د محرم او صفر خصوصي ګڼه
دا محرم او صفر دے چې اسلام يې ژوندے ساتلے دے
(ارواښاد امام خمېني)
|
د محرم او صفر خصوصي ګڼه
دا محرم او صفر دے چې اسلام يې ژوندے ساتلے دے (ارواښاد امام خمېني)
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/02 او وخت
20:41 |
د اهلبېتو (ع) په حقله ځينې قراني ايتونه
إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ((خداے بس دا غواړی چې اے د رسول (ص) اهلبېتو له تاسو نه د هر ډول پليدی لرې وساتی او تاسو داسې پاک او پاکيزه ولری لکه څنګه چې د پاکۍ حق دے)) ( سورۀ احزاب ٣٣ ايت )
حضرت صفيې (رض) له حضرت عائشې (رض) نه روايت نقل کړے دے چې يوه ورځ وختی د خداے ګران رسول (ص) چې نقشه دار تور څادر يې په اوږو اچولے ؤ کور ته تشريف راوړۀ نو حضرت حسن (ع) يې راوبالۀ بيا يې حضرت حسېن (ع) راوبالۀ بيا يې حضرت فاطمه (ع) راوبلله او په اخېر کښې يې حضرت علی (ع) راوبالۀ او دغه ټول يې د هغه څادر لاندې کړل نو دا ايت مبارک يې تلاوت کړ: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ........... ( صحيح مسلم کتاب فضائل الصحابه باب فضائل اهل بېت ، مسندرک الصحيحين حاکم ٣ ټوک ١٤٧ مخ ، سنن بېهقی ٢ ټوک ١٤٩ مخ، تفسير ابن جرير طبری ٢٢ ټوک ٥ مخ، تفسير درمنثور سيوطی د تطهير ايت په ترڅ کښې، زمخشری او فخر رازی په خپلو تفسيرونو کښې او داسې له ځينو نورو صحابه کرامو سړيو او ښځو نه په همدې تعبير سره نقل شوي دي ځينې کتابونه په دا ډول دي: صحيح ترمذی ٢ ټوک ٢٠٩ مخ، مشکل الاثار ١ ټوک ٣٣٥ مخ، اسدالغابه ٢ ټوک ١٢ مخ، تفسير ابن جرېر طبری ٢٢ ټوک ٦ او ٧ مخونه، او نور ګڼ شمېر د حديثونو کتابونه او تفسيرونه، شواهد التنزيل، مسند احمد بن حنبل ١ ټوک ٣٣٠ مخ، خصائص ٨ مخ ، رياض النضره ٢ ټوک ٢٠٣ مخ مجمع هيثمی ٩ ټوک ١١٩ مخ مستدرک وغېره
قُل لَّا أَسْألكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (( (اے رسوله امت ته دې) ووايه زهْ له تاسو نه (د رسالت) په دې كار هيڅ اجرت نه غواړم مګر(بس دا درنه غواړم چې) زما له خپلوانو سره مينه او مودت كوئ)) ( سورۀ شوری ٢٣ ايت )
عثمان بن ابی يقضان(رض) له سعيد بن جبېر (رض) او هغه له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت نقل کوی چې وې ويل: په مدينه منوره کښې د رسول اکرم (ص) صحابه ؤ يوه خصوصی جرګه جوړه کړه او فېصله يې وکړه چې مالونه راټول کړو او د رسول اکرم (ص) په خدمت کښې يې وړاندې کړو چې لاس يې خلاص شی، توانمن شی او د چا محتاجه نۀ شی، بيا د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شول او ورته يې عرض وکړ چې يا رسول الله (ص) مونږ فېصله کړې ده چې له خپلو مالونو نه ستاسو لپاره مال جمع کړو چې چا ته مو حاجت نه وی. چې کله يې دا فېصلــه د خــــداے د ګــــران رسول (ص) پـــه خدمت کښې وړاندې کړه نو دا مبارک ايت قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى په پاک نبی (ص) نازل شو. (شواهد التنزيل حديث ٨٢٩) ځيني نور کتابونه چې د دې مبارک ايت يې دا ډول تفسير کړے دے دا دي: تفسير ابن جرېر طبری ٢٥ ټوک ١٦ او ١٧ مخونه، ذخائر العقبی، حليه الاولياء ٣ ټوک ٢٠١ مخ، سيوطی په تفسير درالمنثور کښې د ايت مبارک په ترڅ کښې له ابن منذر،ابن ابی حاتم او طبرانی او ابن مردويه د سعيد بن جبېر له لارې له ابن عباس نه نقل کړے دے، همدا رنګ په ذخائرالعقبی ٢٥ مخ کښې، محب طبری له مناقب احمد نه، هيثمی په خپله مجمع کښې د ٧ ټوک په ١٠٣ مخ کښې او د ٩ ټوک په ١٦٨ مخ کښې، ابن حجر مکی په صواعق محرقه کښې په ١٠١ مخ کښې له احمد نه او طبرانی او ابن ابی حاتم او حاکم له ابن عباس نه او شېخ شبلنجی د نورالابصار په ١٠١ مخ کښې له تفسير بغوی نه نقل کړے دے.
فَاسْئَلواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ که نه پوهېږئ نو د ذکر له خاوندانو نه پوښتنه وکړئ ( سورۀ نحل ٤٣ ايت ) جابر بن عبدالله انصاری (رض) وائی :حضرت علی بن ابی طالب (ع) وفرمايل : مونږ اهلبېت (ع) د ذکر خاوندان يو (اخرج الثعلبی عن جابر بن عبدالله قال: قال علی بن ابی طالب (ع) نحن اهل الذکر. (ينابيع الموده ١١٩ مخ) همدا رنګ جعفر جعفی (رض) وائی چې کله د فَاسْئَلواْ أَهْلَ الذِّكْرِ ايت مبارک نازل شو حضرت علی (ع) وفرمايل: مونږ (اهلبېت) د ذکر خاوندان يو. ( تفسير ابن جرير طبری ١٧ ټوک ٥ مخ ) همدا رنګ شواهد التنزيل ١ ټوک ٣٣٤ مخ هم په بله طريقه نقل کړے دے. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ ((اے مومنانو د خداے لپاره تقوی خپله کړئ او له رښتينو سره شئ)) ( سورۀ توبه ١١٩ ايت ) مالک بن انس (رض) له نافع (رض) نه نقلوی چې عبدالله بن عمر (رض) د دې ايت مبارک چې يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ پـــــه شــــرح کښې وويــــل: اتَّقُواْ اللّهَ يعنې خداے پاک د رسول الله (ص) ټولو اصحابو (رض) ته حکم وکړ چې تقوا اختيار کړئ او كُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ يعنې تل له محمد (ص) او د هغوی له اهلبېتو (ع) سره اوسئ او له هغوی نه چرې بيل نه شئ. ( شواهد التنزيل حديث ٣٥٧ علامه حاکم حسکانی همدا رنګ شواهد التنزيل حديث ٣٥٣ علامه حاکم حسکانی او تفسير ابن عساکر په همدې تفسير سره په بله طريقه نقل کړے دے)
فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ............... ((ادم (ع) له خپل رب نه څه کلمات ياد کړل او په هغو کلماتو يې له خداے پاک نه بخښنه وغوښته...)) او دغه شان خداے پاک حضرت ادم (ع) ته بيا مخه کړه او د هغۀ توبه يې قبول کړه)) (سورۀ بقره ٣٧ ايت) له سعيد بن جبير نه روايت دے چې له حضرت عبدالله بن عباس نه داسې رارسېدلی دی چي وې ويل : د خداے له ګران رسول (ص) نه د دې ايت مبارک په باره کښې پوښتنه وشوه نو هغه حضرت (ص) وفرمايل: حضرت ادم (ع) له خداے پاک نه د حضرت محمد (ص)، حضرت علی (ع)، حضرت فاطمې (ع)،حضرت حسن (ع) او حضرت حسېن (ع) په وسيله دعا وغوښته چې خداے ورته په توجه سره مخه کړه (او خپل رحمت يې پرې وکړ) ( مناقب علی بن ابی طالب لابن المغازلی، ٦٣ مخ، ينابيع الموده ٩٧ مخ ، تفسير درمنثور، کنزالعمال او مسندالفردوس ديلمی وغېره دی )
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
8:26 |
د اهلبېتو (ع) په حقله ځيني نبوي (ص) حديثونه
انى تارک فيكم الثقلين كتاب الله و عترتى اهل بيتى لن يفترقا حتى يردا علىُّ الحوض من توسل (تمسك) بهما فقد نجى و من تخلف عنهما فقد هلك، ما ان تمسكتم بهما لن تضلوا ابداً
(( په تحقيق سره زۀ ستاسو ترمېنځ دوه درانۀ څيزونه پرېږدم چې د خداے پاک كتاب (قران مجيد) او خبل عترت او اهلبېت (ع) دي او دا دواړه به هيڅله له يو بل نه بيل نه شي ان تردې چې د کوثر د حوض په غاړه به ما ته راشي. او هر چا چې له دغو دواړو سره تمسک پېدا كړ نو په تحقيق سره يې نجات بيا وموند او هر څوک چې له دغو دواړو نه لرې شول نو په تحقيق سره هلاک شول او چا چې له دغو دواړو سره تمسک پېدا کړو نو هيڅکله به بې لارې او ګمراه نۀ شي.))
( صحيح مسلم د اوم ټوک په 122 مخ كښې، ابودا ؤد په خپل صحيح کښې، ترمذى د خپل سنن د دويم ټوک په 207 مخ کښې. نسائى د خپل خصائص په 30 مخ كښې، امام احمد بن حنبل د خپل مسند د درنم ټوک په 14 او 17 مخونو او د څلورم ټوک په 26 او 59 مخونو او د پېنځم ټوک په 182 او 189 مخونو كښې، حاكم د خپل مستدرک د دريم ټوک په 109 او 148 مخ كښې، حافظ ابونعيم، د حليـة الاولياء د وړومبي ټوک په 355 مخ كښې، سبط ابن جوزى د تذكرې په 182 مخ کښې، ابن اثير جزرى د اسد الغابه د دويم ټوک په 12 مخ او د دريم ټوک په 147 مخ كښې،حميدى په بين جمع صحيحين كښې، رزين په جمع بين الصاح السته كښې، طبرانى په كبير كښې، ذهبى په تلخيص مستدرك كښې ، محمد بن طلحه شافعى په مطالب السئول کښې، خطيب خوارزمى په مناقب كښې، مير سيد على همدانى له مودت القربى څخه په دويم مودت كښې، شبلنجي د نورالابصار به 99 مخ كښې، نورالدين بن صباع مالكي د فصول المهمه په 25 مخ كښې، حمويني په فرائد السمطين کښې، امام ثعلبي په تفسير كشف البيان كښې، سمعانى او ابن معازلي شافعى په خپلو مناقبو كښې، محمد بن يوسف ګنجي شافعى د كفايت الطالب په اول باب كښې د غدير خم د واقعې د صحت په بيان كښې او د 62 باب په 130 مخ كښې، محمد بن سعد د طبقات د څلورم ټوک په 8 مخ كښې، فخرالدين رازي د دريم ټوک په 18 مخ كښې د اعتصام د مبارک ايت په تفسير کښې، ابن كثير د خپل تفسير د څلورم ټوک په 113 مخ كښې د مودت د ايت مبارک په تفسير كښې، ابن عبد ربه د عقدالفريد د دويم ټوک په 158 او346 مخونو كښې، ابن ابى الحديد د نهج البلاغه د شرحې د شپږم جز په 130 مخ كښې، شېخ سليمان بلخى حنفى د ينابيع المودت په 18، 25، 29، 30، 31، 32، 34، 95، 115، 126،199 او 230 مخونو كښې په مختلفو عبارتونو سره، ابن حجر مكي د صواعق محرقه په 75، 87، 90، 99 او 136 مخونو كښې په مختلفو طريقو سره او دغه شان نورو ډېرو سترو سترو او اوچتو اوچتو سني عالمانو نقل كړے دے)
انما مثل اهل بيتى فيكم كمثل سفينـه نوح من ركبها نجا و من تخلف عنها هلك (( بې شكه چې په تاسو كښې زما د اهلبېتو (ع) مثال د نوح (ع) دكشتۍ دے چې څوک پکښې سور شو نجات يې بيامونه او څوک چې ترې پاتې شو هلاك شو.)) مسلم بن حجاج په خپل صحيح كښې, امام احمد بن حنبل په خپل مسند,حافظ ابونعيم په حليه , ابن عبدالبر په استيعاب, ابوبكر خطيب بغدادى په تاريخ بغداد, محمد بن طلحه شافعى په مطالب السئول ، ابن اثير په نهايه , سبط ابن جوزى په تذكره , ابن صباغ مالكى په فصول المهمه, علامه نورالدين سمهودى په تاريخ المدينه, سيد مومن شبلنجى په نورالابصار, امام فخرالدين رازى په مفاتيح الغېب تفسير , جلال الدين سيوطى په در المنثور , امام ثعلبى په تفسير كشف البيان ، طبرانى په اوسط , حاكم د مستدرک په دريم ټوک , سليمان بلخى په موده القربى , ابن حجر مكى په صواعق محرقه کښې د اتم ايت په ترڅ کښې, طبرى په خپل تفسير او تاريخ ، محمد بن يوسف ګنجى په كفايت الطالب كښې او دغسې نورو ډېرو سترو سني محديثينو او عالمانو په خپلو کتابونو کښې په مختلفو طريقو راوړے دے.))
امام احمد ثعلبى چې د حديثونو د خاوندانو په امام مشهور دے او ستر سنى عالم دے په خپل تفسير کبير کښې د مودت د ايت مبارک په تفسير كښې ليكي: د خداے د ګران رسول (ص) له پاكو اهلبېتو (ع) سره مينه او مودت د دين له اصولو او د اسلام له اركانو ځخه دي او هرچا چې د دې په خلاف عقيده ولرله كافر او د اسلام له دين نه خارج او ناصبى دے او په دې مطلب باندې دليل هغه روايت دے چې عبدالله بن حامد په خپلو اسنادو سره له جرير بن عبدالله بجلى نه نقل كړے دے چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:
من مات على حب آل محمد مات شهيداً الا ومن مات على حب آل محمد مات مغفوراً له الا و من مات على حب آل محمد مات تائباً الا و من مات على حب آل محمد مات مومناً مستكمل الايمان الا ومن مـات على حب آل محمد بشره ملك الموت بالجنـﺓ ثمه منكر و نكير الا و من مـات على حـب آل مـحمد يزف الى الـجنـﺓ كـما تـزف العروس الى بيـت زوجـها الا و مـن مـات على حب آل محمد فتح له فى قـبره بـابان الـى الـجنـﺓ الا و مـن مات عـلى حب آل محمد مات على السنـﺓ والجماعـﺓ الا و من مات على بغض آل مـحمد جـاء يـوم القيمـﺓ مكتوباً بين عينيـه آيس مـن رحمـﺓ الله الا ومـات عـلى بـغض آل محمــد مـات كــافرا الا ومن مات مـن على بغض آل محمد لم يثم راحـﺓ الجنـﺓ
(( څوک چې د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو شهيد مړ شو, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو بخښل شوے مړ شو, او چې څوک چې د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو توبه كونكے مړ شو, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو مكمل ايمان لرونكے مومن مړ شو, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو عزرائيل (ع) او منكر او نكير (ع) به ورته د جنت زيرے وركونكي وي, او څوک چې د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو د جنت په لور به داسې راون وي لكه چې ناوې د مېړۀ كور ته بوتلې شي, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو په قبر كښې به يې د جنت په لور دوه ورونه خلاص شي, او چې څوک د آل محمد په مينه کښې مړ شو نو خداے پاک به يې قبر د رحمت د فرښتو لپاره زيارت وګرځوي, او چې څوک د آل محمد په مينه كښې مړ شو نو د سنت او جماعت خاوند مړ شو, او خبردار چې څوک د آل محمد په بغض کښې مړ شو نو د قيامت په ورځ به يې د دوو سترګو تر مېنځ ليكلي وي چې دا كس د خداے له رحمت نه مايوسه دے, او څوک چې د آل محمد په بغض كښې مړ شو نو كافر مړ شو, او چې څوک د آل محمد په بغض كښې مړ شو نو د جنت بوي پرې حرام دے.)) ( دا حديث له ډېرو سني عالمانو نه علاوه علامه زمخشري هم د مسلماتو په توګه په خپل تفسير کښې نقل کړے دے )
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
8:6 |
د کال په مخ کښې د حُسېن د وينو سرۀ دي حمزه هغـــه بې نوره وي مـــاتم چې په کوم کال نۀ شي
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
7:59 |
ووايه فطـــــرت ته چــــــې د ژوند حقيقتونه
څرنګــــه نــــــن واړه په طرف د کربــــــلا ځي
شوې په اننګو د سړيتوب کښې ډيوې بلې
ځاے د قربانۍ ته چې زامن د مرتضي ځي
( ارواښاد حمزه بابا )
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
7:28 |
د امامانو مياشت او هنګامي حالت؟ (اداريه)
شاه است حسېن بادشاه است حسېن دين است حسېن دين پناه است حسېن سر داد، نـــه داد دست در دست يـــزيد حقــــا کـــــه بنــــای لا الــــه است حسېن ( خواجه غريب نواز) ***** شـاه حسېن دے او بــادشاه حسېن دے ديـن حسېن دے، ديـــن پنــــــاه حسېن دے سر يې ورته ورکړو لاس يې ورنکړو يزيد ته بـــــې شکـــــه بنـا د لا الــــه حسېن دے ( ترجمه شاهين)
په پاکستان کښې له يوې مودې راهسې په خاصه توګه د پخواني فوځي ډکټېټرفقيد ضياء الحق له دور نه هر کال چې د امامانو مياشت يا د محرم مياشت لا نه وي راختلې نو له ټولې دنيا نه بل شان زمونږ په ملک کښې دننه د رسنيو او مېډيا له لارې دا اوازې خوريږي چې د محرم په دوران کښې د امن او امان د قائمولو لپاره په مختلفو سيمو کښې د امن کمېټۍ جوړيږي، په هر ځاے کښې امنيتي ځواکونه او پوليس ځاے په ځاے کيږي، د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد او اتفاق کوششونه روان دي. او چې کله د امامانو مياشت راوخېژي په خاصه توګه چې د مياشتې نهمه او لسمه راورسيږي نو نه يوازې دغه هلې ځلې لا زياتې شي بلکې دا خبرونه هم خپرېږي چې د امام حسېن (ع) او د کربلا د شهيدانو په مظلوميت باندې د وير او ماتم د جلوسونو په لارو کښې سخت بندېزونه لګېدلي دي او دغو جلوسونو ته د عامه خلقو په نزدې کېدو باندې مکمله پابندي لګېدلې ده، ټولې لارې تړلې شوي دي او پوليس ځواکونه په جديدو او درنو وسلو سره سنبال شوي دي او په نهمه او لسمه ورځ باندې هغه سيمې چې پکښې د خداے د ګران رسول (ص)د کورنۍ او د هغوي د دوستانو په مظلومانه شهادت باندې د ماتم کوونکو د جلوسونو په لارو او سيمو کښې داسې ښکاري چې يا خو يو ډېر زورور دښمن په دغو سيمو باندې د حملې په حال کښې دے او يا د کربلا پېښه يو ځل بيا د رامنځته کېدو په حال کښې ده. که څه هم دا اوازې او حفاظتي انتظامات په ظاهر کښې ښۀ او په زړۀ پورې ښکاري او هر څوک يې ملاتړ او تعريف کوي او هيڅ هغه کس چې پکښې لږ غوندې هم انسانيت وي او په زړۀ کښې يې لږ غوندې هم د انسانيت لپاره درد وي نو هيڅکله به د دې کارونو مخالفت ونکړي.خو څوپوښتې چې د هر چا په ذهنونو کښې پېدا کيږي هغه دا چې اخېر ولې په يو داسې ملک کښې چې بنياد يې په لا اله الا الله محمد رسول الله او د اسلام او مسلمانۍ په نامه اېښودل شوے دے د دا ډول هلو ځلو او سختو اقداماتو ضرورت پېښېږي.؟ ايا په دې ملک کښې داسې هم يوه فرقه يا څوک شته چې د خداے د ګران رسول (ص) د کورنۍ په غم باندې خوشحال وي؟ او په هغومظلومانو باندې د ژړا او خفګان مخالف وي؟ په داسې حال کښې چې امام عاليمقام په يو داسې وخت کښې په خپلو وينو سره د اسلام ونه خړوب کړه چې بني اميه ؤ هغه ونه تر جرړو پورې وچه کړې وه او دغه مقدسه ونه داسې زوال ته رسېدلې وه چې په اوبو سره نه بلکې په وېنې سره بيا شنه کېدې شوه. او هغه هم په معمولي وينې سره نه بلکې په يوې مقدسې وينې سره. نو بس د خداے د ګران رسول (ص) پاکې کورنۍ او د هغوي مينه والو د وخت د امام حضرت امام حسېن (ع) په مشرۍ کښې دغه ستره قربانۍ ورکړه او په دې لاره کښې يې داسې مصيبتونه او تکليفونه د خپل نيکۀ د امت د دعوا لرونکو له لاسه وزغمل چې حتی شېطان او کافران ترې هم امان غواړي. او کۀ دغه قرباني نۀ وې نو د اسلام يو يو مذهب، يوه فرقه او يوه ډله به هم نۀ وه بلکې د اسلام نوم به له دنيا نه ختم شوے ؤ. نو اوس ايا داسې هم د اسلام يومذهب، فرقه ، مسلک او ډله کېدې شي چې د اسلام د دغو سترو محسنانو په مصيبتونو او تکليفونو باندې خوشحالي وکړي؟ او که شته نو دا ډله ناڅاپه د فقيد ضياء الحق صېب له دور نه څنګه رامنځته شوه؟ او يا ايا په دغې سترې غمېزې باندې د بندېز لګولو لپاره قران مجيد کښې څه نوے ايت نازل شو يا څه نوې حديث جوړ کړے شو؟ حال دا چې هم زمونږ په هېواد کښې مونږ د فقيد ضياء الحق له دور نه مخکښې له پخوا راهسې د محرم په شپو ورځو کښې کلي په کلي ، کور په کور او حجره په حجره د جنګنامو د ويلو او ورته د خلقو د ژړلو، د خېر خېراتونو کولو او په ماتمي جلوسونو کښې د مختلفو فرقو د خلقو د ګډون يا لږ تر لږه د جلوس ګډون کوونکو ته د شربتونو او چاې ګانو ورکولو کتونکي وو. نو دا ناګهانه څه بلا راوغورزېده چې نۀ يوازې دغه کارونه کم شول بلکې ځينې ډلې يې په مخالفت کښې راپېدا شوې. نو بس د دغو ټولو پوښتنو په ځواب کښې همدا شک ذهن ته راځي چېايا داسې خو نۀ ده چې يزيد صفته ډکټېټر واکمنانود خپلو بهرنيو استکباري بادارانو په اشاره داسې څه ډلې جوړې کړي وي چې د حسېنيت په حق کښې او د يزيديت په خلاف د دې احتجاجي لاريونونو او جلوسونو مخنيوے وکړي له دې ويرې چې هسې نه د يزيدد اعمال او کردار په څرګندېدو سره د موجوده دور يزيد صفته واکمنانو اعمال او کردار هم په ډاګه شي او په مقابل کښې يې د امام عاليقمام پېروکار پاڅون او قيام وکړي. په هر حال په دې خبره کښې هيڅ شک نشته چې دا هر څه ناګهانه او په غېر ارادي توګه نۀ دي رامنځته شوي بکلې د دې شا ته يو سنجول شوے پلان او منصوبه ښکاري چې له يوې خوا د حسېنيت په ملاتړ او د يزيديت په خلاف د دغو احتجاجي جلوسونو په مخالفتونو سره دغه حسېني غورځنګ دباؤ کړي چې د هغه وخت د يزيد او د دې زمانې د يزيديانو کردار پټ پاتې شي او له بلې خوا په دې کارونو سره او دغو جلوسونو ته د خلقو په ورتلو باندې د پابنديو په لګولو سره هم عام او بې خبره خلق له حقائقو نه بې خبره وساتي او بل د مسلمانو ترمنېځ د اختلافاتو او تفرقې خليج نور هم پراخه کړي. ځکه چې که غرض، سازش، او منصوبه ترمنيځ نۀ وې او مسئله د چا د ذاتي خوښې نا خوښې وې نو هغو کسانو چې د امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو په مظلوميت او مصيبتونو باندې خوشحالي کول غواړي کولې شول چې په هغو لارو نۀ ځي او هغو ځايونو ته نزدې کيږي چرته چې په هغوي باندې غم، وير او ماتم کيږي. نو اوس دا د اسلام د ټولو رسمي مذهبونو او مسلکونو د مشرانو او روشنفکرانو ذمه واري ده چې دغه يزيدي قوتونه او د هغوي په ملاتړ جوړې شوې ډلې وپېژني هغه عامو خلقو ته په ډاګه کړي او له هغوي څخه د برات او بېزارۍ اعلان وکړي. او ټولو مسلمانانو ته دا خبره په ګوته کړي چې مونږ ټول د خپل ګران رسول (ص) د کورنۍ په غم کښې شريک يو.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
7:17 |
د حضرت امام حسېن (ع) ژوند(يوه لنډه کتنه)
ليک: عبدالرحيم درانے
لنډه پيژندګلو
د هجرت په څلورم کال د شعبان د مياشتې په دريمه نيټه د حضرت امام علی (ع) او بي بي فاطمې (ع) دويم بچے امام حسېن (ع) د وحي او ولايت په کور کښې وزيږد. کله چې پېغمبراکرم (ص) د دۀ له زوکړې خبر شو نو د امام علی (ع) او بي بي فاطمې (ع) کور ته ورغے او اسماء (رض) ته يې وفرمايل چې دغه بچے ورته راولي.(١)اسماء (رض) امام حسېن (ع) په سپينې کپړې کښې ونغښتۀ او د خداے د ګران رسول (ص) خدمت ته يې يوړو ګران رسول (ص) د هغۀ په ښي غوږ کښې بانګ او ګس غوږ کښې اقامت وويلو(2).د زوکړې په وړومبيو ورځو يا اوومه ورځ جبرائيل (ع) نازل شو (3) او وې ويل اے رسوله (ص) په تا باندې دې د خداے پاک سلام وي. په دې ماشوم باندې د هارون (ع) د وړوکي زوے (( شبير)) نوم کېږده چې په عربۍ کښې ورته ((حسېن)) وائي (٤) ځکه چې علی (ع) تا ته داسي دے لکه موسی بن عمران (ع) ته چې هارون ؤ خو فرق يوازې دا دے چې تۀ وروستے پېغمبر(ص) يې. او په دې ډول د بي بي فاطمې (ع) په دويم زوے باندې خداے پاک حسېن (ع) نوم کيښود. د زوکړې په اوومه ورځ بي بي فاطمې (ع) د هغۀ د عقيقې په توګه ګډه حلاله کړه . د امام حسېن (ع) سر يې وخرئيۀ او د هغۀ د ويښتو په وزن يې سپين زر صدقه کړل.(٥) امام حسېن (ع) او پېغمبر اکرم (ص)د هجرت په څلورم کال د امام حسېن (ع) د زوکړې له وخت څخه د خداے رسول (ص) تر رحلته پورې چې دا ټوله موده شپږ کاله او څو مياستې کيږي خلق د هغې مينې او محبت له امله چې پېغمبر(ص) له هغۀ سره لرله د هغه په لوے مقام او عظمت باندې پوه شول. سلمان فارسی (رض) وائي : يوه ورځ مي وليدل چې د خداے ګران رسول (ص) امام حسېن (ع) په زنګون کښينولے ؤ او ښکلوي يې او فرمائي : تۀ پخپله لوے يې ، د لوے پلار زوے يې، او د لويو زامنو پلار يې، تۀ په خپله امام، د امام زوے او د امامانو پلار يې، تۀ د خداے حجت، د خداے د حجت زوے او د خداے د نهو حجتونو پلار يې چې ورستی يې د زمانې امام مهدي (ع) دی.(٦) د انس بن مالک (رض) نه روايت ے: يوه ورځ له پېغمبراکرم (ص) پوښتنه وشوه چې په خپلو اهلبېتو کښې درباندې څوک ډېر ګران دے؟ وې فرمايل چې حسن (ع) او حسېن (ع) (٧) د خداے ګران رسول (ع) به اکثره حسنيان خپلې سينې ته جختول، بويول او ښکلول به يې.(٨) ابو هريره (رض) وائي: د خداے ګران رسول (ص) امام حسن (ع) او امام حسېن (ع) په اوږو کيښنولي وو او زمونږ په لور راروان ؤ کله چې مونږ ته راورسيد نو وې فرمايل څوک چې زما د دغو دوو بچو سره مينه وکړي له ما سره يې مينه کړې او څوک چې ورسره دښمني وکړي له ما سره يې دښمني کړې ده (٩) له امام حسېن (ع) سره د پېغمبراکرم (ص) د مينې انتها د خداے د ګران رسول (ص) له دې حديثه معلومولې شو چې فرمائي: (( حسېن منی و انا من حسېن)) يعنې حسېن (ع) له ما څخه دی او زۀ له حسېن (ع) څخه يم(١٠) امام حسېن (ع) د خپل عمر شپږ کاله له پېغمبر(ص) سره تير کړل او چې کله هغه مبارک له دنيا سترګې پټې کړې نو پاتې ديرش کاله يې له پلار سره ژوند وکړو. داسي پلار چې بې له انصافه يې کوم حکم نۀ ؤ کړے او عمر يې د خداے په عبادت او پاکۍ کښې تېر شوے ؤ هر څه يې د خداے لپاره کول او تل يې د خداے رضا غوښتله. د حضرت علی (ع) د خلافت په وخت امام حسېن (ع) د اسلامي مقصدونو د کاميابۍ لپاره د خپل ورور امام حسن (ع) په شان په بهادرۍ او فداکارۍ سره کوشش کوۀ او د صفېن ، جمل او نهروان په جنګونو کې يې ګډون درلود.(١١) د حضرت امام علی (ع) له شهادته وروسته د خداے د رسول (ص) له حکم او د اميرالمؤ منين حضرت امام علی (ع) له وصيت سره سم امامت او مشري د حضرت امام حسن (ع) په اوږو راغله. امام حسېن (ع) له خپل ورور سره په ټوله موده کښې همفکره او غږملے ؤ. او چې کله د اسلام او د مسلمانانو د ټولنې د مصلحتونو په وجه امام حسن (ع) له معاويه سره سولې ته مجبور شو نو امام حسېن (ع) ورسره په ټولو سختيو او کړاوونو کې شريک ؤ او په دې پوهيدو چې دا سوله د اسلام او مسلمانانو په ګټه او مصلحت ده نو هيڅ کله يې په خپل ورور امام حسن (ع) اعتراض ونۀ کړو او حتی يوه ورځ چې د شام حاکم د امام حسن (ع) او امام حسېن (ع) په وړاندې په امام حسن (ع) او حضرت امام علي (ع) پسې بد رد شروع کړل نو امام حسېن (ع) دفاع ته پاڅېد چې د معاويه خبره غوڅه کړي او د بدو ردو ځواب ورته ووايي. خو امام حسن (ع) ورته وويل چې چپ شه ، امام حسېن (ع) له دې امله چې د وخت د امام حکم ؤ هم ومنله او امام حسن (ع) پخپله د معاويه ځواب ته پاڅيد او په مدللو او ځپونکو خبرو سره يې هغه خاموش کړو.(١٢) چې کله امام حسن (ع) له دنيا مخ پناه کړو نو د مسلمانانو مشري او امامت امام حسېن (ع) ته پاتے شو او د خداے لخوا د ټولنې په مشرۍ او امامت باندې مامور شو امام حسېن (ع) ليدل چې د شام واکمن د اسلامي حکومت په ګدۍ ناحقه ناست دے او د خداے د احکامو، د دين د بنيادونو اواسلامي ټولنو د اصولو په خرابولو مشغول دے.امام د دې خرابوونکي حکومت په کړو ډېر خفه ؤ خود دې وس يې نه لرلو چې کسان برابر کړي او هغه د اسلامي حکومت له ګدۍ راکوز کړي لکه څنګه چې د امام حسن (ع) حالت هم دا شان ؤ.امام حسېن (ع) پوهېدو چې که خپل نيت ښکاره کړي او د کسانو په برابروولو لګيا شي نو د شام حاکم به يې د يو ګټه ور طاقت او فوځ تر جوړولو مخکښې شهيد کړي. مجبورا غلے کښېناست او له صبره يې کار واخست ځکه چې که پاڅيدلے وې نو له هر اقدامه مخکښې به بې ځايه شهيد کړے شوے ؤ او نتيجه به يې هم هيڅ نۀ وه نو تر څو چې د شام حاکم ژوندے ؤ امام د خپل ورور امام حسن (ع) په شان ژوند تېر کړو او کوم لوے مخالفت يې ونۀ کړو.صرف کله کله به يې د حاکم په غلطو کارنو نيوکه او ټکونه کول اود خلقو د ذهنونو له اماته کولو سره به يې هغوي ته د راتلونکي هيله ورکوله چې انشاءالله موثره ګام به پورته کړي. په هغه ټوله موده چې و شام واکمن د يزيد د ولي عهدۍ لپاره له خلقو بيعت اخېستو امام حسېن (ع) په کلکه هغه سره مخالفت وکړو، هيڅ کله يې بيعت ونۀ کړو او هغه ولي عهدي يې ونۀ منله. او کله کله به يې د شام حاکم ته سختې خبرې کولې او سخت ليکونه به يې ورته ليکل.(١٣) د شام حاکم هم د يزيد د بيعت لپاره په هغۀ ټينګار او اصرار ونۀ کړو او دا حالت همداسې پاتے شو ان تر دې چې د شام واکمن له دنيا سترګې پټې کړې. حسېني پاڅونيزيدله معاويه وروسته د اسلامي حکومت په تخت کښېناست او ځان ته يې اميرالمؤمنين ويل پيل کړل او د دې لپاره چې خپل ناحقه او ظالمانه حکومت کلک کړي فېصله يې وکړه چې اسلامي شخصيتونو او مخورو کسانو ته ليک واستوي او بيعت ترې واخلي نو د مدينې حاکم ته يې ليک واستوۀ او وې ليکل چې له حسېنه زما بيعت واخله او که مخالفت يې وکړو نو قتل يې کړه .حاکم دا خبره امام حسېن (ع) ته ورسوله او ځواب يې ترې نه وغوښت. امام حسېن (ع) په ځواب کښې وفرمايل " انا لله و انا اليه راجعون و علی الاسلام السلام، اذا بليت الامة براع مثل يزيد"(١٤) (کله چې د يزيد په شان (مکار، شراب خور، بې ايمانه او ناپاکه کس چې د اسلام د ظاهرو خيال هم نۀ ساتي) د اسلامي حکومت په ګدۍ کښېني نو د اسلام فاتحه دې ولوستل شي ځکه چې داسي چارواکي د اسلام په نامه او د اسلام په طاقت، اسلام له منځه وړي). امام حسېن (ع) پوهيدۀ چې د يزيد حکومت يې په رسميت نۀ دے پيژندلے او کۀ په مدينې منورې کښې پاتې شي نو دوي به يې پټ په پټه او بې مقصده شهيد کړي. نو د شپې او په پټه له مدينې څخه مکې ته روان شو د مکې معظمې او مدينې منورې په خلقو کښې د هغوي د تللو او د بيعت نۀ کولو قيصه خپره شوه او دا خبر کوفې ته هم ورسېده. او امام حسېن (ع) هم دا غوښتل چې خلق د بېعت د انکار له واقعې نه خبر شي او په هغو خلقو باندې چې په مختلفو وجوهاتو يې د يزيد بيعت کړے دے او يا يې کوي حجت اتمام وکړي امام حسېن (ع) لا په مکې کښې ؤ چې کوفيانو ورته بلنه وکړه چې کوفې ته ورشي، د هغوي مشر شي او د کوفې چارې په ﻻس کښې واخلي. امام حسېن (ع) خپل د ترۀ زوے مسلم بن عقيل کوفې ته وليږۀ چې په کوفې کښې د خلقو خوځښت او غبرګون له نزدې وګوري او بيا امام حسېن (ع) ته ټول حالات وليکي. په کوفې کښې خلقو د مسلم تود هر کلے وکړو او په زرګونو خلقو د امام حسېن (ع) د استازي په توګه د امام لپاره د هغۀ بيعت وکړو حضرت مسلم امام حسېن (ع) ته ليک واستوۀ او وې ويل چې ټول خلق تيار دي بس تۀ روان شه. کۀ څه هم امام حسېن (ع) کوفيان ښۀ پيژندل او د خپل پلار او ورور د حکومت په وخت يې د هغوي بې وفائي او بې ديني ليدلې وه او پوهيدۀ چې د دوي په خبرو او له مسلم سره په بيعت اعتماد نۀ شي کيدې خو د حجت د تمامولو، د غاړې خلاصولو او د خداے د حکم د پوره کولو لپاره کوفې ته روان شو. سره له دې د ذي الحجې تر اتمې نېټې پورې په مکه کښې پاتې شو يعني هغه ورځ چې د مکې ټول خلق منی ته روان وو او څوک هم چې د مکې په لار کې پاتې وؤ. زر تر زره يې غوښتل چې مکې ته ځان ورسوي. امام په مکه کې پاتې شو او هغه ورځ له خپلو اهلبيتو او يارانو سره له مکې څخه عراق ته روان شو. په دې کار سره يې هم خپل فرض پوره کړو او هم يې خلقو ته وښودل چې د پېغمبر(ص) زوے، يزيد په رسميت نۀ دے منلے او د هغۀ بيعت يې نۀ دے کړے بلکې د هغه په خلاف يې قيام او پاڅون کړے دے. يزيد چې کله کوفې ته د مسلم له رسېدو او د کوفيانو له بيعته خبر شو نو ابن زياد يې چې د يزيد ډېر پليت او ظالم ملګرے او د بني اميه ؤ ناحقه پلوي ؤ ، کوفې ته وليږلو ابن زياد د خلقو له شک منافقت او ويرې استفاده وکړه او په زور، ويرې او دړکو يې هغوي له مسلمه جدا کړل او حضرت مسلم په يوازې سر د ابن زياد له تالي څټو سره په جنګ شو او له يو فداکاره او سر ښيندونکي جنګه وروسته شهيد شو. ابن زياد د کوفې منافق، بې ايمانه او خائن خلق د امام حسېن (ع) سره جنګ ته وهڅول او حتی ځينې هغو کسانو هم چې امام حسېن (ع) ته يې ليکونه استولي وؤ، له امام حسېن (ع) سره جنګ ته ملا وتړله او دې ته سترګې په لاره وو چې امام حسېن (ع) راشي او دوي يې شهيد کړي. امام حسېن (ع) له مدينې څخه د تللو په شپه، په مکه کې له مکې څخه تر کربلا اوحتی د کربلا تر پيښې پورې په اشارو سره او کله کله په څرګنده ويل چې کربلا ته زما د تللو مقصد د يزيد د اسلام مخالفه حکومت رسوا کول ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کول او د ظلم او زياتي په وړاندې ودريدل دي او د قران او اسلام له ژوندي ساتلو پرته کوم هدف نۀ لرم. دا داسي دنده او فرض ؤ چې خداے هغه ته سپارلي وو حتی که څه هم په دې لاره کښې يې بچي کورنۍ او ملګري شهيدان او کورنۍ يې بندي شوه. د خداے ګران رسول (ص)، حضرت امام علی (ع)، او امام حسن (ع) څو څو ځله د امام حسېن (ع) د شهيديدو واقعې ته اشاره کړې وه حتی د امام حسېن (ع) د زوکړې په وخت هم ګران رسول (ص) د هغۀ د شهادت يادونه کړې وه. په کربلا کې د امام حسېن (ع) د شهادت په موضوع په اسلامي ټولنه کې دومره زياتې خبرې شوې وې چې عام خلق د دې سفر له انجامه خبر وو ځکه چې ډېر ځله يې د ګران رسول (ص) او حضرت امام علی (ع) دا خبره اوريدلې وه. په دا ډول د امام حسېن (ع) سفر د هغوي د شهادت احتمال په ذهنونو کې زيات کړو په تيره بيا دا چې امام حسېن (ع) به په ټوله لاره فرمايل :" من کان باذلا فينا محجته و موطنا علی لقاء الله نفسه فليرحل معنا(١٤)؛ يعنې څوک چې دې ته تيار وي چې زمونږ په لاره کښې له سره تېر شي او د خداے پاک ملاقات ته لاړ شي نو له مونږ سره دې راځي" په همدې وجه د دوي ځينو ملګرو وغوښتل چې له دې سفره يې منع کړي. خو د امام علی (ع) زوے او د پېغمبر(ص) جانشين له خپلې دندې او فرض ښۀ خبر ؤ او خداے پاک چې څۀ د هغۀ په غاړه اچولي وؤ له هغې يې ډډه نۀ کوله امام حسېن (ع) خپله ﻻره جاري وساتله او په فېصله کښې يې څۀ خنډ رانغے. بالاخره لاړ او د شهادت درجې ته ورسيد او هغه هم يوازې نه ، بلکه له داسي يارانو او بچيو سره چې هر يو د اسلام يو ځلانده ستورے ؤ. ټول شهيدان شول او وينو يې د کربلا دشته خړوبه کړه د دې لپاره چې اسلامي ټولنه پوهه شي چې د بني اميه پليد بچے د پېغمبر(ص) جانشين نۀ دے او د بني اميه ؤ له اسلام سره لرې هم تعلق نشته بلکې د اسلام ختمولو او د رسول الله (ص) له آل او اولاد څخه د خپلو پلار نيکونو د انتقام اخېستلو ته يې ملا تړلې ده تاسو چرته دا سوچ کړے دے چې که د امام حسېن (ع) سرښيندونکے او مظلومانه شهادت نۀ ؤ او خلقو يزيد د پېغمبر(ص) جانشين او ځاے ناستے ګڼلے ؤ او د اسلام د خليفه په توګه د يزيد او د هغۀ د مزدورانو او ملګرو شهوتونه، ظلمونه، ستمونه او رنګ رنګ غلط کارونه يې ليدل او د هغو خبرونه يې اوريدل نو له اسلامه به يې څومره کرکه پېدا کيدله . ځکه چې داسې اسلام چې د پېغمبر(ص) ځاے ناستے يې د يزيد غوندې واکمن وي په حقيقت کښې د کرکې اونفرت لائق دے. په هر حال امام حسېن (ع) او د هغۀ د کورنۍ کسانو او ملګرو د کربلا په دشته کښې په خپلو سرونو ورکولو سره دنيا ته دا ثابته کړه چې د پېغمبر اکرم (ص) اهلبېت (ع) او د هغوي حقيقي پېروکار هيڅکله د يزيد غوندې حمکران نۀ شي منلې او په خپل بيعت ، ووټ او دستخط سره د اسلام په نامه د هغۀ غېر اسلامي، غېر شرعي ، غېر اخلاقي او غېر انساني کردار نۀ شي تائيدولې. او همدا رنګ د امام حسېن (ع) او د هغوي د خپلوانو او دوستانو له شهادت نه پس د هغوي د پاکې کورنۍ پاک لمنې بيبانې، بيمار امام حضرت زېن العابدين او ماشومان هم اسيران شول او تاسو به اوريدلي وي چې د امام د کورنۍ کسان يزيديانو په ښارونو، بازارونو، جوماتونو او حتی د يزيداو ابن زياد په سا ډبوونکو دربارونو کښې د دې لپاره وګرزول چې د رسول الله (ص) اهلېبت (ع) او د هغوي پېروکار په لارو کوڅو کښې وشرموي او د نورو خلقو لپاره د عبرت سبب وګرځي خو د يزيد او يزيديانو دغه ناوړه کار هم خپله د يزيد او يزيديانو په زيان تمام شو او دغو اسيرانو په خاصه توګه د امام علي (ع) پاکلمنې لور حضرت بي بي زېنب (ع) او د وخت امام حضرت امام زېن العابدين (ع) د خلقو غوږونو ته د امام حسېن (ع) د شهادت او د کربلا د انقلاب د پېغام د رسولو لپاره خوله خلاصه کړه، فرياد يې وکړو او د بني اميو د پليتې څيرې او د دغو سړي خورو او وينه زبيښونکو له مخونو يې پرده هسکه کړه او ثابته يې کړه چې هغه يزيد چې زنا کار، شراب خور، سپي لوبوونکے او په عوامو باندې ظلم ستم کوونکے په هيڅ طريقه د خلافت لياقت او وړتيا نۀ لري او د اسلام دا ګدۍ د هغۀ ځاے نۀ دے او د تورې په زور باندې د عوامو په څټونو ناست دے د دوي خبرو او ويناؤ د امام حسېن (ع) د شهادت پيغام او مقصد پوره کړو او د خلقو په روحونو کښې يې طوفان رااوچت کړ ځکه چې د يزيد نوم تر ابده د پستۍ،ذلت، رذالت او پليتۍ سمبل وګرځېد او ټولی شيطاني ارزوګانې يې شنډې شوې او هغه يزيد چې ويل به يې (( نۀ وحي راغلې ده او نۀ قران نازل شوے دے دا هر څه بني هاشمو او محمد(ص) د اقتدار لپاره له ځانه جوړ کړي دي چې خلق وغولوي)) د تل لپاره په خپل ناپاکو موخو کې ناکامه شو. د هغوي د هماغه شهادت د وخت راهسې تر اوسه هر کال د امام حسېن (ع) ملګري او منوونکي د محرم په لومړيو ورځو کښې د هغوي غم نمانځي او د هغوي په مصيبتونو وير، ماتم او ژړاګانې کوي چې په دې طريقه ثابته کړي چې د امام حسېن (ع) مشن او مقصد چې هماغه د پېغمبر(ص) مقصد او مشن دے، ژوندے دے. او خبره د هم هغه يزيد په تلو سره ختمه شوې نه ده بلکې مونږ په هره زمانه کښې د هر ډوله يزيد او ظالم مقابلې ته تيار يو. امام احمد بن حنبل په فضائل صحابه کښې روايت نقلوي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: (( چې چا د حسېن (ع) په قتل باندې ژړا وکړه يا يې له سترګو يوه اوښکه توې شوه نو خداے پاک به يې جنت په برخه کوي. (١٥) امام جعفر صادق (ع) فرمائي چې ژړا او بې تابي په هيڅ موقعه ښه نۀ ده. يوازې د امام حسېن (ع) د شهادت په مناسبت چې ثواب يې هم ډېر دے. کۀ څه هم د امام حسېن (ع) په مصائبو او کړاوونو ژړل ډير ښۀ کار دے خو مقصد يوازې ژړا نۀ ده بلکې دا ټولې خبرې بايد د دې لپاره وي چې مونږ د امام حسېن (ع) له دره څۀ زده کړو او د هغۀ په مقصد ځان پوه کړو او په هغه لاره ﻻړ شو که نۀ وي نو يوازې په ژړا سره به د هغوي پاک هدف ته و نۀ رسېږو د امام حسېن (ع) اخلاق او کردارد امام حسېن (ع) په ټول ژوندچې يو نظر واچوؤ نو وينو چې د هغوي ټول ژوند په پاک لمنۍ، بندګۍ، د پېغمبر(ص) د دين په تبليغ او د لوړو مفاهيمو په خپرولو کې تېر شوے دے. هغه حضرت له مانځه دعا او له خداے سره له راز و نياز سره ډيره مينه لرله. کله کله به يې په شواروز کښې په سلګونو رکعتونه مونځونه کول (١٦) او حتی د ژوند په وروستۍ شپې کښې يې هم مونځ او دعا پری نۀ ښوده او له دښمنانو يې دومره مهلت وغوښتو چې له خداے پاک سره راز و نياز او مونځونه وکړي او وی فرمايل خداے خبر دے چې زۀ له مانځۀ د قران مجيد له تلاوت او دعا او استغفار سره څومره مينه لرم (١٧) او حتي چې د شهادت په وخت يې هم تر ټولو وروستے کار د خداےپاک په درګاه کښې سجده کول وو. ابن اثير په اسدالغابه کتاب کې ليکي: کان الحسېن فاضلاً کثير الصوم والصلوة والحج والصدقة و افعال الخير جميعاً.(١٨) امام حسېن (ع) به ډيرې زياتې روژې نيولې، مونځ به يې کوۀ، حج ته به تلۀ، صدقه به يې ورکوله او ټول ښه کارونه به يې کول، د امام حسېن (ع) شخصيت دومره لوړ او پرتمين ؤ چې د اسلام سترو سترو شخصيتونو به يې ډېر قدر او احترام کوۀ او د هغه وخت ټولنې به ځکه د امام حسېن (ع) ډير قدر کوۀ چې امام به له خلقو سره ګډ او شريک ژوند کوۀ. له هغو به يې څنګ نه کوۀ او ځان به يې له عامو خلقو نه اوچت نۀ ګڼۀ، له ولس او معاشرې سره عږ ملے ؤ او تر ټولو لويه دا چې په خداے باندې د هغوي بې کچه ايمان هغه د خلقو او ولس غمخور ګرځولے ؤ که نه نوله هغه سره نه ماڼۍ وې، نه محلونه وو و نه سپايان او غلامان او نه مالونه دولتونه وو او هيڅ کله يې د لويو خلقو او جبارانو غوندې ژوند نه کوۀ او حتي چې کله به د خپل نيکۀ د حضرت محمد مصطفی (ص) د روضې مبارکې زيارت ته تلۀ نو له خلقو به يې نه غوښتل چې د زيارت په وخت هغه ته زيارت خالي کړي. شعيب بن عبدالرحمان خزاعي وائي: کله چې امام حسېن (ع) شهيد شو نو د هغوي په ملا د يو زوړ زخم داغ وليدل شو چې کله يې له امام زين العابدين (ع) څخه د هغه داغ پوښتنه وکړه نو هغوي وفرمايل دا داغ د ډوډۍ او اوړو د هغو بوجونو داغ دے چې پلار به مې د شپې په شا کولې او کونډو يتيمانو او فقيرانو کره به يې وړې. علائلي په "سموالمعنی" کتاب کې ليکې: (( د انسانانو په تاريخ کې لوے لوے کسان شته چې هر يو په يو خاص ډګر او خاص صفت کښې ډېر زيات مشهور شوي دي. مثلا څوک په ميړانه کښې مشهور دي څوک په سخاوت کښې او څوک په داسې نورو صفتونو کښې، خو د امام حسېن (ع) عظمت او لوے والے ډېر زيات دے چې هر يو اړخ يې د هغوي د تاريخي عظمت ښودنه کوي ګوندې په هغه کښې ټولې خوبۍ او ښه صفتونه جمع دي )) چې بې شکه دا صفات د پېغمبرانو، معصومو امامانو او کاملو انسانانو ځانګړتيا ده چې بايد ټول صفتونه پکښې موجود وي امام حسېن (ع) د هغه د ژوند او مرګ قيصه د هغوي وينا او کردار نه يوازې د تاريخ د يو لوے شخصيت نمونه ده بلکې هغه په خپل ټول وجود سره د فضيلتونو، لوي والي، سرښيندنو، فداکاريو او خداے غوښتنو صفا هنداره هم ده. د عرفې د ورځ دعادوي ډېرځله پياده حج کړی ؤ(١٩) د غالب اسدي زامن وائي د عرفې د ورځ په مازيګر د عرفات په دشته کښې له امام حسېن(ع) سره وو، هغه حضرت ډېر په عاجزۍ او خشوع سره له خېمې راووت او له يو شمېر اصحابو سره د غرۀ په ګس اړخ ودريد، مخ يې د کعبې په لور واړۀ او د يو کمزوري حاجتمن او سوالګري په شان يې اسمان ته لاسونه اوچت کړل او دا دعا يې وکړه: (د دعا د ځينې برخو ترجمه) (( حمد او ثنا د هغه خداے ده چې هيڅ يو څيز د هغۀ قضا او غوښتنه نه شي اودرولی او د هغۀ د بخښنې مخه نشي نيولې. په سخاوت او کرامت کښې د هغه لاس خلاص دے او هر يو څيز يې په خپل حکمت سره نېک او مناسب جوړ کړے دے څوک چې پټ کارونه او عملونه کوي له خداے پاک نه پټ نۀ دي او څه چې هغه ته وسپارل شي نه ضايع کيږي. اے لويه خدايه! تا ته ولاړ يم، تا ته مې پناه راوړې ده او ستا په خدائي توب ګواهي ورکوم اعتراف او اقرار کوم چې ته زما پنځوونکی يې او هم تاته به درګرځم تر دې مخکښې چې زۀ څه جوړ شم. په ما دې نعمت وورولو او زۀ دې له خاورې پيدا کړم، بيا دې زۀ صحيح او سالم دنيا ته راوستم. په وړوکوالي کښې دې په زانګو کښې له هرې بلا وساتلم او د خوږو خوراکونو پۍ دې زما روزي کړل، د روزونکو زړۀ دې په ما مهربان کړو او زړۀ سواندې مور دې زما روزنې ته وبلله، زۀ دې له پټو شرونو او پيريانو وساتلم او له کمۍ زياتۍ دې په حفاظت کښې کړم، نو اے لويه خدايه! اے رحيمه او رحمانه! نو کله چې زۀ په خبرو شوم په ما دې خپل نعمتونه وورول او په کلونو کلونو دې زۀ لوے کړم تر دې چې خلقت مې بشپړ شو. خدايه! زۀ ستا کوم کوم نعمت ياد کړم يا ستا د کومو لورونو او پيرزوينو شکر وکړم ځکه چې ستا نعمتونه او بخښنې تر دې زياتې دي چې شمېرونکي يې وشمېري، يا پرې حساب کوونکي خبر شي، هغه بلاګانې او مصيبتونه چې زۀ دې ترې ساتلے يم له هغې سلامتۍ، روغتيا او اسانيو زياتې دي چې ماته دې راکړي دي، خدايه! زۀ تا د خپل ايمان په حقيقت ګواه نيسم او که فرضاً ټول عمر ژوندے پاتے شم او وغواړم چې ستا نعمتونه وشمارم بيا هم د دې توان نه لرم، خدايه! ما داسې کړه چې له تا داسې وويريږم لکه تا چې وينم او ما د پرهيزګارۍ او تقوا په نعمت نېکمرغه کړه او د ګناه او نافرمانۍ په وجه مې مۀ بدبختوه. اے لويه خدايه! ما ته په روح او بدن کښې بې نيازي، په زړۀ کښې يقين، په عمل کښې اخلاص، په سترګو کښې رڼا او په دين کښې بصيرت او سترګې عطا کړه. خدايه! که ستا نعمتونه شمېرل غواړم نو نه يې شم شمېرلې. اے پروردګاره! ستا کرم او سخا ډيره زياته ده او ټوله ثنا ستا ده. خدايه! زه په خپلو ګناهانو داده کيږم، ما وبخښې او له ګناهونو مې تېر شې )) دا دعا ډيره اوږده ده او ډيره زړۀ راښکونکې ده خو ما د اختصار لپاره دا لږه غوندې ذکر کړه. (دا ټوله دعا شېخ عباس قمي (رح) په خپل کتاب "مفاتيح الجنان" کې نقل کړې ده) او نقل شوي دي چې په هغه ورځ امام حسېن د دې دعا په ويلو سره زړونه داسې خداے ته راکاږل چې ټولو کسانو وژړل او دې دعا ته يې امين ووايۀ.
د امام حسېن (ع) ځينې ويناوې
* امام حسېن (ع) خپل زوے امام زېن العابدين ته په وصيت کښې فرمائي: اے زويه! له ظلمه ځان وساته، په تېره بيا په داسې کسانو له ظلمه چې له خدايه پرته بل څوک نه لري (ځکه چې خداے د داسې مظلوم بدله ډېر زر اخلي) *يو سړي له امام حسېنه وغوښتل چې د دنيا او اخرت د ښيګړې په حقله ورته څۀ وليکي، امام حسېن (ع) ورته وليکل: بسم الله الرحمن الرحيم. څوک چې د خداے پاک رضا غواړي او د خداے پاک خوشحالي د خلقو په غصې خرڅه نه کړي، نو خداے به يې په هره چاره او د خلقو په چارو کښې بې نيازه کړي او څوک چې د خلقو رضا غواړي او د خلقو خوشحالي او رضا د خداے په غصه واخلي نو خداے يې خلقو ته پريږدي (يعنې خداے ورځنې خپل کرم او رحمت واخلي) *امام حسېن (ع) ته يو سړے راغے او ورته يې وويل چې زۀ په ګناهونو کښې پټ يم او له خپلو ګناهونو نۀ شم تښتيدلی. ما ته نصيحت وکړه. امام حسېن (ع) ورته وفرمايل چې پنځۀ کارونه کوه نور چې دې زړه کومه ګناه غوښتله کولې يې شې: 1. د خداے له نعمتونو استفاده مه کوه، هله ګناه ته مخ اړوه. 2. که د خداے له دنيا، حکومته او سرپرستۍ وتلی شې نو ګناه کوه. 3. داسې ځاے ته لاړ شه چې خداے دې نه وينی، بيا چې دې څه زړۀ غوښتل کوه يې. 4. که د مرګ په وخت خپل روح د خداے له فرښتې ساتلې شې نو کومه ګناه چې دې خوښه وي کوه يې. 5. او که دا طاقت لرې چې کله دې د دوزخ په اور کښې اچوي نو ته ترې ځان بچ کړې (او اوتښتې) نو بيا هم ګناه کولی شې. (نو ته دا پينځه کارونه نه شې کولې پکار ده چې ګناه ونه کړې) *امام حسېن (ع) وفرمايل: اے انسانه! ستا هستي او پانګه (سرمايه) ستا عمر دے. ستا د ژوند هره ورځ چې تيريږي، ستا د وجود يوه ټوټه کميږي (نو پام وکړه چې ايا له عمره دې سمه استفاده کوې او که نه هغه فضول او بې ځايه تېروې؟) * له امام حسېن (ع) څخه وپوښتل شول چې په څنګه حال کښې دې صبح کړۀ يعنې سهار په څنګه حال کښې راپاڅيدې؟ امام وفرمايل: په داسې حال کښې راپاڅيدم چې زما خداے او پروردګار ما ويني، د جهنم اور زما په وړاندې دے او مرګ راپسې دے چې راومې نيسي، په دنيا او اخرت کښې مې هر څه په حساب کتاب دي او زۀ په خپلو اعمالو پړ يم. داسې نه ده چې څه غواړم هغه وشي او ورته ورسيږم او څه چې مو نه دي خوښ او نه يې غواړم. له ځانه لرې کړې شم ځکه چې ټولې چارې د بل چا(خداے) په لاس کښې دي که وغواړي عذاب راکوي او که خوښه يې وي بخښي مې. نو کوم يو فقير تر ما ډېر فقير دے؟. * امام حسېن (ع) فرمائي: ځينې کسان د جنت او بهشت په اميد د خداے بندګي کوي چې دا بندګي او عبادت د تاجرانو او سوداګرانو عبادت دے، ځينې خلق د جهنم له ويرې د خداے عبادت کوي چې دا د غلامانو او مريانو عبادت دے،(يعنې که د مالک له سزا ونه ويريږي خبره نه مني) او ځينې کسان د خداے عبادت د شکر او د نعمتونو د مننې او شکريه لپاره کوي چې دا د ازادو او پتمنو او ننګياليو عبادت دے او دا د عبادتونو تر ټولو لوے او ښۀ ډول دے. *خداے تعالي د هيچا طاقت تر هغه وخته نه کموي چې فرائض او واجبات يې کم نه کړي او د چا وس تر هغه وخته نه کموي چې ذمه وارۍ او دندې يې کمې کړي (يعنې هر چاته د هغۀ د طاقت او وس مطابق ذمه واري او فرض سپاري). * ستاسو بدله له جنته علاوه بل څۀ نه ده نو ځان په نورو مۀ خرڅوئ ځکه څوک چې په دنيا راضي شي (يعنې مقصد يې يوازې د دنيا ګټل وي) نو په يو ډېر سپک او پست شي باندې راضي شوے دے. * د حقو له مننې او پيروۍ نه علاوه عقل په بل څه نه کامليږي. *د تيرو نعمتونو شکر د دې سبب کيږي چې خداے پاک تا ته نور نعمتونه درکړي. * يوازې هغه کس امانت دار بوله چې له خدايه ويريږي. * له امام حسېنه پوښتنه وشوه فضيلت او لوړاوے په څه کښې دے؟ وې فرمايل: د ژبې مالک کېدل (يعنې په خپلې ژبې کنټرول کول) او نيکي او ښيګړه کول. شهادتلکه څنګه چې مخکښې هم اشاره وشوه امام حسېن (ع) له خپلو اهلبيتو او ملګرو سره د کربلا په دشته کښې د يزيد ملعون په حکم د هغۀ د پوځيانو او د شمر ملعون په لاس د هجرت په يوشپېتم کال د امامانو يا محرم د مياشتې په لسمه نېټه د دريو ورځو تږې په ډير ظلم سره شهيد شو. خداے پاک دې يې اروا ښاده لري. ماخذونه: (١) کيدی شي له اسما نه مراد دلته د يزيد بن سکن لور وي. ر.ک: اعيان جز11 ص168 ذخائر العقبی کتاب په 120 مخ باندې د اسماء بنت عميس نه روايت کړې دے)(٢) ( ذخائر العقبی ١٢٠ مخ )(٣) (٤) معاني الاخبار 57 مخ ذخائر العقبی 120 مخ مستدرک الصحيحين 4 ټوک 277. مخ مسند احمد بن حنبل 1ټوک 159 مخ).(٥) . په اسلامي سرچينو کښې د عقيقې په حقله ډيره سپارښتنه شوې ده او د بچي د سلامتيا لپاره يې ډيره اغيزمنه بللې ده. صحيح نسايي ج2 ص189 تاريخ بغداد ج10 ص157، مستدرک الصحيحين ج4 ص237. سنن بيهقي ج9 ص299.(٦) مقتل خوارزمي ج1 ص146 کمال الدين صدوق ص152(٧) سنن ترمذي ج5 ص323 فيض القدير ج1 ص148.(٨) ذخائر العقبی ص122.(٩) ابن ماجه فضائل حسن و حسېن عليهما سلام، کنوز الحقائق ص134، مسند ابو داؤد طيالسي ج10 ص332. الاصابه ج11 ص330.(١٠) . سنن ترمذي ج5 ص324 ابن ماجه باب فضائل اصحاب رسول الله (ص) کنز العمال ج6 ص221.(١١) . الاصابه ج1 ص333.(١٢) اسدالغابه ج2 ص13 ارشاد ص173.(١٣). رجال کشي ص94 کشف الغمه ج2 ص206.(١٤) . مقتل خوارزمي ج1 ص 184، لهوف ص20.(15) (فضائل صحابه ٢ ټوک، احقاق الحق )(١٦) . عقدة الفريد ج2 ص143.(١٧) . ارشاد مفيد ص214(١٨) . اسد الغابه ج2 ص20.(١٩) . مناقب ابن شهر اشوب ج3 ص224. اسد الغابه ج2 ص20.+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
7:10 |
امام حسېن (ع) د خپل تحرير او تقرير په رڼا کښې
په دې برخه کښې د امام حسېن (ع) د ځينو ليکونو او وېناو پوره متن يا ځينې برخې نقلوو چې له هغو څخه تر يوۀ حده د امام حسېن (ع) د شخصيت او مقصد اندازه لګېدې شي
له مدينې منورې څخه د روانېدو په وخت د امام حسېن (ع) وصيتنامه
کله چې امام له مدينې منورې نه د مکې معظمې په لور روان شو نو دا وصيت يې وليکۀ ، خپل مهر يې ورباندې ولګوۀ او خپل مېرني ورور حضرت محمد حنفيه (رض) ته يې ورکړ: بسم الله الرحمن الرحيم دا وصيت د حسېن بن علي لخو خپل ورور محمد حنفيه ته دے. (( حسېن ګواهي ورکوي په توحيد او د خداے پاک په يووالي باندې، او ګواهي ورکوي چې له خداے پاک سره شريک نشته، او شهادت ورکوي چې حضرت محمد (ص) د خداے پاک بنده او د هغۀ رسول دے او حق دين (اسلام) يې د خداے پاک لخوا د نړۍ د خلقو لپاره راوړے دے او شهادت ورکوي چې جنت او دوزخ حق دي اود قيامت ورځ به بې له شکه رامنځته کيږي او خداے پاک به ټول انسانان په دغه ورځ باندې راژوندي کوي. او زۀ نۀ د ځان خوښونې له مخې ، نۀ د سېل او سياحت لپاره او نۀ د فساد او ظلم لپاره له مدينې څخه وځم بلکې له دې سفر څخه زما مقصد امر باالمعروف او نهي عن المنکر دے ائ له دې خوزښت څخه زما هدف د خپل نيکۀ د امت اصلاح کول او د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفی (ص) د سنتو او قانون او د خپل پلار حضرت علي بن ابي طالب (ع) د طور طريقو ژوندي کول دي. نو بس هر چا چې له ما څخه دا حقيقت قبول کړ او زما پېروي يې وکړه نو دا يې د خداے لاره قبوله کړې ده او هر چا چې دا حقيقت رد کړ ( او زما پېروي يې ونکړه ) نو زۀ به په صبر او استقامت سره خپلې لارې ته دوام ورکړم ان تردې چې خداے پاک زما اود دې قوم ترمېنځ فېصله وکړي هغه تر ټولو غوره فېصله کوونکے دے. او اے وروره! دا دے زما وصيت ستا لپاره او توفيق يې د خداے پاک لخوا دے. په هغه ذات باندې توکل کوم او زما ستنېدل د هغۀ په لور دي. ))
د کوفې خلقو ته د امام حسېن (ع) ليک
د خداے پاک له ثنا صفت او د خداے په ګران رسول (ص) او د هغوي په اهلبېتو باندې له درود او سلام نه پس:(( هاني او سعيد ستاسو ليکونه راته رواړل او دوي ستا تر ټولو وروستي استازي وو او ستا له مقصد نه خبر شوم چې وائئ مونږ مشر او رهبر نۀ لرو او له ما نه غو اړئ چې ستاسو لور ته درشم چې زما په وسيلې سره حق او هدايت باندې قائم شئ. زۀ خپل ورور او د ترۀ زوے چې زمونږ د خاندان د اطمينا وړ دے يعنې مسلم بن عقيل ستاسو لور ته درلېږم، نو هغۀ ما ته ليک وليکۀ چې ستاسو مشران او شرافمند کسان په ما باندې د نظر اتفاق لري په هم هغه ډول چې ستاسو استازيو وويل نو زۀ به ډېر زر ستاسو لور ته درشم.زما دې په خپل ځان باندې قسم وي هيڅ څوک د امامت او مشرتابۀ عهدېدار نۀ شي کېدې مګر دا حکومت يې د الهي کتاب په بنياد وي، عدل او انصاف جاري کړي، په حٍق دين باندې متدين وي، ځان د شريعت په حدود کښې وګڼي او له الهي حدودو څخه بهر نۀ شي. والسلام ))
د کوفې خلقو ته د امام حسېن (ع) دويم ليک
امام حسېن (ع) د حاجر له پړاؤ څخه د کوفې خلقو ته دا ليک ولېږۀ. د ليک وړونکے قېس بن مسهر صېداوي ؤ. کله چې دا ليک وليکلے شو دغه وخت امام ته د مسلم بن عقيل د شهادت خبر لا نۀ ؤ رسېدلے. سيدالشهداء (ع)په دې ليک کښې د خداے پاک له حمد او ثنا او په محمد و آل محمد باندې له درود نه پس وفرمايل: (( د مسلم ليک چې د خلقو د اتفاق او اتحاد او زما د حق د اخېستلو په اړه ؤ راورسېد او له پاک ربه غواړم چې زما کارونه دې په خېر سره ترسره شي او تاسو ته دې هم زيات اجر او جزا عنايت کړي. زۀ د نهې په ورځ د ذی الحجې په اتمه نېټه چې د ترويې له ورځ سره سمون خوري له مکې معظمې څخه راووتم او چې کله زما استازے تاسو ته در ورسېږي او د خپلو کارونو په ترسره کولو کښې کوشش وکړئ چې په هم دغو ورځو کښې له تاسو سره يو ځاے شم. والسلام ))
حبيب بن مظاهر(رض) ته د امام حسېن (ع) ليک
د حسېن بن علي لخوا فقيه کس حبيب بن مظاهر ته: (( اے حبيبه! تۀ له پېغمبراکرم (ص) سره زمونږ له نزدېکت نه خبريې او تۀ له نورو نه زيات مونږ پېژنې او غېرتي او ننګيالے کس يې. په مونږ باندې له خپل ځان څخه ډډه ونکړې. د خداے ګران رسول (ص) به درته د قيامت په ورځ اجر درکړي. والسلام))
د امام حسېن (ع) ليک د بصرې د خلقو په نوم
(( دخداے پاک له حمد و ثنا او د خداے په ګران رسول (ص) او د هغۀ په آل باندې له درود او سلام نه پس: بې له شکه چې خداے پاک حضرت محمد مصطفی (ص) په خپلو مخلوقاتو باندې غوره کړ او د هغۀ د پېغمبر په جوړولو سره مکرم وفرمايلو او د خپل رسالت په لوړې چاره يې فائز کړ. بيا يې هغه دخپل رحمت خوا ته وبالۀ په داسې حال کښې چې هغه حضرت د هغۀ بندګانو ته نصيحت او هدايت کړے ؤ او د هغه ذات پېغام يې خلقو ته رسولے ؤ. مونږ اهلبېت (ع) د هغۀ وارثان او ځاے ناستي يو او مونږ د هغه د خلافت لپاره له نورو نه زيات حقدار يو خو زمونږ د قوم خلق د پېغمبر اکرم (ص) د دې منصب په لړ کښې له مونږ څخه مخکې شول او مونږ په خلقو کښې د تفرقې او اختلاف له ويرې هغوي ومنل او خاموشي مو اختيار کړه، البته مونږه ښۀ پوهېږي چې دا منصب زمونږ د ولايت او سرپرستۍ مستحق دے. له دې نه مخکې هم خپل استازي د داسې يو مضمون لرونکي ليک سره ستاسو لور ته درلېږلے ؤ او اوس هم زۀ تاسو ته د خداے پاک د کتاب او د هغۀ د ګران رسول (ص) د سنتو په لور بلنه درکوم، ځکه چې سنت ختم شوے او بدعت يې ځاے نيولے دے. که تاسو زما خبرو ته پاملرنه وکړه نو زۀ به مو د نېغې لارې لور ته هدايت کړم. والسلام ))
هغه حضرت د كوفې په لور د تلو په مهال په بطن الرمه كښې خپلو اصحابو او ملګرو ته وينا وكړه چې يوه برخه يې داسى ده :
(( اے خلقو! ژوند يوازې د چينجي په څېر له ځانه د غوزې تاوول او يا يوازې خوړل او څښل نه دي، د يوه كس د شتون هدف يوازې د شهوت او هوس په لاس كښې بنديتوب نه دے. زما نيكۀ رسول الله مبارك راغے چې تاسو د ژوند په حقيقت پوهه كړي ، راغے چې تاسو له ذلت او بندونه وژغوري ، راغے چيگ تاسو ته ستاسو خپل ارزښت دروښيي چې حق وپيژنئ . اے خلقو ! تاسو دې غفلت او ګمراهۍ چرته بوتلئ ؟ دا چې تاسو يې لرئ ژوند نه دے بلكې فساد دے تاسو د يو بل هډوكي خورئ ، د يو بل وينه څښئ او د يو بل هستي او شتمنۍ ته په حسد او كينه ګورئ ، دغو درستو بدبختيو په تاسو باندې د ظلم لاس تپلے دے ، زۀ ځم چې د ظلم دا لاس مات كړم ، زۀ ځم چې ظلم نابود كړم ، تاسى ما ويروئ او وايئ چې زما وينه به توې شي ، تاسو ته دا پته نشته چې د يو مظلوم وينه به توې شى او يو داسې جوش به ومومى اويوه داسې څپه به پورته كړي چې ظالمان به له مېنځه يوسى ، دا زما لاره ده دا زما هدف دے څوک چې له ما سره دي را دې شى او څوک چې بله سودا لري لاړ دې شي خپل ژوند دې وكړي ))
په يو بل ځاے کښې يې داسې وفرمايل:
(( اّيا نه ګورئ چې په حق عمل نه كيږي ، له باطل څخه لاس نه اخېستل کيږي ، اوس بايد هر موْمن انسان چې د حق په لاره روان دے د خداے پاک په لاره تللو ته تيار وي زۀ له عزت سره مرګ سعادت او له ظالمانو سره ژوند ذلت ګڼم . ))
د زبالې په مقام خپلو خپلوانو او ورسره ملګروشويو بې شمېره کسانو ته د امام حسېن (ع) وېنا
داقافله روان وه او په مختلفو ځايونو کښې ورسره بې شمېره خلق په مختلفو نيتونو ملګري کېدل چې زياتره د غنيمت د مال حال او عهدو په لالچ کښې وو نو چې کله ځاے په ځاے امام حسېن (ع) ته د کوفې په لور لېږل شويو د خپلو استازيو لکه مسلم بن عقيل ، هانى بن عروه ، عبدالله بن يقطر او قيس بن مسهر د يو يو د شهادت خپر رارسېدۀ نو پوه شوچې اوس د قربانۍ وخت رارسېدونکے دے نو نۀ يې غوښتل چې ورسره په لارو کښې ملګري شوي کسان په دوکه او ناخبرۍ کښې وساتي او د هغي له ناخبرۍ نه ناوړه استفاده وکړي نو د زبالې په مقام يې ټول د قافلې خلق جمع کړل او ورته يې وفرمايل: (( اما بعد : پوهه شئ چې ډېر بد خبر مونږ ته رارسيدلے دے چې مسلم بن عقيل ، هانى بن عروه ، عبدالله بن يقطر او قيس بن مسهر شهيدان شوي دي ، كوفيانو له مونږ سره بى وفايى وكړه ، مونږ يې پرېښودلو ، نو له تاسو چې هر څوک واپس ګرځېدل غواړي نو لاړ دې شي هيڅ باک نشته ، له چا سره هيڅ تړون نلرم .))
له دغې وينا وروسته هغه ډېر شمېر خلق پا څېدل او ولاړل چې له حضرت امام حسين (ع) سره د شتمنيو او مال او يا عهدې لپاره ملګري شوي وو او هغه لږ كسان ورسره پاتې شول چې هغه حضرت يې ډېر ښۀ پيژندو او له دغو خبرو وروسته بيا قافله وخوځېده
د ذوالحشم غرۀ سره په نزدې سيمه کښې حر بن يزيد رياحي له يو زر فوځيانو سره د امام حسېن (ع) د قافلې لاره ونيوه چې دغلته امام د حر لښکريانو ته داسې وېنا وکړه:
(( اے خلقو تر څو چې ستاسو ليكونه ما ته نه وو رسيدلي او استازي مو نه وو راغلي ستاسو په لور را ونه خوزيدم ، په هغو ليكونو كښې تاسو په خپله ماته وليكل چې تاسو امام او پيشوا نه لرئ او له ما مو وغوښتل چې ستاسو په لور راشم ، تاسو سمې لارې ته هدايت كړم او كه په خپلو ژمنو او ليكونو ولاړ يئ نو اوس زۀ ستاسو په لور راغلے يم نو له دې اّمله ژمنه وکړئ چې ډاډمن شم ،كه مو داسې ونه كړل او زما له راتلو بيزاره شوي يئ نو هماغه ځاے ته به بيرته لاړ شم چې ترې راغلے يم .)) خو لښکريانو هيڅ ځواب ورنکړ. او حر ورته اجازه ورنکړه چې بېرته لاړشي او ورته وويل چې زۀ له ليکونو نۀ يم خبر او دا قافله د حر له لښکر سره سره مخ په وړاندې روانه شوه په لاره امام حسېن (ع) حر ته د پېغمبر اکرم (ص) حديثونه بيانول په خپرو خبرو کښې حر ورته وويل چې ما ته حکم شوے دے چې بيعت درنه واخلم نو زۀ درته خواست کوم چې بېعت وکړه او ځان له مرګ نه وساته. امام حسېن ورته په ځواب کښې وويل ايا ستا چاره به دې حد ته رسيږي چې له ما سره جنګ وکړې؟ او ايا تۀ ما له مرګ نه ويروې او څو شعرونه وويل چې ترجمه يې داسې ده: (( زه به د جنګ په لور ځم ، او مرګ چې له عزت سره وى او د اسلام په لاره كښې وى هيڅ شرم دے ، زۀ خپل ځان قربانوم ، زه ځم چې د دين د بقا لپاره وجنګېږم كه ژوندے پاتے شوم نو پښېمانه نه يم او كه ووژل شوم نو ما ته به بد رد نه ويل كيږي . )) حر چې د امام خبرې واورېدې نو له پاک خدايه يې دعا وغوښته چې د امام حسېن (ع) سره له جنګه يې وساتي
د کربلا په مېدان کښې له کوزېدو نه پس د امام حسېن (ع) دعا
(( خدايه پاکه! مونږ ستا د ګران پېغمبر كورنۍ يو ، مونږ يې مجبور كړي يو ، په مونږ يې لاره بنده کړې ده ، بنى اميه ؤ په مونږ ظلم وکړ ته مونږ په ظالمانو باندې كامياب كړې او زمونږ حق له هغو واخلې . )) د عاشورې په شپه يې ټول خپل خپلوان او ملګري راغونډ کړل او ورته يې داسې وفرمايل: (( تر ټولو غوره ثنا صفت د خداے پاک درګاه ه ته ليږم او په خوشحالۍ او سختۍ كښې د هغۀ شكر ګزار يم ، خدايه زۀ ستا شكر ادا كوم چې د رسالت په كور کښې دې ستر كړم او په دين كښې دې دانا او پوهه کړم او ماته دې د روښانه زړونو د ليدلو او اوريدلو قدرت راكړ بس مونږ له خپلو شكر كوونكو وګرځوه. اما بعد : ما له خپلو يارانو او ملګرو نه ښۀ او وفادار بل څوک نه دي ليدلي ، زۀ له خداوند متعاله غواړم چې تاسو ته اجر دركړي ، خو خوږو ملګرو بايد پوه شئ چې ګمان كوم زۀ به له دغه قوم سره ډېره سخته ورځ ولرم ، نو ځکه زۀ تاسو ته دا اجازه دركوم چې لاړ شئ ، تاسو ټول ازاد يئ او زما په اړه انديښمن مه كيږئ ما له تاسو خپل بيعت بيرته واخېست له دغې تورې شپې څخه په استفادې سره ځئ او خوارۀ وارۀ شئ او ما له دغې غړيدلې ډلې سره پرېږدئ ځکه چې دوي يوازې له ما سره كار لري . )) حضرت امام حسين عليه السلام له دغو خبرو وروسته ډيوه مړه كړه . ځکه هغه كسان چې غواړي خپل وطن او خپلو خپلوانو ته لاړ شي ، كوم شرم محسوس نه كړي او بل څوک يې ونه پېژني . دا دويم ځل ؤ چې حضرت امام حسېن د وفادارو مللګرو د موندلو لپاره هغوي كښېنول او د خپل برخليک فېصله يې هغوي ته پخپل لاس كښې وركړه . په وړومبي ځل يې هم په زباله نومې ځاے کښې داسې كړي وو چې هغه زيات شمېر كسان ترې بيل شول د مادي ګټو لپاره ورسره ملګري شوي وو او پاتې كسان ورسره كربلا ته راغلل. خو دلته د امام حسېن (ع) له وېنا نه وروسته وړومبې له اهلبېتو (ع) څخه يو يوکس پاڅېد او له امام سره يې تر اخېر وخته پورې د پاتې کېدو او وفادارۍ اعلان وکړ او بيا ورپسې يې اصحاب او ملګري يو يو پاڅېد او د خپلې وفادارۍ ژمنه يې ورسره وکړه او دغسې کربلا له راغليو کسانو څخه يو هم د تلو اراده ونکړه.
د عاشورې په شپه امام حسېن (ع) خور حضرت بي بي زېنب (ع) ته چې ژړېده داسې تسلي ورکړه
(( اے خورې ! تل خداے پاک په نظر كښې ساته ، خپل زړۀ ته د هغه په ذكر سره تسلي ورکړه او په دې پوه شه چې په ځکه هر ژوندے شے مري ، په اسمانونو كښې هم څوک ژوندي نه پاتې كيږي او بايد پوهه شي چې له رب العالمين نه بغېر چې په كائناتو کښې د هر څيز پيدا كوونکے دے ټول مري او كه هغه وغواړي څوک ژوندي كړي نو ژوندي كولې او كه مړ يې كړي نو مړ کولې يې شى ، زما مور پلار او ورور ټول له ما غوره وو خو اوس په مونږ کښې نشته بايد زۀ او هر مسلمان مړينه د ځان لپاره يوه لاره وګرځوو.))
د عاشورې په ورځ له جنګ نه مخکښې د دښمن لښکر ته د امام حسېن (ع) وېنا
حضرت امام حسين (ع) سپورشواو د ابن سعد د لښکريانو په مقابل كښې اودريد او په لوړ اواز سره يې وفرمايل : (( اے د عراق خلقو! اے د كوفې خلقو ! زما خبرې واورئ او په خپل كار كښې چې له ما سره مو جنګ دے بيړه مه كوئ كه مو د انصاف له لارې له ما سره چلند وكړ نو د سعادت او نېكمرغۍ لاره مو نيولې ده ، كه مو د انصاف لاره مخ ته ونه نيوله نو بيا هره هغه فېصله وكړئ چې له ماسره يې كول غواړئ ، زما نسب ووينئ چي زه څوک يم او د چا زوے يم ، آيا زما نيكۀ حضرت محمد( ص) زما او زما د ورور امام حسن (ع) په خقله نه وو فرمايلي چې مونږ د جنت د ځوانانو سرداران يو ، تاسو د دې ټولو خبرو تصديق د پيغمبر اكرم (ص) له اصحابو كولې شئ.))
چنګ ته د خپل زوے علي اکبر (ع) د لېږلو په وخت له خداے پاک سره د امام حسېن (ع) راز و نياز
حضرت امام حسين (ع) اّسمان ته مخ كړ او د خداے پاک په درګاه کښې يې عرض وکړ: (( خدايه ! ته ګواه اوسه په دې قوم باندې چې نن مو داسې ځوان مبارزې ته ورولېږۀ چې كله به ستا د رسول (ص) ليدلو ته تږے كېدم نو هغه ته به مې كتل . خدايه ! د زمكې بركتونه له دغو خلقو څخه واخلې په هغو كښې نفاق راولې ))
د خپلو اهلبېتو او اصحابو له شهادت نه پس او د حضرت علي اصغر له شهادت نه مخکښې د دښمن لښکر ته د امام حسېن (ع) وېنا
په اس سپور شو ، په سر يې قراّن كېښوده او د عمر بن سعد لښکر ته ورغے او داسې يې وفرمايل : (( اے خلقو ! زما او ستاسو په مېنځ كښې د خداے كتاب قراّن او زما نيكۀ شاهد دے . اے كوفيانو! د څه لپاره تاسو زما وينه حلاله كړه ، ايا زۀ د پېغمبر د لور زوے نه يم ؟ اّيا حضرت محمد (ص) نه وو فرمايلي چي حسن او حسين د جنت د ځوانانو سرداران دى ؟ ايا څوک شته چې د رسول اکرم (ص) د حرم دفاع وكړي ؟ ايا څوک شته چې د خدای د رضا په خاطر زما په ننګه راشى ؟ ))
د ماشوم حضرت علي اصغر (ع) له شهادت نه وروسته د امام حسېن (ع) فرياد
(( اے خدايه ! ته قضاوت وكړه زما او د هغه قوم په مېنځ كښې چې زۀ يې راوبللم او اوس يې مونږ ټول ووژلو . حضرت امام حسين (ع) له ذوالجناح كوز شو په ذوالفقار سره يې د شپږو مياشتو شهيد ته وړوکے قبر وكنستو او دغه ماشوم يې ښخ کړو. ))
په اخېر کښې جنګ ته له تلو نه مخکښې خپلې خور بي بي زېنب (ع) ته چې ژړېده د امام حسېن (ع) نصيحت
خپلې مشرې خور زېنب ته يې وفرمايل : (( خورې غم او مصيبت ډېر زر تېريږي ، له هرې تيارې وروسته رڼا ضرور راځي ، صبر وكړه، خداے پاک صابران خوښوي ،تاته وصيت كوم چې په مشكلاتو كښې صابره اوسه.))
د دښمن له لښکر سره په خپله له جنګېدو نه مخکښې د اتمام حجت په توګه هغوي ته يو ځل بيا د امام حسېن (ع) وېنا
(( اے خلقو! ايا ما پېژنئ ؟ ځواب يې ورکړ: هو تا پېژنو . حضرت امام حسېن (ع) وفرمايل اّيا تاسو پوهېږئ چې زما مور فاطمه الزهرا د رسول الله (ص) لور ده ؟؟ په ځواب کښې ورته وويل شول هو پوهېږو. حضرت امام حسېن (ع) وفرمايل : اّيا تاسو ته پته ده چې على (ع) زما پلار دے ؟؟ هغوي ورته ځواب وركړ چې هو . حضرت امام حسين (ع) بيا پوښتنه وكړه چې ايا تاسو ته پته ده چې دا توره چې له ماسره ده د رسول الله توره ده او دا عمامه هم د هغه حضرت ده ؟ )) په ځواب كښې ورته وويل شول هو پوهيږو خو له تا لاس اخېستونكي نه يو تر څو د يزيد او ابن زياد بيعت دې نۀ وې کړے. هغه حضرت په هغوي ته په بيا بيا وېنا کولو سره غوښتل چې په هغوي باندې ښۀ اتمام حجت وكړي چې راتلونكے نسل او تاريخ په خپله قضاوت وكړى چيگ هيڅ ابهام او شک پكښې پاتې نه شى .
د شهادت په وخت د امام حسېن (ع) مناجات
)) اے خدايه! چې مقام دې ډېر لوړ، غضب دې سخت، طاقت دې له هر طاقت نه اوچت دے تۀ له خپلو مخلوفاتو څخه مستغني يې او په کبرباتوب او عظمت کښې هر اړخيزه يې. په هغه څه چې وغواړې توانمن يې، رحمت دې بندګانو ته نزدې ، وعده دې رښتونې، نعمت دې د هر چا په برخه، او امتحان دې ښکلے دے او هغو بندګانو ته چې دې نمانځي نزدې يې او په هغه څه باندې چې دې پېدا کړي دي احاطه لرې او هر څوک چې د توبې له وره راشي قبلوې يې، د هر هغه څيز چې اراده وکړې ورباندې توانمن يې، هغه څوک چې غواړې توانائي يې درک کړه، د هغه چا چې ستا شکر ګزاري کوي شکر ګزار يې، چې تا يادوي د هغو يادوونکے يې. زۀ تا نمانځم چې تا ته اړتيا لرم، او تا ته مخه کوم چې ستا په مخکښې بې وسه يم، په وېرې سره ستاپه درګاه کښې زاري کوم ، په غم سره دې په درګاه کښې ژاړم، له تا څخه مدد غواړم چې ناتوان يم، خپل ځان تا ته سپارم چې تۀ راته بس يې. اے خدايه! زمونږ او زمونږ د قوم ترمېنځ فېصله وکړې چې دوي د مکر او فرېب لاره غوره کړه او زمونږ له ملګرتيا نه يې لاس واخېست او مونږ چې ستا د ګران پېغمبر او حبيب حضرت محمد مصطفي (ص) اولاد يو قتل کړو هغه پېغمبر چې خپل رسالت ته دې غواره کړ او د خپلې وحي امين دې کړو. اے خدايه ! اے له ټولو نه زيات مهربانه! په حوادثو کښې راباندې پراختيا او راته په راپېښو چارو کښې ژغورنه نصيب کړې. ستا د قضا او قدر په وړاندې زغم او صبر لرونکے يم، تۀ هغه پالونکے يې چې بې له تا نه بل خداے نشته، اے د فرياد کوونکو فرياد اورېدونکيه چې زما لپاره بل پالونکے او د عبادت لائق ذات نشته، ستا په حکم او تقدير باندې صابر او زغمجن يم . اے د هغه چا فرياد اورېدونکيه چې فرياد اورېدونکے نۀ لري تۀ تل ژوندے يې او هيڅ کله پايان نه لرې، اے د مړو راژوندي کوونکيه، اے هغه خدايه چې هر کس په خپلو اعمالو سره تلې زما او د دې خلقو ترمېنځ فېصله وکړه چې تۀ تر ټولو غوره فېصله کوونکے يې.(( او دلته امام مخ په خاورو کېښود او د خداے په درګاه کښې يې عرض وکړ: ))بِسْمِ ا للّه وَبِاللّه وَفِى سَبيلِ اللّه وَعَلى مِلَّةِ رَسُولِ اللّه(( او شهيد شو
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
7:7 |
د غزې کربلا
انور شاهين خانخېل نن په غزه کښې يوه بله کربلا جوړه ده د يزيديانو په لاس هر خوا واوېلا جوړه ده کورونه وران او اوسېدونکي يې ټوټې ټوټې دي هر لور ته کريکې ، ماتمونه، وير ژړا جوړه ده ټول ماشومان، ښځې، ځوانان او بوډاګان قتليږي په فلسطين باندې د ظلم انتها جوړه ده دا مسلمان او عربان حکمرانان چرته دي؟ د ايمانونو يې امريکې سره سودا جوړه ده نن امريکه، غرب، اروپا او اسرائيل يو شوي اسلام خلاف يې دسيسه ښۀ برملا جوړه ده صد آفرين په حزب الله او په حماس دې وي تل د اسرائيلو نابودۍ لره بنا جوړه ده بالاخره به حسېني غورځنګ دنيا کښې جوړ شي شاهينه کفر او نفاق لره فنا جوړه ده
د محرم په مقدسه مياشت کښې چې خداے پاک پکښې جنګ حرام کړے دے د همدې مياشت په شروع کېدو سره يو ځل بيا د يزيد پېروکارو د صهيونېسټو غېر قانوني، غاصب او جعلي رژيم فوځيانو د امريکې ، انګرېزانو او نورو کفري قوتونو په ملاتړ سره د غزې د ښار په مظلومو، بې وزلو، بې دفاع او بې اسرې فلسطينيانو باندې د هوا، زمکې او سمندر له لارې وحشيانه حملې پېل کړې او ماشومان، ښځې، بوډاګان او ځوانان يې په وينو او خاورو کښې ولوغړول. په داسې حال کښې چې د نړۍ يو قانون هم په جنګونو کښې د غېر فوځي په خاصه توګه د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو د وژلې اجازت نه ورکوي خو له بده مرغه په دې وحشيانه يرغل کښې زياتره ماشومان او ښځې قتل عام شول.
او له تر ټولو د افسوس خبره دا ده چې د اکثرو عربو او مسلمانو هېوادونو استبدادي واکمنان چې د عوامو په څټونو باندې د وسلې او سرمايې په زرو ناست دي او له صهيونېسټو يزيديانو سره يې پټې او ښکاره رابطې لري او نن د کوفيانو کردار ادا کوي هم د غزې د کربلا تماشه کوي بلکې په واضحه توګه به دا ووايو چې په دې انتظار کښې ناست دي چې کله به د فلسطين حماس غورځنګ له منځه لاړ شي بالکل هم هغه شان لکه چې په لبنان باندې د اسرائيلو د حـملې په وخت په دې انتظار کښې وو چې کله به حزب الله غورځنګ له منځه لاړ شي خو دا خداے پاک وعده ده چې ان حزب الله هم الغالبون. او د لبنان په ٣٣ ورځني جنګ کښې د اسرائيلو غوندې ستر فوځي قوت له ذلت او خوارۍ او شرمناکې ماتې سره مخامخ شو او حزب الله ته خداے پاک غلبه ورکړه او د دغو استبدادي تش په نامه مسلمانو واکمنانو ارمان پوره نه شو نو په دې جنګ کښې به هم انشاء الله چې حق غالب وي او باطل به ماتې خوري ځکه چې د نړۍ ټول حق پرسته عام انسانان چې هغه د هر مذهب ، مسلک، هر قوم او هر هېواد دي د مظلومو فلسطينيانو ملاتړ کوي
مونږ هم د نړۍ د ټولو مظلومو او مستضعفو خلقو سره په يو اواز د فلسطين د مظلومو مسلمانانو ملاتړ او د وخت د يزيد صفته ظالمانو او د هغوي د ملاتړو استکباري قوتونو او د هغوي د ظلمونو تماشه کوونکو تش په نامه مسلمانانو استبدادي واکمنانو او همدا رنګ د قاضي شرېح د پېروکارو هغو عربو او غېر عربو وهابي مفتيانو چې د فلسطينيانو په حق احتجاج کوونکي د دنيا په مېلينونو انسانان يې فاسدان بللي دي په سختۍ سره غندنه کوو. او د استکبار او استبداد تر تسلط لاندې عوامو ته بلنه وروکوو چې نن د حسېني کردار په ادا کولو سره د ظلم ، جبر، استکبار، استعمار او استبداد په خلاف په پاڅون سره د مظلومو ملاتړ ته راپاڅي. او د اسرائيلو، امريکې، انګرېزانو او نورو کفري او منافقو واکمنانو په خلاف د خپل قهر له څرګندونو سره سره دې خپل واکمنان په دې مجبوره کړي چې يوازې په يو مذمتي بيان دې بسنه ونکړي بلکې د ظالم اسرائيل په خلاف او د مظلومو فلسطينيانو په ملاتړ کښې دې عملي ګامونه اوچت کړي. د هغې ورځې په اميدچې زمونږ مسلمانانو وړومبۍ قبله بېت المقدس او د فلسطين سپېڅلې خاوره د د حزب الله او حماس په لاسو د غاصبو صهيونېسټانو له تسلط نه ازاده شي او اسرائيلي رژيم د زمکې له سر نه نابود او تش په نامه هغه مسلمان واکمنان چې له صهيونېسټانو سره پټ او ښکاره تړونونه لري رسوا او د خپلو عوامو په لاسو نسکور شي.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
7:1 |
دحضرت امام حسېن (ع) شهادت او انبياء کرام (ع)
سيد وهاب حسېن وهاب – مشهد مقدس
په امام حسېن (ع) باندې د حضرت آدم (ع) ژړا په بحارالانوار کتاب کښې د سورۀ بقره د ٣٥ ايت مبارک ((فتلقی آدم من ربه کلمات فتاب عليه أنه هو التواب الرحيم.)) په تفسير کښې راغلي دي چې کله خداے پاک وغوښتل چې دحضرت آدم توبه قبوله کړي نو حضرت جبرائيل (ع) حضرت آدم (ع) ته وويل خداے ته په هغوپاکو پنځو نومونو چې عرش بناندې ليکلې شوي دي قسم ورکړه چې خداے مهربان ستا توبه قبوله کړي نو حضرت آدم (ع) وويل يا حميد و بحق محمد يا عالیُ بحق علی يافاطرُ بحق فاطمه يا محسن بحق الحسن ولحسين ومنکۀ الاحسان . چې کله حضرت آدم عليه السلام په پنځم نوم راغے چې دحضرت امام حسين عليه السلام نوم دے نو زړۀ يې غمجن شو او له سترګويې اوښکې جاری شوې ، له حضرت جبرائيل عليه السلام نه يې تپوس وکړو ، دا څه وجه ده چې کله په پنځم نوم يعنې د امام حسين عليه السلام په نوم راغلم نو زړۀ مې غمجن شو او له سترګو مې اوښکې جاری شوې؟ جبرئيل (ع) ورته وويل امام حسين (ع) به ستا په اولاد کښې راځی چې په ډېر مصيبت او مظلومۍ کښې به مبتلا شی . چه له الست نه تر قيامته پورې به ټول مصيبتونه د دۀ د مصيبت په مقابل کښې هيڅ نه وي . حضرت آدم عليه السلام وويل دا څه مصيبت دے؟ جبرئيل وويل چې امام حسين (ع) به په داسې حال کښې شهيد شی چې اوږے او تږے او مسافر بی کسه يک تنها او بې ياره او بې مددګاره به وي . اے آدمه! کاش که تا حسېن (ع) په داسې حال کښې ليدلے وے ، په هغه حال چې وائي اعطشاه !و اقله ناصراه ! د هغه حضرت حال دې حد ته رسيږي چې د مصيبتونو اُور د ده او د آسمان په منځ کښې وي او يو ګرد يو غبار ليدئے شی نور هيڅ نه وی . سر مبارک به د دغه بزرګوار د څټ طرف نه جدا کيږي او دښمنان به د هغه مال او اموال لوټ کړي ،د هغۀ او د هغۀ د يارانو سرونه به په ښار ښار کښې وګرځوي او خپله پاکه کورنۍ به هم ورسره وي . په امام حسېن (ع) باندې د حضرت نوح (ع) ژړا په بحارالانوار کښې روايت راغلے دے چې کله حضرت نوح عليه السلام په کشتۍ ً کښې سپور شو او په دنيا کښې ګرځېدو نو کله چې د کربلا په زمکې راغے نو کشتۍ ولړزېده او اودرېده نو حضرت نوح عليه السلام ته د غرق کېدو ويره پېدا شوه نو وې ويل:يا پرودګاره زۀ په ټوله دنيا کښې وګرځېدم په هيڅ ځاےکښې په ما باندې داسې حال ندے راغلے او داسې بل ځاے مې و نۀ ليدو لکه په دې ځاے کښې ځې وويرېدم. په همدغه وخت کښې جبرئيل (ع) نازل شو او ورته يې وويل: دا هغه ځاے دے چې د خاتم الانبياء (ص) فرزند به پکښې شهيد کيږي ، حضرت نوح (ع) وويل قاتل به يې څوک وي؟ جبرئيل (ع) وويل قاتل به د دغه بزرګوار داسې سے کس وي چې د اوۀ اسمانونو او زمکو مخلوقات ټول به پرې لعنت کوي. بيا ورته حضرت جبرائيل (ع) د کربلا ټوله غميزه بيان کړه او حضرت نوح (ع) ښه وژړل. په امام حسېن (ع) باندې د حضرت ابراهيم (ع) ژړا او په قاتل باندې يې لعنت په همدی بحارالانوار کښې روايت کوی ، حضرت ابراهيم عليه السلام چې کله د کربلا په زمکه راغے او د امام حسېن (ع) قتلګاه ته ورسېد نو د حضرت ابراهيم اس په لړزاشو او حضرت ابرهيم له آس نه په زمکه پرېوت او سر يې زخمی شو او وينی ترې نه جاري شوې او په استغفار يې شروع وکړه او وې ويل يا پروردګارا آيا ما نه څه ګناه شوې ده؟ په همدې وخت کښې جبرئيل (ع) نازل شو او وې ويل له تا نه ګناه نۀ ده شوې بلکې د انبياؤ د خاتم (ص) بچے به په دې ځاے کښې شهيد کيږي له هم دې سببه ستا وينه جاری شوه حضرت ابراهيم عليه السلام وويل: د هغۀ قاتل څوک دے؟ جبرئيل (ع) وويل قاتل د هغۀ هغه کس دے چې د آسمان و زمکې مخلوقات به په هغۀ لعنت کوی. په امام حسېن (ع) باندې د حضرت زکريا (ع) ژړا په کتاب احتجاج کښې له سعد بن عبد الله نه روايت نقل شوے دے چې وائي په هغه وخت کښې چې حضرت امام مهدي (ع) لاوړوکے ؤ ما ترې د قران مجيد د ((کهيعص)) ايت د تفسير په باره کښې تپوس وکړ نوهغه حضرت وفرمايل چې دا حرفونه غائب دي چې خدائے تعالی يې حضرت زکريا عليه السلام ته خبر ورکړے ؤ او له هغه بزرګوار نه ورسته يې د اسلام پېغمبر عظيم الشأن صلی الله عليه وآله وسلم ته خبر ورکړ . او اعلان دا ؤ چې حضرت زکريا عليه السلام خدائے نه و غوښتل او تقاضا يې وکړه چې د آل عبا ( اهلبېتو ) عليهم السلام مقدس نومونو تعليم راته راکړه چې کله په ما باندې مصيبت او پرېشانی راشي نو زۀ به دوي ته پناه يوسم او د دوي له خاطره به زۀ په امان کښې شم _ نو جبرئيل (ع) نازل شو او د آل عبا (اهلبېتو) مبارک نومونه يې حضرت زکريا (ع) ته تعليم کړل کله چې حضرت زکريا د دغو مقدسو نومونو ذکر شروع کړ او چې کله يې د حضرت محمد(ص) حضرت امام علی (ع) حضرت فاطمې (ع) او امام حسن ذکر کړل غم و پريشانی يې برطرف شوه نو خوشحال شو ولې چې کله يې د امام حسين عليه السلام نوم ذکر کړو غمجن، ژړا غونے شو او بی طاقته شو د خپل ځان کنټرول يې له ﻻس ورکړو اوتوان يې نۀ ؤ چې ژاړا له ځان نه لرې کړي. يوه ورځ يې له خداے پاک سره مناجات کول نو عرض يې وکړ اے پاکه خدايه! دا څه راز دے چې دا څلور نومونه په ژبه واخلم نو خوشحال شم او غم و خفګان مې برطرف شی ولې پنځم نوم يعنی د امام حسين عليه السلام نوم چې ياد کړم نو غم و مصيبت راباندې نازل شي ژړا را شي او نشم کولې چې ځان له ژړا نه وساتم نو خداے پاک ورته د امام حسېن (ع) شهادت او مظلوميت بيان کړ او حضرت زکريا (ع) به يې د((کهــــــــــيـــــعــــــــص )) راز په دا ډول وښود ک: اشاره ده د (( کربلا )) نوم ته هــ: اشاره ده هلاکت ( قتلېدل ) د پاکو اهلبېتو ياء : اشاره ده يزيد ته چې د دوي قاتل دے ع: اشاره ده د دغو پاکانو (( عطش )) يعنې تندې ته ص: اشاره ده په مصيبتونو باندې د دوي صبر ته کله چې حضرت زکريا(ع) ته د دې واقعې علم حاصل شو نو درې ورځې له خپل جومات نه اونه وتۀ او څوک يې ځان ته نزدې نۀ پرېښودل او د امام حسين عليه السلام په غم کښې يې مرثيې ، عزاداری و ژړا شروع کړه – نو په دغه وخت کښې زکريا (ع) دعا وکړه چې اے پروردګارا ! په د ې وخت زړبوډۍ کښې ما ته يو زوئےعطا کړه چې زما سترګې په هغۀ باندې روښانه شي _چې کله دې ما ته داسې زوے راکړ نو زما په زړه کښې له دغه زوے سره زما دومره زياد محبت واچوه چې زما زړۀ د دۀ په مصيبت کښې داسې وسوزي لکه څنګه چې ستا د حبيب حضرت محمد (ص) زړۀ د خپل زوے حسين (ع) په مصيبت کښې سوزی نو خداے پاک حضرت يحيی (ع) حضرت زکريا(ع) ته عطا کړ او حضرت يحيی (ع) هم د امام حسين (ع) په شان په شهادت ورسيد _ حضرت يحيی شپيږ مياشتې د مور په رحم کښې ؤ _ او حضرت امام حسين عليه السلام هم شپيږ مياشتے د مور په رحم کښې ؤ. په يزيد باندې د حضرت موسي (ع) لعنت د بحاراﻻنوار په ٤٤ ټوک کښې روايت راغلے دے چې څه حضرت موسی عليه السلام سره د حضرت يوشع بن نون (ع) د کربلا په زمکه تېرېدل نود حضرت موسی د څپلۍ بند وشليد او ازغيو سره يې پښې زخمې شوې او وينه ترې جاری شوه نو حضرت موسی (ع) عرض وکړ اے پروردګارا! مګر ما نه څه ګناه شوې ده چې په دې مصيبت ګرفتار شوم خطاب ورته وشوچې اے موسی! په دې ځاے کښې به د حضرت امام حسين عليه السلام وينه تويږي ځکه ستا وينه د هغه حضرت د وينې له خاطره جاری شوه موسی(ع) وويل حسېن (ع) څوک دے؟ جواب ورته ورکړې شو حسين (ع) د حضرت محمد مصطفی(ص) او د حضرت علی مرتضی (ع) فرزند دے _ موسی وويل د دۀ قاتل څوک دے _ وحی نازله شوه قاتل د ده هغه کس دے چې په دريابونو کښې ورباندې ماهيان صحراګانو کښې ورباندې حېوانات او په هوا کښې ورباندې مارغان لعنت وائي نو حضرت موسی عليه السلام هم په يزيد باندے لعنت وکړو په حسنېنو عليهم السلام باندې د پېغمبراکرم (ص) او جبرائيل (ع) ژړا په منتهی اﻻمال کښې راغلي دي چي يو ځل چې د اختر ورځ وه حسنين عليهم السلام پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم ته راغلل او د اختر لپاره يې ترې نه نوې جامې وغوښتې جبرائيل (ع)دواړو ته دوه جوړې سپينې جامې راوړې حسنينو(ع) چې دا جامې وليدې نو نيکۀ نه يې د رنګينو جامو خواهش وکړو پېغمبرد خداے طشت (د اوبو لوښې) وغوښت جبرئيل (ع) پکښې اوبۀ واچولې او جامې يې په هغو اوبو کښې واچولې د يوې جوړې رنګ شين او د بلې رنګ سور شو او له حسنينو (ع) يې پوښتنه وکړه چې کوم رنګونه يې خوښ دي نو حضرت امام حسن (ع) شين رنګ خوښ کړ او حضرت امام حسين (ع) سور رنګ خوښ کړو همدا وخت ؤ چې حضرت جبرئيل (ع) وژړېدو او رسول اکرم(ص) ته يې د دواړو د شهادت حال ووايۀ چې امام حسن (ع) به په زهرو سره شهيد شی او بدن به يې شين شي او امام حسين (ع) به په تورو، نېزو او غشو سره په خپلو وينو کښې ډوب شي. او رسول الله (ص) هم ډېر وژړل.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:59 |
د حضرت امام حسين عليه السلام شهادت اوحكومت ا لهيه
ليک :مولانا عبدالقادر ګدوند زمكې په مخ چې بنى نوع انسان د ډير كشمكش او محنت نه پس د ژوند كومې مرحلې ليدلي دی د هغې نه معلوميږي چې د دۀ په ژوند كښې هميشه دوه طاقته يو تر بل سره تل امبړ چمبړ پاتې شوي دي ـ يو طاقت دے مادی او بل طاقت دے روحانی ـ د دواړو طاقتونو وجود د ژوند د تنوع او ارتقاء د پاره لازم دے _ خو ډېر عجيبه واقعات او نتائج هله پيدا كيږی چې د دې دواړو سخته مقابله راشی او يو په بل د غلبې موندلو كوشش كوی ـ په دې كشمكش كښې هميشه يو طرف ته زور وی او بل طرف ته کمزور يعنې يو طرف ته ظالم وي او بل طرف ته مظلوم، يو طرف ته حق وی او بل طرف ته باطل، اكثر داسې شوي دی چې د زورَور طرف د باطل جنبه وی او هغه ظاهرًا مغلوب طرف، حقيقتًا د ريښتياؤ لپاره وي ـ د حق او باطل دا كشمكش د بابا آّدم عليه السلام له دور نه د هغۀ د زامنو هابيل (ع) او قابيل ترمېځ له کشمکش نه شروع شوے دے او تر څو چې دا دنياګۍ قائمه وي نو دا کشمش به په څه نه څه رنګ كښې ليدې شي ـ فتح هميشه حق كړې ده، خو له ډيرې لوئې او زبردستې قرباني نه پس ـ معلومه خبره دا ده چې دغه اصول د بنيادم په ژوند كښې هميشه كارګر پاتې شوي دي ـ او اوس به هم د دنيا د دې خسته حال د سمولو باعثه هم دغه اصول ګرځي ـ د د نيا په دې اوږد تاريخ كښې د حق او باطل د جنګ واقعه ډيره اوږده ده ـ خو د دې نه هيڅوک انكار نه شي كولې چې د حق په مرسته كښې د ټولو نه لويه قربانی حضرت امام حسېن (ع) كړې ده ـ او هر چرې چې په دنيا كښې ظلمت ، جهالت ، نفس پرستی ، ماديت او خود غرضی غلبه بياموندې ده نو الله تعالى هغه د امام حسين (ع) د قربانۍ په مثال د عمل كوونكو د لاسه لرې كړې ده ـ امام حسېن عليه السلام د اسلام د بانی حضرت محمدمصطفی(ص) نمسے ؤ _ او داسې نمسے ؤ چې چا باندې هغوي (پېغمبراکرم) ډېر مئين وو ـ د جنت د مېرمنې حضرت فاطمه الزهرا كشرے زوے د داسې صفتونو مالک ؤ چې نه پرې د هغۀ نه پس څوک موصوف شوي دی او نه به پرې په آئنده کښې شی ـ د فكر مقام دے چې حضرت امام حسېن عليه السلام سره د شپيتو كالو تجربې او دلخراشو واقعاتو چې په هغې كښې د هغوی د والد بزرګوار حضرت امام علی عليه السلام) او مشر ورور حضرت امام حسن عليه السلام بې ګناه شهادت شامل دے _ بيا هم د هغې ظالمانو د حكم چې كوم هغه خلاف شرع ګڼۀ هغه مخالفت كوي او داسې مخالفت چې په هغې كښې نه صرف پخپله دې بلكې ډېر لوږې تندې وهلی اهلبيت (ع) په خاورو كښې لوغړيږي ډېر كم خلق د اصلی واقعاتو نه خبر دی او ډېر كم خلق داسې دي چې هغوی د دې واقعې نتائجو ته د تاريخی نكته نګاه نه علاوه په بل نظر كتلي دي ـ تفصيلي واقعات به يې پريږدو خو يو څو داسې اصولي نتائج چې كوم لازمًا له دې واقعې نه مرتب كيږی د هغې ذكر به بې ځايه نه وي ـ د حضرت امام حسېن شهادت د دنياوي جاه طلبۍ نتيجه نه وه او نه د يو ضدي سردار اقدام ؤ چې په كوم كښې هغه ماتې اوكړه بلکې نن زمونږ همدردۍ د هغې واقعې سره صرف په دې وجه دي چې هغه کس كوم چې د رسول اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د ځيګر ټوټه وه ( او مقصد يې د انسانيت او بالخصوص د خپل نيکۀ د امت اصلاح او هدايت ؤ ) او له هغۀ سره داسې ظلم او زياتے شوے ؤ چې د هغې په ذكر او ياد سره د هر چا له سترګو نه اوښكې بهيږی _ په دې كښې شک نشته چې د ظلم داستانونه د دنيا په تاريخ كښې نور هم شته ليكن د امام حسېن (ع) شهادت د انسانی شرافت او ارتقاء يو بې نظير مثال دے _ د انفرادی او اجتماعی ژوند د يو بهترين اصول بيان دے _ او د انسان د حيوانيت د غلبې نه د بچ كولو اقدام دے _ لنډه دا ده چې د امام حسېن (ع) شهادت د حكومت ا لهيه اعلان دے په دې حكومت كښې د امام حسين (ع) جنډه به تل د خلقو د پاره مشعل هدايت وي او هر چرته چې د حق او د حريت په لاره كښې د بنده ګانو حالت خرابيږی نو د هغۀ مثال به د هغوی د پاره د ثبات او استقلال نښه وی ـ په دنيا كښې فقط يو څيز داسې دے چې هغه بې بدله او بې بها او مطلق (ښه) دے د دې مطلق (ښه) څيز مثال صرف حق دے. او هر كله چې دا مطلق (ښه) د دنيا د ماده پرست ظالمو او نااهلو خلقو له لاسه نقصان بيامومي نو الله تعالى په خپلو بندګانو كښې يوه داسې برګزيده هستی پيدا كړي چې هغه په خپلو وينو سره د هغې (ښه) د حق والی ثبوت پېش كړي. د داسې خلقو سردار همېشه امام حسېن وی . دا حق بنده ګان ، بېشكه چې بې انتها ظلمونه خو وزغمی ليكن د هغې نتيجه د انسانيت او حكومت ا لهيه او د تمام اخلاق حسنه يعنې د هغه مطلق (ښه) د ورکېدو نه د بچ كېدو سبب وګرځی. د خلافت راشده (يعنې څلورو خليفه ګانو) دور تېريږی او د ملوكيت يا د مجازی حكومت دور شروع كيږی او بيا د بادشاهيت او ملوکيت په دغه لړۍ کښې په ځاې د خليفه يو داسې سړے بادشاه كيږی چې هغه د خپل دولت او مادی طاقت په زور خلق په دې مجبوروي چې هغه دې د نبوی خلافت اهل وګڼلے شي. او دغه شان څوک د ويرې څوک د طمعې هغه خليفه منی ځينې خلق داسې هم شته چې هغوی په هيڅ شكل دې نه شي منلې نو په هغوی باندې دبكې او دړكې كيږي هغوی ته طمعې وركيږی او په هر چل له هغوی نه د دې لفظ وېستل غواړی چې فلانے د رسول مقبول (ص) د خلافت اهل دے يعنې بيعت (ووټ) غواړي. نو له امام حسېن (ع) نه چې د على مرتضى، فاطمه الزهراء عليهم السلام او د رسول اكرم صلی الله عليه و آله وسلم له وينې څخه دے څنګه توقع لرلې شو چې هغه باطل ته حق ووائی ـ له مدينې نه مكې ته له مكې نه عراق ته او بيا له هغه ځاے نه كوفې ته په تلو مجبوره شو _ يو طرف ته د زورَور دښمن د باطلې دعوې منلو نه انكار بل طرف ته ترکِ وطن يا هجرت او ورسره په دې يقين سره چې دښمن به په هره ممكنه طريقه دې مجبوروی چې بيعت وكړي خو بيا هم امام حسېن (ع) سره له يو موټي سړو د كربلا په مېدان اخری امتحان وركوي ـ په دې لښكر كښې د رسول الله (ص) د محبوبې لور د اهلبيتو پرده دارې زنانه او ماشومان او يو څو نور ملګری دی (په تاريخ کښې 72 کسان بيان شوی دی) په دوی باندې د يزيد د لښکر له طرفه اوبۀ بنديږی ماشومان له تندې نه لتې ټكوي ، امام حسېن (ع) ته بيا بيا د دښمن لخوا مشوره وركړې کيږی چې دې خپل خيال بدل كړه مګر هغه ته هر څه ښكاری خپل انجام او د خپل اولاد انجام،ولې حق د امام حسېن (ع) په وينه كښې اغږل شوے دے ماشومان بچي په خاورو كښې ليټ په ليټ لوغړيږي _ د رسول اكرم د اهلبېتو پاکلمنې مېرمنې چغې او سورې وهی، ماشومان په وينو لړلي د ميندو غيږو نه وروړې شي _ هغوي هلته ساه وركوي او امام حسېن ولاړ دے او دا هر څه ګوري _ اّخر دا چې پخپله توره را واخلي او چې ميدان ته راوځي نو د دښمن ټول لښكر اُورَپِيږي چې دې څوک دے د رسول اكرم د ځيګر هغه ټوټه ده چې د هغه د اوږو د پاسه يې لوبې كړي دي او پېغمبر فرمايلي وو چې(( زۀ له حسېن څخه يم او حسېن له ما څخه دے)) خپله توره اوخوزوي د دښمن په صفونو كښې ډېر خلق ويره واخلي او داسې معلوميږي چې لكه يو قيامت دے چې په دغه ميدان نازليدونكې دے _ يوامام حسېن يوه يې توره په زرګونو لښكر. اّخردا چې د ډيرو زخمونو په وجه سره مظلوم حسېن (ع) د اس (ذولجناح) نه راغورځيږي _ او د هغې نه پس د هغه سر له تنې يليږي او په نيزه سورولې شي _ او د رسول اهل بېت قيديان ورپسې په ژړا انګولا روانولې شي _ د دې نه زيات درد ناک منظر د انسان په تاريخ كښې نه دے تېر شوې _ باري تعالى دا هر څه ليدل _ ولې د هغه حكمت باندې انسان نه پوهيږي د هغه په نزد د حق يا مطلق ښه دا اعلان د فاطمې د زړه د ټوټې د شهادت په وينو سره ليكلې وو _ او دا چې حكومت ا لهيه به د دې خاورو او وينو نه ككړ سر په بركت دنيا كښې يو ابدي ژوند مومي _ د امام حسېن شهادت د حق او حكم ا لهى د قايمولو په دې دنيا كښې يو داسې مثال دے چې تل به ترې مظلومان د حق لارې د تلو او د حريت سبق اخلي او دا به يې ايمان وي چې : وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ ترجمه _ او كوم خلق چې د خدےپاک په لارې كښې قتل شي هغو ته مړه مه وائئ _ بلكې هغه زنده دي او تاسو ته ( د هغوئ د زندګۍ ) شعور نشته. سوره البقره اّيت (154) وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (ال عمران ايت 169) ( له (( تل افغان )) وېبپاڼې نه په مننه ) + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:56 |
د امام حسېن (ع) ماتم
د عقل، قرآن ، سنت او پښتو ادب په رڼا کښې
د پښتو متل دے چې غم او ښادي ورور او خور دي. يعنې چې څنګه خوشحالي د انسان له ژوند سره يو تړلے څيز دے نو دغه شان غم هم د انسان په فطرت کښې شامل دے. او په دنيا کښې به داسې يو انسان نه وي چې غم يې نه وي کړے بلکې مشهور پښتون عارف، شاعر او اديب ارواښاد حمزه بابا خو غم د انسان اصل بللے دے او خوشحالي يې اضافي بللې ده او دا حقيقت يې په ګوته کړے دے چې دا غم دے چې د انسان د ترقۍ او تکامل سبب ګرځي او انسان له حق او حقيقت سره اشنا کوي نه خوشحالي.بابا د غم په حقله په خپل کلام کښې داسې وائي:
نشته خوشحالي هسې په نوم خو خوشحالي ده غم د انسان اصل دے خوشي يې اضافي ده غم چې کله کم شي او پېدا ترې څه راحت شي بس دغه حالت دے چې نامزد په مسرت شي غم دے د انسان انسانيت ته رسوونکے دے له ماديت نه روحيت ته رسوونکے غم د زړۀ په سيپ کښې مرغلره بې بها ده غم دے چې پېدا د خوشحالۍ ترېنه رڼا ده دا له فطرتي صلاحيت سره نداف دے بيا کوټه کره معلومول کوي صراف دے غم دے چې راوړاندې ورته ويره د فنا کړه غم دے چې فنا يې په کوشش سره بقا کړه څو که مرغلره له سيپۍ جدا کوي غم تاج ته د بادشاه يې هم بې شکه رسوي غم جار غمه چې زۀ دې له خپل ځان سره اشنا کړم زۀ دې په معنا له کل جهان سره اشنا کړم ستا په آئينه کښې حقيقت مې د ځان وموند ستا په حېرانۍ د بې نشان مې نشان وموند تا زما و عشق وته ګرمي د ځوانۍ ورکړه ستا په ډاډ مې ګرانه مرحله د مينې سر کړه تا چې مکمله په اخېر کومه ځواني کړه بس نو خوشحالي هم د هغوي دې لا فاني کړه پلار د خوشحالۍ او مسرت او ابتهاج يې سر د سړيتوب درباندې وياړي تۀ يې تاج يې بس نو دغه غم دے چې احساس د سړي ويښ کړه هم د مستقبل لره وسواس د سړي ويښ کړه
بابا چې د غم په حقله څه وئيلي دي حقيقت دے ځکه چې د انسان ژوند ته که لږ پام وکړو نو کله چې انسان دنيا ته راشي نو وړومبے کار يې ژړا وي او که ونه ژاړي نو يا خو مړ پېدا وي او يا د ډاکټرانو په عقيده څه پېدائشي بېماري لري. د سائېنسدانانو او د روغتيائي او تجربي علومو پوهانو په باوري دي چې اوښکې مختلف خصوصيات لري چې ځينو ته اشاره کوو: ١- له اوښکو سره داسې آنزيم خارجيږي چې چې سترګې او د سترګو چاپېره برخه له عفونيت څخه ساتي. ٢- د يو لړ ټېسټونو د نتيجو له مخې هغه کسان چې زياته ژړا کوي ډېرکم د معدې او هاضمې د سېسټم له زخم سره مخامخ کيږي. ٣- سائېنسدانان عقيده لري چې ژړا د باطني زيانونو او روحي او نفسياتي بيماريو په کمولو کښې ډېر عجيبه تاثير کوي. ٤- د اوښکو او ژړا له لارې د ځينو بيماريو تشخيص هم کېدې شي، ځکه چې د سترګو اوښکې د بدن د وينې صفاء شوې مايه ده چې د اوښکو په وجه د کېنسر د مختلفو ډولونو پېژندګلي کېدې شي. همدا رنګ چې انسان کله له دنيا نه ځې نو هم د ژړاګانو، وير او ماتم په بدرګه کښې رخصتيږي او حتی انسان ته چې په دنيا کښې څه خفګان او صدمه ورسي نو طبي او نفسياتي ماهران يې خپلوانو ته سپارښتنه کوي چې وې ژړوي او که وې نه ژړل نو د هغه غم او خفګان په وجه يې ژوند ته خطره وي. نو همدا رنګ چې څنګه د انسان په فطرت کښې په ژړا څه قدغن او پابندي نشته نو دغسې په الهي دينونو په تېره بيا په اسلام کښې چې د انسان د فطرت مطابق خداے پاک جوړ کړے او غوره کړے دےپه ژړا باندې هيڅ پابندي او بندېز نشته بلکې ژړا يې ښۀ او زياته خندا يې بد فعل بللے دے. همدا وجه ده چې دنيا ته څومره انبياء رالېږلے شوي دي هغوي په خپل ژوند کښې زيات ژړلي دي او خندا به يې هم تر مسکا پورې محدوده وه. د مثال په توګه حضرت آدم (ع) چې کله د ترک اولي په وجه له جنت نه دنيا ته راولېږلے شو نو ډېر زيات به يې ژړل نو چې کله يې له پاک رب نه د خپلې ترک اولی بخښنه غوښته نو د حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه و آله وسلم) او د هغوي د پاکو اهلبېتو په وسيله يې دعا کوله او ويل به يې چې: اللهم بحق محمد انت المحمود، اللهم بحق علي انت الاعلي، اللهم بحق فاطمه انت فاطرالسموات والارض، اللهم بحق حسن انت المحسن، اللهم بحق حسېن انت قديم الاحسان. او چې په دې دعا کښې به کله د امام حسېن (ع)نوم ته راورسېد نو ډېر به يې وژړل نو له خداے پاک نه يې د دې راز پوښتنه وکړه نو خداے پاک ورته د کربلا کېدونکې ټوله واقعه بيان کړه او بيا به يې ډېر ژړل. همدا رنګ حضرت يعقوب (ع) په خپل زوے حضرت يوسف (ع) پسې کلونه کلونه ژړا وکړه او دومره زيات به يې ژړل چې د سترګو مبارکو نظر يې لاړ خو خداے پاک له دغې ژړا نه منعې نه کړ بلکې هغه يې په قران مجيد له صابرينو څخه ياد کړے دے يعنې مطلب دا چې ژړا د صبر په خلاف عمل نۀ دے. او حضرت نوح (ع) به دومره زيات ژړل چې اصل نوم يې عبدالغفار ؤ خو د زياتو ژړا ګانو په وجه يې نوم نوح وګرځېد چې نوح ، نوحې او مرثيې ويونکي او ژړاګانې کوونکي ته ويل کيږي.په هر حال هر يو پېغمبر په خپل خپل دور کښې ژړاګانې کړي دي خو خداے پاک نه يوازې هغوي له دې کاره منعې کړي نۀ دي بلکې د هغوي د دې کار ستائېنه يې کړې ده. کتابونو نقل کړي دي چې د احد په جنګ کښې چې کله د يزيد د نيا هندې په حکم سره د هغې غلام وحشي د خداے د ګران رسول (ص) ترۀ سيد الشهداء حضرت امير حمزه (ع) شهيد کړ، بيا يې د هغۀ سينه څيرې کړه او له ډېرې غصې نه يې د هغۀ لړمون وخوړۀ او بيا يې د هغۀ بدن پائمال کړ. نو چې کله جنګ اودرېد او د خداے ګران رسول (ص) د شهيد ترۀ پائمال شوے بدن وموند نو ډېر يې وژړل بيا يې د هغۀ د جنازې نمونځ وکړ او بيا به يې د جنګ د يو يو شهيد جنازه راوړله هرې جنازې سره به يې د حضرت حمزه (ع) د جنازې نمونځ هم کوۀ چې په دا ډول د هغۀ اويا ځل د جنازې نمونځ وشو او بيا يې دفن کړو.( تاريخ طبري ٢ ټوک، سيرۀ حلبي ٢ ټوک، سيرۀ ابن هشام ٣ ټوک، کامل ابن اثير، شرح ابن ابي الحديد، طبقات ابن سعد ٣ ټوک) همدا رنګ نقل شوي دي چې کله د خداے ګران رسول (ص) مدينې ته راستون شو او د کوم انصار کور سره به تېرېدۀ نو په خپل شهيد باندې د ژړاګانو اوازونه به ترې راتلۀ نو د خداے ګران رسول (ص) په افسوس سره وفرمايل: (( و اما حمزه لا بواکي له )) زما په ترۀ حمزه (ع) باندې ژړا کولو والا ولې څوک نشته؟ نو چې کله د رسول الله (ص) دا خبره د خلقو غوږو ته ورسېده نو ټول د حضرت حمزه (ع) کورته لاړل او وير او ماتم يې وکړ او له دې نه پس بيا دا د خلقو دود او دستور جوړ شو چې کله به يې له جنګ نه خپل شهيد راوړۀ نو اول به د حضرت حمزه (ع) کور ته ورتلل ژړا او ماتم به يې کوۀ او وروستو به يې بيا په خپل شهيد باندې ژړاګانې کولې.( مسند احمد بن حنبل ٢ ټوک) همدا رنګ چې کله د خداے د ګران رسول (ص) د ترۀ زوے حضرت جعفر طيار د شهادت خبر راورسېد نو له نورو خلقو نه علاوه د خداے د ګران رسول (ص) ګرانې لور او د جنت د ښځو سردارې هم ډېر وژړل نو دغه وخت د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: (( پکار دي چې ژړا کوونکي د جعفر په شان کس باندې ژړا وکړي)) ( الاستيعاب ١ ټوک د حضرت جعفر طيار د ژوند حالات ) او په حديث کښې دا هم راغلي دي چې له دې وروسته به کله د خداے ګران رسول (ص) د جعفر بن ابي طالب او زېد بن حارثه (رضي لله تعالي عنهم) کورونو ته ورغې نو د هغوي په ياد کښې به يې زيات ژړل. له حضرت بي بي عائشې (رض) نه روايت دے چې کله حضرت عثمان بن مظعون وفات شو نو د خداے ګران رسول (ص) د هغۀ مړے ښکل کړ او وې ژړل. ( الاصابه ٤ ټوک، اسدالغابه ٣ توک، الاستيعاب ٣ ټوک، مجمع الزوائد ٣ ټوک) همدا رنګ کتابونو راوړي دي چې په کوم کال حضرت خديجه (رض) او حضرت ابو طالب (رض) وفات شول نو د خداے ګران رسول (ص) هغه کال د (( عام الحزن )) يعنې د غم او وير کال په نوم ونوموۀ.او هر وخت به يې د هغو دواړو په ياد کښې ژړل او په اسلام باندې د هغوي احسانونه به يې يادول. نقل شوي دي چې کله وړومبے خليفه وفات شو نو لور بي بي عائشې يې ډېر ورپسې وژل، همدا رنګ د دويم خليفه او دريم خليفه په وفات هم د هغوي اولادونو ډېرې ژړاګانې وکړې. خپله د خداے د ګران رسول (ص) په رحلت باندې د هغه حضرت د ګرانې لور بي بي فاطمې (ع) ژړا مشهوره ده او هغې به د هغه حضرت له رحلت نه پس د عمر تر اخېره پورې ژړا کوله او دومره به يې ژړل چې ځينو خلقو اعتراض وکړ چې د دې په ژړا سره مونږ تنګيږو او په ارام کښې موخلل راځي نو بيا يې له مدينې نه بهر د هغې لپاره بيل کور جوړ کړ چې په (( بېت الاحزان )) باندې مشهور شو او هلته به يې وير او ژړاګانې کولې. مستدرک الصحيحين، مسنداحمد بن حنبل، صواعق محرقه، کنزالعمال، التهذيب التهذيب، ذخائرالعقبي، مجمع الزوائد او نورو کتابونو راوړي دي چې کله امام حسېن (ع) وزېزېد او د خداے ګران رسول (ص) په غېږ کښې واخېست نو ورته يې ډېر وژړل چې کله ترې د خوشحالۍ په دې موقع د ژړا پوښتنه وشوه نو وې فرمايل چې حضرت جبرائيل (ع) راته د دۀ د دردوونکي شهادت د واقعې خبر او د کربلا خاوره راوړه. زمونږ ټولو مسلمانانو دا عقيده ده چې د رسول الله (ص) هر فعل سنت دے نو چې هر کله د خداے ګران رسول (ص) هغه وخت په امام حسېن (ع) باندې ژړا کوي چې لا هغه واقعه پېښه شوې هم نه ده نو د دغې دردناکې واقعې له پېښېدو نه پس خو په هغې باندې ژړا او ماتم نور هم اهميت پېدا کوي. حتي امام احمد بن حنبل په فضائل صحابه کښې روايت نقلوي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: (( چې چا د حسېن (ع) په قتل باندې ژړا وکړه يا يې له سترګو يوه اوښکه توې شوه نو خداے پاک به يې جنت په برخه کوي. (فضائل صحابه ٢ ټوک، احقاق الحق ) په مستدرک حاکم او احقاق الحق کښې راغلي دي چې راوي وائي چې د خداے ګران رسول (ص) د امام حسېن (ع) په شهيدېدو او په هغۀ باندې د ژړا په اهميت دومره زياته وېنا وکړه چې مونږ او د خداے د ګران رسول (ص) اهلبېتو په کربلا کښې د امام حسېن (ع) په شهادت کښې هيڅ شک نه درلود ( مستدرک حاکم ٣ ټوک، احقاق الحق ١١ ټوک) د حضرت علي (ع) په حقله نقل شوي دي چې کله په يو سفر کښې د کربلا له زمکې سر تېرېدۀ نو له مرکب نه راکوز شو او ډېر زيات يې وژړل او د کربلا په مېدان کښې يې د خپل زوے امام حسېن (ع) د شهادت خبر ورکړ.( مسند احمد بن حنبل ١ ټوک، اسدالغابه ٤ ټوک، مجمع الزوائد ٩ ټوک، کنزالعمال ٧ ټوک، صواعق محرقه ، ذخائرالعقبی ) چې ارواښاد حمزه بابا دا واقعه په شعر کښې هم راوړې ده لکه چې وائي: چې لـــه يمن نه شو راستون پـــه کربـــــلا ورسېد خاورې يې ښکل کړې په زار زار علي حېدر وژړل يا په يو بل شعر کښې وائي: لـــــه يمنـــــه چـــې علــــــي پــــــه کربلا شو کربـــــلا بــــــاندې چــــې راغے پـــــه ژړا شو يو صــــاحب ترې په پرســـان د مدعـــــا شو په غريو غريو کښې بوتراب ورته ګويا شو چــــې دا ځــــاے مې د اولاد د شهادت دے دلتـــــه هلتــــــــه د فــلاني فلاني تربت دے
حضرت ام سلمه (رض) وائي چې د امام حسېن (ع) په شهادت باندې پېريانو هم وير او ژړا وکړه (تهذيب التهذيب، ٢ ټوک، مجمع الزوائد ٩ ټوک، ذخائرالعقبی) همدا ډول روايت له حضرت مېمونه (رض) نه هم نقل دے. همدا رنګ له حضرت ام سلمه (رض) نه نقل شوي دي چې د امام حسېن (ع) په شهادت باندې اسمان هم وژړل او له اسمان څخه د وينو باران اورېد (ذخائرالعقبی ١٥٠ مخ ) يو لړ روايتونه نقل شوي دي راويان وائي چې کله امام حسېن (ع) شهيد شو نو اسمان تندر ونيوۀ او ستوري ښکاره شول او مونږ ګمان وکړ چې قيامت راغے ( سنن بېهقي ٣ ټوک، مجمع الزوائد ٩ ټوک، تهذيب التهذيب ٢ ټوک، صواعق محرقه ١١٦ مخ، طبراني هم نقل کړے دے ) لکه ارواښاد غني خان وائي: دا قيامت دے که معراج دے او که ورځ د کربلا دي دا شګو کښې سرې وينې که ګلــونه د لالـــه يا د نوښار ارواښاد عبدالله وائي: عرش د زانګو په مثال وهي ټالونه پـــــه کربـــلا رژوي خــــزان ګلـــــونه همدا رنګ روايت نقل شوے دے چې د امام حسېن (ع) په شهادت باندې په کربلا، شام، کوفه او خراسان کښې له اسمان څخه د وينو باران وشو.(صواعق محرقه، ذخائرالعقبي، تفسير ابن جوزي او ابن جرېر وغېره) همدا رنګ په رويتونو کښې هشام له محمد نه نقل کړي دي او همدا رنګ ابن سيرين او نور ګڼ شمېر راويان وائي چې د امام حسېن (ع) له قتل نه مخکښې مونږ په اسمان کښې د شفق سرخي نه وه ليدلې خو د امام له شهادت نه پس په اسمان کښې د شفق سرخي څرګنده شوه. ابن جوزي وائي چې انسان غصه شي نو مخ يې سور شي او د امام حسېن (ع) په شهادت باندې د خداے پاک قهر او غصه د شفق په سرۀ کېدو کښې څرګنده شوه.( صواعق محرقه ١١٦ مخ، تهذيب التهذيب، حليه الاولياء ٢ ټوک، مجمع الزوائد ٩ ټوک وغېره ) لکه ارواښاد حمزه بابا هم دې حقيقت ته اشاره کړې او وائي: د شفق سرخي د وينو دے نشان د حسېن نن معلوميږي رزمګاه هر بيابان د حسېن يا بابا په يو نظم کښې دا بند راوړے دے چې وائي: شفق په وينو کړي ژړا په ابتلا د حسېن يا په يو بل ځاے کښې داسې وائي: د شهادت په وينو رنګ چې شوه لمن د امام د فضا سترګې شوې ګلرنګې د شفق په خرام همدا رنګ په روايتونو کښې راغلي دي چې د امام حسېن (ع) د شهادت په ورځ په بېت المقدس او شام کښې به چې چا کوم کاڼے اوچت کړ نو له لاندې نه به يې تازه وينه راوته. (مجمع الزوائد ٢ ټوک، ٩ ټوک، ذخائرالعقبی ١٤٥ مخ ) په يو روايت کښې راغلي دي چې د امام حسېن (ع) له قبر مبارک نه چاپېره اويا زره فرښتې به ترقيامته پورې وير او ژړا کوي. ( ذخائرالعقبي ١٥٧ مخ ) چې کله ابراهيم (ع) خپل خوږ فرزند حضرت اسماعيل (ع) د قربانۍ لپاره بوتلۀ او حلالولو يې نو خداے پاک ورته يو ګډ راولېږۀ او د حضرت اسماعيل (ع) په ځاے يې هغه ګډ حلال کړ نو دغه وخت حضرت ابراهيم (ع) خفه شو چې ولې خداے پاک مې د زوے د قربانۍ په ځاے ګډ راولېږۀ ؟ نو په قران مجيد کښې راغلي دي چې خداے پاک حضرت ابراهيم (ع) ته داسې خطاب وکړ: وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ (سورۀ الصافات ١٠٧ او ١٠٨ ايتونه) يعنې (( (اے ابراهيم !) او مونږ د دې بدله يوه لويه قرباني وګرځوله او د دې تذکره مو وروستي دور ته پرېښوده)) د دغو مبارکو ايتونو په تفسير کښې تفسيرالمتقين، تفسير صافي، عيون الاخبار وغېره د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو څخه د حضرت امام علي رضا (ع) د يو روايت په حوالې سره ليکلي دي چې کله خداے پاک حضرت ابراهيم (ع) ته حکم وکړ چې د حضرت اسماعيل (ع)په ځاے هغه ګډ حلال کړه چې مې درولېږۀ نو حضرت ابراهيم (ع) په زړۀ کښې دا تمنا پېدا شوه چې کاش زما په لاس زما زوے قرباني شوے وے نو ښه به وه ځکه چې په هغۀ باندې زما زړۀ کوم درد کړے وے نو لوے اجر به مې په برخه شوے ؤ. نو خداے پاک ورته وحي وکړه چې اے ابراهيم! زما په مخلوقاتو کښې تا ته له ټولو نه خوږ څوک دے؟ حضرت ابراهيم (ع) عرض وکړچې خدايه! تا داسې څوک نه دي پېدا کړي چې ستا له حبيب حضرت محمد مصطفی (ص) نه زيات ما ته خوږ او عزيز وي. خداے پاک ورته وحي وکړه اے ابراهيم! تا ته حضرت محمد (ص) زيات خوږ دے که خپل ځان ؟ هغۀ عرض وکړ هغه ما ته له خپل ځانه زيات خوږ دے. بيا وحي وشوه چې تا ته خپل اولاد زيات خوږ دے يا د هغۀ اولاد؟ عرض يې وکړ: د هغۀ اولاد. بيا ورته وحي وشوه چې د دښمنانو په لاس په ظلم سره د هغۀ د بچي وژل به ستا زړۀ ډېر ودردوي او که ستا په لاس زما په حکم ستا د بچي حلالېدل به ستا زړۀ زيات ودردوي؟ عرض يې وکړ: د دښمنانو په لاس په ظلم سره د هغۀ د بچې قتلېدۀ به زما زړۀ زيات ودردوي او بيا ورته خداے پاک د کربلا ټوله واقعه واوروله چې په اورېدو سره يې د حضرت ابرهيم (ع) په زړۀ کښې يو درد را اوچت شو او په چغو چغو يې وژړل نو خداے پاک ورته وفرمايل چې ابراهيم !که تا خپل زوے په خپل لاس حلال کړےؤ نو زړۀ به دې دومره نه ؤ دردېدلے چې څومره دې اوس د حسېن (ع) د قتل په حال اورېدو سره ودردېدۀ نو له دې امله چې د خپل بچي غم او درد د محمد مصطفی (ص) د بچي په درد او غم فديه کړو نو ما ستا لپاره د اخېرت هغه لوړې مرتبې په ځان فرض کړې چې کومې په مصيبت باندې صبر کوونکو ته په برخه کيږي. ارواښاد حمزه بابا (رح) هم په دې حقله وائي: د ايثــــار له اسماعيل نــــه ابتداء وزېږېدله لــــه حُسېنه تکامل او انتهـــــاء وزېږېدلـــــه لور له موره پېدا کيږي له ډېوې شي ډيوه بله کـــــه يې ګـــورې لـــه کعبې نه کربلا وزېږېدله بابا د عاشورې ورځ د قربانۍ ورکولو په حقله د حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسماعيل (ع) د خوب تعبير بللے دے او وائي: نن هغه ورځ د قربانۍ چې يې تکميل شوے دے د خوب تعبير د ابراهيم او اسماعيل شوے دے يا بابا د امام په شهادت داسې وائي: ذبح عظيم شو مکمل پاتې نور حال نۀ شو زېر د منت اوس د اکمال پاتې اجمال نۀ شو
او د دغو مبارکو ايتونو تفسير حکيم الامت علامه اقبال د شعر په ژبه داسې کړے دے: الله الله بای بسم الله پدر معني ذبح عظيم آمد پسر يعنې پلار حضرت علي (ع) يې د بسم الله د (( ب )) تفسير دے او زوے امام حسېن (ع) يې په قران مجيد کښې د (( ذبح عظيم )) تفسير دے. او يا په يو بل ځاے کښې علامه صېب وائي: غريب و ساده و رنګين هے راستان حرم نهايت اس حسين ابتداء هے اسماعيل يعنې د اسلام د حرم داستان ډېر غريب او مظلوم، ساده او د قربانۍ په وينو سره رنګين داستان دے ځکه چې مونږ مسلمانان چې ځانونه ملت ابراهيمي (ع) ګڼو نو ابراهيم (ع) زمونږ د اسلام د مبين دين ابتداء هم قربانۍ ته د خپل زوے اسماعيل (ع) په څملولو سره وکړه او په اخېر کښې دغه قرباني هم د هغوي په اولاد کښې امام حسېن (ع) په عملي توګه ورکړه. همدغه رنګ حضرت ابراهيم (ع) چې اسماعيل (ع) قربانۍ ته څملوۀ نو د اسلامي کال يعنې هجري قمري کال د وروستۍ مياشتې يعنې د ذۍالحجې لسمه نېټه او مازيګر وخت ؤ. او کله چې له امام حسېن (ع) نه په ظلم سره سر پرې کېدۀ نو هم د دغه هجري قمري کال د وړومبۍ مياشتې ينې د محرم د مياشتې لسمه نېټه او مازيګر وخت ؤ. نو اوس د انصاف تفاضاء هم ده چې هر کله مونږ ځانونه د حضرت ابراهيم (ع) ملت ګڼو او له قربانۍ نه د هغۀ د بچي حضرت اسماعيل (ع) د بچ کېدو په وجه هر کال د ذی الحجې له لسمې نه تر څوارلسمې پورې څلور ورځې خوشحالۍ کوو نو بل طرف ته چې ځانونه د ټولو انبياؤ د سردار حضرت محمد مصطفی (ص) امت ګڼو نو پکار دي چې د محرم په مياشت کښې يا لږ تر لږه د عاشورې په لسو ورځو کښې وير او ماتم وکړو. نه دا چې يوازې د پيو مجنونان شو او د وينې مجنونان نه شو يعنې په خوشحالۍ کښې له انبياؤ سره ملګري يو او په غم کښې ترې لرې تښتو او ورته انې بانې جوړوو. او همدا وجه ده چې هغه مسلمانان چې اختر نمانځي او محرم نه نمانځي د غېر مسلمو شاغوتونو او ګوتې نيونې هدف ګرځېدلي دي لکه يو هندو شاعر چې په دې فخر کوي چې مونږ مسلمانان نۀ يو خو په محرم کښې په امام حسېن (ع) باندې غم او ماتم کوو او ځانونه له هغو مسلمانانو نه بهتر ګڼي چې د محرم له ماتم نه انکاريان دي لکه په يو شعر کښې وائي: اے نور ہم تو ایسے مسلمانوں سے اچھے جو عید تو کرتے ہیں محرم نہیں کرتے په هر حال ډېر داسې دلائل شته چې له هغو نه دا خبره ثابتيږي چې د کربلا غميزه د کائناتو تر ټولو ستره او دردناکه واقعه ده او په دې واقعې باندې نۀ يوازې د حضرت امام حسېن (ع) له شهادت او د کربلا له غمېزې نه پس بلکې له دغې واقعې نه مخکښې هم د خداے ګران رسول (ص) د هغوي اهلبېتو (ع) او نورو انبياؤ (ع) ژړاګانې کړي دي او همدا رنګ د کربلا له غمېزې نه پس خو پدې باندې ډېرې ژړاګانې شوي، مرثيې وېل شوي او ويرونه ماتمونه شوي دي او حتي د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو څخه ټولو امامانو نه يوازې په خپله د امام حسېن (ع) په شهادت او د اهلبېتو په مصائبو ژړاګانې کړي دي او نور خلق يې ژړولي دي بلکې د دغو ژړاګانو او ويرونو لپاره يې ډېر فضائل او ثوابونه بيان کړي دي او همدغه وجه ده چې تر ننه پورې په دغو مصيبتونو او د دښمنانو په ظلمونو باندې د ژړاګانو ماتمونو، ويرونو او مرثيو لړۍ دوام لري او دا چاره به ترقيامته جاري وي. ارواښاد ستر حمزه بابا چې د پښتون ملت حکيم الامت او نبض شناس ؤ هغۀ د محرم په مياشت کښې چې د هجري قمري کال وړومبۍ مياشت ده په ژړا باندې ډېر تاکيد کړے دے لکه په يو ځاے کښې وائي: اوښکـــې کډې باروي طـــــوفان د غــــم شو شــــول تـــــازه د زړۀ زخمــــونــــه محــــرم شو ابتــــــداء د غـــــم کومـــــه نــــوے کال دے په اول چې زړۀ خفه شي بيا خوشحال دے بابا د هر کال په مخ کښې نور او سرخي د امام حسېن (ع) د وينو په وجه ويني او چې د کوم کال په ابتدا کښې ماتم و نه شي هغه کال بې نوره او سپېرۀ بولي لکه چې وائي:
په ابتدا کښې غم كول په انتهــــا شـــى سرور كال يــــې لازوړ وى چې ژړا په نوي كال نــۀ شى د کال په مخ کښې د حسېن د وينو سرۀ دي حمزه هغـــــه بې نـــوره وي ماتم چې په کوم کال نۀ شي يا دا چې وائي: هر کال له قربانۍ نه نوے کيږي د مسلم مثال حسېن د ژوند د مسلمان لپاره دے بابا هغو خلقو ته چې وائي بس دے د کربلا د غمېزې ډېر وختونه تېر شول اوس پرې ژړاګانو ته څه حاجت دے داسې ځواب ورکوي نن به نۀ ګڼې دا غم چې پرونے دے ګويا هر پروسه کال يې سږنے دے نو اوس دا کتل پکار دي چې دا ټولې ژړاګانې او ويرونه د څه لپاره دي؟ ځکه چې اسلام او د اسلام مشرانو هيڅکله خپلو پېروکارو ته د يو فضول او بې فائدې کار سپارښتنه نۀ ده کړې او د اسلام په ټولو احکامو او اعمالو کښې د انسان لپاره فائدې پټې دي. نو اوس به دا وګورو چې د حضرت امام حسېن (ع) او نورو اهلبېتو او د هغوي د اصحابو او ملګرو په مصائبو باندې دومره تاکيد ولې شوے دے او د دې کار انسانانو په تېره بيا اسلام او مسلمانانو ته څه ګټه رسېدلې او رسيږي؟ او ايا دغه ژړاګانې د کمزورۍ يا بې وسۍ له مخې دي يا د ويرې په وجه دي يا د انسان دننه د ډېر غم او درد په وجه دي او يا يې نور وجوهات دي؟ په اصل کښې اسلام د انسان د هر کار لپاره يو مقصداو هدف په نظر کښې لرلے دے لکه دخوراک، څښاک، خوب او نورو تمائلاتو او انساني ضرورياتو لپاره يې يو اهم مقصد او هدف په نظر کښې لرلے دے. د مثال په توګه په اسلامي فرهنګ کښې خوراک څښاک د ژوند لپاره او ژوند د خوراک لپاره او خوراک د خوب لپاره او خوب د سستۍ او بېکارۍ لپاره نۀ دے بلکې خوراک څښاک د بقا د دوام لپاره او له نفسياتي او اجتماعي عواملو سره د مبارزې لپاره دے او خوب له شيطاني عواملو سره د مبارزې په لاره کښې د دغې مبارزې او د هغې د دوام لپاره د بدني او نفسياتي قواؤ د تروتازه کېدو لپاره دے. نو بس په اسلام کښې او په تېره بيا د اهلبېتو (ع) په مکتب کښې ژړا او په خاصه توګه د کربلا په غمېزه باندې وير، ماتم او ژړا هم دا ډول خصوصيتونه او، اخلاقي، روحي، تربيتي، سياسي، اجتماعي او فرهنګي اهداف او مقصدونه لري خو دلته به فقط په يو هدف او مقصد باندې بحث وکړو. په پخواينو زمانو کښې به اکثر ليدل کېدل چې د دښمن د ځپلو او په دښمن باندې د کاميابۍ لپاره به له تاودۀ جنګ او وسلو نه استفاده کېده او داسې حالات به يې پېدا کول چې جنګ جوړ شي او چې له کومې خوا به پکښې زيات کسان مړۀ او ژوبل شول او يا به اسيران شول نو ماتې به د هغې خوا په برخه وه. خو چې څومره انساني پوهه ارتقاء پېدا کوي او د انسان علم او پوهه زياتيږي نو د تاودۀ جنګ ځاے سوړ جنګ يا نفسياتي جنګ نيسي او په دغه سوړ يا نفسياتي جنګ کښې کوشش کيږي چې د نړۍ عامه افکار خپلو مسائلو او اهدافو ته د تبليغاتو په ذريعې سره متوجه کړي او حتي چې نن سبا د نړۍ صنعتي هېوادونه د خپلو مصنوعاتو لپاره هم زياتې خرچې په تبليغاتو باندې کوي. نو بس دغه شان په جنګ کښې هم يوه حربه تبليغات او د جنګ مېدان يې عمومي افکار وي. او حتي چې امکان لري چې د يوې خوا له لوري يو لړ صحيح تبليغات د بم له يوې قوي چاودنې نه زيات وي. خو چې څنګه په تاودو جنګونو کښې يو لورے په حقه وي او بل په باطله وي نو دغه شان په سوړ او نفسياتي جنګ کښې هم يو لورے د خپلو ناحقو غوښتنو د پوره کولو او د تسلط پېدا کولو لپاره تبليغات کوي نو بل طرف د خپلو حقو او روا اهدافو د حاصلولو لپاره په تبليغاتو بوخت وي. د تېر بحث په رڼا کښې که مونږ په يوې لنډې کتنې سره لږ غور او فکر وکړو نو دا خبره ثابتيږي چې د اهلبېتو امامانو (ع) لخوا د کربلا په غمېزه باندې ژړاګانې او ويرونه کول او د هغو تاکيد کول په اصل کښې د ظالم، ستمګر، زورويوونکي او تسلط غوښتونکي دښمن په خلاف يو سوړ او نفسياتي جنګ دے او هغوي به تل دا کوشش کوۀ چې په دې ژړاګانو، ويرونو، ماتمونو او مرثيو سره د عمومي افکارو پام ځانته راوګرځوي او هغوي په دې سوچ او فکر مجبور کړي چې دوي دا دومره ويرونه او ژړاګانې ولې کوي؟ نو بس هم دا عوامي پوښتنې بالاخره حق او حقيقت ته د هغوي د رسېدو سبب وګرځېدې او پدې ذريعې سره به يې د وخت ظالمو او تسلط غوښتونکو واکمنانو ته سخت ګوزار ورکړ او عوامي ذهنونه به يې د هغو ظالمانو له اصليت او استحصالي هدفونو نه خبر کړل. او همدا وجه وه چې د اهلبېتو پاک امامان (ع) به چې د واکمنانو لخوا به پرې ډول ډول بنديزونه لګېدلي وو د دښمن په خلاف په خپل دې سوړ او نفسياتي جنګ کښې کامېابېدل. هسې هم که په نفسياتي توګه دې مسئلې ته لږ فکر وشي نو انسان په دې حقيقت پوهېدې شي او هغه دا چې مثلاً که يوه ډله خلق خنداګانې، خوشحالي او مستي کوي نو صحيح ده چې عامه افکار ورته متوجه کيږي خو د هغوي په حال باندې څوک زيات غور او فکر نه کوي او له هغوي سره يې همدردي هم نه پېدا کيږي بلکې د پوهو او سنجيده خلکو ترې نه کرکه پېدا کيږي خو که يوه ډله ژړاګانې، وير او ماتم کوي نو عام خلق په سوچ او فکر مجبوروي او له هغې ډلې سره يې همدردي پېدا کيږي نو بس همدا وجه وه چې هر کله يزيد صفته ظالمان او ډکټېټران واکمنان او د هغوي جوړې کړې شوې درباري او سرکاري مذهبي او سياسي ډلې په دې حقيقت پوه شوې نو د کربلا په غمېزې باندې په ژړاګانو، ويرونو او ماتمونو باندې به يې د بنديزونو لګولو کوششونه کول. او اوس هم مونږ ګورو چې په ځينو سيمو کښې دغه يزيد صفته ظالمان واکمنان او ډکټېټران يا نېغ په نېغه په دغو ويرونو ماتمونو باندې بنديزونه لګوي او يا په ځينو سيمو کښې چې دغه ظالمان واکمنان ځانونه د جمهوريت او ډېموکرېسۍ حاميان ښئ نو بيا دځينو مذهبي او سياسي ډلو په ذريعې سره د دغو ويرونو او ماتمونو چې په اصل کښې د ظلم او استحصال او د هر دور د يزيد صفته واکمنانو او د هغوي د درباري باطلو ډلو په خلاف يو احتجاجي تحريک او غورځنګ دے په خلاف دپروپېګنډو او بنديزونو لګولو کوشش کوي چې نن سبا مونږ په خپله معاشره کښې د دې حقيقت مثالونه وينو.ځکه چې د غم او وير په دغو غونډو او جلوسونو کښې نه يوازې په امام حسېن (ع) او د کربلا په غمېزه باندې ژړاګانې کيږي بلکې دا نعرې هم وهل کيږي چې (( حسېنيت زنده باد، يزيديت مرده باد )) چې په دې نعره کښې د هر دور د يزيد صفته کس په خلاف د مخالفت ، کرکې او نفرت او د هر دور د حسېني کردار له ادا کوونکي سره د مينې او ملګرتيا څرګندونه کيږي. او دا کار د قران مجيد د دې مبارکو ايتونو عملي تفسير دے چې په يو ځاے کښې فرمائي: قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (سورۀ شورا ٢٣ ايت ) (( يعنې (اے رسوله) دوي ته ووايه چې زۀ له تاسو نه د رسالت په دې کار هيڅ اجر او مزدوري نۀ غواړم بې له دې نه چې زما له قرباؤ يعنې نزدې خپلوانو سره مينه وکړئ،)) چې د دې مبارک ايت په شان نزول کښې راغلي دي چې کله صحابه کرامو (رض) په خپلو کښې صلاح مشوره وکړه چې د خداے ګران رسول (ص) چې د اسلام د تبليغ لپاره کومې هلې ځلې کوي نو د دې په عوض کښې هغۀ حضرت د خپلو مالونو يوه برخه ورکړو نو چې هر کله هغوي خپل مالونه د رسول الله (ص) خدمت ته راوړل نو دغه مبارک ايت نازل شو. او چې کله ترې نه پوښتنه وشوه چې ستاسو قربي څوک دي چې له هغوي سره مينه کول په مونږ فرض شوه نو رسول الله (ص) وفرمايل چې هغه علي (ع)، فاطمه (ع) حسن (ع) ، حسېن (ع) او د دوي اولاد دے يعنې زما اهلبېت دي. نو د دغه مبارک ايت په رڼا کښې په مونږ باندې دا فرض کړي شوي دي چې د رسول الله (ص) له آل سره مينه وکړو او د مينې تقاضا دا ده چې د هغوي په خوشحالۍ خوشحال شو او په غم يې غمجن شو له دوستانو سره يې مينه وکړ او له دښمنانو څخه يې نفرت او کرکه وکړو. او يا دا چې خداے پاک فرمائي: لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ ( سورۀ نساء ١٤٨ ايت ) (( يعنې خداے د ظالم په خلاف د مظلوم له علي الاعلان بد ويلو نه بغېر د چا په خلاف علي الاعلان بد ويل نۀ خوښوي )) يعنې په دې مبارک ايت کښې په واضحه توګه د هر دور مظلوم، او ستم ځپلي کس يا ډلې ته او يا د هغوي ملاتړو او طرفدارو ته دا اجازت شته چې د ظالم په خلاف اواز اوچت کړي، احتجاج وکړي او علي الاعلان په هغۀ باندې لعنت ووائي چې د يزيد او د هر دور د يزيديت په خلاف د مرده باد نعره عېن د دې مبارک ايت عملي تفسير دے. چې د تورې او قلم خاوند او د پښتنو مېړنے مشر ارواښاد خوشحال بابا هم دغه نعره په جار باندې وهي او وائي: پـــــه يزيـــــــد باندې لعنت شـــــــه پــــــه اعوان يې چـــــــې پـــــــه تېغ يې د نبي نمسي مظلـــــــوم دي د خــــوشحــــــال خټک دې حشر د هغـــــــو شـــــي چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم دي چې په اسلام کښې دې مسئلې ته تولا او تبره وېلې شي چې يو مسلمان ته د مومن کېدو لپاره دا عقيده پکار ده. چې له خداے پاک (ج)، د هغۀ له ګران رسول (ص) او د رسول له پاکو اهلبېتو (ع) سره مينې او اطاعت کولو ته تولا وائي او د خداے پاک (ج)، د هغۀ د ګران رسول (ص) او د رسول د پاکو اهلبېتو (ع) له دښمنانو سره دښمني او له هغوي نه نفرت کول او لعنت پرې لېږلو ته تبرا وائي. د دې مسئلې د لا زيات وضاحت لپاره به دلته د دې ورستي دور د يو ستر عالم، عارف او مجاهد او د ايران د اسلامي انقلاب بنست اېښودونکي ارواښاد امام خمېني د وېنا يوه برخه وړاندې کړو. هغه په يوه وېنا کښې وائي: (( اسلام چې دا اوس تاسو يې وينئ د شهيدانو سردار (امام حسېن) ژوندے ساتلے دے. سيدالشهداء سلام الله عليه خپل هرڅه ، خپل ځوانان،ټول مال او شتۀ او هر څه چې يې لرل که ځوانان وو که ياران وو د خداےپاک په لاره کښې ورکړل او د اسلام د غښتلتيا لپاره او له ظلم سره د مخالفت لپاره يې پاڅون وکړ. له يو لږ شمېر کسانو سره د هغه وخت د امپراطورۍ په خلاف چې د دې ځاے له امپراطورۍ نه لويه وه راپورته شو او له دغه لږ شمېر کسانو سره يې په داسې حال کښې چې شهيد شو غلبه وکړه. د ظلم په دغه نظام باندې برلاسې او غالب شو او هغوي ته يې ماتې ورکړه. مونږ چې د هغۀ پېروي کوو او د حضرت امام جعفر صادق (ع) او نورو امامانو عليهم السلام په سپارښتنه له هغه وخت نه د وير او ماتم غونډې جوړوو مونږ هم هغه مسئله چې د ظلم او د ظالمانو د ستم په مقابل کښې ده بيانوو. زمونږ وېناو د کربلا قضيه او د يو ستر طاغوتي رژيم په وړاندې د يوې ډلې د مقابلې قضيه ژوندۍ وساتله. په شهيد پسې ژړا کول د تحريک او غورځنګ ژوندي ساتل دي لکه چې په روايت کښې راغلي دي څوک چې وژاړي يا نور وژړوي يا ځان ژړغونکے کړي نو بدله يې جنت دے نو دا د دې لپاره چې د امام حسېن (ع) د دغه غورځنګ حفاظت کوي. زمونږ ملت د دغو مجلسونو او غونډو ساتنه کړې ده. دا هيڅ بې هېڅه نه وه چې رضاخان او د رضاخان د ساواک مامورانو د وير او ماتم په ټولو غونډو بنديز ولګوۀ، دا خبره هسې نه وه. په اصل کښې داسې نه وه چې ګنې رضا خان له دې مسئلو(يعنې وير او ماتم) سره مخالفت وکړي بلکې رضا خان په دې کار باندې ګمارلے شوے او مامور ؤ...... هغه څوک چې کارپېژاندي او ماهرين وو او په مسئلو يې څارنه کوله او د ملتونو د حال مطالعه يې کړې وه نو هغوي دا ليدل چې ترڅو دا مجلسونه او غونډې شته او تر څو چې په مظلوم باندې دا وير او ماتمونه شته، ترڅو چې ظالم رسوا کيږي او پرده ترې پورته کيږي نو بيا يزيد صفته کسان خپلو اهدافو او مقصدونو ته نۀ شي رسېدې. اوس يوه ډله راغلې ده وائي چې بس دے نور ماتم او د وير مجلسونه مۀ کوئ. دوي په دې نۀ پوهېږي چې ماتم څه ته وائي؟ دوي د دې ماتم ، عزادارۍ او وير له ماهيت نه نۀ دي خبر چې دا څه څيز دے؟په دې نۀ پوهېږي چې د امام حسېن (ع) دا غورځنګ تر دې رارسېدلے دے ان تر دې چې دغه غورځنګ زمونږ دا تابع غورځنګ برابر کړے دے، زمونږ دا غورځنګ د هغه غورځنګ يوه وړانګه ده. دوي په دې نۀ پوهېږي چې د امام حسېن (ع) په وير او غم کښې ژړل د غورځنګ او د دې خبرې د مفهوم ژوندي ساتل دي چې يو لږ شمېر کسان د يوې سترې امپراطورۍ په مقابل کښې اودرېدل، دا دستور دے د ټولو لپاره، د امام حسېن (ع) د عمل دستور (( کُلّ يوم عاشورا و کُلّ ارض کربلا )) داسې دستور دے چې هره ورځ او هر ځاے کښې بايد هم هغه غورځنګ ته دوام ورکړې شي)) او په يو قول کښې ارواښاد امام وائي: (( د امام حسېن (ع) په وير کښې په لاس باندې ستاسو سينه وهل په اصل کښې د استکبار په مخ څپېړه ده )) دي رښتيا قتــــــل حسېن د يـــــزيد مرګې جـــــوړېږي پس لــــــه هرې کربلا نـــــه اسلام بيــــا راژوندے کيږي هـــــره ورځ د عــــــاشورې ده هــــــــره زمکـــــه کربـــلا ده چې په کوم دور کښې يزيد وي حسېن هم راپېداکيږي (شاهين) بله دا چې څوک په چا پسې ژاړي او غم او وير کوي نو له دې نه له هغه کس سره د ژړا او ماتم کوونکي د مينې د ژورتيا اندازه هم لګي او دا له عقل او منطق سره هم سمه خبره ده چې له چا سره د چا مينه وي نو لازمي خبره ده چې د هغۀ ګفتار او کردار به پرې هم خوږ لګي او کوشش به کوي چې د خپل محبوب ادا وکړم او د هغۀ په خبرو عمل وکړم نو چې هر څوک په امام حسېن (ع) پسې ژړا ماتم کوي نو دا له هغه حضرت سره هغو کسانو د مينې د ژورتيا ښودنه کوي او چې ورسره يې زياته مينه وي نو ضروري خبره ده چې د امام حسېن (ع) ګفتار او کردار به يې هم خوښ وي او د هغو د پېروۍ کولو کوشش به کوي. نو بس هم دا وجه ده چې نن مونږ د نړۍ حالاتو او بدلونونو ته ګورو نو دا خبره مونږ په هر ځاے کښې په عملي توګه وينو چې کوم خلق او کوم قومونه له امام حسېن (ع) او د رسول الله (ص) له نورو اهلبېتو (ع) سره مينه کوي او د هغوي په خوشحاليو خوشحالي کوي او په غم يې ژړاګانې او ماتم کوي نو هغه خلق او قومونه په هره مبارزه کښې کامياب او سرخرو وي او چې څوک له دې حقيقت نه انکار کوي يا پرې سترګې پټوي هغوي تل له دښمن سره په مقابلو ام مبارزو کښې له ماتې ، شکست او ذلالت سره مخامخ کيږي. او د خداے د ګران رسول له پاکو اهلبېتو (ع) سره د مينې او عشق د ثمراتو تر ټولو غټه نمونه په دوه نيم زره کلن ظالم او جابر شهنشائيت چې شا ته يې امريکه ، اسرائيل ، برطانيه او نور قوتونه ولاړ وو د ارواښاد امام خمېني په مشرۍ د اهلبېتو د مينه والو د انقلاب کاميابي او بيا په دغه انقلاب باندې د صدام په تپل شوي اتۀ کلن جنګ کښې چې د صدام شا ته د دنيا ټول کافر او مسلمان ملکونه په شريکه ولاړ وو د ايران د اسلامي جمهوريت کاميابي ده. همدا رنګ د لبنان په ٣٣ ورځني جنګ کښې د اسرائيلو غوندې قوت چې په کتاب کښې يې د شکست لفظ نۀ ؤ او شا ته يې نۀ يوازې امريکه او ټول لويديځ او يورپي حکومتونه ولاړ وو بلکې اکثر عرب او مسلمان هېوادونه يې هم شا ته پټ ولاړ او حتي چې د خپل د لبنان حکومت هم د اسرائيلو ملګرے ؤ د لبنان د يو موټے حزب الله چې له اهلبېتو سره مينه کوي په مقابله کښې ماتې وخوړه او د اهلبېتو (ع) د مينه والو يوه بله مبارزه په يو بل شکل کښې په عراق باندې د قابضو امريکائي او نورو خارجي ځواکونو په خلاف هم روانه ده چې انشاء الله کاميابي يې نزدې ده. خو افسوس چې هغه حکومتونه او ډلې چې د رسول الله (ص) د اهلبېتو (ع) کربلا، ماتم او ژړا ګانو مخالف دي يا يې ورسره هډو څه سروکار نشته هغوي په هر مېدان کښې د کفر او استکبار په مقابل کښې له ماتيو سره مخامخ دي او يا د استکباري قوتونو د غلامۍ تر لاندې د ذلالت ژوند کوي. ځکه چې خداے پاک په قرآن مجيد کښې په واضحه توګه د کاميابۍ راز په ايمان کښې ښودلے دے او فرمائي: وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (( سورۀ آل عمران ١٣٩ ايت ) (( يعنې سرلوړي، کاميابي او غلبه ستاسو لپاره ده په شرط د دې که مومنان يئ )) مطلب دا چې د مومن لپاره په هيڅ حالت او هيڅ يوې مبارزه او جنګ کښې ماتې ، شکست، ذلت او تېښته نشته او تل او هر حال کښې به کامياب او سربالا وي او که داسې نۀ وي نو بيا دې په خپل ايمان وويريږي. ځکه چې ايمان يوازې د خداے پاک (ج) او د رسول الله (ص) په منلو کښې نۀ دے بلکې قران مجيد فرمائي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ ( سورۀ نساء ٥٩ ايت ) (( يعنې اے د ايمان خاوندانو اطاعت وکړئ د خداے او اطاعت وکړئ د رسول او هغه چا چې په تاسو کښې اولي الامر دي. )) چې د دې مبارک ايت په شان نزول کښې د خداے ګران رسول (ص) له اولي الامر نه مراد خپل پاک اهلبېت (ع) ښودلي دي.او د تورې او قلم خاوند ارواښاد خوشحال بابا هم له پاکو اهلبېتو (ع) سره مينه د ايمان زړۀ او د جنت ته د داخلېدو شرط بللے دے چې وائي: د علي د آل دوستي د ايمان زړۀ دے څوک دې شک په زړۀ په دا نۀ راولي د علي د آل په مدح کښې جنت دے د خــــوشحال خټک په دا ده تسلي چې امام حسېن (ع) هم له اهلبېتو (ع) څخه دے بلکې په کربلا کښې د هغۀ کردار د ټول مسلمان ملت لپاره اوليت لري. لکه حضرت سيد خواجه معين الدين اجميري (رح) په خپل شعر کښې داسې وائي: شاه است حسين ، بادشاه است حسين دين است حسين، دين پناه است حسين ســــر داد نه داد دست در دست يــزيــــد حقـــــــا کــــــه بنـــای لا اله است حسېن يعنې حاکم، واکمن او اولی الامر هم حسېن (ع) دے، دين (د دين تکميلونکے) هم حسېن (ع) دے او دين ته پناه ورکوونکے هم حسېن (ع) دے هغه حسېن (ع) چې خپل سر يې ورکړ خو لاس يې د يزيد په لاس کښې ورنکړ او دنيا ته يې ثابته کړه چې اولي الامر د يزيد غوندې حکمران نه شي کېدې بلکې اولی الامر د حسېن (ع) غوندې کردار لرونکے کس کېدې شي. او حق خبره دا ده چې د کلمه طيبې بنياد حسېن (ع) دے.يعنې د امام حسېن (ع) تر وخته چې مسلمانان په ګمراهيو او دنيا پرستۍ کښې مبتلا وو او کليمه فقط په ژبه پاتې وه او د دغې پاکې کليمې جرړې اوچې شوې وې امام په خپلو پاکو وينو سره د کلمه طيبې د ونې اوبۀ خور وکړ او دغه ونه يې بيا تر و تازه کړه او د کلمه طيبې بنياد وګرځېد. چې ارواښاد حمزه بابا هم دغه وروستے شعر په داسې رنګ کښې وائيک سر يې خپل ورکړو لاس يې ورنکړو په لاس د يزيد خــــــدئېــــګـــو بنا د لا اله الا هـــو دے حسېـــن نو بس چې کومو خلقو او کوم ملت د امام حسېن (ع) لمن ونيوه نو هم به ترې خداے او رسول (ص) راضي وي او هم په تل کامياب، سرهسکي، او سربلند وي او د بابا په قول: نبـــي کـــــه محمــــــد د کل جهــــان لپــــاره دے حسېن د ژونــــــد چينـه د کل انسان لپـــاره دے مسلم د حسېن ژوند که کړي مشال د خپل عمل په خــــداے چې کل جهان د مسلمان لپاره دے او په مسلمان امت کښې بيا پښتانۀ د دې ډېر حقدار دي چې د امام حسېن (ع) کردار خپل کړي ځکه چې د پښتو او پښتون نعريف د امام حسېن (ع) له کردار سره ډېر سمون خوري او که د کربلا ټوله واقعه له اول نه تر اخېره پورې وڅېړلې شي نو په دغه واقعه کښې امام حسېن (ع) ، د رسول الله (ص) د کورنۍ نورو کسانو او د هغوي مينه والو هغه کردار ادا کړے دے چې د کوم تقاضا پښتو او پښتونولي له يو پښتون نه کوي. ځکه خو بابا په دعوې سره وائي: دا ځلند حقيقت دے چې وارث دے د حسېن پښتون ورته په برخه رسېدلے دے ژونــــدون او همدا وجه ده چې زمونږ په پښتنه ټولنه کښې له ډېر پخوا نه د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو سره د زياتې مينې په وجه پښتانۀ په خاصه توګه د امامانو په مياشت کښې د خپلې مينې څرګندونه کوي، او د هرې سيمې پښتانۀ د خپل خپل دود مطابق د غم، ژړا او وير مراسم جوړوي. او د پښتو تقريباً هر يو شاعر د امام حسېن (ع) او د کربلا په غم کښې د خپل غم او درد اظهار د شعر په ژبه کښې کړے دے.د مثال په توګه ستر پښتون او د انسانيت شاعر ارواښاد غني خان وائي: ځکه كله كله زۀ اوس هم د شپې ژاړمه ستا د ښائست او نُور كمال بيا په دنيا غواړمه مــــدام كــــوم درته منت دعا اے حُسېنـه! راشه هــــــر قــــــدم شــــوكـــربـــــلا اے حسېنه! راشه (کليات غني ) يا ارواښاد غني خان په بل ځاے کښې وائي: سر دې وركړو لكه نر ر ښتيا زوے وې د حېدر د ښائست او ستــــا د تورې نـــــه ثانى نــه بــرابر ځکـــــه زۀ وهــــــم سينـــه اے حسُېنـــــه! راشـــه هـــــر قـــــدم شـــو كــــــربلا اے حُسېنــــه! راشــه (رهبر اخبار كليز نمبر 1959 كال) د ژړا او ماتم قسمونه او غوره ژړا او ماتم دا خبره صحيح ده چې فقط په ژړا او ماتم سره مسائل نۀ حل کيږي خو ژړا هم څو قسمه ده يوه ژړا د ويرې ژړا ده، يوه د کمزورۍ ژړا ده، يوه د ناکامۍ ژړا ده، يوه د مايوسۍ او نااميدۍ ژړا ده، يوه د دنيوي او مادي څيز په ورکېدو او جدا کېدو پسې ژړا ده. چې دا بيان شوې ټولې ژړاګانې انسان ته هيڅ فائده نه شي ورکولې بلکې فقط يې دا فائده ده چې له کوم غم نه د هغۀ زړۀ ډک شوے وي هغه له هغه غم نه لږ سپک شي او له د زړۀ او نفسياتي بياريو نه په بچ کېدو کښې لږه فائده ورکړي خويوه ژړا له خداے پاک سره د راز و نياز او مناجاتو ژړا ده، يا خداے پاک ته د يو نزدې بنده سره د زياتې مينې او عشق ژړا ده، يوه د چا يو ستر، بهادر او باعظمته شخصيت په مظوميت باندې ژړا ده، يوه د شوق او ذوق ژړا ده او يوه مقدسو سياسي اهدافو او مقاصدو ته د خلقو د متوجه کولو لپاره ژړاده چې د دا ډول ټولې ژړا ګانې جائز او پکښې سرا سر د انسان لپاره فائدې او ګټې دي او هيڅ کله يې مذمت نه شي کېدې بلکې داسې ژړا ګانو ته نور هم خلق هڅول پکار دي. او د حضرت امام حسېن (ع) په مظومانه شهادت باندې ژړا او وير هم له دغو ژړاګانو څخه ده. د امام حسېن (ع) په ژړا او وير کښې ځينې انحرافونه او بدعتونه البته د وخت له تېرېدو سره سره د حضرت امام حسېن (ع) د ژړا، وير او ماتم په مراسمو کښې يو لړ انحرافات او بدعات هم رامنځته شوي دي چې له هغو څخه ځان ساتل پکار دي او په ځاے خبره ده چې د هغو مخالف وشي ځکه چې دغه انحرافات او بدعتونه د حضرت امام حسېن (ع) مشن ته د فائدې په ځاے نقصان رسوي چې په دغو کښې يو بدعت او انحراف په ماتمي مجلسونو کښې غېر مستند او غېر عالمانه واقعات بيانول دي او دا کارونه هغه کسان د عزادارۍ په وېناګانو کښې کوي چې ديني علم ورسره نۀ وي او هسې له ځانه لګيا وي لکه په يوه وېنا کښې يو وېناوال خلقو ته د کربلا يوه واقعه بيانوله چې (( د حضرت حضرت عباس علمدار (ع) اس والوتۀ او د فرات په منځ کښې کوز شو او حضرت عباس د اوبو مشک ډک کړو او اس بيا والوتۀ او د دښمن د صفونو په منځ کښې بيا کښېناست او دښمن په حضرت عباس باندې د غشو باران شروع کړ او هغه يې شهيد کړ)) چې د دا ډول غېر عالمانه واقعې بيانول د ديني عالمانو کار نه وي بلکې هغه لارې کوڅو او بازار د هغو خلقو وي چې کار يې له خلقو نه داد اخېستل وي. په وير او ماتم کښې يو بل بدعت او انحراف د ماتمي سړيو په لارو کوڅو کښې قميصونه وېستل او په چړو، چاقوانو، بلېډونو او تورو سره په ځان باندې وينې راماتول دي چې دا کار هم د فائدې په ځاے نقصان کوي او له بدني نقصان، د وينې له ځايه کېدو، او له نمونځ او نورو عبادتونو نه له وتو نه علاوه د اسلام دښمنان چې څنګه نن سبا د دهشت ګردو ډلو د نارواو غېر اسلامي او غېر انساني کارونولکه د خلقو د قتلولو او ځان وژونکو عملياتو او سر پرې کونې فېلمونه د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو او په بدرنګ شکل کښې د اسلام د ښودلو لپاره په خپلو هېوادونو کښې خلقو ته د نندارې لپاره وړاندې کوي نو دغسې د عزادارۍ په مراسمو کښې ځانونه په وينو د رنګولو فېلمونه هم په خپلو هېوادونو کښې خلقو ته ښئ او له اسلام او مسلمانانو څخه هغوي لا زيات لرې او متنفره کوي. لکه په ايران کښې د اسلامي انقلاب له راتلو نه پس چې څنګه د ژوند په نورو برخو کښې اصلاحات رامنځته شول دغه شان د عزادارۍ او وير او ماتم له مراسمو څخه هم قمېصونه وېستل او په تورو، چړو، چاقوګانو او بلېډونو باندې ځانونه وهل بېخي ختم شول او دغه کارونه اوس يو جرم ګڼل کيږي او که چا دا کار وکړ نو د پوليسو لخوا نيول کيږي او سزا ورکړې کيږي. او څوک چې د وينې وېستلو شوق لري هغوي بلډ بېنکونو ته ورځي او خپله وينه هغوي ته ورکوي چې د چا بې چاره خلقو په کار راشي. يو بل غټ انحراف د امام حسېن (ع) شهادت، د کربلا غميزه او د يزيد ظلم پوازې په هم هغه وخت پورې محدودول دي. حال دا چې د امام حسېن (ع) او د هغوي د اهلبېتو (ع) او ملګرو عظيمه قرباني تر قيامته پورې د هر دور د انسانانو لپاره يوه نمونه او د لارې مشال دے او پکار دي چې دغه واقعه او په هغې باندې د ژړا او وير مراسم او دستورې يو نړيوال سياسي شکل اختيار کړي او د نړۍ، هيواد او سيمې په سطح چې کوم ظالمان او ډکټېټران د يزيد په شان عمل کوي نو پکار دي چې په همدغو مراسمو کښې د کربلا په غمېزه باندې په جوړ شويو غونډو او جلوسونو کښې په امام حسېن (ع) د ژړا او وير او په هغه پخواني يزيدباندې له لعنت ويلو سره سره د وخت په مظومانو هم ژړا وشي او وخت په يزيد صفته ظالمانو باندې هم لعنت وويل شي او دنيا ته بربنډ کړې شي چې په نن دور امريکه، اسرائيل او انګريز او په او په مسلمانو يا غېر مسلمانو ځينو هېودونو باندې د هغوي لاس پوسي واکمنان دي. چې مظلوم ولسونه يې خپل غلامان او يرغمالان جوړ کړي او په هغوي باندې د تسلط جاري ساتلو يا حاصلولو لپاره له هيڅ ظلم نه ډډه نه کوي. نو پکار دي چې دغه مراسم او جلوسونه يو مقدس سياسي رنګ پېدا کړي او هغه پخوانۍ کربلا له ننيو کربلاګانو او هغه پخوانے يزيد د نن له يزيديانو سره مربوط کړې شي. چې په دغه ډول د مراسمو جوړولو نمونې مونږ نن په ايران او لبنان کښې وينو چې په سترو سترو يزيد صفته ظالمانو باندې د هغوي د کاميابۍ راز هم په دغه ډول مراسمو کښې پټ دے. لکه د پخواني شاه د استبدادي حکومت په وختو کښې چې کومې مرثيې جوړېدې او په ماتمي جلوسونو کښې به ويل کېدې په هغو کښې به د امام حسېن د مظلوميت او د يزيد د ظلم له بيانولو سره سره د هغه وخت د استبدادي ډکټيېټر حکومت او د امريکې په خلاف هم د کرکې او نفرت اظهار کېدو. هسې هم که په انصاف سره د امام حسېن (ع) د قربانۍ او انقلاب څېړنه او مطالعه وشي نو مقصد يې هم دغه ؤ چې پکار دي تر قيامته هره ورځ د عاشورې وي او هره زمکه کربلا وي. + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:55 |
په امام حسېن (ع) باندې د ژړا په باب يوه مناظره
ليک: علامه محمد محمدي اشتهاردي
د وهابيت له راتلو نه مخكښې د امامانو په مياشت په تيره بيا د عاشورې په ورځو کښې به په پښتنو سيمو كښې بې له څه مسلک او مذهب پرستۍ نه د امام حسين (ع) او د كربلا د نورو شهيدانو په مظلوميت ژړا يوعـام دود ؤ بـلکې پخوانيو عالمانو او مشرانو به پدې ورځو كښې د ژړا اهميت بيانوۀ او د دې مقصد لپاره به كور په كور او حجره په حجره جنګنامې ويل كېدې او خلقو به ورته ژړل خو وهابيت د نړيوال استكبار په اشاره په امام حسين (ع) باندې د ژړا او وير په خلاف زهرجنې پروپېګنډې شروع کړې ځکه چې په امام حسېن (ع) باندې هم دا ژړا او ويـر به قومونو كښې د ظلم ، جور،كفر او منافقت به خلاف بدلون راولي او هغوي باڅون او انقلاب ته اماده كوي چې زمونږ په دور كښې يې د ايران اسلامى انقلاب يوه څرګنده نمونه ده چې د امام حسېن (ع) له سترې قربانۍاو د کربلا له انقلاب نه په درس اخېستو سره يې د دنيا د ټول کفر او منافقت د مخالفت باوجود اسلامي انقلاب کامياب کړ او دا دے نن هم دغه انقلاب له خپلو کاميابيو سره مخ په وړاندې روان دے او نور اسلامي غورځنګونه ترې هم په درس اخېستو سره د کورني استبداد او بهرني استکبار او استعمار په خلاف خپلو مبارزو ته دوام ورکوي او څه کامياب شوي دي او څه د کاميابۍ په درشل کښې دي. خو دلته په ډېر افسوس سره دا خبره کوو چې ځينې خلق د مذهب او اسلام په نوم د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمن نمسي حضرت امام حسېن (ع) او د کربلا په زړۀ لړزونکې پېښې باندې ژړا بدعت، شرک ، کفر ګڼي په دې سره د مسلمانانو ترمېنځ بې اتفاقۍ او اختلافاتو ته لمن وهي. دې ته په پام سره چې امام حسېن (ع) د اسلام يو ستر محسن دے او نن چې په نړۍ کښې دا څومره مسلمانان دي او نمونځونه، اذانونه او حجونه او نور اعمال کوي د امام حسېن (ع) برکت دے که د هغۀ قرباني نۀ وې نو نن به د اسلام او مسلمانانو نوم او نښان نۀ ؤ. دا صحيح ده چې امام حسېن (ع) په دنيا كښې اتلانه او بـاجراته پاڅون وكړ، چې بريالے او سرلوړے شو او په خپلو وينو يې اسلام له ختمېدو نه بچ کړ او يزيديان يې رسوا او مختورن كړل، او په اخرت كښې به هم اوس د لـوړ مقام خاوند وي او همدا اوس به په برزخي جنت كښې وي او الهى نعتمونه به يې په برخه وي او په اصولى توګه داسلام او قران له مخې ژوندے دے لکه چې قران مجيد د سورۀ اّل عمران په 169 ايت کښې فرمائي و لا تحسبن الذين قتلوا فى سبيل الله امواتا بل احياء عند ربهم يرزقون يعنې دا ګمان هم مۀ کوئ چې څوک د خداے په لاره کښې قتل شي هغوي مړۀ دي بلکې هغوي ژوندي دي او د خداے پاک لخوا ورته رزق ملاويږي)) او په تېره بيا امام حسېن (ع) د جنت سردار دے نو زمونږ ژړاګانې هغۀ ته هيڅ فائده نۀ شي رسولې خو په حقيقت کښې په هغې لوے هستۍ باندې ژړا زمونږ په فائده کښې دي او د هغه پاک امام د احسان شکريه ادا کول او د هغۀ د مشن ژوندي ساتل دي. نو د دې مقصد لپاره چې په مسلمانانو کښې د اختلافاتو دا خليج او فاصله کمه شي او د اسلام د هر مسلک اوهر مکتب په پېروکارو کښې د نورو مسلکونو او مکتبونو د عقائدو او اعمالو د زغمولو او هضمولو ماده پېدا شي د امام حسېن (ع) په شهادت باندې د وير، ژړا او ماتم په حقله دا يوه مناظره چې د علامه محمد محمدي اشتهاردي په کتاب (( ١٠١ مناظره جالب و خواندني )) کښې راغلې ده د خپلو پښتنو وروڼو خوېندو په خدمت کښې وړاندې کوو. هيله ده چې په وطن کښې د امن او امان او له يو بل سره د مسلمانانوپه خاصه توګه پښتنو د مينې د پېدا کېدو وسيله وګرځي.
يوعالم او واعظ د امامانو په مياشت کښې په منبر ناست ؤ او خلقو ته يې د سيد الشهداء حضرت امام حسېن (ع) په مصيبتونو د ژړا د ثواب به باب روايتونه بيانول چې يو روايت يې دا ؤ: كل عين باكيه يوم القيامه الا عين بكت على مصاب الحسين، فانها ضاحكه مستبشره بنعيم الجنه "هره سترګه به د قيامت په ورځ ژاړي؛ خو هغه نه چي د امام حسين (ع) په مصيبتونو وژاړي؛ نوداسې كس به دقيامت په ورځ په جنتي نعمتونو كښى خوشحاله او خندان وى" (بحارالانوار 44ټوک 293 مخ). واعظ چې له منبره راكوز شو؛ نو يو اوريدونکے ورنزدے شو او د دوى ترمېنځ دا ډول مناظره رامنځته شوه: اوريدونكے: د امام حسېن (ع) په مصيبتونو ژړا دومره زيات اجـر څنګه لرى يعنې يوازې په ژړا باندې دومره اجر يو کس ته څنګ ملاوېدې شي؟ واعظ: مونږ ډېر روايتونه لرو چې مومنانو ته پكښې په تاكيد سـره سپارښتنه شوې ده چې د امام حسېن (ع) په مصيبتونو ژړا او ويـر وکړي او بيا بيا ورباندې وژاړي، په سنى او شيعـه روايتونوکښې راغلي دي چې د قيامت په ورځ به د خداے د ګران رسول قدرمنه لور او د جنت د ښځو سرداره فاطمه زهرا (ع) د خداے پاک په در کښې داسې عرض وكړى: اللهم اقبل شفاعتى فيمن بكى على ولد الحسين. (( اے زما خدايه! د هغه چا په باب زما شفاعت قبول كړې چې زما په بچي حسېن (ع) باندې يې ژړلي وي )) فيقبل الله شفاعتها و يدخل الباكين على الحسېن فى الجنه "خداے پاك به د حضرت فاطمې بي بي (ع) شفاعت قبول كړي او په امام حسېن (ع) ژړيدوونكي به جنت ته داخل کړي" (الاحتجاجات العشره، 27 مخ) د ګڼ شمېر روايتونو له مخې پېغمبرانو، د خداے ګران رسول (ص) او د اهلبېتو امامانو ټولـو د امام حسين (ع) پـه مصيبتونو ژړا او ويرکړے دے نو ايا كه مونږ د خداے پاك د اولياو پـه پيروۍ کښې د امام حسېن (ع) په مصائبو وژاړو؛ نو دا به مو بد کار کړے وي او که د ټولو انبياؤ ، ائمه ؤ او اولياؤ اسلامى سنت به مـو ژوندے کړے وي؟. د وير په باب دوو عجيبه تاريخى ټکيو ته پـام وكړه: (( اے خلقو! په ما رحم وكړئ، زۀ مسافر يم (انا الغريب فارحمونى) امام زين العابدين (ع) ورغې او ورته يې وفرمايل: (( كه پـه قسمت كښې دې وي چې ته دلته په (مدينه) کښې مړ شې؛ نو ايا خلق به دې جنازه هم هغسې پرېږدى او ښخ به دې نۀ كړي؟)) مسافر وويل: (( الله اكبر، څه رنګ به مې جنازه نۀ ښخـوي، زۀ خو مسلمان يم او مسلمانان به مې ګوري )) امام زين العابدين (سجاد) (ع) په ژړا شو او وې فرمايل: وااسفاه عليك يا ابتاه! تبقى ثلاثه ايام بلا دفن و انت ابن بنت رسول الله "هائآ مصيبته! يعنې ((څومره د افسوس خبره ده اے زما پلار حسېنه! چې جنازه دې درې ورځې په ځمكه بې ګوره بې كفنه پرته وه په داسې حال كښې چې ته د رسول اكرم (ص) د لـور بي بي زوے وې)) (کتاب الخطيب شېخ عبدالوهاب الكاشى، ماساه الحسين 152 مخ) 2_ په تاريخ كښې راغلي دي، چې منصور دوانيقـى (دويم عـباسى خليفه) په مدينه كښې خپل والي ته پېغام ولېږۀ چې د امام جعفر صادق كور وسېزه. والى كور ته اور ورته كړ كله چې د كور له دالانه لمبې اوچتې شوې نو د ساداتو د ښځو چغې دومره اوچتې شوې چې بهر هم اوريـدل كيدې امام جعفر صادق (ع) په خپل كوشش سره اور مړكړ په سبا څو تنه لارويان ورغلل چې حال يې وپوښتى نـوګـوري چـې امام خفه دے او ژاړي ، هغوي ورته وويل: ولې ژاړې؟ په دې ژاړې چـې دښمن ستاسو سپكاوے وكړ پـداسې حال كښې چې دا وړومبےځل نۀ دے چي ستاسو له كورنۍ سره داسې كيږي ؟ امام جعفرصادق (ع) ورته په ځواب كښې وفرمايل: (( زما ژړا د پرونۍ ورځې لپاره نده بلکې په دې وجه ده چې كلـه مي د كـوردالان اور واخېست او د كور ښځې او لو ميگ له انګڼ نه يوې كوټې او بلې كوټې ته او له يوې خوا نه بلې خوا ته ځغلېدې راځلېدې چې له اوره ځان بچ كړي سره له دې چې زۀ ورسره په كور کښې وم. فتذكرت روعه عيال جدى الحسين يوم عاشورا لماهجم القوم عليهن و مناديهم ينادي احرقوا بيوت الظالمين. (( د عاشورې په ورځ د خپل نيكۀ حسين (ع) د كورنۍ د کسانو د ويرې او وحشت په ياد كښې پريوتم، هغه وخت چي دښمن يې په خېمو باندې يرغل وكړ او د د ښمن ډنډروچي چغې وهلې چې د ظالمانو كورونه وسېځئ)) (د پورته كتاب 135 او 136 مخونه) له دې دواړو بيان شويو واقعو او په لسګونو نورو دلائلو او واقعو نه دا معلومېږي چې د اهلبيتوامامانو غوښتل چې په هره موقع کښې د امام حسېن (ع) د مصيبتونو ياد تازه كړي او په دې لـړ کښې دخلـقو جذبات ضميرونه رابېدار کړي نـو ځکه د مـونږ خداے د ګران رسول (ص) او اهليبتيوامامانو(ع) په پېروۍ کښې د امام حسېن (ع) مصيبتونه را يادوو او ورباندې ژاړوو او دا باور لرو چې لوے اجر به مو په برخه شى. د امام حسين (ع) په مصيبتونو ژړا او د احساساتو څرګندونه دومره زياته سپېڅلے اوارزښتناک كار دے چې اخيري امام ، امام مهدى (ع) په امام حسېن (ع) باندې د درودونو په لېږلو فرمائي: السلام على الجيوب المضرجات (( سلام دې وي په هغو ګريوانونو باندې چې د امام حسېن (ع) په وير او ماتم كښې څيرې څېرې شول )) (الوقايع والحوادث 3ټوک307 مخ) اوريدونكے: ستاسو له لاښوونو څخه مننه، البته مونږ ته پكاردي چې د خداے پاک د اولياؤ او امامانو(ع) په طريقه لاړ شو؛ خو زما خبره دا ده چي د اسلام حكمونه خو د حكمت او مصلحت له مخې وي او څه مقاصد لري نوڅومره به ښه وي چې دغه كارونه پـه پـوره پوهې او معرفت سره وكړو نه پټو سترګو؛ نو ځکه زما پوښتنه دا ده، چې د دې ژړاګانو فلسفه او مقصد څه دے؟ واعظ: د امام حسېن (ع) په مصيبتونو د ژړا د فلسفې او د ژړا د ګټو او اثراتو په باب څو ټکو ته پام وكړه: 1_ د شعائرو درناوے:په مړشوي مومـن پسې ژړا د هـغۀ يو ډول درناوے دے، او دا خبره راښئ، چې په ټولنه كـښې يې ځاے خـالي دے او له هغه نه د فېض حاصلولو موقع اوس نلـرو.ژړا د هـغه مومن د بېلتون په اړه د انسان دننـه د افسوس د احساس نښه ده چې شتون يې په بيلابيلو اړخونو کښې خـېر او بركت ؤ. او دا يو طبيعى چاره ده او انسان چې څومره ستر وي نو پـه هـغۀ پسې ژړا هم هومره ژوره او ستره وي. كه څوک مـړ شي او چـا ورپسې ونهْ ژړل،نو دا به د هغۀ بې احترامي وي. چا له امام على (ع) نه پوښتنه وكړه چې نېک اخلاق څه ته وائي؟ هغۀ ورته په ځواب كښې وفرمايل: ان تـعا شرواالناس مـعا شره ان غشتم حنوا اليكم و ان متم بكوا عليكم. (( له خلقو سره داسې معاشرت كوه چې كه ژوندے يـې چې درته خلق لېواله او جذب شى او درسره مينه وكړي او كه مـړ شوې چې درپسې وژاړي)). (ماساه الحسېن 137 مخ) په هر قام او هرملت کښې دا دود او دستور دے چې كــه يو ستر شخصيت يې مړ شي نو د هغۀ په نشتوالي ژاړي او خپل احساسات څرګندوي نو د دين د ساتنې لپـاره د امـام حسېن (ع) او د هغۀ د ملګرو زړۀ بوږنوونکے شهادت يوه ستره او تلپـاتې پېښه ده، چـې ورباندې ژړا د هغوي د سپېڅلو ارمانونو اومقاصدو يو ډول درناوے او د دين لـه شعائـرو او نښونښانـو څخـه دي او د ديـن د درنښت لپاره د احساساتواوجذباتوڅرګنـدونـه ده او قـران مجيـد فـرمائى: و من يعظم شعائر الله فانها من تقوى القلوب (( هـرچا چې د ا لهى شعائرو تعظيم اودرناوے وکړ؛ نودا كار د زړونو د تقوا نښه ده)) (سورۀ حج 32 ايت) 2_ فطري او عاطفى ژړا: د امام حسين (ع) او د هغۀ د ملګرو د زړۀ بوږنوونكي شهادت څه رنګوالے او واقعات د هر انسان زړۀ غوڅوي او د ظالمانو په خلاف د هر انسان احساسات راپاروي، د كربلا دردوونکې واقعه دومره ژوره ده چې د وخت تيرېدل ېي زړولې او هېرولې نۀ شي. د مثال په توګه: د عيسائيانو په عقيـده د حـضرت عيـسى (ع) دښمنانو هغه په دار کړ اوس وګورئ چې د دنيا په هر ځاے كـښې عيسائيان تل د صليب موضوع ( يعنې دحضرت عيسی په دار د خيژولو واقـعه) يادوي او خپل غم او خفګان څرګندوي او( په خاصه توګه په يورپ او لويديځو هېوادونو کښې چې ځانونه د دين له لحاظه عيسائيان ګڼي له دومره مادي ترقۍ او د دومره مودې له تېرېدو باوجود) د صليب نښه يې په هر ځاے كښې (د قبر په تيګو باندې، د سرۀ صليب او سپين صـليب او نورو نړيوالو ادارو په وسائلو جامو، نکټايو، د كليساؤ په بامونو وغېره باندې لګولې وي. ( او حتي له کوټ پېنټ سره نېکټائي له لګولو نه يې دا مراد دے چې حضرت عيسی (ع) پانسي شوے دے او ان تر دې چې د نکټائي لګولو رواج يې زمونږ مغرب پرسته مسلمانانو کښې هم عام کړے دے) له دې سره سره چې د حضرت عيسى (ع) په پانسۍ باندې د خېژولو واقعه (چې د عيسائيانو په عقيده وژل شوے دے ) د شهيدانـو د سردار حضرت امام حسين (ع) د دردناک شهادت له غميزې نه ډېره وړه او تته ده؛ نو ځکه په امام حسېن (ع) باندې ويـر، ماتـم او ژړا د جذباتود راويښولو او د هغه حضرت (ع) د پاڅون او انقلاب د لوړو اهدافو د ترلاسه كولو لپاره وسيله ده. د يو استاذ په وينا: (( ژبه تل د عقل ترجماني كـوي خـو سترګې د عشق ترجماني كوي ، چرته چې د احساس، درد او سوز له كبلـه اوښكې بهېږي، نوپوه شه چي عشق شته او چـرته چې ژبه په خپلو منظموحركاتو سره منطقي جملې جوړوي نوپوه شـه چې عقل شته دے ))؛ نو ځکه څنګه چې منطقي او زبردست دلايل د مـكتب لـه هدفونو سره د ويونكي پېوستون او تړاو څرګندوي؛ نو دغـه شان يو څاڅکے اوښكه د مكتب د دښمنانو په خلاف د عاطفـي جنګ اعلان ګڼل كيږي. (کتاب انګېزۀ پيدايش مذهب 150 مخ) هيڅکله دا خبره نه ښائي چې د مقصدونو د لاسته راوړلو او د دښمن د ځپلو په لاره كښې د احساساتو د غورځنګ كردار او ونډه هېره كړو چې دا په انقلابونوكښې د پاېښت،پائېدارۍ او تداوم لپاره يو اغيزمن اړم دے. 3_ د تائيد ژړا: د امام حسېن (ع) په مصيبتونو ژړا د امام حسېن (ع) د پاڅون او انقلاب يـو ډول تـائيد او د هغۀ په موخو او هدفونو باندې دستخط كول دي او د دښمنـانو او ظالمـانو پـه خلاف د ژورو احساساتو اوجذباتو راويښول دي او مطلب يې دا شـو چـې اے حسېنه! مونږ له تاسره مينه لرو، د زړۀ په تل کښې مو پروت يې او د احساساتو په ژورتيا کښې مو درته ځاے درکړے دے. دا د زړۀ له كومى د امام حسېن (ع) د لارې د لاروي د حـال ژبه ده، چي په درې ستنو ټينګه ولاړه ده: (الف) زمونږ زړونه هغه مقصد تـه رسـوي چې امام حسېن (ع) د هغۀ لپاره ځان شهيد کړ. (ب) زمونږ غوږونه د هغۀ سيرت او ويناوې اوري. (ج) زمونږ سترګې د اوښكو په تويولو سره د امام حسېن (ع) دكربلا خونړۍ پېښه انځوروي. اوس نو چې ژړا، د دې هر يو اصل له مخې وي نو له سليم فطرت نه به راولاړه شوې وي چې دا ډول ژړا نه دا چي هيڅ ډول زيان او نقصان نۀ لري، بلکې د امام حسېن (ع) د نهضت په لاره كښې رغنده ونډه لري. (4)_ د ظالم رسوا كوونكې او پېغام وركوونکې ژړا: هر انسان چې د امام حسېن (ع) او د هغۀ د ملګرو د شهادت حال واوري، چې څنګه د څو ورځو تږے د بيبيانو او بچيانو په مخكښې د كربلا په سوزوونكې دشته كښې حلاليږي او بدن يې ټوټې ټوټې كيږي او داسې نور ظلمونه نو بى اختياره يې حالت بدليږي. او په غوڅه توګه د يزيديانو په سنګدلۍ، ظلم، بى رحمۍ او بې لاريتوب باندې پوهېږي. نو له دې امله په امام حسېن (ع) ژړا په اصل كښې په هره زمانه او هر ځاے کښې د ظلم، او طاغوت په خلاف يو ډول فرياد او احتجاج دے او د امر بالمعروف او نهى عن المنكر يو قسم دے او كله كله د دښمن د ځپلو لپاره ډېره غوره طريقه وي، نو ځکه ژړا چې هر كله د وخت د بې رحمو دښمنانو د رسوا كولو يوه وسيله او د سترو الهي شخصيتونو د هدفونو او پېغام راوړونکې وي نو د نهى عن المنكر يو ډول او د دين د مضبوطيه او ټينګښت، د طاغوت د ځپلو او د ظلم د رانسكورولو يو عملي پروګرام دے. لنډه دا چې ژړا څو ډوله ده لكه د خداے له ويرې ژړا، او ورسره د مينې شوق او اشتياق ژړا، د جذباتو ژړا، او پېغام راوړونکې ژړا وغېره...او كه له دې ژړاګانونه سم اورغوونكي مطالب واخيستل شى نو ژړا يوغوره عمل دے. هو، يوه ژړا شته چې غندل شوې ده او د بې پتۍ، بې غېرتۍ ، عاجزۍ او ماتې سبب ګرځي او هغه ده (( د ذلت ژړا )) چې داسې ژړا د ذليلو او وروستو پاتې خلقو ژړا ده او هيڅکله د خـدے وليان او پتمن او ننګيالي کسان داسې ژړا نه كوي؛ نو ځکه وير او ژړا په مجموعي توګه دوه ډوله ده؛ يوه مثبته او بله منفى ژړا ، هغه چې د مذمت او غندنې وړ ده منفى ژړا ده چې زيان منې اغيزې لري. خو مثبته ژړا يو لړ رغوونکې او تعميري ګټې لري او حتى كلـه كلـه خو په بشپړه توګه د نهى عن المنكر او د طاغوتيانو په خلاف د يرغل ذريعه ګرځي او د جهاد په صف كښې راځي او ډېره ارزښتناكه وسيله وي. اورېدونکے: ستا له منطقى او هر اړخيز بيان څخه ډېره مننه. واعظ: دلته غواړم چې د بحث پوره كولو لپاره څو خبرې وكړم او هغه دا چې د اسلام ځينې برنامې اوپروګرامـونه سياسى اړخ لري، د وير، ژړا او حتى ژړغوني كېدلو،د تـر سيوري لاندې سياسى مسائل وړاندې كول يو ډول معقول كار دے، لکه په يو روايت کښې امام جعفرصادق (ع) فرمائي: زما پلار (امام باقر(ع)) وصيت وكړو او وې فرمايل : (( زما له شتمۍ نه يو څه وقف كړئ چې ترلسوكالو پورې په حج کښې خلق په منى كښې زما په مظلوميت وير او ماتم وكړي )) (منتهى الامال 2ټوک 79 مخ ) ( نو د حج په ورځو کښې چې د دنيا له ګوټ ګوټ نه خلق د حج لپاره راغونډيږي او د منۍ مېدان د نندارې لپاره يو ډېره غوره موقع او ځاے دے چې مسلمانان د اموي خاندان له ظلم نه خبر شي او ظالم رسوا شي چې دا کار يو سياسي اړخ لري.) په اصل کښې امامانو (ع) غوښتل چې د وير په ترڅ كښې مسائل وويل شي، افشاء ګري وشي، حق او باطل په ډاګه شي او خلـق له غفلت او بې خبرۍ نه راويښ شي، نو ځکه هغوي په هـره موقع كښې غوښتل چې د عاشورې پېښه ژوندۍ وساتلې شي ان تـردې چې امام موسى كاظم (ع) فرمايلي دي "د امـام زيـن العابدين (ع) د ګوتې په غمى كښې دا جمله ليكلې شوې وه: (( خزى و شقى قاتل الحسين بن على عليه السلام )) يعنې (( د امام حسين (ع) قاتل رسوا او بدبخته شو )) اوس لږ فكر پكار دے چې امام سجاد (ع) ولې حكم كوي، چې د هغۀ د ګوتې په غمي كښې دې دا ډول جمله وليكلې شي؟، ايا د امام سجاد (ع) له دې نه بغير بل څه مقصد كيدي شي چي د امام حسېن (ع) د شهادت دردناکه واقعه دې تل تازه وي او كله چې خلق د هغۀ كتنې ته راځي او نظر يې د هغۀ په ګوتمې باندې لګي؛ نو د امويانو د ظلم بهير به يـې را پـه ياديږي او د سياسى مسائلو په باب به سـړے راويښوي د خـبرو نچوړ دادے چي په امام حسېن (ع) باندې وير او ژړا پـه دوه ډوله ده: يوه مثبته او بله منفى، هغه چې غندنه يې كيږي هغـه وير او ژړا ده چې د بې پتۍ، ذلت، زوال او بې وسۍ ښودنه كوي او هغـه منفى ژړا او وير دے، خو كه د عزت، مړنتوب پتيالۍ، ننګ او غېرت د بيدارۍ سـبب وګرځي؛ نو هغه وير او ژړا مثبته ده او ګټورې نتيجې او اثرات لري. اورېدونکے: تاسو چې د ژړا په حقله کومه شننه وکړه واقعي چې انسان له حقيقت نه خبروي او پکار دي چې ژړا او ماتم په دغه ډول وشي چې د اسلام او مسلمانانو لپاره ګټه او فائده ولري او د هر دور يزيد صفته ظالمان په ډاګه شي او له امام حسېن (ع) سره د مينې په زياتېدو سره د هغۀ ژوند د ځان لپاره د لارې مشال جوړ کړي. ستاسو له ارشاداتو څخه ډېره ډېره مننه.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:53 |
په پښتو ادب کښې د امام حسېن (ع) شهادت او د کربلا انقلاب
پښتانۀ او د امامانو مياشت
د خداے له ګران رسول حضرت محمد مصطفي (صلی الله عليه و آله وسلم) او د هغوي له پاکو اهلبېتو (ع) په تېره بياد کربلا له مظلوم شهيد حضرت امام حسېن (ع) سره د پښتنو مينه او محبت يو نۀ انکارېدونکے حقيقت دے او د دې حقيقت پته له دې نه هم څرګنديږي چې له مودو مودو راهسې چې کله د امامانو يا محرم مياشت راوخېژي نو د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر په پښتنو سيمو کښې هم د وير او ماتم يوه څپه رامنځته شي او پښتانۀ د خوشحالۍ ټول مراسم او پروګرامونه په ټپه اودروي، ودونه، ښادۍ نه کوي،خنداګانې او خوشحالۍ نه کوي، نوې جامې نه اغوندي، حتي پښتنې مېرمنې په دې ورځو شپو کښې څڼه دنداسه او سينګار هم نه کوي. کور په کور او کلي په کلي د هر مسلک او هرې سيمې خلق په خپل خپل انداز د حضرت امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو په ياد کښې د وير او غم مراسم نمانځي. همدا رنګ په اکثرو پښتنو سيمو کښې په يوې حجره ، کور يا بل ځاےکښې د کور مالت خلق راغونډيږي او يو کس ورته په خوږ او زړۀ دردوونکي اواز سره جنګ نامه وائي او خلق د امام حسېن (ع) او د هغوي د ملګرو په مظلوميت او د يزيد او يزيديانو په ظلم او ستم باندې اوښکې تويوي. ځاے په ځاے خېراتونه کيږي، په ګرمۍ موسم کښې شربتونه او يخې اوبۀ وېشل کيږي او په يخنۍ کښې چاے ګانې او حلوه ګانې تقسيميږي. همدا رنګ د غم او وير په دې مياشت په تېره بيا په وړومبنيو لسو روځو کښې پښتانۀ زيارتونو او هديرو ته ځي او د وفات شويو خپلو خپلوانو او دوستانو قبرونه بيا رغول ، مرمتول او په هغو باندې اوبۀ اچول د ثواب کار ګڼي.
په پښتو ادب کښې د اهلبېتو (ع) او کربلا ذکر
په عربۍ، فارسۍ، اردو او نورو ژبو کښې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو (ع) په تېره بيا د مينې او په خاصه توګه د کربلا د غمېزې او انقلاب په اړه په نثر کښې ډېر څه ليکل شوي دي او لا ليکل کيږي خو پښتو ژبه د نثر له لحاظه ډېره غريبه ده او له يو څو کتابونو او يو لړ مطالبو نه په نثر کښې دومره څه نه مومو او يا که په زړو زمانو کښې ليکل شوي هم وي نو هغه به د زمانې په لوړو ژورو او جنګونو او جګړو کښې بې درکه شوي وي او يا به قصداًً ضائع کړې شوي وي نو اوس دا د پښتنو قلم خاوندانو ذمه واري ده چې په دې اړه په نثر کښې لا زياتې څېړنې او تحقيقات وکړ او په دې مېدان کښې له نورو ژبو نه وروستو پاتې نه شي. که څه هم د دې حقيقت په منلو سره چې په پښتو ادب کښې په نثر کښې د رسول الله (ص) د پاکو اهلبېتو او د کربلا ذکر ډېر کم مومو خو په شعر او نظم کښې پښتو ادب بيا له نورو ژبو نه کم نۀ دے او تقريباً د پښتو ژبې هر شاعر چې هغه له هر فکري مکتب سره تعلق لري د حضرت امام حسېن (ع) په شهادت ، مړانې، د کربلا په غمېزې او د يزيد او يزيديانو په ظلمونو او ستمونو باندې خا مخا څه نا څه ليکلي دي او هغه به د پښتو ژبې ډېر بدبخته شاعر وي چې د اسلام او انسانيت د دغه ستر محسن حضرت امام حسېن (ع) په غم او وصف کښې د شعر په ژبه له څه ليکلو نه بې برخې وي. په نظم کښې چې د امام حسېن (ع) په شهادت او د کربلا په غمېزه چې کوم شعرونه ليکل شوي دي هغو ته مرثيه وائي نو اول دا کتل پکار دي چې مرثيه څه ته وائي؟
د مرثيې تعريف
مرثيه له رثا نه وتې ده چې د رثا لغوي معنا د ادب خاوندانو مړي ته د ژړا په معنا ذکر کړې ده. رثا په ادب کښې هغو شعرونو ته وائي چې پکښې د مړي په مرګ وير او ماتم کولې شي. مرثيه د خپلو خپلوانو او دوستانو په مرګ هم ويلې او ليکلکې شي، د قام او ولس د مشرانو او سردارانو په مرګ هم ليکې او ويلې شي او همدا رنګ د مذهبي او ديني مشرانو په مرګ او شهادت هم لکلې او وېلې شي. چې په اسلامي تاريخ کښې دخداے د ګران رسول (ص) د پاک نمسي حضرت امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو په شهادت باندې مرثيه پکښې له ټولو نه په سر کښې ده.
د مرثيې تاريخ
هسې خو د مرثيې تاريخ د انسان له تاريخ سره سم دے او له ټولو نه وړومبۍ مرثيه هغه ده چې کله حضرت ادم (ع) د ترک اولی په وجه دنيا ته راغے او خداے پاک ورته د توبې لپاره څه کلمات يعنې د خداے د ګران رسول (ص) حضرت امام علي (ع) ، حضرت بي بي فاطمې (ع) ،حضرت امام حسن (ع) او حضرت امام حسېن (ع) نومونه وښودل چې د هغوي په وسيله له خداے پاک څخه د بخښنې غوښتنه وکړي نو چې کله به په پنځم نوم يعنې د حضرت امام حسېن (ع) په نوم باندې راورسېد نو ژړا به ورته ورغله نو له حضرت جبرائيل (ع) نه يې د سبب پوښتنه وکړه او هغۀ ورته د امام حسېن (ع) د شهادت ټوله واقعه بيان کړه او حضرت جبرائيل (ع) به د امام حسېن (ع) په شهادت د مرثيې الفاظ ادا کول او حضرت ادم (ع) به ورته ژړل لکه چې په کتابونو کښې راغلي دي چې حضرت جبرائيل (ع) وويل: چې کاش تا امام حسېن (ع) په داسې حال کښې ليدلے وې چې به وائي: و اعطشاه !و اقله ناصراه خو د ده او د اسمان په مېنځ کښې به د مصيبتونو اور او ګرد و غبار نه علاوه څه نه شي ليدې او بيا به امام د څټ له خوا حلال کړې شي فيذ بح ذبح الشاته من قفاه . او بيا به دښمنان د هغۀ مال او اسباب ولوټي او د هغۀ د هغۀ د ملګرو پرې سرونه به په ښارونو او کليو کښې وګرځوي په داسې حال کښې چې بيبيانې به هم ورسره وي. همدا رنګ د حضرت آدم (ع) د توبې له قبلېدو وروسته هغه حضرت د بي بي حوا په جداېۍ کښې او همدا رنګ د هغۀ د زوے قابيل په لاس د هغۀ د مظلوم زوے هابيل په شهادت هم مرثيې وئيلي دي چې په تاريخ کښې درج دي او دغسې په ټولو دورونو کښې په امام حسېن (ع) باندې د پېغمبرانو (ع) د هغوي د اوصياؤ او اولياؤ ژړاګانې او مرثيې او همدا رنګ په خپلو خپلوانو، دوستانو ، عزيزانو او له عقيدتي همفکرانو باندې د هغوي وير ، ماتم او مرثيې وجود لري خو اول به د دې خبرې جاجونه وکړو چې د څرګندو مرثيو قدامت او رواج په مختلفو دورونو او مختلفو ژبو کښې څه دے؟ نو په دې حقله د پښتو مشهور ليکوال، شاعر، اديب او څيړونکي ارواښاد پروفېسر افضل رضا داسې څېړنه کړې ده: د دنيا له ټولو نه زړې معلومې شوې مرثيې د سوميري يعنې د عراق د جنوب د تهذيب او تمدن له دور سره تعلق لري. دا د پلار او ښځې په مرګ ليکل شوې مرثيې خواو شا څلور زره کاله زړې دي چې د روس د پشکن پوهنتون په ميوزيم کښې محفوظې پرتې دي. هم دا رنګ د قديم هندي آريائي او يورپي قامونو په ادبياتو کښې زړۀ ته د ورتېرو کسانو په مرګ، خفګان او ماتم د قيصو په شکل کښې بيا موندې شي. مثلاً په سنسکرت کښې د وستۍ ساوترۍ قيصې او په يوناني ژبه کښې د آرفيوس حکايتونه.د سکنډې نيويا په ادبي روايتونو کښې د بالډر د مرګ قيصه، دغه رنګ د يونان او روم د قديمو تهذيبونو په ادبي رواياتو کښې د مرثيې روايت د حُزېنيې په شکل کښې څرګند دے. د قديم يونان (( ايليډ)) او ((ډيسي)) مشهورې ابتدائي مرثيې دي.، همدا رنګ يورپي مرثيه هم د حُزېنيې ښکاره شکل دے چې محور يې هغه فرد وي چې د شاعر ورسره بې کچه مينه وي او ځواني مرګ وي. د نمونې په توګه به د مسټر سپنسر هغه مرثيه ياده کړ چې د يوې پېغلې په مرګ يې ليکلې وه. د ملټن الي سي ډاس مرثيه چې د شاه اېډورډ په مرګ يې ليکلې وه او د روماني شاعر شيلي د جان کېټس په مرګ ليکلې مرثيه او دغسې نورې ډېرې مرثيې په انګريزي ادب کښې مهم مقام لري. همدا شان د عربۍ ژبې د شاعرۍ خو هډو ابتداء له مرثيې نه شوې ده. کتاب لاناجې او د حـماسې په باب المراثي کښې معياري مرثيې موجودې دي. دغه شان د فارسۍ د شاعرۍ بنياد په تکلف او آورد ؤ ځکه په ايران کښې د شاعرۍ ابتداء له قصيدې نه وشوه. بياهم په شاهنامه کښې داسې اشعار شته چې فطري اثر او جوش لري. لکه د سهراب مور چې د خپل زوے په مرګ څنګه ژاړي هغه منظر په شاهنامه کښې ډېر دردناک دے. د محمود غزنوي په مرګ باندې فرخي په دولسو اشعارو مشتمله مرثيه وليکله. دغه شان شېخ سعدي او خسرو هم مرثيې ليکلي دي. همدا رنګ ملا محتشم، طالب، آملي، غزالي، کليم، ظهوري او ملا مقبل هم سترې مرثيې ليکلي دي چې د مقبل د مرثيې طرز ايرانيانو ډېر خوښ کړ. همدا رنګ اردو ژبې ته مرثيه له فارسۍ نه راغله خو دلته مرثيې په لږه موده کښې ډېر پرمختګ وکړ.د اردو ژبې وړومبنے مرثيه ګو شاعر د دکن محمد قلي قطب شاه ؤ. بيا وروستو نوري، هاشم، ولي او کاظم مرثيې وليکلې خو په په تېره بيا مرزا دبير او مرزا انيس چې اردو مرثيه کوم مقام ته ورسوله هغه مثال نه لري.
په پښتو ادب کښې مرثيه
کېدې شي چې پښتو مرثيه ليکونکو د نورو ژبو د مرثيو مطالعه کړې وي او د دې فن په وده او ترقۍ کښې يې ترې نه استفاده کوې وي خو له حقائقو نه دا معلوميږي چې په پښتو کښې مرثيه ډېره زړه ده نو پکار دي چې د دې دعوې په ثبوت کښې څو خبرې وکړو. په پښتو کښې مرثيه په ملي وزن او آهنګ کښې د ټپې، چاربېتې او نيمکۍ په صورت کښې له هغه وخت نه راروانه ده چې ډېرې ژبې ترې لا خبر هم نۀ وې؟ په دې لړ کښې به وړومبې ټپه واخلو. د غاړو او ساندو په شکل پښتنې مېرمنې له ډېرو زمانو راهسې په خپلو مړو کسانو دا مرثيې وائي. غاړې او د غم ساندې اکثر پښتنې مېرمنې د غم او وير په جامه کښې وائي. نو چې څومره ټپه (لنډۍ) زړه ده هومره د پښتو مرثيه زړه يادولې شو. د ټپو په شکل او د ساندو په صورت کښې دا مرثيه چې داسې زرګونه ټپې او غاړې لري. له دې وروسته څېړونکي د يوې پوښتنې مېرمنې د خپل لالي په مرګ باندې د غاړو څو نمونې وړاندې کوي لکه:
مرګه بې وخته ورله راغلے يو يې ځواني وه بل يې ډېر وو ارمانونه
په جانان سپين کفن خوريږي په ما وريږي و سکروټو بارانونه
نن به په چغو چغو ژاړم د جانان زنه په خاسه باندې تړينه
زمکې کلنګ دې زورور دے ځوانان ترې اخلې رالېږې تش پالنګونه
لحد مې سم ورسره جوړ کړئ زۀ مرور اشنا په مرګ پخلا کومه
زمکې سلام به درته وکړم چې د جانان مې خاورې نۀ کړې اندامونه
نو له دې دا حقيقت څرګنديږي چې لکه څومره پښتو ژبه زړه ده هومره د ټپې په شکل کښې پښتو شاعري زړه ده او چې څومره پښتو ټپه زړه ده هومره په پښتو کښې مرثيه زړه ده.. ارواښاد پروفېسر افضل رضا په خپله څېړنه کښې زياتوي: له ټپو يا لنډيو نه علاوه د چاربېتو او نيمکيو په شکل کښې هم له مونږ سره د پښتو زړې مرثيې شته چې ښکلې نمونې يې زمونږ د مجاهدينو او نورو کتابونو کښې موجودې دي. دا هغه مرثيې دي چې د انګرېزانو او نورو استعماري ګوډاګيانو په خلاف د جنګېدونکو پښتنو شهيدانو په حقله په عوامي طرز کښې ليکلې شوې دي او قدامت يې له سلو کالو نه اوړي. همدا رنګ لکه مخکښې چې ذکر وشو چې په پښتو کښې مرثيه د غاړې، ټپې، نيمکۍ، لوبې او چاربېتې په شکل کښې له ډېرو زمانو راهسې موجوده ده. په جديد دور کښې هم پښتنو شاعرانو د مرثيې لپاره د نظم يو خاص فني صورت نۀ دے خپل کړے بلکې د غزل په انداز کښې هم مرثيه ليکلې شوې ده. لکه د ښاغلي وهمي څو شعرونه چې وائي: آه چې وخت د هغۀ نوم د اخېستو شو ژبه اودرېده قلم مې په سجدو شو هره ورځ چې نمر پرېوزي را په ياد شي د کوفې د زمکې نمر چې په نېزو شو هغه نمر خو د رڼا لپاره هسک ؤ دا څه ورځ شوه ژوند خو لاړ په تېرېدو شو منقبت هم د غزل په ژبه وائي وهمي څه شو ستا د سترګو غزل ګو شو ان تردې چې پښتنو شاعرانو د ازاد نظم په صورت کښې هم معياري مرثيې وليکلې او ځان يې د مرثيو د ليکلو لپاره د نظم په يو خاص شکل پورې محدود و نۀ ساتلو. د مثال په توګه د ارواښاد ايوب صابر صېب د هغې مرثيې يو څو شعرونه وړاندې کوو چې د مولانا عبدالقادر مرحوم په مرګ يې ليکلې وه چې د جذبات نګارۍ او عقيدت يوه ښکلې نمونه ده. وائي:
يو سړے ؤ نه خطا شوم اداره وه، انجمن ؤ د پښتو جنډا يې هسکه ګرځوله په پښتو او پښتنو باندې مئين ؤ يو استاذ ؤ نه خطا شو پوهنځاے ؤ پوهنتون ؤ د يو قام د فکر يون ؤ بس يو کس ؤ نه خطا شو يو کس نۀ ؤ د پښتو اکېډيمي وه دبستان ؤ، په خپل ځان کښې يو جهان ؤ يو خادم ؤ نه خطا شوم يو مخدوم ؤ او هر چا ته ښۀ معلوم ؤ يو عالِم ؤ نه خطا شوم عالِم نۀ ؤ يو عالَم ؤ. مرثيه چې د خپلو مخصوصو صفاتو اوخوبيو په رڼا کښې مونږ د پښتو ادبياتو په تاريخ کښې لټوو نو څه دا رنګ تحقيقي مواد مو مخې ته راځي: لکه له ټولو نه وړومبۍ په ادبي معيار پوره معياري مرثيه د ٤٢٥ هجري قمري کال په خواوشا کښې مشهور شاعر شېخ اسعد سوري د خپل پښتون مشر اميرمحمد سوري په مرګ ليکلې ده چې له محمود غزنوي سره له جنګ نه پس د هغۀ په اسارت کښې ووژل شو. دا مرثيه ٤٤ شعرونه لري او د شاعر د جذباتو پوره پوره عکاسي په ډېر غېزناک انداز کښې کوي.او د يوې معياري مرثيې ټولې خوبۍ پکښې موجودې دي. د نمونې په توګه يې څو شعرونه داسې دي:
د فلک له چارو څه وکړم کوکار زملوي هر ګل چې خاندي په بهار هر غاټول چې په بېديا غوړېدۀ وکا رژوي يې پاڼې کاندي تار په تار ډېر مخونه د فلک څپېړه شنۀ کا ډېر سرونه کا تر خاورو لاندې ځار د واکمن له سره خول پرېباسي مړ شي د بې وزلو وينې توې کاندي خونخوار مونږ چې پښتو ادبياتو په ترايخ کښې مرثيه لټوو نو غوټ پنځۀ سوه کاله دور کښې مو يوه مرثيه هم په لاس رانغله. دا خو کېدې نۀ شي چې په دومره اوږد دور کښې به په پښتو ادب کښې مرثيه نۀ وي، خو د ګمنامۍ په تيارو کښې به دا فن پارې ورکې پرتې وي او يا به د فنا باد ضائع کړې وي. نو مونږ مجبور يو چې دلته د پښتو مرثيې په لړ کښې له دومره اوږ مېنځني دور نه پس د خوشحال بابا مرثيو ته مخه کړو. د خوشحال بابا په ليکلو مرثيو کښې دوه ډېرې مشهورې دي يوه هغه مرثيه چې په ١٠٩٨ هجري کال کښې يې د خپل نمسي معظم خان په مرګ ليکلې ده او بله هغه مرثيه چې په ١١٠٠ هجري کال کښې يې د خپل زوے نظام په مرګ ليکلې ده. دا دواړه مرثيې د پښتو شاعرۍ قيمتي پانګه ده. خوشحال بابا د مرثيې په ليک کښې هم يو مخصوص رنګ لري. هغه په دې موقع هم د قامي ننګ او داسې نورې خبرې کوي او دخپل زوے مرګ په کټ نۀ خوښوي او وائي:
کاش کۀ ځوان د پښتانۀ په ننګ کښې مړ وې نه چې ګور لره روان شو له تولتکه چې د قام په ننګ کښې ومړ هغه زويه په عالم کښې د خپل پلار غاړه کا لکه په لحد کښې هغه خوري په چينجيو چې د هيچا پرې پېرزو نه وه ځوانکه که حيا وه که وفا وه که صفا وه ښائسته ستا په وجود وه هره يکه اسماعيل غوندې به دې راته تسليم ؤ که په خلق مې د نظام کېښوده ګزلکه او اشرف خان هجري په ١١٠٠ هجري کال کښې د بند په دوران کښې د خپل پلار خوشحال بابا په مرګ کومه مرثيه ليکلې ده هغه يوه جامع او په فني او فکري لوازماتو پوره مرثيه ده او ٤٩ شعرونه لري چې ابتداء يې داسې ده:
همه غم لره موجوده دا دنيا ده په حصه يې تل ژړا کمه خندا ده نه نه ځاے د خندا نه غلط مې ووې بلکې دا همه ژړا لره پېدا ده يعنې نن هغه امام د ننګياليو په ډنبره غريب لاړ ډکه يې خوا ده مسافر شو هغه شېر د جبالونو چې زهره غوندې اوبۀ داورنګ شا ده نۀ يې زوے باندې حاضر نۀ برادر ؤ سا يې قبضه له غمونو په صحرا ده په شفا يې د رحمت شاد و خرم کړه خوږ سينه يې په سل داغه مبتلا ده رحمان بابا هم چې کله هغه ښکلي ښکلي او خواږۀ خلق لټوي او نۀ يې ويني نو په داسې ساندو او مرثيې سره يې يادوي:
خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلق په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلق هيڅ خندا مې له دې خلقو سره نۀ شي ژړوي مې هغه تللي تللي خلق خبر نۀ يم چې په کوم خوا پسې لاړ شم ليدې نۀ شي هغه ما ليدلي خلق دريغه يو ځلې که بيا په دينا راغلل له جهانه په ارمان وتلي خلق هزار حېف دے چې په خاورو کښې لاړۀ شي په چَوو او په چندڼ لړلي خلق په دولسمې هجري پېړۍ او له هغې نه وروسته تر جديد دوره پورې چې کومې مرثينې مونږ ته د پښتو ادبياتو په تاريخ کښې ښکاري په هغو کښې دا مرثيې مشهورې دي لکه په ١١١٦ هجري کال کښې د شاه محمد هوتک په مرګ د هغۀ د لور زېنب بي بي ليکلې مرثيه. په ١١٢٠ هجري کال کښې د لوڼو په مرګ د پيرمحمدکاکړ مرثيه، هم په دغه کال کښې د ګل خان په حقله د رحمان بابا ليکلې مرثيه، د زوے غياث په مرګ د علي خان مرثيه، د زوے اوليا په مرګ د حافظ الپوري مرثيه، د زوےپه مرګ او په خپلې تباهۍ د عبدالعظيم بابا مرثيه. او له دې نه علاوه نورې ډېرې مرثيې دي چې ذکر يې دلته ګران دے البته دلته به د روماني قيصو مرثيو ته يوه لنډه اشاره وکړو. د هغو کردارونو چې زمونږ په منظومو مشهورو داستانونو کښې مرکزي حېثيت لري د مرګ په موقع د غږونو، نعروړ ساندو، سندرو، بدلو او مثنوي په شکل کښې ډېره ژړا شوې ده داسې مرثيې زمونږ ټولو مشهورو ورماني داستانونو لکه يوسف خان شېربانو، ښادي خان بيبو، موسي خان ګل مکۍ، توردلے شهۍ، جلات خان محبوبه، شېرعالم مېمونۍ او آدم خان درخانۍ کښې بيا موندې شي. د نمونې په توګه د ادم خان درخانۍ په مشهور رومان کې د ادم خان په مرګ د صدر خان ليکلې مرثيې څو شعروه وړاندې کوو چې وائي:
ځکه ګرځي وېنا وائي نوحه ګرې مړي ستائي فلک هسې رنګ ګردش کړه د ادم يې ستائش کړه مشتري لاړ له مکانه تير پرې ښخ لاړ له کمانه غرق په وينو کښې مريخ شو د دنيا داور پرې تريخ شو و رجعت ته جوړ افتاب شو په هېبت په اضطراب شو زهر عود آتش يې کېښود چنګ يې مات طرب يې پرېښود د وير دور پې برپا کړ او برسات يې په ژړا کړ په شلمه ميلادي پېړۍ کښې چې په پښتو کښې کومې مشهورې مرثيې ليکلې شوې ده هغه د موضوع ګانو له لحاظه داسې وېشو: د سياسي، قومي او مذهبي مشرانو او عالمانو په مرګ ليکلې مرثيې چې پکښې مشهورې دا دي: د ښاغلي ثمين جان په مرګ د مراد شينواري ليکلې مرثيه، د شاه خالد په مرګ دعظيم خان عظيم مرثيه، د قاضي مجيب په مرګ د شهاب الرحمن مرثيه، د پير مانکي شريف په مرګ د اجمل خان خټک او افضل خان شېدا ليکلې مرثيې او د ډاکټر خان په مرګ ليکلې مرثيه او داسې نورې. همدا رنګ د پښتو ژبې د سترو پوهانو او شاعرانو او اديبانو په مرګ ليکل شوې مرثيې ډېرې زياتې دي . ګڼو پښتنو شاعرانو واقعي چې په دغو مرثيو کښې دغو ارواښادو ته د زړۀ په وينو ليکلې د عقيدت پېرزوينې د مرثيو په شکل کښې وړاندې کړې دي. په دغو مرحومينو کښې د عبدالمالک فدا، نوازخټک، عبدالخالق خليق، فضل حق شېدا، دوست محمد کامل، عقاب خټک، عبدالحۍ حبيبي، قاضي عبدالحليم اثر، سلطان محمد فاني، ايوب صابر، مشتاق احمد مشتاق، سيد ګل شاه خوستي، محمد امين خوګياڼے او د حسن خان سوز نومونه مشهور دي. همدا رنګ په دې وورستيو وختونو کښې د حمزه بابا او غني خان په شان د پښتو ژبې د مشهورو اديبانو او شاعرانو په وفات ليکل شوې مرثيې د پام وړ دي چې د نمونې په توګه د ارواښاد حمزه بابا په وفات د انور شاهين خانخېل مرثيه وړاندې کوو:
سر بالا په شاعرانو يې حمزه شمېر په لوړو انسانانو يې حمزه ستا شمله ده د خېبر له غرونو جګه تۀ غېرت د غېرتيانو يې حمزه د کلام هر مصره دې پښتنه ده ستر پېشوا پښتو ويانو يې حمزه هر غزل دې سمندر د معرف دے مير مجلس د عارفانو يې حمزه پېروکار چې د علي ولي الله يې په ټولي کښې د وليانو يې حمزه د رسول د آل چې خاورې د قدم شوې په سر تاج د بادشاهانو يې حمزه په جنت کښې اوس ښۀ هسکې سترګې ګرځه دوست جنت د سردارانو يې حمزه شاهين ولې به ماتم درپسې نۀ کړي عزادار د حسنيانو يې حمزه
په پښتو ادب کښې د امام حسېن (ع) مرثيه
په مجموعي توګه د مرثيې له تعريف، تاريخ او پښتو ادب کښې د مرثيې له ذکر نه پس په امام حسېن (ع) او د کربلا په غمېزه باندې د مرثيې چې د ټولو مرثيو په سر کښې ځاے لري په پښتو ادب کښې لټوو.لکه چې مخکښې مو ذکر وکړ چې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکې کورنۍ او اهلبېتو (ع) سره د پښتنو له خاصې مينې نه دا څرګنديږي چې پښتنو به له هم هغو وختونو څخه د امام حسېن (ع) په شهادت او د کربلا په غمېزه باندې هم هغه وخت مرثيې پېل کړي وي کله چې دغه دردوونکې پېښه رامنځته شو خو مونږ به دلته يوازې هغه مرثيې راخلو چې کومې معلومې او واضحې دي. نو د امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو په ياد او غم کښې چې چا په ډېرو پخوانيو وختونو کښې قلم اوچت کړے دے او مرثيې يې څرګندې دي د پښتو محقق سيد حسېن انوري د تحقيق مطابق ارواښاد سيد مير عاقل شاه دے چې د اورکزيو د تيراه د سيمې د محمد خېلو د کلي اوسېدونکے ؤ او د همدغې سيمې د مشهور عارف او شاعر ارواښاد سيد ميرانور شاه له نيکونو څخه ؤ او بزرګوار سيد مير انور شاه صېب يې په خپلو شعرونو کښې وصف بيان کړے او د هغۀ د عبادت، سخاوت او رياضت ذکر يې کړے دے او ليکلي يې دي چې د تهجد د نمونځ په دوران کښې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو سره د بغض لرونکو دښمنانو په لاس شهيد شوے ؤ. خو له بده مرغه د زمانې د څپېړو په وجه يې د زوکړې او وفات تاريخونه له منځه تلي دي خو چې د هغۀ ليکل شوې کومې مرثيې تر لاسه شوي دي د هغو يوه نمونه په دا ډول ده: زړۀ مې درجار د مصطفی قره العېنه تۀ مۀ ژاړا حسېنه يو دې نيکۀ دے بهترين شاه کونېنه تۀ مۀ ژاړا حسېنه که دې په زړۀ چې سکينه نيازبينه لور شي څه پاتې به ضرور شي هر دوه غوږونه به يې پاره شي بې کسۍ نه تۀ مۀ ژاړا حسېنه چې تۀ ژړا کوې د ژړا اسرار دې دا دے په زړۀ دې کربلا دے علي اکبر، قاسم له غمه ډېر يې تۀ حزېنه تۀ مۀ ژاړا حسېنه دا پورې ناسته فاطمه بي بي زهرا ده په څه د تا ژړا ده په هغه سات چې وينه ځي اصغر وړې مرۍ نه تۀ مۀ ژاړا حسېنه ژړا دې کړه عباس نشان چې دې په زړۀ شو زېنب فکر دې وشو د خېمه ګاه شور دې په زړۀ له طرفېنه تۀ مۀ ژاړا حسېنه د مير عاقل ګناه نه تۀ تېر شې مهربانه عاصي دے ډېر بې شانه بيا د عباس په مخ يې پرې نږدې يدېنه په ننګ د شاه حسېنه له سيد مير عاقل شاه نه پس چې په بل دور کښې د حضرت امام حسېن (ع) د شهادت او د کربلا د غمېزې په موضوع چې په مرثيه نګارۍ کښې د چا نوم راځي هغه هم د سيد مير عاقل شاه له نمسو څخه مشهور عارف، عالم او شاعر ارواښاد سيد مير انور شاه دے چې هم د اورکزۍ سيمې په کلايه کلي کښې دنيا ته راغلے دے. د زوکړې تاريخ يې نۀ دے معلوم خو وفات يې ١٢١٤ هجري کال دے. هغه يو ډېر لوے با عمله ديني عالم او د کراماتو خاوند ؤ. د دغه سيد د نسب شجره حضرت امام حسېن (ع) ته رسېږي. په تيراه سيمه کښې د ارواښاد مير انور شاه خاندان په ميا خاندان او مريدان يې په ميا مريدانو مشهور دي. ويل کيږي چې داسې وخت ؤ چې د جهالت په وجه د دغې سيمې خلق د خداے د ګران رسول (ص) د خاندان له فضائلو، مناقبو او د په کربلا کښې په دغه خاندان باندې له ظلمونو او ستمونو څخه بې خبره وو چې دغه عالم او تقوا دار سيد په خپل حکمت او کراماتو سره د خلقو په زړونو کښې د رسول اکرم (ص) له کورنۍ سره د خلقو په زړونو کښې هيره کړې شوې او اوده شوې مينه بيا راژوندۍ کړه. چې په دغو بېدار شويو کسانو کښې د دغې سيمې د پښتنو ستر مشر او خان ارواښاد قنبر علي خان ؤ . د ارواښاد سيد ميرانور شاه مرثيې او نور کلامونهپه کتابي شکل کښې د (( صحيفه انوريه )) په نامه راغونډ شوي او چاپ شوي دي چې له هغو څخه يوه نمونه په مجله کښې ورکړې شوې ده. له سيد مير عاقل شاه او سيد مير انور شاه نه پس چې د پښتو مرثيې په تاريخ کښې کوم ځلانده نوم راځي هغه د اورکزۍ سيمې ارواښاد قنبر علي خان دے چې د پلار نوم سلطان سرور خان ؤ. د زوکړې تاريخ يې ندے معلوم البته د ١٢٠٧ هجري قمري کال د رجب يا زبرګې د مياشتې په يولسمه نېټه په پېښور کښې وفات شو او د پېښور د بالا ماڼۍ د سيمې په اديره خاورو ته وسپارلے شو. ارواښاد قنبر علي خان د ارواښاد سيد مير انور شاه په ذريعې سره له بېدارۍ او د هغۀ د مصاحبت له اختيارولو نه پس له هغۀ نه ډېر علمي او روحاني فېض حاصل کړ او ويل کيږي چې د قران مجيدحديث، علم اعداد او نورو علمونو سره سره له پښتو نه علاوه يې په عربۍ او فارسۍ ژبو هم تسلط لرلو. د هغۀ درې ټوکه شعري مجموعې چاپ شوي دي چې پکښې د حضرت امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو په ياد کښې ګڼ شمېر مرثيې هم موجودې دي. له ټولو نه وړومبۍ شعري مجموعه يې د ديوان قنبر په نو ښاغلي همېش خليل راغونډه کړې ده. د يوې مرثيې نمونه يې په دې مجله کښې راغلې ده د پښتو مرثيې په تاريخ کښې چې د کوم مشهور شخصيت نوم مخې ته راځي هغه ارواښاد سيد احـمد شاه بابا دے چې د کرمې اېجنسۍ په مهوره کلي کښې دنيا ته راغلے دے.د زېږېدنې او وفات تاريخ کښې تر اوسه نۀ دے تر لاسه شوے خو له کلام نه يې دومره معلوميږي چې د ارواښاد سيد مير انور شاه او ارواښاد قنبر خان له دور سره يې تعلق لرۀ. ځکه چې په يو کلام کښې د ارواښاد قنبر علي خان يو عرفاني کلام ته ځواب ورکړے دے او هغه يې په خپل کلام کښې خپلو ځينو عارفانه کمزوريو ته متوجه کړے او لارښوونه يې ورته کړې ده. د سيد احـمد شاه بابا د کلام طرز او سبک د کرمې اېجنسۍ د شاعرانو له طرز او سبک نه بالکل مختلف دے کټ مټ د ارواښادو رحمان بابا، خوشحال بابا او حمزه بابا له طرز اوسبک سره سمون خوري او له کلام نه يې دا پته لګي چې د خپلې زمانې يو ډېر عالم او عارف شخصيت ؤ. د ارواښاد سيد احمدشاه بابا د ډېر کلام د ضائع کېدو باوجود اوس هم ډېر کلام د هغۀ د خاندان له اولاد سره موجود دے خو لا چاپ ته نۀ دے رسېدلے چې يوه مرثيه په همدې مجله کښې د نظم په برخه کښې نقل شوې ده د امام حسېن (ع) او د کربلا د غمېزې په ياد کښې د پښتو مرثيو په تاريخ د ډېرو شاعرانو او سترو شخصيتونو نومونه مخې ته راځي خو دلته دا ګنجائش نشته چې بيل بيل د ټولو په حقله څه ليکنې وکړو او د مرثيو نمونې يې وړاندې کړو البته يوازې له هغوي څخه د ځينو د نومونو په وړاندې کولو به بسنه وکړپه دغو کسانو کښې د ارواښادو ملا دوست علي، ملا نظام الدين، سيد امير شاه، مير حسن زۍ بنګښ، پير نورالله شاه، سيد ميران، سيد ګلون، جعفر علي، ملا دستار علي ، ملا عاشق علي، استاد فدا محمد، سيد کامل شاه، محمد يار، هوس، ميا شاه رضا، شاه نصيب، محمد عثمان خان، سيد محسن، حسن، سيد عباس، اسماعيل، عبدالله د نوښار، نورالله، نوروز علي، قاضي سيد محمد اکبر، سيد مير عبدالله شاه، سيد نظرب شاه ، سيد جعفر حسېن نادر علي، خداے نظر، ګل اکبر، ملا موسی، ميراصغر، ملا شاه جان، مولوي عبدالجبار، حسېن غلام، غلام نبي او نورو ډېرو نومونه مخې ته راځي چې اکثر پکښې د خپل وخت ډېر ستر ستر اديبان، شاعران ، عالمان او روحاني شخصيتونه وو کتابونه يې ليکلي وو چې پکښې ځينې آثار د زمانې د چپو له لاسه ضائع شوي يا نۀ دي چاپ شوي. د امام حسېن (ع) په شهادت او د کربلا په غمېزه باندې له مرثيو نه علاوه ځينو شاعران بشپړه جنګنامې هم ليکلي دي چې ځينې پکښې په دا ډول دي: جنګ نامه، ليک اخون کبير (١٢٩٧ هجري کال ) جنګ نامه حسنېن (ع) ليک ملا نعمت الله (١٣١٠ هجري کال )، جنګ نامه حسنېن (ع) سيد بو علي شاه (١٣٢٢ هجري کال)، جنګ نامه ليک ملا رحمت ( ١٣٣٩ هجري کال) ، جنګ نامه حضرت قاسم (ع) ليک غلام محی الدين ١٨٧٧( ميلادي کال) ، جنګنامه امامېن عليهم السلام ليک سيد حسېن (١٨٨٠ هجري کال، جنګنامه امام حسېن (ع) ليک ارمان مري د بولان، جنګنامه امام حسېن (ع) نيازبګټي د بولان او جنګنامه فېضان. په دغو جنګنامو کښې د اروښاد سيد بو علي شاه چې د چارسدې د شبقدر سيمې اوسېدونکے ؤ د جنګنامې څو شعرونه د نمونې په توګه وړاندې کوو:
حسېن وې سکينه پورته کړئ له خاورو اس يې تېز کړلو روان د جنګ په لارو خبردار شئ خلقه! زۀ هغه حسېن يم د حضرت رسول الله قره العېن يم مور مې هم چې فاطمه بي بي زهرا ده د مور مور زما خديجه الکبرا ده پلار د مور مې نبي مور يې خديجه ده يم نمسے د پاک حضرت دا نتيجه ده خاندان د نبوت زمونږ ه کور دے د دښمن کور مې د خداے په غضب خور دے زما پلار علي ولي د حضرت يار دے هم يې زوم ، هم يې تربور صاحب وقار دے شهسوار يم د عربو قرېشي يم په قرېشو کښې سردا کور هاشمي يم په سيالانو کښې مې پورته سيال داري ده په هر چا باندې مې پورته دينداري ده ختم شوے په نيکۀ مې رسالت دے روزي شوے مې د پلار ټول شجاعت دے د پښتو شاعرۍ په جديد دور کښې تقريباً هر پښتون شاعر د کربلا د مظلومو اهلبېتو (ع) ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړي دي په دغو جديد شاعرانو کښې چې څه پکښې وفات شوي او څه ژوندي دي د ځينو نومونه په دا ډول دي: خوشحال خان خټک،حمزه بابا ، غني خان، بابای ملاکنډ عبدالحکيم قادري،ګل باچا الفت، خانمېر هلالي، سسمندر خان سمندر، جعفرحسېن رښتونے، طاهر خان کلوچوي، محمد اشرف غمګين فرېحان شېدا ، ابوالخېر ځلاند، څرګند علي رمزي، فضل الرحمن فېضان، ميراحمد خان صوفي، علي حېدر جوشي، ايوب صابر، روشن بنګښ، شريعت خان سائل،افګار بخاري، تقي هاشمي، پرېشان خټک، فضل حق شېدا، مفلس درانے، اخونزاده مسافر، مرتضی خان شاهين، عزېز مظاهري، مجبور سوراني، مولانا وصال محمد وصال، ميراعظم پښتونزاده، دلخرم خرم، خيالي وزير، عابس حسېن عابس، اجمل خټک، ډاکټر امير سلطان شاهد، ثاقب جان ثاقب، محمد دين مقيد، لطيف وهمي، علي کمېل قزلباش، همايون هما، ډاکټر محمد اعظم اعظم، لطيف پرېشان، پرېشان داودزے، پروفېسر محـمد اسلام ارماني، فريد صحرائي، ډاکټر راجولي شاه خټک،ډاکټر محمد اسحاق سباؤن، رحيم ګل باچا، مهراب ګل خټک، غفر علي پتنګ، شعبان علي طوري، عادل حسېن طوري، فېروز نظامي، محمد زبېر حسرت، طاهر کلاچوي،غالب سرحدي، عبدالمالک فدا، غلام جېلاني فقير، شېر شاه ترخوي، داد محمد دلسوز، عبدالناصر زخمي، رومان ساغر، عبدالباري اسير، فضل غني مجاهدي، محمد يوسف قدردان، صفدر خان صفدر، جان پروېز فاني، محمد امين ناقرار ، جمشېد خان سيماب، طلا محمد فورمېن، انور خان ديوانه، سيد نواز شاه، مبارک احمد مبارک، ميا اکرام الله ګران، عظيم خان عظيم، محب الله شوق، مجيدالله خليل، جوهر خليل، ابراهيم کامران، منير حسېن طوري،حاجي ګل صوفي، سيد امين سوچي، سيد وهاب حسېن وهاب، محبوب ګل ياسر، عزېزالرحمن عزېز ، انور شاهين خانخېل او داسې نور ګڼ شمېر نومونه: په دغو کښې ځينو د حضرت امام حسېن (ع) په شهادت ، د کربلا په غمېزې او له پاکو اهلبېتو (ع) په فضائلو مشتملې جدا شعري مجموعې هم ليکلې دي لکه د ارواښاد حمزه بابا د(( زړۀ اواز)) نومې کتاب او د روشن بنګښ (( حسېن د هر چا)) نومې کتاب. دلته دا عرض کول پکار دي چې په مرثينه کښې شاعر ته پکار دي چې شعرونه يې له دې سره سره چې پکښې د امام حسېن (ع) او د کربلا د نورو شهيدانو مظلوميت ، د اهلبېتو مناقب او فضيلت بيان شوې وې او خلق وژړوي د امام حسېن (ع) د شهادت او د کربلا د انقلاب هدف ولري او خلق د اسلام د غلبې هغه ستر نړيوال انقلاب ته اماده کړي چې د امام حسېن (ع) مقصد او هدف ؤ. + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:52 |
د ارواښاد حمزه بابا يوه مرثيه
تبصره: انور شاهين خانخېل
زما په خيال چې داسې څوک پښتون به نه وی چې لږ تر لږه د ستر حمزه بابا (رح) له نوم نه به خبر نه وی.بابا نه يواځې يو ستر پښتون شاعر او اديب ؤ بلکې يو ستر روحانی شخصيت او يو عارف او سالک کس ؤ. او هغۀ نه يواځې دا چې په عرفانی موضوعاتو باندې نظرياتی ليکل کړی دی بلکې د سېر او سلوک د لارې يو عملی لاروے هم ؤ. بابا د انسان د خلقت مقصد او هدف د خپل حقيقی محبوب يعنې دخداے پاک ذات پېژندګلی ګڼی او د دې مقصد لپاره د اميرالمومنين حضرت علی (کرم الله وجهه) د دې قول مطابق چې (( مَنْ عَرَفَ نَفْسَهُ فَقَدْ عَرَفَ رَبَّهُ )) (( يعنې چې چا خپل ځان اوپېژندو نو هغۀ خپل رب اوپېژندو)) اول دخپل ځان په پېژندلو باندې تاکيد کوی او د خپل ځان د پېژندګلو لپاره د خداے پاک د سپېڅلی کتاب قران مجيد تر څنګ د دغه ستر اسمانی کتاب د تعبير او تفسير او د انسان د تکاملی سفر په لاره کښې د داسې هستيو لارښوونه ضروری ګڼی چې هغوی د دې لارې کاملان او معصومان لارښوونکی دی. او هغه سپېڅلې هستۍ د خداے ګران رسول (ص) او د هغۀ پاک اهلبېت (ع) ګڼی او له دغو هستيو سره مينه او د هغوی پېروی د قران مجيد او نبوی احاديثو په بنياد له واجباتو څخه بولی. او په خاصه توګه له خپل حقيقی محبوب يعنې خداوند متعال سره د عشق او د عشق په دغه لاره کښې خپل هر څه او حتی خپل ځان هم خپل نه ګڼل او چې د چا دی د هغۀ په لار کښې د قربانی کولو يوه بې څارې او بې مثاله نمونه د امام حسېن عليه السلام شخصيت ګڼی او د عرفان او سېر او سلوک د لارې د لاروی لپاره د کربلا واقعه او د هغه پاک امام عظيمه قربانی ځانته د نمونې په توګه په اېښېودو تاکيد کوی او وائی: زيات له هر چا نه به انسان وی ثنا خوان د حسېن انسانيت بــــه فـــراموش نــــه کا احســـان د حسېن
او بابا خپله هم په دې لاره کښې د هرې بلا او مصيبت هرکلے کوی په دې شرط چې د کربلا څه مقصد پکښې وی او وائی: که څه مقصد د کربلا وی پکښې پــــه هـــــر قدم هغــــه بلا غــــواړم
البته هغه سيدالشهداء حضرت امام حسېن (ع) يو داسې مظلوم چې هيڅ وس يې نه رسېږی د خوزېدو نه وی او له مجبورۍ نه له يوې ناڅاپی پېښې سره مخامخ شوے وی نۀ وړاندې کوی بلکې هغه امام عالی مقام له دغو ټولو واقعاتو نه اګاه اوخبر ګڼی او په علم، پوهې، تقوا، مېړانې ،پت، غېرت، عزت، شرافت شجاعت،سخاوت، انساندوستۍ، امن، ورورولۍ، خپلواکۍ، ازادۍ او حتی په ټولو انسانی صفاتو کښې کامل او بې څارے ګڼی او له دې ټولو خوبيانو يې بيا مظلوميت بيانوی يعنې د يو بهادر او مېړنی کس مظلوميت دنيا ته ښئی. هغه حسېن (ع) چې تر اخېر وخته پورې د دښمن په مقابله کښې توره نه راوباسی او کوشش کوی چې په خپلو سپېڅلو وېناؤ سره هغوی بې لارې کسان پوه کړی او دغه شان د حجت د اتمام په خاطر ورته يو يو اصحابی او خپل يو يو اهلبېت ورلېږی چې هغوی پوه کړی خو له هغې خوا ورته واپس د هغوی ټوټې ټوټې بدنونه راځی ان تر دې چې په اخېر کښې ورته د شپږو مياشتو بچے وړاندې کړی چې يو خو هغوی ته وښئ چې زۀ ګورې د جنګ په اراده نه وم راوتې ګنې بيا به مې دا د تی ماشومان له ځان سره نه رواوستل او بله دا چې که ستاسو په نظر کښې يم نو زۀ ګناهګار يم چې د يزيد بېعت نه کوم نو دې ماشوم څه ګناه کړې ده دۀ ته خو اوبۀ ورکړئ کنه. او بله دا چې کېدې شي په دې ماشوم باندې يې رحم راشي او نور له جنګ نه لاس واخلي او ضميرونه يې رابېدار شي او سمې لارې ته راشي. خو د رحمان بابا په قول:
کــــــــه هزار نصيحتـــــــونه ورتـــــه وکـــړې هغه خداے بې لارې کړي په لار نه شي
نو بس د شپږو مياشتو د ماشوم ورته وړاندې کولو هم په هغو د کاڼي زړۀ لرونکو باندې څه اثر و نۀ کړ او له هغې خوا نه ورته د اوبو د ګوټ په ځاے يو غشے راغے او د هغه د تی ماشوم (علی اصغر) په مرۍ کښې ښخ شو او د وينو فواره ترې روانه شوه. ځکه خو ارواښاد غنی خان د امام حسېن (ع) په شان کښې په خپله تاريخی مرثيه کښې وائی:
داسې ظلــــم نـــه دے شوے نه به وشی په جهان د چېنې په غاړه مړۀ شول ټول له تندې ماشومان
نو حتی چې کله څوک داسې پاتې نه شول چې هغه ظالمان پوه کړی او د خپل سر قربانی ورکړی نو بالاخره بيا امام حسېن (ع) مېدان ته وروځی او هغوی ته بيا هم د حجت د اتمام په توګه وېنا کوی او ورته خپل ځان معرفی کوی چې هسې نه د يزيد په لښکر کښې داسې څوک په بې خبرۍ کښې راغلے وی چې له اصل حقيقت نه نۀ وی خبر خو هغوی ورته په ځواب کښې وائی چې هو مونږ تا هم پېژنو، ستا نيکۀ، پلار، مور او ټول خاندان پېژنو خو بس مونږ ته د يزيد لخوا دا حکم دے چې يا درنه بيعت واخلو او يا دې سر هغۀ ته يوسو له دې نه علاوه بله لار نشته خو دغلته ورته امام حسېن (ع) يوه تاريخی خبره کوی (( چې زما غوندې کس به چرې هم د يزيد غوندې کس ببعت و نکړی)) دا ډېره منطقی او د راتلونکو نسلونو لپاره د تقليد وړ وېنا وه يعنې دا خبره څه يواځې زما او د يزيد تر منځه نه ده بلکې که په هر دور کښې يزيد صفته ظالم واکمن راځی نو چې څوک ځان ته زما پېروکار وائی نو زما غوندې کردار به ادا کوی . او دغه شان دې خبرو سره په امام حسېن (ع) باندې د غشو او نېزو باران جوړيږی نو بس بيا هغه هم د امامت د شجاعت او مېړانې ښودلو لپاره ذوالفقار راوباسی او داسې جنګيږی چې حتی د پښتو يو شاعر روشن بنګش په يو شعر کښې وائی چې مطلب يې داسې دے چې د يزيد لښکر کښې يوه واوېلا جوړه شوه چې خداے پاک ورسره خپله جنګيږی نو بس هر کله چې دغه ظالم دښمن د بزدلۍ په شدت کښې د شرک حد ته راغے نو امام حسېن (ع) خداے پاک ته سوال وکړ چې بس دے اوس مې واخله زۀ دا نه شم زغملې چې څوک تا سره شريک پېدا کړی نو بس ځکه امام حسېن (ع) شهادت ته سر کېښود او د حمزه بابا په قول نه يوازې يې د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفی (ص) شهادت پوره کړ بلکې هغه قربانی چې د حضرت اسماعيل (ع) په غاړه پاتې وه د هغې قربانۍ تکميل يې هم وکړ. هسې خو بابا د کربلا په واقعاتو (( د زړۀ اواز)) په نوم پوره يو کتاب مرتب کړے دے او دغه شان په نورو کتابونو کښې يې هم ډېر زيات د اهلبېتو ذکر راغلے دے چې ما بنده هم د بابا هغه کلام چې د پاکو اهلبېتو په باره کښې د شعر په شکل کښې راغلے دے ((حمزه بابا او اهلبېت)) په نوم سره له مناسبو شننو سره چاپ کړے دے چې له دغو مرثيو څخه يوه مرثيه دلته ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوم چې بابا پکښې د امام حسېن عليه السلام د شجاعت او مېړانې دغه حقيقت په ډېرې ژورتيا سره څرګند کړے دے او حتی چې د امام عالی مقام د هغې تورې (ذوالفقار) چلول او د هغه اس (ذوالجناح) زغلول چې ورته له پلار نيکۀ نه په وراست کښې پاتې شوی وو په داسې ډول انځوروی چې انسان وائی ګنی بابا هلته موجود ؤ او دا هر څه يې په خپلو سترګو ليدلی دی. بلکې له دې نه هم په زياته او بالاتره توګه يې ټول حرکات انځوروی. بابا د پښتو په ټولو صفاتو سره يو پښتون وګړے د دې اهل ګڼی چې د امام حسېن عليه السلام وارث جوړ شی او د هغه مېړنی امام لارې ته دوام ورکړی بلکې په خپله دې نظريه باندې يقين هم لری او حتی په ځينو ليکنو کښې يې په راتلونکو وختونو کښې د پښتنو کاميابيو او برياليتوبونو او د حق ملګرتيا کولو ته اشارې کړې دی او په يو شعر کښې هم داسې وائی: داځـــلند حــــــــــــقيقـــــت دے چــــــــــې وارث دے د حُــــســېن پښـتــــــــــون ورتــــــه پــــه بــــرخـــــــه رسېـدلے دے ژونـــــــدون
نو ښه ده راځئ چې د امام حسېن (ع) مېړانه او شهادت د ارواښاد حمزه بابا په دې کلام کښې ننداره وکړو:
شهيد د كربلا څـوک ؤ؟
هغــــــه حُسن چـــــې پـــــــه ذات د كــــبريـــــا كښې ځـــــــلېـــــدو هـغـــــــه نـــــمـــــر چـــــې پـــه افـــــق د منشــــاء كـښې ځلېـــــدو هغــــــه نــور چــــــې د هستــــۍ پــــــه ابتــــــداءکښې ځلېـــــدو د عـــــــدم وجـــــــــــود پــــــــــــه لا او پــــــــــه الاً كـښـې ځلېـــــدو جـــــوړه ديــــد لــــره خــــــالــــــق يـــــې ائينــــــه كــــــړه د هـستۍ بيــــــا پـــــه خپـــــل حُسن سينــــه يــــې ګنجينـــه كـړه د هستۍ
دغــــه حُســـــــن ؤ نبــــى چــــــــې يــــــــې كامــــل انســــانيت كـړ په دربار د سړيتـــوب كښې يــــــې ســـــــر خــــــم ملكـــيت كـــړ پــــه اخـــــــــلاقو د خـــالق يــــــــې چــــــــې د خــــلـــقو تربيت كـړ د الحـــــــاد وكـــفر و شرک يـــــې لـــه دنيـــــا لـــــرې لــــعنت كـړ پـــــه هـــــم لـويــــو لــــويـــــو مــــرتـبو يـــــــې دے نمــــانځــــــــلے بس خـــــويـوله خدايه پسته دے پـــــه ټـــــولـــــو كښې ښاغلے
مئيــــن تــــــــوب ؤ او كـــــــه مينـــــه وه كـــه راز ؤ كــــه نيــاز ؤ كـــه فــــراق ؤكــــه وصـــال ؤكـــــــه د مينې ســــــوز او ســـــاز ؤ پــــــه هــــــر څـــــه كښې محمـــد پــــه انبيـــاو كښې سرفـــراز ؤ نـبوت كـــــــــه امـــــامت كښې يـــــې معـــــــراج سره پــــــرواز ؤ شهـــــادت يــــــې هــــــم لــــــه نــــــورو انبيـــــــاو نــــــــه بلنــــــد ؤ لکـــه نمر په روښنائۍ کښې پـــــه همه ستــــورو څـــــرګنــــد ؤ
مكـمــــل يـــــې شهـــــادت كــــړل پخــــــــوانى شهـــادتــــونــــــه مـكمـــل كــــړل محمــــــد د خـــداے د ديــــــن عمـــارتــــــونــــه شهـــــــــادت د حـسنينــــــو كــــــــــوى دا اشــــــــــارتــــــونـــــــــــــه پـكښـــــې پټ دى د نــــــبـــــى د شهــــــادت حـــقيقتـــــونــــــــــه شهـــــــــادت د خپــــــل نمسى يـــــــــې د نيــــكــــۀ وګڼـه عــــــېن دے حـــــــــــديث حُسَــــــينُ مِنّــــــــى وَ اَنـــــــامِـــــنَ الْحُسَــــــــين
ســــور پــــه اس د تصــــورشــــــــه چـــې دې بـوځـــم كربــلا تــــه دى راغــــــلــــــې د جــــفــــا لښكـــــرې زوے د مـــرتضــــى تــــه نـمـــــــر د تنــــــــدر پــــرده وكــــړه نظـــر نــــه كــــــوى دنيــــا تــــه چـــې تيــــارو هم د جنګـــرېــــز حوصلــــه كـــــړې ده رڼـــــــا تــــه څــه خېمـــــې دى د سېـــــدانـــــو د رضــــا پكښې چپتيـــــــا ده څــــه خـېمـــــې د يــــزيديــــانــــود ستـــــم پكښې غــــوغـــــــا ده
دا حُسېــــن دے چـــــــې تسلــيم يـــــې اس نيـــــولے لـه جـــلبــه د هـستۍ نبضــــــونـــــــه تــېز دى پـــــه امكان راغلـــــــې تبــــــه خـــــولـــه يــــې وركــــړه لـــــه هېبته ده ګــــرمۍ راوېستې ژبــه چــــــې جـــــلـــوې د رســـــــالــت پــــرې قــــربــانېږی لــــه يثربـــه د هـــــــر څـــــيز لـــــه قـــــربــــانــــۍ نه پس پــــه خپــــلــــه راوتلے د حـجـــت اتمــــــام پـــــــــه هغــــو كانــــدى چـــا چــــــې رابلــــلے
چــــې صورت دامـــن ســـولــــې پــــه امكان کښې پــاتے نه شو چـــــې هيڅ شــک يــــې دجګړې په طوفـــان كښې پاتے نه شو چــــې يودوست يې ګېرچاپېره پـــه چشمــان كښې پاتےنه شو كـــــــه يـــــوحُــــــر ؤ هغـــــه هـم په دې جهــان كښې پاتے نه شو دۀ بـــــــه پېش ورتــــــــه قــران كــړو هغـــــوی تــورې برېښولې چــــا بــــــــــه غشـــــى ګــــرتــــول او چــــا نېزې بـــــــــه نيـغــــولې
امـــام پــــــوه شو چــــې اوس وخت دشهـــادت د اكمـــال راغے شـــــو مـــــزل دجـــمـــــال ختـــــم اوس مقــــــام د جـــــــلال راغے يــو يې تـــورې ته كـــــړه هپـــــه او بــــل لاس يې پــــه ډال راغے د اجــــل پــــــه لاس كښې ښكار د ژونـدانـه لــــــره جــــال راغے ذوالفقــــارچــــې كـړ بهر پــــه لاس کښې زوے د حېـــدر ونيو قُــــــدسيـــــــانو پــــــه هېبت د اسمـــــــــان مـخ تــــــه ســـپر ونيو
ذوالفقـــــــار چـــــې يـــــې مېړانه لــــه جــــــوهـــره ځــــارېــــــــــده ذوالفقـــــــار چــــې هـــــره تــــوره يـــــې لـه پرهــــره ځــــارېـــــــده ذوالفقـــــار چــــې تـــــل يـــــې فتــح لــــه حـېـــــدره ځــــارېـــــــده ذوالفقـــــار چـــــې بــــادشــــاهى يـې لــــــه قنبره ځــــــــــارېــــــده هــغــــه تــــوره چـــــې پــــه برېښ كښې يــــــې رفتــار ؤ د اجــــل هغــه تــــوره چــــې پــــه شــړنګ كښې يــــې ګفتــــار ؤ د اجـــل
جـــــــوړ نېټـــــــه وه د اجـــــــــل د امــــام لاس كښې ښكارېــــده پـــه يــــو وخت كښې به يو كس تـــه اوږدېــــــــده او لنـــډېــــده اوچېـــــــــــــده او څڅېـــــــــده، كــــــــــږېـــــــــــده او سـمېـــــــــــده بـــــرېښېـــــده او ځــــلېـــــــــده, قــــــهرېــــــــده او مــــــوسېـــــــده نــــــه پــــه خُــــــود او نــــه پــــه زغــــره نه پــــه ډال ايسارېــــــده نــــــه پـــــه زور د زورور او نـــــــــه پـــــه ســــوال ايســــارېــــــــده
لكـــه بـــــرق بــــــه يې روح يـــوړلـــــو پــــرهـر بـــــه پاتے نــــه شو غـــــړېــــدې بــــه بقــــــې سترګـــــې خـــو نظــر بـه پاتے نـــــه شو څــــه حســـاب د لسو شــــلو دے لښكــــر بـــــــه پــــاتے نـــه شو چــې كـــوم سربـــــه ځـــــان تــــه سر وې هغه سربــه پاتے نــه شو چـــــې بــــــرېښنـــــا بـــــه يــــــې د خـلــــقو پـــــه نـظــــر ننـــــوتـــــه دا بـــــــــه تــېره وه لــــــــــه زړۀ نــــــــــه پـــــــه ځيګـــــر ننـــــوتــــــه
كوم دښمن چـې نظربــــاز ؤ تـــوريــــالے ؤ هغــــــه ړونــــد شـــــو په برېښنا د ذوالفقار کښې هوش او عقل كلــــه مـــوند شـــــو كــه ؤ ډال لكـــه كيكـــوړے خــــود غــر په شانې درونــد شـــو هغه دروند شو خود به دروند شو چې په خپلووينولونــد شو دلتـــه شړنګ او هلتـــه برېښ او بيـــا په پنجه د امـــام کښې پـــــه هــــرصف كښې پـه هر سر ؤ ګويـــا ؤ پـــــه هر مقام كښې
لــــه يو څټ نــــه پـــــه بل مټ وه بيــــــا لــــــه ډډه نــــــه بهــــر وه لا بـــــه دلتـــــه بــــرېښېده او لا بـــــه بيــــا د بـــــل پـــــه ســــر وه لا بــــــــــه زغـــــرې فريـــــادى وې پــــــه ټټر وه پــــــه ځيګــــر وه لا به اوچــــه ښکارېـــــده پـــــه رپ د سترګو کښې بــــه تــــر وه لكــــــه ژبــــــــــــه د اجــــــل بـــــــه يــــــې د زړۀ وينـــــه څټـــــلــــــه ګـــــويــــــــــا وينـــــــه د صـفـــــين د شهيـــــــدانو يــــــې ګټـــلـــــه
نــــــــــه مقـــــــداد ؤ نــــــه بـــــــوذر ؤ نــــه سلمان ؤ تمـــــاشا تــــه نـــــــه عمــــــار ؤ نــــــــه قنبـر ؤ تنهــــــائى وه مــــــرحبــــــا تــــــــه علـــــمدار يــــــې ؤ پــــــه وړانــــــدې نــه اكبر قاسم يې شاتـــــه ذوالفقـــــار يـــــې ؤ پـــــــه وړاندې او د اس ګـــــردونه ملا تـــه مېمنـــــــه، مـېسره، قـــــلب كـــــــه د لښكــــــر مقـــــــدمــــــــه وه د تــــرتيب بخـــــۍ يــــــې لاړې تــــــار پـه تـــــار وه كه ساقه وه
چـې پــه تېښته بـه شوڅوک، ترې ذوالجناح به پــــه ستنه شو تــــار پـــــه تـــــار بـــــه يـې يو صف كړو بيا به بل پسې پره شو چې بـــــه غبرګې نېزې راغــــلې زر بــــــه دې ورته پـــه دوه شو سر تـــــر پـــــايــــه د دښمن د تـــــورې برېښ تـــــه بـــــه لمبه شو د وښو غــــوندې راتــــاؤ بــــه يې پــه غاښونو كښې كـړه زغره څنــډول بــــه يــــــې ذوالفقــــار تـــــه اشـــــــاره وه چــــې ونغـــره
چـــــرتــــــه سم لكـــــه د غشى چـــــرته كوږ لكــــه كمــــان تـــــلو ځينې ســـــر بـــــه ؤ پــــــه ځمكـــــه ځينې سر بـــه په اسمـان تلو بړبوكۍ وه چورلېدله كـه پـــــه خپــــل ګرد كــــې پنهــــان تلــو جمعيت يــــې ؤ پـــه ځاے كه يوخوا بل خوا ته پرېشـــــان تلو پــــه كــــــوم ځـــــاے بــــــه چــــې ؤ بس وو به د دۀ سمونه پاتې پــــــه ميــــــدان بــــــه وو كـــــوفيـــــانو لـــــره بس صفرونه پاتې
ذوالجنـــــاح چـــــې ګېر چــــاپېره كــــــړه قـــلا د سړو مـــــاتــــه بـــــې لــــه اذنـــــه د امــــام يې ځـــــان رسيد كړو تــــر فـــــراتـــــه امـــــام وټپــــاۀ وې چـــــې ذوالجنـــــاحــــــــه خــــوشصفـــــاتـــــه نــــــه اكبــــر شتــــه نـــــه اصغر شتــــه اوبـــــۀ يوسم وايـه چاتـــه ځــــوړنــــد سرد ذوالجنـــاح شو پـــه وروروبېرته راستون شو وې پكار چــــــې د امــــام نــۀ شـــــو عبث زمــــا ژونـــــدون شو
نــــــــدا راغــــــلــــه لاس دې ونيســـــه فـــــــرزنــــــــده د بتــــــــول ستـــــا جمــــــال او جــــــلال دواړه دى د خــــــداے په در قبول جنــــګ دې نـــــه دے اے امــــامــــه د ملكــــونــــــو د حـصــول نــــه د جنـــګ لپـــــاره جنــــګ ؤ دا خــــــو جنـــګ ؤ د اصـــــول سر يې خــــم كړو د تسليـــم او ځـــــان يې وسپـــــارهْ قضــا تـــه مخ يـــې ستون كــــړو لــــه دښمنـه مخــــامخ شولو رضـــــا تــــه
عـمــر سعــــــد تــــــه خــــو وګــــوره چــــې څـــــه وويــــل شقـــــى وې چې پرېږدئ ګــــوزارمـــــه كـــــړئ دغــــــه اس دے د نبــــى تـــــــۀ نسبت تــــــــــه د اس ګـــــــــوره او نسبت تـــــــه د نــــمسى ځــــــــــــان او تـــــــن د مـحمـــــــد ؤ وينـــــه غــــوښــــــه د علــــــى ذوالجناح اوښکې رامــــاتې د خېمو پـــــه لــــورى ســــر شـــــو پېغــــامـــبر د خپـــــل امــــــام ښـــــاغــــلے اس د پيغمــــبر شــــو
يـــــو پـــــه زهــــرو بل پـــــه تـــــوره د نبــــى چـــــې فـــرزندان وو يــــو نظــــر پــــرې د نيکـــــۀ ؤكــــه دا دواړۀ يــــې چشمــــان وو پخــــوانـــى مـــرســــلان واړه شهيد شوى پـــه خپـــل ځـــان وو ولې دا د نبى ځـــــان وو بيـــــا لــــه ځـــــانـــــه ورتـــه ګـــــران وو دا يـــــوه كــــړۍ وه پــــاتې پـــــــــه زنځــــير د شهـــــــادت كښې امـامــــت كـــــــړه ورپـــــوره پــــــه ســـلســـله د رســــالت كښې
چـــــې كـــــوم سوال د پــــاک نبى د شهــــادت ؤ هغـــه حـل شو د حـسېن لـــــــــه شهـــــادتــــــــــه شهـــــادت يــــې مكمــــــل شو دا چـــــراغ زمـــــونږ لپـــــاره تـــرقيـــــامتـــــه پـــــورې بـــــل شو هـــــر منكـــــر وتــــــه حمـــــزه پـــــه مخکښې دا دليـل اول شو شهـــــــــادت د حـسنېنــــو ځـــــكـــــــــــه ؤ د نـبـــــــــــــــــى عـــــېن پـــــــورتـــــــــه تـــــن يـــــې د حَســـــن ؤ ښکتــه تـن يـې د حُسېن *****
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:50 |
د کربلا شهيدان
تاريخي کتابونو د کربلا د شهيدانو شمېر او نومونه مختلف نقل کړي دي چې د کربلا په ټول غورځنګ کښې د ټولو شهيد شويو نومونه په يو ځاے کښې داسې ذکر شوي دي:
د اهلبېتو (ع) د کورنۍ شهيدان
حضرت علی بن حسېن بن علی بن ابی طالب(ع) حضرت عبدالله بن مسلم بن عقيل بن ابی طالب(ع) محمد بن مسلم بن عقيل (ع) عون بن عبدالله بن جعفر بن ابی طالب (ع) محمد بن عبدالله بن جعفر بن ابی طالب (ع) عبدالرحمن بن عقيل بن ابی طالب (ع) جعفر بن عقيل بن ابی طالب (ع) حسن مُثنی بن الحسن (ع) ابوبكر بن اميرالمومنين عليه السلام (ع) عبدالله بن عقيل (ع) ابوبكر بن الحسن بن اميرالمومنين (ع) قاسم بن الحسن بن علی بن ابيطالب (ع) عبدالله بن امير المومنين (ع) عثمان بن امير المومنين (ع) جعفر بن اميرالمومنين (ع) عباس بن اميرالمومنين (ع) علی اصغر بن الحسېن (ع) محمد بن(ابی)سعيد(سعد)بن عقيل بن ابيطالب(ع) عبدالله بن الحسن بن علی بن ابی طالب (ع)
د امام حسېن (ع) د ملګرو شهيدانو نومونه
*١ -ابراهيم بن الحضين الاسدي * 2-ابوالحتوف بن الحارث الانصاري *3-ابو عامر النهشي *4اسلم التركي(خدمتگذار امام) *5-ادهم بن اميه العبدي *6-اميه سعد الطاعي *7-انس بن الحارث الكاهلي *8-انيس بن معقل الاصبحي *9-بريربن خضيرالهمداني *10-بشر بن عبدالله الحضرمي *11-بكربن حي التيمي *12-جابر بن الحجاج التيمي *13-حبله بن الشيباني *14-جناده الحارث الهمداني *15-جناده بن كعب الانصاري *16-جندب بن حجير الخولاني *17-جون (خدمتگذار ابوذر غفاري) *18-جوين بن مالك التيمي *19-الحارث ابن امرء القيس الكندي *20-الحارث بن بنهان *21-الحباب بن الحارث 22-الحباب بن عامر الشعبي *23-حبشي بن قيس النهمي *24-حبيب بن مظاهر(يا مظهر) *25-الحجاج بن بدر السعدي *26-الحجاج بن مسروق الجعفي *27-الحر بن يزيد الرياحي *28-الحلاس بن عمروالراسبي *29-حنظله بن اسعد الشامي* 30-حنظله بن عمرو الشيباني *31-رافع مولي مسلم الازدي 32-زاهر بن عمرو الكندي *33-زهير بن بشر الخثعمي *34-زهير بن سليم الازدي *35-زهير بن القين البجلي *36-زياد بن عريب الصادي 37-سالم مولي بني المدينه الكلبي *38-سالم مولي عامر العبدي *39- سعد بن الحارث الانصاري *40-سعد،مولي غلي بن ابي طالب *41-سعد مولي عمرو بن خالد *42-سعيد بن عبدالله الحنفي *43-سلمان بن مظارب الجبلي *44-سليمان مولي الحسين(ع) *45-سوار بن منعم النعمي *46-سويد بن عمرو بن ابي المطاع *47-سيف بن الحارث الجابري *50-شوذب مولي بني شاكر *51-الضرغامه بن مالك *52-عائذ بن مجمع العائذي *53-عابس بن ابي شبيب الشاكري *54-عابر بن حساس بن شريح 55-عامر بن مسلم العبدي *56-عباد بن المهاجر الجهني *57-عبدالاعلي بن يزيد الكلبي *58-عبدالرحمن الارحبي *59-عبدالرحمن بن عبد ربه الانصاري *60-عبدالرحمن بن عروه الغفاري *61-عبدالرحمن بن مسعود التيمي *-62-عبدالله بن ابي بكر *63-عبدالله بن بشر الخثمي *64-عبدالله بن عروه الغفاري *65-عبدالله بن عمير بن حباب الكلبي *66-عبدالله بن يزيد الكلبي *67-عبدالله بن يزيد الكلبي * 68-عقبه بن سمعان *69-عقبه بن الصلت الجهني 70-عماره بن صلخب الازدي *71-عمران بن كعب بن حارثه الاشجي 72-*عمار بن حسان الطائي 73-عمار بن السلامه الدالاني *74-عمرو بن خالد عبدالله الجندعي *75-عمرو بن خالد الازدي *76-عمرو بن خالد الصيداوي *77-عمرو بن قرظه الانصاري *78-عمرو بن مطاع الجفي *79-عمرو بن جناده الانصاري *80-عمرو بن ضبيعه الضعبي *81-عمرو بن كعب،ابو ثمامه الصائدي *82-قارب مولي حسين(ع) *83-قاسط بن زهير التغلبي *84-القاسم بن حبيب الازدي *85-كردوس لتغلبي *86-كنانه بن عتيق التغلبي *87-مالك بن دودان *88-مالك بن عبدالله بن سريع الجابري *89-مجمع الجهني *90-مجمع بن عبدالله العائذي *91-محمد بن البشير الحضرمي *92-مسعود بن الحجاج التيمي*93-مسلم بن عوسجه الاسدي *94-محمد بن كثير الازدي *95-مقسط بن زهير التغلبي (احتمالآ مقسط بن عبدالله بن زهير) *96-منجح،مولي الحسين(ع) *97-الموقع بن ثمامه الاسدي *98-نافع بن هلال الجملي *99-نصر *100-النعمان بن عمرو الراسبي *101-نعيم بن عجلان الانصاري *102-واضح الرومي مولي الحارث السلماني *103-وهب بن حباب الکلبي *104-يزيد بن ثبيط العبدي *105-يزيد بن زياد بن مهاصر الکندي *106-يزيد بن مغفل الجعف (سلام الله علیهم اجمعین)
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:48 |
د کوفې خلقو ته د امام زېن العابدين وېنا
چې کله د خداے د ګران رسول (ص) د کورنۍ د اسيرانو کاروان کوفې ته ورسېد نو حضرت بي بي زېنب، ام کلثوم او فاطمه بنت امام حسېن (ع) خلقو ته وېناګانې وکړې او د اموي حکومت له ظلمونو او جرمونو څخه يې پرده اوچته کړه نو د خلقو د ژړا ګانو چغې اوچتې شوې نو بس دغه وخت حضرت امام زېن العابدين (ع) پاڅېد او خلقو ته يې د خاموشۍ اشاره وکړه بيا يې د خداے پاک حمد او ثنا بيان کړه او د هغۀ په ګران رسول (ص) يې درود ولېږۀ او وې فرمايل: (( اے خلقو١ هر څوک چې ما پېژني نو پوهېږي چې زۀ څوک يم او هر څوک چې ما نۀ پېژني نو هغوي ته ځان معرفي کوم. زۀ علي بن حسېن بن علي بن ابي طالب يم. د هغه چا زوے يم چې د هغۀ حرمت مات کړے شو، نعمتونه يې واخېستل شول، مالونه يې تالا ترغه او وولوټلې شول او د کورنۍ خلق يې اسيران کړې شول، زۀ د هغه چا زوے يم چې د فرات د سيند په غاړه بې له دې چې څوک بل څوک وژل شوے وي ووژل شو، زۀ د هغه چا زوے يم چې په ظلم او ستم سره ووژل شو او دا وياړ او فخر زمونږ لپاره کافي دے. اے خلقو! تاسو ته په خداے پاک قسم ، ايا پوهيږئ چې زما پلار ته مو ليکونه وليکل او چې کله ستاسو لور ته راغے نو ورسره مو مکر او فرېب وکړ او هغه مو قتل کړو؟ اے خلقو تاسو هلاک شئ په دغو ذخيرو سره د خپل اخرت لپاره مو ولېږلې. څومره ناوړه او ناخوښه فکر لرئ، څه ډول مو دا مخ پرېښودے دے چې د خداے ګران رسول (ص) ته سترګې وغړوئ کله چې تاسو ته ووائي: (( زما بچي مو ووژل او زما د حرمت سپکاوے مو وکړو، تاسو زما امتيان نۀ يئ)) دلته له هرې خوا نه د خلقو د ژړا اوازونه اوچت شول او ځينو ځينو ته وويل: ((په ځان پوه نۀ شوئ او هلاک شوئ)) امام زېن العابدين (ع) وفرمايل: (( د هغه کس دې د خداے پاک رحمت په برخه وي څوک چې زما نصيحت ومني او د خداے پاک او د پوهانو کسانو په لاره کښې زما د وصيت خيال وساتي. ځکه چې له مونږ څخه پېروي د خداے له ګران رسول (ص) څخه پېروي ده )) ټولو خلقو په يو اواز وويل: (( اے د پېغمبر فرزنده! مونږ ټول ستا حکم ته غوږ غوږ يو او ستا اطاعت کوونکي او ستا لوظ او قول ساتونکي يو او هيڅ کله به درنه مخ ونۀ ړوو، هر څه حکم چې کوې مونږ به يې منو، له هر چا سره چې جنګېږې مونږ ورسره جنګېږو او له چا سره چې دوستي کوې مونږ به ورسره دوستي کوو له يزيد څه د وينې انتقام واخلو او چا چا چې درسره ظلم وکړو له هغوي څخه د بېزارۍ اعلان وکړو)) امام وفرمايل: (( افسوس ، افسوس، اے غدارانو او فرېبجنو! چې بې له مکر او فرېب نه بل خوي نه لرئ. ايا غواړئ هغه څه چې زما له پلار سره مو وکړل له ما سره يې هم وکړئ؟ په خداے قسم چې ناممکنه ده ځکه چې هغه زخمونه چې زما د پلار د شهادت په وجه زما په زړۀ لګېدلي دي له نه دي ښۀ شوي. د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفي (ص) ، د پلار او وروڼو مصيبتونه مې لا نۀ دي هېر شوي او د هغو ترخوالے مې لا له خولې نه نۀ دے تلے، سينه او مرۍ مې خفه شوې او زړۀ مې له غم او درد نه لا ډک دے. له تاسو نه غواړم چې مۀ له مونږ سره ملګرتيا کوئ او مۀ راسره جنګېږئ )) امام زېن العابدين (ع) له دې وروسته داسې څو شعرونه وويل: (( کۀ امام حسېن (ع) قتل شو نو څه عجيبه خبره نۀ ده ځکه چې د هغۀ پلار امام علي بن ابيطالب چې له هغۀ نه بهتر ؤ هم قتل شو. نو اے د کوفې خلقو بس نو په هغو مصيبتونو چې مو امام حسېن (ع) ته ورسول مۀ خوشحالېږئ ځکه چې د هغۀ مصيبت له ټولو مصيبتونو نه لوے مصيبت ؤ، هغه حسېن (ع) چې د فرات سيند په غاړه قتل شو، زما ځان دې له هغۀ نه قربان شي. بې له شکه چې د هغۀ قاتلان به د جهنم اور ته داخل شي. )) بيا يې وفرمايل: (( زۀ په دې راضي يم چې مۀ له ما سره ملګرتيا وکړئ او مۀ مې قتل ته ملا وتړئ. ))
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:42 |
د بی بی زېنب (ع) وېنا(د يزيد په دربار کښې)
د کربلا له غمېزې نه پس نورو غمېزو ته يوه ځغلنده کتنهکاش چې په کربلا کښې د حضرت امام حسېن (ع) او د پېغبراکرم (ص) د خاندان د نورو کسانو او د هغوی د ملګرو له قتل عام سره د رسول الله (ص) په خاندان باندې د يزيدی لښکر ظلم ختم شوے وې خو نه تاريخونه ليکی چې د اهلبېتو (ع) او د هغوی د ملګرو له شهيدولو ،د اسونو په ځغلولو سره د هغوی د پاکو بدنونو له پائمالولو او د خېمو له لوټلو او سېزلو نه پس د يزيدی لښکر ستر قوماندان عمر سعد حکم ورکړ چې نورو ټولو بدنونو نه هم سرونه پرې کړئ. بيا يې سرونه په نېزو و خېژول او له شمر بن ذی الجوشن، قېس بن اشعث او عمرو بن حجاج سره يې کوفې ته ولېږل چې د کوفې له حاکم عبېدالله بن زياد نه انعامونه تر لاسه کړی نو په دې وجه په يزيدی لښکر کښې ګډون کوونکو قبيلو هغه سرونه په خپلو کښې ووېشل او تاريخونه ليکی چې کوم سرونه کوفې ته ورسېدل د هغو شمېر اويا ؤ او ځينې ليکی چې اتۀ اتيا وو. دلته د يزيدی لښکر ستر قوماندان عمر سعد له دې کاره وروسته د امامانو د مياشتې (محرم) د يولسمې ورځې تر نيمائۍ پورې په کربلا کښې پاتے شو او په جنګ کښې يې د خپلو وژل شويو کسانو د جنازې نمونځ وکړ و هغوی يې ښخ کړل او د پاکو اهلبېتو او د هغوی د اصحابو تنې او لاشونه يې همداسې په ځمکه پرېښودل او بيا يې خپل لښکر ته د کوچ حکم ورکړ او دا قافله په داسې حال کښې د کوفې په لور روانه شوه چې پکښې د پېغمبر اکرم (ص) د کور سترمنې بيبيانې، ماشومان او د حضرت امام حسېن (ع) زوے امام زېن العابدين (ع) هم ؤ چې د خداے پاک په مصلحت سره بيمار شوے ؤ او د امام حسېن (ع) په حکم د بيبيانو او ماشومانو د څارنې، د امامت د چارو او د خداے د ګران رسول (ص) د نسل د جاری ساتلو لپاره پاتې ؤ، دغه ټولو اسيران چې په پړيو او زنځيرونو تړل شوی وو له کربلا نه د کوفې په لور روان کړې شول. بل طرف ته د عمر سعد د لښکر له تلو نه وروسته د بنی اسد قبيلې يوې ډلې خلکو چې د بنی عامر له څانګې څخه وه کربلا ته راغلل او د حضرت امام حسېن (ع) او د نورو شهيدانو بې سره تنې يې راغونډې کړې او د جنازې له نمونځ کولو نه پس يې ټول شهيدان ښخ کړل او د هغوی په مظلوميت يې ژړاګانې وکړې او . او د دغې قبيلې خلکو به بيا هر کال د امامانو په مياشت کښې په دې نيت چې دغه کسان د تندې په حال کښې شهيدان کړې شوی دی د دغو شهيدانو په قبرونو اوبۀ اچولې او حتی چې دا رواج بيا په نورو سيمو کښې هم خور شو او چې څوک به کربلا ته نه شول تلې نو د کربلا د شهيدانو په ياد کښې به يې د خپلو خپلوانو په قبرونو اوبۀ اچولې چې همدا طريقه بيا ورو ورو زمونږ پښتنو کښې هم رائج شوه او د کربلا له شهيدانو او اهلبېتو سره د مينې په وجه به يې د امامانو په مياشت کښې د خپلو خپلوانو په قبرونو باندې اوبۀ اچولې چې بيا د پښتنو په سيمو کښې د وهابيت له خورېدو نه پس دغه رسمونه او له اهلبېتو (ع) سره مينه په لږه کمه شوه.په هر حال هلته د ابن زياد دربار لګېدلے دے او د امام حسېن (ع) سر مبارک ورته مخې ته پروت ؤ او هغۀ په چوکه باندې د سر بې حرمتی کوله چې دغه وخت په دربار کښې ناست د رسول اکرم (ص) يو اصحابی زېد بن ارقم په ژړا شو او ابن زياد ته يې وويل اے ابن زياده له دې شونډو نه چوکه اخوا کړه ما په خپلو سترګو ليدلی دی چې د خداے ګران رسول (ص) به هر وخت دا شونډې ښکلولې. ابن زياد ورته وويل: دا د خوشحالۍ موقع ده پکار دی چې خوشحال شې او ما ته په دې لوې فتحې باندې مبارکې راکړې نو ته لګيا يې ژاړې، که مرګ ته نزدې بوډا نه وې نو اوس به مې درنه سر غوڅ کړے وې، او هغه په دغه حال کښې کښېناستېدو چې په دغه حال کښې د اسيرانو قافله هم کوفې ته راورسېده په دغه ورځ بازار له خلکو ډک ؤ او ټول د دې اسيرانو چې د حکو مت په باغيانو سره معرفی شوی وو تماشې ته راټول شوی وو او دغو اسيرانو ته يې په ډېره کرکه کتل او د حکومت مامورينو هم دوی په دې خاطر د کوفې په بازار کښې ايسار کړل چې سپکاوې يې وشی خو په دغه موقع د حضرت امام علی (کرم الله وجهه) زړۀ ورې لور او د کربلا اتلې حضرت بی بی زېنب (ع) او بيا ورپسې د حضرت امام حسېن (ع) زوے او د وخت امام حضرت امام زېن العابدين (ع) د خلکو په مجمع کښې په فصاحت او بلاغت سره خطبې ورکړې او خلکو ته يې ځانونه معرفی کړل او د موقعې راويانو ويلی دی چې دوی کله خطبې ورکولې نو خلکو دا ګمان کوۀ چې ګنې حضرت علی (ک) لګيا دے او حطاب کوی د هغوی د دې وېناګانو په اورېدو سره خلکو چغې او ژړاګانې جوړې کړې او په خلکو کښې يو هېجان پېدا شو چې مامورانو کله د حالاتو خبر ابن زياد ته ورسوۀ نو هغۀ حکم ورکړ چې دغه اسيران دربار ته راولئ خو په دربار کښې هم د حضرت بی بی زېنب او حضرت امام زېن العابدين وېناؤ د دربار هغه له رعب او وحشت نه ډک ماحول ګډوډ کړ او د رسول الله (ص) ځينو اصحابانو چې د ابن زياد په دربار کښې ناست وو وژړل.ځکه ابن زياد حکم وکړ چې دا اسيران د کوفې له جومات سره نزدې په يو خالی کور کښې نظربند کړئ بيا يې حکم وکړ چې دغه سرونه په نېزو باندې د کوفې په بازارونو کښې وګرځوئ او بيا دغه سرونه د کوفې په مختلفو چوکونو او بازارونو کښې په لرګو کښې ټومبلی ولګوئ چې خلک وويريږی او د حکومت په خلاف بيا څه حرکت و نه کړی. او سپايانو همداسې وکړل. ابن زياد د شام حاکم يزيد بن معاويه ته د مبارکۍ ليک ولېږۀ او يزيد ورته په ځواب کښې له شکريه نه ډک پېغام په رالېږلو سره هغۀ ته حکم ورکړ چې د حکومت د مخالفينو په ځپلو باندې د يو لوے جشن د نمانځلو لپاره دغه اسيران او پرې شوی سرونه شام ته راولېږه. او بيا دغه سرونه او تړلی اسيران له کوفې نه شام ته روان کړې شول چې د کوفې په شان د شام بازار هم له تماش بينو نه ډک ؤ او هاغه شانې امام زېن العابدين (ع) په دغه بازار کښې خلکو ته د قران او حديث په رڼا کښې خپله پېژندګلی وکړه او په خلکو کښې يې بدلون راوست خو يزيد هم دلته زر تر زره دربار ته د د دوی د راوستو حکم ورکړ. تاريخونه ليکی چې حضرت امام زېن العابدين (ع) او حضرت زېنب (ع) سره له دې چې له نورو اسيرانو سره په زنځيرونو او زولنو کښې دربار ته راوستې شول خو په ډېر وقار او هسکه غړۍ راننوتل او يزيد ورته له پېغورونو او طنز نه ډکې خبرې وکړې چې دغه وخت امام زېن العابدين (ع) يزيد ته يوه جمله وويله او ورته يې وويل (( اے يزيده! که په داسې حال کښې مونږ د خداے ګران رسول (ص) ووينې نو څه به وائی؟)) د دې جملې په اورېدو سره په دربار کښې ناست اکثر کسان په ژړا شول. کله چې يزيد دا حال ووليد نو حکم يې وکړ چې له اسيرانو څخه زنځيرونه او زولنې پرانيزئ. دغه وخت دربار ته د امام حسېن (ع) سر مبارک رواړلے شو نو بس چې کله د بيبيانو نظر په سر مبارک پرېوتو نو کريکې او چغې اوچتې شوې. بی بی زېنب په چغو او ژړا سره وويل: (( اے زما حسېنه! ، اے د خداے د رسول (ص) محبوبه!، اے د مکې او منی بچيه! اے د محمد مصطفی (ص) بچيه!، اے د فاطمه زهرا (ع) بچيه!)) د بی بی زېنب (ع) په دې چغو او فريادونو سره په دربار کښې يو محشر جوړ شو او هر طرف ته چغې او ژړاګانې شوې. چې کله دا ژړاګانې او فريادونه لږ غلی شول نو د امام حسېن (ع) سر چې د يزيد مخې ته پروت ؤ هغۀ په دې غرض چې د خلکو په زړونو کښې د امام اهميت او فضيلت کم کړی په بېنت (ډنډې) سره د امام حسېن (ع) سر، شونډو او پوزې مبارکې سره لوبې ټوکې کولې او دا هم په تاريخ کښې راغلی دی چې دغه وخت يزيد شراب څښل او چې لږ شراب به په پياله کښې پاتې شول نو د مظلوم امام په سر مبارک به يې ورواچول او شعرونه يې له ځان سره ويل چې د يزيد بن د دغه وخت او له دغه وخت نه مخکښې ځينې شعرونه دلته نقل کوم چې د تاريخ کتابونو راړی دی وائی:شميسة كرم برجها قعر دنهـا فـمشرقها الساقى و مغربها فمى فان حرمت يوماً علي دين احمد فخذها على دين المسيح بن مريم چې لنډه معنا يې دا ده وائى د ساقى په لاس كې د انګورو شراب په مشرق كي (لكه د نمر) راخيژى او زما خوله ورته دلته په مغرب كې ډوبيږی او كه شراب د محمد (ص) په دين كښې حرام دى نو د عيسى بن مريم په دين يې ونيسه .بيا يې وويل : اقول نصحب صمت الكاس شملهم و داعى صبابات الهوى يترنم خـذو بنصيب مـن نـعيم و لذة فكل و ان طال المدى يتصرم په دې شعرونو کښې وائى چې هر څه دى بس همدا دنيا ده له دې نه بغير بل عالم نشته نو بس د دې دنيا له مزو چرچو نه لاس نه دى اخېستل پكار. دا هغه شعرونه دى چې د هغۀ په ديوان كښې يې ليكلی دى او ابوالفرج ابن جوزى په الرد على المتعصب العنيد پاور كی کښې وركړى دى او هغه شعرونه چې مشهور اهلسنت محدث سبط ابن جوزى په تذكره كښې او نيکۀ يې ابوالفرج هم نقل كړى دى ان تردې وائى: فان الذى حدثت عن يوم بعثنا احاديث زور تترك القلب ساهيا يعنې هغه كس چې له قيامته خلق ويروى يو لړ غلطې خبرې كوى چې زړۀ د ساز او اواز له نغمو نه لرې كوى. بيا وائی: يا معشرالندمان قوموا واسمعوا صوت الاغانى واشــــربـــوا كـاس مــــدام واتـــــركوا ذكـرالمـعانى شفــلتـــــنى نـغمــة العيدا عـــــن صـــــــــوت الاذان و تعـــــوضت عن الحــــور عـجـــوزا فــــى الـــــدنان چې معنا يې داسې جوړيږى خپلو هم پياله او هم مشربو ته وائى پاڅئ او ساز او اواز ته غوږشئ او له اصلي شرابو استفاده وكړئ او دينى خرافات پريږدئ ځکه چې سازونو زۀ بېخوده كړے يم او دبانګ په اواز باندې يې بدلوم او مصالحه كوم او جنت او حورې په ډمو بدلوم. لما بدت تلك الحمول و اشرقت تلك الشموس على ربا جيرون نعب الغراب فقلت نح او لا تنح فلقد قضيت من النـبى ديونى چې معنا يې داسې جوړيږي د محمد (ص) د ال كجاوې راښکاره شوې. دغه دے كارغۀ اوازونه وکړل (چې د كارغۀ اواز په عربو کې سپېرۀ او په بد فال نيول كيدو) ما وويل اے كارغۀ كه ته نعرې وهې او كه نه وهې خو ما له پيغمبر(ص) نه خپله قرضه واخېسته (اشاره دې ته چې زما خپل خپلوان يې د بدر, احد او حنين په جنګونو كښې وژلى دى نو ما هم بدله واخېسته او د هغۀ بچى مې ووژل بيا يې وويل ليت اشياخى ببدر شهدوا جزع الخزرج من وقع الاسل لا هلوا و استحلو فــرحــاً ثــــم قـــــالو يا يزيذ لا تشـل قد قتلنا الفرم من سـاداتهـم و عـــــد لناه ببدر فـاعتدل لعــــبت هـــاشم بـالمـلك فـلا خــــبر جــــاء ولا وحــــى نزل لست من خندف ان لم انتقم من نبى احمد ما كـان فعـــل قـــــد اخــــــذنا من عـلى ثارنا وقتلنا الفارس الليث البطل يعنې كاش چې زما د قبيلې هغو مشرانو او تېرو كسانو چې د بدر په جنګ کښې وژل شوى دى كتلې وې ( او د خندق په جنګ كښې په نيزه د خزرج قبيلې د څټونو وهلو سره به هغوى له خوشحالۍ نه چغې وهلې وې او ويل به يې يزيده لاس دې مات مه شه چې د هغوى مشران او اتلان دې ووژل. او دا عمل مې د بدر د جنګ په بدله كې وكړ چې اوس سر په سر شو, بنى هاشمو له باچائۍ سره لوبې وكړې, نه له اسمان نه څۀ خبر راغلے ؤ او نه څه وحى نازله شوې وه, زۀ د خپل نيكه خندف له نسله څخه نه يم كه ما د پېغمبر (ص) له بچى بچى نه بدل وانه خېست, ما له على (ک) نه د خپلې وينې بدله د هغه د ستر زوے په وژلو سره. واخېسته. دغه وخت د يزيد بن معاويه له سپکاوی او غرور نه ډکو خبرو په اورېدو او د امام حسېن عليه السلام د سر په بې حرمتۍ سره د امام علی (ک) لور حضرت زېنب (ع) داسې خطبه وويله چې پښتو ترجمه يې په دا ډول ده:د بي بي زېنب (ع) وېنا د عالمينو د خداے ستائېنه کوم او په ګران پيغمبر(ص) او د هغۀ په آل (ع) درود ليږم د بدکارو (او ستاسو په شان ستمګرانو) په باره کښې د خداے پاک وېنا پوره شوه چې په ګناه او بدکار ککړ شول نتيجه او سرانجام يې داسې ځاې ته ورسيد چې د خپل نفس د رضامندۍ لپاره يې د خداے پاک ايتونه دروغ وبلل. هغه يې باطل وګڼل او د هغو په حقله يې بې پروايي وښوده اے يزيده! له دې امله چې مونږ دې په سختۍ او مصيبت کښې واچولو، اسيران دې کړو او ښار په ښار دې وګرځولو ګمان دې وکړ چې داسې ډول (قسم) کارونه به زمونږ د سپکاوی سبب او ستا د عزت او توانمنۍ دليل وګرځي. دا چې سپيګمې دې الوزي او په ډېر غرور او تکبر سره اخوا دېخوا ګورې او دنيا تر خپل لاس لاندې وينې، په داسې حال کښې چې د اهلو او لائقو کسانو حق دې په ناحقه غصب کړو او په دغو سطحی او معمولی چارو پورې دې زړۀ وتاړۀ او د يو موټی نالائقو کسانو چې ستا په خواؤ شا کښې راغونډ دي احتراماتو او دا چې کارونه په خپله ګټه ګڼې خوشحال کړے يې. آيا دا خيال کوې چې دا واقعات به ستا په ګټه وی او ستا دا ظالم حکومت به دوام ومومي؟! ته په خپلو کارونو مۀ مغروريږه. په مزه حرکت کوه او پوه شه چې دا حالات او مهلت چې تاته او ستا خواؤ شا کسانو ته ورکړے شوے دے د دې لپاره دے چې ته او ستاچاپلوس ملګری خپل ماهيت څرګند ووينی او په خپلو سپکو او شرمناکو کارونو سره خپله رسوائی نوره هم ښکاره کړي ګمان مۀ کوه چې دا تسلط او نا جايزه استفاده چې له خپل قدرت نه دې کړې ده ستا په ګټه تمامه شي بلکې د يو ذليلوونکي عذاب منتظر وسه چې ستا په انتظار کښې به وي او په مسلمه توګه به په ابدي رسواۍ او پښيمانۍ کښې پريوزې. پس ډېر زر به حالات او احوال بدل شي. اے د ازاد شويو زويه! يعنې د هغو( بنی اميه ؤ) پلارانو چې تر خپل وسه پورې يې د حق او اسلام له پر مختګ (ترقۍ) سره مخالفت وکړ او باالاخره د دوه مخيتوب او منافقت له مخه يې اسلام قبول کړ او د دې باوجود چې د اسلام پيغمبر(ص) ورباندې تسلط لرلو په هغوي احسان وکړ او ډېر درګذر او احترام سره يې هغوی ازاد او معاف کړل يا پدې حال سره ستا دا کار انصاف دې چې خپلو ښځو او وينځو ته دې په احترام سره د پړدو شاته ځاے ورکړې دے او مونږه دې چې د خداے د پاک رسول (ص) لوڼې يو د ګڼو خلقو تر مينځ د اسيرانو په شکل راوستو او د اخوا دېخوا خلقو تماشه دې جوړ کړو. ايا دا ښه خبره ده چې د خداے د ګران رسول (ص) يادګار او د وحي د مرکز تربيت شوی کسان دې له دښمنانو سره ښار په ښار وګرځول. چې د کوچيانو، ښاريزو، لريو، نزديو کمينه او شريف خلقو ټولې طبقې مونږ ووينی او تماشه مو وکړی؟ ايا په دې خوشحال شوے يې چې په داسې حال کښې چې ګران ورور (امام حسېن عليه السلام ) مې او زمونږ بهادر او شجاع سړي له مونږ سره نشته چې زمونږ مدد او ملګرتيا وکړی زمونږ دې دا حال جوړ کړو؟ هو، له تاغوندې کس نه مو بې له دې نه څه هيله لرلې شوه ؟ ولې ته د هغې ښځې اولاد نه يې چې د ډېرې کينې او کمينه توب له مخې د اُحد د جنګ په شهيدانو کښې ورګډه شوه او پيغمبر اکرم(ص) د ترۀ حمزه بزرګوار (ع) بدن يې بربنډ کړو په خپلو غاښو نو سره يې د هغۀ ځيګر وخوړو ـ نو له هغه کس نه چې د بدن غوښه يې د شهيدانو له وينې نه جوړه او وده يې کړې وی او له تاسو خلقو نه چې ( زما د پلار) امام علی عليه السلام کورنۍ ته مو تل د بغض، کينې او دښمنۍ په نظر کتلی دی او د جاهليت د زمانې د انتقام په فکر کښې يئ بې له دې څه توقع او اميد لرلې شو ؟ اے يزيده! ته د دې ټولو جنايتونو مرتکب شوے او ورباندې خوشحال يې او په ډېر غرور تکبر او مستۍ سره خپل بد کرداره مشران دې چې له اسلام سره مخالفت کښې يې تر خپل اخری وسه پورې کوشش کړے دے. خپل مخاطب ګرځولی دی او په خوشحالۍ سره وائې: ((اے کاش چې پلار نيکونه مې موجود وې او د دې انتقام کتوونکی وې چې د امام علی عليه السلام له زوے نه مې واخېست او ماته يې مبارکی راکړې وې)) ، د اجملې په داسې حال کښې په ژبه راوړې چې په ډېرې بې شرمۍ سره په خپل بينت او لښتې (سټېک) سره د ډېر پاک او پاکيزه قربانی ورکونکی يعنې زما د مظلوم ورور امام حسېن عليه السلام پاکو غاښونو طرف ته د هغۀ د لوڼو، خوېندو او خپلوانو په مخ کښې اشاره کوې. ولې به داسې نه کوې او په داسې غرور او تکبر کښې به ولې ډوب نۀ يې؟ آيا ته خبر يې چې زمونږ په زړونو دې څه رنګ زخمونه جوړ کړل؟ ايا د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم له پاک نسل څخه دې په پاکو وينو تويولو ځان ککړ نکړ؟ او د عبدالمطلب له اولاد نه دې څه ځلانده ستوری ډوب نکړل؟ ته چې خپل پلار، نيکونه دې د خپلو خبرو مخاطب کړل او په هغوی احسان خرڅوې يوه ورځ به له هغوی سره يو ځاے شې او په دې کارونو چې دې وکړل او په دغو خبرو چې دې وکړې او زړونه چې دې زخمي کړل ډېر پښيمانه شې او دا ارمان به کوې چې ای کاش لاسونه او ژبه مې پرې شوې وې خو چې داسې چارې مې نه وې کړې او دغه رسواۍ مې نه وې په برخه شوې او د يو زر تېريدونکی هوس لپاره په نه تلافی کېدونکو جنايتونو نه وې ککړ شوې. (دلته بی بی زېنب (ع) په درديدلی او له اخلاص نه په ډک زړۀ خپل پروردګار ته په توجه سره دعا کوی او فرمائی): اے پروردګاره! ته په خپله زمونږ حق له ظالمو دښمنانو نه واخلې او له دغې ډلې نه چې په مونږ يې ظلم وکړ او زمونږ وينه يې په ناحقه تويې کړه زمونږ بدل واخلې. (بيا يې يزيد تا مخ وګرځوۀ او وې فرمايل) اے يزيده! په دې خيانت سره چې دې وکړ، ګويا خپله څرمن دې څيرې کړې وی او لاسو سره دې خپله غوښه پرې کړې وی . ډير زر به د خداے پاک له ګران پېغمبر(ص) سره ملاقات وکړې پداسې حال کښې چې د هغۀ د اولاد د وينې تويولو درون پيټي به دې په غاړه وی او د هغۀ د ډيرو پاکو يادګارونو په بې احترامۍ او سپکاوی به ککړ يې . هغه ورځ ډيره زر رارسيدونکې ده چې دا خواره واره به راغونډ شي او حق به د هغۀ حقدارانو ته ورسی. په هيڅ وجه ګمان و نکړې چې هغه کسان چې د خداے په لاره کښې يې استقامت کړے او وژل شوی دی مړۀ دی بلکې هغوی په حقيقت کښې ژوندی دی او د خداے بې پايانه نعمتونه به يې په برخه وي ، اے يزيده! په هغې مقدمه او محاکمه کښې چې ستا او د اسلام د پېغمبر(ص) تر مېنځ به جوړيږی ، خداے پاک به زمونږ او ستا تر مېنځ فېصله وفرمائی او هغه کسان چې له تانه ګېر چاپېر دی (او د خپلو ذاتی ګټو د جلبولو او د اسلامی ټولنې د تاوان لپاره ستا د ملګرتيا دعوې کوي) ډېر زر به پوه شی چې د مسلمانانو په چارو باندې يې ستا په مسلط کولو سره څومره لوے خيانت کړے دے او ډېره زر به دا خبره څرګنده شی چې څومره به سپک، ذليل او پرېوتی کسان وی. که څه هم دا وخت د يو مصيبت وخت دے چې داسې حالات را مېنځته شول چې زۀ له تا غوندې سره مخا مخ شم او درته خبرې وکړم خو زۀ (د دې بر خلاف چې ستا خو اؤ شاله سرنه تر پښو چاپلوس کسان له تا سره له خوشامندو نه ډکې خبرې کوی او ستا غوږونه يې له دغو چټی او بې بنيادو خبرو سره عادت کړی دی) تا ډېر بې ارزښته ګڼم او تا (د دغو کسانو) د دروغو چټي او بې وقوفانه خوشامندو په ځاے د بې اندازې غندلو او ملامتولو جوګه ګڼم خو بايد څه وکړو په اوس حال کښې زمونږ سترګې د خپلو عزيزانو په فراق کښې له اوښکو او ژړانه ډکې دی ـ او زړونه مو د هغوی په مصيبت کښې سوزيږی ـ څومره عجيبه ده چې شېطان صفته ، کمينه او له انسانيته لرې کسانو د خداے پاک تر ټولو د پاکو کسانو ډله د خپلې ناپوهۍ ، شهوت پرستۍ او جاه طلبۍ له مخې محاصره کړه او په ډېر ظلم و ستم او نامردۍ سره يې قتل کړه. دا ستاسو لاسونه دی چې زمونږ د پاکانو او شهيدانو په وينو رنګ شوی دی او دا ستاسو خولې دي چې ګويا زمونږ د هغو عزيزانو غوښې مو تيکه تيکه کړې او کړت تېرې کړي دی. هاې افسوس! چې هغه پاکيزه بدنونه يې هماغه شان په زمکه وغورزول او راغلل او په ډېر سپکاوی سره يې، په ځاے د دې چې هغه په وينو کښې رنګ بدنونه يې دفن کړی وې په هماغه حال کښې يې پرېښودل او مونږه يې په زور را روان کړو. اے يزيده! که زمونږ د عزيزانو قتلول او زمونږه اسيرول په خپله ګټه ګڼې نو پوه شه چې ډېر زر به يو لوے تاوان او بدله په غاړه ولرې.او په داسې حال کښې چې هيڅ ملګری او مرسته کوونکی به ونلرې پکار دی د دغه لوے جرم جواب ورکړې . مونږ به خپل خداے ته ستا د ظلم او نا انصافۍ شکايت کوو، او هغه هاغه ذات دے چې زمونږ د پناه ځاے دے او په خپلو بندګانو ظلم روا نه ګڼی . اوس چې طاقت په لاس کښې لرې نو له لاسه چې دې څه کار کيږي وې کړه او له مونږ سره په دښمنۍ کښې چې هر اقدام کولې شې وې کړه او ( د خلقو د غافِلولو په حقله) له هيڅ مکر نه ډډه ونکړې او په مونږ باندې د ظلم او ستم او د ويرې او وحشت د جوړولو په باب کښې څومره کوشش چې کولې شې وې کړه خو په خداے مې دې قسم وی چې تۀ هغه طاقت نۀ لرې چې زمونږ فضيلت لرونکے نوم ختم کړې او د خلقو له ياد نه مو وباسې ته نه شې کولې چې زمونږ او زمونږ د هغو شهيدانو فضائل چې په صادقانه توګه يې د الله تعالی په لاره کښې او له جهالت، بې خبرۍ او ګمراهۍ نه خلقو ته د نجات ورکولو په لاره کښې جدوجهد وکړ، ختم کړې. او هيڅ کله به ؤ نه کړې شې چې له خپلې لمنې نه دا شرم او بدنامی پاکه کړې چې له مونږ سره دې داسې سلوک وکړ. اے يزيده! ايا داسې نه ده چې ستا پلان ډېر کمزورے او بې قدر و قيمته ؤ او له څو شېبو نه زيات مهلت به ونلرې؟ ايا ستا دوران به ډېر زر ختم نه شی؟ او دا حالات به دې تيت پرت او تس نس نشی؟ هو، ډېر زر به دې دا الهی اواز تر غوږو شی چې، په ظالمانو دې هميشنے لعنت وی، او خو مونږ د خداے پاک ډېر شکر ګزار يو چې د کار ابتدا مو په نېکمرغۍ او سعادت سره شروع او کار مو د خداے پاک په لاره کښې په شهادت او قربانۍ سره تر سره کړو. له خدايه غواړو چې زمونږ په شهيدانو دې د خپل رحمت تکميل وکړی. او د هغوی په اجراو انعام کښې دې اضافه وکړی او زمونږ مرسته دې وکړي چې د هغوی ښۀ او نېک جانشينان او ځاے ناستي شو او د هغوی قربانۍ په ښه توګه نتيجې ته ورسوو. بخښونکے او مهربان خداے هاغه پاک ذات دے چې په هر حال کښې پناه ورکوونکے او ډېر ښه مل او ملګرے دے. الا لعنه الله علی قوم الظالمين د دې وېنا نتيجهد دغې وېنا اورېدلو او له مجلس نه بهر (يعني د يزيد دربار نه بهر) د خلقو ترمېنځ د هغې خپرېدلو سره په ذهنونو کښې يو ډول انقلاب او پښيمانی رامنځته کړه او په تېره بيا په هغو کسانو کښې يې چې تر څو لحظو مخکښې پورې يې په خپلو کړو او جرائمو فخر او غرور کوۀ، ډېر افسوس او پښيمانی پيدا کړه. په اصل کښې د پښيمانۍ ذهنی انقلاب دغه حالت د اشرافو او درباری خلقو د ښځو له هماغه ناراضګۍ نه شروع شو کومې (ښځې) چې ډېر په ناز او احترام سره نرمو بالښتونو ته ډډې اچولې په عاليشان دربار کښې د پردو شا ته ناستې وې. او دغه حطاب يې اوريدو. او په مجلس کښې د ناستو خلقو مختلفو رد عملونو او غبرګونونو چې د يو شمېر اسيرانو او بنديانو د زړۀ د قوت ، اطمينان او عظمت ژړونکې نظاره يې ليدله د يو اور بسرکی شکل اختيار کړ او بالاخره ورو ورو د هغه اور د متکبر يزيد د حکومت لمنې ته ورسېدکه څه هم له.دغه خطاب او د دمشق په جومات کښې د امام زين العابدين(ع) له يو بل خطاب نه پس يزيد د حالاتو د نازکېدو له ويرې هغه ټول اسيران په جېل کښې بنديوان کړل او د مقتل ابی احنف په قول يو کال يې په جېل کښې وساتل چې د وړې سکينې بی بی (ع) وفات هم په جېل کښې وشو خو دغو وېناګانو او له جېل نه له خلاصېدو نه پس په مختلفو سيمو او په تېره بيا په مدينه منوره کښې د خلقو ته د هغو مظلومو قېديانو اصل حالاتو بيانولو د کربلا د واقعې او له هغې نه د وروستو واقعاتو د ذمه دارو عناصرو په خلاف د خلقو په ذهنونو کښې د يو اجتماعی او فکری انقلاب زمينه رامېنځته کړه لکه څنګه چې پدې خطبه کښې ورته اشاره شوې ده د حق د لارې د دغو قرباني ورکونکو نوم به هيڅ کله د بشريت د تاريخ له پاڼونه ختم نه شی او له ازادۍ او عدل او انصاف سره مينه لرونکی به يې تل عزت او احترام کوی لکه حکيم الامت علامه اقبال (رح) په يو ښکلی شعر کښې د امام حسېن (ع) عظيمه قربانی او د حضرت زېنب (ع) لخوا د دغه انقلاب پېغام خلکو ته رسونه په ښه ډول انځور کړی دی او وائی: حديث عشق دو باب است کربلا و دمشق يکــــی حسېن رقـــــــم کرد ديګـــــری زېنب يعنې د الهی عشق او معرفت د داستان دوه بابه دی چې يو باب سيد الشهداء امام حسېن (ع) په خپلو وينو سره د کربلا په مېدان کښې وليکۀ او بل باب د هغه مظلوم امام خور بی بی زېنب سلام الله عليها په خپلو سپېڅلو وېناګانو سره د دمشق په يزيدي دربار کښې د تاريخ په پاڼو کښې ثبت کړ خوکاش چې دا په هر دور کښې د خلقو لپاره يو عبرت شی چې ووينې چې د ظلم و ستم ، دوکې، فريب ، د خلقو غافلولو او فانی او سطحی چارو لپاره تګ و دوو کولو عاقبت په دنيا او اخرت کښې څومره خراب او له مصيبتونو نه ډک دے . که د خداے د ګران رسول (ص) ګرانه او قدرمنه لور حضرت فاطمه زهرا (ع) د جنت د خاتون او مېرمن په نامه ياده شوې ده نو نمسۍ حضرت بي بي زېنب (ع) يې حمزه بابا (رح) په يو کلام کښې د قيامت د خاتون او مېرمن په نامه يادوي ځکه چې په ځينو روايتونو کښې راځي چې د قيامت په ورځ به دغه قدرمنه مېرمن د امام حسېن (ع) د قتل مقدمه د خداے پاک په عدالت کښې وړاندې کوي نو ځکه بابا د دغې پاکې بي بي په در کښې په دغې نامې يعنې د جنت د خاتون په نامې سره داسې فرياد کوي: د خاتون قيامت حضرت زېنب کبری (ع) په حضور کښې کۀ هر څو له خويه بويه ځناور يم ولې ستاسو مدح خوان او ثناګر يم اے خاتونې د جنت راته نظر کړه اوس له ډېرې ناتوانۍ نه بې بصر يم نۀ قرار او نۀ سکون او نۀ صحت شته ستا له درنه يمه ستون خو در په در يم د خاتونې د جنت د سترګو تورې اسوېلے د انتظار يمه په پر يم له دې يو دم سوزېدو نه مې بهر کړه په محفل کښې مو بلېږمه اګر يم اوس مشکل زما زما اسان کړه هم په تا شي چې فدا دې له حېدره تر قنبر يم صفت خوان دې له الله نه تر احمده له احمده تر حېدره تر اصغر يم د حسېن داغ چې دې وړے په زړۀ باندې د هغۀ چراغ رڼا ته په نظر يم دا بلا رانه شيره کړه قدرت دستې زۀ حمزه د ژوندانۀ کډه په سر يم
دلته يوې مهمې خبرې ته اشاره کول ضروری ګڼم او هغه دا چې هم د يزيد په وخت کښې او هم د بنی اميه د نورو جابرو واکمنانو په دور کښې او څه په وروستو دورونو کښې تر ننه پورې ځينې مذهبی کسانو چې د وخت د جابرو او ظالمو او يزيد صفتو واکمنانو تالی سټی او د اسلام د دښمنانو د لاس آلې وې او دی دا کوشش کړے دے چې له دغه ستر ظلم نه يزيد بن معاويه بچ کړی نو ځينې عقائد يې په خلکو کښې خوارۀ کړل يعنې يو دا چې خېر او شر د خداے لخوا دے او چې يزيد څه وکړل دا هر څه خداے ته منظوره وه او په دې کښې يزيدبې قصوره دے يا دا چې دا ظلم خو يزيد نه ؤ کړے د هغۀ لښکريانو کړے ؤ نو يزيد بې ګناه دے او يا دا چې يزيد چې کله خبر شو نو ډېر خفه شو او خپلو قوماندانانو ته يې وويل چې ما خو درته داسې نه وو ويلی چې سر ترې پرې کړئ ما خو ويل چې بيعت ترې واخلئ او داسې نورې ډرامې ځينو د مذهب ټېکدارانو په عامو خلقو کښې مشهورې کړې او کوی يې دې لپاره چې د هر دور يزيد صفته ظالمان واکمنان له ظلمونو نه مبرا کړی خو که د دوی دې تبليغاتو ته لږ هم فکر وشی نو حق او حقيقت څرګنديږی لکه دا خبره چې خېر او شر د خداے لخوا دے د قران مجيد او د رسول الله (ص) د حديثو په خلاف خبره ده او چرته هم په قران مجيد کښې شر له د خداے پاک له طرفه نه دے معرفی شوے بلکې بيا بيا فرمائی چې شر د انسان د خپلو نفسانی خواهشاتو او د شېطانانو چې په جناتو کښې هم شته او انسانانو کښې هم شته د وسوسو له خوا دے لکه د قران مجيد په اخېری سورت کښې دا خبره په واضحه توګه بيان شوې ده چې شر د چا لخوا دے؟ او خداے پاک ته په قران مجيد کښې د خېر نسبت ورکړے شوے دے لکه چې فرمائی بِيَدِكَ الْخَيْرُ نه چې شر او حتی چې د يزيد او يزيد صفته واکمنانو د بچ کولو لپاره درباری ملايانو په خداے پاک پورې د شر خبره تړل په عوامو کښې د عقيدې په توګ مشهور کړل هسې هم که يو انسان فکر وکړی نو دا خبره بې دليله ده که داسې وې نو بيا به شر کوونکو ته هډو چا سزا نه ورکوله نه به په دې دنيا عدالتونو کښې او په هغې دنيا کښې. خو شريرو خلقو ته سزا ورکول د دې خبرې ثبوت دے چې دغه شر هغه کس خپله کړے دے نه چې د خداے پاک لخوا ؤهمدا رنګ د ځينو دا پروپېګنډه چې دا کار خو د يزيد لښکريانو وکړ نو هغوی ذمه وار شول يزيد خو په خپل لاس نه دے کړے. خو زما په خيال چې دا خبره هم د مخکښې خبرې په شان ډېره کمزورې ده ځکه چې حکم خو د يزيد ؤ کنه که څه هم د هغۀ د لښکريانو په لاس تر سره شو لکه په اوس زمانه کښې که د امريکې، اسرائيلو يا نورو ظالمو واکمنانو فوځيان که په يوې سيمه کښې ظلمونه او جنايتونه کوی نو مونږ ويلې شو چې هغه واکمنان له دغو جنايتونو نه مبرا دی؟همدا رنګ د دغو درباری ملايانو دا خبره چې يزيد ډېر خفه شو چې ما خو تاسو ته دا نه وو ويلی چې سر يې پرې کړئ. نو که داسې وې نو په تاريخ کښې چرته راغلی دی چې يزيد بن معاويه بيا ابن زياد، عمرسعد او شمر غوندې کسانو ته سزاګانې ورکړې بلکې تاريخ خو ليکی چې هغوی ته يې نورې ترقۍ ورکړې او تر ټولو غټ ثبوت خو په دربار کښې د امام حسېن (ع) له سر مبارک سره د هغۀ چلند او شعرونه او بيا له هر څه زيات د بی بی زېنب (ع) وېنا ده چې د يزيد څېره په ډاګه کوی.په هر حال په هر دور کښې حق پرست خلک هم وی او حق پرستو شخصيتونو تل د داسې ډول کسانو خبرې رد کړی او هغوی ته يې سکوټ جواب ورکړے دے لکه په يو دور کښې په پښتنو کښې د مغلو يزيد صفته باچايانو يو لاس پوسی ملا اخوندروېزه په پښتنو کښې د يزيد بن معاويه وکالت کوۀ او په هغۀ باندې د لعنت ويلو مخالفت به يې کوۀ چې بيا وروسته د پښتنو ستر سردار او د تورې او قلم خاوند خوشحال خان بابا (رح) له پښتنو څخه د اخون دروېزه د دې غلط او يزيدی فکر د ختمولو لپاره هرې تپې ته لاړ او پښتانۀ يې د يزيد له ظلم او بربريت او د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) له فضيلت، عظمت او مظلوميت څخه خبر کړل او په دې لاره کښې يې له بې لارې ملايانو سره ډېرې مناظرې هم وکړې او هغوی ته يې د قران مجيد او احاديثو په دلائلو سره هر څه ثابت کړل او په جار به يې حتی په شعر کښې هم ويل:د امــــــت يــــــــې بــــــــرګـــــــــزين دی اثنــــــــا عشـــــرپــه بـــــزرګــــــۍ کښې د همــــــه جهــــان مخـــــدوم دیپــــــه يزيـــــد بـــــاندې لـــعنت شـــــه پـــــه اعـــــوان يېچــــــې پــــــــــه تېغ يـــــــې د نبــــی نمسی مظـــــلوم دید خـــــــوشحال خټک دې حشر لــــــه هـــــغـــــو شـــــیچـــې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم دیاو حمزه بابا (رح) هم وائی:يـــزيده اوس به د راحت دروېزه ګر يې مـــــدامډېرو ســـــاداتـــو ستا له ظلمه در پـــــه در وژړلد سکينې د تنــــدې اور پــــاتے شو بـــــل هغسېمشک د عباس په هزار سترګو په در در اوژړليا غنی خان (رح) وائی:هغه وخت يزيد ؤ يو اوس په خو په زرګونو دیهــغه يو کــوترے شمــر اوس پــه قطـــارونــودیيا دا چې:دوست د يزيد ښه نه دے شهيد د کربلا ښه دےاو دا سلسله په پښتنو کښې دغسې روانه ده د پښتو په شاعرانو او اديبانو کښې چې اکثر د يوې ټولنې حق پرست خلق وی به داسې چرته خال خال کس وی چې د امام حسېن (ع) وصف او د يزيد بد يې نه وی بيان کړی او څه موده مخکښې خو په هغه سوات کښې چې په يوه زمانه کښې د اخون دروېزه غوندې يزيدی فکر مرکز ؤ يوه لويه طرحی مشاعره شوې وه چې طرح يې وه:(( يزيد د تشدد سنګر حسېن د امن کور دے ))نن د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې خلک د بېدارۍ او حق او حقيقت ته د راګرځېدو په حال کښې دی او هر سړے د يوې خبرې دليل او ثبوت غواړی او په زبانی قيصو او پروپېګنډو باندې يقين نه کوی.نو د هغې ورځې په هيله چې حق يعنې د اسلام سپېڅلې دين په خپل اصل حالت کښې په ټوله نړۍ کښې وځليږی او باطل په هر شکل کښې له نړۍ نه ختم شی.*****
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:40 |
له شامي بوډا سره دامام زين العابدين (ع) بحث
كله چي دكربلا په پېښه كښى يي امام سجاد زېن العابدين (ع) سره د ملګرو د اسير په توګه دمشق ته بوتلونود شام يو بوډا سړي امام زين العابدين (ع) او د هغۀ ملګرو تـه رانـزدې شـو او ورته يـې وويل:"الحمد لله چې تاسو يې ووژلئ او ستاسو ښارونه يې ستاسو له نارينۀ و نه خالى كړل او اميرالمومنين (يزيد) يې په تاسو برلاسے او مسلط كړ" امام زېن العابدين (ع) له هغه بوډا سره (چې له اسلامه ناخبره ؤ او د يزيد په ناروا پروپېګنډو کښې راغلے ؤ) داسې مناظره وكړه: امام (ع): اے بوډا! ايا قران مجيد دې لوستے دے؟ بوډا: هو، ولې نه. امام (ع ): ايا د دې ايت په مطلب ښۀ پوه شوے يې چې خداے پاک فرمائي : قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى "(اے رسوله دوى ته ) ووايه چې زۀ له تاسو نه د خپل رسالت هيڅ اجر نه غواړم خو بس دا چې له خپلوانو سره مې مينه وكړئ. (سوره شورى- 23 ايت) بوډا: هو دا ايت مى لوستے دے؟ امام (ع): نو په دې مبارک ايت كښې د رسول اكرم نزدې خپلوان مونږ يو، اے بوډا ايا په سورۀ اسرا كښې دې دا ايت (ايت26) لوستے دے ؟ وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ "او خپلوانو ته دې خپل حق وركړه" بوډا: هو لوستے مې دے. امام (ع): نو مونږ د پېغمبر اكرم (ص) خپلوان يو. او اے بوډا! ايا دا ايت دې لوستے دے؟ وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى..... "او پوه شئ چې كه هر ډول غنيمت درته تر لاسه شى نو خمس (پنځمه برخه) يې د رسول او خپلوانو........ لپاره ده....." (سوره انفال 41 ايت) بوډا: لوستے مې دے. امام (ع): پدې ايت كښې د پېغمبراكرم (ص)نزدې خپلوان مونږ يو. او اے بوډا! ايا دا ايت دې لوستےدے؟ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا "خداے پاک دا غواړى چې اے اهلبيتو! له تاسو نه د هر ډول چټلى اوپليدي لرې وساتي او تاسو داسې پاک او پاکيزه ولرى لكه څنګه چې د پاکۍ حق دے" (سوره احزاب -ايت33) بوډا: هو دامې هم لوستے دے. امام (ع): نو بس دغه اهلبيت مونږ يو، او خداے پاک دا ايت زمونږ په باره كښى نازل كړے دے. بوډا غلے شو او چې په حقيقت پوه شو نو څه يي چې ويلي وو د پښېمانۍ نښې نښانې ييې په مخ ښکاره شوې او يوه شيبه وروستو يې امام زين العابدين (ع) ته وويل: "ستا دې پـه خداے قسم وې چې تاسو هماغه څوک يئ چې دې وويل؟" امام (ع) :"په خداے او د خپل نيكۀ (ص) په حق مې دې قسم وي چې مونږهماغه كورنۍيو" بوډا د دې خبرې په اوريدو نو مخې سره يې زړۀ واوړيد او منقلب شواو ډېر زيات يې ووژړل لاسونه يې اسمان ته اوچت كړل او وې ويل: "اے پاكه ربه ! مونږ د آل محمد (ص) له دښمنانو كه پيريان دي يا انسانان بيزار يو" او بيا يې د امام زېن العابدين (ع) په وړاندې توبه وكړه.
د بوډا د توبې په واقعه چې يزيد بن معاويه خبر شو نو سم له لاسه يې د پانسۍ او اعدام حكم ورباندې وكړاو بوډا يې شهيد كړ، هغه بوډا چې حق ته يې غاړه كېښوده. او له باطل څخه يې د بېزارۍ اعلان وکړ (سيد بن طاوس لهوف 177-188 مخونه، ١٠١ مناظره جالب او خواندني )
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:39 |
ښکاري د صفېن غـــونـــدې صحـــرا د کربلا نن بيــــا څه قرآنونه اوچت شوي پـــــه نېزو کښې نن يې چــــې مسلم د ګمراهۍ له قېده اوېست دا دي چې ښکاريږي په زنځـــير په زولنو کښې (حمزه بابا)
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:38 |
امام حسين (ع) ته
ارواښاد غني خان
دا قيامت دے كه معراج دے او كه ورځ د كربلا دى دا شګو كښې سرې وينې كه ګلونه د لاله سُور خمار زهرو كښې ګډ دے ترې نه ډكه ده پياله څه په جوش ورته روان دے د مئينو سربالا ولې خپل عاشق ته اچې د سكروټو كټمالا چا ته وې ګلاب بچے دې درنه غواړم حلاله چا ته اور صليب او دار كړې هم خمار شې هم وصال چا نه سر چا نه ګلونه د ژوند حسن او كمال ن بادشاه د عاشقانو در روان دے اے جانانه! شان د مينې درته ښئ, توان د دې خاورې بې توانه ټول جهان تيارو كښې رپى يو بڅرے ځى روښانه ګوره سترګې يې ځليږي په څۀ نوى نُور مستانه ستا منصور ورته پڅخيږي ستا عيسى ورته حېرانه دا د دۀ د دړد لمبې دى كه د نُور ستورے روښانه يو ګلاب ځانته روان دے تک تور سوى بيابان کښې يوه سپينه شمع خاندي د يو قهر په طوفان كښې ولې كوم خوا ته روان يې اے حُسېنه! ولې ولې كربلا نه ده بلا ده په دې شګو كښې څۀ ګورې ولې غم دې لا ښائسته كړې پستې ښکې سترګې تورې زور او زر اقبال او بخت دې هم هما دے هم يې سورے يزيد خان دے د جهان نن انسان اوږے او كمزورے د انسان د شان مثال ښئ دې خرڅ شوي ورک غلام ته د سبا د ستورى نُور ښئ د دې ژمى تور ماښام ته بره مه ګوره حُسېنه ! نن ستا خداے دے ستا جانان نۀ مدد كړي نۀ پره كړي ستا دے وخت د امتحان ستا اختيار او تقدير يو شو په دې ورځ په دې مكان ستا د مينې مستى ګورى زور دې ګورى د ايمان اے د سرو ګلابو څانګې نن ماښام دے د خزان دا كافرې شګې تږې ستا د وينو په ارمان ځه ورځه زما جانانه ساقي لرې مېخانه كړه د سُور اور او سُور خمار نه تا له يې ډکه پېمانه كړه اے زما غمګينه ياره! غم د مينې ده حيصه سوز د ساز ښائست خمار او د يقين مور تلوسه چا چې موندے دے جانان خپل په ارام په دلاسه نوم نشان يې مرګي ورک كړل وخت يې وركه كړه قيصه چې له سر ه نه پرې داؤ کړي مستي حُسن ارمانونه سرور زر قسمه مستي شي خمار زر قسمه نشه ګوره ګوره اے حُسېنه! ګوره دغه دے عيسى دغه مست ملنګ منصور او ابراهيم د رب اشنا يـو په دار بل د اور مېنځ كښې حُـسن وليد د دلبر بې ګناه يو په صليب شو د ازغو تاج يې په سر ستا لپاره اے حُسېنه! دغه سپين تېغ د شمر هم ايمان دے هم نرتوب دے هم قسمت دے هم باور اے د مينې بل مشاله رڼا راغله د سحر دا د قهر طوفان راغے كه يزيد سره لښكر ګوره ګوره پاكه ربه! عجيبه مېدان د جنګ دے يو خوا زور تُورې صفونه بل خوا تش د حُسېن ننګ دے يو خوا زورغرور اوحرص قط په قط اوڅنګ په څنګ دے بل خوايومئين ايمـان دے مستانه اوپـه غورځنګ دے ربه وګوره فرعون نن بيا موسى سره پـه جنګ دے عـجيبه شين ازمرے دے هم بادشاه دے هم ملنګ دے يـو خوا سترګې دي د كاڼو هر ضمير خـوړلے زنګ دے بل خوا وړوکےخوارټولے دے مرى له تندې په سا تنګ دے د هر يو نظر کښې ګوره نرتوب څه چې لېونتوب دے د ادم د شان قيصه ده كلک يقين د سړيتوب دے ټول جهان توره تيارۀ دے دوي د نُور ليدلے خوب دے جنګ په تاج كړي نه په تخت، جنګ په حق دسړيتوب دے دا مغروره فرعون ناست دےكه يـو مست ببر حيوان يخ بې رحمـه چمچمار چجه شوے په ډېران مري له تندې وهى لتې وړوكي وړوكي ماشومان چار چاپېره ترې ولاړ دى قطارونه لښكريان يو يو ګل له تندې رژي د رسول د ګلستان او يزيد ولاړ دے اوري دا سلګۍ او هاۍ سُوران دا بلا د كربلا وه نيم لېوۀ او نيم شېطان په دنيا كښې دي تېر شوي ډېر بې رحمه بلاګان داسې ظلم نۀ دے شوے نۀ به وشي په جهان د چينې په غاړه مړۀ شول ټول له تندې ماشومان اخېر چغه كړه حسېن نر بچے زۀ د حېدر يم څه كه نن يم اوږے تږے خو په اصل شېر ببر يم راشه ګوره فرعونه د حېدر د وينې اور لږ راودانګه مېدان ته چې ښكاره کړو سره زور خو يزيد ترې شا ته پټ شو چارچاپېره جنګ شروع شو كربلا په وينو سره شوه بيابان ډک د نعرو شو دا د لسو او د زرو جنګ خو نه وى قتل عام وى په لكاؤ په زرو خرڅ د خپل حرص هر يو غلام وى د حسېن ملګرى واړه په نرتوب كښې حېدرى وو خو سېلاب د تُورو ډوب كړل كه سل ځله ازمرى وو سترګې تږې خوږ يواځې حسېن وكتل اسمان ته ؤ على مسكے ولاړ يې كتل ښکته مېدان ته وې اے حسېنه! زمونږ وينه تل ده خداے له بَيدلې ستا نيكۀ او بابا دواړو څو څو ځله بيولې اور بس اور دے اے بچيه! چې پاكيږي پرې فولاد د شهيد وينه مستيږي تل په توره د جلاد ټول جهان تيارو کښې ګېر ؤ خپل غېرت ايمان ترې هېر ؤ چې بنده د بل بنده شى ډېر نسلونه کړي برباد زور هم زهر هم شراب دى له سړى نه ځان خطا كړى د غرور ماڼۍ وى دنګه خو كچه يې وى بنياد د ادم نمسه نمسو كښې نه بادشاه شته نه غلام خپله خېټه سړے سپے کړي سړيتوب يې شي برباد بل په مكر په فرېب په دوكو په چلولونو نيم لومبړ نيم ازمرے وى په خپل علم كښې استاد رحم ورك شى ظلم ډېر شى سړيتوب له سړو هېر شى يو سور اور ترېنه چاپېر شىهرڅرک خپل عذاب كښې ګېر شى قانون مړ شى زور نادر شى نر تالا ګيدړ دلېر شى بې غېرته عزتمن شى سپے غړمبيږي ببرشېر شى زر شى زور د هرچا خان شي خوارغريب په ژوندستومان شى بدخنزير د هر چا پلار شى كه خنزير سره مال ډېر شى وزير غل امير ډاكو شى ايماندار په سيند لاهو شى روغ به مرى يا به غل كيږى چې ټول غلۀ ترې نه چاپېر شى ټول وطن يو تور ځنګل شى يو د بل په غوښو پائى ځناور ترې امان غواړي چې انسان په كومه تېر شى علم چل شى مذهب دام شى رنګ حلالو کښې حرام شى هر سبا لكه ماښام شى ژوند په تور آفت كښې ګېر شي دغه وخت کښې د خداے رحم او رحمت په جوش كښې راشى چرته غلے د چا كور كښې يو حسېن پکښې پېدا شى چې دې ښۀ كلک پالوان شى ورته جوړه كربلا شى مرګ ته نوې معنا وركړي ژوند كښې نوې رڼا راشى اخېر چرته په سپرلى كښې پرې باران او بړقا راشى ناګهان وچه صحرا ټول سرۀ ګلونه د لاله شى ځه ورځه ورځه حسُېنه په خپل بخت شكرګزار شه ستا شمر سره نېټه ده سپېلنې له مخ د يار شه كه رښتيا پرې تۀ مئين يې په خندا ورته تيار شه اے په غم سوى ګلابه ورشه څمله په قلار شه حُسېن ووې مرحبا دا ارزانه ده سودا كاش چې وې مې په تنه قط سرونه په زرها او يو يو وركولے ما په زر قسمه كربلا دا دې درغلم بابا لا اله الا الله اے بادشاه د يزيدانو اے مالكه د جهان ستا تقدير هسې يو اور دےځى په مخه دے روان كله وسيزى بې وجې سپين ګلونه ماشومان كله تاج د سرو په سر كړى ګيدؤسترګي شرمخان د يزيد په لوے محل كښې د شرابو رود روان د رسول بچى دې مړۀ کړل اوچې شونډې په مېدان د يزيد په سُور پالنګ كښې په ژوندون حورې غلمان د حسېن جانان مرګے دے او پالنګ يـې رېګستـان ظلم ظلم دومره ظلم وران دې نه كړو پرې جهان د حسېن په ځنكدن كښې د يو ګوټ اوبو ارمان امتحان دې کړو د مينې د حسېن څۀ امتحان؟ ولې زوے د حېدر نۀ ؤ شېرببر مرد مېدان؟ مۀ كو, مۀ كو اے اجله! دا سر نه دے د وژلو د ادم شان او سينګار دے تا پرې اور ولګولو موټې خاوره داسې مسته د زهره په شان ځليږي پټ د زړۀ په تارخانو كښې يو سرود دے چې غږيږي حسېن وكتل چاپېره وې شوې ژونده اور شوې اور دې بې حِسه تور ماحول كښې هره سا شرم پېغور په دې ظلم په دې اور كښې يو ساعت ژوندون حرام دے دا دے درغلم مرګيه زور او صبر مې تمام دے كربلا ذره ذره ستا وائى به چغې تر قيامته چې انسان به زوراور ته په هيڅ شان نه كړى سر ښكته غلامۍ نه هر څۀ ښۀ دى دا چې تېر شو او تېريږي ربه داسې زمانه ده ژوند د مرګ په بيه كيږي په خپل ژوند كښې په هر چا به كربلا يوه جوړيږي چې څوک ځي د جانان كور ته په دې لاره به تېريږي دا يو ستړے غمګين سر دے لوګے كومه يې له تا نه دا وروستے مړاوے سُور ګل دے د حېدر له ګلستانه سر دې وركړو لكه نر شېر بچے د شېر ببر د ښائست دې څوک ثانى شته نۀ د تورې برابر اے بادشاه د شهيدانو نره خانه د نرانو ستا مرګ هغه ياد تازه كړ چې هېر كړے هر انسان ؤ تا د ژوند او د مرګ تول ما ته وښود كربلا كښې څۀ رنګين سرور دې واچو لا اِله اِلا الله کښې ځکه كله كله زۀ اوس هم د شپې ژاړمه ستا د ښائست او نُور كمال بيا په دنيا غواړمه مدام كوم درته منت دعا اے حُسېنه! راشه هر قدم شوكربلا اے حسېنه! راشه (كليات غنى, د غنى فانوس)
سر دې وركړو لكه نر ر ښتيا زوے وې د حېدر دښائست او ستا د تورې نه ثانى نه برابر ځکه زۀ وهم سينه اے حسُېنه! راشه هر قدم شو كربلا اے حُسېنه! راشه هغه وخت يزيد ؤ يو اوس خو په زرګونو دى هغه يو كوترے شمر اوس په قطارونو دى ځكه وائى ذره ذره تا ته په ژړا ژړا هر قدم شو كربلا اے حسُېنه! راشه كُل دې د نيكۀ اُمت خوار او ذليل شوے دے سر په خندا نه وركئ چل ترې نه هېر شوے دے راشه د مستانو شاه سر وركول وښيه وكړه نامردانو ته نوې د مردۍ قيصه هر قدم شو كربلا اے حُسېنه! راشه (رهبر اخبار كليز نمبر 1959 كال)
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:37 |
د امت دولس امام ارواښاد خوشحال بابا د امـــــت دولــــــس امــــــــام دي په حديث کښې نام په نــام دي يو علي(ع)دويــم حســـن (ع)دے بل حسېن (ع)پـــاکــيزه تــن دے چهــارم زيــــن العـــابـــديــن دے بـــل بــــاقــر (ع) ستنه د دين دے بـــل جعـــفـــر(ع) ورپسې هم دے بـــل امــام مـوسی (ع) کاظم دے بــل امـــــام عـــلي رضــــا(ع) دے مـــحـــمــد تـــقــي (ع)بل بيـا دے بـــــل امـــــام عـلـــي نــقـي(ع)دے بـــل حــــسن عــــسکــــري(ع)دے بــل امـــام، امام مـهـــدي(ع) دے چــې د درست جهــان هــادي دے د بــــي بـــي زهـــــرا (ع) اولاد دے پشت په پشـت دا هسـې ياد دے پــــاک ســـنـــــي هـــــغــــــه ادم دے چې د آل(ع) پـه عشق مـــحکم دے + :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/10/01 او وخت
6:36 |
ا د امام حسېن (ع) په وير کښې
ارواښاد سيد احمد شاه بابا
بيا پيـدا د غـم هلال شو له ګردونه له هر ځائے حسېن حسېـن راغلل غږونه ده شفق لمنې سرې د شاه په خون شوې په بـاران يې نشانه ده شنه زرغونه الف ذکر مې تل کړے په ژړا وې له دوو سترګو مې خو ناب تلے په موجونه شهـزاده چې تا ذبيـح په سجـــده کړو د تا دواړه ستـرګې ولوېږه ملـعونه مودت اجر دې هيڅ په ځائے رانه وړو په محـشر به څه ځواب کوې قـــــارونه داستاظـلم د دوستـانو په هېر نه دے که څـرګند ېې خپل بادشاه شی په فوجونه دوستان واړه دې ديدن تا انتـظار دی ظـهور وکړه په جهان شاه مکنونه احمد شاه دې د قنبر د در غلام دے په محـشر يې ښکاره نه کړې پټ عيـــبونه
مرثيه ارواښاد سيد مير انور شاه
مصطفی په کربلا درېغه حضور وې مرتضی، مجتبی نورٌُ علی نور وې مرسلانو به کمک کړے اکثر ؤ تسلي د اهلبېتو به يې کړله که موسی کليم حاضر له کوهِ طور وې ميرحمزه به په خدمت ؤ رسېدلے که خبر دې له دې هسې شان فتور وې څه پروا به د حسېن وه له يزيده جبرائيل که ورغلے په عاشور وې سکينې به تنده کله تېروله که کوثر پياله شراب انطهور وې ما به څه لره ساړۀ کول آهونه که څه صبر مې کېدې زړۀ مې صبور وې کوفيانو به بدي له امام نۀ کړه که اسلام د دوي رسول څخه منظور وې په شاميانو به مرض وې لګېدلے يا يې تبه، يا يې رنځ، يا يې ناسور وې اسرافيل سرخروئي ولې حاصل نه کړه حق ؤ دۀ ته غږولے به يې صور وې تتبع د مير غزل ځواب انور کا که په آل د عبا دا کلام منظور وې
حضرت جابر انصاري (رض) ته د امام حسېن (ع) نوحه
ارواښاد قنبرعلي خان
کاکا جابره د بنديانو کاروانونه راغلل په غوږو اورې سوي سوي فريادونه راغلل کوکې نعرې شوې په اسمان کښې ملکوت په عالم په لړزېدو واړه دا زمکه اسمانونه راغلل حورانې واړه په ماتم شوې د جنت الماوا بي بي زهرا په مخ د اوښکو سېلابونه راغلل له بنده راغے عابدين د بنديوانو سردار په لاسو پښو کښې يې د ظلم نښانونه راغلل د کربلا شهيدان واړه ورته پارتلۀ واړه سلام ته د امام په قدمونو راغلل نازدان اصغر دې ځکه مخ ته په څپلو در دورمي که په بغل مې سکينه واړۀ لاسونه راغلل بي بي لېلی کوکې وهي چې اکبر جانه زويه پاڅه دا ستا د خيال دستار زرين شالونه راغلل قاسم له سره ظالمانو په ولجې وړے ؤ په تورو پرې يې د وادۀ سېرو هارونه راغلل زېنب په لاس کښې دا قميص دے ما د ښکلي بدن سورے سورے دے په خدنګ پرې يې څاکونه راغلل جابره ښه يې چې تۀ نۀ ګورې بنديانو کاروان ګېسو پرېشان له غمه څيرې ګرېوانونه راغلل مولا حسېن وېل جابر ته دا نوحه مذکوره جابر انصار په مخ د اوښکو بارانونه راغلل قنبرعلي غفلت ونه کړې د دنيا په زينت په دنيا څومره نوي نوي نوبتونه راغلل
انقلاب د حسېن (ع)
باباے ملاکنډ عبدالحکيم قادری
د دين وجود کښې لکه روح دے انقلاب د حسېن د قربانۍ لپاره شوے انتخاب د حسېن دې د خليل او اسماعيل د قربانۍ منشاء ؤ د شهادت په وينو رنګ دے هر ګلاب د حسېن صبر جميل ترجمانی تصوير شبير حسېن دے باغ د اسلام شو معطر په پاک خوناب د حسېن آدم نه واخله تر دې دمه تر محشره پورې په دې دنيا د قربانۍ نشته ځواب د حسېن عشق خليل، صبر ايوب ګوته په غاښ پاتے شو وه حېرانی د قربانۍ په هر يو باب د حسېن ستم ستم ؤ پل په پل چې ستمګر کوۀ هر يو ستم شولو د سيند په سر حباب د حسېن حسېن تصوير دے د قران قران تصوير د حسېن په عظيم شان باندې ګواه د خداے کتاب د حسېن حسېن سوار ؤ خو په دوش رسالت د نبی اذا سجی زلفې په لاسو کښې طناب د حسېن حُسين د حُسن نوم دے حسېن دے نام د عشق چې نه پريوځی نېزه وار مخ دے افتاب د حسېن زۀ قادری غواړمه خدايا د حسېن په خاطر ما بې نـوا پــه غلامــانــو کـړې حـاب د حســېن
حضرت امام حسېن (ع) دلخرم خرم- اشنغر
پرې کړې ښه ده هـــغه ژبه په چاړۀ د قصــاب چې د ظالم مخښکې د حق وينا كولې نه شي د شهادت په مرګ شهيد شه چې ژوندے يې مدام داسې ژوندے شه چې مرګے دې هم وژلے نه شي ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ حسېن حسېن دے داسلام پت او غېرت دے حسېن حسېن حسېن دے شرافت دے صداقت دے حسېن حسېن حسېن دے ســور په مهر نـــــبوت دے حسېن تل برخلاف د لادينی بربريت دے حسېن حسېن ايمان دےحسېن ننګ اوکل اسلام دے حسېن د نيكۀ دين کښې پېژندلے خپل مقام دے حسېن د نيكهْ دين باندې له مال او سره تېر دے حسېن دي دوه اويا كلی شهداء چې پكښې شمېر دے حسېن د شپېتو زرو يزيديانو مينځ كښې ګېر دے حسېن نوم د الله په خوله په زړۀ باندې دلېر دےحسېن اسمان منی زمكې منلے دے جهاد حسېن سرونه ځار د خداے په لار كړل آل اولاد د حسېن سرونه ځار د خداے په لار كړل خاندان د حسېن تر اوسه چا قربانی ورنه كړه په شان د حسېن خېمې يې وسوې كونډې رنډې وهی ځان د حسېن ښکاره سبق دے هر مومن وته دا شان د حسېن نشته حسېن نه به پېدا شی څوک ثانی د حسېن يزيدی نسل هيروی به قربانی د حسېن يزيدي نسل هېروی به محرم د حسېن ژاړي عالم چې كله اوينی عَلَم د حسېن ټول كائنات كښې شی ماتم چې وی ماتم د حسېن فرښتې ژاړي كړي ويرونه چم په چم د حسېن هغه بې غم شی چې شريک شی څوك په غم د حسېن هغه مومن دے چې قدم ږدي په قدم د حسېن هغه مومن دے چې په لاره وي روان د حسېن نام او نشان دے د اسلام نام او نشان د حسېن نوم د ماشوم اصغر په وينو هر عنوان د حسېن په مرګ كښې ژوند ليدۀ حسېن دا دے ايمان د حسېن د وخت له سره ښه په ښه بد باندې پوې دے حسېن اخېر نمسے د چا حسېن دے د چا زوي دے حسېن؟ اخېر نمسې د محمد رسول الله دے حسېن وركړے سر په لا اِالهِ الاَّ الله دے حسېن د ظلم زور خلاف راوتے برملا دے حسېن جلال ښودلے په مېدان د كربلا دے حسېن اے دلخرمه څومره لوے دے فضيلت د حسېن مـرګ د يــزيد دے حـقيقت كښې شهـادت د حـسېن
په امام حسېن(ع) ژړا د قرآن په رڼا ميراعظم خان پښتونزاده څه کم څوارلس سوه کاله د دې کيږي په دنيا کښې محرم چې مناويږي تور نشان، سينه زني او ژړا ګانې نۀ حسېن شته نۀ يزيد دا ولې کيږي؟ ډېر زاړۀ شول دا رسمونه رواجونه دغه آه و بکا کله به بس کيږي؟ د هر چا د عقل فکر خپل پرواز دے بې مقصده څوک کوم کار ته نزدې کيږي څوک د دې په برکت کسب روزګار ته د وسعت د ډېر د دولت په طمه کيږي څوک لا وائي پلار نيکۀ مې وراثت دے آل اولاد کښې به مې دغه شان چليږي څوک عاصي او ګناهګار لا داسې وائي په ژړا به ګناهونه مې رژيږي چا پېسه چې په حرامه وي ګټلې لږ که خرچ کړم وائي مال پرې حلاليږي کفارې لفظ د چا په ژبه هم شته دې نجات لره د بل په طمه کيږي غرض دا چې څومره خولې هومره خبرې په دې باندې به د چا تسلي کيږي د انصاف دا تقاضا ده چې وګورو د قرآن سنت رڼا کښې به حل کيږي فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا په فطرت کښې ژړا ليک انسان ژړيږي لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ د ظالم ظلم ښکاره کړه چې شرميږي که مومن يې د رسول عمل ته پام کړه ترۀ حمزه او ورور جعفر پسې ژړيږي د خداے کور مسجد نبي په دې ګواه دے رسول وائي مرثيې اصحاب ژړيږي په خپلوانو صحابه دي ژړېدلي حقيقت ټول په تاريخ کښې څرګنديږي د امام جعفر فرمان فضېل راوي دے مجلس ښۀ دے کوم کښې حق چې څرګنديږي خود دعبل خزاعي ته امام وائي د حسېن په مرثيو مې زړۀ خوښيږي تۀ زمونږه مدح خوان او ثناګر يې د دې اجر و ثواب تا ته به درکيږي نۀ قياس دے، نۀ دا ظن او نۀ بدعت دے دا عمل د معصومينو په قول کيږي له رسول سره د مينې تقاضا ده د آل غم باندې بايد امت ژړيږي أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ ښۀ واضحه دے ايت که څوک پوهيږي د (( امر )) معنا لغت کښې حکومت دے له نور ډېرو ايتونو معلوميږي د رسول مقصد حکومتِ الهي ؤ بې قوته يو نظام نه کاميابيږي کوم اعلان چې پېغبر غدير کښې وکړ يو لک شل زره کسانو نه هېريږي د زبرګۍ څادر تاريخ دې پرې خور کړے ګنې خدائېګو چې پوه خلق پرې پوهېږي له پنځويشت کالو پس چې اجماع وشوه له بيعت نه خلق ولې شا ته کيږي؟ چا حسن صلحنامه باندې مجبور کړو؟ د جابر په مقابل چې نۀ اودريږي د حسېن په شهادت که غور وشي د اعلي سر به ادني ته نۀ ټيټيږي هغه نور وو چې (( غدير)) يې فراموش کړ مونږ وعده ده کربلا به نه هېريږي هره زمکه کربلا ورځ عاشوره ده تر هغې چې حق حقدار ته نۀ رسيږي
د محرم ژړا ارواښاد علی حېدر جوشی
زما په زړۀ باندې راغلےچې زيات غم دے وخت د محرم دے پرېږده چې ژړېږم يزيده اور درباندې بـل شه تا په حسېن كړې ناپسندې د پاک نبی له امت بيـل شه تا په حسېن كړې ناپسندې همراه دې ټول خاورې خجل شه تاپه حسېن کړې ناپسندې د پېغمبر په نمسو تا كړے ستم دے وخت د محرم دے پرېږده چې ژړېږم چې دغه ظلم مـې رايـاد شی په زمكه پريوزمه بې هوشه زړۀ مې پـه چغو پـه فريد شی په زمكه پريوزمه بې هوشه رنګ مې تک تورسوے برباد شی په زمكه پريوزمه بې هوشه سلګۍ وهم جاری زما له سترګو نم دے وخت د مـحرم دے پرېږده چې ژړېږم په كربلا ګېرمعصومان شول دوی پرې چړې اوچلولې شمر عــمر جوړ قصابان شول دوی پرې چړې اوچلولې په وينو رنګ لكه الوان شول دوی پرې چړې اوچلولې په پنجتن پاک باندې مې زړۀ قلم قلم دے وخت د محرم دے پرېږده چې ژړېږم داسې ظالم به پېدا نه شی ظلم دې ډېر وکړو يزيده زما په خوله بـه خندا نه شی ظلم دې ډېر وكړو يزيده هيڅوک به تانه رضا نه شی ظلم دې ډېر وکړو يزيده د دنيا ټول ظلم په دغه ظلم كم دے وخت د محرم دے پرږده چې ژړېږم نـــم مې لـــه سترګو نه بهيږی څوک به مې خوا ته رانزدې كړی سلګۍوهم رنګ مې زيړيږی څوک به مې ځان ته رانزدې کړی غـــمونه كـــم نـه شول زياتېږی څوک به مې خوا ته رانزدےكړی علی حېدر وائی خفه پرې ټول عالم دے وخـت د مـحرم دے پـرېږده چې ژړېږم
د کربلا زمکه
ارواښاد محمد دين مقيد
آه و بکا ده زمکه اسمان ژاړی ژړا ژړا ده واړه جهان ژاړی جور و جفا ده ټول مسلمان ژاړی شور و غوغا ده کون او مکان ژاړی اسمان ماتم کړی په واوېلا زمکه په وينو سره شوه د کربلا زمکه يزيد په تېغ د جفا واړه جهان تنګ کړو په اهلبېتو باندې يې خپل مکان تنګ کړو په بلبلانو يې خپل ګلستان تنګ کړو وطن يې اور کړو هم يې مېدان تنګ کړو په وير ده ګډه د دې دنيا زمکه په وينو سره شوه د کربلا زمکه يزيد شمر دے د ظلم کار کوی د پېغمبر په نمسو باندې ګوزار کوی داسې ظلمونه چې په بار بار کوی ملامت ځکه پرې خلک هزار کوی لاف د انصاف دې نۀ کوی بيا زمکه په وينو سره شوه د کربلا زمکه د تندې زور دے اوبۀ عباس راوړی چې لاس يې پرې کړی بيا يې په بل لاس راوړی چې بل يې پرې کړی په خوله يې پاس راوړی دا څه داستان دې درد بې قياس رواړی په بله څنګه نۀ اوړی دا زمکه په وينو سره شوه د کربلا زمکه يا دنيا واړه يا ستمګار ورک شه که داسې سخت وی لېل و نهار ورک شه د ظالمانو هر پېروکار ورک شه يزيدانو ټول کاروبار ورک شه له هر ظالم نه دې وی صفازمکه پـه ويـنو سره شـوه د کربلا زمـکـه
امام حسېن (ع) ته د عقيدت ګلونه
جمعه خان اواره
سالار د شهيدانو دے حسېن ابن علي سردار د امامانو دے حسېن ابن علي چې لوے شو په اوږو د پېغمبر دا نازولے حسن حسېن په غېږ کې پاک سرور دی ګرځولي دا دواړه ملائکو په ځانګو کې ځنګولي رويدار د جنتيانو دے حسېن ابن علي سالار د شهيدانو دے حسېن ابن علي سردار د ےد جنت د شهادت مقام يې وړے څراغ د امامت د ولايت مقام يې وړے خاوند د کرامت د شجاعت مقام يې وړے دلدار د بيمارانو دے حسېن ابن علي سالار د شهيدانو دے حسېن ابن علي په ورځ د اختر راغلل امامان تر خپله کوره دوی نوی کالي غواړي، ژړا کوی پر موره دستی جبرائيل راوړۀ له جنته کرم ګوره بادار د مومنانو دے حسېن ابن علي سالار د شهيدانو دے حسېن ابن علي که سرومال قربان کړی اواره تر حسنېنو يا ننګ و ناموس پرېږدی شی ملنګ د حرمېنو د پښو خاورې به يې مږم ترقيامته په عېنېنو مزار د عاشقانو دے حسېن ابن علي سـالار د شـهيدانو دے حسېن ابن علـي |