نوې چپې

(ناول)
(څلورمه برخه)
ليک: ارواښاد حمزه بابا
سريزه
(( نوې چپې )) هغه يواځېنے ناول دے چې ارواښاد حمزه بابا په خپل ژوند کښې ليکلے دے. د دې ناول د مرکزي خيال په هکله به دومره ووايو چې بابا په دې ناول کښې د يوې مسلمانې پښتنې ټولنې نمونه ورکړې ده لکه چې څنګه د بابا له تعليماتو نه څرګنده ده چې هغه د اسلام باده او شراب د پښتو په پياله او جام کښې پښتون قام ته ورکول غواړي. او اسلام هم هغسې غواړي چې په حقيقت کښې څنګه دے او د مذهبونو په نامه له هر له ډول افراط او تفريط نه يې پاک غواړي او پښتو د پښتو په نامه له هر ډول غلطو رسمونو، رواجونو نه پاکه غواړي او دا دواړه هم هغسې غواړي چې څنګه په حققت کښې دي. بابا د دې خبرې قائل نه دے چې د پښتو او قوميت په نامه او بانه دې اسلام ته شا کړې شي او يا دې د اسلام په نامه او بانه باندې ژبې او قوميت ته کفر وويل شي، د هغۀ له نظره د يو پښتون لپاره اسلام او پښتو لازم او ملزوم دي او که په دې کښې يې يو څيز هم پرېښودو نو هغه يو څيز به يې خا مخا نيګړے او غېر معياري وي او د داسې کس ګمراهي يقيني ده.
بابا په دې ناول کښې که يو طرف ته د يوې پښتنې معاشرې هغه مثبت اړخونه ښودلي دي او د يو صحيح مسلمان پښتون کېدو د تقليد وړ مختلف کردارونه يې ورکړي دي لکه د يوې پښتنې کورنۍ د يو پښتون او ايماندار مشر، يوې پښتنې مېرمنې، مور، لور، خور، ورور، ځلمي، پېغلې، دوست، يار، استاذ، سياستدان، پاکلمن مينه وال او حتي يو نوکر وغېره. او د هغوي مړانه، خلوص، صداقت ، شرافت او پاکه مينه يې څرګنده کړې ده او د ژوند په ټولو څانګو کښې د هر يو خپل هغه رول يې چې فطرت ورته ورکړے دے ښودلے دے نو بل طرف ته يې د منحرف شويو او جاهلو او نه تربيت شويو يا غلط تربيت شويو پښتنو او د پښتو او غېرت په نامه او بانه باندې د جاهلانه رسمونو نمونې هم ورکړي دي او همدا رنګ يې د هغو په ترڅ کښې د مغربي منځ تشي تهذيب او تمدن له ظاهري پړق پړوق او يا د ځينو پرديو، مفاد پرستو او ناپوهو سياستوالو په جذباتي نعرو د دوکه شويو او تېروتيو پښتنو د بيا هدايت کېدو نمونې هم په ډاګه کړي دي چې ويلې شو چې دا ناول نه بلکښې د هرې طبقې د وګړو او د هر دور د پښتنو لپاره يو تل پاتې کښېدونکے لارښود دے او هغه مشهوره خبره چې سمندر يې په کوزه کښې بند کړے دے او چې کله يې زمونږ پښنانۀ وروڼه خوېندې ولولي نو خپله به يې له اهميت نه خبرشي. خداے پاک دې دا کتاب د لرې او برې ټولې پښتونخوا د خلکو لپاره د بېدارۍ يو والي، خپلواکۍ، ترقۍ او خوشحالۍ سبب وګرځوي. په درناوي ( اداره)
.په تېر پسې......
سليم کوزه واخېسته اودس يې وکړږ چې ساعت تېرېدۀ د کلي سړي يو يو جومات ته راتلل. نمونځ ختم شو ، سليم بهر ته راووت، چې هجرې ته راغ نو عزيز خان چاې اېښې وېږ په قبائلو کښې اکثر چاې د وخته څښکلې کيږي. چې سليم کښېناست عزيز خان ورته پياله ډکه کړه او نور کليم ورته په تالي کښې يو لويه پراټۀ کېښوده.
سليم: (( زما زړۀ ته نۀ کيږي، واخلئ تاسو يې وخورئ ))
نور کليم د څه ويلو اراده کړې وه چې په دې کښې حجرې ته سيد خان راننوت، سليم د تپوس نظر پرې واچاوۀ. د سيد خان له تندي نه معلومېدله چې د سليم کار يې ترسره کړ ے دے. د سليم په زړۀ کښې د اميد ډيوه بله شوه.
سليم: (( اے ورځه زما د برخې پراټه دې سيد خان وخوري، بېګا راسره بولو ته وتلے ؤ ))
يار بادشاه: (( دا خوله او پراټه ؟ چرته غوشايه دې وخوري ))

سيد خان: (( رښتيا وائې، دا پراتۀ هم د يار باچا لپاره ښه ده، بېګا غريب ټوله شپه غوشايۀ خوړلي دي )) خبره څه وه چې ټولو بړق وهل، له خنده نه د سليم په حلق کښې چاې ونښتې او په ټوخي يې ګوتې پورې کړې، په جامو يې د چايو څاڅکي پرېوتل. نور کليم د نغري په غاړه ګېډه په دواړو لاسو ونيوه او يار باچا چې کچه شونو بې واره يې پراټه اوچته کړه او ځان ته بيل ورته کښېناست، عظيم خان هم په دې وخت کښې راغلے ؤ، هغه هم له نورو سره څه داړچيګي غوندې وکړل او بيا يې تپوس وکړ: (( ويړکيو څه خاندو ؟ خېر خو دے؟ ))
سليم: هسې بېګا مو په ياردبادشاه قصه کړې وه. ))
عظيم خان: (( ښه نو ځکه ورته سيدخان ووې چې ټوله شپه يې غوشايۀ خوړلي دي ، يره پوره دوړه يې ورپورې وويشته. سيد خان ډېر بد دے )) د يار بادشاه خوله د پراټې په غړۍ ډکه وه، په زور يې غړۍ اونغړده او سر يې پورته کړ...
يار بادشاه: (( هو! ډېر بد دےکه خداے ته بد شي. ))
سليم مسکے شو خو د نورکليم ورته فکر شو.
نور کليم : ((پوهو، دا خو يې سمه پراټه له ستوني تېره کړه، بس کړه خوار شې، ځان ته خو به ټوله نۀ خورې .))
سيد خان: (( يره خان دې خداے ژوندے لري د دۀ له برکته مونږ هم دا دوه ورځې څه وخوړل. ))
يار بادشاه: (( ګنې خشکۍ په مخه اخېستې وې، او په نن صبا کښې د منی د خراړې په څېر سر کاوته کېدونکے ؤ. ))
سيد خان: (( وشوه، مخوکه دې بنده کړه ګوره.....))
نور کليم : ويړکو چې څوک يې سره خلالص نه کړو، شابسې ګورم به مو.))
يار بادشاه: مړه څله يې راباندې له مرۍ نه نيسې ))
سيد خان: ويړکيه خبرې به د خولې ښې وي، لاسونه له پراټې سره ښۀ ښکاري. )) په دې خبره بيا ټولو وخندل.
عظيم خان: (( سليمه که هغه چيټۍ ليکې چې زۀ پېښور ته يو سړے تيار کړم.))

سيد خان په ځېر ځېر سليم ته وکتل،سليم د سيد خان په مطلب پوه ؤ، هغه هډو له سيد خان سره سترګے برابرې نۀ کړې.
سليم: (( په دواړو سترګو، قلم دوات به زما په بکس کښې وي راوې غواړه .))
عظيم خان: (( عزيز خانه! منډه کړه او قلم او دوات راوړه.))
عزيز خان: ((قلم او ..... او هغه بل دې څه ياد کړو دا دا؟ ))
عظيم خان: (( قلم ، مشواڼۍ ))
عزيز خان: (( دغسې وايه کنه زۀ دووت څه پېژنم! ))
عظيم خان: ((ځه ورشه د سليم خور ته ووايه هغې ته معلوم دي. واخله دا کنجي.))
عزيز خان کنجۍ ته لاس ورتېر کړ، سليم هم د خپل صندوق کنجۍ ته اوکتل، د هغۀ په زړۀ بيا د خفګان طوفان راغے، فکر يې کاوۀ چې عظيم خان به څه په غصه د ګلرخ نه د صندوقنو کنجيانې غوښتي وي، هغه وخت به د ګلرخ په زړۀ څه تېرېدل. عزيز خو کنجي واخېسته کور ته روان شو ، خو د سليم په زړۀ کښې د غمونو يوه اوږده سلسله روانه شوه. له دې نه پس چې په حجره کښې څومره خبرې اترې شوې دي سليم نه دي اورېدلې. نن يې عظيم خان ته بې اختياره قهر هم راتۀ خو دهغۀ مثال د يو دروېش يا فقير ؤ چې غصه ورشي په خپل ځان يې سړوي. عزيز خان راغے او سليم ته يې قلم او مشواڼۍ په سټول کېښودل. سليم يو ستړے اسويلے وکړ قلم يې واخېست خو چې د سرنامې ليکل يې شروع کړل سترګې يې ډکې شوې د پلار يادونه يې په زړۀ راوورېدل، اوښکې يې په سترګو سترګو کښې اوڅښلې او په خط يې ګوتې پورې کړې، سليم لا خط نه ؤ پوره کړے چې حجرې ته يو سپين ږيرے راننوت.

سپين ږيرے: (( السلام عليکم. ))
عظيم خان: (( وعليکم سلام شېر احمده ستړے مۀ شے، ويړکيو ټوپک يې اونيسو )) له شېر احمد سره دوه ملاتړلي زلمي هم وو. سليم له کاغذ نه قلم پورته کړو او هغوي ته متوجه شو. سيد خان سليم ته د مطلب په نظر وکتل او بهر ته ووت.
عظيم خان: (( نورکليمه! منډې کړه چاے پخې کړه ))
شېراحمد: بس خوار مۀ شې د چايو وخت تېر دے، يوه ټوټه کار مې ؤ درسره . ))
عظيم خان: (( خېر دے ؟ ))
شېر احمد: (( خېر دے )) دا يې وويل او سليم ته يې لاندې باندې وکتل. سليم په حقيقت پوه شوے ؤ، خپله توجه يې بيا خط ته وګرځولهږ
عظيم خان: (( بيا هم ؟ ))
شېراحمد: (( زۀ اکبر خان رالېږلے يم . ))
د دې وېنا په اورېدو سره د ويرې او خوشحالۍ ګډو جذباتو د سليم زړۀ په درزا کړ، خو سر يې له کاغذ نه پورته نۀ کړ.
عظيم خان: (( د څه لپاره يې رالېږلے يې؟ ))
شېراحمد سليم ته په ګوته اشاره وکړه.
شېراحمد: (( د دغه ويړکي په حق کښې ))د عظيم خان په برېتونو کښې حرکت پېدا شو، يوه وروځه يې له بلې نه اوچته شوه.
عظيم خان: (( د دغه ويړکي په حق کښې؟ مطلب يې څه دے؟ ))
شېراحمد: (( مطلب؟ مطلب دا دے کنه چې دا ويړکے خو تا ولجه کړے دے کنه؟ ))
عظيم خان: (( هو، ما ولجه کړے خو په دې کښې د اکبر خان څه کار دے ؟ ))
شېراحمد: (( دا د اکبر خان دوست دے او زمونږ د ټول کوکې (کوکي خېلو) مېلمه ))... عظيم په قهرېدو سترګو سليم ته وکتل، د هغۀ يقين وشو چې هر شان چې ده خو سليم اکبر خان ته په خبر ورکولو کښې کامياب شوے دے.
عظيم خان: (( اېما له دې ويړکي سره شل کاله تېر شوي دي. د اکبر خان نامه يې هم نۀ ده اخېستې، نن يې اکبر خان څه رنګ اشنا شو؟ او دا ويړکے د ټولې کوکې مېلمه څنګه شو؟ ))

شېراحمد: عظيم خانه! اورېدلي دې دي چې غر په غر نه ورځي خو سړے په سړي ورځي، اکبر خان او دا ويړکے د سبق ملګري او د وړوکوالي اشنايان دي که ستا په مخکښې دغه ويړکے کله اکبر خان نۀ وي ياد کړے نو دا خو نۀ ده چې ګوندې اشنايان نۀ شول، او د ټولې کوکې مېلمه ځکه دے چې وطن ته مو راغلے دے او پښتانۀ خپل دښمن هم په کور کښې نه ويژني، ولجه خو لويه خبره ده. ))
عظيم خان: (( ښه نو اوس تۀ ويائې څه ؟ ))
شېراحمد: (( عظيم خانه ! سمې خبرې کوه د ټول اپريدي پوزه دې لږه پرې کړ چې اوس په کوکي خېلو کښې هم پائيلات جوړوې، داسې ولجې څوک نه شي کولې، هر سړے يار اشنا لري، خو خلق سترګې غړوي. ))
عظيم خان: (( پرويځي (غلبېل ) خپل سوري نۀ ويني او د کوزې دوه سوري ويني، شېراحمده! اېما په کار کښې دې کار نشته، خپل غونډ ورې لغړوه او اکبر خان ته ويايه چې که پهِِ خفه يې نو لس زره روپۍ بونګه يې تۀ راکړه.))
شېراحمد: (( عظيم خان دويواو مونږ سره عزيزان يو او عزيز نوم د خداے دے. زور مټې درته نه ويايو خو خواست کوو دا ويړکے راکړه ))
عظيم خان: (( دا نۀ شي کېدې ))
شېراحمد: (( ښه پکر وکړه عظيمه خانه! ))
عظيم خان: (( يو ځل خو مې درته وويل چې که اکبر خان پهِ خفه وي نو بونګه دې راوړي. ))

شېراحمد: (( ښه نو تۀ اوس دومره سړے شوې چې له خپل عزيز نه بونګا غواړې؟ ډېره ښه شوه او مبارک دې شه بيا که مونږ د خپل سړي پوښتنه کوله نو له بونګې سره به راشو )) دا يې وويل او په غصه کښې له کټ نه پورته شو، ټوپک يې واخېست او په غصه کښې سلام واچوۀ، عظيم خان ښکته کتل په بې پروائۍ يې ورته په مخه ښه وويل او شېراحمد سره د خپلو ملګرو له حجرې نه ووت، په حجره کښې داسې چپه چپيا شوه چې د سترګو ځمب هم د اورېدو وړ ښکارېدۀ. له داسې حالاتو نه پېدا شوې چپيا د قيامت شور لري او اوس چې د سليم په حقله په عظيم خان د دې کوم رد عمل کېدونکے ؤ هغه سليم محسوس کړے ؤ. او د هغۀ د مقابلې لپاره يې خپل حواس راجمع کړي وو. عظيم خان يو ساعت پس سر راپورته کړ، د هغۀ له سترګو نه سپرغۍ توئيدې، سليم ته يې مخ راستون کړ.
عظيم خان: (( سليمه! دا خو ويايه چې د چا په خوله دې اکبر خان ته خبرې کړي دي؟ ))
سليم خان: (( زما خبرې ته څه ضرور دے، تا خو څه پټ کار نۀ دے کړے په سپينه ورځ دې د ټول ولس په مخکښې ولجه کړے يم، نمر په ګوتۀ نۀ شي پټېدې ))
عظيم خان: (( نورکليمه! منډه کړه حسن خان ته ورشه او ورته ووايه چې مونږ ته د لسو ټوپکو غم وکړي او شيرخان ته هم ويايه چې يو کس راولېږي، تاسو هم تيار اوسئ چې اکبر خان مو په ګړئ راوانۀ وړي هسې هم زوراوريئ. ))
نور کليم: (( زۀ به لاړ شم خو دادا څه تالا خو نۀ ده، اکبر خان ګولۍ نه غوڅوي څه؟ د کوټو بنګارونه خو به نۀ وي جوړ. ))
عظيم خان: (( خېر هر څه چې وي خو د هر کار بندوبست مخکښې پکار دے، په جنګ کښې اسپان ( اسونه ) نه سربيږي. عزيز خانه تۀ سليم بوځه او د بوسو په کوټه کښې يې اوساته. ))
سليم: (( د بوسو په کوټه کښې؟ دا ولې؟ ))
عظيم خان: (( د دغه فائده به دا وي چې دويم ځل به چا ته خبرې نۀ شې کولې او ايما د لاس نه به هم درته امن وي. ))
سليم: (( ښه ده عظيم خانه! چې څه وس دې وي هغه وکړه زۀ يې هم زغملو ته تيار يم. ))
دا يې وويل او هغه نيګړے خط يې ټوټې ټوټې کړ او دعظيم خان په مخکښې يې ګوزار کړ.
عظيم خان: (( د دې مطلب؟ ))
سليم: (( مطلب دا چې زۀ اوس پلار د روپو لپاره تکليف نۀ ورکوم. ))
عظيم خان: (( خداے په راستي چې زۀ دې روپۍ له پېستکي (پوستکي) نه هم جوړې کړم. ))
سليم: (( خېر هغه ستا خوښه، او دا زما خوښه ده. څه چې دې له وسه کيږي ايله مه کوه. ))
عظيم خان: (( عزيز خانه! يو کار بل وکړه، مورته دې ووايه چې د سليم په خور پۍ او غوړي بند کړي او په سليم خو خود. ))
عزيز خان: (( ډېره ښه ده، مخکښې شه سليمه! ))
سليم روان شو او لږ ساعت پس عزيز خان يوې تنګې بدبودارې کوټې ته ورننه وېست، کوټه نيمه له بوسو نه ډکه وه او يو شلېدلے کټ پکښې پروت ؤ، عزيز خان ورپسې دروازه پورې کړه او کلف يې ورواچوۀ. سليم د دې نوې تنګسې د مقابلې لپاره طبيعت ته د حوصلې جوهر ورکول شروع کړل، په کوټه کښې ماشو اتڼ اچولې ؤ او ځينې ځينې ماشي به د سليم په غوږ کښې د تنازعه لليقا د سندرې يوه کړۍ وئيله او بلې ډډې ته به يې هپه وکړه. دې زېمجنې کوټې ته د سليم راتګ د هغوي لپاره له اختر نه کم نه ؤ.... د سترګو په رپ کښې يې په سليم بلندره جوړه کړه، ولې څومره چې د تکليف احساس زياتېدۀ هومره د سليم د زغم قوت غزېدۀ. هغه د انساني طبيعت په فلسفه پوه ؤ او هغۀ په شعر کښې دا خيال څرګند کړے هم ؤ چې فطرتاً سړے نۀ نرم دے او نۀ سخت:
هر سړے له خپل ماحول سره اشنا شي
د فطرت له لوري نرم دے نۀ سخت
دغه وجه وه چې نوې تنګسه به که هر څو سخته وه خو هغۀ به خپل زړۀ ته په دې تسلي ورکوله چې لږ ساعت پس به طبيعت ورسره اشنا شي. د هغۀ په خيال کښې د کامياب ژوند جوړولو راز هم دغه ؤ.
سليم تر ډېره وخته د خپلو پارېدلوجذباتو او احساساتو دا ناڅاپي طوفان اعتدال ته د راوستو په کوشش کښې ؤ. ان تردې چې د مازيګر د بانګ تت غږ يې تر غوږو شو. په دومره وخت کښې يې سترګې هم له تيرې سره اموخته شوې وې، او هغۀ چې يو خوا بل خوا وکتل نو کټ سره نزدې يې د اوبو يو منګوټے د خاورو کوزه او يو کنډول پراتۀ وليدل. خداے زده چې عظيم خان له مخکښې نه دا انتظام کړے ؤ که عزيز خان او نور کليم له سليم سره د بوسو کوټې ته راوړي وو او په هغه پرېشانۍ کښې سليم نۀ وو ليدلي. د کوټې لهاړي زاړۀ او لوګي وهلي وو او کنج کښې يو زړه غوندې ايوه ولاړه وه چې د پاسه پرې په موږې کښې غاښوره رازوړنده وه. د ماښام له نمونځ نه پس دروازه بېرته شوه او عزيز خان دننه راغے، په يو لاس کښې يې ډيوه او په بل لاس کښې يې شکور ؤ.
سليم: (( خېر خو به وي. بهر څه خبرې اترې وې؟ ))
عزيز خان: (( خبر به شې ))
سليم: (( اخير څه خو ووايه ))
عزيز خان: (( خپله مړۍ دې اوخوره ستا د نور له خبرو سره څه کار دے؟ ورچينې چې څه وي هغه به وي ))
د عزيز خان لهجه دومره ستغه وه چې سليم ورسره نوې خبرې مناسب ونه ګڼلې. سر يې ښکته کړ او چې شکور ته يې وکتل سکړک پکښې پروت ؤ. يو ساعت يې سکړک ته کتل او هيڅ حرکت يې نه کړ.
عزيز خان: (( شکور ته ولې ګورې خو پياڅه ( سکړک ) دے کنه. عظيم خان ويل چې سليم له اصله کوچې دے او هم دغه يې خوراک دے ايله نن صبا يې په دنيا کښې نغن ( ډوډۍ ) نصيب شوې ده )) سليم د غصې لمبه په زړۀ تېره کړه. د غصې او بې وسۍ ګډ تاثرات يې په مخ ښکاره شول.
سليم: (( هغۀ رښتيا ويلي دي ))
عزيز خان: (( زۀ به درته د نمازخفتن نمانځۀ ته راشم که ورچنې دې د وتو نيت وي نو.... ګورو به ))
سليم: (( ډېره ښه ده ))
د عزيز خان له وتو نه پس په خپله د سليم نظر شکور ته ورټيټ شو. د هغۀ طبيعت د سکړک خوراک ته غاړه نه اېښوده. خو سليم د داسې حالاتو په رو ګودر پوه ؤ. خپل زړۀ ته يې وويل چې په هر حال کښې د خداے پاک شکر پکار دے. د صبر پانګه هم په داسې موقعوپکاريږي. او بيا يې يو ټوک سکړک رامات کړ او په خوراک يې شروع وکړه.هغۀ ته معلومه وه چې هم د غه عبيعت چې اوس د سکړک نه تښتي د سختې لوږې په وخت به يې يو لوے نعمت ګڼي. عادت ماتول که هر څو سخت وي خو چې د مرګ ژوند سوال پېدا شي نو عادت څه چې فطرت هم د موقعې د نزاکت د احساس کولو په وجه د مرکزي خيال سره ملګرے شي. د چې د نمړۍ تېرول به ورته سخت شول نو د اوبو ګوټ به يې واخېست. د هغۀ په خيال کښې دا ټول حؤادث د انسانيت د تکميل مختلفې کړۍ دی تر څو چې انسانيت په هر څيز غالب نۀ شي او د هر څيز لپاره په طبيعت کښې ځاے پېدا نه کړي، او بيا له دې سره سره د خپلو حؤاسو نظام هم قائم اونۀ ساتي تر هغې د حېوانيت د تېروتو نه د انسانيت رڼا ته نۀ شي رسېدې. کامل انسان هغه دے چې ټول واردات په خپل ځان کښې فنا کړي.دا نه چې واردات يې په مخه واخلي او د خپل انسانيت پنګه هم ترې ورکه کړي..... سليم هم په دې فکر کښې ؤ چې بهر ډزې او چغې سورې شوې. په اول کښې خو ډزې کمې وې خو چې څومره وخت تېرېدۀ په ډزو او چغو سورو کښې زياتې کېدۀ. او بيا خو داسې حال شو لکه چې د بټ نينې. يوه ګېنټه هم دا حال ؤ بيا ورو ورو لږې کمې شوې. او بيا بالکل بندې شوې.شور او زوږ ورک شو. او کامله يوه ګېنټه چپه چپيا وه. آخېر تېر نمازخفتن سليم د چا د راتګ ښکالو واورېد. چې غوږ يې اونيوۀ ښکالو د يو نه بلکې د ډېرو کسانو د راتګ ؤ. هغوي ورو ورو په خپلو کښې خبرې هم کولې خو سليم د هغوي په مطلب نه پوهېدۀ ځکه چې پوره پوره نۀ شوې اورېدې خو د خبرو غږ داسې ؤ چې ويره پکښې نۀ معلومېده. هغۀ ته خپل وجدان وويل چې دا خلق څه په بد نيت دې خوا ته نۀ دي را روان. دا خيالات د سترګو په رپ کښې پېدا شول او تېر شول. د کوټې په کلف کښې کنجي تاؤ شوه، دروازه بېرته شوه او خوږ غږ د سليم د زړۀ په فضاء کښې د خوشحالۍ ګنګوسۍ پېدا کړې (( سليمه! ګرانه وروره! )) او له دې سره يو دستي لالټېن په دروازه کښې اوچت کړې شو. سليم چې ورته اوکتل اکبر خان ورته غېږ پرانېستے ولاړ ؤ، وردو يې کړل او دواړه دوستان تر غاړه شول.
دريم باب
(په تيره کښې)

چې تنګسه تېره شي او د حواسو لښکر وسله کيږدي نو له طبيعت نه بار لرے شي. د مدافعت غم پاتے نه شي. طبيعت ته ارام اورسي او بيا ورو ورو خپل پخواني حالت ته روان شي. په داسې حال کښې زړۀ دومره نرم شي چې خواه مخواه ژړا کول غواړي، او بيا چې يو خوا خوږے دوست هم ورسره ترغاړه وي نو غريو يې د زلزلې صورت اختيار کړي. دغه حال د سليم هم ؤ. د هغۀ سترګو ته يو څو ګرمې ګرمې بې قراره اوښکې راورسېدې او سر يې د اکبر خان په ټټر باندې زوړند شو.
اکبر خان: (( سليمه خوږه وروره! تۀ او دومره کمزوري؟ ))
سليم: (( اکبر خانه! ګرانه وروره! دا زما په ژوند کښې يو نوې او ډېره ترخه تجربه وه. ))
اکبر خان: (( په داسې حال کښې هم خپلې فلسفيانه خبرې نه پرېږدې. )) او له دې سره يې وخاندل. راځه خوږه وروره وس تۀ ازاد يې ..... بالکل ازاد. ))
سليم: (( دا ډزې څنګه وې؟ څوک خو به...... ))
اکبر خان: (( نه نه، خداے خېر کړ، عظيم خان راسره روغه وکړه او تۀ يې بې له څه شرطه پرېښودې. وس راځه خور به دې په کوڅه کښې انتظار کوي. ))

سليم : (( د هغې څه حال دے ؟ )) افسوس ما د هغې لپاره هيڅ نۀ شول کولې.. ښه ده، ځئ چې ځو، خو عظيم خان څه شو. ))
نور کليم: (( هغه له مليانو سره په حجره کښې ناست دے . ))
سليم: (( مليان د څه لپاره راغلي دي؟ ))
اکبرخان: (( هغوي زمونږ زمونږ او عظيم خان په مېنځ کښې خېر اوغوښت څه مليان دي او څه سېدان دي. ))
سليم: (( الحمدلله )) چې پښتون له خپل فطري جوهر نه خالي کيږي نه. تر اوسه د خپلو مشرانو ادب کوي. ځئ چې ځو. ))
سليم او اکبر خان روان شول نور کليم ورنه وړاندے شو او شېر احمد سره د دوو دريو مېنځګړيو ورپسې روان شول،چې د حجرې کوڅې ته راورسېدل ګلرخ يې د عظيم خان له مور سره ولاړه وليده. باري قچر او اسونه هم ټول ولاړ وو. ګلرخ چې سليم وليد ور دوو يې کړل او خواږۀ ورور په ټټر يې سر کېښود، بې اختياره يې اوښکې روانې شوې او داسې غريو اونيوه چې له خولې نه يې خبره هم نه شوه وتې.د عظيم خان مور هم بې اختياره په ژړا شوه. د هغې له ګلرخ سره ډېره مينه وه ځکه چې هغه پخوا دوه ځل له عظيم خان سره د محمد امين خان کلي ته تلې وه او د هغۀ شرافت او سخاوت يې په زړۀ کښې ځاے نيولے ؤ. هم دغه وجه وه چې کوم وخت عظيم خان سليم ولجه کړ نو هغې يې مخالفت کړے ؤ او په دې خبره يې عظيم خان ډېر ملامته کړے ؤ. او په هم دې وجه عظيم خان بده بده وهلې وه. نور کليم په خپله هم د دې ولجې ډېر مخالف ؤ خو پښتانۀ کشران ډېر کم د مشرانو مخالفت کوي، هغوي د مشر حکم د کاڼي کرښه ګڼي. په لاس کښې يې لالټېن ؤ او په رڼا کښې يې په مخ د خوشحالۍ تاثرات ښکارېدل. يو د بړوان صاحبزاده صاحب چې د دې صلحې باني مباني ؤ مخامخ تسپې په لاس ولاړ ؤ. دا خاندان د حسني (ع) سېدانو دے. د هغوي شرافت ، سخاوت او مېلمه دوستي مشهوره ده. د اورکزو نه دلته راپېښ شوے ؤ. چې خور ورور يې دواړه تر غاړه اوليدل نو په کړۀ وړۀ کښې يې د خوشحالۍ رڼا ښکاره شوه. سليم د ګلرخ سر راپورته کړ، د هغې نقاب يې اوچت کړ او د هغې ښکلے تندے يې ښکل کړ. د لالټين رڼا د ګلرخ له مخ نه تاؤ راتاؤ شوه، د هغې په اننګو پورې نښتې اوښکې د ستوريو په څېر اوبرېښېدې. دا داسې وخت ؤ چې ټولو خلقو خور او ورور ته کتل. د اکبر خان نظر هم د ګلرخ په مخ پرېوت او له کتو سره يې محسوس کړل چې د هغۀ زړۀ د څه داسې څيز تقاضا شروع کړه چې د هغۀ لپاره څه نوے غوندے ؤ. داسې معلومېدل چې د هغۀ د ژوند په کتاب کښې يو نوے باب شروع کېدونکے وي. د هغۀ ځوانۍ يو نوے اړخ بدل کړ. جذبات يې سندريز شول. د ګلرخ ساده ښائست او برېښېدونکو اوښکو يې په زړۀ کښې د يو نوي طوفان تخليق اونښلوۀ. هغۀ پوره پوره د خپل دې نوي احساس اندازه نۀ شوه کولې خو خپل نظر يې د ګلرخ د وېښتو په يو ښکلي لړ کښې ځوړند محسوس کړ کوم چې د هغې په اننګي رازنګېدۀ. ........
دوام لري نور بيا........
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ
87/07/01 او وخت
5:0 |