نوې چپې
(ناول)

(پنځمه برخه)
ليک: ارواښاد حمزه بابا
......... په تېر پسې
حليمه: (( ما ځواب درلېږلے ؤ، چاې د وخته تيارې وې خو تاسو راويښېدئ نه نو.))
اکبر خان: (( ادې بېګا ډېر زيات خوب راتۀ ، وس به چاې وڅښو.))
حليمه: (( ګل اندامې ورشه د دواړو وروڼو لپاره چاې راوړه )) ګل اندامه ښکته لاړه او حليمې د خپلو خبرو سلسله جاري وساتله (( نو بچے شکر دے چې خداے زما له بچي سره روغ جوړ له عظيم خان نه راوستے، اوس مې ستا خور سره د صفيې خبرې کولې، که هغه دلته وې نو ګلرخ به ورسره خوشحاله وه.))
سليم: (( هو ترورې ما ته اکبرخان ويلي دي چې په پېښور کښې ده. ))
حليمه: (( ما دې خور ته ويل چې صفيې د کاپيرانو سبق ويلے دے. )) په دې خبره ټولو اوخندل. اکبر خان په دې موقع د ګلرخ مخ ته اوکتل هغې هم ده ته کتل، د دواړو سترګې مخامخ شوې او د هر يو په سترګو کښې د بل لپاره نوے پېغام او څه پاريدلي غوندې تاثرات وو. اکبر خان محسوس کول چې د ګلرخ هغو کږو کږو بڼو چې له مستۍ نه يې اسمان ته کتل د هغۀ د زړۀ سم سم اويشت. په يوه لمحه کښې د هغې دويو معصومو سترګو د پاکې مينې يو ښکلے عنوان څرګند کړ. د هغې په تندي يوه داسې رڼا وګرځېده چې د اکبر خان په زړۀ کښې څه نوې غوندې روښنائي پېدا شوه. سر يې زنګون په خوا کښې ښکته کړ او د وېښتو يوې ښکلې لړۍ له پلو نه سر راووېست او د هغې د اننګې بلا يې واخېسته.
سليم: (( دا ټول د اکبر خان قصور دے. ))
حليمه: (( هو کنه بچيه، خو ستا په خور کښې هم د صفيې ځينې خويونه شته. ))
سليم: (( رښتيا! ! هغه کوم دي. ))
حليمه: (( وس يې يوه ورګه ونيوه، ما ورته وويل چې په خاوند به ګرانه يې نو وې ويل چې دا دغه دي، څه دې ورته ويل بچې! )) ګلرخ مسکۍ شوه، د شرم سرخي يې په اننګو وګرځېده او سر يې ښکته کړ.
ګلرخ: (( توهمات )) په دې خبره سليم بيا په خندا شو، اکبر خان هم ورسره په خندا کښې ملګرتيا وکړه.
سليم: (( ګلرخ هسې کم عقله ده، هغه په څه پوهېږي، تا بالکل رښتيا ويلي دي. په ټولو قامونو کښې څه نه څه توهمات وي او د هر يو څه نه څه بنياد هم وي. په هغه کښې ځينې ځينې خو بالکل وهم وي او ځينې ځينې د رښتياؤ اړه هم لري.))
اکبرخان: (( چې نوم يې توهم وي نو د رښتياؤ اړخ يې لا کوم پاتې کېدې شي؟ ))
ګلرخ: (( لا له هسې د ترور بي بي ملګرتيا کوي اوس به د دې لپاره هم ارو مرو څه فلسفيانه ځواب ځواب پېدا کوي.))
حليمه: (( تۀ کسه چې اکبر خان هم ورسره ملګرے شو. دغه شان د صفيې ملګرتيا هم کوي.))
سليم: (( ورسره ملګرے دې شي کنه زۀ وايم چې دا ټولې خبرې کومو ته چې مونږ د ښځو مسئلې وايو کټ مټ غلطې نۀ دي.))
ګلرح: (( په څه غلطې نۀ دي؟ ))
سليم: (( نورې خبرې خو پرېږدئ دا يوه د ورګې قصه به واخلو )) اکبرخان په زوره اوخندل.
حليمه: (( ولې بچيه په څه پورې دې اوخندل.؟ کسه کنه چې سليم ته کسي او خاندي )) سليم هم مسکے مسکے کېدو.
سليم: (( اکبر خان ځکه خاندي چې زۀ بيګا لږ غوندې ورګو تنګ کړے وم.))
اکبرخان: (( د عظيم خان د بوسو له کوټې نه ورسره يو څو اوږې ورګې راغلې وې.)) ګلرخ سر ښکته کړ اويوه لطيفه سندريزه خندا يې وکړه. په دې کښې ګل اندامې چاې او سامان راوړ او په سټول يې کېښود. اکبر خان ورته خپله کرسۍ نزدې کړه اوس هغه ګلرخ ته مخامخ کښېناست. ګلرخ له شرم نه نيم ډډې غوندې شوه خو مخ يې پوره پوره ونۀ ګرزوۀ. اکبر خان اګۍ او پراټې سليم ته ورمخکښې کړې او بيا يې پيالۍ ډکې کړې.
اکبرخان: (( ښه نو د ورګې خبره دې کوه کنه. ))
حليمه: (( پرېږده وس بچيه، ورګه دې ورکه شي خپلې چاے وڅښئ.))
سليم: (( خېر دے ترورې مونږ په سبا نهرې خبرې اترې کوو.))
حليمه: (( رښتيا دې وويل، صفيې به هم ډېرې خبرې کولې چې ما به ورته وويل چې د خوراک په وخت خبرې ښې نه وي نو ويل به يې چې د هضم لپاره ډېرې ښې وي او د نن پرون دغه هم دے... ګل اندامې څه ورته وائي هغه ميرات مې بيا هېر شو.)) ګل اندامې د سليم په مخکښې له شرمه هيڅ او نه ويل شول سر يې ښکته شو.
اکبر خان: (( فېشن ))
حليمه: (( هو بچيه پېشن پېشن )) سليم او اکبر دواړه په خندا شول.
سليم: (( خېر ډېر کم خلق به داسې وي چې هغوي ورګه نيوې شي. د ورګې حس له ښاپېرک نه څه کم نۀ دے نو کوم خلق چې د ورګې غوندې چالاک او محس شےنيوے شي نو پوه شه چې د هغوي حس به له ورګې نه هم تېز وي.))
ګلرخ: (( نو لاله تا بېګا ورګې اونيوې شوې؟ ))
سليم: (( يوه هم نه ))
اکبر خان: (( نو بس تۀ هم محس او چالاک نه يې، او نۀ دې دا نظريه صحيح ده او نۀ په خپلې ناوې ګران يې. ))
حليمه: (( نه بچيه! دا خبره خو د ښځو لپاره ده، د سړيو لپاره نۀ ده. که کټمل وې نو سليم به نيولے ؤ. هغه خو ورګې وې او ورګې هم ښځې وي. )) دا خبره حليمې څه په داسې ساده انداز کښې وکړه چې ګل اندامې ته هم خندا ورغله. هغې خپل پړونې مخ ته ونيوۀ. د اکبر خان له خولې نه په خندا خندا کښې د چايو يو څاڅکے هم پرېوتۀ. ګلرخ هم په خندا خندا کښې اکبر خان ته وکتل، د هغۀ له وښکي نه چاې په زنه رابهېدلې وې او اوس لګيا ؤ هغه يې پاکولې.
اکبرخان: (( ښه ادې نو کوم سړے په ښځه ګران وي )) سليم مسکے مسکے کېدۀ او د حليمې د خبرې د رد عمل د ختم کېدو په انتظار ؤ.
سليم: (( تاسو زما خبره ولې تالا کړه؟ غوږ خو راته کېږدئ ))
اکبرخان: (( ښه ده وايه خو دا چاې به درته سړې شي.))
حليمه: (( صفيه هم چاې سړوي او بيا يې څښي. ))
سليم: (( هو ډېرې تاودې نقصاني دي.... ښه نو ما درته ويل چې د ورګې حس د ښاپېرک په شان قوي وي او کوم خلق چې ورګه نيوې شي د هغوي حس به له ورګې نه هم زيات قوي وي. ))
اکبرخان: (( اے ورځه ومې منله چې حس به يې له ورګې نه زيات قوي وي خو تۀ له دې نه ثابتوې څه؟ ))
سليم: (( له دې نه دا ثابتوم چې د کومې ښځې خس تېز وي نو له هغې سره د هرې خبرې پوره پوره احساس وي او هم دغه وجه ده چې هغه د خپل خاوندپه احساساتو باندې ډېره ښه پوهېږي. په داسې حال کښې به هغه د خپل خاوندد جذباتو پوره پوره لحاظ ساتلے شي او په دې وجه به هغه په خپل خاوند باندې ګرانه وي. نو د ترور بي بي خبره ثابته شوه چې د ورګو ښکارزنه په خاوند ګرانه وي. څنګه؟ )) اکبر خان مسکے شو د ګلرخ د دې احساس په وجه چې وس به اکبر خان هغې ته وګوري سر يې ښکته کړ.
ګلرخ: (( ومو ليدل چې د فلسفې له ګوډي نه يې درته روغه جوړه نظريه راووېسته؟))
اکبرخان: (( سليم سره د فلسفې ټکسال دے چې په ناروا پورې ونښلي روا ترې جوړ کړي. ))
ګلرخ: (( ښه دا مې ومنله خو دا ووايه چې کارغۀ غږ وکړي نو دا ښځې ولې وائي چې د ښو زېرے وکړه.)) کارغۀ په څه پوهېږي؟ ))
اکبرخان: (( وس جوړه کړه د دې لپاره هم څه فلسفيانه نظريه چې واورو.... )) سليم له پيالۍ نه د چايو يو ګوټ وکړ او بيا په فکر کښې لاړ. اکبر خان د تپوس په نظر ګلرخ ته وکتل. دا ځل يې د ګلرخ نظر د يوې ښې شېبې لپاره استقبال وکړ او بيا يې سر ښکته کړ. دواړه زړونه لحظه په لحظه يو بل ته نزدې کېدل، غېريت او تکلف کډه په سر وو.
ګلرخ: (( لاله لګيا دے د فلسفې په ګوډي کښې د کارغۀ د اواز نظريه لټوي.))
اکبر خان: (( ما ورته د ځواب لومه تياره کړې ده، شابه کنه ولې چپ شوې. ))
سليم: (( هن؟ ځه؟ خېر صبر وکړه زۀ د کارغۀ د اواز د توهم په حقله د دې مقدمات لټوم چې بنياد يې معلوم شي. ځواب به په خپله اوشي.))
ګلرخ: (( بنياد يې بې علمي ده نور څه دي؟ ))
سليم: (( د بې علمۍ هم څۀ نه څۀ بنياد وي. ))
اکبرخان: ((زمونږ ورته حاجت نشته )) او له دې سره په خندا شو.
سليم: (( تاسو ما پرېږدئ چې زۀ .......))
حليمه: (( اوشوه بچيه! دومره پکر مۀ کوه د کارغه بې شرمه دې رنګ ورک شي چاې دې سړې شوې خو صفيه بچۍ مې سړې چاې څښي ځکه چې دا د نن پرون دغه دے ..... يره خو بيا مې له پکره اوت.))
ګلرخ: (( فېشن ))
حليمه: (( هو، پېشن ))
سليم: (( خېر نور بيا سهي چې دا چاې وڅښو. ))
اکبرخان: (( پړ شوې که نه؟ ))
سليم: (( نه پړ نۀ يم فی الحال که دا نظريه زما فکر ته رانغله نو د دې دا مطلب نه شو چې د دې توهم به څه بنياد نه وي. صبر وکړه را به شي.)) دا يې وويل او پياله يې نسکوره کړه.
حليمه: (( وئ بچيه! نورې اوڅښه، تا خو هيڅ و نه خوړل.))
اکبر خان: (( کارغه ترې وتښتول. ))
سليم: (( راځه چې ځو بهر ته. ))
حليمه: (( بچيه! بس؟ ))
سليم: (( هو ترور بي بي . ګلرخ خورکې! تۀ ناسته اوسه. ))
اکبر خان: (( ادې وړه بي بي درنه خفه نه شي.))
حليمه: (( ولې به خفه کيږي، دا ټوله خونه خو به ورلوګے کړم، خو چې تا نه سليم خفه نۀ شي.))
اکبر خان: (( عظيم خان خفه کړې وه خو شکر دے چې هغه خفګان د ډېر لږ ساعت لپاره وه )) حليمې په اننګي ګوته کېښوده
حليمه: (( وئ عظيمه! د ږيرې هډ دې په خوله شه داسې هم څوک کوي؟ بچيه اکبر خانه ولې درنه ژوندے پاتے شو؟
اکبر خان: (( د بړوان صاحبزاده مې نۀ شو خفه کولې.))
حليمه: (( دا دې هم ښۀ وکړل بچيه! هغه ګل نظيم ته يې چې ښېرې کړې وې تر اوسه يې سر تندے نۀ لګي. ښه ده ورځئ بلا مو واخلم.)) دا ځل سليم مخکښې شو او اکبرخان ورپسې شو. د ګلرخ نظر له اکبر خان سره سم جلب اونښلوۀ، د ګل اندامې ورته فکر شو. ګل اندامې د دنيا ډېرې تودې سړې ليدلې وې، خاوند يې د شيعه ؤ په جنګ کښې مړ شوے ؤ او اوس يې له يو زوے سره کنډتون کوۀ. هغې د ګلرخ په سترګو کښې د پاکې مينې رڼا اوليده، مسکۍ شوه او له ځان سره يې سر اوخوزوۀ. د ګلرخ نظر تر هغه له اکبرخان سره وۀ چې سر يې په پوړو کښې په ښکته پنا شو. خولې ته يې رومال ونيوۀ او اسوېلې ښکالو يې په رومال راحصاره کړه. اکبر خان او سليم چې حجرې ته اورسېدل هلته ورته د نازيان يو ملاتړلي سړي انتظار کوۀ.
شېراحمد: (( ملکه دا سړے له نازيان نه راغلے دے، ارمګ ملک رالېږلے دے، نامه يې سنجاب ده.))
اکبرخان: (( هر کله راشه. ))
سنجاب: (( خوار مۀ شے هر کله اوسې. ))
اکبر خان: (( شېراحمد ماما مېلمه لپاره خو چاې.......))
سنجاب: (( نه ملکه شېر احمد ماما خو د چايو ډېر ټينګ ست راته وکړ خو ما چاے د عظيم خان په ځاے کښې څښلي دي. ))
اکبر خان: (( خېر خو وۀ څۀ رنګه دې پېښه راوکړه؟))
سنجاب: (( مګ ملک له سليم خان نه خبر شوے ؤ چې عظيم خان ولجه کړے دے. تا ته به معلومه وي چې له مونږ غلجي سره لوخے دے. ( لوخے د پښتنو يو رواج دے چې د يو قام سړي د بل د يو سړي په کلي کښې پسۀ يا ګډ حلال کړي. نو بس هغه يې د حفاظت ضمانت ګڼلے کيږي. بيا په هغه قام کښې بې خطرې تګ راتګ کولې شي.) او له مورګې پورې ورسره مونږ دوه کسه بدلګه هم راغلي وو. زۀ يې عظيم خان ته راولېږلم چې زمونږ د غلجو دا خان دې په څه ولجه کړ. خو هلته خبر شوم چې سليم بېګا اکبر خان په زور ترې خلاص کړے دے. په زړۀ مې رڼا شوه.))
سليم: (( ملک ته زما سلام ووايه او پس له سلامه دا چې عظيم خان سره مونږ روغه وکړه، فکر دې نۀ کوي.))
سنجاب: (( هغه به روغه کله ومني، تاسو ته مګ نۀ دے معلوم؟
سليم: (( ما ته معلوم دے خو د بړوان صاحبزاده او نور ملايان په مېنځ کښې دي، له داسې بزرګانو نه به مخ ګرزول ښۀ نه وي. ))
سنجاب: (( ښه شوه زۀ به ورته ووايم. خو هغه چرته سړېدۀ په ډاګه ډاګه يې ځان واهۀ. )) سليم مسکے شو.
سليم: (( د هغۀ هم دغسې خوي دے. اکبر خانه څه به درته وايم ډېر مېړنې سړے دے. ))
اکبرخان: (( ما يې هم نوم اورېدلے دے. خېر تۀ ورته دا ځواب وکړه که بيا څه ويل نو سره خبر به شو. ))
سنجاب: (( زۀ به ځم هغه به زما لار ګوري. ))
اکبرخان: (( شنواريه نن خو زمونږ مېلمه يې صبا به يو سړے هم درسره کړم.))
سنجاب: (( ډېره ښه ده حصار به شم.......)) هغه ورځ سليم له اکبر خان سره بهر تېره کړه. د خپلې ګوندې په نورو کلېو وګرځېدۀ، سليم موقع په موقع يو څو رباعيانې هم وليکلې. د هغۀ شاعرانه تخيل په تيراه کښې نوې نوې نظريې پېدا کړې. چې ماښام ته واپس راغلل شېراحمد ورته مخې ته راغے.
شېراحمد: (( د غظيم خان مور راغلې وه )) سليم حېران غوندې شو
اکبرخان: (( د څه لپاره راغلې وه؟ ))
شېراحمد: (( وائي چې له وړې بي بي سره وينم، ))
اکبرخان: (( په وړه بي بي يې کوم مخ پرې اېښے دے، په کومو سترګو به ورسره ګوري؟
سليم: (( په دې حرج څه دے؟ او بيا هغې غريبې خو زمونږ په سر وهل هم خوړلي دي.))
اکبرخان: (( د مار مور هم ماره وي ))
سليم: (( دا مثال د بني آدمو په نسبت اکثر غلط ثابتيږي، هغه ډېره نېکه ښځه ده، ضرور دې زما خور ورسره وويني.))
شېراحمد: (( ما تر اوسه په خپل کالۀ کښې حصاره کړې ده بس تاسو ته مې کتل. ))
اکبرخان: (( له وړې بي بي سره يې د ليدو مطلب څه دے؟))
شېراحمد: (( يو پنډوکے غوندې ورسره دے وائي چې وړې بي بي لپاره مې څه راوړي دي.))
اکبر خان: (( خداے خبر چې څه يې راوړي دي؟ ))
دوام لري نور بيا.........................
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ
88/03/01 او وخت
5:46 |