مورنۍ ژبه

( اداريه )
بالاخره ټول ټاکنې يا انتخابات هم ترسره شول او تر يو حده د جمهوريت لارۍ په سړک روانه شوه او تر ټولو په زړۀ پورې دا چې زمونږ په صوبه کښې چې څوک ورته سرحد صوبه وائي، څوک ورته پښتونخوا وائي، څوک ورته کوزه او لره پښتونخوا وائي او څوک هم ورته شمالي پښتونخوا وائي هم په مجموعي توګه د پښتو او پښتنو په نوم جوړ شوي ګوند يعنې عوامي نېشنل پارټۍ حکومت تر لاسه کړ. که څه هم پښتون قام د خپل بې کچه خلوص او سادګۍ په وجه تل د مذهب په شمول په مختلفو نومونو باندې د اکثرو مشرانو له لاسه دوکې خوړلي دي خو دا ځل يې له عوامي نېشنل ګوند سره د خپلو ډېرو هيلو او اميدونو په تړلو سره يو ځل بيا د پښتو او پښتونولۍ په نامه خپل ووټ استعمال کړ او د دغه ګوند مشرانو هم ورسره دا ځل د تېرو حکومتونو په شان د ډېرو مسائلو او مشکلاتو د حل کولو لوظونه او وعدې وکړې چې په دغو وعدو او لوظونو کښې د دهشت ګردۍ خاتمه، د معاشي حالت ښۀ کول او د صوبې نوم د پښتنو د پېژندګلو په نوم اېښودل په سر سر کښې دي.
تر څو چې د دهشت ګردۍ خبره ده نو ځينې سياسي شناندي دا دهشت ګردي دا د اسلام په خلاف يو نړيوال سازش بولي چې پښتانۀ هم د اسلام د يوې اهمې برخې او استعاريت او استکباريت د نه منلو د مخينې په توګه په دغه سازش کښې سوزي دغه شناندي باوري دي چې د دهشت ګردو ډلو ريموټ کنټرول او واګي هم د يو مرکزي طاقت او د دغه طافت د برانچ آفس په لاسو کښې ښکاري چې هر کله يې وغواړي ختمولے يې شي او چې هر کله يې وغواړي شروع کولے يې شي. نو ځکه د دهشت ګردي خاتمه د دې صوبې د حکومت د وس کار نه بلي.
همدا رنګ د پاکستان د جوړېدو له وخت نه د تېر حکومت تر وخته پورې ټولو حکومتونو د غربت د ختمولو، خلقو ته د روټۍ کپړې او مکان ورکولو، د ګرانۍ ختمولو او د معاشي نظام د ښۀ کولو وعدې ورکړې دي خو د غريب حالت ورځ په ورځ خرابيږي او طبقاتي فرق ورځ په ورځ زياتيږي نو ځکه ويلې شو چې معاشي حالت هم د هغه سرمايه دارانه نظام په وجه خراب دے چې په مونږ باندې مسلط کړے شوے دے او په نړيواله سطح ورسره مونږ تړلې شوي يو نو تر څو چې مونږ د سرمايه دارانه نظام له دغې لومې او جغ نه نۀ يو خلاص شوي نو د اوړو د بوجۍ په دوه روپۍ ارزانولو سره زمونږ د غرېبو ورځ نۀ شي ښه کېدې.
او تر څو چې د صوبې د نوم خبره ده نو واقعي چې په اصل کښې دې صوبې ته د سرحد نوم ورکول بې انصافي وه ځکه چې د سېنديانو اکثريت صوبې ته د سېند، د بلوچيانو د اکثريت صوبې ته بلوچستان او د پنجابيانو اکثريت صوبې ته پنجاب نوم ورکړے شو نو د پښتنو اکثريتي صوبې ته سرحد نوم ورکول سراسر زياتے ؤ په داسې حال کښې چې د نورو صوبو سرحدونه هم نورو هېوادونو سره نښتي دي يواځې د دې صوبې نه بلکې د دې صوبې له سرحد يعنې پولې نه اخوا او دېخوا خو يو قام اوسيږي، خو دې صوبې ته قصدً د سرحد نوم ورکول او د قام د پهچان او پېژندګلۍ نوم نۀ ورکول په اصل کښې د پښتنو غوندې ازادي خوښوونکي قام د پېزواني کولو او د دوي د تشخص چې پښتو ژبه ده د ختمولو سازش ؤ خو دا د پښتو ژبې خپل کمال او نرتوب دے چې ځان يې ختمېدو ته پرې نښود او د ډېرو سازشونو او مخالفتونو باوجود يې ځان تر اوسه د پښتنو په زړونو کښې ژوندے وساتلو.
نو د دې صوبې د حکومت د دې خبرې پوره پوره ملاتړ کوو چې بايد د پښتنو د اکثريت لرونکې صوبې نوم دې د پښتون قام د پهچان او پېژند ګلو په نوم کېښودل شي خو دا خبره ده چې يواځې د صوبې په نوم بدلولو سره مسائل نه شي اوارېدې.
کۀ څه هم ټول مسائل په خپل خپل ځاے ډېر مهم او اواري ته اړتيا لري خو يوه مهمه مسئله پښتو ژبې ته خپل حق او مقام ورکول او په دې صوبه کښې دا تعليمي ، دفتري، عدالتي او پارلېماني ژبه ګرځول دي او څنګه چې مورنۍ ژبه د يو قام د مور حېثيت لري دغه شان دغې مسئلې ته هم مونږ د ډېرو مسائلو مور وېلې شو او په حل کېدو سره يې ډېرې مسئلې اوارېدې او قام د ترقۍ په لور روانېدې شي او له خوشبختۍ نه د پښتون قام په نامه موجوده حکومت په داسې کال کښې د واک اختيار واګي ترلاسه کړل چې ملګرو ملتو په نړيواله سطح دا عيسوي کال د مورنۍ ژبو کال نومولے دے دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو په منشور کښې په دې خبره باندې تاکيد شوے دے چې بايد ماشوم ته دې تعليم په خپله مورنۍ ژبه ورکړے شي. ځکه چې دا د يو انسان فطرتي حق دے. خو مونږ ګورو چې د دې صوبې موجوده حکومت هم د نورو حکومتونو په شان په دې مسئله باندې ورو ورو ځان غلے کوي او نۀ يواځې په دې حقله څه څرګنده خبره نه کوي بلکې له بده مرغه او له اميدونو نه په لرې توګه د هغو کسانو له خولې د انګرېزۍ ژبې د نړيوال اهميت خبرې اورو چې په پردو حکومتونو کښې به يې د خپلې ژبې، د خپلې خاورې او د خپل اختيار خبرې کولې. حال دا چې انګريزي ژبې ته په دنيا کښې بې له پاکستان او هندوستان نه چې د انګرېز استعمار له اثراتو نه لا نه دي ازاد شوي بل په يو هېواد کښې هم دومره اهميت نه ورکړلے کيږي او هسې هم که مونږ د نړۍ په هغو قامونو باندې يو نظر واچوو چې په اقتصادي توګه او د سائنس او ټېکنالوجۍ له نظره يې ترقي کړې ده او يا د ترقۍ په لور روان شوي دي نو بنيادي وجه په مورنۍ ژبه د هغوي تعليم او هغه رسمي او سرکاري ژبه ګرځول دي. چې غټ غټ مثالونه يې روس ، چين، جاپان ، فرانس وغېره او ګاونډي اسلامي هېواد ايران دے چې اوس اوس يې د استعمار توک له غاړې نه غورزولے دے او هم په خپلې فارسۍ ژبه کښې حتي يو پرامن اېټمي قوت جوړ شو او امريکې ته يې هيڅ علاج نه ورځي. بلکې د غرب او اروپا په هغو هېوادنو کښې چې خپله ژبه يې انګرېزي نه ده نۀ يواځې دا چې پکښې خپله ژبه رائج ده او انګرېزۍ ته څه اهميت نه ورکوي بلکې که عام خلق يې په خپله ژبه کښې د انګرېزۍ ټکي استعمال کړي نو هغه کس ته په ډېر نفرت سره ګوري او له دې حقيقت نه زمونږ هغه وطنوال چې په هغو هېوادونو کښې ژوند کوي ښۀ واقف دي.
بې شکه چې د يوې خارجي ژبې په توګه بايد انګريزي هم د نورو ژبو په څنګ کښې زده کړې شي خو په ځان مسلط کولو کښې بې له غلامۍ او پرمختګ نۀ کولو نه بغېر هيڅ په لاس نه شي راتلې
لکه ارواښاد حمزه بابا وائي:
اول خپله ژبه پس ته نورې ژبې بې بنياده عمارت خو سمون نه کا
په هر حال د مورنۍ ژبې له حقيقت نه څوک هم انکار نۀ شي کولې. بلکې اسلام چې يو فطرتي دين دے تل د انسان د فطرت خيال ساتلے دے او له ټولو نه زيات يې په عملي توګه دا خبره ثابته کړې ده. او نه يواځې اسلام بلکې يو لک څلوريشت زره انبياء کرامو چې د اسلام د تکامل لپاره خداے پاک رالېږلي دي هم د خپلې مورنۍ ژبې د ترويج او تحفظ خيال ساتلے دے او دا ځکه چې خداے پاک هر قام ته پېغمبر د هغه قام په مورنۍ ژبه کښې لېږلے دے او هغو پېغمبرانو هم بيا د يوې لحظې لپاره هم د بلې ژبې چې که څه هم هغه د هغه وخت د ابر قدرتونو او سپر طاقتونو ژبې وې سهاره نه ده اخېستې لکه د مثال په توګه که مونږ د خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) چې د ټولو قامونو، ټولو ژبو بلکې حتي د ټولو عالمينو لپاره مبعوث کړے شوے دے ژوند پاڼه ولولو نو هغوي هم د اسلام په دغه فطرتي قانون باندې عمل کړے او د خلقو لارښوونه او تعليم ورکونه يې په مورنۍ ژبې عربۍ سره کړې ده او ان تر دې چې د هغه وخت د قېصر او کسری سترو طاقتونو يعنې د روم او ايران له ژبو څخه نه يواځې متاثر نه و بلکې د هغو هېوادونو باچايانو ته يې د اسلام دعوت هم د هغوي په ژبه نه بلکې په خپله مورنۍ ژبه عربۍ ورکړے دے او دغه شان د هغوي نه پس هم د اسلام او مسلمانانو مشرانو دغه روش جاري ساتلے ؤ چې له دې نه مونږ ته دا خبره لکه د نمر څرګنديږي چې اسلام هيڅ کله د مثبت قوميت او په مثبته توګه د خپلې ژبې مروج کولو مخالفت نه دے کړے. نو په يوه ټولنه کښې د مورنۍ ژبې رائجول د يو لک څلوريشت زره انبياؤ ائمه ؤ، صحابه ؤ او اولياؤ سلام الله عليهم اجمعين د سنت ژوندي کول دي اومورنۍ ژبې ته اهميت نه ورکول او بله ژبه په تېره بيا د ابر قدرتونو ژبه په ځان او قام مسلط کول د يو لک څلوريشت زره انبياؤ ، ائمه ؤ ، صحابه ؤ او اولياؤ عليهم السلام د سنت مخالفت دے.
نو په داسې حال کښې چې انساني فطرت، او د اسلام په شمول ټول اسماني دينونه او موجوده انساني قوانين په مورنۍ ژبه باندې د تعليم او تعلم ملاتړ کوي او تاکيد پرې کوي نوولې مونږ ته په نورو نورو ژبو کښې په زور تعليم راکړې کيږي؟ او ولې د نورو نورو ژبو په تش په نامه اهميت او نړيوال کېدو باندې دوکه کولې شو؟
نو بس نن که څه هم د دې صوبې موجوده حکومت ته ډېر ازمائشونه مخې ته پراتۀ دي خو پښتو ژبه تعليمي ، دفتري ، عدالتي او پارليماني ژبه ګرځول يې ډېر مهم او غټ ازمائش دے او تر ټولو مهم او غټ ازمائش ورته ځکه وايو چې نور ازمائشونه د ټولو ګوندونوچې په نورو نورو نعرو سره جوړ شوي دي مشترک ازمائشونه دي او هر ګوند چې د اقتدار واګي په لاس کښې ونيسي د نورو مشترکو مسائلو د حل کولو کوشش کولې او يا لږ تر لږه د نعرې په توګه يې استعمالولې شي خو د پښتو ژبې رواجول د عوامي نېشنل پارټۍ لپاره غټ ازمائش بلکې د پښتو خبره ده ځکه چې دې ګوند د خپل جوړېدو له وخت نه نر ننه پورې يواځې د پښتو او پښتونولۍ خبره کړې ده او هم په دې نوم يې په مخلتفو دورو کښې له پښتنو نه ووټونه اخېستي دي نو اوس به ګورو چې په څومره خلوص او مينې سره ورته پښتنو عوامو راې او ووټ ورکړ ايا د دې ګوند مشران به هم د پښتنو بې شمېره مسائلو په اوارولو او خاصه توګه د پښتو ژبې د رائجولو مسئله چې له ډېرې مودې راهسې د پښتنو ليکوالانو، اديبانو، دانشورانو، پوهانو او عوامو مطالبه ده په حل کولو کښې له دومره مينې او خلوص نه کار واخلي؟
چې د دې پوښتنې ځواب به انشاء الله زمونږ د صوبې پښتانۀ مشران په عملي توګه ورکړي.
*****













