|
http://www.hewad.com/download/Pokhto.exe
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/29 او وخت
14:42 |
نمانځنې د تلې (
تله ٥ د سعودي حکومت په لاسو په جنت البقيع کښې د اهلبېتو (ع) او اصحابو (رض) د قبرونو ويجاړول (٨ وړوکے اختر) ١٢ له فلسطيني ماشومانو او زلميو سره د ملاتړ نړيواله ورځ ( ١ اکتوبر) ١٦ د ماشومانو نړيواله ورځ (٨ اکتوبر) ٢٢ د امام جعفر صادق (ع) شهادت (٢٥ وړوکے اختر) ٢٤ د خوراک نړيواله ورځ (١٦ اکتوبر) ٢٨ د بي بي معصومې (ع) ولادت (١ ميانه)
لړم ٨ د امام على رضا (ع) ولادت (١١ ميانه) ٢٧ د امام محمد تقى (ع) شهادت (٢٩ يا ٣٠ ميانه) ٢٨ د امام علي (ع) او بي بي زهرا (ع) د وادۀ ورځ ( ١ لوے اختر)
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/20 او وخت
13:16 |
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي پـــل د لارې غلط مۀ ږده بې حسابـه
(رحمان بابا)
١ – يا فرض دے. ٢- يا حرام دے. ٣- يا مستحب دے. ٤- يا مکروه دے.٥- يا مباح دے.
١- که فرض وي وې کړه. ٢- که حرام وي مۀ يې کوه. ٣- که مستحب وي ښه ده چې يې وکړې. ٤- که مکروه وي ښه ده چې يې ونکړې. ٥- که مباح وي خوښه دې ده چې يې کوې يا نه.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
17:30 |
په صوبه کښې د مياشتې لانجه او د صوبائي حکومت کردار
(اداريه)
پاکستان او په تېره بيا د پښتنو سيمه د نورو ډېرو مذهبي اختلافاتو نه علاوه د روژې او اختر د مياشتو د ليدو يا نۀ ليدو له لحاظه هم هر کال له يو لړ اختلافاتو سره مخامخ کيږي او سږ کال د وړوکي اختر د مياشتې له راختونه مخکښې زمونږ د صوبې واکمنانو شايد په دې نيت چې د مياشتې د ليدو په سر به اختلافات ختم يا کم شي يو عجيبه اعلان وکړاو هغه دا چې له دې نه پس به روژه او اخترونه د سعودي عرب له حکومت سره په يو وخت کولې شي. د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:59 |
رڼا
( د قران مجيد تفسير )
سورۀ بقره
سورۀ بقره د قرآن مجيد د ترتيب له لحاظه دويم او د اوږدوالي له لحاظه تر ټولو لوے سورت دے چې د خداے په ګران رسول (ص) باندې په مدينه منوره کښې نازل شوے دے او په مدني سورتونو کښې وړومبنے سورت دے. د دې مبارک سورت په حقله دا هم راغلي دي چې په مسلمه توګه دا سورت په يو وخت نۀ دے نازل شوے بلکې په مختلفو وختونو کښې د وخت، حالاتو او د ټولنې د اړتياو او ضرورتونو په مناسبت په تدريج سره نازل شوے دے. د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:58 |
د حضرت محمد (ص) ژوند (يوه لنډه کتنه) ليک: عبدالرحيم درانے - مردان ورورستۍ برخهد پېغمبر اکرم(ص) د خلافت او جانشينې مسئلهټولې بشري او انساني ټولنې ښې پوهيږي چې ټولنه يو مشر او چارواکي ته ضرورت لري چې ټولنه وچلوي. او په همدې وجه کله چې يو مشر او چارواک له دنيا لاړ شي نو لازمه ګڼي چې د هغۀ په ځاے بل کس کښيني او چارې په لاس کښې واخلي ځکه چې که يو مشر ونۀ ټاکل شي د ټولنې وجود خرابيږي، له کړکېچ او هلو ګلو سره مخامخ کيږي او بالاخره دړې وړې شي. د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:57 |
حمزه بابا(رح) او د ايران اېټمي پروګرام
انور شاهين خانخېل anwarshaheenkhankhel@yahoo.com
د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس مشر ښاغلي محمد البرادعي د خپل دوره اي مشرتابۀ په وروستيو ورځو کښې د څويم ځل لپاره يو ځل بيا په خپل رپوټ کښې په صفا ټکو کښې دا خبره په ډاګه کړه چې د ايران اېټمي پروګرام په کامله توګه سوله ايز او غېر تسليحاتي دے او هيڅ نښې نښانې نه دي ليدل شوي چې ګنې ايران د اېټم بم يا اېټمي وسلو جوړولو اراده لري. له دې مخکښې هم هغۀ په ځلونو په خپلو رپوټونو کښې د دا ډول څرګندونې کړي دي او حتی چې تېر کال د امريکې په شپاړسو جاسوسی او استخباراتی ادارو مشتملې د دغه هېواد امنيتی شورا هم په اول ځل په خپل تفصيلی رپوټ کښې اعلان وکړ چې هيڅ داسې شواهد او نښې نښانې نه دی ليدل شوی چې ګنې ايران د اېټم بم يا اېټمی وسلو جوړولو څه اراده لری.
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:56 |
د امام مهدي (ع) عقيده
رياض احمد- پېښور
له ډيره وخته مي زړه غوښتل چې په امام مهدي (ع) باندې څه وليکم خو چې کله مې د مينې مجلې په تېره ګڼه کښې د ښاغلي انور شاهين خانخېل ليکنه په دې موضوع وکته چې ډېره په زړۀ پورې ليکنه وه نو بالاخره مې فېصله وکړه چې د ثواب په نيت په دې موضوع باندې څه نه څه وليکم. هسي خو په دې موضوع باندې کتابونه کم نه دې او بيشمېره علماؤ او دانشمندانو په دې حقله داسې ليکل کړي دي چې د هغې لوستلو نه پس دوباره په دې قلم اوچتولو ته ضرورت نشته خو لکه چې عرض مې وکړو د ثواب په نيت به په دې مهم موضوع باندې څو جملې وليکم _
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:55 |
نوې چپې
(ناول)
ليک: ارواښاد حمزه بابا
.......... په تېر پسې
سليم: ((صبا ته اکبرخان بللي يو. هغۀ ويل چې صفيه د ګلرخ ليدو ته ډېره بې قراره ده. )) ګلرخ: (( نو تا ورته څه ويل؟)) سليم: (( ما به ورته څه ويل؟ دعوت مې منظور کړ، نور دوستان يې هم بللي دي. )) ګلرخ: (( له حليمې ترور سره خو به دې ليدل کتل نۀ وي شوي؟ څرنګه وه جوړه خو به وه؟ )) سليم: (( بالکل روغه جوړه وه. او واخله دا خط يې ستا لپاره راکړے دے. )) ګلرخ: (( خط؟ ))
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:54 |
افضل خان لاله او قامي وحدت
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:52 |
ماشومان او د هغوي ستونزې
( د اکتوبر ٨ نېټه د ماشومانو نړيواله ورځ )
احمد فرزان نارسمي شمېرې ښئ چې په افغانستان کښې شاوخوا ۱۳مليونه ماشومان ژوندکوي چې دټول نفوس دريمه برخه جوړوي اوډېر يې د بی وزلۍ ، وروسته پاته فرهنګ اوجنګ جګړو له امله له خپلوحقونوڅخه بی برخي دي. افغانستان يو له هغو بې وزله هېوادونو څخه دے چې د بيلابيلو لاملونو له کبله يې گڼ ماشومان له داسې ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې د ناوړه گټې اخستنې معنا لري. په کوچنيو عمرونو کښې د نجونو او هلکانو ودول، جنسي تېري، بې سرپرستي،تعليم اوتربيت ته يې نه لاسرسی ، درانۀ کارونه او د امنيت له پلوه نه خونديتوب هغه څه دي چې زرګونه ماشومان ورڅخه زوريږي د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:51 |
د قران پاک له نظره د يهودو د قوم څرګندېدل او څېړنه
ليکوال: حجتالاسلام سيدابوالفتح دعوتی
ژباړه: محمدرحيم درانے
قران کريم د بني اسرائيلو او يهودو د قوم په حقله چې د حضرت موسی(ع) په لاس وژغورل شول، ځينې کمزورۍ او هغه کارونه چې هغوي پکښې د خداے نافرماني کړې وه بيانوي، لکه د غوا د بچي (سخي) عبادت يې شورو کړ او د خداے له ايتونو يې مخ واړاوۀ. او همدارنګ سخت زړۀ شول او ډېر پيغمبران يې ووژل، خداے ورته په قهر شو او ذليل او خوار يې کړل. د پېغمبر(ص) په زمانه کښې يهوديان د مسلمانانو له ډيرو سختو دښمنانو څخه وو او دې ته تيار شول چې د قرېشوله مشرکانو سره يوځاے شي او له اسلام سره جنګ وکړي. هغوي د احزاب جنګ جوړ کړ او څو څو ځله له مسلمانانو سره وجنګيدل.
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:50 |
د (( الله )) لفظ په ذکر سره روحي ارامښت
د هالېنډ د امسټرډم يونيورسټۍ (پوهنتون ) د تحقيقاتي مرکز د يو رپوټ له مخې (( الله )) جل جلاله د نوم په ذکر سره د انسان روح ته ارامښت او په تنفسي سېسټم کښې نظم ضبط حاصليږي
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:46 |
معلومات
احمد يار صاحب زاده
١:- د وري ( حمل) اوله ( ٢١ مارچ)، شپه او ورځ سره برابري وي. ٢:- د افغانستان استخباراتي اداره د ملي امنيت يا (NDS) په نامه يادېږي. ٤- وړومبے کمپيوټر په کال (١٩٤٦م) کښي ډ يني واک په نامه جوړ شو.
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:45 |
د دماغي کمزورۍ طبيعي درملنه
ليکواله : جميله همت دماغ د جسماني غړو د سر تاج بللے شي. د نړۍ ټولې چارې او د سائېنسي علومو پرمختګ او را منځته کېدني ټولې د دماغ کار دے د جسماني مشين دغه ارزښتناکه پرزه چي څومره مهمه ده، هومره نازکه هم ده. دغه پرزه له ډېر کار کولو څخه سټرې کيږي او چي بېخي ډېر کار ترې واخېستل شي نو بد اثر پرې کيږي. چې
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:43 |
صحرائي عرب
محمد شفيق يو عرب په يو لرے رېګستان کښې اوسېدۀ ډېر مفلس او غريب ؤ د يو وخت ډوډۍ پېدا کولو وس يې نه لرۀ يوه ورځ ورته ښځې وويل: سړيه د كور ګزاره مو ډېره ګرانه ده په يوه نوړۍ ډوډۍ پورې حېران يو ته يو داسې كار ته لاس واچوه چي د مسکينۍ ورځې او شپې مو لرې شي ما اورېدلي دي چې د بغداد خليفه په سخاوت او مېلمه پالني كښې ډېر مشهور دے زۀ باور لرم كه تۀ د هغۀ دربار ته ورشې او خپله مسکيني ورته بيان كړې نو به ضرور مرسته درسره وكړي.صحرائي عرب وويل رښتيا وائي زۀ به خامخا د بغداد خليفه ته ورځم مګر خليفه ته خالي لاس ورتګ خوند نه راكوي داسې به وكړم يوه د اوبو ډكه كوزه به د بغداد خليفه ته په تحفه كښې وروړم خليفه چيې د اوبو ډكه كوزه وويني ډېر به خوشحال شي.عرب د رېګستان اوسېدونكے وْ هلته يو ګوټ اوبۀ پېدا كول تر ټولو لوے نعمت ؤ ځکه يې د اوبو ډكه كوزه ډېره لويه تحفه وګڼله. د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:41 |
مونږ له نورو قومو نه زيات د اهلبېتو (ع) د حريم مدافعان يو (قذافي)
تابناک وېپاڼې د الجزائر چاپ د (( د الاخبار )) ورځپاڼې د رپوټ له مخې وليکل د لېبيا مشر کرنل معمر قذافي د ليله القدر په يو محفل کښې په خپله وېنا کښې وويل: مونږ د خداے د ګران رسول (ص) ، د امام علي (ع)، امام حسن (ع)، امام حسېن (ع) او حضرت فاطمه زهرا (ع) شيعه ( پېروکار ) يو. کربلا، زمونږ ده، عاشوره زمونږ ده، د امام علي بن ابي طالب (ع) تاريخ زمونږ دے مونږ د اهلبېتو (ع) زيات مينه وال او احترام کوونکي يو. پکار دي د افريقا په شمال کښې يو ځل بيا فاطمي حکومت برپا شي او عربو ته پکار دي چې د دې حکومت بېرغوال جوړ شي.
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:40 |
زبده الفصحاء ابو محمد هاشم ابن زېد السرواني البستي (رح)
په لرغوني پښتانۀ کښې له شېخ کټه (رح) نه حکايت شوے دے چې ابو محمد هاشم (رح) د هلمند په سروان (ساروان ) کښې په ٢٢٣ هجري قدسي کښې زېږېدلے ؤ او په پست سيمه کښې له علماؤ او فصحاؤ څخه لوسته وکړه او بيا وروسته عراق ته لاړ او هلته يې په کلونو کلونو له لويو لويو ائمه ؤ او علماؤ څخه زدکړه وکړه او له ابن خلاد چې په ابي العينا باندې مشهور ؤ په عراق کښې عمرونه تېر کړل د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:40 |
مختلفې ليکنې ورزش
ورزش د بدن د سستۍ او کاهلۍ دښمن دے. هغه کسان چې ورزش کوي هغوي هر وخت مطئن او خوشحاله وي ، ښکلي اخلاق لري او ستره سينه لري خو هغه کسان چې ورزش نۀ کوي سست او بد اخلاقه وي. نو که غواړو چې روغ ، جوړ، خوشحال، مطئن او خوش اخلاق اوسو نو پکار دي هر ورځ ورزش کوو (١٨ اکتوبر د ورزش او بدني تربيت نړيواله ورځ )
اوږي
په دنيا کښې ډېر خلق شته چې د يو وخت ډوډۍ نۀ لري او اکثر ماشومان په تشه خېټه اودۀ کيږي. ايا دا د خداے له طرفه او د هغوي قسمت دے؟ نه داسې نۀ ده خداے پاک عادل باچا دے او چا سره بې انصافي نه کوي. او د هر چا برخه رزق دنيا ته رالېږي دا مونږ يو چې د نورو خلقو رزق غصب کوو، دا په خوارک څښاک کښې زمونږ د اکثرو خلقو زياتے، اسراف او بې نظمي ده چې په نړۍ کښې بې شمېره خلق په خېټه اوږي دي. راځئ مونږ ټول خپل خواو شا نظر واچوو چې څوک خو اوږي نۀ دي که وي چې هغوي هم ماړۀ کړو ( ١٦ اکتوبر د خوراک د نړيوالې ورځ په مناسبت )
سوغات
د خداے ګران رسول (ص) فرمائي: (( په تاسو کښې چې څوک په سفر لاړ د ستنېدو په وخت د خپلو خپلوانو لپاره سوغات او ډالۍ راوړئ. )) له سفر نه د راستنېدو په وخت د هغو کسانو لپاره چې ستا په انتظار کښې وي له ځان سره څه ډالۍ او سوغات راوړل د دې خبرې ښودنه کوي چې په سفر کښې د هغوي ياد درسره ؤ چې دې کار سره په خپلو کښې مينه او خلوص نور هم زياتيږي. ( ٢٧ ستمبر د ټورېزم يا سياحت د نړيوالې ورځ په مناسبت )
د خداے تشريح
له امام علي رضا (ع) نه پوښتنه وشوه ممکنه ده چې خداے مونږ ته توصيف او تشريح کړې؟ امام وفرمايل: چا چې خداے پاک په قياس سره توصيف او بيان کړ تل په ګمراهۍ او تيارو کښې دے او غلطه خبره کوي. زۀ خداے پاک هماغه شان چې ځان يې توصيف کړے او بيان کړے دے بيانوم بې له دې چې په ذهن کښې مې د هغۀ څۀ تصوير يا شکل وي "لا يدرک بالخواص" خداے پاک د مخلوقاتو په حواسو سره نۀ درک کيږي. "ولا يقاس باالناس" په خلقو نۀ قياس کيږي. "معروف بغير تشبيه" بې لا شباهته او ورته والي پيژندلې شي. سره له دې چې ذات او مقام يې ډير لوړ دے،ټولو ته نزدې دی. خو د هغۀ مثال نۀ پېدا کيږي يعنې نۀ شو ويلې چې مثلاً نعوذ باالله خداے پاک د فلاني په شان دے "ولايجوز في قضيه" په خپل حکم او فيصله کښې په چا ظلم او زياتے نۀ کوي او په خپلو نخښو او نښانو سره پېژندل کيږي.
پټ نصيحت
: څوک چې خپل مومن ورور ته په پټه نصيحت وکړي په
اصل کښې ېې هغه ښکلے او سينګار کړ او څوک چې ورته د نورو په مخکښې نصيحت کوي نو د هغۀ اجتماعی څيره يې بدرنګه کړه. (( امام محمد تقي (ع) ))
لطيفه
يو ماشوم خپلې مور ته وويل مورې زۀ څنګه پېدا شوم مور يې ورته وويل بچيه ما په يو لوښي کښې خاوره واچوله بيا مې هغه لوښے په كوټه کېښودو پنځلس ورځې پس چې مې وكتل ته پكښې پروت وې ماشوم هم په لوښي کښې خاوره واچوله او د کوټې په يوۀ ګوټ کښې کېښوده او پنځلس ورځې پس چې يې وكتل يوه چيندښه پكښې پرته وه دۀ چې لاس وروړو چيندښې ټوپونه ووهل او ځان يې غورځوۀ ماشوم ورته ډېر په قهر شو او ورته وويل زړۀ مې غواړي چې په زمکه دې راوبغوم او مړه دې کړم خو څه وکړم اولاد مې يې.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:39 |
د رحمان بابا نصيحت
چي مـــــدام د بـــــــل و عېبو تـــــــه نــــــظر کړې خــــداے له خپـــــله عيبــــــــــــه ولې بې خبر کړې
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:38 |
د غېرت چغه
محمد يوسف خدمتګار
پښتونه پاڅيږه غيرت وکړه د پلار نيکه په څير همت وکړه
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:37 |
خپل سپيڅلي رب ته
فضل عظيم عظيم- مرغزار سوات
ستا به ثنا همېشه وايم ربه ستا خدائي به هر وخت ستايم ربه د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:33 |
د وطن د ګلدرو سندرې وايم
فېروز خان افريدے_ قطر
د وطـــــن د ګلــــدرو سندرې وايم زه د خاورې د سپرلو سندرې وايم
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:32 |
ځنکدن ته مې ارام پرېږد
عبدالحفيظ مليار - ويانا
مه مې خوزوه مه مې دردو سره غرض لره مه مې غملړلو خاطرو سره غرض لره
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:31 |
د اغيارو لمسون
روشن بنګش - پاړه چنار
پرون څومره خاموشي وه څومره امن او سکون ؤ دا د چا جنازه راغله چې نارې دي شر او شور دے د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:30 |
ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه
د مينې مجلې محترمو چلوونکو! السلام عليکم اميد دے چې ټول به روغ جوړ يئ. مينه مجله هره مياشت باقاعدګۍ سره لولم او هغه څه چې ترې زده کوم چې تر اوسه مې په نورو مجلو کښې نۀ وو لوستي. تاسو په حقيقت کښې هغه څه پښتنو نه وړاندې کوي چې نن يې پښتنو ته ضرورت دے خداے پاک دې تاسو د مجلې ټولو چلوونکو ته روغ صحت او ډېر ژوند او اجرونه او ثوابونه درکړي چې دغه شان د پښتو او پښتنو خدمت په ښۀ ډول وکړئ.
د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:29 |
ګډون فارم
د فارم ډکولو او پېسې ادا کولو نېټه:------------------------------------------------------ نوم:-----------------------پلار نوم:-------------------- عمر---------- شغل---------------- د ډاک پته:-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------- برېښناليک:--------------------------- ټېلفون:----------------ګرځنده:--------------------
ژمنه زۀ غواړم چې د مينې مجلې د کال/ شپږومياشتو لپاره د دې مجلې ګډون کوونکے جوړ شم چې د دې لپاره د دغې مودې چنده------------------------- روپۍ/ افغانۍ/ يورو وغېره په نغده / مني آرډر/ بېنک چېک په توګه ادا کوم. مهرباني وکړئ او ما ته د دغې مودې لپاره مجله جاري کړئ.--- د مني آرډر يا بېنک د رسيد يوه فوټو کاپي د ډاک په ذريعه يا يې نمبر د برېښناليک په ذريعه درلېږم لاس ليک: (د برېښناليک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې لاس ليک لازم نۀ دے ) د مجلې د لا ښکلا او ودې لپاره خپل وړانديزونه، انتقادونه، مشورې او تبصرې دلته وليکئ:---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------- پته: مياشتنۍ مينه پوسټ بکس نمبر ٣٤٦ پېښور برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 اکاؤنټ نمبر: 809-5 الائيډ بېنک ميونسپل بس سټينډ برانچ پېښور يادونه: د ډاک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې د دې فارم فوټو کاپي هم قبوله ده
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:27 |
د اهلبېت پښتو اکېډيډمۍ موخې او هدفونه
١- په پښتو ژبه د خداے پاک له ګران رسول (ص) او د هغوی له پاکې کورنۍ (ع) او قدرمنو صحابه کرامو (رض) سره د اړوندو اثارو او تعليماتو خپرول. ٢- د اسلام په چوکاټ کې د پښتو ژبې د تعليم، ترويج او پراختيا او د پښتو کلتور، ادب او تمدن د ژوندی ساتلو او حفاظت لپاره کوشيش کول. ٣- د نورو ژبو او قومونو له درناوی سره سره په پښتنو کې له خپلې مورنۍ ژبې او پښتون کلتور او تمدن سره د مينې جذبه بېدارول. ٤- د نړۍ په مختلفو سيمو کې د پښتو په نوم د جوړ شويو ادبي ټولنو، تنظيمونو، موسسو، ادارو او کتابتونونو پوره پوره اخلاقي ملاتړ او حوصله افزائي کول ٥- د پښتو ليکوالانو د خېر ښيګړې لپاره هلې ځلې کول او د اهلبېتو (ع) په هکله په غوره پښتو کتابونو باندې حمزه بابا (رح) ادبی اېوارډ ورکول. ضروری يادونه: اهلبېت پښتو اکېډيمی يوه خپلواکه ادبی او کلتوری اداره ده او له هيڅ يو سياسی، مذهبی، لسانی، قومی او فرقه پال ګوند، تنظيم، انجمن يا ډلې سره يې څه تعلق نشته البته د دغو موخو او اهدافو د تر سره کولو لپاره په انفرادي توګه د هر چا ملګرتيا او مرستو ته په درنه سترګه ګوری.
درک: پوسټ بکس 346 پېښور (پښتونخوا) برېښناليک: ahlebait_pakhto@yahoo.com ټيلفون: 7114566 وېباڼه: http://ahlebaitpukhto.blogfa.com/ اکاؤنټ نمبر: 809-5 الائيډ بېنک ميونسپل بس سټينډ برانچ پېښور
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/07/01 او وخت
5:25 |
|
|