تبليغاتX
مينه د پښتونخوا له زړۀ پېښوره خپرېدونکې
مينه د پښتونخوا له زړۀ پېښوره خپرېدونکې
يوه ازاده او خپلواکه، مذهبي، قومي، ادبي، ثقافتي او اجتماعي مجله ده
90/10/01
صــــلـــــــــــوات ...  

 

الصَّلاةُ والسَّلامُ عَلَيْكَ يّا رّسُولّ الله وَ آلِکَ يَا حَبِيبَ الله

 

إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَاالَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا

تَسْلِيمًا

((بې شکه چې خداے او د هغۀ فرښتې په نبي باندې درود وائي نو اے د

ايمان خاوندانو تاسو هم په هغۀ باندې درود او سلام وائئ او د هغهْ فرمان ته

غاړه کېږدئ)) (سورۀ احزاب ٥٦ ايت)

زۀ دوستـــــــــــــــــدار د دۀ د آل يم

په دوستۍ کښې يې خوشحال يم

صــــلـــــــوات زمـــــــا پــــــــــه واړو

تــــحيـــــــات زمــــــا پــــــــــــه واړو

 

                              (خوشحال بابا)

 

 

90/10/01
حديث عشق ...  

 

 

حديث عشق دو باب است کربلا و دمشق

 

يکی حسين(ع) رقـم کرد و ديگـری زينب (ع)

 

                                    (علامه اقبالرح )

 

 

90/10/01
(اداريه) ...  

 

په اسلام باندې رحم پکار دے



(اداريه)

 

  په تېرو ورځو کښې د ملک په مختلفو رسنيو مېډيا کښې په کراچۍ ښار کښې په يوه مذهبي مدرسه کښې د تقريباً ګڼ شمېر لويو او وړو مذهبي طالبانو تصويرونه او ورسره رپوټونه خپارۀ شول چې د مذهبي تعصب، دهشتګردۍ او ځان وژونکو حملو د تيارۍ د يو زړۀ لړزوونکې ښکارندې ښودنه کوي. د دغو رپوټونو له مخې دغه طالبان چې پکښې ډېر ماشومان هم ليدل کېدۀ په زنځيرونو او زولنو کښې تړلي شوي وو.

خوراک څښاک به ورته په صحيح توګه نۀ ورکول کېدۀ او وهل او ټکول به يې او په يو داسې ځاے کښې ساتل کېدل چې د پوليسو په قول يو ذهني او بدني ټارچر سل ؤ. دغې ځاے ته به يې د مدرسې جېل ويلو او مور پلار به په دې نيت چې بچي يې ديني تعليم حاصلوي مدرسې ته پېسې هم ورکولې. په دغو کښې ځينو د هغو بدني سزاګانو ذکر وکړ چې ورته ورکړې شوې وې چې دغه سزاګانې تر دوه سوه کوړو پورې ويلې شوې دي او ځينو هم له دې نه هم پرده اوچته کړه چې د مدرسې مسئولانو به راته ويل چې ((جهاد)) ته به مو ليږو او که د تېښتې کوشش مو وکړ نو دوه سوه کوړې به درکول کيږي. ځينو پکښې خبريالانو ته دا هم وويل چې د طالبانو د ډلې ځينې کسان به دغې مدرسې ته راتلل او طلباء ته يې ويل چې د مبارزې او جهاد لپاره تيار شئ. دا هم ويل شوي دي چې د ماشومانو والدېنو ته ظاهراً دا ويل شوي وو چې بچي مو وراني کوي او سبق نۀ زده کوي نو پدې وجه مو په زنځيرونو تړلي دي چې تکړه شي. چې والدېنو هم په دې کار خوښي څرګنده کړې وه چې بچي يې له مدرسې څخه ونۀ تښتي. د ځينو پلارانو دا هم وويل چې په معاشره کې د چرسو، پوډرو، خرابو جنسي تعلقاتو لرلو له ويرې يې خپل ماشومان ديني مدرسې ته ليږلي وو. په دغو طلباؤ کښې له دولس کلن ماشوم ته واخلې تر پنځوس کلنو سړيو پورې کسان موجود وو.

د کراچۍ ښار دغه مدرسه له هغو بې شمېره مدرسو څخه يوه  وړه نمونه ده چې د آل سعود او نورو وهابي فکره عربوحکومتونو په پېسو سره جوړيږي او د دين اومذهب په نامه ماشومانو ته د اسلام د پاک او ترقي يافته دين او د دغه مبين دين د ښکليو تعليماتو د ښودنې په ځاے متصبانه عقائد ښودل کيږي او د دهشتګردۍ او ځان وژونکو حملو تربيت پکښې ورکړې کيږي او د ماشومانو ذهنونه وينځلې (برېن واشنګ) کيږي. او له هغومسلمانانو سره د مبارزې لپاره يې تياروي چې د هغوي په عقيده بدعتيان، مشرکان  او د بې دينو حکومتونو خدمتګزار دي.

د کراچۍ د مدرسې دا يوه وړه واقعه يواځېنۍ واقعه نۀ ده بلکې له دې مخکښې هم د سپاه صحابه او طالبانو په شان وهابي ډلو په مدرسو او دفترونو باندې د چاپو په دوران کښې داسې لړزونکي واقعات ليدل شوي دي  او حتی بي بي سي يې کلونه کلونه مخکښې فېلمونه هم خپارۀ کړي وو.

خو دلته د افسوس خبره دا ده چې حکومتي چارواکي په انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره د ساز باز او ووټونو د  نۀ خرابولو، د عربو وهابي واکمنانو او د امريکې د نۀ ناراضه کولو په خاطر په داسې معاملو کښې خاموشي اختياروي او د دا ډول مدرسو په خلاف چې پکښې د دهشتګردۍ او مذهبي تعصبونو تعليم ورکړې کيږي  او له پاکو او معصومو انسانانو څخه خودکش  او خونړي کسان جوړوي او په دنيا کښې د اسلام په شان  د پاک او مبين دين نوم بدناموي هيڅ بنيادي اقدام نۀ کوي. بل طرف ته سياسي او مذهبي ليډران او د مېډيا او رسنيو چلوونکي او قلم خاوندان هم په داسې معاملو کښې له خاموشۍ او سترګو پټولو نه کار اخلي ځکه چې هغوي هم د حکومتي چارواکو په شان زياتې مجبورۍ لري.

دا اوس د حکومتي چارواکو ذمه واري ده چې که واقعاً د دهشتګردۍ په خلاف په مبارزه کښې مخلص وي نو بيا دې د مذهبي مدرسو په نامه د جوړ شوي د دهشتګردو تربيتي مرکزونو په خلاف بنيادي اقدامات ترسره کړي.

همدارنګ هغه والدين چې غواړي ديني مدرسو ته ماشومان وليږي يو ډېر ښۀ سوچ او فکر دے ځکه چې صحيح ديني تعليم انسان د انسانيت معراج ته رسوي خو دغو والدېنو ته پکار دي چې وخت په وخت د خپلو بچو له حالاتو نه ځانونه خبروي چې ايا واقعي د اسلام د مينې ، ورورولۍ اسلامي اتحاد او خداے پاځک ته د نزدېکت تعليم ورته ورکړې کيږي او که نه د توحيد او جهاد په ناممه ورته له تعصباتو، دهشتګردانه خيالاتو او د نورو اسلامي مکتبونو د پېروکارو په خلاف د نفرت او کرکې تعليم او  تربيت ورکړې کيږي.

او دغه شان مذهبي ليډرانو ته هم پکار دي که واقعاً د دوي لمن او د دوي مدرسې له داسې ناخواليو څخه پاکې وي نو که حکومت په خلوص سره  د دغه ډول واقعاتو د مخنيوي لپاره څه اقدام اوچتوي نو واوېلا دې نۀ جوړوي او زر دې په حکومت باندې فتوې نۀ لګوي بلکې په دې کار کښې دې له حکومت سره تعاون او مرسته وکړي.همدا رنګ دغو ملايانو ته هم عرض کوو چې د دا ډول کردارونه ادا کوي چې که د ناپوهۍ په وجه او يا د مالي مجبوريو  په وجه له نورو بهرنيو حکومتونو لپاره کار کوي نو پکار دي چې په اسلام باندې رحم وکړي او د اسلام صحيح مطالعه وکړي او د خداے لپاره دې د اسلام په شان ښکلے دين په دې کرتوتونو سره نه بدناموي او نۀ دې د  ماشومانو او ساده عوامو له اسلام سره له مينې نه ناجائزه فائده اوچتوي او نه دې په دهشتګردانه عملياتو سره د بې ګناه خلقو وينې تويوي  او د هدايت لاره دې خپله کړي.

90/10/01
رڼا ...  

رڼا

 

  (د قران مجيد تفسير)

  

ګرانو او قدرمنو مينه والو! لکه چې  پوهېږئ قران مجيد د خداے پاک له لوري نازل شوے هغه ستر او اخيري کتاب دے چې د اسلام د ټولو مسلکونو، فرقو، مذهبونو او فکري مکتبونو پرې اتفاق دے چې دا سپېڅلے کتاب له هر ډول تحريف او کمي زياتي نه پاک دے او له سورۀ فاتحې نه واخلې تر سورۀ ناس پورې يو کامل کتاب دے او کۀ څوک يې په يو ټکي کښې هم فرق راولي يا پکښې شک  وکړي هغه مسلمان نۀ شي کېدې نو غواړو چې د (( مينه )) مجلې په هره ګڼه کښې د (( رڼا )) سرليک لاندې ستاسو په خدمت کښې د قران عظيم الشان د يوې برخې د ترجمې او تفسيروړاندې کولو سعادت حاصل کړو. دا خبره د يادونې ده چې دا تفسير د ادارې له خوا څه خپل تفسير نۀ دے او نۀ له يو تفسير څخه اخېستل کيږي بلکې له مختلفو تفسيرونو څخه اخېستل کيږي دې لپاره چې د دې عظيم الشان اسماني کتاب په حقله خلق له لا زياتو معلوماتو نه خبر شي او د مختلفو فکري مکتبونو پېروکار له خپلو مکتبي افکارو سره سره د  مختلفو مکاتبو له نظرياتو او افکارو څخه هم خبر شي او  ترمېنځ يې  غږملتيا او همفکري او د يو بل د زغملو جذبه  پېدا شي ګنې هسې د دې عظيم الشان اسماني کتاب تفسير په هغه ډول چې يې حق دے ناممکن دے بلکې که د نړۍ ټول تفسيرونه را يوځاے کړې شي نو د قران مجيد د تفسير يوه برخه حق هم نۀ شي ادا کېدې البته د خداے ګران رسول (ص) او هغه کسان چې راسخون فی العلم دي د قران هغه شان تفسير کولې شي چې څنګه يې حق دے (اداره)

 

سورۀ بقره

 

٥- أُوْلَـئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

((هدغه کسان د خداے لخوا په هدايت باندې دي او هدغو کسانو فلاح موندلې ده))

د سورۀ بقرې په تېرو مبارکو ايتونو کښې وړومبې له هر شک، شبې، نيمګړتيا، کمي، زياتي او تحريف وغېره نه د پاکۍ او د دغه اسماني کتاب د کامليت په اړه خبره شوې ده، بيا دا خبره چې دا کتاب د متقيانو لپاره د هدايت کتاب دے بيان شوې ده، ورپسې بيا د متقيانو صفات بيان شوي دي چې متقيان په غېبو يعنې هغه څه باندې چې له ظاهري حواسو نه بالاتر دي ايمان لري،د خداے پاک لپاره نمونځ او پرستش کوي، او د خداے پاک لخوا ورته له ورکړے شوي رزق څخه انفاق کوي او هغه څه چې د خداے په ګران رسول خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) باندې نازل شوي دي او هم له هغه حضرت نه مخکښې په تېر شويو انبياؤ عليهم السلام باندې نازل شوي دي ايمان لري په اخېرت باندې کلک يقين لري. چې د متقيانو په دغو صفاتو باندې مو د مختلفو  مفسرينو د تفسيرونو په رڼا کښې تفصيلي بحث وکړ. اوس د سوره بقرې په پينځم مبارک ايت کښې د دغو متقيانو چې ذکر شوي صفات لري په حقله فرمائي چې هدغه کسان د خداے پاک لخوا د هدايت په لاره دي او همدغو کسانو فلاح موندلې ده.

د دې مبارک ايت د وړومبۍ برخې يعنې أُوْلَـئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ په حقله بايد ووايو چې په دې مبارک ايت کښې د ((عَلَى)) معنا د لغت خاوندانو د يو څيز د پاسه او په يو څيز باندې تسلط لرل او د ((هُدًى)) معنا يې هدايت،ارشاد، لارښوونه او رهبري وغېره کړې ده. يعنې په دې مبارک ايت کښې متقيان په هدايت باندې داسې کنټرول لري لکه چې په سورلۍ او مرکب باندې سپور کس وي. په بله معنا متقي کس د خداے پاک لخوا داسې هدايت شوے وي چې نۀ ګمراه کيږي. او د هدايت دغه مرکب يې د مقصد منزل پو لوربيائي.

لکه څنګه چې په تېرو برخو کښې د هدايت په کلمه باندې په تفصيل سره رڼا اچولې شوې ده دلته هم بايدووايو چې ځينو مفسرانو هدايت دوه ډوله بللے دے يو ((تکويني هدايت) او بل ((تشريعي هدايت)) تکويني هدايت هغه طبيعي هدايت دے چې خداے پاک په انسانانو، حېواناتو او نورو مخلوقاتو کښې د هغوي د وجود او جوړښت مطابق اېښودے دے او د هغه تکويني هدايت له مخې ټول مخلوقات په خپل خپل چوکاټ او محدوده کښې ژوند کوي او د خپل ژوند ضرورتونه پوره کوي. خو له دې امله چې انسان په دنيا کښې د ازمائېښت او امتحان لپاره رالېږلے شوے دے نو ځکه يې په اعمالو کښې ازاد پرېښودے دے او تکويني توګه يې په انسان کښې د ښۀ او بد پېژندلو د تميز خصوصيت اېښودے دے. او د حمزه بابا په تعبير په انسان کښې درې عنصره يعنې ((انسانيت))، ((حېوانيت)) او ((مَلَکيت)) هر وخت په کشمکش کښې وي. او په دغو درې واړو کښې حېوانيت او ملکيت هر يو دا کوشش کوي چې په نورو ددو باندې مسلط شم  او بالاخره دغه دواړه له منځه ختم کړم او د انسان په وجود باندې په کامله توګه تسلط پېدا کړم خو د انسانيت عنصر غواړي چې په حېونيت او ملکيت باندې تسلط او کنټرول پېدا کړي او هغوي له منځه يو نۀ سي بلکې په اعتدال کښې يې راولي او له خپلو مادي او معنوي فطري ضرورياتو لپاره ترې کار واخلي او د دغو دواړو په ملګرتيا سره انسانيت معراج ته ورسوي.

نو د دې تعبير په رڼا کښې هر وخت زيات احتمال شته چې انسان باندې حېوانيت يا ملکيت غلبه وکړي او انسان له خپلې ازادۍ نه په ناوړې استفادې سره په بلو بلو سر شي. نو بس د انسانيت د عنصر د غلبې او په امتحان او ازمېښت کښې د کاميابېدو لپاره خداے پاک د انسان لپاره د تشريعي هدايت بندوبست هم کړے دے چې په مختلفو وختونو کښې د انبياء کرامو، اسماني کتابونو، معصومو امامانو، اولياء کرامو او نېکو بندګانو وغېره په شکل کښې د انسان لارښوونه او هدايت کوي.

په دغه مبارک ايت کښې بيا د ((مِّن رَّبِّهِمْ)) په ويلو سره دغه هدايت د خداے پاک لخوا بللے شوے دے. د قران شريف نورو ډېرو مبارکو ايتونو ته په پام بې له شکه چې هدايت د خداے لخوا دے او هم هغه ذات دے چې وغواړي يو کس هدايت کړي او يا يې بې لارې کړي. او دا ځکه چې يو خداے د انسان له باطن، نيت او مراد نه خبر دے نو هر کله چې يو انسان د متقي بيان شوي صفات په ځان کښې روالي او خداے پاک چې د انسان له زړۀ او باطن نه خبر دے چې هر کله په يوه عقيده او يو عمل کښې د انسان د نيت د خلوص اندازه وويني نو هم په هغې پېمانې سره يې د هدايت کوي او يا يې ګمراه کوي.

د دې مبارک ايت د دويمې برخې يعنې وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ په حقله به ووايو چې ((مُفْلِحُونَ))  د  ((مُفْلِح)) جمع ده چې ريښه او جرړه يې ((فَلاح)) ده او د ((فَلَح)) د مادې اصلي معناهغه څيز يا کس دے چې له شر، فساد او هر ډول بديو څخه يې نجات پېدا کړے او خېر، صلاح او کاميابۍ ته رسېدلے وي. په دهقان يا کروندګر باندې د فلاح او په دهقانۍ او کروندګرۍ باندې د فلاحت اطلاق هم کيږي چې کروندګر په کروندګرۍ او دهقانۍ سره زمکه او زراعت له شاړتوب او بنجرتوب څخه ژغوري او ابادوي يې.په فلح کښې د درز، چاودېدلو او فتح د معنې لحاظ هم ساتلے شوے دے، لکه هغه کس چې لاندې شونډه  يې چاودې وي ((افلح)) هم ويلې کيږي. په پښتو او فارسۍ کښې فلاح د کاميابۍ، برياليتو، ژغورنې او نجات موندنې په معنو کښې استعاليږي البته فلاح د کاميابۍ او برياليتوب هغه شکل دے چې له زيار، زحمتونو او محنتونو نه پس ترلاسه کيږي نه بې زحمته او بې مشقته.

 په هر حال د مبارک ايت دا برخه هم د تېرې برخې په دوام کښې ده او هغه متقيان چې يې صفتونه او مشخصات بيان شوي دي د خداے پاک لخوا په هدايت باندې له شتون والي سره سره هغه کسان معرفي کړي دي چې فلاح يې بيا موندې ده. لکه په يو بل ځاے هم فرمايلي شوي دي چې: وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (سورۀ آل عمران ١٣٠ او ٢٠٠) يعنې تقوا، پرهيزګاري او د خداے پاک پروا ساتل د فلاح او کاميابۍ ذريعه ده نو بس متقي کس هغه کس دے چې د انسان د خلقت مقصد او هدف ته رسېدلے دے چې حتماً د ((لقاء الله)) مقام دے. نو اوس چې دا خبره په ډاګه شوه چې دا قران شريف چې د انسان د هدايت لپاره راغلے دے هغو انسانانو ته هدايت کوي چې تقوا ولري چې يوه اعقادي،بله عبادي او بله هم مالي تقوا ده چې تفصيل يې په تېرو برخو کښې بيان شو، خو هغه باطني ځواک چې د تقوا د دغو شکلونو په سيوري کښې انسان فلاح، نجات او اخيري کاميابۍ ته رسوي له حرص څخه د نفس ساتل دي. لکه په يو بل ځاے کښې قران شريف دا وضاحت په دا ډول کوي فرمائي: وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (سورۀ حشر ٩ ايت) يعنې چا چې خپل ځان د نفس له حرص نه وساتۀ هغۀ فلاح بياموندۀ. يا په يو بل ځاے کښې ارشاد فرمائي: قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّى (سورۀ اعلی ١٤ ايت) يعنې هغه چا فلاح بيا مونده چې خپله تزکيه يې وکړه))  او هسې هم که لږ فکر هم د دنيا حالاتو ته وکړو نو نن چې له څومره بدبختيو سره خلق مخامخ دي دنفس د حرص او د نفساني خواهشاتو د پېروۍ او د تزکيه نفس نۀ کولو په وجه دي. که هغه په لويه پېمانه د استعماري، استکباري، استشماري او استبدادي قوتونو حرص او د نفساني خواهشاتو پېروي ده چې مړېدل يې نشته او په ځاے د دې چې د خپل ملک په شتمنيو باندې صبر وکړي په نورو هېوادونو باندې نېغ په نېغه تېري او قبضې کوي او خلق زوروي او وينې بهيوي او يا هم په غېر مستقيمه توګه د خپلو لاس پوسو حمکرانانو په ذريعې سره د ملتونو په چارو کښې لاس لري او چارې هدايتوي چې نن يې مونږ  نيغ په نېغه مداخلت په عراق، افغانستان، فلسطين، کشمير وغېره کښې او په غېر مستقيمه توګه په اکثرو اسلامي ياغېر اسلامي ملکونو کښې کتونکي يو او يا هم په ذاتي او شخصي پېمانه د نفساني خواهشاتو، زياتي خورۍ او ((ميم زرما ټوله زما)) په شکل د نفس د خواهشاتو او حرص  کتونکي يو. نو که هر کله يو انسان غواړي چې د انسان د خلقت هغه هدف او مقصد چې ((فلاح)) ورته ويل شوي دي او هم هغه د ((لقاء الله)) مقام دے ورسي نو بايدچې تقوا خپله پېشه وګرځوي چې د يو متقي انسان لپاره هم هغه پينځۀ خصوصيات دي چې بيان شول، خو د دغو خصوصياتود حصول په لاره کښې له نفساني خواهشاتو، رياکارۍ وغېره نه ځان وساتل او روغ او صفا نيت ډېر ضروري دے.

 

 

90/10/01
د امام علي (ع) ژوند ...  

 

د امام علي (ع) ژوند



(د پېغمبراکرم (ص) جانشيني)

 

(لسمه برخه)

 

د خداے د ګران رسول (ص) جانشيني او پښتو ادب

 

د نظم برخه (٧)

لکه چې په تېرو برخو کښې مو هم ذکر وکړ چې په اسلام کښې د خداے د ګران رسول (ص) د جانشينۍ مسئله يوه ډېره مهمه مسئله ده او نن چې د اسلامي نړۍ څومره هم مشکلات  او مسائل دي د هغې جرړې هم په دغه مسئله کي دي همدا رنګ دا مسئله د مسلمانانو د دوو لويو لويو مکتبونو يعنې شيعه او سني مکاتبو په يو والي، اتحاد او نزدېکت کښې هم ډېر زيات رول لري نو په دې وجه هم پکار دي چې دواړه فکري مکتبونه که څه هم په ديني اصولو او فروعاتو کښې د زياتو مشترکاتو باوجود د د خداے د ګران رسول (ص) د جانشينۍ په مسئله کښې  د يو بل اعتقادات نۀ قبلوي خو بيا هم لږ تر لږه خو دومره پکار دي چې په دې اړه د يو بل له اعتقاد څخه صحيح معلومات او خبرتيا ولري او په دې هکله د دښمنانو له تفرقه اچوونکو پروپېګنډو څخه هوښيار اوسي. نو ځکه مونږ د امام علي (ع) د ژوند د حالاتو په بيان کښې دې موضوع ته زياته توجه کړې ده چې له هر ډول تعصب او د چا له زړۀ ازارۍ نه په وراخوا ځينې حقائق په تېره بيا د پښتو ادب په حوالې سره بيان کړو چې عام خلق او په خاصه توګه د قلم خاوندان ترې ااستفاده وکړي.

عزتمنو دوستانو!لکه چې درته معلومه ده چې په تېرو څو برخو کښې مو د دې موضوع په اړه د رحمان بابا، خوشحال بابا، حمزه بابا او باباے ملاکنډ يعنې عبدالحکم قادري بابا ځينې شعرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړل چې پکښې د حضرت امام علي (ع) د مقام او منزلت په اړه داسې ډول ذکر شوے دے چې د هغه حضرت د جانشينۍ عقيدې ته تقويت ورکوي. که څه هم په دې موضوع باندې په پښتو ادب کښې د پښتنو شيعه پخوانيو شاعرانو لکه سيد مير انور شاه بابا، قنبرعلي خان بابا، سيد احمد شاه بابا او داسې نورو ډېرو تېرو او اوسنيو شاعرانو بې حده کلامونه او شعرونه موجود دي خو له دې امله چې زمونږ د اکثرو سني وروڼو لپاره به د استدلال وړ نۀ وي نو ځکه مونږ په تېرو برخو کښې د سني مکتب پښتنو شاعرانو له شعرونو څخه استفاده وکړه.

همدا رنګ په دې موضوع باندې اوسنيو ژوندو او معاصرو پښتنو شاعرانو هم ډېر شعرونه ويلي دي خو له دې ويرې چې دا موضوع زمونږ زيات وخت وانخلي يوازې د يو شاعر فقط په يو کلام باندې اکتفا کوو دغه مشهور شاعر چې يو لوے ديني عالم اواديب او مصنف  او د ((پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ)) اوسنے مشر هم دے ((علامه وصال محمد وصال))  نوميږي چې ډېر زيات داسې کلامونه يې ويلي دي چې د خداے د ګران رسول (ص) نه وروسته  د امام علي (ع) د جانشينۍ مسئله پکښې څېړلې شوې ده خو دلته به مونږ د دغه محترم په فقط يو نظم باندې بسنه وکړو چې پکښې يې مشهوره واقعه يعنې د غدير خم واقعه د شعر په ژبه بيان کړې ده لکه وائي:

                                                     د غدير خم بيان

خم کښې ووې مصطفی يمه چې د چا مولا

خود به هغوي مني مولا حېدر کرار

حج نه چې فارغ شولو نبي عليه السلام

دا ؤ په لسم کال د هجرت واوره کلام

وې کړ په مکه کې د کارونو اختتام

بيا روان په لور د مدينې شولو ګلفام

ورسېدۀ مجتبۍ خم کښې د  تالاب په خوا

وې دروۀ کاروان د رب په حکم ګلعزار

خم نومې وادۍ کښې پړاؤ  وکړلو سلطان

وې ويل بلال انس ته وکړئ دا اعلان

ښۀ عمل ته رادې شي د سېلمې ټول حاجيان

حکم راته وکړو پاک غني رب المنان

تۀ کړه فرائض ادا دا  ذمه داري ده ستا

دا کۀ دې ادا نه کړو تا ونکړو څه کار

دې اعلان سره په تلوار راغلل مومنان

د غدير په غاړه جمع شول واورئ بيان

کړو خطاب شروع ورته نبي اخري زمان

وويل جبريل راته چې وائي پاک سبحان

ساتم به له خلکو تا مه کوه ذره پروا

اودروه نائب په دې وادۍ کښې په تلوار

وساتۀ جاري  بيان احمد نبي مختار

پورته له شپېتۀ زرو نه وو حاجيان  په شمار

وې ويل  واکمن يم ستاسو، که نه اخلم اقرار

هم د مومنانو د نفسونو اختيار

ټولو په قالو بلی پورته کړه يو دم صدا

وې ويل ستا رضا کښې ده رضا د کردګار

اودروۀ نبي پاک علي حېدر کرار

ما چې مولا منئ  تاسو واورئ تا ګفتار

زر علي تسليم کړئ دا دے حکم د غفار

زۀ بغېر د رب له حکم نۀ کوم يو کار

ووې ټولو مرحبا ده زمونږ په دې رضا

کړو به اطاعت د دۀ په هر لېل و نهار

نوم  مې دې وصال او هسې رنګ يمه ناچار

ما په شان څوک مه شه سوال کوم له کردګار

وي چې بې اسرې، بې دوسته وي، بې رشته دار

ما نه هغه ښۀ به وي خبر شه له ګفتار

ما ته په صبح و مسا ښکاري راته ځان رسوا

مړ او پړ هر وخت ېم د جهان په هر ديار

په دې کلام کښې ښاغلي علامه وصال صېب د غدير خم هغه مشهوره واقعه چې په کتابونو او د قران شريف په ځينو تفاسيرو کښې راغلې ده بيان کړې ده چې وړومبې اشاره يې د خداے دګران رسول (ص) حجت الوداع يعنې وروستي حج مبارک ته کړې ده او بيا يې د حج له ادائيګۍ نه وروسته د خداے دګران رسول (ص) په مشرۍ کښې د ټولو صحابۀ ؤ حاجيانو (رض) قافلې ته اشاره کړې ده چې د مدينې په لور روانه وه خو چې کله دغه قافله د غدير مقام ته ورسيږي نو د خداے پاک لخوا ورباندې د قران شريف يو مبارک ايت نازل شي چې فرمائي: يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ  (( اے رسوله (ص) !هغه حکم چې ستا د خداے لخوا په تا باندې نازل شو خلقوته ورسوه او که داسې دې و نه کړل نو رسالت دې و نه رسوۀ، او تا به خداے له خلقو څخه وساتي او خداے د کافرو( انکارکوونکو) قوم ته هدايت نۀ کوي))

د سني مکتب د حديثواو تفاسيرو ځينې کتابونه چې يې دا مبارک ايت په غدير خم کښې د امام علي (ع) د ولايت او جانشينۍ د اعلان په اړه ګڼلے دے په دا ډول دي: تفسير فخرالدين رازي ١٢ ټوک ٥٠ مخ، تفسير درالمنثور ٢ ټوک ٢٨٩٨ مخ، اسباب النزول ١٥٠ مخ، وفاء الوفاء ٢ټوک ١٠١٨ مخ، کنزالعمال ١٣ټوک١٣٤ مخ، ترجمه امام علي (ابن عساکر) ٢ټوک ٨٦ مخ، اللفصوص المهمه ابن صباغ مالکي ٤٢ مخ، تفسير آلوسي ٦ ټوک ١٩٣مخ، ينابيع الموده ١٢٠ مخ، تفسير طبري ١٢ټوک ٤٩ مخ، شواهد التنزيل ١ټوک ٢٥٠ مخ او داسې نور ډېر کتابونه

علامه صېب بيا وروسته د غدير خم په مېدان کښې د ټولو صحابه ؤ د راغونډولو ذکر کړے دے  چې شمېر يې له شپېتو زرو نه زيات بيان کړے دے، که څه هم اکثرو کتابونو دغه شمېر لږ تر لږ شپېتۀ زره او زيات نه زيات يو لک څلوريشت زره بيان کړے دے خو علامه صېب دلته هغه له ټول کم شمېر راخېستے دے. په هر حال بيا يې دخداے دګران رسول (ص) د خطبې ذکر کړے دے. دلته به دې خبرې ته اشاره وکړو چې اکثرو سني علماؤ چې د غدير خم د خطبې ذکر کړے دے نو ورسره يې دا هم ليکلي دي چې په غدير خم کښې د خداے ګران رسول (ص) صحابه کرامو ته يوه لويه خطبه ورکړه خو له بده مرغه د دغو کتابونو خاوندانو هغه تفصيلي خطبه نۀ ده بيان کړې او فقط يې په يو څو جملو باندې اکتفا کړې ده حال دا چې د خداے دګران رسول (ص) نورې ټولې خطبې يې په تفصيل سره بيان کړي دي. نۀ پوهېږو چې دغه خطبه چې په خپله ليکي چې ډېره لويه خطبه وه ولې بيان نۀ کړه يوه د فکر او سوچ خبره ده ځکه چې دغه تفصيلي خطبه په هغو کتابونو کښې چې د شيعه محدثينو له لارې راغونډ کړې شوي دي په تفصيل سره موجوده ده.

په هر حال علامه صېب بيا د امام علي (ع) د ولايت له اعلانه مخکښې د خداے د ګران رسول (ص) هغه اقرار ته اشاره کړې ده چې له صحابه کرامو څخه يې واخېست يعنې په دغه اقرار کښې يې وړومبے د ((مولا)) د لفظ معنا بيان کړه او وې فرمايل: (( ايا زۀ له تاسو نه زيات ستاسو په ځانونو او نفسونو باندې اولی نه يم؟)) خلقو ټولو وويل: هو، يا رسول الله (ص)! ته زمونږ ټولو اختيار من يې. بيا يې ورته وفرمايل: چې ((ايا خداے زما مولا او زۀ د خداے لخوا ستاسو مولا نه يم؟)) ټولوپه يو اواز وويل چې بې شکه ته زمونږ مولا يې. دغه وخت يې د حضرت علي (ع) لاس ونيوۀ او اوچت يې کړو او وې فرمايل: ((مَنْ کُنْتُ مَولاه فَهذا عَلّیٌُُ مَولاه الَّلهُمَّ والَ مَنْ والاهُ وَ عادَ مَنْ عادَهُ والنَصر مَنْ نَصْره.........)) يعنې زۀ چې د چا مولا( ولی او سرپرست) يم دا علي د هغۀ مولا ( ولي او سرپرست ) دے. اے خدايه ته دوستی او مينه وکړې له هغه چا سره چې له دۀ سره دوستی او مينه کوي او دښمني وکړې له هغه چا سره چې له دۀ سره دښمني کوي او له هغه چا سره مرسته او ملګرتيا وکړې چې له دۀ سره مرسته او ملګرتيا کوي))

او په اخېر علامه صېب د صحابه کرامو (رض) لخوا د دغه اعلان هرکلي او مرحبا ته اشاره کوي چې د احاديثو او تاريخ کتابونو يې ذکر کړے دے چې ټولو په دغه موقع امام علي (ع) ته مبارکي ورکړه چې وړومبۍ مبارکي ورته دويم خليفه حضرت عمر (رض) ورکړه او ورته يې وويل: بَخٍٍ بَخٍٍ يا علي اَصبَحْتُ مَولای وَ مَولی کُلَّ مومٍنٍٍ وَ مومٍنه )) يعنې اے علی! مبارک مبارک شه چې ته له نن نه د مومنانو او مومناتو مولا شور. بيا درې ورځې دغه ټول خلق په غدير خم سيمه کښې ايسار شول او ټولو له حضرت علی (ع) سره بېعت وکړ. له دې واقعې نه پس د خداے ګران رسول (ص) باندې د خداے پاک لخوا د سورۀ مائده ٣ مبارک ايت نازل شو چې فرمائي: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا (( يعنې نن مې دين ستاسو ټولو لپاره مکمل کړو او په تاسو مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې د دين په توګه ستاسو لپاره غوره کړو.))

د دې مبارک ايت په حقله چې د غدير خم د واقعې په باره کښې نازل شوے دے د ځينو سنی کتابونو حوالې په دا ډول دي: تفسير الدرلمنثور ٢ټوک ٢٥٩ مخ، تاريخ بغداد ٨ ټوک ٢٩٠ مخ، ترجمه امام علي ابن عساکر ٢ټوک ٨٦ مخ، البدايه والنهايه ٥ټوک٢١٤ مخ، تفسيرابن کثير ٢ټوک٤٩١ مخ،شواهدالتنزيل ١ټوک ٢٠٢ مخ، مناقب خوارزمي ٨٠ مخ، تذکره الخواص ٣٠ مخ، فرائدالسمطين ١ټوک ٧٣ مخ، مناقب ابن مغازلي شافعي ١٩ مخ

علامه صېب د معمول مطابق د کلام  په اخېر کښې خپل ځان معرفي کړې دے او د خپلې عاجزۍ او انکسارۍ د بيانولو په ترڅ کښې ځينو هغو مشکلاتو ته هم اشاره کړې ده چې د ځينو ناپوهو يا له اهلبېتو سره بغض لرونکو ملايانو لخوا ورته د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو عليهم السلام سره د مينې په وجه پېښ شوي دي لکه څنګه چې د تورې او قلم خاوند هم هغو مشکلاتو ته اشاره کړې ده  چې د هغه وخت د متعصبو ملايانو لخوا بابا ته ورپېښ شوي وو لکه وائي:

له اوله تر اخېره په جهان کښې د سيّد په شان څوک نشته معراجي

زۀ خوشحال خټک په حب د اهلبېتو رافضي کړم خارجي او اخراجي

يعنې دلته بابا هم هغو بغضي او متعصبو ملايانو ته چې بابا ته يې له اهلبېتو عليهم السلام سره د مينې په وجه رافضي ويلي وو خارجيان او اخراجيان ويلي دي. د رافضي اصطلاح د امام علي (ع) د خلافت په دور کښې او له دغه دور نه پس  د شام د حاکم معاويه بن ابو سفيان لخوا د امام علي (ع) د طرفدارو لپاره استعمالېدل شروع شوه............................. دوام لري ...................... نور بيا

 

90/10/01
نوې چپې ...  

 

نوې چپې

 

(ناول)

 


ليک: حمزه بابا (رح)

 

.......... په تېر پسې

 

بيا ورو ورو دواړه ګلرخ ته ورروان شول. ګلرخ چې د پښو ښکالو واورېده مخ يې شا ته راستون کړ او د لطيفه بېګم د تعظيم لپاره ولاړه شوه، يو څو اوښکې يې د شهدو په څېر په اننګو پورې نښتې وې او يو څو کوچنۍ اوښکې يې د بڼو په څوکو رپندي اخېستې وې. د مخ په ګلستان يې د حسرت خزان راخور شوے ؤ، او ښکلي وېښتۀ يې بې ترتيبه يو خوا بل خوا په مخ پراتۀ وو. هغې په ډېره سنجيدګۍ سره اوښکې پاکې کړې، ځکه چې د هغې خبره اوس د راز په شکل کښې نۀ وه پاتې، او نۀ هغې له چا نه پټ ژړل غوره ګڼل. لطيفه بېګم ته يې سلام وکړ او بيا يې سر په سينه ځوړند شو. لطيفه بېګم څو څو ځل ښکل کړه او بيا په يوه کرسۍ کښناسته.)

لطيفه بېګم: ((ګلرخ زۀ افسوس کوم چې تا په داسې حال کښې وينم خو خفه کيږه مه. ستا دا خفګان وس له وروستۍ مرحلې نه تېر شوے دے.)) (دا خبره لطيفه بېګم څه په داسې اميد افزا انداز وکړه چې د ګلرخ په مړغېجنواننګو کښې د خوشحالۍ وينې يوه ناڅاپه منډه وکړه. د زړۀ په کور يې خندنو اميدونو پېره راوړه او په ارمانونو کښې يې نوې ساه پېدا شوه.)

سليم: ((خورکې نن د لطيفه بېګم قدم زمونږ لپاره ډېر مبارک ثابت شو.))

لطيفه بېګم: ((زۀ مبارکي درکوم چې بابا دې د قلندر خبره منظوره نۀ کړه.)) (د ګلرخ په زړۀ داسې بې واکه خوشحالي راغله چې د غمجنو اوښکو زړونه يې په ګوګل کښې راتنګ شول. هغې د لطيفه بېګم په اوږه سر کېښود او د شبنمي ګل په څېر يې بيا په خندا او ژړا کښې هيڅ فرق نۀ ؤ. يو څو لحظې هم دغه شان چپ چاپ تېرې شوې. سليم ارغشے وکړ او وې ويل: (( ښه نو ګرانې خورې محبوبه څه شوه؟)) (ګلرخ اوس د لطيفه بېګم له اوږې نه سر پورته کړے ؤ، په دې سوال څه حېرانه غوندې شوه.)

ګلرخ: ((ولې؟))

سليم: ((په محبوبه کښې خو لويه بلا پېدا شوه.))

ګلرخ: ((څه رنګه؟))

سليم: ((د هغې نامه محبوبه نۀ ده.))

ګلرخ: ((زمونږ هم خيال ؤ چې هغه ځان پټوي، خو په خپله کوټه کښې به وي کنه.))

لطيفه بېګم: ((په خپله کوټه کښې نشته.))  (د لطيفه بېګم دې خبرې د ګلرخ په ذهن کښې د هغې تېرې ورځې ملاقات واقعه تازه کړه او هغه پوهه شوه چې زمونږ دا خيال غلط نۀ ؤ چې لطيفه بېګم او محبوبه په خپلو کښې آشنايانې دي، مسکۍ شوه او وې ويل: ((ښه نو اصلي نامه يې څه ده؟))

لطيفه بېګم: ((اصلي نامه يې خورشيد جهان ده او تخلص يې وفا دے.))  (د ګلرخ د حېرانتيا اندازه د کولو وه. هغه دومره حېرانه شوه چې خپل دواړه لاسونه يې په غوږونو کېښودل.)

ګلرخ: ((وفا،! لاله هغه ستا شاګرده؟ محبوبه هم هغه ده؟))

سليم: ((هو، خورکې هم هغه ده.))

ګلرخ: ((استاذې ياد دې دي چې د بحث په ورځ.......))

لطيفه بېګم: ((زۀ ستا او د صفيه د فراست قائله يم، تاسو پوهې شوي وئ، چې کوم وخت خورشيد جهان مېوه دانه راوړه. اوس به ورته خورشيد جهان وايو نو...... او ما د هغې په ليدو د حېرانتيا اظهار کړے ؤ.))

ګلرخ: ((خو تا په داسې طريقه انکار وکړ چې مونږ ته خپله نظريه وهم ښکارېدۀ.))

لطيفه بېګم: ((د هغې هوښيارو سترګو په يو  رپ کښې د منت زارۍ دفترونه پرانېستل، او ما هم دا مناسب وګڼل چې پړده يې وساتم، خو د هغې پلار ته خبر ورکول ضروري وو او هغه ما وکړل.))

ګلرخ: ((هغه د چا لور ده؟))

لطيفه بېګم: ((د خان بهادر يوسف خان.))

ګلرخ: ((يا الله، نو هغه د پلار له کور نه وتې وه؟ ډېر افسوس دے.))

لطيفه بېګم: ((پلار يې د ناخوښۍ وادۀ کولو، خو اوس وخت تېريږي د هغې لټون پکار دے))

ګلرخ: ((بهتره به دا وي چې تاسو يې د شريف پان فروش په دوکان تپوس وکړئ، د هغۀ له دوکان نه پان راوړي، زۀ يې پرې هم اموخته کړې يم.))

لطيفه بېګم: ((ډېره ښه ده مونږ به اوس لاړ شو.))

ګلرخ: ((په مخه مو ښه.))  (سليم او لطيفه بېګم په لاره کښې بيا د محبوبې کمرې ته ورننه وتل چې ګوندې وس واپس راغلې وي، خو هلته هيڅ نۀ وو. د محبوبې هغه وړوکے صندوق هم نۀ ؤ، سليم څه په غور د هغې کټ ته وکتل، د کاغذ يوه ټکړه يې پرې پرته وليده. پورته يې کړه او په ډېره بې قرارۍ يې اولوسته، په مخ يې د نااميدۍ اثرات ښکاره شول. لطيفه بېګم هم پوهه شوه چې څه ښۀ خبر نۀ دے، خو کاغذ يې له سليم نه واخېست او وې لوست. يو سوړ اسوېلے يې وکړ او وې ويل: ((نېکبختې خپل مشکلات نور هم زيات کړل.))

سليم: ((خېر هر څه چې وي، راځه چې خان بهادر صاحب خبر کړو او بيا د شريف پان فروش نه هم تپوس ضروري دے.))  (دواړه بهر ته روان شول،چې حجرې ته ورننوتل  او يوسف خان دواړو ته وکتل نو پوهه شو چې ښۀ خبر نۀ دے. سليم هيڅ ونۀ ويل خو کاغذ يې ورکړ، يوسف خان چې کاغذ ولوست د غم توره شخړه يې په مخ وګرځېده.)

محمد امين: ((خېر خو دے څه چل وشو؟))

يوسف خان: ((هغه کم بخته له دې ځاے نه هم تلې ده، دا خط يې پرې اېښے دے.))  (محمد امين خان په ډېر خفګان خط واخېست او له کتو نه پس يې شروع کړۀ: ((شريفه استاذه! عمر دې ډېر شه، زما خو دا خيال ؤ چې څه موده به ستاسو په قدمونو کښې تېره کړم چې د علم او ادب سره سره ستاسو په خاندان کښې زما د حسن سيرت کمے هم پوره شي، خو زما نصيب شوم ؤ، لطيفه بېګم زما استاذه ده، هغې زۀ دلته وليدلم او هغه به يقيناً زما پلار ته خبر رسوي او که زما درک پلار ته معلوم شو او زۀ يې له دې ځاے نه خپل کور ته بوتل نو زما مرګ يقيني دے، که د هغوي له لاسه نۀ وي نو زما له خپله لاسه . ځکه چې زما او د هغوي سخت اصولي اختلاف راغلے دے او وس يو نامعلوم ځاے ته روانيږم. ما ته معافي کوئ. مشر خان ته زما غريو نېولے سلام او وړې بي بي ته زما د زړۀ بې قرار عقدت ورسوه.))

                                                                                                                                               ستا بدنصيبه وينځه شاګرده

                                                                                                                                                  محبوبه (خورشيد جهان)

يوسف خان: ((نو اوس به څه کيږي؟))

لطيفه بېګم: ((خان راځئ، دلته بهر يو پان فروش دے له هغۀ نه اکثر پان راوړي،))

سليم: ((له هغۀ نه اوس هيڅ پته نۀ شي لګېدې، خو خېر تاسو دا کار وکړئ او زۀ به اخبار ته يو خط وليکم، چې وفا يې ولولي نو اميد کوم چې را به شي.))  (اکبر خان، يوسف خان او لطيفه بېګم له سليم او محمد امين نه رخصت شول، او چې هغوي بهر ته ووتل سليم قلندر دننه راوبللو)

سليم: ((قلندر لاله خبره به صفا صفا ښه وي، له ابا سره ما خبرې وکړې.))

قلندر: ((زۀ له کاکا نه ځواب غواړم له تا نه، نه))

سليم: ((زما او د ابا ژبه يوه ده.))  (قلندر د تپوس په نظر خپل ترۀ محمد امين ته وکتل، محمد امين خان سر ښکته کړ. قلندر پوهه شو چې د هغۀ ترۀ د سليم په مخکښې وسله اېښې ده. سليم ته مخاطب شو: ((ښه وايه))

سليم: ((خبره دا ده چې ګلرخ په هيڅ صورت وادۀ ته غاړه نۀ ږدي، نو ابا مې وائي چې ستا لپاره به بل وادۀ وکړو.))  (له ډېرې غصې نه د قلندر سترګې داسې بقې راووتې چې د له کورکو نه بهر ته راوتونکې ښکارېدې. هغۀ وويل: ((له ما سره د ګلرخ اقرار شوے دے، زۀ چوړے خو نۀ يم چې وس به راته دلته کومه چوړۍ چنګڼه وادۀ کوئ.))

سليم: ((قلندر لاله تۀ خو په سمه خبره هم غصه کېږې، ما درته څه ورانه خبره وکړه؟))

قلندر: ((سليمه زۀ ستا غوندې هلکان لوبوم. تۀ ما ته تېر راکوې. دا ټول کارونه هم ستا دي، د کاکا مې نن هم دا خيال نۀ ؤ، خو خېر زۀ به د خپل حق تپوس وکړم.))  (د سليم په مخ هم د غصې اثرات ښکاره شول خو د ضبط په زنځير يې وتړل.)

سليم: ((تۀ هره خبره بدې ته اړوې او د چا چې بد په زړۀ وي هغه سمې خبرې ته هډو غوږ نۀ ږدي. زۀ درته وايم چې زما خور وادۀ ته تن نه ږدي.))

قلندر: ((نۀ دے ږدي کنه، د جينۍ خولې ته خلق نۀ ګوري.))

سليم: ((دا د شرعې حکم دے چې جينۍ ځوانه شي د خپل واک شي.))

قلندر: ((تر اوسه خو په پښتانۀ کښې د چا خبره يو سالار ؤ يو منصور ؤ، نۀ خداے ؤ نه رسول ؤ. له ښځو سره چا شرعې نۀ کولې، خو اوس تاسو راپېدا کړې نو.))

سليم: ((شريعت اول هم ؤ او اوس هم دے، خو چې څوک يې نۀ مني.))

قلندر: ((ما ته يو غر او بل غر مه اوله، داسې نر لا نۀ دے پېدا چې زما چنغله به خپله وګڼي. خو سپينه خبره وکړه.))

سليم: ((بس سپينه خبره دا ده چې ستا او د ګلرخ وادۀ ممکن نۀ دے.))  (قلندر په غصه له ځاے نه پاڅېد، او وې ويل: ((کاکا ما خو دا نۀ ګڼله خو وس به ګورم چې ګلرخ به کوم پښتون وادۀ کوي.))  (محمد امين له خپل ضمير سره په جنګ بوخت ؤ، خو د سليم له راې نه وتے نۀ شو، هيڅ ځواب يې ورنۀ کړ. خو قلندر اوس د اور يوه سرکښه لمبه وه، په ځان نۀ پوهېدۀ، خو روان ؤ. څو څو ځل په بازار کښې له موټر نه په ګوته کښې بچ شو. د هغۀ د خيال په دنيا کښې نااميدۍ ، غم او غصې داسې ځغله جوړه کړې وه چې د بازار شور پکښې ورک ؤ. هغه په خپل خيال کښې يوې قمار خانې ته روان ؤ، هلته يې يو څو د چوتي ياران وو او هغوي ورته لافه کړې وه چې که ترۀ دې خبره اونۀ منله نو مونږ به درسره لاړ شو او د ترۀ او ترۀ د زوے به دې د سترګو په رپ کښې فېصله کړو. قلندر اوس د ترۀ او د ترۀ د زوے د قتل بندونه تړل او په لاره روان ؤ چې ناڅاپه يې چا په اوږه  لاس کېښود.قلندر چې په هېبت شا ته وکتل اکبر خان ورته مسکے ولاړ ؤ. قلندر د غصې او تپوس په نظر اکبر خان ته وکتل.)

اکبرخان: ((خېر دې وي قلندر خانه! څرنګه تند روان يې د مړځو جنګ خو به نۀ وي؟))  (قلندر خان اکبر خان ته بدبد وکتل او وې ويل: ((نۀ صېب زما ضروري کار دے)) (دا يې وويل او د پوزې په بريد روان شو.)

اکبرخان: ((ګوره کنه! خبره واوره، زما مطلب دا ؤ چې له ترۀ سره دې .......))  (قلندر په غضب راستون شو اود اکبر خان خبره يې غوڅه کړه: ((دا ټول ستاسو او د سليم شرارت دے خو زۀ به ورسره ګورم.))  (له دې وېنا سره بيا ګړندے روان شو. اکبر خان په ټوله معامله پوه ؤ، مسکے شواو هسې هم ډېر خوشحال ؤ ځکه چې د هغۀ لپاره اوس د ګلرخ اميد پېدا شوے ؤ خو د ترۀ ورارۀ په دې خفګان خفه هم ؤ. هغۀ له  شريف پان فروش نه د محبوبې تپوس کړے ؤ خو هيڅ درک  يې نۀ ؤ معلوم شوے، اوس د سليم کور ته روان ؤ. بازار له خلقو نه ډک و ځکه چې د افريدو د مواجب ورځې وې. اکبر خان په خپل فکر کښې غرق روان ؤ چې د سليم کور ته ورسېد. سليم بوخت ؤ اخبار ته يې د خورشيد جهان وفا په حقله خط ليکۀ چې اکبر خان ورننوت.

سليم: ((څه چل وشو؟))

اکبر خان: ((هيڅ درک يې معلوم نۀ شو.))

سليم: ((افسوس، خو خېر دا خط مې ((نوے پښتون)) ته وليکلو، واوره دا يې عنوان دے:

 

محبوبې تۀ چرته يې؟

افسوس چې تا ډېره لويه غلطي وکړه. خو خېر بابا دې راغلے ؤ، هغه په خپل هوډ پښېمان دے او د زړۀ له اخلاصه يې بخښلې يې. استاذ به دې هم معافه کړي. ويرېږه مه. او مشر خان خو دومره درپسې خفه دے چې يو ساعت يې له خولې نه غورځولې نۀ يې.وړه بي وائي چې که تۀ زر تر زره رانغلې نو معافه به دې نۀ کړم. او د اکبر خان خور وائي:

تکاليف لکـــه جوهــــر د سړيتوب پـــــه آئينــــــه وي

چې ترې تښتې شخصيت يې وي مدام په زنګ لړلے

اميد دے چې تۀ به خپل ضد پرېږدې او زر به واپس راشې.

                                                                                                                                                              (ستا استاذ)

دوام لري........................................... نور بيا .......................................................

 

90/10/01
وهابيت پېژندنه ...  

 

وهابيت پېژندنه


(څلورمه برخه)

 

ليکواله: مېرمن رادان

د وهابيت فرقه هغه فرقه ده چې پکښې زياتره تشدد، خشونت، تندلاريتوب او خپله عقيده په زرو په خلکو باندې له مسلط کولو نه بغېر بل څه نشته. (چې نتائج يې نن مونږ د نړۍ په مختلفو سيمو په خاصه توګه په لره او بره پښتونخوا کښې د دهشتګردانه او حتی د ځان وژونکو حملو په شکل کښې ګورو چې پکښې بې شمېره  مسلمانان په خاور او وينو کښې لوغړول کيږي.)

د وهابيت د پراختيا لپاره له محمد بن سعود سره د محمد بن عبدالوهاب نجدي لوظنامه يوه فوځي لوظنامه او په خواوشا سيمو باندې د حملو په بنياد وه او له دغې لوظنامې وروسته د مسلمانانو قتل عام شروع شو. له دې وروسته د دغو دواړو کسانو  زامنو هم د پلارانو لارې ته دوام ورکړ د ابن عبدالوهاب نجدي زامنو د وهابيت د عقائدو په پراختيا باندې لاس پورې کړ او د ابن سعود زامنو هم د وهابي علماؤ د فتوو په رڼا کښې د خلکو په قتل عام سره تر خپلې قبضې لاندې سيمو او د وهابيت قلمرو ته پراختيا ورکړه. د محمد بن سعود زوے عبدالعزيز په دې منېځو مان کښې ډېر کردار لري. هغه په بې دردۍ سره د خلقو په قتل عام او په خلکو د رعب او ويرې په رامنځته کولو سره د وهابيت د فرقې زيات خدمت کړے دے. عبدالعزيز له خپل زوے سعود سره مقدس ښارونه په وينو ولمباول او د ديني بزرګانو د مقدسو زيارتونو په شمول يې زياتره مذهبي مقامات او اثار له خاورو سره خاورې کړل. هغوي د کربلای معلی مقدس ښار له ويجاړولواو د  سيد الشهداء امام حسېن (ع) په مزار مبارک باندې له يرغل نه وروسته کوشش وکړ چې د اسلام تر ټولو مهم  مرکز مکه معظمه باندې قبضه وکړي. چې په دې باره کښې به انشاء خبرې وکړو.

زياتره مسلمان عالمان او مفکران په دې خبره باندې باوري دي چې که د عبدالعزيز او د هغۀ د زوے سعود دومره زيات تشدد او وحشي ګري نۀ وې نو نۀ د آل سعود بادشاهت دوام پېدا کولې شو او نۀ وهابي مسلک دومره رواج موندلے شو. د هغوي په حکم د هغو کسانو چې وهابيان نۀ وو که هغه سنيان وو او که شيعه قتل واجب او د هغوي د مالونو او ناموسونو لوټل په وهابيانو باندې حلال او مباح وو. په سيمه کښې د تېلو له راېستلو نه تر مخکې وخته پورې د آل سعود بجټ به له مسلمانانو سره د جنګ او د هغوي د مالونو حالونو د لوټلو له لارې پوره کېدۀ. د عبدالعزيز او د هغۀ د زوے سعود له هغو فتوحاتو څخه چې په عربستان کښې د هغوي د شهرت او د خلکو تر مېنځ د ويرې او وحشت سبب وګرځېدل د مکې معظمې، مدينې منورې او طائف د ښارونو فتح کول وو. په دغو حملو کښې وهابيانو د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو عليهم السلام او صحابه کرامو او نورو بزرګانو مقدس مزارونه وران ويجاړ کړل او په حجاز کښې يې د وهابيت اوچ کړس او متحجرانه قوانين جاري کړل.

د کربلا معلی او نجف اشرف په مقدسو ښارونو باندې له حملو وروسته وهابيانو په ١٨٠٢ عيسوي کال کښې د حجاز په يو ښار طائف باندې يرغل وکړ. دغه حمله چې د عبدالعزيز په دور کښې د هغۀ د زوے سعود په قوماندانۍ سره وشوه د وهابيانو يو تر ټولو وحشتناکه حمله ګڼل کيږي. مشهور عراقي شاعر او دانشور جميل صدقي زهاوي د وهابيانو په لاس د طائف ښار د قبضه کولو په حقله ليکي: ((د وهابيانو تر ټولو بد او خراب کار د طائف د خلقو قتل عام دے، هغوي په لوے او ماشوم باندې رحم ونکړ، حتی د مور په غېږه کښې يې د پيو له ماشومانو څخه سروونه پرې کړل، هغوي هغه طالب علمان چې د قران مجيد په زدکړه مشغول وو هم ووژل. چې کله په کورونو کښې څوک پاتې نۀ شول نو په دوکانونو او جوماتونو باندې يې حملې وکړې او هر څوک به يې چې هلته ليدۀ حتی هغه کسان چې خپل واحد رب ته په رکوع او سجود باندې مشغول وو وژل به يې. د قران شريف او صحيح بخاري او صحيح مسلم په شان د مسلمانانو ارزښتناک کتابونه او د فقهې او حديثو نور کتابونه يې په لارو کوڅو کښې وغورځول او تر پښو لاندې لتاړ شول.))

وهابيانو د طائف د خلقو له قتل عام نه پس د مکې علماؤ ته يو خط وليکۀ او هغوي يې د وهابيت مذهب ته راوبلل. علامه شاه فضل رسول قادري چې په هندي مشهور دے په خپل کتاب ((سېف الجبار)) کښې ليکلي دي: ((د مکې علماء د کعبې شريفې په څنګ کښې راغونډ شول چې د وهابيانو خط ته ځواب ورکړي. د هغوي د خبرو اترو او سلا مشورو په دوران کښې ناڅاپه د طائف د ښار يو شمېر مظلوم او ځپل شوي کسان مسجدالحرام ته داخل شول او هغه څه چې په طائف کښې تېر شوي وو بيان کړل. د مکې په خلقو کښې مشهوره شوه چې وهابيان غواړي چې په نزديو وختونو کښې په مکه معظمه باندې حمله وکړي، د مکې خلق سخت ويرې او وحشت سره مخامخ شول.... له بلې خوا د مکې معظمې د څلورو واړو سني مذاهبو ټولو علماؤ او هغو علماؤ چې له نورو سيمو څخه د حج د ادائېګۍ لپاره مکې ته راغلي وو مشترکه فتوا جاري کړه چې وهابيان مسلمانان نۀ دي بلکې کافران دي او ورسره جهاد واجب دے. علماؤ د مکې له امير څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې له وهابيانو سره مقابلې ته دې راپاڅي او ورسره جنګ وکړي.))

له وهابيانو سره په جنګ باندې د علماؤ له اتفاق سره سره د مکې خلک دې ته تيار نۀ شول چې له هغوي سره وجنګيږي. له بلې خوا د عبدالعزيز زوے سعود چې د وهابي لښکر کمانډر ؤ مکې ته يو خط ولېږۀ او دړکه يې ورکړه چې په دريو ورځو کښې دننه دننه دې ټول حاجيان له مکې څخه وځي. د مکې معظمې حاکم له څو تنو عالمانو فاضلانو سره سعود ته ورغے او د مکې د خلقو لپاره يې له هغۀ څخه امان وغوښت. سعود هم په يو ليک کښې د مکې ټولو خلقو، عالمانو او مشرانو ته امان ورکړ. د ١٨٠٣ عيسوي کال د امامانو په مياشت کښې سعود بې له جنګه مکې معظمې ته داخل شو او د کعبې شريفې له زيارت نه پس يې خلق راغونډ کړل چې وهابي مذهب ته يې راوبولي او ترې نه بيعت واخلي. هغۀ د خداے پاک، د هغۀ د ګران رسول (ص) او د اسلام په حقله د خپلې عقيدې مطابق خبرې وکړې او خلق يې خپل بيعت ته راوبلل او له هغوي يې وغوښتل چې د هغۀ له لښکريانو سره دې په مکه ښار کې وګرځي او ټول ارزښتاکه  مذهبي او تاريخي اثار دې وران او ويجاړ کړي.

په هر حال په مکه باندې له مسلط کېدو نه پس وهابيانو د ديني بزرګانو مقدس اثار وران کړل. د خداے دګران رسول (ص) حضرت علي (ع)، حضرت ابوبکر (رض) او حضرت بي بي خديجې (رض) د پېدائش ځايونه چې ګنبدونه پرې جوړ وو له خارو سره خاورې کړل، هغه لرغوني او پخواني اثار چې د خانه کعبې چاپېره او د زمزم په کوهي باندې جوړ شوي وو ويجاړ کړل.

وهابيانو به د مقدسو ځايونو د ورانولو په وخت ډمامې غږولې او ګډا ګانې او سندرې به يې ويلې. د کويت ستر سني دانشور ډاکټر رفاعي په ((نصيحتي لاخواننا الوهابيه)) (يعنې خپلو وهابيانو وروڼو ته نصيحت) نومې کتاب کښې وهابي علماؤ ته په خطاب کښې ليکي: ((تاسو د خداے د ګران د وړومبۍ حبيبې ام المومنين حضرت خديجه الکبری د کور په ورانولو خپله رضامندي وښودله او هيڅ غبرګون او ردعمل مو پرې څرګند نه کړ، په داسې حال کښې چې دغه ځاے د قران شريف د وحي د نزول ځاے ؤ... نو اخېر ولې له خداے پاک نه نۀ ويريږئ او له پېغمبر اکرم (ص) څخه حياء نۀ کوئ؟))

ډاکټر رفاعي په دوام کښې ليکي: ((د خداے د ګران رسول (ص) د پېدائش کور مو د مال مويشيانو په منډهۍ باندې بدل کړ چې د نېکو او مخيرو حضراتو په کوششونو سره د وهابيانو له پنجو نه ازاد شو او په کتابتون (لائبريرۍ) باندې بدل شو.))

يو بل دردناک عمل چې وهابيانو ترسره کړو او د تل لپاره د هغوي په دردوونکو اثارو کښې باقي پاتے شو، په مکه معظمه کښې د ((المکتب العربيه)) نومې ستر کتابتون (لائبريرۍ) سوزول وو. په دغه کتابتون کښې په څه د پاسه شپېتۀ زره عنوانونو مشتمل کتابونه او له څلوېښتو زرو نه زياتې ځانګړې خطي نسخې موجودې وې چې په هغو کښې حتی د جاهليت د دور د يهودو او د قرېشو کافرانو خطي اثار د يادګار په توګه موجود وو. په دغه کتابتون کښې همدارنګ له حضرت علي (کرم الله وجهه)، حضرت ابوبکر (رض) ، حضرت عمر (رض)، خالد بن وليد(رض)، طارق بن زياد(رض) او د خداے دګران رسول (ص) له نورو صحابه ؤ نه په يادګار پاتې د قران مجيد پخوانۍ خطي نسخې پرتې وې. په کتابتون کښې له کتابونو نه علاوه نور ګڼ شمېر ارزښتناک اثار لکه د خداے دګران رسول (ص) د استعمال وسلې او نور سامانونه او د لات، منات، عزّی او هبل په شان د جاهليت د دور بتان د يادګار په توګه پراتۀ وو.ځينو تاريخ ليکونکو نقل کړي دي چې وهابيانو دغه کتابتون د کفر د وخت د اثارو په بهانه په اور کښې لولپه او ايرې ايرې کړ.(او د جهالت د وخت له اثارو سره سره يې د اسلامي اثار او قرانونه او نور اسلامي کتابونه هم وسېزل.)

له دې حقيقت نه انکار نۀ شي کېدې چې د پخوانيو خلکو تاريخ او له هغوي نه په ميراث کې پاتې اثار د يوې ټولنې او يو قوم او ملت د تمدن له نښو نښانو څخه ګڼ کيږي،ځکه چې دغه اثار له يو يادګار نه علاوه له تاريخ څخه د درس او عبرت اخېستو لپاره ډېر ګټور دي. په همدې وجه د هر قوم حکومتونه د هغو د حفاظت لپاره خاصې ادارې او کمېټۍ جوړوي او کارپېژاندي ماهران تربيت کوي او چا ته اجازه نۀ ورکوي چې حتی د دغو اثار يوه  وړه د کاڼي کتبه او ټيکرې له منځه يوسي. په دې کښې شک نشته چې د اسلام تمدن د نړۍ له مخکښو تمدنونو څخه ؤ او دے او مسلمانانو د اسلامي تعليماتو په رڼا کښې د دغه تمدن بنياد کېښود. د خداے له ګران رسول (ص) او دهغه حضرت له خاندان او ملګرو سره متعلق اثار او ودانۍ د دغه ستر تمدن له عمومي ميراثونو څخه دي او د هغو ساتنه او حفاظت د دغه غني تمدن د بانيانو يو ډول قدرونه ګڼل کيږي. په مقابل کښې د دغو اثارو د ورانولو او تباه کولو اقدام د فکري جمود، تحجر او د جاهليت د تعصب بيانوونکے دے.

تاريخي کتابونه او سفرنامې د دې خبرې ګواهي ورکوي چې د وحي د نازلېدو په وطن او نورو اسلامي ملکونو کښې په سلګونو مقدس زيارتونه او سپېڅلې وداني موجودې وې چې له  هغو څخه زياتره اثار وهابيانو د شرک او کفر په چټي بهانو سره په کامله توګه وران او ويجاړ او له منځه يوړل.

 

90/10/01
کمپيوټري لوبې ...  

 

کمپيوټري لوبې

 

ليکواله: مېرمن  نسرين

 

کمپيوټري لوبې په اوسنۍ زمانه کښې د نوې ټېکنالوجۍ يوه ښکارنده ده چې د خلکو د مشغولولو او د هغو د جوړوونکو لپاره د ګټو د ترلاسه کولو په هدف سره پلان او جوړې کړې شوې. خو د تېرو کلونو په دوران کښې ورو ورو د امريکې او صهيونېسټ رژيم د پراختيا غوښتنو او تېري ګريو له چلند سره سره دغه لوبې د جوړوونکو د ثقافتي، سياسي او فوځي اهدافو، ارزښتونو او مفاهيمو د انتقالولو په هدف سره په يوې رسنې (مېډيا) باندې بدلې شوې. دغه موضوع په سادګۍ سره په هغو لوبو کښې چې په لويديځ په تېره بيا په امريکا کښې جوړيږي د ليدو وړ ده. مونږ غواړو په دې ليکنه کښې دغو ځينو مواردو او لوبو ته چې د امريکې د حکومت د نظامي ګرۍ او تيري ګرۍ له روحيې سره اړونديږي اشاره کوو:

د امريکې د هېواد لنډ تاريخ له کورنيو جګړو او په ټوله دنيا کښې له جنګونو څخه ډک دے چې د دغه هېواد فوځ هلته کښې موجود ؤ او کله کله يې يو هېواد تر خپل فوځي نيواک لاندې راوستے دے.د ويتنام او کوريا په جنګونو کښې شتون، د ګڼ شمېر کودتاګانو رامنځته کول، په لاتيني امريکا کښې فوځي مداخلت، د عراق او افغانستان قبضه کول او په دغو هېوادونو کښې فوځي اډې جوړول چې په ظاهره خپلواکه حکومتونه لري، د امريکې د فوځ له تېري ګريو څخه دي. د امريکې دغه فوځي مداخلتونه په داسې حال کښې دي چې دغه هېواد تل د بشري حقوقو او ازادۍ ادعا لري او د نورو حکومتونو او ملتونو په نسبت ځان برتر او اوچت ګڼي. د دغو هېوادونو واکداران دهشتګردي غندي خو خپله د نړۍ په سطح کښې له دهشتګردو ډلو او د دهشتګردۍ له مهمو او عيني مصداقونو څخه ملاتړ کوي. دغه دهشتګردانه تفکر نور له هر څيز نه زيات د دغو هېوادونو په ثقافتي او رسانه اي څانګو کښې څرګند او ښکاره شوے دے او د ټيلي ويژني چينلونو، سنيما، موسيقۍ او کمپيوټري لوبو په شان رسنې (مېډيا) چې په دغه هېواد کښې توليديږي، د دې تفکر رواجوونکې او حتی يو ډول تعليم ورکوونکې دي.

کمپيوټري لوبې يوه قوي رسانه ده چې د يو کس يا څو کسانو په صورت کښې له کمپيوټر نه په استفادې سره او کله کله په آن لائن صورت کښې کيږي. په تېرو وختونو او حتی همدا اوس داسې کسان شته چې هغه يوازې يوه مشغوله ګڼي او يا زيات نه زيات ورته د پېسو ګټلو د يو صنعت په توګه ګوري. خو دا د کمپيوټري لوبو د استعمال يوه وړه غوندې برخه ده. دغه لوبې نن په خپل تر ټولو استعمالونکي شکل کښې د زدکړو او روزنې يوه وسيله ده چې د امريکې عسکر او فوځيان د دنيا په نورو هېوادونو کښې د فوځي شتون لپاره چمتو کوي او له خلکو  او د قبضه کړې شويو هېوادونو له مدافعو ځواکونو سره د مقابلې طريقې هغوي ته ورزده کوي. د دغو لوبو د توليد اصلي هدف د هغو سرتاوانونو کمول دي چې دغو نيواکګريو د امريکې لپاره لرلې دي او فوځي قوماندانان اوس په دې لټه کښې شوي دي چې په کمپيوټري لوبو سره خپلو ځواکونو ته زدکړې ورکړي.

که د هغو لوبو فهرست ته چې په تېرو لسو کلونو کښې د افغانستان د جنګ په اړه جوړې شوي دي يوه کتنه وکړو نو له دغې رسنې څخه د امريکې د فوځي مسئولانو د استفادې په څه رنګوالي باندې پوهېدې شو. له دغو لوبو څخه تر ټولو مهمې لوبې په دا ډول دي: ((افغانستان، درنده حمله))، ((د اناکونډا په عملياتو کښې د افتخار مېډال))، ((ماډرن جنګ، د وظيفې چغه دوه))، ((دوه کسيز فوځ)) او ((د امريکې  فوځ، يو عسکر څرګندېدل))وغېره.. دغه لوبې  چې له ٢٠٠٥ کال څخه تر اوسه  وړاندې کړې شوې دي لوبه کوونکي څه ډول د افغانستان له فوځي ځواکونو او عامه خلکو سره له جنګ سره اشنا کوي. د مثال په توګه په درنده حمله نومې لوبه کښې لوبه کوونکے په افغانستان کښې د يو امريکائي ځواک په توګه په فوځي عملياتو لاس پورې کوي. د لوبه کوونکي هدف په سادګۍ سره داسې بيانيږي: ((ستا د ماموريت هدف دا دے چې تر ټولو لوے ټوپک راواخله او د درندې حملې په کولو سره دښمن ته ماتې ورکړه.)) دغه لوبې ٢٤ ماموريتونه لري چې پکښې لوبه کوونکے په پياده توګه، په موټر او الوتکه او هيلي کاپټر کښې په سپور صورت کښې په عملياتو باندې لاس پورې کوي. دغه عمليات په ظاهره د يرغمال نيول شويو د ازادولو لپاره ترسره کيږي.

د دغې لوبې د پلانوونکو بې شرمي تر دې حده ده چې حتی لوبه کوونکي د طالبانو د دهشتګردې ډلې کسانو په رول ادا کوونکو کښې راولي او دهشتګردانه اقدامات د هغوي په ذريعې سره ترسره کوي. دغه پلاننګونه د دې سبب شوي دي چې د تعليم او تربيت زياتره مربيان او کارپېژندي او حتی د کمپيوټري لوبو پلاننګ کوونکي په دا ډول لوبو باندې اعتراض وکړي او هغه شرموونکې وبالي.

له دغو څخه په ځينو لوبو کښې په يو لړ فوځي عملياتو کښې  د خلکو قتل عام او په ډزو سره د هغوي ويشتل له نورو مواردو څخه دي چې دغه لوبې يې د عامه خلکو لپاره د نۀ استفادې وړ او يوه له خشونت او تشدد نه په ډکه رسنه او مېډيا باندې بدلې کړي دي. خو حقيقت دا دے چې دغه لوبې بې له هيڅ منعې او بنديز څخه په دوکانونو کښې اېښودل کيږي او زياتره خلک د دغو لوبو په اخېستلو سره بې له څه شناخت او اګاهۍ ځانونه حقيقي جنګونو ته داخلوي.

که فکر کوئ چې د دغو لوبو توليد يوازې په نورو ملکونو کښې د امريکې د فوځي شتون د توجيه لپاره دے نو اشتباه کوئ.  نن سبا کمپيوټري لوبې د امريکې په فوځ او زمکنيو قواؤ کښې د زدکړو يو اوزار دے او د دې رسنې کارنده توب د دې سبب شوے دے چې د عسکرو د زدکړو په ډګر کښې ورته په جدي توګه وکتې شي. څه موده مخکښې د امريکې د زمکنيو ځواکونو د زدکړو او تربيت کمېټۍ د ټګزاس پوهنتون د محققانو په مرستې سره امريکائي ځواکونو ته د کلتوري حساسيتونو د زدکړې لپاره د ((وړومبي کس د کلتوري زدکړې)) په نامې سره د يوې لوبې د جوړولو اقدام کړے دے. د دغې درې اړخيزې لوبې حادثات او پېښې په عراق او افغانستان کښې رامنځته کيږي او په هغې کښې فرد د يو امريکائي عسکر په رول کښې کوشش کوي چې د عراق او افغانستان له اوسېدونکو سره روابط پېدا کړي.  ټګزاس پوهنتون په دغې پروژې باندې درې کاله کار کړے دے او د هغې په جوړولو کښې يې له هغو اطلاعاتو څخه چې د امريکې فوځ يې په اختيار کښې ورکړي دي استفاده کړې ده. د دغې لوبې هدف يو کلي ته ننوتل، د ټولنيزو جوړښتونواو ورسره د اړوندو مسائلو پېژندل او بيا په کاميابۍ سره د فوځي ماموريتونو سر ته رسولو په خاطر د کلي له خلکو سره همکاري ده. په دغې لوبه کښې فوځ ته د کلي د خلکو غبرګون د فوځيانو لخوا د متقاوتو عکس العملونو سبب کيږي. او د لوبې پلاننګ کوونکو کوشش کړے دے چې عسکر د عراق او افغانستان د خلکو له کلتور او له هغوي سره د چلند له څه رنګوالي سره اشنا کړي چې په ښۀ توګه د امريکې تسلط واکمن کړې شي.

د امريکې د فوځ لپاره د زدکړو د لوبو پروګرام ليکونکے او د دغو لوبو يو پلاننګ کوونکے لويس جانسون دے، هغۀ د عراقي ژبې د ټاکټيک زدکړه يا ټېلټ نومې لوبه طراحي کړې ده او په هغې کښې عربي ژبه او د عراق د خلکو اداب او رسوم لوبه کوونکو ته ورزده کوي. هغه د دغې لوبې په اړه وائي: ((دا يوه نمونه ده چې دا وښيو چې څه ډول له يوې کمپيوټري لوبې څخه په استفادې سره مختلف موقعيتونه راپېدا کړو چې عسکر له هغه څه سره چې وروسته به په يو خارجي هېواد کښې ورسره مخامخيږي اشنا شي.))

هغه وائي چې د فوځيانو لپاره وړومبۍ ترجيح د يو هېواد ژبه زده کول دي ځکه چې په کېلاس کښې او د مېز شا ته د ناستي متعارفه طريقه د ژبې او کلتور د زدکړې لپاره يوه اشتباه چاره ده.

د يو هېواد شبيه جوړونه له دې مخکښې چې عسکر د هغه هېواد په خاوره کښې پښه کېږدي، د پېنټاګون لپاره زيات لګښت لري، هغوي تر اوسه پورې په امريکا کښې د عراق د کليو په جوړولو او د عسکرو د زدکړو لپاره د عرب ژبو کسانو د اجيرولو لپاره په ميليونونو ډالر خرچ کړي دي. خو اوس له لېږلو نه مخکښې زدکړې جدي نيول شوي دي او کمپيوټري لوبو ته يې مخه کړې ده، په زړۀ پورې ده چې په دې پوه شئ چې د لويس جانسون شرکت د فرانسوي ژبې د زدکړې لپاره د يوې لوبې په لټه کښې شوے دے چې د شمالي افريقا د خلکو د کلتور د زدکړې لپاره ترې استفاده وکړي. دا لوبه د هغو خصوصي ځواکونو د چمتووالي لپاره ده چې غواړي هغې سيمې ته ولېږل شي. پلاننګ کوونکو ويلي دي چې دغه لوبه يې په چاډ هېواد باندې متمرکزه کړې ده او د دغه هېواد له ځاي کسانو سره د رابطې د ټينګولو لپاره زدکړه د دغې لوبې اصلي محور دے. د دغې لوبې يوه نسخه په پښتو ژبه باندې چمتو کړې شوې ده چې لېږل شوي ځواکونه او سمندرګي ټوپکوال ترې په افغانستان کښې استفاده کوي.د دغې لوبې جوړوونکي شرکت په هغو هېوادونو کښې د دغه محصول د وړاندې کولو مجوز ترلاسه کړے دے چې يا په اېشيا کښې د امريکې متحد دي او يا د نېټو عسکري تنظيم غړي دي. په دا ډول لويديځ حکومتونه په تېره بيا امريکا کمپيوټري لوبې د خپلو عسکرو د زدکړې په خدمت کښې راوستي دي چې له تندو غبرګونونو سره لکه چې په عراق او افغانستان کښې ورسره مخامخ شول مخامخ نه شي او په اسانۍ او کمو سرتاوانونو سره نور هېوادونه قبضه کړې شي او يا ورباندې فوځي تېرے وکړې شي

البته دا په فوځي زمينه کښې له کمپيوټري لوبو څخه په استفاده کښې د امريکې د حکومت د هدف لرونکو فعاليتونو يوه برخه ده او په نورو لوبو کښې د اقتصادو، کلتور، او د ژوند د تېرولو د طريقې د ډګر ځينې نمونې وينو چې هره يوه کولې شي يو ثقافت او يو نسل د بدلون او ړنګېدو لور ته راکاږي.

له اسلام څخه ويرول، د انساني ضدو افکارو او نظرياتو تبليغول، د بې اخلاقو شخصيتونو اتل ژوړونه، په ټولنه کښې د تشدد او خشونت رواجول او د غېر اخلاقي چارو بدوالے ختمول له نورو هغو مواردو څخه دي چې په کمپوټري لوبو کښې ليدل کيږي او د دې ځاے لري چې له دې رسنې سره له لا زياتې اګاهۍ سره مخامخ شو.

90/10/01
د مصر انتخابات او د اسلام پالو کاميابي ...  

 

د مصر انتخابات او د اسلام پالو کاميابي

 

 

ليکوال: مرتضی مکي

 

له تيونس نه پس د مصر په انتخاباتو کښې اسلام پالي ګوندونه مخکې شول. د مصر له درېو مرحلو څخه په دوو مرحلو کښې اسلام پالو ګوندونو له شپېتۀ فيصدو نه زياتې راې حاصلې کړې. د اعلان شويو نتائجو له مخې د محمدمرسي په مشرۍ د ازادي او عدالت په نامه ګوند چې د اخوان المسلمين له دوران څخه جوړ شوے دے له ټولو نه د زياتو رايو په ګټلو سره په اوله رتبه کښې راغلے دے او د ((نُور)) نومې ګوند چې له سلفيانو څخه تشکيل شوے دے په دويمه رتبه کښې راغلے دے.  په دغو انتخاباتو کښې دريم مقام له سېکولرو او لېبرلو ګوندونو څخه جوړ شوي د مصر نومې ائتلاف تر لاسه کړے دے. د مصر پارلېماني انتخابات په دريو مرحلو او د شپږو هفتو په دوران کښې ترسره کيږي. په تيونس او ورپسې د مصر په انتخاباتو کښې د اسلام پالو کاميابي پکار دي د افريقا له شمال څخه د فارس خليج  تر شېخ مېشته هېوادونو پورې د ولسونو د پاڅونونو دويمه څپه وګڼو. له دې مخکښې په عربو هېوادونو کښې د پاڅونونو او انقلابونو د ماهيت او جنس په هکله د کارپېژاندو او شناندو ترمېنځ د نظر اختلافونه موجود وو. پوښتنه دا وه چې ايا دغه پاڅونونه يوازې د لويديځ د لېبرل ډېموکرېسۍ په سبک له يو لړ ازادي غوښتنونکو اړخونو سره د اقتصادي اجتماعي مطالباتو پاڅونونه دي يا دا چې خپل تاريخي تشخص ته د مسلمانو ولسونو په ستنيدو کښې جرړه لري او په لا زيات روښانه تعبير اسلامي بېداري لري؟ لويديځو حکومتونو او د هغو تر کنټرول لاندې رسنيو (مېډيا) د افريقا په شمال او په مېنځني ختيځ (مشرق وسطی) کښې د ولسي پاڅونونو د څپې له ابتداء څخه دغه پاڅونونه د يو لړ اقتصادي دباوونو او اقتصادي نابرابريو په سبب بلل او تبليغ او پروپېګنډې يې کولې. په مغربي رسنيو (مېډيا) کښې د مېنځني ختيځ او د افريقا د شمال د مسلمانو ولسونو پاڅونونه د ((عربي پسرلي)) په عبارت سره ياديږي. په غرب کښې حکومتونه د افريقا د شمال او مېنځني ختيځ په هېوادونو کښې د انقلابونو غېرائيډيالوجېک ښودلو لپاره په کوشش سره په نوموړو ملکونو کښې د دغو پاڅونونو د منحرفولو او اقتدار ته د سېکولر ډلو د رسولو په لټه کښې دي.خو د تيونس او مصر د انتخاباتو نتائجو د دغو جاجوونو باطلوالے په ډاګه کړ. د تيونس او مصر په انتخاباتو کښې د اسلام پالو کاميابي په افريقا سيمه کښې د لويديځ تر ملاتړ لاندې ډېکټېټرانوله نسکورېدو يا د نسکورېدو په حال کښې له راتلو نه پس د مېنځني ختيځ (مشرق وسطی) په هېوادونو کښې د بدلونونو د دويمې څپې د شروع کېدو نښه ده. دريمه څپه به د تيونس او مصر د انتخاباتو د نتائجو په وجه راتلونکي بدلونونه وي چې د بنيادي قوانينو او نويو جوړښتونو او ادارو د تدوين په قالب کښې به ځان وښئ.

د مصر انتخابات د تيونس له انتخاباتو څخه په متفاوتو حالاتو کښې جوړ شول. په سيمه کښې د مصر موقعيت او د دغه هېواد هغه تاثير ته په پام سره چې د مېنځني ختيځ په ټوله سيمه باندې يې کوي د مصر سيکولرو فوځيانو د حسني مبارک له نسکورېدو نه پس د مصر د خلقو د انقلاب د کنټرولولو لپاره زيات کوششونه وکړل، خو د مصر د انقلابي ځوانانو بېداري او هوښياري د هغوي د انقلاب د مصادره کېدو د لارې خنډ شوه. د انتخاباتو د وړومبۍ او د دويمې مرحلې له جوړېدو نه څو ورځې مخکښې د قاهرې په التحرير مېدان او د مصر په نورو ښارونو کښې يو لړ سترې اجتماع ګانې جوړې شوې. د مصر انقلابي ځوانانو په دغو اجتماع ګانو کښې په يوه خوله په هېواد باندې د واکمنې فوځي شورا او د اقتدار له منصب څخه خپله د جنرال الطنطاوي د استعفا غوښتنه وکړه. په مصر باندې واکمنې فوځي شورا کوشش  وکړ چې د مظاهره کوونکو په ځپلو سره به دغه اجتماع ګانې ختمې کړي، چې د دغو ځپنو په نتيجه کښې په سلګونو مظاهرکوونکي ووژل شول او يا يا زخميان شول خو د مصر انقلابي ځوانانو د التحرير مېدان پرې نښود. د قاهرې التحرير مېدان ته د ځوانانو راستنېدو وښودله چې د مصر د مسلمانو خلقو انقلاب خپل خوزنده توب ساتلے دے او انقلابيان هم هغه شان د خلقو د راغونډولو او د انقلاب له اصلي اهدافو څخه د دفاع لپاره زيات قدرت لري. د مصر فوځي شورا د مصر له انقلابي ځوانانوسره په مقابله کښې د خپلې بې وسۍ په درک کولو سره د انتخاباتو کولو ته مجبوره شوه. د مصر فوځيان په انتخاباتو کښې د اسلام پالو د کامبابۍ باوجود کوشش کوي چې په هر ممکن ډول د دغې کاميابۍ اثرات کم رنګه او پيکه کړي. د مصر د اساسي قانون د مسودې د برابرولو لپاره د مشاورتي شورا تشکيل له مبارک نه پس په مصر کښې د قدرت په جوړښت کښې د فوځيانو لپاره د خاص مقام د ټاکلو او د خداے د کتاب قران شريف او د خداے دګران رسول (ص) د سنتو په بنياد د اساسي قانون له تدوين څخه د مخنيوي لپاره د هغوي له اقداماتو څخه ؤ. د مصر د نوي پارلېمان له وظائفو څخه يوه وظيفه د نوي اساسي قانون تدوينول دي او د هغۀ مسوده هم پکار دي د پارلېمان له استازيو څخه د منتخبې کمېټۍ لخوا وليکلې شي. د مصر د سيکولرو او سازباز کوونکو بهير چې د مبارک د حکومت په پاتې کسانو باندې مشتمل دے هم هغه شان کوشش کوي چې په فوځي قوت باندې په تکيه سره د مصر په سياسي، اقتصادي او فوځي جوړښتونو کښې خپل نفوذ برقرار وساتي. دغه بهير د يورپي هېودونو، امريکې او صهيونېسټ رژيم له مستقيم او او غېرمستقيم ملاتړ څخه برخور دے.

د مېنځني ختيځ په سيمه کښې د اسلامي بېدارۍ د خوزښت دويم ګام په انتخاباتو کښې د اسلام پالو ګوندونو په کاميابۍ سره اوچت کړے شوے دے. په مقابل کښې سيکولر او سازباز کوونکې ډلې د لويديځو حکومتونو په ملاتړ سره کوشش کوي د ټولنې په چارو کښې د دغه حرکت بندون ته په رسولو او د انقلاب د اهدافو په منحرفولو سره په ټولنه کښې نارضايتي رامنځته کړي. د جنورۍ په ٢٥ نېټه د مصر د ولس انقلاب او د حسني مبارک د ډېکټېټري حکومت نسکورېدل په مصر کښې د يو ستر بدلون د شروع ټکے دے. د مصر د ولس انقلاب خپلو هدفونو ته په رسېدو کښې له لوړو ژورو نه ډکه يوه لار په مخکښې لري. امريکا او د هغې اروپائي انډيوالان او همدارنګ صهيونېسټ رژيم په مصر کښې د اسلام د ازادي بخښونکواو عدالت پراخوونکو تعليماتو په ستنو باندې ولاړ يو خپلواکه حکومت له جوړېدو څخه د خطر احساس کوي. د صهيونېسټ رژيم مقاماتو په دې زمينه کښې په ځلونو خپله اندېښنه اعلان کړه. د صهيونېسټ رژيم اطلاعاتي تنظيم او د کورني امنيت پخواني مشر او د دغه رژيم د اوسني پارلېمان غړي آوي ديختر ويلي دي چې په مصر کښې د اسلام پالو ترټولو مهم بهير اخوان المسلمين د اسرائيلو لپاره يو جدي مشکل او ګواښ دے. د صهيونېسټ رژيم د دفاع وزير ايهود باراک هم وويل: په عربي هېوادونو کښې د اسلامي کېدو چلند ډېر زيات اندېښمنوونکے دے. صهيونېسټ رژيم د کېمپ ډېوېډ معاهدې برخليک ته هم اندېښمن دے. مصر وړومبنے عربي هېواد ؤ چې په ١٩٧٩ کال کښې د مصر د معدوم ولسمشر انور سادات په دور کښې د امريکې په کېمپ ډيوېډ کښې د څو ورځو له محرمانه خبرو اترو وروسته يې له اسرائيلو سره د سولې معاهده لاس ليک کړه. دغه معاهده د اسرائيلو له جعلي رژيم سره د مبارزې د وړومبي صف د هېوادونو په محاذ کښې د درز سبب شوه.د دغې معاهدې لغو کېدل د صهيونېسټ رژيم د موقعيت په مضبوطولو کښې د هغې د هماغه تاثير په اندازه د دغه رژيم موقعيت متزلزل کولې شي. په همدې دليل صهيونېسټان د امريکې او يورپي ملکونو په ملاتړ سره د مصر د ولس د انقلاب په لاره کښې له هيڅ ډول خنډ اچونې څخه ډډه نۀ کوي. صهيونېسټان او د هغوي مغربي ملاتړي ښۀ تره پوهېږي چې د حسني مبارک دور ته ستنېدل ناممکن دي نو له همدې امله کوشش کوي چې په مصر کښې د يو خپلواکه او مضبوط حکومت له برقرارېدو څخه مخنيوے وکړي. په تېره بيا دا چې مصر د اقتصادي حالاتو د ښۀ کولو لپاره د خلقو له ژورو اقتصادي مشکلاتو او د هغوي  له مخ په زياتېدو هيلو سره مخامخ دے او دغه اقتصادي مشکلات او د صهيونېسټانو دسيسې د مصر د چارو په چلولو کښې د اسلام پالو کار له مشکل سره مخامخوي.

90/10/01
نمونځ ...  

 

نمونځ له خداے پاک سره د مينې يوه ښکلې جلوه

 

 

ليکواله: مېرمن زهرا قربان

((انسان په خپل فطرت او طبيعت کښې د خداے پاک په وړاندې چې د ټولو نېکيو او ښکلاؤ خالق دے  راز و نياز او خشوع ته ضرورت لري او نمونځ د دغه ضرورت د پوره کوونکے دے. الهي دينونه د نمانځۀ په تشريح کولو سره د انسان د فطرت تنده ماتوي او هغۀ ته د دغې طبيعي تندې په ماتولو کښې له سرګردانۍ او ګمراهۍ څخه نجات ورکوي.

په شواروز کښې د نمانځۀ تکرار يو داسې فرصت او نعت دے چې انسان په غفلت کښې له غرقېدو څخه ژغوري، هغۀ ته د خداے پاک په وړاندې د آګاهانه زړۀ په حضور سره مجال ورکوي، د هغۀ زړۀ صېقل او صفا کوي او د هغۀ د باطن ګوهر ځلوي. ذکر، نمونځ او دعا هغه وخت چې د اجتماعي ژوند له برابرولو سره په خپلو کښې اخښل کيږي نو هغه  د اسلام د عبادي احکامو د منظومې په سينګارولو کښې د اسلام معجزه څرګندوي.))

هغه څه چې مو ولوستل د نمانځۀ سراسري غونډې ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ايت ا... العظمی خامنه اي د وېنا يوه برخه وه. نمونځ چې په اسلام کښې د عبادت ترټولو اوچت شکل دے د هغه ناقص او نيمګړي موجود لخوا يو غريزي کشش دے چې د کمال او عظمت نقطه غواړي. انسان د نمانځۀ په رڼا کښې له خپل محدود وجود څخه د لوړو افقونو په لور الوت کوي او له هغه حقيقت سره يو ځاے کيږي چې په هغه فضا کښې محدوديت، بدي او نيمګړتيا وجود نه لري. د مشهور شاعر او مفکر علامه اقبال  په تعبير ((د نمانځۀ او رازونياز په وسيله زمونږ د شخصيت وړه جزيره خپل مقام د ژوند په ستر کُل کښې درک کوي.))

په مختلفو دينونو او مکاتبو کښې عبادت او رازونياز مختلف شکلونه لري، ځينې په لفظي او زباني صورت کښې د خداے پاک حمد او ثنا بيانوي، ځينې لکه د نمانځۀ او روژې په شان په عملي توګه عبادت کوي او يو شمېر نور هم په تفکر او د شناخت او معرفت په حاصلولو سره د خداے پاک عبادت کوي. د ايران د نمانځۀ د کمېټۍ مشر حجت الاسلام محسن قرائتي عبادتونه په دريو برخو وو په وېشلو سره وائي ((د ځينو عبادتونه په پټه توګه غوره  او زړۀ راښکونکي دي لکه د شپې د نمانځۀ ادا کول او ځينې عبادتونه هم پټ او هم څرګند دي مثلاً له غريبانانو مسکينانو سره مرسته او د نمانځۀ ادا کول او ځينې عبادتونه هم له شور او زوږ او شان و شوکت سره مل دي لکه اذان او په حج کښې له کفر او شرک  څخه د برائت اعلان.)) هغۀ همدا رنګ وائي ((اسلام د نمانځۀ له مطرح کولو سره ډېره مينه لري، نمونځ د دين بېرغ، محور او نښه ده. که مونږ د نمونځ اسرار درک کړل نو هغه وخت په دې پوهېدې شو چې ولې د خداے ګران رسول (ص) نمونځ د خپلو سترګو رڼا بلله او امام حسېن (ع) به فرمايل چې له نمانځۀ سره عشق او مينه لرم.))

نمونځ د يو رغوونکي عبادت په توګه د روح او روان د ارامښت او اطمينان او د خاطر د انبساط او پراختيا لپاره يو پروګرام او مشق دے. سترو الهي پېغېرانو عليهم السلام د همدغه ارتباط او باطني اطمينان په رڼا کښې نړۍ په توحيد او د خداے پاک په ياد او  ذکر سره معطره کړه. د نمانځۀ قائمول د دغو بزرګوارانو د دعوت په سر کښې وو. کله چې حضرت موسی (ع) په پېغبرۍ باندې مبعوث شو نو ورته وحي وشوه چې د خداے پاک د ياد لپاره نمونځ قائم کړه. د سورۀ ابراهيم د٤١ مبارک ايت له مخې حضرت ابراهيم (ع) هم له خداے پاک سره په رازونياز کښې عرض کوي: ((اے ربه! ما د نمانځۀ له قائموونکو څخه وګرځوې او زما له اولادونو څخه هم داسې وګرځوې، اے ربه زما دعا قبوله کړې.)) حضرت عيسی (ع) هم په زانګو کښې ځان هغه کس معرفي کوي چې ورته د نمانځۀ سپارښتنه شوې ده. د سورۀ مريم ٣٢ مبارک ايت د حضرت عيسی (ع) له قوله فرمائي: ((زۀ چې هر ځاے يم يو له برکت نه ډک وجود يې ګرځولے يم او تر هغه وخته چې ژوندے يم ما ته يې د نمانځۀ او زکات سپارښتنه کړې ده.))

په حقيقت کښې اسلام چې په خپلو تعليماتو کښې پرستش او رازونياز ته د انسان د ضرورت ځواب ويونکے دے، له خداے پاک سره ارتباط او تعلق او د هغۀ خاص شکل يعنې نمونځ له خداے پاک سره د مينې د يوې ترټولو ښکلې جلوې په توګه معرفي کړے دے. د خداے ګران رسول (ص) فرمائي: ((د هر څيز مخ او څېره وي او د اسلام مخ او څېره نمونځ دے،کوشش وکړئ چې د دې مخ او څېرې کمال او ښکلا وساتئ.))

نمونځ يو هغه تر ټولو جذاب او ترټولو رسا الهي عبادت دے چې د دين رکن، د اسلام د حقيقت اسماني صورت او د انسان د اعمالو د قبلېدو الهي مجوز دے، د ګناه له جبې څخه د انسان د الوتو او د خداے پاک د مهربانۍ، مينې او لطف په درګاه کښې د حاضرېدو لپاره د وزرو په شان دے.د نمانځۀ په ادا کولو سره انسان د نېکيو او ښکلاؤ له مرکز سره مينه او انس پېدا کوي او د پاکيزګۍ، وخت پېژندنې او د نورو د حقوقو د احترام په شان د زياترو اخلاقي او اجتماعي آدابو په خيال ساتنې سره په خپل زړۀ کښې د پاکۍ او انسانيت په لور يو غورځنګ احساسوي چې ارامښت او اطمينان ورکوونکے دے.

په تاريخ کښې راغلي دي چې له دې وروسته چې حضرت آدم او بي بي حوا عليهم السلام له جنت نه وشړلې شول او زمکې ته راغلل نو په اندېښمنۍ او پښېمانۍ سره يې يوه موده اوښکې توې کړې او د خداے پاک په درګاه کښې يې توبه وکړه. يوه ورځ جبرائيل (ع) هغوي ته ورغے او ورته يې وويل: چې د خداے پاک لخوا يې هغوي ته يوه ډالۍ راوړې ده، دغه ډالۍ په شواروز کښې پينځۀ ځل نمونځ ؤ. بله ورځ هغه وخت چې لا نمر نۀ ؤ راختلے حضرت آدم او بي حوا عليهم السلام نمانځۀ ته اودرېدل او د زړۀ له تله يې له خداے پاک سره خبرې وکړې، له دې وروسته دواړو د يو عجيبه ارامښت او اطمينان احساس وکړ. دغه نمونځ د هغوي لپاره يوه ترټولو غوره ډالۍ او د هغوي د اولاد لپاره يو ترټولو ارزښتناک ميراث ؤ.

فرانسوي ژوند پېژاندے ډاکټر الکسېس کارل د نمانځۀ د تاثير په اړه وائي: ((له خداے سره د رازونياز اثرات په سائېنسي او علمي طريقې سره هم معلومولې شو، ځکه چې نمونځ او رازونياز نۀ يوازې په عاطفي حالاتو باندې بلکې په بدني کيفيتونو باندې هم اثر کوي او کله په نسبتاً لنډ وخت کښې بدني بيمارۍ هم جوړوي. دغه کشفيات که هر څومره د درک وړ نۀ وي پکار دي په واقعيت باندې يې اعتراف وکړو.د لارډ طبي مشاهداتو دفتر د  رازو نياز په اثر د بيماريو د علاج له دوو سوو نه زيات مورده ضبط کړي دي.))

انګرېز نفسيات پېژاندے سرل برټ وائي: ((مونږ د نمونځ او دعا په مرستې سره کولې شو د عقلاني اطمينان او خوښۍ يو ستر معدن ته ننوځو چې په عامه حالاتو کښې ورته لاس رسائي نۀ لرو.))

 

90/10/01
د امريکې ډرون جاسوسي الوتکه ...  

 

د ايراني فوځي ماهرانو په لاس د امريکې د ډرون 

 

 جاسوسي الوتکې حېرانوونکے ښکار

 

 

ليک: مرتضی  مکی

 

د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو په لاسو د امريکې د بې پائيلټه (ډرون) جاسوسي الوتکې  له ښکار کولو او په سلامتيا سره د دغې پرمختللې الوتکې په زمکه باندې له کښېنولو څخه د يوې مودې له تېرېدو نه پس هم د امريکې چارواکي هم هغه شان د ايران لوړ پوځي توان حېران او په هېبت کړي دي.د آرکيو١٧٠ نومې دغه بې پائيلټه الوتکه د امريکې تر ټولو پرمختللې جاسوسي الوتکه ده. آرکيو ١٧٠ نومې دغه الوتکه تقريباً ٣٨٥٠  کېلو وزن لري او د الوت اوچتوالے يې ١٥٠٠ کېلومټره دے. د دغې الوتکې يو مهم کار د رېډاري او ارتباطي سېسټمونو فلج کول دي. دغه امريکائي الوتکه يوه خاصه الياژي بدنه لري او په رېډار کښې نۀ ښکاري. اينجڼ يې ډېر زيات پېچيده دے او له دې امله چې د اوږدې مودې لپاره د الوت قدرت لري کولې شي  تر ٢٤ ګېنټو  او حتی تر څو ورځو پورې  په هوا کښې پاتې  شي. آرکيو ١٧٠ بې پائيلټه جاسوسي الوتکه کولې شي په مختلفو چټکتياؤ سره الوت وکړي او د هيلي کاپټر په شان په هوا کښې بې حرکته پاتې شي. دغه جاسوي الوتکه همدارنګ ډېرې پرمختللې کېمرې او ټرانسميټرونه لري او د خپلې خواو شا تر ٢٥٠ کېلومېټرو فاصلې پورې اخېستي شوي تصويرونه ذخيره کوي او هغې اډې ته يې چې له کومې هدايت کيږي ليږي. هغه تصويرونه چې دغه پرمختللې بې پائيلټه الوتکه يې له ډېرې لرې فاصلې څخه اخلي ډېر واضحه او روښانه دي. دغه جاسوسي الوتکه ډېره پرمختللې ټېکنالوجي لري او د امريکې حکومت هغه حتی د پېنټاګون په اختيار کښې هم نۀ ده ورکړې او يو څو الوتکې د امريکې جاسوي تنظيم ته ورکړې شوي دي. د امريکې ځينو رسنيو (مېډيا) د ايران د خاورې په ٢٥٠ کېلومېټره دننه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو په لاسو د دغې الوتکې د کنټرول خبر په اعلانولو سره د دغې الوتکې د لاسته راوړلو يا د تباه کولو لپاره د امريکې د فوځي اقدام له احتمال څخه خبره وکړه چې د دغې پرمختللې الوتکې د ټېکنالوجۍ له فاش کېدو څخه مخنيوے وشي.دغو رسنيو(مېډيا)  په عېن حال کښې په دې ټکي باندې اعتراف وکړ چې د سپينې ماڼۍ چارواکو د ايران د غبرګون په نۀ اټکلېدونکي بللو سره د دغې الوتکې تر لاسه کولو يا تباه کولو لپاره فوځي انتخاب يوې خوا ته کېښود. د آرکيو ١٧٠ نومې بې پائيلټه الوتکې نندارې ته له اېښودو مخکښې د دغې جاسوسي الوتکې د سالم والي په باره کښې زيات شکونه موجود وو خو د آرکيو ١٧٠ الوتکې او د هغه لږ غوندې زيان چې دغې الوتکې ته د راکوزولو په وخت کښې رسېدلے دے نندارې ته اېښودو دغه شکونه ختم کړل.

د امريکې د بې پائيلټه جاسوسي الوتکې د ښکار کېدو په هکله د دغه هېواد د ولسمشر باراک اوباما او د بهرنيو چارو د وزيرې هېلري کلېنټون غبرګون او د هغې د ستنولو غوښتنه د دغې الوتکې په کنټرول او هدايتولو کښې د ايران د فوځي ماهرانو د يو ستر کار ښودنه کوي. له هغو اطلاعاتو څخه په اګاهۍ سره چې تر اوسه په دې زمينه کښې خپارۀ شوي دي په سائبري ډګر کښې د ايران اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو په قدرت باندې په ښۀ توګه پوهېدې شو.په دغې بې پائيلټه الوتکه باندې څلور خصوصي الېکټرونيکي جنګونه ترسره شوي دي. په الېکټرونېکي او کامپيوټري زمينه کښې د ايران فوځي ماهرانو د دغې جاسوسي الوتکې د ښکار کولو په عملياتو کښې وړومبے له امريکائي اډو سره د هغې ارتباط پرې کړ. دغه بې پائيلټه الوتکه يو ځان چادوونکے سېسټم لري. په دا ډول چې که ورته څه مشکل رامنځته شي نو يا چاوديږي او يا خپلې اډې ته ستنيږي. د ايران فوځي کارپېژاندو د امريکائي بې پائيلټه الوتکې د ښکار کولو په دويمه مرحله کښې د هغې ځان چاودوونکے سېسټم غېر فعال کړ او دريمه مرحله يې د دغې جاسوسي الوتکې کنټرولول او ورته د لږ تر لږه زيان په رسېدو سره په سالمه توګه په زمکه باندې کښېنول وو. دغه الوتکه يو سېسټم لري چې که په ډېرو بدو حالاتو کښې د مرکز له کنټرول څخه بهر شي نو ټول اطلاعات يې پاکيږي. په څلورمه مرحله کښې د ايران وسله والو ځواکونو وکړې شول د هغې اطلاعاتو ته هم لاس رسائي پېدا کړي. د امريکې د دغې پرمختللې جاسوسي الوتکې د ښکار عمليات د دې ښودونکي دي چې ايران په ډېر پرمختللي الېکټرونېکي جنګ کښې د مقابلې لپاره په کامله توګه چمتوالے لري. د امريکې حکومت د فوځي ګواښونو په وروستۍ څپه کښې چې د ايران په خلاف يې شروع کړې ده د ايران د فوځي او صنعتي تجهيزاتو د فلج کولو لپاره الېکټرونيکي جنګ ته مخه کړې ده. البته د امريکې حکومت له ډېر مودې مخکښې چې سټاکس نېټ وائرس يې جوړ کړل چې د بوشهر د اېټمي بټۍ فعاليت په ټپه اودروي د ايران له اسلامي جمهموريت سره الېکټرونېکي جنګ شروع کړے دے. خو ايراني ماهرانو په دغه جنګ کښې د امريکې سلط غوښتونکي حکومت ته سخته ماتې ورکړې ده. امريکې او د هغې انډيوالانو تر اوسه د الېکټرونيکي او سائبري فضا په ډګر کښې د ايران د حکومت توانمنۍ ته اهميت نۀ ورکوۀ. خو ايران د امريکې د دغې بې پائيلټه جاسوسي الوتکې په ښکار کولو سره ثابته کړه چې په الېکټرونيکي جنګ کښې ډېر پرمختللے دے، ځکه چې دغه عمليات ډېرو پرمختلليواوسختو او خاصو کوډ خلاصوونکو رېډارونو ته ضرورت لري چې په مخابراتي کارونو کښې ترې استفاده کيږي.د دغې جاسوسي الوتکې کنټرولول او هدايت کول ډېرو پرمختلليو کمپيوټرونو ته ضرورت لري. ايران پرمختلليو او د اوچتې سطحې رېډارونو او کمپيوټرونو او هم د هوائي امنيتي حساسوسي کوډونو او د هغو خلاصلو ته رسائي پېدا کړې ده.

د امريکې د پرمختللې بې پائيلټه جاسوسي الوتکې موندل، کنټرولول، هدايت کول او بالاخره په کاميابه توګه په زمکه  راکوزول بې له شکه يوه ډېره مهمه لاسته راوړنه ده چې د ايران د توانمنۍ يوه وړه برخه يې نندارې ته اېښودې ده. د سټراټيجکو مسائلو د زياترو کارپېژاندو په باور د الېکټرونيکي او سائبري فضا په ډګر کښې پرمختګ د راتلونکو فوځي جنګونو ټاکوونکے دے. د امريکې د پرمختللې بې پائيلټه جاسوسي الوتکې کنټرولو د امريکې حکومت او د هغۀ انډيولان سرګردانه کړي دي. د ايران اسلامي جمهوريت د درندو بائيکاټونو، مختلفو پرېکړ ليکونو او د پرمختللو هېوادنو د نۀ همکارۍ باوجود دې مرحلې ته رسېدلے دے. دغو پرمختګونو يو ځل بيا امريکې او صهيونېسټ رژيم ته ښودنه وکړه چې ايران د حملې لپاره يو ساده هدف نۀ دے. د بې پائيلټه جاسوسي الوتکې د موندلو، کنټرولولو، هدايتولو او بالاخره په کاميابۍ سره راکوزولو په اړه د امريکائي چارواکو غبرګون ښودنه وکړه چې هغوي په دې زمينه کښې د ايران په فوځي پرمختګونو باندې پوهېدلي دي.د واشنګټن د سياسي او فوځي چارواکو او همدارنګ د امريکائي او اروپائي مطبوعاتو د شناندو ژورې اندېښنې د هغوي د تشويشونو ژورتيا بيانوونکې دي. د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي قومندان ځاے ناستي سردار سلامي  په دې هکله د يو نظر په څرګندونه کښې يو ټکي ته اشاره وکړه چې د امريکې د بې پائيلټه جاسوسي الوتکې د کنټرولو د څه رنګوالي په زمينه کښې زياتره ابهامات ختموي. هغه ټکے چې په مطمئنه توګه د الېکټرونېک جنګ په ډګر کښې د ايران د ډېرې اوچتې توانمنۍ يو ډېر مهم دليل ګڼل کيږي. هغۀ د دغه بې پائيلټه جاسوسي الوتکې د کنټرولو د څه رنګوالي په هکله وويل: ((دغه بې پائيلټه جاسوسي الوتکه د ثانوي سېسټم په  ذريعې سره په کنټرول کښې راوستې شوه او دا يوه داسې معمه ده چې امريکايان او نور پکار دي په دې هکله فکر وکړي.)) د دې ټکي اهميت له دې امله دے چې د دغو بې پائيلټه جاسوسي الوتکو د کنټرولوونکو اډو په هدايتي سېسټمونو کښې د ايرن جداګانه نفوذ د ايران د اسلامي جمهوريت د الېکټرونيکي توانمنۍ يوه عيني نمونه ګڼل کيږي.پاکستاني نېشن ورځپاڼې په دې هکله په يو رپوټ کښې وليکل د ايران امنيتي ځواکونه د پاکستان او افغانستان په فضاګانو کښې د امريکې د الوتکو الوت په دقت سره جاجوي او د دغه هېواد ځوانانو په نۀ ختمېدونکي او نۀ ستړي کېدونکي کار او مشقونو سره د دغه کار د ترسره کولو توانمني حاصله کړې ده. دغه پاکستاني ورځپاڼه زياتوي: هرکله چې ايرانيان کولې شي د امريکې استخباراتي او جاسوسي سېسټمونو ته ورننوځي او په اسانۍ سره هغه هېک کړي د اسرائيلو په سافټ وئيري سېسټم کښې نفوذ د ايرانيانو لپاره ډېر اسان کار دے.هغه سېسټم چې مخکښې هم په ځلونو د لبنان د حزب ا... لخوا هېک او ترې نه ګټه پورته کړې شوه. دغه رپوټ زياتوي چې په حقيقت کښې د امريکې د بې پائيلټه الوتکو د سېسټم په شان د يو پېچيده سېسټـم داسې هېک کول د دې خبرې ښودنه کوي چې ايران کولې شي د اروپا او ا مريکې ټولو کمپيوټري سېسټمونو ته داخل شي. همدارنګ پکار دي وويلې شي له دې امله چې په سټيلائيټونو، رېډارونو او توغنديو کښې استعمال شوې ټېکنالوجي د امريکې د بې پائيلټه الوتکې له سېسټم څخه کمه پېڅيده ده، ايران په اسانۍ سره کولې شي دغه تجهيزات هم په اسانۍ سره په خپل اخيتار کښې واخلي. د نېشن ورځپاڼې ليکوال د پاکستان حکومت ته په خطاب کښې وليکل: پکار دي پاکستان له ايران څخه زده کړي چې څه ډول له يو دښمن سره سلوک او مقابله کولې شي. ايران په ډېر ښۀ وخت کښې د امريکې بې پائيلټه جاسوسي الوتکه ښکار کړه   (په داسې وخت کښې چې د پاکستان په مهمندو اېجنسۍ په فوځي کېمپ باندې د امريکې په مشرۍ د نېټو الوتکو بې له څه مذاحمته بمباري وکړه او ګڼ شمېر فوځيان يې شهيدان او ژوبل کړل.)

*************************



 

90/10/01
د وهابيانو لښکر ...  

 

قطر د شام د حکومت د راپرزولو لپاره د وهابيانو لښکر

 

 تيار کړ

 

د ډبکا خبري اېجنسۍ د رپوټ له مخې د قطر حکومت په شام کښې د بشار اسد د حکومت د نسکورولو لپاره د په وهابيانو مشتمل يو لښکر تشکيل کړ چې په ازادي فوځ باندې مشهور دے. دغه لښکر چې په وهابي نظريه لرونکي فوځيانو باندې مشتمل دے د شام په شمالي اډو کښې ځاے پر ځاے شوے دے

د دغه رپوټ له مخې د دوحې حکومت د لېبيا د معمر قذافي د حکومت په نسکورولو کښې هم رول لرۀ د دغه رپوټ له مخې په دغه لښکر کښې يوزر کسان د لېبيا هغه وهابيان دي چې د معمر قذافي د حکومت په نسکورولو کښې يې برخه اخېستې وه همدارنګ يو زر د عراق د انصارالسنه تنظيم وهابيان دي چې په تېرو ورځو کښې يې په بغداد کښې په بمي چاودنو کښې هم لاس لرلے ؤ. قطر دغه فوځيان په اوس حال کښې له لېبيا او عراق نه د شام انتاکيا ښار ته منتقل کړي دي

په انتاکيا کښې د د دغه وهابي فورس کمانډر عبدالحکيم بالحاج نوميږي

په رپوټ کښې ويل شوي دي چې د دغه فوځ مالي خرچ د قطر او سعودي عرب لخوا پوره کيږي او ملاتړ يې د امريکې او نېټو تنظيم لخوا کيږي همدارنګ ترکي هم د دغه وهابي فورس په ملاتړو کښې شامل دے.

ځينو سياسي مبصرينو دا هم ويلي دي چې احتمال لري چې په قطر کښې د طالبانو ډلې ته د دفتر له ورکولو څخه هم د دغه هېواد د حکومت هدف له هغوي نه د دغه وهابي لښکر لپاره استفاده کول وي.

 



90/10/01
امريکائي ماډل جينۍ ...  

 

د يوې مسلمانې شوې امريکائي ماډل جينۍ قيصه

د خپارۀ شويو رپوټونو له مخې ((سارا بوکر)) نومې يوه امريکائي ماډل ګرل او هنرپېشه او هغه جينۍ چې په لويو مارکيټونو کښې د فېشني لباسونو د خرڅولو لپاره اودرولې کيږي او مسلمانه شوې ده د خپل ځان د معرفي کولو او د اسلام قبلولو په حقله وويل:

زۀ يوه امريکائي ښځه يم او د امريکې په مرکز کښې زېږېدلې يم. زۀ هم د نورو امريکائي جينکو په شان لويه شوم. ما له پړق پړوق او فېشني جامو سره ډېر شوق لرۀ او دغه شوق زۀ ګرانو او اچتو ښارونو ته ورسولم چې اول فلوريډا ته لاړم او بيا د جنوبې ساحل ميامي ته مې کډا وکړه. دغه سيمه د هغو خلکو لپاره ده چې د پړق پړوق او عېش عشرت نه ډک ژوند په لټون کښې دي. او ما هم هغه څه کول چې يوه مغربي جينۍ يې کوي.ما ځانته د خلقو د پام د راګرځولو لپاره خپل ظاهر سينګار ته ډېره توجه کوله، په باقاعده توګه به مې د بدن د سمارټ ساتلو لپاره ورزش کوۀ او ټوله توجه به مې ځان او خپل سينګار ته وه. د سمندر په غاړه مې يو عاليشان کور واخېست او د ځان لپاره مې يو اوچت کلاس ژوند جوړ کړ.

په دې مېنځومان کښې کلونه تېر شول  او فکر مې وکړ چې هر څومره هم زۀ د ښځوالي ظاهر جذابيت په پېدا کولو کښې پرمختګ او ترقي کوم نو هومره مې ذاتي او باطني رضايت په زوال روان دے، په اصل کښې زۀ د فېشن غلامه شوې وم او له شرابو کبابو، پارټيانو څخه تنګه شوم او ذهني سکون راته نۀ ؤ او له خپل ماحول نه د فرار لپاره مې مراقبې او نورو غېر متعارفو مذهبونو ته مخه کړه خو هلته يوه وړه فاصله په يوې درې باندې بدله شوه او بالاخره دې ته متوجه شوم چې دغه ډول مذهبونه مرض ته وقتي او عارضي ارام ورکولو والا دارو دي، نه موثر علاج!

د ٢٠٠١ کال په ستمبر مياشت کښې هغه وخت چې په اسلام او اسلامي تمدن باندې د حملو او د اسلام په خلاف د ((صليبي جنګ )) د شرمناک اعلان کتونکې او اورېدونکې وم او دغو چارو زما توجه اسلام ترف ته جلب کړه. تر دغه وخت پورې چې مونږ ته د اسلام کوم تبليغات شوي او راته يې معرفي کړے ؤ هغه د ښځو په برقعو کښې پټ ژوند کول، وهل ټکول خوړل او د وحشت، تشدداو دهشتګردي يوه دنيا. (دغه ؤ زمونږ په نزد د اسلام تعريف)

يوه ورځ د مسلمانانو له مقدس کتاب قران سره چې په مغربي دنيا کښې په منفي ډول معرفي شو او د يو لرغونې او فرسوده نسخې په توګه معرفي شوے ؤ مخامخه شو. د قران په کتو او لږ لوستلو سره د دغه کتاب د خطاب او بيان طرز تر تاثير لاندې راوستم او بيا وروستو په تفصيل سره په لوستلو سره د کائناتو ، ژوند، خلقت او د خالق او مخلوق د تعلق په حقله  د قران نظر زۀ په حېرانتيا کښې واچولم. ما قران بې له څه مترجم، مفسر او کشيش نه بغېر د زړۀ او روح لاره له تصيرت او پوهې نه يو ډک کتاب وموند. او بالاخره حق او حقيقت ته ورسېدم. او اوس زما د رضامندۍ او اطـميان لپاره د اسلام په نامه د دين له قبلولو نه بغېر بل څه لاره نۀ وه.

ما يوه اوږد څادر او يو د سر روما چې د مسلمانې ښځې لپاره بهترين لباس دے واخېستۀ او د خپلې سيمې په سړکونو باندې چې څو ورځې مخکښې په بدحجابه پرتوګ او ماډل جينکو په لباس سره او يا کار په لباس کښې ګرځېدم په دغه اسلامي څادر سره ښکاره شوم.که څه هم خلق، مخونه، دوکانونه وغېره هم هغه وو خو يو څيز په کامله  توګه بل شان ؤ او هغه زۀ وم چې هغه د مخکښې په شان نۀ وم، هغه ژوند چې ما د يوې ښځې په توګه يې تجربه وکړې  وه. ما فکر وکړ چې زما د غلامۍ ټول زنځيرونه وشلېدل او زۀ اوس ازاده يم، ما اوس په هغه ځاے کښې د خلکو نوي او له حېرت نه ډکې څېرې او نظرونه چې مخکښې به يې د يو ښکاري په شان راته کتل محسوس کړل او له دغه بدلون څخه مې خوند اخېستو. واقعا په اسلام او اسلامي ثقافت په خپلولو سره مې له اوږو نه يو لوے بوج او پېټے کوز شو. اوس ما نورو خپل قيمتي وخت، په ډول ډول لباسونو، سينګارونو او ارائشونو باندې نۀ خرچ کوۀ اوس زۀ په کامله توګه ازاده شوم. زۀ په اسلامي لباس او حجاب څخه  مطمئنه او رضامنده يم.وروسته مې بيا له يو مسلمان سړي سره وادۀ وکړ او له خپل ژوند او خپل لباس څخه زياته مطئنه يم. او زۀ هغو ښځو ته چې د اسلامي حجاب او ستر په باره کښې يې غلطې پروپګنډې قبولې کړي دي وايم چې تاسو نۀ پوهېږئ چې يو ډېر لوے انساني ارزښت لګيا يئ ضائع کوي.

 

 

90/10/01
لندن ...  

 

لندن د غلامانو په وينو جوړ شوےدے

 

(د لرغون پېژاندو تحقيقاتي رپوټ)

 

د لرغون پېژاندو د يو لړ تحقيقاتو له مخې د ورکې شوې رودخانې ((والبروک)) په تړانګه کښې په سلګونو انساني کوپړيو موندل دا ښودنه کوي چې لندن ښار د غلامانو او مريانو په وينو سره خړوب او اباد شوے دے.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې که څه هم له دې مخکښې لرغون پېژاندو لندن يو تجارتي او سوداګري ښار نوموۀ خو نوي شواهد او اسناد د دې ښار يو ويروونکې او زړۀ لړزوونکې تاريخچه بيانوي او والبروک رودخانې په تړانګه کښې د سلګونو انساني کوپړيو موندل دا ښودنه کوي چې لندن د غلامانو او مريانو په وينو سره اباد شوے دے.

د لندن د پوهنتون (يونيورسټۍ د قديمي آثار او لرغوند پېژندنې د مرکز مشر ((ډومېنيک پرينګ)) وويل دغه انساني کوپړۍ کېدې شي چې د ملکه بوديکا قبيلې د خلکو وي. هغه کسان چې د يوې فوځي اډې د جوړولو لپاره لندن ته راوستې شوي وو. هغۀ  هغۀ مقالې ته په اشارې سره چې په دې وروستيو وختونو  کښې د برطانيې د لرغو پېژندنې په مجله کښې خپره شوې ده زياته کړه ځينې کوپړۍ له بدنونو نه جدا شوي دي چ ېدا ښودنه کوي چې دغه مريان به د فوځي اډې د ودانيو له جوړولو نه پس وژل کېدل.

د برېټش آرکيالوجي مجلې چيف ايډيټر ((مايک پيټز)) هم په دې حقله وويل: ((په داسې وخت کښې چې مونږ د لندن ښار مستقبل اندېښمن کړي يو د دغه ښار د جوړولو تاريخچه او دا چې کوم زړۀ لړزونکي انکشافات لري يوه عجيبه واقعه ښکاري، د قديمي آثارو ماهرانو د والبروک سيند په غاړه د اوسپنې د زمانې له وروستيو او د روم د امپراطورۍ له ابتدائي درو سره د متعلقو زرګونو ځوانانو سړيو کوپړۍ موندلې دي چې دا ټول هغه په زرو او جبر د راوستل شوي مزدورانو دي چې د کار له ختمولو نه پس به وژل کېدل. د دغو تحقيقاتو له مخې د دغه سيند په خواو شاکښې د معبد او څه عبادت خانې نۀ شتون دا سپېرۀ حقيقت هم څرګندوي چې لندن ښار په پنځوسم عيسوي کال کښې نۀ يوازې يو حقوقو اقتدار نۀ لرۀ بلکې په کامله توګه د يو فوځي قوت تر څارنې لاندې ؤ.

 

90/10/01
بوش او بلئير جنګي مجرمان دي – د ملېشيا د عدالت فېصله ...  

 

بوش او بلئير جنګي مجرمان دي – د ملېشيا د عدالت

 فېصله

 ديو رپوټ له مخې د ملېشيا د کوالالمپور د جنګي جرائمو د عدالت پنيځۀ کسيز بنچ په په ٢٠٠٣ کال کښې په عراق باندې د حملې او په دغه هېواد کښې د نسل کشۍ او د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په دليل جنګي مجرمان اعلان کړل.

امريکې او برطانيې په ٢٠٠٣ کال د بېن الاقوامي قوانينو په خلاف ورزۍ او د ډله ايزې وژلې د وسلو د موجودګۍ په بهانه په عراق باندې حمله وکړه. په داسې حال کښې چې وروسته په عراق کښې د دغو وسلو د موجودګۍ ادعا دروغ ثابته شوه. د ملېشيا د جنګي جرائمو د عدالت د فېصلې له مخې د امريکې او برطانيې د پخوانيو سر مشرانو لخوا د عراق په خلاف د جنګ شروع کول له قانون څخه  څرګنده ناوړه استفاده او يو تهاجمي اقدام دے چې د عراق د بې شمېره بې ګناه خلکو د قتل عام سبب شو. او له دغې حملې نه وروسته د عراق له عوامو سره بدسلوکي، په هغوي باندې تشدد، د هغوي شنکنجه کول او توهين يو د امريکائي ځواکونو لپاره يوه عامه چاره وګرځېده. د دغې عدالتي فېصلې له مخې امريکې د جارج بوش د ولسمشرۍ په دور کښې په جعلي اسنادو سره دا ښودنه وکړه چې عراق د ډله ايزې وژلو خطرناکې وسلې لري، خو بيا وروسته معلومه شوه چې د امريکې او برطانيې دا دعوا دروغ ده.

سېنسر پراجېکټ چې کېليفورينا کښې يو تحقيقات تنظيم دی د رپوټ له مخې په عراق باندې د امريکې او برطانيې د حملې له وخت نه وروسته پورې له يو ملينو نه زيات عراقيان وژل شوي دي.

د ملېشيا قاضيانو دې ته په اشارې سره چې پکار دي د دې عدالت فېصلې د روم د اساسنامې د دستخط کوونکو په اختيار کښې ورکړې شي زياته کړه د بوش او بلئېر نومونه پکار دي د جنګي مجرمانو په فهرست کښې درج شي . د روم اساسنامه د بېن الاقوامي جرائمو د عدالت (لاهې) لخوا تاسيس شوې ده.



 

90/10/01
په عراق باندې د امريکې قبضه ...  

 

په عراق باندې د امريکې قبضه په بل شکل کښې دوام

 لري

(د دارالخليج ورځپاڼې ليکنه)

 

 

په بغداد کښې د امريکې د سفارتخانې شپاړس زره سفارتي عمله په عراق کښې په فوځي او جاسوسي فعاليتونو بوخت شول

د اماراتو چاپ دارالخلج ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کښې ((عراق د ژوند حق لري)) تر عنوان لاندې يو مضمون کښې وليکل: امريکائي قابضان له عراق څخه نۀ دي وتلي بلکې په بل شکل کښې به په دغه ملک کښې باقي پاتې شي.

د دغه مضمون په دوام کښې راغلي دي چې په بغداد کښې د امريکې په سفارتخانه کښې شپاړسو زرو امريکائي فوځيانو د سفارتي عملې په شکل کښې يو لوے فوځ تشکيل کړے دے او په حقيقت کښې دغه سفارتخانه په يوې سترې فوځې او جاسوسي اډې باندې بدله شوې ده. په داسې حال کښې چې د دنيا په هيڅ يو ملک کښې د بل ملک په سفارتخانه کښې دومره سفارتکار موجود نۀ وي، خو حقيقت دا دے چې امريکا چې په عراق باندې يې له نهو کلونو له فوځي قبضې وروسته په ظاهره له دغه ملک څخه خپل فوځونه بهر کړل په دغه ملک کښې له سفارتي لارې خپل فوځي، سياسي او جاسوسي فعاليتونه جاري ساتل غواړي. چې دا چاره په عراق کښې د امريکې د روغ نيت ښودنه نۀ کوي. په عراق کښې قبائيلي او سياسي اختلافات په عراق باندې د امريکې د نهو کلونو د قبضې نتيجه ده او پکار  دي ووايو چې له عراق څخه د امريکې په کامله توګه انخلاء نۀ ده ترسره شوې. ورځپاڼه په دوام کښې ليکي دا خبره صحيح ده چې له عراق څخه د امريکې ټېنکونه، توپونه او نور فوځي ساز سامان بهر شوې دے، او زياتره فوځي اډې اوس د عراقي فوځيانو په اختيار کښې دي خو پکار دي دا خبره په ډاګه کړو چې امريکا هيڅکله نۀ غواړي چې په عراق کښې له خپلو فوځي،سياسي، اقتصادي او جاسوسي اهدافو څخه لاس په سره شي. نو ځکه يې له ظاهري شکل څخه اوس دغې قبضې ته پټ شکل ورکړے دے. دغې ورځپاڼې په خپل مضمون کښې زياته کړه چې عراقيانو ته پکار دي چې له خپلو کورنيو اختلافاتو څخه ډډه وکړي ځکه چې امريکا اوس په دې لټه کښې ده چې له عراق څخه د فوځي اډو له ختمولو نه پس اوس په دغه هېواد کښې کورني اختلافات نور هم زيات کړي او همدارنګ دا احتمال شته چې عراق په راتلونکو وختونو کښې د دهشتګردانه عملياتو هم کتونکے وي.

دغې ورځپاڼې زياته کړه د عراق چارواکو او هم هغو سياسي ډلو او ګوندونو ته چې د عراق د ملت په نامه فعاليت کوي پکار دي عراق له دغو تيارو څخه چې د امريکې د قبضې په وخت کښې رامنځته شوې وې وژغوري. او د دښمنانو له سازشونو څخه هوښيار وسي او په کامله توګه د هيواد د خپلواکۍ،يووالي او پېوستون لپاره هلې ځلې وکړي.

دلته پکار دي يادونه وکړو چې دا مضمون له عراق څخه د امريکائي ځواکونو له وتلو نه سمدستي وروسته ليکلے شوے ؤ خو لکه څنګه چې دغې ورځپاڼې خبردارے ورکړے ؤ هم هغه شان وشول چې له عراق څخه د امريکې د ځواکونو له وتلو نه لا يوه هفته نۀ وه تېره چې په بغداد کښې ګڼ شمېر بمي چاودنې وشوې او پکښې زيات شمېر بې ګناه خلک مړۀ او ژوبل شول او بيا وروسته معلومه شوه چې دغه عمليات د عراق د ولسمشر د وړومبي مرستيال طارق الهاشمي، امريکې،آل سعود او په  عراق کښې دننه د حکومت د ځينو مخالفينو په ساز باز سره ترسره شوي وو.

 

90/10/01
موساد ...  

 

موساد په دنيا کښې د حکومتي دهشتګردۍ يو ځانګړے

 تنظيم دے-  ګورډن توماس

 

 

يو ولزي ليکوال ګورډن توماس وائي: موساد په نړۍ کښې د حکومتي دهشتګردۍ د يو ځانګړي تنظيم په توګه په دنيا کښې دهشتګردانه عمليات ترسره کوي.

هغۀ چې له ((دا زما داستان دے)) نومې ټيلي ويژني پروګرام کښې يې په مرکه کښې خبرې کولې وويل: موساد يو شمېر داسې انجنيران او ماهران لري چې شپه او ورځ د ترهه ګرۍ او دهشتګردۍ عملياتو لپاره پيچيده وسلو جوړولو باندې لګيا دي. هغۀ زياته کړه چې دغه ماهرانو يو داسې وړوکے قوي مقناطين لرونکے بم جوړ کړے دے چې په يو موټي کښې راځي او په روان ګاډي پورې يې په نښلولو سره خپل هدف کړے شوے کس وژلې شي.

هغۀ وويل چې د دغه ډول اقداماتو يوه کلاسيکي نمونه د ٢٠١٠ کال په وروستيو وختونو کښې په تهران کښې رامنځته شوه چې پکښې د ٢٠١٠ کال د نومبر په ٢٩ نېټه  د ايران د يو مهم سائېنسدان ډاکټر مجيد شهرياري هدف وګرځېد چې په موټر سائېکل سورو دهشتګردو په روان حالت کښې د هغۀ په ګاډي پورې ونښلوۀ چې د چاودنې له کبله يې ډاکټر شهرياري سمدستي ووژل شو او مېرمن يې زخمي او بچ پاتې شوه.

دهشتګردو همدارنګ په داسې يوه حمله کښې په همدغه ورځ اراده لرله چې د يونېورسټۍ يو ماهر او سائېنسدان پروفېسر ډاکټر فرېدون عباسي هدف وګرځوي چې په دغه حمله کښې ډاکټر عباسي او مېرمن يې معمولي زخميان شول.

توماس څرګنده کړه چې د اسرائيلو د موساد جاسوي تنظيم له دغو حملو څخه مقصد د ايران د سائېنس او ټېکنالوجۍ مخه نيول او په دغه هېواد کښې د اسلامي انقلابي حکومت نسکورول وو.

 

90/10/01
د سيمې انقلابونه اسلامی دي ...  

 

د سيمې انقلابونه اسلامی دي - اخوان المسلمين

د مصر د اخوان المسلمين سياسی څانګې د ازادۍ او عدالت ګوند مرستيال ښاغلی عصام العريان په دې خبری پخلے وكړ. چې په مصر او تيونس كې تر سره شويو انتخاباتو كې د اسلام پالو بريا د دې انقلابونو په اسلامی شونې دلالت كوی.

د ايكنا خبري اېجنسۍ  د يو راپور له مخې، چې له مصرې ورځپاڼې اليوم السابع يې نقلوی چې ښاغلی عصام العريان د ازادی او عدالت ګوند په عمومی ناستې كې وويل د دې انقلابونو د اسلامی والي دليل په مصر او تيونس كې د اسلام پالو کاميابي ده.

هغه زياته كړه چې الله تعالی د مصر له فرعونه د خلاصيدو لپاره يو خاص وخت ټاكلی ؤ چې په دې وسيله مصر په سيمې كې د نورو اسلامی غورځنګونو لارښونه وكړی او دې كار لپاره بايد په نورو پرديو قوتونو نه بلکې په ځان باندې باور ولرو.

 

90/10/01
انسائيكلوپېډيا ...  

په مصر كښې د اسلام په حقله د شبهاتو د ځوابونو


هراړخيزه انسائيكلوپېډيا چاپ شوه  .


 

د اسلام په اړه شبهاتو ته د ځواب جامع او هراړخيزه انسائيكلوپېډيا په مصر كښې د مسلمانو علماو د يوې ډلې په همت تدوينه او خپره شوه.

د مصر چاپ د اليوم السابع ورځپاڼې د رپورټ له مخې: دغه انسايئكلوپېډيا د اسلامی نړۍ د تكړه علماو يوې ډلې د مختلفو تخصصونو لرونكو له دوو سوو نه د زياتو عالمانو، دانشورانو او محققانو په همكارۍ سره تدوينه كړې ده.

په دغه دانشليک يا انسائيكلوپېډيا كښې د اسلام په هكله شبهات او شكونه او د اسلام په مبين دين باندې لګيدلی ناروا تورونه او غلط افكار بيان شوي دي او د مصر د اوقافو پخوانی وزير «محمد الاحمدی ابوالنور» د الازهر پوهنتون پخوانی رئيس «احمد عمر هاشم» او د مكې مكرمې د قرآن او سنت د علمی اعجاز د نړيوال تنظيم لوئے مدير «عبدالله عبدالعزيز المصلح» د دغې انسائيكلو پېډيا په تدوينولو كښې مرسته كړې ده.

د دغې انسائيكلوپېډيا تدوينونكو علماو د يوې بيانيۍ په جاري کولو سره د دغه شان يو دانشنليک له خپرولو څخه د خپل مقصد په باب وويل: دې ټكی ته په پام سره چې اسلام په سپوږمكيزو چينلونو، انټرنېټ او په اسلامی ضدو كتابونو كښې د ګڼ شمير يرغلونو سره مخ دے او په مختلفو طريقو سره د اسلام د ګران پېغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د اهانت كتونكي يو، دغې انسائيكلوپېډيا د اسلام د دفاع او د دغه شان يرغلونو سره د مخامخيدنې له پاره يولړ دلائل وړاندې كړی دی.

90/10/01
وړومبے اسلامي ټي وي ...  

 

په تيونس كې وړومبے اسلامي ټي وي چينل كار شورو

 كوي

 

په تيونس كې وړومبے اسلامی ټی وی چينل د القلم په نوم په صفاقس ښار كې ډيرزر كار شورو كوی

 

د (ايكنا) خبري اېجنسۍ د اطلاع رسولو مركز «businessnews»په حوالې سره رپوټ ورکړ چې په تيونس كې د ډېکټېټر بن علی د حكومت د نسكوريدو نه پس د اسلامی فعاليتونو د ازادۍ سره د صفاقس ښار ځينې د جماعت امامانو د تيونس د وړومبي اسلامی ټيلی ويژن د پرانستلو خبر وركړ.

د چارواكو په وېنا د القلم چينل هدف د دينی پروګرامونو له خپرولو سره سره د اسلامی نړۍ د غوره عالمانو او قاريانو قرائت خپرول دي.

 

90/10/01
د نړۍ تر ټولو ګران ښارونه ...  

 

د نړۍ تر ټولو ګران ښارونه

 

د ECA نړيوالې ادارې د شمېرنو له مخې د جاپان ټوکيو ښار د اېشيا او د دنيا تر ټول ګران ښار معرفي شو. د سي اين اين د رپوټ له مخې  د ECA د نړيوال موسسې د يو لړ نظرسنجونو له مخې ټوکيو ښار د مهاجرينو لپاره د ژوند د لګښتونو له نظره پرله پسې په دويم کال کښې هم د دنيا تر ټولو ګران ښار وګڼلے شو. د نړيوالو قوانينو او معيارونو له مخې اسلو، جنېوا، ناګويا،  زوريخ، يوکوهاما، برن، اسټاوانګر، باسل او کوبه له ټوکيو نه پس د نيا تر ټولو ګران ښارونه ګڼل کيږي.

د دغه رپوټ له مخې دا شل ښارونه په ترتيب سره د دنيا تر ټولو ګران ښارونه ګڼل کيږي:

1توکيو  2 ناگويا 3 يوکوهاما 4 کوبه جاپان 5 سئول 6سنګاپور 7 پېکنګ

8 شنگهائي 9هانګ کانګ 10  بوسان 11 اولسان 12 تايپه   13 گوانگ ژو  14 شنزن 15- کائوسيونگ 16- جکارتا 17- شنيانگ  18- تيان جين

19- گينگادو 20- داليان

 

90/10/01
کورکمان ...  

کورکمان

 

ښائېسته کوچۍ      

د کورکمان بوټے له  ٦٠ تر٩٠ سنټي ميټرو اوچتوالے لري.  د کورکمان يادونه په سنسکرت ليکنو کښې شوې ده او له ډېر پخوا نه په آيوريک او يونانى طب کې استعماليږي، پخوانيوو طبيبانو کورکمان د معدې د ځواکمنۍ او قوت لپاره اغيزمن بللے دے، کورکمان د وينى چاڼ کونکے خاصيت هم لرى، د تازه کورکمان په سلو گرامو کې لاندې غذائي اجزا شتون لري ٣،١ فيصده اوبۀ ، ٦،٣ فيصده پروټين ، ٥،١ فيصده غوړى، ٣،٥ فيصده معدني مالگې، ٢،٦ فيصده فايئبر او ٦٩،٤ فيصدو پورې نشاسته هم لري د کورکمان معدنى او ويټامين لرونکو اجزاو کې کيلشيم، فاسفورس، اوسپنه، کېروټين، تهايامين او ناياسين شته- او د سلو گرامو مجموعى کالورى يې ٣٤٩ ته رسيږى.

په کورکمان کې کرکومين او نباتى غوړى هم شته په وچ شوى کورکمانو کې د دې غوړيو کچه ٥،٨ فيصده او تازه کورکمانو بيا ٠،٢٤ فيصده زنجرين غوړى موجود وى چې له تجزيې وروسته له دې نه کيروتين (نباتى ويتامين A) او الکول لاس ته راځى. په کورکمان کې ډير روغتيا پال اجزا نغښتي دي هغه چې له انسانى بدن څخه د بلغمو او رياح خارجولو کې مرستندوې دي.

د کورکمان په استعمال سره په بدن کې زيان رسوونکى جراثيم وژل کيږي، د تازه کورکمانو اوبه او د وچو کورکمانو پوډرو استعمال د طبيعى اوبو او يا شړومبو سره د کولمو ناروغى او په خاص ډول د پخوانى نس ناستى شافى درملنه کوي.

د کورکمانو په استعمال سره په معده کې د ګېس (نفخ) جوړيدو په کلکه مخنيوے کوي .د تازه کورکمانو د شل (٢٠) څاڅکو اوبو په استعمال سره د خيټى چنجى وژل کيږى . همدا رنګ د تازه کورکمانو يو مقدار اوبو سره د يوې وړې قاشغې په يو ځاے کيدو سره چې هره ورځ د يوې مودې لپاره وخوړل شي د دې په نتيجه کې د وينې دکموالي بيمارۍ له مينځه ځي – ځکه چې په کورکمانو کښې په زياته کچه اوسپنه شته. د کورکمانو په استعمال سره د ساه لنډي په رنځ کې کموالے راځي. کورکمان د والگى او زکام هم ښه معالجه کوي. د کورکمان استعمال د ستوني د خراش لپاره هم گټور دے.

د کورکمانو په استعمال سره د مخ د ځوانکو بيماري هم درملنه کيږي. په کورکمان کې د پړسوبونو د کمولو خاصيت پټ دے. يوې سائېنسى څيړنې چې د کورکمانو په طبي ځانگړتياو باندې د پوهېدلو په مقصد تر سره شوې ده ثابته کړې ده چې په کورکمان کې زيړ رنگى توکے سرطاني حجرات او سېلونه له مېنځه وړى. له ډېرى اوږدى مودې راهسې په کورکمان کې د شته کرکيومن نومې گټور توکي په حقله ډېر اورېدل کېدل چې د مفصلونو او جوړونو د دردونو او د حافظې لپاره کورکمان گټور دي، خو اوس اوس د سرطان يا کېنسر د بيماريو د کورک نومې څيړنيز مرکز د يوې ډلگى له خوا په کورکمان يوه بله سائېنسي څيړنه تر سره شوې ده او دا څېړنه په ډاگه کوي، چې کرکيومن نومې توکې په څلور ويشت (٢٤) ګېنټو کې دننه دننه د سرطاني حجراتو په له مينځه وړلو باندې پېل کوي د دې څيړنى د څارنې ډاکتر شيبرون زياتوي کله چې کريومن اغيزى وليدل شي نو دې سره د سرطانى حجرو هضم کيدل هم پيل شي.

همدارنگه د ټېکساس په پوهنتون کې (هوسټن) ايم – ډى – اينډرسن کېنسر سنټر کې په څيړنو بوخت ډاکټر بهارت اگروال د وېنا له مخې کورکمان د تکسيد د عمليى د مخنيوي ځانگړنې په لرلو سره د سرطان د ناروغۍ مخنيوې کوي او کورکمان ساتندوى کيموتراپې او روغتياپالو بوټو نه شمېرل کيږي – د کريومين توکي په شتون سره په بدن کې د سرطاني دانو اوغوټو مخه نيسي. هغه وگړي چې په ورځنې خوړو کې کورکمان استعمالوى د دې وگړو د پړپوس (سږو) او لويو کولمو په سرطانونو د اخته کېدو احتمال ډير لږ وي – او دا چې د پانکراس په اړوند د کورکمان اثر څه دے په دې هکله سائېنسي څيړنې روانې دي – په دې وروستيو وختونو کې سائېنس پوهانو په کورکمان کې يو بل طـبي خاصيت په گوته کړے دے هغه دا چې د فالج په بيمارۍ د اخته کېدو نه وروسته بدن ته د رسيدونکو زيانونو په مخنيوي کې هم پوره مرسته کوي –  طبي ماهرانو کورکمان له سويانو وروسته په انسانانو هم وزمائېلو چې په کورکمان کښې شتۀ اجزاوې تر حجراتو ځان رسوي چې د دې عمل په نتيجه کې د عضلاتو او عصبې نظام ځيني ناروغيو کې کموالي راځي.

د دې سائېنسي څيړنې د نگران ډاکتر وېنا ده چې د فالج د حملې څخه وروسته دا اجزاوې د عصبي حجراتو په ژوندي او فعال ساتلو کې مرستندوې دي، او ورپسې د سټروک د ايسوسي اېشن يو بل ماهر ډاکتر وائي چې کورکمان د روغتيا لپاره څومره گټور دې په دې خبره وگړي له مخکښې څخه لا  ښۀ پوه شوي دى خو اوس ضروري بريښي چې د فالج د حملې نه سمدستي وروسته د عصبي نظام د حجراتوساتنه وشي.

 

90/10/01
په سويډن کښې وړومبنۍ پرده لرونکې پوليسه ...  

 

په سويډن کښې وړومبنۍ پرده لرونکې پوليسه

 

د سوېډني خبري سرچينو د رپوټ له مخې په سويډن کښې وړومبنۍ پرده او حجاب لرونکې پوليسه د ډونا الجمال نومې شپږويشت کلنۍ جينۍ ده چې په پوليسو کښې له بهرتي کېدو مخکښې يې په يو سويډني جېل کښې کار کوۀ. هغه عقيده لري چې پرده او ستر نۀ يوازې د کار د پرمختګ خنډ نۀ جوړيږي بلکې له دې امله چې سويډن مختلف ثقافتونه او کلتوروه لري دا موضوع د سويډن د معاشرې د مختلفو ثقافتونو ترمېنځ د خبرو اترو او روغې جوړې سبب کيږي.

هغه چې په سويډن کښې د وړومبنۍ پرده لرونکې پوليسې په توګه د زياترو مرکزونو د پام وړ ګرځېدلې ده وائي هيڅکه به حجاب او پرده ختمه نۀ کړي ځکه چې حجاب او ستر د ښځې د وجود يوه برخه ده او د هغې په کار کښې د هيڅ محدوديت او خنډ جوړېدو نۀ سبب کيږي.

90/10/01
وېناوې ...  
90/10/01
لرې برې پرګنې ...  

 

لرې برې پرګنې


 


ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زے

 

لرې برې پرګنې دي سره وروڼه

بيلوي يې نشي غرونه ګړنګونه

 د آمو نه تر اټکه افغان يو دے)

په تاريخ کې پرې شاهد دي کتابونه

 له هرات تر پيښوره فرهنګ يو دے

هڅو نکے ثقافت او دماغونه

 د پېړيو په اوږدو کې سره يَو يُو

چېرې فرق شي د افغان او د پښتونه

 فرق مو نشي د څېرو او د رنګونو

د سکې يو دوه اړخونه دوه مخونه

 په يوه رسۍ مو لاس سره دے ايښے

اتفاق مو همېش يو دے قوتونه

 دين مذهب مو سره يو او کلچر يو دے

سره ټينګ مو په اسلام دي پيوندونه

 

90/10/01
د قيامت خاتون حضرت زېنب کبری (ع) ...  

 

د قيامت خاتون حضرت زېنب کبری (ع)

 

حمزه بابا

کۀ هر څو له خويه بويه ځناور يم

ولې ستاسو مدح خوان او ثناګر يم

اے خاتونې د قيامت راته نظر کړه

اوس له ډېرې ناتوانۍ نه بې بصر يم

نۀ قرار او نۀ سکون او نۀ صحت شته

ستا له درنه يمه ستون خو در په در يم

د خاتونې د جنت د سترګو تورې

اسوېلے د انتظار يمه په پر يم

له دې يو دم سوزېدو نه مې بهر کړه

په محفل کښې مو بلېږمه اګر يم

اوس مشکل زما زما اسان کړه هم په تا شي

چې فدا دې له حېدره تر قنبر يم

صفت خوان دې له الله نه تر احمده

له احمده تر حېدره تر اصغر يم

د حسېن داغ چې دې وړے په زړۀ باندې

د هغۀ چراغ رڼا ته په نظر يم

دا بلا رانه شيره کړه قدرت دستې

زۀ حمزه د ژوندانۀ کډه په سر يم

 

90/10/01
جنګ او امن ...  

 

جنګ او امن

 

رحمت شاه سائل

 

دا چې اور په پاڼه بل دے خو دجنګه دے

سوے چې په څانګه څانګه ګل دے خو دجنګه دے

داچې ددرياب په سربېړۍ بندې ولاړې دي

هرذهن او هر فکرچې شل ديے خودجنګه دے

ستادخوب اوخيال تصوير زما دخوب اوخيال تصوير

داچې لا اوس هم نامکمل دے خودجنګه دے

جنګ خو ليونتوب وي دجنګ څه مفهوم اوڅه مانا

داچې رانه ورک د ژوندمنزل دے خودجنګه دے

جنګ دروح اوذهن روح پروره دنيا تنګه کړي

داچې هرسړے لکه پاګل دے خودجنګه دے

غواړي به وئيل نور د تعميرد فلسفې سبق

نيت چې د موسم ادل بدل دے خودجنګه دے

امن لکه ګل اوغوړوي اوځيګوي خلق

دا چې د يوبل سورے اجل دے خودجنګه دے

امن د فطرت او د تخليق غيږې له وړي خلق

هر روح چې بې کيفه دے شډل دے خو دجنګه دے

امن د الفت او د ښائېست دکروندې پټي

دا پټي چې شاړلکه ځنګل دے خو دجنګه دے

امن دجدا جدا زړګودراتړلوتار

داچې بې اعتباره يوپه بل دے خودجنګه دے

امن په نظر کې د جمال يوه مسکۍ ادا

هر مخ په سرواوښکونمل دي خو دجنګه دے

امن خوسپرلي راوړي،سندرې راوړي ،ژوندراوړي

داچې موغمژن ټول چاپيرچل دے خود جنګه دے

جنګ هېڅوک د ژوند،اودجانان مينې ته نه پرېږدي

وران چې دسائل د زړۀ محفل دے خو دجنګه دے

 

90/10/01
مه وژنه ...  

 

مه وژنه

 

عنايت الله پويان

 

مه وژنه ظالمه د چمن بلبلان مه وژمه

باغ پرې ښائېسته بريښي د شنو ونو طوطيان مه وژنه

لرې که وسله له لاس، د سولې دنيا خپله کړه

خداے ته رجوع وکړه دا بې ژبې مارغان مه وژنه

ستا د بم چاودنو په لمبو کې تباهي راغله

غلې کړه  د اور لمبې مظلوم يتيمان مه وژنه

هر څه دلته ښکلي دي باغچې له ګلو ډکې دي

پريږده دا خوسا جګړه دګلو کاروان مه وژنه

کر وکړه د ځمکو چې شنيلي درته خندا وکړي

لرې کړه اغزي له ځان د باغ خاوندان مه وژنه

غرو کې ارغوان دي دښتې پټې په ريديانو دي

کبر دې زوال شه  د ښائېست غاټولان مه وژنه

خداے دا پېدا کړي ته بنده يې د چا خداے نه يې

خداے ته مخه وکړه د وطن شاه زلميان مه وژنه

پريږده دغه خوار ولس چې ژوند وکړي په صلح کې

وائي پيغمبر د پاک قران پلويان مه وژمه

دلته کربلا ده  يزيديان او قاتلان ډير دي

ژاړي فاطمه  د محمد (ص) کړو سيان مه وژنه

ستا د ظلم زور له لاسه  خلکو کډې بارې کړې

اے د خداے دښمنه د مولا عاشقان مه وژنه

کاڼي بوټي ژاړي (بودا) ړنګ شو په باميانو کې

ښکلي تاريخي آثار بې ژبي بتان مه وژنه

دلته کښې عرب  د څه لپاره مېشته شوي دي

کور دستر (يما) پاچا او تخت د کيهان مه وژنه

دا د بوعلي وطن – زانګو د تمدن بوله

مور د مولانا بلخي – ډيوه د عرفان مه وژنه

دلته د ادب ګلان  نشژ د ميخانو لري

بزم د حميد مومند چهلتار د رحمان مه وژنه

ته که په ريښتيا ملا يې  لرې کړه وسله له لاس

لاړ شه د جومات په لور د خداے بندګان مه وژنه

دغه د زمريانو کور تاريخ لري قصې لري

پريږده د عرب لمن تاريخ د افغان مه وژنه

پريږده دنياوال زمونږ د خلکو اوښکې پاکې کړي

واوره ديتيم چغه بې مور يتيمان مه وژنه

 

90/09/07
د امامانو میاشت ...  

 

 

اوښکـــې کډې بـــاروي طـــوفان د غـــم شو

 

شــــول تــــازه د زړۀ زخــمـــونـــه محـــرم شـــو

 

نــــن بـــه يې نـۀ ګڼې دا غــــم چې پرونے دے

 

ګــــويــــا هـــــــر پروسه کال يـــې ســــږنے دے

 

ابتـــــداء د غـــــم کــــــومـــــه نــــوے کـال دے

 

پـــه اول چې زړۀ خفه وي بيـــا خوشحــال دے

 

څوک چې ډېر د امام غم کا ډېر خوشحال شي

 

د ايمـــان شجــــر پـــه دې اوښکـــو نهـال شي

 

                               ( حمزه بابا )

 

90/09/01
د مباهلې ورځ ...  
 

 

د مباهلې ورځ  د نورو دينونو په مقابل کښې د

 

اسلام او د حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغۀ

 

د پاکې کورنۍ د حقانيت ورځ