نوې چپې
(ناول)

ليک: ارواښاد حمزه بابا
سريزه
پښتانۀ په دې حقله ډېر خوش نصيبه دی چې خداے پاک ورته په مختلفو وختونو کې ښکلی ښکلی او پوهه مشران ورکړی دی او بدنصيبه په دې دی چې اکثرو پښتنو هغوی و نه پېژندل او د هغوی له لارښوونو نه يې فائده اوچته نه کړه او هغو مشرانو د پښتنو د يو والی، بېدارۍ او ترقۍ ارمانونه له ځان سره ګور ته يوړل خو په دغو کې ځينو مشرانو بيا هم د خپلې غاړې خلاصولو لپاره هغه خپل تعليمات په ليکلی توګه دې قام ته په دې نيت پرېښودل چې کېدې شی داسې يو وخت راشی چې د دې قام شعور بېدار شی او ځان وپېژنی او په دې تعليماتو باندې پوه شی او په هغو باندې په عمل کولو سره د ترقۍ، نېکرغۍ او د عظمت په لور ګامونه واخلی. چې په دغو مشرانو کې يو حمزه بابا (رح) دے چې د تعريف محتاج نه دے او که تعليمات يې چا نه وی کتلی نو نوم يې هر پښتون اورېدلے دے.
د حمزه بابا (رح) ځانګړتيا په دې کې ده چې هغۀ په خپلو ليکنو کې د پښتنو د ټولو پرګنو خيال ساتلے دے او دا په دې خيال چې د هر ډول طبيعت پښتون ترې نه فائده اوچته کړی لکه يو طرف ته ارواښاد بابا د شعر په ژبه پښتنو ته خپل حق پېغام رسولے دے نو بل طرف ته يې د نثر په دنيا کې داسې له ادب نه واخلې تر مذهبه پورې او له فلسفې نه واخلې تر عرفانه پورې ليکل کړی دی، همدا رنګ يې د افسانې، ډرامې، ناول او حتی د فېلم مېدان هم نه دے پرېښے چې د پښتو وړومبنے فيلم ليلی مجنون يې په بمبۍ کې جوړ کړے ؤ او له افغانستان نه ريليز شوے هم ؤ دا بيله خبره ده چې پته نيشته چې هغه فيلم اوس چرته دے خو مشران دومره وائی چې دغه فيلم يې له مجازی پاکې مينې نه حقيقی پاکې مينې ته رسولې دے.
د بابا بله ځانګړتيا دا ده چې په هر مېدان کې يې چې ليکل کړی دی نو هسې يې کاغذدنه نه دی تور کړی بلکې خپل کمال يې پکې څرګند کړے دے يعنې په هره موضوع کې کامليت لری او بله دا چې هغۀ په خپلو ليکنو کې حق او حقيقت هيڅکله له لاسه نه دے ورکړے او ټول اثار يې يوه انسان سازه او روزنيزه بڼه لری.
د بابا دنياوی، تحصيلی او تعليمی زدکړو ته په پام سره چې د نيشت برابر دی د پښتنو ليکوالانو دا خبره سل په سلو کې صحيح ده چې هغه د زمانې نابغه ؤ ځکه چې دا هر ځه د انسان د خپل وس کار نه دے تر څو چې ورسره يو غېبی امداد نه وی چې په بله معنا کې ورته الهام يا لدنی علم ويلې شو.
بل عرض به دا وکړم چې د حمزه بابا (رح) چاپ او ناچاپ اثار ډېر زيات دی خو د افسوس خبره دا ده چې پخوا يې کوم کتابونه او اثار چاپ شوی دی او خلکو ډېر خوښ کړی هم دی خو بيا يې د چاپ کولو چا تکليف نه دے کړے که څه هم د پښتنو د صوبې پخوانی ګورنر ښاغلی سيد افتخار حسېن شاه يې د ناچاپو اثارو د چاپ کولو حکم کړے ؤ چې څه پکې چاپ شوی هم دی دا بيله خبره ده چې کوم کتاب په سرکاری پېسو چاپ شی نو څه ضمانت شته چې به په خپل اصلی حالت کې پاتے شوے وی چې دا يوه بيله موضوع ده چې دا وخت پرې زۀ څه نشم ليکلې.
په هر حال د بابا يو ناول چې (( نوې چپې )) نوميږی او په اول ځل ١٩٥٧ کې او په دويم ځل په ١٩٩٣ کې چاپ شوے ؤ راته لاس ته راغے چې په لوستو مې ډېر زيات خوښ شو خو ليکل يې ډېر کړکېچن وو نو په دې ويره چې هسې نه بيا له منظر عام نه غېب شی نو زړۀ مې وغوښتل چې دا کتاب په کمپيوټر باندې په خپله کمپوز کړم او يو د پښتو په دې مجله کې خپور شی چې زيات نه زيات پښتانۀ وروڼه خوېندې ترې نه استفاده وکړی.
د دې ناول د مرکزی خيال په هکله به دومره ووايم چې حمزه بابا (رح) په دې کې د يوې مسلمانې پښتنې ټولنې نمونه ورکړې ده لکه چې څنګه د بابا له تعليماتو نه څرګنده ده چې هغه د اسلام باده او شراب د پښتو په پياله او جام کې پښتون قام ته ورکول غواړی. او اسلام هم هغسې غواړی چې په حقيقت کې څنګه دے او له هر ډول افراط او تفريط نه پاک او پښتو هم هغسې غواړی چې څنګه په حققت کې ده. بابا د دې خبرې قائل نه دے چې د پښتو او قوميت په نامه او بانه دې اسلام ته شا کړې شی او يا دې د اسلام په نامه او بانه باندې ژبې او قوميت ته کفر وويل شی، د هغۀ له نظره د يو پښتون لپاره اسلام او پښتو لازم او ملزوم دی او که په دې کې يې يو څيز هم پرېښودو نو هغه يو څيز به يې خا مخا نيګړے او غېر معياری وی او د داسې کس ګمراهی يقينی ده.
بابا په دې ناول کې که يو طرف ته د يوې پښتنې معاشرې هغه مثبت اړخونه ښودلی دی او د يو صحيح مسلمان پښتون کېدو د تقليد وړ مختلف کردارونه يې ورکړی دی لکه د يوې پښتنې کورنۍ د يو پښتون او ايماندار مشر، يوې پښتنې مېرمنې، مور، لور، خور، ورور، ځلمی، پېغلې، دوست، يار، استاذ، سياستدان، پاکلمن مينه وال او حتی يو نوکر وغېره. او د هغوی مړانه، خلوص، صداقت ، شرافت او پاکه مينه يې څرګنده کړې ده او د ژوند په ټولو څانګو کې د هر يو خپل هغه رول يې چې فطرت ورته ورکړے دے ښودلے دے نو بل طرف ته يې د منحرف شويو او جاهلو او نه تربيت شويو يا غلط تربيت شويو پښتنو او د پښتو او غېرت په نامه او بانه باندې د جاهلانه رسمونو نمونې هم ورکړی دی او همدا رنګ يې د هغو په ترڅ کې د مغربی منځ تشی تهذيب له ظاهری پړق پړوق او يا د ځينو پرديو، مفاد پرستو او ناپوهو سياستمدارانو په جذباتی نعرو د دوکه شويو او تېروتيو پښتنو د بيا هدايت کېدو نمونې هم په ډاګه کړی دی چې زۀ به ووايم چې دا ناول نه بلکې د هرې طبقې د وګړو او د هر دور د پښتنو لپاره يو سدا بهار لارښود دے او هغه مشهوره خبره چې سمندر يې په کوزه کې بند کړے دے او چې کله يې زما پښنانۀ وروڼه خوېندې ولولی نو خپله به يې له اهميت نه خبرشی. خداے پاک دې دا کتاب د ټولې پښتونخوا د خلکو لپاره د بېدارۍ يو والی، خپلواکۍ، ترقۍ او خوشحالۍ سبب وګرځوی. په درناوی
د مينې مجله اداره
په تېر پسې ………..
سليم ګلرخ ته تسلي ورکوله او اکبر خان له دې نوو پېدا شويو تاثراتو نه د بهر وتو لاره کوله چې مېنځګړيو قېديان روان کړل، اکبر خان ته يې غږ وکړ او اکبر خان په دوه ګامه کښې له سليم سره ملګرے شو. ګلرخ د عظيم خان له مور نه رخصته شوه. د بړوان صاحبزاده په اس سوره کړه، د سليم اس هم ورپسې روان شو. هغوي د عظيم خان له کلي نه راووتل خو له عظيم خان سره يې ليدل اونۀ شول. بهر چې سليم يو خوا بل خوا وکتل نو هرې پولې او سر بوټي ته يې افريدي زلمي ټوپک په لاس وليدل، د خواو شا علاقه د اکبر خان له سړو نه ډکه وه. د څوارلسمې سپوږمۍ لا د اسمان منېځ ته نه وه رسېدلې او د هغې پلوشې د سليم او اکبرخان په مخ نېغې پرېوتې. ګلرخ به کله کله په دواړو دوستانو نظر واچوۀ او بيا به يې سر ښکته کړ. لږ ساعت پس دا ټول خلق د اکبرخان ګهړۍ ته ورسېدل، هلته ترې د بړوان صاحبزاده له ډېرو دعاګانو سره رخصت شو. د کلي خلق مخې ته راوتلي وو اوله اکبرخان او سليم نه ګېر چاپېره ملاتړلي سړي هم د مچو مېږو په شان ورسره وو، د قېديانو په راخلاصولو يې له ډېرې خوشحالۍ نه باړونه اچول، په بې واره ډزو او د خوشحالۍ په رنګا رنګ چغو سورو هسې يو قيامت جوړ شو. ګلرخ شېر احمد کور ته بوتله او سليم له اکبر خان سره په حجره کښې ورننه وت. په حجره کښې د پښو اېښودو ځاے نۀ ؤ، پسونه حلال شول او د کلي مستو زلمو په مجلس ګوتې پورې کړې. سليم له دې نه پخوا هم د تيراه والا سندره اورېدلې وه خو دا ځل يې پرې دومره اثر وکړ چې اندازه يې نه وه ځکه چې هغه تيراه والا سندره په تېراه کښې نه وه اورېدلې نن يې ايله په خپل مقام واورېده بيا تېراه والے طرز دومره خوږ او له سوز نه ډک ؤ چې په دردمنو زړونو مرهم او په خوشحالو زړونو داغونه ږدي. د سليم په زړۀ باندې درد ډېر تېر شوے ؤ. تيراه والې پرې مرهم کېښود. چې د جذباتو وار تېر شو د ادب او سخن مذاق سر راپورته کړ. په دې کښې افريدي ربابي دا لنډۍ وويله:
يــــــو ځلـــې بيـا پــــه دې لار راشــــــه
په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه
سليم بې اختياره داد ورکړ او مخ يې اکبر خان ته اوګرځوۀ.
سليم: (( اکبرخانه! تا دا لنډۍ واورېده؟ ))
اکبرخان: (( هو وامې ورېده خو زما خيال دے چې تا په وړومبي ځل واورېده. ))
سليم: (( هو کنه ، ځکه خو يې دومره خوند پېدا کړ، ډېره ښه لنډۍ ده. ))
اکبر خان: (( ما خو به درته پخوا هم ويل چې د پښتو شاعرۍ روح په لنډيو ټپو کښې دے خو تۀ دومره فنا في الغزل وې چې زما خبره دې نۀ منله.))
سليم: (( زۀ اوس هم فنافي الغزل يم او دا مصرعه مې چې خوښه شوه نو هم په دې چې له تغزل نه ډکه ده. واه واه څه مصرعه ده! ))
اکبرخان: (( په دې لنډۍ کښې دې کوم تغزل وموند؟ چرته لنډۍ او چرته غزل !! ))
سليم د غزل يو خاص رنګ دے هغه په هر ډول شعرونو کښې ځاے موندې شي. په رباعۍ، لوبه، نيمکۍ، بدله او ټپه په هر څيز کښې. په دې لنډۍ کښې هم شته. ))
اکبر خان: (( په دې لنډۍ کښې دې څه څيز خوښ شو؟ ))
سليم: (( په دې کښې يو اوږد خيال په لږو الفاظو کښې بند شوے دے. خيال ورته وکړه. د يو کس محبوب په دې لار تېر شوے دے. د هغۀ د قدم نښانې جوړې شوي دي، مئين هغو ته ګوري او د بېلتانۀ غم پرې غلطوي. څه موده پس په هغو نښانو باندې ګردونه پرېوتل شروع شي او هغه نښانې ورو ورو په تتېدو شي. له مئين سره ويره پېدا شي چې که هم داسې حال وي او محبوب مې بيا پېښه ونۀ کړه نو د هغۀ د قدم دا نښانې به زما د ارمانونو قبرونه شي. بې اختياره وائي چې:
يــــــو ځلـــې بيـا پــــه دې لار راشــــــه
په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه
خيال وکړه څومره اوږد خيال يې په يوه ټپه کښې بند کړے دے. هغه په کوزه کښې درياب بندول هم دې ته وائي.
اکبرخان: (( خېر دا خبرې به بيا کوو خو دا ووايه چې تۀ تيراه ته راتلې نو ما ته دې ايله خبر هم و نۀ کړ. ))
سليم: (( زما خيال ؤ چې له عظيم خان سره يوه شپه وکړم نو خبر به درکوم. خو ډېر اميد مې نۀ ؤ چې تۀ به د پېښور له بې خوده او رنګين پسرلي نه د تيراه دې واورجن پسرلي ته راغلے يې. خو د يوې شپې نه پس هغه ظالم عظيم خان ما ته د دې خبرې موقع را نۀ کړه. ))
اکبر خان: (( عظيم خان ډېر بد کړي دي او د دې کار ورله داسې سزا پکار ده چې تر عمره په تيراه کښې د خلقو ياده وي خو افسوس دے چې سيدانو او ملايانو ورته پرې نښودم.))
سليم: (( زما په خيال خو هم داسې ښه وشوه. له قتل او وينو توئيولو نه په هر حال کښې روغه ښه وي. ))
اکبر خان: (( روغه ښه وي خو له هغه چا سره چې د روغې په اهميت پوه وي. د عظيم خان غوندې ډنګر سره کوتک ښائي. هغه دومره خر دماغ سړے دے چې په دنيا کښې هيچا ته يې نيت په خېر نۀ دے. او نن زما خيال ؤ چې پوره پوره فېصله يې وکړم خو .......))
سليم: (( بيا هم ستا عزيز دے او زمونږ يې ډېر خدمت کړے دے. اکبرخانه! رښتيا وايم چې زما اوس هم ورته قهر نۀ راځي. ))
اکبر خان: (( دا ستا کمزوري ده. دومره د نرم زړۀ څښتن په دنيا کښې د امن او عزت ژوند نۀ شي تېرولې. ))
سليم: (( بې شکه له حد نه زياته نرمي خو نقصاني ده، خو زما دا نرمي د نامړدۍ او بزدلۍ له کبله مۀ ګڼه بلکې دا د هغه محبت اثر دے چې زما له نوم پښتون سره دے. ))
اکبر خان: (( يعنې تۀ ډېر لوے قام پرست يې. )) سليم وخندل او د اکبر خان په سترګو کښې يې سترګې واچولې.
سليم: هو، ته خو بالکل نۀ يې کنه ؟ ))
اکبر خان: (( زۀ خو اوس د خاکسارو سالار يم، خبر يې که نه ؟ ))
سليم: (( ښه ؟ دا يې لا بله، له دې نه دې اوس خبر کړم. ))
اکبر خان: (( مطلب دا دے سليمه چې زۀ اکثر په پېښور ښار کښې يم او هلته د پارټيو زور دے، سړے خوا مخوا يو طرف ته کيږي. ما ته د علامه مشرقي دا تحريک ښۀ ښکاره شو. زۀ خو به راې درکړم چې تۀ هم په دې کښې شامل شې. بالکل يو اسلامي عسکري تحريک دے او مسلمانانو ته خپل پخوانے اسلامي دور وريادوي. ))
سليم: ستا په خيال کښې کانګرس څه رنګه جماعت دے؟ ))
اکبر خان: (( ډېر منظم او طاقتور. ))
سليم: (( نو بيا په هغۀ کښې ولې سړے شامل نۀ شي چې له خاکسار تحريک نه پخوانے هم دے. ))
اکبر خان: (( په کانګرس کښې د مسلمان لپاره هيڅ خېر نشته، هغه د هندو اکثريت ټولے دے او خالص د هندوانو حفاظت کوي. ))
سليم: (( ولې په هغۀ کښې د هندوستان جمعيت العلماء، د ديوبند علماء او مولانا آزدا امام الهند غوندې هستۍ شاملې نۀ دي؟ چې زما او ستا نه ډېر ښۀ مسلمانان او د مسلمانانو په مفاد پوه دي. ))
اکبر خان: (( په اول ځل چې کانګرس جوړ شوے ؤ نو د هندوستان هر يو قام ته په هغۀ کښې د ازادۍ او مساوات رڼا ښکارېده. قېدي ته چې د ازادۍ کوم سبب په لاس ورشي نو هغه دې ته خيال نۀ کوي چې اے دا سبب خو به ما په دويم قېد کښې نه مبتلا کوي؟ خو بس عمل پرې کوي او ځان خلاصول غنيمت ګڼي. د هندوستان مسلمان اول هم د دې جذبې د اثر لاندې په کانګرس کښې شامل شوے ؤ خو چې څه موده پس يې عقل سر ته راغے نو پوه شو چې که د انګرېز د غلامۍ نه خلاص شي نو د هندو اکثريت په جال کښې به ګېر شي. د هغۀ لپاره په دواړو صورتو کښې غلامي ده. په دې وجه د کانګرس نه جدا شو. پاتے شو مولانا ازاد او نور د علماؤ جمعيتونه، نو د هغوي په حقله به دا درته ووايم چې څه خو هغوي په خپل بې ځايه ضدټينګ شوي دي او څه د کانګرس سرو سپينو د هغوي د ضمير سترګې برېښولې دي. او بيا دا چې لوے لوے خلق دي چې هغوي يو ځل دا وويل چې قام پرست او حقيقي نمائنده جماعت کانګرس او صرف کانګرس دے نو وس خو په دې وېنا د خپل جهالت ثبوت نه شي پېش کولې چې کانګرس حقيقي قامي جماعت نه دے. څه رنګه؟....)). سليم لا څه جواب نۀ ؤ ورکړے چې غوښه وريته شوه او ورسره ډوډۍ هم راغله.
سليم: (( اکبر خانه! ډوډۍ خو مونږ خوړلې ده او وس شپه هم له نيمې تېره ده. ))
اکبر خان: (( سليمه! مونږ د فتح او بري په موقع ضرور پسونه حلالوو. زمونږ خلق چې خپل دښمن مړ کړي نو هم له راواپس کېدو سره پسۀ حلالوي. دا ستا مېلمستيا نۀ ده زمونږ د بري خوشحالي ده. ))
سليم: نو تۀ هم د نورو په شان په دغو چپو کښې بهېږې؟ ))
اکبر خان: (( له قام سره ناکام دے. سليمه دا څه دومره بد رسم نۀ دے د يو بې ګناه په قتل که مونږ په خوشحالۍ کښې پسونه حلال کړو خو بد سهي ولې په دغه موقع چې تۀ مو له يو الجې نه راخلاص کړے يې پسونه حلالول بد کار خو نۀ شي کېدې. ))
سليم: زۀ خو دا نۀ وايم چې هر رسم له هر اړخ نه بد وي خو دومره اسراف ته هم خيال پکار دے. ))
اکبر خان: (( خېر وس به غوښه اوخورو. )) دواړو دوستانو په خوراک ګوتې پورې کړې. سليم يوه نمړۍ تېره کړه اوبۀ يې اوڅښلې او سر يې راپورته کړ.
سليم: (( د ګلرخ خبر هم اخېستل پکار دي. ))
اکبر خان: بې غمه اوسه مور مې کور کښې ده.خو که صفيه په پېښور کښې نۀ وې نو د ګلرخ وخت به ډېر ښۀ تېرېدو؟ ))
سليم: (( صفيه څوک ده ؟ ))
اکبر خان: (( زما خور تر مېټرکه تعليم يې هم شته. ))
سليم: (( ستا والد صاحب د جينکو له انګريزي تعليم نه خلاف نۀ دے؟ ))
اکبر خان: (( مخالف ولې نۀ دے خودا هر څه ما کړي دي او وس پښېمان يم. ))
سليم: (( وس ولې پښېمان يې؟ ))
اکبر خان: (( ځکه چې هغه وخت زۀ د مغربي تهذيب چپو اخېتے ؤ، خو علامه مشرقي زما سترګې پرانېستې. ))
سليم: (( څه رنګه؟ ))
اکبر خان: (( ستا به ياد وي چې کوم وخت مونږ په اسلاميه کالج کښې وو نو هغه وخت علامه صاحب په خپله د انګرېزي فېشن دلداده ؤ. ))
سليم: (( زما دا خبره په زړۀ کښې وه، هغوي به د کوټ پتلون استعمال کاوۀ او د ښځو د پردې هم څه دومره قائل نۀ ؤ. ))
اکبر خان: (( اوس وګوره هغوي به په مغربي تهذيب کښې نقصان ليدلے ؤ چکه خو يې پرېښود. ))
سليم: (( له دې نه معلوميږ چې ستا خپل اصول هيڅ نشته د علامه صاحب په اشاره روان يې. ))
اکبر خان: (( تر څو چې د امير اطاعت ونکړې شي د ملت د يو والي او اتفاق مقصد نه حاصلېږي. ))
سليم: (( دا خبره درسته ده. خو علامه صاحب خو يو تاسو امير منلے دے، د ټولو مسلمانانو خو دا خيال نۀ دے. ځکه چې د کانګرسي مسلمانانو امام مولانا ابوالکلام ازاد دے. ))
اکبر خان: (( نه ووره مولانا ازاد نه بلکې ګاندهي جې. ))
سليم: (( ګاندهي خو بيا هم هندو دے او چرته چې د مذهب سوال راشي نو يو کانګرسي مسلمان ابولکلام ازاد د خپل اصول د ثابتولو او د دې کار د جواز لپاره پېش کولې شي او جمعيت العلماء هند يا د ديوبند د علماؤ جمعيت درته وړاندې کولې شي.
اکبرخان: (( سليمه! زۀ حېران يم چې آخر ستا خپل اصول څه دي؟ ))
سليم: په داسې ماحول کښې چې مسلمانان له دريو اويا فرقو نه هم وړاندې تېر شوي دي، کۀ زۀ خپل جدا اصول درته بيان کړم نو دا به په ملت کښې د يوې نوې فرقې پېدا کولو تکل وي. هوسۍ په خپله لږه ګړندۍ ده چې لا ګونګرو هم ورته واچوو.))
اکبر خان: (( نورو اصولو ته څه حاجت دے. دا به ښه وي چې تۀ خاکسار شې څه حرج شته؟ ))
سليم: (( که ما ته ستا په شان يو کانګرسي دوست ووائي چې که کانګرس کښې شامل شې نو څه حرج شته؟ نو زما ځواب به څه وي؟ ))
اکبر خان: (( هغه به غلط ووائي. په کانګرس کښې د مسلمانانو څۀ فائده؟ ))
سليم: (( که مسلم ليګ ووائي؟ ))
اکبر خان: (( هغه به هم غلط ووائي ))
سليم: (( خېر احرار واخله ))
اکبر خان: (( هغه هم درست نۀ وائي. احرار د کانګرس د تصوير دويم اړخ دے. ))
سليم: (( نو رښتني يوازې تاسو خاکساران يئ، نور ټول په بلو بلو سر دي.)) له دې سره سليم په خندا شو.
اکبر خان: (( شابسې اشنا تۀ خو د ټولو وکيل شوې. ))
سليم: (( که ما سره وس يو کانګرسي يا احرار خبرې کولې او هغه په خاکسار تحريک اعتراض کړے وې نو هغۀ ته به مې هم دغه ځواب ورکړے ؤ. ))
اکبرخان: (( سليمه خوږه وروره! چې چرته هغه د ښاپېرک کانه درباندې و نۀ شي چې مارغانو به په جنګ کښې ګټه وکړه نو ويل به يې چې زۀ مارغۀ يم، واخلئ وګورئ دا مې وزرې. او چې ځناورو به برے وکړو نو نعرې به يې کړې چې زۀ ځناور يم که يقين مو نۀ کيږي نو راشئ وګورئ دا مې غاښونه او دا مې سينه کښې شودۀ ))
سليم: (( او چې کوم وخت د مرغانو او ډنګرو صلح وشوه نو ښاپېرک يو ټولي هم په ځان کښې نه پرېښودۀ ))
اکبر خان : (( هو! ))
سليم: (( دا خو به هله رښتيا وو چې ما له يوې ډلې سره خو د ملګرتيا اتفاق ظاهر کړے وې چې زما له يو سره هم اتفاق نشته نو د ښاپېرک مثال به په ما ولې رښتينے کيږي. هو دومره وايم چې په دې پرو جنبو زمونږ پښتونخوا ته نقصان رسېدلے دے.))
اکبر خان: (( څرنګه ؟ ))
سليم: (( پښتانۀ په دې ډلو کښې شامل شوي دي او د هندوستان د ازادۍ فکر د خپل کور له تعمير نه غافل کړي دي. ... )) په دې کښې شېر احمد غږ وکړو: ويړکو دعا وکړئ چې خداے خېر کړي او د ملک خېرات قبول کړي او سليم خان خداے هر کله راولي .. )) دې غږ د اکبر خان او سليم د بحث سلسله غوڅه کړه. ټولو لاس اوچت کړ او دعا يې وکړه. سليم او اکبر خان هم په خبرو خبرو کښې ډېره غوښه خوړلې وه. کوم خلق چې له لريو کليو نه راغلي وو هغوي رخصت شول. او څوک چې دنزدې کليو او يا د اکبر خان دخپل کلي وو هغوي څه لاړل او څه پاتې شول. يو ساعت پس قهوه راغله. اکبر خان سليم ته پياله ډکه کړه او وې ويل (( ترخې خو به نۀ غواړې؟ ))
سليم: (( نه زۀ ترخې نۀ خوښوم. ابا مې ترخې ډېرې څښي. خو اکبر خانه! هغه به مونږ ته منتظر وي د تګ انتظام پکار دے. ))
اکبرخان: (( نن شپه خو ستا په شپه حساب نۀ ده. له عظيم خان نه مو په زور راوستلے يې. )) او له دې سره په خندا شو.
سليم: (( دا څه خبره شوه؟ ))
اکبر خان: (( تۀ نن شپه په يو حقله د عظيم خان مېلمه يې سبا شپې ته به زما مېلمه يې، بيا به د تګ خبرې کوو. ))
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ
87/09/01 او وخت
0:21 |