رڼا

( د قران مجيد تفسير )
ګرانو او قدرمنو مينه والو! لکه چې پوهېږئ قران مجيد د خداے پاک له لوري نازل شوے هغه ستر او اخيري کتاب دے چې د اسلام د ټولو مسلکونو، فرقو، مذهبونو او فکري مکتبونو پرې اتفاق دے چې دا سپېڅلے کتاب له هر ډول تحريف او کمي زياتي نه پاک دے او له سورۀ فاتحې نه واخلې تر سورۀ ناس پورې يو کامل کتاب دے او کۀ څوک يې په يو ټکي کښې هم فرق راولي يا پکښې شک وکړي هغه مسلمان نۀ شي کېدې نو غواړو چې د (( مينه )) مجلې په هره ګڼه کښې د (( رڼا )) سرليک لاندې ستاسو په خدمت کښې د قران عظيم الشان د يوې برخې د ترجمې او تفسيروړاندې کولو سعادت حاصل کړو. دا خبره د يادونې ده چې دا تفسير د ادارې له خوا څه خپل تفسير نۀ دے او نۀ له يو تفسير څخه اخېستل کيږي بلکې له مختلفو تفسيرونو څخه اخېستل کيږي دې لپاره چې د دې عظيم الشان اسماني کتاب په حقله خلق له لا زياتو معلوماتو نه خبر شي او د مختلفو فکري مکتبونو پېروکار له خپلو مکتبي افکارو سره سره د مختلفو مکاتبو له نظرياتو او افکارو څخه هم خبر شي او ترمېنځ يې غږملتيا او همفکري او د يو بل د زغملو جذبه پېدا شي ګنې هسې د دې عظيم الشان اسماني کتاب تفسير په هغه ډول چې يې حق دے ناممکن دے بلکې که د نړۍ ټول تفسيرونه را يوځاے کړې شي نو د قران مجيد د تفسير يوه برخه حق هم نۀ شي ادا کېدې (اداره)
د سورۀ فاتحې تفسير په تېر پسې
الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ
(هغه خداے ) چې رحمن او رحيم دے
د سورۀ فاتحې په دې مبارک ايت کښې د دې خبرې په دوام کښې چې ټول تعريفونه ، حمدونه، مدحې ، ثناګانې او صفتونه خاص خداے پاک لره دي چې د عالمينو رب، پالونکے او روزونکے دے مخکښې فرمائي چې هغه خداے چې (( رحمن )) او (( رحيم )) دے. لکه چې د بسم الله الرحمن الرحيم په تفسير کښې ورته اشاره وشوه چې ځينو مفسرانو رحمن چې د مبالغې ژورتيا او زياتولي کلمه ګڼلې ده په تفسير کښې ويلي دي چې رحمن د خداے پاک هغه رحمت ته اشاره کوي چې پکښې ټول مخلوقات شامل دي او رحيم د خداے پاک هغه رحمت ته اشاره ده چې فقط له انسانانو سره مخصوص دے. او ځينو مفسرينو ويلي دي چې رحمن د خداے پاک رحمت په دې دنيا دے او په هر چا، هر څه او هر مخلوق باندې يې کوي او رحيم د خداے پاک رحمت له اخېرت سره تعلق لري چې په خپلو فرمانبردارو بندګانو باندې به يې کوي.
ځينې مفسران ليکي چې رحمن يعنې زيات او عام رحمت کوونکے خداے او رحيم يعنې تل او په دائمي توګه رحمت کوونکے خداے او د رحمن په رحمت کښې ټول د مسلمان او کافر په شمول ټول مخلوقات شامل دي همدا وجه ده چې په قرآن مجيد کښې په کثرت سره راغلے دے لکه د مثال په توګه چې فرمائي: الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى (سورۀ طه ٥ ايت ) يا په بل ځاے کښې فرمائي : قُلْ مَن كَانَ فِي الضَّلَالَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمَنُ مَدًّا ( سورۀ مريم ٧٥ ايت )
او لکه چې وويل شول چې دغه مفسران بيا د رحيم په رحمت کښې فقط مومنان شاملوي او دا خداے پاک دائمي رحمت بلي. لکه چې فرمائي: وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا ( سورۀ الاحزاب ٤٣ ايت ) يا په بل ځاے کښې فرمائي: إِنَّهُ بِهِمْ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (سورۀ توبه ١١٧ )
او ځينو تفسيرونو زياته کړې ده چې رحمانيه رحمت د ټولو موجوداتو لپاره عام دے خو د حق له خاصو صفاتو څخه دے او نور موجودات د رحمانيه رحمت له لرلو نه عاجز دي. او رحيميه رحمت د خداے پاک د خاصو بندګانو لپاره مخصوص دے خو د حق له عامو صفاتو څخه دے او دا صفت يعنې رحيميه رحمت د نورو موجوداتو په برخه هم کېدې شي.
او ځينو دا هم ويلي دي چې رحمن او رحيم دواړه چې له رحمت څخه دي مبالغه لري خو د رحمن مبالغه له رحيم نه زياته ده نو ځکه له رحيم نه مخکښې ذکر شوے دے
او ځينې د معرفت خاوندان وائي چې د بسم الله ، د رحمن او رحيم تفسيرد الحمد د رحمن او رحيم له تفسير سره فرق کوي او دا کار يعنې په بسم الله... کښې د رحمن او رحيم ذکر او بيا په ورپسې په الحمد...... کښې بيا ذکر د خداے پاک لخوا تکراري څيزونه نۀ شي ګڼل کېدې لکه د مثال په توګه په الحمد لله رب العالمين کښې د عالمونو مختلف ډولونه دي يعنې عالمونه ډېر زيات دي نو اوس چې له رب العالمين نه د کوم يو عالم رب مراد اخلې نو د هغۀ مطابق به د الحمد لله تفسير کښې بدلون راځي نوبس د معرفت ځينې خاوندان په دې باوري دي چې دغه شان د الحمدلله د رحمن او رحيم تفسير د بسم الله د رحمن او رحيم له تفسير سره فرق کوي او هغوي چې د عرفان په ژبه د رحمن او رحيم کوم تفسير کوي او د رحمن او رحيم کوم مقامات بيانوي زمونږ غوندې خلقو له پوهې نه بهر دي او فقط هغه کسان پرې پوهيږي چې په عملي توګه د سېر او سلوک په لاره يې تګ کړے وي او يا لږ تر لږ ترې واقف وي نو ځکه له هغو تفسيرونو نه به ډډه وکړو
خوپه هر حال په دې خبره ټول متفق دي چې رحمن او رحيم دواړو صفتونو د خداے پاک له رحمت څخه اشتقاق موندلے دے او رحمت يعنې مهرباني، لطف او عطوفت نو اوس چې فرمائي (( رَبِّ الْعَالَمِينَ الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ )) يعنې هغه د عالمونو پالونکے، روزونکے او تربيت کوونکے چې رحمن او رحيم دے يعنې د عالمينو تربيت، پالنه او روزنه کوي خو بخښنه، مهرباني ،لطف او کرم ورسره مل دے او دغه رحمت بيا خداے پاک په ځان باندې فرض کړے دے لکه چې فرمائي: كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ (سورۀ انعام ٥٤ ايت ) او دغه رحمت يې بيا په هر څه باندې دے لکه چې فرمائي: وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ ( سورۀ اعراف ١٥٦ ايت ) يعنې هيڅ يو څيز د خداے پاک له رحمت نه بهر نشته په کائناتو کښې په هرچا او هر څيز باندې د خداے پاک رحمت او مهرباني قائمه ده او په هر کار کښې يې رحمت، لطف او مهرباني پوشيده ده. که انسان لږ غور او فکر وکړي چې هغه رحمن او رحيم ذات انسان اشرف المخلوقات ګرځولے دے او دا ټول کائنات يې بيا د هغۀ لپاره مسخر کړے دے نو د کائناتو په يو يو څيز کښې د هغۀ رحمت شامل دے او هيڅ يو څيز يې له رحمت نه بهر نۀ دے. په ټول کائنات کښې د خداے پاک رحمت لټول او د هغو ذکر کول خو ډېر ګران دي که انسان لږ خپل ځان ته فکر وکړي چې له يو معمولي څاڅکي څخه يې يو عجيب او غريب مخلوق جوړ کړ او ورته يې يو ډول ظاهري او باطني خصوصيات عطا کړل چې دا ټول د الله پاک په رحمت کښې شامل دي. او د انسان باطني خصوصيات خو ناممکنه ده چې انسان بيان کړي حتي ظاهري او بدني خصوصياتو ته هم ګوته په خوله دے او نه شي کولې حتي د انسان د يو وېښتۀ حقيقت او خاصيت بيان کړي لکه اروښاد خوشحال بابا د خداے پاک دغه رحمت په ډېر ښۀ ډول بيان کړے او خپله حېرانتيا يې څرګنده کړې ده:
صورت ګر چې ښۀ صورت په ديوال ساز کا
کل عــــــالـــــم يې پـــــه صفت زبــــــان دراز کا
د هغـــــۀ نقــــــاش پـــــه صنــــع نظـــــــر نــــــۀ کا
چې لـــــه څــــه څاڅکي نـــــه دا نقش طـــراز کا
سترګې وروځې پوزه نور کيږدي په مخ کښې
غاښ و شونډې، ژبــــه ، خوله سره پـــرداز کا
يوسر بــــل ســـر په سر جــــوړ کا دوه غوږونه
چـــــې پـــــــــــه دواړه اورېـــــــــدنــــــه د اواز کا
بنــــــد پــــــه بند د لاسو ګوتې وبلـــــه کيږدي
سر تر پايــــه درست صــــورت سره يو راز کا
کـــــه څـــــوک زر کتـــــابـــه وکښی له دې بابه
کـــــه پــــــه کښل شي زر به نور پسې آغاز کا
هــــر وېښتۀ چې په صورت باندې ليدۀ شي
کــــه پــه ځېر شې شناخت ور به درته واز کا
خـــــاص بنده د خداے هغه ګڼه خوشحـــاله
چـــــې د ځــــان په معــــرفت يې سرفــــراز کا
نو د انسان غوندې عجيبه مخلوق جوړول چې باطني خو لا پرېږده ظاهري خاصيتونو ته يې د نړۍ پوهان ګوته په خوله دي او له څېړنې څخه يې عاجز دي او بيا ټول کاېنات د هغۀ لپاره مسخر کول او د هغۀ په خدمت او اختيار کښې ورکول او بيا له خپلو استعدادونو او په کائناتو کښې له خپلو ورکړې شويو اختياراتو څخه د انسان په استفادې سره عجيب او غريب څيزونه کشفول په انسان باندې د خداے پاک د رحمتونو نمونې دي. بلکې ځينې د معرفت خاوندان د انسان په ژوند کښې يو ډول مشکلات، ستونزې، تکليفونه او رنګ رنګ مسائل هم د خداے پاک رحمت ګڼي او دا له څو حالتو نه بهر نه ګڼي چې يا خو د انسان د معنوي تکامل لپاره دهغۀ د ازمېښت لپاره وي يا د غفلت له خوبه د هغۀ د بېدارولو لپاره وي، يا په ژوند کښې د هغۀ د ځينو سرکشيو، ګناهونو خطاګانو سزا په دې دنيا ورکول او د اخېرت له هغې سترې او دردوونکې سزا څخه د هغۀ د ژغورلو لپاره وي چې دا هم په انسان باندې د خداے پاک د رحمت او له هغۀ سره د مينې علامې دي.
بلکې حتی د ارواښاد حمزه بابا غوندې د معرفت خاوندان د جهنم عذاب هم د خداے پاک له رحمت نه بهر نه ګڼی او جهنم هم د يو اسپتال او د اپرېشن تهېټر په شان ګڼي چې پکښې ډاکټر په چړو، چاکوانو، کېنچيانو او تبرونو سره د انسان د بدن اندامونه څيرې کوي او ټک و سترې کوي خو د بيمار د فائدې لپاره او په دنيا کښې بيا هغه د ژوند تېرولو قابل جوړولو لپاره وي. همدغه شان د قبر يا دوزخ عذاب هم دے چې هغه انسان چې خپل محسن خداے پاک پرې په دنيا کښې دومره زياتې مهربانۍ کړي وي او د رحمتونو بارانونه يې پرې کړي وي او هغه بيا هم د هغه ذات له فرامينو او تعليماتو څخه چې خپله د انسان په ګټه وي سر غړونه کوي او له سرکشۍ نه کار اخلي او ځان په ګناهونو سره ککړوي نو بيا هم هغه مهربان ذات د هغۀ خېر او ښيګړه غواړي او که د هغۀ ګناهونه کم وي نو په همدې دنيا کښې په ځينو تکليفونو او مصيبتونو سره د هغۀ د ګناهونو علاج کوي او که ګناهونه يې له هغې نه زيات وي نو د ځنکدن په تکليف سره يې معالجه کوي او که نور هم زيات وي د قبر د عذاب په شکل کښې يې علاج معالجه کوي. دغه شان که له دې نه هم زيات وي نو بيا يې لکه د اپرېشن تهېټر په شان د جهنم په عذاب سره بدن پاکوي چې د جنت قابل شي. لکه غني خان هم دا خبره په ډېر خوند سره په شعر کښې کړې ده چې وائي:
هغــــــــــې وې مينـــــــــــــــه دوزخ دے
مـــــاشومــــــان پکښې جليـــــــا شـــي
مـــــا وې ښـــــــۀ دے دوزخ ښـــۀ دے
لــــــه ګنـــــــاه وجــــــود صفـــــــا شــــي
خو هغه کس به ډېر بدبخته وي چې ګناهونه يې دومره غټ او زيات وي چې د دوزخ په اور سره هم نه شي ختمېدې او جنت ته د تلو قابل نه وي او تل تر تله په دوزخ کښې مېشته وي چې په قران مجيد کښې د خالدين فيها په الفاظو سره ذکر شوے دے
په هر حال نو داسې مفسرين د دغه ډول عذابونه هم د خداے پاک انتقام نه بلکې د هغۀ د رحمت او له انسان سره د هغۀ يوه ښيګړه ګڼي. بلکې امام علي (ع) خو په کمېل نومې دعا کښې تر دې حده له خپل حقيقي محبوب سره د خپل عشق څرګندونه کړې ده چې د دوزخ له عذاب نه د ويرې او پدني تکليف په وجه امان نه غواړي بلکې په جنهم کښې د شتون په وجه د خپل حقيقي محبوب او جانان څخه د جدائۍ عذاب ډېر تکليف ورکوونکے ګڼي او د خداے پاک په درګاه کښې عرض کوي:
فَهَبْني يا إِلهي وَ سَيِّدِي وَ مَوْلايَ وَ رَبّي، صَبَرْتُ عَلى عَذابِكَ فَكَيْفَ أصْبِرُ عَلى فِراقِكَ ؟،
(( نوبس حېران يم اے زما خدايه! اے زما آقا! اے زما څښتنه! چې ستا په عذاب به خوصبر وکړې شم خو څنګه به ستا جدائی وزغملې شم؟ ))
همدا رنګ ځينې د معرفت خاوندان خو له خپل حقيقي محبوب لخوا غم خوشحالي ګڼي، ژړا خندا او درد مرهم ګڼي.
د مثال په توګه که وکتې شي نوظاهراً درد انسان نه خوښوي او ارامتيا ته ليواله وي خو درد د خداے پاک لخوا انسان ته يو لوے نعمت عطا شوے دے ځکه چې درد د دې خبرې علامت دے چې انسان ته خبردارے ورکوي چې په بدن کښې څه بيماري او نقص راغلے دے پکار دي چې زر تر زره يې علاج معالجه وشي او که دا درد نه وې نو انسان به د بدني بيماريو په وجه د مرګ خولې ته رسېدلې وې او پته به ورته نه لګېده. لکه د درد د اهميت د حساسولو لپاره نن سبا د اېډز او هېپاټائټس په شان بيمارۍ چې انسان د خپلو بدو عملونو په وجه رامنځته کړي دي کتل پکار دي چې د درد او خوږ نه لرلو په وجه هغه وخت انسان ته يې د شتون پته لګي چې کله اوبۀ له ورخه تېرې وي او انسان د مرګ خولې ته نزدې شي.
همدا رنګ انسان خندا خوښوي او ژړا نه خوښوي خو له معنوي شخصيتونو نه علاوه طبي ماهرانو هم د ژړا کولو ډېرې فائدې بيان کړي دي او په ځينو موقعو خو چې کله انسان د يو ډېر نزدې او خوږ عزيز يا يو څيز په جدائۍ کښې له ډېر خفګانه خاموش پاتې شي او هغه يې په دننه دماغواو زړۀ باندې اثر کړے وي نو ډاکټران وائي چې دې به هله جوړېږي چې دې وژاري. همدا رنګ معنوي شخصيتونه هم ژړا او اوښکې د روح او زړۀ د وينځلو لپاره ضروري ګڼي. همدا وجه ده چې انبياؤ (ع) او د خداے اولياء به ډېرې ژړاګانې کولې لکه د خپل زوے حضرت يوسف (ع) په جدائۍ کښې د حضرت يعقوب (ع) او دخپل قوم د اصلاح په فکر کښې د حضرت نوح (ع) او د حضرت امام حسېن (ع) په غم کښې د هغۀ د فرزند امام زېن العابدين او نورو امامانو ژړاګانې مشهورې دي.
دغه شان غم انسان ته بد او خوشحالي ښه ښکاري چې لګ غم پرې راشي نو بيا ګيلې او شکايتونه کوي او فريادونه کوي، خو د معرفت خاوندان بيا بالکل د دې اپوټه په غم کښې خوشحاله وي او د غم ظاهر ته نه بلکې باطن ته سترګې غړوي او معنوي اړخ يې احساسوي لکه ارواښاد حمزه بابا غم د انسان اصل ګڼي او خوشحالي يې يو اضافي حالت لري او دغم په ستائينه کښې وائي:
نشته خوشحالي هسې په نو خو خوشحــالي ده
غم د انسان اصل دے خوشي يـــې اضافـــي ده
غم چې کله کم شي او پېدا ترې څه راحت شي
بس دغه حالت دے چې نامزد په مسرت شي
غم دے د انسان انسانيت ته رســــوونکے
دے ماديت نه روحيت ته رسوونکے
غم د زړۀ په سيپ کښې مرغلره بې بها ده
غم دے چې پېدا د خوشحالۍ ترې نه رڼا ده
را له فطرتي صلاحيت سره نداف دے
بيا کره کوټه معلومول کوي صراف دے
غم دے چې راوړاندې ورته ويره د فنا کړه
غم دے چې فنا يې په کوشش بقا کړه
څو که مرغلره له سيپۍ جدا کوي غم
تاج ته د بادشاه يې هم بې شکه رسوي غم
جار غمه چې زۀ دې له خپل ځان سره اشنا کړم
زۀ دې په معنا له کل جهان سره اشنا کړم
ستا په آئينه کښې حقيقت مې د ځان وموند
ستا په حېرانۍ د بې نشان مې نشان وموند
تا زما و عشق وته ګرمي د ځوانۍ ورکړه
ستا په ډاډ مې ګرانه مرحله د مينې سر کړه
تا چې مکمله په اخېر کومه ځواني کړه
بس نو خوشحالي هم د هغوي دې لافاني کړه
پلار د خوشحالۍ او مسرت او ابتهاج يې
سر د سړيتوب درباندې وياړي ته يې تاج يې
بس نو دغه غم دے چې احساس د سړي ويښ کا
هم د مستقبل لره وسواس د سړي ويښ کړه
نو په هر حال پاسنيو تفسيرونو او څېړنو نه دا خبره ثابتيږي چې هسې مونږ انسانان اکثر د ېوې چارې ظاهر ته ګورو او له باطني فوائدو او نقصاناتو نه يې خبر نه يو او خداے پاک چې هر کار يې د خېر او رحمت او حکمت نه ډک دے د انسان لپاره بهتره فېصله کولې شي چې کوم څيز د هغۀ لپاره نقصان ورکوونکے دے او کوم ورته فائده رسوونکے دے.
نو بس د رحمن او رحيم له دا ډول تفسيرونو څخه مونږ ته دا درس ترلاسه کيږي او دا خبره راته ثابتيږي چې د خداے پاک ټول کارونه د انسان د خېر ښيګړې لپاره دي او په هر څيز او هر کار کښې د هغۀ رحمت او حکمت پوشيده دے
له دا ډول تفسيرونو نه مونږ ته دا حقيقت هم څرګنديږي چې خداے پاک هغه شان نۀ دے چې ځينو ظاهري عالمانو په خپلو تفسيرونو لکه د يو ظالم او جابر بادشاه په شان معرفي کړے دے چې بس هر وخت له انسان څخه د انتقام په فکر کښې وي او څه يې خوښه وي کوي يې او کولې شي چې يو ظالم معاف کړي او يو مظلوم ته سزا ورکړي. نه بلکې هغه يو ډېر جميل ، ښکلے او زېبا ذات دے، هغه عادل ذات دے او مهرباني او رحمت يې بيا له عدل نه هم زيات دے او په انسانانو باندې ډېر مهربان دے او ورسره عشق کوي او غواړي چې انسان هم له هغه پاک ذات سره عشق وکړي. او د هغۀ د رحمت لا زيات مستحق وګرځي.
+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ
87/05/02 او وخت
5:0 |