش او محنت نه پس د ژوند كومې مرحلې ليدلي دی د هغې نه معلوميږي چې د دۀ په ژوند كښې هميشه دوه طاقته يو تر بل سره تل امبړ چمبړ پاتې شوي دي ـ يو طاقت دے مادی او بل طاقت دے روحانی ـ د دواړو طاقتونو وجود د ژوند د تنوع او ارتقاء د پاره لازم دے _ خو ډېر عجيبه واقعات او نتائج هله پيدا كيږی چې د دې دواړو سخته مقابله راشی او يو په بل د غلبې موندلو كوشش كوی ـ په دې كشمكش كښې هميشه يو طرف ته زور وی او بل طرف ته کمزور يعنې يو طرف ته ظالم وي او بل طرف ته مظلوم، يو طرف ته حق وی او بل طرف ته باطل، اكثر داسې شوي دی چې د زورَور طرف د باطل جنبه وی او هغه ظاهرًا مغلوب طرف، حقيقتًا د ريښتياؤ لپاره وي ـ د حق او باطل دا كشمكش د بابا آّدم عليه السلام له دور نه د هغۀ د زامنو هابيل (ع) او قابيل ترمېځ له کشمکش نه شروع شوے دے او تر څو چې دا دنياګۍ قائمه وي نو دا کشمش به په څه نه څه رنګ كښې ليدې شي ـ فتح هميشه حق كړې ده، خو له ډيرې لوئې او زبردستې قرباني نه پس ـ معلومه خبره دا ده چې دغه اصول د بنيادم په ژوند كښې هميشه كارګر پاتې شوي دي ـ او اوس به هم د دنيا د دې خسته حال د سمولو باعثه هم دغه اصول ګرځي ـ د د نيا په دې اوږد تاريخ كښې د حق او باطل د جنګ واقعه ډيره اوږده ده ـ خو د دې نه هيڅوک انكار نه شي كولې چې د حق په مرسته كښې د ټولو نه لويه قربانی حضرت امام حسېن (ع) كړې ده ـ او هر چرې چې په دنيا كښې ظلمت ، جهالت ، نفس پرستی ، ماديت او خود غرضی غلبه بياموندې ده نو الله تعالى هغه د امام حسين (ع) د قربانۍ په مثال د عمل كوونكو د لاسه لرې كړې ده ـ امام حسېن عليه السلام د اسلام د بانی حضرت محمدمصطفی(ص) نمسے ؤ _ او داسې نمسے ؤ چې چا باندې هغوي (پېغمبراکرم) ډېر مئين وو ـ د جنت د مېرمنې حضرت فاطمه الزهرا كشرے زوے د داسې صفتونو مالک ؤ چې نه پرې د هغۀ نه پس څوک موصوف شوي دی او نه به پرې په آئنده کښې شی ـ د فكر مقام دے چې حضرت امام حسېن عليه السلام سره د شپيتو كالو تجربې او دلخراشو واقعاتو چې په هغې كښې د هغوی د والد بزرګوار حضرت امام علی عليه السلام) او مشر ورور حضرت امام حسن عليه السلام بې ګناه شهادت شامل دے _ بيا هم د هغې ظالمانو د حكم چې كوم هغه خلاف شرع ګڼۀ هغه مخالفت كوي او داسې مخالفت چې په هغې كښې نه صرف پخپله دې بلكې ډېر لوږې تندې وهلی اهلبيت (ع) په خاورو كښې لوغړيږي ډېر كم خلق د اصلی واقعاتو نه خبر دی او ډېر كم خلق داسې دي چې هغوی د دې واقعې نتائجو ته د تاريخی نكته نګاه نه علاوه په بل نظر كتلي دي ـ تفصيلي واقعات به يې پريږدو خو يو څو داسې اصولي نتائج چې كوم لازمًا له دې واقعې نه مرتب كيږی د هغې ذكر به بې ځايه نه وي ـ د حضرت امام حسېن شهادت د دنياوي جاه طلبۍ نتيجه نه وه او نه د يو ضدي سردار اقدام ؤ چې په كوم كښې هغه ماتې اوكړه بلکې نن زمونږ همدردۍ د هغې واقعې سره صرف په دې وجه دي چې هغه کس كوم چې د رسول اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د ځيګر ټوټه وه ( او مقصد يې د انسانيت او بالخصوص د خپل نيکۀ د امت اصلاح او هدايت ؤ ) او له هغۀ سره داسې ظلم او زياتے شوے ؤ چې د هغې په ذكر او ياد سره د هر چا له سترګو نه اوښكې بهيږی _ په دې كښې شک نشته چې د ظلم داستانونه د دنيا په تاريخ كښې نور هم شته ليكن د امام حسېن (ع) شهادت د انسانی شرافت او ارتقاء يو بې نظير مثال دے _ د انفرادی او اجتماعی ژوند د يو بهترين اصول بيان دے _ او د انسان د حيوانيت د غلبې نه د بچ كولو اقدام دے _ لنډه دا ده چې د امام حسېن (ع) شهادت د حكومت ا لهيه اعلان دے په دې حكومت كښې د امام حسين (ع) جنډه به تل د خلقو د پاره مشعل هدايت وي او هر چرته چې د حق او د حريت په لاره كښې د بنده ګانو حالت خرابيږی نو د هغۀ مثال به د هغوی د پاره د ثبات او استقلال نښه وی ـ په دنيا كښې فقط يو څيز داسې دے چې هغه بې بدله او بې بها او مطلق (ښه) دے د دې مطلق (ښه) څيز مثال صرف حق دے. او هر كله چې دا مطلق (ښه) د دنيا د ماده پرست ظالمو او نااهلو خلقو له لاسه نقصان بيامومي نو الله تعالى په خپلو بندګانو كښې يوه داسې برګزيده هستی پيدا كړي چې هغه په خپلو وينو سره د هغې (ښه) د حق والی ثبوت پېش كړي. د داسې خلقو سردار همېشه امام حسېن وی . دا حق بنده ګان ، بېشكه چې بې انتها ظلمونه خو وزغمی ليكن د هغې نتيجه د انسانيت او حكومت ا لهيه او د تمام اخلاق حسنه يعنې د هغه مطلق (ښه) د ورکېدو نه د بچ كېدو سبب وګرځی. د خلافت راشده (يعنې څلورو خليفه ګانو) دور تېريږی او د ملوكيت يا د مجازی حكومت دور شروع كيږی او بيا د بادشاهيت او ملوکيت په دغه لړۍ کښې په ځاې د خليفه يو داسې سړے بادشاه كيږی چې هغه د خپل دولت او مادی طاقت په زور خلق په دې مجبوروي چې هغه دې د نبوی خلافت اهل وګڼلے شي. او دغه شان څوک د ويرې څوک د طمعې هغه خليفه منی ځينې خلق داسې هم شته چې هغوی په هيڅ شكل دې نه شي منلې نو په هغوی باندې دبكې او دړكې كيږي هغوی ته طمعې وركيږی او په هر چل له هغوی نه د دې لفظ وېستل غواړی چې فلانے د رسول مقبول (ص) د خلافت اهل دے يعنې بيعت (ووټ) غواړي. نو له امام حسېن (ع) نه چې د على مرتضى، فاطمه الزهراء عليهم السلام او د رسول اكرم صلی الله عليه و آله وسلم له وينې څخه دے څنګه توقع لرلې شو چې هغه باطل ته حق ووائی ـ له مدينې نه مكې ته له مكې نه عراق ته او بيا له هغه ځاے نه كوفې ته په تلو مجبوره شو _ يو طرف ته د زورَور دښمن د باطلې دعوې منلو نه انكار بل طرف ته ترکِ وطن يا هجرت او ورسره په دې يقين سره چې دښمن به په هره ممكنه طريقه دې مجبوروی چې بيعت وكړي خو بيا هم امام حسېن (ع) سره له يو موټي سړو د كربلا په مېدان اخری امتحان وركوي ـ په دې لښكر كښې د رسول الله (ص) د محبوبې لور د اهلبيتو پرده دارې زنانه او ماشومان او يو څو نور ملګری دی (په تاريخ کښې 72 کسان بيان شوی دی) په دوی باندې د يزيد د لښکر له طرفه اوبۀ بنديږی ماشومان له تندې نه لتې ټكوي ، امام حسېن (ع) ته بيا بيا د دښمن لخوا مشوره وركړې کيږی چې دې خپل خيال بدل كړه مګر هغه ته هر څه ښكاری خپل انجام او د خپل اولاد انجام،ولې حق د امام حسېن (ع) په وينه كښې اغږل شوے دے ماشومان بچي په خاورو كښې ليټ په ليټ لوغړيږي _ د رسول اكرم د اهلبېتو پاکلمنې مېرمنې چغې او سورې وهی، ماشومان په وينو لړلي د ميندو غيږو نه وروړې شي _ هغوي هلته ساه وركوي او امام حسېن ولاړ دے او دا هر څه ګوري _ اّخر دا چې پخپله توره را واخلي او چې ميدان ته راوځي نو د دښمن ټول لښكر اُورَپِيږي چې دې څوک دے د رسول اكرم د ځيګر هغه ټوټه ده چې د هغه د اوږو د پاسه يې لوبې كړي دي او پېغمبر فرمايلي وو چې(( زۀ له حسېن څخه يم او حسېن له ما څخه دے)) خپله توره اوخوزوي د دښمن په صفونو كښې ډېر خلق ويره واخلي او داسې معلوميږي چې لكه يو قيامت دے چې په دغه ميدان نازليدونكې دے _ يوامام حسېن يوه يې توره په زرګونو لښكر. اّخردا چې د ډيرو زخمونو په وجه سره مظلوم حسېن (ع) د اس (ذولجناح) نه راغورځيږي _ او د هغې نه پس د هغه سر له تنې يليږي او په نيزه سورولې شي _ او د رسول اهل بېت قيديان ورپسې په ژړا انګولا روانولې شي _ د دې نه زيات درد ناک منظر د انسان په تاريخ كښې نه دے تېر شوې _ باري تعالى دا هر څه ليدل _ ولې د هغه حكمت باندې انسان نه پوهيږي د هغه په نزد د حق يا مطلق ښه دا اعلان د فاطمې د زړه د ټوټې د شهادت په وينو سره ليكلې وو _ او دا چې حكومت ا لهيه به د دې خاورو او وينو نه ككړ سر په بركت دنيا كښې يو ابدي ژوند مومي _ د امام حسېن شهادت د حق او حكم ا لهى د قايمولو په دې دنيا كښې يو داسې مثال دے چې تل به ترې مظلومان د حق لارې د تلو او د حريت سبق اخلي او دا به يې ايمان وي چې : وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ ترجمه _ او كوم خلق چې د خدےپاک په لارې كښې قتل شي هغو ته مړه مه وائئ _ بلكې هغه زنده دي او تاسو ته ( د هغوئ د زندګۍ ) شعور نشته. سوره البقره اّيت (154) وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (ال عمران ايت 169) ( له (( تل افغان )) وېبپاڼې نه په مننه ) + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:56 |
د کوفې خلقو ته د امام زېن العابدين وېنا
چې کله د خداے د ګران رسول (ص) د کورنۍ د اسيرانو کاروان کوفې ته ورسېد نو حضرت بي بي زېنب، ام کلثوم او فاطمه بنت امام حسېن (ع) خلقو ته وېناګانې وکړې او د اموي حکومت له ظلمونو او جرمونو څخه يې پرده اوچته کړه نو د خلقو د ژړا ګانو چغې اوچتې شوې نو بس دغه وخت حضرت امام زېن العابدين (ع) پاڅېد او خلقو ته يې د خاموشۍ اشاره وکړه بيا يې د خداے پاک حمد او ثنا بيان کړه او د هغۀ په ګران رسول (ص) يې درود ولېږۀ او وې فرمايل: (( اے خلقو١ هر څوک چې ما پېژني نو پوهېږي چې زۀ څوک يم او هر څوک چې ما نۀ پېژني نو هغوي ته ځان معرفي کوم. زۀ علي بن حسېن بن علي بن ابي طالب يم. د هغه چا زوے يم چې د هغۀ حرمت مات کړے شو، نعمتونه يې واخېستل شول، مالونه يې تالا ترغه او وولوټلې شول او د کورنۍ خلق يې اسيران کړې شول، زۀ د هغه چا زوے يم چې د فرات د سيند په غاړه بې له دې چې څوک بل څوک وژل شوے وي ووژل شو، زۀ د هغه چا زوے يم چې په ظلم او ستم سره ووژل شو او دا وياړ او فخر زمونږ لپاره کافي دے. اے خلقو! تاسو ته په خداے پاک قسم ، ايا پوهيږئ چې زما پلار ته مو ليکونه وليکل او چې کله ستاسو لور ته راغے نو ورسره مو مکر او فرېب وکړ او هغه مو قتل کړو؟ اے خلقو تاسو هلاک شئ په دغو ذخيرو سره د خپل اخرت لپاره مو ولېږلې. څومره ناوړه او ناخوښه فکر لرئ، څه ډول مو دا مخ پرېښودے دے چې د خداے ګران رسول (ص) ته سترګې وغړوئ کله چې تاسو ته ووائي: (( زما بچي مو ووژل او زما د حرمت سپکاوے مو وکړو، تاسو زما امتيان نۀ يئ)) دلته له هرې خوا نه د خلقو د ژړا اوازونه اوچت شول او ځينو ځينو ته وويل: ((په ځان پوه نۀ شوئ او هلاک شوئ)) امام زېن العابدين (ع) وفرمايل: (( د هغه کس دې د خداے پاک رحمت په برخه وي څوک چې زما نصيحت ومني او د خداے پاک او د پوهانو کسانو په لاره کښې زما د وصيت خيال وساتي. ځکه چې له مونږ څخه پېروي د خداے له ګران رسول (ص) څخه پېروي ده )) ټولو خلقو په يو اواز وويل: (( اے د پېغمبر فرزنده! مونږ ټول ستا حکم ته غوږ غوږ يو او ستا اطاعت کوونکي او ستا لوظ او قول ساتونکي يو او هيڅ کله به درنه مخ ونۀ ړوو، هر څه حکم چې کوې مونږ به يې منو، له هر چا سره چې جنګېږې مونږ ورسره جنګېږو او له چا سره چې دوستي کوې مونږ به ورسره دوستي کوو له يزيد څه د وينې انتقام واخلو او چا چا چې درسره ظلم وکړو له هغوي څخه د بېزارۍ اعلان وکړو)) امام وفرمايل: (( افسوس ، افسوس، اے غدارانو او فرېبجنو! چې بې له مکر او فرېب نه بل خوي نه لرئ. ايا غواړئ هغه څه چې زما له پلار سره مو وکړل له ما سره يې هم وکړئ؟ په خداے قسم چې ناممکنه ده ځکه چې هغه زخمونه چې زما د پلار د شهادت په وجه زما په زړۀ لګېدلي دي له نه دي ښۀ شوي. د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفي (ص) ، د پلار او وروڼو مصيبتونه مې لا نۀ دي هېر شوي او د هغو ترخوالے مې لا له خولې نه نۀ دے تلے، سينه او مرۍ مې خفه شوې او زړۀ مې له غم او درد نه لا ډک دے. له تاسو نه غواړم چې مۀ له مونږ سره ملګرتيا کوئ او مۀ راسره جنګېږئ )) امام زېن العابدين (ع) له دې وروسته داسې څو شعرونه وويل: (( کۀ امام حسېن (ع) قتل شو نو څه عجيبه خبره نۀ ده ځکه چې د هغۀ پلار امام علي بن ابيطالب چې له هغۀ نه بهتر ؤ هم قتل شو. نو اے د کوفې خلقو بس نو په هغو مصيبتونو چې مو امام حسېن (ع) ته ورسول مۀ خوشحالېږئ ځکه چې د هغۀ مصيبت له ټولو مصيبتونو نه لوے مصيبت ؤ، هغه حسېن (ع) چې د فرات سيند په غاړه قتل شو، زما ځان دې له هغۀ نه قربان شي. بې له شکه چې د هغۀ قاتلان به د جهنم اور ته داخل شي. )) بيا يې وفرمايل: (( زۀ په دې راضي يم چې مۀ له ما سره ملګرتيا وکړئ او مۀ مې قتل ته ملا وتړئ. ))
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:42 |
د بی بی زېنب (ع) وېنا(د يزيد په دربار کښې)
د کربلا له غمېزې نه پس نورو غمېزو ته يوه ځغلنده کتنهکاش چې په کربلا کښې د حضرت امام حسېن (ع) او د پېغبراکرم (ص) د خاندان د نورو کسانو او د هغوی د ملګرو له قتل عام سره د رسول الله (ص) په خاندان باندې د يزيدی لښکر ظلم ختم شوے وې خو نه تاريخونه ليکی چې د اهلبېتو (ع) او د هغوی د ملګرو له شهيدولو ،د اسونو په ځغلولو سره د هغوی د پاکو بدنونو له پائمالولو او د خېمو له لوټلو او سېزلو نه پس د يزيدی لښکر ستر قوماندان عمر سعد حکم ورکړ چې نورو ټولو بدنونو نه هم سرونه پرې کړئ. بيا يې سرونه په نېزو و خېژول او له شمر بن ذی الجوشن، قېس بن اشعث او عمرو بن حجاج سره يې کوفې ته ولېږل چې د کوفې له حاکم عبېدالله بن زياد نه انعامونه تر لاسه کړی نو په دې وجه په يزيدی لښکر کښې ګډون کوونکو قبيلو هغه سرونه په خپلو کښې ووېشل او تاريخونه ليکی چې کوم سرونه کوفې ته ورسېدل د هغو شمېر اويا ؤ او ځينې ليکی چې اتۀ اتيا وو. دلته د يزيدی لښکر ستر قوماندان عمر سعد له دې کاره وروسته د امامانو د مياشتې (محرم) د يولسمې ورځې تر نيمائۍ پورې په کربلا کښې پاتے شو او په جنګ کښې يې د خپلو وژل شويو کسانو د جنازې نمونځ وکړ و هغوی يې ښخ کړل او د پاکو اهلبېتو او د هغوی د اصحابو تنې او لاشونه يې همداسې په ځمکه پرېښودل او بيا يې خپل لښکر ته د کوچ حکم ورکړ او دا قافله په داسې حال کښې د کوفې په لور روانه شوه چې پکښې د پېغمبر اکرم (ص) د کور سترمنې بيبيانې، ماشومان او د حضرت امام حسېن (ع) زوے امام زېن العابدين (ع) هم ؤ چې د خداے پاک په مصلحت سره بيمار شوے ؤ او د امام حسېن (ع) په حکم د بيبيانو او ماشومانو د څارنې، د امامت د چارو او د خداے د ګران رسول (ص) د نسل د جاری ساتلو لپاره پاتې ؤ، دغه ټولو اسيران چې په پړيو او زنځيرونو تړل شوی وو له کربلا نه د کوفې په لور روان کړې شول. بل طرف ته د عمر سعد د لښکر له تلو نه وروسته د بنی اسد قبيلې يوې ډلې خلکو چې د بنی عامر له څانګې څخه وه کربلا ته راغلل او د حضرت امام حسېن (ع) او د نورو شهيدانو بې سره تنې يې راغونډې کړې او د جنازې له نمونځ کولو نه پس يې ټول شهيدان ښخ کړل او د هغوی په مظلوميت يې ژړاګانې وکړې او . او د دغې قبيلې خلکو به بيا هر کال د امامانو په مياشت کښې په دې نيت چې دغه کسان د تندې په حال کښې شهيدان کړې شوی دی د دغو شهيدانو په قبرونو اوبۀ اچولې او حتی چې دا رواج بيا په نورو سيمو کښې هم خور شو او چې څوک به کربلا ته نه شول تلې نو د کربلا د شهيدانو په ياد کښې به يې د خپلو خپلوانو په قبرونو اوبۀ اچولې چې همدا طريقه بيا ورو ورو زمونږ پښتنو کښې هم رائج شوه او د کربلا له شهيدانو او اهلبېتو سره د مينې په وجه به يې د امامانو په مياشت کښې د خپلو خپلوانو په قبرونو باندې اوبۀ اچولې چې بيا د پښتنو په سيمو کښې د وهابيت له خورېدو نه پس دغه رسمونه او له اهلبېتو (ع) سره مينه په لږه کمه شوه.په هر حال هلته د ابن زياد دربار لګېدلے دے او د امام حسېن (ع) سر مبارک ورته مخې ته پروت ؤ او هغۀ په چوکه باندې د سر بې حرمتی کوله چې دغه وخت په دربار کښې ناست د رسول اکرم (ص) يو اصحابی زېد بن ارقم په ژړا شو او ابن زياد ته يې وويل اے ابن زياده له دې شونډو نه چوکه اخوا کړه ما په خپلو سترګو ليدلی دی چې د خداے ګران رسول (ص) به هر وخت دا شونډې ښکلولې. ابن زياد ورته وويل: دا د خوشحالۍ موقع ده پکار دی چې خوشحال شې او ما ته په دې لوې فتحې باندې مبارکې راکړې نو ته لګيا يې ژاړې، که مرګ ته نزدې بوډا نه وې نو اوس به مې درنه سر غوڅ کړے وې، او هغه په دغه حال کښې کښېناستېدو چې په دغه حال کښې د اسيرانو قافله هم کوفې ته راورسېده په دغه ورځ بازار له خلکو ډک ؤ او ټول د دې اسيرانو چې د حکو مت په باغيانو سره معرفی شوی وو تماشې ته راټول شوی وو او دغو اسيرانو ته يې په ډېره کرکه کتل او د حکومت مامورينو هم دوی په دې خاطر د کوفې په بازار کښې ايسار کړل چې سپکاوې يې وشی خو په دغه موقع د حضرت امام علی (کرم الله وجهه) زړۀ ورې لور او د کربلا اتلې حضرت بی بی زېنب (ع) او بيا ورپسې د حضرت امام حسېن (ع) زوے او د وخت امام حضرت امام زېن العابدين (ع) د خلکو په مجمع کښې په فصاحت او بلاغت سره خطبې ورکړې او خلکو ته يې ځانونه معرفی کړل او د موقعې راويانو ويلی دی چې دوی کله خطبې ورکولې نو خلکو دا ګمان کوۀ چې ګنې حضرت علی (ک) لګيا دے او حطاب کوی د هغوی د دې وېناګانو په اورېدو سره خلکو چغې او ژړاګانې جوړې کړې او په خلکو کښې يو هېجان پېدا شو چې مامورانو کله د حالاتو خبر ابن زياد ته ورسوۀ نو هغۀ حکم ورکړ چې دغه اسيران دربار ته راولئ خو په دربار کښې هم د حضرت بی بی زېنب او حضرت امام زېن العابدين وېناؤ د دربار هغه له رعب او وحشت نه ډک ماحول ګډوډ کړ او د رسول الله (ص) ځينو اصحابانو چې د ابن زياد په دربار کښې ناست وو وژړل.ځکه ابن زياد حکم وکړ چې دا اسيران د کوفې له جومات سره نزدې په يو خالی کور کښې نظربند کړئ بيا يې حکم وکړ چې دغه سرونه په نېزو باندې د کوفې په بازارونو کښې وګرځوئ او بيا دغه سرونه د کوفې په مختلفو چوکونو او بازارونو کښې په لرګو کښې ټومبلی ولګوئ چې خلک وويريږی او د حکومت په خلاف بيا څه حرکت و نه کړی. او سپايانو همداسې وکړل. ابن زياد د شام حاکم يزيد بن معاويه ته د مبارکۍ ليک ولېږۀ او يزيد ورته په ځواب کښې له شکريه نه ډک پېغام په رالېږلو سره هغۀ ته حکم ورکړ چې د حکومت د مخالفينو په ځپلو باندې د يو لوے جشن د نمانځلو لپاره دغه اسيران او پرې شوی سرونه شام ته راولېږه. او بيا دغه سرونه او تړلی اسيران له کوفې نه شام ته روان کړې شول چې د کوفې په شان د شام بازار هم له تماش بينو نه ډک ؤ او هاغه شانې امام زېن العابدين (ع) په دغه بازار کښې خلکو ته د قران او حديث په رڼا کښې خپله پېژندګلی وکړه او په خلکو کښې يې بدلون راوست خو يزيد هم دلته زر تر زره دربار ته د د دوی د راوستو حکم ورکړ. تاريخونه ليکی چې حضرت امام زېن العابدين (ع) او حضرت زېنب (ع) سره له دې چې له نورو اسيرانو سره په زنځيرونو او زولنو کښې دربار ته راوستې شول خو په ډېر وقار او هسکه غړۍ راننوتل او يزيد ورته له پېغورونو او طنز نه ډکې خبرې وکړې چې دغه وخت امام زېن العابدين (ع) يزيد ته يوه جمله وويله او ورته يې وويل (( اے يزيده! که په داسې حال کښې مونږ د خداے ګران رسول (ص) ووينې نو څه به وائی؟)) د دې جملې په اورېدو سره په دربار کښې ناست اکثر کسان په ژړا شول. کله چې يزيد دا حال ووليد نو حکم يې وکړ چې له اسيرانو څخه زنځيرونه او زولنې پرانيزئ. دغه وخت دربار ته د امام حسېن (ع) سر مبارک رواړلے شو نو بس چې کله د بيبيانو نظر په سر مبارک پرېوتو نو کريکې او چغې اوچتې شوې. بی بی زېنب په چغو او ژړا سره وويل: (( اے زما حسېنه! ، اے د خداے د رسول (ص) محبوبه!، اے د مکې او منی بچيه! اے د محمد مصطفی (ص) بچيه!، اے د فاطمه زهرا (ع) بچيه!)) د بی بی زېنب (ع) په دې چغو او فريادونو سره په دربار کښې يو محشر جوړ شو او هر طرف ته چغې او ژړاګانې شوې. چې کله دا ژړاګانې او فريادونه لږ غلی شول نو د امام حسېن (ع) سر چې د يزيد مخې ته پروت ؤ هغۀ په دې غرض چې د خلکو په زړونو کښې د امام اهميت او فضيلت کم کړی په بېنت (ډنډې) سره د امام حسېن (ع) سر، شونډو او پوزې مبارکې سره لوبې ټوکې کولې او دا هم په تاريخ کښې راغلی دی چې دغه وخت يزيد شراب څښل او چې لږ شراب به په پياله کښې پاتې شول نو د مظلوم امام په سر مبارک به يې ورواچول او شعرونه يې له ځان سره ويل چې د يزيد بن د دغه وخت او له دغه وخت نه مخکښې ځينې شعرونه دلته نقل کوم چې د تاريخ کتابونو راړی دی وائی:شميسة كرم برجها قعر دنهـا فـمشرقها الساقى و مغربها فمى فان حرمت يوماً علي دين احمد فخذها على دين المسيح بن مريم چې لنډه معنا يې دا ده وائى د ساقى په لاس كې د انګورو شراب په مشرق كي (لكه د نمر) راخيژى او زما خوله ورته دلته په مغرب كې ډوبيږی او كه شراب د محمد (ص) په دين كښې حرام دى نو د عيسى بن مريم په دين يې ونيسه .بيا يې وويل : اقول نصحب صمت الكاس شملهم و داعى صبابات الهوى يترنم خـذو بنصيب مـن نـعيم و لذة فكل و ان طال المدى يتصرم په دې شعرونو کښې وائى چې هر څه دى بس همدا دنيا ده له دې نه بغير بل عالم نشته نو بس د دې دنيا له مزو چرچو نه لاس نه دى اخېستل پكار. دا هغه شعرونه دى چې د هغۀ په ديوان كښې يې ليكلی دى او ابوالفرج ابن جوزى په الرد على المتعصب العنيد پاور كی کښې وركړى دى او هغه شعرونه چې مشهور اهلسنت محدث سبط ابن جوزى په تذكره كښې او نيکۀ يې ابوالفرج هم نقل كړى دى ان تردې وائى: فان الذى حدثت عن يوم بعثنا احاديث زور تترك القلب ساهيا يعنې هغه كس چې له قيامته خلق ويروى يو لړ غلطې خبرې كوى چې زړۀ د ساز او اواز له نغمو نه لرې كوى. بيا وائی: يا معشرالندمان قوموا واسمعوا صوت الاغانى واشــــربـــوا كـاس مــــدام واتـــــركوا ذكـرالمـعانى شفــلتـــــنى نـغمــة العيدا عـــــن صـــــــــوت الاذان و تعـــــوضت عن الحــــور عـجـــوزا فــــى الـــــدنان چې معنا يې داسې جوړيږى خپلو هم پياله او هم مشربو ته وائى پاڅئ او ساز او اواز ته غوږشئ او له اصلي شرابو استفاده وكړئ او دينى خرافات پريږدئ ځکه چې سازونو زۀ بېخوده كړے يم او دبانګ په اواز باندې يې بدلوم او مصالحه كوم او جنت او حورې په ډمو بدلوم. لما بدت تلك الحمول و اشرقت تلك الشموس على ربا جيرون نعب الغراب فقلت نح او لا تنح فلقد قضيت من النـبى ديونى چې معنا يې داسې جوړيږي د محمد (ص) د ال كجاوې راښکاره شوې. دغه دے كارغۀ اوازونه وکړل (چې د كارغۀ اواز په عربو کې سپېرۀ او په بد فال نيول كيدو) ما وويل اے كارغۀ كه ته نعرې وهې او كه نه وهې خو ما له پيغمبر(ص) نه خپله قرضه واخېسته (اشاره دې ته چې زما خپل خپلوان يې د بدر, احد او حنين په جنګونو كښې وژلى دى نو ما هم بدله واخېسته او د هغۀ بچى مې ووژل بيا يې وويل ليت اشياخى ببدر شهدوا جزع الخزرج من وقع الاسل لا هلوا و استحلو فــرحــاً ثــــم قـــــالو يا يزيذ لا تشـل قد قتلنا الفرم من سـاداتهـم و عـــــد لناه ببدر فـاعتدل لعــــبت هـــاشم بـالمـلك فـلا خــــبر جــــاء ولا وحــــى نزل لست من خندف ان لم انتقم من نبى احمد ما كـان فعـــل قـــــد اخــــــذنا من عـلى ثارنا وقتلنا الفارس الليث البطل يعنې كاش چې زما د قبيلې هغو مشرانو او تېرو كسانو چې د بدر په جنګ کښې وژل شوى دى كتلې وې ( او د خندق په جنګ كښې په نيزه د خزرج قبيلې د څټونو وهلو سره به هغوى له خوشحالۍ نه چغې وهلې وې او ويل به يې يزيده لاس دې مات مه شه چې د هغوى مشران او اتلان دې ووژل. او دا عمل مې د بدر د جنګ په بدله كې وكړ چې اوس سر په سر شو, بنى هاشمو له باچائۍ سره لوبې وكړې, نه له اسمان نه څۀ خبر راغلے ؤ او نه څه وحى نازله شوې وه, زۀ د خپل نيكه خندف له نسله څخه نه يم كه ما د پېغمبر (ص) له بچى بچى نه بدل وانه خېست, ما له على (ک) نه د خپلې وينې بدله د هغه د ستر زوے په وژلو سره. واخېسته. دغه وخت د يزيد بن معاويه له سپکاوی او غرور نه ډکو خبرو په اورېدو او د امام حسېن عليه السلام د سر په بې حرمتۍ سره د امام علی (ک) لور حضرت زېنب (ع) داسې خطبه وويله چې پښتو ترجمه يې په دا ډول ده:د بي بي زېنب (ع) وېنا د عالمينو د خداے ستائېنه کوم او په ګران پيغمبر(ص) او د هغۀ په آل (ع) درود ليږم د بدکارو (او ستاسو په شان ستمګرانو) په باره کښې د خداے پاک وېنا پوره شوه چې په ګناه او بدکار ککړ شول نتيجه او سرانجام يې داسې ځاې ته ورسيد چې د خپل نفس د رضامندۍ لپاره يې د خداے پاک ايتونه دروغ وبلل. هغه يې باطل وګڼل او د هغو په حقله يې بې پروايي وښوده اے يزيده! له دې امله چې مونږ دې په سختۍ او مصيبت کښې واچولو، اسيران دې کړو او ښار په ښار دې وګرځولو ګمان دې وکړ چې داسې ډول (قسم) کارونه به زمونږ د سپکاوی سبب او ستا د عزت او توانمنۍ دليل وګرځي. دا چې سپيګمې دې الوزي او په ډېر غرور او تکبر سره اخوا دېخوا ګورې او دنيا تر خپل لاس لاندې وينې، په داسې حال کښې چې د اهلو او لائقو کسانو حق دې په ناحقه غصب کړو او په دغو سطحی او معمولی چارو پورې دې زړۀ وتاړۀ او د يو موټی نالائقو کسانو چې ستا په خواؤ شا کښې راغونډ دي احتراماتو او دا چې کارونه په خپله ګټه ګڼې خوشحال کړے يې. آيا دا خيال کوې چې دا واقعات به ستا په ګټه وی او ستا دا ظالم حکومت به دوام ومومي؟! ته په خپلو کارونو مۀ مغروريږه. په مزه حرکت کوه او پوه شه چې دا حالات او مهلت چې تاته او ستا خواؤ شا کسانو ته ورکړے شوے دے د دې لپاره دے چې ته او ستاچاپلوس ملګری خپل ماهيت څرګند ووينی او په خپلو سپکو او شرمناکو کارونو سره خپله رسوائی نوره هم ښکاره کړي ګمان مۀ کوه چې دا تسلط او نا جايزه استفاده چې له خپل قدرت نه دې کړې ده ستا په ګټه تمامه شي بلکې د يو ذليلوونکي عذاب منتظر وسه چې ستا په انتظار کښې به وي او په مسلمه توګه به په ابدي رسواۍ او پښيمانۍ کښې پريوزې. پس ډېر زر به حالات او احوال بدل شي. اے د ازاد شويو زويه! يعنې د هغو( بنی اميه ؤ) پلارانو چې تر خپل وسه پورې يې د حق او اسلام له پر مختګ (ترقۍ) سره مخالفت وکړ او باالاخره د دوه مخيتوب او منافقت له مخه يې اسلام قبول کړ او د دې باوجود چې د اسلام پيغمبر(ص) ورباندې تسلط لرلو په هغوي احسان وکړ او ډېر درګذر او احترام سره يې هغوی ازاد او معاف کړل يا پدې حال سره ستا دا کار انصاف دې چې خپلو ښځو او وينځو ته دې په احترام سره د پړدو شاته ځاے ورکړې دے او مونږه دې چې د خداے د پاک رسول (ص) لوڼې يو د ګڼو خلقو تر مينځ د اسيرانو په شکل راوستو او د اخوا دېخوا خلقو تماشه دې جوړ کړو. ايا دا ښه خبره ده چې د خداے د ګران رسول (ص) يادګار او د وحي د مرکز تربيت شوی کسان دې له دښمنانو سره ښار په ښار وګرځول. چې د کوچيانو، ښاريزو، لريو، نزديو کمينه او شريف خلقو ټولې طبقې مونږ ووينی او تماشه مو وکړی؟ ايا په دې خوشحال شوے يې چې په داسې حال کښې چې ګران ورور (امام حسېن عليه السلام ) مې او زمونږ بهادر او شجاع سړي له مونږ سره نشته چې زمونږ مدد او ملګرتيا وکړی زمونږ دې دا حال جوړ کړو؟ هو، له تاغوندې کس نه مو بې له دې نه څه هيله لرلې شوه ؟ ولې ته د هغې ښځې اولاد نه يې چې د ډېرې کينې او کمينه توب له مخې د اُحد د جنګ په شهيدانو کښې ورګډه شوه او پيغمبر اکرم(ص) د ترۀ حمزه بزرګوار (ع) بدن يې بربنډ کړو په خپلو غاښو نو سره يې د هغۀ ځيګر وخوړو ـ نو له هغه کس نه چې د بدن غوښه يې د شهيدانو له وينې نه جوړه او وده يې کړې وی او له تاسو خلقو نه چې ( زما د پلار) امام علی عليه السلام کورنۍ ته مو تل د بغض، کينې او دښمنۍ په نظر کتلی دی او د جاهليت د زمانې د انتقام په فکر کښې يئ بې له دې څه توقع او اميد لرلې شو ؟ اے يزيده! ته د دې ټولو جنايتونو مرتکب شوے او ورباندې خوشحال يې او په ډېر غرور تکبر او مستۍ سره خپل بد کرداره مشران دې چې له اسلام سره مخالفت کښې يې تر خپل اخری وسه پورې کوشش کړے دے. خپل مخاطب ګرځولی دی او په خوشحالۍ سره وائې: ((اے کاش چې پلار نيکونه مې موجود وې او د دې انتقام کتوونکی وې چې د امام علی عليه السلام له زوے نه مې واخېست او ماته يې مبارکی راکړې وې)) ، د اجملې په داسې حال کښې په ژبه راوړې چې په ډېرې بې شرمۍ سره په خپل بينت او لښتې (سټېک) سره د ډېر پاک او پاکيزه قربانی ورکونکی يعنې زما د مظلوم ورور امام حسېن عليه السلام پاکو غاښونو طرف ته د هغۀ د لوڼو، خوېندو او خپلوانو په مخ کښې اشاره کوې. ولې به داسې نه کوې او په داسې غرور او تکبر کښې به ولې ډوب نۀ يې؟ آيا ته خبر يې چې زمونږ په زړونو دې څه رنګ زخمونه جوړ کړل؟ ايا د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم له پاک نسل څخه دې په پاکو وينو تويولو ځان ککړ نکړ؟ او د عبدالمطلب له اولاد نه دې څه ځلانده ستوری ډوب نکړل؟ ته چې خپل پلار، نيکونه دې د خپلو خبرو مخاطب کړل او په هغوی احسان خرڅوې يوه ورځ به له هغوی سره يو ځاے شې او په دې کارونو چې دې وکړل او په دغو خبرو چې دې وکړې او زړونه چې دې زخمي کړل ډېر پښيمانه شې او دا ارمان به کوې چې ای کاش لاسونه او ژبه مې پرې شوې وې خو چې داسې چارې مې نه وې کړې او دغه رسواۍ مې نه وې په برخه شوې او د يو زر تېريدونکی هوس لپاره په نه تلافی کېدونکو جنايتونو نه وې ککړ شوې. (دلته بی بی زېنب (ع) په درديدلی او له اخلاص نه په ډک زړۀ خپل پروردګار ته په توجه سره دعا کوی او فرمائی): اے پروردګاره! ته په خپله زمونږ حق له ظالمو دښمنانو نه واخلې او له دغې ډلې نه چې په مونږ يې ظلم وکړ او زمونږ وينه يې په ناحقه تويې کړه زمونږ بدل واخلې. (بيا يې يزيد تا مخ وګرځوۀ او وې فرمايل) اے يزيده! په دې خيانت سره چې دې وکړ، ګويا خپله څرمن دې څيرې کړې وی او لاسو سره دې خپله غوښه پرې کړې وی . ډير زر به د خداے پاک له ګران پېغمبر(ص) سره ملاقات وکړې پداسې حال کښې چې د هغۀ د اولاد د وينې تويولو درون پيټي به دې په غاړه وی او د هغۀ د ډيرو پاکو يادګارونو په بې احترامۍ او سپکاوی به ککړ يې . هغه ورځ ډيره زر رارسيدونکې ده چې دا خواره واره به راغونډ شي او حق به د هغۀ حقدارانو ته ورسی. په هيڅ وجه ګمان و نکړې چې هغه کسان چې د خداے په لاره کښې يې استقامت کړے او وژل شوی دی مړۀ دی بلکې هغوی په حقيقت کښې ژوندی دی او د خداے بې پايانه نعمتونه به يې په برخه وي ، اے يزيده! په هغې مقدمه او محاکمه کښې چې ستا او د اسلام د پېغمبر(ص) تر مېنځ به جوړيږی ، خداے پاک به زمونږ او ستا تر مېنځ فېصله وفرمائی او هغه کسان چې له تانه ګېر چاپېر دی (او د خپلو ذاتی ګټو د جلبولو او د اسلامی ټولنې د تاوان لپاره ستا د ملګرتيا دعوې کوي) ډېر زر به پوه شی چې د مسلمانانو په چارو باندې يې ستا په مسلط کولو سره څومره لوے خيانت کړے دے او ډېره زر به دا خبره څرګنده شی چې څومره به سپک، ذليل او پرېوتی کسان وی. که څه هم دا وخت د يو مصيبت وخت دے چې داسې حالات را مېنځته شول چې زۀ له تا غوندې سره مخا مخ شم او درته خبرې وکړم خو زۀ (د دې بر خلاف چې ستا خو اؤ شاله سرنه تر پښو چاپلوس کسان له تا سره له خوشامندو نه ډکې خبرې کوی او ستا غوږونه يې له دغو چټی او بې بنيادو خبرو سره عادت کړی دی) تا ډېر بې ارزښته ګڼم او تا (د دغو کسانو) د دروغو چټي او بې وقوفانه خوشامندو په ځاے د بې اندازې غندلو او ملامتولو جوګه ګڼم خو بايد څه وکړو په اوس حال کښې زمونږ سترګې د خپلو عزيزانو په فراق کښې له اوښکو او ژړانه ډکې دی ـ او زړونه مو د هغوی په مصيبت کښې سوزيږی ـ څومره عجيبه ده چې شېطان صفته ، کمينه او له انسانيته لرې کسانو د خداے پاک تر ټولو د پاکو کسانو ډله د خپلې ناپوهۍ ، شهوت پرستۍ او جاه طلبۍ له مخې محاصره کړه او په ډېر ظلم و ستم او نامردۍ سره يې قتل کړه. دا ستاسو لاسونه دی چې زمونږ د پاکانو او شهيدانو په وينو رنګ شوی دی او دا ستاسو خولې دي چې ګويا زمونږ د هغو عزيزانو غوښې مو تيکه تيکه کړې او کړت تېرې کړي دی. هاې افسوس! چې هغه پاکيزه بدنونه يې هماغه شان په زمکه وغورزول او راغلل او په ډېر سپکاوی سره يې، په ځاے د دې چې هغه په وينو کښې رنګ بدنونه يې دفن کړی وې په هماغه حال کښې يې پرېښودل او مونږه يې په زور را روان کړو. اے يزيده! که زمونږ د عزيزانو قتلول او زمونږه اسيرول په خپله ګټه ګڼې نو پوه شه چې ډېر زر به يو لوے تاوان او بدله په غاړه ولرې.او په داسې حال کښې چې هيڅ ملګری او مرسته کوونکی به ونلرې پکار دی د دغه لوے جرم جواب ورکړې . مونږ به خپل خداے ته ستا د ظلم او نا انصافۍ شکايت کوو، او هغه هاغه ذات دے چې زمونږ د پناه ځاے دے او په خپلو بندګانو ظلم روا نه ګڼی . اوس چې طاقت په لاس کښې لرې نو له لاسه چې دې څه کار کيږي وې کړه او له مونږ سره په دښمنۍ کښې چې هر اقدام کولې شې وې کړه او ( د خلقو د غافِلولو په حقله) له هيڅ مکر نه ډډه ونکړې او په مونږ باندې د ظلم او ستم او د ويرې او وحشت د جوړولو په باب کښې څومره کوشش چې کولې شې وې کړه خو په خداے مې دې قسم وی چې تۀ هغه طاقت نۀ لرې چې زمونږ فضيلت لرونکے نوم ختم کړې او د خلقو له ياد نه مو وباسې ته نه شې کولې چې زمونږ او زمونږ د هغو شهيدانو فضائل چې په صادقانه توګه يې د الله تعالی په لاره کښې او له جهالت، بې خبرۍ او ګمراهۍ نه خلقو ته د نجات ورکولو په لاره کښې جدوجهد وکړ، ختم کړې. او هيڅ کله به ؤ نه کړې شې چې له خپلې لمنې نه دا شرم او بدنامی پاکه کړې چې له مونږ سره دې داسې سلوک وکړ. اے يزيده! ايا داسې نه ده چې ستا پلان ډېر کمزورے او بې قدر و قيمته ؤ او له څو شېبو نه زيات مهلت به ونلرې؟ ايا ستا دوران به ډېر زر ختم نه شی؟ او دا حالات به دې تيت پرت او تس نس نشی؟ هو، ډېر زر به دې دا الهی اواز تر غوږو شی چې، په ظالمانو دې هميشنے لعنت وی، او خو مونږ د خداے پاک ډېر شکر ګزار يو چې د کار ابتدا مو په نېکمرغۍ او سعادت سره شروع او کار مو د خداے پاک په لاره کښې په شهادت او قربانۍ سره تر سره کړو. له خدايه غواړو چې زمونږ په شهيدانو دې د خپل رحمت تکميل وکړی. او د هغوی په اجراو انعام کښې دې اضافه وکړی او زمونږ مرسته دې وکړي چې د هغوی ښۀ او نېک جانشينان او ځاے ناستي شو او د هغوی قربانۍ په ښه توګه نتيجې ته ورسوو. بخښونکے او مهربان خداے هاغه پاک ذات دے چې په هر حال کښې پناه ورکوونکے او ډېر ښه مل او ملګرے دے. الا لعنه الله علی قوم الظالمين د دې وېنا نتيجهد دغې وېنا اورېدلو او له مجلس نه بهر (يعني د يزيد دربار نه بهر) د خلقو ترمېنځ د هغې خپرېدلو سره په ذهنونو کښې يو ډول انقلاب او پښيمانی رامنځته کړه او په تېره بيا په هغو کسانو کښې يې چې تر څو لحظو مخکښې پورې يې په خپلو کړو او جرائمو فخر او غرور کوۀ، ډېر افسوس او پښيمانی پيدا کړه. په اصل کښې د پښيمانۍ ذهنی انقلاب دغه حالت د اشرافو او درباری خلقو د ښځو له هماغه ناراضګۍ نه شروع شو کومې (ښځې) چې ډېر په ناز او احترام سره نرمو بالښتونو ته ډډې اچولې په عاليشان دربار کښې د پردو شا ته ناستې وې. او دغه حطاب يې اوريدو. او په مجلس کښې د ناستو خلقو مختلفو رد عملونو او غبرګونونو چې د يو شمېر اسيرانو او بنديانو د زړۀ د قوت ، اطمينان او عظمت ژړونکې نظاره يې ليدله د يو اور بسرکی شکل اختيار کړ او بالاخره ورو ورو د هغه اور د متکبر يزيد د حکومت لمنې ته ورسېدکه څه هم له.دغه خطاب او د دمشق په جومات کښې د امام زين العابدين(ع) له يو بل خطاب نه پس يزيد د حالاتو د نازکېدو له ويرې هغه ټول اسيران په جېل کښې بنديوان کړل او د مقتل ابی احنف په قول يو کال يې په جېل کښې وساتل چې د وړې سکينې بی بی (ع) وفات هم په جېل کښې وشو خو دغو وېناګانو او له جېل نه له خلاصېدو نه پس په مختلفو سيمو او په تېره بيا په مدينه منوره کښې د خلقو ته د هغو مظلومو قېديانو اصل حالاتو بيانولو د کربلا د واقعې او له هغې نه د وروستو واقعاتو د ذمه دارو عناصرو په خلاف د خلقو په ذهنونو کښې د يو اجتماعی او فکری انقلاب زمينه رامېنځته کړه لکه څنګه چې پدې خطبه کښې ورته اشاره شوې ده د حق د لارې د دغو قرباني ورکونکو نوم به هيڅ کله د بشريت د تاريخ له پاڼونه ختم نه شی او له ازادۍ او عدل او انصاف سره مينه لرونکی به يې تل عزت او احترام کوی لکه حکيم الامت علامه اقبال (رح) په يو ښکلی شعر کښې د امام حسېن (ع) عظيمه قربانی او د حضرت زېنب (ع) لخوا د دغه انقلاب پېغام خلکو ته رسونه په ښه ډول انځور کړی دی او وائی: حديث عشق دو باب است کربلا و دمشق يکــــی حسېن رقـــــــم کرد ديګـــــری زېنب يعنې د الهی عشق او معرفت د داستان دوه بابه دی چې يو باب سيد الشهداء امام حسېن (ع) په خپلو وينو سره د کربلا په مېدان کښې وليکۀ او بل باب د هغه مظلوم امام خور بی بی زېنب سلام الله عليها په خپلو سپېڅلو وېناګانو سره د دمشق په يزيدي دربار کښې د تاريخ په پاڼو کښې ثبت کړ خوکاش چې دا په هر دور کښې د خلقو لپاره يو عبرت شی چې ووينې چې د ظلم و ستم ، دوکې، فريب ، د خلقو غافلولو او فانی او سطحی چارو لپاره تګ و دوو کولو عاقبت په دنيا او اخرت کښې څومره خراب او له مصيبتونو نه ډک دے . که د خداے د ګران رسول (ص) ګرانه او قدرمنه لور حضرت فاطمه زهرا (ع) د جنت د خاتون او مېرمن په نامه ياده شوې ده نو نمسۍ حضرت بي بي زېنب (ع) يې حمزه بابا (رح) په يو کلام کښې د قيامت د خاتون او مېرمن په نامه يادوي ځکه چې په ځينو روايتونو کښې راځي چې د قيامت په ورځ به دغه قدرمنه مېرمن د امام حسېن (ع) د قتل مقدمه د خداے پاک په عدالت کښې وړاندې کوي نو ځکه بابا د دغې پاکې بي بي په در کښې په دغې نامې يعنې د جنت د خاتون په نامې سره داسې فرياد کوي: د خاتون قيامت حضرت زېنب کبری (ع) په حضور کښې کۀ هر څو له خويه بويه ځناور يم ولې ستاسو مدح خوان او ثناګر يم اے خاتونې د جنت راته نظر کړه اوس له ډېرې ناتوانۍ نه بې بصر يم نۀ قرار او نۀ سکون او نۀ صحت شته ستا له درنه يمه ستون خو در په در يم د خاتونې د جنت د سترګو تورې اسوېلے د انتظار يمه په پر يم له دې يو دم سوزېدو نه مې بهر کړه په محفل کښې مو بلېږمه اګر يم اوس مشکل زما زما اسان کړه هم په تا شي چې فدا دې له حېدره تر قنبر يم صفت خوان دې له الله نه تر احمده له احمده تر حېدره تر اصغر يم د حسېن داغ چې دې وړے په زړۀ باندې د هغۀ چراغ رڼا ته په نظر يم دا بلا رانه شيره کړه قدرت دستې زۀ حمزه د ژوندانۀ کډه په سر يم
دلته يوې مهمې خبرې ته اشاره کول ضروری ګڼم او هغه دا چې هم د يزيد په وخت کښې او هم د بنی اميه د نورو جابرو واکمنانو په دور کښې او څه په وروستو دورونو کښې تر ننه پورې ځينې مذهبی کسانو چې د وخت د جابرو او ظالمو او يزيد صفتو واکمنانو تالی سټی او د اسلام د دښمنانو د لاس آلې وې او دی دا کوشش کړے دے چې له دغه ستر ظلم نه يزيد بن معاويه بچ کړی نو ځينې عقائد يې په خلکو کښې خوارۀ کړل يعنې يو دا چې خېر او شر د خداے لخوا دے او چې يزيد څه وکړل دا هر څه خداے ته منظوره وه او په دې کښې يزيدبې قصوره دے يا دا چې دا ظلم خو يزيد نه ؤ کړے د هغۀ لښکريانو کړے ؤ نو يزيد بې ګناه دے او يا دا چې يزيد چې کله خبر شو نو ډېر خفه شو او خپلو قوماندانانو ته يې وويل چې ما خو درته داسې نه وو ويلی چې سر ترې پرې کړئ ما خو ويل چې بيعت ترې واخلئ او داسې نورې ډرامې ځينو د مذهب ټېکدارانو په عامو خلقو کښې مشهورې کړې او کوی يې دې لپاره چې د هر دور يزيد صفته ظالمان واکمنان له ظلمونو نه مبرا کړی خو که د دوی دې تبليغاتو ته لږ هم فکر وشی نو حق او حقيقت څرګنديږی لکه دا خبره چې خېر او شر د خداے لخوا دے د قران مجيد او د رسول الله (ص) د حديثو په خلاف خبره ده او چرته هم په قران مجيد کښې شر له د خداے پاک له طرفه نه دے معرفی شوے بلکې بيا بيا فرمائی چې شر د انسان د خپلو نفسانی خواهشاتو او د شېطانانو چې په جناتو کښې هم شته او انسانانو کښې هم شته د وسوسو له خوا دے لکه د قران مجيد په اخېری سورت کښې دا خبره په واضحه توګه بيان شوې ده چې شر د چا لخوا دے؟ او خداے پاک ته په قران مجيد کښې د خېر نسبت ورکړے شوے دے لکه چې فرمائی بِيَدِكَ الْخَيْرُ نه چې شر او حتی چې د يزيد او يزيد صفته واکمنانو د بچ کولو لپاره درباری ملايانو په خداے پاک پورې د شر خبره تړل په عوامو کښې د عقيدې په توګ مشهور کړل هسې هم که يو انسان فکر وکړی نو دا خبره بې دليله ده که داسې وې نو بيا به شر کوونکو ته هډو چا سزا نه ورکوله نه به په دې دنيا عدالتونو کښې او په هغې دنيا کښې. خو شريرو خلقو ته سزا ورکول د دې خبرې ثبوت دے چې دغه شر هغه کس خپله کړے دے نه چې د خداے پاک لخوا ؤهمدا رنګ د ځينو دا پروپېګنډه چې دا کار خو د يزيد لښکريانو وکړ نو هغوی ذمه وار شول يزيد خو په خپل لاس نه دے کړے. خو زما په خيال چې دا خبره هم د مخکښې خبرې په شان ډېره کمزورې ده ځکه چې حکم خو د يزيد ؤ کنه که څه هم د هغۀ د لښکريانو په لاس تر سره شو لکه په اوس زمانه کښې که د امريکې، اسرائيلو يا نورو ظالمو واکمنانو فوځيان که په يوې سيمه کښې ظلمونه او جنايتونه کوی نو مونږ ويلې شو چې هغه واکمنان له دغو جنايتونو نه مبرا دی؟همدا رنګ د دغو درباری ملايانو دا خبره چې يزيد ډېر خفه شو چې ما خو تاسو ته دا نه وو ويلی چې سر يې پرې کړئ. نو که داسې وې نو په تاريخ کښې چرته راغلی دی چې يزيد بن معاويه بيا ابن زياد، عمرسعد او شمر غوندې کسانو ته سزاګانې ورکړې بلکې تاريخ خو ليکی چې هغوی ته يې نورې ترقۍ ورکړې او تر ټولو غټ ثبوت خو په دربار کښې د امام حسېن (ع) له سر مبارک سره د هغۀ چلند او شعرونه او بيا له هر څه زيات د بی بی زېنب (ع) وېنا ده چې د يزيد څېره په ډاګه کوی.په هر حال په هر دور کښې حق پرست خلک هم وی او حق پرستو شخصيتونو تل د داسې ډول کسانو خبرې رد کړی او هغوی ته يې سکوټ جواب ورکړے دے لکه په يو دور کښې په پښتنو کښې د مغلو يزيد صفته باچايانو يو لاس پوسی ملا اخوندروېزه په پښتنو کښې د يزيد بن معاويه وکالت کوۀ او په هغۀ باندې د لعنت ويلو مخالفت به يې کوۀ چې بيا وروسته د پښتنو ستر سردار او د تورې او قلم خاوند خوشحال خان بابا (رح) له پښتنو څخه د اخون دروېزه د دې غلط او يزيدی فکر د ختمولو لپاره هرې تپې ته لاړ او پښتانۀ يې د يزيد له ظلم او بربريت او د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) له فضيلت، عظمت او مظلوميت څخه خبر کړل او په دې لاره کښې يې له بې لارې ملايانو سره ډېرې مناظرې هم وکړې او هغوی ته يې د قران مجيد او احاديثو په دلائلو سره هر څه ثابت کړل او په جار به يې حتی په شعر کښې هم ويل:د امــــــت يــــــــې بــــــــرګـــــــــزين دی اثنــــــــا عشـــــرپــه بـــــزرګــــــۍ کښې د همــــــه جهــــان مخـــــدوم دیپــــــه يزيـــــد بـــــاندې لـــعنت شـــــه پـــــه اعـــــوان يېچــــــې پــــــــــه تېغ يـــــــې د نبــــی نمسی مظـــــلوم دید خـــــــوشحال خټک دې حشر لــــــه هـــــغـــــو شـــــیچـــې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم دیاو حمزه بابا (رح) هم وائی:يـــزيده اوس به د راحت دروېزه ګر يې مـــــدامډېرو ســـــاداتـــو ستا له ظلمه در پـــــه در وژړلد سکينې د تنــــدې اور پــــاتے شو بـــــل هغسېمشک د عباس په هزار سترګو په در در اوژړليا غنی خان (رح) وائی:هغه وخت يزيد ؤ يو اوس په خو په زرګونو دیهــغه يو کــوترے شمــر اوس پــه قطـــارونــودیيا دا چې:دوست د يزيد ښه نه دے شهيد د کربلا ښه دےاو دا سلسله په پښتنو کښې دغسې روانه ده د پښتو په شاعرانو او اديبانو کښې چې اکثر د يوې ټولنې حق پرست خلق وی به داسې چرته خال خال کس وی چې د امام حسېن (ع) وصف او د يزيد بد يې نه وی بيان کړی او څه موده مخکښې خو په هغه سوات کښې چې په يوه زمانه کښې د اخون دروېزه غوندې يزيدی فکر مرکز ؤ يوه لويه طرحی مشاعره شوې وه چې طرح يې وه:(( يزيد د تشدد سنګر حسېن د امن کور دے ))نن د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې خلک د بېدارۍ او حق او حقيقت ته د راګرځېدو په حال کښې دی او هر سړے د يوې خبرې دليل او ثبوت غواړی او په زبانی قيصو او پروپېګنډو باندې يقين نه کوی.نو د هغې ورځې په هيله چې حق يعنې د اسلام سپېڅلې دين په خپل اصل حالت کښې په ټوله نړۍ کښې وځليږی او باطل په هر شکل کښې له نړۍ نه ختم شی.*****
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:40 |
له شامي بوډا سره دامام زين العابدين (ع) بحث
كله چي دكربلا په پېښه كښى يي امام سجاد زېن العابدين (ع) سره د ملګرو د اسير په توګه دمشق ته بوتلونود شام يو بوډا سړي امام زين العابدين (ع) او د هغۀ ملګرو تـه رانـزدې شـو او ورته يـې وويل:"الحمد لله چې تاسو يې ووژلئ او ستاسو ښارونه يې ستاسو له نارينۀ و نه خالى كړل او اميرالمومنين (يزيد) يې په تاسو برلاسے او مسلط كړ" امام زېن العابدين (ع) له هغه بوډا سره (چې له اسلامه ناخبره ؤ او د يزيد په ناروا پروپېګنډو کښې راغلے ؤ) داسې مناظره وكړه: امام (ع): اے بوډا! ايا قران مجيد دې لوستے دے؟ بوډا: هو، ولې نه. امام (ع ): ايا د دې ايت په مطلب ښۀ پوه شوے يې چې خداے پاک فرمائي : قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى "(اے رسوله دوى ته ) ووايه چې زۀ له تاسو نه د خپل رسالت هيڅ اجر نه غواړم خو بس دا چې له خپلوانو سره مې مينه وكړئ. (سوره شورى- 23 ايت) بوډا: هو دا ايت مى لوستے دے؟ امام (ع): نو په دې مبارک ايت كښې د رسول اكرم نزدې خپلوان مونږ يو، اے بوډا ايا په سورۀ اسرا كښې دې دا ايت (ايت26) لوستے دے ؟ وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ "او خپلوانو ته دې خپل حق وركړه" بوډا: هو لوستے مې دے. امام (ع): نو مونږ د پېغمبر اكرم (ص) خپلوان يو. او اے بوډا! ايا دا ايت دې لوستے دے؟ وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى..... "او پوه شئ چې كه هر ډول غنيمت درته تر لاسه شى نو خمس (پنځمه برخه) يې د رسول او خپلوانو........ لپاره ده....." (سوره انفال 41 ايت) بوډا: لوستے مې دے. امام (ع): پدې ايت كښې د پېغمبراكرم (ص)نزدې خپلوان مونږ يو. او اے بوډا! ايا دا ايت دې لوستےدے؟ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا "خداے پاک دا غواړى چې اے اهلبيتو! له تاسو نه د هر ډول چټلى اوپليدي لرې وساتي او تاسو داسې پاک او پاکيزه ولرى لكه څنګه چې د پاکۍ حق دے" (سوره احزاب -ايت33) بوډا: هو دامې هم لوستے دے. امام (ع): نو بس دغه اهلبيت مونږ يو، او خداے پاک دا ايت زمونږ په باره كښى نازل كړے دے. بوډا غلے شو او چې په حقيقت پوه شو نو څه يي چې ويلي وو د پښېمانۍ نښې نښانې ييې په مخ ښکاره شوې او يوه شيبه وروستو يې امام زين العابدين (ع) ته وويل: "ستا دې پـه خداے قسم وې چې تاسو هماغه څوک يئ چې دې وويل؟" امام (ع) :"په خداے او د خپل نيكۀ (ص) په حق مې دې قسم وي چې مونږهماغه كورنۍيو" بوډا د دې خبرې په اوريدو نو مخې سره يې زړۀ واوړيد او منقلب شواو ډېر زيات يې ووژړل لاسونه يې اسمان ته اوچت كړل او وې ويل: "اے پاكه ربه ! مونږ د آل محمد (ص) له دښمنانو كه پيريان دي يا انسانان بيزار يو" او بيا يې د امام زېن العابدين (ع) په وړاندې توبه وكړه.
د بوډا د توبې په واقعه چې يزيد بن معاويه خبر شو نو سم له لاسه يې د پانسۍ او اعدام حكم ورباندې وكړاو بوډا يې شهيد كړ، هغه بوډا چې حق ته يې غاړه كېښوده. او له باطل څخه يې د بېزارۍ اعلان وکړ (سيد بن طاوس لهوف 177-188 مخونه، ١٠١ مناظره جالب او خواندني )
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:39 |
رڼا ( د قران مجيد تفسير )
ګرانو او قدرمنو مينه والو! لکه چې پوهېږئ قران مجيد د خداے پاک له لوري نازل شوے هغه ستر او اخيري کتاب دے چې د اسلام د ټولو مسلکونو، فرقو، مذهبونو او فکري مکتبونو پرې اتفاق دے چې دا سپېڅلے کتاب له هر ډول تحريف او کمي زياتي نه پاک دے او له سورۀ فاتحې نه واخلې تر سورۀ ناس پورې يو کامل کتاب دے او کۀ څوک يې په يو ټکي کښې هم فرق راولي يا پکښې شک وکړي هغه مسلمان نۀ شي کېدې نو غواړو چې د (( مينه )) مجلې په هره ګڼه کښې د (( رڼا )) سرليک لاندې ستاسو په خدمت کښې د قران عظيم الشان د يوې برخې د ترجمې او تفسيروړاندې کولو سعادت حاصل کړو. دا خبره د يادونې ده چې دا تفسير د ادارې له خوا څه خپل تفسير نۀ دے او نۀ له يو تفسير څخه اخېستل کيږي بلکې له مختلفو تفسيرونو څخه اخېستل کيږي دې لپاره چې د دې عظيم الشان اسماني کتاب په حقله خلق له لا زياتو معلوماتو نه خبر شي او د مختلفو فکري مکتبونو پېروکار له خپلو مکتبي افکارو سره سره د مختلفو مکاتبو له نظرياتو او افکارو څخه هم خبر شي او ترمېنځ يې غږملتيا او همفکري او د يو بل د زغملو جذبه پېدا شي ګنې هسې د دې عظيم الشان اسماني کتاب تفسير په هغه ډول چې يې حق دے ناممکن دے بلکې که د نړۍ ټول تفسيرونه را يوځاے کړې شي نو د قران مجيد د تفسير يوه برخه حق هم نۀ شي ادا کېدې (اداره)
د سورۀ فاتحې تفسير په تېر پسې
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ( اوله برخه ) (( مونږ يوازې ستا پرستش او عبادت کوو او يوازې له تا نه مرسته او مدد غواړو )) تر اوسه پورې په سورۀ فاتحه کښې د غېب په سياق سره خبره کېده چې ناڅاپه د حاضر په سياق سره خبره شروع شوه يعنې تر اوسه پورې د سورۀ فاتحې طرز په دا ډول ؤ چې ټول حمدونه ، تعريفونه او صفتونه هغه خداے لره دی چې داسې دے او هغسې دے خو ناګهانه د وېنا طرز بدليږي او د حاضر په سياق سره وائي چې مونږ يوازې ستا عبادت او پرستش کوو او له تا نه مدد او مرسته غواړو. نو يوه خبره خو دا چې ديني عالمانو او عارفانو په تعبير دا چاره يعنې له غېب سياق نه د خطاب سياق ته راتلل د کلام له محسناتو او د بلاغت له ښکلاؤ څخه دي او د فصحاو او بلغاؤ په کلام کښې د کلام د لا زياتې ښکلا او حسن سبب کيږي او دا چې نمونځ د خداے په لور د انسان د معراج يو سفر دے نو له دې نه دا حقيقت هم ثابتيږ ي چې انسان چې کله د خداے پاک پرستش کوي نو پکار دي چې په ټول وجود سره ځان دخداے پاک په بارګاه کې حاضر و ګڼي. د دې مبارک ايت دوه برخې دي په يوې برخه کښې راغلي دي چې إِيَّاكَ نَعْبُدُ يعنې مونږ بس ستا عبادت او پرستش کوو او په بله برخه کښې راغلي دي چې إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ يعنې مونږ بس له تا نه مرسته او مدد غواړوو. نو دا دواړه مسئلې ډېرې مهمې دي او په تفسير باندې يې ډېر کتابونه ليکل کېدې شي خو مناسبه خبره به دا وي چې اول د دې مبارک ايت په وړومبۍ برخې يعنې إِيَّاكَ نَعْبُدُ باندې بحث وکړو او بله برخه باندې يې په راتلونکې ګڼه کښې بحث وکړو د الهي عارفانو په عقيده خو انسان پکار دي په هر حال کې ځان د خداے پاک په بارګاه کې حاضر او خداے پاک په خپلو اعمالو باندې حاضر، ناظر او څارونکے وبلي خو په عام ژوند کې د عامو انسانانو لپاره دا کار ګران دے او يوازې انبياء،معصومين،اولياء ، عارفان ، کامل انسانان او پرهيزګاره مومنان دغه حالت په عام ژوند کښې خداے پاک ته د نزديکت په اندازه برقرار ساتلے شي خو د پرستش او نمونځ په وخت کې عام وګړي ته هم دا لازمي ده چې دغه حالت برقرار کړي. په مبارکو حديثونو کې راغلي دي چې د نمونځ په وخت بايد انسان داسې احساس وکړي چې زۀ خداے پاک وينم او که داسې احساس يې نه شي جوړېدې نو بيا دې دا احساس وکړي چې ما ويني. نو ځکه په اسلامي تعليماتو کښې په دې خبرې تاکيد شوے دے چې انسان پکار دي د نمونځ د نيت له وخت نه واخلې تر آخېره پورې خپله توجه خداے پاک ته وګرځوي او نه يوازې د خپلو اعمالو او حرکاتو په ذريعه داسې عمل ونکړي چې ترې نه د غېر الله عبادت ظاهريږي بلکې پکار دي په سوچ او فکر کښې يې هم يکسوئي وي او د نمونځ په وخت کې د نور څه په حقله سوچ او فکر و نلري او پکار دي دغه توجه تر اخيره پورې قائمه وي.او که نه د نمونځ په څه برخو کښې انسان خداے پاک ته متوجه وي او په څه برخو کې يې توجه د نورو څيزونو په په لور وي نو الهي عارفانو يې د نمونځ هغه برخه چې پکښې نمونځ کوونکے د نورو څيزونو په حقله فکر لري د خداے پاک نه بلکې د غېر عبادت ګڼلے دے. لکه د امام محمد غزالي (رح) د ژوند په واقعاتو کې راځي چې هغه وخت چې امام غزالي په ظاهري علمونو کې ډېر مخکې او مشهور ؤ او هر وخت به يې د درس او تدريس محفلونه ګرم وو او ډېر علمي کتابونه يې ليکلي وو ورور يې احمد غزالي (رح) يو عارف او د باطني علم عالم ؤ. يوه ورځ په امام غزالي پسې ولاړ ؤ او د هغۀ په امامت کښې يې نمونځ کوۀ نو د نمونځ په يوه مرحله کې يې ورور احمد غزالي د هغۀ د امامت له نمونځ نه جدا شو. او ځانته يې نمونځ وکړ. نو له نمونځ نه پس ترې امام غزالي د جَمعې له نمونځ نه د بيليېدو سبب تپوس وکړ نو هغۀ ورته وويل چې کله په نمونځ کښې ستا توجه خداے پاک ته وه نو زۀ درپسې ولاړ وم خو چې کله ستا توجه په يوه معامله کښې خرڅولو او اخېستلو ته لاړه نو زۀ درنه بيل شوم. او وائي چې همدغه وختونه وو چې امام غزالي وروسته له ظاهري علم نه د باطن علم طرف ته راغے او د عرفان او تصوف لاره يې غوره کړه. ځينو مفسرينو په خاصه توګه د ابن تېميه اومحمد بن عبدالوهاب نجدي پېروکارو مفسرينو د انبياؤ، معصومينو، اولياواو صالحينو سلام الله عليهم اجمعين په وړاندې يا د هغوي د قبرونو او له هغوي سره د منسوبو څيزونو په وړاندې د خضوع او خشوع اظهار کول هم يو عبادت ګڼلے او په شرک سره يې تعبير کړے دے خو سني او شيعه علماؤ بيا د دوي دا خبره رد کړې ده او ويلي يې دي چې د خداے پاک د انبياؤ، اولياؤ او صالحينو په وړاندې يا د هغوي د قبرونو او منسوبو څيزونو په وړاندې يوازې د خشوع او خضوع په اظهار باندې څوک نه مشرک کيږي بلکې خداے پاک ته د لا نزدېکت سبب ګرځي بلکې شرک هغه وخت واقع کيږي چې کله يو کس له خشوع او خضوع له اظهار کولو سره سره هغه شخصيت يا هغه مسوب څيزونه خپل رب او د عبادت لائق وبولي. او د وهابي نظريې پېروکارو مفسرينو چې د جاهليت د دور د بت پرستانو کوم مثالونه راوړي دي د هغو په ځواب کښې سني او شيعه مفسرينو ليکلي دي چې هغو بت پرستانو به د خپلو د لاس جوړ کړې شويو بتانو په وړاندې د خشوع او خضوع د اظهار له کولو سره سره هغه بتان خپل خدايان ګڼل او يا به يې له واحد خداے پاک سره په ربوبيت کښې شريک ګڼل لکه د جاهليت د دور يو شاعر د بني حنيفه قبيلې په غندنه او مذمت کښې داسې ويلي دي: (( ربها عام التقحم والمجاعه لم يخدروا من ربهم سوء العوقب ولتباعه )) يعنې د د بني حنيفه قبيلې خلقو د قحطۍ او سختۍ په کال کښې خپل خداے وخوړو او له خپل خداے (يعنې هغه بت) څخه و نه ويرېدل ( شرح ابن ابی الحديد ٧ ټوک ٢٠٩ مخ ) يا دا چې د تثليث پرستو عيسائيانو دا عقيده چې له خداے پاک سره حضرت عيسي (ع) او د هغۀ مور بي بي حضرت مريم (ع) په الوهيت او ربوبيت کښې شريک ګڼي. چې دې ته شرک وېلې شو. او د اکثرو شيعه او سني مفسرينو په عقيده خداے پاک ته د نزديو هستيو په وړاندې يا د هغوي د قبرونو يا ورسره د منسوبو څيزونو په وړاندې خشوع او خضوع کول عېن توحيد دے او څنګه چې د هم دې سورۀ حمد په شروع کښې تفصيلاً دا حقيقت بيان شو چې ټول حمد، ثنا، تعريفونه او صفتونه فقط او فقط خداے پاک لره دي او د بل هيڅ چا او بل هيڅ څيز صفت او تعريف نه دي بيانول پکار خو بيا هم که مونږ په عام ژوند کښې په مخلوقاتو کښې د حمد او ثنا د قابليت لرونکو کسانو يا څيزونو تعريف او صفت بيان کړو نو د الحمدلله خلاف ورزي نه ده او هيڅ بد کار نۀ دے او نه پرې څوک مشرک او ګناهګاريږي بلکې دغه صفت او تعريف عېن د خداے پاک تعريف او صفت دے او توحيد دے په شرط د دې چې په نيت کښې دې دا نه وي چې دغه کس يا څيز په دی صفت ، ثنا، تعريف او ستائېنه کښې خپلواکه دے دغه شان بې له خداے نه بغېر نه د بل څيز په مخکښې خشوع او خضوع کېدې شي او نه تعظيم او احترام کېدې شي خو بيا هم په مخلوقاتو کښې د قدر، عزت او احترام د وړ کسانو يا څيزونو په وړاندې د خشوع او خضوع اظهار او د هغو تعظيم او احترام کول په دې شرط چې هغه کس يا څيز خپل رب و نۀ ګڼلې شي بلکې دغه خشوع، حضوع ،تعظيم او احترام يې فقط په دې نيت وي چې دا د خداے پاک نزدې او نيازبين کسان يا له هغوي سره منسوب څيزونه دي نو دغه عمل يې عېن توحيد دے او هيڅ شرک او بديت نه لري. لکه په قرآن مجيد کښې مونږ لولو او ټول په دې باندې متفق دي چې کله خداے پاک آدم (ع) پېدا کړ نو له فرښتو نه د هغۀ د مقام د لوړتيا په وجه خداے پاک هغه وخت خپلومقربو مخلوقاتو يعنې فرښتو ته د احترام د سجدې حکم ورکړ ټولو فرښتو ورته د احترام سجده وکړه او شېطان چې له جناتو څخه ؤ خو په ډېرو عبادتونو يې ځان د فرښتو مقام ته رسولے ؤ د خپل تکبر او د حضرت آدم (ع) د عظمت نه منلو په وجه يې حضرت آدم (ع) ته سجده ونکړه چې خداے پاک له خپلې درګاه څخه وشړلو او وې رټلو او تر قيامته لعنتي شو.حتي د حضرت داؤد (ع) په حالاتو کې ليکل شوي دي چې يوه ورځ شېطان هغۀ ته وويل چې زما لپاره خداے پاک ته سپارښتنه وکړه چې ما وبخښې او هغه غلطي يعنې حضرت آدم (ع) ته د تعظيم سجده نه کول راته معاف کړي. حضرت داؤد (ع) د هغۀ خبره خداے پاک ته عرض کړه خداے پاک چې په خپلو مخلوقاتو باندې ډېر زيات مهربان دے او د خپلو مقربو بندګانو سپارښتنه هم نه ردوي ورسره دا خبره ومنله خو په يو شرط او هغه دا چې شېطان ته ووايه چې ښه ده بخښم دې خو لاړ شه او د حضرت آدم (ع) قبر ته د احترام او تعظيم سجده وکړه. کله چې يې شېطان ته دا خبره وکړه هغۀ حضرت داود (ع) وويل چې ما ژوندي آدم (ع) ته سجده ونکړه نو اوس به د هغۀ د خاورو قبر ته څنګه سجده کوم؟ يعنې شېطان تر ټولو زيات موحد ؤ ټول عمر يې بې له خدايه د چا عبادت نه ؤ کړے او د همدې خالص عبادت په وجه له يو پيري نه د فرښتو مقام ته ورسېد خو د خداے پاک په مخلوقاتو کښې د تعظيم او احترام وړ او عظمت لرونکي حضرت آدم (ع) ته د تعظيم د سجدې نه کولو په وجه رجيم او رټل شوے وګرځېد. همدا رنګ په اسلامي واقعاتو کښې راځي چې د خداے د ګران رسول (ص) په وختونو کښې يو سړے پېغمبر اکرم (ص) ته راغے او ورته يې عرض وکړ چې زۀ ډېره زياته موده له مور پلار نه جدا په بل وطن کښې وم خو ما خداے پاک سره دا عهد کړے ؤ چې زۀ به د مور پلار پښې ښکلوم خو زۀ وطن ته په داسې حال کښې واپس راغلے يم چې مور پلار مې ډېره موده کيږي چې وفات دي نو زۀ هغه عهد او لوظ څنګه پوره کړم نو رسول الله (ص) ورته وفرمايل چې لاړ شه د مور پلار قبرونه ښکل کړه نو عهد به دې پوره شي. هغه سړي ورته وويل چې د هغوي د قبرونو څلي هم بې درکه شوي دي نو څه وکړم؟ رسول الله (ص) ورته وفرمايل چې په زمکه باندې د هغوي د قبرونو نښې راکاږه او ښکلې يې کړه. نو هغه سړي هم هغه شان وکړل او مطمئن شو. په هر حال د بحث له لا زياتېدو نه په ډډه کولو سره که مونږ يوازې د حضرت آدم (ع) د خلقت واقعې باندې ښۀ غور وکړو نو مسئله به اسان شي ځکه چې د حضرت آدم (ع) له ټول داستان نه مونږ ته دا درس ملاويږي چې د خداے په مخلوقاتو کښې که خداے پاک چا ته لوے مقام او عظمت ورکړے وي نو په دې شرط سره چې هغه د خداے پاک بهترين مخلوق دے د هغۀ په احترام کښې هغۀ ته د خشوع او خضوع اظهار کول او حتي د هغۀ قبر ته ورتلل او احترام او قدرونه يې کول، ښکلول او ورته د خشوع او خضوع اظهار کول عېن توحيد دے او د فرښتنو عمل دے او له دې نه انکار شېطاني عمل دے. او دا عمل نه يوازې د خداے پاک د انبياؤ او اولياؤ په وړاندې جائز دے بلکې حتي د يو مومن په وړاندې هم د خشوع، خضوع او ذلت اظهار کول يو غوره عمل دے لکه خداے پاک د يو بهتر قوم په تعريف کښې فرمائي: فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ (سورۀ مائده ٥٤ ) يعنې نزدې ده چې خداے پاک يو بل قوم راولي چې خداے پاک به له هغوي سره مينه کوي او هغوي به له خداے پاک سره مينه کوي هغوي به د مومنانو په وړاندې د ذلت، خاکسارۍ او انکسارۍ اظهار کوي او د کافرانو په وړاندې به د عزت د خاوندانو او وقار د خاوندانو په شان اظهار کوي. د وهابي نظريې منونکو په شان ځينې مفسرين بيا وائي چې حضرت آدم (ع) ته د فرښتو سجده کول د خداے پاک حکم ؤ ځکه ورته سجده روا وه. خو د دوي مخالف مفسرين وائي چې سجده دوه ډوله ده يوه د عبادت سجده ده او چې چا ته سجده کيږي هغه ((اله )) منل دي چې دغه ډول سجده بې له خداے پاک نه بل چا ته کول شرک دے او بله د چا د لوړ مقام او عظمت په وجه هغۀ ته د احترام سجده او سر ټيتول دي چې په دې سره شرک نه واقع کيږي بلکې سجده کوونکے او احترام کوونکے لا زيات خداے پاک ته نزدې کيږي. او دا خبره چې حضرت آدم (ع) ته د فرښتو سجده کول د خداے پاک حکم ؤ نو پکار دي دا حقيقت په نظر کښې ولرو چې خداے پاک هيڅ کله د بد کار حکم چا ته نه ورکوي لکه قران مجيد کښې خداے پاک فرمائي: إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء (سورۀ اعراف ٢٨ ايت) يعنې خداے پاک هيڅکله د فحشاء او بد کار حکم چا ته نه ورکوي. او چې هر کله د فرښتو دغه عمل بد کار نۀ ؤ بلکې ښۀ او غوره کار ؤ نو دغه عمل به تر قيامته پورې بد نه وي ځکه چې دغه حکم د خداے پاک سنت او طريقه ده چې پکښې هيڅ تبديلي او بدلون نه راځي لکه فرمائي: وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا (سورۀ احزاب ٦٢ ) ، لاَ تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ (سورۀ يونس ٦٤ ايت ) وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا (سورۀ فاطر ٤٣) بله دا چې د لوړ عظمت خاوندانو ته د ادنۍ خلقو د احترام سجده يا د هغۀ په مخکښې خشوع او خضوع کول يوازې دحضرت آدم (ع) واقعې باندې نه ختميږي بلکې حضرت يوسف (ع) ته د مور پلار او وروڼو په خوب کښې او بيا په ويښه سجده کول هم يو غټ دليل دے لکه په قران مجيد کښې خداے پاک فرمائي: 4. إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ (سورۀ يوسف ٤ ايت) يعنې (( ياد کړه هغه وخت چې کله يوسف (ع) خپل پلار ته وويل چې اے بابا! ما په خوب کښې نمر، سپوږمۍ او يولس ستوري وليدل چې ما ته سجده کوي )) چې مراد ترې مور پلار او يولس وروڼه وو. نو دلته ورته پلار دا و نه ويل چې بچے غلې شه بې له خداے نه چا ته ( د احترام ) سجده روا نه ده بلکې هغۀ ته يې وويل چې وروڼو ته دا خوب بيان نۀ کړې هغوي به درسره رشک او کينه کوي او د دې خوب به بل بل شان تعبيرونه کوي او خداے پاک به تا ته لويه مرتبه درکوي او بيا دغه شان چې کله د دغه خوب د تعبير پوره کېدو وخت راغے او مور پلار او وروڼه يې د حضرت يوسف (ع) د ليدو لپاره مصر ته ورغلل نو ټولو حضرت يوسف (ع) ته سجده وکړه لکه قرآن مجيد فرمائي: وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا (سورۀ يوسف ٩٩ ايت ) (( يعنې ټولو يوسف (ع) ته سجده وکړه )) نو په قران مجيد کښې حضرت يوسف (ع) ته د مور پلار او وروڼو د سجدې واقعه دا ښودنه کوي چې دلته هغوي ته خداے پاک د سجدې حکم نه ؤ ورکړې بلکې هغوي د حضرت يوسف (ع) د لوړ عظمت په وجه هغۀ ته ټيټ شول.او خداے پاک د هغوي دغه کار نه دے غندلے او نۀ يې شرک ګڼلے دے بلکې دغه سجده يې له حضرت يوسف (ع) سره د هغۀ د لوړ عظمت په وجه د هغۀ د وروڼو د تعصب او کينې لرلو د ګناه د معافۍ سبب وګرځوله. ځکه چې هغوي حضرت يوسف (ع) ته د تعظيم او احترام سجده وکړه او د هغۀ په مخکښې يې د خشوع او خضوع اظهار وکړ نه دا چې نعوذا بالله حضرت يوسف (ع) يې خپل معبود ګڼلو او د هغۀ عبادت يې کوۀ ځکه چې پلار يې پېغمبر او ستر موحد ؤ خو يوسف (ع) ترې نه له خپل نفس سره د جهاد اکبر په وجه په لوړه درجه کښې ؤ او په ټولو باندې يې ولايت لرۀ او وروڼو يې هم په توحيد او رسالت باندې ايمان درلودۀ کافران او مشرکان نۀ ووخو فقط يې له حضرت يوسف (ع) سره د هغۀ د اوچت شان په وجه کينه او رشک لرلو. نو چې هر کله يې هغۀ ته د احترام سجده وکړه او د هغۀ عظمت يې ومنۀ نو خداے پاک ورته بخښنه وکړه. ځکه چې خداے پاک ته تر ټولو نا خوښه چاره يو له خداے پاک سره د خدائۍ په کار کښې شريک ګڼل او يا د خداے پاک د نزديو هستيو له احترام او تعظيم نه ډډه کول دي. او د خداے پاک نزدې هستۍ خو لا څه دغو مفسرينو حتي له هغوي سره د منسوبو څيزونو او نښو نښانو قدر، احترام او تعظيم هم ضروري بللے دے لکه له قران مجيد ، مبارکو حديثونو او تاريخي آثارو څخه دا خبره ثابتوي چې کله حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسماعيل (ع) د کعبې ديوالونه جوړول او کله چې ديوالونه اوچت شول نو حضرت ابراهيم (ع) د پښتو لاندې يوه عامه تيګه کېښوده چې پرې اودريږي او لوړ ديوالونه جوړ کړي نو خداے پاک نه يوازې دا چې په هغه تيګه باندې د حضرت ابراهيم (ع) د پښتو نښې جوړې کړې بلکې هغه تيګه يې د عبادت او سجدې ځاے وګرځوۀ او په قران مجيد کښې يې حکم وکړ چې: واَتّخذوْا مِنْ مَقامِ اِبْراهِيْمَ مُصَلّی. او د ابراهيم له مقامه د عبادت ځاے جوړ کړئ. (بقرة / 125) يعنې ورباندې د يو پېغمبر (ص) د اودرېدو په وجه يوې تيګې ته خداے پاک دومره لوړ عظمت ورکړ چې په هغه تيګه باندې عبادت کول د حج په ارکانو کښې شامل شول.همدا رنګ کله چې اصحاب کهف چې د خپلې زمانې مومنان وو( پېغران نۀ وو ) کله له ډېرې زياتې مودې نه پس بيا راژوندي يا راويښ شول او خلق د هغوي په حال خبر شول نو هغوي بيا خداے پاک د هغوي په خواهش سره وفات کړل نو د هغه ښار مومنان چې د هغوي په حال خبر شول نو وې ويل چې د دوي د غېبېدو په ځاے باندې يو جومات جوړوو چې په قران مجيد کښې دا خبره خداے پاک داسې بيان کړې ده چې فرمائي قَالَ الّذيْنَ غَلَبُوا عَلَی اَمْرِهِمْ لَنَتّخِذَنّ عَلَيْهِمْ مَسْجِداً. کله چې د هغوي (اصحاب کهف) په حال خبر شول، نو وې ويل: دهغوي په ځاے يو جومات جوړوو. (کهف/ 21) يعنې د هغو مومنانو او صالحانو د تعظيم او احترام په وجه هغوي دا خبره وکړه خو خداے پاک د دوي د دې خبرې نهي ونکړه او نۀ يې مذمت وکړ. ځکه چې هلته د عبادت ځاے جوړولو نه دا مقصد نه ؤ چې د اصحاب کهف عبادت به کوي بلکې د هغوي د عظمت په وجه يې هلته د عبادت د ځاے جوړولو خبره وکړه. دغه شان حضرت بي بي حاجرې چې په اوچه دشته کښې د حضرت اسماعيل (ع) لپاره د اوبو د موندلو لپاره له يو غر نه بل غر يعنې له صفا له غرۀ نه د مروه تر غرۀ پورې منډې وهلې نو په داسې حال کښې چې حضرت بي بي حاجره پېغمبره هم نه بلکې د يو پېغمبر وينځه، پېروکاره او بيا بي بي او د بل پېغمبر مور وه نو خداے پاک هغه دوه اوچ غرونه د هغې د منډو په وجه شعائرالله وګرځول او نن هم حاجيانو باندې فرض دي چې د صفا او مروه ترمېنځ منډې ووهي او د هغې بي بي نقل خداے پاک عبادت وګرځوۀ لکه په قران مجيد کښې فرمائي: 158. إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ اللّهِ يعنې بې له شکه چې صفا او مروه د خداے پاک له شعائرو څخه دي ( سورۀ بقره ١٥٨ ايت ) او دغه شان چې خداے پاک ته د خپلو نزديو بندګانو نه علاوه له هغوي سره منسوبه ورځ هم ډېره غوره ده لکه په قرآن مجيد کښې د حضرت يحيی (ع) په حقله فرمائي: وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا يعنې سلام دې وي په هغۀ (حضرت يحيی ) باندې او د هغۀ د زېږيدنې په ورځ باندې، د هغۀ د وفات په ورځ باندې او د هغۀ د بيا ژوندي کېدو په ورځ باندې )) ( سورۀ مريم ١٥ ايت )همدا رنګ په ټولو دورانونو کښې د کعبې ټول طواف کوونکي حاجيان د بيت الله له طواف سره په يو وخت د حجر اسماعيل (ع) طواف هم کوي او د هغه له ديوالګي سره په سوليدو سره د تبرک کيدو هڅه کوي، او دا هغه ځاے دے چې حضرت اسماعيل (ع) او د هغۀ مور حضرت هاجره بي بي سلام الله عليها پکښې ښخ کړی شوي دي يعنې د هغوي قبرونه دي نو دغه ډول مفسرين په خپلو تفسيرونو سره دا خبره ثابتوي چې که يو انسان د يو پېغمبر، د خداے د ولي او نېک او تقوا دار انسان يا د هغۀ د قبر او نښو نښانو احترام کوي او په مخکښې يې خشوع او خضوع کوي په شرط د دې چې هغه خپل رب او معبود و نۀ ګڼي هيڅ شرک او ګناه پرې نه واقع کيږي بلکې د هغه تعظيم کوونکي انسان د بخښنې او د ګناهونو د معافۍ سبب ګرځي. او دا خبره ناممکنه ده چې يو مسلمان چې د هر مذهب پېروکار وي او په ورځ او شپه کښې قبلې شريفې ته مخ کوي او د خداے پاک لپاره نمونځ کوي هغه هيڅ کله مشرک نۀ شي کېدې.او انبياء، معصومين او اولياء خو يې څه کړې حتي د هغوي د در د دروېشانو دومره لوړ مقام دے چې د هغوي او د هغوي د قبرونو او نښو نښانو تعظيم او احترام پکار دے همدا وجه ده چې اکثرو اولياء کرامو او عارفانو په دې خبره هم شرم محسوسولو چې يې ويلې وې چې زۀ د رسول الله (ع) يا د امام علي (ع) غلام يم بلکې ځانونه به يې د هغوي د غلامانو غلامان ګڼل. لکه حضرت نظام الدين اولياء (رح) يو ستر ولي الله دے چې د چا په باره کښې حمزه بابا (رح) وائي: لره اميد اے حمزه لــــه دې دربار عـــــالي نــه ځګر ګوشه علي حېدر نظام الدين اولياء دے
دغه نظام الدين اولياء (رح) په يو عارفانه شعر کښې وائي: (( چې ما ته په دې خبره کولو شرم او حياء راځي چې ووايم چې زۀ د حضرت علي (ع) غلام يم زۀ خو د هغۀ د غلام قنبر (رض) يو ادني غلام يم)) او رحمان بابا (رح) د انبياؤ، معصومينو او اولياؤ سلام الله عليهم اجمعين د دروېشانو عظمت په دا ډول بيانوي:
که نظر کا څوک په کار د دروېشانو خود به وويني وقار د دروېشان چې په يوۀ قدم تر عرشه پورې رسي ما ليدلے دے رفتار د دروېشانو هومره خلق يې زيارت کا پس له مرګه چې بازار وي په مزار د دروېشانو بادشاهان د دې دنيا واړه پراتۀ دي لکه خاورې په دربار د دروېشانو که د زړۀ سترګې بېنا وي و به ويني لکه نمر هسې انوار د دروېشانو
اصل خبره د عشق خبره ده يعنې که څوک په چا عاشق وي او په دغه عشق کښې مخلص وي نو بيا له خپل معشوق او محبوب سره منسوب هر څوک او هر څيز ورته خوښ وي او مينه ورسره کوي. لکه په دنيوي او مجازي عشق کښې د خلوص يوه نمونه مونږ له ليلی سره د مجنون د عشق مثال ورکولې شو ځکه چې هغه نه يوازې دا چې له لېلی سره مينه او عشق لري بلکې له هغې سره له منسوب سپي سره هم مينه ساتي او ښکلوي يې نو د دې دا مطلب نه شو چې ګنې د هغۀ له سپو سره مينه وه ځکه يې سپې ښکلولو بلکې هغه سپې د چا د در سپې ؤ ځکه يې ښکلولو، نسبت يې د هغۀ له معشوقې او محبوبې سره ؤ ګنې په هغه کلي او سيمه کښې به ډېر سپي ګرځېدل خو هغۀ يې پروا نه کوله. او نۀ ترې لېلی په دې عمل خفه کېده چې تا زما په مقابل کښې له بل څيز سره مينه شروع کړه خو نه هغه پوهېده چې له سپي سره د دۀ مينه او د هغۀ ښکلول زما په وجه دي نو په دې عمل مجنون نور هم د لېلی په نظرکښې د خوښې وړ ګرځېدۀ لکه رحمان بابا (رح) وائي: چې د سپي اواز يې واورم هسې خوښ يم لکه څــوک په نغمه خـــــوښ وي د ربـــاب او يا په بل ځاے کښې وائي: عاشقان د يار تر سپيو هم ځاريږي ګني مــــا د رقيبانو څــــه پروا کـــړه په مجازي عشق کښې په عاشق باندې رقيب بد لګي خو په حقيقي عشق کښې بيا په عاشق باندې رقيب هم ښۀ لګي او د خپل معشوق او محبوب په خاطر له هغۀ سره هم مينه لري. د مطلب د لا وضاحت لپاره به يوه تاريخ واقعه بيان کړو. په هغو وختونو کښې چې په سعودي عرب باندې د عبدالعزيز باچا حکومت ؤ چې دغه کورنۍ يعنې آل سعود د وهابي نظريې پېروکار دي او په سعودي عرب کښې د خداے د ګران رسول (ص) اهلبېتو (ع) او صحابه ؤ (رض) د قبرونو احترام ، تعظيم او يا ښکلول شرک ګڼي او مسلمانان په دې کارونو سزا کوي. نو د عبدالعزيز باچا په خپل دور کښې يو کال د اسلامي نړۍ د مختلفو اسلامي فرقو عالمان د حج په ورځو کښې دعوت کړي وو او په دغه کال د حاجيانو د نمونځ امامت هم د لبنان يو ستر شيعه عالم ارواښاد علامه سيد شرف الدين موسوي کړے ؤ. باچا بيا ټول عالمان شاهي مېلمانۀ کړل نو د مختلفو هېوادونو عالمانو له ځان سره د باچا لپاره څه تحفې او ډالۍ هم له ځان سره وړې وې او هغۀ ته يې ورکړې. په دغو کښې علامه سيد شرف الدين موسوي له ځان سره په تحفه په ښکلي د څرمنې په پوښ کښې بند قران مجيد وړے ؤ او هغه يې ورته ډالۍ کړو. عبدالعزيز باچا چې وليدو قران مجيد دی نو بې اختياره يې ښکل کړو. بس دغلته ورنه علامه صېب پوښتنه وکړه چې باچا صېب! دا دې ولې ښکل کړ؟ باچا ورته وويل چې قران مجيد دے ځکه مې ښکل کړ. نو علامه صېب ورته وويل چې دا خو تاسو څرمن ښکله کړه. باچا ورته وويل چې په دې کښې دننه قران مجيد دے نو د هغۀ په وجه مې دا څرمن ښکله کړه. نو علامه صېب ورته وويل چې باچا صېب! دا مونږ چې د رسول الله (ص) د قبر مبارک جنګلې او جالۍ ښکلوو نو د دې دا مقصد نۀ دے چې مونږ د جنګلو او جاليو د ښکلولو شوق نه لرو او نه له خداے پاک نه علاوه د چا پرستش او عبادت کوو خو مونږ له رسول الله (ص) سره د نسبت په وجه د هغۀ د قبر مبارک جالۍ او جنګلې ښکلوو او دا احترام او تعظيم دے نه پرستش. په ژوندي دليل سره عبدالعزيز باچا په هم هغه موقع د نړۍ د ټولو علماؤ په مخکښې شاهي فرمان جاري کړو چې له نن نه پس د هر مذهب حاجيانو ته اجازه ده چې د خپلو عقائدو مطابق زيارتونو ته لاړ شي اعمال تر سره کړي. خو دغه کلونه د عبدالعزيز باچا اخيري کلونه وو او د هغۀ له وفات نه پس د هغۀ ځاے ناستو باچايانو او د آل سعود مفتيانو بيا بنديزونه او پابندۍ جاري وساتلې او حتي چې اوس د هغوي په عقيده قران مجيد ښکلول هم شرک دے چې ډېره د افسوس خبره ده او د دا ډول سرزوري د مسلمانانو د کمزورۍ او تفرقې سبب ګرځي. په هر حال د وهابي نظرياتو د مخالفو دغو مفسرينو دا خبره د عقل او منطق په پېمانه هم صحيح ښکاري چې که د خداے پاک له انبياؤ، اولياؤ، عرفاؤ، صلحاؤ او مخلصو مومنانو سره يا د هغوي مزارونو يا له هغوي سره له منسوبو څيزونو سره مينه يا د هغو په وړاندې د خشوع، خضوع او تعظيم اظهار کول که د خداے پاک لپاره وي او هغه محبوب حقيقي سره د نسبت په وجه وي نو د هغو هستيو يا څيزونو عبادت نه دے بلکې عېن توحيد دے او که خداے مۀ کړه د خداے پاک په مقابل کښې راوستلې شي او هغه هستۍ يا له هغوي سره منسوب څيزونه په تعظيم او احترام کښې خپلواکه وګڼل شي چې البته يو مسلمان دا کار نه کوي نو شرک دے. هسې خو د عبادت کلمه ډېره وسيع ده او يوازې په نمونځ او پرستش پورې نه محدوديږي خو نمونځ او پرستش کول د ټولو عبادتونو په سر کښې او په ټولو عبادتونو فوقيت لري او تر ټولو بهترين عمل دے نو ځکه چې هر کله يو بنده د خداے پاک پرستش او نمونځ کوي نو پکار دي چې دغه پرستش او نمونځ له هر ډول شرک نه پاک وي او دا هله کيږي چې هر کله انسان په عبادت کولو کښې مخلص وي لکه چې قرآن مجيد فرمائي:فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ (سورۀ زمر ٢ ايت ) يعنې د خداے پاک عبادت په خالصې ديندارۍ سره وکړه. نو د دې مقصد لپاره پکار دي چې د خداے پاک د عبادت او پرستش په وخت د بنده توجه ټوله خپل رب ته وي،د رياکارۍ عمل دخل پکښې نه وي يعنې داسې نه وي چې انسان د دې لپاره عبادت او پرستش کوي چې په خلکو کښې په ښۀ سړيتوب سره ياد وي نو دۀ له خداے پاک سره نور خلق هم په عبادت کښې شامل کړل چې د شرک يو شکل دے يا يې دا نيت وي چې ځه نمونځ به هم وکړم او يو ورزش به هم وشي، يا په دې نيت اودس کوي چې ځه اودس به هم وکړم مخ لاس به مې هم پاک يا يخ شي، يا دا چې ځينې کسان د جَمعې د نمونځ په وخت يا د خلقو په مخکښې د نمونځ په وخت د زړۀ له تله د خشوع او خضوع اظهار کوي او حتي ځينې وختونه يې له سترګو اوښکه نيمه هم روانه شي خو چې کله بيا ځانته يوازې يا په پټه توګه يا د تهجدو نمونځ کوي نو نۀ يې بيا هغه خشوع او خضوع وي او نه يې د سترګې يو ګوټ چرته په اوښکه لونديږي. نو الهي عارفان وائي چې دغه کس په شرک خفي کښې مبتلا دے او پکار دي د شېطان له دې فرېبونو نه ځان وساتي. همدا رنګ الهي عارفان د خلوص عبادت تشريح دا هم کوي چې پکار دي بنده د جنت له لالچه او د دوزخ له ويرې نه بغېر عبادت وکړي ځکه چې که څوک په دې نيت سره عبادت کوي چې خداے پاک به راته د دې په بدله کښې جنت راکړي يا دا چې له دوزخ نه به مې وساتي ( چې اکثر خلق په همدې نيت سره کوي ) نو دا عبادت خالص عبادت نه دے او نه خدا پرستي ده بلکې خود پرستي ده. لکه حضرت علي (ع) هم فرمايلي دي چې اے خداپه زۀ ستا عبادت نه د جنت په لالچ کښې کوم او نه يې ستا د دوزخ له ويرې کوم بلکې ځکه يې کوم چې تۀ د عبادت لائق يې. ځکه چې د جنت په لالچ کښې عبادت کول د يو تاجر او لېن دېن والا کس عبادت دے او د دوزخ له ويرې نه عبادت غلامانه عبادت دے. نو پکار دي چې د خداے پاک عبادت بې له څه ذاتي لالچه د يو ازاد انسان په توګه په خلوص سره وشي. او په يو بل ځاے کښې فرمائي چې اے خدايه زۀ له جنت نه زيات په جومات کښې په ناسته خوښ يم ځکه چې په جومات کښې زما په ناستي تۀ خوشحاليږې او په جنت کښې زما په ناستي زۀ خوشحالېږم چې دا خود پرستي ده. ( د جنت، حورو او غلمانو په لالچ کښې عبادت کولو باندې ارواښاد غني خان ډېر طنزيه او له معنې او مفهوم نه ډک عرفاني شعرونه ويلي دي چې اختصار په وجه يې له نقلولو نه ډډه کوو. همدا رنګ الهي عارفان دا هم وائي چې کله يو بنده د عبادت دغه ټول شرطونه پوره کړي يعنې له دغو ټولو بدو نيتونو نه ځان وساتي نو شېطان ورته بيا په بله لاره راتاويږي او هغه دا چې د عبادت په وخت يا له عبادت نه پس په هغۀ کښې عُجب پېدا کړي يعنې هغه په هغه عبادت باندې په زړۀ کښې فخر او لوئي کوي او ځان ورته ډېر نېک نېک ښکاري چې دا هم انسان له خالص عبادت نه د ساتلو لپاره د شېطان يوه بله حربه ده چې ډېره خطرناکه ده او فقط د خداے مخلص بندګان ترې ځان ساتلې شي. خو د دغو ټولو شرائطو د پوره کولو باوجود د عرفاؤ له نظره د خداے پاک د عبادت حق نه شي ادا کېدې يعنې څنګه چې د الحمدلله په تفسير کښې بيان شوي دي چې د خداے پاک حمد او ثنا هغه شان چې د بيانولو حق دے نه شي بيانېدې دے دغه شان د خداے پاک عبادت هغه ډول ادا کول چې څنګه د ادا کولو حق دے د انسان د وس کار نه دے خو بيا هم مونږ ته پکار دي چې تر خپل وسه پورې په کامله توګه په خلوص سره د خداے پاک عبادت ته ملا وتړو خپل زړۀ له ټولو دنيوې تعلقاتو څخه خالي کړو او چې له کومو کثرتونو سره مو زړونه تړلي دي له هغو نه ځانونه ازاد کړو او د وحدت د سلوک په لور سفر ته ملا وتړو که انسان د الهي عارفانو د عبادت حال وګوري نو ورته به معلومه شي چې مونږ چې د کوم حمد او عبادت دعوا کوو هغه بالکل منځ تشے حمد او عبادت دے نو که هغه د کاملانو د عبادت په شان عبادت نه شو کولې نه لږ تر لږه دومره پکار دي چې خپل خالق په درګاه کښې د خپلې ناتوانۍ او عاجزۍ اعتراف وکړو او د عبوديت له دروغو دعوې کولو نه لاس واخلو او هر وخت خپلې عاجزۍ او ناتونۍ ته متوجه وسو او هيڅکله او د هيڅ عبادت او نېک عمل د انجامولو په وخت يا له انجامولو نه پس له عجب،تکبر، غاوېرتيا غوندې شېطاني حربو نه ځانونه وساتو، د عبادت او عبوديت په دروغو دعوو کولو په زړۀ کښې شرم محسوس کړو او خداے پاک ته د هغۀ نزدې او نيازبينې هستۍ وسيله کړو چې زمونږ په حال رحم وکړي نو شايد چې خداے پاک راباندې رحم وکړي او زمونږ دا مات ګوډ او منځ خالي حمدونه او عبادتونه قبول کړي ځکه چې د خداے په لوے کرم به کيږي په عقل ګرانه ده زما د جانان مينه......... دوام لري
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت
0:28 |
د احکامو راز او فلسفه
د جنت مېرمن حضرت فاطمه زهرا عليها السلام فرمائي: خداے پاک (( روژه )) يې د اخلاص د ثابتولو ذريعه (( حج )) يې د اسلام د مبين دين د مضبوطولو ذريعه (( عدل )) يې د زړونو د پېوند او غږملتيا ذريعه (( اطاعت )) يې د مسلمان ملت د نظم او ضبط ذريعه (( امامت )) يې له تفرقې او بې اتفاقۍ څخه د امان ذريعه (( جهاد )) يې د اسلام د عزت ذريعه (( صبر )) يې د حق او اجر حاصلولو ذريعه (( امر بالمعروف )) يې د خلقو د اصلاح ذريعه (( له مور پلار سره نېکي )) يې د خداے پاک د قهر د مخنيوي ذريعه (( صله رحم )) يې د مټو او زور د زياتېدو ذريعه (( قصاص )) يې د نفوسو د حفاظت ذريعه (( د نذر او منښتې پوره کول )) يې د بخښنې ذريعه (( له کم فروشۍ څخه مخنيوے )) يې له کمښتونو سره د مبارزې ذريعه (( له شرابخورۍ څخه منعې )) يې له پليدو او ککړتياو څخه د پاکوالي ذريعه (( له تهمتونو او ناروا نسبتونو څخه پرهېز )) يې د خداے پاک د غضب په وړاندې د پردې ذريعه (( له غلا څخه پرهېز )) يې د نفس د عزت د حفاظت ذريعه (( د شرک حرامول )) يې د بندګۍ د اخلاص او د حق د ربوبيت ذريعه وګرځوله + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت
0:27 |
د حضرت محمد (ص) ژوند (يوه لنډه کتنه) دويمه برخه
ليک: عبدالرحيم درانے - مردان د وحي پېلاوس د خداے د ګران رسول صلي الله عليه و آله وسلم ژوند يو حساس پړاؤ ته داخليږي. پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم څلويښت کاله په داسې خود سرې او ګمراه ټولنې کښې تېر کړل چې د تمدن او انسانيت هيڅ نښه نښانه پکښې نۀ وه. دغو حالاتوبه د خداے د ګران رسول صلي الله عليه و آله وسلم روح ازارولو. هغوي به په خپلې ټولنې کښې تشه تيارۀ ليدله، له هغه ځايه به راووت او نورو خلقو ته به ورغے خو په هر ځاے کښې به د خپل قوم په پليتو عادتونو او فکرونو غمژنيدۀ. د ښځو له دومره سپکاوي او بې عزتۍ، د شرابو او جوارۍ، ورور وژنې او جنايتونو څخه به ډير متاثره کيدۀ. له دغو ټولو کړاوونو او غمونو نه د بچ کيدو لپاره به يې داسې ځاے ته تلل غوښتل چې روح يې په ارام شي نو ځکه به د حرا غار ته تللو او هلته به يې د خداے پاک د رحمت اثار او د پيدايښت مشاهده کوله.
پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم چې کله د څلوښتو کالو شو نو د خپل اسماني او جهاني رسالت او پيغام د رسولو لپاره يې ځان تيار کړو. يوه ورځ د حرا په غار کښې ؤ چې ناڅاپه د وحي فرښته يعنې جبرائيل (ع) پرې نازل شو او وې ويل: "ولوله!" حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم وفرمايل: "څه ولولم؟" او حالت يې ډير عجيبه شو. دا اواز يې يو وار بيا واوريد چې ډير روښانه يې وويل: "ولوله اے محمدهصلي الله عليه و آله وسلم" او دريم ځل جبرائيل وويل: "ولوله د خپل پروردګار په نامه چې پيدا يې کړل . انسان يې له کچه وينې پيدا کړ، ولوله! او ستا خداے تر ټولو کريم دے. خداے پاک چې انسان ته يې د ليکنې تعليم ورکړو او هغۀ ته يې هغه څۀ وښودل چې د هغه نه ؤ زده" د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم په ټول وجود کښې هيجان او جذبه رامنځته شوه ځکه چې له يوې لوړې او لوے دنيا سره يې رابطه ټنيګه شوې وه. له فرښتو، جبرائيل(ع) او خداے پاک سره يې رابطه پيدا کړې وه. د هغۀ پاک روح ته ے اطمينان او ملاتړ او د مينې ډکه پيژنګلو حاصله شوې وه. په ځان کښې يې د پېغمبرۍ طاقت محسوس کړو او ويره او انديښنه يې له وجوده ووته. هر څۀ ډير په اطمينان او ارام سره تېر شول. ځينو مشرکينو او لويديځو ليکوالو ويلي دي چې پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم په حرا غار کښې د انجيل او د نورو پېغمبرانو د تعليماتو مطالعه کوله او په فکر او سوچ کښې به ؤ. د دې جملې مطلب دا دے چې پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم يو داسې کس ؤ چې په انجيل او تورات کښې په مطالعې سره يې له ځانه د اسلام دين ايجاد کړی ؤ يعنې د دغو کتابونو مطالعه يې کړې وه او د هغې په استفادې سره يې د اسلام دين ايجاد کړی ؤ. خو شواهد او نښې نښانې د دې په خلاف دي چې ځينو ته يې اشاره کوم. 1. که پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم قران له انجيله او يا د نورو پېغمبرانو له زد کړو راخستے ؤ نو پکار وه چې د قران ، تورات او انجيل مطالب يو شان وې حال دا چې د قران مجيد او د دغو کتابونو په مطالبو کښې د زمکې او اسمان فرق دے. 2. د قران ښکلي عبارتونه او د جملو جوړښت چې د قران مجيد د نازليدو د وخت ټول لوے لوے اديبان يې په ګوډو کړي دي ثابتوي چې د اسلام ګران پېغمبرصلي الله عليه و آله وسلم له خداے پاک سره نېغ په نېغه رابطه لرله او بې شکه دا ټکي، عبارتونه او جملې په هيڅ کتاب کښې نشته چې پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم ترې زده کړي وي.
3. په هيڅ معتبر او اصلي مدرک او کتاب کښې د دې خبرې دليل نشته بلکې دا د عيسايانو پاپانو او دلويديځ غرضي مستشرقينو له خپله ځانه جوړه کړې ده. 4. که قران له تورات او انجيله جوړ وې نو هغو کسانو به چې پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم ورته د قراني ايتونو د جوړولو چيلنج ورکړے ؤ د تورات او انجيل په استفادې سره داسې ايتونه جوړ کړي وې او بې له څۀ کړاوه به يې د قران مقابله کړې وه. ټول دا عقيده لري چې پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم له چا انسانه زده کړه او ليک لوست نۀ ؤ زدکړي نو هيڅ عاقل په دې باور نه کوي چې هغه کس چې سبق يې نه وي ويلی داسې نړيوال کتاب چې له معارفو او حقائقو ډک دی ډالۍ کړي له دغو کسانو بايد پوښتنه وشي چې پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم چې ليک لوست يې له چا نه ؤ زده کړی، د تورات او انجيل مطالعه څنګه وکړه؟ او څنګه يې ترې قران جوړ کړو؟ د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم تبليغي طريقهکله چې پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم د حرا له غرۀ نه کور ته روان شو نو ځان يې په يوه بله دنيا کښې محسوس کړو. او له لوي خالق سره يې رابطه پيدا شوه او پوه شو چې ډيره لويه ذمه واري يې په اوږه واچولې شوه که څه اضطراب يې لرلو، هم په دې وجه ؤ، نه په دې وجه چې لا پته ورته نه وه چې پېغمبر شوے دے او که نه ځکه چې هغه زيري او پيشګويانې چې له"بحيرا" يې اوريدلې وې او د جبرائيل(ع) ليدل او د هغۀ دا زيری ورکول چې "ته د خداے رسول يي" د هغۀ لپاره په رسالت او پېغمبرۍ د يقين لپاره سل فيصده کافي وو. په دې سربېره خداے پاک چې هر يو پېغمبر ته يې پېغمبري ورکړې ده هغه يې اول په روښانه او قوي دليلونو سره په خپلې پېغمبرۍ مطمئن کړے دے چې په کلکې ارادې سره د انسانانو اصلاح وکړی شي. نو ځکه دا خبره ډيره بې ځايه او بې معنې ده چې مونږ ووايو د خداے رسول ته پته نه وه چې پېغمبر شوے دے او کۀ نه؟ او يا دا چې بي بي خديجه (رض) مسيحي عالم ورقه بن نوفل ته ورغله او ورته يې وويل چې په مېړۀ مې څه چل وشو ويرېدلے دے او د حرا غار واقعه يې ورته وکړه نو هغۀ ورته وويل چې دې پېغمبر شوے دے او بي بي زر زر راغله او رسول الله صلي الله عليه و آله وسلم ته يې وويل چې تۀ پېغمبر شوے يې نو هله د خداے د ګران رسول صلي الله عليه و آله وسلم تسلي وشوه. خو حقيقت دا دے چې د نصراني راهب بحېره، ورقه بن نوفل او د نورو دينونو او مذهبونو د عالمانو زيري، پېشنګوئۍ او ګواهۍ د رسول اکرم صلي الله عليه و آله وسلم د پېغمبرۍ تائيدول او رښتينوالے ثابتول وو. نه دا چې د هغوي په وېنا يې نعوذ بالله په خپلې پېغمبرۍ يقين پېدا شو. بلکې د خداے ګران رسول صلي الله عليه و آله وسلم په خپله په يو حديث کښې فرمائي چې (( زۀ هغه وخت هم پېغمبر وم چې کله حضرت آدم (ع) د خټې او اوبو ترمنځه ؤ )) لکه رحمان بابا (رض) وائي:
نور هاله د محمد وه په جهان کښې چـــې بـــوي نـــــۀ ؤ د آدم او د حــــوا په هر حال د بعثت د ورځې د پېښې په وجه پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم ناوخته کور ته ورسيد. بي بي خديجه(س) چې مخکښې يې چرته د پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم ناوخته راتلل نه ؤ ليدلي، خفه شوه. ناڅاپه يې وليدل چې حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم په ډيرې بدلې څېرې او بدل حالت کښې کور ته راننوت. پوښتنه يې ترې وکړه چې نن ولې دومره ناوخته کور ته راغلې؟ پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم ورته خپله قيصه واوروله. بي بي خديجه(س) له ډيرې مودې راسې د داسې ورځې په انتظار وه ځکه چې له خپل مريې "ميسره" يې اوريدلي وو چې نصراني راهب د شام د سفر په وخت د حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم په حقله ويلي وو "هذا نبي الامه" دا د خلقو پېغمبر دے. او همدا راز د يهودو او نصاراؤ عالمانو او کاهنانو هغې ته زيرے ورکړے ؤ چې پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم د خداے رسول صلي الله عليه و آله وسلم دے. او لوے شان لري. دې له ضروري پوښتنو وروسته مسيحي عالم "ورقه بن نوفل" ته دا قيصه واوروله. هغۀ ورته هم وويل: "په خداے قسم هغه لوے ناموس "جبرائيل(ع) چې په عيسي (ع) نازليدو په دۀ نازل شوے دے. بې له هيڅ شکه دې به د دې امت پېغمبر وي " او بيا يې ددې لپاره چې بي بي خديجه(س) په خبرې ښه پوهه شي هغې ته د فرښتې او د هغې د نازليدو نښې وښودلې. خديجه(س) کور ته ستنه شوه او له لږ شان تحقيقه وروسته يې د محمدصلي الله عليه و آله وسلم نبوت او پېغمبري ومنله او د خپل ايمان اعلان يې وکړو او په دا ډول د نړۍ په ټولو ښځو کښې د لومړۍ ايمان راوړنکښې ښځې وياړ هغې ته حاصل شو. وړومبے ايماندار کس امام علی (ع) او دنمونځ واجبېدلپه کوم کال چې په عربستان کښې سخت قحط او وچکالي راغله. د حضرت ابوطالب (رض) مالي حالت ډېر ښۀ نۀ ؤ. حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم د دې لپاره چې حضرت ابوطالب له معاشي نظره په راحته کښې شي حضرت علي (ع) يې خپل کور ته راوست او د يو مهربان او زړۀ سواندي پلار په شان يې د هغۀ روزنه او تربيت وکړ. حضرت علي(ع) چې د پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم په کور کښې اوسيدۀ او هوش او استعداد يې پيل شوے ؤ، په سر سترګو د پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم پيروي کوله او په دې موده د پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم په حقيقت او رښتينوالي ښه پوه شوے ؤ. په همدې وجه يې په لس کلنۍ کښې په کامل بصيرت سره د حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم رسالت قبول کړ او په دې طريقه يې په اسلام او ايمان کښې له نورو نمبر يوړو. بلکې حقيقت دا دے چې حضرت علي(ع) پيدا د ايمان په حالت کښې ؤ او پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم يې د ايمان او اسلام په رڼا کښې تربيت وکړ. لکه حکيم امت علامه اقبال په يو شعر کښې هم دا خبره په ښه توګه بيان کړې ده او وائي:
مسلــــم اول شـه مردان عـلي عشق را سرمايه ايمان علي هغه لومړی څيز چې له توحيده او يو خداے مننې وروسته د اسلام په پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم او د هغه په مننوکو فرض شو نمونځ ؤ. او له هره ځايه د نمونځ ډېر اهميت څرګنديږي. په همدې وجه به حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم او نورو پېغمبرانو په نمانځه ډېر پخلے کوۀ او د خداے ګران رسول صلي الله عليه و آله وسلم به فرمايل نمونځ د اسلام ستنه ده او څوک چې مونځ ته سپک ګوري د قيامت په ورځ به زمونږ له شفاعته محرومه وي" په هر حال خداے پاک د جبرائيل(ع) په ذريعه د تمونځ شرائط او طريقه وښودله او حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم هغه حضرت علي(ع) او بي بي خديجې(س) ته و ښودل او تردې وروسته د جمعې مونځ ادا شو. درې کاله عملي تبليغ خپلو خپلوانو ته بلنه او وړومبۍ معجزهد اسلام ګران پېغمبر صلي الله عليه و آله وسلم له بعثته وروسته درې کاله پټ تبليغ وکړ ځکه چې د عربستان فاسده فضا چې د پېړيو پېړيو په بت پرستۍ ککړه وه. د څرګند تبليغ لپاره تياره نه وه. که پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم د بعثت په وړومبيو ورځو کښې څرګند تبليغ پيل کړے وے نو له داسې سختو مشکلاتو سره به مخامخ شوے ؤ چې هغه به يې له اصلي مقصده لرے کړے وے. په همدې وجه پېغمبر اکرمصلي الله عليه و آله وسلم د بت منونکو او مشرکانو په وړاندې د يو خداے عبادت کوو او د هغوي په مخکښې به يې د "مسجد الحرام" او مني په شان د ګڼې ګوڼې په ځايونو کښې له حضرت علي(ع) او حضرت خديجې(س) سره يو ځاے عملي مظاهره کوله. د هغه وخت يو تاجر "عفيف" وائي: زۀ د تجارت لپاره د عبدالمطلب (رض) زوے عباس (رض) ته ورغلم ناڅاپه يو سړے مسجد الحرام ته راننوت په اسمان او نمر يې يو نظر واچوۀ او د کعبې په لور نمانځۀ ته ودريد. عباس (رض) ته مې وويل: "دا څنګه دين دے چې زۀ ترې نه يم خبر؟" عباس (رض) وويل: "دا سړے د عبدالله زوے محمدصلي الله عليه و آله وسلم دے. د دۀ عقيده ده چې پروردګار يې د زمکې او اسمان پيدا کوونکے دے او خداے د انسانانو د لارښوونې لپاره راليږلے دے. اوس د دۀ دين په دغو دريو سربيره بل منونکے نۀ لري. دا ښځه د خويلد لور خديجه (رض) ده او دا هلک د ابوطالب (رض) ځوي علي (ع) دے چې دواړو په محمدصلي الله عليه و آله وسلم ايمان راوړے دے". پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم په دې طريقې سره خپل کار جاري وساتلو. تر دې چې مسلمانان ورو ورو زيات شول او د مخالفانو له نۀ غوښتنې سره سره اسلام خور شو. او اوس چی د څرګند او اعلاناً تبليغ لپاره فضاء برابره وه نو پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ته د څرګند تبليغ حکم وشو. د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم عملي تبليغ اود هغۀ د منونکو زياتيدو د څرګند تبليغ لپاره فضا برابره کړه او خداے پاک پېغمبر صلي الله عليه و آله وسلم ته حکم ورکړو چې خپلوانو ته د اسلام بلنه ورکړي. د دې لپاره چې نور بت پرستان ونۀ وائي چې پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ولې خپل خپلوان له عذابه نه ويروي او خداے مننې ته يې نه رابولي او د دې لپاره هم چې د خپلو خپلوانو په ملاتړ سره د اسلام د خپرولو لپاره فضا نوره هم برابره شي. پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم حضرت علي (ع) ته حکم ورکړو چې د ډوډۍ انتظام وکړي او خپل خپلوان چې قابو څلويښت کسان وو راوغواړي. حضرت علي (ع) ډوډۍ تياره کړه او ټولو ته يې بلنه ورکړه. ټول راغلل او ډوډۍ وړاندې شوه. دا ډوډۍ چې د يو تن لپاره هم کافي نه وه څلويښت کسانو وخوړه خو بيا ترې هم څه کم نه شول. دې معجزې هغوي ټول اريان دريان کړل خو ابولهب بې له څه فکره او سوچه وويل دا کار جادو او سحر دے (حال دا چې دومره کم عقل وو چې په جادو سره خو سړی نه مړيږي بلکې جادو يوه نظر بندي وي او سړي ته په سترګو يو څيز بل شان ښکاري ) پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم هغه ورځ هيڅ ونه ويل. شايد د دې لپاره غلے ؤ چې خپلوان يې پخپله د جادو او معجزې په فرق پوه شي ځکه چې که دا جادو وې نو د کوره تر وتلو وروسته به ټول وږي وې خو داسې نه وه. چې دې بلنې څه ګټه ونه کړه نو پپغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم هغوي سبا ته بيا راوبلل او بيا هم هغه کار تکرار شو او چې کله ټول ماړۀ شول نو د خداے ګران رسول صلي الله عليه و آله وسلم وفرمايل: اے د عبدالمطلب (ع) بچيو! زۀ خداے پاک ستاسو لپاره زيرے ورکونکے او ويروونکے ګرځولے يم. مسلمانان شئ او زما پيروي وکړئ چې نېکمرغه شئ. په خداے قسم په عربو کښې داسې هيڅوک نشته چې تر دې څه غوره او ښه څيز يې خپل قام ته راوړے وي کوم چې ما راوړے دے. لوے خداے ماته حکم کړے دے چې تاسو هغه ته راوبلم. نو څوک له ما سره په دې کار کښې مرسته کوئ؟ څوک چې زما دا خبره مني هغه به په تاسو کښې زما ورور ، زما ځاے ناستے او زما خليفه وي. هيچا هم مثبت ځواب ورنه کړو يوازے حضرت علي (ع) چې تر ټولو کم عمره ؤ، پاڅيدو او وې ويل "اے د خداے پېغمبره صلي الله عليه و آله وسلم زۀ ستا ملګرے يم" پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم علي (ع) کښينولو او خپله خبره يې درې ځلې تکرار کړه او له علي(ع) پرته هيچا ځواب ورنه کړو. هله بيا پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم حضرت علي (ع) ته اشاره وکړه او وې فرمايل:"په تاسو کښې علي (ع) زما ورور، وصي او خليفه دے د دۀ خبره اورئ او پيروي يې کوئ"(. تاريخ طبری 3 ټوک 1171 مخ ، تفسير مجمع البيان ٧ ټوک 206 مخ بحارالانوار 18 ټوک 192 مخ الغدير ج2 ص22. مخ په بنيادي توګه دا موضوع اسلامي مورخينو قبول کړے دے او د تاريخ په ثابتو حقائقو کښې شمېرل کيږي.) په دې کښې له دې معجزې نه علاوه چې د يو کس په ډوډۍ څلويښت کسان ماړۀ شول يوه بله خبره هم د پام وړ ده او هغه دا چې له هغو جملو چې هغه ورځ پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم د حضرت علي (ع) په باره کښې وفرمايلې ښه پوهيږو چې د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم خلافت او جانشيني د علي (ع) ده او پکار ده چې علي (ع) د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ځاے ناستے او خليفه وبولو. په دا ډول د عامې بلنې او څرګند تبليغ لپاره فضا برابره شوه او پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم په پرله پسې محنت او نه ستومانوونکو کوششونو سره خپل کار جاري وساتۀ او له همدې وخته د اسلام بېرغ ورپيدۀ او حقيقت د کاميابۍ په لور روان شو.
د حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم عام تبليغپېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم د بعثت درې کاله تېر شول او دوي په دې موده کښې پټ په پټه د تبليغ او د بې لارو د نجات کار جاري وساتۀ خو له دې امله چې اسلام يو نړيوال دين دے نو پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ښکاره تبليغ شورو کړو او په څرګنده يې خپل پروګرام او مقصد اعلان کړو. پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم د خداے پاک په حکم د خپل دين د خپرولو او د عربو ټولو قبايلو ته د رسولو لپاره ځان تيار کړو او له دې ارادې وروسته د صفا غرۀ ته لاړ په يو اوچت ځاے ودريد او په لوړ اواز يې وفرمايل: "يا صباحاه" (. دا جمله عرب خلق يو مهمې چارې ته د متوجه کولو په موقع په کار راولي (مجمع البحرين، کلمۀ صبح ) د خداے د ګران رسول صلي الله عليه و آله وسلم اواز په صفا غرۀ کښې انګازه وکړه او خلق يې ځان ته متوجه کړل. د بيلابيلو قبيلو ډير خلق د هغه په لور وزغليدل او د حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم خبرې ته يې غوږ ونيوۀ پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم هغوي ته مخ کړو او وې فرمايل: "اے خلقو که تاسو ته ووايم چې دښمنان غواړي نن ماښام يا سهار په تاسو حمله وکړي نو زما دا خبرې تصديقوئ"؟ ټولو وويل: مونږ په ټول عمر کښې له تا دروغ نه دي اوريدلي. پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم وفرمايل: "اے قرېشو! زۀ تاسو د خداے له عذابه ويروم. ځان له اوره وساتئ. زما موقعيت او حالت د هغه پېرادار په شان دے چې دښمن له لرې ګوري او خپل قوم د هغوي له خطره خبروي ايا داسې کس کله خپل قوم ته دروغ هم وايي؟"( سيرۀ حلبيه ج1 ص311 چاپ1382) ابو لهب له دې ويرې چې هسې نه دحضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم خبرې د خلقو په زړۀ اثر وکړي ناڅاپه پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ته مخ واړوۀ او وې ويل: "واي او افسوس دې وي په تا باندې! مونږ دې د همدغو خبرو لپاره راغونډ کړي يو؟" هغه په خپلو تيزو او بې ادبو خبرو سره د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم خبرې په منځ کښې غوڅې کړې او هغه مبارک ته يې د نورو خبرو موقع ورنه کړه. د همدغو بديو او ګستاخيو او له دښمنانو سره د ملګرتيا په وجه خداے پاک د هغۀ په غندنه کښې "تبت يدا ابي لهب" سورت نازل کړ. د خداے د ګران رسول صلي الله عليه و آله وسلم ګرمو او منطقي خبرو په ډيرو اوريدونکو اثر وکړ او په ډيرو محفلونو او غونډو کښې د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم د نوي دين خبرې کيدلې د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم خبرې د هغو کسانو لپاره چې ظلم زياتي او بې انصافي يې ملا ماته کړې وه د اميد يو څرک ؤ او د هغوي په ژوند کښې يې نوی روح پو کړو. خو د قرېشو غلط فکرو مشرانو خبره ونه منله. او چې کله يې وليدل چې پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم هر ځاے کښې د هغوي د غلطو عقيدو وضاحت کوي او غندي يې نو اراده يې وکړه چې له هرې ممکنې لارې د دې فکري انقلات او بدلون مخه ونيسي. ځکه چې هغوي ته ښه پته وه چې که د شرک او بت مننې بستره ګول شي او ټول د يو خداے عبادت شروع کړي او اسلام ومني نو د هغوي د مشرۍ ، ناجائزو ګټو او ذاتي مفاداتو لپاره هيڅ ځاے نه پاتې کيږي. نو يو انجمن او غونډه يې جوړه کړه او په موجوده حالاتو او دحضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم د انقلاب په مخنيوي يې خبرې اترې وکړې. د دوي په غونډه کښې دا قرارداد پاس شو چې ټول حضرت ابوطالب (رض) ته ورشي او له هغه وغواړي چې څنګه هغه صلاح ويني چې پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم د خپلې لارې له جاري ساتلو منعې کړي. نو په دې خاطر حضرت ابوطالب (رض) ته ورغلل خو حضرت ابوطالب (رض) له خبرو اترو وروسته هغوي غلي کړل. د قرېشو مشران يو ځل بيا حضرت ابوطالب (رض) ته ورغلل او د ډلې مشر ورته وويل: اے ابوطالبه! ته زمونږ په قبيله کښې ډېر لوړ مقام او درجه لرې او زمونږ مشر يې. مونږ ټول ستا احترام کوو. مخکښې مو هم درته ويلې وو چې خپل ورارۀ منع کړه او ورته ووايه چې زمونږ د نيکونو دين دې نۀ ردوي خو تا زمونږ خبرو ته پام ونه کړو. په خداے قسم مونږ د خپلو پلارانو بد او د هغوي په دين باندې تنقيدونه نه شو زغملې. پکار ده چې محمد( صلي الله عليه و آله وسلم ) له دې کاره منعې کړې ګني تا او هغه سره به جنګ وکړو. تر دې چې يا مونږ ختم شو يا تاسو. حضرت ابو طالب (رض) سوله ايزه لاره خپله کړه او د هغوي تر تللو وروسته يې حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم ته د هغوي قيصه وکړه. پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم حضرت ابو طالب (رض) ته داسې وفرمايل: "په خداے قسم که دوي زما په ښي لاس کښې نمر کيږدي او په ګس لاس کښې سپوږمۍ او رانه وغواړي چې زۀ د خپل دين او مقصد له خپرولو لاس واخلم، هيڅکله به دا کار ونه کړم. تر دې چې يا شهيد شم يا کامياب شم". حضرت ابو طالب (رض) ورته وويل: "په خداے قسم زۀ هم ستا له ملاتړه او ملګرتيا لاس نۀ اخلم او نه پريږدم چې هغوي تا ته څۀ تاوان در ورسوي". قرېشو چې وليدل چې خبره سمے نه خوري نو يو ډېر ښکلے ځوان عماره بن وليد يې حضرت ابو طالب (رض) ته بوتلو او وې ويل دا ډېر ښکلے او تکړه ځوان دے مونږ تيار يو چې تا ته يې درکړو چې خپل زوے يې کړې خو د خپل ورارۀ ملاتړ پريږده او مونږ ته يې راکړه حضرت ابو طالب (رض) سخت غصه شو او وې ويل افسوس دې وي په تاسو چې غواړئ زۀ ستاسو اولاد خپل زوے کړم او خپل زوے تاسو ته درکړم. په خداے قسم هيڅکله به دا کار اونه کړم.( سيرۀ ابن هشام ج1 ص268 - 266.) دقرېشو طمعه، د تبليغ د لارې مشکلات او شکنجېقرېشو ګمان کوۀ چې په مادي غوښتنو او درهمو او دينارو سره پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم له خپل کاره منعې کولې شي. په دې خاطر پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ته ورغلل او وې ويل که پېسې او دولت غواړې نو تا به د عربو تر ټول شتۀ من او دولتمن سړے کړو که مشري غواړې نو تيار يو چې تا د ټولو مشر کړو که سلطنت غواړې نو مونږ ټول دې په باچاهۍ منو او که دا بيماري چې په تا راځي او ته ورته وحي واې که له ځانه نشې لرې کولې نو د دنيا تر ټولو په ښه طبيب باندې به ستا علاج وکړو په دې شرط چې ته خپل تبليغ پريزدې. خلق نور ګمراه نه کړې او زمونږ د نيکونو، خدايانو او عقائدو ردونه نه ونکړې .پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم د دوي په ځواب کښې وفرمايل: "زما نه ستاسو مال ته سترګې دي او نه باچاهي او مشري غواړم. خداے پاک زۀ پېغمبر کړے يم او کتاب يې راباندې نازل کړے دے او ماته يې امر کړے دے چې تاسو له عذابه وويروم او د جنت زيرے درکړم. ما خپل فرض پوره کړو که زما لارې ته راغلئ نو نېکمرغه به شئ او که نه يې منئ نو تر هغې به صبر او مقاومت وکړم چې خداے پاک زما او ستاسو تر مينځ فېصله وکړي. (سيرۀ ابن هشام ج1 ص 296 – 295.) بالاخره د قرېشو مشران دې ته تيار شول چې پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم د هغوي له خدايانو لاس واخلي او دوي هم له پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم سره څه غرض ونه لري. نو حضرت ابو طالب (رض) ته ورغلل او وې غوښتل چې غوښتنه يې پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ته ورسوي. د اسلام ګران پېغمبر صلي الله عليه و آله وسلم په جواب کښې وفرمايل: "ايا زۀ هغوي داسې کليمې ته راونه بلم چې له هر نظره د هغوي لپاره ښه ده او هغوي به نيکمرغه او خوش بخته کړي؟ ابو جهل وويل: "يوه کلمه خو هيڅ نه ده لس خو به درته ووايو خو دا ووايه چې کلمه څه ده؟" پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم وفرمايل ووايئ "لا اله الا الله" (له خداے نه بغېر بل خداے نشته) د ګران رسول صلي الله عليه و آله وسلم خبرو د قرېشو مشران ډېر خفه او نااميده کړل. ابوجهل وويل: د دې کلمې نه علاوه بل څه وغواړه. پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم پرېکنده ځواب ورکړو "که نمر راته په ښي لاس کښې کيږدئ او سپوږمۍ راته په کيڼ لاس کښې کيږدئ، له دې علاوه درنه بل څه نه غواړم" ( تاريخ طبری ج3 ص1176) د قرېشو مشران چې کله پوه شول چې له محمدصلي الله عليه و آله وسلم سره خبرې ګټه نه لري او طمع لالچ او ويرول هغه له خپلې لارې نشي منعې کولې نو فېصله يې وکړه چې لا سخته لاره غوره کړي. له هغې ورځې چې پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم عام تبليغ پيل کړو د قرېشو مشران د هغوي د غلې کولو لپاره د ټولو وسيلو سهاره واخېسته. اول يې له طمعې لالچ او د لويو مقامونو له وعدو کار واخېستو او چې کله له دې لارې مايوسه شول نو د ګواښ او ازار او شکنجې طريقه يې شروع کړه. په دا ډول د هغه مبارک په ژوند کښې يو نوے پړاو پيل شو. د احترام او اخلاقي او انساني دودونو خيال ساتل ختم شول او دښمني او کينې يې ځاے ونيوۀ چې په ناځوانمړده توګه د اسلام مخنيوی وکړي او د قرېشو سرغنه او د قوم مشران له خطره بچ پاتې شي. که څه هم د هغه وخت د خلقو کم فکري د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم له سمې لارې او دعوت سره د مخالفت يوه وجه وه خو د قرېشو مخالفت له هغې ورځې زيات شو چې واېوريدل پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم د هغوي د کاڼو او لرګيو مجسمې بې ارزښته بولي او وائي چې له دغو بې روحو او ساکنو کاڼو نه څه غواړئ؟ د قرېشو د کاڼو او لرګو په مجسمو اعتراضونو هغوي سخت غصه کړل. له بلې خوا د نوي پېغمبر صلي الله عليه و آله وسلم تازه تعليمات د هغوي د ګټو او طبقاتي مصلحتونو خلاف وو. د قرېشو مشرانو او د قوم لويو شخصيتونو غوښتل چې هماغه شان د کمزورو او غريبو استحصال او د مريو او غلامانو ساتلو ته دوام ورکړي. او سود خورو مالدارو غوښتل چې په سود او بډو سره هماغه شان د غريبو او زحمتکارو وينې راکاږي. زورورو او سيټانو غوښتل چې د تورې او نيزې په زور د بې دفاع خلقو مالونه او ناموسونه لوټ کړي او همدا رنګ دا مبين دين چې له دغه غلط ټولنيز سسټم سره يې مبارزه کوله د دوي له سخت مخالفت سره مخامخ شو. د مخالفانو په مشرانو کښې د ابوجهل، ابوسفيان، ابولهب، اسود بن يغوث، عاص بن وائل، عتبه، شيبه، وليد بن مغيره او عقبه بن ابي معيط په شان څټې او لوے کسان شامل وو. نامړده تومتونه، بدني زورونې، بدې ردې، اقتصادي او مالي دباوونه هغه بې شرمه وسيلې وې چې د قرېشو مشرانو د حضرت محمدصلي الله عليه و آله وسلم او د هغۀ د ملګرو په خلاف استعمالوې. چې دلته يې څو ته اشاره کوو. 1 . يوه ورځ يو څو قرېشو خپلو ملګرو ته د ګډې سخا پيروان ورکړو چې هغه د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم په سر واچوي دوي هم دا کار وکړو او پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم يې غمجن او خفه کړو..( اعلام الوری نوے چاپ ٥٧ مخ ) 2 . طارق محادبي وائي چې پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم مو وليد چې خلقو ته يې په لوړ اواز فرمايل: "يا ايها الناسُ قولو لا اله الا الله تفلحو" او خلق يې اسلام او د يو خداے مننې ته رابلل. ابو لهب ورسره قدم په قدم روان ؤ او هغه مبارک به يې په کاڼو ويشتو تر دې چې د هغوي مبارکو پښې په وينو سرې شوې خو هماغه شان يې خلقو ته لارښودنه کوله او ابو لهب به ويل: "اے خلقو! دا سړے دروغجن دے ددۀ خبرې مۀ اورئ. ( مناقب ١ټوک51 مخ ). له ګران رسوله صلي الله عليه و آله وسلم نه علاوه د دوي ملګرو او تازه مسلمان شوو کسانو ته به هم ډيرې غير انساني وحشيانه شکنجې ورکولې کېدې. 3 . پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم يوه ورځ عمار ياسر (رض) او د هغۀ کورنۍ وليده چې د اسلام دښمنانو ورته شکنجه ورکوله. پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ورته وفرمايل: "اے د عمار کورنۍ! تاسو ته د جنت زيرے درکوم. ابن اثير ليکي چې حضرت عمار او د هغۀ مور پلار به مشرکانو ډېر زورول. دښمنانو به هغوي له کوره وباسل او په تود نمر کښې به يې پرې ظلم کولو چې د اسلامه لاس واخلي. د حضرت عمار مور سميه چې د اسلام د لارې لومړۍ شهيده وه د ابو جهل په ګوزار شهيده شوه. او د عمار پلار ياسر هم په شکنجو کښې شهيد کړے شو په عمار ياسر هم ډېر سخت ظلمونه کېدل خو تقيه يې وکړه (يعنې مجبوراً يې خپل ايمان پټ کړ) او له مرګه بچ پاتې شو(کامل ابن اثير چاپ بيروت 2 ټوک 66 – 67 مخونه) 4 . بلال حبشي (رض) چې يو مريے او د رسول اکرم صلي الله عليه و آله وسلم له يارانو څخه ؤ، خپل مالک به پرې ډېر سخت ظلم کوۀ د عربو په هغې ټکڼه غرمه کښې به يې هغه د صحرا په ګرمو شګو څملولو او د هغۀ په سينه به يې لوے لوے کاڼي کيښودل چې د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ملګرتيا پريږدي او د بتانو عبادت وکړي. بلال به د دغو ټولو ظلمونو په وړاندې د اَحد اَحد (خداے يو دے) نعرې وهلې او هيڅکله دوباره بت منوونکے نه شو. . (کامل ابن اثير طبع بيروت 1375 قمري ٢ټوک 108 مخ ) په دې لنډ بيان کښې د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم او د هغۀ د ملګرو ټول ظلمونه نشم ذکر کولې خو دومره به ووايم چې د اسلام دښمنانو اسلام او مسلمانانو سره په مقابله کښې هره وسيله وکاروله چې لنډه غوندې اشاره ورته کوم.
1 . اقتصادي مبارزه: قرېشو د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم او د هغۀ د ملګرو په خلاف ډېر سخت اقتصادي دباوونه او له مسلمانانو سره د هر ډول معاملې بائيکاټ د هغوي يوه ناځوانمړده حربه وه. 2 . نفسياتي جنګ: له مسلمانانو سره خپلوي ختمول او له هغوي سره يا له هغوي نه د ودونو نه کول او په پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم باندې د جادوګرۍ او د دروغو تومتونه لګول هغه نفسياتي جنګ ؤ چې قرېشو د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم او د هغۀ د يارانو د ختمولو لپاره پېل کړے ؤ. 3 . بدني شکنجې او زورنې: د دې نوي دين د ختمولو لپاره يوه بله وسيله وه چې د پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم ډېر ياران پکښې د ظلمونو له لاسه شهيدان شول له هغو ټولو غېر انساني لارو او وسيلو سره سره چې قرېشو د دي نوي دين له منځه وړلو لپاره استعمال کړې، اسلام هماغه رنګ په مخ وړاندې لاړ پېغمبر اکرم صلي الله عليه و آله وسلم خپله بلنه جاري وساتله او مسلمانان ورځ په ورځ زيات شول. دلته د پام وړ خبره دا ده چې د اسلام د دښمنانو د پروپېګنډو په اپوټه چې وائي اسلام د تورې په زور خور شوے دے، داسې نه ده بلکې مسلمانانو ديارلس کاله زور او ظلمونه وزغمل او د دښمنانو د تورو او نيزو لاندې يې مقاومت وکړ نو هله اسلام ترقي کړے او خپور شوے دے. او نن هم د اسلام دغه دښمنان د خپلو دغو پروپېګنډو د ثابتولو لپاره په مسلمانانو کښې داسې تند لارې او ترهه ګرې مذهبي ډلې جوړې کړي او پټ په پټه د هغوي ملاتړونه کوي او د دغو ډلو په ذريعې سره داسې جاهلانه او زړۀ دردوونکي عملونه ترسره کوي او بې ګناه انسانان او حتي مسلمانان پرې په بې دردۍ سره قتل عام کوي چې په دنيا کښې پرې د اسلام نوم بدنام کړي چې هم پرې هغه خپله پروپېګنډه صحيح ثابته کړي او هم په نړۍ کښې د اسلام د خپرېدو مخنيوے وکړي.......................دوام لري نور بيا
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت
0:23 |
د لقمان حکيم (ع) 50 نصيحتونه خپل بچی ته
ليک: محب الله دانش
١- اے بچوړيه! هيڅوک او يا هيڅ څيز له خداے پاک سره مه شريکوه.
٢- له مور او پلار سره نېک چلند کوه.
٣-. پوه شه چی هيڅ څيز له خداے پاک نه پټ نه دے.
٤- نمونځ په هغه ډول چی ښائی اداء کړه.
٥- د نورو نصيحتونه او مشورې مه هېروه.
٦- له بدکارو نه هيڅ وخت د نېکۍ او ځوانمردۍ طمعه مه کوه.
٧- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
٨- په لاره تللو کی درميانه اوسېږه.
٩- په نورو باندې غصه مۀ کوه او ورسره په نرمۍ خبرې کوه.
١٠- په هغه څه چی نورو ته يې نصيحت کوې خپله پری زر عمل کوه.
١١- لږې خبرې کوه.
١٢- خپل رازونه دې فقط له ځانه سره وساته.
١٣- هغه دوست ته دوست ووايه چی په سختۍ کښی دې په کار شوے وی.
-14 له بدانو او جاهلو سره انډيوالي مۀ کوه.
-15 له عالمانو او هوښيارو خلقو سره تعلقات وساته.
- 16 په کاروبار او نېک کار کښی جدی اوسه.
17 - د ځلميتوب ورځې دې غنيمت وشمېره.
-18 د دوستانو احترام کوه.
-19 د مور او پلار وجود غنيمت وشمېره.
-20استاذان د مور او پلار په څېر وګڼه.
21- په ټولو کارونو کښې ميانه حاله اوسه.
22 - اولاد ته دې اسلام او دينداری ور وښايه.
23 _ په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ اودۀ کېدلو ځان عادت کړه.
_24 د نورو مدد او مرستې ته مۀ په طمه کېږه.
25_ هيڅ کار مخکی له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
26 _ د نن کار سبا ته مه پرېږده.
27_ له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.
_28محتاجان له خپل مال او دولت نه مه محروموه.
_29 تېره شوې جګړه او دښمنی مه تازه کوه.
30 _ د نورو نېک کار په خپل ځانه مه تپه.
31 _ له خپلوانو سره خپلوی مه پرې کوه.
32 _ د ولاړو خلقو په مخکې مه کښېنه.
33 _ هيڅوک د چا په مخکی مه رسوا کوه.
_34ويل شوې خبره بار بار مه تکراروه.
_35له ښځني خوي او لباس نه ډډه وکړه.
_36په بدکارۍ کښی له چاسره لاس مه يو کوه.
37 _ په هيڅ کار کښی بيړه مه کوه.
38 _ د خبرو په وخت کښی د نورو خبرې مه پرې کوه.
39 _ د خلقو په اصلاح کښی يوه زره سستی هم مه کوه.
40ا _ ادب او عاجزی هيڅکله هم مه هېروه.
41 _ له خداے پاک سره صادق او له خلقو سره په انصاف چلېږه.
_42د مشرانو احترام او په کشرانو نرمی کوه.
43 _ د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
_44عمر او روزی په حساب او کتاب ده، نو له هيچانه مه ويرېږه او مه تری طمع کوه.
45 _ عمر د عبادت او بندګۍ لپاره غنيمت وشمېره.
46 _ هغه څه چی خداے پاک درکړي دي پرې باندې خوښ اوسه.
47 _له نېکو او ايماندارو خلقو سره مشوره کوه.
_48 خرچ دې له ګټې نه کم ساته.
_ 49 هر څومره چی کولې شې له مېلمه سره مهربانه اوسه.
50 _ د ښځی او اولاد د بی ځايه غوښتنو پېروی مه کوه.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/09/01 او وخت
0:16 |
رڼا
( د قران مجيد تفسير )
ګرانو او قدرمنو مينه والو! لکه چې پوهېږئ قران مجيد د خداے پاک له لوري نازل شوے هغه ستر او اخيري کتاب دے چې د اسلام د ټولو مسلکونو، فرقو، مذهبونو او فکري مکتبونو پرې اتفاق دے چې دا سپېڅلے کتاب له هر ډول تحريف او کمي زياتي نه پاک دے او له سورۀ فاتحې نه واخلې تر سورۀ ناس پورې يو کامل کتاب دے او کۀ څوک يې په يو ټکي کښې هم فرق راولي يا پکښې شک وکړي هغه مسلمان نۀ شي کېدې نو غواړو چې د (( مينه )) مجلې په هره ګڼه کښې د (( رڼا )) سرليک لاندې ستاسو په خدمت کښې د قران عظيم الشان د يوې برخې د ترجمې او تفسيروړاندې کولو سعادت حاصل کړو. دا خبره د يادونې ده چې دا تفسير د ادارې له خوا څه خپل تفسير نۀ دے او نۀ له يو تفسير څخه اخېستل کيږي بلکې له مختلفو تفسيرونو څخه اخېستل کيږي دې لپاره چې د دې عظيم الشان اسماني کتاب په حقله خلق له لا زياتو معلوماتو نه خبر شي او د مختلفو فکري مکتبونو پېروکار له خپلو مکتبي افکارو سره سره د مختلفو مکاتبو له نظرياتو او افکارو څخه هم خبر شي او ترمېنځ يې غږملتيا او همفکري او د يو بل د زغملو جذبه پېدا شي ګنې هسې د دې عظيم الشان اسماني کتاب تفسير په هغه ډول چې يې حق دے ناممکن دے بلکې که د نړۍ ټول تفسيرونه را يوځاے کړې شي نو د قران مجيد د تفسير يوه برخه حق هم نۀ شي ادا کېدې (اداره)
د سورۀ فاتحې تفسير په تېر پسې
مَـالِكِ يَوْمِ الدِّينِ
مالک د ورځې د جزا دے
د قران مجيد ځينو قاريانو د (( مالک )) په ځاے (( مَلِک )) يعنې ميم په فتحې او لام په کسرې سره هم قرات کړے دے خو دغه قرات اکثرو مفسرانو له څو وجوهاتو څخه نه دے قبول کړے او هغه دا چې يو خو له څوارلسو سوو کلونو راهسې په مېلينونو مسلمانان مالک قرات کوي او بله دا چې د خداے له ګران رسول (ص) د هغوي له اهلبېتو (ع) ، صحابه کرامو (رض)، اولياء کرامو او سترو سترو محدثينو او مفسرينو رحمت الله عليهم اجمعين څخه هم داسې څه روايت نشته چې ګنې هغوي په نمونځ يا تلاوت کښې د مالک په ځاے مَلِک قرات کړے وي. همدا رنګ د ملک (يعنې واکمن، باچا، سلطآن، مشر او ملک ) کلمه د لغت له لحاظه محدوديت لري چې دغه محدوديت له خداے پاک سره نه ښائي. يعنې يو کس د يو قام ، يو کلي، يو ښار يا د يو هېواد ملک کېدې شي خو د هغه قام، کلي، ښار يا هېواد هر څه د هغۀ ملکيت نه شي کېدې او هغه نه شي کولې په هر څه کښې د تصرف او اختيار حق ولري. او د دې په اپوټه يو مالک د خپل ټول ملکيت مالک وي اوهغه په خپلو ټؤلو ملکيتونو کښې د تصرف او اختيار حق لري. د عرفان خاوندانو په خپلو تفسيرونو کښې ليکلي دي چې مونږ نه شو کولې د خداے پاک مالکيت د انسان د مالکيت په شان وګڼو ځکه چې نن يو انسان د يو څيز يا څيزونو مالک دے خو سبا د هغۀ په ژوند يا د هغه د مرګ په صورت کښې بل کس يا کسان د هغۀ د ملکيت مالک جوړيدې شي چې د خداے پاک مالکيت له دې نه بالا تر دے. همدا رنګ د انسان په ملکيتونو کښې تر ټولو نزدے ملکيت د انسان د بدن اندا مونه او د بدن ظاهري او باطني قوتونه دي چې تر مرګه پورې د انسان په اختيار او تصرف کښې وي خو دغه مالکيت بيا هم ځينې محدوديتونه لري لکه د بدن ځينې ظاهري او باطني قوتونه دي چې د انسان له تصرف نه بهر دي او هغه پرې اختيار نه لري او هغه په خپله فعاليت کوي لکه د بدن او د بدن د اندامونو رشد او وده چې انسان پرې اختيار نه لري يا د انسان په ويښه يا خوب کښې ډېر داسې سسټمونه دي چې په خپله فعاليت کوي او انسان د هغو د مالکيت لرلو باوجود نه شي کولې هغه فعاليت اودروي او همدا رنګ په بدن کښې ډېر باطني قوتونه دي چې د انسان له اختيار او تصرف نه بهر دي. او حتي د انسان ټول بدن او روح چې کله د مرګ وخت راورسي نو هغه د خپل بدن او روح د مالکيت باوجود نه شي کولې هغه د مرګ وخت د يوې شېبې لپاره وروستو کړي. نو ځکه مونږ د خداے پاک د مالکيت لپاره د انسان د بدن او د بدن د اندامونو او ظاهري او باطني قوتونو مثال هم نه شو راوړې.ځکه چې د انسان دغه مالکيت که څه هم د انسان د نورو مالکيتونو په نسبت د خداے پاک د مالکيت معنې ته لږ نزدې دے خو بيا هم حقيقت او کامليت نه لري او اعتباري مالکيت دے او يو لړ نيمګړتياوې او محدوديتونه لري چې د خداے پاک مالکيت له دغو محدوديتونو او نيمګړتياو نه ډېر بالاتر او مبرا دے.او د خداے پاک مالکيت په کامله توګه حقيقي دے.
هم بادشاه دے د همــه ؤ بادشاهانــو هم د هر يو سلطان په سر سلطان دے ( ارواښاد رحمان بابا) او همدا رنګ د خداے پاک لپاره د يوم الدين د مالک د اختصاص په هکله مفسرانو ډېرې شننې کړي دي لکه دا چې يوم الدين د يوم الجمع يعنې د جمع کېدو د ورځې چې باب الله ته د ټولو ممکناتو د رجوع کولو او فناء الله ته د ټولو موجوداتو د صعود کولو ورځ ده په معنا ده او نورې ورځې د متفرقاتو او تيت پرت ورځې دي نو د دې قول له مخې چې ؛ والمتفرقات فى النشئة الملكية مجتمعات فى النشئة الملكوتية د جمع کېدو د ورځې د مالک کېدو په وجه د متفرقاتو د ورځو مالک شو. او له دغې ورځې سره د خداے پاک د مالکيت د اختصاص په حقله دا هم راغلي دي چې هسې خو په دې دنيا کښې هر څوک څه نا څه مالکيت که څه هم اعتباري دے او حقيقي نۀ دے لري خو په دغه ورځ به ټول دغه اعتباري او عارضي مالکيتونه ختم شي او له ټولو مخلوقاتو نه به واک او اختيار واخېستې شي او هيڅ يو به د څه واک، اختيار او مالکيت دعوا نه شي کولې يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَيْئًا وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ (هغه ورځ چې هيڅ څوک له بل چا سره دمرستې لپاره د هيڅ څيز مالک نه دے او ټولې چارې د خداے په واک او اختيار کښې دي.)) (سوره انفطار آيه ١٩) حتی د انسان اندامونه چې په دنيا کښې د ټولو مالکيتونو په نسبت حقيقت ته لږ نزدې مالکيت ؤ به هم د هغۀ په خپل اختيار کښې نه وي او د هغۀ اندامونه به هم د هغۀ د اعمالو په حقله چې تر سره کړي يې وي ګواهي ورکوي. يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (( د قيامت په ورځ به د دوي ژبې ، د دوي لاسونه او پښې ګواهي ورکوي چې څه يې کول )) (سورۀ نور ٢٤ ايت ) او په دغه ورځ چې ظاهر حکم به ساقط شي او باطني حکومت به جلوه ګر شي او بې له حق ذات نه به بل څوک تپوس کوونکے نۀ وي نو د هغۀ له خوا به اواز وشي چې: لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ؟ يعنې نن ورځ واک، اختيار، مالکيت او حکومت د چا دے؟ نو له دې امله چې ځواب ورکوونکے به هم نۀ وي او نه به چا ته د ځواب اختيار وي نو د حق ذات له لوري به خپله ځواب وشي چې لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ يعنې نن ټول واک، اختيار، مالکيت او حکومت يوازې او يوازې هغه ذات لره دے چې واحد او قهار دے. (سورۀ غافر ١٦ ) نو همدا وجه ده جې خداے پاک له دغې ورځې سره د خپل مالکيت اختصاص ورکړے دے ځکه چې په دغه ورځ به هغه ټولو مخلوقاتو په تېره بيا انسان ته د خداے پاک حقيقي مالکيت او خپل اعتباري مالکيت ثابت کړي چې ځانونه به يې په دنيا کښې د هر څه حقيقي مالکان او واکمنان ګڼل. له دې نه علاوه د معرفت خاوندان د يو کامل انسان د سېر او سلوک سفر هم د يوم الدين په لور د سفر يو ډول ګڼي او دغه کامل انسان په دې عالم کښې په دغه سفر کښې يعنې د سلوک الی الله او د حق ذات په لور د هجرت په سفر کښې کله له حجابونو نه بهر شي نو د قيامت او د يوم الدين ساعت د هغۀ لپاره ظاهر او ثابت شي. نو دغه وخت حق په خپل مالکيت سره د هغۀ په زړۀ باندې ظهور وکړي. چې دغه د سلوک الی الله سفر ارواښاد حمزه بابا هم په نثر کښې او هم په نظم کښې په ښکلې توګه نقل کړے دے او دغه سفر چې په حقيقت کښې د ځان پېژندنې سفر دے او له حضرت امام علي (ع) نه د نقل يو حديث له مخې چې فرمائي: (( من عرف نفسه فقد عرف ربه )) يعنې چې چا خپل ځان وپېژندو هغۀ خپل خداے وپېژندو نوکله چې کامل انسان په دغه سفر کښې ځان ته ورسي او ځان وپېژني نو هغه په اصل کښې حق ذات وپېژني او حق او د مالک يوم الدين په ذات کښې فاني شي او له دغه مقام نه وړاندې تګ محال او ناممکن دے نو دغه مقام يې په اخيري شعر کښې داسې بيان کړے دے: هلته تـــۀ اورسې (( تۀ )) ته هم هغــــه يې څـــــه چـــې (( تۀ )) يې چې له (( تۀ )) نه ځې په وړاندې (( تۀ )) به نۀ يې دا محال دے *****
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/05 او وخت
5:0 |
د حضرت محمد (ص) ژوند
(يوه لنډه کتنه) وړومبۍ برخه ليک: عبدالرحيم درانے - مردان
له اسلام نه مخکښې د نړۍ او د عربو حالت د اسلام له ظهوره مخکښې د ټولې نړۍ د خلقو حالت د عقائدو، افکارو او اجتماعي نظره ډير بد ؤ. که څه هم د نړې د ټولو سيمو حالت يو شان نۀ ؤ خو ويلي شو چې د نړۍ ټول خلق په فکري بې لاريو، وهمي خيالونو، غلطو ټولنيزو دودونو، چټياتو او اخلاقي او اجتماعي افسانو او ستونزو کښې شريکووو. د اسلام له څرګنديدو نه تر مخکښې پورې يهوديانو د حضرت موسی (عليه السلام) دين بدل کړو او د هغۀ سم اصول يې په وچو او جامدو اصولو بدل کړي وو. د خلقو په ژوند کښې ماده پرستي او ماده ګروهنه زياته شوې وه او د افسوس خبره دا ده چې مسيحيت او عيسائيت هم چې د خلقو د سمولو او له ککړتياؤ څخه د خلقو د پاکولو لپاره د حصرت عيسي (عليه السلام) په ذريعه راغلے ؤ د روحاني پلارانو او او پاپانو لخوا بدل شوے ؤ او عيسائي پاپانو او روحاني پلارانو د خپلې ګټې لپاره دوکان جوړ کړے ؤ. او له دې امله چې د اجتماعي سيسټم لپاره يې بشپړ قوانين نۀ لرل د خلقو له هر اړخيزې لارښوونې او ژغورنې څخه عاجز وو. د همدغو حالاتو له امله خلق په بې لاريو، وهمي دودونو، خيالاتو، جټيانو او افسانو کښې په ګډه ښکېل وو. هرې خوا ته د تباهۍ او فساد اور بل ؤ، وهمونه او غلط تصورات د مذهب په نامه په خلقو تپل شوي وو. خلقو د دوو يا دريو خدايانو عبادت کوۀ او اکثرو يې بتانو، ستورو، اور يا غوا ته سجدې کولې. او تر ټولو شرموونکښې دا چې ځينو کسانو د ښځو او سړو د تناسلې الو عبادت کوۀ ( تاريخ وېل ډورانټ ا ټوک ٦٥ او ٣٠١ مخونه ٤ ټوک ٣٠٤ مخ ٧ ټوک ٩٥ مخ ) په ټوله نړۍ کښې اخلاقي او معنوي بې لاريتوب ؤ او د ورور وژنې، ظلم او زياتۍ بازار ګرم ؤ او په حقيقت کښې انسانيت د يو لوے ګړنګ په غاړه ؤ.
عربستان چې په هغه وخت کښې يې ورته سوزيدلې زمکه ويله، عجيبه حالت درلودۀ. عربستان د يوې داسې سيمې نوم ؤ چرته چې نه اوبۀ وې او نه شين بوټے، کيکرو او نورو تيزو ازغو ته به يې واښه ويل.که د دغې سيمې کورونو ته يې کورونه ويل نو غلطه وه بلکې دا کورونه داسې جونګړې وې چې د انسان په نامه يو موجود به پکښې لوغړيدۀ او په خړو اوبو او کجورو سره به يې د خيټې اور مړ کوۀ. جنګ او د قبيلو نښتې د عربستان د خلقو د ټولنيز نظام بنيادي اصل ؤ. مکه يوه بتکده وه او استوګن يې هغه سوداګر او سود خواره وو چې انسانان به يې په درهمو او دينارو اخېستل. د کوچيانو او شپنو کوچي ژوند د ملکۍ او خانۍ يا فيوډل ازم په سېسټم سره ډېر ګران شوے ؤ، طبقاتي زبيښناک او سود خورو په وجه رامنځته شوي اقتصادي کړکيچ د انسان د ژوند مفهوم بدل کړے ؤ. او ټولنيزه نيکمرغي يې له تورتم سره مخامخ کړې وه. د عربو قبيلې د خپلې نادانۍ او ناپوهۍ په وجه د بتانو په عبادت لګيا وې او له کعبې شريفې يې يوه بت کده جوړه کړې وه. په عربو کښې دا غلط تصور دود ؤ چې يوازې هغه کسان لوړ او معتبر دي چې عرب دي او عربي وينه لري. په عربو کښې دننه هم د زياتو شتو او اولادونو په وجه بيلابيل او وهمي وياړونه رامنځته شوي وو او هرې قبيلې به په ډېرو ځوانانو او شتو وياړ او فخر کوۀ. لوټ مار، وحشيتوب، تېرے، يرغل او جنايت د عربو لوے صفتونه وو، د خلقو وژل د هغوي لپاره د فخر او وياړ خبره وه او له دې امله چې لوڼه به يې د ځان لپاره شرم ګڼلې يا به يې له خرچې ويرېدل هغوي به يې ژوندۍ ښخولې او که يو عرب به خبر شو چې لور يې شوې ده نو رنګ به يې له غصې سور شو او ځان سره به يې ويل چې اوس په دې شرم څه وکړم؟ کله کله خو به په ټولې کورنۍ او خاندان کښې يوه ښځه شرم ګڼل کيده.
په دا ډول عرب د فساد او تباهۍ په يوې جبې کښې ډوب وو، د شاته پاتې والي او ناپوهۍ په وجه وحشيان او فساديان شوي وو. او د نړۍ د نورو خلقو په شان يې د مذهب په نامه د چټياتو او وهمونو عبادت کوۀ. څرګنده خبره ده چې د داسې ټولنې د سمولو لپاره يو بنيادي انقلاب او هر اړخيز بدلون ته ضرورت ؤ، خو ضروري وه چې د داسې انقلاب او پاڅون مشر او لارښود يو اسماني او خدائي کس وي چې له هر ډول تيري، زياتي او بت مننې څخه بچ پاتې شي او د ذاتي ګټو او فائدو لپاره خپل مخالفان د احتساب په نامه ختم نه کړي. بلکې د هغوي اصلاح وکړي او يوازې د خداے پاک په لاره کښې د خلقو د حالت د سمولو او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړي. ځکه چې هغه لارښود او مشر چې پخپله معنويات او اخلاق نه لري او په هغۀ کښې لوے انساني اخلاق او ځانګړتياوې موجودې نه وي، د ټولنې اصلاح نۀ شي کولې. دا يوازې اسمانې لارښودونکي او مشران دي چې د خداے پاک په الهام سره د خلقو د ژوند په ټولو اجتماعي او فردي اړخونو کښې بدلون راولي، نو راځئ چې وګورو د دې نړيوال انقلاب مشر څنګه ؤ او په نړۍ کښې يې څه بدلونونه راوستل.
د حضرت محمد(ص) زيږېدنه او ماشومتوب د مکې ښار په دروند تورتم او چپتيا کښې ډوب ؤ او د ژوند او کار څه نښې نښانې نه ليدل کيدې. يوازې سپوږمۍ وه چې د نورو ورځو په شان ورو ورو د خواؤ شا له تورو غرونو راهسکه شوې وه او خپلې نرمې او تتې پلوشې يې په ساده او بې ډول او بې سينګاره کورونو او د ښار خواؤ شا کښې په دښتو غوړولې وې ورو ورو شپه تر نيمې واؤخته او د حجاز په سوې سپورې زمکې يې د ارام ساه واخېسته، ستورو هم په دغې بې ريا او صفا فضا کښې پړقا کوله او د مکې د ښار خلقو ته په مسکا وو، اوس سهار دے او سهارنيو مارغانو په زړۀ راښکونکي او زړۀ پورې اواز سره جنتي سندرې شروع کړې ته به واې چې د خپل معشوق سره راز و نياز او پټې خبرې کوي.
د مکې په افق باندې رڼا په راختلو وه خو لا تراوسه د مکې په ښار باندې رازداره چپتيا واکمنه وه او ټول خلق اودۀ وو يوازې بي بي امنه ويښه وه او د راتلونکي نوزيږي بچي په انتظار وه. ناڅاپه يې څو نوراني او ناپيژاندې بيبيانې په کوټې کښې وليدې چې ډېر خوږ بوي ترې ختلو. بي بي امنه حيرانه شوه چې دا څوک دي او څه ته راغلي دي؟( بحارالانوار 15 ټوک 325.مخ ) څو شيبې وروسته نوے مېلمه او نوزيږے دنيا ته راغے او د مياشتو له انتظاره وروسته بالاخره د ربيع الاول په اولسمه يا دولسمه نېټه سهار د هغې سترګې د خپل زوے په ديدن رڼا شوې. ( بحارالانوار 15 ټوک ٢٥٠.مخ ) ټول خلق د دې نوي ماشوم په راتګ خوشحاله وو خو د خوشحالۍ په دې وخت چې د حضرت بي بي ا منې (ع) زړۀ له خوشحاليو ډوب ؤ د هغې ګران ميړۀ حضرت عبدالله (ع) په دې دنيا کښې نه ؤ ځکه چې هغه د شام له سفره د ستنيدو په وخت په مدينې کښې وفات شو، هماغه ځاے کښې ښخ شو او بي بي ا منه يې د تل لپاره يوازې پريښوده (کامل التواريخ دويم ټوک 10 مخ ، عبقات 1 ټوک 61 مخ ) حضرت محمد(صلي الله عليه و اله و سلم) وزيږيد او د دوي د زوکړې سره په يو وخت په اسمان او زمکې په تيره بيا ختيځ کښې چې د هغه وخت د تمدن مرکز او زانګو وه ځينې پيښې وشوې. د نوشيروان باچا باعظمته ماڼۍ چې د ابدي قدرت او سلطنت تصوير يې وړاندې کوۀ هغه شپه ولړزيده او د فارس د اورتونونو (اتشکدو) اور چې په زرګونو کاله بل ؤ ناڅاپه مړ شو. همدا راز د ساوې سيمې د جهيل وچيدۀ هم د هغې شپې يوه معجزه وه( بحارالانوار 15 ټوک 257 مخ ) چې د يوې يوې سيمې خلق يې راويښ کړل. په عربو کښې له کلونو دا رسم ؤ چې د ښار اوسېدونکو به خپل ماشومان له زوکړې وروسته د ښار په خواؤ شا قبائلو کښې يوې دايڼې ته ورکول، چې هم په صفا او ازادې هوا کښې وروزل شي او هم فصيحه عربي ژبه زده کړي چې هغه وخت په کليو کښې ډيره وه په دې غرض چې بي بي ا منې د بچي لپاره شودې نه لرلې د حضرت محمد(ص) نيکۀ اوکفيل حضرت عبدالمطلب (ع) په دې فکر کښې شو چې د خپل ګران نمسي لپاره چې د حضرت عبدالله (ع) نښه وه، يوه محترمه، پرهېزګاره او مطمئنه دايڼه پېدا کړي. له ډېر تحقيقه وروسته يې بي بي حليمې (رض) ته خپل ګران نمسې وسپارۀ. دا بي بي د بني سعد د قبيلې يوه پاکه او اصيله ميرمن وه او قبيله يې هم په ميړانه او فصاحت مشهوره وه. بي بي حليمې (رض) حضرت محمد(ص) خپلې قبيلې ته بوتلو او د خپل زوے په شان يې د هغۀ ساتنه کوله. بني سعد قبيله تر دې مخکښې په قحتۍ او غريبۍ کښې اخته وه خو چې کله حضرت محمد(ص) د بي بي حليمې (رض) کور ته راغے د دغې قبيلې غريبي او بې وزلي ورکه شوه. د سيمې پټي شنۀ او څاروي ښه څاربۀ شول، پخپله د بي بي حليمې حالت هم ډېر ښۀ شو او شودې يې زياتې شوې. حضرت محمد(ص) پخپله هم تر نورو ماشومانو ښه وده موندله او د نورو ماشومانو په شان يې تتوې خبرې نۀ کولې.
حضرت محمد(ص) د پېښو په طوفان کښې پېغمبر اکرم (ص) شپږ کلن ؤ چې مور بي بي امنه (ع) يې د خپلو خپلوانو د ليدو او د خپل خاوند د قبر د زيارت لپاره له حضرت محمد(ص) سره له مکې معظمې نه مدينې منورې ته لاړه او د خپلو خپلوانو له کتنې او د خاوند له زيارته وروسته مکې معظمې ته روانه شوه خو د ستنيدو په وخت د ابواء په نامه په يو ځاے کښې يې له دنيا سترګې پټې کړې او په دا ډول د خداے ګران پېغمبر (ص) په هماغه وړوکوالي کښې چې د مور او پلار ډيرې مينې ته يې حاجت درلود، له داړو محروم شو. د هغوي شمايل: لکه څنګه چې د اسلام د پېغمبر اکرم(ص) زوکړه او ورپسې حالت عجيبه او خارق العاده ؤ همداراز د هغه حضرت د وړوکوالي وينا او کردار له نورو ماشومانو لوړ او ښۀ ؤ. په دا ډول چې حضرت عبدالمطلب له دې خبرې خبر ؤ او د دغه حضرت (ص) به يې ډير احترام کوو. د پېغمبر اکرم(ص) ترۀ حضرت ابوطالب (رض) وائې: هيڅکله مې له محمده (ص) دروغ، بد او جاهلانه کار ونۀ ليد، نه به يې بې ځايه خندل او نه به يې چټي خبرې کولې او اکثره به يوازې ؤ. کله چې پېغمبر اکرم (ص) اوۀ کلن ؤ يهوديانو وويل مونږ به خپل کتاب کښې لوستل چې د اسلام پېغمبر له حرامو او مشکوکو خوراکونو ځان ساتي نو بهتره ده چې وې ازمايو. دوي يوه چرګه پټه کړه او حضرت ابوطالب (رض) ته يې وليږله، ټولو کسانو وخوړه ځکه چې خبر نه وو چې دا د غلا ده خو پېغمبر اکرم (ص) ورته لاس هم ورنه وړو چې کله ترې د نه خوړلو د سبب پوښتنه وشوه نو پېغمبراکرم (ص) وفرمايل چې دا حرامه ده او خداے پاک ما له حرامو ساتي. بيا يې له ګاونډيانو چرګه واخېسته او پېغمبر اکرم(ص) ته يې وليږله خو د چرګې قيمت يې ادا نه کړو او له ځان سره يې وويل چې بيا به يې پېسې ورکړو. پېغمبر اکرم(ص) بيا هم ونۀ خوړه او وې فرمايل دا چرګه مشکوکه او شکمنه ده. کله چې يهوديانو دا حال وليد نو وې ويل چې دوي په ريښتيا ډېر لوے او لوړ مقام لري.
د حضرت محمد(ص) شپني او تفکر، عفت او سپيڅلتيا که څه هم ابوطالب د قريشو له مشرانو څخه ؤ خو ګټه يې د کورنۍ د درنو خرچونو لپاره پوره نه وه. پېغمبر اکرم(ص) چې په ځوانۍ کښې يې قدم اېښے ؤ نو فطرتاً غوښتل يې چې څه کار پېدا کړي او د ترۀ درانۀ خرڅونه يې کم شي خو مسئله دا وه چې داسې کوم کار وکړي چې په طبعه يې برابر وي؟ حضرت محمد(ص) چې په راتلونکې زمانه کښې يې د يو لوی پېغمبر ذمه واري په غاړه کېدونکې وه او له خود سرو او بې لارو خلقو سره به مخامخيدو او د جاهليت د وخت له غلطو عقايدو او دود دستور سره ورته مقابله پکار وه چې د عدالت د لوئې ماڼۍ او د انساني ژوند د سمو اصولو بنياد کيږدي، صلاح يې په دې کښې وليده چې شپني (د شپونکي توب کار) خپل کړي.
پېغمبراکرم (ص) د خپلو خپلوانو او د مکې د خلقو ګډې بزې او څاروي د مکې د خواؤ شا په صحراګانو کښې څرول او د هغوي ساتنه به يې کوله او کومې پېسې چې به يې ترلاسه کولې، له خپل ترۀ سره به يې پرې مرسته کوله او همدا رنګ د ورشو او د دښتو له فضا او چاپيرياله چې د ښار د خلقو له هلو ګولو او جنګ جګړو څنډې ته وه، تجربې زده کړې چې د پېغمبرۍ په وخت کښې يې ترې ګټه واخېسته. په هر حال هغۀ په دې ټول دوران کښې د مروت، نېکو اخلاقو، سړيتوب، ښه ګاونډيتوب، صبر، رښتينولۍ، امانت ساتلو او له اخلاقي رذائلو او ککړتياؤ څخه د ځان ساتلو په شان په ټولو اخلاقې فضائلو کښې د خلقو لپاره نمونه ؤ ان تر دې چې په خلقو کښې د امين او صادق په لقبونو مشهور شو. کله چې د بالغېدو په وجه د انسان احساسات، جذبات او پټې جذبې وغوړيږي او هغه د ځوانۍ په تود او هيجاني دوران کښې داخل شي نو ځان ورته په يوه بله دنيا کښې ښکاري او په دې حساسې موقعې کښې چې د ښوئيدو، بې لارې توب او بې شرمۍ ډيرې موقعې موجودې وی که د ځوانانو سمه روزنه ونه شي يا هغوي پخپله د ځان خفاظت ونۀ کړي نو ډېر امکان شته چې د بدبختۍ، بدمرغۍ او ګمراهۍ په داسې لويه کنده کښې وغورزيږي چې د بيا خوشبختۍ امکان يې کم وي. پېغمبراکرم (ص) په يوې ککړې او خرابې ټولنې کښې ژوند کوۀ چې فضا يې اخلاقي بديو او ګناهونو توره کړې وه. د حجاز ځوانان بلکې بوډاګان په بې شرمۍ سره په جنسي بې لارې توب اخته وو. تر دې چې په هر کلي او کوڅه کښې په خاصو کورونو مخصوصې جنډې لګيدلې وې چې خلق به ورته د جنسي کارونو لپاره ورتلل. پېغمبر اکرم(ص) په داسې ناپاکې معاشره کښې پيدا او ځوان شو او سره له دې چې تر پنځه ويشت کلنۍ يې وادۀ نه ؤ کړے. دغه فضا او چاپيريال پرې هيڅ اثر ونۀ کړو او هيڅ غير اخلاقي او غلط کار ترې ونه شو بلکې دوستانو او دښمنانو به هغه د اخلاقو او فضائلو لويه نمونه او بېلګه ګڼلو.
د پېغمبر اکرم(ص) وړومبے وادۀ بي بي خديجه (ع) چې يوه مالداره او شريفه ښځه وه. خپل مال به يې نورو ته حواله کولو. چې د هغې لپاره تجارت وکړي او خپله ګټه ترې هم واخلي. بي بي خديجه (ع) د خويلد بن اسد لور وه. دوه ځله يې دادۀ کړی ؤ او "ابوهاله" او عتيق مخزومي يې مړۀ شوي خاوندان وو. (که څه هم ځينو محققينو او مورخينو د بي بي خديجې د نورو ودونو او څلوېښت کاله عمر خبره رد کړې ده او هغه يې پېغله ثابته کړې ده ) که څه هم مشهور قول له مخې د بي بي خديجې عمر څلويښتو ته رسيدلی ؤ خو د خپل ډېرمال په وجه يې غوښتونکي ډير وو او د قريشو غټو غټو کسانو به يې غوښتنه کوله. خو خديجې بي بي ته پته وه چې دغو کسانو يوازې د دې مال ته سترګې نيولي دي.
کله چې په عربو کښې د حضرت محمد(ص) د امانت، شرافت او فضيلت اوازه خوره شوه او د بي بي خديجې تر غوږو ورسيده نو له حضرت محمد(ص) سره د تجارت خيال ذهن ته ورغے. هغوي ته يې د تجارت وړانديز وکړو او ورته يې وويل چې خپل يو غلام ميسره تا ته حواله کوم، ته زما لپاره تجارت وکړه او نورو ته به مې چې څومره برخه ورکوله، تا له به تر هغې زياته درکوم. پېغمبر اکرم(ص) چې د خپل ترۀ په غريبۍ خبر ؤ، دا وړانديز ومنلو.
د قرېشو تجارتي قافله سره د حضرت محمد(ص) روانه شوه چې پکښې د بي بي خديجې(ع) مريې (غلام) هم له پېغمبر اکرم(ص) سره ؤ. کۀ څه هم ددې سفر جزئيات اوږدۀ دي او د ټولو ليکلو دلته مجال نيشته خو دومره به ووايم چې په دې سفر کښې ډېر برکتونه رامنځته شول مثلاً په تجارت کښې ډېره ګټه، قافلې والو ته د ګران پېغمبر (ص) د شخصيت څرګنديدل، له پېغمبر اکرم(ص) سره د عيسائې راهب ملاقات او د دوي د پېغمبرۍ پيشګويي او بالاخره له بي بي خديجې(ع) سره د حضرت محمد(ص) د وادۀ سريزې او مقدمات.
د بي بي خديجې(ع) مريې "ميسره" د قرېشو دې بي بي ته د سفر جزئيات بيان کړل او وې ويل چې څه رنګه ورته په دې سفر کښې تر نورو سفرونو زياته ګټه په لاس ورغله او پېغمبر اکرم(ص) د ښو اخلاقو لوړتياؤ او کرامتونو يې هم خبره کړه. بي بي خديجې(ع) چې کله دا خبرې واوريدې نو د يهودي عالم هغه خبرې هم وريادې شوې چې د حضرت محمد(ص) د اسماني شخصيت او د قرېشو تر ټولو له محترمې ښځې سره د هغوي د وادۀ په حقله يې کړي وې. دا ټول حالات د دې سبب شول چې بي بي خديجه (ع) له حضرت محمد(ص) سره وادۀ ته تياره شي. البته هغو پيشګويانو چې د دې ترۀ ورقه بن نوفل د تېرو پېغمبرانو په توګه د حضرت محمد(ص) د پېغمبرۍ په حقله کړې وې د دې شوق نور هم زيات کړو. خو څرنګه حضرت محمد(ص) ته د خپل زړۀ پيغام ورسوي، دا د قرېشو تر ټولو د شخصيت لرونکي ښځې لپاره اسان کار نۀ ؤ. بي بي خديجې (ع) له خپلې سويلۍ او رازدارې "نفيسه" وغوښتل چې په دې حقله له حضرت محمد(ص) سره خبرې وکړي. نفيسه دپېغمبر اکرم (ص) د ترۀ کور ته ورغله او له هغۀ سره يې په ملاقات کښې ورته وويل "ولې وادۀ نه کوې؟" دوي ځواب ورکړو "زما د ژوند شرائط او خرچ اجازت نه راکوي چې وادۀ وکړم". نفيسې وويل: "که دا ستونزه له منځه لاړه شي او يوه مالداره او شريفه ښځه چې کورنۍ يې هم شريفه وي له تا سره وادۀ وغواړي نو منې يې؟" پېغمبر اکرم(ص) ورځنې پوښتنه وکړه "داسې ښځه څوک ده؟" نفيسې وويل: "خديجه (ع)" حضرت محمد(ص) وفرمايل دا څنګه کيدی شي هغې د غټو غټو قرېشو غوښتنې رد کړي دي له ما سره به څنګه وادۀ وکړي؟" نفيسې وويل: "هو! دا کيدونکې ده. او دا کار به هم زۀ وکړم" کله چې پېغمبر اکرم(ص) مطمئن شو چې خديجه(ع) ورسره وادۀ کول غواړي نو خپل ترونه يې له قيصې خبر کړل هغوي ډېر خوشحال شول. د کويژدن دستورې يې وکړې او بالاخره په خاصو مراسمو سره د وادۀ جشن هم تر سره شو.
پېغمبر اکرم (ص) د خپل ګډ ژوند تر ټولو ښه دوره يعنې پنځه ويشت کاله له خديجې بي بي (ع) سره تېر کړل او له هغې سره چې د ژوند يوه ښه شريکه بلکې د پېغمبر اکرم(ص) يوه لويه مرستياله او ملګرې وه، ژوند وکړو.بي بي خديجه (ع) وړومبۍ ښځه وه چې په پېغمبر اکرم(ص) يې ايمان راوړو او خپل مال دولت يې د اسلام د خورولو او تبليغ لپاره دوي ته ورکړو. پېغمبر اکرم (ص) له دې بي بي نه د شپږو بچو خاوند شو. دوه زامن او چې نومونه يې محمد او قاسم وو او په وړکوالي کښې په مکه کښې مړۀ شول او څلور لوڼه چې بي بي رقيه، زينب، ام کلثوم او فاطمه دي چې فاطمه (س) يې تر ټولو غوره وه. او د ځينو رواياتو له مخې يوازې بي بي فاطمه (ع) يې لور وه، او نورې د بي بي خديجې (ع) خورزې وې چې خور يې له مرګ نه مخکښې دې ته حواله کړې وې او هغې د خپلو لوڼو په توګه سترې کړې وې او چې کله يې له رسول اکرم (ص) سره وادۀ وکړ نو دغه جينکۍ هم ورسره راغلې او د پېغمبراکرم (ص) او د بي بي خديجې (ص) په لوڼو مشهورې شوې. خو ځينې بيا دغه جينکۍ هم د پېغمبراکرم (ص) او د بي بي خديجې خپلې لوڼه ګڼي. خو په دواړو صورتو کښې په دې خبره ټول اتفاق لري چې له بي بي فاطمې (ع) سره د پېغمبراکرم (ص) ډېره مينه وه او د هغې په فضائلو کښې يې ډېر مبارک حديثونه فرمايلي دي چې له دې نه د خداے پاک په نزد د بي بي فاطمې (ع) د مقام ، منزلت او عظمت پته لګيږي. په هر حال د هغې سرښيندنې او بې مثاله فداکارۍ په وجه چې بي بي خديجې (ع) دپېغمبر اکرم( ص) او اسلام لپاره وړاندې کړه پېغمبر اکرم (ص) نه يوازې په ژوند کښې له هغې سره ډېره مينه لرله بلکې د هغې له مرګه وروسته هم کله به چې ورياده شوه نو ډېر به غمژن شو او د هغې په فراق او جدايۍ کښې به يې وژړل. هر څه چې وو د بي بي خديجې (ع) د عمر څراغ په پينځه شپيتۀ کلنۍ کښې يعنې د بعثت په لسم کال ګل شو او د پېغمبر اکرم(ص) کور د تل لپاره د هغې له رڼا خالي شو. د پېغمبر اکرم(ص) نورې ببيانې(رض)
د اسلام ګران پېغمبر اکرم(ص) تر خديجې(س) وروسته له نورو ښځو سره وادۀ وکړو چې نومونه يې دا دي: بي بي سوده (رض)، بي بي عائشه (رض)، بي بي عزيه(رض)، ام حبيبه (رض)، ام سلمه (رض)، بي بي زېنب (رض) د جحش لور، بي بي زېنب (رض) د حزيمه لور، بي بي ميمونه (رض)، بي بي جويريه (رض) او بي بي صفيه(رض). لازمه ګڼم اوس د هغو حالاتو او شرايطو چې تقاضه يې کوله پېغمبر اکرم(ص) ګڼ شمېر ودونه وکړي، جاج واخلم. اصولاً ويلی شو چې د پېغمبر اکرم(ص) ودونه د څو مقصدونو لپاره وو. 1 _ د يتيمانو او غريبانو د حفاظت او د هغو کسانو د عزت د ساتلو په خاطر چې مخکښې يې راحته او عزتمن ژوند کوۀ. خو د سرپرست او ساتونکي د مرګ په وجه يې عزت او ايمان په خطره کښې ؤ ځکه چې د هغوي قبيلې به هغوي ځانته راکاږل او مجبورول په يې چې کافر او مرتد شي. لکه بي بي سوده چې حبشې ته تر هجرته وروسته يې ميړۀ وفات شوے ؤ او بې سرپرسته وه. د خداے ګران رسول(ص) چې بي بي خديجه (ع) يې وفات شوې وه او ښځه يې نه وه له دې سره وادۀ وکړو. دويمه ميرمنه د خزيمه لور بي بي زېنب (رض) وه چې د خپل ميړۀ له مرګه وروسته له يوې خوا بې سرپرسته او له بلې خوا غريبه او فقيره پاتې شوه. پېغمبر اکرم(ص) د هغې د عزت ساتلو لپاره له هغې سره وادۀ وکړو، بي بي زينب (رض) د پېغمبر اکرم(ص) په ژوند کښې وفات شوه. بي بي ام سلمه (رض) هم يوه بوډۍ د يتيمانو خيال لرونکې او ايمانداره ښځه وه چې د پېغمبر اکرم(ص) بي بي شوه. 2 _ د پېغمبر اکرم(ص) د زياتو ودونو يوه بله وجه د نوي قانون کيښودل او د جاهليت د وخت د غلطو رسمونو او دودونو ختمول وو. د مثال په توګه د جحش لور بي بي زينب(رض) چې د پېغمبر اکرم(ص) د خولې د زوے زيد بن حارث (رض) ښځه وه. او دا وادۀ چې د پېغمبر اکرم(ص) په حکم تر سره شوے ؤ په اسلام کښې د غلطو طبقاتي امتيازونو او وياړونو د ختمولو يوه نمونه ده ځکه چې زينب د عبدالمطلب (ع) چې د قرېشو يو لوے شخصيت ؤ نمسۍ وه او حضرت زيد (رض) د کورنۍ له نظره مريې او غلام ؤ چې پېغمبر اکرم(ص) ازاد کړے ؤ. زېنب د خپل شخصيت او لوے والي په وجه په زيد لوئي خرڅوله او خپل ژوند يې تريخ کړو، فائده يې ونه کړه او بالاخره د زيد زړۀ له زينب تور شو او هغه يې طلاقه کړه. د زينب له طلاقولو وروسته رسول اکرم(ص) د خداي په حکم له هغې سره نکاح وتړله چې هغه رسم چې بې له څه دليل او مصلحته د جاهليت په خلقو کښې دود ؤ ختم کړي (ځکه چې هغوي به د خولې زوے ته هم حقيقي زوے ويل او د هغه له کونډې يا طلاقې ښځې سره به يې وادۀ نه کوۀ). 3 _ د وينځو او اسيرانو د ازادولو او خوشي کولو په خاطر لکه بي بي جويريه د "بني مصطلق" له لوې قبيلې څخه وه چې د اسلام له فوځ سره تر جګړې وروسته مغلوبه او ونيول شوه. پېغمبر اکرم(ص) د دغې قبيلې د مشر حارث له لور جويريې سره چې نيول شوې او اسيره شوې وه وادۀ وکړ. مسلمانانو چې کله وليدل چې بنديان د پېغمبر اکرم(ص) خپلوان شول نو اکثره يې ازاد کړل او لکه څنګه چې په تاريخ سيرۀ ابن هشام کښې راغلي دي چې د دې وادۀ په برکت د بني مصطلق په سلګونو کورنۍ ازادې شوې. 4 _ د عربو له سترو قبيلو سره د پيوند، د هغوي د کار ړنګونې او مخالفتونو د مخ نيوي او د کورني او داخلي سياست د ساتلو لپاره د اسلام پېغمبر اکرم(ص) له بي بي عايشې(رض)، بي بي حفصې(رض)، ام حبيبې(رض)، صفيې(رض) او ميمونې(رض) سره ودونه وکړل. د ابوسفيان لور ام حبيبه هماغه ښځه وه چې کورنۍ يې د رسالت له کورنۍ سره سخته دښمني لرله خاوند يې په حبشې کښې له اسلامه واوړيد او نصراني شو او بيا مړ شو. ام حبيبه ډيره خفه او مضطربه وه ځکه چې پخپله مسلمانه وه خو پلار يې ابوسفيان د پېغمبر اکرم(ص) سخت دښمن ؤ او دې هغه ته پناه نۀ شوه وروړې. نو دې ته په پام سره ام حبيبه (رض) يوه محرومه او بې سرپرسته ښځه وه چې د اسلام ګران پېغمبر (ص) ورسره د سرپرستۍ او د بني اميه د زړونو د نرمولو لپاره وادۀ وکړو. بي بي صفيه د "بني النصير" د قبيلې د مشر "حي بن اخطب" لور وه او وروسته له دې چې يهودي بنديان په مسلمانانو کښې خپارۀ شول. پېغمبر اکرم(ص) د دې د شخصيت او عزت د ساتلو لپاره له دې سره نکاح وتړله او په دا ډول يې د بني اسرائيلو له يوې لوې کورنۍ سره خپلوي جوړه شوه. بي بي ميمونې له يوې لوې کورنۍ بني مخزوم سره تعلق لرلو او ګران رسول(ص) ورسره د هجرت په اوم کال نکاح وتړله. له بي بي عائشې (رض) نه بغېر د پېغمبر اکرم(ص) ټولې بيبيانې له دوي سره د وادۀ په وخت کونډې وې او د اکثرو د ځوانۍ او تازګۍ جوبن او دوران تېر شوے ؤ او دا پخپله لوے دليل دے چې د خداے د ګران رسول (ص) ودونه د مصلحتونو او پاکو مقصدونو لپاره وو او د اسلام د دښمنانو لخوا په پېغمبر اکرم(ص) باندې د شهوت پرستۍ تور او تهمت بې ځايه او غلط دے. له وحي او بعثت نه مخکښې هم د پېغمبر اکرم(ص) ژوند ډېر پاک او سپېڅلے ؤ او په دغه وخت يې نه بت پرستي کړې وه او نه داسې بل کوم غلط کار چې د دوي په لمنه تور لګيدلے وي. او داسې ډېرې واقعې او قيصې شته چې له پېغمبرۍ مخکښې د هغوي د پاک او بې داغه ژوند ښودنه کوي چې دوي نۀ چرته حرام کار کړے ؤ، نۀ يې دروغ ويلي وو نۀ يې چا ته دوکه ورکړې وه او نۀ يې داسې نور غلط کارونه کړي ؤ. اخلاق او کردار يې دومره لوړ ؤ چې خلق به ورته بې اختياره جذبېدل. په هغې بدې ټولنې کښې به نور بتکدې ته تلل خو پېغمبر اکرم(ص) به غار حرا ته تلو او هلته به د خداے پاک عظمت ته سر په سجده ؤ. ( دوام لري ) نور بيا.........
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/03 او وخت
5:0 |
تصوف او عرفان
(دريمه برخه)
مولانا معين الدين ابوالفضل
په تېر پسې
محترمووروڼو! له دې مخکښې چي د «مرابطې» په دويم قسم شروع وکړو د مقدمې او معترضې جملې په توګه د تصوف او عرفان له مطالبو څخه يو مطلب درته ذکر کوم ، هغه دا چي : د مرابطې دغه شپږ سره قسمونه له دې څخه پيدا کيږي چي د انسان په زړه کښي له الله (جل جلاله ) څخه ويره پېدا شي ، د خوف او له خداے څخه د ويري په باب مخکښي تفصيل تېر شو خو دلته د دې ذکر درته کوم چي له الله (عزوجل ) څخه الهي پيغمبران عليهم السلام په څه اندازه ويريدل ، او فرښتې او ملائکې ترې په څومره اندازه ويريږي ، او همدا رنګ د صحابه کرامو او د خداے پاک د نورو صالحو بندګانو ويره له الله «جل شانه » څخه څنګه وه ؟ تر څو چي د دوي د خوف او ويري د بيان په وجه له الله (جل جلاله ) څخه دويري په حقيقت ښه خبر شو ، او کوښښ وکړو چي موږ هم د دوي پر نقش قدم لاړ شو.
د ګران رسول حضرت محمد( صلی الله عليه و آله وسلم ) ويره له الله (جل جلاله ) څخه په يو متفق عليه حديث کښی له حضرت عائشې «رضي الله عنها» څخه روايت دے چي ويلي يې دي : چي بې شکه به چي کله هوا بدله شوه ، او سخت باد به را والوتۀ نو د خداے د ګران رسول (ص) مبارک مخ به تغير وخوړ ، بيا به لاړو او په حجره مبارکه کښي به ګډ وَډ ګرځيدۀ ، او وتۀ او ننوتۀ به ، دا هر څه به په دې وجه ورپېښيدل چي د الله جل شانه له عذاب څخه به ويريدۀ ، يعني له دې څخه ويريدۀ چي دا بدلون د هوا اودا سخت باد د الله تعالی د عذاب د نازليدو په وجه نه وي . همدا رنګه په يو بل روايت کښې چي ابن عَدي ، او بيهقي په شعب الإيمان کښي په مرسل ډول ذکرکړے دے ـ راغلي دي چي : د جناب نبي کريم «صلی الله عليه و آله وسلم » په حضور کښي دغه مبارک آيت تلاوت کړے شو چي : {ان لدينا انکالا و جحيما و طعاما ذا غصة وعذابا أليما } يعني بې شکه شته زموږ په نزد (يعني دقيامت په ورځ) د نافرمانواوکافرانو خلقو لپاره درانۀ زنځيرونه ( يعني چي دوي به پرې باندې تړل کيږي) او سوزوونکے اور د دوزخ ، او په غاړه او ستوني کښي نښتېدونکے خوراک ، او درد ناک عذاب ، نورسول اکرم (ص) د دغه مبارک آيت له اوريدلو سره سم د الله جل جلاله د عذاب له ويري بې هوشه شو. همدا رنګ په يو بل حديث شريف کښي چي ابوداود ، ترمذي ، او نسائي يې روايت کړے دے راغلي دي : چي د اسلام ګران پېغمبر (ص) به چې کله په نمانځۀ کښي داخل شو نو د دۀ له سينې مبارکې څخه به ( د الله جل جلاله د ويري په وجه ) داسي د جوش اواز اوريدل کيدۀ لکه څنګه چي يو ديګ يا« کټوۍ» په اور باندي په جوش کښي راشي او اواز ورڅخه اوريدل کيږي .
د حضرت ابراهيم عليه السلام ويره له الله (جل جلاله ) څخه : حضرت ابودرداء «رضي الله عنه » وائي : چي حضرت ابراهيم خليل الرحمن چي به کله نمانځه ته ولاړ شو نو د خپل رب د ويري له وجهې به د دۀ له زړۀ مبارک څخه د يوه «مِيل » په مسافت ليري لا اواز اوريدل کيدۀ. د حضرت داؤد عليه السلام ويره له الله (جل جلاله ) څخه : امام مجاهد« رحمه الله » وائي : چي حضرت داؤد« عليه السلام » په داسي حال کښي چي په سجده باندې پروت ؤ څلويښت ۴۰ ورځي پرله پسې يې ژړل ، دغه دواړه قولونه امام غزالي «رحمه الله تعالی » په إحياء العلوم کښي ذکرکړي دي .
د حضرت جبرئيل عليه السلام ويره له الله (جل جلاله ) څخه : د اسلام پېغمبر (ص) په يو مبارک حديث کښي چي امام غزالي رحمه الله په احياء العلوم کښي ذکرکړے دے فرمايلي دي : ( ما جاءني جبرئيل قَط الا و هو يَرعَدُ فَرَقا من الجبار ) يعني هيڅ کله نه دے راغلے جبرائيل ما ته مګر په داسي حال کښي چي دې به ريږديدۀ له وجهي د ويري له الله «جل جلاله » څخه .
د حضرت ميکائيل عليه السلام ويره له الله (جل جلاله ) څخه : په يوحديث کښي چي ابن ابي الدنيا او احمد ، او ابن شاهين يې روايت کړے دے راغلي دي : چي حضرت أنس بن مالک( رض ) وائي : چي رسول اکرم (ص) له حضرت جبرئيل (ع) څخه پوښتنه وکړه ، چي څه وجه ده چي زۀ نه وينم يعني هيڅ کله ميکائيل په داسي حال کښي چي دې دې خاندي ، نو جبرئيل ورته عرض وکړو چي له کومه وخته چي د دوزخ اور پيداشوے دے ميکائيل نه دي خندلي ، (! د دغه حديث په شان حديث د اسرافيل عليه السلام په باره کښي هم راغلے دے چي امام بيهقي ذکرکړےدے ، او د جبرئيل عليه السلام په باره کښې هم راغلے دے چي ابن ابي الدنيا يې په کتاب الخائفين کښي روايت کړے دے ) همدارنګه امام غزالي په إحياء العلوم کښي ذکرکړي دي چي کله په ابليس ملعون باندي ښکاره شول هغه څه چي باندې ښکاره شول ـــ يعني چي ددۀ نيغ په نيغه نا فرماني وه له الله څخه او بيا د هغۀ په نتيجه کښي ددۀ ملعون کېدل ، او د الله تعالی قهر او غضب ؤ په دۀ باندې نو جبرئيل او ميکائيل عليهماالسلام دواړو په ژړا شروع وکړه بيا الله «جل جلاله » دوي ته وحي وکړه چي څه پيښه ده تاسو دواړو ته چي دغه رنګه دواړه ژاړئ ؟ نو دوي دواړو وويل : چي اے ربه ! په دې وجه ژاړو چي موږ ستاله عذاب څخه نه يو بې غمه ، نو الله پاک ورته وفرمايل : چي په همدغه ډول دواړه اوسئ ! يعني زما له عذاب څخه مۀ بې غمه کيږۍ ! !! . همدا رنګه امام غزالي په إحياء العلوم کښي له محمد بن المنکدر څخه روايت کړےدے چي وائي: چي هغه وخت چي پيداکړےشو اور د دوږخ نو والوتل زړونه د ملائکو له خپلو ځايونو څخه ، يعني زړونه يې د الله تعالی د عذاب له ويري څخه بې ځايه شول ، او تر هغه وخته بې ځايه وو چي انسانان الله (جل جلاله ) پيداکول بيا کله چي د آدم عليه السلام د اولادې پيدايښت وشو، نو بيرته د دوۍ زړونه خپلو ځايو ته راوګرځيدل . د اصحابانو ويره او خوف له الله «جل جلاله » څخه امام غزالي ذکرکړے دے چي حضرت ابوبکر (رض) يو مارغۀ ته مخاطب شو : اے مارغۀ! کاشکې زۀ هم ستا په شان مارغۀ وې ، او نه وې پيداکړې شوې په داسي حال کښي چي بشر او انسان يم ، يعني دا يې په دې وجه ويل چي د انسانانو مخ ته حساب او کتاب راتلونکے دے نو د الله له ويرې څخه به يې دا ويل . همدارنګه امام غزالي ذکرکړے دے چي حضرت عمر(رض) چي به کله يو آيت د قرآن کريم واوريد نو د الله جل جلاله د ويري له وجهي به په داسي حال کښي په زمکه باندې وغورځيد چي بې هوښي به پر راغله بيا په دې سبب ډيري ورځي خلق پوښتني ته ورتلل . او حضرت عثمان (رض) د الله تعالی د ويري له وجي ويلي دي : وددت اني إذامت لم أبعث ) خوښه کړې ده ما دا چي بېشکه زه کله چي مړ شوې وائ نو بيا بيرته له قبره څخه ژوندے نه وې راپورته شوے . او حضرت أبوذر او حضرت أبوطلحه «رضي الله عنهما » هر يوه له الله پاک څخه د ډيري ويري په خاطر ويلي دي : ودِدت لو أني شجرة تُضدَد ) يعني دا مي خوښه ده چي کاشکي په عوض ددې کښي چي انسان يم انسان نه وې ـــ يوه داسي ونه وې چي هومره کټېدلې او پرېکېدلې . او همدارنګه أم المؤمنين حضرت عائشې «رضي الله عنها » له الله (جل جلاله ) څخه د ويري په خاطرويلي دي : چی زما دا خوښه ده چي نَسيًا مَنسِيا وائ ، يعني له سره پيدا شوې نه وې ، او يا دا مطلب چي مړۀ شوي وې نو بيا نَسيًا مَنسِيا ګرځيدلي وې ، يعني له مخه هيره کړې شوې وې او بيرته له قبره څخه ژوندۍ نه وې راپورته کړې شوې . دسَلفُواو طابعينو ويره له الله «جل جلاله» څخه : روايت دے چي حضرت سفيان ثوري (رح) مريض شو ،نو يو چا دده قاروره و يو ذمي طبيب ته ښکاره کړه ، دغه ذمي طبيب چي دده قاروره وليده نو ويې ويل : چي ددغه مريض اينه خوف او ويري ورپرې کړيده ، بيا دغه ذمي وده ته راغے او د ده نبض ئې وکتل بيا يې وويل : چي په مذهب حنفي کښي د دۀ په شان بل څوک زما په علم کښي نه دے راغلے. او حضرت حسن بصري (رح) وويل : چي له دوزخ څخه به يو سړے زر ۱۰۰۰ کاله وروسته راووزي ، اوبيا يې وويل : چي اے خلقو! کاشکي دغه سړے زۀ وې ، دا ده د الله پاک د ويري په سبب وو ، او په دې سبب چي له دې څخه ډير ويريدۀ چي اخيره خاتمه مي چپه نه شي ، نو ځکه يې داسي وويل ، ځکه دغه سړے چي زر کاله بعد له د دوزخ څخه راوزي دا د ده په باب يقيني ده چي له دنيا څخه بې ايمانه ، نه دئ تللے .
د مرابطې دويم قسم: محترمو وروڼو ! د تصوف او عرفان د تفصيلاتو د تسلسل په دې برخه کښي د «مرابطې » د دويم قسم ، يعني د «مراقبې »بيان درته عرضه وم : مرَاقَبَه د احسان څلورمه برخه ده ، هغه احسان چي له الله (جل جلاله ) سره احسان بلل کيږي ، او هر مسلمان ته په کار دي چي له الله (جل جلاله ) سره په هغه احسان بايد موصوف وي ، هغه إحسان چي په حديث د جبرئيل کښي يې د سوال او جواب په شکل کښي ذکر راغلے دے، چي تفصيل يې په دې ډول دے چي ابوهريره (رض) فرمايلي دي : چي نبي اکرم «عليه الصلاةو السلام » يوه ورځ د خلقو په مخ کښي ښکاره ناست ؤ ،نوحضرت جبرئيل «عليه السلام » ورته راغے ،بيا يې جناب نبي کريم «صلی الله عليه و آله وسلم » ته عرض وکړو : چي ايمان څۀ شے دے ؟ يعني حقيقت ، مفهوم ، او معنا د ايمان څه ده ؟ داسلام ګران پيغمبر(ص) په جواب کښي ورته وفرمايل : چي ايمان دا دے چي ته ايمان راوړې په الله تعالی ، او په ملائکو دالله او په ملاقات د الله جل شانه » (يعني په ملاقات د حساب د الله پاک په ورځ کښي د قيامت ) ، او په رسولانو د خداے پاک ، او دا چي ته ايمان راوړې په« بعث بعدالموت» يعني په دې چي وروسته له مرګ څخه به کله چي د قيامت ورځ راشي ټول خلق به له قبرو څخه ژوندي راپورته کيږي . جبرئيل بيا ورته وويل چي : اسلام کوم شے دے ؟ يعني د ايمان مطلب خو دي راته بيان کړ اوس د اسلام حقيقت راته بيان کړه ؟ رسول اکرم (ص) ورته وفرمايل :چي اسلام دا دے چي ته به عبادت کوې د الله «عزمجده» او نه به نيسې شريک له دۀ سره ،او سم به ادا کوې ته نمونځ (يعني نمونځ به داسي کوې چي د نمانځۀ د ټولو حقوقوبه خيال ساتې لکه فرض د نمانځۀ ، واجب سنت ،او مستحب د نمانځه ، او لکه خشوع او دزړۀ حضورپه نمانځه کښي ــــ مراعت کوې ) او ادا کوې به ته زکاة فرض کړے شوے ، اونيسې به ته روژه د رمضان . بيا جبرئيل وويل : چي احسان کوم شے دے ؟ (يعني چي په شريعت کښي بندګان په دې امر شوي دي چي له خداے پاک سره به احسان کوي ، ددغه احسان مفهوم او حقيقت کوم شے دے ؟ ) رسول اکرم «عليه الصلاة والسلام » ورته وفرمايل : چي احسان له الله «جل شانه » سره دا دے چي عبادت وکړې ته دالله پاک ، داسي چي ګواکي تۀ وينې دې ،ځکه که څه هم نه وينې ته دې نو بې شکه دې خو تا ويني ، يعني له خداے پاک سره احسان دې ته ويل کيږي چي عبادت د الله «جل جلاله » په داسي أدب او حُضُور سره د زړه ، او په داسي فرُوتَنِۍ «عاجزي »سره کوې لکه چي ګواکي ته الله «عزوجل» وينې ،او داخو ښکاره خبره ده چي که عبادت کونکي د عبادت په وخت کښي الله پاک ليدلې، نوله اندازې زيات بې په عبادت کښي د هر قسم أدب مراعت کولې ،نو دغه ډول کِردار دې اُوس هم عبادت کونکے په عبادت کښي ادا کړي . ځکه چي عبادت کونکے که څه هم الله پاک نه ويني الله «جل جلاله» خو د ده ظاهر اوباطن ، او هر قسم حرکت او سکون ويني . دغه مبارک حديث په حديث د جبرئيل سره مشهور دے ، او دغه حديث مبارک اوږد« دراز» حديث دے ، ما يې تر هغه ځايه پورې مضمون را اخستئ دے چي زموږ دلته مقصد پرې پوره کيږي .( او دا د هغه مبارک حديث د ړومبنۍ برخي مضمون دے چي امام بخاري يې د صحيح البخاري په کتاب الإيمان کښي روايت کړےدے ) . په دغه مبارک حديث کښي هغه جمله چي زموږ مقصوده ده هغه دغه قول د رسول اکرم (ص) دے :( الإحسان أن تَعبُدَالله َ کأنکَ تَراهُ ، فاِن لم تکن تراه فإنه يَراکَ ) . محترمو !! دغه احسان چي په حديث کښي يې ذکر راغلے دے ، علماؤ د طريقت او شريعت دوه ۲ قسمه کړے دے : اول قسم يې احسان ظاهري دے ، دويم قسم يې احسان باطني دے ، بيا يې هر يو دوه ۲ قسمه کړيدې ، يعني احسان ظاهري يې دوه قسمه کړے دے : اول فرض دويم هغه چي فرض نه وي ، بلکه يا سنت وي يا مستحب وي ، مثلا په نمانځه کښي د نمانځه فرض په ځاے کول دا هغه احسان ظاهري دے چي فرض دے اودنمانځه واجب يا سنت يا مستحب پر ځاے کول دا هغه احسان ظاهري دےچي فرض نه دے،دا رنګه يې احسان باطني هم دوه قسمه کړے دے : اول مشاهده دويم مراقبه ، نو د احسان ټول قسمونه څلور شول : اول احسان ظاهري فرض دويم غيرفرض ، دريم هغه احسان باطني چي مشاهده ورته ويل کيږي او څلورم هغه چي مراقبه ورته ويل کيږي ، نو مراقبه داحسان څلورمه برخه شوه . حافظ ابن حجر (رح) فرمايلي دي : چي د ذکر شوي مبارک حديث په دغه جمله کښي چي ــ( أن تَعبُدَالله َ کأنکَ تَراهُ ) د اسلام پيغمبر د مشاهدې مقام ته اشاره کړې ده ، او په دغه جمله کښي يې چي ( فاِن لم تکُن تَراهُ فإنه يَراکَ ) وحال او ومقام د مراقبې ته اشاره فرمايلې ده . محترمو ! د مشاهدې مقام ، تر مقام د مراقبې ډير لوړ دے ، او د مراقبې مقام دمشاهدې مقام ته د« زينې » مثال لري . حافظ ابن حجر دا هم فرمايلي دي چي دغه دواړه حالتونه او مقامونه له الهي معرفت څخه او له الله (جل جلاله )څخه د خوف او خشيت په سبب په انسان کښي پېدا کيږي پوه شو !! چي مقام دمشاهدې دا دی چي عبادت کونکے په داسي حال کښي وي چي د بصيرت په نور سره مشاهده د الله تعالی کوي ،او په دۀ باندې دغه حال راشي چي ګويا الله «جل جلاله » دۀ ته مخامخ دے ،او دې د خپل زړۀ په سترګو الله (جل شانه ) ويني ،او مُراقبه دې ته ويل کيږي چي عبادت کونکے په کامل ډول دغه لحاظ او خيال وکړي چي الله تعالی دې ويني ،او د ده له ټولو حرکاتواو سکناتو،او د دۀ له ظاهراوباطن څخه په پوره ډول وا قف دے ،خوالبته دغه لحاظ او خيال به په سطحي ډول نه وي . ځکه فقط دغه ډول خيال خو هر څوک کولې شي ، او هر مؤمن په دې باندي عقيده لري چي الله (جل جلاله ) د دۀ ظاهر او باطن ،او د دۀ هر څه ويني ،بلکې دغه فکر او خيال به په داسي ډول وي چي ثمره او نتيجه ولري په دې ډول چي ددغه خيال په سبب به عبادت ګذاره په خپل عبادت کښي داسي توجه ساتي چي هر شے چي د دۀ عبات ته نقصان رسوي له هغه به ځان ساتي لکه په عبادت کښي ريا کاري ،او دعبادت په ظاهري او باطني آدابو کښي تغير او تبديل ،وغيره . اوکوم شيان چي د دۀ په عبادت کښې کمال پيداکوي ، د هغو شيانو به په اعلی درجه سره خيال ساتي. مثلايو سړے په نمانځه شروع کوي نوپه دغه وخت کښي دَے مراقبه او خيال ددې وکړي چي الله (جل جلاله ) حاضر او ناظر دے ،اودغه مراقبه او خيال د دۀ په زړۀ کښي د الله پاک خوف او لوئي په داسي اندازه کښي را وپاروي چي دے له شروع څخه دعبادت بيا تر پايه پوري په ډيره کامله توګه عبادت سر ته ورسوي ،نو دې ته مراقبه ويلې کيږي . او که يو څوک په سرسري ډول دا خبره په ذهن کښي را وګرځوي چي الله حاضر او ناظر دے،اوله دې څخه د دۀ په زړه کښي هيڅ أثر پيدا نه شي نو دې ته مراقبه نه ويلې کيږي . حضرت سفيان ثوري (رح) فرمايلي دي چي : ( عَلَيکَ بِالمراقبةِ مِمن لا تَخْفی عَلَيْهِ خافِية ، وَ عليکَ بالرّجاءِ مِمّــَن يَملِکُ بِالوَفاءِ ، و عَلَيْکَ بِالْحَذَرِ مِمن يَمْلِکُ العَقوبَة ) يعني لازم شۀ ! له مراقبې سره د هغه ذات چي هيڅ پټ شے په دۀ باندي پټ نه دے (يعني هميشه هغه ذات حاضر او ناظر ګڼه چي په هر څه عالم دے ) او لازم شه ! له اميده سره ،هغه ذات ته چي د وفامالک دے (يعني هم وفادار دے او هم په وفا قادر دے ،او په کامله توګه أميد پوره کونکے دے چي الله (جل جلاله ) دے) او لازم شه ! له ويري سره ،له هغه ذات څخه چي حقيقي او اصلي مالک د عذاب ورکولو دے چي الله (جل جلاله ) دے . او حضرت فَرقدسَنجي (رح) ويلي دي : چي بې شکه منافق سړے همېشه د خلقو خيال ساتي ،د الله تعالی لوري ته نظر او التفات نه لري ،نوکه خلق نه وو بيا په هيڅ بدو پروا نه کوي ،اوکه ئې خلق ليدل بيا نو دے شرميږي او حيا کوي . حضرت عبدالله ابن دينار (رض) ويلي دي : چي زۀ له عمر بن خطاب (رض) سره له مکې څخه په سفر ووتلم ،بيا موږ يو ځاے په لار کښي «ميشت» او واړول ،بيا له يوه غرۀ څخه يو د ګډو يو شپانه را کښته شو. حضرت عمر دغه شپانۀ ته وويل چي پر ما باندي يو پسۀ خرڅ کړه ! شپانۀ ورته وويل چي زۀ مرييئ يم د دې اختيار نه لرم چي پسۀ درباندي خرڅ کړم ، حضرت عمر ورته وويل چي پسۀ په باندې ما خرڅ کړه او بادار ته دي ووايه چې لېوۀ راڅخه وخوړۀ دغه شپانۀ ورته وويل : چي بادار ته خو به دغه بهانه وکړم نو الله «جل جلاله » ته به څه وايم ؟ حضرت عمر (رض) وژړل ،بيا يې دغه مريئے د دۀ له بادار څخه واخېست او ازاد يې کړ ،او ورته يې وويل : چي دغي يوې خبري په دنيا کښي له غلامۍ څخه آزاد کړې ،او زۀ اميد لرم چي په آخرت کښي به دي هم دغه خبره د الله « عزوجل» له عذاب څخه آزاد کړي . دا رنګه يو بل حکايت راغلے دے چي د يو شېخ د طريقت يو ځوان شاګرد ؤ ،چي دۀ به د دغه ځوان شاګرد او مُريد دومره إکرام او عزت کاوۀ چي پر نورو سپين ږيرو مُريدانو باندي به يې دۀ ته ترجيح ورکوله ،نود دۀ په مُريدانو کښي يو مُريد دۀ ته وويل : چي اے شېخه ! په څه وجه تۀ دۀ ته عزت ورکوې حال دا دے چي دَئ ځوان دے ،اوموږ ټول سپين ږيري او تر دۀ مشران يو ، نو دغه شېخ د طريقت په دې خاطر چي دوي ته د دغه ځوان مُريد فضيلت ښکاره کړي يو څو دانې مارغان يې راوغوښتل ،اوبيا يې هر يو ته له دوي يو مارغۀ او يوه چاړۀ په لاس ورکړه او ورته يې وويل چي هر يو له تاسو څخه لاړ شئ ،او دغه خپل خپل مارغۀ تنها په داسي ځاے کښي حلال کړئ چي هيڅوک يې نه ويني ، او و دغه ځوان مريد ته يې هم يو مارغۀ او يوه چاړۀ په لاس ورکړل او همدغه ډول يې ورته وويل . مُريدان نور ټول لاړل او هر يو خپل خپل مارغۀ د شيخ د دستور مطابق ذبح کړ ،او شيخ ته بيرته ټول راغلل ، اودغه ځوان شاګرد او مُريد بيرته شېخ ته په داسي حال کښي راغے چي مارغۀ يې ذبح کړے نه ؤ،او ژوندے يې په لاس کښي را اخستے ؤ .شېخ ورته وويل چي : څه وجه وه چي تا خپل مارغه نه دے حلال کړے ؟؟دۀ ورته وويل چي : استاذه ! تاخو داسي راته فرمايلي وو چي دغه مارغۀ په داسي ځاے کښي حلال کړم چي هيڅوک مي نه ويني ،او داسي ځاے ما پيدا نه کړ . ځکه هر ډول خالي ځاے چې وي نو بيا هم داسي نه وي چي په هغه ځاے کښي دې ما هيڅوک نه ويني .ځکه که بل هيڅوک نه وي نو الله «جل جلاله» خو مي ويني ،نومُريدانو ټولو د دغه مريد دغه مراقبه او په دغه ډول حضور له الله (عز وجل ) سره خوښ کړ ، او د دۀ په فضيلت او بهترۍ يې إقرار وکړ . (دغه ټول قولونه امام غزالي (رح) دإحياء العلوم په څلورم ټوک کښي ذکر کړي دي، مګر امام غزالي صاحب د مُراقبې په بيان کښي «سوق » د کلام په داسي ډول کړے دے چي له هغه څخه داسي څرګنديږي چي په ذکر شوي حديث کښي له مذکورو دواړو جملو څخه دۀ د مراقبې أخذ کړے دے ، او مشاهدې ته يې کومه اشاره نه ده کړې . ) همدارنګه دعبدالله ابن مبارک رح قول دۀ رانقل کړے دے چي هغۀ يو سړي ته وويل چي : (راقب الله ) يعني مراقبه د الله جل جلاله » کوه ! ، نو هغه سړي له ابن مبارک څخه د مراقبې معنی او تفسير طلب کړ ،نوده په جواب کښې ورته وويل : (کُن أبَدا کأنک ترالله عزوجل ) يعني شه ! هميشه په دې ډول چي ګواکي ته الله (جل جلاله ) وينې . له دې څخه دا معلوميږي چي امام غزالي او عبدالله ابن مبارک د مراقبې په تفسير کښي سره همنظره دي .. د مرابطې دريم قسم: محترمو وروڼو ! د مرابطې دريم قسم «محاسبه بعدالعمل » دے يعني له خپله نفسه سره حساب کول وروسته له عمل اوکارڅخه ،دمحاسبي تحليل اوبيان کښي ددوو(۲) شيانو تفصيل درته کوم اول د محاسبې د حقيقت او د معنی تفصيل دويم د محاسبې دفضيلت او د شرعي ارزښت تفصيل . محترمو وروڼو! لکه څرنګه چي دمشارطې په بحث کښې دا خبره ذکر شوه چې هرمسلمان ته پکارده چې بايد دے هرسهارد ورځي په سرکښي بايدداسي وخت ولري چې خپل نفس ته او خپل ځان ته دخېر تو صيه وکړي ،دا رنګه هر مسلمان ته داهم پکار ده چې هره ورځ چې تېره شي نو دورځي په اخېر کښي بايد داسي وخت ولري چې په هغه وخت دې له ځانه سره د دې حساب وکړي چې په دغه ورځ کښي چې تېره شوه ما کوم کوم نېک کارونه وکړل، او په څه طريقه مي وکړل . اياپه دغه ورځ کښي خو به له ما څخه د الله په بندګي کښي کوم تقصير نه وي شوے ،اودا رنګه په دې کښي فکر وکړي چې په دې تېره ورځ کښي خو به له ماڅخه کومه ګناه نه وي صادره شوې . بيا که چرې له خپله نفسه سره په دغه محاسبه کښي کوم ديني نقصان په نظر نه ورغے نوبيا دې په زړه کښي خوشحاله شي ،اوکه يې دخداے په عبادت کښي کوم نقصان او تقصير په علم کښې راغے نوبايد پرېشانه شي او توبه ګار شي او د هغه نقصان تلافي وکړي دغه ته محاسبه بعد العمل ويل کيږي. دامحاسبه داسي مثال لري لکه يو تاجرچې له خپلو شريکانو سره په کال کښي او يا په مياشت کښي حساب کوي لپاره ددې چې د تیرکال دتجارت ګټه اوتاوان معلوم کړي . دمحاسبی فضیلت او شرعې اهمیت :محترمووروڼو! له خپل نفس سره حساب کول له اسلا مي اعمالو څخه يو بل ډېرمهم اوضروري عمل دے الله پاک فرمايلې دي : (ياايهاالذين امنوااتقوالله ولتنظرنفس ماقدمت لغد) يعني اے هغو کسانو چي ايمان يې راوړے دے وويريږۍ له الله (جل جلاله ) څخه ،او ودي ګوري هرنفس دې ته چي څه مخکي ليږلي دي دۀ لپاره د سبا ،يعني هر نفس دې په دې کښي سوچ او فکر کوي چي ايا د قيامت د ورځي لپاره ما کوم څه کړيدي او که مي نه دي کړي ،اوکه مي کړي وي نو ايا داسي څه مي کړي دي چي د هغه څه په سبب الله (جل جلاله ) راڅخه راضي شي ،اوجنت مي نصيب شي ،او دآخرت له عذابو څخه خلاص شم . او که مې برعکس او خلاف ددې نورڅه کړي دي . په دغه مبارک آيت کښې الله پاک په دغه قول کښي چي «ولتنظر نفس ما قدمت لغد»و همدغې« محاسبې بعد العمل » ته اشاره فرمايلې ده ،اوبندګان يې په دې سره امر کړي دي چي دوي هروخت بايد له خپله نفسه سره حساب کونکي وي . حضرت عمر (رض) ويلي دي : (حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا، وزِنوهاقبل أن تُوزَنوا) يعنې حساب کوئ ! له نفسونو خپلو سره له مخه تر دې چي حساب درسره وشي يعني دقيامت په ورځ ــــ او تلئ نفسونه خپل له مخه تر دې چي وتلل شي يعنې د قيامت په ورځ. همدا رنګ حضرت مَيمُون بن مِهران ويلي دي چي : هيڅ يو بنده له متقيانو څخه نه شي شمېرل کيدې ،تر هغه پورې چي دَې له خپل نفس سره داسي محاسبه عادت و نه ګرځوي چي هغه سخته وي تر محاسبې د يوه شريک له بل شريک سره چي په تجارت کښي ورسره شريک وي . هم دارنګ روايت دےچي حضرت أبو طلحه (رض) په حال د نمانځه کښي په يو مارغه مشغول شو،يعنې يو مارغه يې وليدۀ او په هغه کښي يې سوچ بندشو،او په دې وجه يې په حضور د زړۀ کښي خلل راغے . نو ده په بدل کښي ددغه کار يو باغ د الله (جل جلاله ) درضا لپاره صدقه کړ .
د مرابطې څلورم قسم : محترمو وروڼو ! د مرابطې څلورم قسم «معاقبة النفس » ده ،يعني سرزنښت او عذاب ورکول نفس خپل ته . سنفس سره د حساب کولو په نتيجه کښي انسان په دې اګاه شي چي زما له نفس څخه فلانۍ ګناه ،يا فلانے تقصير په عبادت کښي د الله پاک صادر شوے دے ،نو په دغه وخت کښي دغه انسان ته په کار دي چي خپل نفس ته سرزنښت او سزا ورکړي . په دې ډول چي خپل نفس ملامت کړي ،او دې ته يې متوجه کړي چي له شوي ګناه او تقصير څخه توبه ګار شي ،او يو داسې نېک کار او نېک عمل ته مخ ورواړوي چي د تېر تقصير تلافي پرې وشي. د مثال په ډول يو سړي د نفس د شهوت اوخواهش په سبب حرام شے وخوري ،نوپه دې صورت کښي نفس ته دسرزنښت ورکولو يوه برخه دا ده چي دغه سړے «لوږه» په ځان باندي راولي،او په حلاله ډوډۍ هم ځان نه مړوي ،او روژې ونيسي ،د دې لپاره چي نفس ته يې يو قسم سرزنښت ورکړې شي،او په آينده کښې بيا د حرامي غذا خواهش څرګند نه کړي . دا رنګ په نمانځه کښي له سړي څخه تقصير وشي ،نو د دې په سبب بايد دَې خپل نفس ته په دې ډول سرزنښت ورکړي چي ډېر نفلونه وکړي . اودا رنګ يې په تهجد او نورو نفلي عباداتو مکلف کړي .محترمو دغه ته «معاقبة النفس » ويل کيږي ،چي ښه وضاحت به يې په ضمن کښي ددې درته راشي چي د الله (جل جلاله )د مخلصو بندګانو د معاقبة النفس يو څو « نمونې » درته ذکر کړم : له« حضرت منصور بن ابراهيم » څخه روايت دے چي د الله «عزوجل» دعبادت ګذاره بندګانو څخه يو سړي له يوې ښځي سره خبري کولې ،نو کرار په کرار د خبرو پاې دې ته راورسيدې چي د ښځي پر «ورانه » باندې يې لاس کښيښود ، وروسته له دې يو دم پر دغه کار باندي سخت پښېمانه شو ،او بيا يې خپل دغه لا س اُور ته ونيوۀ ،ترهغه پوري يې نيولے ؤ چي لاس يې په مخه ښۀ و سوځيد..په يوه بل روايت کښي راځي چي حضرت تميم داري (رض) يوه شپه اودۀ شو او د تهجد د نمانځه لپاره نه شو رابېدار ،نوددې په بدل کښي يې خپل نفس ته دا سرزنښت ورکړ چي يو کامل کال يې د شپې خوب نه دے کړے ،او ټوله شپه به په عبادت کښي مشغول ؤ( د ورځې به يې لږ خوب کاؤه ) محترمووروڼو ! دغه ته «معاقبة النفس» ويل کيږي .دغه کوم قولونه چي موږ يې ذکر وکړ د إحياء العلوم په څلورم جلد کښي مطالعه کړئ !!! .. + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/07/01 او وخت
5:0 |
رڼا
( د قران مجيد تفسير ) ګرانو او قدرمنو مينه والو! لکه چې پوهېږئ قران مجيد د خداے پاک له لوري نازل شوے هغه ستر او اخيري کتاب دے چې د اسلام د ټولو مسلکونو، فرقو، مذهبونو او فکري مکتبونو پرې اتفاق دے چې دا سپېڅلے کتاب له هر ډول تحريف او کمي زياتي نه پاک دے او له سورۀ فاتحې نه واخلې تر سورۀ ناس پورې يو کامل کتاب دے او کۀ څوک يې په يو ټکي کښې هم فرق راولي يا پکښې شک وکړي هغه مسلمان نۀ شي کېدې نو غواړو چې د (( مينه )) مجلې په هره ګڼه کښې د (( رڼا )) سرليک لاندې ستاسو په خدمت کښې د قران عظيم الشان د يوې برخې د ترجمې او تفسيروړاندې کولو سعادت حاصل کړو. دا خبره د يادونې ده چې دا تفسير د ادارې له خوا څه خپل تفسير نۀ دے او نۀ له يو تفسير څخه اخېستل کيږي بلکې له مختلفو تفسيرونو څخه اخېستل کيږي دې لپاره چې د دې عظيم الشان اسماني کتاب په حقله خلق له لا زياتو معلوماتو نه خبر شي او د مختلفو فکري مکتبونو پېروکار له خپلو مکتبي افکارو سره سره د مختلفو مکاتبو له نظرياتو او افکارو څخه هم خبر شي او ترمېنځ يې غږملتيا او همفکري او د يو بل د زغملو جذبه پېدا شي ګنې هسې د دې عظيم الشان اسماني کتاب تفسير په هغه ډول چې يې حق دے ناممکن دے بلکې که د نړۍ ټول تفسيرونه را يوځاے کړې شي نو د قران مجيد د تفسير يوه برخه حق هم نۀ شي ادا کېدې (اداره) د سورۀ فاتحې تفسير په تېر پسې الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ (هغه خداے ) چې رحمن او رحيم دے د سورۀ فاتحې په دې مبارک ايت کښې د دې خبرې په دوام کښې چې ټول تعريفونه ، حمدونه، مدحې ، ثناګانې او صفتونه خاص خداے پاک لره دي چې د عالمينو رب، پالونکے او روزونکے دے مخکښې فرمائي چې هغه خداے چې (( رحمن )) او (( رحيم )) دے. لکه چې د بسم الله الرحمن الرحيم په تفسير کښې ورته اشاره وشوه چې ځينو مفسرانو رحمن چې د مبالغې ژورتيا او زياتولي کلمه ګڼلې ده په تفسير کښې ويلي دي چې رحمن د خداے پاک هغه رحمت ته اشاره کوي چې پکښې ټول مخلوقات شامل دي او رحيم د خداے پاک هغه رحمت ته اشاره ده چې فقط له انسانانو سره مخصوص دے. او ځينو مفسرينو ويلي دي چې رحمن د خداے پاک رحمت په دې دنيا دے او په هر چا، هر څه او هر مخلوق باندې يې کوي او رحيم د خداے پاک رحمت له اخېرت سره تعلق لري چې په خپلو فرمانبردارو بندګانو باندې به يې کوي. ځينې مفسران ليکي چې رحمن يعنې زيات او عام رحمت کوونکے خداے او رحيم يعنې تل او په دائمي توګه رحمت کوونکے خداے او د رحمن په رحمت کښې ټول د مسلمان او کافر په شمول ټول مخلوقات شامل دي همدا وجه ده چې په قرآن مجيد کښې په کثرت سره راغلے دے لکه د مثال په توګه چې فرمائي: الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى (سورۀ طه ٥ ايت ) يا په بل ځاے کښې فرمائي : قُلْ مَن كَانَ فِي الضَّلَالَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمَنُ مَدًّا ( سورۀ مريم ٧٥ ايت ) او لکه چې وويل شول چې دغه مفسران بيا د رحيم په رحمت کښې فقط مومنان شاملوي او دا خداے پاک دائمي رحمت بلي. لکه چې فرمائي: وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا ( سورۀ الاحزاب ٤٣ ايت ) يا په بل ځاے کښې فرمائي: إِنَّهُ بِهِمْ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (سورۀ توبه ١١٧ ) او ځينو تفسيرونو زياته کړې ده چې رحمانيه رحمت د ټولو موجوداتو لپاره عام دے خو د حق له خاصو صفاتو څخه دے او نور موجودات د رحمانيه رحمت له لرلو نه عاجز دي. او رحيميه رحمت د خداے پاک د خاصو بندګانو لپاره مخصوص دے خو د حق له عامو صفاتو څخه دے او دا صفت يعنې رحيميه رحمت د نورو موجوداتو په برخه هم کېدې شي. او ځينو دا هم ويلي دي چې رحمن او رحيم دواړه چې له رحمت څخه دي مبالغه لري خو د رحمن مبالغه له رحيم نه زياته ده نو ځکه له رحيم نه مخکښې ذکر شوے دے او ځينې د معرفت خاوندان وائي چې د بسم الله ، د رحمن او رحيم تفسيرد الحمد د رحمن او رحيم له تفسير سره فرق کوي او دا کار يعنې په بسم الله... کښې د رحمن او رحيم ذکر او بيا په ورپسې په الحمد...... کښې بيا ذکر د خداے پاک لخوا تکراري څيزونه نۀ شي ګڼل کېدې لکه د مثال په توګه په الحمد لله رب العالمين کښې د عالمونو مختلف ډولونه دي يعنې عالمونه ډېر زيات دي نو اوس چې له رب العالمين نه د کوم يو عالم رب مراد اخلې نو د هغۀ مطابق به د الحمد لله تفسير کښې بدلون راځي نوبس د معرفت ځينې خاوندان په دې باوري دي چې دغه شان د الحمدلله د رحمن او رحيم تفسير د بسم الله د رحمن او رحيم له تفسير سره فرق کوي او هغوي چې د عرفان په ژبه د رحمن او رحيم کوم تفسير کوي او د رحمن او رحيم کوم مقامات بيانوي زمونږ غوندې خلقو له پوهې نه بهر دي او فقط هغه کسان پرې پوهيږي چې په عملي توګه د سېر او سلوک په لاره يې تګ کړے وي او يا لږ تر لږ ترې واقف وي نو ځکه له هغو تفسيرونو نه به ډډه وکړو خوپه هر حال په دې خبره ټول متفق دي چې رحمن او رحيم دواړو صفتونو د خداے پاک له رحمت څخه اشتقاق موندلے دے او رحمت يعنې مهرباني، لطف او عطوفت نو اوس چې فرمائي (( رَبِّ الْعَالَمِينَ الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ )) يعنې هغه د عالمونو پالونکے، روزونکے او تربيت کوونکے چې رحمن او رحيم دے يعنې د عالمينو تربيت، پالنه او روزنه کوي خو بخښنه، مهرباني ،لطف او کرم ورسره مل دے او دغه رحمت بيا خداے پاک په ځان باندې فرض کړے دے لکه چې فرمائي: كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ (سورۀ انعام ٥٤ ايت ) او دغه رحمت يې بيا په هر څه باندې دے لکه چې فرمائي: وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ ( سورۀ اعراف ١٥٦ ايت ) يعنې هيڅ يو څيز د خداے پاک له رحمت نه بهر نشته په کائناتو کښې په هرچا او هر څيز باندې د خداے پاک رحمت او مهرباني قائمه ده او په هر کار کښې يې رحمت، لطف او مهرباني پوشيده ده. که انسان لږ غور او فکر وکړي چې هغه رحمن او رحيم ذات انسان اشرف المخلوقات ګرځولے دے او دا ټول کائنات يې بيا د هغۀ لپاره مسخر کړے دے نو د کائناتو په يو يو څيز کښې د هغۀ رحمت شامل دے او هيڅ يو څيز يې له رحمت نه بهر نۀ دے. په ټول کائنات کښې د خداے پاک رحمت لټول او د هغو ذکر کول خو ډېر ګران دي که انسان لږ خپل ځان ته فکر وکړي چې له يو معمولي څاڅکي څخه يې يو عجيب او غريب مخلوق جوړ کړ او ورته يې يو ډول ظاهري او باطني خصوصيات عطا کړل چې دا ټول د الله پاک په رحمت کښې شامل دي. او د انسان باطني خصوصيات خو ناممکنه ده چې انسان بيان کړي حتي ظاهري او بدني خصوصياتو ته هم ګوته په خوله دے او نه شي کولې حتي د انسان د يو وېښتۀ حقيقت او خاصيت بيان کړي لکه اروښاد خوشحال بابا د خداے پاک دغه رحمت په ډېر ښۀ ډول بيان کړے او خپله حېرانتيا يې څرګنده کړې ده: صورت ګر چې ښۀ صورت په ديوال ساز کا کل عــــــالـــــم يې پـــــه صفت زبــــــان دراز کا د هغـــــۀ نقــــــاش پـــــه صنــــع نظـــــــر نــــــۀ کا چې لـــــه څــــه څاڅکي نـــــه دا نقش طـــراز کا سترګې وروځې پوزه نور کيږدي په مخ کښې غاښ و شونډې، ژبــــه ، خوله سره پـــرداز کا يوسر بــــل ســـر په سر جــــوړ کا دوه غوږونه چـــــې پـــــــــــه دواړه اورېـــــــــدنــــــه د اواز کا بنــــــد پــــــه بند د لاسو ګوتې وبلـــــه کيږدي سر تر پايــــه درست صــــورت سره يو راز کا کـــــه څـــــوک زر کتـــــابـــه وکښی له دې بابه کـــــه پــــــه کښل شي زر به نور پسې آغاز کا هــــر وېښتۀ چې په صورت باندې ليدۀ شي کــــه پــه ځېر شې شناخت ور به درته واز کا خـــــاص بنده د خداے هغه ګڼه خوشحـــاله چـــــې د ځــــان په معــــرفت يې سرفــــراز کا نو د انسان غوندې عجيبه مخلوق جوړول چې باطني خو لا پرېږده ظاهري خاصيتونو ته يې د نړۍ پوهان ګوته په خوله دي او له څېړنې څخه يې عاجز دي او بيا ټول کاېنات د هغۀ لپاره مسخر کول او د هغۀ په خدمت او اختيار کښې ورکول او بيا له خپلو استعدادونو او په کائناتو کښې له خپلو ورکړې شويو اختياراتو څخه د انسان په استفادې سره عجيب او غريب څيزونه کشفول په انسان باندې د خداے پاک د رحمتونو نمونې دي. بلکې ځينې د معرفت خاوندان د انسان په ژوند کښې يو ډول مشکلات، ستونزې، تکليفونه او رنګ رنګ مسائل هم د خداے پاک رحمت ګڼي او دا له څو حالتو نه بهر نه ګڼي چې يا خو د انسان د معنوي تکامل لپاره دهغۀ د ازمېښت لپاره وي يا د غفلت له خوبه د هغۀ د بېدارولو لپاره وي، يا په ژوند کښې د هغۀ د ځينو سرکشيو، ګناهونو خطاګانو سزا په دې دنيا ورکول او د اخېرت له هغې سترې او دردوونکې سزا څخه د هغۀ د ژغورلو لپاره وي چې دا هم په انسان باندې د خداے پاک د رحمت او له هغۀ سره د مينې علامې دي. بلکې حتی د ارواښاد حمزه بابا غوندې د معرفت خاوندان د جهنم عذاب هم د خداے پاک له رحمت نه بهر نه ګڼی او جهنم هم د يو اسپتال او د اپرېشن تهېټر په شان ګڼي چې پکښې ډاکټر په چړو، چاکوانو، کېنچيانو او تبرونو سره د انسان د بدن اندامونه څيرې کوي او ټک و سترې کوي خو د بيمار د فائدې لپاره او په دنيا کښې بيا هغه د ژوند تېرولو قابل جوړولو لپاره وي. همدغه شان د قبر يا دوزخ عذاب هم دے چې هغه انسان چې خپل محسن خداے پاک پرې په دنيا کښې دومره زياتې مهربانۍ کړي وي او د رحمتونو بارانونه يې پرې کړي وي او هغه بيا هم د هغه ذات له فرامينو او تعليماتو څخه چې خپله د انسان په ګټه وي سر غړونه کوي او له سرکشۍ نه کار اخلي او ځان په ګناهونو سره ککړوي نو بيا هم هغه مهربان ذات د هغۀ خېر او ښيګړه غواړي او که د هغۀ ګناهونه کم وي نو په همدې دنيا کښې په ځينو تکليفونو او مصيبتونو سره د هغۀ د ګناهونو علاج کوي او که ګناهونه يې له هغې نه زيات وي نو د ځنکدن په تکليف سره يې معالجه کوي او که نور هم زيات وي د قبر د عذاب په شکل کښې يې علاج معالجه کوي. دغه شان که له دې نه هم زيات وي نو بيا يې لکه د اپرېشن تهېټر په شان د جهنم په عذاب سره بدن پاکوي چې د جنت قابل شي. لکه غني خان هم دا خبره په ډېر خوند سره په شعر کښې کړې ده چې وائي: هغــــــــــې وې مينـــــــــــــــه دوزخ دے مـــــاشومــــــان پکښې جليـــــــا شـــي مـــــا وې ښـــــــۀ دے دوزخ ښـــۀ دے لــــــه ګنـــــــاه وجــــــود صفـــــــا شــــي خو هغه کس به ډېر بدبخته وي چې ګناهونه يې دومره غټ او زيات وي چې د دوزخ په اور سره هم نه شي ختمېدې او جنت ته د تلو قابل نه وي او تل تر تله په دوزخ کښې مېشته وي چې په قران مجيد کښې د خالدين فيها په الفاظو سره ذکر شوے دے په هر حال نو داسې مفسرين د دغه ډول عذابونه هم د خداے پاک انتقام نه بلکې د هغۀ د رحمت او له انسان سره د هغۀ يوه ښيګړه ګڼي. بلکې امام علي (ع) خو په کمېل نومې دعا کښې تر دې حده له خپل حقيقي محبوب سره د خپل عشق څرګندونه کړې ده چې د دوزخ له عذاب نه د ويرې او پدني تکليف په وجه امان نه غواړي بلکې په جنهم کښې د شتون په وجه د خپل حقيقي محبوب او جانان څخه د جدائۍ عذاب ډېر تکليف ورکوونکے ګڼي او د خداے پاک په درګاه کښې عرض کوي: فَهَبْني يا إِلهي وَ سَيِّدِي وَ مَوْلايَ وَ رَبّي، صَبَرْتُ عَلى عَذابِكَ فَكَيْفَ أصْبِرُ عَلى فِراقِكَ ؟، (( نوبس حېران يم اے زما خدايه! اے زما آقا! اے زما څښتنه! چې ستا په عذاب به خوصبر وکړې شم خو څنګه به ستا جدائی وزغملې شم؟ )) همدا رنګ ځينې د معرفت خاوندان خو له خپل حقيقي محبوب لخوا غم خوشحالي ګڼي، ژړا خندا او درد مرهم ګڼي. د مثال په توګه که وکتې شي نوظاهراً درد انسان نه خوښوي او ارامتيا ته ليواله وي خو درد د خداے پاک لخوا انسان ته يو لوے نعمت عطا شوے دے ځکه چې درد د دې خبرې علامت دے چې انسان ته خبردارے ورکوي چې په بدن کښې څه بيماري او نقص راغلے دے پکار دي چې زر تر زره يې علاج معالجه وشي او که دا درد نه وې نو انسان به د بدني بيماريو په وجه د مرګ خولې ته رسېدلې وې او پته به ورته نه لګېده. لکه د درد د اهميت د حساسولو لپاره نن سبا د اېډز او هېپاټائټس په شان بيمارۍ چې انسان د خپلو بدو عملونو په وجه رامنځته کړي دي کتل پکار دي چې د درد او خوږ نه لرلو په وجه هغه وخت انسان ته يې د شتون پته لګي چې کله اوبۀ له ورخه تېرې وي او انسان د مرګ خولې ته نزدې شي. همدا رنګ انسان خندا خوښوي او ژړا نه خوښوي خو له معنوي شخصيتونو نه علاوه طبي ماهرانو هم د ژړا کولو ډېرې فائدې بيان کړي دي او په ځينو موقعو خو چې کله انسان د يو ډېر نزدې او خوږ عزيز يا يو څيز په جدائۍ کښې له ډېر خفګانه خاموش پاتې شي او هغه يې په دننه دماغواو زړۀ باندې اثر کړے وي نو ډاکټران وائي چې دې به هله جوړېږي چې دې وژاري. همدا رنګ معنوي شخصيتونه هم ژړا او اوښکې د روح او زړۀ د وينځلو لپاره ضروري ګڼي. همدا وجه ده چې انبياؤ (ع) او د خداے اولياء به ډېرې ژړاګانې کولې لکه د خپل زوے حضرت يوسف (ع) په جدائۍ کښې د حضرت يعقوب (ع) او دخپل قوم د اصلاح په فکر کښې د حضرت نوح (ع) او د حضرت امام حسېن (ع) په غم کښې د هغۀ د فرزند امام زېن العابدين او نورو امامانو ژړاګانې مشهورې دي. دغه شان غم انسان ته بد او خوشحالي ښه ښکاري چې لګ غم پرې راشي نو بيا ګيلې او شکايتونه کوي او فريادونه کوي، خو د معرفت خاوندان بيا بالکل د دې اپوټه په غم کښې خوشحاله وي او د غم ظاهر ته نه بلکې باطن ته سترګې غړوي او معنوي اړخ يې احساسوي لکه ارواښاد حمزه بابا غم د انسان اصل ګڼي او خوشحالي يې يو اضافي حالت لري او دغم په ستائينه کښې وائي: نشته خوشحالي هسې په نو خو خوشحــالي ده غم د انسان اصل دے خوشي يـــې اضافـــي ده غم چې کله کم شي او پېدا ترې څه راحت شي بس دغه حالت دے چې نامزد په مسرت شي غم دے د انسان انسانيت ته رســــوونکے دے ماديت نه روحيت ته رسوونکے غم د زړۀ په سيپ کښې مرغلره بې بها ده غم دے چې پېدا د خوشحالۍ ترې نه رڼا ده را له فطرتي صلاحيت سره نداف دے بيا کره کوټه معلومول کوي صراف دے غم دے چې راوړاندې ورته ويره د فنا کړه غم دے چې فنا يې په کوشش بقا کړه څو که مرغلره له سيپۍ جدا کوي غم تاج ته د بادشاه يې هم بې شکه رسوي غم جار غمه چې زۀ دې له خپل ځان سره اشنا کړم زۀ دې په معنا له کل جهان سره اشنا کړم ستا په آئينه کښې حقيقت مې د ځان وموند ستا په حېرانۍ د بې نشان مې نشان وموند تا زما و عشق وته ګرمي د ځوانۍ ورکړه ستا په ډاډ مې ګرانه مرحله د مينې سر کړه تا چې مکمله په اخېر کومه ځواني کړه بس نو خوشحالي هم د هغوي دې لافاني کړه پلار د خوشحالۍ او مسرت او ابتهاج يې سر د سړيتوب درباندې وياړي ته يې تاج يې بس نو دغه غم دے چې احساس د سړي ويښ کا هم د مستقبل لره وسواس د سړي ويښ کړه نو په هر حال پاسنيو تفسيرونو او څېړنو نه دا خبره ثابتيږي چې هسې مونږ انسانان اکثر د ېوې چارې ظاهر ته ګورو او له باطني فوائدو او نقصاناتو نه يې خبر نه يو او خداے پاک چې هر کار يې د خېر او رحمت او حکمت نه ډک دے د انسان لپاره بهتره فېصله کولې شي چې کوم څيز د هغۀ لپاره نقصان ورکوونکے دے او کوم ورته فائده رسوونکے دے. نو بس د رحمن او رحيم له دا ډول تفسيرونو څخه مونږ ته دا درس ترلاسه کيږي او دا خبره راته ثابتيږي چې د خداے پاک ټول کارونه د انسان د خېر ښيګړې لپاره دي او په هر څيز او هر کار کښې د هغۀ رحمت او حکمت پوشيده دے له دا ډول تفسيرونو نه مونږ ته دا حقيقت هم څرګنديږي چې خداے پاک هغه شان نۀ دے چې ځينو ظاهري عالمانو په خپلو تفسيرونو لکه د يو ظالم او جابر بادشاه په شان معرفي کړے دے چې بس هر وخت له انسان څخه د انتقام په فکر کښې وي او څه يې خوښه وي کوي يې او کولې شي چې يو ظالم معاف کړي او يو مظلوم ته سزا ورکړي. نه بلکې هغه يو ډېر جميل ، ښکلے او زېبا ذات دے، هغه عادل ذات دے او مهرباني او رحمت يې بيا له عدل نه هم زيات دے او په انسانانو باندې ډېر مهربان دے او ورسره عشق کوي او غواړي چې انسان هم له هغه پاک ذات سره عشق وکړي. او د هغۀ د رحمت لا زيات مستحق وګرځي.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/02 او وخت
5:0 |
اسلامي وحدت د امام خمېني له نظره
(د غبرګولي ١٤ نېټه د ارواښاد امام خمېني د رحلت د کليزې په مناسبت) عبدالرحيم درانے که څه هم له يوې خوا د اسلام او مسلمانانو دښمنانو په تېره بيا استکباري قوتونو تل خپلو ناوړو هدفونو ته د رسېدو لپاره د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې، بې اتفاقۍ او جنګ جګړو پېدا کولو لپاره له مختلفو دسيسو او سازشونو څخه کار اخېستې او اخلي نو له بلې خوا په مسلمانانو کښې په مختلفو وختونو کښې داسې زړۀ سواندي مشران هم پېدا کيږي چې د مسلمانانو د بېدارۍ، وحدت او يووالي او د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو د دسيسو او سازشونو د ناکامولو لپاره يې خپل عمرونه وقف کړي وي چې په دغو شخصيتونو کښې يو د ارواښاد حضرت امام خمېني شخصيت دے. نو غواړو چې د وحدت په حقله د ارواښاد امام خمېني د تفکراتو په اړه دهغوي د زوے ارواښاد حجت الاسلام سيد احمد خمېني له وېناو څخه په استفادې سره به دحضرت امام خمېني پر نظرياتو رڼا واچوو له ډېرې مودې راهسې په اسلامي ټولنه کښې د مسلمانانو وحدت او د اسلامي هېوادو نو ترمنځ پېوستون ډېر مطرح کيږي او په دې اړه بيلابيل کتابونه او مقالې ليکل شوي دي خو کله هم ضروري عملي ګا مونه نه دي پورته شوي کله چې د توحيد تفکر او اخلاقي اصول چې د وحدت لپاره ضروري دي په يوې ټولنه کښې نه وي نو هلې ځلې نتيجه نۀ ورکوي له همدې امله ده چې امام خميني (رح) فرمايي تفرقه له شېطانه او د وحدت او اتحاد له رحمانه دے هغوي په بيلابيلو موردونوکښې فرمائي که درست نبيان په يوځاے کښې راټول شي نو له يوبل سره به هيڅ ستونزه او لانجه ونه لري ځکه چې ټول د خداے پاک فرمانبردار دي د امام له نظره په اسلامي ټولنه او ملتونوکښې هغه وخت وحدت راتلې شي چې ټول په الهي رسۍ منګولې ښخي کړي او په دې الهي چارې عمل وکړي چې فرمائي واعتصمو بحبل الله جميعاً ولاتفرقو . د ارواښاد اما م خميني له نظره د وحدت د راتلو شرطونه په دې ډول دي: ۱ ـ ځان سمونې او اخلاقو ته پام . ۲ـ پراخ ټټر او ستر زړۀ ساتل او د يو بل د سليقو او طريقو زغمل. ۳ ـ د ستونزواو مشکلاتو په اواري کښې د وحدت په رول اعتماد اوعقيده . ۴ ـ د تفرقه اچونکو او وسوسه پارونکو په و ړاندې هوښياري او بېداري . ۵ ـ د وحد ت د احترام ترڅنګ د ا صولي دريځونو ساتل . ۶ ـ د ډېرو ګډو ټکو او مشترکاتو د موندلو لپاره هڅه کول او داختلافاتو کمول . ۷ ـ د توحيدي فرهنګ احيا او د حج ، جُمعی او جَمعې نمانځه ،په شان د اسلا م ټولنيزو احکامو ته پام کول . ۸ ـ په وروستيوپېړيو کښې د مسلمانانو دځوړتيا د علتونو په حقله د مسلمانانو بېداري. ۹ ـ په اسلامي نړۍ کې دلويديځ پالنې او مغرب پرستۍ د روحيې ختمول او په ځان باندې د باور دروحيې پياوړي کول . ۱۰ ـ داسلام دحقيقي دښمن پېژندل . ۱۱ ـ د جهاد او شهادت د روحيې او کلتور دودول . ۱۲ ـ له خرافاتو سره مبارزه . ۱۳ ـ د وحدت دداعيانو په قول او فعل کښې دانډول د راوستو لپاره هڅه . دامام خمېني په تفکراتو کښې اسلامي وحدت هغه چاره ده چې الهي او معنوي سرچينه لري او په کتابونو او بيلابيلومتنونوکښې د هغۀ عملي او نظر ي چارې په ګوته شوي دي دامام خمېني له نظره دالهي پېغمبرانو او دينونو يوستر هدف د کلمې او عقېدې وحدت او يووالی دے . امام خمېني (رح) به عقلي ،شرعي او پړاويزو غوښتنو ته په پام سره په بيلابيلو ملي او نړيوالې سويې د مسلمانانوترمنځ په وحدت باندې تاکيد کوۀ هغوي د مسلمانانو ترمنځ تفرقه او د مستکبرانو سلطه به يې قراني ايتونو او دينې بنسټونو ته د نۀ پام لرنې له امله بولي: (( د نړۍ ټول مسلمانان دې د قران مجيد دغه ايت مبارک ته پام وکړي چې مسلمانان ېې وحدت او داسلام پر رسۍ باندې منګلوښخولو ته بللي دي )) . د امام خمېني له نظره په هرځاے کښې که د مسلمانانو ترمېنځ يوه مسئله او شخړه پېدا شي نوبايد نور مسلمانان يې ترمېنځ روغه جوړه او تفاهم وکړي او دا هغه خبره ده چې پاک خداے په قران مجيد کښې ورته اشاره کړې ده ،رسول اکرم مبا رک يې سپارښتنه کړې او معصومو امامانو يې سپارښتنه کړې ده او داسلام عالمانو دغه مسئله تعقيب کړې ده او هڅه ېې کړې ده چې مسلمانان داسلام تربېرغ لاندې راټول او وحدت ا و يوالي ته وبولي هغه کسان چې دينې او عاطفي وابستګي له باطني ژمنتيا سره يوځاے ولري د هغوي له نظره ټول هغه کسان چې په امت پورې اړوند دي او ګډې او مشترک جرړې او پېوندونه لري ځانونه ( مونږ) بولي او هيڅکله دځان مننې خبره نه کوي او دځان لپاره دګډې دندې او برخليک قايل وي هرڅومره چې له امت سره اړوندوالی زياتيږي او موخې او ګروهنې پراخيږي هومره ډله ايزه، فرقه ايزه او وګړنيزه وابستګي کميږي . هغه فرصت ته په پام سره چې د امام خمېني د غورځنګ په برکت د يني تفکر د احيا په لړ کښې رامنځته شواو هغه څه ته په پام سره چې په ننۍ نړۍ کښې تېريږي او هويتونه په ځوړتيا دي بايد د مسلمانانو ترمنځ وحدت ته توجه وشي او د واحد امت په رامنځته کولو کښې تر ټولو ډېره هڅه وشي که مسلمانان د دپرګنيزې تنګ نظرۍ او فرقه پالنې په لومه کښې راشي دغه تاريخي او استثنائي فرصت به له لاسه ورکړي د دغه اسلامي پاڅون د دوام لپاره بايدد وخت له ضرورتونو سره سمې رودې او طريقې غوره شي او مسلمان پوهان د ټولنې د اصلاح ، ودې او ترقۍ لپاره هڅه وکړي .
داسلامي نړۍ د وحدت د مفکورې مطرح کول د ارواښاد امام خمېنې يوه پخوانۍ ذهني بوختيا وه چې د خپل ټولنيزا وسياسي فعاليت په اوږدوکښې ېې تل ورته پام کړے دے او له انقلابه مخکې او وروسته هيڅکله ترې غافله نه ؤ د وحدت لپاره د امام صادقانه خدمت هغه په نړۍ کښې په غوره شخصيت بدل کړ په دې سربېره هغه وتوانېدۀ چې په بيلا بيلو اسلامي فرقوکښې دځان لپاره غوره مقام پېدا کړي امام هيڅکله د وحدت په برخه کښې کلي خبرې ونه کړې او په دې برخه کښې ېې سطحي فکر نه کوۀ .بلکې په ډېر عالمانه او تخنيکې ډول ېې د وحدت بيلابيل اړخونه وڅېړل او په عملي او نظري دواړو برخو کښې ېې مفصل توضيحات ورکړل . د وحدت يواساسي اړخ چې بحث پرې کېدې شي د هغه سټراټيجېک او عملي اړخ دے په دې معنا چې څه ډول له تاوتريخوالي نه په ډکې اسلامي نړۍ کښې چې عملاً د ګډاو مشترک فکر او غږملتيا زمينې له منځه تللي دي دغې آيډيالي ښکارندې ته ورسيږو ؟ د ارواښاد امام خمېني په سياسي تفکر کښې د دغې پوښتنې ځواب ورکړې شوے دے . دوحدت لپاره دامام په مبارزاتي سټراټيجۍ کښې دوو چورليزونو ته پام شوے دے وړومبې فکري او کلتوري حرکت او دويم سياسي او عملي حرکت .
حضرت امام په اسلامي ټولنې کښې موجوده کلتوري او فکري خلاډېره ښه درک کړې وه ځکه خوېې د دغې خلا د ډکولو لپاره يې د يو فکري اوسياسي نظام بنسټ کېښود او د انقلابي او سياسي اسلام په اساس ېې د اسلامي نظام تيوري وړاندې کړه . د امام خمېني فکري نظام له دريو اساسي مفهومونو جوړ دے اسلام ، استقلال ، او آزادي . په حقيقت کښې دغه درې ګوني مفاهيم په تېر وخت او اوسني پړاو کښې د اسلامي نړۍ د ټولو ناخوالو لپاره نسخه کېدې شي که دغه مفاهيم عملي شي د اسلامي امت هېرشوے او خراب شوے هويت به بېرته روغ او داسلامي هېوادونو لپاره به د هيلې او اميد يو بڅرکے پېدا شي ځکه چې د امام په باور داسلامی نړۍ اصلی ستونزه د اسلام له ژغورونکو تعليماتوڅخه د هېوادونو او و لسونو د واټن او فاصلې له امله ده اوپه دې سربېره مسلمانان د استعمار تر تسلط لاندې کړاونه زغمي او په ډېرو دغو هېوادونوکښې وابسته او تالي څټي حکومتونه قدرت په لاس کښې لري له دغې ستونزې دخلاصون يوازېنۍ لاره د اسلام ،خپلواکۍ ، او آزادۍ د مفهومونو احيا ده له همدې امله امام خمېني له عالمانو او روښانفکرو څخه غواړي چې د دغو درې ګونو مفهومونو له احيا سره مرسته وکړي د هغۀ په وېنا د اسلام عالمان دنده لري چې د اسلام له مسلمو احکامو دفاع او ننګه وکړي د اسلامي هېوادونوله خپلواکۍ څخه دفاع وکړي او له ظالمانو او ستم کوونکو نه خپله کرکه څرګنده کړي . دحضر ت امام په فکري ټولګه کښې اسلام ډېر خوځنده او انقلابي مفهوم لري خو هر خود ساخته اسلام نه بلکې سوچه اسلام چې دين او سياست د يو بل بشپړ ونکی بولي خو داسلامي ټولنو د دردونو د علاج يوازېنۍ نسخه د سوچه محمدي (ص) اسلام په احيا کښې ګوري د هغه په باور يوازې سوچه محمدي (ص) اسلام دے چې پولې بريدونه او وګړنيزې او کولتوري پېيلتياوې او وابستګۍ له منځه وړي او رنګ ،توکم پرستۍ ، لسانيت او قوم پرستۍ ته له پام پرته درست په يو واحد چورليز کښې راټو ل کړي دامام په فکري نظام کښې بل چورليزي او محوري مفهوم خپلواکي ده د هغۀ په باور بايد ټول اسلامي امت دختيځ او لويديځ يعنې د شرق او غرب د قوتونو له سلطې وژغورلے شي د امام د خپلواکۍ غوښتنې بنسټ د هغوي له دې خبرې کېدې شي چې فرمايي : پاک خداے د هيڅ يو کافر لپاره په مسلمانانو د تسلط لار نه ده پرېښې او بايد مسلمانان دغه تسلط ونۀ مني . دامام خمېني د فکري نظام په ټولګه کښې وروستے بنيادي مفهوم د آزادۍ مفهوم دے د آزادۍ بحث ډېر دهېوادونو په کورني اړخ پورې ارتباط لري او په نړيوال او بهرني اړخ کښې نه شي مطرح کېدې خو له دې امله اهميت لري چې داسلامي هېوادونو حکومتونه د ستر اسلامي حکومت اساسي رکن جوړوي او د هغه د پروګرامونو او موخو دپرمخ بيولو لپاره چورليزي رول لوبوي . د اسلامي نړۍ دسياسي وحدت د تحقق په چاره کښې د ح امام خمېني سټراټيژکه طرحه په حقيقت کښې څلورپړويزه مرحله ده چې وړومبے پړاو ېې د وحدت دسريزې د برابرولو لپاره د مناسبو حالاتو رامنځته کول دي په دويم پړاو کښې دسياسي شخصيتونو فعاليت او د طرحې دمجريانو په توګه د هغوي رول لوبول دي د امام له نظره په دريم پړاو کښې هغه لاره راځي چې دغه مجريان ېې بايدپلې کړي داما م په اند دغه لاره په دوو ډولونو کچ کېدې شي يوه د سياسي تفاهم له لارې چې سياسي شخصيتونه ېې له يو بل سره ولري او دويمه لاره د ولسي ډلو له لوري سياسي او انقلابي حرکتونه دي . دلته څلورم پړاو د ورستي پړاو په توګه هغه بريا ده چې تر لاسه کيږي او د وحدت غورځنګ هغه تعقيب کړې وي دغه پړاو د ستر اسلامي حکومت په جوړولو سره بشپړيږي او په دې ډ ول داسلامي نړۍ همېشنۍ هيله پوره کېدې شي . د مسلمانانو په وحدت ا وبېدارۍ کښې د اسلامي انقلاب رول : د اسلامی وحدت په سټراټيجۍ کښې هغه ا صول او لارې چارې شامليږي چې د وحدت او اسلامي اتحاد د تحقق لپاره په پام کښې نيول کيږي دغه اصول په دې ډول دي : ۱ ـ داسلامي مذهبونو د عالمانو او متفکرانو ګډې هلې ځلې داسلامي عالمانو او متفکرانو نظريات او دريځونه په مسلمانانو کښې د پام وړ اغېز ې او اثرات کولې شي ځکه خو د اسلامي ټولنې په وحدت ، دمسلمانانو ترمنځ په تفاهم او اسلامي نزديکت کښې د هغو ي رول ډېر جوت دے . ۲ ـ دکورني اوبهرني سياست غږملتيا : که دغه غږملتيا نه وي نو متناقضې او ګډوډې خبرې به کيږي او ورسره موجود اعتبار به له منځه لاړ شي . ۳ ـ د اسلامي مذهبونو په ګډو اصولو باندې ټينګار ۴ ـ داسلامي مذهبونو ترمنځ مسامحت او سستي اوله بېلونکو سياستونو ځان ساتل . په قران مجيد کښې د درې ډوله وحدت يادونه شوې ده يو بشري وحدت چې له دې نظره درست انسانان ژبې رنګ ، توکم اوقوميت ته په پام سره بايد له يوبل سره متحد اوسي اويوازېنے ملاک او معيار يې الهي تقوا ده دويم وحدت د آسماني دينونو وحدت دے چې ټولوله شرکه لرې والے او خداے پاک ته تسليمېدل غوره چاره بللې ده . دريم وحدت داسلامي امت ترمنځ وحدت دے . ټول مسلمانان واحد امت بلل شوے دے او پکار دي په الهي رسۍ باندې منګولې ښخې کړي هغه څه چې د ټولو مسلمانانو ترمنځ ګډ او برابر دي دتوحيد،نبوت ، او معاد آرونه دي د خداے ګران رسول (ص) هم اسلامي اخوت د واحد امت درامنځته کېدا اصلي عنصر او ټول مسلمانان سره وروڼه بولي او په دې ډول ېې داختلافاتو درامنځته کېدو مخه نيولې ده . اسلامي اخوت د انساني چلند او خوي حصلت يوه غوره بېلګه او نمونه ده چې اسلام ته دغېرمسلمانانو دجذبولو اساسي علت ګڼل کيږي. د ارواښاد امام خمېني له نظره د مسلمانانو ترمنځ دبېلتون او تفرقې علتونه : امام خمېني دايران او نړۍ له تاريخه بشپړ معلومات درلودل اوپه دې پوه ؤچې داسلام او ايران دښمنان څه ډول دسيسې برابروي ځکه خو امام دايران ملت وحدت ته راوبولۀ او له تفرقې ېې د هغوي د ډډه کولو سپارښتنه کوله او د دغه اتحاد په سيوري کښې وتوانېد اسلامي انقلاب بريالے کړي د هغوي له نظره د تفرقې عوامل په دې ډول دي : ۱ ـ دسلطه پالو قدرتونو سپېرې دسيسې چې په اسلامي هېوادونوکښې دشيعه او سني ترمنځ په اختلافاتو سره په خپلو ګټو پسې دي . ۲ ـ له اسلام او قرانه د مسلمانانو لرې کول چې د مسلمانانو عظمت يې ورسره کمزورے کړ او د واعتصموا بحبل الله جميعاً ولاتفرقوا شعاريې هېر شو. ۳ـ دديني عالمانو د فتوا ګانو او نظرونو ترمنځ اختلاف چې دا اختلاف له حده هم واوښت او د فرقو او ډلو ترمنځ دجدي وېش سبب شو . ۴ـ د اسلامي انقلاب دکورنيو دښمنانو دسيسې چې په قصدي توګه دشيعه او سني په نوم اختلافاتو ته لمن وهي . د امام له نظره چې څوک د شيعه او سني ترمېنځ تفرقه اچوي هغه نه شيعه دے او نه سني بلکې د مسلمانانو دښمن او د استکبار اېجنټ دے د ارواښاد امام خمېني له نظره داسلامي وحدت دتحقق اسباب او عوامل: ۱ ـ د قران مجيد له حکمونو پېروي : د وحدت اړتيا يوقراني حکم دے . ۲ ـ د واحد امت او حکومت جوړېدل : امام خمېني د نظام او د مسلمانانو د وحدت د ساتلو لپاره د حکومت جوړېدل ضروري بولي چې دغه حکومت د پرديو په تېره بيا د استعمار له نفوذه دمخنيوي لپاره دغه حکومت اړين دے . ۳ـ اخوت او ورورولي: امام په دې خبره تاکيدکوي چې که په اسلام کښې دبيلابيلوقومونومومنان چې ټول په خداے پاک او د هغۀ په ګران رسول (ص) باندې عقيده لري سره وروڼه وي او د وروڼو په شان له يوبل سره مينه وکړي ډېرې ښې نتېجې به ولري . ۴ ـ تقيه يا له اختلافاتو ډ ډه کول : امام خمېني په دوو موردونو کښې تقيه روا بولي يوه اضطراري تقيه ده چې له مال او ځانه دويرې په حقله ده او دويمه تقيه د اسلامي ټولنې دمصلحت لپاره ده تر څو په اسلامي امت کښې داختلافاتو مخه ونيول شي بايد يادونه وکړو چې تقيه له ستمکارانو او ظالمانو سره د سازباز او د هغوي په وړاندې دچوپتيا په معنی نه ده . ۵ ـ د معصومو امامانود سېرت پېروي کول: دمثال په توګه حضرت امام جعفر صادق (ع) داهل سنتو په صفونو کښې لمونځ کول روا بلل . په لنډه توګه به دهغو اقدماتويادونه هم وکړو چې داسلامي وحدت لپاره دايران د اسلامي جمهوريت له لوري ترسره شوي دي : ۱ ـ د اسلامي فرقو د عقيدواو حقوقو درناوے : د ايران د اسلامي جمهوريت په اساسي قانون کښې د ا هل سنت مذهبونه دعقيدې د آزادۍ له حقه برخور دي اواوس سني مذهبونه په خپلو سيمو کښې د جَمعې او جُمعې نمونځونه داهل سنت امام په امامت تر سره کوي . ۲ ـ د وحدت داونۍ د دستورو ترسره کول: د اکثرو سني روايتونو له مخې د خداے د ګران رسول (ص) د ولادت تاريخ د ربيع الاول ۱۲ نېټه ده او د اکثرو شيعه روايتونو له مخې دغه نېټه د ربېع الاول ۱۷ نېټه ده نو حضرت امام خمېني (رح) لخوا د ربېع الاول له ١٢ نه ١٧ نېټې پورې د وحدت اونۍ په ټوله نړۍ کښې هر کال نمانځل کيږي او په دغو دستورو کښې شيعه سني مسلمانان په يو ځاے ګډون کوي . ۳ ـ په سني مېشتو سيمو کښې دروزنيزو ،روغتيائي او رفاهي امکاناتو رامنځته کول او په دغو سيموکښې دمحروميت د ختمولو د طرحو اجرا کول . ۴ ـ له تفرقه اچونکو تبليغاتو او پروپېګنډو سره مبارزه . ۵ ـ دوحدت دکنفرانسونو جوړېدل: ايران د دغو نړيوالو اوسيمه ايزو کانفرانسونو له لارې د مسلمانو عالمانو او روشنفکرانو د غونډو لپاره مناسبې او ښې زمينې برابرې کړي دي . ۶ـ د اسلامي مذهبونو دنزديکت دنړيوالې ټولنې جوړېدل چې په ۱۳۶۹ کال کښې د حضرت آيت الله خامنه اي په حکم جوړه شوه د دغې ټولنې موخې او هدفونه په دې توګه دي : الف : داسلامي نړۍ د مخکښانو،متفکرانو او عالمانو ترمنځ د تفاهم او لا ډېرې بلدتيا لپاره هلې ځلې . ب : داسلام د دښمنانو دکلتوري يرغل او دسيسو په وړاندې د مسلّمو اسلامي اصولوپه بنياد د واحدمحاذ جوړول او د غږملتيا رامنځته کول . ج : د مسلمانو پرګنو او ډلو ترمنځ د نزديکت د فکر دودول او د دښمنانو له دسيسو څخه د هغوی خبرول . د : په اسلامي مذهبونو کښې داستنباط او اجتهاد د ا صل پياوړتيا . په هر حال په نن دور کښې استکباري قوتونو چې په سر کښې امريکه ده د اسلام او مسلمانانو په خلاف خپلو دسيسو او سازشونو ته عملي جامه اچولې ده په عراق او افغانستان باندې يې په مختلفو بانو سره قبضه وکړه د نورو سيمو د نيولو لپاره هم بانې جوړوي او يا د مسلمانو هېوادونو په چارو کښې نېغ په نيغه مدخلتونه کوي او غواړي چې مسلمانان کمزوري، له اسلام نه متنفره او په خپلو کښې لاس او ګرېوان کړي همدا رنګ د اسلام دغو ازلي دښمنانو په څرګنده د اسلامي مقدساتو او حتی د خداے د ګران رسول (ص) او قران مجيد سپکاوے او توهين شروع کړې دے. چې دا د اسلام او مسلمانانو په خلاف د دښمنانو دغه ټولې هلې ځلې دا تقاضا کوي چې مسلمانانو هم بېدار شي او خپل ټول قومي، ژبني، مذهبي، ملي او زمکني اختلافات څنګته کېږدي او په خپلو کښې سره يو موټې، يو قدم او يو اواز شي. او څنګه چې دغو نړيوالو مستکبرينو د اسلام او مسلمانانو په مقابل کښې خپل ټول اختلافات ختم کړي او د په يو منظم او سنجول شوي پروګرام سره يې هلې ځلې شروع کړي دي مسلمانانو ته هم پکار دي چې په خپلې بېدارۍ ، وحدت او يووالي سره د دغو دښمنانو دسيسې او سازشونه ناکام کړي. او د دې کار لپاره پکار دي مسلمانان د قران او سنت په سيوري کښې د ارواښاد امام خمېني غوندې شخصيتونو تعليمات د خپلې لارې مشعل وګرځوي + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/01 او وخت
5:0 |
تصوف او عرفان (دويمه برخه)
ليکوال مولانا معين الدين ابوالفضل په اسلام کښي اول ځل د صوفي په نامه څوک ياد شوے دے؟ حضرت مولانا عبدالرحمن جامي (رح) په خپل کتاب (نفحات الانس) کښي په دې اړه داسي فرمايلي دي: چي حضرت شېخ سفيان ثوري (رح) فرمايلي دي چي د وړومبي ځل لپاره حضرت ابوهاشم (رح) چي د شام اوسيدونکے ؤ او ډېر پرهيزګار او متقي شخصيت ؤ د صوفي په نامه سره ياد شو . حضرت سفيان ثوري (رح) وائي چي زۀ په دې نه پوهيدم چي صوفي چاته ويل کيږي تر څو چي مې ابوهاشم صوفي وليدو . حضرت سفيان ثوري (رح) چي په خپل وخت کښي مجتهد ؤ ، او د امام ابوحنيفه (رح) له زمانې څخه برخورداره ؤ په ( ۲۶۱) هجري قمري سنه کښي په بصره کي وفات شوے دے. دطريقت او تصوف اساسي هدفونه او مقاصد محترمو وروڼو ! اوس د طريقت او تصوف په اساسي بحثونو پېل کوو چي په دې بحثونو کښي به تاسو د طريقت او تصوف له ټولو اړخو څخه انشاءالله په پوره توګه خبر شئ ،که څه هم د طريقت او تصوف بحثونه ډېر غامض او باريک دي خو مونږ به يې انشاءالله په داسي ساده الفاظو سره تشريح کوو چي هر څوک په ډېره اساني سره به پرې پو هيږي. په دې بحثونو کښي به تاسو ته د طريقت او تصوف بنيادي مقصدونه ، او د شيخ او مرشدکيدو لپاره ضروري شرطونه ، او دا رنګ له مريد سره لازم صفتونه ،همدا ډول د اولياؤ د شان عظمت ، او لوے والي او د خداے پاک (ج ) له وليانو سره د تعلق او محبت ګټې ، او له دوي سره د دښمنئ او عداوت نقصانونه ، همدارنګ په طريقت کښي د اولياؤ قسمونه ، او د طريقت مختلفي سلسلې ، او د دوي مختلفي تګ لارې په تفصيل سره بيان شي . اول د طريقت او تصوف بنيادي اهدافو ته متوجه شئ ! په اجمالي ډول بايد ووايم چي د طريقت او تصوف مقصد دا دے چي هغه انسانان چي له الله جل شانه څخه د رذيلو اخلاقو په ذريعه او دا رنګ د ناسمو اعمالو په واسطه پرې شوي ، جدا شوي او لرې شوي وي ، اوهغه انساني، سليم او صحي فطرت کوم چي په هغه فطرت باندې الله پاک هر انسان پيدا کړے دے له لاسه ور کړے وي دغه انسانان بېرته له الله «جل جلا له» سره وصل کړي او بېرته يې د هغه فطرت خاوندان کړي چي د اسلام ګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی «صلي الله عليه و آله وسلم » يې په دغه مبارک حديث کښي ذکر کړے دے چي : ( کل مولود يولد علي فطرة الاءسلام فابواه يهودانه او ينصرانه او يمجسانه ) او دا کار د طريقت او تصوف استاذان په دې ډول کوي چي دغه قسم انسانان په خپله توجه او محنت او تعليم سره ، او په خپل فېض او برکت سره په تذکيه ، تحليه ، او د الله «جل جلاله» په عشق سره مشرف وګرځوي. د تصوف او عرفا ن د اغراضو او اهدافو تحليلي او تفصيلي بيا ن محترمو وروڼو ! له مخه د دې خبري ذکر وشو چي د طريقت استاذان چي له الله (جل جلاله) څخه بيل شوي بندګان بېرته له الله سره پېوسته کوي نو دا کار په دې طريقې سره تر سره کوي چي دغه خلق په تذکيه ، تحليه او الهي عشق سره مشرف کړي . (تَذکيه ) دې ته ويل کيږي چي د انسان باطن او زړه له رذيلو صفتونو او خويونو څخه پاک کړې شي لکه ريا، کبر، عُجب ، حسد، بخل ، بې صبري ،بې اخلاصي وغېره . او (تَحليه) دې ته ويل کيږي چي د انسان په باطن کښي نېک صفتونه او ښه اخلاق قرار ونيسي لکه د نيت صفايي ، اخلاص ، تواضع، صداقت، بې کينګي وغيره . اولياء کرامو (رحمهم الله ) د مريدانو لپاره دوه لارې وضع کړي دي : ځينې کوشش کوي چي په اوله مرحله کښي په مريد کښي د الله (جل جلاله) عشق او محبت پېدا کړي . ځکه چي کله د الله « ج » مينه او محبت د انسان په زړۀ کښي ځاے ونيسي نو بيا دغه انسان بې اختياره او په طبيعي ډول رذيل او بد خويونه له ځانه لرې کوي ، او په ښائسته اخلاقو سره مشرف کيږي ، او د تذکيې او تحليې خاوند ګرځي . لکه چي دا مشهور قول دے چي «حُبّک الشئ يُعمِي ويُصِم » يعني چي کله ستا له يو شي سره مينه او محبت پېدا شي نو دغه محبت تا بې له دغه شي څخه چې دې ورسره مينه پېدا شوي وي له نورو شيانو څخه هم ړندوي او هم دې کڼوي ، يعني بيا ماسيوا له دغه شي څخه نه بل شے په سترګو وينې او نه د بل شي خبر په غوږو اورې . نو چي کله د انسان په زړۀ کښي د الله جل جلاله مينه او عشق راشي نو بيا دغه انسان له الله پاک څخه بغېر بل هيڅوک نه د زړه په سترګو ويني او نه د بل هيچا خبر اوري ، اوهمدغي طريقې ته يعنې د مُريد د اصلاح طريقې ته ( چې د عشق لاره ده ) مولانا جلال الدين رومي (رح) په دغو بيتونو کښي اشاره کړې ده : شاد باش ای عشق خوش سودای ما ای طبيب جمـــــــلـــــــه علتهــــای مــــا ای دوای نِخـــــــوت ُ نامـــــــوس مـــا ای تــــو افلاطون و جالينــــوس مـــا اوځني اولياء کرام بيا اول کوشش کوي چي څوکه په څوکه له مريد څخه اخلاق رذيله ليري شي او ځاے يې اخلاق حسنه ونيسي ، او له دې څخه وروسته بيا مريد په الهي عشق مشرف کړې شي ، ودغي طريقې ته مولانا رومي په دغه بيت سره اشاره کړيده : بند بُګـسَل بـاش ازاد ای پـسر چند باشـــــي بندِ سيـــــم ُ بندِ زر د تصوف له اهدافو څخه لومړئ هدف محترمو وروڼو! د طريقت او د تصوف له تحليلي او مفصلو اهدافو څخه وړومبے هدف دا دے چي د انسان د زړۀ اصلاح وکړي . نو دلته په کارده چي اول په دې ځانونه خبر کړو چي د انسان د زړۀ اصلاح د شريعت له نظره په څومره اندازه کښي مهم او ضروري کار دے . د دې لپاره چي د تصوف او طريقت د شان عظمت او فېض او برکت نور هم راته واضح شي د اسلام د ګران پېغمبر (ص) په يو مبارک حديث کښي ( چي امام بخاري يې د صحيح بخاري په کتاب الايمان کښي ، او امام مسلم يې په باب « أخذالحلال وترک الشبهات » کښي روايت کړے دے ) فر مايلي دي : اَلا اِن في الجسدِ مُضغَة اِذَا صلحتْ صَلَح َالجسد کُله و اِذا فسدت فسدَالجسد کله اَلَا و هي القلبُ . يعني خبردار اوسۍ په دې چي بې شکه په بدن کښي د انسان يوه ټوټه غوښه ده کله چي دا غوښه سمه شي نو ټول بدن سميږي ، او که دا غوښه فاسده او خرابه شوه نو ټول بدن فاسد او خراب ګرځي خبردار ! دا ټوټه غوښه د انسان زړۀ دے. په دې مبارک حديث کښي د اسلام ګران پېغمبر (ص) د زړۀ په باب انسانانو ته عموماً ، او مسلمانانو ته خصوصاً دوه قسمه تعليم ورکړے دے : اول دا تعليم چي د انسان زړۀ سميږي هم او خرابيږي هم . دويم دا تعليم چي د انسان نور ټول بدن او دا نګه د بدن ټول أعضاء په سموالي او په خرابوالي کښې د انسان د زړۀ تابع دي ، که زړۀ سم ؤ نو ټول بدن به يې سم وي ، او که زړۀ خراب ؤنو ټول بدن به يې خراب وي . دا رنګه په يو بل مبارک حديث کښي چي په مشکوة شريف کښي يې ذکر راغلے دے د اسلام ګران پېغمبر (ص) فرمايلي دي : بې شکه دغه زړونه د انسانانو په دې ډول زنګ نيسي لکه څنګه چي اوسپنه « حديد» زنګ نيسي ، په اصحاب کرامو کښي يو سړي له دۀ مبارک څخه پوښتنه وکړه چي اے د خداے رسوله ! دغه زړونه چي زنګين شي يعني د ګناهونو او رذيلو اخلاقو په وجه نو بيا به په کوم شي سره دغه زنګين زړونه بېرته صفا کيږي ؟ د خداے ګران رسول (ص) ورته په جواب کښې وفرمايل : چي د مرګ په ډېرې يادونې سره ، او په تلاوت د قران کريم سره . د ارنګه په يو بل مبارک حديث کښي چي هم په مشکوة شريف کښي يې روايت شوے دے ، حضرت محمد مصطفی (صلي الله عليه و آله وسلم) فرمايلي دي : خبردار ! هرشي لره يو صفا کونکے شته او د انسانانو د زړونو صفاکونکے د الله «جل جلاله » ذکر دے . همدا سبب دے چي د طريقت په سلسلو کښي د« نقشبنديې » طريقې استاذان په اول نوبت کښي خپل مريد ته د قلبي ذکر وظيفه ورکوي ، مولانا «جلال الدين رومي رحمه الله » په مثنوي شريف کښي په دې ارتباط داسي فرمايلي دي : آئينه کز زنګ و آلايش جدا است پــر شعاع ِ نورِ خورشيدِ خدا است يعني د کوم انسان د زړۀ هنداره چې له زنګونو او د بدو اخلاقو او اعمالو څخه پاکه وي نو هغه به د الله «جل جلاله» له تجلياتو او أنوارو څخه ډکه وي . د تصوف او عرفان دويم هدف او غرض محترمو وروڼو ! د تصوف او عرفان په تېره برخه کي مونږ تاسو ته د طريقت وړومبنے هدف چي اصلاح د زړۀ ده بيان کړ ، اوس د طريقت په دويم هدف او غرض شروع کوو ٠ د طريقت دويم هدف دا دے چي له انسان څخه په اعمالو کښې د نيت خرابي لرې شي او انسان په ټولو اعمالو کښي د ښۀ نيت خاوند وګرځي په دې ډول چي انسان هر شرعي عبادت او عمل کوي نو په هغه نيت سره يې وکړي چي کوم چي هغه عبادت او عمل د هغه تقاضا کوي ، د شريعت له نظره په اعمالو کښي د نيت ښه والے په اول قدم کښي ضروري ګڼل شوے دے ، او د عمل او عبادت ثواب او صحت الله جل جلاله په نيت باندې موقوف ګرځولے دے ، د اسلام پېغمبر په يو متفق عليه حديث کښي فرمايلي دي ( انماالاعمال بالنيات وانمالکل امرء مانوي ) يعني بې شکه خاص دا خبره ده چي عملونه تر نيتونو پوري تړلي دي ، او هرسړي لره به هغه شئ پلاس ورځي کوم چي دۀ يې نيت کړے وي ٠ دغه مبارک حديث په دې سبب د اسلام پېغمبر خلقو ته وفرمايۀ چي يو کس چي د <مهاجر ام قيس > په نامه ياد شوے دے په مکه شريفه کښي ويوې ښځي ته چي په ام قيس سره مشهوره وه راغے او ورته يې وويل چي له ما سره نکاح وکړه ! هغې ورته وويل : چي زه له مکي څخه مدينې ته په هجرت روانه يم نو که ته هم هجرت راسره کوې نو بيا زۀ هم نکاح در سره کوم ، نوبيا دغه سړے هم مدينې ته په هجرت راغے خو په دې نيت چي دغه ښځه لاس ته راولي ، نو کله چي د اسلام ګران پېغمبر له دغه حاله خبرشو نو يې دغه مبارک حديث وفرمايلو ، په دې مبارک حديث کښي دا مضمون هم راغلے دے چي نو د چا چې هجرت خداے او رسول ته ؤ نو دخداے او د رسول په نزد هم دۀ هجرت خداے او رسول ته بلل کيږي او هجرت يې مقبول دے ، او د چا چي هجرت دنيا ته ؤ چي حاصله يې کړي ، او يا يې ښځې ته ؤ چي په نکا ح يې کړي ، يعني په هجرت کښي يې نيت د دنيا يا د ښځي کړے ؤ نو د خداے پاک په نزد د دۀ دغه هجرت هغه شي ته بلل کيږي کوم چي دۀ يې نيت کړے وي او په الهي در بار کښي کوم ارزښت او مقبوليت نه لري ٠ محترمو وروڼو !زمونږ د امام ابو حنيفه د مذهب مطابق کوم اعمال چي اعمال مقصوده بلل کيږي د هغو صحت او په هغو عملونو سره ثواب ګټل دواړه په صحيح نيت موقوف دي ٠ اعمال مقصوده لکه نمونځ ، روژه ، زکات ، حج ٠ او کوم عملونه چي له مقصوده عملو څخه نه وي لکه اودس ، نو د هغو صحت په نيت باندي موقوف نه دئ ، او ثواب حاصلول د هغو عملو په ذريعه پر نيت موقوف دے ٠او په يو عمل کښي چي د ډيرو شيانو نيت سړے وکړي نو د هر نيت په بدل کښي ثواب ورکيږي ، د مثال په ډول يو سړے جومات ته ځي نو په دغه تګ کښي د جماعت د نمانځۀ نيت وکړي او دا رنګه د مسلمانانو وروڼو دملاقات نيت وکړي ، او د مسلمانانو کليوالو د جوړ او ناجوړ د پو ښتنې نيت وکړي ، او دا رنګه نور ښه نيتونه وکړي نو د دغو ټولو نيتونو اجر او ثواب ورته الله تعالی ورکوي ، او که يواځي د جَمعې د نمانځۀ نيت وکړي نو بيا يواځي د جَمعې د نمانځۀ د نيت ثواب ور کول کيږي ٠ په هر حال په طريقت کښي د طريقت د استاذانو دويم هدف دا دے چي مسلمانان له فاسدو ، او خرابو نيتونو څخه وژغورل شي او په ټولو طاعتونو ، عبادتونو ، او عملونو کښي د صفا او ښه پاک نيت خاوندان وګرځي ٠ د اسلام پېغمبر فرمايلي دي (( نيت المؤمن خير من عمله )) يعني د مومن او مسلمان سړي نيت د دۀ تر عمل بهتر دے ٠ په شريعت کښي دا مسئله هم شته چي که يو بې وسه مفلس سړے په زړۀ کښي په ټينګه او اخلاص سره داسې نيت او اراده راوګرځوي چي کاش که ما يو ارب روپۍ درلودلې او دغه ټولي مي د خداے د رضا لپاره صرف کړې وې او د خدای پاک (ج) په نزد دې په دغه نيت کښي صادق وي نو الله پاک به دۀ ته د هغه هومره روپو چي د خداے جل جلا له لپاره صرفي کړې شي ثواب ورکوي ٠ محترمو ! تصوف او طريقت په داسي شرافت سره انسان شرافت مند ګرځوي ٠ دتصوف اوعرفان درېم مقصد اوهدف محترمو وروڼو!' د طرېقت او تصوف درېم هدف دادے چه له هغو انسانانوڅخه چه بې تقوا وي بې تقوائي يې لرې کړي ،او د بې تقوائۍ پرځاے د بې تقوا انسانانو په زړونو کښې د تقوا ملکه پيدا شي ،او تقوا د اسلام په مقدس دين کښې هغه صفت دے چه له هرانسان څخه يې په ډېرټنګار سره د خداے او د رسول طلب کيږي ٠او د الله جل جلاله په نزد په انسانانوکښې ډېرشرافت مند او ډير عزتمندهغه څوک دے چه ډېر متقي او پرهېز ګار وي لکه چه الله جل جلاله د سورۀ حجرات په د يارلسم ايت کښې فرمايلي دي : (( ان اکرم کم عند الله اتقا کم )) يعني بې شکه په تاسو کښې په دالله (جل جلاله) په نزد غوره کس په تاسو کښې ډېر پرهېزګاره کس دے ٠ محترمو وروڼو ! تقوا په شريعت کي پر < ٧ > قسمه ده ، اول تقوي يعني پرهيز کول له کفر ، شرک ، اونفاق څخه ٠ دوهم تقوي او پرهيز کول دي د بدعت له کارو څخه ، دريم تقوي او پرهيز کول له کبيرو اوغټو ګناهونو څخه ، څلورم تقوي او پرهيز کول له صغيرو او کوچنيو ګناهونو څخه ، پنځم تقوي او پرهيز کول له هغو مباح او روا شيانو څخه چي که انسان په هغو شيانو کښي توغل < انهماک> او ډير مصروفيت وکړي نو د دې انديښنه پيدا کيږي چي په ګناه به اخته سي ، شپږم تقوي او پرهيز کول له مشتبه او پوشيده کارو څخه يعني له هغو کارو څخه چي د هغو کارو په باره کښي د انسان په زړه کښي دا تردد او شک پيداسي چي ايا دابه روا وي او که به نارواوي لکه چي حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه فرمايلي دي : (لا يبلغ العبد حقيقة التقوي حتي يدع ما حاک في الصدر >رواه البخاري في کتاب الايمان ) يعني هيڅ يو بنده و حقيقت ته دتقوي نه سي رسيدلائ تر هغه پوري چي هر هغه کار پريږدي چي دهغه په باره کښي دده په سينه کښي تردد موجود وي ،يعني دا انديښنه يې په زړه کښي وي چي دا کار خو به ناروا نه وي ، دارنګه دسنن تر مذي او سنن ابن ماجه په کتاب القيامة او کتاب الزهد کښي ددې مبارک حديث روايت سويدئ چي : لا يبلغ العبد ان يکون مِن المتقين حتي يَدَع َمالا باس به حذرٌا لِما به البَاسُ ) يعني هيڅ کله نه سي رسيدلائ هيڅ يو بنده و دې مقام ته چي له متقيانو څخه وشميرل سي تر هغه پوري چي پريږدي هر هغه کار چي د هغه په کولو کي کوم شرعي تاوان نه وي مګر خو د دې خطره وي چي که دغه کار وکړي نو بيا به په يوه داسي کار مبتلا سي چي هغه په شرع کښي نالايقه کار وي ٠ اوم (٧) قسم تقوي او پرهيزګاري کول دادي چي انسان له الله څخه غير نور هر څه پريږدي په دې معني چي هر کار چي که وي که د دنيا اوداخرت کار وي صرف دالله جل جلاله درضا په خاطر يې کوي او بل يې هيڅ مقصد په نظر کښي نه وي نيولئ محترمو وروڼو ! د خدائ تعالي وليان حقيقي پيران ، او طريقت ، تصوف او عرفان د داسي مقدسو اهدافو لپاره کار کوي ، نو تاسي فکر وکړۍ چي له دغي لاري څخه دمنکرو خلګو به څه درجه وي ٠ کامل پير ، او مرشد وخپل مريد ته ګوري چي په تاکښي کوم قسمونه د تقوي موجود دي او کوم نسته ، هر قسم دتقوي چي په ده کښي وجود نه لري نو مرشد يې کوښښ کوي چه په خپله توجه ، باطني فيض ، او په روحاني تعليم سره په همدغه مريد کښي هغه قسم د تقوي موجود کړي ٠ نوربيا٠٠٠٠٠ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/05/01 او وخت
5:0 |
رڼا
ګرانو او قدرمنو مينه والو! لکه چې پوهېږئ قران مجيد د خداے پاک له لوري نازل شوے هغه ستر او اخيري کتاب دے چې د اسلام د ټولو مسلکونو، فرقو، مذهبونو او فکري مکتبونو پرې اتفاق دے چې دا سپېڅلے کتاب له هر ډول تحريف او کمي زياتي نه پاک دے او له سورۀ فاتحې نه واخلې تر سورۀ ناس پورې يو کامل کتاب دے او کۀ څوک يې په يو ټکي کښې هم فرق راولي يا پکښې شک وکړي هغه مسلمان نۀ شي کېدې نو غواړو چې د (( مينه )) مجلې په هره ګڼه کښې د (( رڼا )) سرليک لاندې ستاسو په خدمت کښې د قران عظيم الشان د يوې برخې د ترجمې او تفسيروړاندې کولو سعادت حاصل کړو. دا خبره د يادونې ده چې دا تفسير د ادارې له خوا څه خپل تفسير نۀ دے او نۀ له يو تفسير څخه اخېستل کيږي بلکې له مختلفو تفسيرونو څخه اخېستل کيږي دې لپاره چې د دې عظيم الشان اسماني کتاب په حقله خلق له لا زياتو معلوماتو نه خبر شي او د مختلفو فکري مکتبونو پېروکار له خپلو مکتبي افکارو سره سره د مختلفو مکاتبو له نظرياتو او افکارو څخه هم خبر شي او ترمېنځ يې غږملتيا او همفکري پېدا شي ګنې هسې د دې عظيم الشان اسماني کتاب تفسير په هغه ډول چې يې حق دے ناممکن دے بلکې که د نړۍ ټول تفسيرونه را يوځاے کړې شي نو د قران مجيد د تفسير يوه برخه حق هم نۀ شي ادا کېدې (اداره) د سورۀ فاتحې تفسير په تېر پسې اَلْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (( د هر ډول حمد، ثنا، صفت او ستائېنه خاص د خداے پاک هغه مقدس ذات لره ده چې د ټولو عالمينو رب ، پالونکے او روزونکے دے )) ځينو مفسرانو د ثنا او صفت دوه ډوله بيان کړي دي چې يو (( حمد )) دے او بل (( مدح )) د (( حمد )) د معنې په حقله يې ليکلي دي چې حـمد په لغت کښې د اختياري نېک او ښکلي کار يا صفت يا عمل په وړاندې ستائېنه کول دي. يعنې حمد هغه ستائېنه او صفت دے چې د ثنا د لائقې هستۍ د هغه ښکلي او زېبا عمل په وړاندې ويل کيږي چې هغې هستۍ په خپل اختيار سره هغه عمل کړے وي. يعنې زۀ د فلاني کس چې د هغه کرامت يا هغې مهربانۍ په وړاندې چې لري يې يا کړې ده ستائېنه کوم او (( مدح )) هغه صفت او ثنا ده چې د ثنا صفت لائق د يو څيز د غېر اختياري فعل په وړاندې ويل کيږي لکه زۀ د يو ګل يا يو بل ښکلي څيز صفت او ستائېنه کوم.د حمد په شروع کښې الف او لام مفسرانو د حمد د ژورتيا، پراختيا او عموميت علامت بللے دے. ځينو مفسرانو د قران مجيد په شروع کښې د خداے پاک لخوا د (( الحمد لله )) راوستلو په باره کښې وئيلي چې دا خداے پاک مخلوقاتو ته ښودنه کړې ده چې زما ستائېنه به په دا ډول کوئ. او ځينو د معرفت خاوندانو مفسرانو زياته کړې ده چې دا د حق ذات لپاره خپله د حق ذات ثنا او ستائېنه ده ځکه چې مخلوق هيڅکله د حق ذات هغه ډول ادراک او پېژندګلي نه شي کولې څنګه چې حق ذات خپله د ځان ادراک او پېژندګلي کوي نو له دې امله هغه شان ثنا او صفت نه شي بيانولې چې څنګه حق ذات خپله د ځان ثنا صفت بيانولې شي نو ځکه دلته هغه متعال ذات خپله ثنا او صفت په خپله بيان کړې ده ځکه چې يواځې هغه ذات خپل ذات پېژني او هم هغه د ځان د ستائېنې او صفت حق ادا کولې شي. دغو مفسرانو د خپل تفسير په دليل کښې د قرآن مجيد څو مبارک ايتونه راوړي دي چې په يو مبارک ايت کښې خداے پاک داسې فرمائي: سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ (( يعنې خداے پاک له دې نه پاک او پاکيزه دے چې ستائېنه او صفت يې بيانوي مګر د خداے پاک مخلص بندګان )) ( سورۀ الصافات ١٥٩ او ١٦٠ ايتونه ) يعنې مطلب دا چې خداے پاک له دې نه پاک او پاکيزه او منزه دے چې مخلوقات يې ثنا او صفت بيان کړي البته د خداے پاک مخلص بندګان يې ثنا ، صفت بيانولې شي او ټول مسلمانان په دې عقيده متفق دي چې خداے پاک ته په خپلو بندګانو او مخلوقاتو کښې تر ټولو نزدے، مخلص او خوښ بنده خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفي (صلی الله عليه و آله وسلم) دے چې له قاب قوسېن نه هم زيات نزدے دے او هغه هم د خداے پاک د ذات په وړاندې د خپلې عاجزۍ اعتراف کوي او د خداے پاک په درګاه کښې عرض کوي چې: لااحصى ثناء عليك ؛ اءنت كما اءثنيت على نفسك ( يعنې اے خدايه پاکه ! زۀ هغه ډول ستا ثناء صفت نه شم بيانولې چې څنګه تا خپله د ځان ثناء صفت بيان کړے دے )) کۀ څه هم د خداے پاک په شان کښې د خداے د ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) غوندې هستي يا د هغوي پاک اهلبېت انبياء عظام او اولياء کرام سلام الله عليهم اجمعين د هغه شان حمد بيانولو څخه د خپلې عاجزۍ څرګندونه کوي څنګه چې خداے پاک خپله د ځان حمد بيان کړے دے خو مفسرانو ويلي دي چې د (( الحمد لله )) کلمه هغه ډول چې بيان شوې ده يوه جامع کلمه ده او کۀ څوک د دغې کلمې په لطائف او حقائق سره په دې کلمې باندې د حق تحميد وکړي نو هغۀ هومره حق ادا کړ چې څومره د بشريت په وس کښې دي يعنې د خپل الهي نورو مخلوقاتو په نسبت يې د خپل معرفت په اندازه حق ادا کولې شي لکه په يو روايت کښې راځي چې يوه ورځ د خداے د ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) له پاکو اهلبېتو څخه امام باقر (ع) له کوره بهر تشريف راوړۀ نو څه ګوري چې مرکب (سورلي ) يې نشته يعنې ورکه وه نو وې فرمايل چې که زما دغه مرکب پېدا شو نو زۀ به د خداے پاک حمد و ثنا داسې بيان کړم چې څنګه د بيانولو حق دے نو چې کله يې هغه سورلي پېدا شوه نو ورباندې سور شو خپلې جامې يې سمې کړې او وې ويل: (( الحمدلله )) همدا رنګ د خداے له ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) څخه روايت دے چې فرمائي: (( چې لا اله الا الله د ميزان نيمائي ده او الحمد لله دغه ميزان ډکوي )) او دا ځکه چې (( الحمد لله )) جامع (بشپړه ) توحيد دے او دغه شان له رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) نه روايت نقل شوے دے چې فرمائي : (( چا چې وويل الحمد لله نو په تله کښې د اوو اسمانونو او اوو زمکو څخه دروند دے او له رسول اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) نه په دې حقله دا روايت هم نقل دے چې وې فرمايل: (( که خداے پاک يو بنده ته دا ټوله دنيا عطا کړي او هغه بنده ووائي الحمد لله نو دغه الحمد لله ويل يې له هغې دنيا نه چې ورته يې ورعطا کړه ډېر درانۀ دي او داسې روايت ترې هم نقل شوې دے چې وې فرمايل: د الحمد لله د ويوونکي له دغې وېنا څخه د خداے پاک په نزد هيڅ غوره نۀ دي ځکه چې په همدې الفاظو سره خداے پاک خپل ثنا او صفت په خپله بيان کړے دے. او د الحمد لله په باره کښې نور هم ډېر روايتونه نقل شوي دي. دلته دې ټکي ته هم پاملرنه پکار ده چې بې له خداے پاک نه بغېر هيڅ څوک او هيڅ څيز د حمد، مدحې، ثنا صفت او تعريف لائق نشته او نه بې له خداےپاک نه د چا حمد، مدحه، ثنا، صفت او تعريف کېدې شي خو که يو چا ته يا يو څيز ته حق ذات د ثنا، صفت او تعريف کولو وړتيا او لياقت عطا کړي وي نو بيا د هغه کس يا څيز ثنا، صفت او تعريف بيانېدې شي خو په دې شرط سره چې باور او ايمان يې دا وي چې دغه کس يا څيز په دغه د ثنا، صفت او تعريف په وړتيا او لياقت کښې خپلواکه نۀ دے بلکې ورته د هغه ذات له خوا عطا شوے دےنو بيا په دغې عقيدې سره د چا ثنا، صفت او تعريف کول عېن توحېد دے او دغه په اصل کښې د خداے پاک ثنا، صفت او تعريف دے لکه که يو کس د خداے پاک د خاصو، غوره او هغه ذات ته د نزدې بندګانو او فنا فی الله هستيو ثنا، صفت او تعريف کوي په دې نيت سره چې دا مقام يې د خداے پاک لخوا دے نو دا په اصل کښې د خداے پاک ثنا، صفت او تعريف دے او دې ته د غېرالله ثنا صفت نه شي وېلې لکه په قرآن مجيد کښې خداے پاک د خپل حبيب حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه و آله وسلم) کارونو ته خپل کارونه ويلي دي چې فرمائي: وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـكِنَّ اللّهَ رَمَى (( اے رسوله! دا کاڼي تا نۀ دي ويشتي بلکې خداے ويشتي دي ) (سوره انفال ٧ ايت )) يا دا چې فرمائي إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ (( اے رسوله چې دا خلق ستا بيعت کوي دا د خداے بيعت کوي )) (سورۀ فتح ١٠ ايت ) نو دغه شان که د رسول اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) او د خداے پاک د نورو نيازبينو او نزديو اولياؤ ثنا، صفت ، ستائېنه او ذکر بيان شي نو دا په اصل کښې د خداے پاک ثنا صف او ستائېننه ده . ځکه چې حمد او ثنا د کمال او جمال په وړاندې کيږي نو په حقيقت کښې د کمال او جمال لامتناهي ذات د خداے پاک ذات دے او د خداے ګران حبيب (صلی الله عليه و آله وسلم) او نور استازي او اولياء الله د خداے پاک د جمال او کمال بهترينې نمونې دي نو د هغوي ثنا ، صفت، ستائېنه او ذکر يعنې د خداے پاک ثنا صفت ، ستائېنه او ذکر دے او که څوک په ثنا ، صفت ، ستائېنه او تعريف کښې څوک کس يا څه څيز خپلواکه وګڼي او دا عقيده يې وي چې دا مقام، دا شان، دا درجه ، دا ښکلا او جمال او کمال د دغه چا يا څيز خپل دي او په دې کښې خپلواکه دے او د دے خپله مالک دے يعنې ورته د خدائۍ مقام ورکړي نو دغه کس په دې عقيدې سره شرک وکړ حتي که د ثنا صفت او ستائېنې قابل دغه کس يا څيز خداے پاک ته هر څومره نزدې وي خو د هغۀ دغه مقام د هغۀ خپل ذاتي ګڼلو سره يعنې هغه مخلوق نه ګڼلو سره شرک واقع کيږي. او کۀ څوک کس يا څيز خداے پاک د ثنا صفت لائق نۀ وي ګرځولے او د هغۀ ثنا صفت بيان شي ه نو غټ ظلم او بې انصافي يې وکړه او که دغه د ثنا صفت نۀ لائق کس يې په دغه ثنا صفت کښې خپلواکه هم وبللو نو بيا يې له ظلم او بې انصافۍ سره سره شرک هم وکړو مطلب دا چې د عمل دار او مدار د هر چا په نيت باندې دے. الته دغه ثنا صفت بيانوونکي په دې صورت کښې هم د خداے پاک ثنا صفت بيان کړه خو دا د دۀ نيت ؤ چې دې يې د شرک لوري ته بوتۀ ځکه چې د کائناتو د دې ټولو نعمتونو، رحمتونو، ښائستونو او ښکلاګانو سرچينه هغه پاک او پاکيزه ذات دے او دغه ټول نعمتونه، رحمتونه، ښائستونه او ښکلاګانې د هغۀ په لور ګرځي نو دغه شان ټول حمدونه ، مدحې ،تعريفونه او ثناګانې او صفتونه هم د هغۀ لور ته ګرځي او په دې کائناتو کښې بې د خداے پاک له ثنا، صفت او تعريف نه بغېر د هيڅ چا ثنا، صفت او تعريف نشته او نه واقع کېدې شي لکه خوشحال بابا (ع) دا حقيقت په ډېر ښکلي انداز کښې په شعر کښې داسې بيان کړے دے: څوک په لوري د کعبې ځي په هاے هاے څــــــوک ديــــــورې لــــــره چليږي پــه جے جے دواړه تــــــوکــــــه پـــه معنا په حقيقت کښې په هـــــر لــــــوري غـــــورزوي واړه دے دے جستجو يـې هـــــــر فريق پـــــه هر طـــــريق کا کـــــه يـــې ګورې نور څه نشته بې دے دے عـــــاشقـــــان يې ســـل هزار يوه معشــــوقه په هر لــــــوري ورپسې دي پـــــه پــــے پــــــے څوک په کور دننه ناست ورســـره کېـــــل کا څــــــوک همېش ورپسې ګــــــرځي په لے لے مېخـــــــانه يــــــــوه هزار پکښې خُـــــــمونــــه د مستـــــانو يــــې نعــــــرې دي چــــــې مے مے کۀ هُمــا دے که کجير دے کـــــه کرګس دے د هر چا يې خپل خپل شـــان دے خپل فے فے هـــــر څوک وصل د خپــــل اصل پسې غواړي چــــــې نعــــــــرې د جــــــــدائۍ وهــــــي نــے نــے زۀ خوشحال چې د وحدت په ميو مست شوم وايــــــم دا چـــــــــې کاوس کلــــــه ؤ کـــے کـــے او په دا ډول تفسيرونو کښې دا هم راغلي دي چې حتی په کائناتو کښې څومره جمادات، نباتات ، حېوانات وغېره دي ټول لګيا دي په خپله ژبه د هغه ذات حمد و ثنا بيانوي. حمزه بابا (رح) همدا خبره په شعر کښې داسې کوي: په ګلونو کښې خنـــــدان دے ستا صفت په بلبلــو کښې ګريــــان دے ستــــا صفت هر وېښتۀ مې ستــــا ثنـــا لــره زبــــان کـــړ خو تر اوسه مې ارمان دے ستـــا صفت آئينې تــه مــــــې نظــــــر دے حېــــرانېږم چې صفا پکښې عيـان دے ستا صفـت جمعيت کۀ د حمزه د خـــاطـــــر وکــــــړې نـــۀ ده ښـــه چې پرېشان دے ستا صفت يا غني خان بابا (رح) داسې وائي: ما په ګل کښې وليدۀ تۀ يې نۀ وينې کتاب کښې اے مُلا ستا نيم کتاب مې واورېدۀ رباب کښې خو دا مونږ يو چې د هغوي په ژبه نه پوهېږو او نه داسې غوږونه لرو چې هغه واوري او نه داسې سترګې لرو چې وې وينو البته خداے پاک چې کومو عارفانو سالکانو ته د زړۀ سترګې او د زړۀ غوږونه ورکړي وي هغه يې اوري هم او ويني يې هم بلکې دغه د معرفت خاوندان په کائناتو کښې هيڅ يو څيز بې جان نه ګڼي بلکې هر يو څيز په خپل حالت کښې جاندار او ژوندے ګڼي.ځکه چې دا هر څه د خداے پاک چې حي او قيوم ذات دے جلوې، نښې نښانې، ايتونه او نورونه دي نو څنګه چې هغه ذات ژوندے دے داسې د هغۀ جلوې، نښې نښانې، ايتونه او نورونه هم ژوندي دي خو مونږ په خپلو محدودو اندامونو او اوزارو سره څه څيزونه ژوندي محسوسوو او څه نه محسوسوو خو د معرفت خاوندان بيا دا هر څه په خپل خپل حالت کښې ويني او محسوسوي يې لکه تر ډېرې مودې انسان نباتات ( ونې بوټي ) بې جانه ګڼل خو چې تحقيقات پرې وشول نو وې منله چې دا ژوندي دي خو دغه د معرفت خاوندان يې بې له تحقيقاتو، او سائنسي تجربو نه ويني. خو لکه چې معلومه ده چې انسان اشرف المخلوقات دے او په ټولو مخلوقاتو کښې اشرف او له ټولو مخلوقاتو نه جامع دے نو دغه شان د نورو مخلوقاتو په مقابل کښې د انسان حمد هم زيات جامع دے بلکې د معرفت خاوندانو دا هم ويلي دي چې دا ټول مخلوقات د انسان لپاره خلق کړې شوي دي او د ټولو مخلوقات معاد او مرجع انسان دے او انسان خالص او خاص د حق ذات لپاره خلق کړے شوے دے او مرجع او معاد يې هغه حق ذات دے، او دا هم راغلي دي چې يو کامل انسان ته د عامو انسانانو رجوع کول په اصل کښې خداے پاک ته رجوع کول دي ځکه چې هغه کامل انسان خپل هيڅ انيت او انانيت نه لري او په کامله توګه په الهي ذات کښې فنا وي نو ځکه هغۀ ته رجوع کول په اصل کښې هغه الهي ذات ته رجوع کول دي او د حمزه بابا (رح) په قول چې د کائناتو هر يو موجود ځان ته يو خاص صفت لري خو انسان په يواځې ځان د ټول کائناتو صفات لري بلکې د کائناتو اجمالي شکل دے چې د الهي معرفت د سېر او سلوک له لارې انسان له اجمالي شکل نه په تفصيلي شکل کښې بدلېدې شي او مثال يې د تخم د يوې دانې او ونې راوړې دے چې د ونې يوه دانه په اجمالي شکل کښې وي خو چې کله د خپل تکامل سفر وکړي نو تفصيلي شکل اختيار کړي او له يوې دانې نه يوه پوره ونه جوړه شي او د هغې ونې په اخېر کښې بيا په زيات شمېر کښې هم هغه شان دانې راڅرګندې شي. لکه په يو شعر کښې د انسان د دغه تکاملي مرحلو ته داسې اشاره کړې ده وائي: شوه سرسپزه مې هستي له بو ترابه لـــــه دانې نـــــه رسېدلے تــــــر پلــي يم د خداے پاک د حمد او ثناچې په اصل کښې له هغه پاک ذات سره د عشق،مينې او معرفت مقام دے په حقله کۀ ډېر زيات تفسيرونه وشي او علمي دلائل راوړلې شي نو له سمندر نه يو څاڅکي ته هم نه شي رسېدې نو پکار دي او په تېره بيا د عرفان د لارې سالک او عارف ته پکار دي چې په دې حقله ډېر په علمي دلائلو او استدلالونو قناعت ونکړي ځکه چې د معرفت خاوندانوعلمي استدلالونه (( حجاب اعظم )) يعنې د حق ذات او انسان ترمېنځ يو ستر حجاب بللے دے نو ځکه په علمي استدلالونو باندې قناعت نه دے پکار ځکه چې دا له هغه پاک ذات سره د مينې او عشق مقام دے او دلته پکار دي چې د حق لارې سالک نه يواځې په علمي دلائلو او استدلالونو پسې لاړ نۀ شي بلکې ټولې دنياوي مينې حتي د عهدې، مقام، مال، اولاد او ټبر له مينې نه زړۀ خالي کول پکار دي ځکه چې دا مقدسه وادي ده او دلته به د نورو ټولو مينو نعلېن وېستل پکار وي. او که کوم سالک د دې دنيا چې يو خيال او خوب دے له کثرتونو او څيزونو سره د زړۀ تړلو او مينې تعلق کټ کړ نو بيا به خپله محسوس کړي چې که په زړۀ کښې يې لږ ډېر د انانيت او نورو مينو باقيات هم وي له يو غېب عالم څخه يې مرسته او لاس نيول کيږي. او الهي تجلياتو ته به نزدې کولې شي. او دنياوي چارې به يې په خپله سمون خوري. دلته د دې خبرې خيال ساتل پکار دي چې له دې نه د ترک دنيا مراد وا نه خېستې شي ځکه چې په اسلام کښې د دنيا ترک کول او له مخلوقاتو سره تعلق پرې کول او رهبانيت اختيارول يا له شريعت محمدي (صلی الله عليه و آله وسلم) نه مخ ګرځول حرام کړې شوي دي بلکې د اسلام او شريعت په چوکاټ کښې د دنياوي معاملو د انجامولو او هم له انسانانو سره د مينې باوجود پکاردي حقيقي عشق او مينه او زړۀ تړنه له هغه پاک ذات سره وي. چې د ټولو ښکلاګانو، مينو او تعلقاتو سرچينه دے چې د دې لپاره زمونږ لپاره د انبياء کرامو، اهلبېت عظامو او د معرفت د لارې اصحابانو او اولياء کرامو او عارفانو سلام الله عليهم اجمعين مثالونه او نمونې موجودې دي چې له هغه پاک ذات سره يې زړونه د عشق، مينې اومعرفت په تار تړلي وو خو دنيا يې نه وه ترکه کړې او دنياوي معاملې به يې هم دهغه ذات د فرامينو او تعليماتو مطابق ترسره کولې او له خپلو خپلوانو او عامو انسانانو سره به يې مينه هم درلودله. او د رب د تفسير په حقله به شروع د رحمان بابا (رح) له دې څو شعرونو نه وکړو چې وائي ګـــــوره هســــې کــــــردګار دے رب زما چې صاحب د کل اختيار دے رب زما همګي بزرګواران چې څوک يې وائي تر همــــه ؤ بــــــزرګــــــــوار دے رب زما هسې نــه چـــې واحدي يې ده له عجزه په واحد صورت بسيار دے رب زما هيڅ تغير او تبديـــل نۀ لـــري رحمانه تل تـــــر تلــــــه بـــرقــــــرار دے رب زمـا د (( رب العالمين )) په تفسيرونو کښې راغلي دي چې که رب د (( متعالي )) ، (( ثالث )) او (( سيد )) په معنا وي نو له اسمای ذاتيه څخه دے او که د (( مالک )) ، (( صاحب )) ، (( غالب )) او (( قاهر )) په معنا وي نو له اسماي صفات څخه دے او که د (( مربي )) ، (( منعم )) او (( متمم )) په معنا وي نو له اسمای افعالو څخه دے. او که (( عالَم )) له (( ماسوی الله )) نه چې پکښې د وجود ټول مراتب او د غېب او شهود ټول منازل شامل دي، وي نو (( رب )) بيا له اسمای صفاتو څخه اخېستل پکار دي او که مراد ترې (( عالم ملک )) وي نو تدرجی الحصول ولکمال دے نو (( رب )) بيا له اسمای فعليه څخه دے خو په هر حال دلته ترې مراد اسم ذات نه دے. نو له (( رب العالمين )) نه دا څرګنديږي چې دلته له (( عالمين )) نه مراد همدا ملکيه عالمونه دي چې د الهي تربيت او روزنې لاندې د خپل لائق کمال ته رسيږي نو له (( رب )) نه هم مراد مربي ( روزونکے او تربيت کوونکے ( اخسېتې شو چې له اسمای فعليه څخه دے. ځينو د معرفت خاوندانو اسمای الهي په دريو برخو وېشلي دي لکه اسمای ذات، اسمای صفات، اسمای افعال او دغه درې واړه اسمونه په دا ډول بيانوي: اءسمات الذات هو: الله ، الرب ، الملك ، القدوس ، السلام ، المؤ من ، المهيمن ، العزيز، الجبار، المتكبر، العلى ، العظيم ، الظاهر، الباطن ، الاءول ، الآخر، الكبير، الجليل ، المجيد، الحق ، المبين ، الواجد، المجاد، الصمد، المتعالى ، الغنى ، النور، الوارث ، ذوالجلال ، الرقيب ، اواءسماء الصفات وهى : الحى ، الشكور، القهار، القاهر، المقتدر، القوى ، القادر، الرحمن ، الرحيم ، الكريم ، الغفار، الغفور، الودود، الرؤ وف ، الحليم ، الصبور، البر، العليم ، المحصى ، الحكيم ، الشهيد، السميع ، البصير،. او اءسماء الافعال هو: المبدى ، الوكيل ، الباعث ، المجيب ، الواسع ، الحسب ، المقيت ، الحفيظ، الخالق ، البارء، المصور، الوهاب ، الرزاق ، الفتاح ، القابض ، الباسط، الخافض ، الرافع ، المذل ، الحكيم ، العدل ، اللطيف ، المعيد، المحيى المميت ، الوالى ، التواب ، المنتقم ، المقسط، الجامع ، المغنى ، المانع ، الضار، النافع ، الهادى ، البديع ، الرشيد....... تراخېره پورې او د دې تقسيم بندۍ په مجموع کښې يې دا هم ليکلي دي چې په اصل کښې ټول اسمونه اسمای ذات دي خو د ذات د ظهور له اعتباره دغه يو لړ اسمونه اسمای ذات بلل شوي دي او د صفات د ظهور له اعتباره يو لړ اسمای صفات او د افعال د ظهور له اعتباره يو لړ اسمای افعال بلل شوي دي. نو له دې مخه چې کوم اعتبار هم زيات ظهور کوي نو اسم د هغۀ تابع وي اوکله کله په ځينو اسمونو کښې دوه يا درې اعتباره جمع شي لکه چې (( رب )) دے همدا رنګ په دغه ډول تفسيرونو کښې دا هم راغلي دي چې دا ټول عالم او په دې عالم کښې چې هر څه دي د خداے پاک اسماء ، ايتونه نښې نښانې دي او حتي د خداے پاک نور دے هيڅ څيز ترې بهر نۀ دے بلکې هيڅ يو کس يا څيز بې له خداے پاک نه ځان ته څه حېثيت او خپلواکي نه لري بلکې په کائناتو کښې چې څومره موجودات دي د خداے پاک جلوه ده او دا جلوه که د يوې شېبې لپاره لرې شوه نو په کائناتو کښې به بې د خداے له ذات نه هيڅ نه وي هر څيز او هر موجود د خدای پاک جلوه، ده د خداے پاک نور دے، د خداے پاک ايتونه دي او د خداے پاک اسمونه دي لکه ستر پښتون عارف ارواښاد خوشحال بابا په يو شعر کښې دا خبره کړې ده چې وائي په هر څه کښې ننداره د هغه مخ کړم چې له ډېرې پېدائۍ نه نا پديد شو د خداے پاک د ربوبيت هم دوه ډوله بيان شوي دي يو عام او تکوينې ربوبيت دے چې په هغو کښې ټول مخلوقات شامل دي او ټول په خپل خپل ډول تر خپل تکويني ربوبيت لاندې تربيت کوي او روزي يې . او بل ډول ربوبيت خاص او تشريعي ربوبيت دے چې خاص د انسان لپاره مخصوص دے نو چې څوک تر دغه تربيت لاندې وروزلے شو او د نفساني ظاهري او باطني تصرفاتو کښې رانغلو نو د الهي ربوبيت تر روزنې او تربيت لاندې د انسانيت کمال ته رسېږي. ځکه چې انسان د حېوانيت تر منزله پورې له نورو حېواناتو سره غږ مله او هم قدم ؤ خو له حېوانيت نه پس د هغۀ لپاره دوه اختياري لارې مخې ته راځي چې يوه د سعادت، نېکمرغۍ او خوشبختۍ لاره ده او هغه د خداے پاک لاره ده او بله د شقاوت ، بدمرغۍ، او بدبختۍ لاره ده چې د رټل شوي شېطان لاره ده او انسان ته اختيار ورکړې شوے دے چې هر کومه لاره اختيارول غواړ اختيارولې شي خو خداے پاک انسان د دغو دواړو لارو په باره کښې پوه کړے دے د خپلې لارې فائدو، ګټو، کاميابيو او نېکمرغيو نه او د شېطان د لارې نقصاناتو، تاوانونو، ناکاميو او بدمرغيو نه يې خبر کړے دے نو که يو انسان د خداے پاک تر ربوبيت لاندې تربيت شو او ټولې ظاهرې او باطني قوا يې د خداے پاک په اختيار کښې ورکړې او ورو ورو زړۀ هم چې د انسان د مملکت بادشاه دے هم تسليم شو او د هغه پاک ذات مربوب وګرځي نو بيا ټول جنود به د زړۀ تابع شي او زړۀ ته به غيبي ژبه عطاشي چې بيا به په قبر کښې د فرښتو د دې پوښتنې په ځواب کښې چې من ربک يعنې رب دې څوک دے؟ نو ورته به وائي چې الله ربي يعنې الله زما رب دے. او داسې کس به خا مخا په ژوند کښې د خداے د ګران رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) په ختم نبوت او سيرت باندې ايمان لرلے او عمل به يې پرې کړے وي او دغه شان قران مجيد به يې د خداے پاک اخيري کتاب او د ژوند تېرولو مکمله ضابطه بللې او په تعليماتو به يې د ژوند په هر ډګر کښې عمل کړے وي نو په ژبه به يې د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) د نبوت او د قران مجيد د کتاب اقرار هم جاري شي همدا رنګ د تصوف ، طريقت او عرفان خاوندان د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) له ختم نبوت نه پس د اميرالمومنين حضرت علي (ع) او د اهلبېتو د نورو ائمه ؤ د ولايت او امامت اقرار هم ضروري ګڼي او په دې حقله يې له قران مجيد او حديثو مبارکو نه ډېر ثبوتونه ورکړي دي خو دلته به د خوشحال بابا (رح) په څو شعرونو بسنه وکړو لکه چې وائي: کـــــــه پکار دې وي د خــــداے پېژنـدګلي پېـــــــــــروي د محمـــــــد کـــــــړه د علــــــــي بس دے دومره ويل که ورته رخصت دے محمـــــــــد دے پېغمـــــــــبر علــــــي ولـــــي د علـــــي د آل دوستــــــي د ايمــان زړۀ دے څـــــــوک دې شک پـــــه زړۀ په دا نه راولي د علـــــــي د آل پـــــه مــــدح کښې جنت دے د خـــــــوشحــــــال خټک پـــه دا ده تسلــــــي يا د حضرت علي (ع) د ولايت په حقله خوشحال بابا (رح) په بل ځاےکښې وائي: اوليــــــا يـــــې د امـــــت واړه ممتـــــــاز دي هر ولي يې په ارشاد کښې مرخــــص دے ســــــــر حلقــــــــه د اوليـــــــاؤ هغــــــه شماره چـــــې شېطان يې بندي کړے په قفس دے د رستـــــــم د مــــــړنتو خبرې هيڅ شـــــــوې ذوالفقار يې چې ياد شوے په قصص دے او وائي چې په قبر کښې او د محشر په ورځ به هم د خداے پاک د وحدانيت او ربوبيت، د رسول اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) د رسالت او ختم نبوت ترڅنګه د هغوي د آل د ولايت پوښتنه هم کيږي نو که دغه کس په خلوص سره په دنيا کښې د هغوي ولايت منلے وي نو په قبر او محشر کښې به يې هم په ژبه باندې دغه اقرار جاري کيږي او خداے دې نه کړي که د خداے پاک د ربوبيت تر لاندې يې تربيت نه وي شوے او د شېطاني او نفساني خواهشاتو تر تربيت لاندې يې ژوند کړے وي او د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) په ختم نبوت او د هغوي د آل په ولايت يې ايمان او يقين نه وي لرلے او د هغوي تعليمات يې نه وي خپل کړي نو که په دنيا کښې په دغو ټولو باندې يې علم او پوهه هم لرلې وي نو هر څه به يې له فکر نه وځي او د فرښتو د پوښتنوته به هيڅ ځواب ونکړې شي. د قران مجيد د دې مبارک ايت له دا ډول تفسير نه مونږ دا ډول خبرې زده کولې شو: (١) د دې مبارک ايت له تفسير نه زده کوو چې خداے پاک د ټولو مخلوقات او د ټولو عالمينو رب، پالونکے او روزونکے دے او بل هيڅ يو دنياوي طاقت نشته چې د يوې انساني ټولنې يا يو کس د پالنې دعوا وکړي چې په داسې عقيده لرلو سره انسان له هر دنياوي ابر قدرت له محتاجۍ او غلامۍ نه خلاصېدې شي. او د دغو طاقتونو په وړاندې يې په زړۀ کښې يوه ډاډګيرنه پېدا کيږي. (٢) د دې مبارک ايت له دغو تفسيرونو څخه په استفادې سره په دې پوهېدې شو چې په کائناتو کښې يو څيز هم داسې نشته چې د خداے پاک ثنا صفت په ارادي يا غېر ارادي توګه نه بيانوي او ذکر يې نه کوي. نو په دې حقيقت باندې په پوهېدو سره به زمونږ په زړۀ کښې د خداے پاک عظمت او د جلال او جمال څپې رابرسېره شي او په خپل له ريا ، سستۍ او ناپوهۍ نه په ډک مات ګوډ عبادت باندې به وياړ، تکبر او غرور نۀ کوو. (٣) که د دې مبارک ايت د تفسير له مخې هر کله د ټول ثنا صفت لائق هغه پاک ذات ومنو او له پاک ربه وروسته د هغۀ په مخلوقاتو کښې هغه هستۍ د ثنا صفت او تعريف وړ وبلو چې خداے پاک د ثنا صفت او تعريف وړ ګرځولي دي او د هغوي اوصاف يې بيان کړي دي نو بيا به بې ځايه د چا کس يا څيز تعريفونه او مدحې نه وايو او په دنياوي معاملو کښې به هم د چا چاپلوسي او ريا کاري نه کوو او په دا ډول به د خداے پاک له فطرت سره غږ ملي او هم آهنګ يو. (٤) که د دغه مبارک ايت له دغو تفسيرونو له مخې د توحيد د داسې يوې عقيدې منونکي شو چې پکښې يو عقيده لرونکے کس هيڅوک او هيڅ يو څيز خپلواکه نه ګڼي او په دې باوري وي چې په دې کائناتو کښې هيڅوک او هيڅ څيز خپل ځاني د څه څيز حتی د خپل ځان مالک نۀ دےاو هر څه کښې د خداے پاک محتاجه دے نو يوه فائده يې دا ده چې هيڅکله به له يو ظالم څخه و نه ويريږو ځکه چې په دې به پوهيږو چې دا ظالم د خپل هيڅ څيز حتي د خپل ځان خپلواکي او اختيار نۀ لري او د خداے پاک په مقابل کښې هيڅ نۀ دے نو بيا به مو د هغۀ له ظالم نه سترګه نه سوزي . دا مونږ چې له ظالم او جابر نه ويريږو همدا وجه ده چې هغه ظالم او جابر کس خپلواکه ګڼو او د هغۀ د پاسه بل سر نه ګڼو او د خداے پاک قدرت او واک اختيار باندې مو عقيده کمزورې وي. (٥) که د دغه مبارک ايت له دغو تفسيرونو څخه په سړه سينه استفاده وکړو او غور او فکر پکښې وکړو نو د هر چا په تېره بيا به خداے پاک ته د نزديو هستيو له مراتبو او مقام نه خبر شو او هيڅ کله به په شرک نه ککړيږو او نه به په چا باندې بې ځايه د شرک فتوې لګوو. (٦) د دې مبارک ايت له دغو تفسيرونو څخه په استفادې سره په دې پوهېدې شو چې دا ټول کائنات له خداے پاک نه جدا نه دي او هر څه د خداے پاک په محضر کښې دي. او نه يواځې انسانان بلکې د کائناتو ټول مخلوقات زمونږ د وجود برخه ده نو په دې عقيدې سره به بيا بې مقصده د خداے پاک مخلوقاتو ته د ضرر، تاوان ، اذيت او تکليف ورکولو تصور هم نه کوو او دا هر څه به له ځان سره دکولو په معنا ګڼو. (٧) د دې مبارک ايت له تفسيرونو څخه په استفادې سره کېدې شي چې د خپل مهربان خداے چې د ټولو مخلوقاتو او په خاصه توګه د انسان حقيقي محبوب دے د معرفت لارې راته خلاصې شي او کولې شو چې د خداے د پاک ذات چې د انسان اصلي مقصد او اخيري منزل دے په لور د سېر او سلوک ، عرفان او کمال تدريجي سفر اغاز کړو وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت
5:0 |
اسلام اسلام د ژوند دين دے خو له شرف، ازادۍ او عزت نه خالي ژوند مرګ ګڼي. اسلام د عقلانيت دين دے خو له هغه نفسانيت سره چې په عقلانيت کښې ځان څرګندوي مبارزه کوي. اسلام د مينې، نړيوال اتحاد، ورورولۍ او سولې دين دے خو له مظلوم سره د ظالم اتحاد او جلاد ته د دوستۍ او ورورولۍ لاس ورکول خيانت ګڼي. اسلام د حقيقت پسندۍ او د حساب کتاب دين دے خو د حقيقت پسندۍ په نامه د نړيوالو ظلمونو او ستمونو توجيه کول ګناه ګڼي. اسلام د تل او همېشنو احکامو دين دے خو جمود او ډله پرستي نه مني. اسلام د اجتهاد او نوو افکارو دين دے خو بدعت او حق او باطل سره ګډول ردوي. اسلام د بخښنې ، معافۍ او په غلطيو باندې د سترګو پټولو دين دے خو ظلم زغمل او د ذلت ژوند جائز نۀ ګڼي. اسلام د علم، تمدن، ترقۍ او ابادۍ دين دے خو هغه پوهه او علم چې د ملتونو د غلامۍ او قتل عام وسيله وي او هغه تمدن چې د انسانانو د سپکاوي ذريعه وي جهالت او وحشي توب ګڼي. اسلام د جهاد دين دے خو بې منطقه او د زور او اقتدار پېدا کولو لپاره جنګ او دهشت ګردۍ ته د جهاد نوم نۀ ورکوي. اسلام د عزت، قوت ، حاکميت او واکمنۍ دين دے خو دا د ناشرافتمنو وسائلو د توجيه وسيله نه جوړوي. نو بس په حقيقت کښې اسلام د انسانانو د عزت ، حرمت او حقوقو ساتونکے دين دے، اسلام د اخلاقو او فضيلت ضمانت ورکوونکے دين دے. اسلام خلق نړيوال امن و امان، ارامښت او قرارۍ ته بلونکے دين دے. + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/03/01 او وخت
5:0 |
حضرت محمد (ص) د غېرو له نظره
هدايت الله حميدي د خداے ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلي الله عليه و آله وسلم هغه سپيڅلې هستي ده چې نړۍ ته يي د سولې ، امن او سوکالۍ پېغام راوړ، هغه مهال چې يو انسان د بل انسان د وينو تږے وو نو دغه ستر شخصيت په نړۍ کښې د سوکالۍ او هوساينې بېرغ پورته کړ.هلته چې بشريت نور له ژوندانه څخه ستومانه شوے ؤ نو همدغه د انسانيت لوے محسن د معنويت نه په خالي انساني كالبوت کښې نوې ساه پوکړه ، هغه يي په خوځښت راوسته او د نوي ژوند لپاره يې هغه ته داسې نوې تګلارې وروښودلې چې په پلي كيدو يې په بشري ټولنو کښې د ورورولۍ او مينې فضا رامنځ ته کړله. هغه يواځې په خبرو او تقريرونو بسنه نه كوله بلكې عملاً يې د هوسا ژوند نمونې خلقو ته وړاندې كړې . يثرب ته په مخ را اړولو سره يې تر هرڅه د مخه د اوس او خزرج ترمنځ د جګړې هغه اور مړكړ چې تر سلګونو كلونو پورې يې لمبې بلې وې او د ډيرو ځوانانو ككرۍ يې خوړلې وې، نه يواځې دا چې د جګړې اورمړ شو بلكې د الله په مرسته د انساني تاريخ دغه ستر او عظيم شخصيت په ډيره كمه موده كښې هغه پروني دښمنان د نن ورځې تر ټولو خواږه دوستان وګرځول. له پېړيو راهيسې د لويديځ متعصبو ليكوالانو د اسلام د ستر پېغمبر (ص) په اړه خپل ناوړه قلمونه خوځولي دي او د دغه سپيڅلي انسان په شان كښې يې له بې انصافۍ څخه كار اخېستے دے . خو دا ناپوهان له دې څخه ناخبره دي چې نمر هيڅكله په ګوته نه پټيږي او يوه ورځ به خامخا د دغه نمر وړانګې د لويديځ تياره گوټونه روښانه كړي . لكه څنګه چې اوس عملا ګورو چې په اروپا او امريكا كې هر كال په لس ګونو او ان په سلګونو كتابونه د دغه رحمت د پيغمبر د سپيڅلي ژوند په هكله ليكل كيږي. كه څه هم د پيغمبر (ص) ستروالے، لوے مقام او سپيڅلي اخلاق د لويديځوالو ليكونكو او د نظر د خاوندانو تاييد ته اړمن ندے ځكه الله تعالي پخپله هغه په نېكه توګه ستائېلے دے او بيا مسلمانو ليكونكو الحمد لله د تاريخ په اوږدو كښې د هغه د سپيڅلي سيرت د حق ادا کولو پوره کوشش كړے دے او د هغۀ په حقله يې د اسلام د وړومبيو پېړيو څخه بيا تر ننه پورې غوره كتابونه ليكلي دي خو بيا هم د دې لپاره چې هغه وتلې خبره ده چې ( الفضل ما شهدت به الاعدا) نو په لاندې توګه د لويديځ د هغو مشهورو غېرمسلمو ليكوالو،سياستوالو، تاريخ پوهانو او د نظر خاوندانو چې كه څه هم د حضرت محمد صلى الله عليه و آله وسلم پيغمبري نه مني خو د هغۀ د سپېڅلي او هراړخيز شخصيت په اړه په زړۀ پورې ليکنې لري، څه ليكني را اخلو چې په بيلابيلو وختونو كښې يې د اسلام د ستر پيغمبر په اړه خپل نظرونه ښكاره كړي او د هغه ريښتينولي يې تائيد کړې ده. د يادولو وړ ده چې ځينې نامسلمان ليكوالان حضرت محمد (ص) ته د اسلام د دين د بنسټ ايښودونكي (founder) په سترګه ګوري او قرآن كريم د هغه ليكل شوے كتاب بولي چې دا د هغوى يوه تير وتنه ده او مونږ مسلمانان پدې باندې كلك باور لرو چې حضرت محمد (ص) د الله تعالى وروستے پېغمبردے چې د ټول بشريت له پاره يې غوره كړے دے او قرآن كريم د الله تعالى له لوري وروستےنازل شوے كتاب دے چې د انسانانو د لارښوونې لپاره يې را استولے دے. درانۀ لوستونكي دې دا ټكے د هغوي د نظرياتو د لوستلو په وخت كښې په پام كښې ونيسي. د تاريخ ستر مصلح 1. سر ويليم موئير (1819-1905م.) نامتو برطانوي تاريخ پوه په خپل كتاب (د محمد ژوند) كښې ليكي : " د محمد (ص) دين آسانه او خبرې يې څرګندې وې. كوم كارونه يې چې تر سره كړي دي، عقل ورته حيران دے، د نړۍ په تاريخ كښې داسې ستر مصلح ندے تېر شوے چې په دومره كمه موده كښې يې زړونه راويښ كړي وي، ټولنېز اخلاق يې له سره ژوندي كړي او د ښيګڼو بنسټونه يې ايښي وي. (( ابراهيم حسن، حسن؛ تاريخ سياسي اسلام، ترجمة ابوالقاسم پاينده، چاپ پنځم،[بي تا] جاويدان،1362،ج1،ص221.)) د تاريخ نوميالے 2.ډاکټر ګوسټاولوبون (1841-1931م) مشهور فرانسوى ليكوال د پيغمبر (ص) د شخصيت په حقله داسې وائي: "كه چيرې غواړو د نړى د سترو انسانانو لويوالے او ارزښت د هغوي د كړنو او آثارو په رڼا كښې اوتلو نو بې له شكه بايد ووايو چې محمد د تاريخ د نومياليو په منځ كښې ستر نوميالے دے. تېرو مؤرخينو د مذهبي تعصباتو له امله د هغۀ كړنو ته ارزښت ندے وركړے ، خو په ننني عصر كښې مسيحي تاريخ ليكونكي اړ شوي دي چې د هغۀ په حقله د انصاف خبره وكړي. (( ثواقب، جهانبخش، نگرشي بر رويارويي غرب با اسلام، ص 356.)) د طبيعت د زړۀ نعره 3. ټامس كارلايل(1795-1881م) انګريز ليكوال او مورخ په خپل كتاب ( تحقيقات) كښې ليكي:"د صحرا دغه بچے چې د لوے زړۀ ، تورو اغيزناكو سترګو او د ټولنيز روح خاوند ؤ، له ځان سره يې بې له ځان غوښتنې څخه هر ډول افكار درلودل ، څه يو آرام او لوے روح ؤ هغه له داسې انسانانو څخه ؤ چې بې له مينې او عاطفې څخه يې بل څه نه پيژندل او دې فطرت، مخلص ، نرم زړۀ او مينه ناك پيدا كړے ؤ. د دغه انسان وينا د طبيعت د زړۀ نعره ده، خلق بايد هرو مرو هغه ته غوږ شي او كه داسې ويناؤ ته ځېر نۀ شي نو بيا هيڅ يو كلام د غوږ نيولو ارزښت نلري، ځكه چې د هغۀ د خبرو په وړاندې نورې ټولې ويناوې د بېديا د باد په شان دي. له ډېر وړاندې څخه د دغه انسان په ذهن كښې په زرګونو پوښتنې را ګرځيدلې چې هغه به يې زورولو ، هغۀ به له ځان څخه پوښتل : زۀ د څه لپاره يم؟ او دا لويه كارخانه چې په پكښې اوسيږم او خلق ورته نړۍ وائي د څه لپاره ده ؟ ژوند څه دے؟ زۀ بايد په څه باندې ايمان ولرم؟ څه بايد وكړم؟ د دښتو پنډو پڼډو ريګونو او د حرا د غرۀ لويو لويو كاڼو هغۀ ته هيڅ ځواب نه درلود . شين آسمان د دومره ستروالي، شان او شوكت او ځلاندو ستورو سره سره چې نړۍ يې روښانه كوله ، هغۀ ته ځواب نشو وركولے .له هيڅ لوري هغه ته ځواب نه وركول كيدو. يواځې د هغۀ روح او الهي وحى وه چې د هغۀ دغو پوښتنو ته يې ځواب ورکړې شو. (( ديون پورت، جان؛ عذر تقصير به پيشگاه محمد و قرآن، ص 75- 77.)) د انساني تاريخ تر ټول لوے انسان 4. پروفېسر وېل ډورانټ ، امريكائى مؤرخ ليكي : " كه چېرې په خلقو كښې د دغه لوے انسان د اغيزې كچه وګورو، نو بايد ووايو چې حضرت محمد (ص) د تاريخ په لويو انسانانو كښې تر ټولو لوے ؤ. هغه پدې هڅه كښې ؤ چې د هغۀ قوم علمي او اخلاقي كچه لوړه كړي چې د بېديا ګرم او وچ چاپيريال په وحشي توګه روزلي وو . هغۀ پدې لاره كښې داسې بريا تر لاسه كړه چې د نړۍ د ټولو مصلحانو تر برياؤ څخه لوړه وه. د هغۀ په شان به ډېر كم كسان ومومو چې خپلې ټولې هيلې او هڅې يې د دين په لار كښې كارولې وې ، دا ځكه چې هغه په خپل دين باندې باور درلود. هغه د صحرا له تيت او پرك بت پالونكو پرګنو څخه يو واحد امت رامنځ ته كړ . هغوي ته يې داسې دين راووړ چې له يهوديت، عيسائيت او د عربو له پخواني دين څخه ډېر غوره ؤ، هغه يو ساده ، روښانه ، او په معنوياتو ځواكمن دين چې بنسټ يې په شجاعت او مېړانه باندې ولاړ ؤ راووړ چې د يوې پيړۍ په اوږدو كښې په سلو جګړو كښې بريالي شو او لويه امپراطوري يې رامنځ ته كړه او زمونږ په دور كښې هغه مهم قوت دے چې په نيمه نړۍ كښې اغيز او تاثير لري (( نيك بين، نصرالله؛ اسلام از ديدگاه دانشمندان غرب؛ سيمای دورود؛ [بي تا]، ص38)) د انسانيت ژغورو نکے 5. جارج برنارډ شاه (1856 –1950) د انګلستان ستر مورخ او مفكر وائي:" په راتلونكو سلو كلونو كښې به د نړۍ دين اسلام وي، خو هغه اسلام نه چې د نن ورځې د مسلمانانو دين دے، بلكې هغه اسلام به وي چې د محمد (ص) په وخت كې يې د انسانانو په زړونو ، دماغونو او ارواحو كښې ځاے نيولے ؤ. كه په انګلستان باندې كوم مذهب واكمني ټينګوي نو زما په اند خو هغه يواځې اسلام كيدې شي او بس.زما باور دے چې كه د نننۍ نړۍ قيادت او مشري د محمد (ص) په څير يو انسان ته وسپارلې شي، نو د نړۍ د ټولو ورپېښو ستونزو په حل كولو كښې به بريالے شي،او دنيا به د امن،سوكالۍ،او نيكمرغۍ زانګو وګرځوي. ما هغه (محمد صلى الله عليه و آله وسلم) مطالعه كړ .هو! هم هغه زړۀ راښكونكے انسان ، زما په اند خو د عيسىٰ عليه سلام په ځاے بايد هم دۀ ته د انسانيت د ناجي لقب وركړلے شي.ما د محمد (صلى الله عليه وسلم ) د عقيدې په اړه دا وړاندوينه لا د مخه كړې ده چې دا ګروهه به ارومرو د سبانۍ اروپا لپاره داسې د منلو وړ وي لكه څرنګه چې نننۍ اروپا ته يې منل پيل شوي دي. زما دا هيله ده چې د دې پيړۍ تر پايه به د بريطانېې امپراطوري د محمد (ص) لارښونې په ټوليزه توګه خپلوي. د انساني ژوند په اړه د محمد (ص) د افكارو او نظرياتو څخه ځان لرې ساتل ممكن نه دي.هغه د يو مذهب تبليغ وكړ ، د يو دولت بنسټ يې كيښود ، يو ملت يې جوړ كړ ، اخلاقي ارزښتونه يې رامنځ ته كړل او يو زيات شمير سياسي او ټولنيز اصلاحات او سمَوَنې يې رامنځ ته كړې. محمد(ص) داسې يوه ځواكمنه او خوځنده ټولنه رامنځ ته كړه چې د هغۀ لارښونې يې په عمل كښې پياده كولې او په بشپړ ډول يې انساني افكار او كلمات د تل لپاره بدل كړل. په منځنيو پيړيو كښې راهبانو د خپلې ناپوهۍ او تعصب په اساس خلقو ته د اسلام خورا ناوړه او بد انځور وړاندې كړے دے. هغوي د اسلام او د محمد (ص) په خلاف منظم پاڅون چلولے دے ،دا ټول راهبان په غلطه وو، ځكه چې محمد (ص)يوه ستره هستي ده او په سمه معنى د انسانيت ژغورونكے دے. Sir George Bernard Shaw in 'The Genuine Islam,' Vol. 1, No. 8, 1936 د محمد (ص) اغيز او جلال 6. ادوارد ګيبين (1731-1794م.) د انګلستان نوميالے مورخ په خپل كتاب(د روم د امپراطورۍ تاريح او انحطاط ) كښې د اسلام د پيغمبر (ص) د شخصيت په حقله ليكي:" د وېنا له پيل څخه وړاندې به د هغۀ مخاطبين كه به يو كس ؤ او كه ډېر ، د هغۀ د نېكې رويې، مينې، لطف او نرمۍ څخه اغيزمن شول او ټول پام به يې د هغۀ لوري ته واړولو. ښكلے صورت ،اغيزناكه څيره، نافذې سترګې، نرمه او زړۀ راښكونكې موسكا ، ګڼه او نوراني ږيره، داسې څيره چې د هغه د ټولو احساساتو څرګندويي يې كوله ، او بالاخره داسې كلمات او الفاظ به يې د خبرو لپاره غوره كول چې ټول اوريدونكي به يې دې ته اړ كړل چې د هغۀ په وړاندې د احترام او درناوي غز پورته كړي. هغه په فردي او ټولنيز ژوند كښې په پوره غور سره د خپل ټاټوبي (وطن) د دودونو خيال ساتلو ، د سرمايه دارو او غريبو او بيوزلو انسانانو په وړاندې د هغه تواضع به يو شان وه. خبرې به يې داسې څرګندې وې چې د شک او پټوالي څرک به پكې نه تر سترګو كيدۀ . له ملګرو سره به يې چې په كوم ډول چلند كوۀ ، په همغه شان به يې د ټولو خلقو سره د ټولنيزو آدابو په رڼا كښې رويه كوله.حافظه يې قوي او ادراک يې لوړ ؤ، سوچ او تصور يې عالي وو ، قضاوت يې څرګند، عادلانه،چټك او قاطع ؤ.هغه د فكر او سوچ او هم د عمل او اقدام توان درلود.د هغه پلان كه څه هم په تدريج سره د بريا پر مخ روان ؤ ، خو له هم هغه پيل څخه د هغۀ د عالي نبوغ ښكارندوے ؤ. (سعيدي، سيد غلامرضا، داستانهايي از زندگي پيامبر ما، ص 155- 156History of the) ( زۀ په يو خداے باندې باور لرم او په محمد چې د الله ريښتينے پيغمبر دے.) دا د اسلام ساده او بې مثاله گروهه او عقيده ده . د ديندارى هغه انځور چې محمد وړاندې كړ ، په بل هيڅ دين كښې څارے نلري. د پېغمبر راوړل شوي پېغام په هيڅ شان د انسان كرامت او ارزښت ټيټ نكړ . هغه (ص) خپله عقيده او دين په خپل عملي ژوند كې پلى كړ. Saracen Empires, د اېشيا وياړ او فخر 7. جان ډيون پورټ (1789-1877م.)ستر اسلام پيژاندے په خپل كتاب ( د قرآن او محمد په وړاندې د تقصير عذر ) كښې ليكي : " هغه ليكونكي چې په پټو سترګو د تعصب تر اغيزې لاندې راغلي او بې لارې شوي دي او په پايله كښې يې د توحيد د دين د راژوندي كوونكي په شان كښې سپكاوے كړے دے ، هغوى دا جوته كړې ده چې نه يوازې دا چې د عيسې (ع) غوندې پېغمبر د خير غوښتنې روحيې په دوى باندې اغيزه نده كړې، بلكه په قضاوت كښې هم په خطا باندې تللي دي . ځكه چې كه چيرې يې لږ شانته سوچ هم كړے وې نو دا به ورته جوته شوې وه چې د پېغمبر او د هغۀ د ښوونو په حقله بايد د يو مسيحي يا اروپايي له نظره نقد ونشي، بلكې پدې حقله بايد د يوختيځ فكر له مخې قضاوت وشي . په بل عبارت د محمد (ص) شخصيت بايد د يوه ديني مصلح او قانونګذار په توګه چې په اوومه عيسوي پيړۍ كښې يې په اېشيا کښې سترګې وغړولې مطالعه شي ، پدې توګه به جوته شي چې كه بيا مونږ هغه د هغو سپېڅلو نوابغو په سر كښې رانۀ ولو چې نړۍ تر اوسه روزلي دي ، نو دا به مو د هغۀ په شان كښې تېرے كړے وي . بې له شكه بايد هغه يواځينے شخصيت وګڼو چې اېشيا د داسې يو بچي په درلودلو په ځان وياړي او فخر کوي.كه چېرې د عربو حالت د هغۀ له راتګ څخه وړاندې په پام كښې ونيسو او بيا يې د هغۀ له راتلو سره پرتله كړو ، او كه چېرې موږ د هغې مينې او دلچسپۍ په حقله چې د هغۀ د لارويانو په زړونو كښې را ژوندۍ شوه او تر اوسه هم لا موجوده ده سوچ وكړو ، نو په يقين سره به راته جوته شي چې كه چېرې مونږ د داسې لوړ شخصيت د ستاينې او اكرام څخه ډډه وكړو نو ښكاره بې انصافي به مو كړې وي. " ( ډيون پورټ، جان؛ عذر تقصير به پيشگاه محمد و قرآن، ترجمة سيد غلام رضا سعيدي، قم و تهران، دارالتبليغ اسلامي، [بي تا] ، ص: 13 – 15. ) د تاريخ ستر نابغه 8. كارن آرمسټرانګ ، مشهور دين پيژاندے چې په اسلام، يهوديت، مسيحيت او بودايزم باندې يې ليكنې كړې دي ، په خپل كتاب ( د محمد ژوند ليك ) كښي ليكي : كه چېرې مونږ محمد (ص) ته په همغه نظر وګورو چې د تاريخ لوې څيرې مطالعه كوو، نو په آسانۍ سره به دې نتيجې ته ورسيږو چې هغه د تاريخ تر ټولو ستر نابغه ؤ. دا مقام هغه ته د قرآن د راوړلو يا د يو ستر دين د بنسټ ايښودلو او د پوځي فتوحاتو له امله نه وركول كيږي، بلكې دا د هغو ځانګړيو حالاتو له امله وركول كيږي چې هغه پكې وده وكړه، مبارزه يې وكړه او پكې بريالى شو. Muhammad. A Biography of Propher. karen Armstrong) ) شريف انسان 9. د نړۍ تر ټولو ستر دايرۀ المعارف ENCYCLOPEDIA BRITANICA په دولسم ټوك كښې ليكي: په وړومبنيو سرچينو كښې د تفصيلاتو يوه ستره برخه دا په ډاګه كوي چې هغه (محمد ص) يوداسې شريف ، ريښتونے او صادق انسان ؤ چې په خپل وخت كښې يې د ټولو هغو خلقو احترام او درناوے ځانته را اړولےؤ چې د دۀ په څير شريف او درانه وو. ENCYCLOPEDIA BRITANICA)) اغيزمن انسان 10. جان ويليم ډراپر(1811-1882 )امريكائي سائينسدان،فلسفي او تاريخ پوه وائي :"د قسطنطين له مرګ نه روسته په ۵۶۹ ميلادي كال کښې د عربو په مكه كښې هغه انسان سترګې وغوړولې چې له ټولو انسانانو څخه زيات يې په انساني ټولنه اغيز او اثر پروت دے! دا انسان محمد ) ص ( دى . (John William Draper, A History of the Intellectual Development of Europe, London 1875, Vol. 1, pp. 329-330 ) نېکه نمونه 11. د هندوستان د ميسور په ښاركښې د جينکو د آرټس كالج د فلسفې د څانګې مشر پروفېسر راما كرشنا راو د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد( صلى الله عليه و آله وسلم ) په اړه وائي:" د حضرت محمد [صلى الله عليه و آله وسلم] د شخصيت ټولو اړخونو ته رسېدل ستونزمن دي .زۀ يواځې د هغۀ يو څرك ګورم چې د ښكلو انځورونو يوه ښكلې لړۍ ده. هغه محمد (ص) يو جنرال ؤ، محمد پاچا ؤ، محمد سرلښكر ؤ، هغه يو سوداګر ؤ ، دغه محمد بلونكے ؤ ، همدا محمد يو خطيب ؤ ، دا محمد يو مصلح ؤ ، دې د يتيمانو پناځاے ؤ ، مېرمنو ته د رهائۍ او خلاصون ورکوونکے ؤ، هغه قاضي ؤ ، هغه ولي ؤ او دغه ټول لوړ او سپيڅلي كردارونه په يو عظيم شخصيت كښې راټول شوي وو. محمد (صلى الله عليه و آله وسلم) له ديندارۍ نه هم ډېرلوړ ؤ په هغۀ باندې د انسانيت بريدونه ختم شوي وو. له انسانانو سره مينه او خواخوږي د هغۀ په خټه كښې اغګل شوې وه .د انسانانو چوپړ ، د هغوي د شان لوړول ، تزكيه او پاكوالے ، هغوي ته سمه لارښودل او له انسان څخه ريښتونے انسان جوړول د هغۀ د ژوند موخه او مقصد ؤ . د ا |