تبليغاتX
مينــــــــــــــــه

 

د زمري او وږي د مياشتې مهمې نمانځنې

زمرے

 

                  ٤   د امام حسېن (ع) ولادت (٣ شوقدر)

                  ٥   د حضرت عباس علمدار (ع) ولادت (٤ شوقدر)

                  ٦   د امام زېن العابدين (ع) ولادت (٥ شوقدر)

                  ١٥  په هيرو شيما باندې د امريکې اېټمي حمله (٦ جون)

                 ١٦    د امام مهدى(ع) ولادت د شيعه روايتونو او د ځينو سني روايتونو له مخې (١٥ شوقدر)

                ١٧     د خبريالانو نړيواله ورځ

             ٢٣    له انګرېز استعمار نه د پاکستان ازادي )١٤ اګست )  او د اسلامي مقاومت ورځ

 

وږے

               ٩    د بىبى خديجې (ع) رحلت (١٠ روژه)

              ١٤   د امام حسن مجتبى (ع) ولادت (١٥ روژه)

              ١٧   د خداے د ګران رسول (ص) معراج (شيعه روايت) (١٧ روژه)

             ٣٠    په يوې دهشت ګردانه حمله کښې د اميرالمومنين امام على (ع) زخمي کېدنه (١٩ روژه)

              ٢٠   د اميرالمومنين امام على (ع) شهادت (٢١ روژه)

               ٢٧   د بېت المقدس نړيواله ورځ اوجمعه الوداع (٢٣ روژه)

               ٢٩   وړوكے مبارك اختر (١ وړوکے اختر)

               ٣٠    د تمدنونو د خبرو اترو نړيواله ورځ (٢١ستمبر)

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/26 او وخت 5:59 |

 

د روژې دعا

 

يا عَلِىُّ يا عَظيمُ، يا غَفُورُ يا رَحيمُ، اَنْتَ الرَّبُّ الْعَظيمُ، الَّذى‏ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَى‏ءٌ وَهُوَ السَّميعُ الْبَصيرُ، وَهذا شَهْرٌ عَظَّمْتَهُ وَكَرَّمْتَهُ، وَشَرَّفْتَهُ وَفَضَّلْتَهُ‏ عَلَى الشُّهُورِ،


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:59 |

 

فلسطين

(اداريه)

 

 

فلسطين د فلسطينيانو هغه سپېڅلے وطن دے چې مودې وشوې صهيونېسټانو پرې د امريکې، برطانيې او د هغوي د نورو انډيوالانو او د ځينومسلمانو واکمنانو او چارواکو په ملاتړ او ساز باز سره قبضه کړې ده. او غواړي چې د (( فلسطين )) په ځاے د (( اسرائيل )) په نوم يو صهيونېسټي ملک جوړ کړي او فلسطينيان يا له منځه لرې کړي او يا يې تر خپل کامل تسلط لاندې راولي او د فلسطين نوم ترې هېر کړي. او په بله مرحله کښې بيا په نورو اسلامي او عربي هېوادونو باندې د وسلې او پېسو په زور قبضه وکړي او د اسرائيلو لمن نوره هم ارته کړي.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:58 |

 

رڼا

 

 ( د قران مجيد تفسير )

 

 

اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ  صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ    غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ

 

(( مونږ نېغې لارې ته هدايت کړې، د هغه چا لار چې انعام دې ورباندې کړے دے نه د هغه چا لار چې غضب پرې کړے شوے دے او نه د هغه چا چې ګمراهان دي ))

په سورۀ فاتحه کښې په ابتداء کښې که څه هم حق ذات خپله د خپل ځان حمد بيانوي ځکه چې مخلوق يې د حمد بيانولو هغه حق نه شي ادا کولې د کوم چې هغه حق ذات لائق دے خو بيا هم انسان له بسم ا...........نه پس


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:57 |

 

د حضرت محمد (ص) ژوند

 

(يوه لنډه کتنه)

 

 

ليک: عبدالرحيم درانے - مردان

.........په تېر پسې

 

د اسلام تل پاتې والے او د پېغمبر اکرم (ص) خاتميت

د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د خاتميت  عقيده د خداے پاک د وحدانيت او د يووالي د عقيدې په شان د ټولو مسلمانو فرقو په نزد ثابته او څرګنده ده او يوه داسې مسئله ده چې ټول پرې متفق دي. د اسلام دين تل تر تله تازه دے او څومره چې بصيرتونه او علم زياتيږي دا لا جامع کيږي.  غواړم چې اوس د دې اعتقادي مسئلې حقيقت وجاجوم نو وړومبے د يو دين د تل پاتې والي د مهمو سببونو وضاحت کوم او بيا به په همدې حقله د اسلام په باره کښې وضاحت وکړم.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:56 |

 

د امام مهدي (ع) انتظار

(د شوقدر د مياشتې د پنځلسمې نېټې  په مناسبت)

 

ليک: انور شاهين خانخېل

برېښناليک: anwarshaheenkhankhel@hotmail.com

 

د پښتو متل دے (( دنيا په اميد خوړې شي )) واقعي چې اميد، هيله او انتظار د انسان په ژوند کښې يو ډېر مهم رول لوبوي او د اميد، هيلې او انتظار نظريه  له نفسياتي لحاظه انسان ته په هر ډول مشکلو حالاتو کښې تقويت، ډاډګيرنه او ټينګتيا ورکوي. د فرانس ستر دانشور  او ليکوال ګوسټاو لوبون وائي: (( د عالمو تر ټولو ستر خدمتګزاران هغه کسان دي چې وکړې شي بشر په هيله او اميد کښې وساتي ))


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:54 |

 

مظلومه ډاکټره مروه په کوم جرم شيهده کړې شوه؟

 مېرمن ډاکټر مروه شربيني هغه مصرۍ سترناکه او پاکلمنه مسلمانه  مېرمن وه چې په ٢٠٠٥ کال کښې د درمل جوړونې (مېډيسن ) د اعلی زدکړو لپاره له خپل خاوند سره جرمني ته لاړه. او هلته په خپل تعليم حاصلولو بوخته شوه او هيڅکله د مغرب د بې مهاره ازادۍ ، بداخلاقۍ او بې راهروۍ تر تاثير لاندې رانغله او د قران د احکامو مطابق يې خپل ستر او پرده برقراره وساتله. په تېرو ورځو کښې هغه له خاوند سره په يو پارک کښې له اسلامي ستر او پردې سره ناسته وه چې يو جرمن نسل پرست سړي د هغې د اسلامي ستر او پردې توهين او سپکاوے وکړ او هغه مجبوره شوه چې د دغه ملک عدالت او محکمې ته مراجعه وکړي. يوه ورځ  هغه د خپلې مقدمې د کارروائۍ د اورېدو په لړ کښې د عدالت په کمره کښې حاضره وه چې هغه نسل پرست جرمن سړي د دې جملې په ويلو سره چې (( تۀ د ژوند هيڅ حق نۀ لرې )) په هغې باندې په داسې حال کښې چې حامله ( اميدواره ) هم وه د چاقو اتلس ګوزارونه وکړل او شهيده يې کړه.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:53 |

 

د يهودو له ستروعالمانوسره د پيغمبراكرم (ص) مناظره

 

ليک: علامه محمد محمدي اشتهاردي

 

د خداے پاک د ګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له هجرت نه مخكښې به د يهودو په مذهبى محفلونوكښې د هغۀ پېغمبرۍ  د علامو او نښونښانو په باب خبرې كېدې، او د يهودو عالمانو به د تورات د ايتونوله مخې د اسلام د پيغمبر(ص) د هجرت په باب خبرې كولې او رسماً به يې په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه د يوداسې پېغمبر(ص) د راتلو په حقله  خبرې کولې چې هوبهو دغه نښې نښانې د اسلام په ګران  پېغمبر(ص)  باندې تطبيقېدې.                            


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:52 |

 

نوې چپې

 (ناول)

(پنځمه برخه)

 

 

ليک: ارواښاد حمزه بابا

 

.......... په تېر پسې

سليم: (( خېر هر څه چې وي زمونږ د وړاندې به وي. ))

اکبرخان: (( ښه نو مونږ کالۀ ته ځو او شېراحـمدماما تۀ ورشه راې وله. )) شېراحـمد خپل کور ته لاړ او اکبرخان له سليم سره خپل کور ته روان شو. ګلرخ او حليمه ناستې وې له يو بل سره يې خبرې کولې. چې اکبرخان او سليم راغلل ګلرخ ځان په پړوني کښې تاؤ کړ.

حليمه: (( بچو راځئ څرنګه بې وخته راغلئ؟ ))

اکبرخان: (( د عظيم خان مور راغلې ده معلوميږي چې د وړې بي بي لپاره يې څه راوړي دي.))

حليمه: (( ګلبدنه راغلې ده؟ تا ورته څه وويل؟ ))

اکبرخان: (( زما خو خوښه نۀ وه چې له وړې بي بي سره وويني خو سليم وائي چې خېر دے، ګورو چې څه يې راوړي دي؟))


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:51 |

 

د مينې سيورے

رياض احمد- پېښور

بي بي خديجې د خويلد لور (س)، يو ښکلے کور لرۀ چې غلامانو او کنيزانو به ورله ساتۀ.د مکې په ښار کښې له دې نه بله مالداره، عزتمنه او پاکلمنه ښڅه نه وه ټولو خلقو خديجه (س) پيژندله او د هغې درناوے به يې کولو. د ښو صفتونو له وجے د خلقو مينه هغې سره ورځ په ورځ ډيرېده .هغه يوه پاکه ، پرهيزګاره ، مهربانه ، مالداره ، بخښونکې ، عقلمنده او يو خدائے منونکې بي بي وه . د عربو ډېرو مالدارو او لويو لويو خلقو له هغې سره د وادۀ خواهش لرلو خو هغې چا ته ښه نۀ وو کړي.

 


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:49 |
 

يو خبر

د سعودي حکومت  په مکه معظمه کښې د (( غار حرا )) په مقدس ځاے کښې يو شمېرتربيت شوي بيزوګان پرېښي دي


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:48 |

 

د مرغۍ نصيحت        

 

محمد شفيق

 

يو سړي د مرغيو د نيولو لپاره جال خور كړے ؤ په جال كښې يې يوه مرغۍ راګېره شوه سړي مرغۍ ونيوله.

مرغۍ دې سړي ته وويل اے نېک انسانه تا به ډيرې هوسۍ بزې او چرګې خوړلې وي د دې څيزونو په مقابل كښې به زما څه حيثيت وي زما په دې لږه غوښه ستا خېټه نه ډکيږي كه تۀ ما ازاده کړې نو زۀ به تا ته درې داسې نصيحتونه وكړم چې که عمل پرې وكړې نو ډېره ګټه به در ورسوي

 


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:47 |

 

پير بابا حضرت سيد علي ترمزي (رح)

                                                                       

 حمزه بابا

که يو نظر وکړې په ما باندې بابا د بونېر

محبوب د رب په رښتيا شاهِ با صفا د بونېر


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:46 |

 

ښکارندوے عليه الرحمه

 

ښکارندوے (رح) د غور د سيمې ؤ.شېخ کټه متي زي (رح) په لرغوني پښتانۀ نومې کتاب کښې د تاريخ سوري په نقل سره ليکلي دي چې ښکارندوے په غور کښې اوسېدۀ  او کله کله به غزني او بست کښې هم اوسېدۀ.


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:45 |

 

مختلفې ليکنې

تعذيت

د روژې ٢١ نېټه د مذهبي دهشتګردو په لاس د مسلمانانو د يو  راشد خليفه او اميرالمومنين د شهادت د کليزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او  مظلومو، پتياليو، ننګياليو او ازادي، خپلواکي، عدل، انصاف او امن و امان غوښتونکو انسانانو ته تعذيت او تسليت وړاندې کوو. ( د مينې اداره )

 

د مور پۍ

د مور پۍ (شودۀ ) د ماشوم لپاره  غوره او مکمل خوراک دے. او په مور باندې د ماشوم يو حق دے. مائېندو ته پکار دي چې خپلو بچو ته خپل پۍ ورکړي او يو غوره او صحتمن بچے معاشرې او ټولنې ته حواله کړي. ( ١ اګست د مور د پيو د نړيوالې ورځې په مناسبت )

 

 

اېټم بم او اېټمي انرجي

په اېټمي انرجي او اېټم بم کښې د زمکې او اسمان فرق دے. اېټم بم د دښمن په مقابل کښې يو دفاعي وسله نه بلکې د زمکې په سر د ټولو جاندارو او ذي روحو څيزونو د تباهۍ سامان دے. اسلام د صلحې او امن دين دے او له خپلې دفاع نه علاوه په هيڅ دښمن باندې  حملې او د بې ګناه انسانانو د تباهۍ اجازت نه ورکوي. د نړۍ ټول هغه هېوادونه چې اېټم بمونه او اېټمي وسلې لري پکار دي راغونډ شي او د هر ذي روح د تباهۍله دې سامان څخه د نړۍ د پاکولو او اېټمي انرجي د سوله ايزو چارو لپاره او د خپلو ولسونو د ترقۍ او خېر ښيګړې لپاره د استعمالولو لوظ او ژمنه وکړي.

( د ګست ٦ نېټه په هېروشيما باندې د امريکې د اېټمي حملې د کليزې په مناسبت چې پکښې لکونه انسانان، حېوانات او بباتات تباه شول )

 

د تمدنونو خبرې اترې

د پښتو متل دے چې (( خبرې په خبرو ختميږي )) جنګونه، جګړې او مرګ ژوبلې د انسانانو کار نۀ دے او نۀ په دې سره مسئلې اواريږي. ټولوهېوادونو، قامونو ، ملتونو، مذهبونو، ګوندونو، حزبونو او ډلو ته پکار دي چې په خپلو مېنځو کښې اختلافات په جنګونو او جګړو نه بلکې په خپلو کښې د خبرو اترو او تعميري بحث او مباحثو په ذريعې سره ختم کړي. او نړۍ د مينې، ارامښت او اطمينان يوه ځانګو جوړه کړي.

(٢١ ستمبر د تمدنونو د خبرو اترو نړيواله ورځ )

 

 

روغه جوړه له چا سره؟

د صلحې او روغې جوړې خبرې د برابرۍ په خپلو مېنځو کښې د اختلافاتو په بنياد کيږي. له صهيونېسټي  اسرائيلي غاصب رژيم سره  د روغې جوړې خبرې  له ظالم سره د مظلوم، له لېوۀ سره د ګډو، له غلو سره د کور د خاوندانو او د جائېداد له قبضه کوونکي سره د مالک د خبرو اترو په شان دي. صهيونېسټانو د امريکې او د هغې د استکباري انډيوالانو په ملاتړ د فلسطينيانو په هېواد باندې قبضه کړې ده او هر ورځ د هغوي قتل عام کوي، د هغوي ښځې ماشومان، بوډاګان، زلميان او ځوانان په خاورو او وينو کښې لوغړوي او يا يې نيسي او په جېلونو کښې يې اچوي د هغوي له ناموسونو سره لوبې کوي، د هغوي پټي ويجاړوي او دغه غاصب او ظالم رژيم  هره ورځ ټول نړيوال او بشري قوانين تر پښتو لاندې کوي نو پکار دي چې له داسې ظالم او غاصب سره د هغۀ په ژبه خبرې اترې وشي او هغه د ظلم ، زور غصب  په وړاندې مقاومت دے نه د هغۀ په وړاندې سر اېښودل دي. ( د روژې وروستۍ جمعه د بېت القمدس د نړيوالې ورځې په مناسبت )

 

 

هولو کاسټ؟

 ( باران په تيراه وشو او خرۀ يې د اکبرپورې يوړۀ )

د يهودو هولو کاسټ يوه مشکوکه موضوع  ده او د دې د څېړلو لپاره پکار دي له دې مسئلې سره د اړوندو غېر جانېدارو ماهرينو يوه نړيواله کمېټي جوړه شي که دا موضوع  د نړۍ د خلقو د غولولو او د خپلو ګټو د حاصلولو لپاره د اسرائيلو يوه په دروغه ډرامه وي نو پکار دي چې په ډاګه شي او لاس ترې واخېستې شي او کۀ څه حقيقت ولري نو د دغه هولو کاسټ ذمه واران او عاملان يورپيان دي  او پکار دي هغوي يې قيمت ادا کړي او په خپلو سيمو کښې يهود و  ته  ځاے  ورکړي  نه چې د هولو کاسټ د قيمت وصولولو لپاره د فلسطين  خاوره او او د فلسطين مظلوم ولس قرباني وګرځي. ( د ښاغلي ډاکټر احمدي نژاد له وېناؤ څخه ))

  

فُزْتُ بِرَبِّ الْکَعْبه

(( د کعبې په رب مې دې قسم وي چې زۀ کامياب شوم ))

     (د ګوزار خوړو په وخت د امام علي (ع) غږ )

 

وائي مرتضی چې محافظ دې خپل اجل دے

ما ته راز د ژوند ښۀ معلوم شوے مکمل دے

واخله دا ثبوت ابن ملجم چې پرې حمله کړه

څه په جوش او مينه مرتضی داسې نعره کړه

وې چې د کعبې په رب قسم چې زۀ کامياب شوم

سيند کښې د انوارو سر تر پايه زۀ غرقاب شوم

جار شم له يقينه چې د ژوند راز ورته حل کا

دا د مرګ په خونه کښې چراغ د سکون بل کا

                                                                                      ( حمزه بابا )

 

 

د روژې سپېڅلې مياشت ټولو مسلمانانو ته مبارک شه

(( روژه ونيسئ او صحتمن شئ )) ( رسول اکرم (ص)

 

 

 

          وړوکے نېکمرغه اختر مو مبارک شه

 

(( د مومن لپاره هره هغه ورځ اختر دے چې په کومه ورځ دې ګناه ونۀ کړي . )) ( امام علي (ع)

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:40 |

غزل

حمزه بابا

 

تندے مې څه پرېوت چې سر پرېوت

نن زما سر د چا په در پرېوت


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:40 |

 

غزل

خوشحال بابا         

 

 

مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک

له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک

 


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:40 |

 

د فلسطين ژړا

انور شاهين خانخېل

 

په فلسطين کې کونډې رنډې يتيمان ژاړی

د اسرائيلو په ستم ټول مظلومان ژاړی


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:39 |

 

د فلسطين ازادی

                                  

فضل يزدان افتاب _ بره بانډۍ ( سوات)

 

ازادی د فلسطين خو روشن باب دے

مظالم د صهيونېسټ مونږ له عذاب دے


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:38 |

 

اختر

نسيم لېوال

 

زما د هيلو اميدونو بختور اختره

زما د ژوند د بهارونو زورور اختره


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:36 |

 

غزل

مراد علي مراد

راته د مينې چې اقرار نۀ کوي

چې په ما باندې ګل ګوزار نۀ کوي


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:36 |

 

د لېمو خبرې

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوے

د همت  زلمي  که  زړونه  واړۀ  نۀ کړي

معشوقې به يو وخت خپلې را وادۀ کړي


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:34 |

 

پېښور

محمد الله افغان

 

هر زيارت به يې اباد به منجور ؤ

ستاسو ښار په اذانونو بختور ؤ

 


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:33 |

 

آخرت

دلدار حسېن مجروح

 

خداے نه وغواړه دعا د آخرت

چې ښائسته دې شي دنيا او آخرت


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:32 |

 

دلېونيانو په جامه کښې

ذکرالله ملنګ

دا ستا په سر به ياره زۀ قبولې زولنې کړم

کوڅه کښې به دې ګرانه ګرېوان څيرې لوڅې پښې کړم


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:31 |

 

هسک منا ر

 

    ملتيا ر ـ جنوبي پښتونخوا

 

ستاپه خيال کي چي تل ورک وم،تادريادنکړم هيڅکله

که   رنځو ر وم  که روغ رک  وم، تادريادنکړم هيڅکله


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:30 |

 

مظلوم فلسطين

 

انور تبسم صده کرم اېجنسي

 

د غزې په لويه تړانګه سوريې په سرحدونو

تسلط دے د كفارو د خليل په زيارتونو


د تفصيل لپاره دلته کلک کړئ
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 88/05/01 او وخت 5:29 |