له پېغمبراكرم (ص) سره د پنځو ډلو مناظره
د اسلام د پنځومخالفو ډلو (يهوديت، عيسائيت، ماديت، مانويت، او بت پرستۍ) لارويانو يو مشترک پلاوے وټاکۀ، چې د اسلام له ګران پيغمبر (ص) سره مناظره وکړي. او هرې ډلې دا هيله لرله چې کېدې شي له مونږ سره په بحث کښې پړ شي او زمونږ نظريه ومني. (١)
دوي په مدينه منوره كښې د خـداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) خدمت كښې حاضر شول او ورنه چاپيره كښېناستل د خداے ګران رسول (ص) په درناوي سره د هغوي هرکلے وکړ او هغوى ته يې په روڼ تندى د بحث د شروع كـولواجازه وکړه.
يهودى ډلې وويل:
(( مونږ عقيده لرو چې حضرت عزېر(ع) د خداے زوے دے، راغلى يو چې پدې لړ كښې له تاسو ( د اسلام له پېروکارو) سره مباحثه وكـړو كه په دې مباحثه كښې مونږ په حقه شو؛نوتاسو هم زمونږعقيده ومنئ؛ ځکه چى پدې كښې مونږ له تاسو څخه مخكښې شوي يو او كه ملګري نه شوئ؛ نو بيا مجبور يو چې له تاسو سره مخالفت او دښمني وكړو. ))
د عيسائيانو ډلې وويل:
(( مونږ عقيده لرو چې حضرت عيسى (ع) د خداے زوے دے، او خداے له هغه سره يوځاے شوے دے. مونږ اوس تا ته راغلى يو چې پدې باره كښې درسره خبرې اترې وكړو. كهْ زمونږ پيروى دې وكړه او زمونږ عقيده دې ومنله نو مونږ پدې عقيده كښې له تا نه وړاندې يواو د مخالفت په صورت كښې به په طبيعى توګه درسره مخالفت ته راپاڅېږو. ))
ماده پرستې (دخداے منكرې) ډلې وويل:
(( مونږ عقيده لرو چې دنيا ابتدا او انتها نلرى، دا لرغونې، له پخوا راهسې او همېشنۍ ده. پدې لړ كښې د بحث لپاره راغلي يوكه له مونږ سره پدې عقيده كښې موافق يې؛ نو معلومه ده، چې وړومبيتوب له مونږ سره دے. او كه نه؛ نو مخالفت به دې كوو))
مانوي ( دوه خدايان منونکې ) ډلې وويل: :
(( مونږ عقيده لرو، چې دنيا دوه چلوونكي ، تدبيروونكـي او دوه مبداوې لرى. يوه مبداء نور (رڼا) ده او بله مبداء ظلمت (تياره) ده، مونږ د مناظرې لپاره راغلى يو. كه پدې بحث كښې زمونږ د عقيدې ملګرے شوې نو ښه ده چې البته برترى او وړاندې توب له مونږ سره دے او د مخالفت په صورت كښې به دې مخالف يو. ))
بت پرستې ډلې وويل:
(( مونږ عقيده لرو چې زمونږ بتان زمونږ خدايان دي، راغلى يو چې پدې باب درسره بحث وكړو كه ستا عقيده له مونږ سره يو شان وي؛ نو څرګنده ده چې وړومبيتوب له مونږ سره دے ، او كه نه نو درسره به دښمني كوو.))
د خداے د ګران رسول (ص) ځواب
د خداے ګران رسول (ص) وړومبې په مجموعي او عمومى توګه داسې وفرمايل:
(( تاسو خپله عقيده څرګنده كړه، اوس وار زما دے چې خپله عقيده درته واضحه كړم زۀ په يوبې سارى او بې مثله خداے پاک باندې عقيده لرم او بغېر له هغۀ نه له هر ډول معبـود څخه منكريم. زۀ هغه پېغمبر يم چې خداے پاک د دنيا د ټولو خلقو لپاره استازے غوره كړے يم. زۀ د خداے پاګ د رحمت زيـرے وركونكـے او د هـغۀ له عذابه ويرونکے يم، او د نړۍ ټولو خلقو ته حجت يم ، خداے پاک ما د مخالفانو او دښمنانو له زيانه په امان کښې ساتى. ))
بيا پېغمبراكرم (ص) په ترتيب سره له هرې ډلې سره مناظره شروع كړه چې دلته يې لولو:
له يهودي ډلې سره مناظره
پېغمبر اكرم (ص): (( ايا تاسوغواړئ چې زۀ بې دليله ستاسو خبرې ومنم؟))
يهودي ډله: (( نه )) . پېغمبراكرم (ص): (( پدې باب چې حضرت عزير(ع) د خداے پاک زوے دے، ستاسو دليل او منطق څه دے؟
يهودى ډله: (( تـورات په بشپړه توګه له منځه تلے او ختم شوے ؤ او چا يې د بيا ژوندي كولو وس نـه لرۀ، عزېر هغه راژوندے کړ؛ نو ځکه مونږ وايو، چې هغه د خداے زوے دے .))
پېغمبراكرم (ص) : (( كـه دا منطق د حضرت عـزېر (ع) د خداے پاک په زوےولۍ دليـل وي نو بيا خوحضـرت موسى (ع) چې تورات يې راوړے او ډېرې معجزې يې لرلې دي او تاسو هم يې اعتراف كوئ زيات حق لري چې د خداے پاک زوے يا له دې رشتې هم لوړ وي ، نو بيا ولي د حضرت موسى (ع) په باره كښې داسې عقيده نه لرئ چې مقام يې ( له حضرت عزېر) نه ډې لوړ ؤ؟ نو ايا له زوے ولۍ نه ستاسومراد دا دے چې هغه د نورو پلارانواو زامنو په شان د وادۀ اوكـوروالي له لارې زېږېدلے دے؟ نو که دا مراد مو وي نو په دې صورت كښې تاسو خداے پاک مادى اومحدود موجود ګڼئ؛ نو د دې خبرې لپاره بيا ضروري ده چې د خداے پاك لپاره هم د يو پېدا كونكي تصور کوئ او هغه يو بل خالق ته اړمن ګڼئ. ))
يهودى ډله: (( د عـزېر له زوے ولۍ او زېږېدنې نه زمونږ مراد دا ندے چې تا وويل، له دې نه خو مراد جهل او كفر څرګندېږي، بلکې زمونږ مراد شرافت او درناوے دے. لكه زمونږ ځينې عالمان چې يو ځانګړي او ممتاز شاګرد ته وائي: :"اے زويه" يا چا ته وائي چې "هغه زما زوے دے"نو معلومه ده چى دا زوے ولي د كوروالي او زېږون په بنياد نـۀ ده؛ ځکه چې شاګرد خو يو پردے سړے دے او لـه اسـتاذ سره څه خپلوي نه لري.همدارنګ خداے هم د حضرت عزېر د شرافت او درناوي په وجه هغه خپل زوے ګرځولے دے او مونږ هم ورته له دې كبله د خداے زوے وايو. )) .پېغمبر اكرم (ص): (( ستاسوځواب هم هغـه دے چـې مخكښې مې دركړو، چې كه دغه منطق د دې سبب شى چې مونږ حضرت عزېر(ع) د خداے پاک زوے وګڼو نو له هغه چا سره زيات ښائي چې له حضرت عزېر(ع) نه يې درجه لوړه ده، لكه حضرت موسى (ع) چې د خداے پاک زوے وګڼو؛ نوبس خداے پاک كله كله انسانان د خپلودلائلواو اقرار په ذريعه محكوموي. ستاسو دليل او اقرار راښيئ، چې تاسو بايد د حضرت موسى(ع) په باره كښې له حضرت عزير(ع) نه زيات څه ووائئ، تاسو مثال ورکړ او ومو ويل، چې يو مشر او استاذ خپل شاګرد ته چې ورسره هيڅ ډول خپلوى نۀ لري د درناوي په وجه وائي:"اے زويه" يا "هغه زما زوے دے"؛ نو په همدې بنياد بيا دا روا وګڼئ، چې استاذ به له هغه نه بل ښۀ شاګرد ته ووائى: "دا زما ورور دے" او له هغۀ نه بل ښۀ ته به ووائي چې" دا زما استاذ او زما مشردے" يا " دا مې پلار او آقا دے " يعنى هر څوک چې څومره زيات عزت او احـترام لـرى په لا ډېـرواوچتو تعبيرونوسره به ياديږي. پـدې صورت کښې تاسو دا روا وګڼئ چې وويل شى حضرت موسى (ع) د خداے پاک ورور يا استاذ يا مولا يا پلار دے، ځكه چې د حضرت مـوسى (ع) مقـام لـه حضرت عزېر(ع) نه لوړ او اوچت دے . .
اوس درنه دا پوښتنه كوم چې ايا تاسو دا روا ګڼئ چې حضرت موسى (ع) د خداے پاک ورور يا پلار يا ترۀ يا استاذ يـا مولا، يا مشر وغېره دے اوخداے پاک د عزت او درنـاوي لـه مخې حضرت موسي (ع) ته ووائي:اے زما پلاره! ،اے زمااستاذه!، اے زما ترۀ!، اے زما مشره ....... . .))
د رسول اكرم (ص) د دغو پريكندو او مدللو خبرو په اوريدو سره د يهودو ډله له بحث نه پاتې راغله اويهوديان پداسې حال كښې چى حېران او پريشان وو وويل: مونږ ته اجازه راكړه چـې پدې باره کښې غـور او فكر وكړو.
پېغمبر اكرم (ص): البته كه تاسو په پاک، خالص او له انصاف نه په ډک زړۀ سره پدې باب سوچ او فكر وکړئ نو خداے پاک به مو د حقيقت په لور هدايت كړي .
له عيسائي ډلې سره مناظره
اوس وار د عيسائي ډلې راغے. د خداے ګران رسول (ص) هغوى ته مخ راوګرځوۀ او ورته يې وفرمايل: (( تاسو وائئ چې قديم خداے پاک له خپل زوے حضرت عيسى (ع) سره يو ځاے شوے دے، ستاسو مطلب له دى خبرې نه څه دے؟
ايا له دې خبرې نه ستاسو مراد دا دے چې خداے پـاک له قـديم (پخواني) کېدو نه تنزل وکړ او راټيټ شو.او يوحادث موجود ( پيدا شوے موجود) شو، او لـه يو حادث موجود ( حضرت عيسى (ع) سره يوځاے شو. يا د دې په اپوټه (برعكس) حضرت عيسى (ع) چې يوحادث اومحـدود موجـود دے ترقى وكړه او لـه قـديم پروردګار سره برابراو يوشو او كه له يو ځاے كېدو نه ستاسو مراد د حضرت عيسى(ع) درناوے او شرافت دے؟ ! كه وړومبۍ خبره ووائئ؛ يعنى يو قديم وجود په يو حادث وجود بدل شي نو دا ناممكنه ده، ځکه چې له عقلى نظره دا ممكنه نده، چې يو ازلي او نا محدود څيز،حادث او محدود شى، اوكه دويمه خبره وكړئ نو دغه هم ناممكنه ده ځکه چې له عقلى نظره يو محدود او حادث څيز په يو نا محدود او ازلى او قديم څيز باندې بدلېدل ناممكن دي .
او كه درييمه خبره وكړئ نومعنا يې دا شوه، چې حضرت عيسى (ع) هم د نورو بندګانو په شان حادث دے خو د خداے پاک په نزد د عزت او احترام وړ او يو ځانګړے بنده دے؛ نو پدې صورت كښې به هم له قديم پروردګار سره د عيسى(ع) يو ځاے كېدل او برابـرېدل ناممكن وي . ))
عيسائي ډله: (( خداے تعالى حضرت عيسى (ع) ته يو لړ خصوصيتونه او ځانګړتياوې ورکړې وې او يو لړ معجزې او عجيبه چارې په اختياركښې وركړې وې نو پدې وجه يى خپل زوے غـوره كـړے دے، او دا زوے ولي د هغۀ د عزت، احترام او شرافت په وجه ده .))
پېغمبراكرم (ص): (( همدا مطلب مو له يهودي ډلې سره په خبرو كښې وڅېړۀ او تاسو هم واورېدۀ ؛ نوكه داسې وي ، چې خداے پاک حضرت عيسى(ع) د هغۀ د خصوصيتونو ، ځانګړتياؤ او امتيازاتو په خاطرخپل زوے وګڼي نو هغه كسان چې له حضرت عيسى (ع) نه لوړ مقام لرى يا د هغۀ برابر دي نو بيا پكار دي چې خپل، پلار، استاذ، ترهْ او مشر وغېره . يې وګڼي.)) عيسائى ډلې د دغو خبرو په وړاندې هيڅ ځواب و نه لرۀ او نژدې وه چې له بحث نه پاتې راغلي وې، يو تن پكښې وويل : ايا تاسو حضرت ابراهيم د خداے خليل (دوست) نه ګڼئ؟
پېغمبر اكرم (ص): (( هو، د خداے پاک خليل يې ګڼو ))
عيسائى: (( له همدې امله مونږ هم حضرت عيسى(ع) د خداے زوے ګڼو، مونږ ولې له دې عقيدې نه منعې كوئ؟ ))
پېغمبر اكرم (ص) : (( دا دواړه لقبونه فرق لري. دخليل كلمه په اصل لغت كښې له "خَله" (د ذَره په وزن) اخېستل شوې ده، چې معنايې شكر او نياز دے، دې ته په پام سره، چې حضرت ابراهيم (ع) خداے پاک ته ډېرمتوجه ؤ په عزت نفس سره يي له نورو نه ځان بې نيازه ګڼۀ دخداے پاک د درګاه فقير او حاجتمـن ؤ؛ نو ځکه خداے پاک خپل خليل وټاكۀ لكه تاسوخواور ته د حضرت ابراهيم (ع) د غورځولو پېښې ته پام وكړئ: هغه يې چې د نمرود په حكم په منجنيق (مچوغنه، ټال) كښې كښېنولو چې اور ته يې وروغورزوى؛ نو حضرت جبرائيل (ع) ورته راغے او وې ويل:
خداے پاک ستا مرستې ته رالېږلے يم ,حضرت ابـراهيم (ع) ورته وويل زۀ له خـداے نه بغېر چاته ضرورت نۀ لرم، د هغۀ مرسته راته بس ده، هغه ډېر ښۀ ساتندوے دے.خداے پاک په همدې وجه هغه خپل خليل وبالۀ ، خليل يعنې د خداے پاک فقير او محتاج او د خداے له مخلوقاتونه پرې شوے اوكه د خليل كلمه د"خِله"(د پِله په وزن) له مادې وګڼونو پدې صورت كښې حضرت ابراهيم (ع) "خليل" ؤ؛ يعنې د خلقت او حقائقو له اسرارو او رازونو نه خبر ؤ او داسې معنا له خالق سره د مخلوق د تشبيه او ورته والي سبب ګرځي . نو له دې امله كه حضرت ابراهيم (ع) يوازي د خداے پاک محتاج نه وې او له رازونوخبرنه وې نوخليل به هم نه ؤ،خو د پېدائش او تناسل په موضوع كښې د پلاراو زوے ترمېنځ ذاتي تعلقات وي چې كه پلار زوے له ځانه وشړي اوتعلقات ورسره وشلوي نوبيا هم هغه د هغۀ زوے وي او د پلار او زوے ولۍ تعلق لري .
اوس كه ستاسو دليل همدا وي چې څنګه حضرت ابراهيم (ع) د خداے پاك خليل دے؛ نو حضرت عيسى(ع) هم د خـداے پاک زوے دے نو پدې تـوګه بيا ووئئ چـي حضرت موسى (ع) هم د خداے پاک زوے دے بلكي هماغه ډول چې د يهودو دې ډلې ته مې وويل كه داسي وي چې د خلقو د مقام درجه د دغونسبتونو سبب شي نو بيا ووائئ چى موسى (ع) د خداے پلار،استاذ، ترۀ مشر او مولا دے. خوتاسوهيڅکله داسې نۀ وائئ.)) . يو بل عيسائي وويل: (( په انجيل كښې راغلي دي، چې حضرت عيسى وائي:"زۀ د خپل پلار او ستاسو د پلار په لور ځم" نو پدې عبارت كښې حضرت عيسى (ع) خپل ځان د خداے زوے ښودلے دے ))
پېغمبر اكرم (ص): (( كه تاسو انجيل منئ نو بيا د حضرت عيسى (ع) د دې وېنا مطابق پكار دي نور خلق هم د خداے زامن وبلئ ځکه چې حضرت عيسى (ع) وائي ًًزۀ’ د خپل پلار او ستاسو د پلار په طرف ځم ، د دې خبرې مطلب دا شو چې زۀ هم د خدا ے زوے يم او تاسو هم د خداے زامن يئ. له بلې خوا دغه وېنا ستاسو مخكښې خبره ( چى حضرت عيسى (ع) يو لړ خصوصيتونه، ځانګړتياوې، شرافت او احترام لري نو خداے پاک ځکه دخپل زوے په توګه بللے دے) ردوى؛ ځکه چې حضرت عيسى(ع) پدې خبره كښې يوازې خپل ځان د خداے پاک زوے نۀ ګڼي ؛ بلكې ټول د خداے پاک زامن ګڼي. نو له همدې امله د زوے ولۍ معيار د حضرت عيسى(ع) غېر معمولي ځانګړتياوې كېدې نۀ شي؛ ځكه چې نور خلق هم سره له دې چې دغه خصوصي امتيازات او ځانګړتياوې نۀ لري خو بيا هم د حضرت عيسى په وېنا د خـداے پاک د زامنو په توګه بلل شوي دي؛ نو هر مومن او خدا پرست ته ويلې شو چې" اے د خداے زويه !" تاسو د حضرت عيسى(ع) ويناوې نقلوىْ خود هغۀ په خلاف خبرې كوئ تاسو ولې د "پلاراو زوے" كلمه چې د حضرت عيسى (ع) په خبروكښې راغلې ده د هغې عامې معنې په ځاے په بله معنا اړوئ ؟ كېدې شي له دې خبرې چې (زۀ د خپل پلاراو ستاسو د پلار پر لور ځم ) د حضرت عيسى (ع) مراد هماغه عامه معنا وي؛ يعنى زهْ دحضرت ادم (ع) او حضرت نوح (ع) (چى د ټولو پلاران بلل كيږي ) په لوري ځم اوخداے پاک ما د هغوي په لوري بوځي حضرت ادم (ع) او حضـرت نوح (ع) زمونږ ټولو پلاران دي نوبياولې له ظاهرى او حقيقى معنې نه لرې كيږو او نورې نورې معنې ورته راوړو.))
په عيسائيانو باندې د خداے پاک د ګران رسول (ص) خبرو ډېر اثر وکړ. او وې ويل: (( مونږ ترننه پورې داسې څوک نه ؤ ليدلے چې په دومره مهارت سره يې بحث اومجادله كړې وي ؛خو مونږ ته لږ وخت راكړه چې پدې باب سوچ او فكر وكړو))
د خداے له منكرې ډلې سره مناظره
له عيسائيانو نه وروسته وار د خداے پاک د منـكرانو يعنـى ماده پرستو راغے دخداے پاک ګران رسول (ص) هغوي ته مخ راوګرځوۀ او وې فرمايل (( تاسوعقيده لرئ چې كائنات پېل اوابتداء نۀ لري اوترابده پورې به همداسې وي؟ )) د خداے منكره ډله: (( هو، دا زمونږ عقيده ده؛ ځکه چې مـونږ د دغو څيزونو لپاره حـدوث (پېدا كېدل او ښکاره كېدل) او شروع نده ليدلې او همدا رنګ مو ورته فنا او پاې هم نده ليدلې؛ نو ځکه وايو چې دا ټول كائنات ابدي دي او وي به. ))
بېغمبر اكرم (ص): (( زۀ له تاسو دا بوښتنه كوم چي ايا تاسو د موجوداتو همېشوالے ,تل پاتې کېدنه او ابديت ليدلے دے؟ كه ووائئ چې ليدلے مو د ے نو پكار دي چې تاسو په همدې عقل، فكر او بدني توان سره په ازل او ابد كښې وئ او د ټولو موجوداتو ازليت او ابديت مو كتلے وي او څرګنده ده چې داسې دعوا د واقعياتو او محسوساتو په خلاف ده او د دنيا ټول عقلمن خلق تاسو پدې دعوا كښې دروغجن بولي.))
د خداے منكره ډله: (( مونږ داسې عقيده نه لرو چې ګنې د موجوداتو ابديت او بقاء مو ليدلې وي .))
پېغمبر اكرم (ص) :(( نو له همدې امله پكار دي تاسو يو اړخيز قضاوت ونۀ كړئ ، ځکه چې ستاسو د خپل اقرار مطابق، نه تاسو موجودات ليدلي دي او نۀ مو د هغو قديم والے ليدلے دے ,او دغه شان نۀ مو د هغو بربادي او خاتمه ليدلې او نۀ مو د هغو بقاء ليدلې ده نو بيا څنګه يوه اړخيزه فېصله كوئ او وايئ چې د موجوداتو حادث کېدل او فنا کېدل مو ندي ليدلي؛ خو هغوي قديم او ابدي دي؟ ))
(بيا پېغمبر اكرم (ص) له هغوي نه يوه پوښتنه وكړه ( چې د هغوي د عقيدې د ردولو په ترڅ کښې دا ثابته كړي چې موجودات حادث دي) نو وې فرمايل:
بېغمبر اكرم (ص) : (( ايا شپه او ورځ همداسې وينئ چى تل له مخکښې نه همداسې ده او په راتلونكووختونو كښې به هم همداسى وي ؟ ))
د خداے منكره ډله : (( هو! ))
پېغمبر اكرم (ص): (( ايا ستاسو په خيال امكان شته چې شپه او ورځ يوځاے شى او ترتيب يې ګډوډ شى؟ ))
د خداے منكره ډله: (( نه! ))
پېغمبر اكرم (ص): (( نو بيا پدې صورت كښې له يو بله بيل دي، كله چى د يو وخت ختميږي نو بل ورپسې راځي.))
د خداے منكره ډله: (( هو، همداسې ده.))
پېغمبر اكرم(ص) : (( تاسو په خپل اقرار سره د هغه څه د حادث كېدو فېصله وكړه، چې له ورځ او شپى نه مخكښې وو بې له دې چې وې وينئ نو د خداے پاک له قدرته مۀ منكرېږئ )) (3) پيغمبراكرم (ص) د خبرو په دوام کښې وفرمايل: (( ايا ستاسو په عقيده شپه او ورځ پيلامه ( اغاز ) لري يا نۀ لري او ازلي دي؟ كه چرې ووايْئ، چې پېل او ابتداء لري؛ نو زما مراد چې هماغه حدوث دے ثابتيږي، او كه ووايئ، چې پيل او ابتداء نۀ لري نو دا خبره د دې تقاضا كوي چې ايا كوم څيز چې پاې او خاتمه ولرى شروع به ونه لري؟ )) (4) (يعنى كله چې شپه او ورځ د ختمېدو له پلوه محدوده ده؛ نو عقل وائي، چې د شروع او پيل له پلوه به هم محدوده وي. د شپى او ورځ د خاتمې د محدوديت دليل دا دے چې يو له بله جدا كيږي او اختتام ته رسى او بيا په يو بل پسې په نوې توګه راڅرګنديږي).
پېغمبر اكرم (ص) په دوام کښې وفرمايل: (( تاسووائئ، چې دنيا او نړۍ قديمه ده، اّيا پدې عقيده مو ښۀ ځان پوه كړے دے او كه نه؟ ))
د خداے منكره ډله: (( هو، پوهېږو چې څه وايو.))
پېغمبر اكرم (ص) : (( ايا دا وينئ چې د دنيا موجودات له يو بل سره تعلق لرى او په بقاء او وجود كښې يو بل ته ضرورت لري، لكه څنګه چې په يوه ودانۍ (بلډنګ) كښې د هغې اجزاء ( خاوره، شګه، كاڼي، خښتې، سېمټ او چونه وغېره ) له يو بل سره تړلي او د ودانۍ (بلډنګ) د بقا لپاره يو بل ته ضرورت لري. نو هر كله چې د دنيا ټول څيزونه داسې وي نو بيا هغه قديم او ثابت ګڼلې شو كه په رښتيا دغه اجزا (چې له يوبل سره تړلي او يو بل ته ضرورت لري) قديم وي نوكه حادث شوي وې؛ نو څنګه به كيدل؟ ))
د خداے پاک منكره ډله پـه ځواب كښې پاتې راغله او د حادث كېدو معنا او اثار يې څرګند نۀ كړې شول؛ ځکه چې كه هر څومره يي زور کولو چې حادث كېدنه معـنا كړي نو هرو مرو به يې په هم هغو موجوداتو مطابقت كاوۀ، چې د دوى په عقيده قديم وو، له دې امله سخت پريشانه شول او وې ويل: (( مونږ ته موقع راكړه چې پدې باره كښې ښۀ غور او فكر وكړو )) (5)
له دوه خدايان منونکو سره مناظره
اوس له مانويانو (يعنې دوه خدايان منونكو) سره د مناظرې وار راغے چې عقيده يې لرله نړۍ او دنيا د نور (رڼا) او ظلمت (تيارې پـه نامه دوه مبداوې او مدبران لري.
پېغمبراكرم (ص) هغوى ته وفرمايل: (( تاسو له څه نظره دا عقيده لرئ؟ ))
مانويان: (( مونږ وينو چې دنيا له دوو برخو نه جوړه ده يا خېر او نيكى ده او يا شر او بدي ده. معـلومه ده چې دا دواړه د يو بل مخالف دي نو مونږ په دې اصل باوري يو، چـې هر يو بيل خالق لري؛ ځکه چې يو خالق په خپلو كښې دوه مخالف عملونه نه كوي. د مثال په توګه دا ناممكنه ده چې له واورې ګرمي او تودوخي او له اوره يخني او ساړۀ جوړ شي نو له دې امله مو ثابته كړه چې په كائناتوكښې دوه لرغونى او پخوانى (قديم) خالقان دى چې يو د رڼا او نور (نيكيو) مبداء او بل د تيارې او ظلمت (بديو) مبداء دے. ))
پېغمبر اكرم (ص): (( ايا تاسو دا منئ، چې په كائناتو كښې ډول ډول رنګونه لـكه سپين، تور، زيړ، شين وغېره….. شته چـې هـر يو د بل مخالـف دے؛ ځکه چې پدغو كښې دوه رنګونه په يو ځاے نه شي جمع کېدې. (يعنې دا نۀ شي کېدې چې يو رنګ دې په يو وخت کښې تور هم وي او سپين هم وي ) لكه څنګه چې ګرمي او يخني دوه مخالف حالتونه دي او ناممكنه ده چې په يو ځاے كښې جمع شي؟ ))
مانويان: (( هو، منو يې. ))
پېغمبر اكرم (ص) : (( نوبيا ولې د هر رنګ په شمېر د خدايانو عقيده نۀ لرئ؟ ستاسو په عقيده خو هر يو مخالف څيزځانته يو خالق لري؟ نو په دې بنياد ولې د ټولو مخالفوڅيزونو د شمېر هومره خدايان نه منئ؟ ))
دوه خدايان منونکو د دغې غاښ ماتوونكې پوښتنې ځواب نه درلود نو غلي شول او په سوچ او فكر كښې ډوب شول. پيغمبر اكرم (ص): (( ستاسو په عقيده رڼا او تيارې څنګه په خپلو كښې لاسونه وركړل او يو شوې، چې ټول كائنات وچلوي، پداسې حال كښې چې د رڼا طبيعت (صعود)پورته تګ او ترقي ده او د تيارې طبيعت تنزل او ښكته تلل دي، ايا دوه داسې سړي چـې يو د نمرخاتۀ (مشرق) او بل د نمر پريواتۀ (مغرب) پر لور روان وي، ستاسود عقيدې له مخې ممكنه ده چـې په يو ځاے كښې جمع شي؟ ))
مانويان: (( نه امكان نۀ لري.))
پېغمبر اكرم (ص) : (( نو په دې بنياد رڼا او تياره چې دوه متضادې ليكې دي څنګه كېدې شي، چې په خپلو كښې يو لاس شـى او نړۍ وچلوي؟ ايا له داسې متضادو عواملونه كائنات رامنځته كېدې شي؟په مسلمه توګه دا كار ممكن نۀ دے؛ نو معلومه شوه چې دا دواړه (نور او ظلمت) مخلوقات دي حادث شوي دي او د قادر او قديم خداے تر تدبير لاندې دي. ))
دوه خوايان منونکي د خداے د ګران رسول (ص) په ځواب ورکولوکښې لاځوابه شول، سرونه يې زوړند كړل او وې ويل (( مونږ ته موقع راكړه چې پدې باب غور وكړو.))
له بت پرستو سره مناظره
اوس له بت پرستو سره د مناظرې وار راغے رسول الله (ص) هغوي ته مخ راواړوۀ او وې فرمايل :(( تاسو ولې د خداے پاك له عبادت نه مخ ګرځولے او د دغو بتانو عبادت كوئ؟ ))
بت پرست: (( مونږ د دې بتانو په وسيله خداے ته ځان نزدې كوو.))
پېغمبر اكرم (ص): (( ايا دا بتان اوري؟ او د خداے د فرمان اطاعت كوي او د هغۀ په عبادت لګيا دي، چې تاسويې په احترام ګويا خداے ته ځان نزدې كوئ؟ )) .
بت پرست:(( نه؛ دوي اوريدونكي، د خداے فرمان منونكي او عبادت كونكي ندي! )) . پېغمبراكرم (ص): (( ايا دا تاسو په خپلو لاسونو جوړ کړي او توږلي نۀ دي؟ ))
بت پرست: (( هو، ))
پېغمبر اكرم (ص) : (( نو پدې بنياد خو د دې بتانو جوړوونكي تاسو شوئ په كار دي چې دوي ستاسو عبادت وكړي نه چې تاسو د دوي عبادت وکړئ او هغه خداے پاک چې ستاسو د چارو په انجام، مصلحتونو او ستاسو په وظائفو او مسئوليتونو پوه او باخبره دے، نوبايد تاسوته يې د بتانود عبادت حكم كړے وي پداسې حال کښې چې خداے پاک داسې حكم نه دے كړے.)) كوم وخت چې د رسول اكرم (ص) خبرې دې ځاے ته راورسېدې نو د بت پرستو تر مېنځ اختلاف پېدا شو. او درې برخې شول.
چا وويل: (( خداے پاک د هغو كسانو په بدنونو کښې حلول كړے او ننوتے دے، چې دا بتان يې د هغوي د څېرو په بڼه انځور كړي او له بت پرستۍ نه زمونږ مراد د هغوڅېرو درناوے دے.))
چا پکښې وويل: (( نه، دا بتان مو د پخوانيو پرهـيزګارو او د خداے د اطاعت كوونكوشخصيتونو به شكل جوړ كـړي دي او د خداے پاک د تعظيم او درناوي لپاره د دوي عبادت كوو))
بل چا پکښې وويل: (( نه، كله چې خداے پاک حضرت ادم (ع) پېـدا كـړ او جوړ يې كړ فرښتو ته يې حكم وكړچې ادم (ع) ته سجـده وكړئ نو له فرښتو نه زيات له مونږ انسانانو سره دا ښائي، چې ورته سجده وكړو؛ خو مونږ په هغه وخت كښې نه وو؛ نوځکه هغه ته له سجدې څخه بې برخى شو اوس مو د حضرت ادم (ع) څېره جوړه كړه او ورته د خداے پاک په درګاه كښې د نزديكت لپاره سجده كوو او د تېر محروميت تلافي كوو لكه څنګه چې فرښتوحضرت ادم (ع) ته په سجـدې سره نزديكت حاصل کړ.دا هم هغسې دي لكه تاسو چې په خپلو لاسونو محرابونه جوړ کړئ او له كعې سره د يوشان والي په نيـت پكـښې سجده كوئ او كعبې ته د خداے د تعظيم او احترام په نيت سجـده كوئ نو مونږ هم د بتـانو درنـاوے په حقيقت کښې د خـداے درناوے بولو.))
رسول اكرم (ص): (( تاسو ټول په ناسمه روان يئ او له حقيقته لرې وسيږئ. )) او بيا په ترتيب سره يې ورته ځوابونه وركړل.
وړومبۍ برخې ته يى وفرمايل: (( تاسو وائئ’ خداے پاک د هغو سړيو په بدنونو کښې حلول كړے دے، د چا په شكلونو او څېروكښې چې دا بتان دى نو پدې وجه مونږ د هغو سړيو په شكل دا بتان جوړكړي دي اوعبادت يې كوو،نو ستاسو پدې وېنا خداے موله مخلوقاتو سره يو شـان ګڼلے دےاو هغـه ذات مـو محدوداوحادث بللے د.ے. ايا د كائناتو خالق په يوڅيز کښې حلول كولې او هغه محدود څيز، لامحدوده خدا ے په ځان كښې ځايولې شي؟ نو پدې بنياد د خداے تعالي او هغو څيزونو تر مېنځ څه فرق دے چې په اجسامو كښې ننوزي لكه رنګ، بوي، خوند، نرمي، سختي، دروندوالے او سپكوالے؟
نو بيا د دغه بنياد له مخې څنګه وائئ چې هغه بدن، چې حلول پکښې شوے دے حادث او محدود دے خو هغه خداے چې پكښې ځاے شوے دے قديم او نامحدود دے، په داسې حال کښې، چې بايد د دې پرعكس (اپوټه) وي؛ يعنې احاطه كونكے قديم وي اواحاطه شوے حادث وي او دا څنګه ممكنه ده چې هغه خداے پاک چې تل د كائناتوله جوړېدو نه مخکښې موجود ؤځاے او مكان ته ضرورت ولري او په هغه مكان (ځاے) كښې ځان ځاے کړي ؟او دې ته په پام سره، چې تاسو په موجوداتو كښې د خداے پاک په حلول عقيده لرئ نو تاسى د خداے ذات د موجوداتو د صفاتو په شان حادث او محدود فرض كړو نو دا فرض د خداے پاک ذات بدلېدونكے او زوال موندونکے ګني؛ نو ځکه هر څيز، چې حادث او محدود وي هغه ته بدلون او زوال شته. او كه ستاسو دا باور وي، چې حلول د بدلون او زوال سبب نه ګرځي نو بيا خو د حركت، سكون او مختلفو رنګونو (لكه تور، سپين اوسور وغېره ) په شان چارې هم د بدلون او زوال سبب وګڼئ نو بيا ووائئ، چې جائز دي چې د خداے پاک په ذات باندې هر ډول حالات او واقعات راتلې شي او په نتيجه كښې خداے پاك د موجوداتو په شان محدود او حادث وبولئ او د مخلوقاتو په شان يې وګڼئ. .
نو بس په شكلونو او څېرو كښې د خداے پاک د حلول عقيده بې بنياده ده او بت پرستي چې په همدې عقيده ولاړه ده ، هغه هم باطله او بى بنسټه ده. ))
د بت پرستو وړومبۍ برخه د رسول اكرم (ص) د دلايلو په وړاندې په سوچ او فکر کښې شوه او وې ويل: (( مونږ ته لږه موقع راكړه، چې پدې باره کښې غور او فكر وكړو. ))
بيا پيغمبراكرم (ص) د بت پرستو بلې برخې ته مخاطب شو او وې فرمايل: (( ما په دې پوه كړئ چې تاسو، چې د نېكو بنـدګانو د شكلـونو او تصويرونو عبادت كوئ او په سجده ورته پريوزئ او خپل عزتمـن مخـونه په ځمکه اېږدئ او تر خپل وسه پورې عاجزي ښکاره كوئ نو بيا مو د خداے پاک لپاره څه عاجزي پرېښوده؟ ( يعنى سجده تر ټولو زياته عاجزي ده, تاسو چې دغو څېرو او شکلونو ته سجده كوئ نو بيا څه پاتې شول چـې خداے پاک ته يې وکړئ) كه تاسو دا ووايئ چې خداے پاک ته هم سجده كوو؛ نو په دې صورت كښې مو د خداے پاک او بندګانو د بتانو او څېرو په وړاندې عاجزي يو شانتې وګڼله ، نو ايا د دغو بتانو تعظيم او درناوے د خداے پاک له تعظيم سره مساوي او يو شان نۀ دے؟ د مثال په توګه که چرې تاسو د يو لوے باچا او د هغۀ د نوكر دواړو يو شان احترام او تعظيم كوئ نو ايا لوے شخصيت له وړوكي سره يو شان ګڼل د لوے شخصيت سپكاوے نۀ دے؟ ))
د بت پرستو دويمه برخه: (( ولې نه همداسې به وي.))
پېغمبر اكرم (ص) : (( نو په دې بنياد تاسو د بتانو په عبادت او پرستش سره په حقيقت کښې د خداے پاک د ستر او لوړ مقام سپكاوے كوئ.))
هغوي هم د رسول اكرم (ص) د منطقي وېناؤ په وړاندې غلي شول او وې ويل: (( مونږ ته هم موقع راکړه چى پدې باب غوراو فكر وكړو. ))
بيا پېغمبراكرم (ص) د بت پرستو دريمې برخى ته وفرمايل: (( تاسو په مثال كښې ځانونه له مسلمانانو سره تشبيه كړل، پدې بنياد، چې د بتانو په وړاندې سجده د حضرت ادم (ع) يا خانه کعبې په وړاندې د سجدې په شان ده؛ خو دا دواړه سره فرق لري او پرتله كېدې نۀ شي چې تفصيل يې دا دے :مونږ په يو خداے پاک باندې عقيده لرو زمونږ مسئوليت او كار د خداے پاک فرمانبرداري او عبادت دے داسې چې څنګه هغۀ له مونږه غوښتي دي او څنګه چې هغۀ مونږ ته حكم راکړے دے مونږ هم هغه شان عمل كوو بې له دې چې له حدودو تېرے وكړو. مونږ د هغۀ له حكم او اجازت نه بغېر د هغۀ د فرمان او ماموريت له پولو نه تېرے نۀ شو كولې، چې له خپله ځانه ( په قياس او تشبيه سره ) د ځـان لپاره ذمـه واري او مسووليتونه وټاكو؛ ځکه چې مونږ د چارو له ټولو اړخونو څخه خبر نه يو او له ځانه څه نه شو ويلې چې دا کار به خداے پاک غوښتې وي او يا نه ؟ هغۀ مونږ له خپل حكم نه مخکښې له فېصلې نه منعې کړي يو هغه مونږ ته حكم راكوي چې د عبادت په وخت كعبې ته مخ كړو نوځکه مونـږ د هـغۀ د حكم اطاعت كوو او د هغۀ د حكم له حدودو نه اخوا دېخوا نه ځو همدا رنګ هغه مونږ ته حكم راكوي چې له كعبې نه په لرې سيموکښې د كعبې په لـور مخ كړو نومونږ هم د هغه په حكم عمل كـوو او د حضرت ادم (ع) په باب خداے پاک حكم وكړ چې فرښتې دې په خپله هغۀ ته سجده وکړي نۀ د هغۀ تصوير، انځور او بت ته، چې له حضرت ادم (ع) نه بغېر يو بل څيز دے نو ځکه تاسو ته جائز نۀ دي چې د هغۀ شكل،خپله له هغۀ سره پرتله کړئ ځکه چـې تـاسونه پوهيږئ او كېدې شي خداے پاګ له هغه څه نه چـې تاسو يي كوئ راضي نۀ وي ولې چې تاسو ته يي د هغو اجازه نۀ ده درکړې د مثال په توګه كه چرې څوک په يوه ټاکلې ورځ تاسو ته خپل كور ته د ننوتواجازه دركړي نو ايا تاسو ته جائز دي چې بې له هغې ورځې په بله ورځ د هغۀ كور ته ورشئ يا په هغه ورځ د بل چا كور ته ورننوځئ؟ يا دا چې يوسړے له خپلو جامو،مريانويا څارويو څخه يوه جوړه جامى،يو مريې يا يو څاروے تاسو ته وبخښي؛ نوايا تاسود هغۀ له اجازى بغېر د هغۀ په نورو جامو يا غلام او يا حېوان کښې تصرف كولې شئ؟ ))
د بت پرستو دريمه برخه: (( نه زمونږ لپاره جـائز نۀ دي ؛ ځکه چې په يوه چاره کښې يې مونږ ته اجازه راكړې او په دويمه كښې نه. ))
پېغمبر اكرم (ص): (( اوس ما ته دا ووايئ چې ايا خداے پـاک ډېر د عبادت او پرستش لائق دے او دا چې اطاعت يي وشي او د هغۀ له اجازت نه بغېر د هغۀ په ملكيت كښې تصرف ونۀ شى او کۀ يا نور؟ ))
د بت پرستو دريمه برخه: (( خداے د عبادت لائق دے چې اطاعت يې وشي او د هغۀ له اجازې نه بغېر د هغۀ په ملكيت كښې تصرف ونۀ شي. ))
پېغمبراكرم (ص) : (( نو بيا ولې تاسو له خپله ځانه بې له دې چې خداے پاک درته څه حكم درکړے وي دغـو بتانو ته سجده كوئ ؟ )) د بت پرستو دغه برخه هم د خداے پـاګ د ګران رسول د وضاحت او مدللو وېناؤ په وړاندې پاتې راغله او غلې كيناسته او وې ويل:مونږ ته لږ فرصت راكړه چې پدې باب غور او فكر وكړو.
امام جعفرصادق (ع) له دغـو پنځو ډلو سره دحضرت محمد مصطفی (ص) د مناظرې له بيانولووروسته وفرمايل: (( په هغه خداے مې دې قسم وي چې رسول اكرم (ص) يې پېغمبرۍ ته غوره كړ، درې ورځې نه وې تېرې چې د دغه پنځۀ ډليز پلاوي ټول غړي د رسول الله (ص)حضور ته راغلل او مسلمانان شول او په ډاګه يې اعلان وکړ: ما راينا مثل حجتك يا محمد نشهدانك رسول الله يعنې اے محمد (ص)! مونږ هيڅ كلـه ستاسو د دليلونو په شان د چا دلاليلونه نۀ دي اوريدلي مونږ ګواهي وركوو چې تۀ د خـداے پاک رسول (ص) او استازے يې ))
-----------------------------------------------------------------------------------------------------
لمن ليک
1_ دا قصه له حضرت امام جعفر صادق (ع) نه نقل شوې چې اصلى راوي يې حضرت امام على (ع) او متن يې په احتجاج طبرسى ١ ټوک له ١٦ تر ٢٦ مخ پورې راغلے دے. )
2_ حضرت عزېر(ع) له حضرت موسى (ع) نه وروسته د بنى اسرائيلو يو پېغمبر دے، چې په بېت المقدس باندې د بخت النصر په بريد کښې (د عراق په حدودو كښې) بابل ښار ته جلاوطن كړے شو.هغه هلته تقريبا" سل كاله د بنى اسرائيلو په دعوت، تربيت او تبليغ بوخت ؤ، ان تردې چې په 458ق م كال كښې له يو شمېر بنى اسرائيلو سره يروشلم ته لاړ او هغلته يې تورات كتاب او هغه تعليمات چې بنى اسرائيلو په كلى توګه هېر كړي وو او څه اثر يې باقى پاتے نۀ ؤ، بيا ژوندي او اصلاح کړل او بالاخره په 430 ق م كال كښې يې له دنيا نه سترګې پټې كړې. له دى كبله چې يهوديانو او بنى اسرائيلو له هغۀ سره ډېره مينه لرله نو د هغۀ له وفات نه وروسته يې د هغۀ په باب ډېرې خبرې جوړې كړې ان تردې چيگ وې ويل: هغه د خداے پاک زوے دے خو دغه عقيده اوس طرفداران نۀ لري او ختمه شوې ده.
(3)_ مطلب دا چې د شپې او ورځې بېلتون او جدائۍ ته په پام سره د هرې يوې له تېريدو نه پس هغه څه چې په وروسته وخت كښې رامنځته كيږي او وړاندې کيږي حادث دي.
(4)_ يعنې دا د شپې ختمېدل او د ورځې راتلل او د ورځې ختمېدل او د شپى راتلل د دې خبرې دليل دے، چې داسې يو وخت هم ؤ چې دا (ورځ او شپه) نه وو او حادث دي كه حادث نه وې نو په يو حال به وې.
(5)_ د خداے ګران رسول (ص) پدې مناظره كښې ښه په قراره طريقې سره او ورو، ورو په لاندې څلورو بنيادونو هغوي پوه كړل:
الف_ وړومبې دا چې "نۀ موندل او نۀ ليدل، د نۀ شتون دليل ندے" د حدوث نه ليدل په ازليت باندې دليل نۀ شې كيدې لكه څنګه چې د فناء نۀ ليدل په ابديت باندې دليل كيدې نۀ شي.
ب_كيدې شي چې مونږ د فعلي حدوث له لارې د فعلي حدوث له يو ډول څخه په غائب حدوث باندې استدلال وكړو، لكه د شپى او ورځې فعلي حدوث (يعنى نه وي او راځى) په تېر او راتلونكي وخت کښې د هغو په حدوث باندې ګواهي ورکوي..
ج_ د حادث كېدو په محدوديت حكم، كه څه هم طرفداران يې زيات وي.
د_ د دنيا د ټولو موجوداتو اجزا يو بل ته ضرورت لري او د هغوى په خپلو كښې تعلق ، د هغوي د حادث كېدو دليل دے؛ ځکه دا ناممكنه ده چې يو قديم څيز څه بل څيز ته ضرورت ولري.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ
88/01/01 او وخت
5:13 |