تبليغاتX
مينــــــــــــــــه

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه

 

د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د ښاغليو پښتنو مينه والو له ډېرو غوښتنو سره سم له پېښور نه خپرېدونکې د مينې مجلې چلوونکې ادارې دا ښکلے وېبلاګ په  ليکه کړو چې پکښې به هغه قدرمن مينه وال چې غواړي د انټر نېټ له لارې (( مينه )) ولولي نو اوس به هره مياشت دغه مجله هم لوستې شي او هم به د دغې پاڼې  له لارې خپلې ليکنې او په مخلتفو ليکنو خپلې تبصرې او نظرونه رالېږلې شي.

له ګلونو مينه والو نه په ډېر احترام سره غواړو چې په مجله کښې د خپرېدو لپاره خپلې نثري او نظمي ليکنې ، تبصرې، پېغامونه او نېکې مشورې زر تر زره مونږ ته راولېږي چې (( مينه )) پرې لا ښکلې او سينګار کړو همدا رنګ کۀ کوم دوستان د پښتو ژبې او کلتور د پرمختګ لپاره له ادارې سره خپلې مرستې کول غواړي نو مونږ به يې په ډېرې مينې سره مرستې قبولې کړو.

د مينې وېبپاڼې پته:      http://meenapukhto.blogfa.com
دفتري پته:   دفتر مينه مجله کوڅه نمبر2   غريب آباد روډ ډاکخانه تهکال بالا شاهين ټاؤن پېښور
برېښناليک :    meena_pukhto@yahoo.com
ټيلفون      7114566 :ګرځنده 3459047584    : 
د بېنک کاته:   اکاؤنټ نمبر 5 - 809  الائيډ بېنک ميونسپل بس سټېنډ برانچ پېښور

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/21 او وخت 7:37 |

 

د مينې، محبت، حسن او ښکلا د لوے څښتن په نامه

 

 

 

د سپرلي پېغام

 

( اداريه )

 

سپرلے راغے،نوروز راغے ،د فطرت او طبيعت کال نوے شو په زمکه کښې ژوند راغے، ټول ماحول تک شين شو، په سمه، په غر، په باغونو ، چمنونو دشتونو او مېرو په هر ځاے کښې شين څادر وغوړېد، چارچاپېره رنګ په رنګ ګلونه راڅرګند شول فضاء له خوشبويو ډکه شوه او ښکلا خپل جوبن ته ورسېده. د سپرلي دې ماحول له ځان سره له مينې ډک پېغام راوړۀ او په دې خوشحالۍ کښې د ګډون لپاره يې عامه بلنه اعلان کړه او په دې بلنې سره له هرې خوا نه د حسن او ښکلا مئين بلبلان، بوراګان، طوطيان، لولکې او نور مارغان او حېوانات او حتی انسانان د باغونو، چمنونو، مېرو او دشتو په لور ورمات شول او د طبيعت او فطرت په دنيا کښې هرې خوا ته د مېنې،محبت، خوشحالۍ، سوکالۍ او ازادۍ نغمو انګازې جوړې کړې.

خو په دې ماحول کښې د هر چا په زړونو کښې يوه پوښتنه راپېدا شوه او هغه دا چې دا ماحول څنګه يکدم بدل شو؟ ايا دا د مينې خوشحالۍ، سوکالۍ او ازادۍ ماحول له څه زحمت، کوشش او جدوجهد نه بغېر په خپله له غېبه راغے؟ له فطرت نه پرې اواز وشو چې نه، دا ماحول د خزان له تاودو، رژوونکو او ژړوونکو بادونو سره د يوې مودې له منظمې مبارزې، مقاومت، صبر، زغم، هيلې او اميد نه پس رامنځته شو. خو له دې هر څه سره سره د دوو څيزونو موجودګي او شتون لازل او ملزوم دے چې يو د زمکې ظرفيت او بل د فطرت او طبيعت قانون او چوکاټ. که په دې دواړو کښې يو هم نه وي نو دا ماحول نه شي جوړېدې دا نه پاس په فضاء کښې او نه په اسمان کښې او نه په بل يو ځاے کښې بلکې د زمکې د ظرفيت په شتون سره جوړېدې شي  او دغه ظرفيت بيا د فطرت او طبيعت منظم قانون او چوکاټ ته اړتيا لري او کۀ دغه قانون او چوکاټ نۀ وي نو زمکه په يواځې ځان هيڅکله خپل د جمال او جلال تکامل ته نۀ شي رسېدې.

هو، نن سپرلي د لر او بر پښتنو ته همدا پېغام راوړے دے چې بايد د ظلم، استحصال، بې انصافۍ، بې عدالتۍ، تحجر، بې علمۍ، ناپوهۍ او جهالت د تاودو او سپېرو بادونو په وړاندې له مينې، محبت، ورورولۍ، يووالي، علم، پوهې، هوښيارتيا، بېدارۍ، صبر، زغم، هيلې او اميد سره مل په منظمه، او مرتبه توګه مقاومت، مبارزه او جدوجهد وشي.

     خو پښتون ولس ته د دې کار لپاره هم د دوو څيزونو شتون لازم او ملزوم دے چې يو د پښتو ظرفيت دے او بل د اسلام چې فطرتي دين دے قانون او چوکاټ. يا په بله معنا پکار دي چې پياله او جام پښتو وي او باده او شراب يې اسلام وي نو بيا هله له مينې، محبت، خوشحالۍ، سوکالۍ، ازادۍ او خپلواکۍ نه د ډک سپرلي اميد لرلے شو چې حمزه بابا (رح) يې د شعر په ژبه داسې وائي:

 

که باده مې دے اسلام پښتو مې ظرف دے

مـــزه کاندي په خپــل جــــام کښې مشروبات

 

نن (( مينه )) د سپرلي په همدې پېغام سره د طبيعت او فطرت له نوي کال نه د لر او بر ګلونو پښتنو په ملاتړ سره د خپل له مينې ډک سفر اغاز کوي او د مينې او ښکلا په دې سفر کښې د ګډون لپاره ټولو ته  عامه بلنه ورکوي.

      د پښتونخوا په لر او بر باندې د يو نوي سپرلي د راتلو په هيله.

                                                                                                                                                        اداره

                                                                                                                               مياشتنۍ ((مينه)) پېښور

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/21 او وخت 7:30 |

 

 

 

د کال د نوي کېدو دعا

 

 

  

 

بســـم الله الـــــرحمـــــن الرحيــــم

 

 

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه

 

 

يــــا مُقــَــلِّبَ الْقُلــــوبِ وَالاْ َبْصار

 

 

اے د زړونو او سترګو بدلوونکي خدايه!

 

 

يــــا مــُــــــدَبـــِّـــرُ الَّيـْـــلِ وَالنـَّـهار  

 

 

اے د شپې او ورځې تدبيروونکي خدايه!

 

 

يــا مُحَـوِّلُ الْحَــوْلِ وَ الْاَحــْــوال

 

 

اے د حال او احــــوالو بدلونکي خدايه!

 

 

 

حَـــوِّلْ حـالَنا اِلَی اَحْسَنِ الْحال

 

 

             زمونږ حــال په ښه حـال باندې بدل کړې

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/02 او وخت 5:0 |

 

 

دويمه خور / دريمه خور  ١٤٢٩ هـ ق    غوئے   ١٣٨٧  هـ ن                    April/May 2008              

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

 

١٣ ١     20      

 ١٤   ٢      21        

 ١٥ ٣

 22         

 

١٦ ٤    23     

١٧ ٥       24        

١٨  ٦   25

١٩ ٧   26

٢٠ ٨      27        

٢١ ٩      28        

٢٢ ١٠    29        

٢٣ ١١         30

٢٤ ١٢  1

٢٥ ١٣   2

٢٦ ١٤    3         

٢٧ ١٥   4

٢٨ ١٦                5

٢٩ ١٧  6

١  ١٨   7

٢  ١٩  8

٣   ٢٠  9

٤ ٢١   10

٥ ٢٢  11

٦

٢٣  12

٧ ٢٤   13

٨ ٢٥   14

٩ ٢٦   15

١٠ ٢٧ 16

١١ ٢٨  17       

١٢ ٢٩            18

١٣ ٣٠           19

١٤ ٣١              20

 

 

 

 

نمانځنې

 

 

غو‌ے ١٢ د مزدورانو نړيواله ورځ ( د مۍ ١ نېټه )

 

          ٢٢   د بی بی  زېنب (ع) ولادت (٥ دريمه خور)

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/02 او وخت 5:0 |

 

نعت شريف

 

 

 

 

 

مولانا وصال محمد

 

 

کــۀ پېدا نۀ وې آقــا نــــــۀ پېــــــدا بــــــه ؤ عــــــالـــــم

نـــۀ پېـــــــــدا بـــــــه وه حــــــــــوا نۀ پېـــــدا بـــه ؤ آدم

دې  جهان ته د آقــا کــــــه د نـــــــور نــــــۀ وې ظهــور

هيڅ به نۀ وو په هر خوا جهــــان نـــــۀ بــــــه ؤ ضــرور

د عظمت پــــــه حجـــــاباتو کښې هــم پټ به ؤ غفور

صرف ؤ بـــه يک تنهــــــا الله پاک غنــــــــي اکـــــــرم

زمکه هـــم نــــــۀ بــــــه سمـــــا نـــــــۀ به ؤ لـــــوح و قلم

کۀ پېدا نۀ وې آقــــا نــه پېــــدا نــــۀ بـــــه ؤ عــــالـــــم

نــۀ پېدا بـــــــه وه حـــــــــوا نـــــۀ پېـــــــــدا بــــــه ؤ آدم

دا فلک، زحل، زهره، که مشتر او نمـــر قمــر دے

يا که نورې سيارې دي چې جهــــان پرې منـور دے

دا له نيشت نه چې شتۀ شوي برکت مې د دلبر دے

دے لوے شان ورته عطا دے بې شکــــه محتـــــرم

پـــه درګاه کښې د الله لــــــه هر چـــــا دے مقـــــــدم

کـــــۀ پېـــــدا نــــــــۀ وې آقا نه پېدا نۀ بـــــه ؤ عـالـم

نــۀ پېــدا بــــــه وه حــــــــوا نــــۀ پېــــــدا بــــــــه ؤ آدم

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 8:20 |

                                

                                         دملت مينه

 

                                      

 

 

                                                ارواښاد حمزه بابا                                

                 

مينـــــه د ملت بــــــه انتهـــا تـــــــــه رســـــومـــــــــه

ګويـــا چــــې يــــې بېرتـــه ابتــدا تــــه رســــومــــه

هم به يې شي دا خوشامدګرې اوښکې خلاصې

هــــم څــــــه پېغـامونه پښتونخوا تـــه رســومــــه

غـــــــم د پښتنې مينــــــې چې مــا په سر اخېستے

تـــــوان لـــرم کــــۀ ځــــان همـــه دنيا ته رســـومــــه

ځغـــــل د ملتــــــو دے د پېغـــــور ژبـــــه پکار ده

غــږ د بېدارۍ زوړ او بـــــرنـــــا تــــــه رســــومـــــــه

اوښکې به شبنم غوندې په ګل د ملت توې کــړم

وړم دغــــــــه ژړا نــــــن يې خنــــدا تــــــه رســومـــه

څو د پښتنې مينې حمزه خوا خوږي څــــاڅـــکي

                        نن يــې د پښتون اوچې صحـــرا تـــــه رســــومـــه

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 7:0 |

د تاريخ ورکه پاڼه

 

ميراعظم پښتونزاده اتمانزۍ

 

په ١٩٣٣ عيسوي کال کښې چې کله پښتون دښمنه خلقو د پښتونخوا په ټولو سيمو باندې د خدائی خدمتګار واضحه اثرات وليدل نو د نورو نورو قسم قسم شرارتونو او سازشونو سره سره يې يوه بې خونده شان پخوانۍ ټپه هم د خلقو غوږونو ته راورسله چې ګنې پښتانۀ د حضرت داؤد (ع) د يو فوځي جرنېل افغنه بن ساول هغه اولاد دے چې د نامتو فاتح بخت نصر لخوا په فلسطين باندې د حملې په وجه موجوده افغانستان ته په تېښته راغلے ؤ او څه موده پس د دوي لس قبيلې واپس خپل وطن يعنې فلسطين ته تلې وې خو يوه قبيله ترې نه خواؤ شا غرونو او ځنګلونو کښې بې درکه شوې وه او غالباً دغه ورکه يهودي قبيله نن په پښتنو باندې بللې کيږي. همدا رنګ په دې وروستيو وختونو کښې هم د همدغې افسانې په تقليد کښې او اسرائيلو د صهيونېسټ رژيم د خوشحالو لپاره ځينو قلم فروشه ليکوالو يو ځل بيا دغه بې بنياده قيصه تکرار کړې ده.

     نو د پښتنو په خلاف د دا ډول ډرامو  او مفروضو د غلط ثابتولو لپاره يو لړ تاريخي تحقيقات د شعر په ژبه کښې راوستل او دلته يې د پښتنو وروڼو خوېندو په حدمت کښې وړاندې کوم:

دا جهـــــان زمـــکــــــه اسمــــــان

وجـــــــه عشــــــق ؤ د سبحــــان

چې يې ښۀ ډول او سنګار کړل

کـــــړو يې تخليق ورلــه انسان

مينه يې وينه کښې داخل کــړه

انســان خوښ کــــړ بـــل انسان

دا رشتــې کـــۀ خپلـــولـــۍ دي

قبيلــــې، خېــــل، خــــانـــــدان

دا خـالــــق دي پېونــــد کــــړي

نـــۀ بيليږي پـــــه هيــــڅ شــــان

د قـــــــــرآن دے دا اعــــــــــلان

پــــه قــام نســـل دے پهچـان

د پښتــــون شنــاخت دا دے

آدم، شيث، انــــوس، فينـان

مهــــل ايل، يــــارو، حنـــوک

لائېمــک، نوح وو په جهان

نـــوح نــــامه عبدالغفــار وه

نــوح- نوحــــه، آه و فغــــــان

بيـــا د نــــوح څلـــــور زامن وو

ســـام او حـــام، يــافث کنعان

سام نه دي سپين پوستي خلق

حــــام اولاد نـــــه دي حبشيــان

يـــافث کــــډه کـــړه ايشياء تـه

کنعان غــــرق شو پــــه طوفان

د يــافث تخــــم زرغــــون شــــو

تــــرک او منګ څــــــــه دختــران

ترک، ترکان او منګ منګول دي

څــــه تــــاتـــار شـــول څــــۀ آريــان

په سېحون،جېحون مېشته شول

نن يــــاديـــــــږي چـــــې روسيــــان

پلار نيکۀ يې خــــانه بــــدوش وو

کـــــرونــــــدګـــــر، ګلــــــه بـــانــان

د ګيــــــا، اوبـــــــــو تکل کښــــې

شــــول پـــــــه بــــر ښکتـــــه روان

چــــــا هجـــــرت پـــــه قطب وکــــړ

شـــــول آئـــــرش او جـــــرمنيــــان

چـــې سوېـــل سيمو ته راغلـــــل

دغــــــه کـــــرد دي، ايــرانيــــــان

آرمينيــــا کښې آريـــه ورت دي

کاپيســــا کښې ګندهــــاريـــان

پښتونخـــــوا لــه پښتيخــــــا نه

پکتيـــــا نــــــــــــه آپ ګانـــــــــان

سنسکـــرت، کردي، اوېستــا

پشــت پـــرهسټ پـــارتي زبان

شجره، تاريخ يـــې ليک دے

ژنـــد وېـــــدونــــو کښې بيـــان

د آدم ثـــــــانــــــــــــي اولاد دے

پـــــــلار نيـــــــکۀ پســـې روان

لــــــــه ازل نــــــه مــــوحــــد دي

ښۀ محکــــم پــه خپـــل ايمــان

بت تـــــه يې نۀ ده سجـــده کړې

وو نـــــامتـــــو يـــــې بهــــــادران

قېس پرې هسې خداے بانـه کړ

خـــــوي يــــــــــې ؤ د مسلمـــــــــان

درې سـړبن، بيټن، غـــــــرغښت

دي زامــــن قېس رشيــــد خـــــان

سړبنــــي قـــــــام قبيلــــې شـــــول

درانـــــي، تـــــريــــن، شېــــــروان

يـــــوسف زي کۀ ســـــدوزي دي

محمــد زي دي کــــه ګېګيــــان

داود زي ، مـــــومند. خليــــــــل

شينواري دي خپل خپلــــــــوان

د بيټــن نــــــــارينـــــــــه نـــــــۀ وو

لـــــور وادۀ پــــــــه شـــاه ايـــران

د هغــــــــــې اولاد غلـــــــزي دي

څــــــه لودي دي څــــــه تــــوران

ابراهيم زي او څــه نيــــازي دي

سيــــاني دي څـــــــه لـــــوهــــــان

د دوي ورور بل اسماعيل دے

څـــــه غوري دي څــــــه دوتـــــان

غرغښتي، خټــــک بنګښ دي

اورکـــــزي څــــــه اپـــــريديـــــــان

څه وزير، محسود، دروېش دي

څـــــه ځـــــاځي، طــــوري، اتمان

پښتون ،کـرد اکثر سنيـــان دي

ايـــــــرانـــــــــي دي شيــعـــــه ګان

بـدنصيبــــــه وکــــــــري وکـــــــري

بـــــې اتفـــاقـــــــه تـــــــــربــــــوران

نــــــه بطــان دي نه پټــــــــــان دي

نـــــــه د روم نــــــــه د يــــــونـــــان

د دښمـــــــــــن دا اختـــــــــراع ده

نـــــه قبطـــــــي نـــــــه يهــوديــــان

يهودي خـــــان خــــــو خائــــن وي

پښتون خـــــان پـه دستـــــرخوان

پښتانـــــــۀ پښتــــــونـــــزاده دي

ډېـــر کـــــم علمــــه ســـــاده ګان

دغه ځکــــه چې کــــم علمـــــــه

دي مـــــــــلا پســــــــــــــې روان

*****

 

 

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

نسيم ستورے

 

د نر پلار نر زوے

 

ليک: سيدرقيب روحانی

 

شاعران خو په پښتنو کښې ډير دي خداے دې يې ډېر کړي او هر يو شاعر خپل ځاے لری خوداسی شاعران ډېر کم پېدا کيږي چې له خولې څخه ېې نره خبره وځی پدغه شاعرانو کښې يو ځوان شاعر د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري زوے  نسيم ستورے دے  چې پلار يې په پښتو او پښتونولۍ  مئين ؤ او د دۀ  په شعرونو کښې  هم د ژوند خواږۀ  ټول پراتۀ دی په رښتيا هغه لاره چې کومه ېې په ژوندون د پلار لاره وه نيولې ده ، له ځان څخه يې د پښتو او پښتونخوا مجنون اوله پښتو اوپښتونخوا څخه يې ځان ته لېلا جوړه کړې ده دا شعر ئې د دغې مېنې او پاکې جذبې  ثبوت وړاندی کوی چې وائي :

چـې  د  ميــنـې  مـحـبــت   نـه  مـې  جـوړ  کور  دے

رقـيـبـان   دې   راتـه  ســوځـي  حـال  يـې  نـور  دے

 

پـښـتـونـخـوا   زمـا  لـيـلا   زۀ   ئــې   مـجـنـون   يم

زما   زړۀ   کښې  د پـــښــتـو  د  مـيـنـی   اور   دے

 

کـه  هـر څـو  يې  دښــمـنـان  په کـرښـو  بـيل  کړی

لـر او بـر  پـښتـانـه   يـو دی   يـو  يــې  کـور  دے

 

د  مـنــګــی  او   د  ربــاب    نـغـمــی     غـــږيــږی

راته  ښکاری  پـه  حجـره  کښې  ټـنګ  ټکوردے

 

پلوشـی  د  ميـنـی  هــر خـوا   ته  خــورې   شــوې

د  نسيـم  په   دې  راتلـو کښې دومـــره  زور دے

په رښتيا سره نسيم ستورے هغه ځوان فکره او بااسعتداده  شاعر او په پښتو مئين قام پرسته ځوان دے چې په شعري نړۍ کښې  يې د خپل پلار فکر او د هغۀ په پلۀ يې پل اېښودے دے او قلم يې کلک  په ګوتو کښې ټينګ ستاتلے دے چې د ارواښاد د « قلم توره » يې خپله کړې او د وطن او قام غمونه يې خوب ته نه پرېږدی لکه چې وائي:

 

قـلـمه  نن   مې   د     دردونو     افـسـانـې    ولـيکـه

ما ته  د خپل  وطن  خوږې  خـوږې  قيصې  ولـيکـه

 

قـلمه  ستا د اوښکو څـاڅکي چې  لفظونـه  جوړئ

ته  دې   په خپلو  اوښکـو  خپلې  تـرانـې   ولـيکـه

 

د خوشـحـال  تـوره  وی  د نـنګ  پـه  هـر ډګر قـلـمـه

د  ميروېس خـان  فـخرافغان  ښې کارنـامې ولـيکـه

 

قـلـمه   تۀ  د پښتـو  هـر رنګ کـښې رنګونه  ګډ کړه

ما  ته  د  خپلې  خـوږې   ژبـې   څو  لـهجې  ولـيکـه

 

نــور  بـــــه  قــلمـه   تـه  لـیکل  د پښتونـوالی کوی

اوس  د نـسيـم  پـه  ژبـه  تۀ  خـوږې  نــغـمې ولـيکـه

 

نسيم ستوري  خپل قلم صرف  او صرف د پښتنو د بېدارۍ ، سوکالۍ او يوولۍ  لپاره په کار اچولے دے او پښتون ( افغان ) ولس ته يې دا چغه اوچته کړې  چې ټول په يو مرکز راغونډ شۍ ، تربګنی ورکه کړئ ،  زړونه پخلا کړئ  او د دوستۍ شملې نېغې وساتئ  ، خو افسوس پدې چې د ښاغلی  نسيم خان ستوري شعرونه په انټرنټ کښې ډېر ندي خپارۀ شوي  او ځينې  يې په مجله ګانو کښې خپارۀ شوي دي کوم شعرونه چې مې په مجله ګانو او يا په انټرنټ کښې لوستي دي هغه شعرونه له هر لحاظه پاخه ، ښکلي او  په تول پوره دي خپلې خبرې د نسيم ستوري په دی شعرونو سره چې د« يو اواز» سرليک لاندې دي پاې ته رسوم .

زړونــــه چې پخــلا شی  سـره   غېـږه  غېږه  غېږه  شــــی

ورکه  تربګـنی  شـی  چـې  شـمله  د دوستـۍ نېغه  شی

 

مينه  شـی ښکلا په خنـديدو پــــه ګـــــډېـدو راشــی

کله  چې  دښمن  د مېنی تېر لـــه  خپله  تېغــــه شی

 

ذهـن  شــــی  صـفـــــا  د ورولـۍ او صداقـت  پـه لـور

ورک  ظلم سـتم شی  چې دا مـېنه  هم بې درېغه شی

 

بيا شی  طلبګار زړونـه د مـينـې  رهـبري  غـــواړی

پېـټـي  د غـمـونـو تـه چـې لاره  سيــده  نېغــه  شـی

 

را بـه  شی  نسـيم د آزادۍاو خپـلواکۍ پـــه  لـور

ټول  پـښتانـۀ يو به  شی  په يو اواز به چېغه شی

 

                                                                         د نسيم ستوري د لا برياليتوب په هيله

                                                                                         سيدرقيب روحانی 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

سلام د مينې

 

غوث الدين فروتن

 

خـــــدايـــه د چـــا په در بـــه وکــــړمه ســـلام د مينې

 

په دې وطن کښې هيڅوک نه مني پېغـــام د مينې

 

په سپينه ورځ مې د ګلانو هار ستا غاړې تـــه ووړ

 

خــو چــې زۀ تا ته رسېدمــــــه شو ماښـــــام د مينــې

 

هم دے قاتــــل د محبت هم يې په زړۀ کښې مينــه؟

 

دغـــــه چې څلــــــي نــــــړوي پــــه احتــــــرام د مينــې

 

راځـــــئ چې ټـــــول نيتونـــــه وتړو پــه نوم د مينې

 

خداے مهربان دے چرې را به شي امــام د مينې

 

بس چې ځواب ستا د کوڅې شو ها وړوکی رېبـار

 

د فــــروتــــن پـــــه هغــــــه ورځ ؤ احتتـــــام د مينې

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

                                                     

مينه

 

ارواښاد خوشحال بابا

 

لکــه زۀ يـــم پېـــــدا شـــــــوے پــــه دا مينــــه

 

د نور چا به هسې نـــــــــۀ وي پېــــــــــدا مينه

 

د قصاب چاړۀ به غـــــــــوښه هسې نـــــۀ کا

 

لکــــــه کا زمــــا پــــــــه زړۀ د اشنــــــــا ميــنه

 

درست عالم راباندې غاؤ کا زۀ حېران يم

 

چې له زړۀ به په څو لرې کړم ستـــــــــا مينه

 

په يوۀ تن کښې دا دواړه توکه نــــــــــــۀ وي

 

هم د حسن استغنـــــــــا هم د چــــــــا مينــــــه

 

نه به بوي د مښکو پټ شي په نافه کښې

 

نه به پاتې شي مخفــــــــي د شېـــــــدا مينه

 

ما په سحــر پــــــــه جـــــــادو تقصير و نۀ کړ

 

د نا ترس خاطــــــر مې نــــۀ شي په چا مينه

 

په ژړا به مــــې دوه سترګې اوچې نۀ کړې

 

که په مــــــا شوه د خپل يــــــار په ژړا مينه

 

لور په لور يې پـــــه همـــــه عـــــالم رسوا کړ

 

کاشکې نـه وې د خـوشحال دا رسوا مينـه

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

پيغام

 

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی    

 

نور دې له غاړې ټوپک لرې کــــړه قلـــــم واخــلـــــه

پښتونــــــــه ګام لـــه نــــړيــــوالــــو ســره سم واخلـــــه

 

نن د زړو وسـلو دوران تېر شوے بـــل زمـــــان دے

بچو تـــــه وايــــه د مکتب پـــه لــــور قــــدم واخلـــــه

 

ورور دې لــــه لاسه ځينې ونيسه لــــه خـــــوره ســـره

ځان د سيالانو سره سيال کړه جــــام د جــــم واخلـــه

 

د اتفـــــاق يـــــووالـــــي ستنې ودروه کـــــور کښــــې

د خـــــوږو زړونـــــو رغېــــــدو لـــــره ملهـــــم واخلــــه

 

د پلار نيکۀ  شان او شوکت او دبـــدبه په ياد کــــړه

بيـــــا دې لږکـــــور دننـــــه وګـــــوره قــــدم واخلــــــــه

 

اول له ټولـــــو نــه ژوندون خپـــــل تېرول زده کـــــړه

څــــــه تجربه د ژونــــــدانــــۀ له زېــر و بـــــم واخلــــــه

 

تر څو به ته خوار او حيران اوسې پخپل وطن کښې

د نوي ژونــــد پـــــه لــــوري پـــوهــــه له عالَم واخلــــــه

 

پــه منفي سترګه هر څه مه ګوره او لاس په کار شــــه

قـــــدم د ژونـــــد پـــــــه طريقــــــــه د بنيـــــــادم واخلــــه

 

د مشرانو لارښـــــوونو بانـــدې قــــــام راټـــــول کـــــړه

پـــــه علــــــم پوهــــــه واک د حقــــه سره ســــم واخلــــــه

 

د خـــــدمتګار دغــــــه پيغـــــام په اولادو تطبيق کـړه

د يـــــو سرلـــــوړي ژوند پـــــه لــــور ورله قلم واخلـــه

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

                             

مينه

 

ارواښاد رحمان بابا

 

بې لــــــه مينـــې مـــــــې روزګار نــــــــۀ شي فنا يـــم

 

کۀ په مينه کښې مـــې سر ځـــــي پــــــــرې رضا يم

 

يا به بوئين کــــــــــــړم د بهـــــــــار زيـــــړي ګلــــــونه

 

يا به مړ په کليــــــو پــــــروت لکــــــــه بــــــــــــورا يم

 

پـــــــــــرهرونه مـــــې زولـــــن د زړۀ خــــــــوږيــــــــږي

 

چـــــــــې ويشتلــــــې يــــــې د زړۀ په ســر رســا يم

 

زۀ رحمـــــــــان چـــــې سرګردان په جهان ګــــرځم

 

لـــه بـــــې دردو مـــــرور لـــــــــــه يـــار پخــلا يـــــم

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

پښتوادب

عزتمنو مېنه والو! د پښتو ادب تر سرخط لاندې مو له ابتداء نه يوه ستره لړۍ د پښتنو لوستونکو د استفادې په هدف شروع کړې ده او په دې کښې ليکل شوي مواد مو له پښتو نه علاوه د نورو ژبو د مختلفو ژبپوهانو، محققانو، ماهرانو او ادبي او کلتوري شخصيتونو له ليکنو نه راغونډ کړي دي او يو په زړۀ پورې ترتيب مو ورته ورکړے نو ځکه ورته د يو کس ليکوال نوم نه شو ورکولې نو که د کوم يو قدرمن ليکوال له ليکنې څخه اقتباس يا مضمون  پکښې ترسترګو شي نو مننه ترې کوو چې له ليکنو څخه به ګران مينه وال استفاده وکړي همدا رنګ که له موضوع سره اړوند ليکنې نور وروڼه خوېندې هم پکښې شاملول غواړي نو په مينې سره به په دې برخه کښې خپروو.

 

د ادب معنا او مفهوم

اول به دا وګورو چې د ادب معنا او مفهوم څه دے؟ او د څه لپاره استعماليږي نو په دې حقله مختلفو لغتونو مختلفې معنې او مفهومونه ليکلي دي چې ځينې پکښې په دا ډول دي: ادب چې جمع يې آداب ده د عربۍ لفظ دے چې معنا يې هغه علم او پوهه ده چې د لغت، صرف، نحو، معاني، بيان، بديع، عروض، د خط قوانين، د قرات قوانين، اشتقاق، شعر، انشاء او د تاريخ د قوانينو په حقله وې. له دې نه علاوه د کلتور، ثقافت، هنر، حرمت، معرفت، ښۀ اخلاق، ښۀ خوي، ښۀ خصلت، صحيح تربيت، تنبيه، تاديب، احترام او خيال ساتلو په معنې يې هم راغلي دي، همدا رنګ دا هم ليکل شوي دي چې په انسان کښې هغه ملکه چې انسان له بدو او خرابو کارونو منعې کوي او هغه علم چې د هغۀ له مخې انسان خبره او ليکل په ښۀ او غوره توګه وکړي او اکثر مونږ په پښتو کښې هم دا ټکے په عامه توګه استعمالوو او هغه داسې  لکه: دا کس ډېر بې ادبه دے، يا دا کس ډېر په ادب دے، يا دا کس د محفل په ادابو پوهيږي، يا دا کس د محفل په ادابو نه پوهيږي او داسې نور.

     د ادب په موضوع باندې ډېر کتابونه هم په مختلفو ژبو کښې ليکل شوي دي چې په هغو کښې هم د ادب د کلمې شننه شوې ده او په مختلفو زاويو يې جاجونه کړې ده لکه د پښتو ادبي بحثونه نومې کتاب د ادب د کلمې د اصل په حقله ليکي:

اصل يې (( هذب )) دے چې معنا يې بې عېبه ده. د هذب کلمه به په اصل کښې د هغې ونې لپاره استعمالېدله چې ځينې څانګې او ځينې ښاخونه به يې پرې شول او صافه به شوه. وروستو دا کلمه محسوساتو نه معنوياتو ته رانقل شوه او هغه چا ته هم وويل شوه چې عېبونه به يې ورک شو او بې عېبه او بې وټه به شو يعنې مهذب به شو.

    د لغت خاوندان ټول په دې باندې متفق دي چې مهذب کلمه د يو کامل انسان لپاره د ونې له نهذيبه رانقل شوې ده ځکه چې معنوي او عقلي او امور له حسي اشياؤ څخه ماخوذ دي لکه (( عقل )) چې د اوښ له جلب عقل او عقال څخه ماخوذ دے. نو د هذب د کلمې (( ذ )) په (( د )) بدل شو او دغه بدلېدنې په عربۍ کښې ډېر مثالونه لري لکه هذم، هدم، جذم جدم د قطع کېدو او پرې کېدو په معنا دي. (( هـ )) په (( همزه )) بدله شوه او دا بدلېدنې هم په عربۍ کښې متعارفې دي لکه اهل او آل ، ماه او ماء او داسې نور.

نو بس هذب هم په هدب بدل شو او هدب په ادب بدل شو. ځينې وائي چې په يوناني ژبه کښې اديب هغه چا ته ويل کېدۀ چې خبرې به يې خوږې وې او د ښکلي او ښۀ اواز او ښې او ښکلې نغمې خاوند به ؤ. نو هر کله چې عربي او يوناني لغتونه له يو بل سره ګډ شوي دي دغه لغت هم له يوناني څخه اخېستل شوے دے. ځينې نور وائي چې ادب له (( داب )) څخه ماخوذ دے چې د عادت په معنا دے او حال او شان په معنې هم ذکر شوے دے. لکه (( کداب آل فرعون )) مګر دغه راز اشتقاق په عربۍ کښې ډېر نظائر لري.

د ادبي بحثونه نومې کتاب ليکوال د ادب په تعريف کښې مخکښې ليکي:

لغوي معنا خو يې تهذيب ده او څه شې چې له چا سره يا له کوم يو شي سره لائق او مناسب وي هم ورته ادب ويلې کيږي لکه د مجلس اداب، د معاشرت اداب او داسې نور.

د ادب تعريف

 اصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان په خپله وېنا او بيان کښې له خطا او غلطيو څخه ساتي ځکه ادبي علوم هغه علوم بلل کيږي چې د وېنا ښۀ والے او بدوالے، غلط والے او صحيح والے او دغه شان خوږوالے او پيکه والے ښئ او په منظوم او منثور کلام کښې د فصاحت او بلاغت لخوا بحث کوي.

    د ادب په تعريف کښې دا هم وئېلې شوي دي چې ادب د ښو او ښکليو الفاظو په ذريعه او وسيله د خپلو احساساتو او ادراکاتو يا د زړۀ د خبرو ښکاره کول او څرګندول او د اورېدونکو يا لوستونکو په ذهن کښې يې کښېنول دي. يعنې ادب يواځې د افکارو او روحي حالاتو د اظهار نۀ دے بکلې له يوۀ ذهن نه بل ذهن ته انتقال او ابلاغ هم پکښې ملحوظ دے. اوس دا انتقال که په ښۀ ډول او مهارت سره وي چې هم پکښې ښۀ او ښکلي کلمات انتخاب شوي وي او هم د کلماتو د ښۀ ترکيب او ښۀ استعمال په لحاظ د فصاحت او بلاغت خيال پکښې ساتل شوے وي نو ادب ورته ويل کيږي او کۀ داسې نۀ وي نو يا او عادي او عامې خبرې دي.

په هر حال اوس که مونږ د ادب دغو ټولو معنو او مفهومونو ته يوه کتنه وکړو نو په دې نتيجه رسيږو چې ادبي ډګر يو مختصر او وړوکے ډګر نۀ دے بلکې وسعت او پراختيا يې زياته ده او يواځې شعر ويلو کښې يې نۀ شو محدودولې البته دومره به ووايو چې شعر ويل د ادبي هنر يوه ځلانده څرګندوې ده او يو شاعر يوه خبره، يو مطلب او خپل احساسات او ادراکات په يو داسې ښکلي او ښائېسته انداز کښې او په داسې منظمه او مرتبه توګه وړاندې کوي چې اورېدونکے يا لوستونکے ځانته متوجه کوي او جلبوي يې او اثر پرې کوي. يعنې مونږ د ادب کلمې له مفهوم او تعريف نه دا اخذ کوو چې د يوې خبرې يو مطلب او يو څيز په حقله پوهه او علم حاصلول او بيا هغه په ښۀ، ښکلي، ښائسته، سېنګار شوي، سرڅڼه شوي او منظم شکل کښې ړوادندې کولو ته ادب وائي او که يو خبره، يو مطلب او يوه واقعه د ادب يو ماهر او هنرمن کس بيان کړي او هماغه مطلب، خبره او واقعه که يو غېر ادبي کس بيان کړي نو په رنګ، خوند او تاثير کښې به يې ډېر فرق وي.

هسې هم که مونږ انساني احساساتو او ادرکاتو ته يوه کتنه وکړو نو په هرڅيز او هر کار کښې انسان تل ښکلا او ښائست خوښوي او څيز او هر کار چې څومره له عېب او نقص نه پاک او ښکلے وي هومره ورته انساني مېلان او ګروهنه زياته متوجه کيږي. حتي د خداے پاک په حقله چې د ټولو ښکلو او ښکلاؤ خالق او مالک دے هم دا راغلي دي چې (( الله جمېل و يحب الجمال ))  (( يعنې خداے پاک ښکلے دے او ښکلا خوښوي )) او دغه جميل او ښکلے ذات چې کله انسان ته خپل کلام او خبرې وړاندې کوي نو په ډېر ښکلي، ښائسته شکل او په منظمه او مرتبه توګه بلکې د ښکلا، ښائست او د هنرمندش په انتهائي درجه کښې يې وړاندې کوي چې مونږ يې د قرآن مجيد په شکل او صورت کښې ننداره کوو چې هغه پاک ذات يې په خپله هم ګواهي ورکوي چې (( ذالک الکتاب لا ريب فيه )) يعنې دا کتاب له هر عېب او شک شبې نه پاک دے او بيا انسان ته هم حکم ورکوي چې (( ورتل القرآن ترتيلا )) يعنې دا قران په داسې ښکلي توګه او ترتيل سره تلاوت او بيان کړه څنګه يې حق دے.

مطلب دا چې قران مجيد د يوې خبرې، يو مطلب او يو پېغام په ښکلي، ښائسته، سنګار شوې، منظمه او مرتبه توګه وړاندې کولو يواځې او ځانګړې نمونه، بېلګه او مثال دے چې حتي نه د هغه وخت خلقو بلکې سترو سترو اديبانو، عالمانو، پوهانو او هنرمندانو د دې پاک کلام د يو سورت ان تردې چې د يو ايت ځواب و نۀ ويلې شو او نۀ يې نن او نۀ يې تر قيامته څوک کولې شي او دا ځکه ناممکنه خبره ده چې د دې کلام وړاندې کوونکے ذات د ټولو، عالمانو، پوهانو، هنرمندانو، اديبانو، شاعرانو، د ښکلو او همه ښکلاؤ خالق او مالک دے او له دې نه مونږ ته دا خبره هم معلومه شوه چې  خداے پاک هم غواړي چې خبره او يو بيان دې په ښۀ او ښکلي شکل کښې وړاندې کړي او د ادب هم دا تقاضا ده. نو بس ادب نه يواځې د اسلام او مذهب په خلاف کار نۀ دےبلکې د انساني احساساتو، جبلاتو او فطري خوښويو ترجماني کوي

د ادب کلمې تاريخ

خو اوس دلته دا پوښتنه پېدا کيږي چې د ادب (( کلمه )) ابتداء او شروع له کله نه شوې ده او تاريخ يې څه ډول دے؟

نو په دې حقله د ادبي بحثونه نومې کتاب ليکوال ليکي: ځينې وائي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه کښې او د اسلام په ابتدا کښې نه وه ځکه چې نۀ د هغه وخت په ادبي اثارو کښې راغلې ده او نه په قران مجيد کښې شته بکلې په وړومبي ځل دا کلمه په دې مبارک نبوي حديث کښې ذکر شوې ده چې فرمائي: (( اَدَّبَني رَبّي فَاَحْسَنُ تآدِيبي )) (دا حديث محديثينو په دغو الفاظو کښې نه دے ضبط کړے ) او ځينې نور وائي چې دا  کلمه د جاهليت په زمانه کښې هم وه او دا چې د هغه وخت په اشعارو او قران کريم کښې نشته د دې خبرې دليل نۀ شي کېدے چې دا کلمه په هغه وخت کښې هډو موجوده نه وه، او دوي د خپلې مدعا د ثبوت لپاره دا دليل راوړي چې کوم وخت دا کلمه په حديث او د اصحابانو يا تابعينو په اقوالو کښې راغله او هيچا يې د معنې او مفهوم پوښتنه ونکړه نو معلومه ده چې پخوا هم وه او نوې نه ده ويلې شوې، او وائي چې دا کلمه د حضرت علي (ع) په اقوالو کښې هم ډېره راغلې ده او د جاهليت په وخت کښې اکثم بن صيفي چې د بني تميمو خطيب ؤ ذکر کړې ده.

دا خو ؤ د ادب د کلمې بحث خو تر څو چې د ادب او ادبياتو د اصل او محتو او عملي کېدو د تاريخ سوال دے نو د ادب د مخکيني تعريف او د دغه کلمې معنو او مفاهيمو ته که کتنه وکړو نو دا خبره په ډاګه کيږي چې د ادب او ادبياتو ابتدا د انسان له خلقت سره شوې ده او په مختلفو وختونو او زمانو کښې يې مختلف رنګونه او کېفيتونه لرلي دي، او هيڅ يو دور له ادب او ادبي فعاليتونو څخه خالي نۀ دے. د حضرت داؤد عليه السلام په حقله راغلي دي چې هغۀ به د زبور مقدس کتاب تلاوت په داسې ښکلي، ښائسته او زړۀ راښکونکي اواز کښې کوۀ چې مخلوقات به يې ترتاثير لاندې راتلل او داسې د نورو انبياؤ او اولياؤ په حقله هم ډېر واقعات نقل شوي دي. حتي چې حضرت موسي (ع) خو له خداے پاک نه سوال وکړ چې :

رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي  وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي يَفْقَهُوا قَوْلِي (سورۀ طه له ٢٥ نه تر ٢٨ ايتونه ) يعنې اے ربه ما ته شرح صدر عطا کړې او کار مې اسان وګرځې او ژبې غوټه مې پرانېزې چې خلق مې په خبرو پوه شي.

او همدا رنګ تاريخ راوړي چې د خداے ګران رسول (ص) به دومره فصاحت ، بلاغت او په خوږې ژبې سره  خلقو ته د اسلام دعوت ورکوۀ چې ځينو بدبختو به غوږونه بندول او ويل به يې چې په خبرو کښې يې جادو دے او هسې نه چې اثر راباندې وکړي.

بحث دوام لرې (نور بيا)

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

پښتو

 

اميد ځدراڼ سويډن

 

پوښتنـې په پښتو کــــــړو ځـــــوابــونه پـــــه پښتــو وايـو

 

مجلــس د پښتنـــــو تـــــه سلامـــونه پــــه پښتـــو وايـــــو

 

په زړونو کښې يې مينه د پښتــو پــــه کليمـــه ستـــــايو

 

سجدو کښې تسبيحــــونـــه درودونـــــه پـــــه پښتو وايـو

 

کړې خېر خــدايــــه! خبرې مـــــو د کفــــر اوازې نــــۀ شي

 

اذان کوو په زوره هــم نمـــونځــــونــــه پــــه پښتــــو وايـو

 

کوثـــــر پـــــه اوبـــــو پاک يـــــو له جنت څخه راغلــي يـو

 

خوله پټــه نــــۀ کښېنو مـــــونږه حالونه پــــه پښتــو وايو

 

مضمون د مينې هر يـو مونږه څـــومره ښــۀ لـــوستلے شو

 

زېـــــر، زبـــــر مـــو ټول زده دي کتـــابونه پـه پښتو وايـو

 

کالي مو سپين په غاړه ټول مېدان راباندې ښکلے دے

 

سنـــــدرې، اتڼــــــونه دي شعــــــرونــــه پـــــه پښتـو وايـــو

 

مونـــــږ ټـــــول عالمــان شوي د الفت په مدرسو کښې يو

 

ځدراڼــــه راته غوږ شه حـــــديثـــــونـــــه پـــــه پښتو وايـــو

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

پښتو کليز

 

  ١٣٨٧ هجري نمريزکال

 

مطابق ( ١٤٢٩/١٤٣٠ هجري قمري او 2008-9 عيسوي )

 

 

وړومبۍ خور/  دويمه خور ١٤٢٩ هـ ق      ورے    ١٣٨٧ هـ ن   March/April 2008                   

خالي

ايتوار

ګل

نهې

شورو

زيارت

جمعه

١٢  

٣١     19

  

 

 

 

١٢  ١ 20 

١٣   21 ٢    

١٤ ٣    22

١٥ ٤   23

١٦ ٥    24

١٧ ٦   25

١٨ ٧   26

١٩ ٨   27

٢٠ ٩    28

 ١٠٢١  29

١١٢٢  30

٢٣ ١٢  31

٢٤ ١٣   1

٢٥ ١٤   2

٢٦ ١٥   3

٢٧   ١٦  4 

٢٨ ١٧ 5

٢٩ ١٨ 6

٣٠ ١٩  7

١ ٢٠    8

٢   ٢١ 9

٣   ٢٢  10

٤  ٢٣ 11

٥ ٢٤ 12

٦ ٢٥  13

٧   ٢٦   14

٨ ٢٧    15

٩ ٢٨  16

٢٩١٠     17 

١١ ٣٠ 18

 

نمانځنې

 

ورے   ١ د نوروز اختر  (١ ورے يا ٢٠ مارچ)

 

               د خداے د ګران رسول (ص) ولادت د سنى روايت له  مخې  (١٢ وړومبۍ خور)

 

             ê د  رحمان بابا (رح) كليزه (  په هم دې مياشت کښې)

 

            ٦  د خداے د ګران رسول (ص) او امام جعفر صادق (ع) ولادت د شيعه روايت له مخې (١٧  وړومبۍ خور)

 

           ٢٧  د امام حسن عسكرى (ع)ولادت ٨ دويمه خور )

 

           ٢٩   د بى بى معصومې (ع) وفات (١٠ دويمه خور)

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

پاکه مينه

 

ارواښاد ګل باچا الفت

 

د مــــــومـــــــن پـــــــه زړۀ کښـــــــې مينـــــــه وي د الله اکبــــــر

د قـــــــارون پـــــــه زړۀ کښې مينــــــه د دنيــــــا د سيــــــم و زر

پــــــه پاک زړۀ کښې پــــاکه مينه په ناپاک زړۀ کښې ناپاکه

د غــــــوجل پـــــه شانې زړۀ کښــــــې مينـــــــه وي د ګاو خـــــر

خفي شرک دے که څوک پوه شي د دنيا مينه په زړۀ کښې

يوه مينــــه ساتـــــه زړۀ کښې نــــــورې مينـــــې کـــــــړه بهـــــــر

  د مئين نظـــــر هـــــــر کلــــــــه وي پــــــه خپلــــې ليلي باندې

د پتنګ نظر په شمع نــــــۀ پــــــــه شمس نــــــــۀ پــــــــه قمـــــــر

شـــــي لــــــه نــــــورو بيګانــــــه، لېـــــونے يـــــا فـــــرزانـــه شي

چـــــې پـــــه عشق او محبت کښې شي لـــــه ځـــــانـــــه نــــاخبر

حال يې بل شي خيال يې بل شي نظر بل شي منظور بل شي

بل سړے شي بل عالم کښې د يـــو چـــــا پــــــه يــــــو نظـــــــر

د دنيا تورو تيـــارو کښې پټې سترګـــــې اودۀ پـــــروت وم

د راحت بستر مې پرېښـــود چـــې مــــــې وليــــــدو سحـــــــر

له عالمه کناره شــــه کـــــه وصــــــــال د محبوب غـــــــواړې

ګڼه ګــــوڼه کښې څـــوک مومـــــــي وصالـــــــونه د دلبـــــر؟ 

څــــو دنيــــــا نـــۀ کــــړې طــــلاقه د عقبي لېلـــي مۀ غواړه

بـــــن پــــه بنې ورځــــــــي کلـــــه د شپې چــــا ليـــدلے نمـــــر

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

لګيا يو

 

 

 

 

روشن بنګش

 

 

اسلحه جوړوو څومره لــــوے کمـــــال کــــــوو لګيـــــا يــــو

نۀ پوهېږو بندوبست د خپــــــل زوال کـــــوو لګيـــــا يــــو

مونږ به کومې وږمې غواړو، کومو سيــورو ته به کښېنو

په خپل ښار لارو کوڅو د ازغــــو نـال کـــــوو لګيــــا يـــــو

د انســــــان تــــــذليــــــل لپـــــــاره د انســــان کُشۍ لپــــــاره

نــــــوې نــــــوې تجــــــربې مـــونږ کال په کال کوو لګيا يــو

د خپـــــل کلــــي خواوشـــــا کښې مونږ لــــه ويرې د بمـونو

قــــدم څـــــومره په ډار اخلو څومره خيال کــوو لګيــا يــــو

مونږ په خپله مقام درکړو چې مـــو ډېر احتـــــرام درکــــړو

اوس خو ځکه ماتمونــــه پـــــه خپل حـــــال کوو لګيا يـــــو

شپه شوګيره ستـــــا لـــــه غمـــــه د سبا راتلــــــو په طمـــــــه

په هجران کښې انتظار دے د وصال کـــــوو لګيــــــا يـــــو

تــــــور داغونه به روشنه زمونږ زړۀ بانــــــدې ضـــــرور وي

په غــزل کښې چــې ستائېنــه د تـور خـال کـوو لګيـا يـــــو

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

ما ته خطونه په پښتو کښې ليکه

 

 

 

د لوے څښتن په نامه

مينه، مينه- مينه ده

څه مودې وړاندې مي د ګران ورور انورشاهين خانخېل له خوا برېښناليک تر لاسه کړ، چي د يوې نوې مجلې په خپرېدو پيل کوي او نوم به يې (مينه) وي، ډېر خوشاله شوم چي شکر اوس زموږ ځوانان ورځ په ورځ را ويښېږي او له خپلې مورنۍ ژبې سره د مينې پر بنسټ تر خپله وسه خواري کاږي او په هر ډول چي وي د خپلې ژبې خدمت ته يې ملا تړلې ده.

که څه  هم (مينه) په پښتو ادبياتو کې لومړۍ مينه نه ده، تر دۀ وړاندې له همدې پېښوره ښاغلي عزت الله ځواب هم له خپلې ژبې سره مينه وکړه او يوه تلپاتې (مينه) يې پرې ولوروله او وروسته يې هغه مينه د ښامار (ډيورنډ) پر سر ننګرهار ته تېره کړه او خداے مي دې غاړه نه بندوي، هغه مينه اوس هم ژوندۍ ده، خو په هر حال خداے دي وکړي چي د ښاغلي انورشاهين خانخېل (مينه)- چي دا هم په پېښور کښې را ټوکېږي، وغوړېږي او خداے دې يې په لرو او برو پښتنو کښې زرغونه او سمسوره کړي. زۀ د انورشاهين خانخېل غوندې د هر ځوان او سپين ږيري، خور او ورور- چي د خپلې ژبې، هېواد او ملت لپاره خدمت کوي، د پښو خاورې يم او هر يو مې د سترګو تور او د زړه سر دے. خداے پاک دي ژوند ورکړي.

په درنښت

                                                                                                   ستاسو پښتون ورور

                                                                                                      بارکوال مياخېل

                                                                                            په کوئټه کښې د مينې مينه وال

 

 

 

  بخښونکي او مهربان خداے په نامه

 

مبارکي

 

ګرانه انور شاهين خان خېل صېب

 

ښۀ چارې

 

 

زما او  د پښتو ادبی ملګرو له اړخه د مينه نومې پښتو مجلې په خپرولو د زړۀ له کومې امبارکی قبوله کړه اصل خبره د پښتو ژبی ترقی او خدمت ده

زه هيله کوم چه ستاسو مجله به پښتنو ته راپېښې شخړې په ګوته کولو او د هغې حل راوېستلو د پاره په کار راوستلې شی۔

په پښتنه مينه

                                                                                                                                               فيروز افريدے

                                                                                                                                                                                                 دوحه قطر

 

 

 

د لوے او متعال خداے په نامه

 

د خوشحالۍ څرګندونه

 

قدرمنه انور شاهين خانخېل صېبه!

 

په دې خبره ډېر زيات خوشحال شوم چې له پېښور څخه د (( مينه )) په نامه پښتو مياشتنۍ مجله شروع کول غواړې دا زمونږ لپاره ډېره د وياړ او فخر خبره ده او انشاء الله چې دا مجله به د پښتو ادب او ثقافت د خدمت په ترڅ کښې د پښتنو د بېدارۍ او اتحاد لپاره هم خپل کردار ادا کړي.

کاميابي مو له پاک ربه غواړ د هر ډول همکارۍ ته درسره اماده يم

                                                                                     

                                                                                                     ستاسو ورور

                                                                                                     رياض احمد

 

                                                                                                                                                                                    

                                                                           

د ستر واکمن په نامه

 

مينې ته په مينه د مينې پيغام

 

  له نېکه مرغه موږ پښتانه اوس په هر ډګر کښې د سيالۍ جوګه شوي يو او غواړو چې په هېڅ ډګر کښې له چا وروسته پاتې نه شو، د دغو هلو ځلو يو روښانه دليل، د بېلابېلو پښتو مجلو، ورځپاڼو، ډايجسټونو او نورو راوېستل دي. د برېښنائي جال يا انټرنټ مزل مو هم ښه ګړندے روان دے چې پښتو ګڼ شمېر وېبپاڼې او وېبلاګونه په دې خبره ګواه دي، يوه ورځ مې بېلابېلې ګورتپاڼې (ويبپاڼې) کتلې، چې په کښې مې د مينې د مجلې زېرے ولوست، په ډېره مينه مې هغه خبرتيا ولوستله، خوند يې راکړ، خبرتيا مې تر پايه ولوستله، انور شاهين خانخېل صاحب راباندې د نوې مينې زېرے کړے ؤ او باور وکړ، له ډېرې خوښۍ مې دوه درې ځلې دا خبرتيا ولوستله، خو بېا وروسته مې بېرته زړۀ ارام شو، هغه داسې، چې د ډېرو داسې نويو مجلو زيري مې تر غوږه شوي، خو وروسته له يوې دوو ګڼو به يې بېرته ساه ورکړې وه، زۀ د نوې (مينې) مجلې د مسؤل چلونکي او نورو دوستانو څخه هيله لرم، تر څو په ډېره مينه دې کار ته سمه په منظمه توګه ملا وتړي او همداسې دې مينې ته په مينه ډېر عمر ورکړي، چې دا نورې مجلې هم د دې څخه په عبرت او پند اخيستو د ډېر عمر جوګه شي.

زما په اند به دا مينه مونږ پښتنو او نړيوالو ته د مينې په لېږدولو کښې د مينې لوے عظمت ښکاره کړي او له تربګنۍ، دښمنيو او جنګ جګړو څخه به مو مينې او ورورولۍ ته وهڅوي.

  زه مينې ته خپله مينه په مينه مينه وړاندې کوم او د بنسټګرو هلې ځلې يې د ستاينې وړ بولم او د لوے خداے دربار ته يې د برياليتوبونو لپاره لاسونه لپه کوم.

                                                                                                    مينې چلونکو ته مينه

                                                                                           د روهي ادبي او علمي ټولنې مشر

                                                                                                   رفيع الله ستانکزے

                                                                                               نوی ښار / کابل/ افغانستان

rafiullah.stanikzai@gmail.com                                                                                                                                            

 

 

                   

 

د مينې مجلې په شروع کېدو د خوشحالۍ څرګندونه

 

سلامونه

 

خداے پاک دې وکړي چې ټول ملګري روغ او جوړ يئ. د سلګۍ په نامه وېپاڼې په وزرو کښې مې ولوستل چې د (( مينه )) په نوم يوه مياشتنۍ خپرونه به د نوي هجري نمريز کال له شروع کېدو سره د کوزې پښتونخوا له زړۀ پېښور نه خپره شي چې ډېر ورته خوشحاله شوم. خداے دې وکړي چې دا نوے غوړېدلے ګل به د تل لپاره د پښتو او پښتنو په کور پېښور کښې تازه او د نورو ګلونو تر څنګه په نوي رنګونو سره وغوړيږي.

له يوې مودې راهسې په سويډن کښې د مسافرۍ شپې سبا کوم نو چې کله هم د پښتو په ادب کښې نوي خبرونه اورم نو ډېر خوشحالېږم، ځکه چې د لوے څښتن په فضل سره په دې وروستيو کلونو کښې د پښتتو ادب ته ډېر خدمت شوے دے او نو هم مخکې روان دے. زمونږ همدا هيله ده چې يوه ورځ به چې هغه به ډېره لرې نۀ وي پښتو ژبه له نورو ژبو سره سياله او په نړيوال ډګر کښې به تر ټولو ښائسته او سرلوړې وي. انشاء الله

 

                                                                                      ولايت خان اميد ځدران

                                                                                                  سويډن

 

 

 

 

 په (( مينه )) د خوشحالۍ څرګندونه

 

سلامونه او نېکې هيلې

 

شاهين خانخېل وروره! ډېر خوشحاله شوم چې تاسو مينه په مينه چلوئ او دا د خوشحالۍ ځاے دے چې د پښتو خپرونې څومره زياتې وي ښه ده چې پښتانۀ ليکوال او شاعران پکښې کم نه کم ليکنې وکړي او پښتنو ته يې وړاندې کړي. دا هم يو نېک کار دے کوم چې تاسو کوئ. زۀ خپله ستاسو ليکنې ډېرې په خوند سره ګورم. ډېر څه پکښې پراتۀ وي. ما ته سيد رقيب روحاني صېب ويلي ؤ چې له تاسو سره ضرور رابطه وکړم. وروره له تاسو څخه ډېره ډېره مننه

                                                                                                           په پښتنه مينه

                                                                                                           نسيم ستورے

                                                                                                               جرمني

 

ځواب

____________________________________________________________________________

له دغو ټولو قدرمنو او زړۀ ته رانزدې ګلونو پښتنو د دومره خلوص او مينې ډېره ډېره مننه کوو او له پاک ربه يې د ژوند په هر ډګر کښې کامياب ، کامران او سرهسکي غواړو او هيله ترې کوو چې له مينې سره به خپله د مينې رابطه ټينګه ساتي او مونږ به وخت په وخت له خپلو نېکو رايو او مشورو نه خبروي چې دا مجله لا نوره ښائسته شي.

                                                                                                      په مينه او درناوي

                                                                                                                اداره

                                                                                              

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

دريابونه

 

 

 

 

 

د مينې په دې برخه کښې په کتابونو تبصرې ستاسو مينه والو په خدمت کښې وړاندې کيږي. کوم د قلم خاوندان چې په خپلو کتابونو باندې تبصره په دې برخه کښي خپرول غواړي نو پکار دي چې له تبصرې سره د خپل دغه کتاب دوه ټوکه د مجلې دفتر ته راوليږي. مننه

 

د عادل اڅکزي شعري ټولګه"روڼ څاڅکی"چاپ شوه

 

رالېږونکے: مامون صالح يار

 

د پښتو ادب مينه والو ته زېرے ورکوو چي د سوهېلي پښتونخوا چمن دسيمي ځوان او نوښتګر شاعر ښاغلي "عادل اڅکزي لومړۍ شعري ټولګه چي "روڼ څاڅکی " نوميږي تازه د چاپ په ګاڼه وپسولل شوه،نوموړی کتاب ټول ټال ١٣٥ مخونه يا صفحې لري، دکتاب ډالۍ يا اهدا ډېره جالېبه ده چي ورځيني زموږ د دې ملت پال شاعر هغه پاکه مينه چي دی يې له خپل قام او ژبي سره په زړۀ کي لري زباتيږي،دکتاب ډالۍ څه په دې راز ده، ( د پښتو ژبي او پښتانه قام رښتينوخدمتګارانوته )

کتاب شاعر په خپل زيار او لګښت چاپ کړے دے، په نوموړي کتاب کښې د دوې نثري ليکني هم راغلي دي،لومړۍ ليکنه د سريزې  پرځاے  ده چي سرليک يې دی " کږې وږې کښي " او دويمه ليکنه د خپلي خبري پرځای، ځای پر ځای شوې ده چي سرليکنه يې ده " سپيني خبري "

دا دواړه  خوږې او رواني ليکني د روڼ څاڅکي نومي شعري ټولګې تخليق کونکي " عادل اڅکزي " قلم بندي کړي دي.

په دې کتاب کښې

 ٦٩ غزلي،يوه سندره،پنځه پابند يا منظوم نظمونه او نهه معرا نظمونه په ترتيب سره راغلي دي،

د کتاب د پوښتی مخ ډېر زړه وړونکے  دے

زه له خپله اړخه عادل اڅکزي ته د دې ښکلي کتاب پر چاپېدو مبارکي وايم، پر قلم دي يې برکت وي او ورته د اوږده ژوند غوښتونکی يم٠

                                                                                                                                                                                                                مامون صالح يار

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

د اهلبېت پښتو اکېډيډمۍ موخې او هدفونه

 

 

 

١- په پښتو ژبه  د خداے پاک له ګران رسول (ص)  او د هغوی له پاکې کورنۍ (ع)  او قدرمنو صحابه کرامو (رض) سره د اړوندو اثارو او تعليماتو خپرول.

٢- د اسلام په چوکاټ کې د پښتو ژبې د تعليم، ترويج او پراختيا او د پښتو کلتور، ادب او تمدن د ژوندی ساتلو او حفاظت لپاره کوشيش کول.

٣- د نورو ژبو او قومونو له درناوی سره سره په پښتنو کې له خپلې مورنۍ ژبې او پښتون کلتور او تمدن سره د مينې جذبه بېدارول.

٤- د نړۍ په مختلفو سيمو کې د پښتو په نوم د جوړ شويو ادبي ټولنو، تنظيمونو، موسسو، ادارو او کتابتونونو پوره پوره اخلاقي ملاتړ او حوصله افزائي کول 

٥- د پښتو ليکوالانو د خېر ښيګړې لپاره هلې ځلې کول او د اهلبېتو (ع) په هکله په غوره پښتو کتابونو باندې حمزه بابا (رح) ادبی اېوارډ ورکول.

ضروری يادونه: اهلبېت پښتو اکېډيمی يوه خپلواکه ادبی او کلتوری اداره ده او له هيڅ يو سياسی، مذهبی، لسانی، قومی او فرقه پال ګوند، تنظيم، انجمن يا ډلې سره يې څه تعلق نشته البته د دغو موخو او اهدافو د تر سره کولو لپاره په انفرادي توګه  د هر چا ملګرتيا او مرستو ته په درنه سترګه ګوری.

êêêêê

درک:غريب اباد روډ شاهين ټاون  پوسټ بکس 346 پېښور (پښتونخوا)

برېښناليک:   ahlebait_pakhto@yahoo.com ټيلفون: 7114566

وېباڼه: http://www.worbal.com/ahlibayt

اکاؤنټ نمبر:  809-5   الائيډ بېنک ميونسپل بس سټېنډ برانچ پېښور

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

يوازې تاته!!

 

 

 

 (د مينې يو ليک)

 

ليکونکے: رفيع الله ستانکزے

 

   ګرانه! زما د زړۀ ور ستا راتګ ته په تمه دے او تل غواړي ستاسو په ليدلو سره خپل ځان وويني، تۀ که هرڅه فکر کوې، خو زه يو څو خبرې کول غواړم، هغه دا چې : (زه درسره مينه لرم)

ګوره ګرانه که په نړۍ کښې  ټول سل تنه درسره مينه ولري، نو د هغو سلو تنو په وړومبي سر کښېبه زۀ يم او که پنځوس تنه درسره مينه لري، د هغو پنځوسو په وړومبي سر کښې به زۀ يم، که په ټوله نړۍ کښې  يو تن درسره مينه ولري، هغه به زۀ يم او که په ټوله نړۍ کښې هېچا درسره مينه نه لرله؛ نو ګرانه  پو ه شه، چې زۀ په دې نړۍ کښې  نه يم او په هغې نړۍکښې  به دې د (مينې) په تمه يم.

 

                                                                                                                  يوازې

                                                                                                                                               ستا

                                                                                                                     ستانکزے

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

ګرانو او قدرمنو مينه والو ! سلامونه

 

د مينې د يوې ګڼې بيه: 25 روپۍ يا 20 افغانۍ    په بهرنيو هېوادونو کښې:5 يورو يا د هغو معادل  د کلني ګډون بيه: ٢٥٠ روپۍ يا ١٨٠ افغانۍ په بهرنيو هېوادونو کښې ٦٠ يورو يا دهغو معادل  د مجلې د پوسټ خرچه به د ادارې په غاړه وي

 

زېرے:  له دې ګڼې سره د نوي هجري نمريز ١٣٨٧ کال رنګين کليزوېړيا حاصل کړئ

 

فارم

 

د فارم ډکولو او پېسې ادا کولو نېټه:------------------------------------------------------

نوم:-----------------------پلار نوم:-------------------- عمر---------- شغل----------------                                                      

د ډاک پته:--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

برېښناليک:---------------------------  ټېلفون:----------------ګرځنده:--------------------

 

ژمنه

زۀ غواړم چې د مينې مجلې د کال/  شپږومياشتو لپاره د دې مجلې ګډون کوونکے جوړ شم چې د دې لپاره د دغې مودې چنده------------------------- روپۍ/ افغانۍ/  يورو وغېره

په نغده /  مني آرډر/  بېنک چېک په توګه ادا کوم. مهرباني وکړئ او ما ته د دغې مودې لپاره مجله جاري کړئ.--- د مني آرډر يا بېنک د رسيد يوه فوټو کاپي د ډاک په ذريعه يا يې نمبر د برېښناليک په ذريعه درلېږم  لاس ليک: (د برېښناليک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې لاس ليک لازم نۀ دے ) 

د مجلې د لا ښکلا او ودې لپاره خپل وړانديزونه، انتقادونه، مشورې او تبصرې دلته وليکئ

:----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

 پته: دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي  2نمبر کوڅه غريب اباد روډ شاهين ټاؤن پېښور ( پښتونخوا)       برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com 

ټېلفون:7114546     ګرځنده:3459047584

اکاؤنټ نمبر: 809-5  الائيډ بېنک ميونسپل بس سټينډ برانچ پېښور

يادونه: د ډاک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې د دې فارم فوټو کاپي هم قبوله ده

 

 

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

دوويشت کلن طالب علم پنځه دېرش(٣٥) ژبې زده کړې دي

 

 

ليک: مارټين کوخ

 

  ژباړن: سراج الحق ببرک زۍ  

 

( د جرمني له شپيګل آنلائن  څخه)

 

 

څوک چې د يو پوه ځوان په حېث په دريو څلورو ژبو حاکم وي، هغه يو استثنائي سړے بلل کيږي.

 د بن ښار سبستيان هينه بيا هر کال درې څلور ژبي زده کړي دي. په دې ترڅ کښې يې پنځه دېرش بهرنۍ ژبې زده کړي دي له ارمنۍ څخه تر اوزبکۍ او په تيره بيا خوږه پښتو ژبه زده کړې ده

سبستيان هينه د بن پوهنتون (يونيورسټۍ) په کتابتون کښې په مېز باندې اېښودل شويو کتابونو ته په اشاره سره وائي:

(( نه زۀ نابغه نۀ يم، دا يواځې زما د زيار، هڅو او کوششونو نتېجه او پايله ده. زۀ هره ورځ د بلي ژبې  سپڼ (لغات ) زده کوم. ورسره هره ورځ ژبښود يا ګرامر تکراروم.

البته چې دغه  د ځان ارزونه د دغې دوويشت کلن ځوان د نسواري، کارکوټي وېښتو لرلو  سره ډېره حيا ناکي او بې کبري ورښيي.

ځکه هيڅ يو سړے نۀ شي کولې بې له فوقوالعاده وړتوب او پوهې څخه څه د پاسه دېرش  پردۍ ژبې چې زياتره يې د منځنې او نزدے ختز ژبې وي  زده کړي.

هغه ژبې چې دۀ  زده کړي دي به لاندي ډول دي:

 

زړه فارسي ، اوستائي ، پهلوي ، باختري، سغدي ، ساکي ، پښتو،پراچي ، ارموري ، واخي ،  يغنوبي، سنګليچي ، اشکامي ،  اوستائي ( آسی ) ،يدغا ، منجي،اردو ، هندي ، فارسي، پنجابي ، سندي، کورمانچي ــ کردي ، بلوچي ، سنسکرېت ، پالي ، ګندهاري ، لاتيني ، يوناني بوناني ، لرغوني، ايرلنډي ، منځني کيمري ، ګوټي ، اوزبکي ،ارمينائي ، عربي ، فرانسوي  او انګرېزي  .

 

د ژبې د  زده کړې شروع يې کابو دوه کاله  مخکښې کله  چې دې  د هسن ايالت  د فرانکن برګ  ښار  د ايدرتال په ښوونځې ( کالج ) کښې په زده کړه بوخت ؤ، هغه مهال دې د پنځلسو کالو ؤ.  د هومر اصلي متن  د لوستلو په  وخت يې دا خبره وموندله  چې يوناني او سنسکرېت  له يو بل سره  نزدېوالے او تړاؤ لري . دغې تړاؤ دې نورو پلټنو او څېړنو ته راويښ کړ او هڅه يې وکړه چې د سنسکرېټ ژبه زده کړي .

 

دی چې د يو تاريخ پوه زوے دے، هر کال ورسته يې درې څلور ژبې زده کولې. او دې ډېر خوشحاله ؤ چې دې له همځولواو ملګرو سره ډېسکوټيک ته د تلو په ځاے په دغه چاره بوخت وي.

کله چې سبستيان هينه په اعلی درجه خپله بکلوريا تر لاسه کړه، د بن په پوهنتون کښې شامل شو او زده کړې يې د ٬٬ انډو جرمانيسټيک  [ د هندو جرمن  د ژبو ادبياتو ] په څانګه کښې  او فرعي څانګه يې  انډو لوژي  [ هند پوهنه ] ، سلتو يا کيلتو لوژي  چې  په پخوانيو او لرغونو عصرونو کښې د ښکلا او زړنونکې څانګې وې په زده کړو پېل وکړو.

همدا اوس يو خپل ډېپلوم وکړ چې په هغه کښې د پښتو ژبې فعل يا  کړ  پلټلې دي.،  له دغې ژبې سره دې د زړۀ له تله مينه لري .

دې د پښتو ژبې داسې تعريف کوي،  پښتو د ټول انسانې ژوند يو موزائېک دے. پښتو په يو وخت خوږه او هم ډېره زيګه ده .

پښتو بېحده په زړۀ کښې ښکلے احساس پېدا کوي. له بله پلوه ډېره ټينګه او مېړانۍ ژبه ده. پښتو د ژوند هنداره او ژوندۍ ده. چغه ګډوي ، ژاړي ، خوشحالي کوي ، زبېرګي او  وير او ماتم کوي او د مرګ تمثيل کوي.

 

پښتو د ژوند يو احساس دے

کله چې سبستيان هينه له ګرانې ژبې پښتو سره بې شانه مينه څرګنده وي ا و د  پښتو ژبې شعرونه وائي نو سترګې يې پړقه او ځلا  کوي. دغه وخت دې  بالکل په يوه بله دنيا  کښې ډوب شي.

ښائي دغه جزباتي لېوالتيا د هغۀ د  پوهنتون (يونيورسټۍ ) ملګرو ته عجيبه ښکاره شي. دی بيا له دوي سره غرض نه لري.

دې د دې پروا نۀ لري  چې  د دۀ نورملګري د ده په حقله  څه فکر کوي؟

دغه د ژبو متخصص چې تل د په پتلون او ښکلي قميص سره په خلقو کښې راڅرګنديږي د محصلي بدلون موندونکې ژوند ېې مخې ته کړے دے . دې هره ورځ  په جرمني کښې له اقغانانو سره مخامخ کيږي يا ناسته لري.  دې له هغوي سره دلته په جرمني کښې ملګرتيا او پېژندګلوي لري. په جشنونو او غونډو کښې برخه اخلي [ د ليکنې ژباړن  هم دۀ يو وار ليدلي دے ] د خداے پاک او نړۍ په برخه کښې بحثونه کوي. البته دا بحثونه هم په پښتو ژبه کوي، نۀ په جرمنۍ ژبه.

له دوي څخه يې هم زده کړي  دي چې پښتو نه يواځې يوه ژبه ده بلکې د ژوند يو درک او يو احساس دے.

د پښتنو د عزت کودکس ] د ژباړن شرحه،  نه ليکلي شوي حقوقي نورمونه ، قانون او د پښتنو دودونو خورا مهم اړخونه دي [

يعنې ريښتينولي ، عزتمن  اوسرلوړي ژوند اختيار کړه،  د مېلمه پالنه وکړه،  دښمن ته بښنه او زړۀ سوی وکړه، ورسره پښتو وکړه،

کله چې تاسو د دوي  سره  د دوي په ژبه  خبرې  کوي، نو هڅه کوي چې د دوي د ژوند اړيکو باندي ځان پوه کوئ او وې منئ.

ډېرو نويو ملګرو ته [ افغانان]  ګرانه وه چې باور وکړي، هغه څوک چې پښتون نه دے کولې شي په  روانه توګه په خپله ژبه له هغه  سره غږېدلې شي.

همدا وجه وه چې دی نور هم د زړۀ له کومي د دوي په  ډېرو کښې ځاے ومومي.

سبستيان هينه يوه وړه د پام وړ ښکلې دوديزه  ږيره  پرېښودلې چې  ډېر  حياناک  ورسره ښکاري.

په يوه موسکا يې پام خپلي عجيبې ږيرې ته  په لاس نيولو راوګرځوه.

 

افغانستان زما لپاره يو خوب  دے

 د افغانستان اوضاع او روان حالات او سبستيان هينه  ژبپوهني ته په کتو  سره  د ډېرو شرکتونو، کمپنيو، مرستنديو ټولنو او په  فوځ کښې  دروازي  ورته خلاصی دي.  د جرمني فوځ له  د ه  نه غوښتنه کړې ده  چې په سيمه کښې د ژبو په څرنګوالي کښې يو لېکچر ورکړي .

 دۀ  د دغي چارې لپاره ځان چمتو کړے دے. ځکه دۀ ته دا ډېره مهمه ده چې خپله پوهه په سيمه کښې نورو ته په اختيار کښې  ورکړي.

دې خپل راتلونکې په تدريسولو، پلټنو کې ويني او نه غواړي خپل ځان په اقتصادي او سياسي چارو کښې اړباسي  او ورڅخه ويره لري چې کله سړے يو وار ورننوت بيا يې د وتلو لار  تړلې وي.

کله چې ټولي چاري يې په سمه لار روانې شي، بيا دې غواړي د کال (تېرکال) تر پاې په خپل ډاکټرېټ باندې چې د جرمني د خلقو تحصلي موسسي لخواه ورته يو بورس په (( ختيځو مطالعاتو او افريقا ښوونځي )) چې په لندن کې دے ، پېل کوي .

له هغه  ورسته به  دې په ډېره مينه د يو پوهاند په څېر هغو سيمو ته لاړ شي  چې دی يې پر ژبو لاس برے وي او دې هلته هيڅکله نه وي تلے.  

دې وائې افغانستان ما ته د يو پوهاند په حېث يو خوب دے. بيا د دۀ سترګو په ځلېدو پېل وکړ.

کړدودنه يا ډيالېکټونه بايدوڅېړلې شي، ژبې چې تر اوسه يې ګرامر يا ژبښود نه دے ليکل شوے ، د هغۀ تاريخ، قيصي، نکلونه، افسانې او شعرونه دغه ټوله ښکلا ما په  نه منونکي  ډول لمڅوي.

دې هيله من دے  چې د افغانستان سياسي حالات زر تر زره قلار شي چې دې د يوې نمونې په توګه د کابل په پوهنتون کښې زده کړه ورکوکړي او څېړنې او تحقيقات ورزده کړي.

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

كمپيوټر

 

 

 

 

ډاکټر محمد حسن حكمت  

 

کمپيوټر څه ته وائي؟ 

 

د كمپيوټر اصطلاح د يوې لاطيني كليمې(Comput) څخه مينځ ته راغلې ده چې معنى يې محاسبه ( حساب کتاب ) كول دي .دلته د Comput كليمى er اخيستى دى چې نوموړى فعل په نوم تبديل شوےدے يعنى د كمپيوټر معنى دى محاسبه كوونكى . يا په بل عبارت سره كمپيوټر يوه برقي اله ده چې ذهنى او دماغي كارونه په چټكۍ سره سرته رسوي.

كمپيوټر يو بريښنائي يا الېكټرونيكي ماشين دے چي د انسان د جوړ كړي پروګرام مطابق كار كوي،كمپيوټر عقل ، فكر او منطق نه لري خو كله چي ورته حكم يا كمانډ وركړلے شي نو هغه بيا كولې شي چې پرې كار وكړي.

كمپيوټر هر كار ډېر په سرعت او اسانۍ سره اجراء كوي مثلآ په كمپيوټر كښي خطونه په مختلفو قسمونو په اسانۍ سره ليكل كيدې شي، حساب او محاسبه پري كولې شو، رسامي، ډيزائننګ، لوبي ( ګيمونه)، ټيليفون، انټرنيټ، او بريښناليك (E-Mail) پري كولې شو.

په وړومبيو وختونو كښې له كمپيوټر څخه د حساب د ماشين په حيث استفاده كولې شوه چې بيا ورسته خلقو فكر وكړو چې داسي يوه اله بايد كشف كړي چې علاوه د محاسبې څخه بايد نور كارونه هم سرته ورسوي چې په نتيجه كي يې ديجيټل كمپيوټر اختراع شو.

 

  دكمپيوټر لنډه تاريخچه     

د حساب كولو لپاره تقريبآ دري زره كاله پخوا په چين كي د ابكس (ABACUS) به نوم ماشين استعماليدلو پنځه سوه كاله پخوا د شمالي امريكې خلقو د حساب كولو لپاره د كويپس

(QUIPUS) په نوم ماشين څخه استفاده كوله د فرانس مشهور رياضي دان پاسكل د حساب لپاره مختلف ماشينونه جوړ كړل چي ډير مشهور ماشين ئي د پاسكل ايډر

(PASCAL,S ADDER) په نوم ياديږي .

په كال 1752 م كښي د جوزف لخوا د ذخيره شوو پروګرامونو نظريه وړاندي شوه چي بيا د ده په واسطه (JACQUARD LOOM) په نوم ماشين جوړ شو. د دي نه وروسته په كال 1792 (1835) م كې چارليس بابيچ (CHARLESS BABBAGE) د انلايټكل انجن ( Analytical Engine )جوړ كړو چي دا تر ټولو وړومبنے ميكانيكل كمپيوټر دے په كال 1939 م كي د اتاناسوف  (ATANASOFF) لخوا چي نوموړي د امريكا د يو پوهنتون استاذ ؤ وړومبنےالېكټرونيكي كمپيوټر جوړ كړي شو په كال 1945 م كي د (I-B-M (International Business Machineكمپنۍ په تعاون د مارک په نوم په يو لوي سايز كښي كمپيوټر جوړ كړو د 1951 م كال راهيسي د كمپيوټر په څانګه كښې د صنايعتي اصولو مطابق پرمختگ وشو او تر PERSONAL (شخصي) كمپپوټرو پوري راورسيد.

ډېټا  Data څه ته وائي؟

ټول هغه معلومات چې مونږ يي كمپيوټر ته داخلوو هغې ته ډېټا (Data)  ويل کيږي

د ډېټا څو ډوله پېژنو؟

ډېټا په څلور ډوله ده يا په بل عبارت څلور ډوله ډېټا پيژنو چې په دا ډول دي::

Alphabetical data: دAڅخه نيولې ترZ پورې حروف پكې شامل دي.

Numerical data: لكه1,2,3,4,5,6,7,8,9,.

Alpha Numeric data: داډول ډېټا د دواړو ډولونه ډېټا (Alphabetical data او Numerical data) څخه تشكيل شوې ده لكه H2O او داسي نور.

Special character: چي په دي كي ځينې خاص توري شامل دي لكه @،$،%،^،&،* اوداسې نور 

د كمپيوټر ډولونه د سايز له نظره     

کمپيوټر د سايز له نظره په څلور ډوله دے.

١- Supper Computer سپر کمپيوټر

سوپر كمپيوتر لوى حجم لرونكى دے چې زيات سرعت (سپيډ) لري او قيمت يي تر ميلونونو ډالرو پورى رسيږى. د Micro Computerڅخه 50000 ځلې زيات سرعت او د مغلقو سائېنسى كارونو لپاره ډيزائن شويدے. په يوه لحظه (سېکنډ) كښې بيلونونه محاسبى تر سره كوى، او كولاى شى 10000 مختلفو ساحو څخه Data واخلى. په سائېنسى، اېرډاينامېک (Aerodynamic) د ګېسونو او د هوا حركت، دفاعى سېسټم.Weaponry ( په وسلو جوړولو كښې)، تحقيقاتو كښى او همدارنګه د فلم په جوړولو كښى ورڅخه استفاده كيږۍ.

٢- Micro کمپيوټر

 

دا د موبايل په شكل کمپيوټر دى.مكمل كيبورد لرى او مانيتور يى د LCD په شكل دى يو تعداد يى Printer هم لرى. وزن يى 7 اونس دى په كال 1981 كى جوړ شويدے

٣ - Desktop Computer ډېسکټاپ کمپوټر

 

دا هغه عام کمپوټرونه دي چې په مختلفو ادارو، دفترونو او کورونو کښې عام دي

 

:٤- (Laptop Computer(Briefcase Computer

Handheld Computer

 

دا ډول کمپيوټرونه چې د يو پرس په اندازه دي جدا منيټر، کي بورډ او ماؤس وغېره ته اړتيا نه لري او هر څه پکښې فټ شوي دي او انسان يې له ځان سره هر چرته په سفر کښې ګرځولې شي له برېښنا نه علاوه په چارج  شوې برېښنا او بېټريانو باندې هم کار کوي او نن سبا دا ډول کمپيوټرونه ډېر عام شوي دي

+ :ليکل شوے له طرفه د مينې مجلې اداره ورځ 87/01/01 او وخت 5:0 |

 

امير کروړ

 

 

 

 

 

امير کروړ د امير پولاد زوے مشهور په «جهان پهلوان» د ملک شنسپ له اولاد د غور د سوري کهاله يو نوميالی امير او د پښتو ژبې ډېر پخوانے شاعر ؤ.

د پټې خزانې مؤلف محمد هوتک د دۀ په باب کښې داسې ليکي:

« نقل کا؛ زبدة الواصلين، شېخ کټه متی زی غورياخېل په خپل کتاب «لرغوني پښتانه» کښې چې دې له «تاريخ سوري» څخه چې په بالشتان کښې يې کتلے او موندلے ؤ، شېخ کټه عليه الرحمة هسې وايي چې په تاريخ سوري کښې راوړي:

چې امير کروړ د امير پولاد سوري زوے ؤ، چې په  ۱۳۹ هجري کال کښې د غور په مندېش کښې امير شو، او «جهان پهلوان» يې بالۀ.

وئي چې د غور کوټو نه، او د بالشتان او خيسار او تمران ماڼی او برکوشک يې ټول ونيول، او د رسالت له کهوله يې په خلافت کښې ډېرې مرستې وکړې.

نقل کا: چې امير کروړ ډېر غښتلی او پهلوان و، په يوه تن له سلو جنګياليو سره جنګېدۀ ځکه يې نو «کروړ» باله چې معنی يې ده کلک او سخت.

وايي چې امير کروړ به په اوړي «زمينداور» کښې ؤ او هلته به يې ماڼۍ درلوده چې کټ مټ د منديش په شان وه او په دغه ځاے کښې يې ښکار کاوۀ او عشرت. په تاريخ سوري کښې راوړي چې دا اميران له پېړيو په غور او بالشتان او بست کښې وو، او د هغه «سور» نومی له اولاده دی چې د سهاک له پښته و. امير پولاد په هغه دعوت کې شريک و، چې ابوالعباس سفاح د بني اميه سره جګړه کړله، او ابومسلم يې هم مرستی و.

په تاريخ سوري کې محمد ابن علي البستي داسې ليکلي دي چې: د عباس د دعوت په جنګو کښې چې امير کروړ، ډېرې سوبې وکړلې نو يې دا بيتونه وويل، چې «وياړنه» يې بولي - هغه دا دي چې شېخ کټه عليه الرحمة له تاريخ سوري رانقل کړي دي:

د امير کروړ جهان پهلوان وياړنه

زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشتـــــه

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته

بل په زابل نشته

له ما اتل نشته

غشی د من مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو باندې

په ژوبله يونم يرغــــالم پر تښتېدونـــــو باندې

پر ماتېدلو باندې

له ما اتل نشته

زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ

د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لټاړ

کړم ايوادونه اوجاړ

له مـــا اتــــل نشته

زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جروم

غرج و باميان و تحار بولي نوم زما په اودوم

زه پېژندو يم په روم

لــه مــــا اتــــل نشته

پر مرو زما غشی لونی ډاری دښن راڅخه

د هر يوالرو د پرڅنډو ځم تښتي پلن راڅخه

رپي زړن راڅخه

له ما اتل نشته

د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه

په بادارۍ مې لوړ اوی د کول د سور وکړه

ستر مې تربور وکړه

لــــه ما اتــــل نشته

خپلـــــو وګړو لـــــره لور پېرزوينـــــه کـــــوم

دوی په ډاډينه ښه باسم ښه يې روزنه کوم

تل يې ودنه کوم